المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : أخطاء بعض الصائمين ( بشتو) تأليف الشيخ زاهد الله توحيدي المدني


أبو زكريا
_22 _June _2013هـ الموافق 22-06-2013م, 09:54 PM
د رمضان په مياشت کي د ځنو روژه دارانو غلطياني
ځني روژه داران پدي مبارکه مياشت کي په غلطيانوکې واقع کيږي چه دا يي د روژي د ثواب د کموالي سبب ګرځي ، نو پدي اساس هرمسلمان لپاره ضروري ده چه د دي خطاګانو څخه ځان وساتي چه پوره او کامل ثواب ورته حاصل شي، چه ځني د دينه په راتلونکي ډول سره ذکر کيږي :
١- د روژي په احکامو ځان نه پوهه کول : کله مسلمان د جهالت او ناپوهي په خاطر په خطا کي واقع کيږي نو پدي اساس نبي کريم r فرمايلي : (( مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ )) (( چا ته چه الله تعالى د خيراراده وکړي نو په دين کښي پوهه ورکړي )) ([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn1)).
* د مسلمان لپاره په هر عبادت کي د شروع څخه مخکي په پوره توګه پوهه پکار ده ، روژه هم د عبادتونو د قسمونو څخه يو قسم دى ، نود هرمسلمان لپاره دروژي احکام ، شرطونه، رکنونه، واجبات،د روژي فاسدونکي شيان ، مستحبات ، آداب اود روژي د نه نيولو عذر پيژندل ضروري دي د دي لپاره چه د الله تعالى عبادت په صحيح طريقي سره اداء شي . ٢- د الله تعالى نه حيا نه کول : د عبدالله بن مسعود t د حديث په اساس هغه وايي رسول الله r فرمايلي : (( اسْتَحْيُوا مِنَ اللَّهِ حَقَّ الْحَيَاءِ ». قَالَ قُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ ، إِنَّا لَنَسْتَحْيِى وَالْحَمْدُ لِلَّهِ ،قَالَ : « لَيْسَ ذَاكَ، وَلَكِنَّ الاِسْتِحْيَاءَ مِنَ اللَّهِ حَقَّ الْحَيَاءِ، أَنْ تَحْفَظَ الرَّأْسَ وَمَا وَعَى، وَتَحْفَظَ الْبَطْنَ وَمَا حَوَى، وَتَتَذَكَّرَ الْمَوْتَ وَالْبِلَى، وَمَنْ أَرَادَ الآخِرَةَ تَرَكَ زِينَةَ الدُّنْيَا، فَمَنْ فَعَلَ ذَلِكَ ، فَقَدِ اسْتَحْيَا مِنَ اللَّهِ حَقَّ الْحَيَاءِ )) (( د الله تعالى څخه په پوره توګه حيا وکړئ ،( چه ټول اندامونه دهغه څه نه محفوظ وساتل شي چه الله تعالى پري نه راضي کيږي)، راوي وايي : مونږ وويل : اى د الله تعالى رسوله ! الحمد لله مونږ خو حياء کوو، نو هغه (r) وويل : (( دغه مقصدندى ، ليکن پوره حيا د الله تعالى څخه دا ده ، چه ته د سر او د هغى شي حفاظت وکړى چه دا ورته شامل دى ، او د ګيډي او هغه څه حفاظت وکړى چه دا ورته شامله ده ، چه ته مرګ او هغه وراسته هډوکي په قبرکې يادکړى، چا چه د آخرت دکاميابي اراده وکړه نو د دنيا خائيست دي پريږدي، چا چه دا ذکر شوي ټول کارونه وکړو، نو ده د الله تعالى څخه په پوره توګه حيا وکړه )) ([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn2)).
* ډير روژه داران د الله تعالى نه په پوره توګه حيا نه کوي ، پدي باندي د الله تعالى دا قول دلالت کوي : } وَقَلِيلٌ مِنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ { ([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn3)) (( اولږ دي له بنده ګانو زما نه شکرګزار)) .
٣- په روژه کې اسراف کول : اسراف ديته وايي : چه په خرچ کولو کې د خپل حد نه زياتى وشي، اوپه غيردکومي فايدي نه د مال لګښت وشي ، الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي : } وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا { ([4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn4)) (( او(بندګان د رحمن) هغه کسان دي چه کله خرچ کوي نو د حد نه تيريدل نه کوي او نه شومتيا(بخل)کوي اووي (دغه ورکړه ددوي) په مينځ د دي (اسراف او شومتيا) کې ميانه حاله )) .
