المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : د اخترونو مباركئ په اړه بعضی مسايل


أبو زكريا
_11 _January _2014هـ الموافق 11-01-2014م, 10:11 PM
اختر مو مبارک شه


په دي ليکنه کښی برخوال دي:
شيـخ/ مــحـمَّد صالـح المنــجِّد

شيخ/ عــلـيّ بن أحــمـد باقَـيْس

ډاکتر/ محمد بن عبد الرحمن المقرن

ډاکتر/ صـالـح بن أحمـد الـدّقـلـة

ډاکتر/ عـماد بن عـبـد الله الجريفاني

پـښــتـو تــه ژباړه:

أبو زكريا إسماعيل

۰۵۰۹۳۱۶۶۷۸


د اختر آداب او احکام

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين، وبعد:
د اسلامي شريعت په رڼا کښی د لوي او کوچني اختر دا يو څو احکام او آداب دي چه ستاسو مخی ته يي وړاندي کوو:
لومړې: د اختر د ورځی په اړه ځينی احکام:
۱/ د اختر د ورځی روژه: د دواړو اخترونو په ورځ روژه نيول حرام او ناروا کار دې؛ ځکه أبو سعيد الخدري رضي الله عنه فرمایي چه: )أن رسول الله صلى الله عليه وسلم نهى عن صيام يومين: يوم الفطر ويوم النحر) رواه مسلم.
ترجمه: بيشکه رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم د دوه ورځو له روژه نيولو څخه منع فرمايلی ده: دکوچني اختر ورځ، او د لوي اختر ورځ.
۲/ د دواړو اخترونو د لمونځ حکم:
أ/ځينی علماء د اخترونو لمونځ واجب ګڼي، لکه چه همدا حنفي مذهب دې، او شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله هم دا د وجوب قول غوره کړې دې.
ب/ او ځينی علماء یي فرض کفائي ګڼي، يعني چه ځينی مسلمانان یي أداء کړي د نورو غاړه پری خلاصيږي، او دا د حنابله و مذهب دې.
ج/ او ځينی نور علماء بيا ورته سنت مؤکّد وايي، او همدا د شافعيانو او مالکيانو مذهب دې.
نو مسلمان بايد د اخترونو لمونځونو ته په پوره حرص او کوښښ سره حاضر شي؛ ځکه د وجوب او فرضيت قول په تيرو اقوالو کښی راجح او قوي ښکاري، او بل دا چه د اختر لمونځ ته په ورتلو او اداء کولو کښی ډير خير او برکت او ډير لوي ثواب او اجر په لاس ورځي، اوهم پکښی په رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم پسی پيروي کيږي.
۳/ د اختر د لمونځ طريقه:
أبو سعيد الخدري رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم به د کوچني او لوي اختر په ورځ عیدګاه ته وتلو، نو لومړې کار چه به رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم کولو هغه به لمونځ وو. دا حديث شريف امام بخاري په صحيح بخاري شريف کښی روايت کړې دې.
او د اختر لمونځ دوه رکعته دي، چه په لومړي رکعت کښی د تکبيرة الاحرام نه غير اوه)۷( تکبيرونه ويل کيږي، او په دوهم رکعت کښی پنځه تکبيرونه ويل کيږي؛ لکه چه عائـشی رضي الله عنها د دي بيان کړې دې. رواه أبو داود وهو صحيح بمجموع طرقه.
که بالفرض يو مقتدي وروسته راشي او امام سره په تکبيراتو کښی شريک شي ، نو د امام سره به همدا تکبيرات شروع کوي، او په امام پسی به اقتداء او د هغه پيروي کوي، او د پاتی تکبيراتو قضاء راوړل ورباندي نشته؛ ځکه دغه تکبيرات د حکم په لحاظ سنت دي واجب او فرض نه دي چه قضاء یی راوړل شي.
اوس د تکبيراتو تر منځ بايد څه ويل شي؟
ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دې چه هغه فرمايل: داسی بايد ووايي: الله أکبر، او بيا به حمد وثنا ووايي، او هم به درود شريف ووايي... رواه الطبراني وحديث صحيح مخرّج في الارواء وغيره.
۴/ د اخترونو په لمانځه کښی د سورت فاتحی نه وروسته قراءت:
مستحب او سنت دا ده چه امام د اختر په لمانځه کښی د سورت فاتحی له لوستلو وروسته سورت »ق والقرآن المجيد« او سورت قمر یعنی »اقتربت الساعة وانشق القمر« ولولي.
