المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : الدرس الثاني: شرح المسائل الأربع(بشتو) 10


أبو زكريا
_11 _December _2014هـ الموافق 11-12-2014م, 07:51 AM
شرح المسألة الأولى وهي العلم
· المراد بالعلم هنا العلم الشرعي.
· عرف العلم الشرعي بأنه معرفة الله ومعرفة نبيه صلى الله عليه وسلم ومعرفة دين الإسلام بالأدلة.
· شرح هذا التعريف هو موضوع رسالة ثلاثة الأصول وأدلتها.
· معرفة الله تكون بالإيمان به وعبادته وحده لاشريك له.
o سبيل معرفة الله: التفكر في آيات الله المتلوّة وآياته الكونية.
o روى ابن حبان في صحيحه عن طلحة بن خراش يحدث عن جابر بن عبد الله أن (رجلا قام يركع ركعتي الفجر وقرأ في الركعة الأولى ﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ﴾[الكافرون: 1] حتى انقضت السورة فقال النبي (( هذا عبد عرف ربه ))، وقرأ في الآخرة ﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ﴾[الإخلاص: 1] حتى انقضت السورة فقال النبي صلى الله عليه وسلم:(( هذا عبد آمن بربه عز وجل )) قال طلحة: وأنا أحب أن أقرأ بهاتين السورتين في هاتين الركعتين).
o قال محمد بن نصر المروزي رحمه الله في كتاب تعظيم قدر الصلاة: (من عرف ربه واعترف به أوجبت معرفته حبه وهيبته ورجاءه وخوفه، والدليل على ذلك أنه لو أعطى الدنيا كلها على أن تكفر به أو تكذب عليه ما فعل)ا.هـ.
· ومعرفة النبي صلى الله عليه وسلم تكون بالإيمان به واتباع هديه.
· ومعرفة دين الإسلام تكون بتعلم العلم الشرعي الذي مبناه على آيات الكتاب العزيز وأحاديث النبي صلى الله عليه وسلم فهي الأدلة على دين الإسلام.
· يطلق لفظ الإسلام على ثلاثة معان:
o المعنى الأول: الإسلام الكوني العام، ويراد به خضوع جميع المخلوقات لأمر الله الكوني كما في قوله تعالى: ﴿وله أسلم من في السموات والأرض طوعاً وكرها﴾[آل عمران: 83].
o المعنى الثاني: الإسلام الشرعي العام وهو دين الأنبياء جميعاً ويراد به توحيد الله تعالى وإفراده بالعبادة كما في جاء آيات كثيرة عن عدد من الأنبياء أنهم من المسلمين، وكما في قوله تعالى: ﴿يحكم بها النبيون الذين أسلموا﴾[المائدة: 44].
o المعنى الثالث: الإسلام الشرعي الخاص وهو الشريعة المحكمة التي بعث بها النبي صلى الله عليه وسلم وهي المرادة في قوله تعالى: ﴿ورضيت لكم الإسلام ديناً﴾[المائدة: 3] وقوله: ﴿ومن يبتغ غير الإسلام ديناً فلن يقبل منه﴾[آل عمران: 85]، وهو المراد هنا.
· الدليل هو طريق العلم والمرشد إليه، والأدلة على قسمين: سمعي وعقلي.
o الأدلة السمعية:التي مستندها الثبوت بالتلقي سماعاً أو ما يقوم مقام السماع، وهي أدلة الكتاب والسنة والإجماع.
o الأدلة العقلية: هي التي مستند ثبوتها العقل والنظر.
حكم طلب العلم
· قال الإمام أحمد: (يجب أن يطلب من العلم ما يقوم به دينه) قيل له: مثل أي شيء؟ قال: (الذي لا يسعه جهله صلاته وصيامه ونحو ذلك).
· يجب على العبد أن يتعلم ما يؤدي به الواجب ويكف به عن المحرم ويتم به معاملاته.
· ما زاد على القدر الواجب من العلوم الشرعية فهو فرض كفاية على الأمة.
· قال سفيان بن عيينة: (طلب العلم والجهاد فريضة على جماعتهم ويجزئ فيه بعضهم عن بعض) وتلا هذه الآية ﴿فَلَوْلا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِم﴾[التوبة: 122].
