تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : الدرس الثاني: شرح المسائل الأربع(بشتو) 9


أبو زكريا
_11 _December _2014هـ الموافق 11-12-2014م, 07:39 AM
شرح قول المؤلف: (اعلم رحمك الله)
· البدء بهذه الصيغة (اعلم) فيه تنبيه للقارئ، والدعاء له فيه تلطف.
· استرعاء انتباه الطلاب والسامعين من سمات المعلم والداعية المؤثر.
o الرفق بالطالب والنصح له من سمات العالم الرباني.
o مبنى الدعوة والتعليم على الرحمة والنصح.
· العلم: إدراك المعلوم.
· الفرق بين العلم والمعرفة أن المعرفة مسبوقة بجهل أو غفلة غالباً، وقد تطلق على لازمها.
· قوله: (رحمك الله) دعاء للطالب بالرحمة، ومن رحمة الله بطالب العلم أن يوفق لحسن الفهم، وينتفع بما يقرأ ويسمع، وأن يغفر له الذنوب التي يحرم بسببها التوفيق.
o المغفرة من آثار الرحمة؛ فالرحمة أعم من المغفرة.
شرح قول المؤلف: (يجب علينا تعلم أربع مسائل...)
· قوله: (يجب علينا) فيه تنبيه آخر للقارئ ليعتني بمعرفة ما يجب عليه.
· الوجوب هنا يراد به الوجوب العيني.
· هذه المسائل الأربع هي منهاج حياة المسلم.
· يتفاضل الناس في تحقيق هذه المسائل على درجات كثيرة.
· ينبغي لطالب العلم أن يأخذ بنصيب وافر من هذه المسائل.
· كان الشيخ رحمه الله يعتني بذكر الأعداد في رسائله من باب التعليم والإعانة على الحفظ والضبط فله المسائل الأربع، والمسائل الثلاث، والأصول الثلاثة والأصول الستة وغيرها.
· ذكر الأعداد له فائدة تعليمية وهو منهج نبوي في التعليم، وفي الأحاديث الصحيحة: (( أربع من كن فيه كان منافقاً خالصاً.. ))، (( وثلاث من كنّ فيه وجد بهن حلاوة الإيمان )) وغير ذلك من الأحاديث.
· ذكر العدد يعين على الضبط والحفظ والاستذكار.
· هذه المسائل يجب على المسلم أن يجاهد نفسه عليها.
مراتب الجهاد
· مراتب الجهاد كما ذكرها ابن القيّم رحمه الله في زاد المعاد أربعة: جهادُ النفس، وجهادُ الشيطان، وجهادُ الكفار، وجهادُ المنافقين.
· جهاد النفس أربعُ مراتب أيضاً هي: العلم والعمل به والدعوة إليه والصبر على الأذى فيه، وهي المسائل الأربع التي هي موضوع هذا الدرس.
o قال ابن القيم: (فإذا استكمل هذه المراتب الأربع، صار من الربَّانِيينَ، فإن السلفَ مُجمِعُونَ على أن العَالِمَ لا يَستحِقُّ أن يُسمى ربَّانياً حتى يعرِفَ الحقَّ، ويعملَ به، ويُعَلِّمَه، فمَن علم وَعَمِلَ وعَلَّمَ فذاكَ يُدعى عظيماً في ملكوتِ السموات).
· وجهادُ الشيطان مرتبتان: جهادُه على دفع الشبهات، وجهاده الإرادات الفاسدة والشهواتِ، فالجهادُ الأول يكون بعده اليقين، والثاني يكون بعدَه الصبر.
· وجهادُ الكفار والمنافقين أربع مراتب: بالقلب واللِّسان والمالِ والنفسِ، وجهادُ الكفار أخصُّ باليد، وجهادُ المنافقين أخصُّ باللسان.
· وجهادُ أرباب الظلم والبِدعِ والمنكرات ثلاث مراتبَ: الأولى: باليدِ إذا قَدَرَ، فإن عَجَزَ، انتقل إلى اللِّسان، فإن عَجَزَ، جاهد بقلبه.
· قال ابن القيم: (فهذِهِ ثلاثةَ عشرَ مرتبةً من الجهاد، و"مَنْ مَاتَ وَلَمْ يَغْزُ، وَلَمْ يُحَدِّثْ نَفْسَهُ بِالغَزْوِ، مَاتَ عَلَى شُعْبَةٍ مِنَ النَّفَاقِ")ا.هـ وهو كلام نفيس سديد.
