المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : منهج ودراسات في آيات الأسماء والصفات للشيخ محمد الأمين الشنقيطي رحمه الله (بشتو) ترجمة الأخ الفاضل: لقمان حكيم حکمت (1)


أبو زكريا
_14 _October _2013هـ الموافق 14-10-2013م, 11:04 PM
سریزه

الحمد لله رب العلمين، ولاعدوان إلا على الظالمين، كالمبتدعة والمشركين، والصلاة والسلام على سيد الأنبياء والمرسلين، محمد وعلى اله وأصحابه أجمعين، وعلى كل من سار بنهجه وتمسك بسنته الى يوم الدين.
په ديني نظام كښي توحيد ته هغه مقام حاصل دى، كوم مقام چي په انساني جسم كښئ زړه ته حاصل دى، په دي معنى كه زړه روغ رمټ اوله رنځونو څخه سالم او بچ وي نو نيك اثريي په جسم هم له ورايه معلوميږي چي جسم روغ رمټ او تندرست دى.
توحيد تر ټولو شيانو دومره مهم او عملي حقيقت دى چي د انسان په وګړيز او ټولنيز ژوند ژواك كښي ځانګړي اثر لري، په انفرادي ژوند كښي نيك اثر او مثبت اغيز دادي چي په توحيد اقراركول انسان ته دومره لوړ مقام وركوي چي د اشرف المخلوقات په بناء يي مستحق دى.
اودانسان په ټولنيز ژوند يي مثبت اغيز دادي چي دانساني معاشري اساس او بنسټ دپوره عدل اوصحيح مساوات قيام دي، او كامل عدل اوصحيح مساوات دالله پاك د احديت او يووالي او دهغه په اسماؤ او صفاتو پوري تړلي دي.
دقراني اياتونو له لوستلو څخه هم داجوته كيږي چي توحيد د انسانيت معيار او دكايناتو فطري غوښتنه ده.
او دقران كريم زياتره برخه هم په همدغه مسئله غږيدلي ده، له همدي ځايه ويلاي شو چي توحيد د ټول دين دريمه برخه تشكيلوي، اوپه هم دغه بناء داخلاص سورت ته چي خالص د توحيد سورت دي، دقرانكريم ثلث ويل شويدي.
په دي كښئ هيڅ شك نشته چي توحيد الاسماء والصفات د اسلام د سپيڅلي دين هغه برخه ده چي د زياتو علماؤ، پوهانو، اودمذاهبو څښتنانو ښپي پكښي ښويدلي دي، ان چي مختلفي اوبيلا بيلي نظري يي په دي اړه څرګندي كړي دي، په همدغه منظورمي ددي كلك عزم وكړ چي د علامة محمدالامين شنقيطي ـ رحمه الله ـ عربي كښي چاپ شوي محاضره پښتو ته وژباړم، اوخپل پښتانه ورونه هم دتوحيد له دي عزتمند ډول څخه خبركړم، ځكه انسان د ژوند هدف يواځي هم دا دي چي خپل حق رب او پروردګار په صحيح معنى او ثابتو صفتونو وپيژني.
په اخركښي د الله رب العلمين ددي نعمت په بدل كښي ډيرزيات شكر اداء كوم چي زه ئي ددي جوګه كړم چي داسلامي دين د خدمت اړوند مي اندك عمل وړاندي كړ.
الله جل جلاله دي ځما څخه داعمل قابل قبول وګرځوي، او الله پاك دي پري تمامو مسلمانانوته خير، فائده، او ګټه ورسوي.
اميــــــــــــــــــن يارب العلميـــــــــن
&

دموضوع د اختيارولو سبب او مهم لاملونه
ددي موضوع د اختيار ډيرزيات سببونه اولاملونه و چي زه يي ددي رسالي په ژباړلو مكلف كړم، چي ځينوته مي په سريزه كښي لنډه اشاره وكړه، او ځيني نور يي په لاندي ډول په لنډه توګه يادوم :
۱ ـ دتوحيد الاسماء والصفات اړوند مي په پښتو ژبه كښي مفصل كتاب د سترګو ديد لاندي رانغي، لكه څومره كتابونه چي په توحيد الالوهية او توحيد الربوبية كښي ليكل شوي اوژباړل شويدي، په دي تكل چي په پښتو ژبه كښي هم بايد دمشكل دحل په اندازه د توحيد الاسماء والصفات په نوم كتاب شتون ولري، ماهم ددي كتاب ژباړل پيل كړل.
۲ ـ په دي كښي هيڅ شك نشته چي توحيد الأسماء والصفات دتوحيد تر ټولو انواعو څخه بهترينه نوعه ده، ځكه دا ډول توحيد د الله پاك د ذات او دهغي د نومونو او صفتونو څيړنه كوي، اوله بل پلوه په توحيد الوهيت او توحيد ربوبيت باندي هم دخلكو ايمان نورهم ترهغه حده پياوړي كيږي چي څومره ايمان يي په توحيد الاسماء والصفات وي، او رښتيا ده چي ـ شرف العلوم بشرف المعلوم ـ
د پوهي او علم شرف او قدر دمعلوم د قدر اوشرف په اندازه وي.
۳ ـ دتوحيد الاسماء والصفات په موضوع كښي مي د ليكني پرځاي ژباړه ځكه غوره كړه چي شنقيطي صاحب په خپلي دغي محاضره كښي دمنطق اوفلسفي باطل اوپوك مصطلحات چي دعقيدي په تخريب كښي عملي كردار اداء كوي، دقرانكريم او نبوي حديثونو په رڼا كښي په علمي انداز رد او ځواب كړيدي.
اوددغي سربيره پرهغي مذهبونوچي په توحيدالاسماء والصفات كښي ئي دخپل مذهب د ټنګښت په خاطر دقرانكريم، نبوي حديثونو، اوعقلي دلائلوڅخه په خطا او غلطي استفادي كولو ناوړه مفهوم او ناروا موقف اختيار كړيدي، دبطلان كرښه ئي پري راښكلي ده، اوله صحيح دليل څخه دهغوي د ناسم استدلال خوګاني او نيمګړتياوي په ګوته كړيدي.
۴ ـ زه خپله هم ددي كلك خواهشتمند وم چي دقرانكريم او نبوي نصوصو په رڼا كښي دالله پاك دنومونو او صفتونو په باب دروسته لار وپيژنم، ترڅو زه هم پخپله وكولاي شم چي د توان په انداز خلك په سمه توګه قانع كړم.
&&&

دكتاب په ژباړه كښي زما مسير اوتګ لاره
دكتاب په ژباړه كښي مي لاندني لاره خپله كړيده :
۱ ـ دكتاب ترجمه مي په ډيره زياته اسانه پـښتو كښي كړيده , چي له هرډول غموض اوخفاء څخه لري ده.
۲ ـ دهرايت معنۍ مي په اسانه پښتو كښي له باور وړ تفسيرونو څخه راخستي ده، چي مشهور تفسير ئي د علامة سيد عبدالسلام ـ رستمي ـ صاحب تفسير دي.
۳ ـ د ژباړي ترڅنګ مي دا كتاب د ايتونو او موضوعګانو په فهرس هم مشتمل كړ، ځكه چي دي كتاب پخپله يو فهرس هم نلرو.
۴ ـ دعقيدۍ اړند مصطلحات مي هم ترجمه كړيدي، په دي معني كه څوك د لوستلو په جريان كښي له دغي مصطلحاتو څخه كوم مشكل دخپل ځان په نه فهميدو كښي وويني، كولاي شي چي ددغي ترجمه شوي اصطلاحاتو څخه فايده ترلاسه كړي.
&&&
د تشکر اظهار
· له هرڅه نه وړاندی د الله پاک چی حق پروردګار، اود ټولو کائناتو خالق اومالک دی، په ښائسته نومونو او وچتو صفتونو موصوف ذات دی، دهغی ټولو نعمتونو په بدل کښی یی شکریه اداء کوم چی زما دبدن ټول غړی یی له شکری اداء کولو څخه قاصردی، چی په عمومی توګه یی ګردو انسانانوته او په ځانګری توګه یی ماته رابښلی دی.
· په دوهم پړاو کښی دهغی دوو معـززو هستیو چی زما له والدینو څخه عبارت دی شکریه اداء کوم چی زه یی تحصیل اوتعلم ته وقف کړم، اوزما تحصیل په بدل کښی خپل ځانونه د ژوند هرډول ستونزوته سپرکړ، او یواځی زما د روښانه مستقبل په تکل يی زما د دنیاوی هر راز ګټی وټی نه لاسونه ومينځل.
· په دریم پړاو کښي د مجاهدینو دستر سالاردشهید شیخ جمیل الرحمن ـ رحمه الله ـ شکریه اداء کوم چی دهجرت په تنګو سختو حالاتو کښي یی راته نبوی مشعلونه ودان کړل، چی په رښتیا هم دوی الله پاک زمونږ دسعادت اونیبخکتی سببونه وګرځول،الله پاک دی ورته قبرروښانه اودجنت باغیچه وګرځوی.
· اوپه څلورم پړاو کښی د ټولو روحانی ښونکو شکریه اومننه اداء کوم چی زما په زده کړو اوتعلیم کښی يي تر هر چا مهم ترین رول لوبولای دی بالخصوص قابل قدر استاذ قاضی محمد حکیم حکیم چی زما دبری لیک په دی منوګراف یی په زړه پوری اشراف اونظارت وکړ، اوزما دی لیکنی ته یی د زبرزیر امیل ورواچوو.
په پای کښی یوځل بیا ددغی ټولو شکریه د یو شاعر په دی شعر اداء کوم چی :
فالله یجزیهم بماهم اهله * من لیس یجزیه یدی ولسانی
فالله یجزیهم بماهم اهله *من جنة المأوی مع الرضوان
اوپه ډیری زیاتی تسلی ورته وایم چی :
هغه دګلابونو نهالونه چی تاسویی د راټوکیدواوبیا دغوټی کیدو اوبیا دګل کیدو په طمعه شپی سباکولی نن یی ګلان نیولی دی، هغه میوه داری نیالګی چی پرون مو په علمی بڼونو کښي کرلی وی نن یی میوی نیولی دی.
ستاسو د ټولو دی ژوند نیکمرغه او د ژوند پای مو هم نیکمرغه شه
لقمان حکیم حکمت افغانی
1429/12/09 هــــــــ
2007/04/15مــــــــ

د ليكوال ژوند ته لنډه کتنه
شاید ډیرزیات خلک به داسی وی چی د فضیلة العلامة محمد الامین شنقیطی – رحمه الله – د ژوند په اړه څه ناڅه مات ګوډ معلومات لری، خومونږ هم بس دومره ویلای شو چی علامة شنقیطی – رحمه الله - دریاض په نړیوال اسلامی پوهنتون کښي د شرعیاتو او ادبیاتو په بخشونو کښی د استاذ په صفت پاتی شویدی.
اوهمدارنګه یی دمدینی منوری په نړیوال اسلامی پوهنتون کښي هم تدریسی دندی مخ په وړاندی بوولی دی، نور راز راز دندی یی همدغلته ترسره کړیدی.
هغه له دي څخه هم مشهور دی چی تعارف یی وشی.
زیات خلک به داسی هم وی چی شیقیطی صاحب خو به یا له سماع له لاری پیژنی اویا به یی ورسره لیدل کتل شوی وی، خو دشاګرد په توګه یی ماهم دمزید تعارف په خاطر خپل قلم دهغه په تعارف داسی ګویان کړ:
&&&

د شیخ – رحمه الله – نوم:
دشیخ – رحمه الله – نوم محمدالأمین اود پلارنوم یی محمد المختار او دنیکه نوم یی عبدالقادر دی، دغه ډول مرکب نومونه لکه دهغه او پلاریی چی دی دهغوی په کلی اوښارونو کښي ډیر زیات دی.

د شیخ – رحمه الله – نسب:
دشیخ – رحمه الله – نسبی سلسله یعقوب بن جاکن الابرم تهرسیږی، د مشهوری اومعروفی قبیلی ( جکنیین ) نیکه او پدر کلان شمیرل کیږی، چی بیا دغه قبیله په نسبی سلسله کښی د ( حمیر ) مشهوری قبیلی ته رسیږی.

د شیخ – رحمه الله – پلرنی وطن:
شیخ – رحمه الله – د موریتانیا په مشهور ښار شنقیط کښی زیږیدلی دی، شنقیط دموریتانیا ختیځه برخهده،اوشنقیط پخپله دمحیط اطلسی خیتځ،اودمراکش او جزائر جنوب او د سنګال شمال ته واقع دى.

د شیخ – رحمه الله – پیداېشی کال:
شنقیطی – رحمه الله – په ( 1325 هـ) کال کښي دی فانی دنیاګی کښی سترګی غړولی دی، اومورئي دپلار خپله د تره لور وه.

د شیخ – رحمه الله – نشأت:
شنقیطی – رحمه الله – په داسی کورنی کښي زږیدلی دی چی نارینه او زنانه قام یی ټول په علمی جامه ملبوس وو، دعادت سره سم هغه هم خپل لومړنی زده کړی دخپلو ماماګانو او مامیانو څخه کړیدی،چی همدغی لومړنی زده کړو یی د مستقبل په روڼولو کښی ترهرڅه مهم رول ولوبو.

د شنقیطی – رحمه الله – زده کړی او تحصیل:
شیخ – رحمه الله – ترټولو لومړی پخپل پلرنی ټبراوټاټوبی کښی له بیلابیلو پوهانو څخه رنګارنګ فنون زده کړ، چی له تفسیر، فقه، اصول، نحو، اوصرف، بلاغت څخه عبارت دی، هیره دی نوی چی سیرت یی ددغی تعلیماتو ترڅنګ د خپل کور له زنانه و څخه زده کړی و، او ورسره یی ترڅنګ منطق له مطالعی له لاری څخه یاد اوضبط کړ.
زیات استاذان یی دخپلی کورنی او کلی میشت خلک دی، چی له جملی څخه یی شیخ محمد بن صالح، علامة أحمد الافرم بن المختار، شیخ أحمد بن عمر، لوی فقیه محمد بن النعمة الزیدان، فنون پوه أحمد بن فال بن وده او داسی نور....دى.

د پوهنی اوتحصیل منهج:
دشیخ – رحمه الله – په کلو اوښارونو کښی هیڅ څوک دانشی کولای چی مختلف فنون سره یوځای یاد او زده کړی، اونه زده کونکی کولای شی چی له دوو اویا له زیاتو ښونکو څخه په یو آن کښی زده کړی مخ په وړاندی بوځی، زده کونکی یو فن ترهغه مهال زده کوی ترڅو یی ښه قوی ضبط اویاد کړی.

دپوهنی تحصیل او لارښود:
هغه فن چي زده کونکی يي په زده کړه بوخت وی، ترټولو لومړید دغی فن متون په یادو ضبط کوی، تریوحده دا هم کیدای شی چی د یو ښونکی سره بیلابیل فنون دیوی تدریسی مادی په څیریوځای کړی.
او د درسونو رسمی دوام هره ورځ له سهار مهال شروع اخلی اود ماسخوتن له لمونځ سره سم پای ته رسیږی، چی ترمنځ یی د خوراک څښاک، او ذهنی استراحت د وختونو خاص خیال هم ساتل کیږی.
همدغه د شیخ – رحمه الله – د کلی اوښارد درس اوتدریس مهال ویش دی چی د اخترونو د مناسبت ترڅنګ پکښی د پنجشنبی او د جمعی مبارکی ورځی هم رخصتیانی وی.
برسیره پردغی د تیرو درسونو مذاکره ورپکښی هرکال د رمضان د مبارکی میاشتی په دوران کښي ددوري کیږی.
د درس اوتدریس په مهال د ښونکی او زده کونکی خپل منځني اړيكي لکه د ځوی او دپلاراومور ترمنځ علاقه وی، هر زده کونکی خپل اړوند د ژوندچاريپخپله ترسره کوی، خو که زده کونکی د زده کړی په مهال کوم اقتصادی او یا هم بل کورنی مشکل حس کړی، نو ښونکی یی ورسره کلکه مرسته او کومک کوی.
ځینو وختونوکښي داسی هم کیږی چی ښونکی د خپل زده کونکی خرچه ترهغه مهاله په خپله غاړه اخلی چی ترڅو زده کونکی ورسره ټولی زده کړی بشپړی کړی.
خو شیخ – رحمه الله – پخپله چی به یی له کوم ښونکی څخه زده کړه کوله نو خپل ځان به یی په مالي پانګي او په پوره توښی او زیاتی بودیجی د خادمانو په شمول کلک سمبالو.

دشنقیطی – رحمه الله – له خپل تحصیل نه وروسته ژوندی کردار
له فراغت څخه وروسته شنقیطی – رحمه الله – خپلو زده کړوته نوره ادامه هم ورکړه، چی ددغی ترڅنګ به یی دخلکو ترمنځ شخړی او د تاوتریخوالی لانجی کونجی هم فیصله کولی، آن چی دعوامو او موجوده حکومت په وړاندی یی قضائي پريكړي قابل قبول وی.

د شنقیطی – رحمه الله – حجاز ته سفر:
په 1360 هجری کال کښي یی د حج د مراسمو د آداء کولو په منظور حجاز ته سفر وکړ، او هم هلته یی په نبوی مسجد کښی د تدریس لړی پیل کړه، ددغی ترڅنګ ورسره ځینو مسؤلینو د پیژندګلو خطونه کش کړ، چی بالاخره یی ورنه په حرمینو کښی د تدریس لپاره د پاتی کیدو طلب وکړ.
بیا په 1371هجری کال کښی ورڅخه په عامو معهدونو او پوهنتونونو کښی د ښووني طلب وشو، چی بیا په 1381 هجری کال کښی د مدینی منوری نړیوال اسلامی پوهنتون ته منتقل شو.

دشنقیطی – رحمه الله – علمی لیکنی او اثار
۱- انساب العرب . نشته دی
۲- فروع مالک .
په شعری بڼه یی لیکی دی.مخطوط.
۳- ألفیة المنطق. مخطوط
۴- نظم فی الفرائض. مخطوط
۵- رحلة خروجه من البلاد الی المدینة.
په دی لیکنه کښی یی د پوهنی اوروزنی بیلابیل ټول ډولونه لیکلی دی، برسیره پردغی یی هغه مناقشی او بحثونه هم لیکلی دی چی ورسره په لاره کښي شویدی. مخطوط
۶- شرح علی مراقی السعود. مخطوط
۷- شرح علی السلم. مخطوط
۸- دفع ایهام الاضطراب عن آی الکتاب. مطبوع([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn1))
۹- منع جوازالمجازفی المنزل للتعبد والاعجاز مطبوع.
۱۰- اضواء البیان فی تفسیرالقران بالقران.
ددی کتاب لومړنی شپږ جلدونه چاپ شویدی، چی دسورت حج په اخرنی ایت سرته رسییږی، اود زیاتی مطالبو اوغوښتونو له کبله اول او دوهم جلدونه بار بار نشر شویدی ([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn2)).
۱۱- مذکرة فی الاصول.
۱۲- أدب البحث والمناظرة.
دا د علامة شنقیطی – رحمه الله – په اړه مات ګوډ معلومات و چی د قلم په ژبه مو پری د کاغذ مخ تور کړ، اما هغه معلومات چی دهغی په هکله یی دهغی شاګردان لری نو هغه یواځی مثالی نه بلکی په ادب او تربیه کښی نیک مقتدی وو، او دعلمی اړخه اګر که هغه یو مالکی مذهبی ؤ، خو دمذهب خیال ساتنه یی اخری نظریه وه، له همدغی نګاه نه هغه د الله پاک په ځانګړی احسان مجتهد اود اجتهاد په ګاڼه سمبال ؤ، دالله پاک له فضل او مهربانی له مخی هغه کولای شول چی احکام له ایتونواو نبوی حدیثونو څخه په ښه توګه استنباط کړی، او د مخالفو مسئلو په هکله کره کتنه وکړی، اوبیا د صحت اوصواب په مهال ورته ترجیح ورکړی.
اوددی مساېلو په اړند هغه څوک ښه معلومات لری چی د هغی تفسیر أضواء البیان یی په ښه سوچ اوفکر او په پوره تحقیق لوستلی وی.
اوله دی فانی دنیا څخه یی 1393 هجری کال کښی په مدینه منوره کښی خپلی سترګی پټی کړی.
اروا دی ښاد وی


دعقيدی ځینی ژباړل شوی مصطلحات
دتمثیل لغوی معنی([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn3))
دتمثیل خپله لغوی معنی تسویه او( برابرول ) ده.
ابن منظورپه لسان العرب کښي وایی :
( مثل ) کلمه دتسوی معنی او مفهوم افاده کوی، مګر دومره ده چی تسویه او تمثیل سره پخپل منځ کښي فرق لری.
ځکه تساوی هله شتون لری چی دوه شیان سره پخپل منځ کښی په مقدار او اندازه کښی توپیر ونه خوری، او مماثله په دوو متفقه شیانو کښی راځی([4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn4)).
اوپه ترتیب القاموس المحیط کښی وایی :
عرب وایی : (ومثل له تمثیلاْ) یعنی هغه یی داسی متصور کړ، لکه ښکاره چی ورته ګوری([5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn5)).
اسمعیل بن حماد الجوهری وایی :
( مثله تمثیلا ) یعنی په کتابت او نورو وسائلو یی د هغی مثال متصور کړ([6] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn6)).

دتمثیل اصطلاحی معنی
دالله پاک سره دهغی په صفاتو کښی مماثل پیدا کول، او دتمثیل دقرانی اونبوی نصوصو له مخی صریح کفر دی، اود الله پاک ددی قول تکذیب دی چی فرمایی : ( لیس کمثله شیئ وهو السمیع البصیر) ([7] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn7))
او له تمثیل څخه نقص هم لازمیږی،په دی معنی چی د الله پاک د کامل ذات مشابهت ورپکښی د ناقص مخلوق سره راځی.

د تشبیه اوتمثیل ترمنځ توپیر
دتشبیه اوتمثیل ترمنڅ توپیردادی چیپه تمثیل كښي هر اړخیز مساوات شرط دی، چی بغیر له مساوات تمیثیل په تمثیل نه شی نومول کیدای، بالعکس په تشبیه کښی مساوات له هر اړخه نه موجودیږی.
ځکه خو الله پاک مثل له ځان څخه په دی قول کښی نفی کړیدی چی : ( لیس کمثله شیئ وهو السمیع البصیر ) ([8] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn8))
&
دتعطیل لغوی معنی
تعطیل عربی لفظ دی چی د خالی اوخو شی پریښودو په معنی باندی راځی، دعربی دلغت قاموس المحیط نوم کتاب کښی وایی :
(تعطلت المرأة) ښځه خالی شوه، یعنی ګاڼه او زیورات پری نشته، او دتعطیل معنی تفریغ او خوشی پریښودل دی ([9] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn9)).
ابن منظورپه لسان العرب کښي وایی :
عطّلت المرأة. تعطَل عطلاً وعطولاً وتعطّلت المرأة اذا لم یکن علیها حلي ولم تلبس الزینة([10] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn10)).
ښځه خالی شوه یعنی چی کله ورباندی ګاڼه او زیورات نه وی، او یا هم دښکلا، زیب و زینت لباس وانه چوی.
له تیری څیړنی څخه جوته شوه چی د تعطیل معنی تفریغ او خلو ده او په دی معنی باندی دالله پاک داقول هم ښکار دلالت کوی چی ( وبئر معطلة وقصرمشید ) ([11] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn11))
یعنی :هغه کوهی چی څوک تری اوبه نه څښی بلکی خوشی پریښودل شویدی.
&

دتعطیل اصطلاحی معنی
دعقیدی په اصطلاح کښی تعطیل: له الله پاک څخه په قران او صحیح حدیثونو کښی ثابت صفات نفی کول، او د ذات پوری تړلی صفاتو نه انکار کولو ته وایی. ([12] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn12))
خو دومره ده چی تعطیل اوتحریف سره پخپل منځ کښی توپیرلری، په دی معنی چی تعطیل هغی ته ویل کیږی چی دلفظ څخه خپله مطلوبه معنی چی قرانکریم اویا نبوی حدیث پری ښکاره دلالت کوی نفی کول.
اوتحریف نص په باطله معنی تفسیرولوته ویل کیږی.
جوته شوه چی د دواړو ترمنځ عموم اوخصوص دی، چی هرتحریف تعطیل دی، خو هرتعطیل تحریف نه دی([13] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn13)).

