تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)23 آداب الدعوة


أبو زكريا
_6 _March _2015هـ الموافق 6-03-2015م, 09:50 PM
آداب الدعوة
· من آداب الداعية في نفسه: أن يكون ممتثلاً ما يدعو إليه، ملتزماً تقوى الله تعالى ظاهراً وباطناً، متحلياً بمكارم الأخلاق مجتنباً مساوءها، فإن وقع في شيء من المعاصي والتقصير بادر إلى التوبة والاستغفار وإتباع السيئة الحسنة.
· من آداب الداعية في دعوته: أن يبدأ بالأهم، وأن يحدث الناس بما يناسب أفهامهم، ويستعمل الحكمة في جميع أموره فيلين في موضع اللين، ويغلظ حين يحسن أن يغلظ، وإذا وعظ أحسن الموعظة واقتصد فيها فلا يكثر فيملهم ولا يجفوا فيطول عليهم الأمد فتقسو قلوبهم، قال عبد الله بن مسعود رضي الله عنه: (كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يتخولنا الموعظة في الأيام كراهة السآمة علينا) متفق عليه.
· الداعية عرضة للخطأ والتقصير وغير معصوم من الوقوع في الذنوب ومخالفة السنة، ولذلك يوصى بالاستغفار والتوبة ومحاسبة النفس وقبول النصيحة وأن لا يمنعه وقوعه في الذنب عن مواصلة الدعوة.
- قيل للحسن البصري: إن فلاناً لا يَعِظُ ويقول: أخاف أن أقول ما لا أفعل، فقال الحسن: (وأيّنا يفعل ما يقول، ودَّ الشيطان أنه ظفر بهذا فلم يأمر أحد بمعروف ولم ينه عن منكر).
- وقال مالك عن ربيعة: قال سعيد بن جبير: (لو كان المرء لا يأمر بالمعروف ولا ينهى عن المنكر حتى لا يكون فيه شيء، ما أمر أحدٌ بمعروف ولا نهى عن منكر).
- قال مالك: وصدق! ومن ذا الذي ليس فيه شيء.
- قال ابن كثير رحمه الله في تفسير قول الله تعالى: ﴿أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ﴾[البقرة: 44]: (فَكُلٌّ من الأمر بالمعروف وفعله واجب، لا يسقط أحدهما بترك الآخر على أصح قولي العلماء من السلف والخلف. وذهب بعضهم إلى أن مرتكب المعاصي لا ينهى غيره عنها، وهذا ضعيف، وأضعف منه تمسّكهم بهذه الآية؛ فإنه لا حجة لهم فيها. والصحيح أن العالم يأمر بالمعروف، وإن لم يفعله، وينهى عن المنكر وإن ارتكبه).ا.هـ.

مقاصد الدعوة:
· المقصد الأول: إقامة حجة الله تعالى على خلقه كما قال الله تعالى: ﴿رُسُلًا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ﴾[النساء: 165].
· المقصد الثاني: براءة ذمة الداعية والإعذار إلى الله بامتثاله أمر الدعوة وقيامه بما وجب عليه كما دل عليه قوله تعالى: ﴿وَإِذْ قَالَتْ أُمَّةٌ مِنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا اللَّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا قَالُوا مَعْذِرَةً إِلَى رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ﴾[الأعراف: 164]؛ فقدموا المقصد الأول وهو الإعذار إلى الله تعالى وبراءة ذمتهم.
· المقصد الثالث: رجاء أن ينتفع المدعو بالدعوة فيستجيبَ لما ينجيه من العذاب ويوفق بسببه لنيل الثواب كما دل عليه قوله تعالى في الآية السابقة: ﴿وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ﴾[الأعراف: 164].
· فقه مقاصد الدعوة يفيد في الحكم على وسائل الدعوة المعاصرة فما كان منها يحقق هذه المقاصد فهو من الوسائل المشروعة، وكل وسيلة تتضمن محذوراً في نفسها أو يترتب عليها مفسدة أعظم فإنها لا تحقق مقاصد الدعوة.

أبو زكريا
_6 _March _2015هـ الموافق 6-03-2015م, 10:00 PM
ددعوت آداب:
حق ته ددعوت ورکولو او هغه ته د نورو بلل خپل آداب لري، او هغه هم ډول ډول دي:
* لومړې هغه آداب چه د داعي په شخصیت او خپل ځان پوری اړه لري:
او هغه دا چه حق ته داعي پخپله بايد هغه احکام لومړې پر خپل ځان عملي او پلي کړي چه دې ورته نور خلک رابلي.
*بل دا چه په ښکاره او پټه د تقوا او د الله تعالی څخه ويره باندي ملتزم وي.
* بل دا چه حق ته داعي بايد د ښو او ښائسته اخلاقو خاوند وي، او له بداخلاقۍ څخه ډډه وکړي.
هو، که له ده څخه کومه ګناه وشي، نو زر تر زره توبه ووباسي، او استغفار ووايي، او له دغه ګناه څخه وروسته نور نیک اعمال وکړي چه دغه ګناه ورباندی له منځه یوسي.
