المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو 6) مقاصد الدرس الأول ( ترجمة المؤلف)


أبو زكريا
_4 _December _2014هـ الموافق 4-12-2014م, 09:31 AM
ترجمة المؤلف رحمه الله
· هو شيخ الإسلام محمد بن عبد الوهاب بن سليمان التميمي.
· ولد فِي بلدة العُيَينةِ من قرى نجد، سنة 1115هـ.
· نشأ نشأةً صالِحة فحفظ القرآن قبل بلوغه عشر سنين، وتتلمذ على والده قاضي العيينة.
· ظهرت عليه أمارات النبوغ من حدّة الذهن وقوة الحفظ وحسن الفهم وعلو الهمة.
· قرأ على صغر سنه كتباً كثيرة في التفسير والحديث والاعتقاد والفقه وغيرها.
· رحل في طلب العلم إلى الحرمين والأحساء والبصرة والزبير.
· كان سريع الكتابة حادّ الذكاء قوي الحفظ جادًّا مقبلاً على العلم والعمل.
· أقبل على كتب شيخ الإسلام ابن تيمية وتلميذه ابن القيم ففهم مقاصدها واختصر بعضها.
· أَسِفَ لما آل إليه حال الناس من غربة الدين وانتشار الشرك والجهل، حتى عُبدت الأشجار والأحجار والقبور والجن.
· اتفق مع أمير الدرعية محمد بن سعود على الدعوة إلى التوحيد ونصرة الدين بالحجة والسنان، وتبايعا على ذلك.
· أقام مدرسة لتعليم التوحيد وعلوم الشريعة، وألَّفَ لهم المناهج ورتَّبَ لهم الدروس، فوفد إليه طلاب العلم، وانتشرت دعوة الشيخ المباركة.
· كاتَبَ الشيخ العلماءَ والأمراءَ والوجهاء وأقام الحجج وكشف الشُّبَه.
· استجاب لدعوة الشيخ طائفة من الناس وأيدوه وناصروه، واستنكف آخرون وعادوه وآذوه، واجتهدوا في تنفير الناس عنه ورميه بالعظائم.
· رُفعت راية الجهاد بعد عام 1158هـ ففتح الله لهم القلوب والبلاد وأعلى الله كلمته ونصر أولياءه ودحض الشرك وأهله.
· كان الشيّخ متوليّا أمانة بيت المال وأمور السلم والحرب، وفي عام 1188هـ تركهما وانقطع للعبادة والتعليم إلى أن توفاه الله عز وجل في الدرعية سنة 1206 هـ فرحمه الله رحمة واسعة وألحقه بالصالحين، وجمعنا به في مقعد صدق عند مليك مقتدر.
رسالة ثلاثة الأصول وأدلتها
· المؤلف له رسالة أخرى باسم: (الأصول الثلاثة) أكثر اختصاراً من هذه الرسالة مطبوعة ضمن مجموع مؤلفاته، حذف منها بعض العبارات، وحديث جبريل الطويل.
· رسالتا المسائل الأربع والمسائل الثلاث أُلحقتا برسالة ثلاثة الأصول، وليست منها في الأصل كما نبه إلى ذلك شيخنا الشيخ عبد الله بن جبرين رحمه الله.
o كان هذا التصرف سبباً مباركاً في كثرة تدريس هاتين الرسالتين الوجيزيتن النافعتين.
· هذا الدليل هو لشرح رسالة (ثلاثة الأصول وأدلتها)، وهذه الرسالة مشهورة متداولة وقد طبعت كثيراً وشرحها كثير من أهل العلم في بلادنا، بل جعلوها من أول ما يبدؤون به تعليم العقيدة.
· والأصول الثلاثة: هي معرفة الله ومعرفة نبيه صلى الله عليه وسلم ومعرفة دين الإسلام بالأدلة.