* په رمضان کې ډير خلک په خوراک اوسکاک کي زياتى کوي ، ډير شيان د خپل حاجت نه زيات پخوي اوبيا يي ډرمونواو لاروکي غورځوي ، دا کار د مسلمان لپاره جايز ندى ، الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي : } يَا بَنِي آَدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلاَ تُسْرِفُوا إِنَّهُ لاَيُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ { ([5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn5)) (( اى د آدم u بچيو ونيسئ ډول خپل په وخت د هر لمانځه کي او خورئ اوسکئ او د حد نه زياتي مه کوئ ، يقينا الله تعالى محبت نه کوي د حد نه زياتى کوونکو سره )) .
* د اسراف او د حد نه تجاوز کولو په هکله رسول الله r فرمايلي : « كُلُوا وَاشْرَبُوا وَالْبَسُوا وَتَصَدَّقُوا ، فِى غَيْرِ إِسْرَافٍ وَلاَ مَخِيلَةٍ » (( خورئ ، سکئ ، لباس اغوندئ او خيرات کوئ په غيرد اسراف او لوي کولو نه )) ([6] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn6)).
* د عَمْرو بن شُعَيْب څخه روايت دى هغه د خپل پلار نه روايت کوى هغه د خپل نيکه نه روايت کوى چه رسول الله r فرمايلي : « كُلُوا، وَاشْرَبُوا، وَتَصَدَّقُوا، وَالْبَسُوا فِى غَيْرِ مَخِيلَةٍ وَلاَ سَرَفَ، إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ أَنْ تُرَى نِعْمَتُهُ عَلَى عَبْدِهِ » (( خورئ ، سکئ ، خيرات کوئ ، او په غير د تکبر او اسراف نه لباس اغوندئ ، الله تعالى دا خوښه ګڼي چه د هغه د نعمت اثر په بنده ښکاره شي )) ([7] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn7)) .
* اسراف او د حد نه تجاوز کول ناکاره صفت دى تر دي چه د پليتي دپريمنځلو او په اودس کولو کې هم بد صفت دى ، د نبي کريم r د حديث په اساس چه هغه فرمايلي : « إِنَّهُ سَيَكُونُ فِى هَذِهِ الأُمَّةِ قَوْمٌ يَعْتَدُونَ فِى الطُّهُورِ وَالدُّعَاءِ » (( زما په امت کي به داسي خلک راپيدا شي چه په پاکوالي او دعا کي به زياتى کوي )) ([8] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn8)).
* الله تعالى اسراف اود مال ضايع کول خوښ نه ګڼي، دأبوهريره t دحديث په اساس هغه وايي رسول الله r فرمايلي : « إِنَّ اللَّهَ يَرْضَى لَكُمْ ثَلاَثًا، وَيَكْرَهُ لَكُمْ ثَلاَثًا، فَيَرْضَى لَكُمْ أَنْ تَعْبُدُوهُ ، وَلاَ تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَأَنْ تَعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُوا، وَيَكْرَهُ لَكُمْ قِيلَ وَقَالَ ، وَكَثْرَةَ السُّؤَالِ ، وَإِضَاعَةَ الْمَالِ » (( الله تعالى ستاسولپاره دري شيان خوښوي، او دري شيان ستاسولپاره بدګڼي، ستاسو لپاره دا خوښ ګڼي چه د هغه بندګي وکړئ ، او د هغه سره هيڅ څوک شريک نه کړئ ، او د الله تعالى په رسئ باندي ټول منګولي ولګوي او بي اتفاقي ونکړي ، اوستاسو لپاره بي فايدي خبري ، ډيري پوښتني کول او د مال ضايع کول خوښ نه ګڼي )) ([9] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn9)) .
٤- د پيشنمي په وخت کې خوب کول : د دي په وجه د روح غذاء تاواني کيږي چه هغه د استغفار څخه عبارت دى ، الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي : } وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ { ([10] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn10)) (( او په وخت پيشنمي کي دوي بښنه غوښتله )) .
* طاوس بن کيسان اليماني فرمايي : (( مَا کُنْتُ أظن أحدا من أمة محمد r ينام وقت السحر)) (( زما د رسول الله r په امت باندي د هيڅ چا څخه دا ګمان نه کوو چه د پيشنمي په وخت کي به ويده کيږي )) ([11] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn11)) .
* نيکان خلک د پيشنمي په وخت کې ويښ وي خوب نه کوي ځکه دوي د الله تعالى څخه دثواب په نيت د معافي طلب کوي ، اود هغه نه د جنت طمع او توقع لري ، اوپه دي نيت چه سنت عملي شي، اوددي ټولو شيانو نه مخکي دالله تعالى د حکم داستجابت په خاطر.