دتحریف لغوی معنی
تحریف د فعّل یفعّل تفعّیل باب نه مصدراو د تفعیل په وزن دی، اود تبدیل او تغییر معنی افاده کوی.
ازهری وایی : لیث ویلی چی : په قرانکریم کښی تحریف دیته ویل کیږی چی کلمات له خپلو معناګانو څخه په نورو معناګانو تفسیرشی([14] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn14)).
یعنی قرانی اویا نبوی کلماتو ته له خپل ځایه بدلون ورکول په تغییر نومول کیږی.

د تحریف اصطلاحی معنی
تحریف د عقیدی په اصطلاح کښی دیته ویل کیږی چی نص په داسی معنی تفسیرشي چی دغه نص پری هیڅ دلالت نه کوی ([15] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn15)).
دالله پاک دنومونو او ثابتو صفتونو اړوند دغی ټولو اصطلاحاتو ته الحاد او کجروی ویل کیږی، ځکه چی دغه مصطلحات دقرانکریم دصریحو نصوصو سره ښکاره تضاد او منافات لری.
([1])دا کتاب د اضواء البیان په اخره حصه کښی چاپ شویدی
([2])هیره دی نوی چی اووم اواتم جلد یی دهغی د شاګرد(عطیة محمد سالم) له تکمیل څخه دی.
([3])هیره دی نوی چی ژباړل شوی مصطلحات د (۱۵)نه تر (38) صفحي پوری د ژباړن خپل زیادت دی.
([4]) لسان العرب : 11/61. چاپ : دارالفکر بیروت.
([5])ترتیب القاموس المحیط : 4/ 203. چاپ : دارالمعرفة بیروت 1399.1979
([6]) الصحاح تاج اللغة وصحاح العربیة : 5/ 1816.چاپ :دارلعلم للملایین.1376.1956
([7]) سورت شوری : 11.
([8])الانتقاد الرجیح بشرح الاعتقاد الصحیح : 58.
([9])القاموس المحیط : 4 / 17. چاپ : دارالفکر بیروت : 1403- 1983م
([10])لسان العرب : 11 /453. چاپ : دارالفکر.
([11])سورت حج : 45.
([12])الانتقاد الرجیح بشرح الاعتقاد الصحیح : 57.
([13])الانتقاد الرجیح بشرح الاعتقاد الصحیح : 58.
([14])تهذیب اللغة : 5 / 14. لسان العرب : 9 / 43.
([15])الانتقاد الرجیح بشرح الاعتقاد الصحیح : 85.

أبو زكريا
_19 _October _2013هـ الموافق 19-10-2013م, 06:53 PM
منهج ودراسات في آيات الأسماء والصفات للشيخ محمد الأمين الشنقيطي رحمه الله (بشتو) ترجمة الأخ الفاضل: لقمان حكيم حکمت (2)

دالله پاك د صفتونو ډولونه او انواع
د الله پاك صفتونه د اهل السنة والجماعة دعقيدي په رڼا كښي د دريو تقسيمونو لاندي شپږ ډولونه لري :
○ لومړي تقسيم :
د وجود او عدم په اعتبار د الله پاك د صفتونو ډولونه
لومړي ډول
●ثبوتيه صفتونه : ثبوتيه ټولو هغه صفتونو ته ويلي شي، چي د كمال مطلق سره الله پاك خپل ځان لپاره ثابت كړي وي، چي د دغي سره سره ورپكښي د ګردو خوګانو او عيبونو نه د الله پاك تنزيه شوي وي، لكه : حياة، علم، قدرت، سمع، بصر، علو، ربوبيت، الوهيت، او داسي نور....

دوهم ډول :
●سلبيه صفتونه : سلبيه ټولو هغه صفتونو ته ويل كيږي چي الله پاك له خپل ځان څخه پخپل كتاب كښي او يا يي دخپل رسول كريم – صلي الله عليه وسلم – په ژبه نفي كړي وي.
○ دوهم تقسيم : د الله پاك د مشيئت او عدم مشئت اړند صفتونه دري ډوله دي :
● لومړي ډول : محض ذاتي صفتونه : محض ذاتي هغه صفتونو ته ويل كيږي چي د الله پاك څخه ازلا او ابدا نه جدا كيږي او نه د الله پاك د مشيئت او فعل لاندي وي، لكه : حياة، علم، قدرت، حكمت، عظمت، وجه، يدين،او.......
●دوهمډول : محض فعلي صفتونه : محض فعلي صفتونه هغي صفتونو ته ويل كيږي چي د الله پاك د مشيئت اړند وي، كه د الله پاك خوښه شي نو كوي يي، او كه يي خوښه شي نه يي كوي، لكه : په عرش باندي دهغي استواء، د شپي په دريمه حصه كښي د دنيا اسمان ته د هغي راښكته كيدل، د قيامت په ورځ دهغي راتګ، غصه، رضا، خوشحاليدل، خندل، او...... .
متعزله وايي : فعلي صفتونه هغي ته ويل كيږي چي اثبات او نفي ورپكښي جريان ولري، خوكه جريان ونه لري نو په ذاتي نومول كيږي.
اشعريه وايي : هغه صفت چي د نفي څخه يي نقيض لازميږي له ذاتي صفتونو څخه شميرل كيږي، او كه له نفي څخه يي نقيض هيڅ وجود ونلري نو په فعلي صفت نومول كيږي.
ماتريديه وايي : ټول هغه صفتونه چي په ضد يي الله پاك نه نومول كيږي، هغي ته ذاتي صفتونه ويل كيږي، لكه، قدرت، علم.
اوكه په ضد يي مخلوق توصيف كيداي شو نوهغي ته فعلي صفتونه ويل كيږي، لكه ترزيق، تخليق اونورهغه صفتونه چي د تكوين صفت ته راجع كيږي ([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn1)).
● دريم ډول : هغه صفتونه چي په يو اعتبارذاتي وي او په بل اعتبار فعلي وي، لكه د الله پاك كلام، ځكه چي كلام دنوعيت او اصل په اعتبار ذاتي صفت دي، خو ولي د كلام د آحادو او افرادو په اعتبار فعلي صفت شميرل كيږي، په دي معنى چي كلام د الله پاك د مشيئت لاندي دي كه يي خوښه شي خبري كوي اوكه يي خوښه شي خبري نه كوي.
هيره دي نه وي چي فعلي صفتونو ته اختياري صفتونه او اختياري افعال هم ويل كيږي ([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn2)).
○ دريم تقسيم :
داثبات په اعتباردالله پاك صفتونه په دوه ډوله دي :
●لومړي ډول : خبري سمعي او عقلي صفتونه : دا ډول ټول هغه صفتونه دي چي په ثبوت كښي يي شرعي، عقلي، او فطري دليلونه شتون لري، لكه حياة، قدرت، علو، علم، سمع، بصر، ربوبيت، الوهيت آو....
●دوهمډول : خبريه او سمعية، او دي ډول ته شرعية او نقلية صفتونه هم ويل كيږي، دا ډول هغه صفتونه دي چي د ثبوت په هكله يي خبر اوسماع د الله پاك له اړخه او يا هم د هغي د رسول كريم – صلى الله عليه وسلم – څخه شوي وي، چي سليم فطرت، او دروست عقل يي دنفي پر ځاي د تاييد لاره خپله كړيوي، لكه د الله پاك قدم، ساق، اصابع، مجيئت، استواء او...
&&&

دالله پاك د صفتونو اړوند اصول او قواعد
د الله پاك د نومونو او صفتونو د ثبوت لپاره اهل السنة والجماعة يو څو داسي اصول، قواعد، اوضوابط ايښي دي چي هم ورپكښي له مخلوق څخه د الله پاك تنزيه شويده او هم هغه صفتونه چي الله پاك خپل ځان لپاره ثابت كړيدي بغير له تشبيه سم دم اعتراف دي.
u لومړي اصل
د كمالي صفتونو د ثبوت سره سره الله پاك له ګردو عيبونو او نقصانونو څخه په پاكوالي عقيده لرل، چي د تعطيل، تشبيه، تكييف او تمثيل په رنګ نه وي رنګ شوي.
v دوهم اصل
د الله پاك د صفتونو د ثبوت په مهال تفصيل او ورڅخه د نفي په مهال په اجمال عقيده ساتل.
له تكييف اوتمثيل، اوتعطيل پرته الله پاك له ټول هغه صفتونه ثابتول چي هغي خپل ځان لپاره ثابت كړيوي، اويا ورله د هغي رسول كريم – صلي الله عليه وسلم – ثابت كړيوي، ځكه چي رسول الله – صلي الله عليه وسلم – له تمام مخلوق څخه د الله پاك په ذات باندي ډير ښه پوهيږي.
اوپه نفي كښي اجمال كول چي الله پاك له هر ډول عيب، نقص، اوخو نه پاك اولري دي.
د اية الكرسي او او دسورت اخلاص او دقرانكريم د نورو اياتونو د مفصل اثبات په څير مونږ هم په پوره اثبات قايل يو.
اود ( ليس كمثله شيئ ) د ايت په څير په نفي كښي د اجمال قايل يو.
علامة امام ابن القيم – رحمه الله – وايي :
له هرډول نقص اوعيب څخه د الله پاك تنزيه واجبه ده، كه دغه عيب د الله پاك د ذات پوري متصل وي لكه : مرګ، كمزورتيا، خوب، پركالي، اكراه، سفاهت، ظلم، او.....
اوكه يي د ذات پوري متصل نه وي لكه:شريك،ولد،والد... ([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn3))
w دريم اصل
له عيب اونقص پرته د هغي كمالي صفتونو په ثبوت كلك اقراركول چي په قرانكريم اويا هم په نبوي حديثونو كښي يي په ښكاره ډول ثبوت راغلي وي.
اود فلسفي او كلامي اصطلاحاتو په اړوند بايد له تفصيل څخه كار واخستل شي، تر ټولو لومړي به ددغي متفلسف انسان نه دا پوښتلي شي چي له دغي كلماتو نه ستا موخه څه ده ؟ لكه : الله پاك نه فوق كښي دي نه په تحت كښي، نه ښي طرف ته دي اونه كيڼ طرف ته او.... .
كه ددغي قايل له دغي نظريي څخه مطلب دا و چي په الله باندي هيڅ مخلوق احاطه نه ده كړي، او نه ورپكښي د مخلوق څه شي شته، نو دا صحيح نفي ده چي ټول قراني او نبوي نصوص يي تثبيتوي،او كه له دغي كلماتو څخه يي د الله پاك علو،استواء على العرش مطلب و، نو دا بيا باطله نفي ده، هيڅ كله يي حق طرفداري نه كوي. ([4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn4))

x څلورم اصل
په نفي كښي به د كمال د ضد ثبوت وي، ځكه بغير د كمال د ثبوت نه نفي ته بي آدبي ويل كيږي.
امام ابو العز الحنفي – رحمه الله – فرمايي : هر هغه نفي چي په قرانكريم او يا په نبوي حديثونو كښي د الله پاك په صفتونو كښي راشي، نو موخه يي هم د ضد د كمال ثبوت دي، لكه الله پاك فرمايي : ( ولا يظلم ربك احدا ) ([5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn5))
ژباړه : اوستا رب په چا باندي هيڅ ظلم نه كوي.
په دي ايت كښي د الله پاك كمال عدل ته اشاره ده.
اوفرمايي : (لايعزب عنه مثقال ذرة في السموات ولا في الارض) ([6] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn6))
ژباړه : له الله پاك نه په اسمانونو اوځمكو كښي هيڅ شي نه پټيږي.
په دي ايت كښي د الله پاك كمال علم ته اشاره ده.
اوداسي نوراياتونه.
اوپه عربي كښي د نثراوشعرپه ژبه ډيرداسي شواهد شته چي دضد په عدم ثبوت نفي پكښي دشان شوكت قدحه اوذم دي.
ددي خبري دمزيد تاييد لپاره كولاي شوچي داشعريي نمونه ذكر كړو.
قبيلة لايغدرون بذمة *** ولايظلمون الناس حبة خردل
ژباړه : دغه قبيله ګۍ داسی قبیله ده چه دخپلي كړي ژمني اړوند هيڅ غدرخيانت نه كوي، اونه د وړي داني په اندازه په چا ظلم زياتي كوي.
دلته دخيانت انتفاء دانه ده چي ګني هغوي په وفاء كښي شان شوكت لري، اونه له ظلم كولو دا مراد دي چي ګني هغوي د عدل او انصاف څښتنان دي، نه، بلكي دلته دهغوي كسرشان او كمزورۍ ته اشاره ده، چي له ډيري ويري نه شي كولاي چي يا خو خيانت وكړي، اويا هم په چا ظلم زياتي وكړي.
&&&

د الله پاك د نومونو اړوند قواعد اوضوابط
j لومړي قاعده
دالله پاك ټول نومونه په غايت حسن كښي دي، په دي معنى چي د الله پاك ټول نومونه داسي صفاتو ته شامل دي چي هيڅ نقص او عيب ورڅخه نه لازميږي، نه احتمالا او نه تقديرا.
k دوهمه قاعده
دالله پاك نومونه د وصف د ثبوت سره سره دري شيانو ته شامليږي :
۱ – الله پاك لره دغه اسم ثابتول.
۲- الله پاك لره هغه صفت ثابتول چي د غه اسم ورته شامل وي.
۳- ددغي صفت حكم او مقتضى ثابتول.
لكه د مثال په توګه ( سمع ) (یعنی اوریدل)، نو « سميع» د الله پاك اسم دي چي الله پاك د ( سمع ) (یعنی اوریدلو) صفت ثابتوي، ددغي وصف حكم او مقتضى هم داده چي الله پاك هرډول آواز، هره جرګه مركه، هره پټه او ښكاره خبره اوري.
l دريمه قاعده
د الله پاك نومونه د الله پاك په ذات اوصفتونو باندي په مطابقت، شمول، اوالتزام دلالت كوي.
د مثال په توګه ( خالق ) د الله پاك په ذات باندي په مطابقت دلالت كوي، د خلق په صفت باندي يي دلالت تضمني دي، او په علم اوقدرت يي دلالت التزامي دي.
m څلورمه قاعده
دالله پاك ټول نومونه توقيفي دي، عقل ته ورپكښي هيڅ مجال نه دي پاتي، چي څنګه يي ثبوت په قراني اياتونو او نبوي حديثونو كښي راغلي وي، همغسي ورباندي ايمان لرل واجب دي، دعقل د غوښتني سره سم ورپكښي كمبوت او زيادت بطلان بلل كيږي.
په دي معنى چي د الله پاك نومونه چي څنګه يي ثبوت په قرانكريم كښي راغلي وي، همغسي به ورباندي د زړه نه سم دم اقرار كيداي شي، د عقل په ترازو به نه تلل كيږي چي ايا دغه اسم الله سره مناسب دي او كه نه؟
nپينځمه قاعده
دالله پاك نومونه معلوم عدد نه لري.
كوم حديث چي دالله پاك د نهه نوي نومونو په هكله راغلي دي، دهغي معنى داده چي الله پاك دغي انسان ته چي دالله پاك په نومونو تلفظ وكړي اوياد يي كړي جنت به يي داخل كړي، وروستني جمله د مخكني جملي نه مستقله نه بلكي دهغي لپاره تتمه ده، ځكه چي نبي – صلي الله عليه وسلم – فرمايي : ( اسالك بكل اسم هو لك سميت به نفسك او انزلته في كتابك او علمته احدا من خلقك، او استاثرت به في علم الغيب عندك...
اوكوم نومونه چي الله پاك ورباندي احاطه كړيده، نه خو يي څوك شمارلي شي، اونه ورباندي څوك احاطه كولاي شي.

oشپږمه قاعده
دالله پاك په نومونو كښي الحاد كول د اسم د مقتضى څخه ميلان كول دي، اودغه ميلان اوالحاد په څلور ډوله دى :
>لومړي ډول :
د الله پاك د نومونواو يا هم دددغي نومونو له دلالاتو څخه كلك انكار كول، لكه اهل التعطيل په عمومي توګه اوجهميه په ځانګړي توګه چي كوم ناوړه چلند د الله پاك د نومونو سره كوي، چي له اصل څخه يي په نفي قايل دي.
>دوهم ډول :
دا چي د الله پاك نومونه د مخلوقاتو د نومونو په څير وګرځوي، لكه اهل التشبيه چي كوم ناوړه چلند د الله پاك په نومونو كښي كوي.
>دريم ډول :
الله پاك په داسي نوم نومول چي الله پاك پري خپله خپل ځان نه وي نومولي، لكه نصرانيان چي ورته ( اب ) وايي، اويا فلاسفه ورته ( علة فاعله ) وايي، او وړاندي مو وويل چي د الله پاك نومونه توقيفي دي، د قراني او نبوي دليل پرته به هيڅ څوك هم الله پاك په بل نوم نه نوموي.
>څلورم ډول :
د الله پاك له نومونو څخه بتانو له نومونه اشتقاق كول، لكه كوم چلند چي مشركانو كړي وو، چي د عزۍ نه يي عزيز، له منان يي منات، او... اشتقاق كړي و.
ټول هغه انواع چي په الحاد نومول كيږي او د الله پاك په نومونو كښي تري تغيير او تبديل لازميږي د قراني اياتونو اونبوي حديثونو له مخي په ښكاره دلالت حرام او ناروا دي.
دشرعي دليلونو له مخي ځيني الحاد كفر او ځيني يي شرك او... بلل كيږي

&&&

دالله پاك دصفتونو اړوند قواعد اوضوابط
u لومړي قاعده
د الله پاك صفتونه ټول د كمال صفتونه دي، هيڅ راز عيب او نقص ورپكښي شتون نلري، لكه : حياة، قدرت، سمع، بصر، رحمت، عزت، حكمت، علو، عظمت، او.......
چي كله هم په صفت كښي نقص او عيب وي، هيڅكله يي ثبوت د الله پاك په حق كښي جواز نلري، لكه : جهل، نسيان، عجز، ړوندوالي، كوڼوالي، او...

v دوهمه قاعده
د الله پاك له اسماؤ څخه د صفتونو باب ډير زيات وسيع دي، په دي معنى چي هر اسم صفت ته متضمن وي چي همدغه صفت ورڅخه اشتقاق كيږي، او صفات يواځي د الله پاك د افعالو پوري تعلق لري، او د الله پاك افعال انتهاء نلري، لكه څنګه چي د الله پاك اقوال انتهاء نلري.
دمثال په توګه : الله پاك فرمايي :(ان بطش ربك لشديد)([7] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn7))د ايت په رڼا كښي مونږ الله پاك لره د بطش صفت ثابتوو، خو د باطش اسم ورله نه ثابتوو.
w دريمه قاعده:
د الله پاك صفتونه په دوه تقسيمه دي :
ثبوتيه، سلبيه.
ثبوتيه هغه صفتونو ته ويل كيږي چي الله پاك خپل ځان لپاره په قرانكريم كښي اويا ورله د هغي رسول كريم – صلى الله عليه وسلم – په صحيحو اوصريحو حديثونو كښي ثابت كړيوي.
اوټول د كمال صفتونه دي چي يو يي هم دنقص او عيب ښكار نه دي.
اوسلبيه صفتونه هغي ته ويل كيږي چي الله پاك له خپل ځان نه په قرانكريم كښي او يا ورنه د هغي رسول كريم – صلىٰ الله عليه وسلم – په صحيحو او صريحو حديثونو كښي نفي كړيوي.
لكه : مرګ، خوب، جهل، نسيان او....

x څلورمه قاعده
ټول ثبوتيه صفتونه د مدح اوكمال صفتونه دي، چي څومره ددغي صفتونو دلالت اضافه كيږي، هغومره د موصوف كمال زياتيږي.
سلبيه صفتونه زياتره په دريو حالتونو كښي ذكر كيږي :
>لومړي : د الله پاك په دي قول كښي د عموم كمال بيان چي الله پاك د نقص او عيب صفتونه نلري :
(ليس كمثله شيئ وهو السميع البصير([8] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn8))) او په دي قول كښي چي ( ولم يكن له كفوا احد([9] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn9)))
>دوهم : د هغي دعواګانو نفي كول چي مشركانو په الله پاك باندي دروغ تړلي دي، الله پاك فرمايي : (ان دعوا للرحمن ولدا * وما ينبغي للرحمن ولدا([10] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn10)))
>دريم : د معلوم شي له وجي د الله پاك د كمال په اساس د نقص اوعيب وهم منع كول.
لكه الله پاك فرمايي : (ولقد خلقنا السموات والارض وما بينهما في ستة ايام وما مسنا من لغوب ([11] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn11)))
y پينځمه قاعده
ثبوتيه صفتونه په دوه ډوله دي :
ذاتيه او فعليه.
ذاتيه ديته ويل كيږي چي الله پاك ورباندي هميشه لپاره متصف وي، لكه علم، قدرت، سمع، بصر، عزت، حكمت، علو، عظمت، اوټول خبري صفتونه هم په دي نوعه كښي شاميليږي، لكه : وجه، يدين، سترګي، اوداسي نور.
اوفعلي صفتونه هغي ته ويلاي شي، چي د الله پاك د مشيئت اړوند وي، كه يي وغواړي كوي يي، اوكه يي وغواړي نه يي كوي، لكه : استواء علىٰ العرش، د دنيا اسمان ته نزول اوداسي نور....

z شپږمه قاعده
د الله پاك د صفتونو د ثبوت په مهال له دوو شيانو څخه ځان ژغورنه لازم ده :
تمثيل.
تكيف.
تمثيل د الله پاك ثابت شده صفتونو باندي د مخلوق د صفتونو په شان عقيدي ساتلو ته ويلاي شي، په دي معنى چي د الله پاك صفتونه د مخلوق د صفتونو په څير دي.
دومره ده چي تمثيل اوتشبيه ترمنځ خصوص اوعموم د توپير تار غځوي، په دي معنى چي هرتمثيل تشبيه ده، خو هره تشبيه تمثيل نه ده، له همدغي كبله الله پاك په قران كريم له خپل ځان مماثل نفي كړيدي چي (ليس كمثله شيئ وهوالسميع البصير([12] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn12)))
تكييف د الله پاك د صفتونو څرنګوالي بيانولو ته ويل كيږي.

