أبو زكريا
_20 _August _2013هـ الموافق 20-08-2013م, 10:46 AM
س: که درڅخه وپوښتل شي چه منافقت په څو ډوله دې؟
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه چه منافقت په دوه ډوله دې:
لومړې نفاق اکبر)لوئ منافقت(: او هغه دا چه په ښکاره د ایمان دعوا کوي، او په پټه او زړه کښی کافر وي.
دوهم نفاق اصغر) کوچنې منافقت(: او هغه دا چه یو څوک په پټه او زړه کښی کافر نه وي خو په ځینی اعمالو کښی له منافقانو سره مشابه او یو شان وي، او د منافقانو کارونه کوي، لکه په خبرو کښی درواغ ویل، په وعده کښی مخالفت کول، او په امانت کښی خیانت کول، رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: (آية المنافق ثلاث: إذا حدَّث كذب, وإذا ائتمن خان، وإذا وعد أخلف) رواه البخاري.
ترجمه: د منافق نښی دری دي: کله چه خبری کوي نو درواغ وايي، او کله چه پری د امانت اعتبار وشي نو خیانت پکښی کوي، او کله چه وعده او لوظ وکړي نو د هغی څخه خلاف کوي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه کفر په څو ډوله دې؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه چه: کفر هم په دوه ډوله دې:
لومړې: کفر اکبر)لوئ کفر(: چه په هغی سره مسلمان د اسلام له مقدس دین څخه ووځي، لکه چه څوک الله سبحانه وتعالى ته، یا رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم او یا د هغه دین ته ښکنځل وکړي، او ددین له ارکانو او بنسټونو څخه له کوم یو نه انکار وکړي، او ددین له ضروریاتو او معلومو او مشهورو شعائرو څخه منکر شي، لکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗﮘ ﭼالتوبة: ٦٥ – ٦٦.
ورته ووايه أي پیغمبره! آیا پر الله تعالی او د هغه پر آیاتونو او د هغه په رسول صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم پوری تاسو ټوقی او ملنډی کوئ؟ تاسو )ددرواغو( عذرونه او بهانی مه کوئ، په تحقیق تاسو کافران شوي یاست وروسته له ایمان خپل څخه.
دوهم ډول: کفر اصغر) کوچنې کفر(: لکه د الله تعالی د نعمت ناشکري او یا له بل مسلمان سره جنګ جګړه کول؛ ځکه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: (سباب المسلم فسوق, وقتاله كفر) رواه البخاري.
ترجمه: مسلمان ته ښکنځل کول فسق دې او ورسره جنګ جګړه کول کفر دې.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه شفاعت په څو ډوله دې؟
ج: نو ته ورته په ځواب کښی ووایه: شفاعت هم په دوه ډوله دې:
لومړې: هغه شفاعت چه د قیامت په ورځ باندي کیږي نو هغه د الله تعالی پرته له بل چا څخه نه غوښتل کیږي؛ لکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗﮘ ﭼالزمر: ٤٤.
ترجمه: ووایه اي پیغمبره! خاص یواځی یو الله لپاره دې حق د شفاعت ټول.
خو ددي شفاعت لپاره دوه شرطونه دي:
لومړې شرط: چه الله تعالی شفاعت کونکي ته د شفاعت کولو اجازه وکړي؛ لکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﯞ ﯟ ﯠﯡ ﭼالبقرة: ٢٥٥.
ترجمه: څوک دې چه سفارش به وکړي د الله تعالی په وړاندی مګر خو کولې يي شي په اجازه د الله تعالی باندی.
دوهم شرط: د چا لپاره چه سفارش کیږي د هغه نه دي الله تعالی راضي وي)یعنی په ایمان سره(، الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﭹ ﭺ ﭻ ﭼ ﭽ ﭼالأنبياء: ٢٨.
ترجمه: دا ملائک او نیکان بندګان هم سفارش نشي کولې مګر د هغه چا لپاره چه الله تعالی تری راضي وي.
نو هغه څوک چه غواړي چه د هغه لپاره دي د قیامت په ورځ شفاعت او سفارش وشي نو د الله تعالی څخه دي وغواړي، او له بل چا څخه دي نه غواړي؛ ځکه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: (إذا سألت فاسأل الله) رواه الترمذي.
ترجمه: کله چه ته یو څه شې غواړی نو له یو الله سبحانه وتعالى څخه یي وغواړه.
نو ته باید داسی ووايي چه: اي الله ما په هغه کسانو کښی وشمیره چه د قیامت په ورځ يي شفاعت کیږي، نو له همدی کبله روا نه ده چه یو څوک ووایي: يا رسول الله د قیامت په ورځ مي شفاعت وکړه، او داسی نوری ناروا دعاګانی.
دوهم ډول شفاعت: د مخلوقاتو تر منځ یو تر بله په دنیا او دنیايي ژوند کښی شفاعت کول، نو دا ډول شفاعت که د خیر په کار کښی وي نو دا ښه او مستحب کار دې، او که په شر کښی وي نو بیا حرام او ناروا دې؛ لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﯦ ﯧ ﯨ ﯩ ﯪ ﯫ ﯬ ﯭﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﯵ ﯶﯷ ﭼالنساء: ٨٥.
ترجمه: هغه څوک چه شفاعت وکړي شفاعت نیک، یعنی د خیر په کار کښی نو دده لپاره به ددغه شفاعت څخه ښه برخه وي، او هغه څوک چه شفاعت وکړي شفاعت بد، یعنی د بدۍ په کار کښی نو د هغه لپاره به ددغه شفاعت په بدل کښی یو بار وي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم خو دقیامت په ورځ شفاعت کوي، نو آیا د هغه څخه د شفاعت غوښتنه کول روا دي؟.
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه شفاعت د الله تعالی په واک او اختیار کښی دې لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗﮘ ﭼالزمر: ٤٤.

نو صحیح خبره دا ده چه مونږ د الله سبحانه وتعالى څخه غواړو چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم زمونږ لپاره شفاعت وکړي؛ ترڅو د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم پیروي مو په هغه حدیث شریف کښی کړي وی چه لږ مخکښی تیر شو چه: )اذا سألتَ فاسأل الله(، او معنی یي هم تیره شوه.
نو صحیح خبره دا ده چه مونږ باید داسی ووایو چه: اي الله ته مونږ په هغه کسانو کښی شمار کړی چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم يي دقیامت په ورځ سفارش کوي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه وسیله نیول په څو ډوله ده؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه چه: وسیله نیول هم په دوه ډوله ده:
لومړې روا وسیله: لکه پخپل نیک عمل باندي وسیله نیول چه خالص د الله تعالی د رضا لپاره وي او هم د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د سنتو سره موافق او برابر وي، لکه الله ته په الله تعالی باندی ایمان وسیله کول، په رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم باندی ایمان وسیله کول، د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د سنتو پيروي کول وسیله کول، په عبادت کښی اخلاص وسیله کول، او همدا د الله تعالی ددي وینا معنی ده چه فرمايي: ﭽ ﯕ ﯖ ﯗ ﭼالمائدة: ٣٥، یعنی الله تعالی ته پخپلو نیکو اعمالو باندی وسیله ولټوئ.
لکه چه یو څوک داسی ووايي چه: اي الله زما د اخلاص په وسیله، او زما د پیغمبر صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د پيروئ په وسیله ما روغ کړی، ما ته روزي راکړی، لکه چه په غار کښی ایسارو کسانو الله تعالی ته هر یو خپل نیک عمل وسیله کړ، او له الله تعالی څخه يي وغوښتل چه دغه مصیبت ورڅخه پورته کړي، لکه چه ابن عمر رضي الله عنهما فرمايي: بیشکه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم یو ځلی خلکو ته د هغه دری کسانو قصه وکړه چه هغوئ په غار کښی دننه وو او یو غټه تیګه راغله او د غار خوله يي بنده کړه، نو هغوئ ټولو هر یو الله تعالی ته خپل نیک اعمال وسیله کړل او له الله سبحانه وتعالى څخه يي وغوښتل چه دغه مصیبت ورڅخه پورته کړي، تر دي چه هغه تیګه د غار له خولی نه لری شوه، دا حدیث شریف په تفصیل سره په صحیح بخاري شریف کښی دې.
همدارنګه د یو نیک بنده په دعا باندي هم وسیله نیول صحیح دي، چه یو نیک صالح بنده څخه وغواړي چه ما ته دُعا وکړه، لکه صحابه کرامو رضي الله عنهم چه له عباس رضي الله عنه څخه وغوښتل چه ددوئ لپاره له الله سبحانه وتعالى څخه دعا وغواړي چه پر دوئ باران ووروي.
دوهم ډول: ممنوع او ناروا وسیله نیول: او دا هغه وسیله ده چه الله تعالی او د هغه رسول صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم روا کړی نه ده، لکه په مړو باندی وسیله نیول چه له هغوئ څخه مرسته او شفاعت غواړي، نو دا ډول توسل او وسیله د امامانو په اجماع باندی حرامه او ناروا ده، اګر که دغه مړي انبیاء او اولیاء هم وي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه د الله تعالی په وړاندی د عمل د قبلیدو شرطونه کوم دي؟
ج: نو ته ورته په ځواب کښی ووایه چه هیڅ عمل د الله سبحانه وتعالى په وړاندی د منلو وړ نه دې تر څو چه دوه شرطونه پکښی پوره نشي:
لومړې شرط: دا چه عمل دي خاص د الله جل جلاله لپاره وي؛ ځکه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝ ﮞ ﮟ ﮠ ﭼالبينة: ٥.