· قال ابن عبد البر: (قد أجمع العلماء على أن من العلم ما هو فرض متعين على كل امرئ في خاصته بنفسه، ومنه ما هو فرض على الكفاية إذا قام به قائم سقط فرضه على أهل ذلك الموضع).
فضل العلم
· قال الله تعالى: ﴿يرفع الله الذين آمنوا منكم والذين أوتوا العلم درجات﴾[المجادلة: 11]، وقال: ﴿إنما يخشى الله من عباده العلماء﴾[فاطر: 28]، وقال: ﴿قل هل يستوي الذين يعلمون والذين لا يعلمون﴾[الزمر: 9].
· عن معاوية رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رسول الله صلى الله عليه وسلم:(( مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْراً يُفَقِّهْهُ في الدِّينِ )). متفقٌ عَلَيْهِ.
وجوب الإخلاص في طلب العلم
· في صحيح مسلم وغيره من حديث أبي هريرة رضي الله عنه في ذكر أول من تسعر بهم النار يوم القيامة، وذكر منهم رجلاً جمع القرآن ليقال: قارئ.
· عن أبي هريرة رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رسول الله صلى الله عليه وسلم: (( مَنْ تَعَلَّمَ عِلْماً مِمَّا يُبْتَغَى بِهِ وَجْهُ اللهِ لا يَتَعَلَّمُهُ إِلاَّ لِيُصِيبَ بِهِ عَرَضاً مِنَ الدُّنْيَا لَمْ يَجِدْ عَرْفَ الجَنَّةِ يَوْمَ القِيَامَةِ)) يَعْنِي: رِيحَهَا. رواه أَبُو داود بإسناد صحيح
· قال مالك بن دينار: (مَن تعلَّمَ العلمَ لِلعملِ كَسَرَهُ علمُه، وَمَن طَلبهُ لِغيرِ العملِ زادهُ فَخْرًا).
· قَال مطر الوراق: (خيرُ العلمِ مَا نفع، وإنَّما ينفعُ الله بالعلم مَن عَلِمَهُ ثُمَّ عَمِلَ به، ولا ينفَعُ به مَن عَلِمَهُ ثُمَّ تَرَكَهُ).

أبو زكريا
_11 _December _2014هـ الموافق 11-12-2014م, 07:57 AM
د لومړۍ مسألی)د اسلامي د مقدّس دين د علم او پوهی( وضاحت او بيان
* لکه چه د ترجمی له سرخطه څرګنديږي چه له علم څخه دلته اسلامي او شرعي علم مراد دې.
*چه هغه د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى پيژندل، د هغه د پيغمبر محمد صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم پيژندل، او د هغه د دين )د اسلام د مقدس دين( او د هغه دلائل پيژندل.
*اوس نو بايد پوهه شو چه د علم د دي تعريف شرح او وضاحت په اصل کښی د »ثلاثة الأصول وأدلّتها« رسالی موضوع ده.
*د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى د پيژندلو معنی دا ده چه بنده پری ايمان او باور ولري، او يواځی همغه د عبادت او بندګۍ وړ، لایق او مستحق وګڼـي، او له هغه پرته د بندګۍ هيڅ ډول هيچا ته ادا نه کړي.
*د الله تعالی د پيژندلو لار دا ده چه د الله تعالی لخوا په راليږل شوو آیاتونو، دلایلو، او هم په کوني آفاقي او نفسي دلایلو کښی يعنی په ډول ډول مخلوقاتو، د ځمکی اسمان او په دوﺉ کښی د شته مخلوقاتو تدبير او پالنه کولو کښی فکر او سوچ کول دي.
*جابر بن عبد الله رضي الله عنه فرمايي چه د رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم په مخکښی يو سړې د سهار سنت لمونځ ادا کولو ته پاڅيدلو، نو په لومړني رکعت کښی يی ﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ﴾ سورت ولوستلو، تر دي چه سورت يی پاي ته ورسولو، نو رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم وفرمايل: دي بنده خپل پروردګار پيژندلې دې، بيا يی په دوهم رکعت کښی ﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ﴾ سورت ولوستلو، تردي چه سورت يی پاي ته ورسولو، نو بيا رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم وفرمايل: دي بنده پخپل پروردګار باندي صحيح ايمان راوړې دې.
