تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)18شرح المسائل الأربع(المسألة الثانية: العمل بالعلم)


أبو زكريا
_13 _January _2015هـ الموافق 13-01-2015م, 12:44 PM
شرح المسألة الثانية: وهي العمل به
عظم شأن العمل بالعلم
· العمل بالعلم شأنه عظيم فثواب العاملين بالعلم ثواب عظيم كريم كما قال الله تعالى: ﴿فَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ﴾[الزمر: 74].
· وعقوبة تاركي العمل عظيمة شنيعة والقوارع عليهم في الكتاب والسنة شديدة كما قال الله تعالى: ﴿أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ﴾[البقرة: 44]، وقال تعالى: ﴿وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانْسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ (175) وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِنْ تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَثْ ذَلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ (176) ﴾[الأعراف: 175، 176].
· عن أسامةُ بن زيد رضي الله عنهما قال: سمعتُ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم يقول:((يُؤتَى بالرجل يوم القيامة فيُلْقى في النار، فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُ بَطْنِهِ، فَيَدُورُ بها كما يدُور الحمار في الرَّحَى، فيجتمع إِليه أَهلُ النار، فيقولون: يا فُلانُ مالك؟ أَلم تكن تأمر بالمعروف وتنهى عن المنكر؟ فيقول: بلى، كنتُ آمر بالمعروف ولا آتيه، وأَنْهَى عن المنكر وآتيه)). متفق عليه.
· عن أبي برزة الأسلمي رضي الله عنه أنَّ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم قال: (( لا تزولُ قدَمَا عبد يومَ القيامة حتى يُسألَ عن أربعٍ: عن عُمُره فيما أفناه؟ وعن عِلْمِهِ ما عمِل به؟ وعن ماله من أين اكتسبه وفيم أنفقه؟ وعن جسمه فيما أبلاه؟))رواه الترمذي وقال: حديث حسن صحيح.
· وعن أبي برزة أيضاً قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((مثل الذي يعلم الناس الخير وينسى نفسه مثل الفتيلة تضيء على الناس وتحرق نفسها ))رواه البزار وصححه الألباني.
حكم العمل بالعلم
· الأصل في العمل بالعلم أنه واجب، وأن من لا يعمل بعلمه مذموم بكل حال، وعند التفصيل نجد أن العمل بالعلم على درجات:
...· الدرجة الأولى: ما يلزم منه البقاء على دين الإسلام وهو التوحيد واجتناب نواقض الإسلام، والمخالف في هذه الدرجة كافر غير مسلم.
...· والدرجة الثانية: ما يتأكّد وجوب العمل به كالفرائض واجتناب الكبائر، والمخالفة في هذه الدرجة فاسق من عصاة الموحّدين.
...· الدرجة الثالثة: ما يستحبّ العمل به وهو نوافل العبادات واجتناب المكروهات.
· من عَلِمَ وجوبَ فريضة من الفرائض وَجَب عليه أداؤها، ومَن علم تحريم شيء من المحرمات وجب عليه اجتنابه.
· من العمل بالعلم ما هو فرض كفاية إذا قام به من يكفي سقط الإثم عن الباقين.
· يجب على طالب العلم أن يكون حريصاً على أداء الواجبات واجتناب المحرمات هذا في المقام الأول، ثم يؤدي من السنن والمستحبات ما يتيسر له ويفتح الله له به عليه.
ذمُّ من لا يعمل بعلمه
· قال الله تعالى: ﴿أتأمرون الناس بالبر وتنسون أنفسكم وأنتم تتلون الكتاب أفلا تعقلون﴾[البقرة: 44].
· وقال: ﴿مثل الذين حملوا التوراة ثم لم يحملوها كمثل الحمار يحمل أسفاراً...﴾[الجمعة: 5]الآية.
· وقال: ﴿واتل عليهم نبأ الذي آتيناه آياتنا فانسلخ منها فأتبعه الشيطان فكان من الغاوين (175) ولو شئنا لرفعناه بها ولكنه أخلد إلى الأرض واتبع هواه فمثله كمثل الكلب إن تحمل عليه يلهث أو تتركه يلهث...﴾[الأعراف: 175، 176] الآية.