او حکم نه شوې دوئ ته مګر ددي خبری چه عبادت دي وکړي یواځی د یو الله سبحانه وتعالى په داسی حال کښی چه خالص کونکي وي الله تعالی ته د خپل دین او عبادت او بندګئ، چه کلک ولاړ وي پر حق او مایل نه وي باطل ته.
دوهم شرط: دا چه دغه عمل دی د اخلاص تر څنګ د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د شریعت او لارښوونی سره موافق او مطابق وي؛ ځکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭼآل عمران: ٣١.
ترجمه: ورته ووایه اي پیغمبره! کچیری تاسو مینه او محبت لرۍ د الله تعالی سره نو زما پیروي وکړۍ، نو الله تعالی به درسره محبت وکړي.
او رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: )من عمل عملاً لیس علیه أمرنا فهو ردٌّ(رواه مسلم.
هر چا چه داسی عمل وکړ چه زمونږ حکم پری نه وي نو هغه مردود او باطل دې.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه له عمل پرته یواځی د نیت صفائي او پاکوالې کافي دې؟
ج: ته ځواب کښی ورته ووایه چه: نه، بلکه د نیت د پاکئ تر څنګ د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم پیروي هم ضروري ده، چه بنده چه هر عمل کوي باید د اخلاص ترڅنګ درسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د شریعت او لارښوونی سره هم موافق وي؛ ځکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﰐ ﰑ ﰒ ﰓ ﰔ ﰕ ﰖ ﰗ ﰘ ﰙ ﰚ ﰛ ﰜ ﭼالكهف: ١١٠.
ترجمه: نو هغه څوک چه د الله سبحانه وتعالى سره د مخامخ کیدو امید لري او په دي عقیده لري نو عمل دی وکړي نیک علم، او د الله تعالی سره دي په عبادت او بندګۍ کښی هیڅوک نه شریکوي.
نو الله سبحانه وتعالى په دي آیت کریمه کښی د عمل د قبول لپاره دوه شرطونه یاد کړل: چه یو اخلاص او د نیت پاکي او صفايي، او بل شرط: چه عمل باید صالح وي او د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د شریعت سره موافق او مطابق وي، شک نشته چه پاک نیت او ښه اعتقاد بنده ته ګټه رسوي خو د ایمان له شروطو څخه د عمل صالح کول هم دي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه هدیرو ته د سړو ورتلل او زیارت په څو ډوله دې؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه چه: هدیرو ته د سړو ورتلل او زیارت په دوه ډوله دي:
لومړې: هغه زیارت چه په اسلامي شریعت کښی روا وي، او زیارت کونکي ته الله سبحانه وتعالى په دغه زیارت باندی ثواب او اجر ورکوي، او دا هغه زیارت دې چه د شرعي هدف لپاره وي، چه هغه د مرګ او آخرت یادونه ده؛ لکه چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: (كنت نهيتكم عن زيارة القبور, ألا فزروها؛ فإنها تذكر الآخرة) رواه مسلم.
ترجمه: ما تاسو د قبرونو او هدیرو له زیارت او هلته له ورتګ څخه منع کړي وئ، نو خبردار! تاسو اوس ورځۍ؛ ځکه دا کار تاسو ته آخرت دریادي.
همداراز هدیرو ته له ورتګ څخه بل مشروع هدف هلته په هدیره کښی په مړو مسلمانانو باندی سلام کول او هغوئ ته دعا کول دي.
دوهم ډول: ناروا زیارت: او دا دهدیرو او قبرونو هغه زیارت دې چه څوک له مړو څخه استغاثه کوي له هغوئ څخه مرسته او شفاعت او سفارش غواړي؛ ځکه دا شرک اکبر )لوئ شرک( دې؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﮘﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝﮞ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢﭼفاطر: ١٣ – ١٤.
ترجمه: همدغه دتیرو صفتونو خاوند ستاسو پروردګار دې او همده ته ټول واک او اختیار دې، ترجمه: او هغه څوک چه تاسو يي پرته له الله تعالی څخه رابلۍ واک او اختیار نلري په اندازه د هغه نري پوستکي چه د خُرما له زړي نه چاپیر وي، کچیری تاسو بیا هم دغه معبودان راوبلئ نو دوئ ستاسو رابلنه نه اوري، او که بالفرض يي واوري نو دوئ ستاسو دُعا قبلولې نشي، او فریادرسي مو نشي کولې، بلکه د قیامت په ورځ به ستاسو په دغه شرک باندي کفر کوي او انکار به تری کوي، او د خبردار الله په شان معلومات نشي درکولې.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه هدیرو ته د ورتللو او زیارت په وخت کښی یو مسلمان باید څه ووايي؟
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه چه هغه څه باید ووايي چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم يي خپلو صحابه کرامو رضي الله عنهم ته لارښوونه کړی ده، چه کله دوئ د هدیرو زیارت ته ورځي نو باید ووايي: (السلام عليكم دار قومٍ مؤمنين، وأتاكم ما توعدون غداً، مؤجلون، وإنا إن شاء الله بكم لاحقون) رواه مسلم.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه نیکانو بندګانو د قبرونو ترڅنګ الله تعالی ته سوال زاري او دعا کولاي شو؟
ج: په ځواب کښی ورته ووایه چه د قبرونو تر څنګ دعا کول به دین کښی نوې کار او بدعت دې، بلکه شرک ته وسیله او لار ده، لکه چه علي بن الحسين رحمه الله یو ځل یو سړې ولیده چه د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د قبر تر څنګ له الله سبحانه وتعالى څخه سوال کوي او دعاء کوي، نو هغه له دغسی کار څخه منع کړ، او ورته وه يي فرمايل: بیشکه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايلي دي: )لا تتخذوا قبري عیداً(، یعنی تاسو ځما له قبر څخه اختر او د جشن ځاي مه جوړوئ. رواه الضیاء المقدسي فی المختارة .
س: که درڅخه وپوښتل شي چه که څوک د خپل کوم مقصود د لاس ته راوړلو لپاره د الله تعالی او خپل ځان ترمنځ مړي شفاعت کونکي او سفارشیان وګڼي نو دا کار روا دې که ناروا؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه دا کار شرک اکبر )لوئ شرک( دې؛ ځکه الله تعالی د هغه چه مذمت او بدي بیان کړی ده چه د هغه اود هغه د بندګانو تر منځ شفاعت کونکي او سفارشیان مني، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي:ﭽﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜﯝ ﯞ ﯟ ﯠ ﯡ ﯢ ﭼيونس: ١٨
ترجمه: او دوئ عبادت او بندګي کوي د الله تعالی پرته د هغه چا چه تاوان او ګټه نشي رسولې دوئ ته، او په پوره سپین سترګئ وايي: دغه معبودان ځمونږ سفارشیان دي د الله تعالی په وړاندي، ورته ووایه: آیا تاسو الله تعالی په هغه څه باندي خبروئ چه الله تعالی یي په الوهیت باندي نه پیژني، نه په ځمکه او نه په اسمانونو کښی، پاک دې الله تعالی او پورته دې د ټولو هغه شریکانو او برخوالو څخه چه دا مشرکان يي د الله سبحانه وتعالى سره شریکان او برخمن ګڼي.
همدارنګه فرمايي:ﭽ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﭼالزمر: ٣.
ترجمه: خبردار! خاص الله تعالی لره دې دین خالص، او هغه څوک چه له الله تعالی پرته يي نور کارسازان او معبودان نیولي دي، وايي: مونږ ددوئ عبادت او بندګي نه کوو مګر ددي لپاره چه مونږ الله سبحانه وتعالى ته ورنژدی کړي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه د کعبی شریفی پرته له بل ځاي څخه طواف روا دې کنه؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه چه: له کعبی شریفی پرته له هیڅ ځاي څخه د هیڅ انسان لپاره روا نه دې؛ ځکه الله تعالی له طواف په کعبی شریفی پوری خاص او ځانکړې کړې دې، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﭼالحج: ٢٩.
ترجمه: او بیا دی طواف وکړي له پخواني کور څخه ) چه بیت الله شریف دې(.
او الله سبحانه وتعالى مونږ له کعبی شریفی پرته له ځاي څخه طواف روا کړې نه دې، خو که له کعبی شریفی پرته له ځاي څخه طواف څخه هدف له الله تعالی پرته کوم مړ یا ژوندي مخلوق ته نژدیکت مرا د وي نو بیا دغسی طواف شرک اکبر)لوئ شرک( دې، چه مسلمان ورباندی له اسلام څخه ووځي؛ ځکه طواف عبادت او بندګي ده، او له الله تعالی پرته بل چا ته عبادت او بندګي کول لوئ شرک دې.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه له دري مسجدونو) مسجد حرام، مسجد نبوي، مسجد اقصی( پرته د عبادت نورو ځایونو ته سفر او کوچ کول روا دي کنه؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه چه: له دغه دری مسجدونو پرته بل ځاي ته سفر او کوچ کول روا نه دې؛ ځکه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: )لا تشدّ الرحال إلا إلى ثلاثة مساجد: مسجدي هذا, والمسجد الحرام, والمسجد الأقصى( رواه مسلم.
ترجمه: له دری مسجدونو پرته نورو ځایونو ته سفر او کوچ کول روا نه دې، او هغه دری مسجدونه: یو همدا ځما مسجد)مسجد نبوي(، بیت الله شریف، او مسجد اقصی.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه دغه راتلونکي څو حدیثونه صحیح دي کنه؟ چه هغه دا دي:
۱/ إذا ضاقت بكم الأمور فعليكم بأصحاب الأمور,
2/ من حج ولم يزرني فقد جفاني,
3/ من زارني وزار أبي إبراهيم في عام واحدٍ ضمنتُ له على الله الجنة,
4/من زارني بعد مماتي كمن زارني في حياتي,
5/ الولي يقول للشيء كن فيكون,
6/ من اعتقد في شيء نفعه.