خو د رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم څخه چه رانقل دي هغه دا دي چه هغه به اکثر د اخترونو لمونځونو کښی سورت الأعلی»سبح اسم ربک الأعلی« او سورت غاشيه »هل أتاک حديث الغاشيه« سورتونه لوستل. دا حديث شريف امام مسلم په خپل کتاب صحيح مسلم شريف کښی روايت کړې دې.
۵/ د ا خترونو خطبی اوريدل:
مسلمان بايد د اختر د لمونځ د اداء څخه وروسته د اختر د خطبی د اوريدلو لپاره کښيني؛ ځکه په دی خطبو کښی د الله تَعَالَى ذکر او يادونه وي، او هم پکښی د ځينو شرعي احکامو بيانول وي، چه يو مسلمان ته يی زده کول مهم او اړين وي، او هم به دې د امام په دعاګانو باندي آمين ووايی، چه ان شاء الله ددغه ورځی خير او برکت به ورته حاصل شي؛ ځکه د ام عطـيّـه رضي الله عنها په حديث شريف کښی راځي چه: پيغلی او سَتْری ښځی دي هم د اختر د لمانځه ځاي ته ووځي تر دي چه په مياشتينی(ماهواره، حيض) مرض مريضانی ښځی به هم د اختر د لمانځه ځاي(عیدګاه) ته ووځي.
بيا ام عطیه رضي الله عنها فرمايي: ښځی به د خلکو شاته صفونه جوړوي، او د هغوي سره به تکبيرات وايي، او هم به په هغه دعاء کښی ورسره شريکيږي چه هغوي يی دغله دعاء کوي، ترڅو ددغه ورځی برکت او پاکي ورته حاصله شي. دا حديث شريف امام بخاري په خپل کتاب صحيح البخاري شريف کښی روايت کړې دې.
هو، که يو چا ته داسی يو ظرف او حالت پيښ شو چه خطبی ته د کښيناستلو څخه يی منع کولو نو بيا دي ووځي، او د خطبی اوريدل ورباندي واجب او لازم نه دي، او ورڅخه وتل بيا پروا نه لري؛ ځکه ددغه خطبی اوريدل سنت دي؛ لکه چه عبد الله بن السایب رضي الله عنه فرمايي: مونږ د رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم سره د اختر لمانځه ته حاضر شو، نو کله چه هغه داختر لمونځ اداء کړ، وه يی فرمايل: » مونږ خو لمونځ وکړ، اوس که د چا خوښه وي چه د خطبی اوريدلو ته کښيني، نو هغه دي کښيني، اوکه دچا خوښه دا وي چه لاړ شي، نو لاړ دي شي«، دا حديث شريف امام أبوداود په خپل کتاب سنن أبي داود شريف کښی روايت کړې دې او شيخ ألباني په ارواء الغليل ۶۲۹ کښی صحيح کړې دې.
دوهم: د اختر د ورځی په اړه ځينی آداب:
۱/ غسل کول (ځان وينځل):
د اختر لمانځه لپاره غسل کول سنت دی؛ ځکه عبد الله بن عمر رضي الله عنهما به د کوچني اختر په ورځ لمانځه ته له وتلو څخه مخکښی غسل کول. دا حديث شريف امام مالک په خپل کتاب موطأ شريف کښی روايت کړې دې.
او له سعيد بن جُبَيْر رحمه الله څخه ثابت دي چه هغه فرمايل: د اختر د ورځی دری کارونه سنت دي:
أ/ اختر لمانځه ته پياده تلل.
ب/ د اختر لمانځه لپاره غسل کول.
ج/ دکوچني اختر لمانځه لپاره له وتلو څخه مخکښی خوراک کول.
او ښکاره ده چه دا خبره به یي له کوم صحابي څخه اوريدلي وي.
او امام نووي رحمه الله هم د علماؤ رحمهم الله اتفاق رانقل کړې دې چه د اختر لمانځه لپاره غسل کول سنت دي.
۲/ د کوچني اختر لمانځه ته له وتلو څخه مخکښی خوراک کول؛ ځکه أنس بن مالک رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم به تر هغه د کوچني اختر لمانځه ته نه وتلو ترڅو چه به یي يو څو خُورما دانی نه وي خوړلی،... او هغه به يی هم تاق خوړلی. دا حديث شريف امام بخاري په خپل کتاب صحيح البخاري شريف کښی روايت کړې دې.
او د کوچني اختر لمانځه څخه مخکښی خوراک ددي لپاره سنت دې چه د اختر په ورځ له روژی څخه پوره منعه راشي؛ او بل ددي لپاره چه روژه ماتې وشو، او روژه خلاصه شوه، خو که يو چا سره خُرما نه وه نو هر د خوراک روا شې چه ورسره وي روژه ماتې دي پری وکړي.
۳/ د اختر په ورځ تکبيرات ويل:
د اختر په ورځ تکبيرات ويل هم ډير مهم او د لوي شان والا سنت دي؛ ځکه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽﯟﯠﯡﯢﯣﯤﯥﯦﯧﯨﭼالبقرة: ١٨٥.
