تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)21 شرح المسائل الأربع(المسألة الثالثة: الدعوة)


أبو زكريا
_31 _January _2015هـ الموافق 31-01-2015م, 05:00 PM
· شرح المسألة الثالثة: وهي الدعوة إليه
- فضائل الدعوة إلى الله تعالى
- شروط الدعوة
- شروط الدعوة
- أنواع الدعوة
- وسائل الدعوة
- آداب الدعوة
- مقاصد الدعوة
- تفسير قول الله تعالى: ﴿ادع إلى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة..﴾[النحل: 125]الآية.
· شرح المسألة الرابعة وهي الصبر
- معنى الصبر
- منزلة الصبر
- أنواع الصبر
- حُكْم الصبر
- حاجة الداعية إلى الصبر
· تفسير سورة العصر
· شرح قول الشافعي رحمه الله: (هَذِهِ السُّورَةُ لَو مَا أَنْزَلَ اللهُ حُجَّةً عَلَى خَلْقِهِ إلاَّ هِيَ لَكَفَتْهُمْ).
· ترجمة الإمام الشافعي رحمه الله
· شرح قول البخاري رحمه الله: (بَابٌ: العِلْمُ قَبْلَ القَوْلِ والعَمَلِ، والدَّليلُ قَوْلُهُ تَعَالى: ﴿فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ﴾، فَبَدَأَ بِالعِلْمِ قَبْلَ القَولِ وَالعَمَلِ).
· ترجمة الإمام البخاري رحمه الله
· شرح قوله: (العلم قبل القول والعمل)
======================================================================
شرح المسألة الثالثة: وهي الدعوة إليه
· مرجع الضمير في قوله: (الدعوة إليه) إلى العلم الذي عمل به.
فضائل الدعوة إلى الله تعالى
· هي عمل الرسل والأنبياء الذي شرّفهم الله به، والداعي إلى الله تعالى بعلم وارث للأنبياء متبع سبيلهم قال الله تعالى: ﴿قل هذه سبيلي أدعوا إلى الله على بصيرة أنا ومن اتبعني﴾[يوسف: 18]، وقال تعالى: ﴿وادع إلى ربك﴾[الحج: 67]، وقال تعالى: ﴿ادع إلى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة وجادلهم بالتي هي أحسن﴾[النحل: 125]، وقال تعالى: ﴿ولتكن منكم أمة يدعون إلى الخير﴾[آل عمران: 14]، وقال: ﴿ومن أحسن قولاً ممن دعا إلى الله وعمل صالحاً وقال إنني من المسلمين﴾[فصلت: 33].
· عن سهل بن سعد الساعدي رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال لعليٍّ يوم خيبر: (( انْفُذْ على رِسْلِكَ، حتى تنزلَ بساحتِهِم، ثُمَّ ادْعُهم إِلى الإِسلامِ، وَأخبِرهم بما يجبُ عليهم مِن حق الله عز وجل فيهم، فواللهِ لأن يهديَ الله بكَ رجلا واحدا خير لكَ من حُمْر النَّعَم)). متفق عليه.
· عن أَبي مسعود الأنصاري رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رسولُ الله صلى الله عليه وسلم: (( مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلَهُ مِثْلُ أجْرِ فَاعِلِهِ ))رواه مسلم.
· عن أَبي هريرة رضي الله عنه أنَّ رَسُول الله صلى الله عليه وسلم قَالَ: (( مَنْ دَعَا إِلَى هُدَىً كَانَ لَهُ مِنَ الأَجْرِ مِثْلُ أجُورِ مَنْ تَبِعَه لاَ يَنْقُصُ ذلِكَ مِنْ أجُورِهمْ شَيئاً، وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلاَلَةٍ كَانَ عَلَيهِ مِنَ الإثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ لاَ يَنْقُصُ ذلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيئاً))رواه مسلم.
