تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)14 شرح المسائل الأربع


أبو زكريا
_19 _December _2014هـ الموافق 19-12-2014م, 07:14 AM
بدء المؤلف رسالته بالبسملة
· (لأن) البدء بالبسملة من سنن الأنبياء.
o قال الله تعالى: ﴿قالت يا أيها الملأ إنه ألقي إلي كتاب كريم إنه من سليمان وإنه بسم الله الرحمن الرحيم ألا تعلوا علي وأتوني مسلمين﴾ [النمل: 29].
o قال ابن عاشور: (والمظنون أن سليمان اقتدى في افتتاح كتابه بالبسملة بسنة موروثة من عهد إبراهيم).
· وفيه اتساء بالنبي صلى الله عليه وسلم في مكاتباته ومراسلاته ففي صحيح البخاري من حديث ابن عباس رضي الله عنهما أن النبي صلى الله عليه وسلم كتب إلى هرقل وبدأ بالبسملة.
· حديث: (كل أمر ذي بال لا يبدأ فيه ببسم الله الرحمن الرحيم أقطع) ضعيف جداً، رواه الخطيب البغدادي في كتاب الجامع في أخلاق الراوي والرهاوي في الأربعين من حديث أبي هريرة مرفوعاً.
o ورواه الإمام أحمد وأبو داوود وابن ماجه بلفظ: (كل كلام أو أمر ذي بال لا يفتح بذكر الله عز وجل فهو أبتر) أو قال: (أقطع).
o ومن أهل العلم من حسَّنه كالسيوطي والعجلوني، وذكر السخاوي في المقاصد الحسنة أنه ألف فيه جزءاً، وضعفه الألباني وجماعة من أهل العلم، وقال الدارقطني: الصحيح عن الزهري مرسلاً.
· ذكر بعض الشراح أن المؤلف ابتدأ بالبسملة اقتداء بالكتاب العزيز، وفي هذا الاستدلال نظر، إذ لو بدأ متحدثٌ حديثه بالحروف المقطعة اقتداء بالكتاب العزيز لَعُدَّ مبتدعاً.
بيان معنى البسملة
· البسملة اسم لكلمة (باسم الله) صيغ على طريقة النحت.
· (بسم) الباء للاستعانة والتبرك، و(اسم) مفرد مضاف فيعم جميع الأسماء الحسنى.
o حذفت الألف رسماً تبعاً لحذفها لفظاً للكثرة.
· متعلق الجار والمجرور محذوف ويقدر بفعل يناسب المقام نحو: أَكْتُبُ، أو أعلِّمُ
o يصح أن يقدر المتعلق اسماً كما دل عليه قوله تعالى: ﴿وقال اركبوا فيها باسم الله مجراها ومرساها﴾[هود: 41]، ويصح تقديره فعلاً كما دل عليه قوله تعالى: ﴿اقرأ باسم ربك الذي خلق﴾[العلق: 1].
o الاستعانة بالله وشهود منته وطلب حفظه وتسديده من أسباب تمام العمل ونجاحه؛ فينبغي للمعلم أن يستحضر معاني البسملة وأن تمام الأمر إنما هو بحول الله وقوته ومنته والعبد لا يملك لنفسه نفعاً ولا ضراً إلا ما شاء الله.
· (الله) عَلَمٌ على الباري جل وعلا.
o قال سيبويه: (الله) أعرف المعارف.
o قال بعض علماء اللغة: أصله (الإله)، وهو فِعَالٌ بمعنى مفعول.
o المألوه هو المعبود الذي تألهه الخلائق محبة وتعظيماً وخضوعاً.
o هذا الاسم هو الجامع لجميع صفات الكمال والجلال والجمال، ويدل عليها بالتضمن واللزوم.
o وهو اسم مختص بالله جل وعلا، ولهذا تضاف الأسماء الحسنى إليه ولا يضاف إليها؛ فيقال: الرحمن والرحيم والغفور من أسماء الله، ولا يقال العكس.
o (اللهم) معناها يا الله، زيدت الميم عوضاً عن النداء، ولذلك لا تقال إلا في الدعاء.
· (الرحمن) أي ذو الرحمة الواسعة التي وسعت كل شيء.
· (الرحيم) الذي يرحم من يشاء من خلقه.
o جميع ما في الكون من خير فهو من آثار رحمة الله.
o الهداية للحق من آثار الرحمة الخاصة.
o قال ابن القيم رحمه الله تعالى: ( (الرحمن) دالٌّ على الصفة القائمة به سبحانه، و(الرحيم) دال على تعلقها بالمرحوم؛ فكان الأول للوصف والثاني للفعل، فالأول دال على أن الرحمة صفته، والثاني دال على أنه يرحم خلقه برحمته، وإذا أردت فهم هذا فتأمل قوله تعالى: (وكان بالمؤمنين رحيماً)، (إنه بهم رؤوف رحيم) ولم يجئ قط رحمن بهم، فعلم أن (رحمن هو الموصوف بالرحمة، و(رحيم) هو الراحم برحمته).
