تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : مسائل الاعتكاف ( بشتو) تأليف الشيخ زاهد الله توحيدي المدني


أبو زكريا
_22 _June _2013هـ الموافق 22-06-2013م, 10:01 PM
د اعتکاف (چيله کيدو) احکام
د اعتکاف لغوى معنى : (( لزوم الشئ ، والإقامة عليه ، أوفيه، والإقبال عليه ، وحبس النفس عليه ، والمواظبة عليه ، لايصرف عنه وجهه على سبيل التعظيم ، خيرا کان أو شرا )) (( په خپل ځان باندى د يو شي لازمول ، اوهلته او په هغي کې اوسيدل ، اوهغي ته وړاندي کيدل او هلته ځان حصارول ، او په هغي باندي هميشوالى کول ، اود تعظيم په وجه د هغي نه مخ نه اړول خير وي او که شر )) ([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn1)) .
د اعتکاف شرعي معنى : پدي کې علماوو ډير تعريفونه ذکرکړي دي چه غوره تعريف يې دا دى :
١) إمام ابن قدامه رحمه الله ويلي : (( الإقامة في المسجد على صفة مخصوصة )) (( په جومات کي په يوه خاصه طريقه وخت تيرول )) ([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn2)) .
٢) إمام جرجاني رحمه الله ويلي : (( لبث صائم في مسجد جماعة ، بنية )) (( دنيت سره په هغه جومات کې وخت تيرول چه د جماعت لمونځ په کي کيږي )) ([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn3)) .
٣) إمام ابن قدامه رحمه الله فرمايي : (( لزوم المسجد لطاعة الله فيه )) (( په جومات کې د الله تعالى اطاعت په ځان باندي لازمول )) ([4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn4)) .
* په ټولوتعريفونوکي غوره تعريف : (( لزوم مسجد جماعة، بنية لعبادة الله فيه ، من شخص مخصوص ، بشروط مخصوصة ، في زمن مخصوص)) (( دالله تعالى د تابعداري لپاره په جامع جومات کې په ځان باندي د نيت سره بندګى لازمي کول ، ديوخاص شخص نه ، په خاصو شرطونوسره ، په خاص وخت کې )) ([5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn5)) .
د اعتکاف دمشروعيت (رواکيدو) حکمت : چه يو پرهيزګار مؤمن شخص په جومات کښى د الله تعالى د عبادت او نږديکت لپاره د اطاعتونوکول اود منع کړى شوى شيانو پريښودلو ته ځان فارغ کړى ،اوخپل وختونه دالله تعالى په يادونه ، د قرآن کريم په تلاوت اولمونځ کولو باندي مصروف کړى ، اود بي فائدي خبرو څخه ځان په پوره توګه وساتى ، نو دا د ده الله تعالى سره د خاص محبت ، او د هغه په رضامندي ، اوپه هميشه جنتونوکښى د ثواب حاصلولو ښکاره دليل دى ، او اعتکاف الله تعالى ته تقرب او د هغه اطاعت کول دي ، الله تعالى په قرآن کريم کښى فرمايي : } وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَنْ طَهِّرَا بَيْتِي لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُود ِ{ ([6] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn6)) (( او حکم کړى وو مونږ إبرهيم u ته اواسماعيل u ته چه پاک ساتى کور زما لپاره دطواف کوونکو او رکوع کوونکو او سجده کوونکو )) .
* اوهمداراز الله تعالى فرمايي : } وَلاَتُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ{ (( او مه نژدي کيږي ښځوته ( په جماع سره) حال دا چه تاسو چيله يي په جوماتونوکې )) ([7] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn7)) . * د أَبوسَعِيد الْخُدْرِىِّ - t - څخه روايت دى هغه وايى بيشکه رسول الله r فرمايلي دي : « إِنِّى اعْتَكَفْتُ الْعَشْرَ الأَوَّلَ ، أَلْتَمِسُ هَذِهِ اللَّيْلَةَ ، ثُمَّ اعْتَكَفْتُ الْعَشْرَ الأَوْسَطَ، ثُمَّ أُتِيتُ ، فَقِيلَ لِى، إِنَّهَا فِى الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ، فَمَنْ أَحَبَّ مِنْكُمْ أَنْ يَعْتَكِفَ فَلْيَعْتَكِفْ » (( مادرمضان په مياشت لسو لومړنو کې اعتکاف وکړ، دشب قدرلټون او پلټنه مى وکړه ، بيامي په مينځي لسوورکښي اعتکاف وکړ،بيا ماته راتګ وکړى شو، ماته وويل شو، شب قدرپه لسو اخرنوکې ده ، څوک چه د تاسي څخه خوښه ګڼى چه په دي کې اعتکاف وکړى نوودى کړئ ))([8] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn8)) . د اعتکاف حکم : دا سنت دى ، پدى باندى رسول الله r د رمضان په لسو اخرنو ورځو او شپوکى هميش والى کړى دى ، د عَبْدِ اللَّه بن عُمَر - رضى الله عنهما – د حديث په اساس هغه فرمايلي : (( كَانَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ )) (( رسول الله r به د رمضان په روستنو لس (ورځو اوشپو)کې اعتکاف کوو)) ([9] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn9)) .
* صحابو رضوان الله عليهم أجمعين د هغه په ژوند او د هغه د وفات کيدلوڅخه روسته هم اعتکاف کړى دى ، اود هغه بيبيانو د هغه د وفات کيدلو څخه روسته هم اعتکاف کړى دى ، د عَائِشي- رضى الله عنها – د حديث په اساس چه هغي فرمايلي : (( كَانَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ )) (( رسول الله r به د رمضان په روستنو لسو(ورځو او شپو) کې اعتکاف کووتردي چه الله تعالى وفات کړ، بياد هغه نه روسته د هغه بيبيانو اعتکاف کوو )) ([10] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn10)) .