دوهم هغه آداب چه د حق داعي په دعوت پوری اړه لري:
او هغه دا چه داعي باید په دعوت کښی د مسائلو د اهمیت خیال وساتي، نو باید لومړې په هغه مسألو پيل وکړي چه ورته ډير ضرورت او اړتیا وي، لکه د توحید بیان او ورته دعوت، د شرک بیان ورڅخه ویره او کرکه او د هغه بدی پایلی بیانول، همدارنګه خلکو ته باید هغه څه بیان کړي چه د هغوي سر پری خلاصیږي او د هغوي عقلونه يي درک کولاي شي، او همداشان به پخپل دعوت کښی له حکمت او ددعوت له مصلحت څخه کار اخلي، نو د نرمۍ په ځاي که به نرمي کوي، او سختۍ په ځاي کښی به سختي کوي، او چه کله وعظ نصیحت کوي، نو ښه ښائسته وعظ دي کوي، او خپل بیان دي ډير نه اوږدوي چه په اوریدونکو باندي سام او ستړتیا نه راځي، او نه دي داسی لنډ او مخل اختصار کوي چه خلک د بل بیان په انتظار ستړي کړي، او زړونه کلک شي، لکه چه عبد الله بن مسعود t فرمايي:(كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يتخولنا الموعظة في الأيام كراهة السآمة علينا) متفق عليه (.
ترجمه: یعنی رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم به د ورځو په اوږدو کښی کله کله راته وعظ او نصیحت کولو) یعنی همیشه او دوامداره او روزانه به يي راته وعظ نه کولو(؛ له دي ويری چه مونږ په ستړي او ستومانه شو.
*دلته په یاد بايد ولرو چه حق ته دعوت کوونکې او بلونکې لکه د نورو انسانانو په شان یو انسان او بشر دې، نو کیداي شي خطا تری وشي، په کوم جانب کښی کوتاهي او تقصیر وکړي؛ ځکه هغه له ګناه او خطايي څخه معصوم نه دې؛ له دي کبله ورته د استغفار او له الله تعالی څخه د عفوی او بخښنی غوښتلو او له هر ډول خطايي او ګناه څخه د توبی ويستلو حکم او امر شوې دې، او همدارنګه دې بايد له خپله ځانه سره حساب کتاب وکړي، او که څوک ورته نصیحت وکړي باید وه يي مني، او له ده څخه د ګناه کیدل دی دې حق ته له دعوت څخه را ايسار نه کړي.
لکه چه حسن بصري F ته وویل شو چه : فلانې چا ته وعظ او نصیحت نه کوي، او وايي: زه ويریږم چه هسی نه هغه څه ووايم او دعوت او بله ورته ورکړم چه پخپله پری عمل نه کووم، نو حسن بصري F وفرمايل: په مونږ کښی څوک داسی دې چه هغه په ټولو هغه مسألو عمل کوي چه نورو خلکو ته يي وايي او دعوت او بلنه ورته ورکوي؟، شیطان همدا خوښوي چه په يو داسی بهانه بریالې شي چه هیڅوک نه چا ته په نیکۍ امر او حکم وکړي، او نه کوم څوک بل له بدو کارونو څخه منع کړي.
*همدارنګه مالک بن ربیعه F فرمايي چه سعید بن جُبَیر F فرمايلي دي: که خبره دي ته ورسیږي چه نه چا ته د نیکۍ خبره او امر او حکم کوي، او نه هم له بدو څوک منع کوي، تردي چه په ده کښی هیڅ پاتی نه شي، نو په ټوله نړۍ کښی نه څوک چا ته د نیکۍ خبره وکړي او نه به څوک چا لره له بدۍ منع کړي.
بيا مالک F وفرمايل: رښتیا وايي، داسی به څوک وي چه تقصیر او کوتاهي پکښی نه وي.
همداشان امام ابن کثیر F ددي آیت کریمه په تفسیر کښی فرمايي په کوم کښی چه الله Y فرمايي: ﭽ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﭼالبقرة: ٤٤.
نو امام ابن کثیر F ددي آیت کریمه په تفسیر کښی داسی فرمايي: »په نيکۍ او ښو کارونو باندي امر کول او د نیکو کارونو کول دواړه واجب دي، د علماء کرامو له هغه دوه قولونو او رأیو څخه ډيره صحیح خبره دا ده چه که له چا يو خوا يي پاتی شي نو هغه بل ورڅخه نه ساقطیږي، او ورڅخه نه خلاصیږي.
هو، ځينی علماء همداسی وايي چه ګناهګار بايد نور خلک له هغه ګناه څخه منع نه کړي چه دې پخپله ورڅخه منع شوې نه دې.
خو دا قول ضعیف او کمزورې دې، او ډيره کمزورتیا يي په دي کښی ده چه په دغه تير آیت کریمه باندي دلیل هم ورته ونيسي؛ ځکه په دي آیت کښی ددوي دغه دلیل هیڅ نشته.
