تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : صدقة الفطر ( بشتو )تأليف الشيخ أبي ضياء زاهد الله توحيدي المدني


أبو زكريا
_22 _June _2013هـ الموافق 22-06-2013م, 10:06 PM
زکاة فطر(سرسايه)
دزکاة فطر شرطونه : دا په راتلونکي ډول ذکرکيږي :
لومړنى شرط : اسلام دى ، دا په هر ازاد اوغلام مسلمان ، چه سړى وي او که ښځه ، وړوکي وي اوکه لوي واجب دى ، د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما د حديث په اساس هغه فرمايلى : - (( أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَرَضَ زَكَاةَ الْفِطْرِ مِنْ رَمَضَانَ ، عَلَى كُلِّ نَفْسٍ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ،حُرٍّ ،أَوْ عَبْدٍ، أَوْ رَجُلٍ، أَوِ امْرَأَةٍ، صَغِيرٍ، أَوْ كَبِيرٍ ...)) (( بيشکه رسول الله r د مسلمانانو نه په هر نفس باندي د رمضان له امله زکاة فطر(سرسايه) فرض کړى دى ، ازاد وي او که غلام ، سړى وي او که ښځه ، وړوکې وي اوکه لوي ...)) ([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn1)).
دوهم شرط : مالداري ده ، چه داخترپه ورځ اوشپه ورسره يو ه پيمانه خوراک وي چه د ده او اهل عيال د ضرورتونو څخه يي زياتي وي ([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn2)) .
دريم شرط : چه واجب وخت داخل شي ، دا د دي څخه عبارت دى چه درمضان په اخرني ورځ لمر پناه شي ، دعبدالله بن عمر رضي الله عنهما دحديث په اساس هغه فرمايلي : (( فَرَضَ زَكَاةَ الْفِطْرِ مِنْ رَمَضَانَ ...)) (( رسول الله r د رمضان زکاة فطر فرض کړى دى ...)) ([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn3)).
* د رمضان په اخرني ورځ د لمر د پناه کيدو څخه روسته به زکاة فطر وباسي ، او څوک چه په اسلام کې نوى داخل شي اويا ښځه وکړى ، اويا يي بچى پيدا شي او که يو څوک د لمرد پناه کيدو څخه مخکي وفات شونو په دوي باندي زکاة فطرنه لازميږي ، او کچيرته دوي د لمر د پناه کيدوڅخه روسته موجود شي او بيا تري يوڅوک مړ شو نوزکاة فطربه ترينه وباسي ...)) ([4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn4)) .
* زکاة فطر فرض دى ، د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما د حديث په اساس هغه فرمايلي : (( فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ r ، زَكَاةَ الْفِطْرِ صَاعًا مِنْ تَمْرٍ ، أَوْ صَاعًا مِنْ شَعِيرٍ ، عَلَى الْعَبْدِ، وَالْحُرِّ ، وَالذَّكَرِ ، وَالْأُنْثَى ، وَالصَّغِيرِ، وَالْكَبِيرِ ، مِنْ الْمُسْلِمِينَ ، وَأَمَرَ بِهَا أَنْ تُؤَدَّى قَبْلَ خُرُوجِ النَّاسِ إِلَى الصَّلاَةِ )) (( رسول الله r زکاة فطرفرض کړ، يوه پيمانه د کجورو، او يا يوه پيمانه دوربشو، په غلام ، ازاد، سړى ، ښځي ، وړوکى اولوي د مسلمانانو نه ، او د دي په ويستلو به يي د اختر د لمونځ نه مخکې حکم کوو )) ([5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn5)).
د زکاة فطر د ويستلو وخت :
* سرسايه چه د کورني سرپرست (خرچه کوونکې) د ټولو افرادو څخه وباسى کافي ده ، او د دي ويستل د اختر څخه يوه اويا دوه ورځي مخکي پکاردي ،د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه په بل روايت کي راغلي : ((... وَكَانُوا يُعْطُونَ قَبْلَ الْفِطْرِ بِيَوْمٍ أَوْ يَوْمَيْنِ )) (( ...هغوي به داختر څخه يوه اويا دوه ورځي مخکي اداء کوله ))([6] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn6)) .
