المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)16 شرح المسائل الأربع(المسألة الأولى: العلم)


أبو زكريا
_27 _December _2014هـ الموافق 27-12-2014م, 04:13 PM
شرح المسألة الأولى وهي العلم
· المراد بالعلم هنا العلم الشرعي.
· عرف العلم الشرعي بأنه معرفة الله ومعرفة نبيه صلى الله عليه وسلم ومعرفة دين الإسلام بالأدلة.
· شرح هذا التعريف هو موضوع رسالة ثلاثة الأصول وأدلتها.
· معرفة الله تكون بالإيمان به وعبادته وحده لاشريك له.
o سبيل معرفة الله: التفكر في آيات الله المتلوّة وآياته الكونية.
o روى ابن حبان في صحيحه عن طلحة بن خراش يحدث عن جابر بن عبد الله أن (رجلا قام يركع ركعتي الفجر وقرأ في الركعة الأولى ﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ﴾[الكافرون: 1]حتى انقضت السورة فقال النبي (( هذا عبد عرف ربه ))، وقرأ في الآخرة ﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ﴾[الإخلاص: 1]حتى انقضت السورة فقال النبي صلى الله عليه وسلم:(( هذا عبد آمن بربه عز وجل ))قال طلحة: وأنا أحب أن أقرأ بهاتين السورتين في هاتين الركعتين).
o قال محمد بن نصر المروزي رحمه الله في كتاب تعظيم قدر الصلاة: (من عرف ربه واعترف به أوجبت معرفته حبه وهيبته ورجاءه وخوفه، والدليل على ذلك أنه لو أعطى الدنيا كلها على أن تكفر به أو تكذب عليه ما فعل)ا.هـ.
· ومعرفة النبي صلى الله عليه وسلم تكون بالإيمان به واتباع هديه.
· ومعرفة دين الإسلام تكون بتعلم العلم الشرعي الذي مبناه على آيات الكتاب العزيز وأحاديث النبي صلى الله عليه وسلم فهي الأدلة على دين الإسلام.
· يطلق لفظ الإسلام على ثلاثة معان:
o المعنى الأول: الإسلام الكوني العام، ويراد به خضوع جميع المخلوقات لأمر الله الكوني كما في قوله تعالى: ﴿وله أسلم من في السموات والأرض طوعاً وكرها﴾[آل عمران: 83].
o المعنى الثاني: الإسلام الشرعي العام وهو دين الأنبياء جميعاً ويراد به توحيد الله تعالى وإفراده بالعبادة كما في جاء آيات كثيرة عن عدد من الأنبياء أنهم من المسلمين، وكما في قوله تعالى: ﴿يحكم بها النبيون الذين أسلموا﴾[المائدة: 44].
o المعنى الثالث: الإسلام الشرعي الخاص وهو الشريعة المحكمة التي بعث بها النبي صلى الله عليه وسلم وهي المرادة في قوله تعالى: ﴿ورضيت لكم الإسلام ديناً﴾[المائدة: 3]وقوله: ﴿ومن يبتغ غير الإسلام ديناً فلن يقبل منه﴾[آل عمران: 85]، وهو المراد هنا.
· الدليل هو طريق العلم والمرشد إليه، والأدلة على قسمين: سمعي وعقلي.
o الأدلة السمعية:التي مستندها الثبوت بالتلقي سماعاً أو ما يقوم مقام السماع، وهي أدلة الكتاب والسنة والإجماع.
o الأدلة العقلية: هي التي مستند ثبوتها العقل والنظر.
حكم طلب العلم
· قال الإمام أحمد: (يجب أن يطلب من العلم ما يقوم به دينه) قيل له: مثل أي شيء؟ قال: (الذي لا يسعه جهله صلاته وصيامه ونحو ذلك).
· يجب على العبد أن يتعلم ما يؤدي به الواجب ويكف به عن المحرم ويتم به معاملاته.
· ما زاد على القدر الواجب من العلوم الشرعية فهو فرض كفاية على الأمة.
· قال سفيان بن عيينة: (طلب العلم والجهاد فريضة على جماعتهم ويجزئ فيه بعضهم عن بعض) وتلا هذه الآية ﴿فَلَوْلا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِم﴾[التوبة: 122].
· قال ابن عبد البر: (قد أجمع العلماء على أن من العلم ما هو فرض متعين على كل امرئ في خاصته بنفسه، ومنه ما هو فرض على الكفاية إذا قام به قائم سقط فرضه على أهل ذلك الموضع).

