تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)15 شرح المسائل الأربع


أبو زكريا
_23 _December _2014هـ الموافق 23-12-2014م, 09:20 AM
شرح قول المؤلف: (اعلم رحمك الله)
·البدء بهذه الصيغة (اعلم) فيه تنبيه للقارئ، والدعاء له فيه تلطف.
· استرعاء انتباه الطلاب والسامعين من سمات المعلم والداعية المؤثر.
o الرفق بالطالب والنصح له من سمات العالم الرباني.
o مبنى الدعوة والتعليم على الرحمة والنصح.
· العلم: إدراك المعلوم.
· الفرق بين العلم والمعرفة أن المعرفة مسبوقة بجهل أو غفلة غالباً، وقد تطلق على لازمها.
· قوله: (رحمك الله) دعاء للطالب بالرحمة، ومن رحمة الله بطالب العلم أن يوفق لحسن الفهم، وينتفع بما يقرأ ويسمع، وأن يغفر له الذنوب التي يحرم بسببها التوفيق.
o المغفرة من آثار الرحمة؛ فالرحمة أعم من المغفرة.
شرح قول المؤلف: (يجب علينا تعلم أربع مسائل...)
· قوله: (يجب علينا) فيه تنبيه آخر للقارئ ليعتني بمعرفة ما يجب عليه.
· الوجوب هنا يراد به الوجوب العيني.
· هذه المسائل الأربع هي منهاج حياة المسلم.
· يتفاضل الناس في تحقيق هذه المسائل على درجات كثيرة.
· ينبغي لطالب العلم أن يأخذ بنصيب وافر من هذه المسائل.
· كان الشيخ رحمه الله يعتني بذكر الأعداد في رسائله من باب التعليم والإعانة على الحفظ والضبط فله المسائل الأربع، والمسائل الثلاث، والأصول الثلاثة والأصول الستة وغيرها.
· ذكر الأعداد له فائدة تعليمية وهو منهج نبوي في التعليم، وفي الأحاديث الصحيحة: (( أربع من كن فيه كان منافقاً خالصاً.. ))، (( وثلاث من كنّ فيه وجد بهن حلاوة الإيمان )) وغير ذلك من الأحاديث.
· ذكر العدد يعين على الضبط والحفظ والاستذكار.
· هذه المسائل يجب على المسلم أن يجاهد نفسه عليها.
مراتب الجهاد
· مراتب الجهاد كما ذكرها ابن القيّم رحمه الله في زاد المعاد أربعة: جهادُ النفس، وجهادُ الشيطان، وجهادُ الكفار، وجهادُ المنافقين.
· جهاد النفس أربعُ مراتب أيضاً هي: العلم والعمل به والدعوة إليه والصبر على الأذى فيه، وهي المسائل الأربع التي هي موضوع هذا الدرس.
o قال ابن القيم: (فإذا استكمل هذه المراتب الأربع، صار من الربَّانِيينَ، فإن السلفَ مُجمِعُونَ على أن العَالِمَ لا يَستحِقُّ أن يُسمى ربَّانياً حتى يعرِفَ الحقَّ، ويعملَ به، ويُعَلِّمَه، فمَن علم وَعَمِلَ وعَلَّمَ فذاكَ يُدعى عظيماً في ملكوتِ السموات).
· وجهادُ الشيطان مرتبتان: جهادُه على دفع الشبهات، وجهاده الإرادات الفاسدة والشهواتِ، فالجهادُ الأول يكون بعده اليقين، والثاني يكون بعدَه الصبر.
· وجهادُ الكفار والمنافقين أربع مراتب: بالقلب واللِّسان والمالِ والنفسِ، وجهادُ الكفار أخصُّ باليد، وجهادُ المنافقين أخصُّ باللسان.
· وجهادُ أرباب الظلم والبِدعِ والمنكرات ثلاث مراتبَ: الأولى: باليدِ إذا قَدَرَ، فإن عَجَزَ، انتقل إلى اللِّسان، فإن عَجَزَ، جاهد بقلبه.
· قال ابن القيم: (فهذِهِ ثلاثةَ عشرَ مرتبةً من الجهاد، و"مَنْ مَاتَ وَلَمْ يَغْزُ، وَلَمْ يُحَدِّثْ نَفْسَهُ بِالغَزْوِ، مَاتَ عَلَى شُعْبَةٍ مِنَ النَّفَاقِ")ا.هـ وهو كلام نفيس سديد.
