تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : مسائل وآداب صلاة العيد (بشتو) تأليف الشيخ زاهد الله توحيدي المدني


أبو زكريا
_22 _June _2013هـ الموافق 22-06-2013م, 09:51 PM
د اختر په هکله ځني آداب
* الله تعالى د رمضان مياشت په اخر کې ځني عبادتونه روا کړي دي چه مسلمانان د دي په وجه الله تعالى ته نږديکت حاصلوي ، او په ايمان کي يي زيادت راځي، او په ورځ د قيامت کې به يې دنيکيانو په تله کي حسابيږي ، چه دا په راتلونکي ډول ذکرکيږي :
* اول : د زکاة فطر(سرسايه) اداءکول : دا سرسايه الله تعالى په هرمسلمان باندي فرض کړي ده ، ازاد وي که غلام، سړى وي که ښځه ، وړوکى وي اوکه لوي ، د اختر لمونځ نه مخکي د دي په ويستلو نبي کريم r حکم کړى دى ، او دا به مسکينانو ته ورکول کيږي ، په کوم ښار او علاقه کي چه کوم قسم طعام وي نو هغه به ورکول کيږي ، دهرمسلمان بنده نه به يوه پيمانه کجوري ، او يا يوه پيمانه وربشي ، اويا يوه پيمانه د هغه طعام نه چه هلته موجود وي ورکول کيږي ، دا چه د اختر لمونځ څخه مخکي چا اداء کړو نو قبوله صدقه ده، او چا چه د اختر لمونځ څخه روسته اداء کړو نوداد عامو صدقاتوڅخه يوه صدقه شوه ، او د زکاة فطر احکام او ددي مربوطه مسائل مخکې په تفصيلي توګه تيرشوي .
* دوهم : د تکبيراتو ويل : ددي شروع د اختر په شپه د لمر پناه کيدلو څخه روسته کيږي اود اختر د لمونځ پوري وخت لري ، د الله تعالى د دي وينا په اساس چه هغه فرمايلي دي : } وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ { ([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn1)) (( اوددي لپاره چه پوره کړي شمار او لپاره د دي چه لوئي ووايي د الله تعالى په هغه طريقه چه ښودلي يي ده تاسو ته او لپاره ددي چه شکر اداء کړي د الله تعالى )) .
* په تکبيراتوکې د رسول الله r څخه دا الفاظ نقل دي : « اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، وَلِلَّهِ الْحَمْدُ » (( الله تعالى ډير لوي دې ، الله تعالى ډير لوي دى ، نشته لائق د بندګي سيوا د الله تعالى نه ، الله تعالى ډير لوي دې ، الله تعالى ډير لوي دې او خاص الله تعالى لره ثناء او صفت دى )) ([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn2)) .
* دريم : د وړوکي اخترلمونځ : الله تعالى داد خپلوبندګانو لپاره روا کړى ، اودا هم دالله تعالى ذکرپوره کول دي، د دي په اداء باندي رسول الله r خپل امت ته حکم کړى ، پدي عبادت کي دمسلمان لپاره ضروري ده چه د راتلونکو دري مسائلو زده کړه وکړي :
* لومړني مسئله : د دواړو اخترونو لمونځونو لپاره اصل : قرآن کريم ، سنت او اجماع ده : چه دا په راتلونکي ډول ذکرکيږي :
١- قرآن کريم کي الله تعالى فرمايلي : } فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ { ([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn3)) (( نو لمونځ کوه خاص خپل رب لره او قرباني کوه )) .
د دي آيت په تفسير کي مشهوره وينا دا ده : چه مرادپه لمونځ سره د اختر لمونځ دى([4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn4)) .
٢- په احاديثو کې په متواتره توګه دا ثابته ده چه رسول الله r به د دواړو اخترونو لمونځونه کول([5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn5))، د ابن عباس رضي الله عنهما د حديث په اساس چه هغه فرمايلي : (( شَهِدْتُ الْعِيدَ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - وَأَبِى بَكْرٍ ، وَعُمَرَ، وَعُثْمَانَ - رضى الله عنهم - فَكُلُّهُمْ كَانُوا يُصَلُّونَ قَبْلَ الْخُطْبَةِ ‌)) (( زه د رسول الله r ،أبوبکرt ، عمرt اود عثمان t سره په اخترکي حاضرشوم ، نوټولو د خطبي څخه مخکي لمونځ کوو ))([6] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn6)) .