أبو زكريا
_27 _December _2014هـ الموافق 27-12-2014م, 04:21 PM
دلومړۍ مسألی) علم ( بيان

*له علم څخه مراد دلته شرعي او ديني علم دې.
*د علم شرعي تعريف او پيژندل: یعنی د الله I پيژندل، د هغه د پيغمبر صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم پيژندل، د هغه دين په دلائلو پيژندل چه الله تعالی ددي امت لپاره غوره کړې دې، چه هغه د اسلام مقدس دين دې.
*ددي تعریف شرح او توضيح، او همدا شرحه د »ثلاثة الأصول وأدلّتها« رسالی موضوع ده.
*د الله I معرفت او پيژندنه دا ده چه بنده پر الله تعالی ايمان راوړي، او يواځی د همغه عبادت او بندګي وکړي، په داسی حال کښی چه هيڅ شريک او برخوال ورسره نه مني.
*هغه لار چه د الله Y معرفت او پيژندنه پری حاصليږي- دا ده چه بنده د الله تعالی کتاب او هم د هغه په کوني آیاتو او دلائلو کښی سوچ او فکر وکړي.
* روى ابن حبان في صحيحه عن طلحة بن خراش يحدث عن جابر بن عبد الله أن (رجلا قام يركع ركعتي الفجر وقرأ في الركعة الأولى ﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ﴾[الكافرون:1,حتى انقضت السورة فقال النبي: ((هذا عبد عرف ربه))، وقرأ في الآخرة ﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ﴾الإخلاص:1, حتى انقضت السورة فقال النبي صلى الله عليه وسلم:((هذا عبد آمن بربه عز وجل)),قال طلحة: وأنا أحب أن أقرأ بهاتين السورتين في هاتين الركعتين).
ترجمه: د جابر بن عبد الله C څخه روايت دې چه يو سړي د سهار دوه رکعته سنتو باندي ودريد، په لومړني رکعت يي ﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ﴾ سورت ولوست، تر دي چه سورت يي پوره کړ، نو رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم وفرمايل: دي سړي خپل پروردګار پيژندلې دې.
او په دوهم رکعت کښی يي ﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ﴾ سورت ولوست، تر دي چه سورت پوره شو، نو رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم وفرمايل: دي سړي په خپل پروردګار باندي ايمان راوړې دې.
طلحه t فرمايي: نو زه هم خوښوم چه همدا دواړه سورتونه په همدغه دواړو رکعتونو کښی ولولم.
*او محمد بن نصر المروزي F په خپل مشهور کتاب »تعظيم قدر الصلاة« کښی فرمايي: هغه څوک چه خپل رب او پروردګار وپيژني او اعتراف هم پری وکړي، نو ددغه معرفت او پيژندني غوښتنه دا ده چه داسی بنده ورسره مينه او محبت وکړي، ورڅخه وويريږي، او د هغه ويره او ورڅخه اميد او د ښی کړنی تمه وکړي، او دليل يي داسی کیداي شي چه که چيری داسی بنده ته دا ټوله دنيا ورکړل شي ترڅو له دغه پروردګار څخه انکار وکړي او پری کافر شي او يا هم درواغ ورباندي ووايي، نو دغه کار به ونه کړي.ا.هـ.
*او د پيغمبر صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم پيژندل: پر هغه ايمان راوړل، او د هغه د لارښوونی پيروي کول.
*او د اسلام د مقدّس دين پيژندل: د شرعي علم په زده کولو باندي حاصليږي، چه اساس يي قرآنکريم، او د پيغمبر صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم أحاديث شريف وي، او همدا د اسلامي دين دلائل هم دي.
*د »اسلام« لفظ په دری معناګانو باندي استعماليږي:
لومړۍ معنی:
اسلام په عربي ژبه کښی د تسليميدلو او غاړه ايښوولو په معنی راځي، نو له دي کبله لومړۍ معنی يي هم د عام کوني تسليميدل دي، يعنی د الله I کوني حکم او امر ته د ټولو مخلوقاتو تسلميدل او تابع کيدل او غاړه ايښوول، لکه چه الله Y فرمايي: ﭽ ﯭ ﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﭼآل عمران: ٨٣.
ترجمه: او خاص همدغه الله U ته تابع او غاړه ايښوونکي دي ټول هغه څه چه اسمانونو او ځمکه کښی دي، په خوښه يا په زور.
