المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو) 2


أبو زكريا
_24 _November _2014هـ الموافق 24-11-2014م, 07:26 AM
مناهج العلماء في شرح المتون العلمية
من مهمّات ما ينبغي لطالب العلم أن يتبيّنه تنوّع طرائق أهل العلم في شرح المتون العلمية، وما لكل طريقة من الفوائد، وما عليها من المؤاخذات، لتكون دراسته مبنيّة على معرفة بيّنة بما يوافق مستواه العلمي، وغرضه التعليمي، ويفيده في حسن التعلم، واكتمال بنائه العلمي وتوازنه.
وقد تأمّلتُ مناهجَ أهلِ العلم في شرح المتون العلمية فوجدتها على أنواع:
النوع الأول: الشرح الإجمالي؛ الذي يريد منه الشارحُ توضيح عبارات المتن باقتضاب شديد والإلمام السريع بمباحث ذلك المتن.
ولهذا المنهج فائدة جليلة في اكتساب تصوّر أوّلي سريع لمسائل المتن، وتناسب ارتباطها بعضها ببعض.
ولكن الاكتفاء به لا ينتج للطالب تحصيلاً علمياً يُعتمد عليه، ولذلك تجد الغالب على من سلك هذه الطريقة في الدراسة الضعف العلمي، وإن درس عدداً من المتون العلمية.
النوع الثاني: الشرح التحليلي الذي لا يكاد يغادر صاحبه لفظة من ألفاظ المتن إلا ويعلق عليها أو يشرحها، بل ربما أعربها.
ولهذا التحليل والتفصيل فوائد قيّمة في فهم عبارات المتن، وحلّ المشكلات، والإلمام بتفصيلات المسائل التي يذكرها الماتن، وهو أنفع مما قبله.
لكن يؤخذ على هذه الطريقة إفاضتها في التفصيلات إلى درجة تجعل الطالب يحس من نفسه أن تلك المعلومات ينسي بعضها بعضاً وتذهله عن المقصد العام لموضوع الدرس الذي يدرسه، وربما اشتغل ذهنه بأنواع من المسائل الاستطرادية التي ليس لها صلة مباشرة بموضوع الدرس. فإن اكتفى طالب العلم بهذا المنهج أو لم يعقبه بمراجعة جيدة لأهم المسائل المتصلة بمقاصد الدرس نسي كثيراً مما درس، ولم يرسخ في ذهنه إلا بعض الفوائد والمسائل التي ترتبط لديه ذهنيّا بأمور مهمة.
النوع الثالث: الشرح التأصيلي، الذي يُعتني فيه بالتركيز على قواعد الباب وأنواع مسائله وأدلتها، ومن يسلك هذا المنهج من العلماء يعتني ببيان مقاصد الدرس أكثر من عنايته بشرح عبارات المتن، بل ربما لا يعرض لشرح عبارات المتن أصلاً، وإذا قرئ عليه المتن بدأ بشرحٍ عامّ لموضوع الدرس، ثم أفاض في تأصيل مسائله، ثم إن وجد في الوقت بقية عرض لبعض عبارات المتن بشيء من التعليق.
ذلك لأنه صرف عنايته إلى بيان تأصيل المسائل التي تضمّنها ذلك الباب، ولو كان بعضها غير مذكور في المتن، والاجتهاد في ربط تلك المسائل بأدلتها وتقسيماتها. وهذا المنهج أنفع المناهج لطالب العلم لأنه يعينه على بناء الملكة العلمية التي يتمكن بها من فهم مسائل العلم، وارتباط بعضها ببعض، وطرق دلالة الأدلة عليها، وغير ذلك من الفوائد العلمية. ويؤخذ على هذا المنهج أنه ربما يفوت الطالبَ فهمُ بعض العبارات المشكلة في المتن لانشغال الشارح عن شرح عبارات المتن التي قد يشكل بعضها على طلاب العلم.
فإذا جمع الطالب مع هذا الشرح قراءة المتن قراءة متأنية، وسأل عما يشكل عليه أتى على سدّ الخلل، واكتمل انتفاعه بهذه الطريقة.
النوع الرابع: الشرح الجَمْعي، الذي يجمع صاحبه الفوائد المتفرقة في شروح متعددة.
ويمتاز هذا المنهج بكثرة الفوائد العلمية لاعتماد الشارح على شروح العلماء السابقين، وعنايته بجمعها والمكاملة بينها وتلخيصها للطالب، وعرضها بأسلوب ميسّر منظّم.
وهذا المنهج في نقده تفصيلات يطول ذكرها لاختلاف طرق سالكي هذا المنهج في الجمع والتلخيص والتهذيب، ولكل طريقة ما يحمد لها ويؤخذ عليها، لكن كلّما كان الشارح أكثر إتقانا في الجمع والتلخيص وحسن الأسلوب كان شرحه أنفع.
النوع الخامس: الشرح التقريري، الذي يعتني فيه الشارح بإفادة الطالب بالفوائد واللطائف التي اجتناها والنقول المستملحة والنكت وما جرى مجراها، ويغلب على سالكي هذا المنهج من العلماء اختيار طريقة التحشية على المتون.