* د روح د غذاء د تاوان سره د بدن د غذاء تاوان هم راځي ، ځکه د پيشنمى په وخت کي خوراک کول سنت دى ، د أنس بن مالک t څخه روايت دى هغه وايي رسول الله r فرمايلى دي : (( تَسَحَّرُوا، فَإِنَّ فِي السُّحُورِ بَرَكَةً )) (( تاسو پيشنمې وکړئ بيشکه په پيشنمې کښى برکت وى )) ([12] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn12)) .
* همدارنګه دعَمْرو بن الْعَاصِ t څخه روايت دى هغه وايي رسول الله r فرمايلي : « فَصْلُ مَا بَيْنَ صِيَامِنَا ، وَصِيَامِ أَهْلِ الْكِتَابِ ، أَكْلَةُ السَّحَرِ » (( زمونږ او د يهوديانو او نصرانيانو په روژه کي فرق په پيشنمي سره دى ،( ځکه هغوي پيشنمى نه کوي )) ([13] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn13)).
* دا حديث په دي دلالت کوي چه د پيشنمي پريښودل ديهوديانو او نصرانيانو سره مشابهت دى ، اومونږته د هغوي په مخالفت باندي حکم کړى شوى دى ، د أَبوسَعِيدٍ الْخُدْرِىّ t د حديث په اساس هغه وايي رسول الله r فرمايلي : « السَّحُورُ أَكْلُهُ بَرَكَةٌ فَلاَ تَدَعُوهُ ، وَلَوْ أَنْ يَجْرَعَ أَحَدُكُمْ جَرْعَةً مِنْ مَاءٍ، فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى المُتَسَحِّرِينَ » (( د پيشنمي خوراک برکت دى، اګر که تاسونه يو کس د اوبو ګوټ هم وکړى ، الله تعالى او ملائکي په پيشنمي کوونکو باندي درود وايي )) ([14] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn14)).
٥- د خوب په وجه د سهار لمونځ پريښودل او يا يي په جماعت سره نه کول ، او يا يي د خپل وخت نه مخکي کول ، او يا يي د خوب په حالت کي کول ، د دي کار کوونکى ته دا ويره متوجي ده چه روژه يي صرف ولګه او تنده شي ، د سهار لمونځ په ټولو لمونځونوکي ډير اهميت لري بلکي دا د مؤمن لپاره ميزان دى ، د دي اداء کول په جماعت سره د استقامت او د خير علامه ده، الله تعالى په دي سره قسم کړى او د غوره وختونو سره يي پياوسته اويو ځاي ذکرکړى دى چه هغه د ذوالحجي لس شپي دي ، دا لمونځ د مؤمن ساتنه کوي د رسول الله r د حديث په اساس چه هغه فرمايي : « مَنْ صَلَّى الْعِشَاءَ فِى جَمَاعَةٍ ، فَكَأَنَّمَا قَامَ نِصْفَ اللَّيْلِ، وَمَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فِى جَمَاعَةٍ ، فَكَأَنَّمَا صَلَّى اللَّيْلَ كُلَّهُ » (( چا چه د ماخوستن لمونځ په جماعت سره وکړ ګويا که دي د نمايي شپي پوري عبادت وکړ، او چا چه د سهار لمونځ په جماعت سره وکړ ګويا که دي ټوله شپه عبادت وکړ )) ([15] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn15)) .
* څوک چه د سهارلمونځ په جماعت سره کوي نو په ورځ کي به هم ديته امان وي ، د جُنْدَب بن عَبْد اللَّه t د حديث په اساس هغه وايي ما د رسول الله r څخه اوريدلي چه هغه وفرمايل : « مَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فَهُوَ فِى ذِمَّةِ اللَّهِ ، فَلاَ يَطْلُبَنَّكُمُ اللَّهُ مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَىْءٍ ، فَيُدْرِكَهُ فَيَكُبَّهُ فِى نَارِ جَهَنَّمَ » (( څوک چه د سهار لمونځ وکړى نو دا د الله تعالى په حفاظت او امان کې شو...)) ([16] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn16)).
٦- د ورځ په ډيره حصه کي خوب کول : دا کاراو طريقه د الله تعالى د طريقو څخه مخالفت دى ، ځکه هغه شپه د ارام لپاره پيدا کړي او ورځ يي دکاروبار لپاره ګرځولي ، ډير خوب انسان د خير نه محروموي او وخت او عمر هم ضايع کوي ، ځکه په روژه کي عبادت کول د نورو وختونوڅخه غوره دى ، اود دي مياشت په نورو مياشتو په خاصه توګه فضيلت دى نو د اوقاتو څخه يي فايده اخستل ضروري ده ، په ورځ کي بهترين او غوره خوب قيلوله ده چه د غرمي په وخت کي وشي پدي سره د انسان بدن ته راحت او ارام حاصليږي او بيا دشپي د تهجدو لمونځ ته تياريږي ، نود هريو روژه دار نه مطالبه ده چه ډير خوبونه کم کړى او د دي مياشت د غوره وختونو څخه د الله تعالى د تقرب لپاره فايده واخلي .