{ اوومه قاعده
د الله پاك ټول صفتونه توقيفي دي، عقل لپاره ورپكښي هيڅ رازدخل او مجال نشته.
الله پاك لره به هغه صفتونه ثابتيداي شي چي الله پاك خپله ځان لپاره په قرانكريم كښي ثابت كړيوي، او يا ورله د هغي پيغمبر محمد ـ صلي الله عليه وسلم ـ ثابت كړيوي.
هرهغه صفت چي قرانكريم يي د الله پاك په حق كښي د ثابت كړيوي، دري وجهي لري :
> : په ثابت شوي صفت تصريح كول، لكه : عزت، قوت، بطش، وجه، يدين.....
> : له ثابت شوي صفت نه الله پاك لره اسم ثابتول لكه : مغفرت نه الله پاك لره د غفور اسم ثابتول.
> : د ثابت شوي صفت په فعل يا هغه څه چي دغه صفت ورباندي دلالت كوي تصريح كول، لكه : په ( الرحمن على العرش استوىٰ([13] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn13))) كښي استواء، يا په ( ينزل ربنا الي سماء الدنيا([14] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn14))) كښي نزول، او په ( انا من المجرمين منتقمون([15] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn15))) كښي انتقام.
&&&

الحمدلله رب العلمین، والصلاة والسلام علی نبینا وسیدنا محمد صلی الله علیه وسلم وعلی اله واصحابه ومن تبعهم باحسان الی یوم الدین.
وبعد:

توحیدالاسماء والصفات دعقل او نقل په اعتبارسره
مونږ داغواړو چی تاسوته دسلفو صالحینو عقیده بیان کړو، او هغه لاره واضحه او روښانه کړو چی د توحید الاسماء والصفات په اړوند د نجات لارده.
لومړی : تاسو په دی ښه وپوهیږی چی دتوحیدالاسماء والصفات په موضوع کښی ننوتل اوداموضوع ډیره زیاته څیړل، اوپه دی موضوع کښی ژور نظرکول، اوپه دی هکله ډیری زیاتی پوښتنی کول سلفو صالحینو له هغی بدعاتو څخه شمیرلی دی چی پایلی یی ډیری ستونزمنی دی.
تاسو په دی هم ښه وپوهیږی چی د هغه ایاتونوڅیړنه چی په قران کریم کښی دالله پاک د اسماؤ اوصفاتو په اړه غږیدلی دی، قران کریم پری داسی دلالت کوی چی دغه ایاتونه په دری بنسټونو ولاړ او مرکّز دی.
که هرچا دغی دریو شیانوته غاړه کیښوده، په دروسته معنی یی دحق فرمانبرداری وکړه، اودهغی سالمی عقیدی څښتن جوړ شو چی په کومه عقیده نبی کریم – صلی الله علیه وسلم – اودهغی ملګری او نور سلف صالحین ؤ.
اوکه چا له دغی دری بنسټونو څخه یو اساس هم پریښود او غاړه یی ورته په سمه معنی کی نه ښوده، نوبی لاری اوپه ناسمه روان شو.
اوپه دغی دریواړو اساسونو باندی قرانکریم ښکاره دلالت کوی.

لومړی اساس
له ګردو مخلوقاتو څخه الله پاک منزّه او پاک کړی، هغه له هیڅ شی سره مه مشابه کوی، دالله پاک ثابت صفات د مخلوق دصفاتو په څیر مه ګڼی، په دی اصل باندی دالله پاک داقول دلیل دی :
( لیس کمثله شیئ وهو السمیع البصیر) ([16] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn16))
ژباړه : دالله پاک په شان هیڅ شی نشته دی، اوهغه اوریدونکی او لیدونکی دی.
اوالله پاک فرمایی : ( ولم یکن له کفواً أحد ) ([17] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn17))
ژباړه :اودالله پاک سره هیڅ څوک مساوی اوهمنامی نشته دی.
اوالله پاک فرمایی : ( فلاتضربوا لله الامثال ) ([18] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn18))
ژباړه : تاسو الله پاک لره د مشابهت مثالونه مه بیانوی.

دوهم اساس
په ټولو هغه څه باندی بی له شکه اوشبهی نه ایمان لرل چی الله پاک د خپل ځان لپاره خپله ثابت کړیدی، ځکه چی دالله رب العلیمن په ذات باندی دالله پاک نه بل هیڅ څوک ښه نه پوهيږي، الله پاک فرمایی : ( ءأنتم أعلم أم الله ) ([19] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn19))
ژباړه : ایا تاسی ډیره ښه پوهه یاست که الله پاک ؟
اود الله پاک په هغی صفاتو کلک ایمان لرل چی ورله نبی – صلی الله علیه وسلم – په صحیحو اوصریحو حدیثونو کښي ثابت کړیوی، ځکه چی د الله پاک په ذات باندی له هغی څخه وروسته دهغی خوږ پیغمبر محمد – صلی الله علیه وسلم – ډیر ښه پوهیږی، الله پاک د نبی – صلی الله علیه وسلم – په حق کښي فرمایی : ( وماینطق عن الهوی * ان هو الا وحی یوحی ) ([20] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn20))
ژباړه : اودغه پیغمبر له خپل ځان نه خبری نکوی، نده دغه مګر وحی ده چی ورته کیدای شی.
نوپه هرمکلف باندی دا لازم دی چی دالله پاک په هغی صفاتو ایمان ولری، چی الله پاک دخپل ځان لپاره ثابت کړیدی، اویا ورله دهغی رسول – صلی الله علیه وسلم – په صحیحو اوصریحو حدیثونو کښي ثابت کړیوی، اودثبوت سره سره الله پاک د ګرد مخلوق له مشابهت څخه پاک اومنزّه وبولی.
اوکه څوک له دی دوو اصلونو څخه یو اصل هم اخلال کړی،نو د بی لاری او اوګمراهی په کندو کښي پریوت، ځکه هغه انسان چی د لویو اسمانونو او ځمکو د رب په وړاندی د افراط او زیاتی لمنه ټنګه ونیسی، اوبیا د الله پاک په ذات باندی ددی جرأت وکړی چی ټول هغه صفات چی هغه ځان لپاره خپله ثابت کړیوی، او دایی تری بیرته نفی کړی، نودا انسان سالم نه بلکی لیونی دی.
ځکه الله رب العلمین خو دخپل ځان لپاره د کمال او کبریاء صفتونه ثابتوی، او دغه لیونی انسان د دغومره جهالت سره دالله پاک مخی ته ودریږی او ورته وایی چی په کومو صفتونوچی تا خپل ځان موصوف کړیدی، ستا د شان سره مناسب ندی، ځکه چی له دغی صفتونو څخه پلانکی پلانکی نقص لازمیږی، نو زه ستا ددغی ثابتو صفتونو تأویل کوم، اوصفت اومعنی سره دواړه لغوه کوم، اوددغی صفتونو په بدل کښی زه تالره نور داسی صفات ثابتوم چی په قرانکریم او نبوی حدیثونو کښی هیڅ وجود نلری.
سبحانک هذ بهتان عظيم

او په ځانګړي توګه هغه څوک چی په دی زعم رهي دی چی دالله تعالی صفات د مخلوق دصفاتو په شان د ی، نودغه انسان هم لیونی، جاهل، ملحد اوبی لاری دی، او څوک چی دالله پاک په صفاتو باندی کلک اومظبوط ایمان ولری چی د مخلوق له صفاتو څخه یی منزّه وبولی، نودغه انسان مؤمن، مسلمان، اودتشبیه اوتعطیل دهلاکونکی شبهاتو له رنځ څخه بری او روغ رمټ دی.
اوپه دغه څیر دالله پاک په صفاتو باندی ایمان لرنه دالله پاک ددی قول تحقیق دی چی ( لیس کمثله شیئ وهوالسمیع البصیر).
په دی ایت کښي ډیر لوی تعلیم دی، او همدی ایت ټولو رامنځ ته شوی اشکالاتو ته ځواب ویلی دی، او د الله پاک د اسماؤ اوصفاتو اړوند شبهات یی حل اوفصل کړیدی.
ځکه الله پاک د ( لیس کمثله شیئ ) نه وروسته فرمایی ( وهوالسمیع البصیر ) نوکله چی سَمْعَ اوبَصَر په دی معنی چی کتل اوریدل دی، حالانکه چی په دی اوصافو باندی نور حیواناتهم موصوف دی، داسی ښکاری چی الله رب العلمین په وروستنی اومخکنی جمله کښي دیته اشاره کوی چی مخلوق هم سَمْعَ اوبَصَر لری، داسی نه چی څوک له الله پاک نه سمع اوبصرنفی نکړی،په دي دلیل اودعوه چی حادث ـ مخلوق- هم سمع اوبصرلری او یا له ثبوت څخ تشبیه لازمیږی،
نا بلکی په مخلوق باندی دا واجب دی چی دالله رب العلمین لپاره سمع – اوریدل – اوبصر – کتل – ثابت کړی، په دی اساس اوبنیاد چی ( لیس کمثله شیئ وهو السمیع البصیر ).
نوالله پاک لره داسی صفات شته چی دهغی دکمال اوجلال سره ښائیږی، اودهغی دمخلوق لپاره هم صفات شته دی چی د مخلوق د عجزاو حالت سره سم دی.
اودا ټول حق اوثابت دی،هیڅ شک اوشبهه ورپکښي نشته دی.
مګردومره خبره ده چی د ځمکو او اسمانونو د رب صفات ددی نه ډیر أعلی او أکمل دی چی دمخلوق دصفاتو سره دی مشابهت وخوری.
نوکه څوک له الله رب العلمین څخه داسی صفات نفی کړی چی هغی د خپل ځان لپاره ثابت کړیوی، نو دغی انسان خپل ځان دالله پاک نه د الله پاک په ذات ځان ډیر زیات پوهه وګرځو.
سبحانک هذا بهتان عظيم.

اوڅوک چی دا ګمان کوی چی د الله پاک صفات د مخلوق د صفاتو په شان دی او ورسره مشابه دی، لږ مخکی مو وویل چی دغه انسان بی لاری، ملحد اولیونی دی.
اودغه انسان د الله پاک ددی قول په حکم کښی کوم چی مشرکانو په هکله دی، داخلیږی ( تالله ان کنا لفی ضلال مبین * اذ نسویکم برب العلمین ) ([21] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn21))
ژباړه : لوړه په الله چی مونږ په ښکاره بی لاری کښی ؤ، کله چی مونږ تاسی د رب العلمین سره برابرولی.
اوڅوک چی الله رب العلمین د مخلوق سره یوشان بولی هغه لیونی دی.
په دی هم ښه وپوهیږی چی متکلمین هغه طبقه خلک دی چی په علم الکلام کښي سم دم ننوتی دی، د منطقی قیاسونو په بنسټ یی دعقلی دلائلو په نوم څه دلائل منځ ته راوړل، اوددغی دلائلو په اساس یی دالله ټول ثبوتی صفات شپږ قسمونو ته په دی ډول تقسیم کړل :
صفات نفسی، صفات معنی، صفات معنویه، صفات فعلیه، صفات سلبیه، صفات جامعه.
اود صفتونو نورو پاتي ډولونوته هغوي اعتباري امور وائي چی په خارج کښی وجود نلری، او دا قاعده یی د ټولو رامنځ ته شوی اشکالاتو اصل او دګمراهی ښکاره سبب وګرځید.
وس به مونږ دمتکلمینو په هغی تقسیماتود بحث او څیړنه پیل وکړو، کوم چی دهغوی په قرانکریم کښي دصفاتو د ایاتونو اړوند کړی دی، چی په دغی صفاتو الله پاک هم موصوف دی اومخلوق هم ورباندی هغه خپله موصوف کړیدی، دخالق صفات هم حق او رښتیا دی او د مخلوق صفات هم حق او رښتیا دی، خو دخالق پروردګار او د مخلوق د صفاتو ترمنځ هیڅ راز مشابهت او ورته والی نشته، ځکه چی دالله پاک صفات دهغی د مقدس ذات سره وړ او مناسب دی، او د مخلوق صفات دهغوی د عجز او افتقار سره مناسب دی، اوبیا د خالق او د مخلوق دصفتونو ترمنځ دومره توپیر اوفرق دی څومره توپير چی د خالق د ذات او د مخلوق د ذات ترمنځ دی.
اما هغه خبره چی نن سبا د مسلمانانو ترمنځ په بیلابیلو ملکونو کښي تر غوږ کیږی چی یک او یواځی هغوی اووه صفات دالله پاک په حق کښی ثابتوی او بیا دغه اوو صفات د صفات المعانی په نوم نوموی، خو ددغی سره سره د نورصفات المعانی نه انکار کوی.
اودهمدوی پهاصطلاح صفات المعانیه هغی ته ویل کیږیچی :
په وجودی معنی دلالت کوی، اودغه صفت قائم بالذات وی.
هغه صفات المعانی چی هغوی پری اقرار کوی اووه صفات دی، چی په لاندی توګه دی :
قدرت، اراده، علم، حیاة، سمع، بصر، کلام.
باقی نورټول معانی صفات یی له الله پاک څخه نفی کړیدی، چی په راروانو کرښو کښی يي مزید تفصیل راروان د ی، اودغه مسئله به د الله پاک د کتاب دقرانی ایاتونو په رڼا کښي واضحه کړو.
خو معتزله بیا له دغی اوو صفتونو څخه هم منکر دی، له دغی صفاتو څخه یواځی احکام ثابتوی اوبس، هغوی وایی : الله پاک قادر دی خو پخپل ذات، سمیع دی خو پخپل ذات او....
نومتعزله د تعدد قدیم نه د تیښتی له کبله ( سمع، بصر، حیاة، علم...) نه ثابتوی.
اودمعتزله دغه تګلاره هغه اختیار دی، چی ټول عاقلان یی تناقض او ګمراهی پیژنی.
چی کله یو ذات پوری علم قائم نشی، نوداهم محال ده چی هغی ته دی له علم پرته عالم وویل شی، او دا داسی ښکاره تناقض دی، چی عقل یی ژوری څیړنی ته هیڅ حاجت نلری.
&&

([1]) تكوين له عدم څخه وجود ته راتلوته ويل كيږي، ماتريديان ټول فعلي صفتونه د تكوين له متعلقاتو څخه شميري، او د حقيقي صفت په توګه يي قايل نه دي، په دي دليل چي يا خو به تري د تعدد د قدماؤ ما بين ته راشي، اويا به هم د الله پاك د ذات پوري د حوادثو قيام لازم شي.
([2])شرح عقيدة الطحاوية : 128.
([3])شرح القصيد النونية د دكتور خليل هراس ليكنه : (2/ 51-59 )
([4]) شرح العقيدة ا لطحاوية : 238- 243.
([5]) سورت كهف : 49.
([6]) سورت سبا : 3.
([7]) سورت بروج :۱۲.
([8]) سورت شورى :۱۱.
([9]) سورت اخلاص :۵.
([10]) سورت مريم : ۹ - ۹۲.
([11]) سورت ق :۳۸
([12]) سورت شورى :۱۱.
([13]) سورت طه : ۵.
([14]) رواه؟؟؟؟؟؟؟
([15]) سورت فصلت : ۲۲.
([16]) سورت شوری : 11.
([17]) سورت اخلاص : 04.
([18])سورت نحل : 74.
([19]) سورت بقرة : 14.
([20]) سورت نجم : 3 / 4.
([21]) سورت شعراء : 97 – 98.

أبو زكريا
_19 _October _2013هـ الموافق 19-10-2013م, 09:42 PM
صفات معنوية اوپرهغی بحثاوڅيړنه
چی کله ستاسو عقل ته دغه تیره څیړنه یوڅه اندازه ښکته شوه، وس به په هغی صفاتو خبری اتری وکړو چی هغوی پری اقرار کړیدی او په ثبوت یی قایل دی.
مونږ وایو: ([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn1))
۱- : دوی الله پاک له دقدرت صفت ثابت کړیدی، اوپه قدرت یی موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( ان الله علی کل شیئ قدیر) ([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn2))
ژباړه : یقینا چی الله پاک په هرڅه باندی قدرت لرونکی دی.
او دا مونږ هم په قطع اوجزم وایو چی الله پا ک د قدرت په صفت موصوف دی، څنګه قدرت چی دهغی د شان اوکمال سره ښائیږی. همدغه شان الله پاک خپل مخلوق هم د قدرت په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی :( الا الذین تابوا من قبل أن تقدروا علیهم) ([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn3))
ژباړه : مګرهغه کسان چی توبه وباسی مخکی له دی چی تاسی پری برلاسی شی.
نو الله پاک دلته هم د مخلوق لپاره قدرت ثابت کړ، اوهمدغه قدرت یی ورته منسوب کړ.
اومونږ په دی هم کلکه عقیده لرو، چی څه شی په قرانکریم دی هغه ټول حق او رښتیا دی، الله پاک هم حقیقی قدرت لری څرنګه چی د هغی دکمال اوجلال سره ښائیږی، او دمخلوق لپاره هم حقیقی قدرت اوتوان شته دی، څرنګه چی دهغوی د حال، فناء، اوعجز او افتقار سره مناسب دی.
اوبیا دخالق او د مخلوق د قدرت دصفت ترمنځ دومره توپیر او فرق دی څومره فرق اوتوپیر چی د خالق دمقدس ذات او دمخلوق د ذات ترمنځ دی.
او همدومره فرق د صفتونو دثبوت لپاره کافی دی.
2-3 -: په قرانکریم کښي الله پاک خپل ځان په ډیرو ایاتونو کښي په ( سمع، بصر ) باندی موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی ( ان الله سمیع بصیر ) ([4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn4))
ژباړه : یقینا چی الله پاک اوریدونکی او لیدونکی دی.
اوفرمایی :(لیس کمثله شیئ وهوالسمیع البصیر) ([5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn5))
ژباړه : دالله پاک په شان هیڅ شی نه شته اوهغه لیدونکی او اوریدونکی دی.
اوددغی سره سره یی خپل مخلوق هم په سمع اوبصر موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( انا خلقنا الانسان من نطفة أمشاج نبتلیه فجعلناه سمیعا بصیرا ) ([6] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn6))
ژباړه : مونږ انسان له مختلطی نطفی څخه پیدا کړیدی، چی له یو حالت نه مو بل حالت ته بوتو، اوبیا مو هغه اوریدونکی اولیدونکی وګرځوو.
اوالله پاک فرمایی:(أسمع بهم وأبصر یوم یأتوننا) ([7] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn7))
ژباړه : دوی به څومره ښه اوریدونکی او څومره ښه لیدونکی به وی په هغه ورځ چی دوی مونږ ته راشی.
اوڅه چی په قرانکریم کښي دی هغه ټول رښتیا او حق دی، مونږ پکښي هیڅ شک اوشبهه نلرو، نو الله پاک حقیقی سمع اوبصرلری، چی څنګه دهغی د جلال اوکمال سره ښائیږی، او د هغی دمخلوق لپاره هم حقیقی سمع اوبصرشته دی چی څنګه دهغوی دحال، عجز، فناء اوفقرسره مناسب او ښائیږی.
اوبیا د خالق اود مخلوق د صفاتو ترمنځ دومره مخالفت او منافات دی، لکه دخالق اود مخلوق د ذات ترمنځ چی څومره دی.
۴-:الله پاک خپل ځان دحیاة په صفت موصوف کړیدی،الله پاک فرمایی:(هوالحی الذی لایموت) ([8] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn8))
ژباړه :الله پاک هغه ژوندی ذات دی چی نه مړ کیږی.
اوالله پاک خپل مخلوق هم د حیاة په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( وجعلنا من الماء کل شئ حی..) ([9] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn9))
ژباړه :اوهرژوندی څیزموله اوبوڅخهپیدا کړیدی.
اوبیافرمایی:(وسلام علیه یوم ولد ویوم یموت ویوم یبعث حیا) ([10] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn10))
ژباړه : اوسلام دی وی په دی باندی په هغه ورځ چی ورپکښي پیدا شوی و، اوپه هغه ورځ چی ورپکښي به مړکیږی، او په هغه ورځ چی به ورپکښي ژوندی راپاڅیږی.
اوالله پاک فرمایی : ( یخرج الحی من المیت ویخرج المیت من الحی ) ([11] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn11))
ژباړه : الله پاک ژوندی له مړی څخه راوباسی اومړی له ژوندی څخه راوباسی.
اوپه قاطع ډول وایوچی : دالله پاک لپاره د حیاة صفت شته دی، او دغه يي حقیقی صفت دی، څنګه چی دالله پاک د کمال او جلال سره ښائیږی، اودمخلوق لپاره هم د حیاة صفت شته د ی څنګه چی ددوی دحال، عجز، اوفناء سره مناسب دی.
د خالق او دمخلوق دحیاة دصفت ترمنځ دومره ډیر منافات اوفرق دی، څومره فرق چی د خالق د ذات او دمخلوق دذات ترمنځ دی.
۵- : الله پاک خپل ځان د ارادی په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : (فعّال لما یرید ) ([12] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn12))
ژباړه :الله پاک ډیرښه کونکی دهغی کار چی هغه یی وغواړی.
اوفرمایی : ( انما أمره اذا أراد شیئا أن یقول له کن فیکون ) ([13] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn13))
ژباړه : یقینا چی دالله پاک امر چی د څه شی اراده وکړی نو ورته ووایی چی شه نو هغه شی موجود شی اوالله پاک خپل ځینی مخلوق هم د ارادی په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( ان یریدون الا فرارا ) ([14] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn14))
ژباړه : دوی اراده نلری مګر د تیښتی.
اوفرمایی : (أتریدون عرض الدنیا) ([15] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn15))
ژباړه : ایا تاسو د دنیا د متاع اراده لری ؟
اوفرمایی : (یریدون لیطفئوا نورالله بأفواههم) ([16] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn16))
ژباړه : دوی دا اراده لری چی دالله پاک نور او رڼا دخولی په پوکو باندی مړه کړی.
اوپه دی کښی شک نشته چی د الله پاک لپاره حقیقی اراده شته دی، څنګه چی دهغی دکمال او جلال سره ښائیږی.
اودمخلوق لپاره هم حقیقی اراده شته څنګه چی د دوی د حال، عجز، فناء او افتقارسره مناسب اوښائیږی.
څومره فرق اومنافات چی د خالق د ذات او دمخلوق د ذات ترمنځ دی، په همدغه اندازه فرق د خالق د ارادی د صفت او دمخلوق د ارادی دصفت ترمنځ هم دی.
۶ - : الله پاک خپل ځان د ( علم ) موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( والله بکل شیئ علیم ) ([17] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn17))
ژباړ : او الله پاک په هرشی پوهه او دانا دی.
اوفرمایی :( لکن الله یشهد بماأنزل علیک أنزله بعلمه ).([18] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn18))
ژباړه : لکن الله پاک ګواهی ورکوی په هغی څه باندی چی په تاباندی یی دخپل علم سره نازل کړی دی.
اوفرمایی :(فلنقصن علیهم بعلم وما کنا غائبین) ([19] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn19))
ژباړه : خامخا به مونږ دویته د علم سره بیان وکړو، اومونږ غائب کیدونکی نه یو.
او الله پاک خپل ځینی مخلوق هم په علم موصوف کړیدی،الله پاک فرمایی:(انا نبشرک بغلام علیم) ([20] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn20))
ژباړه:مونږ زیری درکو تاته په پوهه هلک باندی.
او الله پاک فرمایی : ( وانه لذو علم لما علمناه ) ([21] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn21))
ژباړه : اویقینا دا دلوی علم څښتن چی مونږ ورته ورکړی وو.
اوپه دی کښي هیڅ شک نشته چی د رب کائنات لپاره حقیقی علم شته اوهغه پری موصوف دی، څنګه چی دهغی د جلال اوکمال سره لائق او ښائیږی.
اود مخلوق لپاره هم حقیقی علم شته چی څنکه د هغوی د افتقار، عجز، حال اوفناء سره لائق اوښائیږی دخالق رب کائنات د حقیقی علم او دمخلوق دحقیقی علم ترمنځ دومره منافات اوفرق دی، لکه څومره توپیر چی دخالق لایزال او دمخلوق د ذات ترمنځ دی.
۷- : الله پاک خپل ځان د کمال په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی :(وکلم الله موسی تکلیما) ([22] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn22))
ژباړه : او الله پاک خبری کړیدی موسی – علیه السلام – سره په خبرو کولو باندی.
اوالله پاک فرمایی :(فأجره حتی یسمع کلام الله ) ([23] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn23))
ژباړه : کافر ته ترهغه امن ورکړه ترڅو د الله پاک کلام اوخبری واوری.
اوخپل ځینی مخلوق یی هم د کلام په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی :( فلما کلّمه قال انّک الیوم لدینا مکین امین ) ([24] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn24))
ژباړه : چی کله یی ورسره خبری اتری وکړی نو باچا ورته وویل ته مونږ سره نن وروسته پاتی کیدونکی او په رازونو امین ئی.
اوفرمایی : ( وتکلمنا أیدیهم ) ([25] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn25))
ژباړه : اومونږ سره به ددوی لاسونه خبری وکړی. اوپه دی کښي هیڅ شک نشته چی دالله پاک لپاره حقیقی کلام شته چی څنګه دهغی دکمال سره لائق او ښائیږی.
اودمخلوق لپاره هم حقیقی کلام شته څنګه چی ددوی د عجز، افتقار، حال، اوفناء سره ښائیږی.
د خالق تعالی دحقیقی کلام او دمخلوق کلام ترمنځ دومره توپیردی لکه څومره توپیراومنافات چی د خالق د ذات اود مخلوق د ذات ترمنځ دی.
دغه تیرڅیړنه چی تاسو د کومو صفاتو په اړوند واوریده دیته هغوی صفات معانیه وایی، چی دقرانکریم ایاتونو پری الله پاک هم موصوف کړیدی، او مخلوق یی ورباندی هم موصوف کړیدی، او دا خبره په هیڅ کوم عاقل پټه نده، چی دالله پاک ټول صفات حق او رښتیا دی، چی څنګه دهغی د بړایی او کمال سره لائق اوښائیږی.
اودمخلوق لپاره هم حقیقی صفات شته دی چی څنګه دهغوی د فقر، عجز، اوفناء سره مناسب دی.
بیا دصفاتو ترمنځ دومره فاصله ده لکه څومره فاصله چی د ذواتو ترمنځ ده.
وس مهال به په هغه صفاتو رڼآ واچو چی دوی ورته صفات سلبیه وایی.
&&
سلبی صفتونه ا و په هغی علمی بحث اوڅيړنه
دمتکلمینو په نیز د سلبی صفت ضابطه داده چی :
سلبی صفت هغی ته ویلای شی چی په عدم محض باندی دلالت کوی([26] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn26)) ددوی مطلب له دی خبری نه دادی چی الله پاک نه هغه صفت نفی کول چی ورسره نه ښائیږی، له دی پرته چی دغه صفت په داسی وجودی معنی دلالت وکړی چی د ذات پوری قائمه وی.
ددی مذهب لارویانو سلبی صفات پینځه تقسیمه کړیدی چی شپږم نلری، اودسلبی صفاتو دغه ډولونه په دی توګه دی :
قِدَم، بقاء، مخالفة الخلق، وحدانیت، غنی مطلق.
اوغنی مطلق دوی په ( قیام بالنفس ) هم نوموی.
اومطلب یی تری دادی چی الله له حیز، جهت، اومحل نه غنی دی.
تاسوچی کله دهغوی داخبره وپیژنده، په دی هم پوهه شی چی متکلمینو د الله پاک په حق کښي د ( قِدَم او بقاء ) صفتونه ثابت کړی دی، په دی زعم چی دغه دواړه صفتونه الله پاک خپل ځان لپاره په دی قول کښي ثابت کړیدی چی ( هوالاول والاخر...) ([27] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn27))
ژباړه : دغه الله پاک اول او آخر دی.
اوقدم د عقیدی په اصطلاح کښي ( سلب العدم السابق ) یعنی د مخکنی وجود او شتوالی ته ویل کیږی، خو دومره ده چي قِدَم له ازل څخه خاص دی.
ځکه چی ازل هغی ته ویل کیږی چی پیل او افتتاح ونلری، که وجودی وی لکه د الله پاک ذات اودهغی صفات، اوکه عدمی وی لکه ماسوی دالله نه نور ټول حوادث.
اودمتکلمینو په نیز قِدَم هغی ته ویل کیږی پیل او افتتاح ونلری، په دی شرط چی وجودی وی، لکه د الله پاک ذات، چی دکمال او جلال په صفتونو موصوف دی.
وس به په هغی صفاتو نظر واچو، چی دوی الله پاک لره ثابت کړیدی، لکه قِدَم اوبقاء، اګرکه ځینی علماء د الله پاک په قدیم موصوفول بد ګڼی، او دا به هم وروسته راشی([28] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn28)).
الله پاک خپل مخلوق په قِدَم موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( تالله انک لفی ضلالک القدیم ) ([29] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn29))
ژباړه :په الله سوګند چی تروسه ته په مخکنی ګمراهی كي یی.
اوالله پاک فرمایی ( کالعرجون القدیم ) ([30] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn30))
ژباړه : د خرما د مخکنی څانګی په شان.
او الله پاک خپل مخلوق د بقاء په صفت هم موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی :
( وجعلنا ذریته هم الباقین ) ([31] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn31))
ژباړه : اومونږ د نوح علیه السلام اولاده باقی پاتی کیدونکی وګرځوله.
اوالله پاک فرمایی :(ما عندکم ینفد وما عند الله باق) ([32] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn32))
ژباړه : هغه څه چی تاسو سره دی فانی او ختمیدونکی دی، اوهغه څه چی دالله پاک سره دي تل باقی پاتی کیدونکی دی.
اوپه دی کښي هم هیڅ شک نشته کوم صفات چی الله پاک دخپل ځان لپاره ثابت کړیدی هغه حق اورښتیا دی، اودهغی صفاتو ضد او منافی دی چی په کومو صفاتو یی مخلوق موصوف کړیدی.
خوالله پاک خپل ځان په قرانکریم کښي د قدم په صفت نه دی موصوف کړی، او ځینو سلفو صالحینو هم د الله پاک په حق کښي دا وصف بد ګڼلی دی، چی هغه دی پری موصوف شی.
ځکه له دغی صفت څخه بیا داثاتبیږی چی الله پاک مسبوق بالعدم دی.
نعوذ بالله ثم نعود بالله.
لکه څنګه چی په دی ایاتونو کښي مخلوقاتو ته اشاره شویده چی دوی هم مسبوق بالعدم و: (کالعرجون القدیم) او (انک لفی ضلالک القدیم ) او ( أنتم وأباؤکم الاقدمون).
خو ولی ځینو علماؤ ظناً دا ثابته کړیده چی په دی معنی باندی حدیث وارد دی، او دالله پاک صفت جوړیدای شی.
خوځینی نور وایی : ددی صفت بالکل ثبوت نشته، اوکوم چی د اولیّت اوأخریت صفتونه دی چی الله پاک ورباندی خپله خپل ځان په دی قول کښي موصوف کړیدی چی(هوالأول والأخر)([33] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn33))
ژباړه : همدغه الله پاک اول او اخر دی.
اوپه دی صفت یی مخلوق هم موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( ألم نهلک الأولین * ثم نتبعهم الأخرین ) ([34] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn34))
ژباړه : ایا مونږ اولنی خلک نه دی هلاک کړی د جرمونو په سبب باندی، چی وروستنی مجرمان هم د هغوی پسی ورلیږو،اوپه دی کښي هیڅ شک نشته چی په کوم صفت الله پاک خپل ځان موصوف کړیدی، هغه د هغی د جلال او کمال سره لائق دی.
او دمخلوق لپاره هم اولیت اواخریت شته، لکه څنګه چی دهغوی د حال، عجز، فناء، او افتقار سره مناسب دی.
دتیر په څیر الله پاک خپل ځان د ( واحد ) په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( والهکم اله واحد ) ([35] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn35))
ژباړه : اوستاسو معبود یو معبود دی.
اوخپل ځینی مخلوق یی هم د ( واحد ) په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی :
(یسقی بماء واحد ) ([36] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn36))
ژباړه : چی په یو ډول اوبو خړوبول کیږی.
همدغه شان الله پاک خپل ځان د ( غنی ) په صفت هم موصوف کړیدی.
الله پاک دخپل ځان اړوند فرمایی : ( ان الله لغنی حمید ) ([37] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn37))
ژباړه : په یقین سره چی الله پاک بی پروا او ستائلی شویدی.
او الله پاک فرمایی :( فکفروا وتولّوا واستغنی الله والله غنی حمید ) ([38] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn38))
ژباړه : هغوی کفر وکړ، اوله فرمانبرداری څخه یی سرغړونه وکړه، او الله پاک تری بی پروا شو، او الله پاک بی پروا او ستائلی شوی ذات دی.
اوخپل ځینی مخلوق یی هم د ( غنی ) په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( ومن کان غنیا فلیستعفف ) ([39] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn39))
ژباړه : اوهغه څوک چی مالداره – بی پروا- وی نوځان دی دیتیم د مال نه وساتی.
د متکلمینو په نیز دا سلبی صفات دی، چی قرانکریم پری خالق تعالی او مخلوق دواړه موصوف كړيدي، اوپه دی کښي شک نشته چی په کوم صفت خالق پروردګار موصوف دی، هغه دهغی د کمال او جلال سره ښائیږی، اوپه کوم صفت چی مخلوق موصوف شوی دی، هغه د هغوی د فناء، عجز، اوافتقارسره لائق اوښائیږی.
&&
په اوه ګونه صفاتو بحث اوڅيړنه
وس مهال به په هغی صفاتو علمی رڼا واچو، او ورباندی به بحث او مباحثه وکړو، چی هغوی ورته صفات معنویه وایی، لکه دا چی هغوی وایی : الله پاک قادر، عالم، حيّ، مرید، سمیع، بصیر، او متکلم ذات دی.
د مخکښی څیړنی په رڼا کښی د دغی اووګنو صفاتو ثبوت د الله پاک په حق کښي د هغی په دغی صفاتو توصیفول دی.
او ددی صفاتو له شمیرنی څخه د متکلمینو موخه دا ده چی ترڅو ددی صفاتو په ثابتولو هغه حالت ثابت کړی چی دوی یی په ( حالت معنویه ) نوموی، په دی ګومان چی ( حالت معنوی ) داسی ثبوتی واسطه ده، چی نه معدومه ده، اونه موجوده ده.
سمه او دروسته خبره داده چی دغه هسی خرافات او خیالات دی، ځکه چی سالم عقل هیڅکله هم د یو شی او دهغی د نقیض ترمنځ واسطه نه رامنځ ته کوی.
خلاصه خبره ده چی یو شی معدوم وی هغه بالکل موجود نه وی، اوچی یو شی موجود وی هغه بالکل معدوم نه وی.
ددی داوړو ترمنځ هیڅ راز واسطه نشته، او عاقلان داسی خبری ډیری ښی پیژنی.
وړاندی چی مونږ کوم صفات ذکر کړل چی الله پاک قادر، عالم، حيّ، مرید، سمیع، بصیر، او متکلم ذات دی.
په قرانکریم کښي په دغی صفاتو باندی الله پاک او دهغی مخلوق دواړه موصوف شویدی، د الله پاک صفات دهغی دکمال او جلال سره لائق دی، او د مخلوق صفات ورپکښي د هغوی د حال او افتقار لائق او ښائیږی.
ددی خبری هیڅ ضرورت نشته چی مونږ د ی د اسمانونو او ځمکو رب نه دهغی صفات د تشبیه له وجی نفی کړو، اونه مونږ الله پاک د هغی دمخلوق سره مشابه کوو.
بلکی لازمی اوضرورخبره داده چی باید مونږ په دغی ثابتو صفتونو باندی کلک اقرار وکړو، اوپه داسي حالت کښی ورباندی ایمان ولرو چی مونږ الله پاک د مخلوق سره د هر راز مشابهت نه پاک اومنزّه کړی وی.
اوبیا دغه فعلی صفتونه چی په قرانکریم کښی ورباندی الله پاک او مخلوق بارها موصوف شویدی په ډیرزیات کثرت سره راغلی دی.
اوپه دی کښي هیڅ شک نشته چی په کومو صفتونو الله پاک موصوف دی، ټول دهغی صفاتو منافی اوضد دی په کومو صفتونو چی مخلوق موصوف شویدی، اوبیا دخالق او دمخلوق دصفاتو ترمنځ دومره توپیر دی لکه د خالق او دمخلوق د ذات ترمنځ چی څومره منافات دی.
۱ – له دغی فعلی صفتونوڅخه یوهم الله پاک خپل ځان د (رزق) په صفت موصوف کړیدی،الله پاک فرمایی : ( ماأرید منهم من رزق وما أرید أن یطعمون * ان الله هو الرزاق ذوالقوة المتین ) ([40] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn40))
ژباړه : زه له دوی څخه رزق نه غواړم اونه دا چی ماته دوی خوراک راکړی * په یقین سره چی الله پاک رزق ورکونکی او توانا دی.
او الله پاک فرمایی : ( وما أنفقتم من شیئ فهو یخلفه وهو خیر الرازقین ) ([41] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn41))
ژباړه : اوهرهغه شیان چی تاسویی له څه شی نه نفقه کوی، نو الله پاک به یی درته عوض درکړی، او هغه ډیرښه رزق ورکونکی دی.
او الله پاک فرمایی : ( قل ماعندالله خیر من اللّهو ومن التجارة، والله خیرالرازقین ) ([42] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn42))
ژباړه : ورته ووایه چی دالله پاک سره چی څه شی دي هغه له نندارو او تجارت نه ډیرښه دی، او الله پاک ډیر ښه رزق ورکونکی دی.
اوبیا یی خپل ځینی مخلوق هم د رزق په صفت موصوف کړیدی.
الله پاک فرمایی : ( ولاتؤتوا السفهاء أموالکم التی جعل الله لکم قیاما وارزقوهم فیها ) ([43] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn43))
ژباړه : اوبی عقلانو ته خپل هغه مالونه مه ورکوی چی الله پاک پکښي ستاسو د ګزران سبب ګرځولی دی، اوپه مالونو کښی ورته رزق ورکړی.
او فرمایی : ( وعلی المولود له رزقهن...) ([44] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn44))
ژباړه : او دماشوم په پلار باندی ددغی ماشومانو د میندو ته رزق ورکونه لازم دی.
اوپه دی کښی هیڅ شک نشته چی هغه فعلی صفت چی الله پاک ورباندی خپل ځان موصوف کړیدی، دهغی صفت مخالف اوضد دی چی په کوم فعلی صفت مخلوق توصیف شویدی.
دصفاتو ترمنځ دومره مخالفت او منافات دی، لکه د الله پاک او د مخلوق د ذات ترمنځ چی څومره منافات او توپیردی.
۲- الله پاک خپل ځان په بل فعلی صفت ( عمل ) باندی موصوف کړیدی،الله پاک فرمایی : ( أولم یروا أنا خلقنا لهم مما عملت أیدینا أنعاما فهم لها مالکون ) ([45] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn45))
ژباړه : ایا دوی نه وینی چی مونږ پیدا کړیدی له هغی څه نه چی ځمونږ لاسونو جوړ کړیدی، چارپایان، چی دوی ددغی چارپایانو واکداران او مالکان دی.
او الله پاک فرمایی : ( انما تجزون ما کنتم تعملون ) ([46] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn46))
ژباړه : یقینا چی بدله درکول کیږی تاسوته دهغی عمل چی تاسو به کوو.
اوپه دی کښی هیڅ شک نشته چی هغه فعلی صفت چی الله پاک ورباندی خپل ځان موصوف کړیدی، دهغی صفت مخالف اوضد دی چی په کوم فعلی صفت مخلوق توصیف شویدی.
دصفاتو ترمنځ دومره مخالفت او منافات دی، لکه د الله پاک او د مخلوق د ذات ترمنځ چی څومره منافات او توپیردی.
۳- الله پاک خپل ځان په دی توصیف کړیدی چی هغه مخلوق ته ښودنه کوی، الله پاک فرمایی : الرحمن علّم القران * خلق الانسان علّمه البیان ) ([47] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn47))
ژباړه : رحمن ذات چی قران یی ښوولی دی، انسان یی پیدا کړ، او بیان یی ورته وښود.
او الله پاک فرمایی ( اقرأ وربک الأکرم * الذی علّم بالقلم * علّم الانسان ما لم یعلم ) ([48] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn48))
ژباړه : ولوله په داسی حال کښي چی ستا رب ډیرزیات کریم دی، هغه رب چی په قلم یی ښوونه کړیده، انسان یی هم په هغه څه وپوهوو چی پری نه پوهید.
اوبیا یی خپل ځینی مخلوق هم د ښوونی په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( هوالذی بعث فی الأمیین رسولا منهم یتلوا علیهم آیاته ویزکیهم ویعلّمهم الکتاب والحکمة...) ([49] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn49))
ژباړه : الله پاک هغه ذات دی چی په أمیینو کښي یی دهغوی له جنس نه خپل استازی راواستوو، چی دالله پاک ایاتونه ورته لولی، اوله شرک نه یی پاکوی، او قران او حکمت ښوونه ورته کوی.
او داوړه یی سره یوځای هم جمع کړیدی، الله پاک فرمایی : ( تعلّمونهن ممّا علّمکم الله ) ([50] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn50))
ژباړه : چی تاسو ښوونه کوی دغی زنانو ته دهغی څه چی الله پاک تاسو ته درښودلی دی.
۴ – الله پاک خپل ځان په دی موصوف کړیدی چی هغه خبر ورکوی، او مخلوق یی هم بیرته په دغی صفت موصوف کړیدی.
الله پاک فرمایی : ( واذ أسرّ النّبی الی بعض أزواجه حدیثا فلمّا نبّأت به وأظهره الله علیه عرّف بعضه وأعرض عن بعض فلمّا نبّأها به قالت من أنبأک هذا قال نبّأنی العلیم الخبیر) ([51] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn51))
ژباړه : کله چی پیغمبر – صلی الله علیه وسلم –ځینو بی بیانو ته پټ راز ووایو، اوکله چی بیا دغه راز دغی بی بی بلی بی بی ته ووایو او الله پاک دغه خبره خپل پیغمرته ښکاره کړه، نوپیغمبر – صلی الله علیه وسلم – ځینی دغه خبره خپلی رازداری بی بی ته وکړه او ځینی ورڅخه پټه کړه، نو بی بی ورته وویل : چی تاته چا خبر درکړو؟
هغه ورته وویل : زه علیم او خبردار ذات خبرکړم.
اوپه دی کښی هیڅ شک نشته چی هغه فعلی صفت چی الله پاک ورباندی خپل ځان موصوف کړیدی، دهغی صفت مخالف اوضد دی چی په کوم فعلی صفت مخلوق توصیف شویدی.
دصفاتو ترمنځ دومره مخالفت او منافات دی، لکه د الله پاک او د مخلوق د ذات ترمنځ چی څومره منافات او توپیردی.
۵ – الله پاک خپل ځان په دی موصوف کړیدی چی هغه ورکول کوی، الله پاک فرمایی : ( یؤتی الحکمة من یّشاء ومن یّؤت الحکمة فقد أوتی خیرا کثیرا ) ([52] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn52))
ژباړه : الله پاک په دین کښی پوهه ورکوی چاته چی یی خوښه شی، او چاته چی په دین کښی پوهه ورکړل شی،نو په یقین سره ورته ‌ډیر خیر ورکړل شو.
اوفرمایی : ( ویؤت کل ذی فضل فضله ) ([53] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn53))
ژباړه : او الله پاک به دهر فضل خاوند ته فضل ورکړی.
اود ورکړی په صفت یی خپل مخلوق هم موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( وآتوا النساء صدقاتهن نحلة ) ([54] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn54))
ژباړه : اوتاسو ښځوته دهغوی مهرونه په خوشحالی سره ورکړی.
اوپه دی کښی هیڅ شک نشته چی هغه فعلی صفت چی الله پاک ورباندی خپل ځان موصوف کړیدی، دهغی صفت مخالف اوضد دی چی په کوم فعلی صفت مخلوق توصیف شویدی.
دصفاتو ترمنځ دومره مخالفت او منافات دی، لکه د الله پاک او د مخلوق د ذات ترمنځ چی څومره منافات او توپیردی.
&&
په جامعه صفاتوخبری اتری
وس مهال به دالله پاک په جامعة صفاتو خبری وکو، لکه عظمت، علو، کبریاء، ملک، تکبر، جبروت، عزت، قوت او....
اونورهغه صفات جامعه دجامعة صفاتو نوم پری هم رښتیا کیږی، او ددی جاری مجری دی.
په قرانکریم کښی مونږ وینو چی الله پاک خپل ځان د علو، عظمت، او کبریاء په صفتونو موصوف کړیدی.
الله پاک فرمایی : ( ولایؤده حفظهما وهو العلی العظیم ) ([55] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn55))
ژباړه : او د اسمانونو او ځمکو ساتنه الله پاک نه ستومانه کوی، او دغه الله پاک علی ( پورته ) اوعظیم ذات دی.
اوهم یی ځان د علو او کبر په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( انه کان علیا کبیرا ) ([56] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn56))
ژباړه : بی شکه الله پاک علی ( پورته ) او لوی ذات دی.
او الله پاک فرمایی : ( عالم الغیب والشهادة الکبیر المتعال ) ([57] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn57))
ژباړه : الله پاک په هرپټ اوښکاره باندی پوهه او د لویی والا علی ( پورته ) ذات دی.