* اود ابْنِ عُمَررضي الله عنهما د حديث په اساس چه هغه فرمايلي : (( كَانَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم : - وَأَبُو بَكْرٍ، وَعُمَرُ - رضى الله عنهما - يُصَلُّونَ الْعِيدَيْنِ قَبْلَ الْخُطْبَةِ )) (( رسول الله r ، أبوبکراو عمررضي الله عنهما ، به د وړوکي او لوي اخترونو لموځونه د خطبي څخه مخکي کول )) ([7] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn7)) .
٣- إجماع : ټولو مسلمانانو د اخترونو په لمونځونوباندي اجماع کړي([8] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn8)) .
* دوهمه مسئله : د وړوکي او لوي اخترد لمونځ حکم : د دي لمونځ په فرضيت کې د علماوو دري ويناګاني دي چه په راتلونکې ډول سره ذکرکيږي :
لومړني وينا : دا لمونځ فرض کفايي دى ، چه ځني خلک يي وکړي نو د نورو څخه کافي دى ، دا د إمام أحمد بن حنبل رحمه الله مذهب دى .
دوهمه وينا : دا لمونځ فرض عين دى ، داد إمام أبو حنيفه رحمه الله مذهب دى ، اود إمام أحمد بن حنبل رحمه الله نه هم په يو روايت کي دا وينا ذکرشوي ده .
دريمه وينا : ابن أبو موسى رحمه الله فرمايلي : دا لمونځ واجب ندى بلکي سنت مؤکددى ، او دا د إمام مالک رحمه الله اوإمام شافعي رحمه الله دملګرو مذهب دى ([9] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn9))، دوي د أعرابي په هغه حديث استدلال کوي کله چه هغه د رسول الله r څخه داسلام پوښتنه وکړه نو هغه ورته وويل : (( پنځه لمونځونه الله تعالى فرض کړي دي ))، نو بيا هغه وويل : آيا په ماباندي نور څه شته ؟، نو هغه ورته وويل : نۀ ، البته نفلي لمونځونه کولى شي ))([10] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn10)) .
* او غوره اوصحيح وينا دا ده چه د اخترلمونځ فرض عين دى ، الله تعالى په قرآن کريم کي فرمايي : } فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ { ([11] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn11)) (( نو لمونځ کوه خاص خپل رب لره اوقرباني کوه )) .
* اود أُمِّ عَطِيّه رضي الله عنها د حديث په اساس چه هغي فرمايلي : (( أَمَرَنَا - تَعْنِى النَّبِىَّ - صلى الله عليه وسلم- - أَنْ نُخْرِجَ فِى الْعِيدَيْنِ الْعَوَاتِقَ ، وَذَوَاتِ الْخُدُورِ، وَأَمَرَ الْحُيَّضَ أَنْ يَعْتَزِلْنَ مُصَلَّى الْمُسْلِمِينَ )) (( مونږ ته رسول الله r حکم وکړو، چه داخترلمونځ لپاره پيغلي، پرده داري زنانه وباسو، اوحائضه زنانوته يي دعيدګاه څخه په جداکيدلو حکم وکړه )) ([12] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn12)).
* اوهمداراز د أُمِّ عَطِيّه رضي الله عنها څخه روايت دى هغي ويلي دي : (( أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ -r - أَنْ نُخْرِجَهُنَّ فِى الْفِطْرِ ، وَالأَضْحَى، الْعَوَاتِقَ ، وَالْحُيَّضَ ، وَذَوَاتِ الْخُدُورِ، فَأَمَّا الْحُيَّضُ ، فَيَعْتَزِلْنَ الصَّلاَةَ، وَيَشْهَدْنَ الْخَيْرَ، وَدَعْوَةَ الْمُسْلِمِينَ ، قُلْتُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، إِحْدَانَا لاَ يَكُونُ لَهَا جِلْبَابٌ ، قَالَ : « لِتُلْبِسْهَا أُخْتُهَا مِنْ جِلْبَابِهَا » (( مونږ ته رسول الله r حکم وکړو چه نوي ځواني (پيغلۍ)،حائضه(حيض والا) ، پرده داري زنانه په وړوکي او لوي اخترکي عيدګاه ته وباسو، کومي چه د حيض والا وي نوهغوي به د لمونځ د ځاي څخه جدا شي، او د مسلمانانو په خيراو دعاکي به برخه واخلي ، راويه د حديث وايي : ما وويل : اى د الله تعالى پيغمبره !، چه زمونږ څخه د يوي زنانه حجاب (زړوکى) نه وي ، نو رسول الله r وويل : د هغي خور دي هغي ته خپل حجاب ورکړى ))([13] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn13)).