* او د زکاة فطر دويستلو لپاره غوره وخت دا دى چه د اخترلمونځ څخه مخکي ووځي چه د مسکينانو ضرورتونه پري حل شي ،او د اختر په ورځ د سوال څخه بچ شي ، د عبدالله بن عمر رضي الله عنهماد حديث په اساس هغه فرمايلي : ((... وَأَمَرَ بِهَا أَنْ تُؤَدَّى قَبْلَ خُرُوجِ النَّاسِ إِلَى الصَّلاَةِ )) (( ...او رسول الله r د زکاة فطر په ويستلو حکم وکړ مخکي ددينه چه خلک داختر لمانځه ته وځي )) ([7] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn7)) .
* د سرسايه مستحق هغه څوک دى چه د زکاة مستحق وى او د اختر لمونځ څخه روسته کول يى جايز ندي، د ابن عباس رضي الله عنهما د حديث په اساس چه هغه فرمايلي : (( فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ -r - زَكَاةَ الْفِطْرِ، طُهْرَةً لِلصَّائِمِ ، مِنَ اللَّغْوِ، وَالرَّفَثِ ، وَطُعْمَةً لِلْمَسَاكِينِ ، مَنْ أَدَّاهَا قَبْلَ الصَّلاَةِ، فَهِىَ زَكَاةٌ مَقْبُولَةٌ ، وَمَنْ أَدَّاهَا بَعْدَ الصَّلاَةِ ، فَهِىَ صَدَقَةٌ مِنَ الصَّدَقَاتِ )) (( رسول الله r سرسايه فرض کړى ، دا د روژه دار لپاره د بي هوده او شهوت خبرو څخه پاکوالې دى ،او دمسکينانو لپاره طعام دى ، چا چه د اختر لمونځ څخه مخکي اداء کړه دغه قبوله سرسايه ده ، او چاچه د اختر لمونځ څخه روسته اداء کړه بيادغه دعامو صدقو څخه يوه صدقه ده ))([8] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn8)).
د زکاة فطر دويستلو اندازه اودهغي قسمونه :
* په کوم ښاراو علاقه کې چه د طعام کوم قسم موجود وي نود هغي څخه به يوه پيمانه ويستل کيږي او غوره دا ده کوم شيان چه په حديث کې وارد دي چه دهغو څخه ووځي ، د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما د حديث په اساس هغه فرمايلي : (( فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ r ، زَكَاةَ الْفِطْرِ، صَاعًا مِنْ تَمْرٍ ، أَوْ صَاعًا مِنْ شَعِيرٍ ...)) (( رسول الله r زکاة فطرفرض کړ، يوه پيمانه د کجورو، او يا يوه پيمانه دوربشونه ...)) ([9] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn9)).
* او د أبوسَعِيد الخُدْرِىَّ - t - د حديث په اساس چه هغه فرمايلي دي : (( كُنَّا نُخْرِجُ زَكَاةَ الْفِطْرِ، صَاعًا مِنْ طَعَامٍ ، أَوْ صَاعًا مِنْ شَعِيرٍ ، أَوْ صَاعًا مِنْ تَمْرٍ ، أَوْ صَاعًا مِنْ أَقِطٍ ، أَوْ صَاعًا مِنْ زَبِيبٍ )) (( مونږ به يو پيمانه سرسايه دطعام ، يايوه پيمانه دوربشو، يا يوه پيمانه دکجورو ، يا يوه پيمانه د پنيراويا يوه پيمانه دميزو(وسکو) څخه ويستله )) ([10] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn10)) .
* د زکاة فطر اندازه يوه پيمانه ده چه دا د درميانه سړي په لپو څلور لپي برابريږي ، فيروزآبادي ويلي : (( وقدجربت ذلک فوجدته صحيحا)) (( ماته دا کارد خپلي تجريبي نه روسته صحيح ثابت شوى دى ))([11] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn11)) .
* شيخ ابن باز رحمه الله ويلي دي : (( د صاع (پيماني) اندازه د درميانه سړي څلور ډکو لپو سره برابريږي کله چه وچ طعام وباسي ، لکه کجوري ، غنم اوياداسي نورشيان ، اود يوي پيماني وزن تقريبا دري کيلوبرابريږي ...)) ([12] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn12)) .
* اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء : (( المقدار الواجب في زکاة الفطر عن کل فرد، صاع بصاع النبي r ، ومقداره بالکيلو ، ثلاثة کيلو تقريبا )) (( په سرسايه کي واجبه اندازه د هر کس نه دنبي کريم r په پيمانه يوه پيمانه ده ، اوددي اندازه تقريبا دري کيلو برابريږي )) ([13] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn13)) .