اوخپل ځینی مخلوق یی هم دعظمت په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( فانفلق فکان کل فرق کالطود العظیم ) ([58] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn58))
ژباړه : پس بحروچاودید، اوهره چاودیدلی برخه لکه د غرپه څیر لویه وه.
اوالله پاک فرمایی ( انکم لتقولون قولا عظیما ) ([59] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn59))
ژباړه : بی شکه چی تاسو ډیره غټه خبره کوی.
اوالله فرمایی : ( ولها عرش عظیم ) ([60] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn60))
ژباړه : اود دغی باچڼی لپاره لوی تخت و.
او الله پاک خپل ځینی مخلوق د ( علو ) په صفت هم موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( ورفعناه مکانا علیا ) ([61] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn61))
ژباړه : اومونږ هغه وچتی مرتبی ته پورته کړ.
او فرمایی : ( وجعلنا لهم لسان صدق علیا ) ([62] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn62))
ژباړه : اومونږ ورته د رښتنولي لويه لوړه مرتبه وركړيوه.
او الله پاک خپل ځینی مخلوق د ( کبر) په صفت هم موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( لهم مغفرة وأجر کبیر ) ([63] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn63))
ژباړه : ددغی خلکو لپاره بخشش اولوی اجردی.
اوالله پاک فرمایی : ( بل فعله کبیرهم هذا ) ([64] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn64))
ژباړه : بلکی دغه کار دغی لوی اوغټ بوت کړیدی.
اوپه دی کښی هیڅ شک نشته چی هغه صفت چی الله پاک ورباندی خپل ځان موصوف کړیدی، دهغی صفت مخالف اوضد دی چی په کوم صفت مخلوق توصیف شویدی.
دالله تعالي او د مخلوق دصفاتو ترمنځ دومره فرق توپیر دی، لکه د الله پاک او د مخلوق د ذات ترمنځ چی څومره فرق او توپیردی.
۲ – دتیر په څیر الله پاک خپل ځان د ( مَلِک ) په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( یسبح لله مافی السموات ومافی الارض الملک القدوس...) ([65] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn65))
ژباړه : الله پاک ته نسبت د پاکی کوی ټول هغه څه چی په اسمانونو او ځمکو کښي دی، او الله پاک ټولواک او نهایت پاک دی.
او الله پاک فرمایی : ( فی مقعد صدق عند ملیک مقتدر ) ([66] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn66))
ژباړه : دغه مؤمنان به په رښتنی مجلس کښی د ټولواک اوقدرت لرونکی رب په وړاندی حضور وی.
اوخپل ځینی مخلوق یی هم د ( مَلِک ) په صفت موصوف موصوف کړیدی.
الله پاک فرما یی : ( وقال الملک انی أری ) ([67] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn67))
ژباړه : اوټولواک وویل چی ما په خوب کښی ولیدل چی....
اوالله پاک فرمایی :
( وقال الملک ائتونی به ) ([68] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn68))
ژباړه : او ټولواک وویل چی دغه یوسف – علیه السلام – ماته راولی.
اوفرمایی :
( وکان ورائهم ملک یأخذ کل سفینة غصبا ) ([69] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn69))
ژباړه : او د دوینه اخوا یو ټولواک وو، چی روغه بیړی به یی په زور اوزیاتی سره اخسته.
اوفرمایی :( تؤتی الملک من تشاء وتنزع الملک ممن تشاء) ([70] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn70))
ژباړه : ای الله ! ته ورکوی ټولواکی چاته چی دی خوښه شی، او اخلی ټولواکی له چانه چی ستا خوښه شی.
اوپه دی کښی هیڅ شک نشته چی هغه صفت چی الله پاک ورباندی خپل ځان موصوف کړیدی، دهغی صفت مخالف اوضد دی چی په کوم صفت مخلوق توصیف شویدی.
دصفاتو ترمنځ دومره مخالفت او منافات دی، لکه د الله پاک او د مخلوق د ذات ترمنځ چی څومره منافات او توپیردی.
۳ – الله پاک خپل ځان د ( جبَّار او متکبِّر) په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( العزیزالجبَّار المتکبِّر ) ([71] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn71))
ژباړه : الله پاک دغلبی والا، اوجبّار ذات دی چی ټول خلک یی تابع دی، اومتکبردی چی لویی ورلره ده.
اوخپل ځینی مخلوق یی هم د ( جبَّاراومتکبِّر ) په صفت موصوف کړیدی.
الله پاک فرمایی : ( کذلک یطبع الله علی کل قلب متکبِّرجبَّار)([72] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn72))
ژباړه : اوهمدغه شان الله پاک مهر لګوی په هرلویی کونکی او جابر زړه باندی.
اوفرمایی : ( واذا بطشتم بطشتم جبارین ) ([73] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn73))
ژباړه : اوچی کله تاسو چاته لاس اچوی نو په زور زیاتی لاس اچوی.
او الله پاک فرمایی :
( ألیس فی جهنم مثوی المتکبرین ) ([74] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn74))
ژباړه : ایا په جهنم کښی د لویی کونکو ځای نشته ؟ ؟
اوپه دی کښی هیڅ شک نشته چی هغه صفت چی الله پاک ورباندی خپل ځان موصوف کړیدی، دهغی صفت مخالف اوضد دی چی په کوم صفت مخلوق توصیف شویدی.
دصفاتو ترمنځ دومره مخالفت او منافات دی، لکه د الله پاک او د مخلوق د ذات ترمنځ چی څومره منافات او توپیردی.
۴ – الله پاک خپل ځان دعزَّت په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( ان الله عزیز حکیم ) ([75] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn75))
ژباړه : په یقین سره چی الله پاک دعزت او حکمت والا دی.
او فرمایی : ( أم عندهم خزائن رحمة ربک العزیز الوهاب ) ([76] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn76))
ژباړه : ایا ستا درب د رحمت خزانی د دوی سره شته چی هغه د عزت او ښی ورکړی والا رب دی.
اوخپل ځینی مخلوق یی هم د عزَّت په صفت موصوف کړیدی.
الله پاک فرمایی : ( وقالت امرأة العزیز) ([77] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn77))
ژباړه : او د عزتمند سړی ښځی وویل.
اوالله پاک حکایه کوی فرمایی :
( وعزَّنی فی الخطاب ) ([78] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn78))
ژباړه : او په خبرو کښي په ما باندی غالبه او زوره وردی.
اودغه صفت یی د خالق اومخلوق دواړو لپاره یوځای هم ذکر کړیدی.
الله پاک فرمایی : ( ولله العزة ولرسوله وللمؤمنین ) ([79] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn79))
ژباړه : عزت خو الله پاک لره، دهغی رسول لره، اوجمله مؤمنانو لره دی.
اوپه دی کښی هیڅ شک نشته چی هغه صفت چی الله پاک ورباندی خپل ځان موصوف کړیدی، دهغی صفت مخالف اوضد دی چی په کوم صفت مخلوق توصیف شویدی.
دصفاتو ترمنځ دومره مخالفت او منافات دی، لکه د الله پاک او د مخلوق د ذات ترمنځ چی څومره منافات او توپیردی.
۵ – الله پاک خپل ځان د قوَّت په صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( ان الله هو الرزاق ذوالقوَّة المتین ) ([80] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn80))
ژباړه : په یقین سره چی الله پاک ډیر رزق ورکونکی، اود ډیرقوت او زور څښتن دی.
اوفرمایی : ( ولینصرنَّ اللهُ من ینصره ان الله لقوي عزیز ) ([81] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn81))
ژباړه : اوالله پاک به خامخا دهغی چا مرسته وکړی چی د الله پاک ددین کومک کوی، یقینا چی الله پاک دقوت اوغلبی والا ذات دی.
او الله پاک بیا خپل ځینی مخلوق هم د قوت په صفت موصوف کړیدی.
الله پاک فرمایی : ( ویزدکم قوَّة الی قوَّتکم ) ([82] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn82))
ژباړه : اوستاسو قوت اوزور به نور هم زیات کړی.
اوالله پاک فرمایی : ( الله الذی خلقکم من ضعف ثم جعل من بعد ضعف قوة ) ([83] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn83))
ژباړه : الله پاک هغه ذات دی چی له کمزوی نطفی نه یی پیدا کړی، او بیا یی له کمزورتیا نه ورسته تاسوته قوت درکړو.
اودغه صفت یی د خالق اومخلوق دواړو لپاره یوځای هم ذکر کړیدی، الله پاک فرمایی : (فأما عاد فاستکبروا فی الارض وقالوا من أشد منا قوة أولم یروا أن الله الذی خلقهم هو أشد منهم قوة وکانوا بایاتنا یجحدون ) ([84] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn84))
ژباړه : اوکوم چی عادیان دی نو هغوی په ځمکه کښی تکبروکړ، او وویل چی : زمونږ نه په قوت کښي لا څوک زیات دی ؟
ایا دوی نه ګوری چی هغه الله پاک چی دوی یی پیدا کړیو، ورڅخه یی قوت ډیر زیات دی، او دوی به زمونږ په ایاتونو باندی انکارکو.
&&
هغه صفتونه چي متكلمينو پكښي اختلاف كړيدي
وس به د الله پاک په هغی صفتونو بحث او څیړنه وکړو چی متکلمینو ورپکښي اختلاف کړیدی، چی ایا دغه فعلی صفتونه دی اوکه صفات معنی دی ؟
اوسمه دروسته خبره داده چی دغه صفات معنی دی، ځکه چی دغه صفات د الله پاک د ذات پوری قائم دی، لکه : رحمت، رأفت، حلم.
۱- مونږ په قرانکریم کښي دا وینو چی الله پاک خپل ځان په رأفت او رحمت باندی موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( ان ربکم لرؤف الرحیم ) ([85] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn85))
ژباړه : بی شکه ستاسو رب ‌ډیرمهربان او رحم والادی.
اوخپل مخلوق یی هم په دغی دواړو صفتونو موصوف کړیدی، الله پاک دنبی کریم – صلی الله علیه وسلم – په هکله فرمایی : ( لقد جاءکم رسول من أنفسکم عزیزعلیه ما عنتّم حریص علیکم بالمؤمنین رؤوف رَّ حیم ) ([86] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn86))
ژباړه : په تحقیق سره تاسوته ستاسو له جنس نه رسول راغلی دی، په هغی باندی هغه خبره ډیره درنه وی چی تاسوپری تکلیف کیږی، او ستاسو په هدایت مندنی ډیرزیات حریص دی، او خاص په مؤمنانو باندی ډیر زیات مهربان اورحم والا دی.
۲- د تیرپه څیر الله پاک خپل ځآن په قرانکریم کښي په ( حلم ) موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( لیدخلنَّهم مدخلا یرضونه وان الله لعلیم حلیم ) ([87] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn87))
ژباړه : الله پاک به دوی خامخا داسی ځای ته داخل کړی چی دوی به خوښ ګڼی،یقینا چی الله پاک ‌ډیرپوهه او حلم والا دی.
او الله پاک فرمایی : ( واعلموا أن الله یعلم ما فی أنفسکم فاحذروه واعلموا أن الله علیم حلیم ) ([88] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn88))
ژباړه : په دی پوهه شی چی الله پاک په هغه څه پوهیږی چی ستاسو په نفسونو کښي دی، پس له هغه ویریږی، اوپه دی پوهه شی چی الله پاک پوهه او دحلم والا ذات دی.
اوالله پاک فرمایی : ( قول معروف ومغفرة خیر من صدقة یتبعها اذی والله غنی حلیم ) ([89] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn89))
ژباړه : ښه خبره او بخشش له هغی صدقی اوخیرات نه بهتردی چی وروسته تری ازارول وی، او الله پاک بی پروا او حلیم ذات دی.
اوخپل ځینی مخلوق یی هم په دی صفت موصوف کړیدی، الله پاک فرمایی : ( فبشرناه بغلام حلیم ) ([90] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn90))
ژباړه : بی شکه مونږ زیری ورکړو ورته په صبرناک هلک باندی.
اوفرمایی : ( ان ابراهیم لأوَّاهٌ حلیم ) ([91] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn91))
ژباړه : بی شکه ابراهیم علیه السلام ډیرپه زړه نرم او صبرناک وو.
۳- همدغه شان الله پاک خپل په قرانکریم کښي دمغفرت په صفت موصوف کړیدی.
الله پاک فرمایی : ( ان الله غفوررحیم )([92] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn92))
ژباړه : بی شکه الله پاک بښونکی او رحم والا دی.
او فرمایی : ( فیغفر لمن یشاء ویعذب من یشاء ) ([93] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn93))
ژباړه : الله پاک بښنه کوی چاته چی یی خوښه شی او عذاب ورکوی چاته چی یی خوښه شی.
اوخپل ځینی مخلوق یی هم د مغفرت په صفت موصوف کړیدی.
الله پاک فرمایی :( ولمن صبر وغفران ذلک لمن عزم الامور)([94] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn94))
ژباړه : هغه څوک چی زغم او بخشش وکړی، نوبی شکه چی زغم او بښنه کول غوره کارونو څخه دی.
او الله پاک فرمایی : ( قول معروف ومغفرة ) ([95] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn95))
ژباړه : ډیره ښه وینا کول او بخشش کول...
اوفرمایی:( قل للَّذین یغفروا للذین لایرجون ایام الله) ([96] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn96))
ژباړه : مؤمنانو ته ووایه چی هغی کسانو ته بښنه وکړی چی د الله پاک د حوادثو امید نه ساتی.
اوپه دی کښی هیڅ شک نشته چی هغه صفت چی الله پاک ورباندی خپل ځان موصوف کړیدی، دهغی صفت مخالف اوضد دی چی په کوم صفت مخلوق توصیف شویدی، دصفاتو ترمنځ دومره مخالفت او منافات دی، لکه د الله پاک او د مخلوق د ذات ترمنځ چی څومره منافات او توپیردی.
او دا هیڅ مناسب نه دی چی د مخلوق سره د تشبیه د تیښتی له وجی دی تری ټول ثابت کړی صفتونه نفی کړی شی.
بهر حال دهیڅ انسان لپاره دا نه دی جائز چی الله پاک خپل ځان له ثابت کړی صفت کښي دومره شدّت وکړی چی دالله پاک په وړاندی ددی هجوم راوړی چی بالاخره دغه وصف ورڅخه نفی کړی، او دا دعوه کوی چی الله پاک چی په كوم صفت د خپل ځان مدحه کړیده دهغی د شان سره دغه صفت نه ښائیږی، نو زه تری دغه صفت نفی کوم، او پرځای ورته داسی صفت ثابتوم چی ورسره وښائیږی.
دا هسی لیونتوب او هوس دی، او دا دهغه چا مذهب اوتګلاره ده چی الله پاک تری عقلی بصیرت اخستی وی.
د مزید وضاحت لپاره به مونږ کولای شو چی داسی مثال بیان کړو چی د اسماؤ اوصفاتو قضیه به پری په ډیره ښه توګه واضحه شی، ځکه په یو مثال د ټولو د اسماؤ او صفاتو د ایاتونو لپاره مثال کیدای شی.
دا په دی خاطر د صفاتو ترمنځ هیڅ فرق او توپیر نشته، او دا ځکه چی موصوف ورباندی یو دی، چی دغه موصوف هغه ذات دی چی د مخلوقاتو سره هیڅ راز د مشابهت هیڅ رابطه او تعلق نلری.
د الله پاک د ( استواء ) صفت چی دخلکو ترمنځ پری د تاو تریخوالی میدان ګرم دی، آن چی زیاتو خلکو د الله پاک د ( استواء ) صفت د فلسفی او منطق په اصطلاحاتو او جدلی أدلَّو نفی کړیدى، چی مونږ به هم ورته لږ څه وروسته د بطلان ګوته ونیسو، او په قناعت بخش دلیلونو به ورله ناسموالی ښکاره کړو.
خو دا بحث او څیړنه به دهغی چا پوری خاص وی چی منطق او فلسفه یی لوستلی وی، ترڅو دا نقطه واضحه شی چی هغوی په باطل باندی په کوم انداز دلیل نیولی دی ؟ چی حق یی پری څنګه باطل کړیدی ؟ اوباطل یی پری څنګه حق کړیدی ؟
په زرګونه خلک چی د اسلام دعوه کوی، د منطق په اصطلاحاتو یی له الله پاک څخه د استواء صفت نفی کړیدی.
په اصل کښی دغه منطقیان د استواء دصفت نفی لپاره لومړی استثنائی قیاس ترکیب کړی، او دغه قیاس له لزومی متصلی شرطی قضیی نه جوړوی، بیا په هغی کښی د تالی ـ وروستنی – نقیض مستثنی کړی، چی په باطل ګمان یی د مقدم – مخکنی – نقیض نتیجه په لاس راشی، دا په دس اساس چی د لازم نفی د دی تقاضی کوی چی ملزوم دی هم نفی شی.
لکه د مثال په ډول هغوی وایی : که چرته الله پاک رښتیا هم په عرش مستوي ؤ، نو د مخلوق سره به یی مشابهت راغلی وای، نو هغه د مخلوق سره مشابه نه دی، نو نتیجه داشوه چی الله پاک په عرش مستوی نه دی.
او دا نتیجه دقرانکریم دصریح نص سره هم مخالفه ده، او خپله هم باطله ده.
تاسو ټول په دی ډیر ښه پوهیږی چی استواء د الله پاک داسی صفت دی چی د الله پاك دمدحي په مقام كښي ذكركيږي، او استواء د هغي د کمال او جلال صفت دی، په ثبوت یی تری هیڅ نقص نه لازمیږی.
او ددی صفت د کمالیت او جلالیت قرینه داده چی :
الله پاک په قرانکریم کښي په هغه ځای کښي د استواء صفت ذکر کوی چی په هغه ځای کښی ټول عقلونه د الله پاک کمال او جلال ته حیران دریان پاتی کیږی.
چی په لاندی ایاتونو کښی نمونه ډیره ښه روښانه کیږی.
۱- د مصحف په ترتیب لومړی سورت چی الله پاک ورپکښی خپل ځان د استواء په صفت موصوف کړیدی، سورت اعراف دی، الله پاک فرمایی : ( ان ربکم الله الذی خلق السموات والارض فی ستة ایام ثم استوی علی العرش یغشی اللیل النهار یطلبه حثیثا والشمس والقمروالنجوم مسخرات بامره ألا له الخلق والأمر تبارک الله رب العلمین ) ([97] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn97))
ژباړه : یقینا چی ستاسو رب هغه الله دی چی په شپږو ورځو کښي یی اسمانونه او ځمکی پیدا کړیدی، بیا یی په عرش باندی استواء وکړه (پر عرش باندی دپاسه شو)، د شپی تورتمی د ورځی روښنایی پټوی، په ډیر تلوار او تیزی سره دواړه یو بل راګیروی، اوالله پیدا کړیدی نمر، سپوږمی، اوستوری حال دا چی دالله پاک حکم ته تابع کړی شوی دی، خبردارووسی، چی الله پاک لره پیدا کول او امر دی، او الله پاک چی د مخلوقاتو رب دی ډیر زیات بابرکته دی.
ایا وس مهال څوک دا کولای شی چی دالله پاک نه د کمال او جلال دغه صفت نفی کړی ؟؟؟
۲- دوهم ځای په سورت یونس کښی دی، الله پاک فرمایی : ( ان ربکم الله الذی خلق السموات والارض فی ستة ایام ثم استوی علی العرش یدبر الامر ما من شفیع الا من بعد اذنه ذلکم الله ربکم فاعبدوه افلا تذکرون * الیه مرجعکم جمیعا وعد الله حقا انه یبدأ الخلق ثم یعیده لیجزي الذین ءامنوا وعملوا الصالحات بالقسط والذین کفروا لهم شراب من حمیم وعذاب الیم بما کانوا یکفرون * هوالذی جعل الشمس ضیاءً والقمر نورا وقدَّره منازل...) ([98] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn98))
ژباړه : یقینا چی ستاسو رب الله پاک دی، هغه ذات چی پیدا کړیدی اسمانونه او ځمکی په شپږو ورځو کښي اوبیا یی په عرش باندی استواء وکړه (پر عرش باندی دپاسه شو)، دټولو کارونو تدبیر کوی، د هغی له اجازی پرته هیڅ سفارشی نشته دی، همدغه الله پاک ستاسو رب دی، تاسو ددغی ذات عبادت وکړی، ایا تاسو څه نصیحت نه اخلی * همدغی الله پاک ته ستاسو د ټولو بیرته ورتګ دی، او دغه د الله پاک حقه وعده ده، همدغه الله پاک لومړی پیدا کول کوی اوبیرته یی بیا اعاده کوی، تر څو هغه کسانو ته په انصاف سره نیکه بدله ورکړی چی ښائسته نیک عملونه یی کړیدی او ایمان یی راوړی وی، اوکوم کسان چی کافر دی نو دهغوی لپاره د ایشیدلو اوبو څښل سزا ده، او ورله دردناک عذاب دی، ددی په سبب چی کفر به یی کوو * او همدغه الله پاک هغه ذات دی چی نمر یی رڼا او سپوږمی یی نور ګرځولی ده...
ایا وس مهال څوک دا کولای شی چی دالله پاک نه د کمال او جلال دغه صفت نفی کړی ؟؟؟
۳ – دریم ځای په سورت رعد کښي دی، الله پاک فرمایی : ( الله الذی رفع السموات بغیر عمد ترونها ثم استوی علی العرش وسخر الشمس والقمر کل یجري لأجل مسمیً یدبر الامر یفصل الایات لعلکم بلقاء ربکم توقنون ) ([99] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn99))
ژباړه : الله پاک هغه ذات دی چی اسمانونه یی له ستنونه بغیر پیدا کړیدی چی تاسو یی وینی، اوبیا یی په عرش باندی استواء وکړه (پر عرش باندی دپاسه شو)، او سپوږمی او نمریی تابع کړ، هر یو د خپلی نیټی پوری جریان کوی، الله پاک د کارونو تدبیرکوی، په تفصیل سره ایاتونه بیانوی، شاید تاسو هم درب په ملاقات یقین وکړی.
ایا وس مهال څوک دا کولای شی چی دالله پاک نه د کمال او جلال دغه صفت نفی کړی ؟؟؟
۴ – څلورم ځای په سورت طه کښی دی، الله پاک فرمایی : ( طه * ما أنزلنا علیک القران لتشقی * الا تذکرة لمن یخشی * تنزیلا ممن خلق الارض والسموات العلی * الرحمن علی العرش استوی ) ([100] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn100))
ژباړه : طه * مونږ په تا باندی قران نازل کړیدی چی خپل ځان په مشقت کښي وانه آچوی * مګر دا قرانکریم دهغی چا لپاره پند اونصیحت دی چی د الله پاک نه یریږی * او داقرانکریم دهغی چا له خوا نازل شویدی چی لوړ لوړاسمانونه او ځمکی یی پیدا کړیدی * او دا چی رحمن ذات په عرش باندی استواء کړیده (پر عرش باندی دپاسه شو).
ایا وس مهال څوک دا کولای شی چی دالله پاک نه د کمال او جلال دغه صفت نفی کړی ؟؟؟
۵ – پنځم ځای په سورت فرقان کښی دی، الله پاک فرمایی : ( وتوکل علی الحي الذی لا یموت وسبح بحمده وکفی به بذنوب عباده خبیرا ً * الذی خلق السموات والارض وما بینهما فی ستة ایام ثم استوی علی العرش الرحمن فاسئل به خبیرا ) ([101] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn101))
ژباړه : او ته په هغی ژوندی ذات باندی توکل وکړه چی نه مړ کیږی، او د ستائینی سره سره دخپل رب پاکی بیانوه، او الله پاک د خپلو بندګانو په ګناهونو باندی خبردار اوکافی دی * هغه الله چی اسمانونه او ځمکی او چی څه یی په منځ کښي دی په شپږو ورځو کښی پیدا کړیدی، بیا یی په عرش استواء وکړه (پر عرش باندی دپاسه شو)، دغه رحمن ذات دی، ددغی خلق، یا استواء، یا د رحمن ذات په باره کښي له خبردار عالم نه تپوس وکه.
ایا وس مهال څوک دا کولای شی چی دالله پاک نه د کمال او جلال دغه صفت نفی کړی ؟؟؟
۶ – شپږم ځای په سورت سجده کښي دی، الله پاک فرمایی : ( الله الذی خلق السموات والارض وما بینهما فی ستة ایام ثم استوی علی العرش مالکم من دونه من وليّ ولا شفیع أفلا تتذکرون * یدبر الامر من السماء الی الارض ثم یعرج الیه فی یوم کان مقداره الف سنة مما تعدون ) ([102] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn102))
ژباړه : الله پاک هغه ذات دی چی اسمانونه او ځمکی او څه چی یی په منځ کښی دی، په شپږو ورځوکښي پیدا کړیدی، بیا یی په عرش باندی استواء وکړه (پر عرش باندی دپاسه شو)، له الله پاک څخه پرته ستاسو لپاره نور څوک کوم سفارشی او دوست نه شته دی، ایا تاسو پند نه اخلی ؟
الله پاک له اسمان څخه تر ځمکی پوری د کارونو تدبیر کوی، بیا پورته کیږی هغه ته په هغه ورځ کښي زر کاله یی اندازه ده، له هغی ورځو نه چی تاسو یی شماروی.
ایا وس مهال څوک دا کولای شی چی دالله پاک نه د کمال او جلال دغه صفت نفی کړی ؟؟؟
۷ – اووم ځای په سورت حدید کښی دی، الله پاک فرمایی : ( هو الاول والاخر والظاهر والباطن وهو بکل شیئ علیم * هو الذی خلق السموات والارض فی ستة ایام ثم استوی علی العرش یعلم ما یلج فی الارض وما یخرج منها وما ینزل من السماء وما یعرج فیها وهو معکم اینما کنتم والله بما تعملون بصیر ) ([103] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107287#_ftn103))
ژباړه : همدغه الله پاک اول دی او اخردی، اودغه الله پاک ظاهر او باطن دی، اوپه هر شی باندی پوهه او دانا دی * دغه الله پاک هغه ذات دی چی اسمانونه اوځمکی یی په شپږو ورځو کښی پیدا کړیدی، اوبیا یی په عرش باندی استواء وکړه (پر عرش باندی دپاسه شو)، پوهیږی په هغه څه باندی چی په ځمکه کښي ننوځی، او هغه څه چی تری راووځی، اوهغه څه چی له اسمان څخه راښکته کیږی، او هغه چی اسمان ته خیژی، او تاسو چی چرته یاست نو الله پاک درسره دی، او تاسو چی څه کوی الله پاک یی لیدونکی دی.
نودغه منطقی جاهلان چی په دی ګومان کلک ولاړ دی چی استواء د نقص صفت دی، او دخپل جهل له مخی د اسمانونو او ځمکی په رب باندی ددی هجوم راوړی چی الله پاک خپل ځان د نقص په صفت موصوف کړیدی، اوخپل جهل دومره حق اوحقانيت سبولی چی د الله پاک ددغی صفت د نفی کولو لپاره پري سببونه لټوی، چی ددغی یا خو یی تأویل وکړی، اویا یی له منځه یوسی نفی یی کړی.
د استواء دغه صفت چی الله پاک ورباندی دخپل ځان مدحه کړیده او خپل ځان له یی ثابت کړیدی اودغه صفت یی دخپل کمال او جلال صفت ګرځولی دی، اود کمالیت او جلالیت نه ډکو صفتونو سره یی یو ځای ذکر کړیدی، چی عقل تری حیران دریان پاتی کیږی، ایا په رښتیا هم ددی لائق دی چی ورڅخه نفی کړی شی ؟؟!!
خلاصه داشوه چی د الله پاک نه د هغی صفات په تأویلاتو سره نفی کول د متأوّل انسان په جهل ستره او لویه علامه ده.
&&
([1]) معنوية صفتونه دوي هغي ته وائي چي د عدم او وجود ترمنځ وي چي له جملي څخه يي دغه اووه صفتونه دي چي شيخ – رحمه الله – يي يادونه كړيده، او دارنګه عقايد د متكلمينو د حماقتونو نموني دي. ژباړن.
([2]) سورت بقرة : 20.
([3]) سورت مائدة : 34.
([4]) سورت مجادلة : 01.
([5])سورت شوری : 11.
([6])سورت دهر : 02.
([7])سورت مریم : 38.
([8])سورت فرقان : 58.
([9])سورت أنبیاء : 30.
([10]) سورت مریم : 15.
([11])سورت روم : 19.
([12])سورت بروج : 16.
([13]) سورت یس : 82
([14]) سورت أحزاب : 13.
([15])سورت أنفال : 67.
([16]) سورت صف : 08
([17]) سورت تغابن : 11.
([18]) سورت نساء : 166.
([19])سورت اعراف : 7.
([20])سورت حجر : 53.
([21])سورت یوسف : 68.
([22])سورت نساء : 164.
([23])سورت توبة : 6.
([24])سورت یوسف : 54.
([25]) سورت یس : 65.
([26]) عدم محض دیته ویل کیږی چی بالکل نه وی. ژباړن.
([27])سورت حدید : 3
([28]) ( ) صفحه وګوره.
([29]) سورت یو سف : 58.
([30]) سورت یس : 39.
([31])سورت شعراء : 76.
([32])سورت نحل : 96.
([33])سورت حدید : 3
([34]) سورت مرسلات : 16
([35])سورت بقرة : 163.
([36])سورت رعد : 4.
(37]) سورت ابراهیم : 8.
([38])سورت تغابن : 6
([39])سورت نساء : 6
([40])سورت زاریات : 57.
([41]) سورت سبأ : 39
([42])سورت جمعة : 11
([43])سورت نساء : 8
([44])سورت نساء : 5.
([45]) سورت یس : 17
([46])سورت طور : 16
([47])سورت رحمن : 1 - 4
([48])سورت علق : 3 – 5.
([49])سورت جمعة : 2.
([50]) سورت مائده : 4.
([51])سورت تحریم : 3
([52])سورت بقرة : 269.
([53])سورت هود : 3
([54])سورت نساء : 4.
([55])سورت بقرة : 255.
(56])سورت نساء : 34.
([57]) سورت رعد : 9.
([58])سورت شعراء : 63.
([59])سورت اسراء : 40.
([60])سورت نمل : 23.
([61])سورت مریم : 57.
([62])سورت مریم : 50.
([63])سورت هود : 11.
([64])سورت انبیاء : 63.
([65])سورت جمعة : 1
([66])سورت قمر : 55.
([67])سورت یوسف : 43.
([68])سورت یوسف : 50.
([69])سورت کهف : 79.
([70]) سورت ال عمران : 26
([71]) سورت حشر : 23.
([72])سورت غافر: 35.
([73])سورت شعراء : 130.
([74]) سورت زمر : 60.
([75])سورت بقرة : 220
([76])سورت ص : 9
([77])سورت یوسف : 51.
([78]) سورت ص : 20
([79]) سورت منافقون : 8.
([80]) سورت زاریات : 58.
([81])سورت حج : 40.
([82]) سورة هود : ۵۲
([83])سورت روم : 54.
([84]) سورت فصلت : 15.
([85])سورت نحل : 93.
([86])سورت توبة : 128.
([87])سورت حج : 59
([88]) سورت بقرة : 235.
([89])سورت بقرة 263.
([90])سورت صافات : 101.
([91])سورت توبة : 114.
([92]) سورت بقرة : 173.
([93])سورت بقرة :284.
([94]) سورت شوری : 43.
([95])سورت بقرة : 263.
([96])سورت جاثیة : 14.
([97]) سورت اعراف : 54.
([98])سورت یونس : 3 – 5.
([99])سورت رعد : 2.
([100])سورت طه : 1 – 5.
([101]) سورت فرقان : 58 – 59.
([102])سورت سجد ة : 4 – 5.
([103])سورت حدید : 3 – 4.