· عن ابن مسعودٍ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ رسولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم، يقول: (( نَضَّرَ اللهُ امْرَأً سَمِعَ مِنَّا شَيْئاً، فَبَلَّغَهُ كَمَا سَمِعَهُ، فَرُبَّ مُبَلَّغٍ أوْعَى مِنْ سَامِعٍ )). رواه الترمذي
- قال أبو سليمان الخطابي: (قوله: (( نضر الله))معناه الدعاء له بالنضارة وهي النعمة والبهجة).
· تنبيه: إنما ينتفع بالدعوة إلى الله تعالى من ابتغى بدعوته وجه الله، وأما المرائي والذي لا يريد إلا الحياة الدنيا فسعيه باطل ﴿من كان يريد الحياة الدنيا وزينتها نوفّ إليهم أعمالهم فيها وهم فيها لا يبخسون (15) أولئك الذين ليس لهم في الآخرة إلا النار وحبط ما صنعوا فيها وباطل ما كانوا يعملون﴾ [هود: 15، 16]

أبو زكريا
_31 _January _2015هـ الموافق 31-01-2015م, 05:06 PM
ددریمی مسألی بیان: شرعي علم ته بلنه ورکول

ددي درس عناصر:
د الله Y دین ته ددعوت او بلنی ورکولو فضیلت
د الله Y دین ته ددعوت او بلنی ورکولو شرطونه
د الله Y دین ته ددعوت او بلنی ورکولو اقسام او ډولونه
د الله Y دین ته ددعوت او بلنی ورکولو وسائل او اوزار
د الله Y دین ته ددعوت او بلنی ورکولو آداب
د الله Y دین ته ددعوت او بلنی ورکولو مقصدونه او هدفونه
د الله Y ددي فرمان تفسیر او وضاحت چه فرمايي:
ﭽ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱﯓ ﭼالنحل: ١٢٥
ترجمه: راوبله خلک د خپل پروردګار لاری او دين ته په حکمت او ښه وعظ او نصیحت، او بحث او مباحثه او مناقشه ورسره په ښه رویه وکړه...
د څلورمی مسألی )صبر( وضاحت او بیان.
د صبر معنی.
د صبر لوي شان
د صبر انواع او ډَولونه
د په دعوت کښی د صبرکولو حکم
د يو اسلامي داعي او بلندوي لپاره په دعوت کښی د صبر ضرورت او اړتیا.
د سورة العصر تفسیر.
ددي سورت په هکله د امام شافعي F د دي وینا وضاحت چه فرمايي: )هَذِهِ السُّورَةُ لَو مَا أَنْزَلَ اللهُ حُجَّةً عَلَى خَلْقِهِ إلاَّ هِيَ لَكَفَتْهُمْ ( یعنی» که الله Y له دي سورت پرته بل کوم حجت اودلیل نه واي نازل کړې نو همدا سورته به د الله U لخوا د حجت او دلیل په ډول کافي او بس وو.
د امام شافعي F لنډه پيژندنه.
د امام بخاري F ددي وینا وضاحت چه فرمايي: )بَابٌ: العِلْمُ قَبْلَ القَوْلِ والعَمَلِ، والدَّليلُ قَوْلُهُ تَعَالى: ﴿فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ﴾، فَبَدَأَ بِالعِلْمِ قَبْلَ القَولِ وَالعَمَلِ (.
دامام بخاري F لنډه پيژندنه.
د هغه ددي وینا چه » العلم قبل القول والعمل« وضاحت.

ددریمی مسألی بیان: شرعي علم او عقيدی ته دعوت او بلنه ورکول

په » الدعوة الیه« کښی ضمیر هغه علم ته راجع دې چه عمل پری کولې شي، یا داعي ورباندی عمل کړې وي.

د الله Y دین ته ددعوت او بلنی ورکولو فضائل
د الله تعالی دین ته د دعوت او بلنی ورکولو فضایل زیات دي خو لوي فضيلت يي دا دې چه دا د ټولو رسولانو او انبیاؤ علیهم السلام وظیفه او دنده ده، په کومه وظيفه چه الله I دوي ته شرافت او عزت ورکړې وو، نو د الله U دين ته د پيغمبرانو علیهم السلام د علم پوهی سره بلونکې هم د انبیاو علیهم السلام متبع او پیروان دې، لکه چه الله I فرمايي: ﭽﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋﮌ ﭼيوسف: ١٠٨.