* اود جمهورو علماوو په نزد د پيماني وزن : ( دوه کيلو(٢) او څلويښت (٤٠) ګرامه برابريږي([14] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn14))، په کوم ښار اوعلاقه کې چه کوم جنس موجود وى نوهغه به ورکولى کيږي ، دا زکاة فطر په هغه چا فرض دى چه د يوي شپي اوورځي درزق نه يي داهل عيال رزق زيات وي .
* هغه ماشوم چه د زنانه په ګيډه کې وي د هغه څخه د سرسايه ويستل واجب ندي ، البته که د هغه څخه يى وويستله نو سنت ده ، عبدالله بن أحمد د حميد او قتاده په روايت سره په خپل کتاب کې ويلي : (( بيشکه عثمان t به صدقه فطر( سرسايه) د ماشوم ، لوي اود هغه ماشوم څخه ويستله چه په ګيډه کي به وو)) ([15] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn15)) .
دزکاة فطر مستحق څوک دي ؟ .
د دي د اخستلومستحق کسان مسکينان او غريبانان دي : اود دي دلګښت په ځايونو کې د علماوو دوه ويناګاني دي :
لومړني ونيا : سرسايه هغه چاته ورکول جايز دي کوموکسانوته چه زکاة ورکول جايز دي ، ځکه صدقه فطر زکاة دى نود دي د لګښت ځايونه دنور زکاة په شان دي ، ځکه صدقه فطر د الله تعالى د دي وينا په عموم کي داخليږي : } إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ { ([16] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn16)) ([17] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn17)) (( يقينا زکاتونه ورکيدى شي محتاجانو ته او غريبانانوته اوکار کوونکو ته چه مقرر وي په هغي باندي او هغه څوک چه خوشحالولى شي زړونه د هغوي او په ازادولو د غاړو(سټونو) کي او قرضدارو ته او په لاره د الله تعالى کې او مسافرو ته ، فرض کړى شوى دى (دغه زکاة) د طرفه دالله تعالى نه او الله تعالى پوهه او حکمتونو والا دى )) .
دوهمه وينا : د صدقه فطر ورکول يواځي د هغه چا لپاره جايز ده چه دکفاري اخستلو مستحق وي ، لکه د قسم کفاره ، دظهاراود قتل کفاره ،اود هغه چا کفاره چه د روژي په ورځ کې د خپلي ښځي سره کوروالى وکړى ، نود دي کفاراتو اخستلو چه څوک مستحق دي نو د صدقه فطر هم هغوي مستحق دي چه دا د مسکينانو څخه عبارت دي ، چه دوي پدي سره خپل حاجتونه او ضرورتونه پوره کړى ، دا به د مؤلفة قلوب او مريانو په ازادولو کې نه مصرفيږي ، شيخ الإسلام ابن تيميه رحمه الله ويلي : (( وهذا أقوى في الدليل )) (( دا وينا د دليل په اعتبارقوي ده )) ([18] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn18)) .
* شيخ الإسلام ابن تيميه رحمه الله ويلي : (( زکاة فطر به هغه چا ته ورکول کيږي چه د کفاري د اخستلو مستحق وي ، اودا به د ضرورت اوحاجت پوره کولو لپاره اخلي، دغلامانو ازادولو او د مؤلفة قلوب ورکولو لپاره به يي نه اخلي ...))([19] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn19)) .
* إمام ابن القيم رحمه الله ويلي : (( رسول الله r به پدي صدقي ( زکاة فطر) سره مسکينان خاص کول ،کوم چه اته (٨) قسمه خلک د زکاة مستحق دي هغو ته به يي دا صدقه جدا جدا نه تقسيموله ، او نه يي د دي په تقسيم سره حکم کړى او نه د صحابوو اود هغو نه روسته دا کار چاکړى دى، او دي په يوه وينا کي دا هم ويلي دي : چه د دي صدقي ورکول د مسکينانوڅخه په غير بل چاته ورکول جايز ندي او دي وينا ته يي راجحه او غوره ويلي ده په نسبت سره هغه وينا ته چه د زکاة دلګښت اته قسمه خلکوته يي هم ورکول جايزدي )) ([20] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn20)) .