* اود زيات تاکيدلپاره چه اخترلمونځ فرض عين دى پدي باندي دليل دا دى چه نبي کريم r پدي باندي هميش والې کړى دى ، او د سيرت په کتابونو کي دا مشهوره ده اول لمونځ چه رسول الله r د هجرت په دوهم کال وکړو هغه د وړکي اختر لمونځ وو، او دا لمونځ يي د هميش لپاره کوو تر دي چه وفات شو، او د هغه د وفات کيدلو څخه روسته د هغه خلفاء راشيدنو پدي لمونځ باندي هميش والې کړى دى او هغوي ددين ښکاره او قوي نموني دي ، نو دا ټول دلائل د دي لمونځ د واجبوالي لپاره تاکيدکوي )) ([14] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn14)) .
* علامه سعدي رحمه الله فرمايلي : (( صحيح خبره دا ده چه د اختر لمونځ فرض عين دى ، د هغه دليل نه چه يي د فرض کفايه لپاره استدلال کړى همغه د فرض عين لپاره دليل دى ، ځکه نبي کريم r به د اخترلمونځ لپاره پيغلو، پرده دارو ښځو ته دوتلو تيزي ورکوله ، اوحائضه ښځوته به يي د عيدګاه څخه په جدا کيدلو حکم کوو، کچيرته په ډيرو واجباتو باندي ددي غوره والي نه وي نوهغه به پري خپل امت ته تيزي نه ورکوله ، نودا پدي دلالت کوي چه دا هغه فرض عين دې چه تاکيد يي شوي دې ))([15] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn15)) .
دريمه مسئله : د اخترلمونځ آداب :
ددي تفصيل په راتلونکي ډول سره ذکرکيږي :
١- د اخترپه ورځ غسل کول : د نَافع رحمه الله څخه روايت دى هغه ويلي : (( أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ كَانَ يَغْتَسِلُ يَوْمَ الْفِطْرِ قَبْلَ أَنْ يَغْدُوَ إِلَى الْمُصَلَّى )) (( يقينا عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به د وړوکي اختر په ورځ د عيدګاه د وتلو څخه مخکي غسل کوو )) ([16] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn16)) .
* علامه محمدناصر الدين ألباني رحمه الله ويلي : د اخترونو لمونځ د غسل لپاره چه خائسته استدلال پري کيدلى شي هغه د بيهقي روايت دى چه د شافعي رحمه الله نه يي نقل کړى اوهغه د زاذان څخه نقل کړى نوويلي يي دي : (( سَأَلَ رَجُلٌ عَلِيًّا رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ الْغُسْلِ ، قَالَ : اغْتَسِلْ كُلَّ يَوْمٍ إِنْ شِئْتَ ، فَقَالَ : لاَ الْغُسْلُ الَّذِى هُوَ الْغُسْلُ ، قَالَ : يَوْمَ الْجُمُعَةِ ، وَيَوْمَ عَرَفَةَ ، وَيَوْمَ النَّحْرِ ، وَيَوْمَ الْفِطْرِ )) (( يوسړي د علي t څخه د غسل پوښتنه وکړه ، نوهغه وويل : کچيرته ستا خوښه شي نوهره ورځ غسل وکړه،راوي وويل : هغه غسل نه چه د جنابت په اساس وي ، نو هغه وويل : د جمعي په ورځ ، د عرفي په ورځ ، د قرباني (لوي اختر) په ورځ او د وړوکي اختر په ورځ غسل )) ([17] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn17)) .
* د سعيد بن المسيب رحمه الله څخه روايت دى هغه فرمايلي : (( سُنَةُ الْفِطْرِ ثَلاَثٌ : الْمَشْىُ إِلَى الصَّلاَةِ، وَالْأَكْلُ قَبْلَ الْخُرُوجِ ، وَالاِغْتِسَالُ )) (( فطري سنت دري دي ، عيدګاه ته پيدل تلل ، اود وتلو څخه مخکي خوراک اوغسل کول )) ([18] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn18)) .
* إمام ابن قدامه رحمه الله ويلي : (( د اخترلپاره په غسل کولو سره ځان صفا کول مستحب دى ، عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به د وړوکي اخترپه ورځ غسل کوو، اود دي روايت د علي t څخه هم شوى دى ، او دا د علقمه ، عروه ، عطاء ، نخغي ، شعبي ، قتاده ، أبوزناد ، مالک ، شافعي او د ابن منذر ، ويناهم ده )) ([19] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn19)) .