· من تأمّل هذه المراتب تبيّن له منهاجه في الحياة؛ وحرص على إحسان الجهاد بهذه المراتب على هدي الكتاب والسنة،وقد قال الله تعالى: ﴿وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ..﴾[الحج: 78]الآية.
· الأمر بالجهاد في أي نوع من أنواعه لا يجب فيه على المكلف إلا ما يستطيع كما قال الله تعالى: ﴿فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ﴾[التغابن: 16] وهذا يقطع على النفس عذر المشقة واستصعاب القيام بهذه الأمور.
· كل من يقوم بواجبه في ذلك من المؤمنين في أي نوع من أنواع الجهاد فهو من جند الله وحزبه، وهذا هو التجنيد الصحيح بل هو أفضل التجنيد، وهو أن تكون جندياً لله تعالى فتعملَ بمرضاة الله وتنالَ محبته ورضوانه وفضله العظيم.
· شرَّف الله جنده ووعدهم بالنصر والتمكين ونسبهم إليه جل وعلا نسبة تشريف فقال تعالى: ﴿وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ (171) إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ (172) وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ﴾[الصافات: 171-173].
· من أهم صفات الجندية الطاعة والتسليم والعمل بما يكلف به، واستشعار مسؤولية العمل الذي استعمل عليه، وهذه الصفات مقررة في الكتاب والسنة في مواضع كثيرة.
· تأمل الفرق العظيم بين من جنَّد نفسه لله، ومن جنَّد نفسه لهواها وللشيطان وللطواغيت.
· ومن أبى أن يكون جندياً لله تعالى فقد جنَّد نفسه لغيره شاء أم أبى.
· الجندية لله تعالى جندية شريفة كريمة بصيرة منصورة بخلاف الجندية للطواغيت.
· الجندية لله تعالى مرتبطة بهذه المسائل الأربع: العلم والعمل والدعوة والصبر.
· هذه المسائل الأربع ليست أعمالاً يؤديها الإنسان في مدة يسيرة ثم يتركها، بل هي منهاج حياته ما دام في دار الابتلاء؛ فهو مطالب بها إلى أن يتوفاه الله عز وجل أو يرتفع عنه التكليف.
· لا ينبغي أن تكون دراستنا للمتون العلمية دراسة نظرية نستكثر بها من المعلومات فحسب، وإنما التعلم الصحيح أن نجعلها منهجاً علمياً وعملياً نمتثله في حياتنا، وأن تكون حياتنا لله، وهمتنا لإعلاء كلمة الله، ورسالتنا أن نحيا في سبيل الله ونموت في سبيل الله ﴿قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (162) لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِين﴾[الأنعام: 162، 163].

أبو زكريا
_23 _December _2014هـ الموافق 23-12-2014م, 09:32 AM
مؤلف رحمه الله وفرمايل: »اِعْلَمْْ رَحِمَکَ الله«.
دلته د »اعلم« کلمه د أمر صيغه ده، د تنبيه لپاره راوړل شوی ده، او »رَحِمَکَ الله« ویلو کښی لوستونکي ته دعا او په عين وخت کښی له هغه سره لطف او خوشحالول دي.
ځکه د شاګردانو ذهنونه ځان ته متوجه کول او راګرزول د يو مؤثر او پوهه ښوونکي نښه ده.
همداشان د شاګرد سره نرمي کول او د هغه نصيحت او د هغه خيرخواهي لټول هم د يو مخلص عالم او استاذ نښه ده.
بل دا چه د دعوت او ښوونی اساس په رحم مهربانۍ او خيرخواهۍ باندي بنا دې.
د »علم« معنی: زده کول دي، د »علم« او »معرفت« تر منځ توپير او فرق دا دې چه معرفت غالباً هلته استعماليږي چه مخکی ورڅخه جهل او غفلت وي، او کله کله بيا د هغی په لازم باندي يي هم اطلاق کيږي.