أبو زكريا
_19 _October _2013هـ الموافق 19-10-2013م, 11:03 PM
د تأويل فتنه

له دغی څیړنی وروسته باید تاسو د تأویل په اړه هم بیدارووسی، د دی امت زیاتره خلک په دی فتنه باندی اخته دی، او ددی فتنی له کبله بی لاری شوی دی.
په اصطلاح کښي د تأویل په دريو معناګانو باندی اطلاق کیږی:
۱ – په هغه څه یی هم اطلاق دروست دی چی په دوهم حالت کښي ورته د یو شی حقیقت اوړی، او په قرانکریم د تأویل معنی هم داده، الله پاک فرمایی : ( ذلک خیر وأحسن تأویلا) ([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn1))
ژباړه : دغه الله پاک اورسول ته رجوع کول د عاقبت له جهته ډیر ښه کار دی.
او الله پاک فرمایی : ( ولمَّا یأتهم تأویله ) ([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn2))
ژباړه : اونه ؤ راغلی دویته معنی او حقیقت ددی قرانکریم.
او الله پاک فرمایی : ( یوم یأتی تأویله یقول الذین نسوه من قبل) ([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn3))
ژباړه : په هغه ورځ چی ددی عاقبت راشی، نو هغه کسان به ووایی چی په دنیا کښي یی دغه کتاب هیر کړی وو.
نو د تأویل معنی دلته داده چی حقیقت د امر دوهم حالت واوړی.
۲ – د تأویل اطلاق په تفسیر هم کیدای شی، او دا هم مشهور اومعررف قول دی، لکه ابن جریرالطبری چی د ایت په هکله وایی : ( القول فی تأویل قوله تعالی کذا ) یعنی تفسیر یی دادی.
۳ – د اصولینو په اصطلاح کښي تأویل دیته ویلای شی چی د یو دلیل له وجی د لفظ ظاهر او متبادره معنی بلی معنی ته واړول شی.
هیره دی نوی چی لفظ دخپلی ظاهر متبادری معنی نه بلی معنی ته اړول د اصولینو په نیز دری حالتونه لری:
أ – لفظ د خپلی ظاهر او متبادری معنی نه بلی داسی معنی ته اړول چی د قرانکر یم او نبوی حدیث او نص پری صحیح دلالت کوی.
نو د تأویل دا نوعه صحیح او سمه ده، قابل اعتبار او مقبوله ده، دعلماؤ په نیز ورپکښي هیڅ نزاع او اختلاف نشته، اومثال یی دا دی لکه نبی – صلی الله علیه وسلم – فرمایی : ( الجار أحق بصقبه ) ([4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn4))
د حدیث ظاهرنه د ګاونډی لپاره شفعه ثابتیږی، او په شریک مقاسم باندی د حدیث حمل کول په محتمل مرجوح باندی د لفظ حمل دی، چی نه خو دغه ظاهری معنی ده، اونه ذهن ته متبادره ده.
مګر دومره خبره ده چی د جابر – رضی الله عنه – صحیح حدیث دی چی : ( فاذا ضربت الحدود، وصرفت الطرق فلا شفعة )
ژباړه : چی کله هم پولی وټاکل شوی، او لاری بیلی شوی، نو شفعه نشته.
دا حدیث په دي ښکاره دلالت کوی چی مراد دهغی ګاونډی نه چی د نزدیکت په سبب ډیر حقدار وی هغه ګاونډی دی چی شریکوال مقاسم وی.
نو د تأویل دا ډول چی لفظ د خپلی ظاهری او ذهن ته متبادری معنی نه د کتا ب او سنت د څرګند دلیل د شتون له کبله بلی معنی ته واړول شی، رجوع هم ورته واجب ده، او دیته تأویل صحیح او تأویل قریب هم ویل کیږی، خو دا هله چی نص ورباندی سم دم دلالت وکړی.
ب – د تأویل دوهم حالت دا دی چی لفظ دخپلی ظاهری او ذهن ته متبادری معنی نه بلی داسی معنی ته اړول چی مجتهد ورباندی د صواب عقیده ساتی خو ولی په نفس الامر کښي دلیل نه شی جوړیدای.
د اصولینو په اصطلاح کښی دیته تأویل بعید او تأویل فاسد ویل کیږی، او ځینه علماء د دی تأویل مثال د امام ابوحنیفه – رحمه الله – دا تاویل ذکرکوی چی د ( امرأة ) په اړه یی په دی حدیث کښي چی ( أیما امرأة نحکت بغیر اذن ولیِّها فنکاحها باطل ) ([5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn5))
هغه دلته لفظ د(امرأة)نه د مکاتبی معنی اخستی ده هغوی وائی: دحدیث حمل په مکاتبی باندی دیته تاویل بعید وائی.
ځکه چی دلفظ نه خپله ظاهره اومتبادره معنی واړول شوه.
ځکه (ای) په دی قول کی (ایما) دعموم صیغه ده،اودعموم صیغی تاکید بیا په (ما) زائده سره شوی دی.
نوحمل دلفظ په نادرصورت ـ چی مکاتبه ده ـ یقینی دلیل ورباندی نشته، هغه یقینی دلیل چی رجوع ورته واجبوي.
ج ـ اما بغیرد کوم دلیل نه لفظ په غیرظاهری معنی باندی حمل کول دیته بالکل په اصطلاح کی تاویل نه ویل کیږی، بلکی دیته دالله تعالی په کتاب کی اود نبی (صلی الله علیه وسلم ) په سنتو باندی لوبی کول ویل کیږي اوتاویل ددی نوعي څخه غالبه د روافضو ددی ایات تفسیردی چی ( ان الله یامرکم ان تذبح‍وا بقرة) ([6] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn6))
ترجمه:الله پاک امرکوي چی غوا حلاله (ذبحه) کړي.
هغوی وائی : دغوا نه مراد عائشه – رضی الله عنها – ده.

نعوذ بالله د دی تأویل له جملی څخه دا هم دی چی د توحید الاسماء والصفات باندی ټول دلالت کونکی قرانی ایاتونه له خپلی ظاهری او ذهن ته متبادره معنی نه نورو داسی معناګانو ته واړول شي چی الله پاک ورباندی هیڅ دلیل او برهان نه وی نازل کړی.

ځکه د روافضو په څیر دوی هم د استوی معنی په استولی باندی کوی، او دا هیڅکله د تأویل په صحیحو اقسامو کښي نه شی داخلیدای، ځکه چی یو خو د استولی په صحت هیڅ شرعی دلیل نشته چی دغه معنی دی تری مراد وی، او له بلی خوا اصولیین هم دغسی تأویل په لهو لعب نوموی.
په دغسی نازیبا الفاظو باندی د قرانکریم تفسیر کول د الله پاک په کتاب لوبی کول دی، نو له دی کبله د تأویل دا نوعه په اسلامی قاموس کښی هیڅ جواز نلری.
او دا د سلفو صالحینو مسلَّمه قاعده ده چی د الله پاک له کتاب او د نبی – صلی الله علیه وسلم – له سنتو څخه یولفظ د خپلی ظاهری معنی نه بلی داسی معنی ته اړول چی هیڅ دلیل یی صحت نه ایجابوی روا نه بلکی ناروا او حرام دی.
&&

په تأويل باندی دعقيدی لرل د تعطيل ستر سبب او لامل دی

ګرانو ورونو ! دا درته له شفقت او پیرزو څخه ډک نصیحت کوم، او په دی ځانونه ښه پوهه کړی چي :
دغه د عقیدی اړوند ټولی پیچیده او کړکیچن شرونه له داسی مسئلی څخه راوچت شویدی، چی هم زړه ګنده کوی، او هم يی د تشبیه په چټلی لړي.
هغه زړه چی د تشبیه په چټلی لړل شویوی، او د الله پاک دکمال او جلال څخه ډکو صفتونو څخه یو صفت واوری، لکه د شپی په اخره حصه کښی د دنیا اسمان ته راښکته کیدل، په عرش باندی استواء کول یا د قیامت په ورځ حساب کتاب ته دهغی راتګ لکه څنګه چی دهغی د شان سره لائق دی، اوداسی نور....
نوددی زړه خو دتشبیه په ګنده ګی لړل شوی وی، چی نه خو یی دالله پاک قدراو حق عزت پیژندلی وی اونه یی د الله پاک حق تعظیم کړی وی، نو بلا فاصله یی په ذهنی محیط کښي ددی ناوړی مفکوری اثرات خواره شی چی دالله پاک صفتونه خو د مخلوق د صفاتو په څیر دی او دا صفت خو هو بهود مخلوق سره مشابه دی، نو زړه خو له مخکنی نه تیار د تشبیه په ګندګی لړل شوی وی، او دتشبیه دغه شومتوب او شئآمت په دغی انسان باعث شی چی د الله پاک نه دغه صفت نفی کړی، په دی دعوه چی ددغه صفت په ثبوت د مخلوق سره تری مشابهت لازمیږی.
نو اول مشبِّه شی او بیامعطِّل شی، نو ابتداءً او انتهاءً په الله پاک باندی تهاجمی بریدونه کوی.
او دا یی بیا عقیده جوړه شی چی د مخلوق سره د مشابهت له ویری د الله پاک نه ټول صفتونه نفی کړی، په دی دعوه چی دا د الله پاک سره مناسب نه دی.
په دی هم ښه وپوهیږی چی یوه اصولی قاعده ده، او ټولو اهل علمو یی په صحت اتفاق کړیدی چی :
د نبی – صلی الله علیه وسلم – په حق کښي دا هیڅ جواز نلری چی د حاجت په مهال له بیان څخه تاخیر وکړی، او په ځانګړی توګه په عقایدو کښي.
فرضا که ددغی قرانی ایاتونو چی په توحید الاسماء والصفات مشتمل دی په هکله یی مونږ هم ددغی باطلو عقیدو واګی په لاسونو کښي کلکی ونیسو، او د خپلو ځانونو لپاره یی تګلاره اختیار کړو، نو بیا خو نبی – صلی الله علیه وسلم – هم د استواء معنی په استیلاء نه ده کړی، اونه ددی ډول تأویل په کوم اثر کښی لیدل کیږی.
او که شرعی تاویل څخه دا ډول تاویل مراد وی نو نبی – صلی الله علیه وسلم – به یی هم بیان ته ډیر زیات سرعت اوجلتی کړی وی.
ځکه وړاندی مو وویل چی دهغه په حق کښی دا هیڅ جواز نلری چی د بیان په وخت کښی تاخیر وکړی.
پایله په همدی تمامه شوه چی په مسلمان مؤمن دا واجب دی چی د الله پاک په هکله داسی پاکه صافه ښائسته عقیده اختیار کړی چی یو خو په کښي د شکونو شبهاتو هیڅ اثر نه لیدل کیږی، او بل داسی عقیده چی دغه ټول شکونه او شبهات په ښه قناعت بخش ډول ځوابوی.
او دغه پاکه سپیڅلی عقیده داده چی :
که هرکله پاک سپین مؤمن مسلمان داسی صفت واوری چی یا خو پری الله پاک خپله خپل ځان موصوف کړی وی، اویا پری رسول کریم – صلی الله علیه وسلم – هغه موصوف کړی وی، دشک شبهاتو پرځای باید دغه مسلمان خپله سینه له عظمت نه ډکه کړی، او په قطع او جزم سره ووایی چی دغه ثابت صفت دکمال او جلال انتهایی درجی ته رسیدلی دی، د شرف او علو نه ډک دی، نو دغه عقیده به بیا دخالق او مخلوق ترمنځ د مشابهت ټولی علاقی او روابط له ما بینه وړی، او جرړی به یی له بیخه پریکوی.
ددغی عقیدی پایله همدا شی چی دغسی زړه د همیشه لپاره د الله پاک له تعظیم نه ډک او په تنزیه یی کلک معتقد وی، دتشبیه له ګندګی نه سالم او بچ پاتی شی.
بیا د دغی انسان د زړه خاوره ددی قابل شی چی د ایمان تخم پری وکرل شی، او هغه صفات چی یاخو پری الله پاک خپله خپل ځان موصوف کړی وی، او یا پری هغه رسول کریم – صلی الله علیه وسلم – ستایلی وی، د دی مبارک ایت په پیروی کښی ثابته وی چی: ( لیس کمثله شیئ وهو السمیع البصیر ) ([7] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn7))
اوشر خو هغه شر دی چی څوک دالله پاک بړایی ونکړی، او د صفاتو د ثبوت په مهال یی زړه کښی دا ګرځی راګرځی چی د هغی صفات د مخلوق د صفاتو په څیر او ورسره مشابه دی.
بیا دغه مسکین ددغی عقیدی په تورتمونو کښی ددی ښکار شی چی په خپلی درواغجنی او خائنی دعوی سره د خالق پروردګار څخه ټول صفات نفی کړی.
دی خبری ته باید محصلين اوټول زده كونكي بیدار ووسی.
&&
په ټولو صفاتوکښی وينا له يو باب څخه ده

۱ – تاسو په دی ښه وپوهیږی چی ټول صفات له يوباب څخه دی، صفات سره پخپل منځ کښي هیڅ توپیر نلری، په دی معنی چی موصوف ورباندی یو دی، چی دغه موصوف د الله پاک هغه مقدس ذات د ی چی د مخلوق سره د مشابهت هیڅ راز علاقه نلری.
مونږ هغوی ته وایو : تاسو چی څنګه الله پاک لره د هغی د شان سره لائق سمع اوبصر ثابتوی، چی د مخلوق سره هیڅ راز مشابهت نلری، نو لازمه خو داده چی بعینه دغه طریقه د الله پاک په نورو اسمونو او صفتونو کښی لکه نزول، استواء، مجئ...اوپه نورو هغه صفتونو کښی چی د کمال او جلال نه ‌ډک دی،اوهغه پری دخپل ځان ثناء ویله ده،هم جاری کړی.
او تاسو باید په دی هم وپوهیږی چی الله پاک خپل ځان په داسی صفتونو نه موصوفوی چی یا تری نقص یا محذور، او یا هم تری محال لازمیږی، صحیح عقل خو دغه ټول مستحیل ګڼی.
او دا ځکه چی الله پاک خپل ځان په داسی صفت نه موصوفوی مګر چی دغه صفت د علو، شرف، کمال اود جلال په انتهاء کښی نه وی، چی دغه انتهاء پخپله د خالق او مخلوق ترمنځ د مشابهت ټولی علاقی او رامنځ ته شوی وهمونو ته ددی ایت په رڼا کښی د پای ټکی ږدی چی ( لیس کمثله شیئ وهو السمیع البصیر) ([8] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn8)).
&&&
په صفاتو کښي قول بعينه په ذات کښی قول دی

۲ – تاسو باید په دی هم پوهه شی چی په صفاتو او ذات کښی وینا کول له باب څخه دی، لکه مونږ چی څنګه د الله پاک ذات داسی ثابتوو چی :
الله پاک شته دی، ځمونږ پری کامل، پوره اوبشپړ ایمان دی، خو دهغی کیفیت په هکله له تفصیل څخه ډډه کوو.
همدغه شان مونږ ددغی مقدس ذات لپاره صفات هم ثابتوو، چی هغه موجود دی، ځمونږ پری ایمان دی، د صفاتو دکیفیت اړوند هیڅ تفصیل نه ورکوو.
([1])سورت نساء : 59.
([2])سورت یونس : 39.
([3])سورت اعراف : 53
([4])حدیث بخاری په : ( 4 / 437. او ابوداود په : 3516 ) رقم روایت کړیدی.
ادحدیث معنی دا ده : ګاونډی ډیر زیات حقدار دى په سبب د نزدیکت.
([5])ارواء الغلیل : ( 6 / 283 )
([6]) سورت بقرة: ۶۷
([7]) سورت شوری : 11.
([8])سورت شوری : 11.