دا حديث شريف په صحيح ابن حبان کښی روايت شوې دې.
دلته طلحه بن خراش جابر رضي الله عنه شاګرد فرمايي: نو زما هم دا خوښه ده چه دغه دواړه سورتونه په دغه دواړو رکعتونو کښی ولولم.
*امام محمد بن نصر المروزي رحمه الله پخپل کتاب تعظيم قدر الصلاة کښی فرمايي: چا چه خپل پروردګار په صحيح معنی وپيژندلو، او په هغی باندي يی اقرار وکړو، نو دغه ډول معرفت او پيژندل بنده ته د الله تعالی محبت او مینه ورپه برخه کوي، او هم د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى څخه ويره او هيلی او امیدونه ور په زړه کوي له همدی کبله خو که داسی يو مسلمان ته دا ټوله دنيا ورکړ شي تر څو د الله څخه منکر شي او ورباندی دروغ وتړي، نو نه يی کوي.
*د خوږ پيغمبر محمد صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم پيژندل دا دي چه يو بنده پر هغه د ريښتينی پيغمبر باور وکړي او هم د ژوند په بيلابيلو اړخونو کښی پيروي وکړي.
*د اسلام د مقدّس دين پيژندل دا دي چه يو مسلمان دغه دين د شرعي علم، قرآنکریم او د پيغمبر صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم أحاديث شریفو څخه زده کړي؛ ځکه دا داسلامي دي اصلي دلايل دي.
*د »اسلام« لفظ په دری معناګانو باندي استعمالیږي:
لومړﺉ معنی: کوني او قَدَري اسلامي او غاړه ايښودل: او هغه دا چه دا ټول مخلوقات د الله تعالی کوني او قَدَري امر ته په جبري ډول تسلیم دي، )چه که يی خوښه وي او که نه د الله تعالی دغه فیصلی ورباندي تطبیقیږي، لکه: په ټاکلي وخت، ځاي، او شکل باندي پیدا کیدل، لوييدل، ناروغه کيدل، او نور د ژوند تغييرات، او آن مړ کيدل...( لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽﯭﯮﯯﯰﯱﯲﯳﯴﭼآل عمران: ٨٣.
ترجمه: او خاص الله جلّ جلاله ته ګردن نهاد او غاړه ايښودونکي دي ټول هغه څه چه په اسمانونو او په ځمکه کښی دي، که ددوﺉ خوښه وي او که يی خوښه نه وي.
دوهمه معنی: شرعي عام اسلام: یعنی هغه څه چه الله تعالی يی له بندګانو څخه پر خپل ځان منل او هغی ته غاړه ايښودل غوښتلي او ثواب او عقاب ورباندی مرتب دې، او همدا د ټولو پيغمبرانو دين دې، نو هغه په لنډ ډول: د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى په عبادت او بندګۍ کښی يواځی او تنها منل، او له نه غیر د هيچا عبادت او بندګي نه کول، لکه چه په ډيرو آیاتونو کښی له ډيرو پيغمبرانو څخه رانقل دي چه دوﺉ مسلمانان دي، نو هغه په همدی معنی دي لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽﮈﮉﮊﮋﮌﭼالمائدة: ٤٤.
ترجمه: چه په دغه تورات باندي فیصلی کوي پيغمبران، هغه څوک چه منلې يی دې او غاړه يی ايښی ده حکم د الله جلّ جلاله ته.
دریمه معنی: شرعي خاص اسلام: یعنی هغه دين چه پر هغی باندی ځمونږ خوږ پيغمبر محمد صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم راليږل شوې دې، او دي امت ته يی راوړې دې، او همدا معنی د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى له دي وینا څخه مراد ده چه فرمايي: ﭽﭻﭼﭽﭾﭿﮀﮁﮂﮃﮄﮅﮆﭼالمائدة: ٣.
ترجمه: نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دين پوره او بشپړ کړ، او خپل نعمت می پر تاسو پوره کړ، او تاسو لپاره می د اسلام مقدّس دین غوره کړ.