د مؤلف رحمه الله دا قول چه »رَحِمَکَ الله« خپل شاګرد ته د رحمت دعا ده، په يو متعلم باندي د الله یو رحمت دا دې چه د ښی پوهی توفيق ورته ورکړ شي، او هغه څه چه لولي او اوري يي ګټه تری واخلي، او ګناهونه ورته وبخښل شي د کومو له کبله چه له توفيق څخه بی برخی کيږي؛ ځکه د ګناهونو بخښنه هم د الله تعالی د رحمت له آثارو څخه دي؛ ځکه رحمت له مغفرت څخه عام دې.
مؤلف رحمه الله فرمايي: (يجب علينا تعلم أربع مسائل...(.
په »يجب علينا« کښی لوستونکي ته بله تنبيه ده ترڅو د هغه مسائلو په زده کولو کښی ښه اهتمام وکړي چه پری فرض دي.
*له وجوب څخه دلته فرض عين مراد دې.
* دا څلور مسألی د مسلمان د ژوند تګلاره ده، او خلک هم ددي مسألو په تحقیق او پلي کولو کښی په ډيرو درجو ويشل شوي دي، نو يو زده کونکې بايد له دي مسألو څخه پوره برخه واخلي.
* د شيخ F طريقه دا وه چه پخپلو رسالو او کتابونو کښی د مسألو د شمار طريقه خپله کړي، ترڅو ښوونه او هم زده کونکي ته يي یادول آسان وي، له دي کبله دده رسالی المسائل الأربع، المسائل الثلاث، الأصول الثلاثه، الأصول الستة او داسی نور دي.
د مسائلو شمار په تعليمي جانب کښی ډيره ګټه لري، او همدا د رسول الله r طریقه هم وه، لکه چه په صحيحو أحاديثو کښی راغلي دي: )أربع من كن فيه كان منافقاً خالصاً( .
همدارنګه دا حديث شريف چه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم فرمايي: )ثلاث من كنّ فيه وجد بهن حلاوة الإيمان (او داسی نور ډير أحاديث.
ترجمه: دری داسی خصلتونه او خويونه دي چه په چا کښی راشي نو د ايمان خوږوالې به پری ومومي...
*نو د شمار یادونه دلته له زده کوونکي سره په ضبط یادولو او ګردان کښی مرسته او کومک کوي.
بل دا چه په هر مسلمان باندي فرض او لازمي دي چه ددي مسألو په هکله د خپل نفس سره جهاد وکړي، او د الله په اطاعت يي روږدي کړي.
*د جهاد درجی او مرتبی:
امام ابن القيّم رحمه الله په خپل مشهور کتاب »زاد المعاد« کښی فرمايي: »جهاد څلور مرتبی او درجی لري:
لومړې: د خپل نفس سره جهاد کول
دوهم: د شيطان سره جهاد کول.
دريم: له کافرو سره جهاد کول.
څلورم: له منافقانو سره جهاد کول.
*له نفس سره جهاد کول هم دا ډول څلور مرتبی او درجی لري:
لومړې: د ديني علم زده کول.
دوهم: پر دغه علم باندي عمل کول.
دريم: دغه علم ته بلنه ورکول، او نو خلک وربلل.
څلورم: ددغه علم، عمل او ورته د دعوت او بلنی په لار کښی ورته په وررسيدونکو تکليفونو او مشکلاتو او ربړونو باندي صبر کول او له زغم څخه کار اخستل.
او همدا هغه څلورګونی مسألی دي چه ددي درس موضوع ده.
*امام ابن القيم F فرمايي: هرکله چه يو بنده دا څلور درجی او مرتبی پوره کړي، نو هغه له ربّانيّنو څخه شي، ځکه تير صالح علماء په دي اجماع لري چه يو عالم تر هغه پوری په ربّاني عالم نه نومول کيږي چه حق وپيژني، عمل پری وکړي، او نورو خلکو ته يي وښايي، نو هغه څوک چه علم زده کړي، او عمل پری وکړي او نورو ته يي هم وروښايي، نو همداسی علماو ته په اسمانونو کښی ورته عظيم ويل کيږي او د عظيم په لقب رابلل کيږي.
*او له شيطان سره جهاد دوه مرتبی او درجی لري:
لومړې: د شيطان د شبهو او وسوسو ختمولو جهاد.
دوهم: د ناروا او فاسدو ارادو او خواهشاتو مخه نيولو جهاد.