· من تأمّل هذه المراتب تبيّن له منهاجه في الحياة؛ وحرص على إحسان الجهاد بهذه المراتب على هدي الكتاب والسنة،وقد قال الله تعالى: ﴿وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ..﴾[الحج: 78]الآية.
· الأمر بالجهاد في أي نوع من أنواعه لا يجب فيه على المكلف إلا ما يستطيع كما قال الله تعالى: ﴿فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ﴾[التغابن: 16] وهذا يقطع على النفس عذر المشقة واستصعاب القيام بهذه الأمور.
· كل من يقوم بواجبه في ذلك من المؤمنين في أي نوع من أنواع الجهاد فهو من جند الله وحزبه، وهذا هو التجنيد الصحيح بل هو أفضل التجنيد، وهو أن تكون جندياً لله تعالى فتعملَ بمرضاة الله وتنالَ محبته ورضوانه وفضله العظيم.
· شرَّف الله جنده ووعدهم بالنصر والتمكين ونسبهم إليه جل وعلا نسبة تشريف فقال تعالى: ﴿وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ (171) إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ (172) وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ﴾[الصافات: 171-173].
· من أهم صفات الجندية الطاعة والتسليم والعمل بما يكلف به، واستشعار مسؤولية العمل الذي استعمل عليه، وهذه الصفات مقررة في الكتاب والسنة في مواضع كثيرة.
· تأمل الفرق العظيم بين من جنَّد نفسه لله، ومن جنَّد نفسه لهواها وللشيطان وللطواغيت.
· ومن أبى أن يكون جندياً لله تعالى فقد جنَّد نفسه لغيره شاء أم أبى.
· الجندية لله تعالى جندية شريفة كريمة بصيرة منصورة بخلاف الجندية للطواغيت.
· الجندية لله تعالى مرتبطة بهذه المسائل الأربع: العلم والعمل والدعوة والصبر.
· هذه المسائل الأربع ليست أعمالاً يؤديها الإنسان في مدة يسيرة ثم يتركها، بل هي منهاج حياته ما دام في دار الابتلاء؛ فهو مطالب بها إلى أن يتوفاه الله عز وجل أو يرتفع عنه التكليف.
· لا ينبغي أن تكون دراستنا للمتون العلمية دراسة نظرية نستكثر بها من المعلومات فحسب، وإنما التعلم الصحيح أن نجعلها منهجاً علمياً وعملياً نمتثله في حياتنا، وأن تكون حياتنا لله، وهمتنا لإعلاء كلمة الله، ورسالتنا أن نحيا في سبيل الله ونموت في سبيل الله ﴿قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (162) لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِين﴾[الأنعام: 162، 163].

أبو زكريا
_11 _December _2014هـ الموافق 11-12-2014م, 07:43 AM
د مؤلف ددي وينا معنی چه: »اعلم رحمک الله«:
په عامه توګه ددرسي کتابونو پيل په دي لفظ د »اعلم« سره کيږي؛ ددی لپاره چه لوستونکې بېدار او متوجه کړي چه له دي وروستنۍ مسأله په پوره غور او سوچ سره ولولي، او له دي سره د »رحمک الله« په لفظ دُعا ددي لپاره ده چه د هغه زړه ځان ته رامات کړي.
*ځکه د يو ښوونکي لپاره د زده کونکو توجه رااړول او د هغوي پاملرنه کول د يو اغیزمن او مؤثر لارښوونکي او داعي نښه ده.
*همدارنګه د شاګرد سره نرمي او د هغه خيرخواهي کول هم د يو ربّاني عالم نښه ده، چه بايد دغه شيان خامخا په نظر کښی ونيسي.
*بل دا چه ددعوت او حق ته بلنه او ښوونه کول دي بايد رحمت مهربانۍ او خيرخواهۍ ولاړ وي.
*د علم معنی: د يو څه زده کول.
*دلته د »علم« او »معرفت« ترمنځ يو دقيق فرق دې چه بايد ورته متوجه یو هغه دا چه »معرفت« څخه مخکښی غالباً ناپوهي او غفلت وي، او کله يی د معرفت په لازم باندي هم اطلاق کيږي، البته علم داسی نه دې.
*»رحمک الله« خپل شاګرد ته د الله تعالی د رحمت دُعا او غوښتنه ده، نو د الله تعالی رحمت يو دا هم دې چه د ښه فهم او پوهی توفیق ورته ورکړي، او هغه څه چه لولي او اوري يی، ګټه تری واخلي، او هغه ګوناهونه يی وروبخښل شي چه د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى د توفیق مخه نيسي.