* إمام شوکاني رحمه الله د ابن عباس رضي الله عنهما د حديث په اساس استدلال کړى چه په هغه کي رسول الله r فرمايلي : (( ...وَطُعْمَةً لِلْمَسَاكِينِ ...)) (( رسول الله r سرسايه فرض کړى .... اودا دمسکينانو لپاره طعام دى ... ))([21] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn21)) (( دا حديث پدي باندي دليل دى چه سرسايه به صرف مسکينانو ته ورکول کيږي ، نورو دزکاة مستحقينو ته به نه ورکول :کيږي )) ([22] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn22)).
* شيخ ابن عثيمين رحمه الله ويلي : د زکاة فطر د لګښت په ځايونو کي دعلماوو دوه ويناګاني دي :
* لومړنۍ وينا : دا به هغه چاته ورکول کيږي چه نور زکاة ورته ورکول کيږي ، تر دي چه مؤلفة قلوب او تاوانيانو ته به هم ورکول کيږي ....
* دوهمه وينا : دا به صرف مسکينانو ته ورکول کيږي ، اودا دوهمه وينا صحيح ده )) ([23] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn23)) .
* شيخ ابن باز رحمه الله فرمايلي : (( د دي دلګښت ځايونه فقيران او مسکينان دي )) ([24] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn24)) .
* (( د يوکس سرسايه يو کس ته ورکولى شي اوډيرو ته يي هم ورکولى شي )) ([25] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn25)).
په زکاة فطرکي د نقدوپيسو ورکول :
إمام ابن قدامه رحمه الله فرمايلي : (( ولاتجزئ القيمة، لأنه عدول عن المنصوص )) (( په سرسايه کي پيسي ورکول نه اداء کيږي ، ځکه دا د شرعي دلائلو څخه مخ اړونه ده )) ([26] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn26)) .
* مالکيان ، شافعيان اوحنبليان وايي : په سرسايه کي دنقدو پيسو ورکول جايز ندي ځکه پدي باندي کوم دليل نشته ...،اوحنفيان وايي : په سرسايه کې پيسي ورکول جايز دي ([27] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn27)) .
* شيخ ابن باز رحمه الله فرمايلي : (( د جمهورو علماوو مذهب دا دى چه په سرسايه کې پيسي ورکول جايز ندي او دا نظريه صحيح او په دلائلو بنا ده ، په سرسايه کي د طعام ورکول واجب دى ، لکه څرنګه چه دا کار رسول الله r اود هغه صحابووکړى وو)) ([28] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn28)) .
* اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء ويلي : په سرسايه کي د نقدو پيسو ورکول جايز ندي ځکه شرعي دلائل په دي دلالت کوي چه د طعام ورکول واجب دي ، نو پدي اساس د شرعي دلائلو څخه د خلکو نه ديو کس د وينا په خاطرمخ اړونه جايز نده ))([29] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn29)) .
* د عائشي رضي الله عنها څخه روايت دى هغه وايي رسول الله r فرمايلي دي : « مَنْ أَحْدَثَ فِى أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ فِيهِ فَهُوَ رَدٌّ » (( چا چه زمونږ په دين کې نوى شي راپيدا کړ او هغه ددين په اصل کې نه وو نو هغه د قبليدو وړندى )) ([30] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn30)) .
* او د عائشي رضي الله عنها څخه په بل روايت کي راغلي : « مَنْ عَمِلَ عَمَلاً لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ » (( چا چه يو کاروکړ او په هغه باندي زمونږ حکم نه وو نو هغه دقبليدو وړندى )) ([31] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn31)) .
فطرت په مسلمان باندي دا لازموي چه دخپل ځان اود هغه چانه چه سرپرستي اوخرچه پري کوي سرسايه وباسي :