٧- د قرآن کريم په تلاوت او تفسيرکې سستي او غفلت کول او د هغه د اجر ثواب څخه ځان محرومول ، د قرآن کريم د پريخودواوددي څخه دغافله کيدو لپاره ډير اسباب دي : لکه ډير خوب کول ، په لهو لعب او بيهوده کارونو ځان مشغلول ، د دنيا د حصول په وجه ترينه غفلت کول ، د ناکاره ملګرو سره صحبت کول ، شيطان په ځان باندي مسلط کول ، د الله تعالى نافرماني کول او د ايمان ضعيف کيدل او ياداسي نور.
* قرآن کريم د الله تعالى کلام دى ، کچيرته دا يي په يو غر نازل کړى وى نو هغه به د الله تعالى له ويري عاجزي کړى وى او ټوټه ټوټه شوى به وى ، الله تعالى پدي سره د زړونو هدايت کړى دى او پدي سره ګناهونه معاف کوي او پدي سره د انسان عيبونه پټوي ، او د دي په تعليم او تعلم سره انسان د الله تعالى په نزد مقرب جوړيږي ، د الله تعالى نه سوال کوو چه مونږ ته د زده کړي اود عمل کولو طاقت راکړي .
* رمضان د قرآن کريم د تلاوت مياشت ده ، ځکه الله تعالى پدي مياشت کي نازل کړى دى ، جبريل u به په رمضان کي رسول الله r ته قرآن کريم پيش کوو او د هغه درس او ګردان به يي ورسره کوو، د سلف صالحينوطريقه دا وه چه په رمضان کي به يي د هرکار نه د قرآن کريم تلاوت ته ځانونه فارغول او دا کار به يي خپله مشغولتيا ګرځوله .
٨- د روژي په حالت اود روژه ماتي په وخت کي دعا نه کول : دعا عبادت دى ،دعا کوونکى الله تعالى ته خپله عاجزۍ ،انکساري اوضرورتونه پيش کوى ، الله تعالى ددعا د قبولوالي لپاره خاص وختونه ګرځولي دي ، چه يو د دينه د روژه داردعا ده ، د أبوهريره t د حديث په اساس هغه وايي رسول الله r فرمايلي : (( ثَلاَثَةٌ لاَ تُرَدُّ دَعْوَتُهُمُ ، الإِمَامُ الْعَادِلُ وَالصَّائِمُ حَتَّى يُفْطِرَ ، وَدَعْوَةُ الْمَظْلُومِ ...)) (( دري قسمه خلک دي چه دعا يي قبليږي ، انصاف والا امام، د روژه دار تر روژه ماتي پوري او مظلوم ...))([17] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn17)) .
٩- د ماښام لمونځ په جماعت سره پريښودل ، او په روژه ماتي باندي ځان مشغولول ، او بيا دځان لپاره پدي حديث دليل نيول : « إِذَا حَضَرَ الْعَشَاءُ ، وَأُقِيمَتِ الصَّلاَةُ ، فَابْدَءُوا بِالْعَشَاءِ » (( کله چه دماخوستن طعام حاضر شي او لمونځ ودريږي نو د ماخوستن په طعام سره شروع وکړئ )) ([18] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn18)).
* او يا پدي حديث دليل نيسي : « لاَ صَلاَةَ بِحَضْرَةِ الطَّعَامِ، وَلاَ وَهُوَ يُدَافِعُهُ الأَخْبَثَانِ » (( د طعام د حاضريدو په وخت کي لمونځ صحيح ندى ، او نه د دوه خبيثوشيانو دفع کولوپه وخت کي (چه وړکى اولوي قضاء حاجت يى ټنګ کړي وي ))([19] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn19)) .
* د رسول الله r په روژه ماتي کي طريقه دا وه چه اول به يي په تازه کجورو سره روژه ماتوله ، کچيرته به دا نه وي نو بيا به يي په وچوکجرو سره ماتوله او کچيرته به دا هم نه وي نو بيا به يي د اوبو په يو څو ګوټو سره ماتوله او بيا به يي په جماعت سره لمونځ کوو، نو د هر مسلمان لپاره لازمي ده چه په روژه ماتي کي په رسول الله r پسي اقتداء وکړى .
١٠- د تراويح لمونځ پريښودل چه نه يي د إمام سره کوي اونه يى يواځي په کورکې کوي ، په جماعت کې يي دا لمونځ د ځانله لمونځ نه غوره دى ، او پدي کي احاديث وارد دي ، ځکه نبي کريم r دا لمونځ دري شپي د صحابوو سره په جماعت وکړ او بيا په څلورمه شپه ددي لمونځ لپاره دکورڅخه راونه وته پدي اساس چه په خلکو باندي فرض نه شي ، او بيا به هغوي ددي دکولو طاقت نه لري ، عمر فاروق t په خپل خلافت کي مسلمانان د أبي بن کعب t په إمامت د تراويح لمونځ لپاره راجمع کړو، د أبو ذرt په حديث کي راغلي چه رسول الله r فرمايلي : « ...مَنْ قَامَ مَعَ الإِمَامِ حَتَّى يَنْصَرِفَ، كَتَبَ اللَّهُ لَهُ قِيَامَ لَيْلَةٍ » (( څوک چه د إمام سره تر اخر پوري ودريده نو الله تعالى به دده لپاره قيام الليل وليکي )) ([20] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn20)) .