· في حديث أبي هريرة في أول من تسعر بهم النار أنه يقال لقارئ القرآن: ماذا عملت فيما علمت.
· لأهمية هذا الأمر أفرده بعض العلماء بالتأليف، فكتب الحافظ ابن عساكر (ت:571هـ) رسالة (ذم من لا يعمل بعلمه) وألف الخطيب البغدادي (ت:463هـ) كتاب (اقتضاء العلم العمل)
· أفرد له ابن عبد البر فصلاً في جامع بيان العلم وفضله، وقبله الآجري في أخلاق العلماء، وكذلك ابن رجب في فضل علم السلف على علم الخلف، وابن القيم في مفتاح دار السعادة.
· قال أبو إسحاق الألبيري:
وإن أوتيت فيه طويل باع...وقال الناس إنك قد سبقت
فلا تأمن ســــؤال الله عنه...بتوبيـخ علمت فهل عملت
بيان أن ذم من لا يعمل بعلمه لا يختص بالعلماء
· من الخطأ أن يظن أن أحاديث الوعيد في ترك العمل بالعلم خاصة بالعلماء وطلاب العلم.
· كل من علم حكماً شرعياً وجب عليه العمل بمقتضاه، واستحق الذم على ترك العمل به إذا تركه.

أبو زكريا
_13 _January _2015هـ الموافق 13-01-2015م, 01:23 PM
د دوهمی مسألی بيان او وضاحت
پر علم د عمل کولو اهمیت
پر شرعي علم د عمل کولو لوي شان
پر شرعي علم باندي د علم کولو ډير لوي شان دې؛ ځکه هغه عالمان چه پر خپل علم باندي عمل کوي د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى په وړاندي د هغوي لپاره د ډير لوي ثواب او اجر وعدی شوي دي، لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽﯸﯹﯺﯻﭼالزمر: ٧٤.
ترجمه: نو ډير ښه دې بدل او اجر د نيک عمل کوونکو پر خپل علم باندي.
همداراز ددي په مقابل کښی د هغه خلکو عذاب او سزا ډيره بده ده چه پر خپل علم باندي عمل نه کوي، او ددوي لپاره په قرآنکریم او نبوي احاديثو کښی ډير سخت سخت وعيدونه او ويرونه راغلی ده، لکه چه الله جلّ جلاله فرمايي: ﭽﮤﮥﮦﮧﮨﮩﮪﮫﮬﮭﮮﮯﭼالبقرة: ٤٤
ترجمه: آیا تاسو امر او حکم کوﺉ نورو خلکو ته په نیک عمل کولو باندی، او خپل ځانونه مو هير کړی دي، حال دا چه تاسو د الله جلّ جلاله کتاب لولۍ، آیا نو تاسو عقل نه لرۍ؟
همدارنګه فرمايي:ﭽﮛﮜﮝﮞﮟﮠﮡﮢﮣﮤﮥﮦﮧﮨﮩﮪﮫﮬﮭﮮﮯﮰﮱﯓﯔﯕﯖﯗﯘﯙﯚﯛﯜﯝﯞﯟﯠﯡﯢﯣﯤﯥﯦﯧﯨﯩﯪﯫﭼالأعراف: ١٧٥ – ١٧٦.
ترجمه: ولوله _ اي پيغمبره!ــ پر دوي باندي قصه او واقعه د هغه عالم – بلعام بن باعوراءــ چه هغه ته مونږ د خپل کتاب آيتونه ورزده کړي وو، نو هغه ورڅخه بهر ووتلو، نو شيطان ورپسی شو، نو هغه د سرکښانو له جملی څخه شو، که زمونږ خوښه واي نو مونږ به هغه ددغه آیاتونو د علم په سبب اوچت کړې وو او هغه به مو لوړو مرتبو ته رسولې وو، خو هغه پخپله د ځمکی خوا ته ورټيټ شو، او د خپل نفسي خواهش پيروان شو، نو دده مثال د سپي په شان دې: که حمله پری وکړی او چخی يی کړی نو هغه ژبه راوباسي او تيګا وهي، او که يی پريږدی نو هم ژبه راوباسي او تيګا وهي، همدا د هغه خلکو مثال دې چه زمونږ دروغ ګــڼـي، نو ته بيان کړه دغه ډول د عبرت او پند قصی، ددي لپاره چه دوي پکښی فکر او سوچ وکړي.
