أبو زكريا
_24 _August _2013هـ الموافق 24-08-2013م, 06:42 PM
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين وعلى آله وأصحابه أجمعين وعلى من اهتدى بهديه واقتفى أثره إلى يوم الدين.
أما بعد :
مسلمانانو وروڼو : نن ورځ مونږ او تاسو د عمری په هکله غږیږو، عمره هم لكه د نورو عبادتونو په شان یو عبادت دې چه مسلمان يي ددی لپاره اداء کوي چه د الله Y هغه حکم يي عملي کړې وي چه الله Y فرمايي: ﭽﮱﯓﯔﯕﯖﭼالبقرة: ١٩٦
ترجمه: یعنی تاسو حج او عمره یواځی د یو الله تعالی د رضا او خوشحالولو لپاره پوره کړۍ.
نو باید په دی کښی هم ټول هغه شرطونه پکښی مراعات شي چه په نورو عبادتونو کښی یي مراعات کول لازمي دي، او په همهغه طریقه اداء شي چه رسول الله r خپل امت ته ښوولي وي، ترڅو د الله تعالى محبت او د خپلو ګناهونو مغفرت ورته حاصل شي، لكه چه الله تعالى فرمايي:
ﭽﭮﭯﭰﭱﭲﭳﭴﭵﭶﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭼآل عمران: ٣١
ترجمه: ووايه (اى محمده! دوي ته: أي مسلمانانو) کچيرته تاسي په رښتیا د الله تعالى سره مينه او محبت لرئ ، نو زما پيروي او تابعداري وکړئ ، تاسي سره به الله تعالى مينه اومحبت وکړى، او تاسي ته به ستاسو ګناهونه وبخښي ، او الله تعالى بخښونکى او رحم كونكى دى )).
* اونبي کريم r فرمايي : ))العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما...(( الحديث.[ بخاري ومسلم ].
ترجمه: يعني يوه عمره د بلي عمري پوري د هغو ګناهونو رژوونکی اوکفاره ده چه د دي دواړو عمرو تر مينځ د مسلمان نه صادر شوي وي.
نو دصحيح عمري کولو لنډه طريقه داده چه :
تر هر څه نه مخکښی باید مسلمان هغه دوه مشهور شرطونه په نظر کښی ونیسی چه د هغی پرته هیڅ یو عبادت الله تعالی ته د منلو او قبلولو وړ نه دې چه هغه:
لومړې شرط اخلاص دې، یعنی کوم عبادت او بندګي چه بنده یي کوي باید یواځی د یو الله تعالی د رضا لپاره يي وکړي، او د هغه پرته بل چا ته هیڅ ډول عبادت او بندګي نه کوي او نه په دغه عبادت کښی رِیا او ځان ښودنه او سُمعت وي ځکه الله تعالی فرمايي:
ﭽﮘﮙﮚﮛﮜﮝﮞﮟﭼالبينة: ٥
یعنی دوﺉ ته حکم نه وو شوې مګر ددی خبری چه دوﺉ یواځی د یو الله تعالی بندګي وکړي په داسی حال کښی چه خالص کونکي وي الله تعالی ته د خپل دین او عبادت،
او رسول الله r په حدیث قدسی کښی د الله Y څخه روایت کوي چه الله تعالی فرمايي :
أنا أغنی الشرکاء عن الشرک من عمل عملا أشرک فيه معي غيري ترکته وشرکه.
یعنی زه د ټولو شریکانو او برخوالو څخه ډیر غني او بی پروا يم هر څوک چه داسی یو عمل وکړي چه له ماسره بل څوک هم پکښی شریک او برخوال وي زه هغه بنده او بندګي دواړه پریږدم.
دوهم شرط: په عبادت کښی د رسول الله r متابعت او پیروي کول:
ځکه د رسول الله r متابعت کول د «لا إله إلاَّ الله محمد رسول الله د ګواهۍ د څو ارکانو څخه یو رکن دې چه بنده به عبادت یواځی په همغه طریقه کوي چه رسول الله r ښوولی وي، او بل دا چه الله تعالی فرمايي: ﭽﭛﭜﭝﭞﭟﭠﭡﭢﭣﭼالملك: ٢
الله تعالی هغه ذات دې چه مرګ او ژوند یي ددي لپاره پیدا کړي دي چه ستاسو ازمیښت وکړي چه په تاسو کښی څوک ښایسته عمل کوي
د ښایسته عمل تفسیر لکه چه فضیل بن عیاض رحمه الله کړې دې دا دې چه یو په اخلاص وي چه خاص د الله تعالی لپاره وي او بل دا چه د رسول الله r د سنتو سره برابر وي، او رسول الله r فرمايي: )من عمل عملا لیس علیه امرنا فهو رد(، او بل حدیث شریف کښی فرمايي: )من أحدث فی أمرنا هذا ما لیس منه فهو رد(.