* د أبوهريره t څخه روايت هغه ويلي رسول الله r فرمايلي : (( مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا ، وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ )) (( چا چه درمضان په مياشت کې تهجد او تراويح وکړى د ايمان په حالت کې او د ثواب په نيت ، نو مخکني ګناهونه به ورته معاف شي،(مراد ترينه واړه ګناهونه دي )) ([21] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn21)) .
* د قيام الليل (تهجد) لمونځ نه کول انسان د ډير ثواب څخه محروموي ،او د دي د پريښودلو په وجه په مسلمان کي غفلت راځي او شيطان پري غالبه کيږي، عقلمند سړى هغه دى چه دا بهترينه موقع ضايع نه کړي، د بلال t څخه روايت دى هغه ويلي رسول الله r فرمايلي : « عَلَيْكُمْ بِقِيَامِ اللَّيْلِ فَإِنَّهُ دَأْبُ الصَّالِحِينَ قَبْلَكُمْ، وَإِنَّ قِيَامَ اللَّيْلِ قُرْبَةٌ إِلَى اللَّهِ، وَمَنْهَاةٌ عَنِ الإِثْمِ، وَتَكْفِيرٌ لِلسَّيِّئَاتِ ، وَمَطْرَدَةٌ لِلدَّاءِ عَنِ الْجَسَدِ » (( قيام الليل (اود تهجدو) لمونځ وکړ‌ئ ، ځکه چه دا د تاسوڅخه مخکې د نيکانو خلکو طريقه وه ، قيام الليل د الله تعالى لپاره تقرب دى ، ګناهونه اوبدياني ختموي اودبدن څخه مرضونه ختموي )) ([22] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn22)) .
١١) د سهار اذان په مينځ کي تر اخر پوري خوراک او سکاک کول : کله چه اذان کوونکى په خپل وخت اذان کوي نو د اذان په شروع کولو سره د خوراک اوسکاک بندول واجب دي ، ځکه د سهار په اذان سره د فجر ثاني (دوهم سهار) خبر ورکول کيږي د کوم په هکله چه الله تعالى په قرآن کريم کي فرمايي : } وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ { ([23] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn23)) (( او خورئ اوسکي تر هغه پوري چه ښکاره شي تاسو ته تارسپين د تار تور نه د صبا نه )) .
١٢- د تراويح لمونځ په تلوار او تيزي سره کول : ډير خلک د تراويح په لمونځ کولو کي نهايت زياته تيزي او تلوار کوي او بيا خاصکر ځني امامان چه د خلکو لپاره لمونځ کوي ، ځني امامان د تراويح په لمونځ کي دومره تلوارکوي چه د لمونځ په ارکانو او واجباتو کي نقصان راولي، رکوع او سجده په ارام سره نه کوي، د قرآن کريم تلاوت هم په صحيح ‌طريقي سره نه کوي تردي چه په ځني وختونو کي ترينه حروف هم پاتي کيږي او يا په قراءت کي نقصان او ګډوډي راولي، دا کارونه پدي خاطرکوى چه د لمونځ کولو څخه په تيزي سره ځان خلاص کړي، او يا يي پدي تيزي سره رياکاري مقصد وي چه خلک د ده په هکله ووايي چه په ډير کم وخت کي يي لمونځ ختم کړو، اويا قاريانو صاحبانو په ډيرو ځايونو کي د قرآن کريم ختمونه نيولي وي پدي خاطر چه د خلکو څخه دنيا او مال واخلي ، دا کارونه دايماندارو خلکو سره د شيطان له طرفه دوکه او فريب دى چه د دوي عملونه بربادوي ، په لمونځ کوونکى باندي په صحيح طريقه سره لمونځ کول واجب دى ، صيحح لمونځ دي ته وايي چه په هغي کي په صحيح طريقه قراءت ولوستل شي ، د قيام ، رکوع او سجدي په پوره توګه رعايت وکړي شي، او په لمونځ کي پوره عاجزي او انکساري وکړى شي ، او په زړه کي کامل اخلاص پيدا شي او د الله تعالى د کتاب په معنى ګانو کي پوره سوچ او فکروکړى شي ([24] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn24)) .
[/URL]([1]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 1 / ص 137)، او صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 95)،کي کړى دى ] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref1)([2]) [ روايت يي سنن ترمذى – په (ج 9 / ص 335) ، اوطبراني – په المعجم الكبير (ج 8 / ص : 493) کي کړى دى ] .