* إمام الخرقي رحمه الله فرمايلي دي : (( دکور په سرپرست ( خرچه کوونکې) باندي دا لازمه ده چه د خپل ځان اوپه چا چه خرچه کوي سرسايه ترينه وباسي ، کله چه د ده طعام د يوي شپي او ورځي نه زيات وي ))([32] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn32)) .
* إمام ابن المنذر رحمه الله فرمايلي دي : (( علماوو پدي خبره اجماع کړي چه په کور کي په سرپرست سړي باندي د خپل ځان اود هغه اولاد چه مال نه لري سرسايه ورکول واجب دي ، او پدي خبره هم علماء متفق دي چه د ده سره چه کوم حاضرغلام دى د هغه به هم سرسايه اداء کوى ))([33] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn33)) .
* د ذکرشوو ويناګانو څخه دا څرکنده شوه چه په سرمايه دار انسان باندي فطرت دا لازموي چه د خپل ځان نه سرسايه وباسي اودهغه چا نه يي هم وباسي چه دخرچي مسؤليت يي دده په غاړه دى ،([34] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn34)) د عبدالله بن عمررضي الله عنهما د حديث په اساس چه هغه فرمايلي : (( أَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم- بِصَدَقَةِ الْفِطْرِ عَنِ الصَّغِيرِ وَالْكَبِيرِ وَالْحُرِّ وَالْعَبْدِ مِمَّنْ تُمَوِّنُونَ )) (( رسول الله r دسرسايه په ويستلود وړوکي ، لوي ، ازاد او غلام لپاره حکم کړى د هغوکسانونه چه تاسو پري د نفقي خرچه کوي )) ([35] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn35)) .
* اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء ويلي : (( سرسايه ويستل دخپل ځان نه لازمي ده اود هغه چا نه چه پده باندي يي نفقه واجب ده ، چه يوه په دوي کي د سړي خپله ښځه ده ځکه د هغي خرچه په ده باندي واجب ده )) ([36] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn36)) .يذکر من الکتاب بعض الأحاديث ؟؟؟ .
دزکاة فطرد ويستلوځاي اوبل هيواد ته يې د استولو حکم :
د زکاة فطر په ويستلو کې اصل دنبي کريم هغه وينا کومه چه معاذ بن جبل t ته يي د يمن استولو په وخت کي کړي وه : نو هغه ته يي وفرمايل : (( فَأَعْلِمْهُمْ ، أَنَّ اللَّهَ افْتَرَضَ عَلَيْهِمْ صَدَقَةً ، تُؤْخَذُ مِنْ أَغْنِيَائِهِمْ ، فَتُرَدُّ فِى فُقَرَائِهِمْ ...)) (( ته هغوي ته پوهه ورکړه چه الله تعالى په هغوي زکاة فرض کړى دى چه دهغوي مالدارانو څخه به اخستل کيږي او د هغوي په مسکينانو باندي به تقسيمږي ...))([37] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn37)).
شيخ ابن باز رحمه الله ويلي دي : (( د زکاة فطر په هکله سنت طريقه دا ده چه په کوم ځاي کي چه زکاة فطر اخستل کيږي په همغه ځاي کې په مسکينانوتقسيم شي ، بل هيواد ته به نه استول کيږي ، ددي لپاره چه ددغه هيواد مسکينان مالدارشي اوضرورتونه يي حل شي ))([38] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn38)) .
همدارازد هغه سوال په جواب کې شيخ رحمه الله ويلي چه څوک زکاة فطر بل هيواد ته استوي : (( دا استول کومه پروا نه لري ، د علماوو په صحيح وينا کې دا اداء کيږي ، ليکن په کوم ځاي کې چه اوسيږي او هلته يې ورکړى نو دا ډير ه غوره او د احتياط خبره ، اوکچيرته يي خپل هيواد کي خپل اهل عيال ته وليږه ددي لپاره چه هلته يي په مسکينانو تقسيم کړي نو کومه پروا نشته ))([39] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn39)) .
[/URL]([1]) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 69)،کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref1)([2]) [ د ابن قدامه ،کتاب / الکافي ،٢/١٦٨، اوالشرح الممتع،٦/١٥٣، ته مراجعه وکړه ].