واجب اعتکاف : په شريعت کي اعتکاف واجب ندى دايواځى د نذرمنلو په خاطر واجبيږى ، د عائشى رضي الله عنهاد حديث په اساس هغه وايي رسول الله r فرمايلي : (( مَنْ نَذَرَ أَنْ يُطِيعَ اللَّهَ فَلْيُطِعْهُ، وَمَنْ نَذَرَ أَنْ يَعْصِيَهُ فَلاَيَعْصِهِ )) (( چا چه په ځان باندي دا خبره نذرکړه چه د الله تعالى اطاعت به کوى، نود هغه اطاعت دى وکړى، اوچا چه پهې ځان باندى دا خبره نذر کړه چه د الله تعالى نافرمانى به کوى، نو د هغه نافرمانى دى نه کوى )) ([11] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn11)). * او د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما دحديث په اساس هغه فرمايلي :کله چه عمر فاروق t د رسول الله r نه د نذر اعتکاف په هکله د فتوي طلب وکړنو ويى فرمايل : (( ...كُنْتُ نَذَرْتُ فِى الْجَاهِلِيَّةِ أَنْ أَعْتَكِفَ لَيْلَةً فِى الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ، قَالَ : « فَأَوْفِ بِنَذْرِكَ » (( ما د اسلام څخه مخکي دا نذر منلى دى چه زه به په مسجد حرام کې يوه شپه اعتکاف کوم ، نو هغه ورته وويل : ( په خپل نذر وفاء وکړه )) ([12] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn12)) .
* د ذکرشوي دلائلو څخه څرګنده شوه چه الله تعالى په شريعت کي په خلکو اعتکاف ندى واجب کړى ، بلکه مستحب دى، ليکن که يو انسان يې د نذر په شکل په ځان باندي لازمي کړى نوبيا يې پوره کول واجب دي .
د اعتکاف شرطونه : د اعتکاف شرطونه په راتلونکي ډول بيانيږي :
* لومړنى شرط : اسلام دى : ( ليکن دا د اعتکاف د صحت لپاره شرط دى) : د دي مقابل کفردى ، دکافرڅخه اعتکاف نه صحيح کيږي ، لکه الله تعالى په قرآن کريم کي فرمايي : } وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُورًا { ([13] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn13)) (( اوقصد کړى دى مونږ هغه عمل ته چه دوي کړى وى پس ګرځولى دى مونږ هغه دوړه الوځول شوي )) .
* او همداراز الله تعالى فرمايي : } وَمَا مَنَعَهُمْ أَنْ تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلاَّ أَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَبِرَسُولِهِ { ([14] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn14)) (( او نه دى منع کړى دوي له دي چه قبول کړى شي له دوي نفقي ( خيراتونه) د دوي مګر هم دي خبري چه دوي کفر کړيدى په الله تعالى او په رسول د هغه )) .
* دوهم شرط : عقل دى : ددى مقابل ليونتوب دى ، د ليونى سره حساب نه کيږي تر څو پوري چه ليونتوب يي ختم شوى نه وي ، چه څوک عقلمندنه وى نودهغه څخه اعتکاف صحيح نه دى ،د نبي کريم r د دي حديث په اساس چه هغه فرمايلي : (( ... رُفِعَ الْقَلَمُ عَنْ ثَلاَثَةٍ ، عَنِ الْمَجْنُونِ الْمَغْلُوبِ عَلَى عَقْلِهِ حَتَّى يَفِيقَ،وَعَنِ النَّائِمِ حَتَّى يَسْتَيْقِظَ، وَعَنِ الصَّبِيِّ حَتَّى يَحْتَلِمَ...)) (( د دري کسانو نه قلم اوچت شوى دى : ( مکلف ندي ) د ليوني نه چه عقل يي تللى وى تر هغي پوري چه دا د خپل ليونتوب نه په هوش شى، اودويده نه تردى چه دخوب نه راپاڅيږى ، او د ماشوم نه تر دي پوري چه بلوغ ته رسيدلى نه وى ...)) ([15] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn15)) .
* دريم شرط : تميز: (د ښو او بدو پيژندل) : د دي مقابل وړکتوب دى ، د تميز عمر اندازه اوه (٧) کاله ده ، هغه ماشوم چه د تميز عمر ته رسيدلى نه وي نو اعتکاف ترينه صحيح ندى ، ځواني او نارينه والى د اعتکاف لپاره شرطونه ندي ، ځکه څوک چه بالغ شوى نه وي اود تميز عمر ته رسيدلى وي نو اعتکاف ترينه صحيح دى ، او همداراز اعتکاف د ښځي نه هم صحيح دى .
* څلورم شرط : نيت دى : د رسول الله r د دي حديث په اساس چه هغه فرمايلي : (( إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ )) (( دارو مدار دعملونو په نيتونو پوري تعلق لري ...)) ([16] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn16)) .
* إمام ابن مفلح رحمه الله فرمايي : (( فينوي المعتکف لزوم المسجد تعبدا لله عزوجل )) (( اعتکاف کوونکې به په جومات کې خاص د الله تعالى د عبادت لازمولو په خاطر نيت کوي )) ([17] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn17)) .
پنځم شرط : جومات دى ، اعتکاف به په جومات کې کيږي : لکه الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي : } وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ{([18] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn18)) (( حال دا چه تاسوچيله يي په جوماتونو کې )) .