س: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه چه : دغه ټول په رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم باندی جوړ شوي درواغ دي، او هغه مبتدعین او قبرپرست خلک يي د خلکو تر منځ نشروي او خپروي چه غواړي له دي لاری خپل ناروا عقیده په خلکو کښی خپره کړي، او خلک تیرباسي؛ ځکه هغه څوک چه یو شي ته وايي چه موجود شه او هغه موجودیږي هغه یواځی یو الله سبحانه وتعالى دې، او دا حق هیڅ مخلوق ته حاصل نه دې، نه کوم پیغمبر او نه هم کوم ولي ته؛ ځکه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﯪ ﯫ ﯬ ﯭ ﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﭼيس: ٨٢.
ترجمه: بیشکه خبراه دا ته چه دالله سبحانه وتعالى چه کله د کوم شي اراده وکړي نو هغه ته ووایي چه : شه، نو هغه موجود شي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه : د نیکانو بندګانو په پاتی شونو شیانو پسی ورپسی کیدل او په هغی تبرک کول روا دي که بدعت دې؟
ج: نو ورته په ځواب کښی ووایه چه: دا کار بدعت او په دین کښی یو نوې کار دې؛ ځکه د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم صحابه کرامو رضي الله عنهم د خپل وخت په نیکانو بندګانو بلکه ددی امت په نیکانو بندګانو باندي تبرک نه دې کړې او نه یي د هغوئ د آثارو او پاتی شونو شیانو پلتنه کړی ده، لکه أبوبکر صديق رضي الله عنه عمرفاروق رضي الله عنه عثمان غني رضي الله عنه علي بن أبي طالب رضي الله عنه ، سره له دي چه هغوئ د انبیاؤ علیهم السلام څخه وروسته په دي امت کښی تر ټولو افضل او بهتر خلک وو؛ ځکه هغوئ پوهیدل چه دغه ډول تبرک کول په رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم پوری خاص وو، او د هغه صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم ځاګړتیا وه، بلکه عمر فاروق رضي الله عنه هغه ونه له منځه یوړه چه ګومان پری کیده چه بیعة الرضوان يي د لاندی شوې وو، او له همدی ویری یي غوڅه کړه چه خلک به پری تبرکونه کوي، او که په دغه کار کښی خیر واي نو صحابه کرامو رضي الله عنهم به دغه کار کړې وو او له مونږ څخه به په دغه کار کښی مخکښی وو؛ ځکه هغوئ تر هر چا ډیر په خیر او د خیر په کارونو باندی حریصناک وو.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه آیا داسی په یو چا باندي د جنتي یا دوزخی حکم کول روا دي؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه چه په هیڅ معین او ټاکلي شخص باندي د جنتي یا دوزخي حکم کول روا نه دي، مګر هغه څوک چه په وحيی او شرعي نصوصو کښی پری حکم شوې وي، البته نیک بنده لپاره د ثواب او ښه انجام امید او هیله کوو، او په ګنګار باندي له عذاب څخه ویریږو.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه آیا یو مسلمان د ګناه په کولو باندي کافر کیږي؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه په مسلمان باندي د ګناه د کولو په سبب د کفر حکم نشي کولې بلکه هغه د ګناه سره هم مؤمون شمیرل کیږي، البته دې به ګناهګار مسلمان وي، تر څو چه يي کفر یا شرک نه وي کړې، او یا يي هم لوئ نفاق نه وي کړې.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: آیا د بندګانو فعل او عمل هم د الله سبحانه وتعالى مخلوق دې؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه هو، د بندګانو افعال هم د الله سبحانه وتعالى مخلوق دي، او په عین وخت کښی هغه د بنده کسب هم دې، لکه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒﮓ ﭼالزمر: ٦٢.
ترجمه: الله سبحانه وتعالى د هر څیز پیدا کونکې دې.
نو الله سبحانه وتعالى د بندګانو د ټولو افعالو پیدا کونکې دې که هغه نیک وي او که بد وي، او دا هم د الله سبحانه وتعالى لخوا یو ازميښت او امتحان دې، او دا خبره چه همدغه د بندګانو افعال چه د الله سبحانه وتعالى مخلوق دې او په عین وخت کښی د بنده خپل کسب دې دا دې چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﯞ ﯟ ﯠ ﯡ ﯢ ﯣﯤ ﭼالبقرة: ٢٨٦.
ترجمه: د همدي نفس په ګټه دي هغه نیک اعمال چه کړي یي وي، او پر ده باندي به وي سختي او عذاب په سبب د هغه بد عمل چه ده کړي وي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: آیا په مسجدونو کښی د مړو دفن او خښول روا دي کنه؟ همداراز آیا په هدیره او قبرونو باندي مسجد جوړول روا دي کنه؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه دغسی کار حرام دې، که د الله سبحانه وتعالى پرته ددغه قبرونو عبادت او بندګي وشي او یايي راوبلي او یا ورڅخه مرسته او کومک وغواړي نو بیا دا کار په لوئ شرک کښی داخلیږي.
خو که عبادت بندګي او دعا ورته ونشي نو بیا په خطري بدعت او د شرک په لویو وسائلو کښی راځي، له دي کبله هغه مسجدونه چه پر قبرونو باندي جوړ شوي وي لمونځ پکښی روا نه دې، او د قبرونو دپاسه د مسجدنو جوړول حرام او ناروا کار دې؛ ځکه عائشه رضي الله عنها له رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم څخه روایت کوي چه هغه پخپله هغه ناروغۍ کښی چه له هغی ورسته وفات شو او ورڅخه روغ نشو، په دغه ناروغۍ کښی یي فرمايلي وو: )لعن الله الیهود والنصاری اتخذوا قبور أنبیائهم مساجد(قالت عائشة رضي الله عنها: یحذر ما صنعوا.متفق علیه.
ترجمه: د الله تعالی لعنت دي وي پر یهودو او نصاراؤ باندي؛ ځکه هغوئ د خپلو پیغمبرانو له قبرونو څخه مسجدونه او عبادتګاهونه جوړ کړي وو، بیا عائشه رضي الله عنها فرمايي: چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم په خپله دي وینا باندی خپل امت د یهودو او نصاراو له دغه کار څخه خپل امت ویرولو او ورڅخه یي منع کولو.
همداراز جندب بن عبد الله رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم څخه روایت کوي چه بیشکه هغه د خپل مرګ څخه پنځه ورځی مخکښی فرمایلي وو: )ألا وان من کان قبلکم کانوا یتخذون قبور أنبیائهم وصالحیهم مساجد، ألا فلا تتخذوا القبور مساجد؛ فاني انهاکم عن ذلک( رواه مسلم.
ترجمه: خبردار! بیشکه هغه امتونه چه له تاسو څخه پخوا وو د خپلو پیغمبرانو او نورو نیکانو بندګانو قبرونو څخه به يي مسجدونه او عبادتځایونه جوړول، نو خبردار! تاسو له قبرونو څخه مسجدونه او عبادتځایونه مه جوړوئ؛ ځکه زه تاسو له دي کار څخه منع کوم.
او کله چه په هدیره کښی یا پر قبرونو باندی مسجد جوړ کړل شي نو د هغه مسجد ړنګول لازم دي، خو که مسجد مخکښی جوړ وو او وروسته پکښی مړې دفن او خښ شو نو بیا به دغه مړې ورڅخه ویستل کیږي او کومی هدیری ته به وړل کیږي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: پر قبرونو باندي آبادي او دوکانچی جوړول روا دي کنه؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه پر قبرونو باندی آبادي جوړول ناکاره بدعت دې؛ ځکه په دي کار کښی د مړي په تعظیم او لويي کښی غلو او دله حده تیردل دي، بلکه دا کار شرک ته لار جوړول دي، نو له دي کبله پر قبرونو د آبادئ او نورو دُوکانچو ورانول او لری کول که ممکن او شونې وو نو واجب او لازم کار دې، ترڅو دغه قبر د ځمکی سره سم برابر شي، ترڅو دغه بدعت له منځه یوړل شي، او د شرک مخه ونیول شي، او دغه کار باید د مسلمانانو مشران او حاکمان او حکومتداران وکړي، لکه چه په صحیح مسلم شریف کښی د ابو الهیاج الأسدي بن نصیف رحمه الله په روایت کښی راغلي دي چه ما ته علي بن أبي طالب رضي الله عنه وفرمایل: ألا أبعثک علی ما بعثني علیه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم ألا تدع صورةإلا طمستها ولا قبراً مشرفاً إلا سوَّیته.
ترجمه: آیا تا ونه لیږم په هغه وظیفه چه زه پری رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم لیږلې ووم؟ او هغه دا چه هر عکس او تصویر چه پیدا کړی نو مه یی پریږده بلکه وران يي کړه، او هیڅ قبر چه له ځمکی څخه اوچت وي او آبادي او دوکانچی پری جوړی شوي وي مه يي پریږده مګر د ځمکی سره يي هوار او برابر کړه.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: آیا رسول صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم ددفن په وخت کښی په مسجد کښی دفن شوې وو؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه نه، لومړې هغه د زمونږ د مور عائشی صدیقی رضي الله عنها په کور او کوټه کښی دفن شوې وو، او أتیا کالو څخه زیات دغه قبر له مسجد څخه بهر وو، بیا وروسته چه کله کوم أموي خلیفه مسجد نبوي ته پراخي او توسعه کوله نو هغه حجره او کوټه هم په مسجد کښی راغله کومه کښی چه د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم او د هغه ددواړو ملګرو أبوبکر الصدیق او عمر فاروق رضي ا لله عنهما قبرونه وو، او دي خلیفه د هغه وخت د علماؤ مشوره او منع کول ونه منل چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم له دغه کار څخه منع فرمایلی ده نو ته هم دا کار مه کوه، خو هغه ونه منله، سره له دي چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم په څرګنده توګه بیان کړي وو او منع يي فرمايلی وه چه: )ألا وإن من كان قبلكم كانوا يتخذون القبور مساجد, ألا فلا تتخذوا القبور مساجد فإني أنهاكم عن ذلك(رواه مسلم.

او رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم پر هغه چا هم لعنت ویلې دې چه پر قبرونو باندي مسجدونه جوړوي، او ډیوي پری بلوي، لکه چه په دي معنی یو حدیث شریف د سننو په کتاب کښی شته.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: آیا رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم له وفات څخه وروسته په قبر کښی ژوندې دې، او آیا هغه په جشن میلاد النبي کښی د برخوالو په وړاندي راوځي، کوم ته چه حضرت نبویه هم وايي؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه د اهل السنت والجماعت څلورو امامانو په اجماع باندی دا خبره ثابته ده چه صحابه کرامو رضي الله عنهم تر هغه پوری رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم دفن کړې نه دې چه تر څو د هغه روح له بدنه جدا او جلا شوه؛ ځکه دا له عقل څخه ډیره لری ده چه دوئ دی رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم ژوندې خښ کړي، او له هیڅ صحابي رضي الله عنه او نه له کوم امام څخه نقل شوي دي چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم دي له وفات او دفن څخه وروسته خلکو ته راوتلې وي.
نو هغه څوک چه وايي رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم له مرګه وروسته بیا د خلکو مخی ته په ويښه راځي نو داسی شخص دروغجن دې، او په رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم باندي دروغ تړي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: بدعت څه ته وايي؟ پر څو ډوله دې؟ حکم يي څه دې، او په اسلام کښی بدعت حسنه هم شته؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه بدعت دیته وايي چه یو بنده پرته له کوم شرعي دلیل څخه یو عمل قول یا کیفیت او کمیت د الله تعالی عبادت او الله تعالی ته يي د نژدیکت لار ګڼي.
او بدعت په دوه ډوله دې:
لومړې بدعت مکفره: په کوم چه بنده له اسلام څخه ووځي، لکه هغه څوک چه له قبر څخه ددي لپاره طواف کوي چه په قبر کښی دفن شوي شخص ته قربت او نژدیکت حاصل کړي.
دوهم: بدعت غیر مکفره: په کوم چه بنده له اسلام څخه نه ووځي، بلکه ګناهګار ګڼل کیږي، لکه څوک چه د کوم پیغمبر یا کوم ولي د پیدایښت او میلاد ورځ لمانځي.
او په اسلام کښی د بدعت حسنه په نوم کوم شې نشته؛ ځکه د بدعت ټول انواع او ډولونه حرام او ناروا دي، لکه چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: )إياكم ومحدثات الأمور؛ فإن كل محدثة بدعة، وكل بدعة ضلالة( وفی روایة: )وكل ضلالة في النار(رواه الإمام أحمد.
ترجمه: تاسو ځان وژغورئ په دین کښی له نوو کارونو څخه؛ ځکه په دین کښی هر نوې کار بدعت دې، او هر بدعت ګمراهي ده، او یو روایت کښی راځي چه: هره ګمراهي او بي لاري به په اور کښی وي.
نو څرګنده ده چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم په دي حدیث شریف کښی هیڅ کوم ډول بدعت له ګمراهۍ څخه مستثنی کړې نه دې، بلکه د ټوول بدعتونو حکم دا دې چه هغه حرام او ناروا دي، او هر بدعت کونکې ګناهګار دې، او بدعت يي مردود او ابته دې؛ لکه چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: (من عمل عملا ليس عليه أمرنا فهو رد). رواه مسلم,
ترجمه: هر چا چه یو داسی کار او عمل وکړ چه پر هغی باندی ځمونږ حکم او امر نه وي نو هغه عمل او کار مردود او بی کاره او ابته دې.
همداراز فرمايي: (من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو ردٌّ) متفق عليه.
ترجمه: هر چا چه ځمونږ په دی دین اسلام کښی داسی کوم نوې کار وکړ چه په اسلام کښی کوم اصل ونلري، نو هغه کار مردود او ابته دې.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: له دي حدیث شریف څخه څه مراد دې چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: (من سنَّ في الإسلام سنةً حسنةً فله أجرها و أجر من عمل بها).
ترجمه: چا چه په اسلام کښی یوه ښه طریقه او کار وکړ چه نور خلک يي پیروي کوي نو دده لپاره ددغه طریقی اجر هم دې او د هغه چا اجر هم دې چه په دغه طریقه باندی عمل کوي.
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه له دي حدیث شریف څخه مراد دا دې چه یو څوک داسی عمل وکړي چه هغه اصلاً په اسلام کښی موجود وي؛ ځکه د حدیث شریف سبب دا و چه خلک یي و خیرات او صدقی ته رابلل، او صدقه او خیرات کول خو اصلاً په اسلام او قرآنکریم او سنت نبوي کښی وو.
بل دا چه هغه چا چه دا حدیث شریف ویلې دې همغه هغه بل حدیث شیریف هم ویلې دې چه »هر بدعت ګمراهي او بي لاري ده«.
او بل دا چه د سنت لپاره په اسلام کښی یو اصل وي، او بدعت لپاره بیا په قرآنکریم او نبوي سنتو کښی هیڅ کوم اصل نه وي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: د عمر فاروق رضي الله عنه له دي وینا څخه څه مراد دې چه د تراویح په هکله فرمايي: »نعمت البدعة هذه«، یعنی دا تراویح په جماعت سره کول یو ښه نوې کار دې چه ما پری صحابه کرام رضي الله عنهم راټول کړل.
او آیا د جمعی په ورځ چه عثمان رضي الله عنه دوهم آذان شروع کړ- په بدعت کښی راځي.
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه د عمر فاروق رضي الله عنه له دغه بدعت کلمی څخه لغوي معنی مراد وه، او شرعي بدعت يي مراد نه وو؛ ځکه عمر فاروق رضي الله عنه دغه وینا د تراویح په جماعت سره کولو په هکله ویلی وه، او تراویح له ده نه مخکښی رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم په جماعت سره کړی وی، نو د عمر رضي الله عنه دغه کار د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د هغه مخکني عمل سره موافق وو، نو کوم کار چه د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د عمل اوفعل سره موافق وي هغه خو بدعت نه وي.
او هر چه د عثمان رضي الله عنه ددوهم آذان مسئله ده نو هغی ته هم بدعت نشي ویل کیدې؛ ځکه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم مونږ ته امر او حکم کړې دې چه مونږ د خلفاء راشدینو پیروي وکړو، او عثمان رضي الله عنه د خلفاء راشدینو څخه دریم خلیفه وو، لکه چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: (عليكم بسنَّتي وسنة الخلفاء الراشدين)، یعنی پر تاسو باندی ځما د سنتو او هم دخلفاء راشدینو د سنتو پیروي کول لازم دي.
او دا حکم د بل چا د طریقو او سنتو پیروۍ ته شامل نه دې؛ ځکه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د سنتو او د هغه د پيروۍ حکم په خپل ځان او خلفاء راشدینو پوری ځانګړې کړې دې، او بل څوک يي پر دغه حکم شامل کړي نه دي، له همدي کبله مونږ د بل چا دطریقو پیروي نه کوو.
او بل دا چه صحابه کرامو رضي الله عنهم له هر ډول بدعت څخه خلک ویرولي دي، لکه چه ابن مسعود رضي الله عنه هغه خلکو ته چه په مسجد کښی راټول شوي وو او په نوي طریقه يي د الله سبحانه وتعالى ذکر کولو، نو ابن مسعود رضي الله عنه ورته وفرمایل: آیا تاسو له رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم او د هغه له صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه په علم او پوهه کښی مخکښی شوي یاست؟ او که تاسو په ظلم او زیاتي سره دا بدعت کړې دې.
او کله چه هغوئ ورته وویل: چه زمونږ خو په دي کار باندی د خیر او نیکۍ اراده وه او زمونږ نیتونه خو صفا وو.
نو ابن مسعود رضي الله عنه ورته وفرمايل: یواځی د صفا نیت او د خیر اراده باندی خیر لاس ته نه راوړل کیږي، او نه خیر ته رسیږي، لکه دا عظیم الشان اثر په سنن الدارمي کښی روایت شوې دې.
همداراز ابن عمر رضي الله عنهما فرمايي: هر بدعت ګمراهي ده، اګر که خلکو ته ښه ښکاري.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: آیا جشن میلاد النبي سنت دې که بدعت؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه جشن میلاد النبي نه په قرآنکریم کښی ثابت دې، او نه په نبوي أحادیثو شریفو کښی شته، او نه له صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه رانقل شوې دې، بلکه له څلورو مشهورو امامانو څخه هم نه دې نقل شوې.
هغه څوک چه دا بدعت يي په اسلام کښی ایجاد کړې دې هغه فاطمیین دي یعنی هغه باطني شیعه ګانو چه د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم له وفات څخه څو پیړۍ وروسته وو، دا بدعت يي منځ ته راوړ تر څو په دي کار باندي د نصاراو تقلید او پیروي وکړي چه د عیسی علیه السلام د ولادت په مناسبت دغه ډول جشنونه کوي، او لږ مخکښی تیر شو چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم وفرمایل چه : (من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو ردٌّ) متفق عليه.