ترجمه: )مشروعيت د روژی او د هغی احکام ددي لپاره راغلي دي( چه تاسو د روژی د مياشتی شمار پوره کړۍ، او بل ددي لپاره چه د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى لويي په هغه څه)او هغه طريقه( بيان کړۍ چه تاسو ته یی ښوونه کړی ده، او بل ددي لپاره چه تاسو د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى شکرګزار شۍ.
مشهور تابعي امام زهري رحمه الله فرمايي چه خلکو به د اختر په ورځ له کور څخه لمانځه ته د وتلو په وخت کښی تکبيرونه ويل، تردي چه د لمانځه ځاي ته به ورسيدل او امام به راوتلو، خو کله به چه امام راووتلو نو بيا به چپ شو، او چه کله به امام تکبير وويلو دوي به هم ورسره تکبيرونه ويل.
د کوچني اختر په ورځ د تکبيراتو وخت د اختر د شپی څخه شروع کيږي، تردي چه امام د اختر لمانځه لپاره د لمانځه ځاي ته راووځي.
۴/ د اختر په ورځ د تکبيراتو الفاظ:
ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دې: چه هغه به أيام التشريق )د لوي اختر وروستنۍ دری ورځو( کښی داسی تکبيرونه ويل: «الله أکبر، الله أکبر، لا اله الا الله والله أکبر، الله أکبر، الله أکبر، ولله الحمد» رواه ابن أبي شيبه بسند صحيح.
او په يو بل روايت کښی تکبيرونه دری دری ځلی راغلي دي.
او امام محاملي رحمه الله له ابن مسعود رضي الله عنه څخه په صحيح سند روايت کړې دې چه هغه به تکبيرات داسی ويل: «الله أکبر کبيراً، الله أکبر کبيراً، الله أکبر وأجلّ، الله أکبر، ولله الحمد».
۵/ د اختر مبارکي ويل:
جُبَيْر بن نُفَيْل رحمه الله فرمايي چه: صحابه کرام رضي الله عنهم چه به د اختر په ورځ سره مخامخ کيدل نو يو تربله به يی سره داسی ويل:« تقبّل الله منّا ومنکم» حسّن اسناده ابن حجر فی الفتح ۲/ ۴۴۶.
نو د اختر په ورځ مبارکي ويل د صحابه کرامو رضي الله عنهم تر منځ مشهوره وه، او علماؤ هم ددي مبارکۍ رواوالې نقل کړې دې لکه امام أحمد او داسی نور.
او شک نشته چه د اختر مبارکي د ښو اخلاقو له جملی څخه شمارل کيږي، او د مسلمانانو تر منځ ښه ټولنيز خوي هم دې، او کم نه کم خو د امام احمد رحمه الله خبره: که چا راته مبارکي وويله نو جواب يی ورکوم، خو که چا راته مبارکي ونه ويله، نو زه پری پيل نه کوم.
۶/ د اخترونو په ورځ د ځان پاکي او ښايست کول:
د جابر بن عبد الله بن حرام رضي الله عنهما څخه روايت دې چه د رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم يوه چپن وه چه د اخترونو او جمعی په ورځو به يی اغوستله. صحيح ابن خزيمه۱۷۶۵.
کله چه يو سړې د اختر لمانځه ته ووځي نو کومی ښايسته جامی چه لري بايد يی واغوندي.
هو، ښځی چه کله داختر لمانځه ته ووځي نو هغوي به د بهر وتلو په وخت کښی له ښايست څخه ځان لری ساتي؛ ځکه هغوي په شريعت کښی بهر او هم پردیو سړو ته له ښايست ښکاره کولو څخه منع شوي دي، همدارنګه به ښځی بهر ته د وتلو په وخت کښی له خوشبويي او عطرو لګولو څخه هم ځان ساتي؛ ځکه دا کار هم ورته حرام دې؛ ترڅو خلک په فتنه کښی ونه غورزوي؛ ځکه په داسی حال کښی داسی ښځه د عبادت او د شريعت د پيروۍ او اطاعت لپاره نه ده وتلی.
۷/ اختر لمانځه ته له کور څخه په يوه لار او بيرته راتلل له بلی لاری څخه:
جابر بن عبد الله رضي الله عنهما فرمايي: رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم چه به کله د اختر لمانځه ته تلو نو په يوه لاره به تلو او بيا به په بدله لاره راتلو. دا حديث شريف امام بخاري په خپل کتاب صحيح البخاري شريف کښی روايت کړې دې.
حکمت يی ځينو علماؤ داسی بيان کړې دې چه: هره لاره د قيامت په ورځ د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى په وړاندي بيله بيله شاهدي او ګواهي وکړي چه ددغه عبادت او بندګۍ لپاره پری تللې وو.