شپږم شرط : اعتکاف به په هغه جومات کي وي چه د جماعت لمونځ په کې کيږي : کله چه اعتکاف کوونکې په هغه جومات کې اعتکاف وکړى چه د جماعت لمونځ په کي نه کيږي نو د اعتکاف چه څومره موده ده نودده نه په کي فرض لمونځ پاتي شواوپه جماعت سره لمونځ په اعتکاف کوونکې باندي فرض دى ، اوکچيرته بل جومات ته د لمونځ لپاره ځي نو د اعتکاف کوونکې لپاره د جومات څخه ډير وتل جايزندي اوداکار داعتکاف مقصد سره منافي دى ([19] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn19)).
اووم شرط : د لوي بي اودسي څخه ځان پاکول : لکه حيض ، نفاس اوجنابت شو، د جنب او د حائضه او نفاسه ښځي څخه اعتکاف نه صحيح کيږي ، ځکه د دوي لپاره دا جايز ندي چه په جومات کي وخت تيرکړي ، لکه الله تعالى په قرآن کريم کښي فرمايي :} يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لاَتَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ ، وَلاَجُنُبًا إِلاَّ عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّى تَغْتَسِلُوا { ([20] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn20)) (( اى ايمان والاو : تاسو لمونځ ته مه نږدي کيږي په داسي حال کښي چه تاسونشه ياستي تر هغه پوري چه تاسو پدي پوهه شي چه تاسو څه وايي ؟، اونه به په داسي حال کى( نږدي کيږي) چه تاسو جنب ياستي،مګر په هغه حال کى چه ياستي تاسو تيريدونکي د لاري ترهغه پوري چه تاسو غسل وکړي )) .
* نو د دي آيت نه دا استدلال کيږي هغه څوک چه په کورنوکي اعتکاف کوى نوهغه صحيح نه دى ، ځکه مسجد د اعتکاف لپاره بنيادي شرط دى .
د ښځو لپاره د اعتکاف حکم : د عَائِشي - رضى الله عنها – څخه روايت دى هغي فرمايلي : (( أَنَّ النَّبِىَّ -r - كَانَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ )) (( رسول الله r به د رمضان لس روستنوشپوورځوکښي اعتکاف کوو تردي پوري چه هغه وفات شو، بيا دهغه دوفات کيدو څخه روسته دهغه بيبيانو اعتکاف کوو ))([21] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn21)) .
* د زنانه لپاره په هرجومات کې اعتکاف جايز دى که په هغه کي د جماعت لمونځ کيږي او که نه کيږي ، د زنانه دکورپه جومات کي ورته اعتکاف صحيح ندى ، د زنانه لپاره په جومات کې اعتکاف په هغه وخت کې جايز دى چه د فتني واقع کيدلو خطره نه وي البته کچيرته د فتني واقع کيدلو خطره وي نو بيا به اعتکاف نه کوي ([22] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn22)) .
* په جومات کې د حائضي او جنب لپاره وخت تيرول جائز ندي ، د عائشي رضي الله عنها د حديث په اساس چه رسول الله r فرمايلي : (( وَجِّهُوا هَذِهِ الْبُيُوتَ عَنِ الْمَسْجِدِ،فَإِنِّى لاَ أُحِلُّ الْمَسْجِدَ لِحَائِضٍ وَلاَ جُنُبٍ )) (( ددي کورونو دروازي د جومات طرف څخه بل طرف ته واړوئ ،بيشکه زه د حائضي اوجنب لپاره په جومات کي د وخت تيرولو اجازه نه ورکوم ))([23] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn23)) .
* د حائضه او نفاسه ښځي څخه په جومات کي اعتکاف صحيح ندى ، ځکه طهارت د اعتکاف د شرطونو څخه بنيادي شرط دى ،د عائشي رضي الله عنهاد ذکرشوي حديث په اساس چه رسول الله r فرمايلي : (( ... فَإِنِّى لاَ أُحِلُّ الْمَسْجِدَ لِحَائِضٍ وَلاَ جُنُبٍ )) (( ... بيشکه زه د حائضي او جنب لپاره په جومات کي دوخت تيرولواجازت نه ورکوم ))([24] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn24)) .
* کچيرته حائضه ښځه صرف په جومات کي تيريږي نو د دي کومه پروا نشته لکه د الله تعالى دا وينا پري دلالت کوي : } إِلَّا عَابِرِي سَبِيلٍ { ([25] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn25)) (( مګر په هغه حال کى چه ياستي تاسو تيريدونکي د لاري )) .
* او د عائشي رضي الله عنها د حديث په اساس چه هغي ته رسول الله r وويل : (( ... إِنَّ حَيْضَتَكِ لَيْسَتْ فِى يَدِكِ )) ((... ستا حيض ستا په لاس کي ندى ))([26] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn26)) .
* د اعتکاف لپاره روژه شرط نده عبدالله بن عمر رضي الله عنهما د حديث په اساس هغه فرمايلى دي : کله چه عمر فاروق t د رسول الله r څخه د نذراعتکاف په هکله د فتوي طلب وکړ نو ويي فرمايل : (( ...كُنْتُ نَذَرْتُ فِى الْجَاهِلِيَّةِ أَنْ أَعْتَكِفَ لَيْلَةً فِى الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ، قَالَ : (( فَأَوْفِ بِنَذْرِكَ )) (( ما د اسلام څخه مخکي دا نذرمنلى دى چه زه به په مسجد حرام کښي يوه شپه اعتکاف کوم ، نو هغه ورته وويل : ( په خپل نذر وفاء وکړه ))([27] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn27)) ، کچيرته د اعتکاف لپاره روژه شرط وايي نوبيا خو دعمرt دشپي اعتکاف صحيح نه وو، ځکه په شپه کي خو روژه نه وي ، ځکه دا دواړه مستقل او جدا عبادتونه دي ، ديودکولولپاره دوهم شرط ندى ([28] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn28)) .