*د ګوناهونو بخښنه د الله تعالی د رحمت له آثارو څخه يو اثر دې، نو رحمت له مغفرت څخه عام دې.
د مؤلف رحمه الله ددي وینا شرح چه فرمايي:»يجب علينا تعلم أربع مسایل«:
*دلته »يجب علينا« لفظ کښی بله تنبيه ده چه لوستونکې بايد د واجباتو پر زده کړه زياته اهتمام او ورته پاملرنه وکړي.
*له وجوب نه مراد دلته عيني واجب دې، چه په هر شخص باندي جلا جلا فرض او واجب وي، او د بل زده کړه پکښی کفايت نه کوي.
*دا څلور مسائل د يو مسلمان لپاره د هغه د ژوند تګ لاره ده.
*ددي مسألو په پلي کولو کښی خلک پر بيلابيلو درجو باندي ويشلي وي.
*خو یو زده کونکې بايد له دغه مسألو څخه ځانته يوه ښه غټه برخه غوره کړي، او زده يی کړي.
*شيخ رحمه الله به په خپلو رسالو او ليکنو کښی د مسائلو په شمار باندی اهتمام ډير کولو؛ ددي لپاره چه يو زده کونکي ته د هغی حفظ او يادول آسان وي، لکه المسائل الأربع، المسائل الثلاث، الأصول الثلاثة، الأصول الستة او داسی نور...
*او بل دا چه دغسی د مسا ئلو شمار په تعليم او ښوونه کښی د رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم تګ لاره هم وه، لکه چه هغه به فرمايل: )أربعٌ من کنّ فيه کان منافقاً خالصاً...( يا دا حديث شريف چه: )ثلاث من کنّ فيه وجد بهنّ حلاوة الايمان...(، او داسی نور احاديث.
*همدارنګه د مسائلو شمار له يو زده کونکي سره د هغی په يادولو کښی مرسته کوي.
*پر يو مسلمان فرض دي چه ددي مسألو په زده کړه او پر ځان باندي عملي کولو او پلي کولو کښی له ځان سره جهاد او پوره کوښښ وکړي.
*د جهاد مرتبی او درجى:
امام ابن القيّم رحمه الله په خپل مشهور کتاب زاد المعاد کښی د جهاد لپاره څلور مرتبی ښوولی دي:
أ/ له خپل نفس سره جهاد کول.
ب/ له شيطان سره جهاد کول.
ج/ له کافرانو سره جهاد کول.
د / له منافقانو سره جهاد کول.
له خپل نفس سره جهاد بيا پخپله څلور مرتبی لري:
لومړې: علم، پوهه او زده کړه.
دوهم: پر دغه علم او پوهه باندي عمل کول.
دريم: دغه علم ته دعوت او بلنه ورکول.
څلورم: ددغه علم په عملي کولو او پلي کولو او هغه ته په بلنه او دعوت ورکولو په لار کښی په تکليفونو او اذیتونو باندي صبر کول.
او همدا هغه څلور مسألی دي چه زمونږ ددي درس موضوع ده.
امام ابن القيّم رحمه الله فرمايي: »فإذا استكمل هذه المراتب الأربع، صار من الربَّانِيينَ، فإن السلفَ مُجمِعُونَ على أن العَالِمَ لا يَستحِقُّ أن يُسمى ربَّانياً حتى يعرِفَ الحقَّ، ويعملَ به، ويُعَلِّمَه، فمَن علم وَعَمِلَ وعَلَّمَ فذاكَ يُدعى عظيماً في ملكوتِ السموات«.
ترجمه: يعنی يو څوک چه دغه څلور مرتبی پوره کړي نو دې د ربَّاني علماؤ له جملی ځينی شي؛ ځکه ټول سلف علماء په دي خبره سره يوه خوله دي چه يو عالم تر هغه پوری ربّاني کيدې نشي چه تر څو دغه څلور مرتبی پوره نکړي: چه حق وپيژني، پر حق عمل وکړی، او بيا حق نورو خلکو ته هم وښايي، نو هغه څوک چه حق زده کړي، عمل پری وکړي، او نورو ته يی وښايي دغسی عالم ته په اسماني ملکوتو کښی لوي عالم ويل کيږي.
*او له شيطان سره جهاد دوه مرتبی لري:
لومړۍ مرتبه: د شبهاتو په دفع او رد کښی له شيطان سره جهاد.
دوهمه مرتبه: د شيطان سره د هغه د فاسدو ارادو او شهواني شيانو کښی جهاد کول.
