تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : أحكام قيام الليل في رمضان ( بشتو) تأليف الشيخ زاهد الله توحيدي المدني


أبو زكريا
_22 _June _2013هـ الموافق 22-06-2013م, 10:03 PM
په رمضان کښي د قيام الليل (تهجدو، اوتراويح) احکام
* د نفلي عبادتونو څخه يودشپي لمونځونه دي ، کوم کسان چه دا عبادت کوي د هغوي په هکله الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي : } وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا { ([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn1)) (( او دا هغه کسان دي چه شپه تيروي رب خپل ته سجده کوونکي اوودريدونکي )) .
* اوهمداراز الله تعالى فرمايي : } تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ * فَلاَتَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ { ([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn2)) (( د دوي ډډي دخوب دځايونوڅخه لري کيږي (دتجهد لمونځ لپاره)،دوي خپل رب رابلي يره کوونکي اوطمع لرونکي، اود هغي نه چه مونږ ورکړي دي دوي ته خرچ کوي ، پس هيڅ نفس ته معلوم نه دى هغه شى چه پټ کړى شوى دى ددوي لپاره يخ والى دسترګو، بدله ده د هغو عملونو چه دوي کول )) .
* د أبوهريره t څخه روايت دى هغه وايى رسول الله r فرمايلى دي چه الله تعالى فرمايي : « أَفْضَلُ الصِّيَامِ ، بَعْدَ رَمَضَانَ ، شَهْرُ اللَّهِ الْمُحَرَّمُ ، وَأَفْضَلُ الصَّلاَةِ، بَعْدَ الْفَرِيضَةِ ، صَلاَةُ اللَّيْلِ » (( د رمضان د مياشتي نه روسته غوره روژي دمحرم دمياشت دي ، اودفرضي لمونځ څخه روسته غوره لمونځ دشپي لمونځ دى )) ([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn3)).
* او همداراز رسول الله r فرمايلي : « يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَفْشُوا السَّلاَمَ، وَأَطْعِمُوا الطَّعَامَ ، وَصَلُّوا بِاللَّيْلِ وَالنَّاسُ نِيَامٌ ، تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ بِسَلاَمٍ » (( اى خلکوسلام عام کړئ (په هرچا يي واچوئ)، طعام ورکړئ ، دشپي لمونځونه وکړئ چه خلکو ويده وي ، جنت ته به په سلامتيا داخل شي )) ([4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn4)) .
د تراويح لمونځ مفهوم :
ديته د تراويح نوم ځکه ورکړى شو چه په څلور رکعتونوکي به يي راحت او دمه کوله )) ([5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn5)) .
د عائشي رضي الله عنها د حديث په اساس چه هغي نه سلمه بن عبدالرحمن پوښتنه وکړه ((...كَيْفَ كَانَتْ صَلاَةُ رَسُولِ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - فِى رَمَضَانَ؟، فَقَالَتْ : مَا كَانَ يَزِيدُ فِى رَمَضَانَ ، وَلاَ فِى غَيْرِهَا عَلَى إِحْدَى عَشْرَةَ رَكْعَةً ، يُصَلِّى أَرْبَعًا،فَلاَ تَسئَلْ عَنْ حُسْنِهِنَّ ، وَطُولِهِنَّ ، ثُمَّ يُصَلِّى أَرْبَعًا، فَلاَ تَسئَلْ عَنْ حُسْنِهِنَّ ،وَطُولِهِنَّ ، ثُمَّ يُصَلِّى ثَلاَثًا )) (( د رسول الله r لمونځ په رمضان کي څرنګه وو؟،نو عائشي رضي الله عنها وويل : هغه به په رمضان او د رمضان نه علاوه د يولس رکعته نه زيات لمونځ نه کوو، هغه به څلور رکعته کول ډير خائسته او اوږده به يي کول، بيا به يي څلوررکعته کول ډير خائسته اواوږده به يي کول ، بيا به يي دري رکعته کول )) ([6] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn6)) .