ترجمه: ورته ووايه اي پيغمبره! همدا زما لار )تګلاره( ده: چه دعوت او بلنه ورکوم الله Y او د هغه دین ته، پر بصیرت او علم او حجت او دلیل باندی، زه او زما د پیروانو همدغه تګلاره ده.
همدارنګه فرمايي: ﭽ ﮆ ﮇ ﮈﭼ الحج: ٦٧، ﭽ ﮁ ﮂ ﮃﮄ ﭼالقصص: ٨٧.
ترجمه: او بلنه او دعوت ورکړه د خپل رب او پروردګار او د هغه دین ته.
همداشان په بل ځاي کښی فرمايي: ﭽﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱﯓ ﭼالنحل: ١٢٥.
ترجمه: دعوت او بلنه ورکړه د الله Y لاری او دین ته په حکمت)موافق د سنتو، او د طریقی د سلفو صالحینو( او ښه وعظ او نصیحت، او بحث، مناقشه ورسره وکړه په هغه طریقه او اسلوب چه ډير ښه وي.
همداراز په ځاي کښی فرمايي:ﭽ ﮖ ﮗ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﭼآل عمران: ١٠٤ .
ترجمه: او خامخا وي دي له تاسو څخه یوه داسی ډله چه خلک د خير او د قرآنکریم او نبوي سنتو ته رابلي.
همدارنګه فرمايي:ﭽﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﭼفصلت: ٣٣ .
ترجمه: او څوک ډير ښائسته وینا کوونکې دې له هه چا څخه چه د الله تعالی او دهغه دین ته نور خلک دعوت کوي او رابلي يي، او پخپله هم نیک صالح) د توحيد او سنت سره موافق( عمل کوي، او دا اقرار هم کوي چه زه د مسلمانانو له ډلی څخه یم.
او سهل بن سعد الساعدي t په روايت کښی راغلي دي چه بیشکه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم علي بن ابی طالب t ته د خیبر د غزا په ورځ وفرمايل: )انْفُذْ على رِسْلِكَ، حتى تنزلَ بساحتِهِم، ثُمَّ ادْعُهم إِلى الإِسلامِ، وَأخبِرهم بما يجبُ عليهم مِن حق الله عز وجل فيهم، فواللهِ لأن يهديَ الله بكَ رجلا واحدا خير لكَ من حُمْر النَّعَم( متفق علیه.
ترجمه:لاړ شه په پوره اطمینان او احتیاط او آرام سره، تر دي چه د هغوي منطقی ته ننوځی، بیا نو هغوي اسلام ته راوبله، او له هغه څه څخه يي خبر کړه چه پر دوي د الله Y کوم کوم حقوق فرض دي، ځما دي پر الله تعالی سوګند وي چه خامخا که الله تعالی ستا په دعوت او بلنه یو سړي ته هم هدایت او ښوونه وکړي ستا لپاره ددنیا له بهترو مالونو څخه غوره او بهتر دي.
وعَنْ أَبي مسعود الأنصاري رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رسولُ الله صلى الله عليه وسلم: (مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلَهُ مِثْلُ أجْرِ فَاعِلِهِ) رواه مسلم.
همداشان د أبو مسعود انصاري t په روايت کښی رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم فرمايي: چا يو چا ته د خیر لار وښووله نو ښوونکي ته هم هومره اجر او ثواب دې څومره چه ددغه خير کار د کوونکي وي. رواه مسلم.
وعن أَبي هريرة رضي الله عنه أنَّ رَسُول الله صلى الله عليه وسلم قَالَ: (مَنْ دَعَا إِلَى هُدَىً كَانَ لَهُ مِنَ الأَجْرِ مِثْلُ أجُورِ مَنْ تَبِعَه لاَ يَنْقُصُ ذلِكَ مِنْ أجُورِهمْ شَيئاً، وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلاَلَةٍ كَانَ عَلَيهِ مِنَ الإثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ لاَ يَنْقُصُ ذلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيئاً) رواه مسلم.
