المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو 8) الدرس الثاني: شرح المسائل الأربع


أبو زكريا
_11 _December _2014هـ الموافق 11-12-2014م, 07:24 AM
بدء المؤلف رسالته بالبسملة
·البدء بالبسملة من سنن الأنبياء.
o قال الله تعالى: ﴿قالت يا أيها الملأ إنه ألقي إلي كتاب كريم إنه من سليمان وإنه بسم الله الرحمن الرحيم ألا تعلوا علي وأتوني مسلمين﴾ [النمل: 29].
o قال ابن عاشور: (والمظنون أن سليمان اقتدى في افتتاح كتابه بالبسملة بسنة موروثة من عهد إبراهيم).
· وفيه اتساء بالنبي صلى الله عليه وسلم في مكاتباته ومراسلاته ففي صحيح البخاري من حديث ابن عباس رضي الله عنهما أن النبي صلى الله عليه وسلم كتب إلى هرقل وبدأ بالبسملة.
· حديث: (كل أمر ذي بال لا يبدأ فيه ببسم الله الرحمن الرحيم أقطع) ضعيف جداً، رواه الخطيب البغدادي في كتاب الجامع في أخلاق الراوي والرهاوي في الأربعين من حديث أبي هريرة مرفوعاً.
o ورواه الإمام أحمد وأبو داوود وابن ماجه بلفظ: (كل كلام أو أمر ذي بال لا يفتح بذكر الله عز وجل فهو أبتر) أو قال: (أقطع).
o ومن أهل العلم من حسَّنه كالسيوطي والعجلوني، وذكر السخاوي في المقاصد الحسنة أنه ألف فيه جزءاً، وضعفه الألباني وجماعة من أهل العلم، وقال الدارقطني: الصحيح عن الزهري مرسلاً.
· ذكر بعض الشراح أن المؤلف ابتدأ بالبسملة اقتداء بالكتاب العزيز، وفي هذا الاستدلال نظر، إذ لو بدأ متحدثٌ حديثه بالحروف المقطعة اقتداء بالكتاب العزيز لَعُدَّ مبتدعاً.
بيان معنى البسملة
· البسملة اسم لكلمة (باسم الله) صيغ على طريقة النحت.
· (بسم) الباء للاستعانة والتبرك، و(اسم) مفرد مضاف فيعم جميع الأسماء الحسنى.
o حذفت الألف رسماً تبعاً لحذفها لفظاً للكثرة.
· متعلق الجار والمجرور محذوف ويقدر بفعل يناسب المقام نحو: أَكْتُبُ، أو أعلِّمُ
o يصح أن يقدر المتعلق اسماً كما دل عليه قوله تعالى: ﴿وقال اركبوا فيها باسم الله مجراها ومرساها﴾[هود: 41]، ويصح تقديره فعلاً كما دل عليه قوله تعالى: ﴿اقرأ باسم ربك الذي خلق﴾[العلق: 1].
o الاستعانة بالله وشهود منته وطلب حفظه وتسديده من أسباب تمام العمل ونجاحه؛ فينبغي للمعلم أن يستحضر معاني البسملة وأن تمام الأمر إنما هو بحول الله وقوته ومنته والعبد لا يملك لنفسه نفعاً ولا ضراً إلا ما شاء الله.
· (الله) عَلَمٌ على الباري جل وعلا.
o قال سيبويه: (الله) أعرف المعارف.
o قال بعض علماء اللغة: أصله (الإله)، وهو فِعَالٌ بمعنى مفعول.
o المألوه هو المعبود الذي تألهه الخلائق محبة وتعظيماً وخضوعاً.
o هذا الاسم هو الجامع لجميع صفات الكمال والجلال والجمال، ويدل عليها بالتضمن واللزوم.
o وهو اسم مختص بالله جل وعلا، ولهذا تضاف الأسماء الحسنى إليه ولا يضاف إليها؛ فيقال: الرحمن والرحيم والغفور من أسماء الله، ولا يقال العكس.
o (اللهم) معناها يا الله، زيدت الميم عوضاً عن النداء، ولذلك لا تقال إلا في الدعاء.