* د عائشي رضي الله عنها دا وينا : ((يُصَلِّى أَرْبَعًا... ثُمَّ يُصَلِّى أَرْبَعًا )) ، پدي دلالت کوي چه د هر څلورو رکعتونو په مابين اودريوکي فاصله وه، په څلور رکعتونوکي به يي په هر دوه رکعتونو کي سلام ګرځوو([7] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn7))، دنبي کريم r دبي بي عَائِشي د حديث په اساس چه هغي فرمايلي دي : (( أَنَّ رََسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يُصَلِّى مِنَ اللَّيْلِ، إِحْدَى عَشْرَةَ رَكْعَةً، يُوتِرُ مِنْهَا بِوَاحِدَةٍ )) (( بيشکه رسول الله r به دشپي لمونځ يولس رکعته کوو چه يو رکعت به يي په دي کي وتر کوو )) ([8] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn8)) .
* او په بل لفظ کې راغلي : (( يُسَلِّمُ بَيْنَ كُلِّ رَكْعَتَيْنِ ، وَيُوتِرُ بِوَاحِدَةٍ )) (( چه په هردوه رکعتونوکي به يي سلام ګرځوو، او يو رکعت وتر به يي کوو )) ([9] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn9)) .
* دا حديث د لومړني حديث تفسير دى ، چه رسول الله r به په هر دوه رکعتونوکي سلام ګرځوو ، اونبي کريم r فرمايلي : (( صَلاَةُ اللَّيْلِ مَثْنَى مَثْنَى )) (( دشپي لمونځ دوه دوه رکعته دى )) ([10] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn10)) .
د تراويح لمونځ سنت مؤکده دى :
* دا لمونځ رسول الله r په وينا اوفعل سنت ګرځولى دى ، دأبوهريره t څخه روايت دى چه هغه ويلي : رسول الله r به درمضان قيام باندي خلکوته ترغيب ورکوو، او پدي باندي به يي ورته په پوره عزم سره حکم نه کوو، نو هغه (r) ويل : « مَنْ قَامَ رَمَضَانَ ، إِيمَانًا، وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ » (( چا چه په رمضان کي په الله تعالى باندي د ايمان په حالت کښي او د الله تعالى نه د اجر په نيت قيام الليل (تهجد) وکړو، نو مخکني (واړه)ګناهونه به ورته معاف شي )) ([11] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn11)) .
* إمام نووي رحمه الله فرمايلي : (( علماء پدي خبره متفق دي چه د تراويح لمونځ مستحب دى ))([12] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn12)) .
* إمام ابن قدامه رحمه الله فرمايلي : (( پدي کي هيڅ شک نشته چه دتراويح لمونځ سنت مؤکد دى ، داول ځل لپاره رسول الله r په وينا اوفعل سره سنت وګرځوو )) ([13] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn13)) .
د تراويح لمونځ غوره والى :
* د شپي لمونځ په رمضان کښي ډير فضيلت لرى ، د نبى کريم r د دي وينا په اساس چه هغه فرمايلي دي : « مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ » (( چاچه په رمضان کې په الله تعالى باندي د ايمان په حالت کې او دالله تعالى نه د اجر په نيت قيام الليل (تهجد) وکړو، نو مخکني (واړه)ګناهونه به ورته معاف شي )) ([14] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn14)) .
د قيام الليل (تراويح) لمونځ په جماعت :
د تروايح لمونځ د( قيام الليل) څخه دى، نو هر مسلمان ته د دي په اداء کولو کې حرص او اهتمام پکاردى،او پدي باندي بايدد الله تعالى څخه ثواب طلب کړئ ، ځکه دا يو څو معلومي ورځي دى،بايدعقلمندسړى ددى د ختميدلو څخه مخکي فايده واخلى، په جومات کې د تراويح لمونځ په جماعت سره د اداء کولو لومړنې مؤسس ( بنياد ايښودونکې) رسول الله r دى ، بيا يې دا پريښودلى ددي لپاره چه په امت فرض نه شي ، دعائشي رضي الله عنها د حديث په اساس چه هغي فرمايلي : (( أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم- صَلَّى فِى الْمَسْجِدِ ذَاتَ لَيْلَةٍ ، فَصَلَّى بِصَلاَتِهِ نَاسٌ ، ثُمَّ صَلَّى مِنَ الْقَابِلَةِ ، فَكَثُرَ النَّاسُ ، ثُمَّ اجْتَمَعُوا مِنَ اللَّيْلَةِ الثَّالِثَةِ أَوِ الرَّابِعَةِ ، فَلَمْ يَخْرُجْ إِلَيْهِمْ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- ، فَلَمَّا أَصْبَحَ ، قَالَ : « قَدْ رَأَيْتُ الَّذِى صَنَعْتُمْ ، فَلَمْ يَمْنَعْنِى مِنَ الْخُرُوجِ إِلَيْكُمْ إِلاَّ أَنِّى خَشِيتُ أَنْ تُفْرَضَ عَلَيْكُمْ » قَالَ : وَذَلِكَ فِى رَمَضَانَ )) (( يقينا رسول الله r يوه شپه په جومات کې لمونځ وکړ، نود هغه سره نوروخلکو هم لمونځ وکړو، بيا يې په راتلوونکې شپه کې لمونځ وکړو نوخلک ډيرشو، نو هغوي بيا هم په دريمه او څلورمه شپه راجمع شوو، هغوي ته رسول الله r راونه وته ، هرکله چه سهار شو، رسول الله r وويل : (( تاسوچه څه وکړو يقيناماهغه وليده ، تاسوته دراتللو نه په دي وجه منع شوم زه ويريدم چه په تاسو باندي دا لمونځ فرض نشي )، ( راوى وايي : دا په رمضان کې وو )) ([15] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn15)) .
* د عَبْدِ الرَّحْمَنِ بن عَبْدالْقَارِيّ څخه روايت دى هغه فرمايلي: (( خَرَجْتُ مَعَ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ فِي رَمَضَانَ إِلَى الْمَسْجِدِ، فَإِذَا النَّاسُ أَوْزَاعٌ مُتَفَرِّقُونَ ، يُصَلِّي الرَّجُلُ لِنَفْسِهِ ، وَيُصَلِّي الرَّجُلُ فَيُصَلِّي بِصَلَاتِهِ الرَّهْطُ، فَقَالَ عُمَرُ : وَاللَّهِ إِنِّي لَأَرَانِي لَوْ جَمَعْتُ هَؤُلاَءِ عَلَى قَارِئٍ وَاحِدٍ لَكَانَ أَمْثَلَ ، فَجَمَعَهُمْ عَلَى أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ، قَالَ : ثُمَّ خَرَجْتُ مَعَهُ لَيْلَةً أُخْرَى ، وَالنَّاسُ يُصَلُّونَ بِصَلاَةِ قَارِئِهِمْ، فَقَالَ عُمَرُ: نِعْمَتِ الْبِدْعَةُ هَذِهِ، وَالَّتِي تَنَامُونَ عَنْهَا أَفْضَلُ مِنْ الَّتِي تَقُومُونَ يَعْنِي آخِرَ اللَّيْلِ ، وَكَانَ النَّاسُ يَقُومُونَ أَوَّلَهُ )) (( زه د عمربن الخطاب t سره په رمضان کي جومات ته راووتلم، خلک به د لمونځ لپاره جدا جدا ولاړ وو، يو سړي به ځانته لمونځ کوو، يو سړي به لمونځ کوو او په هغه پسي به روسته يوه ډله ولاړه وه ، نو عمرt وويل : په الله تعالى قسم کچيرته دا کسان مي په يوقاري راټول کړي وى نو ډيره غوره به وى ، بيا يي په أبي بن کعب t راجمع کړو، هغه (راوي) وويل : زه ورسره بيا په بل شپه راووتلم ، نوخلکو په قاري پسي لمونځ کوو، نو عمرt وويل : دا څه ښه کاراو بدعت دى ؟، او هغه کسان چه د دي لمونځ څخه ويده کيږي اودشپي په اخر کې يي اداء کوي غوره دي ، اوخلکوبه دشپي لومړني خصه کې لمونځ کوو )) ([16] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn16)) .
* دا حديثونه پدي دلالت کوي چه دتراويح او(قيام الليل) لمونځ په جماعت سره جايز دى ، څوک چه دامام سره داول نه تراخرپوري په پابندي ودريږي نو دده لپاره دټولي شپي دقيام الليل ثواب دى .
* اودعمر t دا وينا: (( نِعْمَتِ الْبِدْعَةُ هَذِهِ)) د دي بدعت څخه لغوي بدعت مراد دى ، د هغه مقصد دا وو پدي طريقه باندي چه ټول رمضان کې په جماعت سره دتراويح لمونځ کيږي مخکي نه وو، ليکن د دي لپاره په شريعت کې اصول شته چه هغي ته يي رجوع کيږي :
١- نبي کريم r به د رمضان په قيام باندي تيزي اوترغيب ورکوو، رسول الله r خپلو صحابوولپاره دا لمونځ د يوي شپي څخه زيات اداء کړى دى ، نو بيا يي دا لمونځ پريښود د دي لپاره چه پدوي باندي فرض نشي او بيا به يي دکولو څخه عاجز شي ، اودرسول الله د وفات کيدوڅخه روسته خوبيا دا خطره ختمه شوه .
٢- نبي کريم r د خلفاء راشيدينو په تابعداري حکم کړى ، اودا کار د خلفاء راشدينو سنت وګرځيده ([17] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn17)) .
* دکتور/ سعيدبن علي بن وهف القحطاني وايي ماد شيخ ابن بازرحمه الله څخه اوريدلي چه هغه د دي حديث په شرحه کې وويل : (( نِعْمَتِ الْبِدْعَةُ هَذِهِ)) ، د دينه دلغت په اعتبارسره بدعت مقصددى ، ددي معنى داده : پدي طريقه باندي چه په ټول رمضان کې په جماعت سره د تراويح لمونځ کيږي دا کار نوي دى مخکې مثال نه لري ، دا د عمر t د وينا توجيه ده ، کچيرته يي دا مقصد نه وى نو په حقيقت کې خودا طريقه سنت ده رسول الله r يو څو شپي کړي ده ))([18] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn18)) .