([3]) [ سورة سبأ /13] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref3)([4]) [ سورة الفرقان /67].

([5]) [ سورة الأعراف/31] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref5)([6]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 19 / ص 252)، کي کړى دى ].

([7]) [ روايت يي إمام أحمد په خپل مسند - (ج 14 / ص 408)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref7)([8]) [ روايت يي سنن أبوداود – په (ج 1 / ص 142)، کي کړى دى ].

([9]) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 5 / ص 130)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref9)([10]) [ سورة الذاريات /18] .

([11]) [ د دکتور / سعيد بن علي بن وهف القحطاني، کتاب / الصيام في الإسلام في ضوء الکتاب والسنة : ٣٣١، صفحي ته مراجعه وکړه ] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref11)([12]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 7 / ص 217)، او صحيح مسلم – په (ج 7 / ص 92 ، کى کړى دى ].

([13]) [ روايت ي صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 130)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref13)([14]) [ روايت يي إمام أحمد په خپل مسند - (ج 23 / ص 416)، کي کړى دى ].

([15]) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 2 / ص 125)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref15)([16]) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 2 / ص 125)، کي کړى دى ].

([17]) [ روايت يي سنن ابن ماجه – په (ج 5 / ص 374)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref17)([18]) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 2 / ص 78)، کي کړى دى ].

([19]) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 2 / ص 78)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref19)([20]) [ روايت يي سنن نَسائى – په (ج 6 / ص 104)، کړى دى ].

([21]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 7 / ص 359)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref21)([22]) [ روايت يي سنن ترمذى – په (ج 13 / ص 72)، کي کړى دى ].

([23]) [ سورة البقرة /187] .

[URL="http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref24"] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref23)([24]) [ د علامه / محمد جمال الدين القاسمي ، کتاب / إصلاح المساجد، ٨٥-٨٦، صفحه وګوره ].