د اعتکاف وخت : چه په جومات کي دعبادت په نيت څه وخت تيرشي داد اعتکاف رکن دى([29] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn29)) ، کچيرته وخت تيرول د عبادت په نيت ونشي نو بيا اعتکاف صحيح ندى ، د اعتکاف په لږ وخت کي د علماوو اختلاف دى ، صحيح وينا دا ده چه د اعتکاف د لږي مودي لپاره کوم خاص وخت نشته، کله چه په جومات کي لږ وخت تير شي نو اعتکاف صحيح کيږي اګر که ډير لږ وخت وي او يايو ساعت وخت وي ([30] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn30))، اود الله تعالى پدي وينا يي استدلال کړى : } وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ{ ([31] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn31)) (( حال دا چه تاسوچيله يي په جوماتونو کې )) . پدي آيت کې لفظ عام ذکر شوى دى لږ او ډير دواړو ته شامل دى .
د اعتکاف ځاي ته د داخليدلو وخت : کله چه مسلمان د رمضان دمياشتي په لس اخرني ورځو اوشپو کي د اعتکاف اراده لري نو جمهورعلماء وايي چه د شلمي ورځ د لمر د پناه کيدلو څخه به مخکي داعتکاف ځاي ته داخليږي ، چه دا داعتکاف په ځاي کي د يوشتمي شپي استقبال وکړى، دا د إمام أحمد رحمه الله څخه روايت دى ،د أبو سعيد t د حديث په اساس چه هغه فرمايلي: (( اعْتَكَفْنَا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْعَشْرَ الْوُسْطَى مِنْ رَمَضَانَ ، فَخَرَجْنَا صَبِيحَةَ عِشْرِينَ، فَخَطَبَنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ :« إِنِّى أُرِيتُ لَيْلَةَ الْقَدْرِ، وَإِنِّى نَسِيتُهَا- أَوْ أُنْسِيتُهَا،- فَالْتَمِسُوهَا فِى الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ مِنْ كُلِّ وِتْرٍ، وَإِنِّى أُرِيتُ أَنِّى أَسْجُدُ فِى مَاءٍ وَطِينٍ، فَمَنْ كَانَ اعْتَكَفَ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَلْيَرْجِعْ » (( د رمضان په لس درميانه ورځو کي مونږ د رسول الله r سره اعتکاف وکړ، د شلمي روژي په سهار مونږ راووتلو، مونږ ته رسول الله r خطبه راکړه نوهغه وويل : (( ماته شب قدر وخودل شوه، د مانه هيره شوه او يا رانه هيره کړي شوه، په لس اخرني وترو شپو کي د دي لټون او پلټنه وکړئ ، ماته دا وخودل شوه چه زه په اوبو او خټوکي سجده کوم، چا چه د رسول الله r سره اعتکاف کړى دى نو واپس دي شي )) ([32] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn32)) .
* دإمام أحمد بن حنبل رحمه الله نه په يو روايت کې داسي راغلي : رسول الله r به د اعتکاف ځاي ته په يوشتمه ورځ دسهارلمونځ نه روسته داخليده،اودا دأوزاعي ، ليث ، إسحاق ، ابن المنذرمذهب هم دى، دعائشي رضي الله عنهمادحديث په اساس چه هغي فرمايلي : (( كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -r - إِذَا أَرَادَ أَنْ يَعْتَكِفَ صَلَّى الْفَجْرَ ثُمَّ دَخَلَ مُعْتَكَفَهُ ...)) (( رسول الله r چه به کله د اعتکاف اراده وکړه نود سهار لمونځ څخه به روسته داعتکاف ځاي ته داخل شو )) ([33] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn33)) .
* ليکن جمهور علماوو ددي حديث تفصيل داسي کړى دى : (( رسول الله r داعتکاف ځاي ته داخل شو او په مسجد کي وو، او بيا د سهار لمونځ نه روسته ځانته شو، د دي معنى دا نده چه دا د اعتکاف شروع وه بلکه هغه د ماښام لمونځ څخه مخکي په اعتکاف کي داخل شوى وو او د جومات په يوطرف کي يي وخت تيرووکله چه يي دسهارلمونځ وکړنو بيا ځانته شو )) ([34] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn34)).
د اعتکاف د ځاي څخه د وتلو وخت : د جمهورو علماوو په نزد دا جايز ده چه د اختر په شپه د لمر د پناه کيدو څخه روسته اعتکاف کوونکى د اعتکاف ځاي څخه ووځي ، او د ځنو علماوو نظر دا دى : چه اعتکاف کوونکى به د اعتکاف په ځاي کي پاتي کيږي تر دي چه د اختر لمونځ ته ترينه راووځي ، پدي کي دحکم بنا په اسانتيا سره ده ([35] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn35)) .
* څوک چه اعتکاف کوى نود هغه ښځه د هغه ملاقات ته راتللى شى ، او اعتکاف کوونکى د هغي سره دجومات نه بهرته وتلى شى : د صَفِيَّه بِنْت حُيَىّ رضي الله عنها دحديث په اساس چه هغي فرمايلي : (( كَانَ النَّبِىُّ -r- مُعْتَكِفًا فَأَتَيْتُهُ أَزُورُهُ لَيْلاً، فَحَدَّثْتُهُ ، ثُمَّ قُمْتُ لأَنْقَلِبَ ، فَقَامَ مَعِىَ لِيَقْلِبَنِى )) (( رسول الله r په اعتکاف کې وو زه په شپه کې د هغى ملاقات ته راغلم ، نوما ورسره خبري وکړى ، بيازه د واپسي لپاره پاڅيدم ، نو رسول الله r زما سره د کور واپسي لپاره پاڅيده )) ([36] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn36)) .