د تراويح دلمانځه وخت :
((کله چه دماخوستن فرضي لمونځ اوسنت وشي نو بيا به ددينه روسته دتروايح لمونځ کيږي ))([19] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn19)) .
د تراويح لمونځ درکعتونوشمير:
* د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دى يو سړي درسول الله r څخه د دشپي لمونځ پوښتنه وکړه نوهغه وفرمايل : « صَلاَةُ اللَّيْلِ مَثْنَى مَثْنَى ، فَإِذَا خَشِىَ أَحَدُكُمُ الصُّبْحَ ، صَلَّى رَكْعَةً وَاحِدَةً ، تُوتِرُ لَهُ مَا قَدْ صَلَّى » (( دشپي لمونځ دوه دوه رکعته دى ، کله که يو کس په تاسوکي د صباح راختلوڅخه ويريږي نو يو رکعت لمونځ دي وکړئ نومخکنى لمونځ به د ده لپاره وتر وګرځي ))([20] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn20)).
* د سائب بن يزيد t څخه روايت دى هغه فرمايلي دي : (( أَمَرَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ ، أُبَىَّ بْنَ كَعْبٍ، وَتَمِيمًا الدَّارِىَّ ، أَنْ يَقُومَا لِلنَّاسِ بِإِحْدَى عَشْرَةَ رَكْعَةً ...)) (( عمربن الخطاب t أبي بن کعب t ، اويميم الداري t ، ته حکم وکړچه دخلکولپاره يولس رکعته لمونځ وکړي ))([21] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn21)) .
* سائب بن يزيد t د ذکرشوى حديث په اخر کي فرمايي : (( ... وَقَدْ كَانَ الْقَارِئُ يَقْرَأُ بِالْمِئِينَ ، حَتَّى كُنَّا نَعْتَمِدُ عَلَى الْعِصِىِّ مِنْ طُولِ الْقِيَامِ ...)) (( قاري به سلګونه آياتونه لوستل تر دي چه د ډيراوږد لمونځ په وجه به مونږ به په امسو تکيه کوله ...)) ([22] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn22)) .
* شيخ ابن عثيمين رحمه الله فرمايلي : (( دا يولس رکعته لمونځ په ثواب کې ډير غوره او کامل دى )) ([23] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn23)) .
* او د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دى هغه فرمايلى دي : (( كَانَ صَلاَةُ النَّبِىِّ - r - ثَلاَثَ عَشْرَةَ رَكْعَةً ، يَعْنِى بِاللَّيْلِ )) (( د رسول الله r لمونځ به دشپي ديارلس رکعته وو ...))([24] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn24)) .
* او کچيرته چا د تراويح لمونځ د ذکرشوي رکعتونو(يولسواوياديارلسو) څخه زيات وکړو نوکومه پروا نشته ، د رسول الله r د دي وينا په اساس چه هغه فرمايلي دي : « صَلاَةُ اللَّيْلِ مَثْنَى مَثْنَى، فَإِذَا خَشِىَ أَحَدُكُمُ الصُّبْحَ صَلَّى رَكْعَةً وَاحِدَةً ، تُوتِرُ لَهُ مَا قَدْ صَلَّى » (( دشپي لمونځ دوه دوه رکعته دى،کله که يوکس په تاسوکې د صباح راختلو څخه ويريږي نويو رکعت لمونځ دي وکړئ نومخکنې لمونځ به د ده لپاره وتر وګرځي )) ([25] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn25)).
* ليکن د تراويح لمونځ غوره هغه دى چه رسول الله r کړى دى، پدي ټولو ويناګانو کښي راجحه (غوره) وينا داده چه د تراويح او وترو لمونځ شميريولس (١١) رکعته دى ، اويا يي شمير ديارلس (١٣) رکعته دى ،د عا‌ئشي رضي الله عنها څخه پوښتنه وشوه چه د رسول الله r په رمضان کې لمونځ په څه طريقه وو، نو هغي وويل : (( مَا كَانَ يَزِيدُ فِى رَمَضَانَ ، وَلاَ فِى غَيْرِهَا، عَلَى إِحْدَى عَشْرَةَ رَكْعَةً...)) (( هغه به په رمضان اود رمضان څخه په غير د يولس رکعتونو نه زيات لمونځ نه کوو ...)) ([26] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn26)).