او ځينی بيا وايي چه ددي لپاره چه په دواړو لارو کښی د اسلام شعاير او نښی ښکاره کړل شي.
او ځينی نور علماء بيا وايي: ددي لپاره چه په هره لاره کښی د الله تعالی ذکر او یادونه وشي.
او ځينی نور بيا وايي چه: ددي لپاره چه د خپلو ملګرو په ډيروالي باندي منافقين او يهود پری په قهر او په غوصه کړي، او په ډيروالي يی وه ويروي.
او ځينی علماء وايي: ددي لپاره چه په مختلفو لارو کښی د مختلفو خلکو مختلف حاجات او اړتیاوی پوره کړي، لکه که څوک فتوا غواړي، فتوا ورکړي، څوک د کومو نوو مسألو زده کړه کوي هغه ورته وښايي.
همدارنګه که څوک د هغه پيروي کول غواړي، رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم پخپله وويني او پيروي يی وکړي، په محتاجانو باندي صدقه او خيرات وکړي، او يا په بيلا بيلو لارو باندي د خپلوانو زيارت وکړي او صله رحمي ورسره وکړي.
او ځينی علماء بيا وايي چه دا ټول مصالح پکښی مراعات دي.
دريم: په اختر کښی د ځينی خطاګانو يادونه:
ځينی خلک دا عقيده لري چه د اختر شپه (په عبادت او لمونځونو) روڼه کړي، او په دي هکله يو حديث هم سره يو بل ته وايي چه: (من أحيا ليلة العيد لم يمُت قلبه يوم تموت القلوب).
ترجمه: يعنی چا چه د اختر شپه روڼه کړه، نو د زړونو د مرګ په ورځ به يی زړه مړ نشي.
خو په ياد بايد ولرو چه دا حديث صحيح او ثابت نه دې، ددي دوه سندونه دي چه يو يی موضوع يعنی دروغ دې، او بل ډير سخت ضعيف دې.
سلسلة الأحاديث الضعيفة للألباني ۵۲۰ – ۵۲۱ .
نو هر کله چه دغه حديث ثابت او صحيح نه دې په دي اساس د اختر شپه روڼَول، او يا د اختر شپه په( عبادت او لمونځونو کولو او) روڼولو باندی د نورو شپو څخه خاص کول او ځانګړی کول ددغسی دروغو او غير ثابتو رواياتو له کبله روا او مشروع کار نه دې.
هو، که يو څوک په نورو شپو کښی هم پاڅيږي او لمونځونه او عبادت کوي، نو که د اختر په شپه هم دغه کار وکړي پروا نلري؛ ځکه دلته د اختر د شپی تخصيص او ځانګړتيا له کبله نه دې، بلکه د خپل عادي عادت له کبله یي کړې دې.
ډيره د پام وړ يادونه:
د اختر د لمانځه په ځاي کښی او يا په لارو کوڅو کښی د ښځو او نارينه و تر منځ اختلاط او ګډوډ ګرزيدل، دا ډيره د خفګان او افسوس خبره ده چه داسی ناروا کار دې د ځمکی په ډيرو پاکو برخو کښی هم وشي لکه مسجدونه، بلکه دا کار آن په بيت الله شريف کښی هم کله د ځينو ښځو څخه صادريږي.
ځينی ښځی - الله تعالی دي ورته د نيکۍ هدايت او ښوونه وکړي- د اختر په ورځ ښه پوره ډَول او ښايست وکړي، خوشبويي او عطر ولګوي، مخونه لوڅ کړي او کالي هم داسی اغوندي چه پوره پکښی پټه نه وي، او بيا له کوره بهر راووځي، او د مسجد او لارو په ډير بيروبار او ګڼی ګوڼی منځ ته ورځي، سره له دي چه په دي کار کښی فتنه او ډير لوي خطر له هيچا پټ نه دې.
نو له دي کبله هغه څوک چه د اختر د لمانځه لپاره ترتيبات نيسي، بايد په نظر کښی ولري چه د ښځو لپاره خاصی او ځانګړی دروازی او د وتلو او تلو راتلو جلا جلا لاری جوړی کړي، او هم په نظر کښی ولري چه سړي به د ښځو څخه وروسته له عيدګاه څخه ووځي، ترڅو ښځی په پرده او پرته له اختلاطه خپلو کورونو ته ستنی شي.
له الله جلّ جلاله څخه سوال کوم چه زمونږ روژی، تراويح او لمونځونه په خپل دربار کښی قبول کړي، او د رمضان مبارکه مياشت راباندي داسی تيره او ختمه کړي چه له مونږ څخه راضي او خوښ او خوشحاله شوې وي، او مونږ یي له اوره آزاد کړي يو، او هم مونږ او زمونږ مور و پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړي.
وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله وصحبه وسلم.
د شيخ/ محمد صالح المنجّد ليکنه