· كان الشيخ رحمه الله يكرر تأليف هذه الرسالة ويلقنها للعامة، وفي بعض نسخها اختلاف يسير وموضوعها واحد.
o منها رسالة باسم (الأصول الثلاثة) طبعت من دون المسائل الأربع والمسائل الثلاث وليس فيها حديث جبريل الطويل وبينها وبين هذه النسخة اختلاف يسير.
o ومنها رسالة أكثر اختصاراً باسم (أصول الدين الثلاثة) أدخل في بعضها ألفاظاً عامية ليقربها للعامة.
o من تلاميذ الشيخ والمعتنين بتدريس هذه الأصول الثلاثة من اختصرها وصاغها بأسلوب السؤال والجواب كما فعل ذلك الشيخ: عبد العزيز بن محمد أبو حبيب الشثري وعلق عليها حاشية يسيرة وأسمى كتابه (المصقول في التعليق على مختصر ثلاثة الأصول) وقد اعتنى بنشرها حفيده الشيخ سعد بن ناصر الشثري حفظه الله.
· هذه الرسالة غلب عليها اسم (ثلاثة الأصول) حتى صار علماً عليها.
· هذه الإضافة (ثلاثة الأصول) صحيحة فصيحة، وهي مستعملة في نجد إلى اليوم.
o قال المبرد في المقتضب: (تقول: هذه ثلاثة أثوابٍ؛ كما تقول: هذا صاحب ثوبٍ؛ فإن أردت التعريف قلت: هذه ثلاثة الأثواب، كما تقول: هذا صاحب الأثواب؛ لأن المضاف إنما يعرفه ما يضاف إليه فيستحيل هذه الثلاثة الأثواب؛ كما يستحيل هذا الصاحب الأثواب، وهذا محال في كل وجه، ألا ترى أن ذا الرمة لما أراد التعريف قال:
أمنزلتي مَيٍّ ســـــــــلامٌ عـــــــــليــــــكما***هل الأزمن اللائي مضين رواجع
وهل يرجع التسليم أو يدفع البكا***ثلاث الأثافي والرسوم البلاقع
وقال الفرزدق:
ما زال مُذْ عَقَدَتْ يداهُ إزارَه****ودنا فأدرك خمسة الأشبار
فهذا لا يجوز غيره)ا.هـ.
o ذكر الحريري في "أوهام الخواص" أنهم يقولون: ما فعلت الثلاثة الأثواب؛ فيعرّفون الاسمين ويضيفون الأول منهما إلى الثاني؛ قال: (والاختيار أن يعرّف الأخير من كل عدد مضاف، فيقال: ما فعلت ثلاثة الأثواب؟ وفيم انصرفت ثلاثمائة الدرهم؟).
· الأصول جمع أصل وهو ما يُبنى عليه، وسميت ثلاثة الأصول بهذا الاسم لأنه الدين مبني على معرفتها.
أهمية رسالة ثلاثة الأصول وأدلتها
· كان الشيخ يلقّن الطلبة والعامة هذه الرسالة ليدرسوها ويحفظوها ويعقلوا معانيها.
· الأصول الثلاثة هي: معرفة العبد ربه جل وعلا، ومعرفة نبيه صلى الله عليه وآله وصحبه وسلم، ومعرفة دين الإسلام بالأدلة.
· هذه الأصول الثلاثة هي المسائل الثلاث التي يسأل عنها العبد في قبره: من ربك؟ وما دينك؟ ومن نبيك؟
· عن البراء بن عازب رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (إن الميتَ ليسمع خَفْق نعالهم إذا وَلَّوْا مدبرين حين يقال له: يا هذا، مَنْ ربُّك ؟ وما دِينُك ؟ ومن نَبِيُّكَ ؟). رواه أبو داوود وغيره.
· جميع مسائل الدين ترجع إلى هذه الأصول الثلاثة.

أبو زكريا
_4 _December _2014هـ الموافق 4-12-2014م, 09:39 AM
*د »ثلاثة الأصول« رسالی د مؤلف او ليکونکي لنډه ترجمه او پيژندنه:
نوم يی: محمد بن عبد الوهاب بن سُلَيمان التميمي.
پيدايښت يی: هغه د نجد له منطقو څخه يوه منطقه کښي چه عُيَيْنه نوميږي په ۱۱۱۵هـ ق کښی پيدا شوې دې.
*په وړوکوالي کښی ډير نيک وو، لس کلنۍ ته له رسيدو نه مخکښی يی قرآنکريم حفظ کړو، او لومړنۍ زده کړی يی له خپل پلار الشيخ عبد الوهاب څخه وکړی، چه پخپل وخت کښی د عُيَيْنی قاضي هم وو.