* په موجوده زمانه کې په ډيرو ملکونو(هيوادنو) کې د تراويح لمونځ خلاف سنت کيږي ، ځکه چه ډير امامان اوقاريان دتيزي اوتلوار په اساس په لمونځ کي ځني ارکان (فرضونه) ختموي لکه په لمونځ کې ارام او اطمئنان شو، ځکه اطمئنان (ارام) په لمونځ کې رکن دى د دي دپريښودلوپه وجه په لمونځ کي نقصان او خلل واقع کيږي او لمونځ نه صحيح کيږي، او ځني قاريان د دنياد حصول په وجه په رمضان کې ډير ختمونه کوي اود قرآن کريم د تلاوت چه کوم حق دى د هغي رعايت نه کوى، دوي خپل ځانونه او مقتديان چه په هغوي کي د ډير عمروالا ضعيفان او کمزوري خلک وي ستړي کوي او د هغوي هيڅ قسم رعايت نه کوي،کوم قاريان او يا نورامامان چه په دي تيزي سره لمونځ کوي الله تعالى دي هغوي ته هدايت وکړى .
* ځني علماء وايي : په لمونځ کښي دومره تيزي کول چه د مقتديانو څخه د تيزي په وجه سنت شيان پريښودلى شي مکروه دى ، نو د هغه قراء ت به څه حکم وي چه د هغي په اساس په لمونځ کښي واجب شيان پاتي شي .
* په جوماتونو کي د ښځو لپاره دتراويح لمونځ جايز دى کله چه ددوي نه او په دوي باندي دفتني واقع کيدلو ويره نه وي ،ځکه دسلفو صالحينو په زمانه کښي به دوي په جوماتونو کښي لمونځ کوو، او د رسول الله r ددي حديث په اساس چه هغه فرمايلي دي : « لاَ تَمْنَعُوا إِمَاءَ اللَّهِ مَسَاجِدَ اللَّهِ » (( تاسود الله تعالى وينزي (بنده ګانۍ) د الله تعالى د جوماتونو څخه مه منع کوئ )) ([27] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn27)).
* البته کومي ښځي چه جوماتونو ته ځي نو هغوي به په پوره حجاب اوپرده کې ځي ، او هيڅ قسم خوشبوي به نه استعمالوي ، او نه به خپل اوازونه اوچتوي ،اونه به خپل ښايست او سينګارښکاره کوي ، لکه الله تعالى په قرآن کريم کښي فرمايي : } وَلاَيُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ ِإلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا { ([28] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn28)) (( اونه به ښکاره کوي ډول خپل مګر چه ښکاره وي دهغي نه ( بي اختياره مجبورا)) .
* د ښځو لپاره دا سنت ده چه دسړو څخه لري او روسته صفونوکې ودريږي ، د رسول الله r د دي حديث په اساس چه هغه فرمايلي : « خَيْرُ صُفُوفِ الرِّجَالِ أَوَّلُهَا، وَشَرُّهَا آخِرُهَا ، وَخَيْرُ صُفُوفِ النِّسَاءِ آخِرُهَا ، وَشَرُّهَا أَوَّلُهَا » (( غوره صفونه دسړو لپاره لومړني صفونه دي ، اوناکاره صفونه د دوي لپاره روستني صفونه دي ، او غوره صفونه دښځو لپاره روستني صفونه دي ، او ناکاره صفونه ددوي لپاره لومړني صفونه دي )) ([29] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn29)) .
د وترو د لمانځه مسنون طريقه
* دشپي لمونځونو څخه د وتر ولمونځ هم دى : د دي لمونځ لږ شمير يو رکعت دى ، او ډير يې يولس رکعته دى ، ديو ،دري اوپنځه رکعتونو وتر په حديث کې وارد دي ، د أَبو أَيُّوبَ الأَنْصَارِىِّ t روايت دى هغه وايې رسول الله r فرمايلي دي : « الْوِتْرُ حَقٌّ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ ، فَمَنْ أَحَبَّ أَنْ يُوتِرَ بِخَمْسٍ فَلْيَفْعَلْ ، وَمَنْ أَحَبَّ أَنْ يُوتِرَ بِثَلاَثٍ فَلْيَفْعَلْ ، وَمَنْ أَحَبَّ أَنْ يُوتِرَ بِوَاحِدَةٍ فَلْيَفْعَلْ » (( وترکول په هر مسلمان باندي حق دي ، د چاچه پنځه رکعته وترخوښ وى نو ودي کړئ ، د چاچه دري رکعته وتر خوښ وى نو ودي وکړئ ، او د چاچه يو رکعت وتر خوښ وى نو ودي وکړئ )) ([30] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn30)) .
