المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)22 شرح المسائل الأربع (شروط الدعوة وأنوا عها ووسائلها وحكمها)


أبو زكريا
_18 _February _2015هـ الموافق 18-02-2015م, 10:20 AM
شروط الدعوة
· أن يكون على بصيرة فيما يدعو إليه، وعلى بصيرة بصحة طريقة الدعوة، وعلى بصيرة بحال المدعو فيدعوه بما يناسب حاله، قال علي بن أبي طالب: (حدثوا الناس بما يعرفون أتريدون أن يكذب الله ورسوله) رواه البخاري؛ فلذلك تجب مراعاة المصلحة الشرعية في الدعوة إلى الله تعالى.
أنواع الدعوة
· من أنواع الدعوة: دعوة الكفار إلى الإسلام، ودعوة المسلم إلى مزيد من الهداية، والأمر بالمعروف والنهي عن المنكر، وتعليم العلم الشرعي، والنصيحة لكل مسلم كل ذلك من أنواع الدعوة إلى الله تعالى.
وسائل الدعوة
· ينبغي للداعية أن يعتني بما ييسره الله له من وسائل الدعوة وهي كثيرة متنوعة ولله الحمد، وأوَّل ذلك أن يتمثل الداعية ما يدعو إليه فيكونَ إماماً يؤتم به ويقتدى به في الخير، ومن أكثر ما يؤثر في المتعلمين قيام المعلمين بما يقتضيه العلم، ولذلك كان النبي صلى الله عليه وسلم أحسن الناس عملاً وخير الناس دعوة كما كان أحسنهم علماً.
· من وسائل الدعوة: إلقاء الخطب والدروس والمواعظ وكتابة المقالات والرسائل وتأليف الكتب النافعة واستخدام تقنيات العصر في الدعوة إلى الله كالإذاعات والفضائيات ومواقع الانترنت وغيرها.
· من فُتح له في وسيلة من الوسائل فليعتنِ بها لعلها تكون سبباً موصلاً له إلى رضوان الله تعالى وجنات النعيم، وأحبّ العمل إلى الله أدومه وإن قلّ.
حكم الدعوة
· الدعوة إلى الله تعالى فرض كفاية إذا قام بها من يكفي سقط الإثم عن الباقين لقوله تعالى: ﴿ولتكن منكم أمة يدعون إلى الخير﴾[آل عمران: 14].
وقوله: ﴿وما كان المؤمنون لينفروا كافة فلولا نفر من كل فرقة منهم طائفة ليتفقهوا في الدين ولينذروا قومهم إذا رجعوا إليهم لعلهم يحذرون﴾[التوبة: 122].
· هذا الحكم من حيث الأصل، وقد تتعين في أحوال:
- فمن رأى منكراً وجب عليه تغييره بيده؛ فإن لم يستطع فبلسانه؛ فإن لم يستطع فبقلبه.
- ومن سئل عن علم وجب عليه بيانه وحرم كتمانه لقول النبي صلى الله عليه وسلم: (( من سئل عن علم فكتمه ألجم يوم القيامة بلجام من نار))رواه أبو داوود والترمذي من حديث أبي هريرة رضي الله عنه.
- ومن استنصحه أخوه المسلم وجبت عليه نصيحته.
- وكذلك إذا دعت الحاجة إلى البيان لم يجز تأخيره.

أبو زكريا
_18 _February _2015هـ الموافق 18-02-2015م, 10:28 AM
ددعوت شروط:
دين او صحیح لاری ته دعوت ورکول او ورته خلک بلل خپل شرطونه لري:
لومړې دا چه داعي او بلونکې چه کوم څه ته دعوت ورکوي او خلک ورته رابلي، بايد داعي او بلونکې پری پخپله ښه پوهه وي، او پوره علم پری ولري.
دوهم دا چه په کومه طریقه چه دعوت ورکوي او بلنه ورکوي، دغه طریقه صحیحه وي.
دریم دا چه هغه څوک چه دې يي رابلي )مدعو(، ددغه مدعو په حال خبر وي تر څو په هغه طریقه یي راوبلي چه د مدعو له حال سره مناسب او برابر وي؛ لکه چه د اسلام څلورم خليفه علي بن ابي طالب t فرمايي: (حدّثوا الناس بما يعرفون أتريدون أن يُكَذَّب اللهُ ورسولُه؟) رواه البخاري.
ترجمه: خلکو ته هغه څه په هغه طریقه بيان کړۍ چه هغوي پری پوهیږي، آيا تاسو غواړۍ چه الله Y او د هغه رالیږل شوې پيغمبر صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم دروغجن وګڼل شي؟
نو له همدي کبله په دعوت الی الله کښی د شرعي مصلحت مراعات کول فرض او لازمي دي.

ددعوت انواع او ډَولونه:
لومړې: کافران د اسلام مقدّس دين قبلولو ته دعوت کول.
دوهم: اصلي مسلمانان لازیات هدايت او نبوي لارښوونو ته دعوت کول.
دریم: امر بالمعروف او نهي عن المنکر کول.
څلورم: د شرعي علم ښوونه او خپرونه.
پنځم: د هر مسلمان لپاره خيرخواهي لټول.
دا ټول ددعوت الی الله په معنی کښی راځي.