*له پيل څخه په ده کښی د پوهی او زيرکتيا نښی نښانی ليدل کيدی؛ ځکه ذهن يی ډير تيز، او حافظه يی ډيره قوي وه، همدارنګه ډير ښه به پوهيدو، او لوړ همت او اميدونه يی لرل.
*په کم عمر کښی يی په بيلابيلو فنونو کښی ډير کتابونه ولوستل، لکه تفسير، حديث، اعتقاد، فقه او داسی نور.
*او بيا د علم د زده کړی لپاره حرمينو شريفينو، الأحساء، بصری، او زُبَيْر منطقو ته وکوچيد.
*دې ګړندې ليکوال، د تيز ذهن او قوي حافظی خاوند وو، او علم او عمل ته يی مخه وه.
*د شيخ الاسلام ابن تيمیه او د هغه د شاګرد ابن القيّم رحمهما الله کتابونو ته يی مخه کړه هغه يی ولوستل، او ښه يی په مقصد پوهه شو، او ځينی خو يی لا آن مختصر هم کړل.
*کله چه يی په خلکو له دين څخه بی دينۍ ته اوړيدل وليدل، ډير خفه شو، چه څومره په خلکو کښی دين ناآشنا شوې، شرک، ناپوهي، او ډول ډول بدعتونه پکښی خپاره دي، تردي چه د ونو، تيګو، قبرونو او پيريانو عبادت او بندګي پکښی رواج شوی ده.
*کله چه يی د امت دغه بد حالت وليده د خپل دينی مسؤوليت د اداء له کبله يی مټی راونغښتی او د توحيد اوسنت خوا ته يی خلک وبلل او له شرک اوبدعت څخه يی ويرول، او په دي لار کښی يی ډير زحمتونه وګالل، او په آخر کښی يی د دِرْعِيی امير محمد بن سعود ته هم دعوت ورکړ، او د هغه ددغه مبارک دعوت له منلو وروسته دواړه په دي سلا شول چه همدی توحيد او پر دليل او توره به ددين مرستی او کومک ته خلک بلي، او پر دي خبره يی يو له بل سره بيعت وکړ.
*په پيل کښی يی يوه مدرسه جوړه کړه چه د توحيد او نورو شرعي علومو ښوونه به پکښی کیدله، او د هغوﺉ لپاره يی تدريجي او درجه وار منهج جوړکړ، او وخت په وخت درسونه يی پکښی شروع کړل، نو د علم زده کونکي ورته رامات شول او د شيخ رحمه الله دغه مبارک دعوت په خلکو کښی خپور شو.
*په دوهمه مرحله کښی شيخ رحمه الله د خواوشا منطقو علماؤ او مشرانو ته دعوتي ليکونه واستول چه هغوﺉ پکښی د توحيد او سنت منلو او خپرولو ته وبلل، هغوﺉ ته يی د توحيد او سنت دلايل واضح کړل، او هغه شبهی چه د هغوﺉ په ذهنونو کښی وي د هغی ازاله او بيان يی وکړ.
*يو ټولي خلکو د شيخ رحمه الله دعوت او بلنه ومنله، او د تأييد، مرستی او کومک لپاره ورسره شو، او ځينو نورو تری مخ واړولو، او له ده سره يی ددغه حق دعوت له کبله دښمني او زورونه پيل کړه، او دده په مقابل کښی يی له ده څخه د خلکو په نفرت کښی اچولو، او په درواغو ده ته لوﺉ لوﺉ نارواوی ورپوری وتړلی او په دي کار کښی يی خپل ټول کوښښونه په کار واچول.
*له ۱۱۵۸هـ څخه وروسته ديته اړ شو چه د توحيد او سنت د مخالفينو په خلاف د جهاد بيرغ پورته کړي، نو الله جلّ جلاله ورته د خلکو زړونه او هم منطقی فتح او خلاصی کړی، او د دوﺉ په سبب الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى د خپلی توحيد کلمی، دين او د خپلو دوستانو او نيکانو بندګانو مرسته وکړه، او شرک او مشرکين يی له منځه يوړل.
