تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : فضائل ومسائل ليلة القدر (بشتو) تأليف الشيخ زاهد الله توحيدي المدني


أبو زكريا
_22 _June _2013هـ الموافق 22-06-2013م, 10:00 PM
د ليلة القدر( شب قدر) فضيلت او مسائل
* د شب قدر فضيلت : پدي شپه کې خلک د الله تعالى نه د دعا د قبوالى اميد او توقع کوي ، الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي : } إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ * وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ * لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ { ([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn1)) (( يقينا مونږ نازل کړى دى لول د ا قرآن په شپه عزت منده کې، او څه پوهه درکړي ده تا ته چه څه ده شپه عزت منده ، شپه عزت منده غوره ده د زرو مياشتو نه )) .
* او همداراز الله تعالى فرمايي : } إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنْذِرِينَ * فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ * أَمْرًا مِنْ عِنْدِنَا إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ * رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ { (( بيشکه مونږ دا قرآن د برکتونو په شپه نازل کړى دى ، بيشکه مونږ ويره ورکونکي يو، پدي شپه کې فيصله کيږي دهرکارچه حکمت والا دى ، په حکم کولو سره زمونږ له طرفه نه ، بيشکه مونږ ليږونکي درسول يو ، دوجي درحمت ستا درب دطرف نه ، بيشکه هغه هر څه اورى په هرڅه باندي پوهه دى )) ([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn2)).
* د أبوهريره t څخه روايت دى هغه وايي نبى کريم r فرمايلي دي : (( مَنْ قَامَ لَيْلَةَ الْقَدْرِ، إِيمَانًا، وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ ، وَمَنْ صَامَ رَمَضَانَ ، إِيمَانًا، وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ )) (( چا چه د قدرپه شپه قيام (تهجد) وکړو د ايمان په حالت کښى د ثواب په نيت نو مخکنى ګناهونه به ورته معاف شي ، او چا چه د رمضان روژه د ايمان په حالت کښى د ثواب په نيت ونيوله ، نو مخکني ګناهونه به ورته معاف شي )) ([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn3)).
* د أَنَس بن مَالِك t څخه روايت دى هغه فرمايلي دي : (( دَخَلَ رَمَضَانُ ، فَقَال َ رَسُولُ اللَّهِ -r - « إِنَّ هَذَا الشَّهْرَ قَدْ حَضَرَكُمْ ، وَفِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ، مَنْ حُرِمَهَا ، فَقَدْ حُرِمَ الْخَيْرَ كُلَّهُ، وَلاَ يُحْرَمُ خَيْرَهَا إِلاَّ مَحْرُومٌ » (( د رمضان مياشت داخله شوه ،نو رسول الله r وفرمايل : بيشکه دا مياشت تاسو ته راغله ، پدي کښي يوه شپه ده چه هغه ( مرتبي په اعتبارسره) د زرو مياشتو څخه غوره ده ، کوم کس چه ددي (د سعادت حاصلولوڅخه) محروم شونو هغه دټول خير څخه محروم شو، د قدرشپي د سعادت څخه صرف بدنصيب محرومه کيږي )) ([4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn4)).
* د شب قدر وخت : دا شپه په لسو اخرنو شپو د رمضان پوري خاص ده او بيا خاصکر په وترو(طاق) شپو کې يى ډير تاکيد شوى دى او ډير احتمال يي په وويشتمه (٢٧) شپه دى .
* د عَائِشي رضى الله عنها – څخه روايت دى هغه وايي بيشکه رسول الله r فرمايلي دي : « تَحَرَّوْا لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِى الْوِتْرِ مِنَ الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ مِنْ رَمَضَانَ » (( تاسو درمضان په لسو اخرنوطاقو شپو کښي د شب قدر پلټنه اوتلاش وکړئ )) ([5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn5)) .
درمضان په لسو اخرنو شپو کې د عبادت لپاره خپل اهل عيال ته خصوصي ترغيب ورکول سنت دى :
