المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)20 شرح المسائل الأربع (الدرس الثالث)


أبو زكريا
_27 _January _2015هـ الموافق 27-01-2015م, 11:12 AM
الدرس الثالث: شرح المسائل الأربع (2/2)
قال رحمه الله:
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
اعْلَمْ رَحِمَكَ اللهُ أنَّهُ يَجِبُ عَلَيْنَا تَعَلُّمُ أرْبَعِ مَسَائِلَ:
الأُولى: العِلْمُ: وَهُوَ مَعْرِفَةُ اللهِ وَمَعْرِفَةُ نَبِيِّهِ وَمَعْرِفَةُ دِينِ الإِسْلاَمِ بالأَدِلَّةِ.
الثَّانِيَةُ: العَمَلُ بِهِ.
الثَّالِثَةُ: الدَّعْوَةُ إلَيْهِ.
الرَّابعةُ: الصَّبْرُ عَلَى الأَذَى فِيهِ.
والدَّلِيلُ قَولُه تَعَالَى: ﴿وَالْعَصْرِ (1) إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2) إِلَّا الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (3) ﴾ [العصر:1-3]
قَالَ الشَّافِعِيُّ رَحِمَهُ الله تَعَالى: (هَذِهِ السُّورَةُ لَو مَا أَنْزَلَ اللهُ حُجَّةً عَلَى خَلْقِهِ إلاَّ هِيَ لَكَفَتْهُمْ).
وَقَالَ البُخَارِيُّ رَحِمَهُ اللهُ تَعَالى: (بَابٌ: العِلْمُ قَبْلَ القَوْلِ والعَمَلِ، والدَّليلُ قَوْلُهُ تَعَالى: ﴿فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ﴾ [محمد:19]، فَبَدَأَ بِالعِلْمِ قَبْلَ القَولِ وَالعَمَلِ).

أبو زكريا
_27 _January _2015هـ الموافق 27-01-2015م, 11:24 AM
دريم درس: د څلورګونو مسألو بيان)۲/۲(
شیخ رحمه الله د »بسم الله الرحمن الرحيم« څخه وروسته فرمایي:
پوه شه! - د الله تعالی له رحم څخه برخمن شی- چه پر مونږ د څلورو مسألو زده کول فرض دي:
لومړۍ مسأله: علم:
او هغه دا چه بنده خپل رب او پروردګار »الله« سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى وپيژني، د هغه راستول شوې پيغمبر محمد صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم وپيژني، د اسلام دي په دلائلو باندي وپيژني.
دوهمه مسأله:
پر دغه علم باندي عمل کول.
دريمه مسأله:
له علم او ورباندي له عمل کولو وروسته دغه علم او عمل ته نور خلک رابلل.
څلورمه مسأله:
ددي علم او عمل په هغی ته په دعوت کولو کښی چه بنده ته کوم تکليف او ربړونه رسيږي په هغه باندي صبر کول او له زغم څخه کار اخستل.
ددي ټولو دليل د الله تعالی رالیږل شوې سورت »العصر« دې چه فرمايي:
ﭽﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗﭘﭙﭚﭛﭜﭝﭞﭟﭠﭡﭼالعصر: ١ – ٣.
ترجمه: قسم او سوګند پر زمانه، يا پر وخت د مازيګر، چه بيشکه انسان په زیان او تاوان کښی دې، مګر خو په تاوان او زيان کښی نه دي هغه کسان چه پر ټولو ايمانياتو يی ايمان راوړې وي، او ورسره نيک عملونه يی کړي وي، او يو تربله سره پر حق وصيت کوي او په دغه لار کښی پر وررسيدلو ربړونو او تکليفونو باندي د يو تربله سره د صبر وصيت کوي.
امام محمد بن ادریس الشافعي رحمه الله ددي سورت په هکله فرمايي: »که الله جلّ جلاله ددي سورت پرته پر خپل مخلوق بل دليل نه واي راليږلې، نو همدا سورت به ورته کافي او بس وو«.
او امام محمد بن اسماعیل البخاري رحمه الله فرمايي: باب دې په بيان ددي خبری کښی چه علم او شرعي زده کړه د وينا تبلیغ او عمل کولو څخه مخکښی دې؛ دليل يی د الله جلّ جلاله دا وينا ده چه فرمايي: ﭽﰊﰋﰌﰍﰎﰏﰐﰑﭼمحمد: ١٩.
ترجمه: اي پيغمبره! پر دي پوهه شه او دا خبره زده کړه چه شان دا دې نشته لایق د عبادت او بندګۍ مګر خو همدا یو الله جلّ جلاله دې او بخښنه وغواړه خپلو لغزشونو لپاره.
نو الله جلّ جلاله دلته د وينا او عمل څخه مخکښی پر علم پيل وکړ، همدا ددي خبری څرګند دليل دې چه شرعي علم زده کول تر عمل او هغی ته له دعوت او بلنی ورکولو څخه مخکی فرض دي، او ورسره د شرعي علم د زده کولو اهميت او اړينتوب لا ښه څرګنديږي.