أبو زكريا
_20 _August _2013هـ الموافق 20-08-2013م, 10:11 AM
تسهيل تعلم التوحيد
من عقيدة الأئمة الأربعة
بلغة الـــــ"ـــــبشتو"
إعداد
نخبة من طلبة العلم
تقديم:
فضيلة الشيخ صلاح بن محمد البدير
إمام المسجد النبوي الشريف وخطيبه
والقاضي بالمحكمة العامة بالمدينة المنورة
ترجمه إلى لغة البشتو
د. أبو زكريا إسماعيل العبد الغفار
دڅلورو امامانو
له عقیدی څخه
د توحيد اسانه زده كړه
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله الذي حكم فأحكم، وحلَّل وحرَّم، وعرَّف وعلَّم، وفقَّه في دينه وفهَّم، وأشهد أن لا إله إلاَّ الله وحده لا شريك له، مهَّد قواعد الدين بكتابه المحكم، وأنزله هداية لجميع الأمم، وأشهد أن نبينا محمداً عبد ورسوله المبعوث للعالمين من عرب وعجم، بملة حنيفية وشرعة بالمكلفين بها حفية، فلم يزل يدعو بها، وإليها ويناضل ببراهينها عليها ويحمي بقواطعها جانبيها، صلى الله عليه وعلى آله وأصحابه والسائرين على ذلك السبيل، وسائر المنتمين إلى ذلك القبيل.
أما بعد:
دغه رساله-چه «تسهيل تعلم التوحيد من عقيدة الأئمة الأربعة» نومیږي، او یو څو محصلینو په ګډه تیاره کړی ده- ما وکتله، دغه رساله د صحیحی عقیدی سره موافقه ده، او د مسألو په اثبات کښی زمونږ د پخوانیو نیکانو علماؤ په طریقو باندی تللی ده، چه د هغوﺉ طریقه د قرآنکریم او د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم د سنتو څخه د خپل دین زده کول وو، او هر کله چه په دغه رساله کښی د توحید اړینه موضوع او نور مهم مسایل بیان شوی دي نو زما وصیت دا دې چه دغه رساله دی چاپ شي او په خلکو کښی دي خپره شي چه استفاده ورڅخه وشي، د الله جل جلاله څخه دعا غواړم چه هر هغه چا ته چه دغه رساله ولولي ورته پری ګټه ورسوي، او هغه چاته چه ددی رسالی په تیارولو کښی يي کوښښ کړې دې بهترینه بدله ورکړي.
وصلی الله وسلم علی نبینا محمد وعلی آله وصحبه أجمعین.
لیکنه: صلاح بن محمد البُدَیر
په مسجد نبوي شریف کښی امام اوخطیب
او د مدینی منوری په محکمه کښی قاضي
سریزه
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد سيد المرسلين، وعلى آله وأصحابه أجمعين. أما بعد:
دا یوه ګټوره رساله ده چه په هغه مسایلو کښی لیکل شوی ده چه پر انسان باندي يي زده کول فرض او لازم دي، چه هغه د توحید هغه مسایل دي چه د اهل السنت والجماعت د څلورو مذهبونو د امامانو او علماؤ رحمهم الله د کتابونو څخه راغونډ شوي دي، څوک چه د اهل السنت والجماعت په عقیده کښی سره یو شان دي او په عقیدوي امورو کښی سره اختلاف نلري.
نو ګرانه لوستونکیه! که ته ددغه څلورو مذهبونو څخه د کوم یو پیروان یي نو همدا ستا د امام عقیده ده، او لکه څرنګه چه يي په فروعي احکامو کښی پیروي کوی همدغه شان يي په عقیده کښی هم پيروي وکړه، او دا رساله د سوال او جواب په شکل برابره شوی ده، له الله سبحانه وتعالى څخه غوښتنه کوو چه ټولو ته د حق د منلو توفیق ورکړي، او مونږ ټولو ته د توحید او اخلاص او هم د خوږ رسول محمد صلى الله عليه وسلم د پیروۍ توفیق راکړي.
وصلی الله علی نبینا محمد وعلی آله وصحبه وسلم تسلیما
س: که درڅخه وپوښتل شي چه ستا پروردګار څوک دې؟
ج: نو ورته ووایه: چه زما پروردګار یو الله تعالی دې.
س: د «رب» څه معنا ده؟
ج: نو ورته ووایه: د «رب» معنی دا ده چه هغه مطلق پادشاه دې، یواځی همغه د عبادت او بندګۍ وړ او لایق دې، د ټولو مخلوقات پیدا کونکې دې، ددی ټول عالم تدبیر کونکې دې، انسان ته صورت او شکل بښونکې دې، پالونکې دې، هیڅ شې د هغه له اجازی پرته پیدا کیدې نشي او نه هم د هغه له اجازی او ارادی پرته کوم حرکت کولې شي.
س : د «الله» څه معنی ده؟
ج: یعنی هغه الله چه پر خپلو ټولو بندګانو د عبادت او بندګۍ مستحق او لایق دې.
س: که درڅخه وپوښتل شي: چه الله تعالی چیرته دې؟
ج: نو ورته ووایه: زما پروردګار پورته د عرش دپاسه دې؛ لکه چه الله جل جلاله پخپله فرمايي:ﭽﮉﮊﮋﮌﮍﭼطه: ٥.
ترجمه: مهربان الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى د عرش دپاسه دې.
او پر عرش دپاسه اوچتوالې يي حقیقي دې خو هسی پورته والې او اوچتوالې چه د هغه شان، جلال او الوهیت سره وړ او لایق وي، چه هیڅ ډول تشبیه تمثیل او تکییف او تعطیل پکښی نشته.([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/#_ftn1)).
خو هیڅکله مه وایه چه زما پروردګار په هرځاي کښی دې؛ ځکه اوچتوالې او پورته والې د مدحی او ستاینی صفت دې؛ له همدی کبله مونږ په سجده کښی وایو: سبحان ربي الأعلی، یعنی زما پروردګار ډیر اوچت دې.
او بل له دی کبله چه ټول امت مسلمه پر دي اجماع کړی ده چه الله تعالی ځمکی ته نه راکوزیږي، او هغه څوک چه دا عقیده لري چه الله تعالی په کوم مخلوق حلول کوي او په هغه کښی ننوځي نو دغسی بنده پر کفر او له اسلام دین څخه پر وتلو يي اجماع کړی ده.
هو، دا ثابته ده چه الله تعالی دی نژدی اسمان ته راکوزیږي، خو هسی راکوزیدل چه د هغه د جلال لويي او شان سره مناسب وي، خو ددغه راکوزیدلو صفت کیفیت هم له الله تعالی پرته بل چا ته ورمعلوم نه دې، او دا راکوزیدل يي په هغه وخت کښی وي چه کله د شپی وروستۍ دریمه برخه پاتی شي، نو راکوز شي او وايي: (هل من داعٍ فأستجیب له)؟ یعنی څوک دُعا غوښتونکې شته چه دُعا یي قبوله کړم؟ لکه چه همدا روایت د صحیح بخاري او صحیح مسلم په روایت کښی ثابت دې.
او هر چه هغه آیت کریمه دې چه پکښی الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي:ﭽﭮﭯﭰﭱﭲﭳﭼالحديد: ٤.
يعني الله تعالي له تاسو سره دې هر چيری چه تاسو یاست، نو دغه معیت د علم او قدرت په اعتبار دې؛ ځکه د هغه له علم او قدرت څخه هیڅ شې بهر نه دې.([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/#_ftn2)).
س: كه درڅخه وپوښتل شي چه ته خپل پروردګار په څه پیژنی؟
ج: نو ته په جواب کښی ووایه: چه زه یي د هغه په آیتونو، نښو او مخلوقاتو باندی پیژنم؛ لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽﯗﯘﯙﯚﯛﯜﭼ فصلت: ٣٧.
ترجمه: د الله تعالی د قدرت له نښو څخه شپه ورځ، او لمر او سپوږمۍ دي...
همدارنګه د هغه دمخلوقاتو څخه اوه اسمانونه، اوه ځمکی او هغه مخلوقات چه په دی دواړو مجموعو کښی دي.
همدارنګه د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى د قدرت د نښو او دلایلو څخه د الله تعالی دا وینا ده چه فرمايي:ﭽﮅﮆﮇﮈﮉﮊﮋﮌﮍﮎﮏﮐﮑﮒﮓﮔﮕﮖﮗﮘﮙﮚﮛﮜﮝﮞﮟﮠﮡﮢﮣﮤﮥﮦﮧﭼالأعراف: ٥٤.
ترجمه: بيشكه ستاسو پروردګار هغه ذات دې چه اسمانونه او ځمکه يي په شپږو ورځو کښی پیدا کړل، بیا پورته ا و اوچت شو د عرش دپاسه، پټوي پر شپه باندی ورځ چه ورپسی وي په تیزۍ او منډه سره، او پیدا کړي یي دي لمر سپوږمۍ او ستوري په داسی حال کښی چه د الله تعالی د حکم تابعدار او غاړه ایښوونکي دي، خبردار! خاص الله تعالی لره دي پیدا کول او حکم کول، نو د برکت خاوند دې الله تعالی چه پروردګار او پالونکې د عالمیانو دې.
س: که له تا څخه وپوښتل شي چه ته الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى د څه لپاره پيدا کړې يي؟
ج: نو ورته ووایه: چه ددي لپاره يي پیدا کړې یم چه یواځی د همغه عبادت او بندګي وکړم، او هیڅ ډول شریک او برخمن ورسره ونه منم، او هم یي هر حکم ته غاړه کیږدم، او له هری منعی او نهی څخه يي ځان وساتم؛ ځکه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي:ﭽﭳﭴﭵﭶﭷﭸﭹﭼالذاريات: ٥٦.
ترجمه: ما نه دي پيدا کړي انسانان او پیریان مګر ددي لپاره مي پیدا کړي دي چه یواځی ځما عبادت او بندګي وکړي.
همدراز فرمايي:ﭽﮖﮗﮘﮙﮚﮛﮜﮝﭼالنساء: ٣٦.
ترجمه: عبادت او بندګي وکړۍ یواځی د یو الله تعالی، او د هغه سره هیڅ څیز شریک او برخمن مه ګڼۍ او مه يي منئ.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه تر ټولو لویه ګناه کومه ده چه د الله څخه پری سرغړونه کیږي؟
ج: نو ورته ووایه: چه تر ټولو لویه ګناه چه د الله تعالی څخه پری سرغړونه کیږي هغه شرک دې؛ لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي:ﭽﭦﭧﭨﭩﭪﭫﭬﭭﭮﭯﭰﭱﭲﭳﭴﭵﭶﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭾﭿﮀﮁﮂﮃﮄﮅﮆﮇﮈﮉﮊﭼالمائدة: ٧٢.
ترجمه: خامخا بيشكه كافر شوي دي هغه كسان چه وايي: بیشکه الله همدا مسیح بن مریم( عيسى) عليه السلام دې، حال دا چه عیسی عليه السلام دوﺉ ته ویلي وو: اي بني اسراییلو! یواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړﺉ چه زما او هم ستاسو پروردګار او پالونکې دې؛ ځکه بیشکه هغه څوک چه شرک وکړي د الله تعالی سره نو بیشکه حرام کړ الله تعالی پر هغه باندی جنت، او ځاي د ورتللو د هغه اور دې او نشته ظالمانو لپاره څوک مرستندویه او کومکي.