· اقتصر المؤلف على البسملة اختصاراً لئلا يطيل على القارئ بالخطبة، ولأن البسملة من أبلغ الذكر والثناء.

أبو زكريا
_19 _December _2014هـ الموافق 19-12-2014م, 07:40 AM
د شيخ رحمه الله دا رساله په »بسم الله« پيل کول
*دا رساله شيخ رحمه الله لکه د نورو علماو په شان په »بسم الله« پيل کړه، ځکه: په »بسم الله« پيل کول د پخوانيو پيغمبرانو عليهم السلام طريقه ده لکه چه الله I فرمايي: ﭽﮝﮞﮟﮠﮡﮢﮣﮤﮥﮦﮧﮨﮩﮪﮫﮬﮭﮮﮯﮰﮱﯓﯔﭼالنمل: ٢٩ – ٣١.
ترجمه: بلقيس وويل: ای د هيواد مشرانو! ما ته خو ډير عزتمند ليک راوغورزول شو، )په ليک کښی داسی دي:( بيشکه دا ليک د سليمان u لخوا دې، )او په »بسم الله« پيل شوې دې(، يعنی دا ليک د الله تعالی په نوم پيل کوم چه ډير زيات مهربان او ډير رحم کونکې دې، )او بل دا پکښی ليکل شوي دي چه:( له ما څخه سرکښی ونه کړۍ، او ما ته مسلمانان او تابعدار راشۍ.
مشهور مفسّر ابن عاشور رحمه الله فرمايي: داسی ګومان کيږي چه سليمان u په بسم الله باندي د خپل ليک په پيلولو کښی له ابراهيم u څخه د ورپاتی طريقی پيروي کړي وي.
*همدارنګه په »بسم الله« پيل کول زمونږ د خوږ پيغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم پيروي هم ده؛ ځکه هغه به هم خپل ليکونه په »بسم الله« پيلول؛ لکه چه په صحيح بخاري شريف کښی د ابن عباس رضي الله عنهما په حديث شريف کښی راغلي دي چه بيشکه پيغمبر r هرقل ته يو ليک وليکه او په »بسم الله« يي پيل کړ.
*په دي باب کښی يو حديث هم مشهور دې چه لفظ يي داسی دې: )كل أمر ذي بال لا يبدأ فيه ببسم الله الرحمن الرحيم أقطع) ضعيف جداً، رواه الخطيب البغدادي في كتاب الجامع في أخلاق الراوي والرهاوي في الأربعين من حديث أبي هريرة مرفوعاً.
ترجمه: هر یو د شان والا کار چه په «بسم الله الرحمن الرحيم» پیل نشي نو هغه کار قطع کیږي او سر ته نه رسيږي.
خو په یاد باید ولرو چه دا حديث ډير سخت ضعيف دې.
o ورواه الإمام أحمد وأبو داوود وابن ماجه بلفظ: (كلّ كلام أو أمر ذي بال لا يفتح بذكر الله عزّ وجلّ، فهو أبتر) أو قال: (أقطع).
ترجمه: هره خبره او د شان والا کار چه د الله تعالی په يادونه پيل نه شی نو هغه قطع او بونډې دې، سرته نه رسيږي.
o ومن أهل العلم من حسَّنه كالسيوطي والعجلوني، وذكر السخاوي في المقاصد الحسنة أنه ألف فيه جزءاً، وضعفه الألباني وجماعة من أهل العلم، وقال الدارقطني: الصحيح عن الزهري مرسلاً.
*ځينو شارحينو دا هم ويلي دي چه مؤلف رحمه الله په »بسم الله« پيل کولو کښی د قرانکريم پيروي کړی ده؛ چه هلته هم په »بسم الله« پيل شوې دې، خو په دي استدلال باندي اعتراض راتلاي شي؛ ځکه که څوک خپلی خبری يا ليک په حروف مقطعاتو پيل کړي له دي کبله چه د قرآنکريم ځينی سورتونه پری پيل شوي دي، نو هغه به له مبتدعينو شمار شي، ځکه دغه کار نه پيغمبر r او نه هم د هغه صحابه کرامو y کړې دې.
د »بسم الله« معنی:
*په علمي کتابونو کښی »بسم الله الرحمن الرحيم« نه تعبير په »البسمله« سره کيږي.
*په »بسم الله...« کښی »با« د استعانت یعنی له الله تعالی څخه د مرستی او کومک غوښتلو لپاره ده، او یا د تبرک لپاره ده.
*»اسم« مفرد مضاف دې نو ټولو اسمای حسنی و ته شامليږي.
*په اصل کښی »باسم« دې، الف ورڅخه په لفظ کښی د ډير استعمال له کبله حذف شوې دې؛ ځکه دغه الف دائماً په لفظ کښی حذفيږي.
*»با« حرف جر، او »اسم« يي مجرور دې، او متعلق د جار او مجرور محذوف دې، په هر ځاي او سياق کښی د هغه ځاي مناسب متعلق ورته راوړل کيږي، لکه: أکتب: يعنی د الله تعالی په مرسته ليکم، یا »أعلّمُ« يعنی د الله په برکت او مرسته ښوونه کوم.