أبو زكريا
_19 _October _2013هـ الموافق 19-10-2013م, 11:13 PM
د تأويل فتنه

له دغی څیړنی وروسته باید تاسو د تأویل په اړه هم بیدارووسی، د دی امت زیاتره خلک په دی فتنه باندی اخته دی، او ددی فتنی له کبله بی لاری شوی دی.
په اصطلاح کښي د تأویل په دريو معناګانو باندی اطلاق کیږی:
۱ – په هغه څه یی هم اطلاق دروست دی چی په دوهم حالت کښي ورته د یو شی حقیقت اوړی، او په قرانکریم د تأویل معنی هم داده، الله پاک فرمایی : ( ذلک خیر وأحسن تأویلا) ([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn1))
ژباړه : دغه الله پاک اورسول ته رجوع کول د عاقبت له جهته ډیر ښه کار دی.
او الله پاک فرمایی : ( ولمَّا یأتهم تأویله ) ([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn2))
ژباړه : اونه ؤ راغلی دویته معنی او حقیقت ددی قرانکریم.
او الله پاک فرمایی : ( یوم یأتی تأویله یقول الذین نسوه من قبل) ([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn3))
ژباړه : په هغه ورځ چی ددی عاقبت راشی، نو هغه کسان به ووایی چی په دنیا کښي یی دغه کتاب هیر کړی وو.
نو د تأویل معنی دلته داده چی حقیقت د امر دوهم حالت واوړی.
۲ – د تأویل اطلاق په تفسیر هم کیدای شی، او دا هم مشهور اومعررف قول دی، لکه ابن جریرالطبری چی د ایت په هکله وایی : ( القول فی تأویل قوله تعالی کذا ) یعنی تفسیر یی دادی.
۳ – د اصولینو په اصطلاح کښي تأویل دیته ویلای شی چی د یو دلیل له وجی د لفظ ظاهر او متبادره معنی بلی معنی ته واړول شی.
هیره دی نوی چی لفظ دخپلی ظاهر متبادری معنی نه بلی معنی ته اړول د اصولینو په نیز دری حالتونه لری:
أ – لفظ د خپلی ظاهر او متبادری معنی نه بلی داسی معنی ته اړول چی د قرانکر یم او نبوی حدیث او نص پری صحیح دلالت کوی.
نو د تأویل دا نوعه صحیح او سمه ده، قابل اعتبار او مقبوله ده، دعلماؤ په نیز ورپکښي هیڅ نزاع او اختلاف نشته، اومثال یی دا دی لکه نبی – صلی الله علیه وسلم – فرمایی : ( الجار أحق بصقبه ) ([4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn4))
د حدیث ظاهرنه د ګاونډی لپاره شفعه ثابتیږی، او په شریک مقاسم باندی د حدیث حمل کول په محتمل مرجوح باندی د لفظ حمل دی، چی نه خو دغه ظاهری معنی ده، اونه ذهن ته متبادره ده.
مګر دومره خبره ده چی د جابر – رضی الله عنه – صحیح حدیث دی چی : ( فاذا ضربت الحدود، وصرفت الطرق فلا شفعة )
ژباړه : چی کله هم پولی وټاکل شوی، او لاری بیلی شوی، نو شفعه نشته.
دا حدیث په دي ښکاره دلالت کوی چی مراد دهغی ګاونډی نه چی د نزدیکت په سبب ډیر حقدار وی هغه ګاونډی دی چی شریکوال مقاسم وی.
نو د تأویل دا ډول چی لفظ د خپلی ظاهری او ذهن ته متبادری معنی نه د کتا ب او سنت د څرګند دلیل د شتون له کبله بلی معنی ته واړول شی، رجوع هم ورته واجب ده، او دیته تأویل صحیح او تأویل قریب هم ویل کیږی، خو دا هله چی نص ورباندی سم دم دلالت وکړی.
ب – د تأویل دوهم حالت دا دی چی لفظ دخپلی ظاهری او ذهن ته متبادری معنی نه بلی داسی معنی ته اړول چی مجتهد ورباندی د صواب عقیده ساتی خو ولی په نفس الامر کښي دلیل نه شی جوړیدای.
د اصولینو په اصطلاح کښی دیته تأویل بعید او تأویل فاسد ویل کیږی، او ځینه علماء د دی تأویل مثال د امام ابوحنیفه – رحمه الله – دا تاویل ذکرکوی چی د ( امرأة ) په اړه یی په دی حدیث کښي چی ( أیما امرأة نحکت بغیر اذن ولیِّها فنکاحها باطل ) ([5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn5))
هغه دلته لفظ د(امرأة)نه د مکاتبی معنی اخستی ده هغوی وائی: دحدیث حمل په مکاتبی باندی دیته تاویل بعید وائی.
ځکه چی دلفظ نه خپله ظاهره اومتبادره معنی واړول شوه.
ځکه (ای) په دی قول کی (ایما) دعموم صیغه ده،اودعموم صیغی تاکید بیا په (ما) زائده سره شوی دی.
نوحمل دلفظ په نادرصورت ـ چی مکاتبه ده ـ یقینی دلیل ورباندی نشته، هغه یقینی دلیل چی رجوع ورته واجبوي.
ج ـ اما بغیرد کوم دلیل نه لفظ په غیرظاهری معنی باندی حمل کول دیته بالکل په اصطلاح کی تاویل نه ویل کیږی، بلکی دیته دالله تعالی په کتاب کی اود نبی (صلی الله علیه وسلم ) په سنتو باندی لوبی کول ویل کیږي اوتاویل ددی نوعي څخه غالبه د روافضو ددی ایات تفسیردی چی ( ان الله یامرکم ان تذبح‍وا بقرة) ([6] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn6))
ترجمه:الله پاک امرکوي چی غوا حلاله (ذبحه) کړي.
هغوی وائی : دغوا نه مراد عائشه – رضی الله عنها – ده.

نعوذ بالله د دی تأویل له جملی څخه دا هم دی چی د توحید الاسماء والصفات باندی ټول دلالت کونکی قرانی ایاتونه له خپلی ظاهری او ذهن ته متبادره معنی نه نورو داسی معناګانو ته واړول شي چی الله پاک ورباندی هیڅ دلیل او برهان نه وی نازل کړی.

ځکه د روافضو په څیر دوی هم د استوی معنی په استولی باندی کوی، او دا هیڅکله د تأویل په صحیحو اقسامو کښي نه شی داخلیدای، ځکه چی یو خو د استولی په صحت هیڅ شرعی دلیل نشته چی دغه معنی دی تری مراد وی، او له بلی خوا اصولیین هم دغسی تأویل په لهو لعب نوموی.
په دغسی نازیبا الفاظو باندی د قرانکریم تفسیر کول د الله پاک په کتاب لوبی کول دی، نو له دی کبله د تأویل دا نوعه په اسلامی قاموس کښی هیڅ جواز نلری.
او دا د سلفو صالحینو مسلَّمه قاعده ده چی د الله پاک له کتاب او د نبی – صلی الله علیه وسلم – له سنتو څخه یولفظ د خپلی ظاهری معنی نه بلی داسی معنی ته اړول چی هیڅ دلیل یی صحت نه ایجابوی روا نه بلکی ناروا او حرام دی.
&&

په تأويل باندی دعقيدی لرل د تعطيل ستر سبب او لامل دی

ګرانو ورونو ! دا درته له شفقت او پیرزو څخه ډک نصیحت کوم، او په دی ځانونه ښه پوهه کړی چي :
دغه د عقیدی اړوند ټولی پیچیده او کړکیچن شرونه له داسی مسئلی څخه راوچت شویدی، چی هم زړه ګنده کوی، او هم يی د تشبیه په چټلی لړي.
هغه زړه چی د تشبیه په چټلی لړل شویوی، او د الله پاک دکمال او جلال څخه ډکو صفتونو څخه یو صفت واوری، لکه د شپی په اخره حصه کښی د دنیا اسمان ته راښکته کیدل، په عرش باندی استواء کول یا د قیامت په ورځ حساب کتاب ته دهغی راتګ لکه څنګه چی دهغی د شان سره لائق دی، اوداسی نور....
نوددی زړه خو دتشبیه په ګنده ګی لړل شوی وی، چی نه خو یی دالله پاک قدراو حق عزت پیژندلی وی اونه یی د الله پاک حق تعظیم کړی وی، نو بلا فاصله یی په ذهنی محیط کښي ددی ناوړی مفکوری اثرات خواره شی چی دالله پاک صفتونه خو د مخلوق د صفاتو په څیر دی او دا صفت خو هو بهود مخلوق سره مشابه دی، نو زړه خو له مخکنی نه تیار د تشبیه په ګندګی لړل شوی وی، او دتشبیه دغه شومتوب او شئآمت په دغی انسان باعث شی چی د الله پاک نه دغه صفت نفی کړی، په دی دعوه چی ددغه صفت په ثبوت د مخلوق سره تری مشابهت لازمیږی.
نو اول مشبِّه شی او بیامعطِّل شی، نو ابتداءً او انتهاءً په الله پاک باندی تهاجمی بریدونه کوی.
او دا یی بیا عقیده جوړه شی چی د مخلوق سره د مشابهت له ویری د الله پاک نه ټول صفتونه نفی کړی، په دی دعوه چی دا د الله پاک سره مناسب نه دی.
په دی هم ښه وپوهیږی چی یوه اصولی قاعده ده، او ټولو اهل علمو یی په صحت اتفاق کړیدی چی :
د نبی – صلی الله علیه وسلم – په حق کښي دا هیڅ جواز نلری چی د حاجت په مهال له بیان څخه تاخیر وکړی، او په ځانګړی توګه په عقایدو کښي.
فرضا که ددغی قرانی ایاتونو چی په توحید الاسماء والصفات مشتمل دی په هکله یی مونږ هم ددغی باطلو عقیدو واګی په لاسونو کښي کلکی ونیسو، او د خپلو ځانونو لپاره یی تګلاره اختیار کړو، نو بیا خو نبی – صلی الله علیه وسلم – هم د استواء معنی په استیلاء نه ده کړی، اونه ددی ډول تأویل په کوم اثر کښی لیدل کیږی.
او که شرعی تاویل څخه دا ډول تاویل مراد وی نو نبی – صلی الله علیه وسلم – به یی هم بیان ته ډیر زیات سرعت اوجلتی کړی وی.
ځکه وړاندی مو وویل چی دهغه په حق کښی دا هیڅ جواز نلری چی د بیان په وخت کښی تاخیر وکړی.
پایله په همدی تمامه شوه چی په مسلمان مؤمن دا واجب دی چی د الله پاک په هکله داسی پاکه صافه ښائسته عقیده اختیار کړی چی یو خو په کښي د شکونو شبهاتو هیڅ اثر نه لیدل کیږی، او بل داسی عقیده چی دغه ټول شکونه او شبهات په ښه قناعت بخش ډول ځوابوی.
او دغه پاکه سپیڅلی عقیده داده چی :
که هرکله پاک سپین مؤمن مسلمان داسی صفت واوری چی یا خو پری الله پاک خپله خپل ځان موصوف کړی وی، اویا پری رسول کریم – صلی الله علیه وسلم – هغه موصوف کړی وی، دشک شبهاتو پرځای باید دغه مسلمان خپله سینه له عظمت نه ډکه کړی، او په قطع او جزم سره ووایی چی دغه ثابت صفت دکمال او جلال انتهایی درجی ته رسیدلی دی، د شرف او علو نه ډک دی، نو دغه عقیده به بیا دخالق او مخلوق ترمنځ د مشابهت ټولی علاقی او روابط له ما بینه وړی، او جرړی به یی له بیخه پریکوی.
ددغی عقیدی پایله همدا شی چی دغسی زړه د همیشه لپاره د الله پاک له تعظیم نه ډک او په تنزیه یی کلک معتقد وی، دتشبیه له ګندګی نه سالم او بچ پاتی شی.
بیا د دغی انسان د زړه خاوره ددی قابل شی چی د ایمان تخم پری وکرل شی، او هغه صفات چی یاخو پری الله پاک خپله خپل ځان موصوف کړی وی، او یا پری هغه رسول کریم – صلی الله علیه وسلم – ستایلی وی، د دی مبارک ایت په پیروی کښی ثابته وی چی: ( لیس کمثله شیئ وهو السمیع البصیر ) ([7] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn7))
اوشر خو هغه شر دی چی څوک دالله پاک بړایی ونکړی، او د صفاتو د ثبوت په مهال یی زړه کښی دا ګرځی راګرځی چی د هغی صفات د مخلوق د صفاتو په څیر او ورسره مشابه دی.
بیا دغه مسکین ددغی عقیدی په تورتمونو کښی ددی ښکار شی چی په خپلی درواغجنی او خائنی دعوی سره د خالق پروردګار څخه ټول صفات نفی کړی.
دی خبری ته باید محصلين اوټول زده كونكي بیدار ووسی.
&&
په ټولو صفاتوکښی وينا له يو باب څخه ده

۱ – تاسو په دی ښه وپوهیږی چی ټول صفات له يوباب څخه دی، صفات سره پخپل منځ کښي هیڅ توپیر نلری، په دی معنی چی موصوف ورباندی یو دی، چی دغه موصوف د الله پاک هغه مقدس ذات د ی چی د مخلوق سره د مشابهت هیڅ راز علاقه نلری.
مونږ هغوی ته وایو : تاسو چی څنګه الله پاک لره د هغی د شان سره لائق سمع اوبصر ثابتوی، چی د مخلوق سره هیڅ راز مشابهت نلری، نو لازمه خو داده چی بعینه دغه طریقه د الله پاک په نورو اسمونو او صفتونو کښی لکه نزول، استواء، مجئ...اوپه نورو هغه صفتونو کښی چی د کمال او جلال نه ‌ډک دی،اوهغه پری دخپل ځان ثناء ویله ده،هم جاری کړی.
او تاسو باید په دی هم وپوهیږی چی الله پاک خپل ځان په داسی صفتونو نه موصوفوی چی یا تری نقص یا محذور، او یا هم تری محال لازمیږی، صحیح عقل خو دغه ټول مستحیل ګڼی.
او دا ځکه چی الله پاک خپل ځان په داسی صفت نه موصوفوی مګر چی دغه صفت د علو، شرف، کمال اود جلال په انتهاء کښی نه وی، چی دغه انتهاء پخپله د خالق او مخلوق ترمنځ د مشابهت ټولی علاقی او رامنځ ته شوی وهمونو ته ددی ایت په رڼا کښی د پای ټکی ږدی چی ( لیس کمثله شیئ وهو السمیع البصیر) ([8] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107283#_ftn8)).
&&&
په صفاتو کښي قول بعينه په ذات کښی قول دی

۲ – تاسو باید په دی هم پوهه شی چی په صفاتو او ذات کښی وینا کول له باب څخه دی، لکه مونږ چی څنګه د الله پاک ذات داسی ثابتوو چی :
الله پاک شته دی، ځمونږ پری کامل، پوره اوبشپړ ایمان دی، خو دهغی کیفیت په هکله له تفصیل څخه ډډه کوو.
همدغه شان مونږ ددغی مقدس ذات لپاره صفات هم ثابتوو، چی هغه موجود دی، ځمونږ پری ایمان دی، د صفاتو دکیفیت اړوند هیڅ تفصیل نه ورکوو.
ځکه د کیفیت او څرنګوالی علم هم د علم غیب څخه دې او الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم مونږ ته نه دې بیان کړې نو کوم شی چه الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم بیان کړې نه وی مونږ هم ورڅخه چپ پاتی کیږو او له خپله ځانه هیڅ پکښی نه وایو.
([1])سورت نساء : 59.
([2])سورت یونس : 39.
([3])سورت اعراف : 53
([4])حدیث بخاری په : ( 4 / 437. او ابوداود په : 3516 ) رقم روایت کړیدی.
ادحدیث معنی دا ده : ګاونډی ډیر زیات حقدار دى په سبب د نزدیکت.
([5])ارواء الغلیل : ( 6 / 283 )
([6]) سورت بقرة: ۶۷
([7]) سورت شوری : 11.
([8])سورت شوری : 11.

أبو زكريا
_20 _October _2013هـ الموافق 20-10-2013م, 07:20 AM
ايا د صفاتو اياتونه دمتشابهاتو له جملی څخه دی ؟

تاسو بایده په دی هم پوهه شی چی زیاتره خلک د صفاتو په ایاتونو باندی د متشابه نوم ږدی، خو دغه نومونه له یوی خوا سمه ده، او له بلی خوا ناسمه ده.
امام مالک بن انس – رحمه الله – یی په اړه وایی :
استواء مجهوله نده، کیفیت یی غیر معقول دی، پوښتنی کول تری بدعت دی، او ایمان لرل پری واجب دی([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107290#_ftn1)).
همدغه وینا باید په نزول کښی هم وویل شی چی :
نزول معلوم دی، کیفیت یی غیر معقول دی، پوښتنی کول تری بدعت دی، او ایمان لرل پری واجب دی.
همدارنګه نورصفات بیا نور صفات تر څو دا وینا ټولو صفاتو ته تعمیم شی.
دا ځکه چی عربان ټول ددغی صفاتو معناګانی پیژنی، اوبیا هغه صفات چی الله پاک ورباندی خپل ځان موصوف کړیدی، ډیرزیات کامل، لوړ، او دمخلوق سره د مشابهت نه لری دی.
لکه څنګه چی دالله پاک لپاره هم ذات شته دی، او دمخلوق لپاره هم ذات شته دی، چونکه د خالق ذات مقدس ډیر زیات کامل، اومنزَّه دی، د دینه چی د مخلوق د ذواتو سره دی مشابه شی.
خوبهرحال : شر هغه شر دی چی څوک د مخلوق سره د الله پاک د تشبیه عقیده وساتی، او زړه یی هم د تشبیه په ګندګی ککړ اولړل شوی وی.
مسلمان انسان چی کله هم د الله پاک له صفاتو څخه یو صفت واوری نو دا پری لازم دی چی د ثبوت کلکه عقیده ورباندی ولری، او دغه صفت دکمال او جلال څخه ډک وبولی ترڅو وکولای شی چی د صفت دکمالیت له کبله د نمخلوق سره دمشابهت ټولی علاقی وشکوی.
اود ( لیس کمثله شیئ وهو السمیع البصیر ) د ایت په رڼا کښی د تنزیه په اساس د الله پاک ټولو صفاتو ته د ایمان په جامه، او د رښتنی پاک زړه د ایمان لرنی په وجه قائم او دائم وی.
&

د صفاتو له ظاهرڅخه تشبيه نه لازميږی ترڅو تأويل ته اړ شی

دلته یوه پوښتنه پیدا کیږی چی زده کونکی ته یی نيكه اوقابل پلټنه په کارده :
۱ – : په دی خبره پوهه شی چی اصولیین وایی :
که چرته لفظ په داسی معنی دلالت وکړی چی دبلی معنی هیڅ احتمال نه پیدا کیږی، دغی لفظ ته (نص) ویل کیږی.
لکه مثلا : ( تلک عشرة کاملة ) ([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107290#_ftn2))
اوکه لفظ چرته احتمال د دوو معناګانو لرو، یا یی د زیاتو معناګانو احتمال لرو، نو د دوو حالتونو څخه به خالی نه وی، یا خو دا چی په دغی دوو احتمالونو کښی به یو له بل څخه ډیر زیات ظاهر وی، او یا به سره یو شان وی.
که دواړه سره مساوی او یوشان وو، هغی ته مجمل وایی، لکه دنمونی په توګه : ( عدی اللصوص البارحة علی عین زید )
دا کلام ددی احتمال هم لری چی کیدای شی له ( عین ) مراد سترګه وی چی غلو ورته ړنده کړه.
یا کیدای شی له ( عین ) نه مراد د اوبو چینه وی چی د چینی ابادی یی نړولی ده.
یا کیدای شی له ( عین ) نه مراد د سره زر (طلا) او سپین زر (نقره) وی چی هغوی غلا کړی وي.
نو په اصولو کښی دیته مجمل ویل کیږی، دمجمل حکم توقف دی ترڅو بل داسی دلیل پیدا شی چی دغه اجمال په تفصیلي توګه بیان کړی، چي بیا به تری د مفصل اومبیِّن دلیل سره سمه معنی اخستل کیږی.
خو چی کله ( نص ) صریح وی، نوبیا پری عمل په کار دی، ترهغه پوری تری اوختل نشته ترڅو یی د نسخی کلک ثبوت نوی شوی.
اوكه چرته په دوو احتمالونو كښي يو له بل څخه ښكاره او واضحه وو، نو ورته ( ظاهر ) ويل كيږي، او مقابل ته يي ( محتمل مرجوح ) ويل كيږي.
او د ظاهر حكم هم دا دي چي حمل په خپلي معنى سم او په بلي معنى يي حمل ناسم بلل كيږي، مګر دداسي قريني په شتون كښي چي معنى يي ورله بلي معنى ته اړولي وي.
د مثال په توګه ( رايت اسدا ) د اسد كلمه په حيوان مفترس كښي ظاهر دي، او په رجل شجاع كښي محتمل مرجوح دى.
مونږ وايو:هغه اياتونه چي د صفاتو اړوند غږيدلي دي، ذهن ته يي متبادره ظاهري معنى ده، د بيلګي په توګه د الله پاك دا قول چي : ( يد الله فوق ايديهم ) ([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107290#_ftn3))
ژباړه : د الله پاك لاس د دوي د لاسونو د پاسه دى.
او همدغه شان د الله پاك نورهغه صفتونه چي ديته ورته دي، ايا مونږ به وس دا وايو چي د ايت د ظاهره او متبادره معنى مخلوق سره مشابهت دي، او دا خپله واجبي دنده وبولو چي د ايت په معنى كښي تاويل ارومرو وكړو، او مذكوره لفظ د خپلي ظاهري معنى نه بلي معنى ته واړو ؟؟
اويا دا ووايو چي : د ايت د ظاهرنه متبادره معنى تنزيه ده، اوبيا دا خپله واجبي دنده وبولو چي په دي كلك اقرار وكړو چي د ايت ظاهري معنى تنزيه ده ؟؟!!
جواب دا دي چي : هرهغه صفت چي الله پاك ته يي نسبت شويدي، ظاهره اومتبادره معنى د صفت څخه د هر مسلمان په نيز د الله پاك دمخلوقاتو د صفتونو د مشابهت نه بشپړتنزيه او پاكوالي دى.
نو د نص په ظاهر باندي دغه اقرار دروست او سم دي، چي ورپكښي د مخلوقاتو څخه د مشابهت نه د الله پاك تنزيه او پاكوالي په څرګند ډول بريښي.
نو ايا د سليم ذوق او كامل عقل څښتن په ايت كريمه كښي د الله پاك د ثابتوصفتونو ظاهري معنى كښي د مخلوق سره منافات سم نه بولي ؟؟!!!!
ولي نه !! قسم په الله چي په دي خبره كښي د جګړو او شخړو لاره هغه څوك غوره كوي چي كبر او غرور يي سر پړسولي وي.
&

د متكلمينو په قواعدوهغوي سره علمي مناقشه
او ددغي قواعدو په بناءهغوي په حق ملزم كول