د اعتکاف مستحب شيان : د اعتکاف کوونکي لپاره دا سنت ده چه د الله تعالى عبادت ته ځان فارغه او وزګارکړى، د منع وختونو څخه په غير په نورو وختونو کي ډير لمونځونه وکړى ،او د الله تعالى ذکر وکړى او ډيره دعا ترينه وغواړي ، په سوچ او فکر سره د قرآن کريم تلاوت وکړى ، اودالله تعالى څخه دګناهونو معافي وغواړى اوپه کامل اخلاص ورته توبه وباسي،او بي فايدي ويناګاني اوکارونه پريږدي ،ځکه د چا چي خبري زياتي شي نو خطاګاني يي هم زياتي شي، د عائشي رضي الله عنهاد حديث په اساس چه هغي فرمايلي دي : (( من حسن إسلام المرأ تركه ما لا يعنيه )) (( د مسلمان خائسته اسلام دا دى چه بي فايدي شيان پريږدي )) ([37] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn37)) .
د اعتکاف په حالت کي د ضرورت په وجه راتلونکي شيان جايز دي :
١- د اعتکاف کوونکې لپاره د ضرورت په خاطردجومات څخه وتل جايزدي ، لکه د وړوکي او لوي قضاء حاجت ، د خوراک اوڅښاک لپاره چه دراوړلو يي څوک نه وي ، د اودس ، د جنابت دغسل اوجمعي د لمونځ اود واجب ګواهي لپاره ، د خپل ځان اود اهل عيال او مال د فتني نه د ويري په خاطر، د مرض په وجه ، د حيض اونفاس په وجه ،او د هغي ښځي لپاره وتل جايز دي چه عدت پري لازم شي ([38] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn38)) .
٢- د اعتکاف کوونکې لپاره په جومات کي اودس کول جايز دى ،دأَبوالْعَالِيه څخه روايت دى هغه د رسول الله r د ملګروڅخه ديو سړي څخه روايت کوي هغه ويلي : (( حَفِظْتُ لَكَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- تَوَضَّأَ فِى الْمَسْجِدِ )) (( ستا لپاره مي دا خبره ياد ساتلي چه رسول الله r په جومات کي اودس وکړ ))([39] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn39)) .
* او په روايت کې داسي راغلي : د أَبوالْعَالِيه څخه روايت دى هغه د رسول الله r خدمت ګارنه روايت کوى : (( تَوَضَّأَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- فِى الْمَسْجِدِ وَضُوءًا خَفِيفًا )) (( رسول الله په جومات کي په مختصره توګه اودس وکړ )) ([40] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn40)) .
٣- په جومات کي دخوب او راحت لپاره خيمي ودرول : د عائشي رضي الله عنهاد حديث په اساس : چه هغي فرمايلي : (( كَانَ النَّبِىُّ - r- يَعْتَكِفُ فِى الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ مِنْ رَمَضَانَ ، فَكُنْتُ أَضْرِبُ لَهُ خِبَاءً فَيُصَلِّى الصُّبْحَ ثُمَّ يَدْخُلُهُ ، فَاسْتَأْذَنَتْ حَفْصَةُ عَائِشَةَ أَنْ تَضْرِبَ خِبَاءً فَأَذِنَتْ لَهَا ، فَضَرَبَتْ خِبَاءً ، فَلَمَّا رَأَتْهُ زَيْنَبُ ابْنَةُ جَحْشٍ ضَرَبَتْ خِبَاءً آخَرَ ، فَلَمَّا أَصْبَحَ النَّبِىُّ - r- رَأَى الأَخْبِيَةَ ،فَقَالَ : « مَا هَذَا »؟، فَأُخْبِرَ ، فَقَالَ النَّبِىُّ - r- : « آلْبِرُّ تُرَوْنَ بِهِنَّ »، فَتَرَكَ الاِعْتِكَافَ ذَلِكَ الشَّهْرَ ، ثُمَّ اعْتَكَفَ عَشْرًا مِنْ شَوَّالٍ )) (( رسول الله r به د رمضان په لسو اخرنو ورځو او شپو کي اعتکاف کوو، عائشه رضي الله عنها وايي نو ما به د هغه لپاره خيمه ودروله د سهارلمونځ نه روسته به ورته داخل شو، حفصي رضي الله عنها دعائشي رضي الله عنها د ځان لپاره د خيمي د ودريدلواجازت طلب کړ نو هغي ته يي اجازت ورکړ، نو خپله خيمه يي ودروله ، کله چه دا زينب بنت جحش وليده نوهغي دځان لپاره بله خيمه ودروله ، سهار چه رسول الله r راغي نو ډيري خيمي يي وليدلي، نو هغه (r) وويل : دا څه دي ؟، نو هغه ته خبر ورکړى شو، نو بيا نبي کريم r وويل : آياتاسو پدي سره نيکي ويني؟، نو رسول الله r په دغه مياشت کې اعتکاف پريښود،بيا يي دشوال مياشت په لسو ورځوکې اعتکاف وکړ )) ([41] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn41)) .
٤- په جومات کي داعتکاف لپاره يوځاي خاص کول : د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما د حديث په اساس چه هغه فرمايلي : (( قَدْ كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ )) (( رسول الله r به د رمضان په لسو اخرنو ورځو شپو کې اعتکاف کوو )) ([42] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn42)).
* دأبوداود په روايت کي راغلي : (( قَالَ نَافِعٌ ، وَقَدْ أَرَانِى عَبْدُ اللَّهِ ، الْمَكَانَ الَّذِى يَعْتَكِفُ فِيهِ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- مِنَ الْمَسْجِدِ )) (( نافع ويلي : ما ته به عبدالله بن عمر رضي الله عنهما هغه ځاي راښود چه رسول الله r په کي اعتکاف کړى وو)) ([43] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn43)).