او لږ مخکښی تیر شو چه ابن مسعود رضي الله عنه هم هغه خلکو ته چه په مسجد کښی راټول شوي وو او په نوي طریقه يي د الله سبحانه وتعالى ذکر کولو، نو ابن مسعود رضي الله عنه ورته وفرمایل: آیا تاسو له رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم او د هغه له صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه په علم او پوهه کښی مخکښی شوي یاست؟ او که تاسو په ظلم او زیاتي سره دا بدعت کړې دې.

نو په دي کښی ښکاره دلیل دې چه صحابه کرامو رضي الله عنهم د بدعت له ټولو انواعو څخه خلک ویرویل او ورڅخه یي منع کول.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: د سحر زده کول او پری عمل کول څه حکم لري؟ روا که ناروا؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه د سحر او جادو زده کول او پری عمل کول کفر دې؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﭑ ﭒ ﭓ ﭔ ﭕ ﭖ ﭗﭘ ﭙ ﭚ ﭛ ﭜ ﭝ ﭞ ﭟ ﭠ ﭡ ﭼالبقرة: ١٠٢.
ترجمه: او دی اهل کتابو پیروي وکړه د هغه سحر اوجادو چه شیطانانو به د سلیمان علیه السلام د حکومت په زمانه کښی پر خلکو لوستل، او سلیمان علیه السلام کافر نه وو، بلکه شیطانان کافر وو؛ ځکه دوئ به خلکو ته سحر او جادو ښوولو.
همداراز فرمايي: ﭽ ﯽ ﯾ ﯿ ﭼالنساء: ٥١.
ترجمه: چه ایمان اوباور لري پر سحر او جادو باندي او هم پر طاغوت باندي.
ځکه »جبت« سحر او جادو ته وايي، او دلته الله سبحانه وتعالى سحر او جادو د »طاغوت« سره یو ځاي یاد کړ، نو لکه چه پر طاغوت باندی ایمان او باور لرل کفر دې نو همدغه شان پر سحر او جادو باندي ایمان او باور لرل هم کفر دې.
همداشان الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﭴ ﭵ ﭶ ﭷ ﭸ ﭹ ﭼالفلق: ٤.
ترجمه: او پناه غواړم پر الله تعالی باندي له هغه پوکونکو ښځو نه چه سحر او جادو پوکي پر غوټو کښی.
او رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: )اجتنبوا السبع الموبقات...( وذکر منهن السحر.
ترجمه: تاسو له اوه لویو او هلاکوونکو او غرقوونکو ګناهونو څخه ځان وژغورۍ، او له دغه اوه ګناهونو څخه یي یو سحر او جادو یاد کړ.
همداراز رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: )حد الساحر ضربه بالسیف(.
ترجمه: د ساحر او جادوګر سزا دا ده چه په تُوره ووهل شي.
همداراز فرمايي: )من عقد عقدة نفث فیها فقد سحر، ومن سحر فقد أشرک( رواه مسلم.
ترجمه: چا چه کوم شې غوټه کړ، او بیا پکښی پوکې وکړ نو یقیناً هغه سحر او جادو وکړ، او چا چه سحر او جادو وکړ نو هغه یقیناً شرک وکړ.
همدارنګه فرمايي: )لیس منا من تطیّر أو تُطیّر له، أو تکهن او تُکُهّن له، أو سحر او سُحِر له( رواه البزار.
ترجمه: زمونږ له جماعت او ډلی څخه هغه څوک نه شمارل کیږي چه پخپله فالبیني کوي، او یا بل چا ته ورځي چه هغه بل څوک ورله فال وګوري، او یا غیب ګويي کوي، او یا بل چا ته ورځي چه غیب ګويي ورله وکړي، او یا پخپله سحر او جادو کوي او یا بل چا ته ورځي چه سحر او جادو ورله وکړي.
او عمر فاروق رضي الله عنه فرمايي: »هر ساحر سړې او ساحره ښځه مړه کړئ. رواه البخاري.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: په ساحر او جادوګر کښی څه خیر شته.؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: په ساحر او جادوګر کښی هیڅ خیر نشته؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﭼطه: ٦٩.
ترجمه: ساحر او جادوګر شخص هیڅکله نه کامیابیږي، هر چیری چه وي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: کوډګر چه کوم کارونه کوي –لکه چه ځان په تیغ او چړو وهي او یا هم کلک شیان خوري لکه میخونه او کاڼي- آیا دا کوډی کباړی دي او که دا حقیقت او کرامت دې؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه کوډګر چه کوم یادشوي کارونه کوي، ټول جادو او نظر بندي ده چه د خلکو نظر بندوي، لکه چه د موسی علیه السلام په زمانه کښی کوډګرو همدا کار کړې وو، او حتی موسی علیه السلام ته داسی ښکاریده چه ګنی د کوډګرو رسۍ او پړي منډی وهي، او حقیقت دا وو چه په حقیقت کښی دا هیڅ هم نه وو، الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﭤ ﭥ ﭦ ﭧ ﭨ ﭩ ﭪ ﭼطه: ٦٦.
ترجمه: موسی علیه السلام ته داسی په خیال کښی راتلل چه ګنی دغه همساوی او پړي منډی وهي.
له همدي کبله که د کوډګر په غونډه کښی که آیة الکرسي او معوّذتین – قل أعوذ برب الفلق او قل أعوذ برب الناس- سورتونه ولوستل شي نو د الله سبحانه وتعالى په حکم د هغه سحر او کوډی باطلی او خرابیږي.
او کرامت خو یواځی د موحدینو او نیکانو بندګانو لپاره وي، څوک چه له بدعاتو او خرافاتو څخه لری او جلا ګرزي.
ځکه کرامت دیته وايي چه مؤمن مسلمان ته یو څه خیر او یا کوم شر ورڅخه دفع او منع شي، خو د کرامت معنی دا نه ده چه هغه له کوم بل مؤمن څخه غوره او بهتر دې.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: آیا ساحر او کوډګر ته د علاج لپاره ورتلل روا دي؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه ساحر او کوډګر ته د علاج لپاره ورتلل روا نه دي؛ ځکه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم ورڅخه منع فرمایلی ده، لکه چه کله له رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم څخه د »نشری« ـ یعنی د سحر او کوډو علاج په بل سحر او کوډو باندي- په هکله پوښتنه وشوه، نو رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم وفرمایل: )هي من عمل الشیطان( رواه أبوداود؟
ترجمه: دا نشره هم یو شیطاني کار دې.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: آیا فالګر، غیب ګوي، کوډګر، کف خوان، او هغه چا ته ورتلل روا دي چه د علم غیب دعوا کوي؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه دغه ټولو ته ورتلل حرام او ناروا دي، بلکه پر هر مسلمان باندي له دوئ څخه منع کول او ویرول لازم دي، او ددوئ له رښتیا ګڼلو هم خلک منع کول لازم دي؛ ځکه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: )من أتى ساحراً أو كاهناً فصدّقه بما يقول, فقد كفر بما أنزل على محمد صلى الله عليه وسلم( رواه أهل السنن.
ترجمه: هر څوک چه کوډګر یا فالګر ته ورغې او د هغه وینا يي رښتیا وګڼله نو یقیناً دې پر هغه دین کافر شو چه پر محمد صلی الله علیه وسلم باندی رالیږل شوې دې.
همداراز رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم په حدیث شریف کښی فرمايي: (من أتی عرّافاً فسأله عن شيءٍ فصدقه لم تُقبَل له صلاة أربعین لیلة) رواه مسلم.
ترجمه: هر څوک چه فالګر ته ورغې او له هغه څخه يي د کوم شي پوښتنه وکړه او هغه يي رښتیا وګڼل نو دده لمونځ به تر څلویښت شپو پوری قبول نشي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: د سحر او کوډو څخه د ځان ژغورلو ښه علاج کوم دې که هغه د سحر څخه دمخه وي او که ورڅخه وروسته وي.؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه ښه علاج دا دې چه بنده د صباح او بیګا پر اذکارو او دعاګانو باندی پابندي وکړي، په ځانګړي توګه دا ذکر چه:
أ/ » بسم الله الذي لا یضر مع اسمه شيءٌ في الأرض ولا في السماء وهو السمیع العلیم« هر صباح او بیګا دری دری ځله.
ب/ »أعوذ بکلمات الله التامات من شر ما خلق«
او د خپل اولاد او اهل وعیال په دي دم باندی دمول چه : » أعیذکم بکلمات الله التامة من کل شیطان وهامة ومن کل عین لامة« لکه چه همداسی په حدیث شریف کښی راغلي دي.
ج/ همداراز دسورة الاخلاص – قل هو الله أحد- او معوذتین – قل أعوذ برب الفلق او قل أعوذ برب الناس- سورتونو لوستل صباح او بیګا دری دری ځله.
د/ همدارنګه د آیة الکرسي او د سورت بقری آخري دوه آیتونو لوستل د شپی لخوا.
دا خو د سحر او جادو څخه د بچ کیدو وقائي علاج، او که سحر او جادو واقع شي نو پر هغه چا چه سحر او کوډی او جادو شوې وي، باید دقرآنکریم آیتونه او په نبوي حدیثو کښی روایت شوي أذکار ولولي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: آیا دا حدیث صحیح دې چه : » تعلموا السحر ولا تعملوا به« یعنی جادو زده کړئ خو عمل پری مه کوئ.
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه دا حدیث په دروغو په رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم باندي جوړ شوې دې، او هیڅ صحت نلري؛ ځکه څرنګه کیداي شي چه هم له سحر څخه منع فرمايي، او هم وايي چه زده يي کړئ.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: آیا دا عقیده ساتل روا دي چه ستوري چا ته د خیر او شر رسولو تأثیر کولې شي.