· (الرحمن) أي ذو الرحمة الواسعة التي وسعت كل شيء.
· (الرحيم) الذي يرحم من يشاء من خلقه.
o جميع ما في الكون من خير فهو من آثار رحمة الله.
o الهداية للحق من آثار الرحمة الخاصة.
o قال ابن القيم رحمه الله تعالى: ( (الرحمن) دالٌّ على الصفة القائمة به سبحانه، و(الرحيم) دال على تعلقها بالمرحوم؛ فكان الأول للوصف والثاني للفعل، فالأول دال على أن الرحمة صفته، والثاني دال على أنه يرحم خلقه برحمته، وإذا أردت فهم هذا فتأمل قوله تعالى: (وكان بالمؤمنين رحيماً)، (إنه بهم رؤوف رحيم) ولم يجئ قط رحمن بهم، فعلم أن (رحمن هو الموصوف بالرحمة، و(رحيم) هو الراحم برحمته).
· اقتصر المؤلف على البسملة اختصاراً لئلا يطيل على القارئ بالخطبة، ولأن البسملة من أبلغ الذكر والثناء.

أبو زكريا
_11 _December _2014هـ الموافق 11-12-2014م, 07:31 AM
د مؤلف رحمه الله خپله رساله په »بسم الله الرحمن الرحيم« باندي پيلول
*شيخ رحمه الله خپله رساله پر بسم الله الرحمن الرحيم باندی شروع کړه؛ ځکه د هر کار پر بسم الله الرحمن الرحيم باندی شروع کول د انبياؤ طريقه ده، لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى همدا کار د سليمان عليه السلام څخه رانقل کړې دې، الله جلّ جلاله فرمايي: ﭽ ﮝ ﮞ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﭼ النمل: ٢٩ - ٣١
ترجمه: بلقيس وويل: اي مشرانو! بيشکه ما ته يو ډير عزتمند ليک راوغورزول شو، په دي ليک داسی راغلي دي: دا ليک د سليمان عليه السلام لخوا دې، او شروع کوم په نوم د الله تعالی چه ډير زيات مهربان او پوره بخښوونکې دې، خبردار! تاس زما په خلاف سرکښي ونکړۍ، او تاسو ټول ما ته داسی حال کښی راشۍ چه ټول مسلمانان ياست؟
*مشهور مفسّر ابن عاشور رحمه الله ددي آياتونو په تفسير کښی وايي: داسی ګومان کيږي چه سليمان عليه السلام د ليک په »بسم الله« باندی شروع کولو کښی د هغی طريقی پيروي کړی ده چه له ابراهيم عليه السلام څخه ورته پاتی وه.
*بلکه په دي کار کښی زمونږ د خوږ پيغمبر محمد صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم پيروي ده؛ ځکه هغه به هم خپل ليکونه په »بسم الله« باندی پيل کول؛ لکه چه په صحيح البخاري کښی د ابن عباس رضي الله عنهما کښی راغلي دي چه بيشکه رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم هرقل ته ليک وليکلو، او پر »بسم الله« يی پيل کړ.
*په دي موضوع کښی يو حديث هم شته چه: ) كل أمر ذي بال لا يبدأ فيه ببسم الله الرحمن الرحيم أقطع (ضعيف جداً، رواه الخطيب البغدادي في كتاب الجامع في أخلاق الراوي والرهاوي في الأربعين من حديث أبي هريرة مرفوعاً.
ترجمه: يعنی هر د شان والا کار چه په بسم الله الرحمن الرحيم باندی شروع نه شي، نو هغه سر ته نه رسيږي.
خو دغه حديث د رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم څخه ثابت نه دې، بلکه سند يی ډير ضعيف دې.
*هو د امام احمد او ابو داود او ابن ماجه په روايت نور داسی الفاظ رانقل دي چه فرمايي: (كل كلام أو أمر ذي بال لا يفتح بذكر الله عز وجل فهو أبتر) أو قال: (أقطع).