د شرک تعریف: شرک دیته وايي چه یو څوک د الله تعالی سره سیال وګڼي او وه یي مني، که هغه کوم پادشاه وي، که پیغمبر وي، او که کوم ولي وي، چه پرته له الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى، یا د الله تعالی تر څنګ هغه رابلي، او (په مافوق الأسباب امورو کښی)د خیر امید او هیله ورڅخه ورکوي، او یاهم غیبي ویره ورڅخه کوي، او یا بروسه او اعتماد پری کوي، او یا نور عبادتونه ورته کوي، او یا د عبادت او بندګۍ کوم ډول او نوع ورته کوي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه د عبادت معنی څه ده؟
ج: نو ورته ووایه: چه عبادت یو جامع نوم دې چه ټولو هغه ویناګانو او باطني او ظاهري اعمالو او کارونو ته شامل دې چه الله تعالی ورسره مینه کوي او خوښوي يي.
د عبادت او بندګۍ له انواعو او ډولونو څخه یوه دُعا ده؛ لکه چه الله تعالی فرمايي:ﭽﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭾﭼالجن: ١٨.
ترجمه: او بيشكه مسجدونه خاص د الله تعالی لپاره دي، نو تاسو د الله تعالی سره بل څوک مه ر ابلۍ.
دلیل يي دا دې چه د الله تعالی پرته د بل چا رابلل کفر دې لکه چه الله تعالی فرمايي:ﭽﯥﯦﯧﯨﯩﯪﯫﯬﯭﯮﯯﯰﯱﯲﯳﯴﯵﯶﯷﯸﭼالمؤمنون: ١١٧.
ترجمه: او هغه څوک چه د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى تر څنګ بل معبود هم رابلي، حال دا چه په دغه کار باندی ورته هیڅ دلیل نشته، نو ددغسی خلکو حساب کتاب د الله سره دې همغه به ورسره حساب کوي، بیشکه شان دادې چه کافران نه کامیابیږي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه آیا دُعا هم عبادت دې؟
ج: نو ورته ووایه چه دُعا د عبادت له لویو انواعو او ډولونو څخه ده؛ لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي:ﭽﭝﭞﭟﭠﭡﭢﭣﭤﭥﭦﭧﭨﭩﭪﭫﭼغافر: ٦٠.
ترجمه: او فرمایلي دي پروردګار ستاسو چه یواځی ما پخپلو حاجتونو کښی دروبلۍ نو زه به ستاسو دُعا قبوله کړم، بیشکه هغه څوک چه لويي کوي او ځان لوي ګڼي زما له عبادت او بندګۍ څخه زر به دوزخ ته ننوځي په داسی حال کښی چه ذلیل او سپک کړې شوې به وي.
او په حدیث شریف کښی هم راځي رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم فرمایي: «الدُّعاء هو العبادة». رواه الترمذي وصححه الألباني.
ترجمه: دُعا همدا عبادت او بندګي ده.
س: لومړنی فرض چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى پر خپلو بنده ګانو باندی فرض کړې وي څه شې دې؟
ج: لومړنې فرض چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى پر خپلو بنده ګانو باندی فرض کړې دې هغه په الله تعالی باندی ایمان راوړل دي، او د ناحقه معبودانو له عبادت او بندګۍ څخه انکار کول دي؛ لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي:ﭽﭴﭵﭶﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭾﭿﮀﮁﮂﮃﮄﮅﮆﮇﮈﮉﮊﮋﮌﮍﮎﮏﮐﮑﮒﭼالنحل: ٣٦.
ترجمه: او خامخا بیشکه مونږ لیږلي وو په هر امت کښی يو استاذې او پيغمبر په دي خبره چه تاسو بندګي او عبادت وکړﺉ یواځی د یو الله تعالی او له طاغوت څخه ځان وژغورﺉ، نو ځینی له دغه امتونو څخه هغه څوک وو چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى ورته د سمی لاری ښوونه کړی وه( نو د پیغمبرانو بلنه یي منلی وه) او ځینی خلکو له دغو امتونو څخه هغه څوک وو چه پر هغوﺉ ګمراهي ثابته شوی وه، نو وګرزﺉ په ځمکه کښی او وګورﺉ چه څرنګه شوې وو آخری انجام د دروغ ګڼونکو.
«طاغوت» دیته وايي چه یو بنده د یو معبود په هکله له حده تیرې وکړي، که هغه هر معبود وي، یا هر هغه څوک وي چه پيروي يي کیږي او خبره یي منل کیږي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه ستا دین څه شې دې.؟
ج: نو ورته ووایه: زما دین د اسلام مقدس دین دې.
او د اسلام معنی: الله جل جلاله ته د هغه یووالي په منلو سره هغه ته غاړه ایښودل، او د هغه د اوامرو په منلو د هغه منل، او په عین وخت کښی د شرک او مشرکینو څخه بیزاري کول؛ لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمایي:ﭽﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭾﭿﮀﮁﮂﮃﮄﮅﮆﮇﮈﮉﮊﮋﮌﮍﮎﮏﮐﮑﮒﮓﮔﭼآل عمران: ١٩.
ترجمه: بیشکه مقبول او د منلو وړ دین د الله تعالی په وړاندی د اسلام مقدّس دین دې، او اهل کتابو پخپلو منځو کښی سره اختلاف او شخړی نه وی کړی مګر وروسته له هغی نه چه علم )وحي( ورته راغې؛ او دا هم ددوﺉ د سرکښۍ له کبله چه ددوﺉ تر منځ وه، او هغه څوک چه کفر او انکار وکړي په آیاتونو د الله تعالی نو بیشکه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى د ډیر زر حساب کونکې دې.
همدارنګه يي فرمایلي دي:ﭽﭯﭰﭱﭲﭳﭴﭵﭶﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭼآل عمران: ٨٥.
ترجمه: او هغه څوک چه لټوي او غوره کوي پرته له اسلام څخه بل دین، نو هیڅکله به تری ونه منل شي، او حال دا چه هغه به په آخرت )قیامت( کښی له زیانمنو ځیني وي.
او له رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم څخه هم دا حدیث شریف ثابت دې چه فرمايي: (الإسلام أن تشهد أن لا إله إلا الله وأن محمدا صلّى اللهُ عَليه وسلّم رسول الله، وتقيم الصلاة وتؤتي الزكاة وتصوم رمضان، وتحج البيت إن استطعت إليه سبيلاً). رواه مسلم.
ترجمه: اسلام دیته وايي چه ته دا ګواهي وکړی چه بيشكه نشته مستحق او لایق د عبادت او بندګۍ مګر خو یو الله تعالی دې، او بیشکه محمد صلّى اللهُ عَليه وسلّم د الله تعالی ریښتينې پیغمبر او استاذې دې، او پوره د ټولو حقوقو سره پخپل وخت ادا کوی لمونځ، او ورکوی زکات، او روژه نیسی د رمضان د مبارکی میاشتی، او د بیت الله شریف حج کوی هغه وخت چه هغی ته د ورتلو توان ولري.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه د «شهادة أن لا اله الاّ الله وأن محمداً رسول الله» څه معنی ده؟
ج: نو ورته ووایه: د «شهادة أن لا اله الاّ الله» معنی دا ده چه نشته حق معبود او ريښتینی د عبادت او بندګۍ مستحق او لایق مګر یواځی یو الله تعالی دې؛ لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي:ﭽ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﮘ ﭼالزخرف: ٢٦ - ٢٨
ترجمه: هغه وخت چه وویل ابراهیم عليه السلام خپل پلار او قوم ته: بیشکه زه بیزار یم له هغه چا څخه چه تاسو یي عبادت او بندګي کوﺉ، مګر له هغه چه څخه بیزاره نه یم چه زه یي پیدا کړې یم، نو زر دې چه همغه به راته سمه لار وښايي، او ابراهیم عليه السلام دغه د توحید کلمه په خپلو پسمانده ګانو کښی پاتی شوی کلمه وګرزوله ددي لپاره چه هغوﺉ توحید ده وروګرزي.
او د «شهادة أن محمداً رسول الله» معنی دا ده چه بنده دا ګواهي وکړي چه محمد صلّى اللهُ عَليه وسلّم د الله تعالی بنده او د هغه ريښتینې پیغمبر دې، او هغه بنده نو ددي حق نلري چه عبادت او بندګي يي وشي، او په عین وخت کښي د الله تعالی ريښتینې پیغمبر دې نو دروغجن ګڼل يي روا نه دي، په ټولو هغه اوامرو کښی چه هغه مونږ ته کړي دي باید ومنل شي، او له ټولو هغه شیانو څخه چه هغه ورڅخه منع فرمایلی ده باید ځان ورڅخه وژغورل شي؛ له همدی کبله رسول الله صلی الله علیه وسلم له ټولو بدعاتو څخه منع فرمایلی ده، او له هغی څخه یي هیڅ کوم ډول مستثنی کړې نه دې،ځکه په اسلام کښی اصلاً د بدعت حسنه په نوم کوم شې نشته،لکه چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:(ایاکم ومحدثات الأمور؛ فان کل محدثة بدعة وکل بدعة ضلالة)رواه الامام أحمد فی ا لمسند.
ترجمه: خبردار! تاسو ځان وژغورئ په دین کښی له نويو کارونو څخه؛ ځکه په دین کښی هر نوې کار بدعت دې او هر بدعت ګمراهي او بی لاري ده.
همدارنګه فرمایي:( من عمل عملاً لیس علیه أمرنا فهو ردّ)رواه مسلم.
ترجمه: هر چا چه داسی یو عمل وکړ چه پر هغی باندی ځمونږ حکم او فرمان نه وي نو هغه باطل او مردود دې.
همداراز دمؤمنانو مور عائشه رضي الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چه هغه فرمایلي دي:(من أحدث فی أمرنا هذا ما لیس منه فهورد(متفق علیه.
ترجمه: هغه چا چه زمونږ په دین دین (اسلام)کښی هغه نوي کارونه پیدا کړل چه له دین څخه نه وي نو د هغه دغه عمل مردود او باطل دې.
س: که درته وویل شي چه د لمانځه، زکات،روژی او حج په فرضیت باندي څه دلیل دې؟
ج: نو په جواب کښی ورته ووایه: د لمانځه او زکات په فرضیت باندی دلیل د الله تعالی دا آیت کریمه دې چه فرمايي: ﭽ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝ ﮞ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﭼالبينة: ٥.
ترجمه: او حکم نه وو شوې دوئ ته مګر خو حکم شوې وو دوئ ته ددي خبری چه دوئ دی عبادت او بندګي کوي یواځی د یو الله تعالی په داسی حال کښی چه خالص کوونکي وي الله تعالی لپاره د خپل دین او عبادت اوبندګئ، او په داسی حال کښی چه کلک ولاړ وي پر حق (دین اسلام) او مائل نه وي باطل خوا ته، او هم پوره پخپل وخت د ټولو آدابو سره ادا کوي لمونځ او ورکوي زکات د مالونو خپلو، او همدا کلک او مضبوط دین دې.
نو ګران لوستونکي ته څرګنده ده چه الله جل جلاله دلته ددي آیت کریمه په سر کښی هم شروع په توحید او به بیزارئ له شرک څخه وکړه.