او په بل روايت کښی د ابوهریره t څخه روایت دې چه بیشکه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم فرمايلي دي: چا چه د هدایت او خير لاری ته دعوت او بلنه وکړه، نو بلونکي او دعوت کوونکي ته به هومره اجر او ثواب وي څومره اجرونه چه په دغه هدایت کښی دده د پیروانو وي، )په یاد باید ولرو چه( دده دا اجر د دده دپيروانو له اجرونو څخه هيڅ شې نشی کمولاي، یعنی دده اجر د هغوي له اجرونو څخه نه اخستل کيږي بلکه څومره چه هغوي پر دغه هدایت عمل کوي بل چا ته يي ښوونه کوي، هومره ورسره دده هم اجر اوثواب کیږي، همداشان يو څوک چه ناروا او ګمراهۍ او بی لارۍ او ددین او د هغی له احکامو څخه سرغړونی ته دعوت او بلنه کوي او هغی ته يي هڅوي، نو په دي ګمراهۍ ته بلونکي به هم هومره ګناه وي څومره چه دده دعوت او هڅونی له کبله دده د پيروانو ګناهونه کيږي، او دده ګناهونه هم د خپلو پیروانو له ګناهونو څخه هيڅ شې نشي کمولاي.
عن ابن مسعودٍ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ رسولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم، يقول: (نَضَّرَ اللهُ امْرَأً سَمِعَ مِنَّا شَيْئاً، فَبَلَّغَهُ كَمَا سَمِعَهُ، فَرُبَّ مُبَلَّغٍ أوْعَى مِنْ سَامِعٍ) رواه الترمذي
- قال أبو سليمان الخطابي: «قوله: (نَضَّر الله) معناه الدعاء له بالنضارة وهي النعمة والبهجة».
او د عبد الله بن مسعود t څخه روايت دې هغه وايي چه ما له رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه اوریدلي دي چه هغه فرمايل: الله Y دي تروتازه کړي هغه څوک چه ځمونږ نه يو څه )حدیث شریف( واوري، او هغه کټ مټ همغه شان پوره پرته له کوم کمي او زیاتي نورو ته ورسوي چه څرنګه يي اوریدلې وي؛ ځکه )کله کله یا( ډير ځله هغه وروستنې اوریدونکې له لومړي څخه د دغه حديث شریف په مقاصدو او معانيو باندي ښه پوهيږي.
امام ابو سلیمان خطابي F د »نَضّر الله« معنی داسی کړی ده چه: دا د حدیثو شریفو بیانوونکي او رسوونکي ته په نعمت او خوشحالۍ او تروتازه ګۍ سره يو ډول دُعا ده .
يادونه: د الله Y دین ته په دعوت کولو کښی دغه ثوابونو لاس ته راوړلو لپاره په دعوت کښی د الله تعالی رضا لټول او د قیامت په ورځ د هغه د مخ ليدل او اخلاص او توحيد شرط دې؛ ځکه ریاکار او هغه څوک چه دغه کار ددنیوي ګټو لاس ته راوړلو لپاره کوي نو د هغه دا ټول کوښښونه باطل او برباد دي لکه چه الله I فرمايي:ﭽﭷ ﭸ ﭹ ﭺ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﭼهود: ١٥ - ١٦
ترجمه: هغه څوک چه ددنیا ژوند او زندګي، او د هغی ښائست غواړي، نو مونږ به ورته ددوي د خيریه اعمالو په بدل کښی دغه دنیا او دنیوي مزی چرچی ورکړو، او دوي ته به په دي کښی هيڅ ډول زیان او تاوان ونه رسول شي، همدغسی خلکو لپاره په آخرت کښی له اور پرته نور هیڅ نشته، او برباد او تباه به شي ټول هغه څه چه دوي په دنیا کښی کړي وو، او باطل او بی فائدی به شي هغه عملونه چه دوي په دنیا کښی کړي وو.