ترجمه: يعنی هره خبره او کوم د شان والا کار چه د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى په ذکر او نوم یادونی پرته پيل شي هغه ناقص او پرې شوې دې.
*او ځينی علماؤ ورته حسن ويلي دي لکه سيوطي، او عجلوني، او سخاوي په المقاصد الحسنه کښی وايي چه: ددي حديث په هکله يی يوه وړه رساله هم ليکلی ده، چه ددي حديث څيړنه يی پکښی کړی ده.
او شيخ ألباني او ځينی نور علماء )رحم الله الجميع( ورته ضعيف وايي، خو امام دارقطني رحمه الله وايي چه صحيح خبره دا ده چه دا له امام زهري رحمه الله څخه مُرْسَل رانقل شوې دې، ) او هيره دي نه وي چه د امام زهري رحمه الله مراسيل ضعيف وي(.
*ځينی شارحين وايي چه مؤلف رحمه الله دلته په »بسم الله« باندي ځکه پيل کړې دې چه د قرآنکریم پيروي وکړي، خو په دي استدلال باندي هم اعتراض شته، او هغه دا چه که يو څوک خپلی خبری د قرآنکريم په حروف مقطّعاتو باندي پيل کړي، نو خلک به ورته مُبْتَدِع ووايي.
د »بسم الله الرحمن الرحيم« معنی
*په »بسم الله الرحمن الرحيم« ته په علمي کتابونو کښی د اختصار په ډول »البسمله« وايي، چه د »باسم الله« څخه اخستل شوی ده.
*»بسم« کښی »با« د استعانت او تبرک لپاره ده، چه د مرستی غوښتلو او برکت غوښتلو په معنی دي، او »اسم« مفرد مضاف دې لفظ الجلاله»الله« ته، او دا د »اسم« کلمه د الله جلّ جلاله ټولو اسماء حسناو ته شامل دې.
خو له »اسم« څخه بيا الف په ليک کښی حذف شوې دې؛ ترڅو د تلفظ سره برابر وي؛ ځکه په لوستلو کښی الف د »بسم الله« د ډير لوستلو له کبله تخفيف پکښی کيږي او نه لوستل کيږي، بيا »با« حرف جار، او »اسم« مجرور دې، متعلق دي په يو محذوف فعل پوری چه تقدير د هر مقام سره مناسب فعل وي چه: أکتب، یا أعلّم، او داسی نور.
*متعلق د جار او مجرور اسم کښی لازمي نه ده چه هغه دي خامخا فعل وي، بلکه اسم هم کيداي شي، لکه چه په دي آیت کريمه کښی راغلې دې: ﭽ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔﮕ ﭼ هود: ٤١.
ځکه دلته يی متعلق مجرـها ومرساها دې.
او فعل يی هم متعلق کيدې شي لکه په دي آیت کريمه کښی چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﭼ العلق: ١.
ځکه دلته يی متعلق »اقرأ« دې، او هغه فعل دې.
*دلته مو وويل چه »با« د استعانت او مرستی غوښتلو لپاره ده؛ ځکه چه له الله تعالی څخه استعانت او مرسته غوښتل او د هغه څخه د ځان ساتنی غوښتنه او د هغه د احساناتو راوريدل، او هر کار کښی توفيق ورکول د هر کار د بشپړتيا، کاميابۍ او برياليتوب سبب دې؛ له همدي کبله هر ښوونکې بايد د »بسم الله« معناګانی په ذهن کښی حاضری کړي، او په دي پوهه شي چه د هر کار بشپړتيا يواځی د يو الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى په مرسته، کومک او مهربانۍ سره سر ته رسيداي شي، او بنده د خپل ځان لپاره د هيڅ ګټی او تاوان واک او اختيار نلري، ده ته به هم هغه څه وررسيږي چه د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى خوښه او اراده وي.
*لفظ د»الله« زمونږ د پرودګار جلّ جلاله نوم دې.
د عربي ژبی مشهور عالم سيبويه وايي: لفظ د »الله« له هرڅه نه ډير مشهور او معرفه دې.
