تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)13 شرح المسائل الأربع


أبو زكريا
_19 _December _2014هـ الموافق 19-12-2014م, 06:52 AM
عناصر الدرس
· مقدمات الدرس
· شرح البسملة
· شرح قول المؤلف: (اعلم رحمك الله )
· شرح قول المؤلف: (يجب علينا تعلم أربع مسائل...)
· بيان مراتب الجهاد وصلتها بالمسائل الأربع
· شرح المسألة الأولى وهي العلم
o حكم طلب العلم
o فضل العلم
o وجوب الإخلاص في طلب العلم
· شرح المسألة الثانية: وهي العمل به
o عظم شأن العمل بالعلم
o حكم العمل بالعلم
o ذم من لا يعمل بعلمه
o بيان أن ذم من لا يعمل بعلمه لا يختص بالعلماء
o هدي السلف في العمل بالعلم
============================================================================
مقدمات الدرس
· كان شيخ الإسلام محمد بن عبد الوهاب رحمه الله يعتني بتعليم طلابه الأصول الثلاثة وهي معرفة الله ومعرفة نبيه صلى الله عليه وسلم ومعرفة دين الإسلام بالأدلة، وكان يلقنها للطلبة والعامة حتى يحفظوها ويعقلوا معانيها.
· كرر تأليفها مراراً وبين النسخ اختلاف في العبارات وفي بعضها عبارات عامية لأنه كان يلقنها للعامة لتصحيح فهمهم لمبادئ الإسلام وأصول الدين، لأن الشرك في زمنه كان قد فشا وانتشر واستفحل أمره بسبب الجهل وعلماء السوء وأهل البدع من الصوفية وغيرهم.
· قال محمد بن غيهب وعبد الله بن عيدان وهما من تلاميذ الشيخ في رسالتهما إلى عبد الله المويس: (الباعث للكتاب إخبارك عن ديننا قبل أن يُجعل هذا الشيخُ لهذا القَرْنِ يدعوهم إلى الله وينصح لهم ويأمرهم وينهاهم حتى أطلع الله به شموس الوحي وأظهر به الدين وفرق به أهل الباطل من السادة والكهان والمرتشين فهو غريب في علماء هذا الزمان هو في شأن وهم في شأن آخر، رفع الله له علم الجهاد فشمّر إليه؛ فأمر ونهى ودعا إلى الله تعالى، ونصح ووفّى بالعهد لما نقضوه، وشمر عن ساعد الجد لما تركوه، وتمسك بالكتاب المنزل لما نبذوه؛ فبدّعوه وكفّروه).
· وقالا: (فديننا قبل هذا الشيخ المجدد لم يبق منه إلا الدعوى والاسم؛ فوقعنا في الشرك؛ فقد ذبحنا للشياطين، ودعونا الصالحين، ونأتي الكهان، ولا نفرق بين أولياء الرحمن وأولياء الشيطان، ولا بين توحيد الربوبية الذي أقر به مشركو العرب وتوحيد الألوهية الذي دعت إليه الرسل، ولا نفرق بين السنة والبدعة..) إلخ ما قالا.
· من عرف حال الناس في زمان الشيخ قبل هذه الدعوة المباركة عرف قيمة هذه الدعوة، وعظيم نفعها، وجلالة قدرها، وفَهِمَ سبب عناية الشيخ رحمه الله بتقرير هذه المسائل.
· ذكر شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله في مواضع من كتبه أثراً عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه أنه قال: (إنما تنقض عرى الإسلام عروة عروة إذا نشأ في الإسلام من لم يعرف الجاهلية).
o معرفة حال أهل الجاهلية مهم لطالب العلم المعتني بأمر الدعوة إلى التوحيد.

أبو زكريا
_19 _December _2014هـ الموافق 19-12-2014م, 07:06 AM
د دي درس مهم ټکي
په دي درس کښی څو مقدماتي خبری.
د )بسم الله( شرحه او توضيح.
د مؤلف رحمه الله ددي وينا توضيح چه: )اعلم رحمک الله(.
د مؤلف رحمه الله ددي وينا توضيح چه: )يجب علينا تعلّم أربع مسائل...(.
دشرعي علم د زده کولو حکم.
د شرعي علم د زده کولو کښی اخلاص او يواځی د الله U رضامندي خپل هدف ګڼل.
د دوهمی مسألی وضاحت: یعنی په خپل شرعي علم باندي عمل کول.
په شرعي علم باندي د عمل کولو اهميت.
په شرعي علم باندي د عمل کولو حکم.
د هغه چامذمّت چه په خپل علم باندي عمل نه کوي.
په علم باندي د عمل نه کولو مذمّت يواځی په علماو پوری خاص نه دې.
په علم باندي د عمل کولو په اړه د پخوانيو علماو لارښوونه.
ددی درس مقدماتي خبری:
*شيخ الاسلام محمد بن عبد الوهاب رحمه الله به کوښښ کولو چه خپلو شاګردانو ته دری اساسي او بنسټيزی مسألی ورزده کړي: چه هغه د الله Y پيژندل، د الله تعالی د پيغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم پيژندل، او د اسلام د مقدّس دين په دلايلو پيژندل، او همدا دری ګوني بنسټونه به يي شاګردانو او نورو عوامو ته ورزده کول او ورسره تکرارول به يي تر دي چه ښه به يي زده شو، او د هغی په معنی او مفهوم او مقصد باندي به ښه پوهه شو.