نو تر ټولو لوئ کار چه الله تعالی پری حکم او امر کې دې هغه توحید دې، او هغه کار چه الله تعالی ورڅخه ډیر واری منع فرمایلی ده هغه شرک دې، او بیا يي د لمانځه په پوره ادا کولو باندی او د زکات په ورکولو باندی حکم وفرمایلو، او همدا ددین اسلام لوئ کارونه او د سر ټکي دي، او کوم کارونه چه له دي پرته دي هغه ددوئ تابع دي.
او د روژی په فرضیت باندي دلیل د الله تعالی دا قول او آیت کریمه دې چه فرمايي:ﭽ ﭣ ﭤ ﭥ ﭦ ﭧ ﭨ ﭩ ﭪ ﭫ ﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱ ﭼالبقرة: ١٨٣.- تر دي آيت كريمه پوری چه فرمايي:ﭽ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝ ﮞ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩﮪ ﮫ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﯞ ﯟ ﯠ ﯡ ﯢ ﯣ ﯤ ﯥ ﯦ ﯧ ﯨ ﭼالبقرة: ١٨٥.
ترجمه: اي مومنانو فرض کړې شوی ده پر تاسو باندی روژه لکه چه فرض شوی وه پر هغه خلکو چه له تاسو څخه مخکښی وو، ددی لپاره چه تاسو پرهیزګار شئ.
او بیا فرمايي: د رمضان مبارکه میاشت هغه میاشت ده چه رالیږل شوې دې پکښی قرانکریم چه هدایت او لارښوونه ده د خلکو لپاره او ښکاره دلائل دي د هدایت او لارښوونی څخه، او فرق کوونکې دې په منځ د حق او د باطل کښی، نو هغه څوک چه دی مبارکی میاشتی ته حاضر شو نو ددی مبارکی میاشتی روژه دی ونیسي، او هغه څوک چه ناروغ وي او یا هم په سفر کښی وي، نو(هغه ته د روژی خوراک او ماتول روا دي او بیا) پر هغه باندی لازم دي روژه نیول په شمار ددغی ورځو نوری ورځی، الله سبحانه وتعالی پر تاسو د آسانتیا اراده لري، او پر تاسو د ګرانئ اراده نه لري، او ددي لپاره چه تاسو دغه د خوړل شوو روژو شمار په نورو ورځو کښی پوره کړئ او بل ددي لپاره چه تاسو د الله سبحانه وتعالى لويي بیان کړئ، او بل ددي لپاره چه تاسو د الله سبحانه وتعالى شکر ادا کړئ.
او د حج د فرضیت دلیل دا آیت کریمه دې چه فرمايي:ﭽ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪﮫ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﯞ ﭼآل عمران: ٩٧.
ترجمه: په دي بیت الله شریف کښی د الله تعالی د قدرت نښی دي، چه یوه يي مقام ابراهیم ده، او هغه څوک چه ننوتلو دی بیت الله شریف ته نو هغه هلته په امن کښی وي، او فرض دې د الله تعالی لپاره حج کول د بیت الله شریف پر هغه چا چه هلته د ورتلو توان ولري، او هغه څوک چه انکار وکړي نو الله تعالی بي پروا دې له ټولو خلکو څخه.
س: که درته وویل شي چه آیا د محمد صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم له دین پرته بل داسی دین شته چه الله تعالی ته د منلو وړ او لایق وي؟
ج: نو ته ورته په ځواب کښی ووایه: نه، بل هیڅ داسی دین نشته چه د محمد صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم ددين څخه پرته وي او الله سبحانه وتعالى ته د منلو وړ وي لکه چه الله جل جلاله فرمايي:ﭽ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﭷ ﭸ ﭹ ﭺ ﭻ ﭼ ﭼآل عمران: ٨٥
ترجمه: او هغه څوک چه لټوي پرته له اسلام څخه بل دین نو هیڅ کله به تري ونه منل شي، حال دا چه هغه به په آخرت کښی له زیانکارانو څخه وي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه وحدة الأدیان (له ټولو دینونو څخه یو دین جوړول) روا دي کنه؟
ج: نو ورته ووایه: دا کار روا نه دې؛ ځکه د اسلام مقدّس دین یو پوره او کامل دین دې، نور زیاتوالي او پینکیو ته ضرورت نلري؛ لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅﮆ ﭼالمائدة: ٣.
ترجمه: نن ورځ ما تاسو ته ستاسو دین بشپړ کړ او پر تاسو مي خپل نعمت پوره کړ، او ستاسو لپاره مي اسلام ددین په حیث غوره کړ.
نو دیته ضرورت نشته چه د هغی په احکامو کښی بل کوم دین ورسره یوځاي شي او یا له هغی څخه کومی ټوټی ورپوری وتړل شي؛ ځکه الله سبحانه وتعالى د اسلام پرته بل هیڅ دین نه مني او نه يي قبلوي، لکه چه الله تعالی فرمايي:ﭽ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﭷ ﭸ ﭹ ﭺ ﭻ ﭼ ﭼآل عمران: ٨٥

او رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم فرمايي: (والذي نفسي بیده ما سمع بي من هذه الأمة یهودي او نصراني ولم یؤمن بي الاّ دخل النار)رواه مسلم.
ترجمه: ځما دي په هغه الله تعالی سوګند وي چه ځما نفس د هغه په لاس کښی دې، په دي امت کښی هیڅ یهودي او یا نصراني له ما څخه نه اوري چه بیا پر ما ایمان نه راوړي مګر اور ته ننوځي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه د ایمان بنسټونه کوم دي؟
ج: نو ورته ووایه: د ایمان بنسټونه شپـــږ دي چه هغه: په الله تعالی باندي ایمان راوړل، پر ملائکو باندی ایمان لرل، د الله تعالی پر اسماني کتابونو باندی ایمان لرل، د الله تعالی پر پیغمبرانو باندی ایمان لرل، د آخرت او قیامت په ورځ باندی ایمان لرل، او په تقدیر باندی ایمان لرل، چه هر خیر او یا شر چه واقع کیږي نو د الله تعالی په علم او کوني اراده باندی واقع کیږي.
او د هیڅ چا ایمان تر هغه نه صحیح کیږي تر څو چه په دي ټولو بنسټونو باندی هغه شان ایمان ونلري په کوم چه قرآنکریم او د رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم سنت پری دلالت کوي، او ښوونه يي کوي.
او که څوک له دغه بنسټونو څخه له کوم یو څخه انکار وکړي او ایمان پری ونلري هغه د ایمان له کړئ بهر شمیرل کیږي؛ ځکه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﮗ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝ ﮞﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫﮬ ﮭ ﮮ ﮯﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﭼالبقرة: ٢٨٥ﭽ ﮗ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝ ﮞﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫﮬ ﮭ ﮮ ﮯﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﭼالبقرة: ٢٨٥.
ترجمه: ایمان راوړې دې پیغمبر صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم په هغه وحي چه د الله سبحانه وتعالى لخوا ورته رانازله شوی ده، همدارنګه مؤمنان هم دغه شان ایمان لري، ټول –پیغمبر او د هغه پیروان مؤمنان- ایمان لري پر الله سبحانه وتعالى باندي او د هغه پر ملائکو باندي او د هغه پر رالیږل شوو اسماني کتابونو باندي، او هم ایمان لري د هغه پر پیغمبرانو علیهم السلام باندي، )او ټول سره وايي: چه( مونږ فرق او توپیر نه کوو د الله سبحانه وتعالى د پیغمبرانو علیهم السلام تر منځ په ایمان کښی،)بلکه په ټولو ایمان لرو چه هغوئ د الله سبحانه وتعالى ريښتيني پیغمبران دي(، او هم وايي: مونږ اوریدلي دي )أحکام د الله تعالی( او منلي مو دي هغه، او غاړه مو ورته ايښی ده، نو ستا لخوا د خپلو ګناهونو بخښنه غواړو اي زمونږ پروردګاره! او ستا مخی ته درګرزیدل دي په قیامت کښی.
او رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم څخه چه کله د ایمان په هکله پوښتنه وشوه نو هغه وفرمايل:)أن تؤمن بالله وملائكته وكتبه ورسله واليوم الآخر, وتؤمن بالقدر خيره وشره(رواه مسلم.
ترجمه: ایمان دیته وايي چه ته ایمان او باور ولری پر الله سبحانه وتعالى باندی او د هغه پر ملائکو باندی او د هغه پر کتابونو باندی او د هغه پر پیغمبرانو باندي او پر وروستنئ ورځ)دقیامت( باندي، او هم په تقدیر باندی ایمان ولري چه خیر وي که شر وي د هغه په علم او کوني اراده باندي واقع کیږي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه د ایمان ددي شپږو بنسټونو غوښتنی له مؤمنانو څخه څه دي؟
ج: نو ورته ووایه چه: په الله سبحانه وتعالى باندي د ایمان غوښتنه دا ده چه د هغه په وجود او شته والي ایمان ولري، او په دي ایمان ولري چه هغه د عرش دپاسه دې، او د هغه پر ربوبیت او د خپل مخلوق پالنه او تدبیر باندي ایمان ولري، او هم ایمان ولري چه یواځی همغه د عبادت او بندګئ مستحق او حقدار دې، او هم د هغه پر نومونو او صفتونو باندي ایمان ولري.
او د هغه پر ملائکو باندي د ایمان غوښتنه دا ده چه دغه ملائک شته وجود لري، او هغوئ پر ډول ډول کارونو باندي ګمارل شويدي.
او د الله تعالی پر کتابونو باندي د ایمان غوښتنه دا ده چه مؤمن دا ایمان او باور او عقیده ولري چه الله سبحانه وتعالى پر خپلو پیغمبرانو باندي کتابونه رالیږلي دي چه مونږ ته يي له هغوئ څخه تورات، انجیل، زبور، د ابراهیم علیه السلام صحیفی او د موسی علیه السلام صحیفی او قرآنکریم راښوولي دي.
بیا پخواني کتابونو کښی د هغی له پیروانو لخوا تحریف شوې دې، پرته له قرآنکریم څخه) چه هغه د الله تعالی لخوا له هر ډول تحریف څخه محفوظ دې(.
او په پیغمبرانو علیهم السلام باندي د ایمان غوښتنه دا ده چه مؤمن باید دا عقیده ولري چه الله سبحانه وتعالى د انسانانو د لارښوونی لپاره ډیر پیغمبران راستولي دي چه د ځینو یادونه په قرآنکریم کښی راغلی ده، لومړې يي )د آدم علیه السلام څخه وروسته( نوح علیه السلام وو، او وروستنې يي زمونږ خوږ پیغمبر محمد صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم وو، او محمد صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم په ټولو کښی غوره او بهتر دې.
او پر قیامت او وروستئ ورځ باندي د ایمان غوښتنه دا ده چه مؤمن دا عقیده ولري چه یوه داسی ورځ راتلونکی ده چه په هغی کښی به هر بنده ته د هغه د عمل بدله ورکول کیږي، او د هغه سره به حساب کتاب کیږي، او بیا به جنت یا دوزخ ته تلل وي، او په هغه څه به هم ایمان او عقیده لري چه په قرآنکریم کښی يي یادونه شوی ده چه په دغه ورځ کښی به وي.