*د جار او مجرور متعلق اسم هم صحيح کيدې شي لکه په دي آيت کريمه کښی چه الله I فرمايي:ﭽ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔﮕ ﭼهود: ٤١.
ځکه دلته د »بسم الله« متعلق »ﮓ ﮔﮕ « دې.
همدارنګه د جار او مجرور متعلق فعل هم صحيح کيدې شي، لکه په دي آيت کريمه کښی چه الله Y فرمايي: ﭽ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﭼالعلق: ١.
ځکه دلته د جار او مجرور متعلق »ﭻ« دې.
*او دلته د الله تعالی په مرسته او کومک غوښتلو او برکت غوښتلو پيل شوې دې؛ ځکه د الله تعالی مرسته او احسان او مهرباني او له هغه څخه د حفاظت او ساتنی او سمی لار ښوونی غوښتل د هر عمل په پوره کولو او کاميابيدو کښی ډير ضروري او اړين دي.
نو هر ښوونکي ته پکار ده چه د »بسم الله« دغه معناګانی په ياد ولري، او هم عقيده ولري چه د هر کار پوره کيدل د الله تعالی په مرسته او د هغه په قدرت او احسان پوری تړلې دې، او بنده د خپل ځان لپاره د الله تعالی له خوښی پرته د هيڅ ډول ګټی او تاوان، او سود او زيان واک او اختيار نلري.
*»الله« لفظ زمونږ د پروردګار I نوم دې؛ مشهور عالم سيبويه وايي: »الله« له ټولو معارفو څخه ډير مشهور او معروف دې.
ځينی علماء وايي: »الله« لفظ له »الاله« څخه اخستل شوې دې، دفِعَالٌ په وزن چه د مفعولٌ یعنی »مألوه« په معنی راځي.
*د مألوه معنی: معبود دې یعنی هغه څوک چه مخلوقات يي په مينه محبت، تعظيم او عاجزۍ سره عبادت او بندګي کوي.
*د الله تعالی دا نوم د کمال جلال او جمال ټولو صفاتو ته شامل او د ټولو صفتونو جامع نوم دې، چه په ځينو يي تضمني دلالت او په ځينو نورو يي التزامي دلالت کوي.
*همدارنګه دا نوم په الله I پوری خاص او ځانګړې دې، يعنی پر بل چا يي اطلاق او نومونه روا نه ده؛ ځکه خو د نورو ټولو اسماء حسنی نسبت ورته کيږي، خو ددي نوم نسبت نورو ته نه کيږي، لکه: ويلاي شو چه الرحمن، الرحيم، الغفور د الله تعالی له نومونو څخه دي، خو ددي عکس بيا نشو کولاي.
*د »اللّهم« معنی: »يا الله« ده، په آخر کښی ميم د نداء او اواز کولو د حرف »يا« په عوض کښی راوړل شوې دې؛ ځکه خو دا لفظ له دعا پرته په بل سياق کښی نه ويل کيږي.
*د »الرحمن« معنی: د ډير پراخه رحمت خاوند، د چا رحمت چه هر څيز ته پراخه او شامل دې.
* د »الرحيم« معنی: هغه څوک چه هر چا ته يي خوښه شي رحم پری کوي.
* هر څه چه په دي کون او عالم کښی دي د الله تعالی د رحمت له آثارو څخه دي.
*همدارنګه سمی لاری ته لار ښوونه او په سمه لاره تلل هم د الله تعالی د خاص او ځانګړی رحمت له آثارو څخه دي.
علامّه ابن القيّم رحمه الله فرمايي: »الرحمن« د الله Y په هغه رحم دلالت کوي چه د هغه U په ذات پوری قائم دې، او »الرحيم« د الله Y په دي خبره دلالت کوي چه دا رحم په مخلوق او مرحوم پوری متعلق دې، نو لومړنې د وصف لپاره شو، او دوهم د فعل لپاره، لومړنې دلالت کوي چه رحمت د الله I صفت دې او دوهم بیا په دي دلالت کوي چه الله I په خپل مخلوق باندي د خپل ذاتي رحمت له کبله رحم کوي، په دی معنی د پوهيدو لپاره د الله تعالی دا وينا ولوله چه فرمايي: ﭽ ﰑ ﰒ ﰓ ﰔ ﭼالأحزاب: ٤٣ ، همدارنګه فرمايي: ﭽ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﯵ ﭼالتوبة: ١١٧.
له همدي کبله کله هم په قرآنکريم کښی نه دي راغلي چه:»رحمن بهم« نو څرګنده شوه چه د »الرحمن« معنی دا ده چه الله Y د رحمت په صفت باندي موصوف دې، او د »الرحيم« معنی دا چه هغه د خپل ډير رحم له کبله په خپل مخلوق باندی رحم کوي.
*په دي رساله کښی مؤلف رحمه الله په »بسم الله« باندی اکتفا او بسنه وکړه؛ ترڅو پر لوستونکي باندي په خطبه او مقدمه کښی اوږدوالې رانشي، او بل له دي کبله چه په »بسم الله« کښی د ذکر او ثناء مبالغه ده، نو همدومره کافي هم ده.