د عربي ژبی نور علماء وايي: »الله« لفظ مشتقي دې، له »الاله« څخه اخستل شوې دې، چه د فِعَالٌ په وزن او د مفعولٌ )يعنی مألوهٌ(په معنی دې.
او »مألوهٌ« معنی: معبود ده، يعنی هغه څوک چه ټول مخلوقات يی په مينه محبت، تعظيم او عاجزۍ سره عبادت او بندګي کوي.
*همدارنګه لفظ د »الله« د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى په نومونو کښی د ټولو کمالي، جلالي او جمالي صفاتو ته شامل نوم دې چه په ټولو باندي يا په طريقه د تضمن او يا په طريقه د لزوم سره دلالت کوي.
*همداراز »الله« لفظ د الله جلّ جلاله ډير خاص او ځانګړې نوم دې؛ له همدی کبله د نورو نومونو نسبت ده ته کيږي، خو د ده نسبت بل نوم ته نه کيږي، يعنی مونږ ويلاي شو چه: الرحمن او الرحيم او الغفور د الله تعالی نومونه دي، خو داسی نه وايو چه: الله د الرحمن يا الرحیم يا الغفور نوم دې.
*د »اللهمّ« معنی: يا الله، په اخره کښی ميم د حرف نداء »يا« څخه عوض او بدل دې؛ له همدی کبله »اللهمّ« يواځی په دُعا کښی ويل کيږي.
*د »الرحمن« معنی: د ډير پراخه رحمت خاوند چه هر څه ته ورشامل دې.
*د »الرحيم« معنی: هغه ډير مهربان الله چه هر چا ته يی خوښه شي خپل رحمت او مهرباني ورباندي کوي.
*په دي کون کښی چه هرڅه دي د الله تعالی د رحمت له آثارو ځينی دي.
*خو مؤمنانو ته هدايت او د دين لارښوونه بيا په مؤمنانو پوری د خاص رحمت اثر دې.
*علامه امام ابن القيّم رحمه الله فرمايي: د الله تعالی »الرحمن« نوم د الله تعالی په هغه ذاتي صفت دلالت کوي چه هميشه د ده په ذات کښی شته، او » الرحيم« معنی دا ده چه د هغه د رحمت د صفت متعلقين په مخلوق کښی شته چه رحمت ورباندي کوي، نو لومړنې يعنی »الرحمن« د صفت د بیان لپاره دې، او دوهم يعنی »الرحيم« د فعل د بيان لپاره دې، همدارنګه لومړنې ددي لپاره دې چه رحمت د الله تعالی صفت دې، او دوهم دا بيانوي چه الله تعالی پر مخلوق باندي د خپل د رحمت صفت په بناء رحم کوي، دي معنی باندي د پوهيدو لپاره دي آيت کريمه کښی سوچ بايد وکړو چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽ ﰑ ﰒ ﰓ ﰔ ﭼ الأحزاب: ٤٣.
ترجمه: يعنی الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى پر مؤمنانو باندي رحم کونکې دې.
همدارنګه فرمايي: ﭽ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﯵ ﭼ التوبة: ١١٧.
ترجمه: بيشکه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى پر مؤمنانو باندی ډير زيات مهربان او رحم کونکې دې.
له همدی کبله په قرآنکريم هيڅکله )رحمن بهم( نه دې راغلې، نو معلومه شوه چه د »الرحمن« معنی دا ده چه الله تعالی د رحمت په صفت باندي موصوف دې، او د »الرحيم« معنی دا چه هغه د خپل رحمت د صفت په سبب پر مخلوق رحم کوي.
*دلته دا خبره بايد ووايو چه مؤلف رحمه الله په دي رساله کښی يواځی پر »بسم الله« باندي اکتفا او بسنه کړی ده، او نوره اوږده خطبه يی ورسره نه ده ويلی؛ ددي لپاره چه پر لوستونکي باندي اوږده او زياتوالې رانشي؛ او بل دا چه »بسم الله« پخپله کامله او پوره ذکر او ثناء ده.