*په پيل کښی شيخ رحمه الله پخپله د بيت المال، او هم دجنګ او صلحی ټول مسؤوليتونه په غاړه لرل، خو په ۱۱۸۸هـ يی دا هرڅه پريښودل او دعبادت، بندګۍ او هم دعلم نشر او خورولو ته يی مخه کړه، او په همدي کښی تر هغه پوری وو چه کله په درعيه کښی په ۱۲۰۶هـ وفات شو، رحمه الله رحمة واسعة، الله تعالی دی پری رحم وکړي او د نورو نيکانو بندګانو په ټولي کښی دی هغه هم شامل کړي، او مونږ او دوﺉ ټول دي الله په خپل لوړ جنت کښی سره يوځاي کړي.
د »ثلاثة الأصول و أدلّتها« رسالی لنډه پيژندنه:
*د شيخ رحمه الله ديته ورته يوه بله رساله هم شته چه نوم يی: »الأصول الثلاثة« دې، خو هغه له دي څخه ډيره مختصره او لنډه ده، او د شيخ رحمه الله د مؤلفاتو په مجموعه کښی چاپ شوی ده، له هغی څخه يی ځينی عبارتونه حذف کړي دي، او هم يی ورڅخه د جبريل عليه السلام هغه مشهور حديث هم چه په »ثلاثة الأصول وأدلّتها« کښی شته له دی »الأصول الثلاثة« څخه د اختصار او لنډوالي په خاطر حذف کړې دې.
*د شيخ رحمه الله دوه نوری رسالی چه: »المسایل الأربع« او »المسایل الثلاث« نوميږي هم له » ثلاثة الأصول« رسالی سره يوځاي کړې شوي دي، خو په اصل کښی دغه دواړه رسالی په دي کښی شاملی نه دي، بلکه هره يوه جلا جلا رسالی دي لکه چه شيخ عبد الله بن جبرين رحمه الله ددی څرګندونه کړی ده.
*او دا کار ددي ډير ښه سبب شو چه دا دواړه وړی او کوچنۍ مبارکی رسالی تر نورو ډيری لوستل کيږي.
*او دا لارښود هم د » ثلاثة الأصول وأدلّتها« رسالی دې، چه دلته د خلکو ترمنځ يوه مشهوره رساله ده، چاپ شوی هم ډيره ده، او ډيرو علماؤ دلته په سعودی عربستان کښی شرح کړی هم ده، بلکه دوي د عقيدی علم په پيل کښی همدی باندی شروع کوي.
*له دری أصولو او بنسټونو څخه مراد: د الله جلّ جلاله پيژندنه، د هغه د پيغمبر محمد صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم پيژندنه، او پر دلایلو باندي د اسلام مقدّس دين پيژندل.
*شیخ رحمه الله دا رساله څو څو ځله تأليف کړی ده، او عامو خلکو ته به يی وريادوله، له دي کبله ددی په ځينو نسخو کښی يو تر بله سره لږ غوندی اختلاف او توپير شته، خو موضوع کښی يی توپير نشته هغه هم يوه ده.
*ځينی له دغه نسخو څخه د »الأصول الثلاثة « په نوم چاپ شوی ده، خو هغی سره د »المسایل الأربع« او »المسایل الثلاث« رسالی نشته، او د جبريل عليه السلام هغه اوږد حديث شريف هم پکښی نشته، څه لږ نور توپير هم پکښی شته.
*او يوه بله نسخه چه ډيره مختصره او لنډه ده هغه د »أصول الدين الثلاثة« په نوم ده، چه په هغی کښی ځينی عامي الفاظ هم شته، ددي لپاره چه عوام پری ښه او په آسان ډول پوهه شي.
*بيا دشيخ رحمه الله هغه شاګردانو او نورو علماؤ چه دا رساله يی درسي خلکو ته شرح کوله، ځينو يی مختصره کړی ده، او د سؤال او ځواب په شکل يی جوړه کړی ده، لکه چه داسی کار شيخ عبد العزيز بن محمد أبو حبيب الشثري هم کړې دې، او لنډه شان حاشیه ورباندی هم ليکلی ده، او نوم يی ورله »المصقول في التعليق علی مختصر ثلاثة الأصول« ايښې دې، دغه حاشيه بيا د هغه لمسي شيخ سعد بن ناصر الشثري حفظه الله خپره کړی ده.
*خو دا رساله د »ثلاثة الأصول« په نوم ډيره مشهوره ده.