یعنی که څوک داسی عمل وکړي چه رسول الله r نه وی فرمایلې او د هغه په سنتو کښی نه وي نو هغه عمل مردود او باطل دې.
دلته یوه ضروري خبره بله دا ده چه کله یو مسلمان عمری ته ځي نو د هغه سره دی داسی ملګري وي او داسی کسانو سره ملګرې شي چه هغوي د غیبت نارواو او بی ځایه خبرو موقع په لاس نه ورکوي، بلکه که په دوي کښی کوم څوک خطا کیږي یو بل ته تذکیر او یادونه کوي چه مونږ د عمری په عبادت کښی یو باید داسی کوم کار ونکړو چه هغه راڅخه خرابوي،
او هر چه عملي طریقه ده هغه دا ده چه: مونږ باید د عمری او حج لپاره مواقیت مکاني او د احرام تړلو ځایونه وپیژنو.
1/ ذو الحلیفه: د اهل مدینی لپاره او یا هغه څوک چه په دغه لار باندي د حج یا عمری لپاره پر دغه میقات باندي تیریږي، نو ذوالحلیفه یا ابیار علي يي میقات دې.
2/ یلملم د اهل یمن لپاره او یا هغه څوک چه په دغه لار باندي د حج یا عمری لپاره پر دغه میقات باندي تیریږي یلملم یي میقات دې.
3/ قرن المنازل: د اهل نجد لپاره او یا هغه څوک چه په دغه لار باندي د حج یا عمری لپاره پر دغه میقات باندي تیریږي قرن المنازل يي میقات دې.
۴/ جحفه: د اهل شام لپاره او یا هغه څوک چه په دغه لار باندي د حج یا عمری لپاره پر دغه میقات باندي تیریږي جحفه يي میقات دې
۵/ ذات عرق: د اهل عراق لپاره او یا هغه څوک چه په دغه لار باندي د حج یا عمری لپاره پر دغه میقات باندي تیریږي ذات عرق يي میقات دې.
او بيا رسول الله r فرمايي: (هن لهن و لمن أتی عليهن ممن أراد الحج او العمرة)
یعنی دغه پنځه ځایونه ددغه پنځه ملکونو لپاره دي او د هغه چا لپاره هم دي چه له دغی لاری د حج یا عمری لپاره راځي.
او د عمری اعمال په دي ډول شروع کیږي:
اول : کله چه ته ميقات (د احرام تړلوځاي) ته ورسيږى نو کچيرته ممکنه وى نو مکمل غسل به وکړى, البته که ممکنه نه وه چه رش، ګڼه ګوڼه او بیروبار زیات وو نو دلته په اودس هم اکتفا صحیح د ه او غسل ورباندي فرض او لازم نه دى.
دوهم : بيا به سړى د احرام جامي واغوندى چه هغه يوڅادر او يو لنګ دي ، چه په دي کښی سپین رنګ شرط نه دې البته سپین رنګ افضل دې.
هو, زنانه په هر لباس او جامو کښی چه وي د عمري لپاره نيت دي وکړي ، البته داسي ښائسته جامي به نه اغوندي چه د خلکونظرونه ځان ته راواړوى کوم چه ښایسته وي او رنګدار شیان وي نو هغه به نه اغوندي او ځان به ورڅخه ساتي.
دريم : دغسل کولوڅخه وروسته کچيرته دفرضي لمونځ وخت وو نوهغه به وکړى، كه نه نو که احرام کونکي د ذوالحلیفی له لاری احرام تړلو نو هلته دوه رکعته لمونځ سنت دې؛ ځکه رسول الله rهلته فرمایلي وو چه ما ته جبریل u راغې او راته یي وویل چه : )صلّ في هذا الوادي المبارک(، یعنی په دي مبارک خوړ او علاقه کښی دوه رکعته لمونځ وکړه.