او د خیر او شر په تقدیر باندي د ایمان غوښتنه داده چه مؤمن مسلمان به دا عقیده لري چه الله سبحانه وتعالى دا ټول شیان پيدا کړي دي، او په دي هر څه باندي د واقع کیدو نه دمخه د هغه علم وو، او پر خبر وو، او بیا يي دا هر څه په لوح محفوظ کښی لیکلي دي، او بیا دا هر څه د الله تعالی پر کوني اراده باندي واقع کیږي؛ لکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﰌ ﰍ ﰎ ﰏ ﰐ ﰑ ﭼالقمر: ٤٩.
ترجمه: بیشکه مونږ هر څیز چه پیدا کړې دې د خپل تقدیر مطابق مو پیدا کړې دې.
همدارنګه فرمايي:ﭽ ﯬ ﯭ ﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲﯳ ﯴ ﯵ ﯶ ﯷ ﯸﯹ ﯺ ﯻ ﯼ ﯽ ﯾ ﯿ ﰀ ﰁ ﰂ ﰃ ﰄ ﰅ ﰆ ﰇ ﰈ ﰉ ﰊ ﰋ ﰌ ﰍ ﭼالأنعام: ٥٩.
ترجمه: او خاص د الله سبحانه وتعالى سره دي کیلیګانی د غیبو او پټو شیانو، چه نه پوهیږي پری بل څوک، پرته له الله تعالی څخه، او الله تعالی خبر دې په ټولو هغه شیانو باندي چه په وچه کښی وي او په هغه څه چه په دریابونو کښی وي، او هیڅ یوه پاڼه د ونی نه غورزیږي مګر خو الله تعالی تری خبر وي، او نه کومه دانه د ځمکی په تیارو او تورتمونو کښی غورزیږي، او نشته کوم لوند او نه کوم وچ مګر دا ټول په لوح محفوظ کښی لیکل شوي دي.
همداراز الله سبحانه وتعالى فرمايي:ﭽ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩﮪ ﮫ ﮬ ﮭ ﮮﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﭼالحج: ٧٠.
ترجمه:آیا ته خبر نه يي چه بیشکه الله سبحانه وتعالى خبر دې له ټولو هغه شیانو څخه چه په آسمان او ځمکه کښی دي، بیشکه دا هر څه په لوح محفوظ کښی لیکل شوي دي، او دا کار پر الله سبحانه وتعالى باندي آسان دې.
همدارنګه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﯵ ﯶ ﭼالتكوير: ٢٩.
ترجمه: او تاسو د کوم شي اراده نشئ کولاي مګر که الله تعالی د هغی اراده وکړي، چه دغه الله تعالی پروردګار د عالمیانو دې.
او رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم فرمايي: (احفظ الله يحفظك, احفظ الله تجده تجاهك, إذا سألت فاسأل الله، وإذا استعنت فاستعن بالله، واعلم أن الأمة لو اجتمعت على أن ينفعوك بشيء لم ينفعوك إلا بشيء قد كتبه الله لك، وإن اجتمعو على أن يضروك بشيء لم يضروك إلا بشيء قد كتبه الله عليك، رُفعت الأقلام وجفت الصحف) رواه الترمذي وقال: حديث حسن صحيح، وفي رواية غير الترمذي: (واعلم أن ما أخطأك لم يكن ليصيبك، وما أصابك لم يكن ليخطأك، واعلم أن النصر مع الصبر، وأن الفرج مع الكرب، وأن مع العسر يسراً).
ترجمه: الله جل جلاله پر خپل ځان حاضر او مراقب وګڼه او د هغی په مقتضی عمل وکړه، نو الله تعالی به تا له هر ډول شرونو څخه وساتي، الله سبحانه وتعالى پر خپل ځان مراقب وګڼه، نو ته به هغه هر مشکل کښی له ځان سره وګوری، هر وخت چه یو څه غواړی یواځی له یو الله جل جلاله څخه یي وغواړه، او که مرسته او کومک غواړي نو هم له یو الله تعالی څخه یي وغواړه، او په دي ښه پوهه شه چه که دا ټول امت سره راټول شي چه تاته څه ګټه ورسوي نو تا ته هیڅ ډول ګټه نشي رسولې مګر هغومره ګټه چه الله تعالی درته لیکلي وي، او که دا ټول امت سرا راټول شي چه تا کوم تاوان ورسوي نو تا ته هیڅ ډول تاوان نشي رسولې مګر په هغه اندازه چه الله جل جلاله درته لیکلې وي، د تقدیر لیکلو قلمونه له لیکلو پورته شوي دي، او د تقدیر صحیفی او پاڼی وچی شوي دي)یعنی تغییر او تبدیل پکښی نه راځي(.
او په ځینی نورو روایتونو کښی راځي چه: ته الله تعالی پر خپل ځان مراقب او حاضر وګڼه، ته به هغه خپلی مخی ته وګوری، د الله تعالی سره ځان د آبادئ او خوشحالۍ په وخت کښی اشنا کړه، نو الله تعالی به دي هم د سختۍ په وخت کښی وپیژني، او ځان په دي ښه پوهه کړه چه کوم مصیبت درڅخه خطا وخوړه او درڅخه بچ شو هغه په تقدیر کښی همدغه ډول وو هیڅ کله تا ته نه رسیدلو، او کوم مصیبت چه درته دررسیدلې دې هغه په تقدیر کښی همدغه شان لیکل شوې وو، له تا څخه نه خطا کیدو او نه تری ته بچ کیدی، او دا هم زده کړه چه مرسته او کومک د الله لخوا د صبر او زغم څخه وروسته راځي، او له هری سختۍ او تکلیف سره بیا آسانتیا او اسودګي راځي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه آیا د قبر عذاب او ثواب او نعمتونه په قرآنکریم او درسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم په حدیثو شریفو کښی ثابت دې؟
ج: نو ورته ووایه: هو، الله تعالی د فرعون او د هغه د قوم په هکله فرمايي: ﭽ ﮞ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﭼغافر: ٤٦.
ترجمه:)دا فرعون او فرعونیان به( سبا او بیګا اور ته وړاندی کولې شي، او په هغه ورځ چه قیامت قائم شي )نو حکم به وشي چه( ننباسئ فرعونیان سخترین عذاب ته.
همدارنګه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﭷﭸ ﭼإبراهيم: ٢٧.
ترجمه: کلکوي او مضبوطوي الله سبحانه وتعالى مؤمنانو لره په قوي وینا باندي چه کلمه د توحید ده چه »لا اله الا الله« ده، او دا کلکول ددنیا په ژوند کښی او هم د آخرت په ژوند کښی دي.
او د قبر د احوالو په هکله د براء بن عازب رضي الله عنه په اوږد قدسي حدیث شریف کښی راغلي دي چه: (فينادي منادٍ من السماء أن صدق عبدي فافرشوه من الجنة وألبسوه من الجنة وافتحوا له باباً إلى الجنة فيأتيه من روحها وطيبها ويفسح له في قبره مدَّ بصره وإن الكافر –فذكر موته-، قال فتعاد روحه في جسده ويأتيه ملكان فيجلسانه فيقولان مَن ربك؟ فيقول: هاه هاه لا أدري، فيقولان: ما دينك؟ فيقول: هاه هاه لا أدري، فيقولان: ما هذا الرجل الذي بُعِث فيكم؟ فيقول: هاه هاه لا أدري، فينادي منادٍ من السماء أن قد كذب فافرشوه من النار وألبسوه من النار وافتحوا له بابا إلى النار فيأتيه من حرها وسمومها ويضيق عليه قبره حتى تختلف فيه أضلاعه).
زاد في رواية: (ثم يقيّض له أعمى أبكم معه مرزبة من حديد لو ضُرب بها جبل لصار تراباً فيضربه بها ضربة يسمعها مَن بين المشرق والمغرب إلا الثقلين فيصير تراباً، ثم تعاد فيه الروح) رواه أبو داود.
ترجمه:) یعنی کله چه له مؤمن مسلمان څخه پوښتنه وشي او هغه ملائک ته صحیح جواب ورکړي نو( بیا به اواز وکړي یو اواز کونکې چه زما بنده رښتیا وویل، نو له جنت څخه ورته فرش راوړۍ، او هم له جنت څخه ورته جامی راوړۍ، او د جنت خوا ته ورته دروازه خلاصه کړۍ، نو د جنت خوشبويي به ورته له دغه دروازی څخه راځي، او دده دسترګو د نظر او لیدلو په اندازه به ورته خبر پراخه شي.
)بیا د کافر د حال یادونه وکړه او د هغه د مرګ یادونه يي وکړه، بیا يي وویل:( بیا به دده روح دده په جسد کښی بیرته واچول شي، او دوهن ملائکی به ورته راشي، او دې به کښينوي، او ورته به ووايي:
- ستا پروردګار او معبود څوک وو؟
- دې به ورته ووايي: هه، هه؟ زه خو په دغه خبرو نه پوهیږم.
- ملائک به ورته ووايي: نو ستا دین څه وو؟ ته پر کوم دین باندي وی او په کوم دین دی په دنیا کښی خپل ژوند تیر کړې دې؟
- دې به ورته په ځواب کښی ووايي: هه هه، زه خو په دغه خبرو نه پوهیږم.
- ملائک به ورڅخه پوښتنه وکړي چه دغه سړې چه په تاسو کښی پیغمبر استول شوې وو د هغه په هکله څه وايي؟
- دې به په ځواب کښی ووايي: هه هه، زه خو په دغه خبرو نه پوهیږم.
نو دی وخت کښی به یو اواز کونکې اواز وکړي: چه ده خو درواغ وویل، له اوره ورته فرش راوړئ او د اور جامی ورته راوړۍ او ورته يي واغوندۍ، او د اور خوا ته ورته یوه دروازه خلاصه کړۍ چه د هغی ګرمي او تریخ زهرجن لوګي ورته راځي، او قبر به ورباندی راتنګ کړل شي تر دي چه پښتئ به يي
په یو بل روایت کښی راځي چه: » بیا به پر ده باندی یو کوڼ او وړوند ملائک وټاکل شي، او د وسپنی یو داسی ماتوړ او فلک به ورسره وي چه که یو غر ورباندی ووهل شي نو هغه خاوری او شګی شي، نو دغه ملائک به یي په دغه ماتوړ او فلک باندي ووهي، چه دغه وهنه به په شرق او غرب کښی هر شې اوري پرته له انسانانو او پیریانو څخه، نو دغه کافر به خاوری خاوری شي، بیا به پکښی روح پو کړل شي...«.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه آیا قرآنکریم د الله تعالی لخوا رالیږل شوې دې او که د الله تعالی مخلوق دې؟
ج: نو ته ورته په ځواب کښی ووایه چه قرانکریم د الله سبحانه وتعالی لخوا رالیږل شوې دې او مخلوق نه دې؛ ځکه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﰅ ﰆ ﰇ ﰈ ﰉ ﰊ ﰋ ﭼالإنسان: ٢٣.
ترجمه: بیشکه مونږ درلیږلې دې تاته قرآنکریم په لږ لږ درلیږلو سره.
همداشان فرمايي: ﭽ ﮗ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝ ﮞ ﭼالحجر: ٩.
ترجمه: بیشکه مونږ نازل کړې دې قرآنکریم او بیشکه همدا مونږ یي خامخا ساتنه کوو.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه احسان څه ته وايي؟
ج: نو ته ورته ووایه: د احسان تعریف رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم پخپله کړې دې لکه چه فرمايي: (الإحسان أن تعبد الله كأنك تراه، فإن لم تكن تراه فإنه يراك) رواه البخاري.