دوهمه مقاله
د اختر په ورځ خاصه او ځانګړی مبارکي

يو ځل زه د اختر له خُطبی وزګار شوم، او له منبر څخه راکوز شوم چه لسګونه اختر مبارکيانی راته له لمونځ کونکو لخوا راکول کيدلی چه له مونږ سره د اختر لمانځه ته راغلي وو، ددوي اختر مبارکي د هغه خندا او خوشحالۍ سره جوړه وي چه ددوي پر مخونو باندي ليدل کيدلی.
او دغه ډلی ډلی خلک هم د بيلابيلو طبقو خلک وو، يو خوا ته به يو ماشوم د خپل پلار سره وو، اخوا ته به يو مسلمان ورور د بل مسلمان ورور سره وو، يو به د عربي دولت څخه وو، بل به د عجمي دولت څخه وو.
بل خوا به يو مشر او سپينږيرې وو چه د خپل وطن او هيواد عادي جامي يی اغوستلی وی، او لمانځه ته به راغلې وو چه د خپلو ځامنو او لمسو سره د اختر په دغه خوشحالۍ کښی برخه واخلي.
بلی خوا ته به هغه وړی وړی جينکۍ وی چه لاسونه به يی په نکريزو سره کړي وو، او د اختر ښائـسته ښائـيسته جامی یي اغوستلی وی.
خوږو دوستانو! دا يو نااشنا منظر وو، ما ليدل چه يوه به خپل څنګ کښی له بل سره غاړه ورکوله او د اختر مبارکي به یي ورکوله، او په بيلابيلو طريقو او عادتونو هر چا د خپل وطن او هيواد او منطقی د عادت سره سم دغه کار کولو.
په دي وخت کښی لږ وخت وروسته دا لوي عيدګاه له هغه زرګونو لمونځ کونکو څخه خالي شوه چه لږ مخکښی دغلته راټول شوي وو، او دغه ګڼه ګوڼه او بيروبار يی جوړ کړې وو، او دلته یواځی هغه مزدوران پاتی شول چه له عيدګاه څخه يی فرشونه او قالينی )غالۍ( ټولولی، او د ښځو د لمانځه لپاره ودرول شوی خيمی او سايوانونه يی راخلاصول چه هلته ودرول شوي وو، ترڅو دغه ځمکه چه لږ مخکښی د ايمان او ايماندارۍ يوه باغچه وه او د سندرو او يو لوي جشن او د مبارکيانو يو لوي ميدان وو، اوس يی يوی خالي سپينی ځمکی او خالي ميدان ته واړوي.
خو ما چه لږ شاته وکتل څه ګورم چه دری مراهقين هلکان ځما په انتظار ولاړ دي، ترڅو زه دخلکو څخه هغوي ته وزګار شم، او دوي ځما خواته راوړاندی شول او ما ته يی د اختر مبارکی وويله، نو ما هم پخپل وار هغوي ته د اختر مبارکي وويله، بيا می تری وپوښتل: ټول خلک خپلو کورونو، يا ګاونډيانو کره، يا د خپلوانو کره لاړل ترڅو د اختر خوشحالي له هغوي سره شريکه کړي، نو تاسو دلته په دي وخت کښی دی تود لمر ته ولی ناست ياست؟
د هغوي سترګی د ځمکی خواته ورماتی شوی، او بيا يی راته وويل: مونږ خاص ظروف لرو، مونږ داسی يتيمان يو چه مور، پلار، تره )کاکا( او ماما نه پيژنو، د اختر په دي ورځ يواځی د اختر د خطبی له ملا پرته بل څوک د اختر مبارکۍ لپاره نلرو، او يا هغه ملګري چه له دوي سره په يوه کور او يا سراي کښی اوسيږي، چه هغوي هم ځمونږ په شان حال کښی دي، او له مونږ سره په همدغه حال په دغه ظروفو کښی ژوند کوي.
ما ته د اختر مبارکي دغلته لسګونو خلکو وويله خو ددغه هلکانو مبارکي راته بيا بل شان وه، د اختر په دغه بيروبار او ګڼه ګوڼه کښی یي راته داسی خلک راياد کړل چه هغوي هم پر مونږ دا حق لري چه هغوي هم زمونږ سره د اختر په دي خوشحالۍ او اختر مبارکۍ کښی شریکان او برخوال وي، او له مونږ سره د اختر لپاره تيار شوي خواږه وخوري، او هغوي هم پری لکه د هر مسلمان په شان خوشحاله شي.
دا ډول خلک ډير قسمونه او ډولونه لري، چه دا هلکان له هغوي څخه يوه ډله ده؛ ځکه په دغسی خلکو کښی چه مونږ بايد ورسره د اختر خوشحالي شريکه کړو څوک مريضان او ناروغان دي چه د ناروغۍ په کټ پراته دي، څوک غريبان او ناداران دي چه خپل حاجت او اړتيا او قرضدارۍ کښی بند دې، څوک بندي دې چه په زولنو کښی پروت دې، څوک يتيم دې چه په يتيمخانه کښی ديره دې، څوک هغه مشر او سپينږيرې دې چه خپلو خپلوانو پريښې دې، او د کمزورانو او بوډاګانو په ساتنځاي کښی پروت دې، څوک د خپل اهل عيال او اولادونو څخه لری په مسافرۍ او سفر کښی پروت دې.
له دوي څخه هر يو انسان خپل ځانګړي مشاعر او حواس لري، اختر ورته په داسی وخت کښی راغلې دې چه هغه د دنيا په غمونو کښی ډوب دې، نو دوي ټول پر مونږ حق لري چه ددوي په مخونو او شونډو باندي هم د اختر خندا او خوشحالي راولو کومه چه مونږ د خپلو ځامنو او لوڼو او اهل و عيال لپاره غواړو.
آيا دوي ځمونږ مسلمانان وروڼه نه دي؟
آيا مونږ ته رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم نه دي ويلي چه: )د مسلمانانو مثال په محبت او يو بل باندي په رحم او زړه سوې او شفقت کښی( داسی دې لکه ټول مسلمانان چه يو بدن او جسم وي، که يو اندام یی ناروغ وي، نو ټول بدن او جسم ورسره په تبه او بی خوبۍ کښی ګړاو کوي او ورسره شريک وي(.
آیا په بل حديث شريف کښی مونږ ته رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم نه دي فرمايلي چه: )پر ما باندي پوره ايمان هغه چا نه دې راوړې چه دې پخپله موړ ويده شي او ګاونډي يی وږې وي او دې تری خبر وي(.
آيا دغه خلک انسانان نه دي؟ دوﺉ مشاعر، حواس او زړه نلري؟
نو اي هغه څوک! چه نن د اختر په خوشحالۍ خوشحاله دې، هغوي ته هم ورشه، هغوي ته هديه او ډالۍ یوسه، او د اختر مبارکي ورته ووايه.
د شيخ علي بن أحمد باقيس ليکنه