نو ددي نه معلومیږي چه دغه دوه رکعته لمونځ ددي ځاي پوری خاص دې یعنی هغه څوک به یي ادا کوي چه له ذوالحلیفی یا ابیار علي نه احرام تړي او د احرام په خاطر نه دې، او د احرام لپاره کوم خاص لمونځ نشته.
بيا به دعمري کولولپاره نيت وکړى ، نو داسي به ووايي : ((اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ عُمْرَةً)) (( اى الله تعالى زه ستا تابعدار يم او ستا د رضا لپاره مي د عمری نيت کړې دې ته يي راته اسانه کړی او ته يي راڅخه قبوله کړی)).
بيا به تلبيه شروع کړى او هغه داسي چه: (( لَبَّيْكَ،اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ،لَبَّيْكَ لاَشَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ،إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ، لاَشَرِيكَ لَكَ )) .
په دی تلبیه کښی بنده خپل کامل انقیاد او ګردن نهادي او غاړه ایښودل الله تعالی ته ښايي چه زه تاته منقاد غاړه ایښودونکې یم، او تا ته تسلیم او ګردن نهاد یم او یواځی ستا بندګي منم او یواځی ستا بندګي به کوم، او د نعمت ټول انواع او ډولونه او ټوله ثنا او د کمال صفتونه تا لره دي اصلي او مطلقه بادشاهي تالره ده، چه په دي هیڅ کښی تاسره هیڅ څوک شریک او برخوال نشته
نو یاده دي وي چه دلته په دي تلبیه کښی د توحید او د الله تعالی د ځانګړتیا او یووالی باندی ترکیږ او ټنګار دې.
پدي تلبيه ويلو سره به سړى خپل اواز اوچتوى او زنانه به پري اواز نه اوچتوى .
د احرام په په حالت کې منع کړى شوي شيان :
دغه ډول شیان په دری قسمه دي: یو هغه چه په نارینه و پوری خاص دي، بل هغه دي چه په ښځو او زنانه و پوری خاص دي، او بل هغه چه نارینه او زنانه پکښی سره شریک او یو شان دي، نو هغه شیان چه په نارینه و پوری خاص دي هغه دا چه:
١) نارينه به خپل سرنه پټوي بلکه سرتور سر به عمره او حج کوي
٢) ګنډل شوي جامي (چه د انسان د اندامونوپه اندازه سکڼل شوى وى ) نه اغوندى .
دوهم د زنانه وپوری خاص شیان دا دي چه:
3/ ) زنانه به برقع اودستاني دستكشي او نقاب نه استعمالوى .
د نقاب معنی دا ده چه د زنانه په زوړکي، یا پړوني کښی د سترګو لپاره سوري شوي وي.
دریم ډول هغه شیان چه د زنانه و او نارینه و تر منځ شریک دي هغه دا چه
٤) نوکان به نه واړه کوى.
٥ ) خوشبوي او عطر به نه استعمالوى .
٦) ويښتان به نه خروى اونه به يي واړه کوى.
٧) د خپلي ښځي سره به جماع نه کوى او هم به د جماع مقدماتي خبری او کارونه لکه ښکلول او داسی نور کارونه به نه کوي.
٨) د نکاح تړل او عقد به نه کوى.
9) د وچي ښکار به نه کوى.
څلورم : عمره کونکې به د احرام نه وروسته په ټوله لارتلبيه وايى تردي چه بيت الله شريف ووينى، نو چه کله يي کعبه شریفه ولیدله نو دلته د تلبیي وخت ختمیږي
اوکله چه مسجد حرام ته داخليږي دا دعا وايي : (( أَعُوذُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ، وَبِوَجْهِهِ الْكَرِيمِ ، وَسُلْطَانِهِ الْقَدِيم ِ، مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ )) (( پناه غواړم په الله تعالى باندي چه ډیر لوي دى ، اوپه مخ او روئ چه عزتمند دى ، اوپه بادشاهي د هغه چه ډیره پخوانۍ( دائمي) ده ، د شيطان رټلى شوى څخه )). [ أبوداود] .
اوکله چه د مسجدحرام څخه وځى نو بيا به دادعا وايي : ((اَلَّلهُمَّ إِنِّيْ أَسْئَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ وَرَحْمَتِكَ))
(( اى الله تعالى زه د تا نه ستادمهرباني سوال کوم )) [ مسلم ].