ولهذا المنهج فوائد حسنة لا يحسن الاكتفاء بها، ويفضّل عند الاختيار تأجيل هذا الشرح ليكون آخر ما يطّلع عليه دارس المتن.
وقد يحتاج الطالب الجادّ إلى الجمع بين هذه المناهج عند دراسته للمتن العلمي، ليكون بعد دراسته لها بهذه الطريقة أحسن فهما وأكثر تحصيلاً وأكمل استعداداً لدراسة المتون العلمية المتقدّمة.
وقد حرصت في هذه السلسلة على الجمع بين مزايا هذه المناهج ما استطعت، وأسأل الله التوفيق والسداد.
وأصعب ما في الطريق أوّله، ومن تبيّنت له الطريقة واعتاد السير في الطريق سهل عليه المضيّ فيه بمهارة، والله المستعان.

أبو زكريا
_24 _November _2014هـ الموافق 24-11-2014م, 07:39 AM
د علمي متنونو په شرح کښی د علماؤ تګ لاری

یو هوښيار زده کونکي ته ښايي چه د علمي متنونو په شرح کښی د علماؤ تګ لاری ته زیر شي، او د هری تګ لاری ګټی، او ایجابي جوانب، او تاوان او سلبي جوانب وپيژني؛ ترڅو دې خپله زده کړه په یو داسی څرګند اساس باندي بنا کړي چه دده د علمي مستوا, استعداد او علمي هدف سره مناسب او لایق وي، او دې ورڅخه په ښه زده کړه کښی ګټه واخلي.
ما د علمي متنونو په شرح کښی د علماؤ تګ لاری وڅيړلی, او سوچ می پکښی وکړ, نو راته څرګنده شوه چه دغه تګ لاری په څو ډوله دي:
لومړې ډول: اجمالي شرحه:
او هغه داسی چه شارح غواړي د متن عبارتونه په ډیر لنډ ډول واضح او مطلب يي روښانه کړي، او په متن کښی راغلي مباحثو ته زغلنده کتنه وکړي.
ددي طریقی فایده دا ده چه لوستونکي ته په متن کښی د راغلو مسایلو لمړنې تصور په ذهن کښی کښیني، او هم ددغه مسایلو ترمنځ ارتباط او اړیکی په آسان ډول ذهن ته راځي.
خو په داسی شرحه باندی اکتفا او بسنه کول زده کونکي ته کومه علمي لاس ته راوړنه په لاس نه ورځي چه په خپل علمي ژوند کښی پری اعتماد وکړي؛ ځکه خو هغه زده کونکي چه په دي طریقه باندی اکتفا او بسنه کوي په علمي لحاظ له نورو ډیر کمزورې او ضعیف وي، اګر که ډیر علمي متون هم ولولي.
دوهم ډول: تحلیلي شرحه:
او هغه داسی چه شارح د متن هیڅ لفظ پرته له تعلیق او شرحی څخه نه پریږدي، تر دي چه کله يي د الفاظو اعراب هم بیانوي.
دا ډول شرحه او تفصیل د متن په عباراتو باندي په پوهه کښی ډیر ګټور فواید لري، او هم ډیر مشکلات ورسره حل کیږي، او په متن کښی راغلي مسایل باندي پوره اهتمام کیږي، او دا ډول شرحه د لومړني ډول شرحی څخه ډیره ګټوره وي.
خو په دي ډول شرحه باندي یو اعتراض دا دې چه شارح دومره تفصیلاتو ته اړ کیږي چه له زده کونکي څخه وار خطا شي، او یو ډول معلومات زده کول ورڅخه هغه نور معلومات بیخي هیر کړي، او هغه عام مقصد او د درس اساسي هدف خو ورڅخه لا پاتي وي، کله کله بیا په د زده کونکي ذهن په داسی مسایلو باندي مشغول کړي چه د اصلي درس سره يي مباشره تعلق او اړه نه وي، نو که زده کونکې په دي ډول شرحه باندي اکتفا او بسنه وکړي او ددرس مقصدي درس او موضوع ورسره دوباره مراجعه نه کړي، نو ډیر هغه څه چه یي مخکښی لوستلي وي ورڅخه به هیر شي، او په ذهن کښی به ورته له ځینو علمي فوایدو پرته ددرس اساسي ټکي پاتی نه شي.
دریم ډول: تأصيلي شرحه:
او هغه داسی چه د هر باب پر قواعدو، مسایلو او د هغی پر دلایلو باندی اهتمام وشي.
نو هغه څوک چه په دي طریقه شرحه کوي، د متن پر عباراتو باندي زیات اهتمام نکوي، بلکه یواځی د هر درس مقاصد بیانوي، او کله کله خو د متن عبارت هم نه شرح کوي، او هر کله چه ورته متن ولوستل شي، نو هغه د درس پر موضوع عامه شرحه پیل کړي، او بیا د هغه مسایلو تأصیل بیان کړي، چه په متن کښی راغلي وي، په آخره کښی که وخت ومومي نو د متن پر عباراتو باندی یو څه تعلیق وکړي، او کنه نو همداسی يي پریږدي.