او اسامه رضي الله عنه فرمايي چه ما له رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم څخه اوريدلي دي چه هغه ویل: )يُؤتَى بالرجل يوم القيامة فيُلْقى في النار، فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُ بَطْنِهِ، فَيَدُورُ بها كما يدُور الحمار في الرَّحَى، فيجتمع إِليه أَهلُ النار، فيقولون: يا فُلانُ مالك؟ أَلم تكن تأمر بالمعروف وتنهى عن المنكر؟ فيقول: بلى، كنتُ آمر بالمعروف ولا آتيه، وأَنْهَى عن المنكر وآتيه( متفق عليه.
ترجمه: یو سړې به د قیامت په ورځ راوستل شي او په اور کښی به وغورزول شي، نو دده له ګيډی به دده لړمون )کولمی او نور محتویات( راووځي، نو دې به له هغی څخه ګرد چاپير ګرزي، لکه يو خر چه په ژرنده )يا ارټ( کښی ګرد چاپير ګرزي، نو د اور اوسيدونکي به ورته راټول شي او ورته به ووايي: فلانيه! ته ولی داسی په بد حالت يی؟ تا خو به خلکو ته په نیکۍ باندی امر کولو او له بدو به دی خلک منع کول، هغه به ورته ووايي: هو! همداسی ده چه خلکو ته به می په نیکۍ امر کولو خو پخپله هغه نیکي نه کوله، او نور به می له بدۍ منع کول خو ورڅخه نه منع کیدم، بلکه هغه بد کار به می کولو.
او همداشان ابو برزة الأسلمي رضي الله عنه فرمايي: چه بیشکه رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم فرمايي: )لا تزولُ قدَمَا عبد يومَ القيامة حتى يُسألَ عن أربعٍ: عن عُمُره فيما أفناه؟ وعن عِلْمِهِ ما عمِل به؟ وعن ماله من أين اكتسبه وفيم أنفقه؟ وعن جسمه فيما أبلاه؟)رواه الترمذي وقال: حديث حسن صحيح.
ترجمه: د قيامت په ورځ به د يو بنده پښی له خپله ځايه تر هغه پوری و نه خوزيږي چه تر څو څلور پوښتنی ورڅخه وشي:
۱/ له ده څخه به دده د عمر پوښتنه وشي چه په څه کښی يی تير کړې وو؟
۲/ له ده څخه به دده د علم پوښتنه وشي چه څومره عمل يی پری کړې وو؟
۳/ له ده څخه به دده د مال پوښتنه وشي چه له کومه يی لاس ته راوړې وو، او چيری يی مصرف کړې وو.
۴/ له ده څخه به دده د بدن او جسم پوښتنه وشي چه په څه کښی يی زوړ کړې وو، او چيری يی تری کار اخستلې وو.
همدارنګه له همدغه ابو برزة الأسلمي رضي الله عنه څخه بيا روایت دې هغه فرمايي: چه رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم فرمايلي دي: )مثل الذي يعلم الناس الخير وينسى نفسه مثل الفتيلة تضيء على الناس وتحرق نفسها) رواه البزار وصححه الألباني.
ترجمه: د هغه چا مثال چه خلکو ته خير ورښايي او خپل ځان يی ورڅخه هير کړې وي لکه د باتۍ په شان دې چه خلکو ته رڼا کوي او خپل ځان سوزي.
پر شرعي علم د عمل کولو حکم
اصلي خبره دا ده چه پر شرعي علم باندي عمل کول فرض دي، په هر حال په شرعي علم باندي عمل پريښودل او نه کول يی ډير بد کار دې، خو که زيات تفصيل ته ننوځو نو راڅرګنده به شي پر علم باندي عمل کول څو درجی لري:
لومړۍ درجه: دا ده چه کله پر يو علم باندی عمل کولو پوری په اسلام باندي پاتي کيدل تړلي وي، لکه توحيد، او له نواقض الاسلام ځينی ځان لری ساتل، نو ددي درجی مخالف کافر او نا مسلمان بلل کيږي.