*دلته په »ثلاثة الأصول« کښی د »ثلاثة« اضافت »الأصول« ته صحيح او فصيح اضافت دې، او دلته په نجد کښی ډير مستعمل دې، او له پخوانيو لغوي علماؤ هم رانقل دې؛ لکه چه مبرّد په خپل کتاب »المقتضب« کښی وايی: هذه ثلاثة أثواب داسی صحيح دې لکه چه يو څ..وک وايی: هذا صاحب ثوبٍ، خو که ته بيا ددی تعريف غواړی نو بايد ووايي: هذا صاحب الأثواب؛ ځکه د مضاف تعريف پر مضاف اليه باندی راځي، نو داسی نه ويل کيږي چه: هذه الثلاثة الأثواب، لکه چه داسی نه ویل کیږي : هذا الصاحب الأثواب، ځکه دا عبارت په هيڅ ډول نه صحيح کيږي، ذي الرُّمه ته نه ګوری هغه چه کله تعريف غوښته نو يی وويل:
أمنـــــزلتي مَيٍّ ســــــلامٌ عليكما***هل الأزمن اللائي مــــضـــــين رواجــــــع
وهل يرجع التسليم أو يدفع البكا***ثلاث الأثافي والرسوم البلاقع
همدارنګه د عربي ژبی مشهور شاعر فرزدق وايی:
ما زال مُذْ عَقَدَتْ يداهُ إزارَه***ودنا فأدرك خمسة الأشبار
نو دلته بل تعبير نه صحيح کیږي.ا.هـ.
همدارنګه حريري په أوهام الخواص کښی داسی څرګندوي: عرب وايي: »ما فعلت الثلاثة الأثواب«، نو دواړه اسمونه معرّف ذکر کوي، او لومړنې دوهم ته مضاف کوي.
وايي: خو غوره او زما اختيار دا دې چه هر عدد چه مضاف وي، دوهم معرّف کړې شي، نو داسی بايد وويل شي: ما فعلت ثلاثة الأثواب؟ وفيم انصرفت ثلاثمائة الدرهم؟
*»الأصول« د »أصل« جمع ده، او أصل« بنياد او بنسټ ته ويل کيږي، او »ثلاثة الأصول« رساله په دي نوم ځکه نومول شوی ده چه په دي کښی هم هغه څه بيان شوي دي چه ددين بنياد او بنسټ او تاداو دې، او ددين پيژندل ورپوری تړلي دي.
د »ثلاثة الأصول« رسالی اهميت او اړتيا
*دا دومره مهمه رساله ده چه شيخ محمد بن عبد الوهاب رحمه الله به پخپله دا رساله خپلو شاګردانو او هم عوامو خلکو ته ورزده کوله، ترڅو هغوي يی ولولي او په يادو يی ياده کړي، او هم يی پر معانيو باندی ځان پوهه کړي.
*په دي رساله کښی دری ګوني اصول او بنسټونه بیان شوي دي، او هغه دا چه:
أ/ بنده بايد خپل رب او پروردګار او معبود سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى وپيژني.
ب/ بنده بايد خپل ورليږل شوې پيغمبر محمد صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم وپيژني.
ج/ بنده بايد خپل مقدّس اسلامي دين په دلايلو او براهينو وپيژني.
*دا دری بنسټونه همهغه دری مسائـل دي چه له بنده څخه يی په قبر کښی پوښتنه کيږي چه: ستا رب او معبود څوک وو؟ ستا دين څه شې وو؟ او ستا پيغمبر او درليږل شوې استاذې څوک وو؟
*لکه چه د براء بن عازب رضي الله عنه په حديث شريف کښی رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم فرمايی:(إن الميتَ ليسمع خَفْق نعالهم إذا وَلَّوْا مدبرين حين يقال له: يا هذا، مَنْ ربُّك ؟ وما دِينُك ؟ ومن نَبِيُّكَ ؟) رواه أبو داوود وغيره.
ترجمه: کله چه يو مړې دفن شي، او خلک ورڅخه وګرزي، نو مړې به لا ددوي د څپلو ګړپهارې او اواز اوري چه له ده څخه به پوښتنه وشي: ستا رب او معبود څوک وو؟ ستا دين څه شې وو؟ او ستا پيغمبر څوک وو؟.
*نو په اصل کښی ددين ټول مسائـل همدی دری اصولو او بنسټونو ته راګرزي.