* د عَائِشي رضى الله عنها څخه روايت دى هغي فرمايلي دي : (( كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَجْتَهِدُ فِى الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ، مَا لاَ يَجْتَهِدُ فِى غَيْرِهِ )) (( رسول الله r به په لسو اخرنو(ورځوشپو)کې په نسبت نورو(ورځوشپو) ته په عبادت کښي ډير کوشش کوو)) ([6] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn6)).
* د عَائِشي رضى الله عنها څخه روايت دى هغي فرمايلي دي : (( كَانَ النَّبِىُّ - r - إِذَا دَخَلَ الْعَشْرُ شَدَّ مِئْزَرَهُ ، وَأَحْيَا لَيْلَهُ ، وَأَيْقَظَ أَهْلَهُ )) (( کله چه به د( رمضان )اخرني لس ورځي اوشپي داخلي شوي نو رسول الله r به د(عبادت لپاره) خپل پرتوغاښ مضبوط کړ، ( ملا به يې مضبوطه وتړله)، دشپي به يې ډير عبادت کوو او خپل اهل به يي د عبادت لپاره هم رابيدارکړو)) ([7] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn7)).
* په دي حديثونوکې د رمضان لسو اخرنو ورځواو شپو ډير فضيلت دى ، ځکه نبي کريم r به پدي کې د عبادت لپاره ډيرکوشش کوو په نسبت سره نورو ورځو او شپو ته ، دا کوشش دعبادت ټولو قسمونو ته شامل دى ، لکه لمونځ ، دقرآن کريم تلاوت ، د الله تعالى ذکرکول اوصدقي او خيراتونه کول اويا داسي نور، نبي کريم r به دعبادت لپاره خپل پرتوغاښ لنګ مضبطوو، دا د دينه کنايه ده چه عبادت ته به يې ملا مضبوطه کړه) ، او خپل اهل عيال به يي هم د عبادت لپاره ربيدارو، چه ددي بهترين وختونو څخه استفاده وکړي، دهرمسلمان سړي او مسلماني ښځي لپاره پکار دي چه دا قيمتي وختونه ضائع نه کړى ځکه دايوڅو د شميرورځي اوشپي دي په تيزي سره پاي ته رسيږي .
* د شب قدر د پټوالى حکمت : الله تعالى په خپلو بندګانو باندي دا شپه پټه کړي ده چه مسلمانان په عبادت کې لکه لمونځ ، دالله تعالى په يادونه او دعا اود دي د مندلو په طلب کې ډير کوشش وکړي ،نو دوي به ددي عباتونو په وجه الله تعالى ته ډير نږدي شي اودهغى ثواب به هم حاصل کړي، لکه څرنګه چه الله تعالى د جمعي په ورځ د دعا د قبوالي لپاره يو ساعت پټ کړى دى ، او دا هم ممکنه ده چه الله تعالى شبقدرځني بندګانو ته د هغي په علاماتو سره وښايى ، لکه څرنګه چه نبي کريم r د دغي شپي علامي ليدلى وي ، نبي کريم r د دي شپي په سهار په اوبو او خټه کې سجده کړي وه ، او د دي اثر د هغه په تندي کښي معلوميده ځکه د دي شپي په سهارباندي باران شوى وو .
* د شب قدر په شپه کې د دي دعا ويل سنت ده : د عائشي رضي الله عنها څخه روايت دى هغه وايى ما رسول الله r ته وويل کچيرته زه پدي پوهه شم چه دا د شب قدر شپه ده نو زه به څه وايم ؟ ، نو هغه ورته وويل ته وايه : (( اللَّهُمَّ إِنَّكَ عُفُوٌّ ، كَرِيمٌ ، تُحِبُّ الْعَفْوَ ، فَاعْفُ عَنِّي )) (( اى الله تعالى بيشکه ته بښونکې يى او بښنه خوښه ګڼى نو ته ما ته بښنه وکړى ))([8] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn8)) .

[/URL]([1]) [ سورة القدر : ١-٢-٣]

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref1)([2]) [ سورةالدخان /3-6] .

([3]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 7 / ص 181 ، کى کړى دى ] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref3)([4]) [ روايت يى سنن ابن ماجه – په (ج 5 / ص 217، کى کړى دى ].

([5]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 7 / ص 371 ، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref5)([6]) [ روايت يى صحيح مسلم – په (ج 7 / ص 369 ، کى کړى دى ].

([7]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 7 / ص 380، کى کړى دى ].


[URL="http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref8"] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref7)([8]) [ روايت يى سنن ترمذى – په (ج 13 / ص 6 ، کى کړى دى ].