دوهمه درجه: دا ده چه پر یو علم باندي د عمل کولو ډير تأکيد راغلې وي، لکه په فرضو عبادتونو باندي تأکيد، او له کبيره ګناهونو څخه ځان ساتل، ددي درجی مخالف کافر نه ګــڼل کيږي، بلکه فاسق او ګنهګار مؤمن ورته ويل کيږي.
دريمه درجه: دا ده چه په يو علم باندي عمل کول مستحب او ښه کار وي، لکه نفلي عبادتونه، او له مکروهاتو څخه ځان ساتل.
*هر څوک چه د يو فرض عبادت په فرضوالي باندي خبر شو، نو پر هغه باندي ددغه عبادت أداء کول هم فرض دي، همداراز هر هغه څوک چه د يو حرام څيز په حراموالي باندي خبر شو، نو پر هغه باندي واجب دي چه ځان ورڅخه وساتي.
*کله کله په يو علم باندي عمل کول فرض کفائي وي، یعنی چه ځينی مسلمانان يی أداء کړي د نورو غاړه هم پری آزاديږي، او له ګناه څخه پری خلاصيږي.
*پر هر طالب العلم باندي فرض دي چه د واجباتو او فرائضو په اداء کولو کښی ښه کوښښ وکړي، او له هر ډول حرامو څخه ځان وساتي، او ددي ترڅنګ د سنتو او مستحباتو په اداء کولو کښی هم د خپل توان او طاقت په اندازه پوره برخه ولري.
پر شرعي علم باندي عمل پريښوول ډير بد کار دې
پر شرعي علم باندي له پوهی او علم څخه وروسته عمل پريښوول ډير بد کار دې، چه په قرآنکريم او نبوي سنتو کښی يی بده یادونه شوی ده، لکه چه الله جلّ جلاله فرمايي: ﭽﮤﮥﮦﮧﮨﮩﮪﮫﮬﮭﮮﮯﭼالبقرة: ٤٤
ترجمه: آیا تاسو امر او حکم کوﺉ نورو خلکو ته په نیک عمل کولو باندی، او خپل ځانونه مو هير کړی دي، حال دا چه تاسو د الله جلّ جلاله کتاب لولۍ، آیا نو تاسو عقل نه لرۍ؟
همدارنګه الله جلّ جلاله فرمايي: ﭽﮊﮋﮌﮍﮎﮏﮐﮑﮒﮓﮔﮕﭼ الآية, الجمعة: ٥.
ترجمه: د هغه خلکو مثال چه هغوي ته تورات ورکړ شوې وو، او بيا هغوي پر دغه تورات عمل ونکړ، ددوي مثال لکه د هغه خره په شان دې، چه پر هغه باندي ډير کتابونه بار وي، خو هغه ورڅخه هيڅ ګــټه نشي اخستلاي...
همدارنګه فرمايي:ﭽﮛﮜﮝﮞﮟﮠﮡﮢﮣﮤﮥﮦﮧﮨﮩﮪﮫﮬﮭﮮﮯﮰﮱﯓﯔﯕﯖﯗﯘﯙﯚﯛﯜﯝﯞﯟﯠﯡﯢﯣﯤﯥﯦﯧﯨﯩﯪﯫﭼالأعراف: ١٧٥ – ١٧٦.