ځکه دلته هغه خپل ټول اهتمام د هر باب د مسایلو د تأصیل ته اړولې وي کوم مسایل چه په دغه باب کښی راغلي وي، اګر که له دغه مسایلو څخه ځینی يي په ښکاره ډول په متن کښی راغلي هم نه وي، همداراز ددغه مسایلو د هغی د دلایلو سره تړلو باندی او د هغی پر تقسيماتو باندی ځانګړې کوښښ کوي.
او دا طریقه د یو زده کونکي لپاره له ټولو طریقو ځينی ډیره ګټوره ده؛ ځکه دا طریقه له زده کونکي سره مرسته کوي چه له ده ته علمي مَلَکه په لاس ورشي چه د هغی په رڼا کښی کولې شي پر علمي مسایلو باندي په آسانۍ سره پوهه شي، او د مسایلو یو تر بله ربط او اړیکي، او هم پر مسایلو باندي د هغی د دلايلو دلالت طریقه وپیژني، او داسی نوری ډیری مهمی مهمی فایدی لري.
خو په دی ډول طریقه باندي یو اعتراض راځي او هغه دا چه په دي طریقه کښی یو زده کونکي ته هغه عبارتونه چه یو څه مشکل لري هغه شان مشکل پاتي کیږي او پری نه پوهیږي؛ ځکه ښوونکې د عبارت او متن له شرحی څخه د مسایلو په شرحه باندی مشغول شوې وي، او هغه مشکل عبارتونو توضیح او بیان ورڅخه پاتی وي چه یو زده کونکي ته ورباندی پوهیدل ګران وي.
خو کله چه یو زده کونکې د دي ډول شرحی تر څنګ د متن پر دقیقه لوستنه هم اهتمام وکړي، او هر هغه څه چه ورته مشکل او ګران ښکاري پوښتنه يي وکړي او ځان پری پوهه کړي، نو دلته دغه مشکل حل کیږي، او دغه اعتراض هم له منځه ځي، او له دی ډول شرحی څخه د پوره ګټی اخستلو هم برخمن شي.
څلورم ډول: جمعي شرحه:
او هغه دا چه یو ښوونکې د یو متن له مختلفو شرحو څخه بی شماره فواید راجمع کوي، او خپلو زده کونکو ته يي وړاندي کوي، په دي ډول شرحه کښی امتیاز او ځانګړتيا دا ده چه په دي کښی علمي فواید تر ټولو طریقو ډیر وي؛ ځکه دلته ښوونکې د پخوانیو علماؤ پر شروحو باندی اعتماد کوي، او له هر یو څخه هغه فایده چه د بل عالم سره نه وي را اخلي او خپل زده کونکي ته يي په خلاصه، لنډ مرتب، او آسان ډول وړاندي کوي.
ددی طریقی په نقد کښی ډیر تفصیلات شته؛ ځکه په دي طریقه تلونکي ښوونکي د فوایدو په جمع تلخیص او تهذیب کښی پخپل منځ کښی سره مختلفی طريقی لري، او هره طریقه يي خپلی ګټی او نقصانونه لري، خو هرڅومره چه یو ښوونکې د فوایدو په جمع او تلخیص، او هم د ښوونی په طریقه کښی ډیر دقیق وي هومره يي شرحه او ښوونه ګټوره وي.
پنځم ډول: تقريري شرحه:
او هغه دا چه ښوونکې کوښښ کوي خپل زده کوونکي ته هغه فواید او ناآشنا نکتی او نور مزه ناک نقلونه او داسی نور شیان وروښايي، اوورزده يي کړي چه ده له مختلفو شروحو څخه يي راټول کړي وي، ددي طریقی خوښوونکي علماء او ښوونکي غالباً پر متن د حاشيي لیکلو طریقه اختیاروي او خوښوي يي.
ددي طریقی هم ډیر ښه فوايد شته خو پر دغه فوايدو باندي اکتفا او بسنه کول ښه نه ښکاري، بلکه ښه به دا وي چه دا ډول شرحه د یو متن لوستونکې له نورو شروحو له لوستلو څخه وروسته ولولي.
او کله کله بیا یو هوښیار او زیرک زده کوونکې دي ته اړ کیږي چه د یو علمي متن د لوستلو په وخت کښی ددغه تیرو ټولو طریقو څخه استفاده وکړي؛ تر څو په پاي کښی تر نورو ښه وپوهیږي، او علمي پنګه يي له هرچا ډیره وي، او هم د علمي متونو په لوست کښی له هر چا ډیر او پوره تیارې ولري.
ما هم د شرحو په دي لړۍ کښی کوښښ کړې دې چه تر خپل توانه د یادو شوو ټولو طریقو فواید سره راټول کړم، له لوﺉ الله جل جلاله څخه د توفیق غوښتنه کوم.
د هری طریقی ګرانوالې په پیل کښی وي، خو کله چه یو چا ته یوه طریقه واضحه او ورزده شي نو بیا په دغه طریقه باندی تلل ورته په پوره مهارت سره آسانه وي. والله المستعان.