بلکه صحيح خبره دا ده چه یو عالم او په اسلامي شريعت پوهه شخص بايد هغه نیکي چه د شريعت په رڼا کښی يي پيژني، خلکو ته يي بیان کړي او خلکو ته پری امر وکړي، اګر که هغه پخپله پری عمل نه کوي، او همداشان هغه بدي او بدکاري چه د شریعت په رڼا کښی يي ورته بدي ورمعلومه وي، بايد خلک ورڅخه منع کړي، اګر دې پخپله ورڅخه نه منع کیږي او دغه بد کار ورڅخه کيږي«.ا.هـ

حق ته ددعوت او بلنی مقاصد او اهداف
حق ته ددعوت او بلنی ګڼ مقاصد او اهداف دي چه په لنډه توګه ورته اشاره کوو:
لمړې مقصد:
او هغه دا چه په خلکو د الله تعالی حجت قائم شي، او د هغوي د جهل ناپوهۍ او له حق څخه د ناخبرۍ بهانه ورکه شي؛ لکه چه الله I فرمايي: ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈﮉ ﭼالنساء: ١٦٥
ترجمه: لیږلي مو دي دا خپل پیغمبران علیهم السلام زيرې ورکوونکي په ښه ښائسته ژوند ددنیا او آخرت، او ویروونکي له بدبختۍڅخه په دنیا او آخرت کښی؛ ددي لپاره چه پاتی نشي د خلکو لپاره په الله Y باندي څه حجت او بهانه وروسته له لیږلو د پيغمبرانو علیهم السلام.
دوهم مقصد:
د حق دداعي او حق ته د بلونکي غاړه خلاصیدل او د ذمّی براءت، او د الله U په وړاندي خپل عذر وړاندي کول چه هغه د حق په بیان او خلکو ته په رسونه کښی خپل فرض او مسؤولیت اداء کړې دې او دغه د حق دعوت يي خلکو ته رسولې دې؛ لکه الله Y فرمايي: ﭽ ﭑ ﭒ ﭓ ﭔ ﭕ ﭖ ﭗﭘ ﭙ ﭚ ﭛ ﭜ ﭝ ﭞﭟ ﭠ ﭡ ﭢ ﭣ ﭤ ﭥ ﭦ ﭼالأعراف: ١٦٤.
ترجمه: او هغه وخت چه وویل يوی ډلی له دي بني اسرائيلو )چه له وعظ او نصیحت نه يي لاس اخستې وو، وه يي ویل هغه بلی ډلی له بني اسرائیلو څخه چه ګناهګارو ته به يي وعظ او نصیحت کولو او له بدو به يي منع کول، ورته به يي ويل:( تاسو ولی داسی قوم او ډلی او خلکو ته وعظ او نصیحت کوۍ او هسی سر پری خوږوۍ چه ددوي له بدو اعمالو او په هغی کښی له اصرار او استمرار څخه ښکاره او څرګنده ده چه الله تعالی يي له څیلمی هلاکوي، او له منځه يي وړي، او يا که پاتی هم شي نو ورته ډير سخت عذاب ورکوي، نو دغه نصیحت کونکو ورته په ځواب کښی وویل: ددي لپاره چه ځمونږ خو خپل پروردګار الله Y ته عذر او معذرت جوړ وي چه مونږ له بدو څخه ددوي په منع کولو کښی خپله غاړه خلاصه کړی ده، او خپل مسؤولیت مو اداء کړې دې، او بل ددي لپاره چه کیداي شي دا ځمونږ نصیحت ومني او له دغه بدکارۍ او له الله Y څخه له سرغړونی او نافرمانۍ څخه لاس واخلي او تقوی دار شي.
نو دوي په خپل بیان کښی لومړنې مقصد وړاندی کړ چه د الله Y په وړاندی د خپلی غاړی خلاصوالې دې او براءت د خپلی ذمّی دې.
دریم مقصد:
دا چه ازلي او غیبي علم خو له الله تعالی سره دې، کیداي شي په دوي کښی داسی څوک وي چه دا ځمونږ نصیحت پری اغیز وکړي او له دغه بدکارۍ او د الله Y څخه له سرغړونی څخه لاس واخلي، او هغه وعظ او نصیحت ومني چه هغه پری له عذابه خلاصیږي، او ددغه وعظ او نصیحت له کبله ورته ثوابونو او اجرونو توفیق ورکړل شي، لکه چه د تير آیت کریمه آخري برخه پری دلالت کوي چه فرمايي:ﭽ ﭤ ﭥﭼالأعراف: ١٦٤، چه معنی يي لږ مخکښی تیره شوه.
*حق لاری ته ددعوت مقاصدو باندی پوهيدل ددعوت په نوو وسائلو باندی حکم کولو کښی او د شرعي حکم پيژندلو کښی ډيره ګټه لري، نو کوم دعوتي اسباب او وسائل چه ددغه شرعي مقاصدو په پلي کولو کښی مرسته کوي هغه شرعي وسائل دي، او هره وسيله چه شرعي ممانعت پکښی وي، او یا ورباندي ددعوت له مسألی څخه غټ ضرر مرتبیږي، نو داسی وسيله په حقیقت کښی ددعوت شرعي مقاصد لاس ته راوړلې او پلي کولې نشي.