ترجمه: احسان دیته وايي چه ته د الله تعالی داسی عبادت او بندګي وکړی چه ګویاکي ته الله تعالی وینی او ګوری یي، خو که ته دغی مرتبی ته رسیدلی نه يي او ته هغه نه وینی، نو ته يي باید داسی عبادت وکړی چه ته ځان ته داسی خپل ذهن کښی مستحضر کړی چه الله تعالی خو تا ویني.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه آیا یو بنده ته یواځی ایمان پرته له عمل کولو څخه کفایت کوي؟
ج: نو ته ورته په ځواب کښی ووایه: چه ایمان او عمل دواړه یو له بل سره ضروري دي؛ ځکه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﰆ ﰇ ﰈ ﰉ ﰊ ﰋ ﰌ ﰍ ﰎ ﰏ ﰐ ﭼطه: ٧٥.
ترجمه: او هغه څوک چه د الله تعالی مخی ته راغې په داسی حال کښی چه ایمان لري او نیک عملونه يي کړي دي، نو دغسی خلکو لپاره لوړی لوړی درجی شته په جنت کښی.
نو لوستونکي ته څرګنده ده چه دلته يي جنت ته د ننوتلو لپاره ایمان او عمل دواړه سره شرط کړي دي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه د مؤمن عمل کله پاي ته رسیږي؟
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه چه د مؤمن عمل تر هغه پوری پاي ته نه رسیږي تر څو چه ورته مرګ نه وي راغلې، لکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﭼالحجر: ٩٩.
ترجمه: او عبادت او بندګي د خپل پروردګار تر هغی پوری کوه چه مرګ درته راشي.
ځکه د »یقین« معنی دلته مرګ دې.
او بله دا چه رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم په خپل ټول ژوند کښی د الله تعالی عبادت او بندګي پریښی نه ده.
په یاد باید ولرو چه د »یقین« معنی دلته دا نه ده چه دا په ایمان کښی کومه مرتبه ده چه که کوم بنده ورته ورسیږي نو عمل ورڅخه پورته کیږي او دې به له عمل څخه ودریږي چه نور به نو پر ده باندي عمل کول نه وي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه انسان پخپلو کړنو کښی اختیار لري او که مجبور دې؟
ج: نو ته ورته په ځواب کښی ووایه: چه دا اجمالي خبره ده، انسان نه مطلقاً مختار کُل دې او نه مطلقاً مجبور دې؛ ځکه د قرآنکریم او نبوي حدیثو نصوص مونږ ته دا راښايي چه هر انسان لپاره په هر عمل او کار کښی خپله اراده او خوښه شته، او دې د خپل هر عمل حقیقي فاعل او کونکې دې، خو سره له دي دده هیڅ عمل او کار د الله تعالی له علم او کَوْنِي ارادي او مشیئت څخه نشي وتلې؛ لکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﯨ ﯩ ﯪ ﯫ ﯬ ﯭ ﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﯵ ﯶ ﭼالتكوير: ٢٨ – ٢٩.
ترجمه: یعنی دا قرآنکریم پند او نصیحت دې د عالمیانو لپاره، او پند او نصیحت دې له تاسو څخه د هغه چا لپاره چه خوښه يي وي او غواړي چه پر سمه لاره روان شي، خو تاسو د یو کار اراده نشئ کولاي تر هغه چه الله تعالی يي وغواړي، چه پالونکې او پروردګار د ټولو مخلوقاتو دې.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه توحید پر څو ډوله دې؟
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه: توحید پر دری ډوله دې:
۱/ توحید ألوهیت: او هغه دا چه یو بنده کلکه عقیده ولري چه یواځی یو الله تعالی د عبادت او بندګۍ وړ او مستحق دې، چه هیڅ ډول شریک او برخمن ورسره پکښی نه وي، او همدي ته هغه توحید هم وايي چه د بندګانو په افعالو باندي د الله یو ګڼل دي، یعنی بندګان خپلو عبادتي فعلونو او کارونو کښی همدا یو الله تعالی یو ګڼي او دغه عبادتونه او انواع يي یواځی یو الله تعالی ته ځانګړي کوي.
لکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝ ﮞ ﮟ ﭼالبينة: ٥.
ترجمه: او دی خلکو ته حکم نه وو شوې مګر ددي خبری چه عبادت او بندګي به کوي یواځی د یو الله تعالی، په داسی حال کښی چه خالص او ځانګړي کونکي به وي الله جل جلاله لپاره د خپل دین او عبادت او بندګۍ.
۲/ توحید ربوبیت: او هغه دا چه بنده به کلکه عقیده لري چه یواځی یو الله سبحانه وتعالى د ټولو مخلوقاتو پیدا کونکې او هغوئ ته روزي ورکونکې او د هغوئ د ټولو احوالو تدبیر کونکې دې چه په دي کارونو کښی د الله سبحانه وتعالى سره هیڅوک شرک او برخمن نشته، او نه ورسره څوک مرستندویه او کومکي شته، او همدي ته هغه توحید وايي چه الله تعالی د هغه به افعالو او کارونو کښی یو ګڼل وي، لکه چه الله تعالی فرمایي: ﭽ ﯸ ﯹ ﯺ ﯻ ﯼ ﯽ ﯾ ﯿ ﰀﰁ ﰂ ﰃ ﰄ ﰅﰆ ﰇ ﰈ ﰉ ﭼفاطر: ٣.
ترجمه: آیا د الله سبحانه وتعالى پرته بل څوک خالق او پیداکونکې شته چه تاسو ته د اسمان او ځمکی څخه روزي درکړي، نشته لايق او وړ د عبادت اوبندګۍ مګر همدا یو الله سبحانه وتعالى دې، نو کومی خواته ګرزول کيږۍ.
همدارنګه فرمايي: ﭽ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﭼالذاريات: ٥٨.
ترجمه: بیشکه الله سبحانه وتعالى همهغه روزي ورکونکې او د قوت او لوړی توانايي خاوند دې، او هم ډیر ځواکمن دې.
همداشان فرمايي: ﭽ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﭼالسجدة: ٥.
ترجمه: تدبیر نیسي د کارونو له اسمان او له پاسه د ځمکی او ما فیها په هکله.
۳/ توحید اسماء وصفات: او هغه دا چه یو مؤمن کلکه عقیده ولري چه الله تعالی ډیر ښائسته نومونه لري او هم کامل او له کمالاتو څخه ډک صفتونه لري، هغه نومونه او صفتونه چه د الله تعالی په کتاب قرآنکریم او د رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم په صحیحو سنتو کښی ثابت وي، او دغه نومونه او صفتونه الله تعالی لپاره داسی ثابتوي چه تشبیه تمثیل، تعطلیل او تأویل پکښی نه وي، ځکه هیڅ شې د الله سبحانه وتعالى په شان نه دې لکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﭡ ﭢ ﭣﭤ ﭥ ﭦ ﭧﭼالشورى: ١١.
ترجمه: نشته د الله تعالی په څیر هیڅ شې او په عین وخت کښی الله تعالی اوریدونکې او لیدونکې دې.
همدارنګه فرمايي: ﭽ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﭷﭸ ﭼالأعراف: ١٨٠.
ترجمه: او خاص الله تعالی لره دي ډیر ښائسته نومونه، نو تاسو الله تعالی په دغه ښائسته نومونو باندي راوبلۍ.
س: كه درڅخه وپوښتل شي چه د ځمکی اسمانونو او هغه مخلوقاتو چه په دوئ کښی دي ددي ټولو تدبیر څوک کوي او تدبیر يي د چا په لاس کښی دې؟.
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه چه یواځی یو الله سبحانه وتعالى ددي ځمکی او اسمانونو او د ټولو هغه مخلوقات تدبیر او پالنه کوي چه په دوئ کښی دي، چه په دغه تدبیر کښی ورسره هیڅوک شریکوال او برخمن نشته، او نه هم ورسره په دي کار کښی څوک مرستندوي او کومکي شته؛ ځکه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﯵﯶ ﯷ ﯸ ﯹ ﯺ ﯻ ﯼ ﯽ ﯾ ﯿ ﰀ ﰁ ﰂ ﰃ ﰄ ﰅ ﰆ ﰇ ﰈ ﰉ ﰊ ﭼسبأ: ٢٢.
ترجمه: دی خلکو ته ووایه اي پیغمبره! راوبلۍ هغه څوک چه تاسو پری د الله تعالی پرته د معبود او پروردګار ګومان کوئ، دوئ خو په اسمانونو او ځمکه کښی د یوی ذری په اندازه هم څه اختیار او واک نلري، او نه ددوئ په دي ځمکه او اسمانونو کښی کومه برخه لري، او نه دی الله تعالی لره له دغه معبودانو څخه څوک مرستندویه او کومکي شته.
س: د هغه چا څه حکم دې چه عقیده لري چه ددی نړئ تدبیر څلور قطبونه کوي؟.
ج: هغه څوک چه دغسی عقیده لري نو د علماؤ په اجماع باندي کافر کیږي، ځکه هغه په دغه عقیده باندي د الله تعالی له تیر شوي آیت کریمه څخه منکر ګڼل کیږي په کوم کښی چه الله تعالی فرمايي: ﭽ ﯷ ﯸ ﯹ ﯺ ﯻ ﯼ ﯽ ﯾ ﯿ ﰀ ﰁ ﰂ ﰃ ﰄ ﰅ ﰆ ﰇ ﰈ ﰉ ﭼسبأ: ٢٢, چه ژباړه يي لږ مخکښی تیره شوه.
او بله دا چه په دغه عقیده کښی په الله سبحانه وتعالى باندي تهمت دې چه یو الله سبحانه وتعالى یواځی ګنی ددي نړۍ له تدبیر او پالنی څخه عاجز او ناتوانه دې- العیاذ بالله-.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه ستا منلې پیغمبر څوک دې؟
ج: په ځواب کښی ورته ووایه چه ځما پیغمبر محمد بن عبد الله بن عبد المطلب بن هاشم بن عبد مناف) صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم( دې، چه الله تعالی هغه د قریشو له منځه غوره کړې دې، لکه چه قریش يي د اسماعیل علیه السلام له اولادي څخه غوره کړي وو، او دا محمد صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم الله تعالی ټولو انسانانو او پیریانو ته رالیږلې دې، او پر هغه يي خپل کتاب قرآنکریم او حکمت نبوي حدیثونه رالیږلي دي، او خلک يي دی ته راوبلل چه الله تعالی په عبادت او بندګۍ کښی یکتا او یواځی وګڼي، او ټول هغه بتان، ونی، بوټي، پیغمبرانو عبادت، د نورو نیکانو او ملائکو بندګي او نور معبودان پریږدي چه د الله تعالی پرته يي عبادت او بندګي کیدله.
او خلک يي دیته راوبلل چه شرک پریږدي، او خپل عبادت او بندګي یواځی یو الله تعالی ته خاص او ځانګړي کړي، او د الله تعالی پرته د نورو معبودانو له رابللو څخه يي منع کړل، چه د خیر لټون او د مصیبتونو دفع ورڅخه وغواړي؛ لکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﯞ ﯟ ﯠ ﯡﯢ ﯣ ﯤ ﯥﯦ ﯧ ﯨ ﯩ ﯪ ﭼالنمل: ٦٢.