نو له لومړنۍ مرتبی څخه بنده ته په زړه کښی يقين ور په برخه کيږي، او له دوهمی مرتبی څخه ورته صبر ور په برخه کيږي.
*او له کفارو او منافقانو سره جهاد بيا څلور مرتبی لري:
له هغوي سره پر زړه جهاد کول، پر ژبه جهاد کول، پر خپل مال جهاد کول، او په آخر کښی پخپل ځان جهاد کول.
دلته بيا د کافرانو سره ځانګړې جهاد په لاس باندی جهاد کول دي، او له منافقانو سره جهاد پر ژبه جهاد کول دي چه د حق بيان او څرګندونه او د شبهاتو رد يی په ښه توګه وشي.
*د ظلم، بدعت او نورو نارواو له علمبردارو سره جهاد دری مرتبی لري:
لومړۍ مرتبه: که توان يی وو نو په لاس دی يی مخه ونيسي.
دوهمه مرتبه: که په لاس باندي يی د مخی نيولو توان نلرلو، نو په ژبه دي منع کړي او نصيحت او وصيت دي ورته وکړي او ددي کارونو بدی پايلی دي ورته بيان کړي.
دريمه مرتبه: که له دي څخه هم عاجز او ناتوانه وو، نو په زړه کښی دي دغه کار بد وګڼـي، او پر زړه دي ورسره جهاد وکړي.
*بيا امام ابن القيّم رحمه الله فرمايي: »فهذِهِ ثلاثةَ عشرَ مرتبةً من الجهاد، و"مَنْ مَاتَ وَلَمْ يَغْزُ، وَلَمْ يُحَدِّثْ نَفْسَهُ بِالغَزْوِ، مَاتَ عَلَى شُعْبَةٍ مِنَ النَّفَاقِ« ا.هـ
ترجمه: يعنی د جهاد دا ټولی ديارلس مرتبی کيږي، نو هغه څوک چه مړ شي، او هغه نه غزا وکړي، او نه له خپل ځان سره د غزا نيت ولري، نو داسی شخص د منافقت له ډولونو څخه په يو ډول منافقت کښی مړ شو.
او همدا صحيح خبره ده.
*که څوک د جهاد په دغه مرتبو کښی سوچ وکړي او ښه ورته زير شي، نو ده ته به د خپل ژوند تګلاره ورڅرګنده شي، او د خپل جهاد مرتبی به د قرآنکريم او نبوي سنتو په رڼا کښی په ډير ښه او ښايسته ډول پر مخ بيايي، الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥﮦﮧ ﭼ الحج: ٧٨.
ترجمه: تاسو د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى په لار کښی او د هغه ددين د سرلوړۍ لپاره حق او ريښتينې جهاد وکړۍ.
*په شرعي نصوصو کښی چه پر هر ډول جهاد باندي امر شوې دې، نو په يو مکلّف باندي هومره جهاد فرض دې چه د هغه په توان کښی وي، لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﭼ التغابن: ١٦.
ترجمه: يعنی له الله جلّ جلاله څخه هومره وويريږۍ چه ستاسو له توانه پوره وي.
نو په دي بيان سره د هغه چا عذر پاي ته رسيږي چه بهانی کوي چه د جهاد ځينی ډولونه ورته ګران او سخت دي.
*له مؤمنانو څخه هر څوک چه د جهاد هر ډول سر ته رسوي او خپل دغه فرض ادا کوي، هغه د الله تعالی له لښکر او جماعت څخه شميرل کيږي، همدا سم او صحیح بلکه بهتر او غوره لښکریتوب دې، چه يو څوک دي د الله تعالی ددین عسکر وي، د الله تعالی د رضامندۍ او خوشحالۍ د لاس ته راوړلو لپاره کار کوي، او د هغه محبت، خوشحالي او لويه مهرباني لاس ته راوړي.
*الله جلّ جلاله خپلو عسکرو او لښکريانو ته ډير لوي شرافت او ورکړې دې، او له هغوي سره يی د مرستی او برياليتوب وعده کړی ده، بلکه هغوﺉ يی خپل ځان ته منسوب کړي دي؛ ځکه دغه نسبت د شرافت او عزت نسبت دې؛ لکه چه الله جلّ جلاله فرمايي: ﭽ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﭼ الصافات: ١٧١ - ١٧٣
ترجمه: خامخا په تحقیق مخکښی فیصله شوی ده ځمونږ د هغه بندګانو په هکله چه پيغمبران دي، داسی فیصله شوی ده چه بیشکه همدوﺉ سره مرسته او مدد کړې شوې دې، او بیشکه همدا ځمونږ لښکر او عسکر پر نورو باندي غالب او زورور دي.