د لومړي جهاد په پايله کښی مسلمان ته يقين په لاس ورځي، او ددوهم جهاد په پايله کښی ورته صبر په لاس ورځي.
*او له کافرانو او منافقانو سره جهاد هم څلور مرتبی او درجی لري:
لومړې: له هغوي سره په زړه جهاد کول.
دوهم: په ژبه جهاد کول.
دریم: د مال په مصرفولو او خرچ کولو له لاری جهاد.
څلورم: په نفس او لاس جهاد کول.
بيا له کافرو سره جهاد په لاس، او د منافقانو سره جهاد پر ژبه باندي کيږي.
د ظالمانو، بدعتيانو او بدکارانو سره جهاد دری درجی او مرتبی لري:
لومړۍ مرتبه او درجه: که يي توان او طاقت وو نو په لاس ورسره جهاد وکړي، منع يي کړي او لاس يي ونيسي.
دوهمه مرتبه او درجه: که يي دغه توان او طاقت نه وو نو په ژبه دي ورته ووايي، او منع دي کړي.
دريمه مرتبه او درجه: که يي په ژبه هم ورته نه شو ويلاي، نو په زړه کښی دي دغه کار بد وګڼـي او خپل خفګان او ناراضيت دي الله I ته ښکاره کړي.
امام ابن القيّم F فرمايي: »د جهاد دا ټولی مرتبی او درجی ديارلس)۱۳( کيږي، او هغه څوک په داسی حال کښی مړ شي چه نه غزا وکړي، او نه د خپل ځان سره په زړه کښی د غزا او جهاد نيت او اراده ونلري، نو داسی شخص د منافقت په يوه برخه او څانګه کښی مړ شو«. او دا ډيره بهترينه او سمه خبره ده.
*رښتيا هم څوک چه د جهاد په دي مرتبو او درجو کښی فکر او سوچ وکړي، د خپل ژوند صحيح او سمه تګلاره به ورته څرګنده شي، او د قرآنکريم او نبوي آحاديثو په رڼا کښی به د صحيح جهاد په دغه مرتبو او درجو باندی حرص وکړي، الله I فرمايي:ﭽ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦﮧ ﭼالحج: ٧٨.
ترجمه: تاسو د الله I په لار کښی او د هغه ددين د پلي کولو لپاره حق او ريښتينی جهاد وکړۍ.
*په ياد بايد ولرو چه په يو مسلمان باندي د جهاد هيڅ مرتبه او درجه يواځی د هغه د توان او طاقت په اندازه لازميږي، لکه چه الله Y فرمايي: ﭽ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﭼالتغابن: ١٦.
ترجمه: تاسو د الله تعالی څخه هومره وويريږۍ)په اوامرو يي عمل او له نواهيو څخه يي ځان وساتۍ، څومره( چه توان او طاقت مو وي.
او په دي بيان سره هغه بانی او عذرونه له منځه ځي چه يو څوک يي ځانته د خپلی کمزورۍ او ناتوانۍ په نوم لټوي، چه ګنی ددغه کارونو له سر ته رسولو څخه ناتوانه دې او ور ته ګرانه ده.
*هر مؤمن مسلمان چه د خپل توان او طاقت برابر د جهاد له دغو قسمونو او ډولونو څخه هر قسم او ډول کښی خپل فرض او مسؤليت اداء کړي، نو هغه د الله U په لښکر او ډله کښی يو فرد او ورکښی شامل دې، او همدا صحيح او سم لښکريتوب او سپاهيتوب دې، بلکه همدا تر ټولو لښکريانو بهتر او غوره دې، او هغه دا چه ته د الله تعالی او د هغه ددين د پلي کولو په لار کښی عسکر او سپاهي يي، د الله I د خوشحالۍ د لاس ته راوړلو لپاره کار کوي، او د هغه محبت، مينه، رضامندي او لوي فضل او مهرباني درته حاصليږي.
*د خوشحالۍ خبره ده چه الله I د خپل لښکر سره وعده او لوظ او پيمان کړې دې چه هغوي ته به خپله مرسته او کومک او په دنيا کښی د برياليتوب او برلاسيتوب ورپه برخه کوي، بلکه له دي هم غوره خبره دا ده چه د شرافت او بهترۍ لپاره يي د هغوي نسبت خپل ځان ته کړې دې لکه چه الله I فرمايي: ﭽ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﭼالصافات: ١٧١ – ١٧٣.