([3]) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 69)،کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref3)([4]) [ د ابن قدامه ،کتاب / الکافي ،٢/١٧٠، ته مراجعه وکړه ] .

([5]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 6 / ص 32) او صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 68، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref5)([6]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 6 / ص 41، کـى کړى دى ].

([7]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 6 / ص 26)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref7)([8]) [ روايت يى سنن أبوداود – په (ج 5 / ص 151، کى کړى دى ].

([9]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 6 / ص 32) او صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 68، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref9)([10]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 6 / ص 32، کى کړى دى ].

([11]) [ د فيروزآبادي کتاب / القاموس المحيط ، ٤٠٧،صفحه ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref11)([12]) [ د شيخ ابن باز رحمه الله ، کتاب / مجموع فتاوى ،١٤/٢٠٤-٢٠٥، ته مراجعه وکړه ] .

([13]) [ فتاوى اللجنة الدائمة ، ٩/٣٧١، ته رجوع وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref13)([14]) [ د دکتور/ علي جمعة ، کتاب/ المکاييل والموازين الشرعية ، ٢٥، صفحي ته مراجعه کړه ].

([15]) [ د عبدالله بن أحمد رحمه الله ‌،کتاب / مسائل (9) ص 170، ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref15)([16]) [ سورة التوبة /60] .

([17]) [ د ابن قدامه ،کتاب / المغني ،٤/٣١٤، وګوره، او ابن قدامه وايي : همدا وينا د إمام مالک ، ليث، اوإمام شافعي اود أبوثور هم ده ، د صدقه فطر(سرسايه) اخستل د هغه چا لپاره جايز ده چه د نور زکاة اخستل ورته جايز وي ، او إمام أبوحنيفه رحمه الله فرمايلي : (( د سرسايه ورکول هغه چا ته جايز ده چه د نور مال زکاة ورکول ورته جايزنه وي ، او ذمي ته ورکول جايز ده ] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref17)([18]) [ د شيخ الإسلام ابن تيميه رحمه الله ،کتاب/ مجموع فتاړى ،٢٥/ ٧٣، ته مراجعه وکړه ].

([19]) [ د شيخ الإسلام ابن تيميه رحمه الله ، کتاب / الاختيارات ، ١٥١، صفحي ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref19)([20]) د ابن القيم رحمه الله ،کتاب / زاد المعاد في هدي خير العباد،٢/٢٢، ته مراجعه وکړه ].

([21]) [ روايت يى سنن أبوداود – په (ج 5 / ص 151، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref21)([22]) [ د إمام شوکاني ، کتاب / نيل الأوطار،٣/ ١٠٣، ته مراجعه وکړه ].

([23]) [ الشرح الممتع،٦/ ١٨٤، اوالإنصاف مع الشرح الکبير،٧/١٣٧، وګوره ] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref23)([24]) [ د شيخ ابن باز رحمه الله ،کتاب / مجموع فتاوى ، ١٤/ ٢٠٢، ته مراجعه وکړه ] .

([25]) [ د ابن قدامه ،کتاب / المغني ،٤/ ٣١٦، اود ابن مفلح / کتاب الفروع ،٤/ ٢٣٩، ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref25)([26]) [ د ابن قدامه ،کتاب / الکافي ،٢/١٧٦، اود ده کتاب/ المغني،٤/ ٢٩٥، ته مراجعه وکړه ].

([27]) [ الموسوعة الفقهية ،٢٣/ ٣٤٤، ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref27)([28]) [ د شيخ ابن باز ، کتاب / مجموع فتاوى ،١٤/ ٢٠٢، ته مراجعه وکړه ].

([29]) [ مجموع فتاوى اللجنة الدائمة ،٩/ ٣٧٩، ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref29)([30]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 10 / ص 17)،او صحيح مسلم – په (ج 5 / ص 132)کي کړى دى ].

([31]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 24 / ص 162) ،او صحيح مسلم – په (ج 5 / ص 132، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref31)([32]) [ مختصر الخرقي مع المغني ،٤/ ٣٠١، ته مراجعه وکړه ].

([33]) [ د ابن المنذر ،کتاب / الإجماع ، ٥٥، صفحي ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref33)([34]) [ د ابن قدامه ،کتاب / المغني ،٤/ ٣٠١، ته مراجعه وکړه ].

([35]) [ روايت يي سنن الدارقطنى – په (ج 5 / ص 348) ، نمبر(١١،١٢، او بيهقي په ،٤/ ١٦١، کي کړى دى ، او شيخ ألباني ورته په إرواء الغليل ،٣ /٣٢٠، نمبر(٨٣٥) کي حسن ويلي دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref35)([36]) [ مجموع فتاوى اللجنة الدائمة ،٩/ ٣٦٧، ته مراجعه وکړه ].

([37]) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 1 / ص 37)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref37)([38]) [ د شيخ ابن باز رحمه الله ،کتاب / مجموع فتاوى و١٤/ ٢١٣، ته مراجعه وکړه ].

[URL="http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref39"]([39]) [د شيخ ابن باز، کتاب / مجموع فتاوى ١٣/٢١٤،٢١٥، ته مراجعه وکړه ،او همداراز فتاوى اللجنة الدائمة ، ٩/٢٤٨، او الموسوعة الفقهية،٢٣/٣٤٥، او ٢٣/٣٣١، وګوره ].