ددعوت وسائل:
*داعي ته پکار دي چه هغه وسائل ته په کلکه پاملرنه وکړي او ګټه تری واخلي چه الله Y يي ورته په لاس ورکوي، او دا وسائل د الله په فضل او مهربانۍ ډير دي:
لومړې: دا چه هغه څه چه يو داعي ورته دعوت او بلنه ورکوي، ړومبې يي پر خپل ځان عملي کړي، ترڅو د نورو خلکو لپاره د امام او پيشوا په څير وي چه خلک يي پيروي کوي او دې د خير په دغه کار کښی د نورو لپاره پيشوا وي.
په دي ترڅ کښی بايد ووايو چه ډير تأثیر چه کوي هغه دا چه يو معلم او ښوونکې خپل علم او زده کړي شرعي احکام پر خپل ځان عملي او پلي کړي، نو دا کار د هغه په شاګردانو او زده کوونکو کښی خورا ډیر تأثیر کوي؛ ځکه خو رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم تر ټولو خلکو ښائسته عمل لرلو، او تر ټولو دعاتو او حق ته د بلونکو څخه بهتر او غوره وو، او همدارنګه له ټولو بلونکو څخه په علم کښی زيات او ښائسته علم لرونکې وو.
*ددعوت او حق ته د بلنی بله وسيله خطبی، علم درسونه، او وعظونه کول، د علمي مقالو، علمي رسالو او د ګټورو کتابونو لیکل، د وخت نوی ټکنالوژۍ څخه ددعوت الی الله په لار کښی استفاده کول او ورڅخه ګټه اخستل، لکه راديوګانی، تلویزونونه، نړیوالی شبکی )انټرنټ( او داسی نور.
که کوم داعي ته د کومی وسيلی د کارول په لاس ورغلل نو پر هغی دي پوره اهتمام وکړي، ځکه کیداي شي همدا وسیله دده لپاره د الله I رضامندۍ او جنت ته د تللو سبب شي، او الله Y ته غوره او بهتر عمل هغه دې چه دوامداره وي اګر که هغه لږ هم وي.

په اسلامي شریعت کښی حق ته ددعوت او بلنی ورکولو حکم:
حق او د الله Y دين ته دعوت او بلنه ورکول کفائي فرض دي، یعنی که کومه کافي ډله دغه کار وکړي له نورو څخه يي فرضيت پورته کيږي؛ ځکه الله Y فرمايي:
ﭽ ﮖ ﮗ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﭼآل عمران: ١٠٤.
ترجمه: خامخا وي دي په تاسو کښی ) اي مسلمانانو!( يوه داسی ډله چه دعوت او بلنه ورکوي خير او دين ته..
همدارنګه په بل ځاي کښی الله Y فرمايي: ﭽ ﯧ ﯨ ﯩ ﯪ ﯫﯬ ﯭ ﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﯵ ﯶ ﯷ ﯸ ﯹ ﯺ ﯻ ﯼ ﯽ ﯾ ﭼالتوبة: ١٢٢.
ترجمه: مناسب نه ده مؤمنانو ته چه هغوي دي ټول د څیلمی لاړ شي جهاد ته، نو ولی يوه ډلګۍ له هری مجموعی او قبیلی څخه نه ځي ترڅو علم پوهه او فقاهت حاصل کړي په دين کښی، ترڅو ویروي خپل قوم هغه وخت چه د علم له حصول څخه وروسته بيرته راوګرزي، ددي لپاره چه هغوي ویریږي د الله Y او ددين له مخالفت څخه.
نو د آیت کریمه مقتضی دا ده چه دغه يوه ډله حق ته ددعوت او بلنی فرض اداء کړي نو د نورو مسلمانانو ذمّه پری بري کیږي، خو دا حکم د اصل په اعتبار دې؛ ځکه کله کله د دعوت او حق تبلیغ وظیفه فرض عین کیږي، لکه:
- هغه څوک چه پخپله يو منکر او ناروا کار وويني، پر ده باندی فرض عين ده چه هغه ) که وسع او توان يي وي( په لاس يي منع کړي او د دغه ناروا په زور مخه ونيسي، که د لاس او زور توان يي نه وو په ژبه دي ورته د حق بیان وکړي او ددغه ناروا مخه دي ونیسي، که د ژبی توان يي هم نه وو، نو په زړه خو دغه کار بد وګڼي، او لکه چه په حديث شریف کښی راځي: دا د کمزوري ایمان حالت دې.
- هغه څوک چه له يو علم او علمي مسألی څخه ورڅخه وپوښتل شي، نو )که علم يي ورته وي( پری فرض عین ده چه دغه پوښتنی ته ځواب ووايي، او دلته چپ پاتی کيدل او د حق پټول حرام کار دې؛ ځکه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم فرمايي: )من سئل عن علم فكتمه ألجم يوم القيامة بلجام من نار (.رواه أبو داوود والترمذي من حديث أبي هريرة رضي الله عنه.
ترجمه: که له کوم مسلمان څخه د علم پوښتنه وشي او هغه دا علم پټ کړ، نو د قیامت په ورځ به ورته د اور واګی او قيزی واچول شي.
- که کوم مسلمان څخه د هغه بل مسلمان ورور د نصیحت او یا خیرخواهۍ غوښتنه وکړي نو دي وخت کښی د نصیحت کول فرض عین دي.