دريمه مقاله
اختر کښی خوشحالي د شکر ښکارندوي ده

که د شيطان بيا راګرزیدلو لمانځل دي؟

د يو مسلمان لپاره د اختر په ورځ د خوشحالۍ ښکاره کول يو عادي کار دې، خو پام مو وي چه دا خوشحالي د روژی د يو ستر عبادت په پوره کولو باندي ده، او په هغه څه خوشحالي ده چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى په دي مبارکه مياشت کښی پر مسلمانانو باندي څومره ډير برکتونه راورولي دي.
خو که واقع ته وګورو نو د خوشحاليو په ځاي کښی ـ چيری چه خلک د اختر په شپو ورځو کښی راټوليږي- داسی څه ليدل کيږي چه هغه ددي ښکارندوي وي چه له دغه خوشحالي څخه هغه مخکنۍ شرعي معنی او هدف نه ده؛ لدي کبله بايد مونږ څو ټکو ته ښه پاملرنه وکړو او ورته زير شو:
أ/ اختر د خوشحالۍ ورځ ده، نو پکار ده چه خلک دغه خوشحالي د يوی اسلامي شعيری او ددين د يوی لوي نښی په څير ولمانځي.
ب/ اختر په حقيقت کښی دا تعبيروي چه مونږ د الله تعالی په دي لوي نعمت شکرګزار يو چه مونږ ته يی د روژی، تراويح، او دخپل اطاعت او پيروۍ توفيق راکړ، او پر مونږ باندي يی ډير رحمتونه او مغفرتونه راورولي دي، نو دداسی لوي ګټی سره بله هيڅ خوشحالي برابره نه ده.
ج/ ورين تندې او خوشحاله خوله د اختر هغه ښکارندوي تعبير او ژبه ده چه بايد هيڅ شې يی مخه ونه نيسي.
د/ په خپل اهل وعيال باندي د اختر په ورځ مصرف او خرچ کول د پيړيو پيړيو راهيسی د مسلمانانو طریقه او دود دې.
هـ/ د اختر په ورځ او په ځانګړي ډول د خپل اهل وعيال سره لوبی کول د اختر د ورځی د خوشحالۍ ښکارندوي دي.
ز/ په قيمتي جامو او سورلۍ باندي فخر، تکبر او اسراف کول د اختر د خوشحالۍ څخه صحيح تعبير نه دې.
ح/ همدارنګه د اختر په ورځ سندری، ټنګ ټکور او نورو نارواو اوريدل د اختر له خوشحالۍ څخه صحيح تعبير نه دې.
ط/ همداراز د اختر په ورځ د ښځو بی ستري او بی حيائي د اختر د خوشحالۍ ښه تعبير نه دې.
ي/ د خوشحاليو لمانځلو په ميدانونو کښی د ښځو او نرو تر منځ اختلاط او ګډوډيدل د اختر له خوشحالۍ څخه خطا تعبير دې، او دا کار د شکرګزارۍ له ادب څخه مخالف دې.
ک/ د نرو او ښځو تر منځ ناروا حرکات او اړيکی د اختر د خوشحالۍ په نوم بده استفاده ده، او د اختر د خوشحالۍ تعبير نه دې.
ل/ د اختر په ورځ بی ځايه مصرفونه، او هغه څه اخستل چه اخلاق او دين ته تاوان رسوي او پر هغی بيا د اختر په نوم فخر او تکبر کول د اختر له اهدافو سره منافي کار دې، بلکه دا کار د الله د نعمت څخه انکار او کفران او ناشکري ده.
م/ زمونږ سره په هيواد کښی داسی نامسلمانه اوسيدونکي شته چه د اختر په ورځ زمونږ کړنی ويني او څيړي يی، مونږ بايد داسی اختر ولمانځو چه هغوي زمونږ له اسلامي اختر څخه متأثر شي او زمونږ اختر د غير مسلمو له اختر او خوشحاليو څخه توپير ولري.
ن/ د اختر په ورځ خلک ازارول د اختر د خوشحاليو کوم شکل نه دې، بلکه هغه په اختر کښی له نارواو څخه شمارل کيږي.
س/ د اختر په ورځو کښی د لمونځ قضاء کول داسی ښکارندوي دې چه ګنی مونږ د الله تَعَالَى له عبادت څخه د ځان په خلاصولو خوشحالي کوو.
ع/ د اختر په ورځ د خوشحالۍ دا معنی نه ده چه مونږ په اختر کښی قرآنکريم هير کړو.
ف/ د اختر په ورځ الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى خپل داسی بندګان هم ويني چه د اختر د خوشحالۍ نشی د کمزورو او ناروغانو د پوښتنی څخه نه دي غافل کړي، او لکه چه دوي الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى په داسی وخت کښی يادوي چه خلکو څخه هير وي، کيداي شي الله يی هم د قيامت په داسی ورځ باندي ياد کړي چه ډير بيروبار او ګڼه ګوڼه وي.
ص/ ابليس او نور سرکښه شيطانان خپل کار د رمضان څخه وروسته له لومړۍ ورځی پيل کوي، نو ته هم خپله خوشحالي په دي وکړه چه ته د الله تعالی په اطاعت بريالې شوې يی.
ځکه هغه خلک چه خپل اختر د الله تَعَالَى په نافرمانۍ او له هغه څخه په سرغړونه لمانځي په حقيقت کښی د انسان په دښمنۍ کښی ميدان ته د شيطان په بيرته راتلو باندي خوشحالي کوي، خو دوي په دي خپلو کړنو نه پوهيږي.
د عبادت قبليدل خو لا زيات هدايت او لارښوونه بنده ته په لاس ورکوي، نو ته ځان ته وګوره چه تاته د رمضان او روژی څخه وروسته کومه لارښوونه شوی ده چه ته په هغی باندي حقيقی او ريښتينی خوشحالي وکړی؟
د ډاکتر صالح بن أحمد الدقله ليکنه