ترجمه: آیا څوک دې چه دُعا او سوال قبلوي د حاجتمندو کله چه يي راوبلي، او پورته کوي تکلیفونه او مصیبت، او تاسو یو له بله سره خلیفه ګان کوي په ځمکه کښی، آیا د الله تعالی سره بل معبود او د عبادت او بندګۍ حقدار او مستحق شته؟ ډیر کم تاسو نصیحت او پند قبلوۍ.
همداراز دغه خوږ پیغمبر صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم خلک په دي پوهه کړل چه د خیر ښیګړی ورکول، او همداشان غیبو علم د الله تعالی خصوصیت او ځانګړتوب دې، له هغه پرته يي هیڅوک واک او اختیار نلري، نه ملائک، نه پیغمبران، او نه نیکان او اولیاء، او نه هم بل څوک، لکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﮞ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬﮭ ﭼالأنعام: ٥٠.
ترجمه: اي پیغمبره! خلکو ته ووایه! زه تاسو ته نه وایم، او زه دا دعوا نه کوم چه له ما سره د الله تعالی خزانی دي، او نه وایم چه زه په غیبو او پټو شیانو پوهیږم، او نه تاسو ته وایم چه زه ملائکه یم.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه نیکان او اولیاء په غیبو باندي پوهیږي او مړي ژوندي کولې شي؟
ج: په ځواب کښی ورته ووایه: چه د الله سبحانه وتعالى پرته بل هیڅوک په غیبو باندی نه پوهیږي، او نه د الله تعالی پرته بل څوک مړي ژوندي کولې شي، لکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﭝ ﭞ ﭟ ﭠ ﭡ ﭢ ﭣ ﭤ ﭥ ﭦﭧ ﭼالأعراف: ١٨٨.
ترجمه: الله جل جلاله خپل پیغمبر ته وايي چه دا خلک پوهه کړه چه که زه په علم غیب باندي پوهیدلې نو ما به ډیر خیر راټول کړې وو، او ما ته به هیڅ تکلیف او بدي نه وه رسیدلی.
همدارنګه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝ ﮞ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﭼالجاثية: ٢٦.
ترجمه: ورته ووایه اي پیغمبره چه الله سبحانه وتعالى تاسو ژوندي کوي او بیا مو مړه کوي، بیا تاسو د قیامت ورځی ته راټولوي، چه هیڅ ډول شک شبهه په دي قیامت کښی نشته، خو ډیرې خلک نه پوهیږي.
او د اهل سنت والجماعت څلورو امامانو په دي باندي اجماع ده چه هغه څوک چه دا عقیده لري چه رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم په غیبو باندي پوهیږي او یا مړي ژوندي کولې شي، نو داسی عقیده لرونکې د اسلام له مقدس دین څخه مرتد دې؛ ځکه دې الله جل جلاله په هغه حکم کښی دروغجن ګڼي چه خپل رسول صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم ته پکښی فرمايي چه خلکو ته ووايي: ﭽ ﮞ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚﯛ ﯜ ﯝ ﯞ ﭼالأنعام: ٥٠, چه ژباړه يي لږ مخکښی تیره شوه.
او په صحیح بخاري شریف کښی له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دې چه رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم فرمايلي دي: (مفاتح الغيب خمسٌ لا يعلمهن إلا الله: إن الله عنده علم الساعة, وينزل الغيث ويعلم ما في الأرحام، وما تدري نفسٌ ماذا تكسب غداً، وما تدري نفسٌ بأي أرض تموت، إن الله عليمٌ خبيرٌ).
ترجمه: د علم غیب کلیګانی پنځه دي چه له الله سبحانه وتعالى پرته بل هیچا ته معلومی نه دي: بیشکه یواځی له یو الله تعالی سره د قیامت د راتلو د وخت علم دې یعنی یوا ځی الله تعالی ته معلومه ده چه قیامت کله راځي، او یواځی الله تعالی باران او اورښت وروي، او بی له اسبابو او آلاتو هغه څه ورته ورمعلوم دي چه د ښځو په رحمونو او نسونو کښی دي، او هیڅ چا ته معلومات نه وي چه سبا به څه کوي او څه به ورپیښيږي، او هیڅ څوک خبر نه دې چه په کومه ځمکه کښی او چیری به مړ کیږي، بیشکه یواځی یو الله تعالی ډیر عالم او خبردار دې.
نو رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم هم د غیبو علم نلري، مګر خو هغه علم ورته شته چه الله تعالی ورته وحيي کړی وي او ورته ورښوولی یي وي، او رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم هم هیڅکله دا دعوا نه ده کړی چه هغه کله هم کوم مړې ژوندې کړې دې، نه له خپلو صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه او نه هم له خپلو اولادونو څخه چه له هغه څخه دمخه وفات شوي وو، نو چه رسول الله صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم چه له ټولو انبیاؤ او اولیاؤ څخه غوره او بهتر دې له دغه لويي مرتبی سره نه په غیبو پوهیږي او نه کوم مړې ژوندې کولې شي، نو هغه اولیاء چه له هغه څخه په مرتبه کښی ډیر راښکته دي کله دا کارونه کولې شي؟
س: که درڅخه وپوښتل شي چه عیسی علیه السلام به مړي ژوندي کول، او هغه څه چه به خلکو په کورونو کښی زخیره او او زیرمه کول په هغی به خبر وو او خلکو ته به یي ورښوول چه فلانې فلانې شې ستاسو په کور کښی شته، نو آیا اولیاء هم دغه کارونه کولې شي؟
ج: په ځواب کښی ورته ووایه: دغه کارونه د عیسی علیه السلام خاصه او ځانګړی معجزه وه، چه الله تعالی یواځی همغه ته ورکړی وه، او بل چا ته يي نه ده ورکړی، بلکه زمونږ خوږ پیغمبر صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم هم ددغی معجزی دعوا نه ده کړی، سره له دی چه زمونږ خوږ پیغمبر محمد صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم له عیسی علیه السلام څخه بهتر او غوره دې، نو چه پيغمبر صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم ددغی دعوا نه کوي نو بل څوک څرنګه جرأت کوي او داسی دعوا کوي چه هغه هم مړي ژوندي کولې شي؟
س: که درڅخه وپوښتل شي چه د الله تعالی ولایت په کومو خاصو مومنانو پوری خاص دې؟
ج: په ځواب کښی ورته ووایه: چه د الله تعالی هر پرهیزګار مؤمن بنده د الله تعالی ولي دې، نو د الله تعالی ولایت د ټولو مؤمنانو سړو او ښځو ته عام دې؛ ځکه الله جل جلاله فرمايي: ﭽ ﭑ ﭒ ﭓ ﭔ ﭕ ﭖ ﭗ ﭘ ﭙ ﭚ ﭛ ﭜ ﭝ ﭞ ﭟ ﭠ ﭼيونس: ٦٢ – ٦٣.
ترجمه: خبردار! بیشکه د الله تعالی ولیان نشته پر دوئ هیڅ ویره، او نه به دوئ غمجن وي، او د الله تعالی ولیان هغه کسان دي چه ایمان يي راوړې وي او پرهیزګاري کوي.
نو د الله تعالی ولایت د مؤمنانو پر کومه ځانګړی ډلی پوری خاص او ځانګړی نه دې.
او تقوا دیته وايي چه د الله تعالی او د هغه د رسول صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم په اوامرو باندی عمل وشي او له نواهیو څخه يي ځان وژغورل شي.
س: که درڅخه پوښتنه وشي چه دغه آیت کریمه چه ﭽ ﭑ ﭒ ﭓ ﭔ ﭕ ﭖ ﭗ ﭘ ﭙ ﭚ ﭛ ﭼيونس: ٦٢، چه ترجمه يي مخکی تیره شوه، له دي آیت څخه مراد دا دې چه د اولیاؤ رابلل روا دي؟
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه چه: په دي آیت کریمه کښی داسی کوم دلیل نشته چه د اولیاؤ رابلل او له هغوئ څخه مرسته او کومک غوښتل روا دي، په دغه آیت کښی یواځی د اولیاو کرامو مرتبه بیان شوی ده، چه دوئ باندي به په دنیا کښی ویره نه وي او نه به دوئ په آخرت کښی غمجن وي، او د الله تعالی څخه پرته بل چا ته چیغه وهل او د مشکلاتو دحل او مصیبتونو د لری کولو لپاره د الله تعالی څخه پرته د بل چا رابلل څرګند شرک دې.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه آیا مؤمنان به الله جل جلاله په جنت کښی ویني کنه؟
ج: نو ته په ځواب کښی ورته ووایه: هو، مؤمنان به په جنت کښی خپل پروردګار ویني؛ لکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﭙ ﭚ ﭛ ﭜ ﭝ ﭞ ﭟ ﭠ ﭼالقيامة: ٢٢ – ٢٣.
ترجمه: ځینی مخونه به ددغه قیامت په ورځ تروتازه وي، او خپل پروردګار ته به کتونکي وي.
او رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم فرمايي: (إنكم ترون ربكم). رواه البخاري ومسلم.
ترجمه: بیشکه چه تاسو به خپل پروردګار ووينۍ، یعنی په جنت کښی.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه آیا له انبیاؤ پرته نور اولیاء له کبیره او صغیره ګوناهونو څخه معصوم دي کنه؟
ج: نو ته ورته په ځواب کښی ووایه: چه نه، له انبیاؤ پرته نور اولیاء له صغیره او کبیره ګوناهونو څخه معصوم نه دي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه آیا خضر علیه السلام ژوندې دې؟
ج: نو ته ورته په ځواب کښی ووایه چه: خضر علیه السلام زمونږ له خوږ پیغمبر محمد صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم څخه پخوا وفات شوې دې؛ ځکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳﯴ ﯵ ﯶ ﯷ ﯸ ﯹ ﭼالأنبياء: ٣٤.
ترجمه: او له تا څخه پخوا د هیڅ بشر او بني آدم ته مونږ همیشه ژوند نه دې ورکړې، آیا که ته وفات شی نو دوئ به ګنی همیشه ژوندي پاتی شي.
بل دا چه که خضر علیه السلام ژوندې واي نو د رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم پیروي به يي کړی وه، او د هغه ترڅنګ به يي په جهادونو کښی شرکت کړې وو، او ورکښی برخه به يي اخستی وه؛ ځکه رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم خو پیریانو او انسانانو ټولو ته پیغمبر لیږل شوې وو؛ لکه چه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﭼالأعراف: ١٥٨.
ترجمه: ورته ووایه اي پیغمبره: ای خلکو بیشکه زه تاسو ټولو ته د الله سبحانه وتعالى لخوا پیغمبر او استاذې یم.
او رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم فرمايي: (أرأيتكم ليلتكم هذه فإنه على رأس مائة سنة لا يبقى على وجه الأرض من هو عليها اليوم احد)متفق عليه.
ترجمه: دی شپی ته ګورئ ددي شپی نه واخله سل کاله وروسته به د ځمکی پر مخ هغه څوک پاتی نشي چه نن په دي شپه کښی د ځمکی پر مخ شته.
نو دا حدیث شریف څرګند دلیل دې چه خضر علیه السلام وفات شوې دې، او د هیچا اواز نه اوري، او نه هغه چا ته لار ښوولې شي چه لار یي خطا کړي وي او له ده څخه وغواړي چه لار وروښايي.