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه دا عقیده ساتل روا نه دي؛ ځکه دا خبره هیڅ حقیقت نلري، بلکه دا کار شرک او د جاهلیت عقیده ده؛ ځکه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: )ان الله یقول: من قال مُطرنا بفضل الله ورحمته فهذا مؤمن بي کافر بالکوکب، ومن قال مُطرنا بنوءٍ کذا وکذا، فهذا کافرٌ بي مؤمن بالکوکب( رواه البخاري ومسلم.
ترجمه: بیشکه الله سبحانه وتعالى فرمايي: چا چه وویل: چه پر مونږ باندی د الله په فضل او مهربانۍ باندی باران وشو، نو داسی بنده پر ما مؤمن او د ستورو له بندګئ څخه منکر دې، او هغه څوک چه وايي: پر مونږ باندي د فلاني فلاني ستوري له کبله باران وشو، نو داسی بنده د ستوري بندګئ ته قایل او ځما له بندګئ څخه منکر دې.
ځکه د جاهلیت د زمانی د خلکو دا عقیده وه چه ستوري د باران په کیدو کښی تأثیر لري.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: دا عقیده لرل روا دي چه په راتلونکي کښی د واقع کیدونکو واقعاتو کښی د برجونو تأثیر شته لکه د »دلو« برج وغیره.
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: داسی عقیده لرل روا نه دي؛ ځکه علم غیب د الله تعالی خصوصیت او ځانګړتوب دې؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﭧ ﭨ ﭩ ﭪ ﭫ ﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰﭱ ﭼالنمل: ٦٥.
ترجمه: ورته ووایه أي پیغمبره! په ټولو اسمانونو او ځمکه کښی پر غیبو باندي له الله سبحانه وتعالى پرته بل څوک نه پوهیږي.
او بل دا چه د خیر رسونه او د شر دفع کونه یواځی د یو الله سبحانه وتعالى کار دې، نو څوک چه دا عقیده لري چه برجونو لره کوم تأثیر شته نو دا د شرک عقیده ده.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: آیا پر مونږ باندي دا لازم دي چه د الله تعالی په رالیږل شوي وحي باندی فیصلی وکړو؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه پر ټولو مسلمانانو باندي واجب او فرض دي چه خپلی ټولی فیصلی د الله تعالی پر رالیږلي وحي باندي وکړي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﯾ ﯿ ﰀﰁ ﰂ ﰃ ﰄ ﰅ ﰆ ﰇ ﰈ ﰉ ﭼالمائدة: ٥٠.
ترجمه: آیا دوئ د خپلو شخړو د حل وفصل لپاره د جاهلیت قانون غوره کوي؟ او د الله سبحانه وتعالى څخه بل څوک ښائسته فیصله کونکې شته؟ او دا نصیحت هم د هغه چا لپاره چه پر الله سبحانه وتعالى باندي باور لري.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: په الله سبحانه وتعالى پوری یا د هغه په آیاتونو پوری، یا د هغه په رسول صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم پوری او یا په اسلام پوری مسخری کول څه حکم لري؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه هغه څوک چه دغه کارونه کوي، نو کافر کیږي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗﮘ ﭼالتوبة: ٦٥ – ٦٦.
ترجمه: ورته ووايه أي پیغمبره! آیا پر الله تعالی او د هغه پر آیاتونو او د هغه په رسول صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم پوری تاسو ټوقی او ملنډی کوئ؟ تاسو )ددرواغو( عذرونه او بهانی مه کوئ، په تحقیق تاسو کافران شوي یاست وروسته له ایمان خپل څخه.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: د »لا إله إلاَّ الله« کلمی شرطونه کوم دي؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه د »لا إله إلاَّ الله« کلمی شرطونه اووه دي، او هغه:
۱/ د دغه کلمی په معنی باندی پوهیدل، او په هغی کښی چه کومه نفي او اثبات دي په هغی پوهیدل، چه د الله تعالی پرته له نورو ټولو معبودانو څخه د عبادت او بندګئ استحقاق نفی کول، او هغه یواځی یو الله تعالی ته ثابتول، او چه زړه د هغه څه په معنی باندي پوهیدل په کوم چه ژبه خوځیږي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽﰊ ﰋ ﰌ ﰍ ﰎ ﰏ ﭼمحمد: ١٩.
ترجمه: نو په دي پوهه شه چه نشته لائق د عبادت او بندګئ مګر خو یو الله سبحانه وتعالى دې.
همدارنګه فرمايي: ﭽ ﯩ ﯪ ﯫ ﯬ ﯭ ﯮ ﯯ ﭼالزخرف: ٨٦.
ترجمه: مګر هغه څوک چه ګواهي ورکړي د حق کلمي په داسی حال کښی چه هغه پری پوهیږي.
او رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: )من مات وهو یعلم أن »لا إله إلاَّ الله« دخل الجنة( رواه مسلم.
ترجمه: یو څوک چه په داسی حال کښی مړ شي چه هغه پوهیږي چه نشته لائق د عبادت او بندګئ مګر یواځی یو الله تعالی دې نو داسی بنده به جنت ته لاړ شي.
او عبادت لفظ هر هغه پټ او ښکاره وینا او کار چه الله سبحانه وتعالى يي خوښوي، ورته شامل دې.
۲/ یقین، یعنی د »لا إله إلاَّ الله« کلمی په معنی باندي داسی کلک علم او پوره پوهه چه له شک سره منافي وي، او داسی کلک اعتقاد چه د شک اچوونکي شک اچول پری تأثیر نه کوي؛ لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛﯜ ﯝ ﯞ ﯟ ﯠ ﭼالحجرات: ١٥.
ترجمه: بیشکه رښتیني مؤمنا هغه کسان دي چه ایمان او باور لري پر الله تعالی او د هغه پر رسول صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم باندي او د دغه ایمان څخه وروسته بیا ده ته کوم شک شبهه په خپل اعتقاد کښی نه پیدا کیږي، او جهاد کوي پخپل مال او ځان باندي په لاره د الله سبحانه وتعالى کښی، نو همداسی کسان رښتیني دي د ایمان په دعوا کښی.
او رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: )من قال أشهد أن لا إله إلا الله، وأني رسول الله، لا يلقى الله بها عبدٌ غير شاكٍ فيها إلا دخل الجنة( رواه مسلم.
ترجمه: چا چه ددی کلمی ګواهي ورکړه چه »لا إله إلاَّ الله« یعنی نشته لائق د عبادت او بندګئ مګر یواځی یو الله سبحانه وتعالى دې، او زه ـ یعنی محمد صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم ـ د الله تعالی رسول یم، نه مخامخ کیږی هیڅ بنده د الله تعالی سره چه دا کلمه يي ویلي وي او هیڅ ډول شک ورته پکښی نه وي، مګر جنت ته به ننوځي.
۳/ هغه اخلاص چه له شرک سره منافي وي، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽﮆ ﮇ ﮈ ﮉﮊ ﭼالزمر: ٣.
ترجمه: خبردار! خاص یواځی یو الله سبحانه وتعالى لره دې دین او عبادت خالص.
همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝ ﮞ ﮟ ﮠﭼالبينة: ٥.
ترجمه: او حکم نه وو شوې دوئ ته مګر ددي خبری چه دوئ دي عبادت او بندګي کوي یواځی د یو الله سبحانه وتعالى په داسی حال کښی چه خالص کونکي وي الله تعالی ته د خپل دین او عبادت، او په داسی حال کښی چه ټینګ ولاړ وي پر حق او مایل نه وي باطل ته.
او رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: )أسعد الناس بشفاعتي من قال: »لا إله إلاَّ الله« خالصاً مخلصاً من قلبه( رواه البخاري.
ترجمه: دقیامت په ورځ زما د شفاعت ډیر حقدار او پری ډیر نيكبخت هغه څوک دې چه د زړه له اخلاصه د »لا إله إلاَّ الله« کلمه ووايي.
۴/ محبت، یعنی د »لا إله إلاَّ الله« کلمی او د هغی د معنی او محتوا سره محبت کول، او پری خوشحالیدل؛ لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍﮎ ﭼالبقرة: ١٦٥.
ترجمه: ځینی خلک داسی دي چه له الله سبحانه وتعالى پرته هغه ته نور شریکان او ځان ته معبودان نیسي چه داسی محبت او مینه ورسره کوي لکه چه د الله تعالی سره کیږي، خو مؤمنان ډیر زیات محبت یواځی له یو الله سبحانه وتعالى سره لري.
او رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: (ثلاث من كُنَّ فيه وجد بهن حلاوة الإيمان: أن يكون الله ورسوله أحب إليه مما سواهما، وأن يحب المرء لا يحبه إلا لله، وأن يكره أن يعود في الكفر بعد أن أنقذه الله منه كما يكره أن يقذف في النار) رواه مسلم.
ترجمه: دری خصلتونه او خویونه دي چه په چا کښی راشي نو د ایمان خوند او خوږوالې به پری ومومي:
لومړې: چه الله سبحانه وتعالى او د هغه پیغمبر صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم ورته له نور هر چا ډیر ګران او محبوب وي.
دوهم: او چه له یو بل بنده سره مینه او محبت یواځي د یو الله تعالی د رضا او خوشحالۍ لپاره کوي.
دریم: او چه له کفره خلاصیدو وروسته بیرته کفر ته ورګرزیدل داسی بد وګڼي لکه چه په اور کښی غورزول کیږي.
۵/ د »لا إله إلاَّ الله« داسی په رښتیا سره ویل چه له هر ډول دروغو سره منافي وي، او د نفاق او منافقت مخه نیسي، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﭼالعنكبوت: ٣.