څلورمه مقاله
د اختر مبارکۍ کښی نوې ابتکار

وروسته له دی چه پوره يوه مياشت مو د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى په اطاعت او د هغه په بندګۍ او ډول ډول عبادتونو هغه ته په نزديکت کښی تيره کړه نو اوس ډيره وړ او مناسب ده چه په آخره کښی د اختر په ورځ خوشحالي وکړو او اختر ولمانځو.
او د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى په عبادت او بندګۍ باندي د صبر اوزغم له ورځو څخه وروسته ډير مناسب کار دې چه په دي مبارکو ورځو کښی خپل او د خواوشا خلکو زړونه خوشحاله کړو؛ ترڅو خپل زړونو ته تسلي او خوښی وروبخښو، او غم يی لری کړو، خو له چا سره يی ولمانځو..؟ څنګه يی ولمانځو..؟ دلته مونږ يو ابتکار ته اړ يو.
لومړې بايد خپلی مخی ته يو څو پوښتنی او سؤالونه کيږدو چه:
*په اختر کښی خپل ځان سره څنګه ښيګړه وکړم او د ښه کار په بدل کښی ورته يوه ښه جایزه او انعام ورکړم؟
*خپل خواوشا کښی خپل ډير نزدی خپلوان څنګه خوشحاله کړم؟
*او زما په خواوشا کښی دا ټولنه څنګه خوشحاله کړم؟
د لومړۍ پوښتنی په ځواب کښی:
مونږ بايد د هر برياليتوب او پرمختګ څخه وروسته خپل ځان ته د يو انعام ورکول زده کړو، تر څو دغسی برياليتوبونه او پرمختګونه مو نور هم زيات شي، پر خپل ځان بايد د هغی له توانه زياته سختي ونکړو؛ ځکه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽﯗﯘﯙﯚﯛﯜﯝﭼالبقرة: ٢٨٦.
ترجمه: نه مکلّف کوي الله تعالی هيڅ يو نفس مګر په اندازه د توان او طاقت د هغی يی مکلّف کوي.
ځکه په انعام او جايزه باندی زړه خوشحاليږي، همدارنګه ډالۍ او تحفه هم د زړونو د کليګانو څخه يوه کيلي ده چه پر نفس او زړه باندي ډير ښه تأثير او اغيز لري، بلکه تحفه او ډالۍ ورکول د انسان پرمختګ او ښه اداء مستمره ساتي.
په ياد بايد ولرو چه د هرچا لپاره د هغه د شان او وضعيت سره مناسبه او د هغه لايق انعامونه او تحفی وي، نو ته بايد ښه سوچ او فکر وکړی چه څرنګه کولې شی ځان او خپل زړه خوشحاله کړی؛ ځکه دغه ستا د نفس خوشحالي کله د يو داسی کتاب پر اخستلو او رانيولو باندی حاصليږي چه ډير ځله تا د هغه کتاب د رانيولو اراده او يا هم ارمان کړې وي.
کله دغه ستا د نفس تشجيع او خوشحالي په کوم کمپيوټري پروګرام باندی لاس ته راځي، يا کوم خاص ځاي ته د ورتلو او هلته په سفر کولو سره لاس ته راځي او داسی نور...
مهمه داده چه ته وپيژنی: څرنګه خپل زړه او نفس خوشحالولې شی، ترڅو هغه په برياليتوب او پرمختګ ته وهڅوی.
کله کله ځانته کښينه او له ځان سره ښه فکر او سوچ وکړه او دا معلومه کړه چه ستا زړه کوم روا او معقول او ممکن کار غواړي چه ته يی وکړی او د خپل زړه دغه ارمان او شوق پوره کړی.
د مثال په توګه که ته د کوم مشخّص کتاب سره مينه لری چه ځانته يی واخلی نو داسی مه کوه چه لاړ شی هغه کتاب واخلی او کور ته يی راوړی.
نه، دا کار ابتکار او ابداع نه دې، بلکه ته لاړ شه همغه ستا د زړه د شوق او مينی کتاب واخله، بيا ورته ښه ښايسته او ښکلې غلاف ورکړه او ښه يی ښايسته کړه او ځانته يی پوسته خانی (ډاکخانی) ته يوسه او په خپل ادرس يی ځانته واستوه او بيا يی په کور کښی د هغه د رارسيدلو انتظار وکړه.
خو له ياده دي ونه ووځي چه پر دغه کتاب باندي د ليږلو څخه مخکی داسی کلمات او يو څه وليکه چه تا پر کار کولو او د هغی استمرار ته هڅوي، او ډاډ درکوي، نو ته به وګوری چه ددي ډالۍ څومره ښه او لوي اغيز دې؟ چه ته پوسته خانی ته لاړ شی او هغه ځانته تسليم کړی، او هغه ښايسته کلمات چه تا پخپله پری ځانته ليکلي وي، هغه ولولی.
دا يواځی د يو مثال په ډول درته وايم، دا نه چه يو څوک دي همدا مثال عملي کړي، مهمه دا ده چه لکه يو څوک بل د تشجيع او لا زیات پرمختګ ته هڅولو لپاره هغه ته تحفه او ډالۍ او انعام ورکوي، همدارنګه ځان همدغه شان فرض کړه، خو په يو ابتکاري طریقه باندي يی لا زيات پرمختګ ته وهڅوه.
ځانته د انعام ورکولو او هغه پرمختګ ته د هڅولو لپاره يو بل مثال: «يو ځاي چه ستا زړه غواړي هلته دي سفر کړې واي، هغه ځاي ته ټکس (ټکټ) واخله او ښه ښايسته کلمات پر ځانته وليکه، مثلاً: په تيره مياشت کښی ستا د ډيرو پرمختګونو او د ډير کار له کبله ستا ډير شکرګزار يو، او تا ددغه زيات کوښښ له کبله دا ټکس(ټکټ) ګټلې دې، ځانته يی په خوشحالۍ ومنه، ستاسو د کوښښ او زيار ايستنی څخه ډيره ډيره مننه، الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى تاسو ته نور هم قبوليت او لا زيات توفيق در په برخه کړي».
او بيا دغه ټکس (ټکټ) پوسته خانی ته يوسه او ځانته يی په خپل ادرس باندي وليږه.