٥- د خپل اهل عيال سره خبري کول اود هغوي سره داعتکاف له ځاي څخه وتل : د علي ابن حسن رضي الله عنهما څخه روايت دى هغه ويلي : (( أَنَّ صَفِيَّةَ زَوْجَ النَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم - أَخْبَرَتْهُ أَنَّهَا جَاءَتْ رَسُولَ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - تَزُورُهُ فِى اعْتِكَافِهِ فِى الْمَسْجِدِ، فِى الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ مِنْ رَمَضَانَ ، فَتَحَدَّثَتْ عِنْدَهُ سَاعَةً ، ثُمَّ قَامَتْ تَنْقَلِبُ ، فَقَامَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - مَعَهَا يَقْلِبُهَا ، حَتَّى إِذَا بَلَغَتْ بَابَ الْمَسْجِدِ عِنْدَ بَابِ أُمِّ سَلَمَةَ، مَرَّ رَجُلاَنِ مِنَ الأَنْصَارِ ، فَسَلَّمَا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - فَقَالَ لَهُمَا النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - « عَلَى رِسْلِكُمَا، إِنَّمَا هِىَ صَفِيَّةُ بِنْتُ حُيَىٍّ » ، فَقَالاَ : سُبْحَانَ اللَّهِ ، يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَكَبُرَ عَلَيْهِمَا،فَقَالَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - « إِنَّ الشَّيْطَانَ يَبْلُغُ مِنَ الإِنْسَانِ مَبْلَغَ الدَّمِ ، وَإِنِّى خَشِيتُ أَنْ يَقْذِفَ فِى قُلُوبِكُمَا شَيْئًا » (( درسول الله بي بي صفيه رضي الله عنها ده ته خبر ورکړى چه هغه د رسول الله ملاقات ته د رمضان دمياشت په لسو اخرنو شپوکي جومات ته راغله، د هغه سره يي يو ساعت خبري وکړي ، بيا د واپسي لپاره پاڅيده ، هغي سره رسول الله r د واپسي لپاره پاڅيد،هرکله چه هغه د جومات دروازي ته ورسيد د أم سلمه د دروازي خوا ته نو د انصارو څخه دوه سړي تير شو، هغوي په رسول الله r باندي سلام واچوو، نوهغوي ته رسول الله r وويل : په قلارشي دا صفيه د حيي لورده ، نو هغو دواړو وويل : سبحان الله ، او دا خبره پري لويه تمامه شوه، نو رسول الله r وويل : شيطان په انسان کې دويني په شان ګرځي،يعني ( د هغه سره هميشه وي جدايي ترينه نه کوي ) زه پدي ويريدم چه ستاسوپه زړونو کي به څه واچوي ))([44] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn44)) .
* حافظ ابن حجر دحديث په فايدو کې ويلي : د اعتکاف کوونکې لپاره په جايزو شيانو ځان مشغولول جايز دي : لکه د ملاقات کوونکې سره پاڅيدل او د هغه سره تلل ، دبل چا سره خبري کول، د اعتکاف کوونکې د خپلي ښځي سره ځانته کيدل ، د اعتکاف په ځاي کې د ښځي د خپل خاوند سره ملاقات کول ([45] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn45)) .
٦- د مستحاضه (هغه زنانه چه د مرض په وجه ترينه دوامداره وينه ځي) لپاره په جومات کې اعتکاف جايزدى : د عائشي رضي الله عنها د حديث په اساس چه هغي فرمايلي : (( أَنَّ النَّبِىَّ - صلى الله عليه وسلم - اعْتَكَفَ مَعَهُ بَعْضُ نِسَائِهِ وَهْىَ مُسْتَحَاضَةٌ تَرَى الدَّمَ ، فَرُبَّمَا وَضَعَتِ الطَّسْتَ تَحْتَهَا مِنَ الدَّمِ )) (( يقينا د نبي کريم r سره د هغي د بيبيانو څخه يوي اعتکاف وکړ او هغه مستحاضه وه وينه به يي ليدله ، ډير ځله به يې د ويني له امله په وجه به يي د ځان نه لاندي لوښې کيښود )) ([46] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn46))
* هر کله چه مستحاضه زنانه اعتکاف کوي نو هغه به دجومات صفايي پوره رعايت کوي چه د ويني په وجه جومات پليت نه شي .
٧- په جومات کي خوراک اوڅښاک کول : د عَبْدَ اللَّه بن الْحَارِث بن جَزْء الزُّبَيْدِىَّ t د حديث په اساس چه هغه فرمايلي : (( كُنَّا نَأْكُلُ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فِى الْمَسْجِدِ الْخُبْزَ وَاللَّحْمَ )) (( مونږبه د رسول الله r په زمانه کي په جومات کي ډوډي اوغوښه خوړله ))([47] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn47)).،کله چه څوک په جومات کي ډوډي خوري نو دا ضروري ده چه دسترخوان وغوړوي اوپه نظافت پوره اهتمام وکړى، اودجومات دپليتي څخه په يوره توګه ځان وساتي .
٨- د اعتکاف کوونکې لپاره د سر وينځل اوګمنځول جايزدي : د عائشي رضي الله عنها د حديث په اساس چه هغي فرمايلي : (( كُنْتُ أُرَجِّلُ رَأْسَ رَسُولِ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - وَأَنَا حَائِضٌ )) (( ما به د رسول الله r سر ګمنځوو او زما به مياشتني مريضتيا وه )) ([48] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn48)) .
* د عَائِشي رضي الله عنها څخه روايت دى هغي فرمايلي : (( أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يُخْرِجُ رَأْسَهُ مِنْ الْمَسْجِدِ وَهُوَ مُعْتَكِفٌ ،فَأَغْسِلُهُ وَأَنَا حَائِضٌ )) (( بيشکه رسول الله r به د مسجدڅخه سر رابهر کړ او هغه به په اعتکاف کي وو او ما به وينځه او زه به حائضه اوم )) ([49] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn49)) .
د عائشي رضي الله عنها دوينا په اساس چه هغي فرمايلى: (( السُّنَّةُ عَلَى الْمُعْتَكِفِ أَنْ لاَ يَعُودَ مَرِيضًا وَلاَ يَشْهَدَ جَنَازَةً وَلاَ يَمَسَّ امْرَأَةً وَلاَ يُبَاشِرَهَا وَلاَ يَخْرُجَ لِحَاجَةٍ إِلاَّ لِمَا لاَ بُدَّ مِنْهُ وَلاَ اعْتِكَافَ إِلاَّ بِصَوْمٍ وَلاَ اعْتِكَافَ إِلاَّ فِى مَسْجِدٍ جَامِعٍ )) (( د معتکف لپاره دا سنت ده چه د مريض پوښتنه به نه کوى ، دجنازي لمونځ ته به نه حاضريږى ، دښځي نه به نه لاس لګوى او نه به ورسره کوروالى کوى ، په غير دسخت ضروري حاجت څخه به نه وځى ، او دروژي اودجامع مسجد څخه په غير اعتکاف نشته )) ([50] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn50)) .