*خو په ياد بايد ولرو چه د يو عسکر او لښکري تر ټولو مهم صفت خپل آمر ته غوږ نيونه، غاړه ايښودنه، او د هغه د اوامرو پوره مننه او پری عمل کول دي، همدارنګه په کوم خدمت او کار چه ګمارل کيږي په هغه کښی خپل مسؤوليت پيژندل دي، دا ټولو صفات کوم خپلځاني خبره نه ده بلکه د قرآنکریم او نبوي سنتو په بيلابيلو ځایونو کښی پری تصريح راغلی ده.
*يو مؤمن مسلمان بايد هغه لوي فرق او توپير ته متوجه شي او ښه ورته زير شي چه دهغه دوه کسانو ترمنځ وي چه يو يی د الله تعالی او د هغه ددی عسکر وي، او بل يی د خپل نفس، خواهشاتو، شيطانانو او نورو سرکښانو عسکر وي.
*بل دا چه يو څوک که د الله تعالی عسکر نه وی، هغه خود بخود له الله تعالی پرته د هغه د دښمنانو عسکر دې، که دده خوښه وي او کنه.
*د الله تعالی او د هغه ددين عسکر کيدل شرافت، عزت، پوهه ده، او ورسره د پوره مرستی وعده شوی ده، په عين وخت کښی د الله د دښمنانو له عسکرو دا هیڅ ډول صفت حاصل نه دې.
*اوس نو د الله تعالی او د هغه د دين عسکر کيدل ددي څلورو مسألو سره تړلي دي، چه:
أ/ هغه د الله تعالی د دين علم او پوهه ده.
ب/ پر دغه علم باندي عمل کول.
ج/ دغه علم ته دعوت او بلنه ورکول.
د/ او په دغه لار کښی په تکليفونو او مشکلاتو او ربړَونو باندي صبر او له زغم څخه کار اخستل.
*دا څلور مسائل داسی يو څه نه دي چه يو انسان پری څه لږ موده عمل وکړي، او بيا يی پريږدي، او همدغه يی بس شو، نه، بلکه دغه کارونه د ده د ژوند تګلاره وي، ترڅو چه دې دنيا او د ازميښت په ځاي کښی اوسي، همدا کارونه به سرته رسوي، تردي چه يا خو ورته مرګ راشي او يا په بلکه کوم ډول ورڅخه تکليف او مسؤوليت پورته شي، چه د تکليف کوم شرط ورڅخه لاړ شي، لکه عقل، قدرت او توان، علم او پوهه... او داسی نور.
*د علمي متونو لوستل دي ځمونږ يوه نظري لوستنه نه وي چه مونږ يواځی خپل معلومات زياتوو، بلکه ځمونږ د متونو زده کړه دي يوه داسی زده کړه وي چه زمونږ د ژوند لپاره علمي او عملي تګلاره وي، چه د هغه په رڼا کښی خپل ورځنې ژوند تيروو، ترڅو ځمونږ ټول ژوند د الله تعالی د رضامندۍ اودهغه ددين د لوړوالي لپاره شي، او خلکو ته ځمونږ دا پيغام ورسيږي چه: زمونږ ژوند د الله تعالی د رضامندۍ او دهغه د دين لپاره دې، او مرګ مو هم په دغه لار کښی دې، لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﯞ ﯟﯠ ﯡ ﯢ ﯣ ﯤ ﯥ ﯦ ﭼ الأنعام: ١٦٢ – ١٦٣.
ترجمه: اي پيغمبره! دي خلکو ته ووايه چه: بيشکه زما لمونځ او ټول بدني عبادت او بندګۍ، او قرباني او مالي بندګۍ، بلکه زما ټول ژوند او په دغه لار کښی مرګ يواځی د يو الله تعالی د رضامندۍ لپاره دې، هغه الله چه د ټولو عالميانو پروردګار او پالونکې دې، هيڅ ډول شریکوال او برخوال ورسره په ربوبيت، الوهيت او اسماو صفاتو کښی نشته، او په همدي کار باندی ما ته د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى لخوا امر شوې دې)یعنی دا زما خپل اجتهاد نه دې(، او له همدی کبله خو زه له ټولو مسلمانانو څخه ړومبنې او لومړې مسلمان او د الله تعالی دغه اوامرو ته غاړه ايښودونکې يم.