* که څوک دري رکعته وترکوى نو په يو تشهد(قعده) او سلام يى کولى شي : د مسور بن مخرمة څخه روايت دى هغه وايى : (( دفنا أبا بكر ليلا، فقال عمر، انى لم أوتر ، فقام ، وصففنا وراءه ، فصلى بنا ثلاث ركعات، لم يسلم الا في آخرهن )) (( مونږ أبوبکرt د شپي دفن کړ، نو بيا عمر t وويل : ما وترندي کړي،نو هغه پاڅيده اود هغه څخه روسته مونږ صفونه جوړ کړه ، نو هغه زمونږ لپاره دري رکعته وکړو، اوپه اخرکې سلام وګرځوو)) ([31] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn31)) .
* د ثابت رحمه الله څخه روايت دى هغه ويلى دى : (( صلى بي أنس رضي الله عنه الوتر ، أنا عن يمينه ، وأم ولده خلفنا، ثلاث ركعات ، لم يسلم الا في آخرهن ، ظننت أنه يريد أن يعلمنى )) (( أنس t زمونږ لپاره ددري رکعتووترو لمونځ په جماعت سره وکړ، زه د هغه ښي طرف ته اوم ، اودهغه ښځه زمونږ نه روسته وه، هغه صرف په اخر کې سلام وګرځو، ما ګمان وکړ چه هغه ماته ددي ښودنه کوى )) ([32] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn32)) .
* او کچيرته دچاخوښه شى نو دوه رکعته دى وکړى اوبيا دى سلام وګرځوى او بيا دى يو رکعت روسته وکړى ، د نافع رحمه الله څخه روايت دى هغه فرمايلي : ((أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ رضي الله عنهما كَانَ يُسَلِّمُ بَيْنَ الرَّكْعَتَيْنِ ، وَالرَّكْعَةِ فِي الْوِتْرِ،حَتَّى يَأْمُرَ بِبَعْضِ حَاجَتِهِ )) (( عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به دوتر لمونځ کې په هر دوه رکعتونو اود يو رکعت په مينځ کې سلام ګرځوو، تردي چه د خپل ضرورت په اساس به يې ديو څيز په کولوحکم هم کوو)) ([33] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn33)) .
* د عَائِشى رضى الله عنها څخه روايت دى هغى فرمايلى : ((كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -r يُصَلِّى مِنَ اللَّيْلِ ثَلاَثَ عَشْرَةَ رَكْعَةً ، يُوتِرُ مِنْ ذَلِكَ بِخَمْسٍ ، لاَ يَجْلِسُ فِى شَىْءٍ إِلاَّ فِى آخِرِهَا )) (( رسول الله r به دشپي لمونځ ديارلس رکعته کوو، چه په دي کښي به يى پنځه رکعته وترکول ، اوصرف په اخرکې به کيناسته )) ([34] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn34)).
* رسول الله r به اوه (٧) رکعته وترلمونځ هم کوو چه ددي په مابين کښي به يى په سلام او خبرو سره جدايي نه راوسته ، د أُمِّ سَلَمَةَ رضى الله عنها څخه روايت دى هغي فرمايلى : (( كَانَ رَسُولُ اللَّهِ r ، يُوتِرُ بِسَبْعٍ ، وَخَمْسٍ ، لايَفْصِلُ بَيْنَهُنَّ بِسَلامٍ ، وَلا كَلامٍ )) (( رسول الله r به اووه او پنځه رکعته وتر لمونځ کوو ، چه د دي جدايي به يې په سلام او خبرو سره نه کوله ))([35] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn35)).
* رسول الله r به نهه (٩) رکعته وترکول صرف په اتم رکعت کې به کيناست ، بيا به يى د تشهد دعا وويله ، بيا به پاڅيده سلام به يي نه ګرځوو نونهم رکعت به يى وکړ، بيابه تشهد ته کيناست اودعاګاني به يى ولوستى او بيا به يى سلام وګرځوو، ((...وَيُصَلِّى تِسْعَ رَكَعَاتٍ ، لاَ يَجْلِسُ فِيهَا إِلاَّ فِى الثَّامِنَةِ ، فَيَذْكُرُ اللَّهَ،وَيَحْمَدُهُ،وَيَدْعُوهُ،ثُمَّ يَنْهَضُ ، وَلاَ يُسَلِّمُ، ثُمَّ يَقُومُ، فَيُصَلِّى التَّاسِعَةَ، ثُمَّ يَقْعُدُ،فَيَذْكُرُ اللَّهَ، وَيَحْمَدُهُ،وَيَدْعُوهُ، ثُمَّ يُسَلِّمُ تَسْلِيمًا يُسْمِعُنَا...)) (( ... هغه به نهه رکعته لمونځ کوو، په اتم رکعت به پکې کيناست، نودالله تعالى يادونه به يى کوله ، د هغه ثناء او صفت به يى وايه، هغه به يى رابله،بيابه پاڅيده سلام به يي نه ګرځوو، بيابه يى د پاځيدو څخه روسته نهم رکعت کوو، بيا به کيناست د الله تعالى يادونه به يى کوله ، د هغه ثناء اوصفت به يې وايه ، هغه به يى رابله ، بيا به يى سلام ګرځوو چه مونږ ته به يى اوروه ...)) ([36] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn36)) .