د اعتکاف باطلوونکي شيان : په لاندي ډول ذکرکيږي :
١) په قصد سره په غير د ضرورت نه د جومات نه وتل : د عائشي رضي الله عنها د حديث په اساس هغي فرمايلي : (( ...وَكَانَ لاَ يَدْخُلُ الْبَيْتَ إِلاَّ لِحَاجَةِ الإِنْسَانِ )) (( رسول الله r به کورته نه داخليده مګرد هغه څه په وجه چه دانسان ورته ضرورت وي )) ([51] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn51)) .
٢) د خپلى ښځي سره جماع کول ، اګرکه دادشپي وي اوياد جومات څخه بهر وي ، د الله تعالى ددي وينا په اساس : } وَلاَتُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلاَتَقْرَبُوهَا { ([52] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn52)) (( او نږدي کت مه کوئ د دوي سره او حال دا چه تاسو اعتکاف کوونکي ياستي په جماتونو کي دا پولي دالله تعالى دي پس مه نږدي کيږي ديته )) .
* ابن عباس رضي الله عنهما فرمايلي : (( إذا جامع المعتکف بطل اعتکافه واستأنف )) (( کله چه اعتکاف کوونکې دښځي سره کوروالى وکړى نو اعتکاف يي باطل شواو بيرته به يي داول نه شروع کوى )) ([53] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn53)) .
* ابن المنذر رحمه الله ويلي : (( وأجمعوا على أن من جامع امرأته وهو معتکف عامدا لذلک في فرجها أنه مفسد لاعتکافه )) (( علماء پدي خبره متفق دي چه چا د اعتکاف په حالت کي په قصد سره خپلي ښځي سره جماع وکړه نو ده خپل اعتکاف باطل کړ )) ([54] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn54)) .
* څوک چه د خپلي ښځي سره دشهوت په نيت جوخت شي اوانزال يي وشي نو پدي سره يي اعتکاف باطليږي ، اوکله چه دشهوت نه په غير ورسره جوخت شي اوځان ورسره ولګوي نو دا کومه پروانه لري ، لکه ښځه د خاوند سر ووينځي اويا ورته ويښتان ګمنځ کړى، ځکه نبي کريم r به د اعتکاف په حالت کې عائشي رضي الله عنها ته خپل سر ورنږدي کوو او هغي به ورته وينځه اوبيا يي ورته ګمنځوو، او هرکله چه د ښځي سره مباشرت د شهوت لپاره وي او انزال يي ونشي نو دا کار حرام دى ځکه دا د انزال څخه په امن کي ندى نو پدي وجه يي اعتکاف فاسديږي او هغه څه چه حرامو ته مايله وي نو هغه حرام وي ، ځکه الله تعالى فرمايي : } وَلاَتُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ { ([55] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn55)) (( اونږدکت مه کوئ ددوي سره اوحال دا چه تاسو اعتکاف کوونکي ياستي يه جماتونو کې )) .
* چا چه د اعتکاف په حالت کې د خپلي ښځي سره جماع وکړه ، اويا د شهوت په نيت مباشرت وکړي نو کفاره پري نشته ، البته هغه څوک چه د رمضان په ورځ کې دخپلي ښځي سره جماع وکړى نوپه هغه باندي کفاره شته ([56] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn56)) .
د رمضان د لسو اخرنو ( ورځو او شپو) نه په غير د اعتکاف حکم :
* د شريعت احکام د رسول الله r څخه اخستل شوي دي ، رسول الله r د رمضان د مياشتي څخه په غير صرف د نذرد منلو له امله اعتکاف کړى دى ، او همدارنګه د هغه ملګرو د رمضان د مياشت څخه په غير صرف د قضاء اعتکاف کړى دى ، دعبدالله بن عمررضي الله عنهما څخه روايت دى هغه فرمايلى : کله چه عمر فاروق t د رسول الله r نه د نذر اعتکاف په هکله د فتوي طلب وکړ نو ويي فرمايل : (( ...كُنْتُ نَذَرْتُ فِى الْجَاهِلِيَّةِ أَنْ أَعْتَكِفَ لَيْلَةً فِى الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ، قَالَ : « فَأَوْفِ بِنَذْرِكَ » (( ما داسلام څخه مخکي دا نذرمنلى دى چه زه به يوه شپه په مسجد حرام کښي اعتکاف کوم ، نو هغه ورته وويل : ( په خپل نذر وفاء وکړه )) ([57] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn57)) .
* ليکن دا اعتکاف يى په عامه توګه د امت لپاره ندى جايزکړى ،کچيرته د اعتکاف په نذرکښى کوم خصوصيت موجودوى اويادرمضان نه په غيرداعتکاف کوم خصوصيت وى نو خلکوته به يى د دى ښودنه کړى وى .
* خلاصه : اعتکاف د رمضان د اخرنى لسو ورځو او شپو نه علاوه سنت نه دى اونه پري چاته امر پکار دى ، ليکن که يو څوک ددي لسو اخرنو ورځواو شپو نه علاوه په بل وخت کښى اعتکاف کوى نو مونږ هغه نه منع کوو ، د عمرt د حديث له امله ، او مونږ دا هم نه وايو چه د هغه دغه کار بدعت دى ، ليکن مونږ وايو غوره دا ده چه د رسول الله r اقتداء (اتباع) وکړو .
[/URL]([1]) [ د ابن منظورکتاب / لسان العرب ،٩/٢٥٥، او دفيومي کتاب / المصباح المنير،٢/٤٢٤، اود إمام رازي کتاب / الصحاح، ١٨٨، صفحه، اود أصبهاني کتاب / مفردات القرآن ،٥٨٩، صفحه، اود قرطبي کتاب / المفهم لما أشکل من تلخيص کتاب مسلم ،٣/٢٤٠، وګوره ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref1)([2]) [ د