مقصد دا چه مونږ بايد په داسی ابداعي او ابتکاري طریقو باندی سوچ اوفکر وکړو چه خپل ځان او زړه او نفس پری لا زيات پرمختګ او برياليتوب ته وهڅوو.
په دی کښي هيڅ شک نشته چه مونږ د روژی دا عظيم الشان عبادت او بندګی د الله تعالی په فضل او مهربانۍ سر ته ورسوله، نو لويه جايزه او انعام يي دادې چه زمونږ روژه الله تَعَالَى قبوله کړي او د جنت په لاس ته راوړلو کښی مو بريالي کړي.
د دوهمی پوښتنی په ځواب: چه څرنګه کولاي شو خپل خواوشا خلک خوشحاله کړو؟ لکه مور او پلار، خپله ښځه(ماندينه)، خپل اولاد او اهل و عيال او ټول خپلوان؟
*کولاي شو هغوي ته ځينی تحفی او ډالۍ واخلو، او په پوسته )ډاکخانه( يی ورته وليږو، يا بله داسی کومه طريقه ورته پيدا کړو چه دغه تحفی او ډالۍ ورته په يو نااشنا او ابتکاري ډول ورسوو، ترڅو هغوي ته خوشحالي او سعادت وروبخښو.
مثلاً، د ماشومانو لپاره که مو داختر په ورځی د لوبو شيان اخيستلي وي نو هغه د کور په بيلابيلو ځايونو کښی پټ کيږدو، او بيا هر يو ته د دغه خزاني (تحفی او ډالۍ) د پيدا کولو او لټون لپاره يوه نقشه ورکړو چه هغه پيدا کړي، او هغه ورپسی وګرزي، او د ګرزيدلو او لټون په هر پړاو کښی هغه ته يو کارت او ورقه ايښودل شوي وي چه په هغه له ده څخه د رمضان په مياشت کښی د ښه عمل کولو په بدل کښی ورڅخه شکر اداء شوې وي، او لا زيات د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عبادت او بندګۍ ته پکښی وهڅول شي.
نو په داسی طريقو باندی کولاي شو د اختر له ورځی څخه هغه روا خوشحالي او مطلوب خوند واخلو، او د خپل کور او خواوشا خپلوانو ته پکښی خوښي او تسلي لاسته راوړلاي شو.
او يا دا چه ته يو بل څوک په دي مکلّف کړی چه د اختر په ورځ دغه تحفی او ډالۍ ستاسو کور ته په يو نااشنا او ابتکاري طريقه راوړي، ترڅو وکولاي شو دوي ته د اختر خوشحالي ور په برخه شي... او داسی نوری طريقی او اسباب...
په ياد بايد ولرو چه هر نفس د ستړتيا څخه وروسته دمی او راحت ته اړتيا لري، او چه کله يو برياليتوب لاس ته راوړي، او يو ښه کار وکړي، نو هم انعام او جايزی ته ضرورت لري.
ددريمی پوښتنی په ځواب کښی چه څرنګه کولاي شو خپل خواوشا ټولنه او خپل خپلوان خوشحاله کړو؟
ځکه خواوشا ټولنه هم له تا څخه د يو ښه کار په بدل کښی يوه تحفه، ډالۍ او انعام غواړي، نو په هغوي کښی هم بايد فکر او سوچ وکړی چه څرنګه هغوي خوشحالولې شی؟ لکه يو یتيم څرنګه د اختر په ورځ خوشحالولې شی؟ يا کمزوري او غريبان او د ټولنی داسی نور خلک چه له تا څخه د خوشحالولو او تحفی او ډالۍ هيله او اميد لري.
او داسی هم کولاي شی چه خپل مسجد کښی د برخَوالو او لمونځ ګزارو او هغه خلکو سره چه د رمضان په شپو ورځو، تراويح او روژو کښی ورسره شريک وی، ورسره مشوره شريکه کړی چه راځۍ ددي اختر ورځ او خوشحالي يی د يتيمانو سره په شريکه تيروو، او يو ترفيهي پرورګرام ترتيبوو، يا د هغوي او د کمزورانو، سپينګرو کورونو او تم ځايونو، او دمريضانو لپاره روغتونونو ته ورځو او د اختر دا خوشحالي له هغوي سره په شريکه تيروو.
پدي کښی شکه نشته چه په اختر کښی دا کارونه ستا زيات وخت نيسي، خو ته بايد هغه اثر او خوشحالۍ ته هم وګوری چه ددي له کبله ستا په خواوشا ټولنه کښی راځي، او کيداي شي د يو يتيم په سر باندي د اختر په ورځ لاس راکاږی، او اوښکی يی وچی کړی، او خوشحاله يی کړی، او د هغی له کبله تا ته الله تَعَالَى ستا ګوناهونه دروبخښي، او د هغه په زړه کښی هم خوشحالي واچوي.
هغه مسجد چه تا پکښی له يو شمير لمونځ کونکو سره يو ځاي لمونځونه او تراويح کړي دي هغوي ته د شکر رسالی او ميسيجونه واستوه، او هغوي چه د رمضان د مياشتی په اوږدو کښی کوم خدمت کړې وي په هغی باندي د هغوي مننه وکړه او شکر يی اداء کړه.
د مسجد ملا امام صاحب ته هم يوه ښه تحفه او ډالۍ وليږه؛ ځکه هغه ستاسو په دغه مبارکه مياشت کښی د لمونځونو امامتي کوله.
د مسجد مؤذّن او هم خدمتګار ته هم يو څه ډالۍ کړه، يوه جوړه نوي جامي دغه خدمتګار ته واخله، او د اختر د خوشحالۍ په مناسبت کښی يی ورته ډالۍ کړه؛ ترڅو د هغی د هغه خدمت- چه د رمضان د مياشتی په اوږدو کښی يی د مسجد د پاکۍ په ترڅ کښی کړې دې،- شکر يی اداء شي او حوصله افزايی يی وشي.
د خپل ځان، اهل و عيال، او دټولی ټولنی لپاره د اختر په مناسبت کښی ددوي ټولو د خوشحالولو لپاره هميشه د يو ابتکار په لټه کښی شه، او مونږ هم له خپلو نيکو دعاګانو څخه مه هيروه...
د ډاکتر عماد بن عبد الله الجريفاني ليکنه


وصلی الله وسلّم، وبارک و أنعم علی سيّد الأنبياء والمرسلين، وعلی وآله وأصحابه أجمعين، وعلی من اهتدی بهديه واقتفی أثره الی يوم الدين.