د تيري څيړني له پاي څخه بايد وروسته دهغي ډلي او ټولي په اړه مختصره وينا پيش كړوچي منطق يي لوستلي وي او د كلامي دلايلو له لاري يي په خپل ګمان د الله پاك څخه ځيني صفتونه نفي كړي وي.
مثلا كه څوك ووايي چي : كه چرته الله پاك په عرش مستوي شي، نو الله پاك به د مخلوق سره مشابه شي، او الله پاك د مخلوق سره مشابه نه دي، نتيجه دا شوه چي الله پاك په عرش مستوي نه دى.
حالانكه دا نتيجه ناسمه ده، او د بل پلوه د قرانكريم د تيروو اوو اياتونو سره كلك تضاد او منافات لري([4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107290#_ftn4)).
د تير په څير مونږ هم د مناظري او جدل د هغي اصولو سره سم چي متكلمين پري قايل دي داسي وايو([5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107290#_ftn5)):
دغه استثنائي قياس چي د شرطيه متصلي لزومي، او د استثنائي قياس نه مركب دي، چي خپله ورپكښي د ( تالي ) وروستني نقيض مستثنى دي، او په دغي دليل قائم او دائم نفات په دي ښه پوهيږي چي په دغي استثنائيت كښي د ( مقدم ) نقيض ثابت شو.
د عامو كتونكو او ناظرينو لپاره د مزيد وضاحت په خاطر مونږ داهم وايو چي هغه استثنائي قياس چي د شرطيه متصلي لزومي قضيي نه مركب وي، له دريو اړخونو ورته قدحه متوجه كيداي شي :
۱ – يو عيب ورته خپله د استثنائيت له نګاه نه متوجه كيږي.
۲ – بل عيب ورته د شرطيت له نګاه نه متوجه كيږي چي د مقدم او تالي ترمنځ ربط سم او صحيح نه دي.
۳ – د شرطيت له نګاه نه ورته بل عيب هم متوجه كيږي چي د مقدم او تالي ترمنځ ربط كاذب شرطيت دي، او دغسي شرطيت او ربط د مقدم او تالي ترمنځ سوچه او خالص دروغ دي.
له همدغي كبله خو يي د قرانكريم د اوو اياتونو سره صريح مخالفت هم راغلي دي.
د مزيد وضاحت په بناء وايو چي :
ستاسو دا خبره چي ( لو كان الله مستويا على العرش لكان مشابها للحوادث ).
د ( لو ) او د ( لام ) ترمنځ ربط خالص دروغ دي، دروغ دي، دروغ دي.
بلكي الله پاك په عرش باندي مستوي دي، هغه خپله دا ويلي دي، او په دغه استواء كښي الله پاك د مخلوق سره هيڅ راز مشابهت نلري.
څرنګه چي الله پاك نور صفتونه هم لري، او د دغي صفتونو په ثبوت كښي هغه د مخلوق سره هيڅ ورته والي نه لري، دغه څير هغه په عرش هم استواء لري، او د مخلوق سره ورپكښي هيڅ راز مشابهت او ورته والي نلري.
بلكي استواء د الله پاك د صفتونو څخه يو صفت دي، څرنګه چي د هغي نور صفتونه د مخلوق سره له مشابهت څخه پاك او منزه دي، داسي پاك او منزه دي لكه څنګه چي د الله پاك ذات د مخلوق سره د مشابهت نه پاك او منزه دى.
زمونږ همدا استدلال د الله پاك دنورو صفتونو د ثبوت ته هم تعميم كيداي شي.
او په پاي كښي چي مونږ ورباندي خپلي خبري اتري ختموو، خپلو ځانونو او تاسو ته د الله پاك څخه ويري كلكه توصيه كوو، او دا چي تاسو بايد د الله پاك د كتاب په دريو جملو التزام وكړي :
۱ – ( ليس كمثله شيئ ) ددي ايت د غوښتني سره سم تاسو الله پاك د مخلوق سره د هر راز مشابهت او ورته والي نه پاك او منزه وبولي.
۲ – ( وهو السميع البصير ) د دي ايت د غوښتني سره سم تاسو د الله پاك د كمال او جلال په ټولو صفتونو باندي ايمان او باور ولري، او د تنزيه ير بنسټ هغه صفتونه چي په قرانكريم او په نبوي صحيحو حديثونو كښي ثابت وي، د دي ايت په څير چي ( وهو السميع البصير ) وروسته د ( ليس كمثله شيئ ) ذكر شويدي.
۳ – له دي څخه خپلي طمعي قطعه كړي چي تاسو به د صفت د ثبوت سره سم د صفت د كيفيت ادراك وكړي، دا ځكه چي د صفت د حقيقت د كيفيت ادراك ناممكن او محال دي، د دي ايت د معنى سره سم چي ( يعلم ما بين ايديهم وما خلفهم ولا يحيطون به علما ) ([6] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newreply.php?do=newreply&noquote=1&p=107290#_ftn6))
ژباړه : الله پوهيږي په هغه څه باندي چي دمخلوق نه مخكښي دي، او په هغه څه باندي چي د مخلوق نه وروسته دي، او دمخلوق علم په الله پاك احاطه نه شي كولاي.
( يحيطون ) فعل مضارع ده، او فعل مضارع،فعل ماضي، او فعل آمر ته د نحويانو په نيز فعل صناعي ويل كيږي، چي دغه دريواړه فعلونه د مصدراو زماني نه نيابت كولاي شي،ابن مالك پخپلي الفيه كښي وايي:

المصدر ما سوى الزمان من * مدلولي الفعل كامن من امن

يعني د زماني نه سوا مصدر د فعل له دوو مدلولينو څخه د يو مدلول نوم دي.
او دا بلاغت علماؤ هم په تبعي استعاري كښي ذكر كوي چي فعل مضارع د ـ مصدر، زمان، او نسبت ـ نه نمائندګي كولاي شي، د لغت د علماؤ په اجماع مصدر د فعل په معنى كښي پټ دي، احاطة په يحيطون كښي پټه ده، ګويا كښي دغه د نفي حرف په مصدر داخل شوي وي، مصدر دنفي سره دواړه داسي شول لكه نكره چي په فتحي باندي مبني وي، معنى به بيا داسي جوړه شي چي : د ځمكو او اسمانونو په رب باندي بشري علم هيڅ احاطه نلري.
په دغي معنى سره به د احاطي د كيفيت ټول انواع نفي كړي شي، نو هغه احاطه چي علم ته منسوبه ده له الله پاك څخه منتفي ده.
له دي څخه ورسته به په تاسو باندي د استواء، نزول، مجئ، لاس، ګوتي، تعجب، ضحك، په صفتونو كښي هيڅ اشكال اوستونزي مخ ته نه راځي، په دي معنى چي د الله پاك صفتونه ټول له يو باب څخه دي.
له دغي صفتونو څخه چي په كوم صفت هم الله پاك خپل ځان موصوف كړي دي، هغه حق اورښتيا دي، او دغه صفتونه د هغي د كمال او جلال سره لائق او ښائيزي، د دغي صفتونو په ثبوت كښي الله پاك د مخلوق سره هيڅ مشابهت او ورته والي نلري.
اوپه كومو صفتونو چي مخلوق موصوف كړيدي، هغه هم حق اورښتيا دي، او دمخلوق دغه ثبوتيه صفتونه د هغوي د حال، عجز، فناء او افتقارسره لائق اوښائيږي، او دا هغه لويه اوغټه خبره ده چي الله پاك په دوو كلمو كښي په ډاګه كړيده، چي ( ليس كمثله شيئ وهو السميع البصير ).
په ( ليس كمثله شيئ ) كښي له تعطيل پرته تنزيه ده، او په ( وهو السميع البصير ) كښي له تمثيل پرته ايمان دي.
په ډاګه شوه چي په ( ليس كمثله شيئ ) كښي داسي تنزيه ده چي تعطيل تري هيڅ نه لازميږي، او په ( وهو السميع البصير ) كښي د الله پاك په صفتونو داسي باور لرنه ده چي د تمثيل هيڅ نوعه تري نه لازميږي.
دغه تير معتقد په دي بناء دى چي د ايت لومړي برخه تنزيه ده آو وروستني برخه يي اثبات دي.
نوكه څوك د ( ليس كمثله شيئ ) كښي په تنزيه باندي عمل وكړي، او ( وهو السميع البصير) كښي په صفتاتو باندي ايمان او باور ولري، او ددي ايت ( ولا يحيطون به علما ) موافق د الله پاك د صفتونو د حقيقت د ادراك كولو څخه خپلي طمعي قطعي كړي، نو دغه سړي به د ټولو تيروتنو، خطاګانو څخه روغ رمټ اوسالم پاتي شي.
اوما تاسوته باربار دا ويلي دي، او د زيات تركيز په بناء يي وس بيا يادونه كوم چي ددي درويو اساسونو په بناء خپل ايمانونه سم دم كړي چي :
۱ – الله پاك د مخلوق سره د ورته والي نه پاكول.
۲ – په هغي صفتونو كلك باور لرل چي په قراني اياتونو او يا هم په نبوي حديثونو كښي سم دم ثبوت راغلي وي، اوبيا ددغي صفتونو له نفي كولو څخه ډډه كول، او دټولو ثابت شده صفتونو په اړه په الله پاك هجوم نه راوړل.
۳ - د صفت د حقيقت او كيفيت له ادراك څخه طمعه قطعه كول.
اى ورنو !! تاسو څه فكر لري كه تاسوته چرته په دي عقيدي باندي مرګ راشي، او په دي عقيده مړه شي، تاسو څه ووايي چي الله پاك به د قيامت په ورځ تاسو په دي ملامته كوي چي د مخلوق سره د ورته والي څخه مو ولي الله پاك منزه بولم، او په دي باندي به تاسو ملامته كوي ؟؟؟
او تاسو څه فكر لري چي الله پاك به تاسو په دي ملامته كوي چي تاسو يي ولي په ثبوتيه صفتونو ايمان او باور لرو ؟؟؟؟
او يا به تاسو په دي ملامته كوي چي تاسو د الله پاك په ټولو هغه څه كښي ولي تصديق كړيدي چي هغه ورباندي د خپل ځان ثناء ويلي ده ؟
اوتاسو ته به دا وايي چي زما لپاره مو ولي هغه صفتونه ثابتول چي ما خپل ځان لپاره په قرانكريم كښي او يا راله خپل پيغمبر ثابت كړي وو؟
نه ! په الله قسم چي الله پاك تاسو په دي نه ملامته كوي، اونه تاسو ته د دي عقيدي په سمبالولو كښي ستونزي راولاړيږي.
او نه موالله پاك په دي ملامته كوي چي دهغي د صفتونو د حقيقت او د كيفيت ادراك مو ولي نه دي كړي ؟
او ولي مو ورڅخه ډډه كوله ؟
او يا مو ولي ورڅخه طمعه قطع كړيوه ؟
اويا مو ولي زه په مدركه كيفيت نه وم پيژندلي ؟
مونږ وايو :
كه چرته متشدد او لجوج انسان ووايي چي مونږ خو د مخلوق له نزول پرته د نزول بل هيڅ كومه نوعه نه پيژنو، يا د استواء لكه څنګه چي يي مخلوق كوي بل هيڅ نوعه استواء نه پيژنو، يا د لاس كيفيت لكه څنګه چي مخلوق لري بل هيڅ راز كيفيت نه پيژنو، زمونږ د نه معرفت له كبله كه تاسو مونږ ته ددغي صفتونو معقول كيفيت راوپيژني چي عقل يي هم ايجاب كړي، او ورپكښي د مخلوق نه د تنزيه دقواعدو مراعات هم وكړي شي، نو ښه به وي.
په ځواب كښي ويلاي شو چي :
داهغه پوښتنه ده چي امام مالك بن انس ـ رحمه الله ـ ورته خپله ځواب ويلي دي چي : د الله پاك د صفتونو د كيفيت څخه پوښتنه كول بدعت دي.
ددغي سره سره بيا هم مونږ وايو :
اى متشدد او بي لاري شوي پوښتونكيه !
هغه الله پاك چي خپل ځان يي د نزول، استواء، يد، سمع، بصر، قدرت، كلام، اراده، علم په صفتونو موصوف كړيدي، د دغي ذات كيفيت څنګه د ي ؟
ايا ته دغه كيفيت پيژني ؟
هغه به خامخا وايي چي : نا.
مونږ ورته وايو چي د صفت دكيفيت پيژندنه د ذات د كيفيت پيژندني پوري متوقف دي، ځكه چي صفتونه د ذات په اختلاف سره تغير او بدلون خوري.
د نموني په توګه وايو، حالانكه الله پاك لره مثالونه نشي بيانيداي، ځكه الله پاك لپاره مثل اعلى دي، خو دقرانكريم د دلالت په مخي ورڅخه په اخروي پيښو كښي نشته.
علامة ابن القيم ـ رحمه الله ـ وايي :
د ( راس ) لفظ كه ما ل، غر، او يا هم وادي ته مضاف كړي نو داسي به وايي چي : ـ راس المال، راس الجبل ـ راس الوادي.
وګوره چي يوي كلمي د مجرد اضافت له حيثيته څومره بيلابيلي معناګاني وركړي، چي دغه اختلاف په ضعيف او مسكين مخلوق كښي محسوس كيداي شي نو ستا په هغه توپير او اختلاف كښي څه رايه ده چي د خالق او دمخلوق ترمنځ ده ؟؟!!
اۍ ورنو ! په پاي كښي يو ځل بيا خپلي خبري ته ستنيږو، تاسو او خپل ځان ته په تقوۍ او په لاندني دريو كلماتو باندي د التزام توصيه كوم :
۱ – خپل رب د مخلوقاتو سره د مشابهت نه پاك كړي.
۲ – تاسو د الله پاك په حق كښي د هغي صفتونو مثبتين جوړ شي چي يا خو هغي خپل ځان لپاره په قرانكريم كښي ثابت كړيدي او يا ورله نبي كريم – صلى الله عليه وسلم – په صحيحو حديثونوكښي ثابت كړيوي، ددي ايت د تنزيه په اساس چي ( ليس كمثله شيئ وهو السميع البصير ).
۳ – ددي ايت په اساس چي ( ولا يحيطون به علما ) تاسو له دي څخه خپلي طمعي قطعي كړي چي د صفت د كيفيت ادراك به وكړي شي.
&

دسلفو صالحينواو د خلفو د مذهب ترمنځ مقارنه او كره كتنه

دلته غواړو چي د څيړنه پاي په دي سرته ورسوو چي دوي ورته د سلفو اويا د خلفو مذهب وايي.
دوي وايي : د سلفو مذهب ( اسلم ) ډيرسالم، او د خلفو مذهب محكم اودډيري په بنسټ ولاړ دي.
مونږ وايو : دوي خپله د سلفو مذهب د ( اسلم ) په كلمي موصوف كړيدي، او ( اسلم )د ( السلامة ) نه د مبالغي صيغه ده، او كله چي يو شي په بل باندي تفوق حاصلوي، نو له شك اوشبهي پرته تري هغه ډير محكم او اعلم هم وي.
دوهم : په دي ښه وپوهيږي چي په تمامو تاويل كونكو باندي دامام شافعي – رحمه الله – دا قول ډيرښه تطبقيږي چي:

رام نفعا من غير قصد * ومن البر ما يكون عقوقا

ژباړه : موخه يي خير رسونه وه، خو له قصد نه بغير تري د خير پر ځاي شر ورسيد، اوكله د ځينو نيكو كارونو پاي ګناه وي.
د مقارني د مزيد وضاحت اړوند دومره ويلاي شو چي څوك هم د سلفو صالحينو په مذهب وي، او د الله پاك دا قول واوري چي ( الرحمن على العرش استوى ).
نو ددغي صفت چي الله پاك ورباندي د خپل ځان مدحه ويلي ده د اوريدو سره سم يي زړه د الله پاك د اجلال، عظمت، او لويوالي نه ډك شي، او په دي كلك باور ولري چي د الله پاك دغه صفت چي ځان يي پري موصوف كړيدي، د كمال او جلال نهايه ورباندي دومره تمامه ده، چي د مخلوق سره د مشابهت او ورته والي ټول علاقات او او روابط له منځه وړي.
ځكه د صفت د ثبوت نه دا نه لازميږي چي د دغي صفت صانع دي هرو مرو د مخلوق سره ورته والي ولري.
دغي صفت ته د اجلال اوتعظيم لرني سره صفت په اشرف المعاني تفسيرونه په سلفي مؤمن باندي په دغي صفت باور لرنه ډيره زياته اسانه وي، چي د تنزيه په اساس يي هغه هم الله پاك لره داسي ثابت كړي لكه الله پاك چي خپله څنګه د ځان لپاره ثابت كړيدي، نولومړي خو د تشبيه د ګندګي نه پاك صفا پاتي شو، او په دوهمه مرتبه كښي د الله پاك په صفتونو باندي د تنزيه په بنسټ باور لرونكي او تصديق كونكي جوړ شو، نو په دي مرحله كښي د تعطيل له ګندكي نه سالم او روغ رمټ پاتي شو.
نو دغي انسان د الله پاك د دي قول سره سم چي ( ليس كمثله شيئ وهو السميع البصير ) مناسب د الله پاك په صفتونو ايمان هم راوړ، او د تمثيل پرته يي د مخلوق سره د تنزيه لاره هم اختيار كړه.
او په دي شك نشته چي دغي انسان له شك اوشبهي پرته د سمي سالمي لاري پيروكار دي.
اودغه لار ځكه سالمه بلل كيداي شي چي د ( ليس كمثله شيئ وهو السميع البصير ) د ايت په بناء هم د تنزيه له جهته اوهم په صفتونو د ايمان لرلو له جهته په كلك بنسټ ولاړه ده.
نو له تعطيل پرته تنزيه ده، او له تمثيل پرته ايمان دي.
او په يقين سره چي دغه لاره د ثابتي سلامتي لاره ده، او په قرانكريم باندي خالص عمل كول دي.
داهغه مذهب دي چي دوي يي د سلف په مذهب نوموي.
اوكوم مذهب ته چي دوي د خلفو مذهب وايي دا په دي اساس چي دوي د تنزيه د نوم د سوري لاندي د الله پاك دټولو صفتونو په نفي قايل دي په دي بهانه چي د مخلوق سره تري ورته والي لازميږي.
خو دومره ده چي ددغي تنزيه د محاولي په نتيجه كښي دوي په دري مصيبتونو اخته شويدي، چي يو يي له بل څخه لوي اوغټ دي :
۱ – دوي چي كله هم د الله پاك دا قول واوري چي ( الرحمن على العرش استوى ) نو دوي ګمان كوي چي د ايت د ظاهر نه د خالق او د مخلوق د استواء ترمنځ مشابهت او ورته والي لازميږي، نو دغه صفت چي الله پاك ورباندي خپل ځان په محكم كتاب كښي موصوف كړيدي، دهجوم راوړني سره سره پري دا دعوه وكړي، ظاهرد ايت نه په استواء كښي متبادره معني د مخلوق سره مشابهت دي.
ګويا دوي الله پاك ته داسي وايي چي : د استواء دغه صفت چي په قرانكريم كښي ورباندي تا خپل ځان په اوو اياتونو كښي موصوف كړيدي، او د خپل ځان ثناء دي ورباندي ويلي ده، ددغي صفت له ثبوت نه ظاهرا متبادر نجستوب او ګندګي په ډاګه كيږي، او هم ورپكښي د مخلوق سره مشابهت دي، او دغسي صفتونه تاسره نه ښائيږي.
او په خبرو كښي ګنده ګي اوبي كاره خبره هغه خبره وي چي خالق ورپكښي د مخلوق سره مشابه كړي شي سبحانك هذٰ بهتان عظيم

په قراني نصوصو باندي ټيل مټال راوړنه ددغي خلكو لومړي مصيبت دي چي ورباندي اخته شويدي، په دي دعوه چي د صفت د ثبوت نه په ظاهره كښي د خالق او د مخلوق ترمنځ ورته والي او تشبيه منځ ته راځي، د هغوي په دي مصيبت كښي اخته كيدو اړوند ستا لپاره همدومره علم اوخبرتيا كافي ده.
دا مصيبت چي كله د خلكو په ذهنونو كښي ځاي پر ځاي شو، او د تشبيه په ګندګي يي زړونه ككړ شول، نو خپله ديته مجبور شول چي د استواء صفت چي په قرانكريم كښي ورباندي اوو اياتونو ظاهرا دلالت كړيدي، نفي كړي.
۲ – هغه صفت چي الله پاك خپل ځان لپاره ثابت كړيدي، دغي احمقانو د قراني اياتونو اونبوي حديثونو له دلالت نه بغير نفي كړ، دا دوهم مصيبت دي چي دوي ورباندي اخته دي.
لومړي خو قراني نصوص په هغي معناګانو حمل كړ، چي د الله پاك سره هيڅ مناسب نه ؤ، او د هغي محظور په بناء چي دوي يي ګمان كو دغه نصوص د خپل اصل نه هم نفي كړل.
۳ – دريم مصيبت چي دوي پري اخته دي دادي چي دوي كله هم له الله پاك څخه كوم صفت نفي كړ، نو ددغي صفت تفسير په بل داسي صفت كړيدي چي د الله پاك د ذات سره هيڅ مناسب نه دي، په دي معنى چي وحي ته هيڅ استناد نلري.
سره له دي چي دغه صفت چي دوي ورباندي د الله پاك صفت شرحه كړيدي، د مخلوق سره ډير زيات ورته والي او مشابهت لري.
دوي وايي :( استوى ) صفت په ظاهره كښي د مخلوق د استوى سره مشابهت لري، په دغي اساس مونږ د ( استوى ) معنى په ( استولىٰ ) سره كو.
او د خپل دغي معتقد لپاره يي د شاعر په دي شعر دليل نيولي دي چي :

قد استوىٰ بشرعلىٰ العراق*من غيرسيف اودم مهراق

اودوي په دي هم نه پوهيږي چي هغه استيلاء ـ ددوي په ګمان ـ چي الله پاك په عرش باندي كړي ده، په عراق باندي يي د بشربن مروان د استيلاء سره مشابه كړه او په صفاتو كښي ددي نه بله غټه تشبيه نشته.
نو ايا د يو مسلمان سره دا مناسب دي چي د الله پاك استيلاء ـ ددوي په ګمان ـ په عراق باندي د بشربن مروان د استيلاء سره يوشان كړي ؟؟؟
او په ټولو صفتونو كښي د استيلاء صفت بد ترين صفت دي چي د مخلوق سره ورپكښي ورته والي ډيرزيات امكان لري.
ځكه د استيلاء په صفت كښي د الله پاك تشبيه په خر باندي د خروال د استيلاء سره هم راځي، او...... .
اوپه دي كښي ټول هغه مخلوقات هم داخليږي چي په نورو مخلوقاتو باندي استيلاء او غلبه حاصله كړي، او د استيلاء په صفت كښي د تشبيه دومره ډير انواع دي، چي د الله پاك پرته يي نور څوك نه پيژني، او نه يي څوك شميرلاي شي.
دا مقارنه مونږ په نورو ځايونو كښي سمه دمه واضحه او مفصله څيړله ده، دلته مو ورته هسي اشارات وكړل.
علم د الله پاك سره دي، هغه ځمونږ لپاره كافي او ډير ښه ذمه وار دي.
( وصلىٰ الله وسلم علي خيره خلقه محمدوعلىٰ اله صحبه اجمعين )
([1])د استواء غیر مجهولیت په دی ښکاره دلیل دی چی استواء غیرمتشابه ده، ځکه چی دعربو په ژبه کښی د استواء معنى معلومه او معروفه ده چی ارتفاع اوچتوالې او لوړوالې دې.
او دا خبره چی ( کیفیت یی غیر معقول دی ) په دی ښکاره دلیل دی چی د انسان ادراک او پری پوهيدل ترینه عاجز دی، او په څه شی چی الله خپل علم احاطه کړی وی هغی په متشابه نومول کیږی
نوپه دی بناء چی وقف په دی قول (وما یعلم تأویله الا الله.. ) باندی وشی، نو هغه په نسبت سره صفت ته غیرمتشابه وی، او په نسبت د اتصاف د کیفیت متشابه دی، ځکه چی متشابه همدیته ویلای شی چی الله پاک د خپل علم پوری مختص کړی وي، نو لنډه دا چه د الله تعالی صفات په شرعي نصوصو ثابت او معنی يي څرګنده ده، او د صفاتو کيفيت مونږ ته معلوم نه دې، نو کيفيت د صفاتو په متشابه کښی راتلاي شي.
([2])سورت بقرة : 196.
([3]) سورت فتح : 10.
([4]) مخكي ( ) صفحو ته مراجعه وكړه.
([5]) دا د متكلمينو راوړي استثنائي قياس قدحي ته اشاره ده.
([6]) سورت طه : 110.