ترجمه: او خامخا په تحقيق مخکښی او پخوا ليکل شوی ده زمونږ دا فيصله زمونږ د پيغمبرانو او رسولانو په هکله چه: بيشکه خامخا همدوي سره به مرسته وکړل شي، او خامخا زمونږ لښکر همدوي غالبه او برلاسي دي.
*د یو ښه عسکر او سپاهي صفت هم دا دې چه په هغه کښی اطاعت، منل، او په هغه څه باندی عمل کول چه ورته وسپارل شي، دا ټول هغه صفات دي چه د قرآنکریم او نبوي احاديثو کښی څو څو ځايه ثابت دي.
*که لږ څه فکر او سوچ وکړو پوه به شو چه د هغه دوه عسکرو تر منځ څومره لوي فرق دې، چه يوه يي خپل ځان د الله تعالی او د هغه ددي سپاهي ټاکلې دې، او بل يي ځان د خپل نفسي خواهشاتو، شيطان او نورو سرکښانو سپاهي ټاکلې دې.
*لازمه نه دي چه ځان په دغه سپاهيتوب ونوموي او کنه، بلکه هرڅوک چه د الله تعالی او د هغه ددين له پاسدارۍ او سپاهيتوب څخه ډډه وکړي، نو همده ځان د الله I پرته د بل چا سپاهي وټاکه، که دده خوښه وي او کنه.
*خو څرګنده ده چه د الله I سپاهيتوب د عزت، عقل هوښيارتيا، او د الله تعالی لخوا د مرستی او کومک لاس ته راوړلو دنده ده، او له دي پرته نور هر ډول سپاهيتوب د سرکښانو، ناکامۍ او بی عزتۍ نه ډکه دنده ده.
* د الله Y او د هغه ددين سپاهيتوب په همدي څلورو مسألو پوری تړلې دې: علم، عمل، دعوت، او صبر.
* په یاد بايد ولرو چه دا څلور مسألی داسی عادي او آسان کارونه نه دي چه يو انسان يي په لږ وخت کښی اداء کړي، او بيا يي پريږدي، بلکه دا بايد د هغه د ژوند تګلاره وي، او تر هغه به په دغه تګلاره ځي چه د ازميښت او امتحان په دنيا کښی اوسي، تر څو چه یا خو وفات شي او يا په بل کوم ډول ورڅخه دغه تکليف او دغه مسؤوليت پورته شي.
*مونږ ته نه ښايي چه زمونږ د علمي متونو لوست دي يواځی نظري لوست وي چه خپله علمي پنګه پری زياته کړو، بلکه صحيح او سمه زده کړه دا ده چه دغه علم او پوهه د خپل ځان لپاره د علم او عمل تګلاره جوړه کړو، چه په خپل ژوند کښی يي عملي کړو، او زمونږ ژوند د الله تعالی او د هغه ددي د پلي کولو لپاره وي، همت مو د توحيد کلمی د لوړوالي لپاره وي، شعار مو دا وي چه ژوند مو د الله تعالی ددي مطابق او د هغه تر سيوري لاندي وي، او مرګ مو هم ددي دي په چوکاټ او د هغه د پلي کولو لپاره وي، لکه چه الله Y فرمايي: ﭽ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﯞ ﯟﯠ ﯡ ﯢ ﯣ ﯤ ﯥ ﯦ ﭼالأنعام: ١٦٢ – ١٦٣.
ترجمه: ورته ووايه اي پيغمبره! بی شکه زما لمونځ، قرباني بلکه ټول ژوند او مرګ می يواځی د الله تعالی لپاره دې چه د ټولو مخلوقاتو او عالميانو پالونکې او پروردګار دې، حال دا چه هيڅ ډول شريکوال او برخوال نلري )نه په ربوبیت، نه په ألوهيت، او نه هم اسماو صفاتو او افعالو کښی(، او په همدي توحيد باندي ماته امر او حکم شوې دې، او زه دی حکم ته تر ټولو لومړنې تسليميدونکې او تابعدار يم.