*دوهمه معنی:
عام شرعي اسلام، کوم چه د ټولو پيغمبرانو دين دې، یعنی د الله U توحيد او د عبادت او بندګۍ په ټولو انواعو کښی هغه یواځی او یکتا ګڼل او منل، لکه چه د يو شمير پيغمبرانو څخه الله Y په ډيرو آیاتونو کښی نقل کړي دي، چه هغوي د مسلمانانو له جملی څخه دي، همدارنګه الله Y فرمايي: ﭽﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﭼالمائدة: ٤٤.
ترجمه: فيصلی کوي په تورات باندي د هغه وخت پيغمبرانو، هغه کسانو چه هغوي مسلمانان وو.
*دریمه معنی:
خاص شرعي اسلام، يعنی هغه محکم او تلپاتی شريعت او دين چه الله تعالی پری زمونږ خوږ پيغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم راليږلې دې، او همدا معنی د الله تعالی له دي فرمان څخه مراد ده چه فرمايي: ﭽﮂ ﮃ ﮄ ﮅﮆ ﭼالمائدة: ٣.
ترجمه: او غوره کړې می دې ستاسو لپاره اسلامي شريعت دين.
همدارنګه فرمايي: ﭽ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﭼآل عمران: ٨٥.
ترجمه: او هغه څوک چه لټوي پرته له اسلام څخه بل دين نو هيڅکله به ورڅخه قبول نشي او ورڅخه به و نه منل شي.
نو دلته له اسلام څخه همدا محمدي شريعت او دين دې.
*د دليل معنی:
د علم او پوهی لاره، او دغه علم او پوهی ته د ښوونکي په معنی.
دلائل په دوه ډوله دي: يو سمعي او نقلي دلائل، او بل عقلي دلائل.
لومړې: سمعي او نقلي دلائل:
سمعي يا نقلي دلائل ديته وايي چه سند او ثبوت يي اوريدل او له بل څخه نقل وي، چه عبارت له قرآنکريم، نبوي أحاديث او اجماع څخه دي.
دوهم: عقلي دلائل:
او هغه دا چه سند او ثبوت يي په عقل، سوچ، فکر او تدبر پوری تړلې وي.
د علم او زده کړی شرعي حکم
امام احمد F فرمايي: پر هر بنده باندي دومره علم چه خپله ديني وجيبه پری اداء کولې شي ـ فرض دې، چا ورڅخه پوښتنه وکړه چه: څومره؟ هغه ورته وفرمايل: دومره چه بنده ته پری ناپوهي او ناخبري روا نه وي، لکه لمونځ، روژه او داسی نور.
لنډه دا چه پر هر بنده دومره علم چه په ورځني ژوند کښی پری د خپلو فرضياتو او واجباتو اداء کول وپيژني، او له حرامو او ممنوعاتو څخه پری ځان وساتي، او خپل ورځني معاملات پری سر ته ورسوي ـ دومره علم پر هر مسلمان فرض عين دې، هو، له دي څخه زيات علم او زده کړه پر ټول امت باند فرض کفايي ده، يعنی که ځينی مسلمانان يي زده کړي، نو د نورو غاړه پری خلاصيږي.
امام سفيان بن عيينه F فرمايي: د شرعي علم پوره زده کړه او جهاد کول په هره مجموعه مسلمانانو باندي فرض دي، خو که ددوي ځينی يي دغه کار وکړي، د نورو غاړه پری خلاصيږي، ددليل لپاره يي دا آیت کريمه ولوست، چه الله Y فرمايي: ﭽ ﯭ ﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﯵ ﯶ ﯷ ﯸ ﯹ ﯺ ﯻ ﭼالتوبة: ١٢٢.
ترجمه: ولی داسی نه کيږي چه لاړ شي له هری مجموعی څخه يوه ډله او ټولې؛ ددي لپاره چه زده وکړي په خپل دين کښی، او بياه وويروي خپل پاتی قوم، کله چه بيرته ورته وروګرزي.
همدارنګه امام ابن عبد البرّ F فرمايي: د علماؤ په دی خبره اجماع ده چه د شرعي علم زده کړه په دوه ډوله ده:
يو دا چه زده کول يي پر هر مسلمان فرض عين وي، لکه هغه مسائل چه په ده پوری خاص او ځانګړي وي.
او بل دا چه هغه په ټوله مجموعه د مسلمانانو باندي فرض کفائي وي، په دي معنی چه په يو وطن او منطقه کښی له دغه مجموعی څخه يي يو څه افراد زده کړي د نورو غاړه پری خلاصيږي، او فرض يي اداء کيږي.