همدارنګه فرمايي:ﭽﭯﭰﭱﭲﭳﭴﭵﭶﭼآل عمران: ٨٥.
ترجمه: او هر څوک چه د اسلام مقدّس دين څخه غیر بل دين ځان ته لټوي نو هيڅکله به ورڅخه و نه منل شي.
او دلته په دي کتاب کښی له اسلام څخه همدا معنی مراد ده.
*د دليل څخه مراد: علم او پوهی ته لار، او یا علم او پوهی ته لارښود.
دلایل بيا په دوه ډوله دي: يو يی سمعي يا نقلي دلايل، او بل يی عقلي دلايل.
لومړې: نقلي يا سمعي دلائل: او دا هغه دلايل دي چه د سند او ثبوت له لاری په نقل او اوريدلو پوری اړه لري، لکه قرآنکريم، نبوي أحاديث شريف، او اجماع.
دوهم: عقلي دلايل: او دا هغه دلايل دي چه په عقل رأي او استدلال پوری اړه لري.
د شرعي علم د زده کړی حکم
*امام احمد رحمه الله فرمايي: (يجب أن يطلب من العلم ما يقوم به دينه) قيل له: مثل أي شيء؟ قال: (الذي لا يسعه جهله صلاته وصيامه ونحو ذلك(.
ترجمه: ددين دومره علم او پوهی زده کړه فرض ده چه يو مسلمان پری خپل دين پر ځان پلې کولې شي.
چا ورڅخه وپوښتل چه: لکه څنګه؟
هغه وفرمايل: یعنی دومره علم چه ده ته پری جهل او ناپوهي روا نه وي، لکه د لمانځه مسايل، د روژي مسايل او داسی نور...
*يعنی پر هر بنده دومره علم او پوهه فرض ده چه د خپل دين فرائض او واجبات پری صحیح ادا کولې شي، او له حرامو پری ځان ساتلې شي، او د نورو سره خپلمنځي معاملات، راکړه ورکړه پری سر ته رسولې شي.
*هو، له دغه فرضي اندازی څخه نور زیات علم او پوهه زده کول بيا په ټول امت باندي فرض کفائي دې.
لکه چه امام سفیان بن عُـيـَـيْـنَـه رحمه الله فرمايي: د علم او ديني پوهی زده کړه او همدارنګه د جهاد کول په ټول امت باندي په اجماعي او کفائي ډول فرض دي، یعني که د امت ځينی افراد يی زده کړي د نورو مسؤولیت ورسره ادا کيږي.
بيا يی دا آیت شريف ولوست چه الله جلّ جلاله فرمايي: ﭽﯧﯨﯩﯪﯫﯬﯭﯮﯯﯰﯱﯲﯳﯴﯵﯶﯷﯸﯹﯺﯻﭼالتوبة: ١٢٢.
ترجمه: مناسب نه ده چه مؤمنان دي په جهاد يا علم پسی ټول د مخی لاړ شي )او نور دنيوي ژوند په ټپه ودروي(، داسی ولی نه کوي چه د مؤمنانو له هر قوم، قبيلی او ډلی څخه يو ټولې يی داسی وي چه لاړ شي ترڅو ديني پوهه زده کړي، او کله چه د علم د زده کړي څخه وروسته بيرته خپلو استوګنو ته وګرزي او لاړ شي نو په دغه علم باندي خپل قوم او قبيله او ډله د الله جلّ جلاله له عذاب او د هغه له نافرمانۍ او سرغړونی څخه وويروي.
*همدارنګه امام ابن عبد البر رحمه الله فرمايي: د علماؤ اجماعي او اتفاقي خبره دا ده چه ځيني علم او د دين زده کړه پر هر چا فرض عين ده، او ځيني نور يی بيا فرض کفائي ده، یعنی چه د اسلامي امت څخه يی ځينی افراد زده کړي نو ددغه ځاي او منطقی د نورو مسلمانانو غاړه پری خلاصيږي.
د علم او ديني زده کړی فضيلت
الله جلّ جلاله فرمايي:ﭽﰈﰉﰊﰋﰌﰍﰎﰏﰐﰑﭼالمجادلة: ١١
ترجمه: لوړوي الله جلّ جلاله هغه کسان چه مؤمنان دي له تاسو څخه، او هغه څوک هم چه علم او پوهه ورته ورکړ شوی ده، )اوچتوي او لوړوي يی( په درجو سره.