س: که در څخه وپوښتل شي چه د شرک ډولونه کوم دي؟
ج: نو ورته ووایه چه: شرک په دوه ډوله دې:
لومړې شرک اکبر)لوئ شرک(: لکه مړو ته چیغه وهل، په هغه کارونو کښی چه له الله تعالی پرته يي بل څوک نشي کولې دغسی کارونو کښی له الله تعالی پرته بل چا څخه مرسته او کومک غوښتل، او یا له الله تعالی پرته پر بل چا باندی اعماد او بروَسه کول، او یا له مړو څخه مرسته غوښتل، او له الله تعالی پرته د بل چا په نوم حلالکه کول؛ ځکه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﭼالنساء: ٤٨.
ترجمه: بیشکه الله تعالی نه بخښي دا کار چه له هغه سره شرک وشي، او بل څوک ورسره برخمن وګڼل شي.
او سول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم فرمايلي دي: (من لقي الله لا يشرك به شيئا دخل الجنة ومن لقيه يشرك به شيئا دخل النار). رواه مسلم.
ترجمه: هغه څوک چه د الله تعالی سره په داسی حال کښی مخامخ شي چه د الله تعالی سره یي شرک نه وي کړې نو جنت ته به ننوځي، خو که څوک ورسره پداسی حال کښی مخامخ شي چه د الله تعالی سره یي شرک کړې وي نو اور ته به ننوځي.
او حلالکه هم د الله تعالی پرته د بل چا په نوم روا نه دې لکه چه الله جل جلاله فرمايي: ﭽ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﭼالكوثر: ٢.
ترجمه: نو ته لمونځ وکړه یواځی پروردګار خپل ته، او یواځی هم د هغه په نوم حلالکه وکړه.
او رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم فرمايي: )لعن الله من ذبح لغیر الله( رواه مسلم.
د الله سبحانه وتعالى لعنت دي وي په هغه چا باندی چه د الله تعالی پرته د بل چا په نوم حلالکه کوي.
دوهم: شرک اصغر)کوچنی شرک(: لکه ریا او پخپل عبادت او بندګۍ کښی ځان ښودنه کول، لکه چه رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم فرمايي: )أخوف ما أخاف علیکم الشرک الأصغر، فسئل عنه، فقال: الریاء(. رواه مسلم.
ترجمه: زه چه پر تاسو تر هر څه ډیر ویریږم هغه شرک اصغر )کوچنی شرک( دې نو کله چه ورڅخه د شرک اصغر پوښتنه وشوه هغه صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم وفرمايل: چه شرک صغر یعنی ریا او په عبادت کښی ځان ښودنه کول.
همدارنګه له الله تعالی پرته د بل چا په نوم سوګند کول او قسم اخستل، لکه چه رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم فرمايي: )من حلف بغیر الله فقد کفر أو أشرک( رواه الترمذي.
ترجمه: چا چه د الله تعالی پرته پر بل چا باندي سوګند وکړ او قسم یي واخست نو هغه د کفر کار وکړ، او یا يي شرک وکړ.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه آیا مړي خبری اوري او څوک چه يي رابلي د هغوئ بلنه قبلولې شي؟
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه: چه مړي اواز نه اوري او نه هم د چا بلنه قبلولې شي؛ ځکه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭼفاطر: ٢٢.
ترجمه: او نه یي ته اوروونکې هغه چا ته چه په قبرونو کښی خښ شوي دي.
همدارنګه الله تعالی فرمايي: ﭽ ﭩ ﭪ ﭫ ﭬ ﭼالنمل: ٨٠.
ترجمه: بیشکه ته مړو ته خپل اواز نشی اورولې.
او همداراز په بل ځاي کښی فرمايي: ﭽ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﮘﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝﮞ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﭼفاطر: ١٣ – ١٤.
ترجمه: او هغه څوک چه تاسو يي پرته له الله تعالی څخه رابلۍ واک او اختیار نلري په اندازه د هغه نري پوستکي چه د خُرما له زړي نه چاپیر وي، کچیری تاسو بیا هم دغه معبودان راوبلئ نو دوئ ستاسو رابلنه نه اوري، او که بالفرض يي واوري نو دوئ ستاسو دُعا قبلولې نشي، او فریادرسي مو نشي کولې، بلکه د قیامت په ورځ به ستاسو په دغه شرک باندي کفر کوي او انکار به تری کوي، او د خبردار الله په شان معلومات نشي درکولې.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه دغه ځیني اوازونه چه د دغه قبرونو څخه اوریدل کیږي، کوم چه دا جاهلان او ناخبران یي رابلي؟
ج: ورته پخ ځواب کښی ووایه: چه دا دشیطانانو اوازونه دي، ددي لپاره اوازونه کوي چه جاهلان او ناپوهان تیرباسي، چه ګنی دا اواز ددي قبر کښی د خښ شوي مړي دې.
او بل دا چه قرآنکریم په څرګنده توګه بیان کړی چه قبرونو کښی خښ شوي )یعنی مړي( د هغه چا اواز نه اوري چه څوک يي رابلي، او چیغه ورته وهي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﭽ ﭩ ﭪ ﭫ ﭬ ﭼالنمل: ٨٠.، او ترجمه یي مخکښی تیره شوه، او فرمايي چه: ﭽ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﭼفاطر: ١٤, ترجمه يي تيره شوه, او فرمايي: ﭽ ﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭼفاطر: ٢٢, ددی ترجمه هم تیره شوه.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه مړي- که هغه اولیاء وي او که نور- آیا که څوک يي راوبلي او د مصیبت او سختۍ په وخت کښی ورته چیغه ووهي نو آیا د بلونکو دعا قبلولې شي، او فریادرسي یي کولې شي؟
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه چه: نه، دوئ نه دچا دعا قبلولې شی او نه يي چیغه اوریدلې شي او نه يي فریادرسي کولې شي؛ ځکه الله تعالی فرمايي: ﭽ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﮘﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝﮞ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﭼفاطر: ١٣ – ١٤.

س: که درڅخه وپوښتل شي چه د »أحیاء« او ژوندي څخه په دي آیت کریمه کښی څه مراد دې چه الله تعالی فرمايي: ﭽ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛﮜ ﮝ ﮞ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﭼآل عمران: ١٦٩.
ترجمه: او ګومان مه کوه به هغه کسانو باندي چه وژل شوي دي د الله تعالی په لار کښی چه دوئ مړه شول او ختم شول، بلکه دوئ ژوندي دي په نیز د پروردګار خپل روزي ورته ورکول کیږي.
نو د »أحیاء« د ژوند څخه مراد دا دې چه ددوئ برزخی ژوند داسی ژوند دې چه دوئ پکښی په نعمت کښی دي، ځکه د شهیدانو روحونه يي په جنتونو کښی په نعمتونو کښی وي؛ ځکه خو الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﭼآل عمران: ١٦٩, یعنی ددوئ دا برزخي ژوند له دنیا څخه بدل او بل شان ژوند دې چه کیفیت او څرنګوالې یي الله تعالی ته ورمعلوم دې، اوددنیا د ژوند په شان نه دې، ځکه ددوئ تعلق او اړیکی ددنیا سره شکیدلي دي او ددي ژوند سره هیڅ اړیکه نه لري؛ له همدي کبله خو دوئ په دنیا کښی درابلونکو اواز نه اوري او نه يي دعا قبلولې شي، لکه چه په تیرو څو آیاتونو کښی د همدي مقصود يادونه وشوه، نو د قرآني آیاتونو تر منځ تعارض او اختلاف سره نشته.
س: كه درڅخه وپوښتل شي چه آیا داسی نومونه ایښودل روا دي چه په معنی کښی د الله پرته بل چا ته د بندګۍ او غلامۍ معنی ورکوي؟ لکه عبد النبي، او عبد الحسین او داسی نور؟
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه: چه دغه ډول نومونه ایښودل روا نه دي؛ ځکه په اجماع د امامانو باندي هر هغه نوم ایښودل حرام او ناروا دي چه له الله تعالی پرته بل چا ته د بندګۍ او غلامۍ معنی ورکوي، او ددغسی نوم)که په بي علمۍ ایښوول شوې وي( بدلول واجب او فرض دي، او الله سبحانه وتعالى ته ډیر غوره او بهتر نومونه عبد الله او عبد الرحمن دي؛ لکه چه په حدیث شریف کښی راځي چه: )إن أحب الأسماء إلى الله: عبد الله وعبد الرحمن( رواه مسلم.
یعنی په نومونو کښی ډیر غوره او محبوب نومونه الله ته د »عبد الله« او »عبد الرحمن« دي.
البته که څوک په همدغسی نومونو باندي مړه وي، نو دغسی نومونه يي نشي بدلولې.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه په لاس، غاړه، سورلۍ، موټر او داسی نورو کښی د بندونو اچول او د تارونو غوټه کول روا دي کنه؟ ترڅو له نظر او حسد څخه پری ځان وساتي.
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه: چه دغسی کار کول هم شرک دې؛ ځکه رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم فرمايي: )من علق تمیمة فقد أشرک( رواه أحمد في مسنده.
ترجمه: چا چه کوم شې په غاړه کښی واچولو نو هغه بیشکه شرک وکړو.
او په بل حدیث شریف کښی رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم فرمايي: (لا يبقينَّ في رقبة بعير قلادة من وتر أو قلادة إلا قُطِعَتْ) رواه البخاري.
ترجمه: د هیڅ اوښ په غاړه کښی دي ژۍ یا غاړه کۍ پاتی نشي بلکه هغه د غوڅه کړل شي.
همدارنګه فرمايي:(من عقد لحيته او تقلد وتراً أو استنجى برجيع دابة أو عظم فإن محمداً منه بريء) رواه أحمد.
ترجمه: چا چه ږیره غوټه کړه او یا یي په غاړه کښی مزې او یا ژۍ واچوله او یا يي د کوم حیوان پر غوشايي او يا پر هډوکي باندي استنجا وکړه نو محمد صلی الله علیه وعلی آله وصحبه وسلم ورڅخه بیزاره دې.
همدارنګه فرمايي:(إن الرقى والتمائم والتولة شرك) رواه أبو داود.
ترجمه: بیشکه ناروا دمونه، د نظر بندونه کونجکی او کوډی کباړی شرک دې.
همدارنګه رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم فرمايي: (من علق تميمة فلا أتم الله له) رواه ابن حبان في صحيحه.
ترجمه: هر چا چه بندونه تارونه او کونجکی زوړندی کړی نو الله سبحانه وتعالى دی د هغه مقصد پوره نکړي.
»تِوَلَة« هر هغه کوډو کباړو نورو شیانو ته وايي چه خلک يي ددي لپاره کوي چه عقیده لری دښځی او خاوند تر منځ مینه او محبت پیدا کوي، خو دا عقیده صحیح نه ده.
»تمائم« د تمیمة جمع ده هر هغه شي ته وايي چه أکثر د ماشومانو او یا نورو په غاړو کښی اچول کیږي چه په دی سره يي له نظر او حسد څخه وژغوري، او دا د شرک یو ډول دې.
امام منذري رحمه الله وایي: چه تمیمه هغه کونجکو ته وايي چه خلک یي په دي اعتقاد ځوړندوی چه له آفتونو او مصیبتونو څخه یي وژغوري.