ترجمه: ولوله _ اي پيغمبره!ــ پر دوي باندي قصه او واقعه د هغه عالم – بلعام بن باعوراءــ چه هغه ته مونږ د خپل کتاب آيتونه ورزده کړي وو، نو هغه ورڅخه بهر ووتلو، نو شيطان ورپسی شو، نو هغه د سرکښانو له جملی څخه شو، که زمونږ خوښه واي نو مونږ به هغه ددغه آیاتونو د علم په سبب اوچت کړې وو او هغه به مو لوړو مرتبو ته رسولې وو، خو هغه پخپله د ځمکی خوا ته ورټيټ شو، او د خپل نفسي خواهش پيروان شو، نو دده مثال د سپي په شان دې: که حمله پری وکړی او چخی يی کړی نو هغه ژبه راوباسي او تيګا وهي، او که يی پريږدی نو هم ژبه راوباسي او تيګا وهي، همدا د هغه خلکو مثال دې چه زمونږ دروغ ګــڼـي، نو ته بيان کړه دغه ډول د عبرت او پند قصی، ددي لپاره چه دوي پکښی فکر او سوچ وکړي.
*د ابو هریره رضي الله عنه په هغه مشهور حديث شريف کښی چه د قيامت په ورځ به هغه دری کسان راوستل شي چه تر نورو لومړې به ورباندي اور بلولې شي، په دغه حديث شريف کښی راځي چه: )يقال لقارئ القرآن: ماذا عملت فيما علمت (.
ترجمه: د قرآنکریم لوستونکي ته به وويل شي: تا په هغه علم باندي چه دي زده کړې وو، څومره عمل کړې وو؟
له همدي کبله په دي مسأله کښی ځينی علماؤ مستقل او جلا کتابونه او رسالی ليکلی دي، لکه حافظ ابن عساکر رحمه الله )ت: ۵۷۱هـ( چه په دي موضوع کښی ليکلی ده، او د هغی نوم: »ذمُّ من لا یعمل بعلمه«، همدارنګه خطيب بغدادي)۴۶۳هـ( رحمه الله هم په دغه موضوع کښی خپل مشهور کتاب » اقتضاء العلم العمل« ليکلې دې.
همداراز حافظ ابن عبد البر رحمه الله په خپل مشهور کتاب: »جامع بیان العلم وفضله« کښی پوره فصل په دي موضوع پوری ځانګړې کړې دې، همداشان امام آجرّي رحمه الله هم په خپل کتاب: »أخلاق العلماء« کښی يو فصل په دي موضوع کښی ليکلې دې، حافظ ابن رجب رحمه الله هم په خپل کتاب: »فضل علم السلف علی علم الخلف« کښی ددي موضوع په اهميت باندي غږيدلې دې، او همدغه شان حافظ ابن القيّم رحمه الله په خپل کتاب : »مفتاح دار السعادة« کښی ددي موضوع په اهميت او اړتيا باندي بحث کړې دې.
همدارنګه ابو اسحاق الألبيري وايي:
وإن أوتيت فيه طويل باع* وقال الناس: إنك قد سبقت

فلا تأمن ســؤال الله عنه *بتوبيـخ: علمت فهل عملت

ترجمه: که تا ته په علم او پوهه کښی ډيره برخه درکړ شوي وي، او خلک هم ستا په علم او پوهه باندي اقرار کوي او درته وايي چه ته په علم او پوهه کښی ډير مخ ته تللې يی، نو خبردار! د الله جلّ جلاله له پوښتنی او ګرويګنی څخه مه بي پروا کيږه، چه دي ورټي او درڅه وپوښتي چه : هو، علم خو دي کړې وو، خو عمل دي هم پری کړې وو کنه؟
پر خپل علم باندی د نه کولو بدي يواځی په علماؤ پوری خاصه نه ده
ډير خلک تيرووځي او ګومان کوي چه پر علم باندي د عمل نه کولو په هکله د وعيد احاديث ګنی په علماؤ او متعلمينو پوری خاص دي، نه، بلکه په دغه بدۍ او وعيد کښی هر هغه څوک شامل دې چه پخپل علم باندي عمل نه کوي، که هغه علم ډير وي او که لږ وي، او هر څوک د خپل علم او زده کړی په اندازه ملامت دې.
ځکه هر څوک چه يو شرعي حکم زده کړي، نو پر هغه باندي فرض دي چه د دغه علم پر مقتضی او غوښتنو باندي عمل وکړي، او که نه، نو هغه هم په هغه وعيد کښی شامل دې په علم باندي د عمل نه کونکي په هکله راغلې دې.