همدارنګه الله جلّ جلاله فرمايي: ﭽﯞﯟﯠﯡﯢﯣﯤﭼفاطر: ٢٨.
ترجمه: بیشکه ويريږي له الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى څخه د هغه هغه بندګان چه پر هغه عالمان او پوهان دي.
همداراز په بل ځاي کښی الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽﯳﯴﯵﯶﯷﯸﯹﯺﯻﭼالزمر: ٩.
ترجمه: ورته ووايه – اي پيغمبره! آیا سره برابر دي هغه څوک چه پوهيږي عالمان دي او هغه څوک چه نه پوهيږي او ناپوهان دي )بلکه هيڅکله سره برابر نه دي(.
د معاويه رضي الله عنه څخه روایت دې هغه فرمايي چه رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم فرمايلي دي: )مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْراً يُفَقِّهْهُ في الدِّينِ (متفق علیه.
ترجمه: يو چا ته چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى د خير اراده وفرمايي نو په دين کښی ورته فقه او ژوره پوهه ور په برخه کړي.
د اسلامي علم په زده کړه کښی اخلاص فرض دې
په صحيح مسلم شريف او د آحاديثو په نورو کتابونو کښی د ابو هريره رضي الله عنه هغه حديث شريف ثابت دې چه پکښی رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم د هغه کسانو یادونه کړی ده چه د قیامت په ورځ به هغه لومړني کسان وي چه اور به پری بلولې شي، او يو له هغوي څخه هغه کس دې چه قرآنکريم يی ددي لپاره حفظ او یاد کړې وي چه قاريصاحب ورته وويل شي.
همدارنګه ابو هریره رضي الله عنه له رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم څخه روايت کوي چه هغه فرمايلي دي: )مَنْ تَعَلَّمَ عِلْماً مِمَّا يُبْتَغَى بِهِ وَجْهُ اللهِ لا يَتَعَلَّمُهُ إِلاَّ لِيُصِيبَ بِهِ عَرَضاً مِنَ الدُّنْيَا لَمْ يَجِدْ عَرْفَ الجَنَّةِ يَوْمَ القِيَامَةِ (يَعْنِي: رِيحَهَا. رواه أَبُو داود بإسناد صحيح.
ترجمه: یو چا چه داسی یو علم زده کړ چه د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى رضامندي او د هغه د مخ ديدار پری حاصليږي، او يواځی ددي لپاره يی زده کړ چه دنيايي ګټـی پری لاس ته راوړي، نو داسی بنده به د قیامت په ورځ د جنت بوي هم وه نه مومي.
او مالک بن دينار رحمه الله فرمایي: »مَن تعلَّمَ العلمَ لِلعملِ كَسَرَهُ علمُه، وَمَن طَلبهُ لِغيرِ العملِ زادهُ فَخْرًا «.
ترجمه: هغه څوک چه شرعي علم او پوهه پر هغی باندي د عمل کولو لپاره زده کړي، نو د هغه دغه علم او پوهه زده کول دده تکبر او لويي ماتوي، او عاجزي او خاکساري پکښی راځي، او هغه څوک چه دغه ډول علم او پوهه پر هغه د عمل کولو لپاره نه وي نو په هغه کښی فخر، تکبر او لويي نوره هم ډيره شي.
همداراز مطر الورّاق رحمه الله فرمايي: »خيرُ العلمِ مَا نفع، وإنَّما ينفعُ الله بالعلم مَن عَلِمَهُ ثُمَّ عَمِلَ به، ولا ينفَعُ به مَن عَلِمَهُ ثُمَّ تَرَكَهُ «.
ترجمه: ډير ښه او بهتر علم او پوهه هغه ده چه ګټه او فايده ولري، او الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى پر شرعي علم هغه چا ته ګټـه رسوي چه زده يی کړي او بيا پری عمل وکړي، خو هغه څوک چه يی زده کړي او بيا يی پريږدي الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى هيڅ ګـټه ورته پری نه رسوي.
او همدا مطلب په راتلونکو څو صفحو کښی بيانيږي.