ترجمه: نو خامخا به الله معلوم کړي هغه کسان چه رښتیني دي په خپله دعوا کښی، او خامخا به الله تعالی معلوم کړي الله دروغجن په خپله دعوا کښی.
همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﭣ ﭤ ﭥ ﭦ ﭧﭨ ﭩ ﭪ ﭫ ﭬ ﭼالزمر: ٣٣.
ترجمه: او هغه څوک چه رښتیا راوړي او پخپله هم د رښتیاو تصدیق کوي، نو همداسی خلک همدوئ متقیان دي.
او رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: )من مات وهو یشهد أن »لا إله إلاَّ الله«، وأن محمداً رسول الله صادقاً من قلبه دخل الجنة( رواه أحمد.
ترجمه: یو څوک چه په داسی حال کښی مړ شي چه دا ګواهي کوي چه نشته لائق د عبادت مګر یواځی یو الله تعالی دې، او محمد صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د الله تعالی رښتینې پیغمبر دې، او دا ګواهي يي د زړه نه وي او په رښتیا سره وي نو جنت ته به ننوځي.
۶/ د »لا إله إلاَّ الله« کلمی حقوقو ته په پوره توګه غاړه ایښودل، یعنی هغه اعمال چه ددی کلمی په وینا سره پر بنده لازمیږي خاص د یو الله تعالی لپاره او د هغه د رضامندۍ او خوشحالۍ په خاطر یي وکړي او انجام یي کړي، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﯜ ﯝ ﯞ ﯟ ﯠ ﭼالزمر: ٥٤.
ترجمه: او راوګرزئ خپل پروردګار ته او غاړه کیږدئ هغه ته.
همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓﮔ ﭼلقمان: ٢٢.
او هغه څوک چه غاړه کیږدي او ګردن نهاد شي یواځی یو الله ته په داسی حال کښی چه دې نیکوکار هم وي او نیک عملونه هم کوي، نو بیشکه ده منګولی ولګولی پر ټینګه رسئ باندي.
۷/ ددی کلمی داسی منل چه د هغی د ردولو احتمال ونلري؛ ځکه کیداي شي یو څوک دا کلمه وپیژني او وايي يي هم، خو کله چه يي یو داعي او بلونکې دی کلمی منلو ته راوبلي د تعصب او تکبر له کبله يي نه مني، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﭼالصافات: ٣٥.
ترجمه: بیشکه دوئ ته چه به د »لا إله إلاَّ الله« کلمه وویل شوه نو د هغی له منلو څخه به يي ځان لوي ګڼلو او ورڅخه انکار به يي کولو.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: د اسلام ماتوونکي شیان څو دي؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه چه: د اسلام ماتوونکي شیان لس دي، او هغه دا چه:
١/ دالله تعالى سره په عبادت او بندګئ کښی شرک کول ، لكه چه الله تعالى په قرآن کريم فرمايي : ﭽ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐﮑ ﭼالنساء: ١١٦ ترجمه: يقينا بيشكه الله تعالى بښنه نه کوي د هغه ګناه چه د الله تعالى سره شرک وکړى شي، او هغه ګناهونه چه له شرک ځینی راښکته وي الله تعالی يي بخښي هغه چاته چه يى خوښه شي .
* همدارنګه الله تعالى فرمايي : ﭽ ﭺ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﭼالمائدة: ٧٢.
ترجمه: بيشکه شان دا دې چا چه د الله تعالى سره شرک وکړو، پس يقينا الله تعالى په هغه باندى جنت حرام کړى دى ، او د ده ځاي اور دى ، او ظالمانو)مشرکانو( لره هيڅ مددګاران نشته.
د الله تعالى سره په عبادت او بندګئ کښی د شرک ځني مثالونه:
لكه د مړونه نه دعا او د حاجت غوښتل ، د مرستى او مدد او كومك غوښتل، دهغوي په نوم ذبحي)حلالکي( او نذر نياز کول، لکه د پيريانو او د قبرونو په نوم ذبحي کول .
٢/هغه څوک چه د خپل ځان اود الله تعالى په منځ کې واسطه ګرځوى ، چه هغوي بلي او ورڅخه د سفارش غوښتنه کوي او په هغوي باندي اعتماد او بروسه کوى ، نودا په اتفاقي توګه کافر دى؛ لکه چه الله تعالی فرمايي: ﭽ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﭼالجن: ٢٠.
ترجمه: ورته ووایه أي پیغمبره! بیشکه شان دا دې چه زه رابلم یواځی پروردګار خپل او شریکوال او برخوال نه ګڼم د الله سبحانه وتعالى سره هیڅ څوک.
٣/ هغه څوک چه مشرکانوته کافر نه وايي ، اويا د هغوي په کفرکې شک کوي، اويا د هغوي مذهب او دين ته صحيح وايى ، نودا کافر دى؛ ځکه پر کفر رضا کیدل او خوشحالیدل هم کفر دې، او بل دا چه ده دلته پر کفر اعتراف وکړ او انکار يي تری ونکړ، نو ګویا ده ورسره په دغه کفر باندي موافق دې.
٤/ هغه څوک چه دا عقيده ساتى چه د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د طريقي څخه په غير د بل چا طريقه کامله اوپوره ده ، او يا د بل چا فيصله دده د فيصلى څخه غوره او ښائسته ده، لکه هغه څوک چه د طاغوطانو حکم د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د حکم څخه غوره بهتر ګڼي ، نوداسی شخص په اجماع د امت سره کافر دى.
٥/هغه څوک چه بغض اوکينه وکړي د هغه شريعت او دين سره چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم راوړې دې، اګرکه پخپله پری عمل هم وکړى، نودا کافردى، لکه چه الله تعالى فرمايي : ﭽ ﯦ ﯧ ﯨ ﯩ ﯪ ﯫ ﯬ ﯭ ﯮ ﭼمحمد: ٩. دغه )هلاکوالى اود دوئ د اعمالوتخريب په سبب ددى دى چه( بيشکه هغوي بد ګڼلى دى هغه )قرآن( چه نازل کړى دى الله تعالى ) پر محمدصلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم( باندي، پس الله تعالى عبث کړل )نيک( عملونه د دوئ.
٦/ هغه چاچه د رسول الله r د دين څخه په يو شي پسي ټوقي وکړى ، اويا يي د يوشي په سزا او ثواب پوري ټوقي وکړى، نو دى سړى په الله تعالى باندي کفر وکړ، لکه چه الله تعالى فرمايي :ﭽ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗﮘ ﭼالتوبة: ٦٥ – ٦٦.

٧/ جادوکول، چه ځینی يي ددي لپاره وي چه دخاوند اوښځي تر منځ جُدائى او بي اتفاقي راولى ، اويا هم د خاوند او ښځى په مينځ کې مينه او محبت پيدا کړى ، نو هر چاچه دا کاروکړ اوپري راضي شو، نودي سړى په حقیقت کښی کفر وکړ په الله تعالى باندي ، ځکه الله تعالى فرمايي : ﭽ ﭪ ﭫ ﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴﭵ ﭼالبقرة: ١٠٢. ترجمه: اوښودنه نه کوله دي دواړو ملائكو هيچاته د سحر او د جادو تردي پوري چه دوي به وويل )په طريقه دنصيحت( بيشكه يقينا مونږد امتحان لپاره يو، نو ته کفرمه کوه په ) جادو زده كولو سره(
٨/ د مشرکانوسره د مسلمانانو په مقابل کې مرسته او مدد کول ، لکه چه الله تعالى فرمايي : ﭽ ﭟ ﭠ ﭡ ﭢ ﭣﭤ ﭥ ﭦ ﭧ ﭨ ﭩ ﭪ ﭫ ﭼالمائدة: ٥١.
ترجمه: او هغه چاچه له تاسوڅخه د هغوئ)مشركانو( سره دوستانه وکړه نو بيشكه يقينا دى د هغوئ له جملى او جماعت څخه دي ، يقينا الله تعالى ظالم او عنادي قوم ته لارښوونه كوي او توفيق د هدايت نه ورکوي.
٩/ چا چه دا عقيده وساتله چه د ځيني خلکو لپاره جايز دي چه د رسول الله صلى الله عليه وآله وصحبه وسلم د شريعت څخه ووځي، لکه څرنګه چه خضر علیه السلام د موسى عليه ا لسلام دشريعت څخه وتلى وو، او ياځني صوفيان دا عقيده ساتي چه شرعي تکاليف تري معاف دي ، چاچه داعقيده وساتله نو هغه سړى کافر دى ، لکه چه الله تعالى فرمايي : ﭽﭯﭰﭱﭲﭳﭴﭵﭶﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭼآل عمران: ٨٥.
ترجمه: او هغه څوک چه لټوي او غوره کوي پرته له اسلام څخه بل دین، نو هیڅکله به تری ونه منل شي، او حال دا چه هغه به په آخرت )قیامت( کښی له زیانمنو خلکو ځیني وي.
١٠/ دالله تعالى ددين څخه مخ اړول ، چه نه يى زده کوي اونه پرى عمل کوي ، لکه چه الله تعالى فرمايي : ﭽ ﭛ ﭜ ﭝ ﭞ ﭟ ﭠ ﭡ ﭢ ﭣﭤ ﭥ ﭦ ﭧ ﭨ ﭩ ﭼالسجدة: ٢٢.