*هغه د»الأصول الثلاثه« رساله په مکرر ډول وليکله؛ له همدی کبله ددی رسالی د نسخو د عباراتو تر منځ يو څه اختلاف شته، او هم کله نا کله د عربي ژبی عامي عبارات هم استعمال شوي دي؛ ځکه هغه به همدا دری بنسټونه عوامو ته هم ورزده کول؛ تر څو دوي د اسلام اساسات او بنسټونه وپيژني او پری پوهه شي؛ ځکه د هغه په وخت کښی شرک ډير خپور شوې وو، او په مسلمانانو کښی د هغوي د خپل دين څخه د ناخبرئ او بدبخته ملايانو او مبتدعينو، پيرپرستو او نورو ګمراه خلکو له کبله شرک ډير زيات شوې وو.
* د شيخ رحمه الله دوه شاګردان: محمد بن غيهب او عبد الله بن عيدان په خپل يو ليک کښی د توحيد ددعوت يو مخالف عبد الله المويس ته داسی ليکي:
»زمونږ ددي ليک سبب دا دې چه مونږ تا په دي خبر کړو چه دا توحيد له پخوا نه زمونږ دين دې، مخکی او پخوا له دي څخه چه الله دا شيخ محمدبن عبد الوهاب ددي پيړۍ د خلکو ددعوت او توحيد ته د بلنی لپاره راپيدا کړ؛ تر څو د الله I دين ته يي راوبلي، او ددوي ددنيا او آخرت خيرخواهي ولټوي، او په توحيد او سنت ورته امر وکړي، او له شرک او بدعاتو څخه يي منع کړي، تردي چه الله تعالی دده په دعوت د الهي وحي لمر وزلاوه، او د اسلام مقدس دين خلکو ته څرګند شو، او باطل پرست ملايان، مشران جادوګران، رشوت خواره او نور ګمراهان له حق پرستو علماو څخه جلا شول؛ ځکه خو هغه د خپلی زمانی په ملايانو کښی ډير ناآشنا ښکاري؛ ځکه هغه د توحيد او سنت په بيان او هغی ته په بلنه کښی بخت وو، او مخالفين يي دده په خلاف کښی اخته وو، الله I د هغه په لاس د اسلامي جهاد بيرغ اوچت کړ، په خپل ټول کوښښ سره يي د توحيد او سنت دعوت په خپرولو او د امت په خيرخواهۍ کښی زيار وکښلو، د هغه چا سره يي خپلی ژمنی پوره کړی چه له ده سره يي خيانت او وعده خلافي کړی وه، او چه کله هغوي يواځی پريښود نو ددعوت په لار کښی يي حوصله و نه بايلله، بلکه دتوحيد او سنت ددعوت عام کولو او خپرولو لپاره يي مټـی راونغښتی، او په داسی وخت کښی چه د زمانی خلکو قرآنکريم او د هغه احکام پريښی وو او شاته يي غورزولي وو، هغه پری منګولی ولګولی، او په خلکو کښی يي د هغه د خپرولو کوښښ وکړ؛ او له همدی کبله مخالفينو په بدعت او کفر تورن کړ«.
*همدارنګه د شيخ دغه دواړه شاګردان فرمايي: »د شيخ رحمه الله له راتګ نه مخکښی له مونږ سره زمونږ ددين يواځی او تشه دعوه او نوم پاتی وو، مونږ ټول په شرک کښی اخته وو؛ ځکه مونږ به د شيطانانو په نومونو حلالکی کولی، هغوي به مو خپلو ضرورتونو او حاجتونو پوره کولو ته رابلل، جادوګرو ته به تللو، او د رحمان او شيطان ددوستانو تر منځ مو فرق او توپير نشو کولاي، او د توحيد ربوبيت چه د قريشو مشرکانو هم منلې وو، او د توحيد الوهيت د کوم د بيان لپاره چه دا ټول پيغمبران علیهم السلام راليږل شوي وو، همدا شان د سنت او د بدعت تر منځ مو فرق او توپير نشو کولې«.
*که څوک د شيخ رحمه الله په زمانه کښی او يا د هغه له دعوت څخه لږ مخکښی د خلکو په حال خبر شي، نو هغه ته به ددي مبارک دعوت قيمت، لويه ګټه، او لوي شان ورمعلوم شي، او پوهه به شي چه شيخ رحمه الله ولی په دي مسألو ډير اهتمام کولو.
*شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله په خپلو کتابونو کښی څو ځايه د اسلام ددوهم خليفه عمر بن الخطاب t دا اثر راوړې دې چه فرمايي: »إنما تنقض عرى الإسلام عروة عروة إذا نشأ في الإسلام من لم يعرف الجاهلية «.
ترجمه: د اسلام د مقدّس دين کړۍ او ځنځير هغه څوک کړۍ کړۍ شکوي چه په اسلام کښی پيدا شي او جاهليت ونه پيژني.
*هغه حق پرست عالم چه توحيد او سنت ته ددعوت غم ورسره وي، د جاهليت د خلکو او د هغوي د حال پيژندل ورته ډير ضروري او اړين دي.