البته په یاد باید ولرو چه دا دعاګانی د مسجد حرام پوری خاصی نه دي بلکه هر مسجد ته ننوتلو او ورڅخه د وتلو په وخت کښی ویلې شی.
پنځم : د طواف په حالت کې اضطباع کول ، أو هغه دا چه د احرام څادريوپلوپه چپه اوږه واچول شي او بل پلود ښي اوږى د لاندي تيرشي , او بیرته په چپه اوږه باندي واچول شي
او دا اضطباع هم د طواف په حالت پوری خاص دې، یعنی د طواف د شروع سره اضطباع شروع کیږي او د طواف د پوره کیدو سره د اضطباع حالت ختمیږي، نو عادي احرام به اغوندي.
شپږم : دبيت الله شريف نه طواف كول, او هغه د بيت الله شريف نه ګرد چاپیر اوه (٧) طوافونه (ګردشه چکری) کول چه شروع يي د حجر أسود څخه کيږي اوبيرته به په حجر أسود ختميږي، نو د کعبی نه چاپیر د حجر اسود څخه تلل او بیرته حجر اسود پوری راتلل یو شوط، یا یو ګردش یا یو چکر کیږي.
* په هرطواف کې چه د حجرأسود د ښکلولوتوان يى وى نود (الله أکبر) ويلو نه روسته بايد ښکل يى کړى او کچيرته يى د ښکلولو توان نه وى نوبيا يى بايد په لاس سره مسح کړى، او کچيرته يى د دى توان هم نه وى، نو بيا چه کله دحجرأسود سره برابرشي نو (الله أکبر) به وايى،اوپه ښي لاس به ورته اشاره کوى . او په دی حالت کښی ښکلول نشته
اوم : په دري لومړني طوافونوکې رمل کول ، او هغه دا چه د تيز مزل په څيروشي او قدمونه نږدي نږدي کيښودل شي،اوپه باقي څلورطوافونوکې به عادي مزل کيږي.
دلته په یاد باید ولرو چه طواف کونکې به د کعبی شریفی نه چاپیر د ساعتګر او د ساعت د ستنو په عکس باندی تاویږي او ګرزي یعنید طواف په وخت کې به بيت الله شريف چپ طرف ته ګرځوي .
دلته یوه بله یادونه هم کوو او هغه دا چه د حجر اسود نه مخکښی رکن یماني دې دلته خلک خطا کیږی او هغه هم چپوي او ښکلوي يي، او دا کار صحیح نه دې، بلکه که ممکنه وه نو په ښي لاس به مسح کړي او لاس به پری راکاږي، او ښکلول یا چپول يي صحیح نه دي، که رش، بیروبار او ګڼه ګوڼه وه نو دلته بیا لاس پورته کول نشته.
* مسلمان د طواف په منځ کښی هر ډول روا دعاګانی ویلې شي، د قرآنکریم تلاوت هم کولې شي همدارنګه نور ذکر و اذکار، البته د رکن يماني اودحجراسود په مينځ کې دا دعا ويل سنت ده : (( رَبَّنَا آتِنَافِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ)) (( اى ربه زمونږه راکړى مونږته په دنياکې خوشحالي (په نيک عمل سره) اوپه آخرت کې خوشحالي( په جنت سره) اوبچ وساتي مونږدعذاب د اورنه )) .
اتم : کله چه طواف ختم شي نو بيا به د مقام إبراهيم خوا ته وځى کچيرته ورته اسانه وه نو د مقام إبراهيم شاته به دوه رکعته لمونځ وکړى ، او که اسانه نه وه نوبياچه دحرم په کوم ځاي کې ورته اسانه وي نو هلته دي دوه رکعته لمونځ وکړى ، په اول رکعت کې به (( قُلْ يَاأَيُّهَا الْكَافِرُونَ ...)) سورت ولولى او په دوهم رکعت کې به (( قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ...)) سورت ولولى .
نهم : د طواف دوه رکعته لمونځ چه وکړى كه ورته اسانه وه نو حجرأسود به ښکل کړى او كه اسانه نه وه نو دا کار کوم لازمي خبره نه ده.