ترجمه: اوڅوک ډير لوئ ظالم دى د هغه چانه چه بيان کړى شي هغه ته آياتونه د رب پروردګار خپل سره له هغي هم بيامخ اړوي د هغو نه يقينا مونږ د مجرمانونه بدله اخستونکي يو.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: لومړې رسول څوک دې؟ او آخرنې رسول څوک دې؟ او له پیغمبرانو علیهم السلام څخه وروسته په ټولو انسانانو کښی غوره او بهتر څوک دې؟ ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه لومړې رسول نوح علیه السلام دې، او تر ټولو وروستنې رسول محمد صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم دې، او له پیغمبرانو علیهم السلام څخه وروسته په ټولو انسانانو کښی غوره او بهتر خلك صحابه كرام رضي الله عنهم دي، او بیا په صحابه کرامو رضي الله عنهم کښی بهتر او غوره لومړې خلیفه ابوبکر صدیق رضي الله عنه دې، او ورپسی دوهم خلیفه عمر فاروق رضي الله عنه دې، او بیا دریم خلیفه عثمان بن عفان رضي الله عنه دې، او بیا څلورم خلیفه علي بن ابي طالب رضي الله عنه دې، او بیا نور صحابه کرام رضي الله عنهم .
او ټول صحابه کرام رضي الله عنهم د اسلام د څلورو واړو خلیفه ګانو پر خلافت سره راټول او خوشحاله وو، او ټولو صحابه کرامو رضي الله عنهم په خپلو منځ کښی یو تربله سره مینه او محبت درلود؛ له همدی کبله څلورم خلیفه علي بن ابي طالب رضي الله عنهم خپلو اولادونو باندي له ده څخه د مخکنیو دری خلفاؤ نومونه ايښی وو، چا ته يي ابوبکر، چا ته عمر، او چا عثمان نومونه ایښي وو، نو له دي څرګنده ده چه هغه خلک دروغ وايي چه صحابه کرامو رضي الله عنهم له اهل بیت رضي الله عنهم سره مینه او محبت نه درلود.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: د صحابه کرامو رضي الله عنهم په هکله ځمونږ فرض څه دي؟ او هغه څوک چه صحابه کرامو رضي الله عنهم ته ښکنځل کوي څه حکم لري؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه د صحابه کرامو رضي الله عنهم په هکله ځمونږ فرض دادي چه له هغوئ سره محبت او مینه ولرو، د هغوئ احترام او درناوې وکړو، او هغوئ ته نیکی نیکی دعاوی وکړو؛ ځکه الله سبحانه وتعالى له هغوئ ټولو څخه راضي او خوشحاله وو، او له دوئ څخه يي په دغه رضا او خوشحالئ کښی هیڅوک مستثنی کړې نه دې؛ لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﭹ ﭺ ﭻ ﭼ ﭽﭾ ﭼالمجادلة: ٢٢.
ترجمه: الله سبحانه وتعالى له دوئ ـ صحابه کرامو رضي الله عنهم ځینی راضي او خوشحاله دې، او دا صحابه کرام رضي الله عنهم له الله سبحانه وتعالى ځینی راضي او خوشحاله دي.
همداراز د مؤمنانو د میاندو د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د بیبیانو او ښځو سره هم د مورولۍ او لکه د مور په شان محبت او مینه او د هغوئ احترام او درناوې فرض دې، او په هغوئ کښی کومی یوی ته نعوذ بالله ښکنځل کول حرام او یو ډیر لوئ ناروا کار دې؛ ځکه دا کار له کبیره ګناهونو څخه دې؛ لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﯞ ﯟﯠ ﭼالأحزاب: ٦.
ترجمه: او د پیغمبر صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم ښځی د مؤمنانو میاندی دي.
نو د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم ټولی ښځی د مؤمنانو میاندی دي؛ ځکه الله تعالی له دوئ څخه کومه یوه مستثنی کړی نه ده.
همدارنګه د ابو سعید الخدري رضي الله عنه په حدیث شریف کښی رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: )لا تسبوا أصحابي، فلو أن أحدکم أنفق مثل أُحُدٍ ذَهَباً ما بلغ مُدَّ أحدهم ولا نصیفه( رواه البخاري ومسلم.
ترجمه: تاسو ښکنځل مه کوئ ځما صحابه کرامو رضي الله عنهم ته، که چیری یو له تاسو څخه د اُحُد د غره په اندازه طلا او سره زر خرچ او خیرات کړي نو د هغوئ یوی لپی دانی خرچ کولو ثواب ته نه رسیږي بلکه د هغوئ نیمه لپه دانو خرچ کولو ثواب ته هم نه رسیږي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: که څوک له صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه یو تن ته یا له امهات المؤمنین څخه کومی یوی ته ښکنځل وکړي نو څه سزا لري؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه که څوک له صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه یو تن ته یا له امهات المؤمنین څخه کومی یوی ته ښکنځل وکړي نو سزا يي دا ده چه هغه به د الله سبحانه وتعالى له رحمت څخه لری وشړل شي، او پر هغه باندی به تل د الله تعالی لعنت وي، لکه چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم فرمايي: ) من سبّ أصحابي فعلیه لعنة الله والملائکة والناس أجمعین( رواه الطبراني.
ترجمه: هر چا چه زما صحابه کرامو رضي الله عنهم ته ښکنځل وکړل نو پر هغوئ دي د الله سبحانه وتعالى لعنت وي او هم دي پری د ملائکو او ټولو خلکو لعنت وي.
او د مسلمانانو فرض دا دي چه دداسی خلکو چه کوم صحابي رضي الله عنه او یا له امهات المؤمنین رضي الله عنهم أجمعین څخه کومی یوی ته ښکنځل کوي په پوره عزم او کلکه اراده د هغوئ مخه ونیسي، او په ټولنه کښی سپک سپاند شي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه: آیا له دي آیت کریمه څخه دا معلومیږي چه د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم څخه د هغه له وفات څخه وروسته هم د استغفار غوښتنه وشي، چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﮫ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﭼالنساء: ٦٤.
ترجمه: کچیری دا منافقان په هغه وخت کښی چه پر خپلو ځانونو باندی ظلم کړې وو، تا ته راغلي واي او پخپله يي له الله سبحانه وتعالى څخه د خپلو ګناهونو بخښنه غوښتلي واي، او هم رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم ورته ددوئ د ګناهونو د بخښنی غوښتنه کړی واي نو دوئ به الله سبحانه وتعالى ډیر توبه قبلوونکې او مهربانه او رحم کونکې میندلاي وو.
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه له رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم څخه دغه د استغفار غوښتنه د هغه صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د ژوند پوری خاص ده، او د هغه له وفات څخه وروسته روا نه ده چه څوک قبر ته ورشي او ورڅخه وغواړي چه دده لپاره استغفار وغواړي؛ ځکه په هیڅ صحیح حدیث کښی ثابت نه دي چه صحابه کرام رضي الله عنهم دي د هغه له وفات څخه وروسته هغه صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم ته ورغلي وي او له هغه څخه یي غوښتنه کړي وي چه له دوئ لپاره استغفار وغواړي.
بل دا چه کله چه ام المؤمنین عائشی رضي الله عنها له رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم څخه وغوښتل چه هغی ته دعا وکړي او هغی لپاره د هغی له مرګ څخه وروسته د استغفار غوښتنه وکړي، نو رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم ورته وفرمایل: که زه ژوندې ووم نو ستا لپاره به استغفار هم وغواړم او نوره دعا به هم درته وکړم. دا حدیث شریف په صحیح بخاري کښی شته.
نو دلته دا حدیث شریف د دغه مخکني آیت شریف تفسیر او توضیح کوي، او دا څرګندوي چه له رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د استغفار غوښتنه د هغه د ژوند پوری خاصه ده، او د هغه له وفاته وروسته دغسی کار روا نه دې.
پاي
همدا چه مخکښی مو ولوستل د څلورو امامانو او د هغوئ د صحیحو پیروانو عقیده ده، کومه چه د رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د لارښوونی او تګ لاری سره موافق او برابره ده.
نو اي مسلمانانو وروڼو او خویندو! تاسو باید پر حق کلکي او ټینګی منګولی ولګوئ، او هغی ته نور خلک راوبلئ، او له شرک او د هغی له وسائلو څخه خلکو منع کړئ او ورڅخه یي ویروئ، او ډیر بیدا اوسئ هسی هغه کسانو کښی رانشئ چه رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم د هغوئ په هکله فرمايي: تر هغه به قیامت رانشي ترڅو چه زما د امت څخه څه قبیلی د مشرکینو سره یوځاي نشي، او ترڅو چه زما د امت څخه څه قبیلی د بتانو عبادت او بندګي ونکړي. دحدیث شریف سند صحیح دې.
او رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم هم له الله سبحانه وتعالى څخه غوښتي وو چه د هغه قبر ددعا او عبادت ځاي ونه ګرزوي، چه خلک ورڅخه مرستی کومکونه شفاعتونه غواړي، لکه چه ځیني جاهلان او ناپوهان خلک دغه کارونه د پیغمبرانو او نیکانو بندګانو د قبرونو ترڅنګ کوي، نو رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم وفرمایل: )اللهم لا تجعل قبري وثناً یُعبَد، اشتدّ غضب الله علی قومٍ اتخذوا قبور أنبیائهم مساجد( رواه مالک في الموطأ.
ترجمه: اي الله زما قبر څخه بُت مه جوړوه چه عبادت او بندګي يي کیږي، د الله تعالی غضب او غوصه ډیره سخته ده په هغه چا باندي چه د خپلو پیغمبرانو له قبرونو څخه مسجدونه او عبادتکاهونه جوړوي او هلته عبادتونه او بندګي کوي.
او له هغه ضعیفو او درواغو جوړو شوو أحادیثو څخه ځان وساتئ چه له حق څخه مخالف وي، او هم د څلورو امامانو رحمهم الله له اجماع سره مخالف وي.
وصلی الله وسلم علی نبینا محمد وعلی آله وصحبه أجمعین