* رسول الله r به يولس (١١) رکعته لمونځ هم کوو،کچيرته به يى خوښه شوه نوپه هر دوه رکعتونوکښي به يى سلام ګرځوو، بيا به يى يو رکعت وتر لمونځ وکړ، د عائشي رضي الله عنها څخه روايت دى چه دا د نبى کريم r بي بي ده هغي فرمايلى دي : (( كَانَ رَسُولُ اللَّهِ - r - يُصَلِّى فِيمَا بَيْنَ أَنْ يَفْرُغَ مِنْ صَلاَةِ الْعِشَاءِ - وَهِىَ الَّتِى يَدْعُو النَّاسُ الْعَتَمَةَ - إِلَى الْفَجْرِ إِحْدَى عَشْرَةَ رَكْعَةً ، يُسَلِّمُ بَيْنَ كُلِّ رَكْعَتَيْنِ ، وَيُوتِرُ بِوَاحِدَةٍ ، فَإِذَا سَكَتَ الْمُؤَذِّنُ مِنْ صَلاَةِ الْفَجْرِ، وَتَبَيَّنَ لَهُ الْفَجْرُ ، وَجَاءَهُ الْمُؤَذِّنُ ، قَامَ فَرَكَعَ رَكْعَتَيْنِ خَفِيفَتَيْنِ، ثُمَّ اضْطَجَعَ عَلَى شِقِّهِ الأَيْمَنِ، حَتَّى يَأْتِيَهُ الْمُؤَذِّنُ لِلإِقَامَةِ )) (( رسول الله r به چه د ماخوستن لمونځ څخه فارغ شو، نو بيا به يي تر سهارپوري يولس رکعته لمونځ کوو، چه په هر دوه رکعتونوکښي به يې سلام ګرځو، او وتربه يى يو رکعت کوو، کله چه به مؤذن د سهارداذان څخه فارغ شو، اوسهار به څرګند شو او مؤذن به ورته راغى ، نو بيابه پاڅيد اولنډ دوه رکعته (سنت) لمونځ به يې وکړ، بيابه يى په ښى اړخ تکيا ووهله تر دي چه مؤذن د اقامت کولو لپاره راشي )) ([37] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn37)) .
* د أبو سلمه بن عبدالرحمن څخه روايت دى يقينا هغه خبرورکړى دى چه هغه د عائشي رضي الله عنها څخه يوښتنه وکړه چه رسول الله r په رمضان کښي څرنګه لمونځ کوو ؟، نو هغى وويل : (( مَا كَانَ رَسُولُ اللَّهِ - r - يَزِيدُ فِى رَمَضَانَ وَلاَ فِى غَيْرِهِ عَلَى إِحْدَى عَشْرَةَ رَكْعَةً ، يُصَلِّى أَرْبَعًا، فَلاَ تَسَلْ عَنْ حُسْنِهِنَّ وَطُولِهِنَّ ، ثُمَّ يُصَلِّى أَرْبَعًا، فَلاَ تَسَلْ عَنْ حُسْنِهِنَّ وَطُولِهِنَّ ، ثُمَّ يُصَلِّى ثَلاَثًا ....)) (( رسول الله r به په رمضان او د رمضان څخه په غير د يولس رکعته څخه زيات لمونځ نه کوو، هغه به ډير خايسته اوږد څلور رکعته لمونځ کوو، بيا به يې څلور رکعته ډير خايسته او اوږد لمونځ کوو، بيا به يي دري رکعته کول ... ))([38] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn38)).
* پنځه رکعته، اووه رکعته او نهه رکعته وتر لمونځ کول به په انفرادي ډول کيږي ، او کوم کسان چه د دي اداء کول په جماعت سره غواړي نو د هغو لپاره به يي کوي ، هر چه عام جماتونه دي ، غوره دا ده چه امام په هر دوه رکعتونو کښي سلام وګرځوى چه خلک په تکليف اومشقت کښي واقع نه شي ، په هر دوه رکعتو کښي سلام ګرځول پدي کښي د خلکو لپاره سهوليت او اسانتيا ده ، نبى کريم r فرمايلي : (( ... فَأَيُّكُمْ أَمَّ النَّاسَ فَلْيُوجِزْ ، فَإِنَّ مِنْ وَرَائِهِ الْكَبِيرَ ، وَالضَّعِيفَ ، وَذَا الْحَاجَةِ » ((...په تاسوکښي چه څوک د خلکو لپاره امامت کوى نو په لنډه توګه دي وکړئ ، ځکه د تاسو څخه روسته بوډاګان ، ضعيفان او ضرورت والا دي )) ([39] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn39)) .
* او په بل حديث کښي د أبوهريره t څخه روايت دى هغه وايى نبى کريم r فرمايلى : « إِذَا أَمَّ أَحَدُكُمُ النَّاسَ فَلْيُخَفِّفْ ، فَإِنَّ فِيهِمُ الصَّغِيرَ ، وَالْكَبِيرَ، وَالضَّعِيفَ ، وَالْمَرِيضَ ، فَإِذَا صَلَّى وَحْدَهُ ، فَلْيُصَلِّ كَيْفَ شَاءَ » (( کله چه يو کس په تاسو کې د خلکو امامت کوى نو په مختصره توګه دي وکړى ، ځکه په هغوي کې وړوکى ، لوى ، ضعيف او مريض وى ، کله چه ځانته لمونځ کوى نو بيا يى چه څرنګه خوښه وى نو همغسى دى وکړى )) ([40] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn40)) .