([3]) [

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref3)([4]) [

([5]) [ د ابن قدامه / کتاب ، المغني ، ٢/٢٧٥،٤/ ٤٥٥، د جرجاني کتاب / التعريفات ، ٥٣، صفحه ، اود کتور/ سعيدبن علي بن وهف القحطاني ، کتاب / الصيام في الإسلام في ضوء الکتاب والسنة ،٤٥٠، صفحه ، وګوره ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref5)([6]) [ سورة البقرة 125]

([7]) [ سورة البقرة /187] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref7)([8]) [ روايت يى صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 171، کى کړى دى ]. .

([9]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 7 / ص 383)کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref9)([10]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 7 / ص 384)، کي کړى دى ].

([11]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 22 / ص 159، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref11)([12]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 7 / ص 394 ، کړى دى ].

([13]) [ سورة الفرقان /23] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref13)([14]) [ سورة التوبة /54] .

([15]) [روايت يي سنن أبو داود – په (ج 13 / ص 57)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref15)([16]) روايت يي صحيح بخارى – په (ج 1 / ص 4)، کي کړى دى ].

([17]) [ د ابن مفلح رحمه الله ،کتاب/ الفروع ،٥/١٣٣، ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref17)([18]) [ سورة البقرة/187] .

([19]) [ ددکتور/ سعيدبن علي بن وهف القحطاني ، کتاب / الصيام في الإسلام في ضوء الکتاب والسنة ،٤٥٣-٤٥٤٠، صفحي ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref19)([20]) [ سورة النساء : ٤٣] .

([21]) [ روايت يى صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 175 ، کي کړى دى ]

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref21)([22]) [ ددکتور/ سعيد بن علي بن وهف القحطاني ، کتاب / الصيام في الإسلام في ضوء الکتاب والسنة ،٤٥٣-٤٥٤٠، صفحي ته مراجعه وکړه ].

([23]) [ روايت يي سنن أبوداود – په (ج 1 / ص 327)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref23)([24]) [ روايت يي سنن أبوداود – په (ج 1 / ص 327)، کي کړى دى ].

([25]) [ سورة النساء : ٤٣] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref25)([26]) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 1 / ص 168)، کي کړى دى ].

([27]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 7 / ص 394 ، کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref27)([28]) [ د وزارة الشؤن الإسلامية ،تيارشوى کتاب/ الميسر في ضوء الکتاب والسنة ، ١٦٨، صفحه وګوره ].

([29]) [ د شيخ الأسلام ابن تيميه ، کتاب الصيام من شرح العمدة ،٢/ ٧٥١، ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref29)([30]) [ د فقهاوو په عرف کي ساعت د زماني يو حصي ته وايي ، دا د څلوريشت ساعتونوڅخه يو ساعت ندى ، [ الموسوعة الفقهية الکويتية، دي دا عبارت ابن عابدين ته منسوب کړى دى، الدر المختار،٢/ ٤٤٤، اود ذکر شوي موسوعي،٥/٢١٣، وګوره ].

([31]) [ سورة البقرة /187] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref31)([32]) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 172)، کي کړى دى ].

([33]) [ روايت يى صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 175، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref33)([34]) په صحيح مسلم باندي د إمام نووي شرح ، ٨/ ٣١٧- ٣١٧، ته مراجعه وکړه ].

([35]) [ د ابن مفلح ، کتاب الفروع ،٥/ ١٥٩، او الشرح الکبير والإنصاف ،٧/ ٥٩٢-٥٩٣، اود ابن قدامه ، کتاب / المغني ،٤/ ٥٩٠، وګوره ] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref35)([36]) [ روايت يى صحيح مسلم – په (ج 7 / ص 8 ، کى کړى دى ].

([37]) [ روايت يي محمد بن الحسن – په الموطأ - (ج 3 / ص 450)، کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref37)([38]) [ الشرح الکبيروالمقنع والإنصاف ،٧/٥٩٨، والکافي ،٢/٢٨٧، والمغني ، لإبن قدامة ،٤/٤٦٥-٤٦٩، وګوره ].

([39]) [ روايت يي إمام أحمد – په خپل مسند (ج 50 / ص 296)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref39)([40]) [ روا يت يي سنن بيهقى – په (ج 2 / ص 182)، کي کړى دى ] .

([41]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 7 / ص 396)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref41)([42]) [ روايت يي إمام أحمد – په خپل مسند(ج 2 / ص 133)، کي کړى دى ].

([43]) [ روايت يي سنن أبوداود – په (ج 7 / ص 320)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref43)([44]) روايت يي صحيح بخارى – په (ج 7 / ص 400)، کي کړى دى ].

([45]) [ د ابن حجر کتاب / فتح الباري د صحيح بخاري شرح ،٤/ ٢٨٠ ، ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref45)([46]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 2 / ص 39)، کي کړى دى ].

([47]) [ روايت يي سنن ابن ماجه – په (ج 10 / ص 168)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref47)([48]) [ روايت يي صحيح بخارى - (ج 2 / ص 17)، کي کړى دى ].

([49]) [ روايت يي سنن نسائي – په (ج 1 / ص 211)، کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref49)([50]) [ روايت يى سنن أبوداود – په (ج 7 / ص 330، کى کړى دى ].

([51]) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 1 / ص 167)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref51)([52]) [ سورة البقرة/187] .

([53]) [ ابن أبي شيبة ، په خپل کتاب / المصنف ،٣/٩٢، کي ذکړى او شيخ ، حسين العوايشة في الموسوعة الفقهية الميسرة ،٥/ ٣٤٦،په صحيح سند سره ذکرکړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref53)([54]) [ دابن المنذر کتاب، الإجماع ،٦٠صفحه ،دابن مفلح کتاب/ الفروع، ٥/١٨٢، ته مراجعه وکړه ].

([55]) [ سورة البقرة/187] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref55)([56]) [ الشرح الکبير،٧/ ٦٣٦، المغني لابن قدامة،٤/ ٤٤٧، والفروع ،٥/ ١٨٣، وګوره ].

[URL="http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref57"]([57]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 7 / ص 394 ، کړى دى ].