لسم : د طواف دوه رکعته لمونځ نه روسته به د صفاپه طرف روان شى کله چه صفاته نږدي شى نو بيابه دا آيت تلاوت کړى : ﭽﮅﮆﮇﮈﮉﮊﮋﮌﮍﮎﮏﮐﮑﮒﮓﮔﮕﮖﮗﮘﮙﮚﮛﮜﮝﮞﮟﭼالبقرة: ١٥٨, ځکه رسول الله rبه په عمره او حج کښی د سعیي په وخت کښی همداسی کول.
* بيا به عمره کوونکى د صفا غونډۍ ته وخيژى تر دي چه کعبه شريفه ووينى، بيا به هغي ته مخامخ ودريږي ، بيا به دري ځله (الله أکبر) ووايئ، بيا به دا دعا ووايى : (( لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ، وَحْدَهُ ، لاَ شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَحْدَهُ ، أَنْجَزَ وَعْدَهُ، وَنَصَرَ عَبْدَهُ ، وَهَزَمَ الأحْزَابَ وَحْدَهُ)) . [ مسلم ].
اوددينه په غيرچه کومه صحيح او ثابته دعا وي بيادى هغه ووايى، او هره دعا دري ځل ويل سنت ده ، نو که چا ته مسنون دعاګانی یادی وی هغه به ووايي او کنه نو مسلمان به په خپله ژبه د الله تعالی څخه د خپل ځان، خپل او خپلوان او ټولو مسلمانانو لپاره ددنیا او اخرت نیکۍ او خیګړی وغواړي.
بيا به صفا نه د مروه په طرف باندي روان شى.
کله چه ړومبني شني نښي (راډونو) ته ورسيده، نو بيابه په منډه شروع وکړى تر دي چه دوهمي شني نښي (راډونو) ته ورسيږي، بيابه عادي مزل کوى تردى چه د مروه غونډۍ ته وروخيژى اوکومي دعاګاني چه يى په صفا کې ويلى وى نو هغه شان به په مروه کې هم ووايى ، بيابه د مروه نه د صفاپه طرف راروان شى د عادي مزل په ځاي کې به عادي مزل کوى او د منډي په ځاي کې به منډي وهى، پدي طريقه به د صفا او مروه په مابين کې اوه(٧ ) ځلي لاړ او راشى .
دلته په یاد باید ولرو چه د صفا څخه تر مروه پوره یو ځل تلل یو شوط، یا یو چکر کیږي، او له مروه څخه بیرته صفا ته راتلل دوهم او بل شوط او چکر کیږي، نو سعیي په صفا شروع کیږي او اووم شوط يي پر مروه باندي پوره کیږي.
البته یاد مو وي چه منډه وهل نارینه و پوری خاص دي زنانه به منډی نه وهي.
يولسم : کله چه د مروه په غونډۍ اوم طواف ( چکر) ختم کړى نو بيا به د سر ويښتان وخروى او دا کار غوره دى ، او واړه کول يي هم جايز دي ، لکه په حديث کې نبي کريم r فرمايي: ( ( اللهم ارحم المحلقين, اى الله تعالى دي په هغوکسانورحم وکړى چه د(سر) ويښتانو خرونکي دي، صحابو وويل :)يا رسول الله! والمحلقين(يعني هغه کسانو باندي هم چه د (سر) ويښتان واړه کوي ، دا خبره دري کرتي تکرار شوه ، بيا نبي کريم r وويل : ( اللهم ارحم المقصرين( اى الله تعالى په هغوکسانو هم رحم وکړى چه د(سر) ويښتان واړه کوى)) . [ مسلم کتاب الحج ].
* ښځه به په عامه توګه د سرد ويښتانو څخه د ګوتي د يو بند)يو انچ(په اندازه ويښتان واړه کړى .
يادونه : په مسجد حرام اومسجد نبوي کې د لمونځ کولو د ثواب مرتبه :
نبي کريم r په حديث کې فرمايلي : (( زما پدي مسجد، (مسجد نبوي) کې يولمونځ د زرو لمونځونو څخه چه په نورو جوماتونو کې اداء کيږي غوره دى ، په غيردمسجد حرام څخه ( ځکه چه د هغي اجر د دينه هم زيات دى )، هلته يو لمونځ اونورو جوماتونو کې سل زره لمونځونه برابردى )). [ أحمدو بيهيقي ].
البته روایتونه نور هم شته خو دا هغه روایتونه دي چه له رسول الله r څخه ثابت دي.
وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه أجمعين