المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)


أبو زكريا
_24 _November _2014هـ الموافق 24-11-2014م, 07:07 AM
بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله الذي لا إله إلا هو وسع كل شيء رحمة وعلماً وتقديراً، وتبارك الذي نزل الفرقان على عبده ليكون للعالمين نذيراً، والصلاة والسلام على من بعثه الله هادياً وبشيراً، وداعياً إلى الله بإذنه وسراجاً منيراً، فصلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم تسليماً كثيراً.
أما بعد:
دا کتاب د هغه تعلیمي او ښوونیزو کتابونو د لړۍ څخه دې چه ما غوښتل د ښوونکو لپاره د علمي متنونو په شرح او توضیح کښی د لارښود په ډول ورڅخه کار واخستل شي، او هم يو هوښيار زده کوونکي ورڅخه د خپل ډیر وخت او کوښښ په اختصار کښی ورڅخه ګټه پورته کړي، او د علمي مسایلو په دقیقه څیړنه، د مختلفو شرحو په مقارنه او د مشکلاتو د حل په لار کښی ورسره مرسته کوي.
ما زیار ایستلې دې ترڅو هغه څه چه یو ښوونکې ورته د ښوونی په وخت کښی اړ کیږي په ډیر لنډ او آسان ډول وړاندی کړم، لکه د شرحی د مسایلو تنظیم، او د هغی د مباحثو ترتیب، او د هغه دلایلو، فوایدو او پخوانیو علماؤ څخه مهم نقلونه چه ښوونکې ورته د ښوونی په وخت کښی اړ کیږي، تر څو د الله y په مرسته په دغه څیزونو کښی ډیر تکلیف او ستړې نه شي.
د یو شمیر ښوونکو له حالاتو راته څرګنده شوی ده چه دوﺉ ته د درس او لوست په وخت کښی لویه ستونزه دا وي چه له درس څخه مخکښی تیارې ورته ګران وي، سره له دی چه ډیر يي دغه استعداد لري، خو له دی کبله چه دغه ډول تیارې ورڅخه وخت نیسي او ډیر کوښښ غواړي له درس ورکولو څخه مخ اړوي.
الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى ما ته توفیق راکړ چه دیو شمیر متنونو څیړنه په څو څو واری وکړم، او د هغوﺉ شروح سره مقابله کړم، او بیا د هری شرحی جلا جلا فواید سره راټول کړم، تر څو یو زده کونکي لپاره د مختلفو شروحو دغه فواید په یو ځاي راټول کړم، او د درسونو مسایل ورته برابر او ترتیب کړم، او مباحث يي ورته ورپوره کړم، خو دا ټول په پیل کښی رؤوس المسایل او لکه عناوین او سرخطونه او یو فهرس غوندی وو، چه ښوونکی به تری استفاده کولې شوه چه په دغه مسایلو باندی ددرس په وخت کښی ترکیز وکړي، خو د شروحو مراجعی ته بیا هم اړ وو تر څو هغه څه باندی پوهه شي چه په هره مسأله کښی ویل شوي وي.
بیا وروسته ما ډیر سوچ وکړ او تقریباً لس کاله په دي فکر کښی ووم چه دغه فهرس کښی راټول شوي عنوانونه له سره بیا ولیکم او پاتی مبحثونه يي ورپوره کړم، ترڅو ښوونکې دی ته اړ نشي چه د ځیني مهمو مسایلو پرته په عام وخت کښی درس ته د تیاري په وخت کښی د نورو شروحو مراجعی او بیا کتنی ته اړ شي.
د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى څخه غوښتنه کوم چه په دی کتابونو باندي خلکو ته ګټه ورسوي، او برکت پکښی واچوي، او په خپل دربار کښی يي په ډیر ښايسته شان سره قبول کړي، او الله تعالی دي پری ښوونکو ته د علمي متونو شرح ورآسانه کړي، او الله تعالی دي وکړي چه په دی سره د علمي درسونو په لا زیاتوالي کښی مرسته وکړي.
دلته یوه یادونه کوم چه ښوونکې باید د خپلو زده کونکو د استعدادنو او احوالو مراعات وکړي، او د هغوﺉ مختلف حالات او استعدادونه په نظر کښی ونيسي، او هغه علمي مسايل ورته ورزده کړي چه د هغوﺉ سره مناسب او لایق وي، ترڅو هغوي وکولې شي په ښه شان يي ومني او استقبال يي کړي، که بیا يي په خپلو شاګردانو کښی استعداد ولید چه ورښوول شي درسونو باندي ښه پوهه شوي دي، او ذهنونه يي ددغسی مسايلو ادراک کولې شي نو همدغه درسونه د ځیني نورو فوايدو ترڅنګ ورته ورزده کړي، او که ویره ورسره وي چه معلومات ورته زیات وړاندي شي کیداي شي ورباندي زیات شي او برداشت يي ونشي کړاي، نو بیا په ډیرو مهموو او اړینو مسایلو باندي اکتفا او بسنه وکړي، او ددرسونو په مقاصدو او مهمو اهدافو دي خاص ترکیز وکړي.
ربنا تقبل منا انک أنت السمیع العلیم، واغفر لنا وارحمنا انک أنت الغفور الرحیم، ربنا لا تزغ قلوبنا بعد اذ هدیتنا و هب لنا من لدنک رحمة انک أنت الوهاب.