[/URL]([1]) [ سورة الفرقان /64] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref1)([2]) [ سورة السجدة /16، 17] .

([3]) [ روايت يى صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 169، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref3)([4]) [ روايت يى سنن ابن ماجه – په (ج 4 / ص 299 ، کى کړى دى ].

([5]) [ د فيروزآبادي ،کتاب/ القاموس المحيط، باب الحاء، فصل الراء، ٢٨٢،صفحه، د ابن منطورکتاب/ لسان العرب ،باب الحاء، فصل الراء،٢/٤٦٢، وګوره ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref5)([6]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 7 / ص 363)، کي کړى دى ].

([7]) [ د شيخ ابن عثيمين کتاب/ الشرح الممتع ،٤/ ٦٦، وګوره ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref7)([8]) [ روايت يي سنن أبوداود – په (ج 4 / ص 304)، کي کړى دى ].

([9]) روايت يي صحيح مسلم – په (ج 2 / ص 165)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref9)([10]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 161)، کي کړى دى ].

([11]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 1 / ص 74) او صحيح مسلم – په (ج 2 / ص 176، 166 ، کـى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref11)([12]) [ دإمام نووي شرح په صحيح مسلم ،٦/٢٨٦، ته مراجعه وکړه ].

([13]) [ دابن قدامه کتاب / المغني ،٢/٦٠١، وګوره ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref13)([14]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 1 / ص 74) او صحيح مسلم – په (ج 2 / ص 176، کـى کړى دى ].

([15]) [ روايت يى صحيح مسلم – په (ج 2 / ص 177، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref15)([16]) روايت يي إمام مالک په خپل کتاب/ موطأ - (ج 2 / ص 158)، کي کړى دى ].


([17]) [ د ابن رجب کتاب / جامع العلوم والحکم ،٢/١٢٩، وګوره ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref17)([18]) [ دکتور/ سعيدبن علي بن وهف القحطاني وايي : دا وينا مي د شيخ ابن باز رحمه الله څخه د بخاري حديث په شرحه کي اوريدلي ده ، د حديث شميره : ٢٠١٠، الصيام في الإسلام في ضوء الکتاب والسنة : ٣١٩، صفحه ته مراجعه وکړه ].

([19]) [ د شيخ ابن عثيمين رحمه الله کتاب / الشرح الممتع ،٤/ ٨٢ ،وګوره ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref19)([20]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 161)، کي کړى دى ].

([21]) [ روايت يى إمام مالک په موطأ – (ج 1 / ص 326، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref21)([22]) [ روايت يى إمام مالک په موطأ – (ج 1 / ص 326، کى کړى دى ].

([23]) [ دشيخ ابن عثيمين ،کتاب/ الشرح الممتع ،٤/٧٢، وګوره ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref23)([24]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 410) اوصحيح مسلم – په (ج 5 / ص 154، کى کړى دى ].

([25]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 161)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref25)([26]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 7 / ص 363، اوصحيح مسلم - (ج 2 / ص 166، کى کړى دى ].

([27]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 6) او صحيح مسلم – په (ج 2 / ص 32، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref27)([28]) [ سورة النور/31].

([29]) [ روايت يى صحيح مسلم – په (ج 2 / ص 32 ، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref29)([30]) [ روايت يى سنن أبوداود – په (ج 4 / ص 416) اوسنن نسائي – په (ج 3 / ص 265، کى کړى دى ].

([31]) [ روايت يى إمام طحاوى په خپل کتاب / شرح معاني الآثار (ج 1 / ص 293، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref31)([32]) [ روايت يى إمام طحاوى په شرح معاني الآثار (ج 1 / ص 294، کى کړى دى ] .

([33]) [ روايت يى إمام مالک په موطأ - (ج 2 / ص 172، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref33)([34]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 461 او صحيح مسلم – په (ج 2 / ص 166، کى کړى دى ].

([35]) [ روايت يى مسند أبي يعلى- په (ج 6 / ص 237، کى کړى دى ] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref35)([36]) [ روايت يى صحيح مسلم – په (ج 5 / ص 80، کى کړى دى ].

([37]) [ روايت يى صحيح مسلم – په (ج 5 / ص 58، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref37)([38]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 425) او صحيح مسلم – په (ج 2 / ص 166، کـى کړى دى ]. .

([39]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 23 / ص 388) او صحيح مسلم – په (ج 2 / ص 42، کى کړى دى ].

[URL="http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref40"] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref39)([40]) [ روايت يى صحيح مسلم – په (ج 2 / ص 43، کښى کړى دى ].