او دا کار ناپوهي او ګمراهي ده؛ ځکه له الله سبحانه وتعالى پرته بل هیڅوک د شر او مصیبت لری کونکې او ورڅخه بچ کونکې نشته.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه آیا پر ونو، تیګو او خاورو باندی تبرک کول روا دي؟
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه چه : دغه ډول تبرکونه شرک دې؛ لکه چه أبو واقد اللیثي رضي الله عنه فرمايي چه مونږ د رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم سره د حُنَین په غزا کښی تللي وو-حال دا چه مونږ نوي مسلمانان وو او کفر ته مو زمانه نژدي وه- ، او هلته د مشرکانو یوه د بیری ونه وه، چه هغوئ به هلته د هغی په خوا کښی عبادتونه کول، او د تبرک لپاره به يي خپلی وسلی په دغه ونه کښی ځړولی، دی ونی ته به مشرکانو »ذات أنواط« ویله، او په دغه نوم به يي نوموله، راوي وايي: مونږ هم ددغی ونی په خوا تیر شو، نو مونږ رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم ته وویل: زمونږ لپاره هم د مشرکانو د »ذات أنواط« ونی په شان یوه ونه وټاکه چه مونږ هم پری تبرک کوو، نو رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم ورته وفرمايل: الله أکبر، دا خو هغه پخوانۍ خبری دي، زما دی په هغه الله قسم وي چه زما نفس د هغه په لاس کښی دې تاسو همغه خبره وکړه چه بني اسرائیلو موسی علیه السلام ته ویلی وه، هغوئ موسی علیه السلام ته ویلي وو: ﭽ ﭝ ﭞ ﭟ ﭠ ﭡ ﭢ ﭣ ﭤﭥ ﭦ ﭧ ﭨ ﭩ ﭪ ﭼالأعراف: ١٣٨.
ترجمه: هغوئ وویل: اي موسی مونږ ته هم هغه شان معبودان وټاکه لکه چه ددغه مشرکانو لپاره معبودان دي، موسی علیه السلام ورته وفرمایل: بیشکه تاسو یو ناپوهه خلک یاست.
س: که درڅخه پوښتنه وشي چه د الله سبحانه وتعالى پرته د بل چا په نوم حلالکی حکم څه دې، روا ده که ناروا؟
ج: نو ورته په ځواب کښی ووایه: چه دا کار شرک دې ځکه الله تعالی فرمايي: ﭽ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﭼالكوثر: ٢.

همدارنګه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﯞ ﯟﯠ ﯡ ﯢ ﯣ ﯤ ﯥ ﯦ ﭼالأنعام: ١٦٢ – ١٦٣.
ترجمه: ورته ووایه اي پیغمبره! بیشکه زما لمونځ حلالکه او قرباني، بلکه زما ټول ژوند او مرګ یواځی د یو الله تعالی د رضا لپاره دې چه پروردګار او پالونکې د ټولو مخلوقاتو دې، حال دا چه هیڅ ډول شریک او برخمن ورله نشته، په همدی توحید باندی ما د الله تعالی لخوا حکم شوې دې، او زه ددی امت لومړنې مسلمان یم.

س: که درڅخه وپوښتل شي چه د الله تعالی پرته د بل چا لپاره نذر او منښته روا ده کنه؟
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه: چه دغه ډول نذر او منښته منل شرک دې؛ ځکه رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم فرمايي: )من نذر أن یطیع الله فلیطعه، ومن نذر أن یعصي الله فلا یعصه( رواه البخاري.
ترجمه: که چا داسی یو نذر او منښته ومنله چه د الله تعالی عبادت او اطاعت به کوي نو دغه نذر او منښته دي پوره کړي، او که چا داسی نذر او منښته ومنله چه د الله تعالی نافرماني به کوي، نو دغه نذر او منښته دي نه پوره کوي، او د هغه نافرماني دي نه کوي.
معنی دا چه نذر او منښته د الله تعالی پرته د بل چا لپاره روا نه دې، بلکه د بل چا لپاره نذر او منښته منل شرک دې.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه له الله پرته پر بل چا باندي پناه نیول روا دي کنه؟
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه: په هغه څه کښی چه پرته له الله تعالی څخه يي بل څوک توان او قدرت نه لري – په دغسی کارنو کښی له الله پرته پر بل چا پناه نیول شرک دې؛ ځکه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﭼالجن: ٦.
ترجمه: او بیشکه شان دا دې چه مخکښی ځینی انسانانو به په ځینی پیریانو باندی پناه نیوله، نو د هغوئ سرکښي یي لا پسی زیاته کړه.
ځکه پناه نیول هم د عبادت او بندګۍ له ډولونو څخه یو ډول دې؛ لکه چه الله تعالی فرمايي: ﭽ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﭼفصلت: ٣٦.
ترجمه: او که د شیطان له تیرایستنی څخه کوم ځل تیرایستنه درته درورسیده نو ته پر الله سبحانه وتعالى باندي تری پناه وغواړه؛ ځکه بیشکه هغه اوریدونکې ددعا دې او پوهه او خبردار په ټولو احوالو دې.
هو، په یاد باید ولرو چه حاضر ژوندي شخص باندي چه د هغه په توان کښی وي پناه نیول روا دي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه کله تم ځاي کښی ښکته شی او هلته د تم کیدو ا راده ولری نو څه باید ووایي؟
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه: هغه څه به وایو چه رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم راته راښوولي دي؛ ځکه هغه فرمایلي دي: (من نزل منزلاً فقال أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق، لم يضره شيء حتى يرحل من منزله ذلك)رواه مسلم.
ترجمه: هر څوک چه په یو تم ځاي کښی تم شو، او هلته يي دغه دعا وویله چه: زه د الله تعالی پر بشپړو کلماتو باندی د هر مخلوق له شر څخه پناه غواړم، نو ده ته به هیڅ شې ضرر او توان ونه رسوي، تر هغه پوری چه له دغه تم ځاي څخه کوچ وکړي.
س: که درڅخه وپوښتل شي چه له الله تعالی پرته له بل چا څخه- په هغه څه کښی چه له الله تعالی پرته د بل چا په توان او قدرت کښی نه وي – مرسته او کومک غوښتل روا دي، لکه د خیر ښیګړی لاس ته راوړل، او د مصیبتونو او شرونو دفع کول؟
ج: نو په ځواب کښی ورته ووایه چه همدا کار شرک دې؛ ځکه الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﯞ ﭼالنمل: ٦٢.
ترجمه: آیا داسی څوک شته چه د حاجتمند د حاجت او سختۍ په وخت کښی د هغه دعا قبوله کړي کله چه یي هغه دغه مصیبت او سختئ د لری کولو لپاره راوبلي او دغه مصیبت او سختي ورڅخه لری کړي.
یعنی له الله سبحانه وتعالى پرته بل داسی څوک نشته چه یا د چا چیغه او اواز واوري او یا يي دعا قبوله کړي او له هغه څخه مصیبت او تکلیف او سختي لری کړي.
او بل دا چه د سختۍ په وخت کښی د مصیبت او سختۍ د لری کولو لپاره چیغه وهل او دعا کول عبادت دې، نو لدي کبله د الله تعالی پرته بل چا ته روا نه ده، الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﭽ ﭑ ﭒ ﭓ ﭼالأنفال: ٩
ترجمه: یاد کړئ هغه وخت چه تاسو ـ اي د رسول الله صحابه وـ استغاثه مو کوله او د سختۍ د لری کولو دعاګانی مو کولی پروردګار خپله ته.
او په صحیح بخاري کښی د ابو هریره رضي الله عنه فرمايي چه رسول الله صلى الله عليه وعلى اله وصحبه وسلم فرمايلي دي:
(لا ألفين أحدكم يجيء يوم القيامة على رقبته بعير له رغاء فيقول: يا رسول الله أغثني فأقول: قد أبلغتُك، لا أملك لك من الله شيئاً، لا ألفين أحدكم يجيء يوم القيامة على رقبته فرسٌ له حمحمة فيقول: يا رسول الله أغثني فأقول: قد أبلغتُك) رواه البخاري ومسلم.
ترجمه: زه دی نه بیامومم یو له تاسو څخه چه د قیامت په ورځ په داسی حال کښی راته راځي چه اوښ يي پر اوږه بار وي او هغه اوازونه کوي، او بیا ماته وايي چه زما سره مرسته او کومک وکړه چه له دي مصیبته خلاص شم، او زه بیا ورته وایم چه: ما تاته شریعت دررسولې وو، زه اوس ستا لپاره د الله تعالی په مقابل کښی هیڅ واک او اختیار نلرم، زه دي نه بیامومم یو له تاسو څخه چه د قیامت په ورځ په داسی حال کښی راته راځي چه آس يي پر اوږه بار وي او هغه اوازونه کوي، او بیا ماته وايي چه زما سره مرسته او کومک وکړه چه له دي مصیبته خلاص شم، او زه بیا ورته وایم چه: ما تاته شریعت دررسولې وو.
خو که یو څوک له ژوندي حاضر شخص بنده څخه په هغه کارونو کښی چه د هغه توان او قدرت کښی وي او مرسته او کومک ورڅخه وغواړي نو دا کار روا دې؛ ځکه د ژوندي مخلوق باندی استغاثه کول نه مراد له هغه څخه په هغه څه کښی چه دده په توان او قدرت کښی وي مرسته او کومک غوښتلو ته وايي، لکه هغه اسرائلي چه له موسی علیه السلام څخه د قبطي په خلاف ورڅخه مرسته وغوښته، څوک چه ددواړو دښمن وو، الله جل جلاله د هغوئ قیصه داسی نقلوي: ﭽ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﭼالقصص: ١٥.
ترجمه: نو مرسته وغوښته هغه اسرائیلي چه دده له قوم څخه وو پر هغه چا چه ددواړه له دښمن څخه خوا څخه وو.
او هر چه له په قبرونو کښی له مړو څخه مرسته غوښتل دي نو د څلورو مذهبونو د امامانو په اجماع باندی حرام او ناروا کار دې؛ ځکه دا کار شرک دې.
([1]) تشبیه دیته وايي چه د الله تعالی ذات یا صفات د مخلوق د ذات یا صفاتو سره یو شان وګڼل شي.
تمثیل دیته وايي چه د الله تعالی ذات یا صفت د فلاني مخلوق د ذات یا صفت په شان دې.
تکییف دیته وايي چه د الله تعالی د ذات یا صفت کیفیت او څرنګوالې بیان شي چه داسی او داسی دې.
تعطیل دیته وايي چه د الله له ذات څخه انکار وشي یا يي له نومونو څخه انکار وشي، او یا يي له صفتونو څخه انکار وشي، او یا د هغوﺉ له صحیحو معانیو څخه انکار وشي.([2])لكه چه له آیت کریمه څخه څرګنده ده چه فرمایي: ﭽﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗﭘﭙﭚﭛﭜﭝﭞﭟﭠﭡﭢﭣﭤﭥﭦﭧﭨﭩﭪﭫﭬﭭﭮﭯﭰﭱﭲﭳﭴﭵﭶ ﭷﭸﭼالحديد: ٤, دالله تعالی د استواء ا واو چتوالی له بیان څخه وروسته يي د هغه دعلم یادونه کړی ده، او هم یي د آیت کریمه په آخر کښی د لیدنی او بصیرت یادونه کړی ده.