المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)17 شرح المسائل الأربع(فضل العلم ووجب الإخلاص فيه)


أبو زكريا
_6 _January _2015هـ الموافق 6-01-2015م, 12:07 PM
فضل العلم
· قال الله تعالى: ﴿يرفع الله الذين آمنوا منكم والذين أوتوا العلم درجات﴾[المجادلة: 11]، وقال: ﴿إنما يخشى الله من عباده العلماء﴾[فاطر: 28]، وقال: ﴿قل هل يستوي الذين يعلمون والذين لا يعلمون﴾[الزمر: 9].
· عن معاوية رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رسول الله صلى الله عليه وسلم:(( مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْراً يُفَقِّهْهُ في الدِّينِ )). متفقٌ عَلَيْهِ.
وجوب الإخلاص في طلب العلم
· في صحيح مسلم وغيره من حديث أبي هريرة رضي الله عنه في ذكر أول من تسعر بهم النار يوم القيامة، وذكر منهم رجلاً جمع القرآن ليقال: قارئ.
· عن أبي هريرة رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رسول الله صلى الله عليه وسلم: (( مَنْ تَعَلَّمَ عِلْماً مِمَّا يُبْتَغَى بِهِ وَجْهُ اللهِ لا يَتَعَلَّمُهُ إِلاَّ لِيُصِيبَ بِهِ عَرَضاً مِنَ الدُّنْيَا لَمْ يَجِدْ عَرْفَ الجَنَّةِ يَوْمَ القِيَامَةِ))يَعْنِي: رِيحَهَا. رواه أَبُو داود بإسناد صحيح
· قال مالك بن دينار: (مَن تعلَّمَ العلمَ لِلعملِ كَسَرَهُ علمُه، وَمَن طَلبهُ لِغيرِ العملِ زادهُ فَخْرًا).
· قَال مطر الوراق: (خيرُ العلمِ مَا نفع، وإنَّما ينفعُ الله بالعلم مَن عَلِمَهُ ثُمَّ عَمِلَ به، ولا ينفَعُ به مَن عَلِمَهُ ثُمَّ تَرَكَهُ).

أبو زكريا
_13 _January _2015هـ الموافق 13-01-2015م, 12:33 PM
د علم او ديني زده کړی فضيلت
الله جلّ جلاله فرمايي: ﭽ ﰈ ﰉ ﰊ ﰋ ﰌ ﰍ ﰎ ﰏ ﰐﰑ ﭼ المجادلة: ١١
ترجمه: لوړوي الله جلّ جلاله هغه کسان چه مؤمنان دي له تاسو څخه، او هغه څوک هم چه علم او پوهه ورته ورکړ شوی ده، )اوچتوي او لوړوي يی( په درجو سره.
همدارنګه الله جلّ جلاله فرمايي: ﭽ ﯞ ﯟ ﯠ ﯡ ﯢ ﯣﯤ ﭼ فاطر: ٢٨.
ترجمه: بیشکه ويريږي له الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى څخه د هغه هغه بندګان چه پر هغه عالمان او پوهان دي.
همداراز په بل ځاي کښی الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽ ﯳ ﯴ ﯵ ﯶ ﯷ ﯸ ﯹ ﯺﯻ ﭼ الزمر: ٩.
ترجمه: ورته ووايه – اي پيغمبره! آیا سره برابر دي هغه څوک چه پوهيږي عالمان دي او هغه څوک چه نه پوهيږي او ناپوهان دي )بلکه هيڅکله سره برابر نه دي(.
د معاويه رضي الله عنه څخه روایت دې هغه فرمايي چه رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم فرمايلي دي: ) مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْراً يُفَقِّهْهُ في الدِّينِ (متفق علیه.
ترجمه: يو چا ته چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى د خير اراده وفرمايي نو په دين کښی ورته فقه او ژوره پوهه ور په برخه کړي.
د اسلامي علم په زده کړه کښی اخلاص فرض دې
په صحيح مسلم شريف او د آحاديثو په نورو کتابونو کښی د ابو هريره رضي الله عنه هغه حديث شريف ثابت دې چه پکښی رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم د هغه کسانو یادونه کړی ده چه د قیامت په ورځ به هغه لومړني کسان وي چه اور به پری بلولې شي، او يو له هغوي څخه هغه کس دې چه قرآنکريم يی ددي لپاره حفظ او یاد کړې وي چه قاريصاحب ورته وويل شي.
همدارنګه ابو هریره رضي الله عنه له رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم څخه روايت کوي چه هغه فرمايلي دي: ) مَنْ تَعَلَّمَ عِلْماً مِمَّا يُبْتَغَى بِهِ وَجْهُ اللهِ لا يَتَعَلَّمُهُ إِلاَّ لِيُصِيبَ بِهِ عَرَضاً مِنَ الدُّنْيَا لَمْ يَجِدْ عَرْفَ الجَنَّةِ يَوْمَ القِيَامَةِ (يَعْنِي: رِيحَهَا. رواه أَبُو داود بإسناد صحيح.
ترجمه: یو چا چه داسی یو علم زده کړ چه د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى رضامندي او د هغه د مخ ديدار پری حاصليږي، او يواځی ددي لپاره يی زده کړ چه دنيايي ګټـی پری لاس ته راوړي، نو داسی بنده به د قیامت په ورځ د جنت بوي هم وه نه مومي.
او مالک بن دينار رحمه الله فرمایي: » مَن تعلَّمَ العلمَ لِلعملِ كَسَرَهُ علمُه، وَمَن طَلبهُ لِغيرِ العملِ زادهُ فَخْرًا «.
ترجمه: هغه څوک چه شرعي علم او پوهه پر هغی باندي د عمل کولو لپاره زده کړي، نو د هغه دغه علم او پوهه زده کول دده تکبر او لويي ماتوي، او عاجزي او خاکساري پکښی راځي، او هغه څوک چه دغه ډول علم او پوهه پر هغه د عمل کولو لپاره نه وي نو په هغه کښی فخر، تکبر او لويي نوره هم ډيره شي.
همداراز مطر الورّاق رحمه الله فرمايي: » خيرُ العلمِ مَا نفع، وإنَّما ينفعُ الله بالعلم مَن عَلِمَهُ ثُمَّ عَمِلَ به، ولا ينفَعُ به مَن عَلِمَهُ ثُمَّ تَرَكَهُ «.
ترجمه: ډير ښه او بهتر علم او پوهه هغه ده چه ګټه او فايده ولري، او الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى پر شرعي علم هغه چا ته ګټـه رسوي چه زده يی کړي او بيا پری عمل وکړي، خو هغه څوک چه يی زده کړي او بيا يی پريږدي الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى هيڅ ګـټه ورته پری نه رسوي.
او همدا مطلب په راتلونکو څو صفحو کښی بيانيږي.