* جمعه د خلکو د راجمع کيدلو ورځ ده : دا د هري اوونۍ (هفتي) د اخترورځ ده، د ابْنِ عَبَّاس رضي الله عنهما د حديث په اساس هغه وايي رسول الله r فرمايلى : « إِنَّ هَذَا يَوْمُ عِيدٍ، جَعَلَهُ اللَّهُ لِلْمُسْلِمِينَ ، فَمَنْ جَاءَ إِلَى الْجُمُعَةِ فَلْيَغْتَسِلْ ، وَإِنْ كَانَ طِيبٌ فَلْيَمَسَّ مِنْهُ ، وَعَلَيْكُمْ بِالسِّوَاكِ » (( يقينادا ورځ (جمعه) الله تعالى د مسلمانانو لپاره د اختر ورځ ګرځولى ده ، څوک چه د جمعي لمونځ اداء کولو لپاره راځي نو غسل دي وکړئ ، او که خوشبوئى (عطر) ورسره وى نو په خپل ځان دي استعمال کړئ ،اوتاسودمسواک په استعمالولو پوره اهتمام وکړئ ))([20] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn20)) .
٢- د اختر په ورځ د ځان صفايي کول ، خوشبوي لګول او مسواک استعمالول سنت دي : د ابْنِ عَبَّاس رضي الله عنهما د حديث په اساس هغه وايي رسول الله r فرمايلي : « ... وَإِنْ كَانَ طِيبٌ فَلْيَمَسَّ مِنْهُ ، وَعَلَيْكُمْ بِالسِّوَاكِ » (( ...اوکه خشبوي (عطر) ورسره وى نوپه خپل ځان دي استعمال کړئ ،اوتاسود مسواک په استعمالولو پوره اهتمام وکړئ )) ([21] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn21)) .
٣- خائسته لباس (جامي)اغوستل : د جَابِر t د حديث په اساس چه هغه فرمايلي : (( أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَلْبَسُ بُرْدَهُ الأَحْمَرَ فِى الْعِيدَيْنِ وَالْجُمُعَةِ )) (( بيشکه رسول الله r به د دواړواخترونواو د جمعي په ورځ خپله سورنګى چپن اغوستله ))([22] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn22)).
* د نَافِع رحمه الله څخه روايت دى هغه ويلي : (( أَنَّ ابْنَ عُمَرَ كَانَ يَلْبَسُ فِى الْعِيدَيْنِ أَحْسَنَ ثِيَابِهِ )) (( بيشکه عبدالله بن عمررضي الله عنهما به په دواړو اخترونوکي خائسته جامي اغوستلي )) ([23] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn23)) .
٤- د وړوکي اخترپه ورځ دعيدګاه وتلوڅخه مخکي دکجورو خوراک سنت دى : د أَنَس بن مالک t د حديث په اساس چه هغه فرمايلي : (( كَانَ رَسُولُ اللَّهِ - r - لاَ يَغْدُو يَوْمَ الْفِطْرِ حَتَّى يَأْكُلَ تَمَرَاتٍ - وَيَأْكُلُهُنَّ وِتْرًا )) (( رسول الله r به د اختر په ورځ سهارعيدګاه ته په غير د کجورو د خوراک څخه نه وته ، او رسول الله r به طاق کجوري خوړلى )) ([24] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn24)) .
* د لوي اختر په ورځ د خپلي قرباني غوښي خوراک او د دينه مخکښى د خوراک څخه ځان ساتل سنت دي ،([25] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn25)) : د عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُرَيْده t څخه روايت دى هغه د خپل پلار څخه روايت کوى چه رسول الله r فرمايلي : (( كَانَ النَّبِىُّ -r - لاَ يَخْرُجُ يَوْمَ الْفِطْرِ حَتَّى يَطْعَمَ، وَلاَ يَطْعَمُ يَوْمَ الأَضْحَى حَتَّى يُصَلِّىَ )) (( رسول الله r به د اخترلمونځ ته نه وته ترڅو پوري چه به يي خوراک نه وو کړى ، او د لوي اختر لمونځ نه مخکي به يى خوراک نه کوو)) ([26] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn26)) .
٥- اختر لمونځ ته ډير په ارام اواطمئنان سره پيدل تلل : د ابْنِ عُمَر t د حديث په اساس هغه ويلي : (( كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -r- يَخْرُجُ إِلَى الْعِيدِ مَاشِيًا، وَيَرْجِعُ مَاشِيًا )) (( رسول الله r به د اختر (لمونځ) ته پيدل وته او پيدل به واپس کيده )) ([27] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn27)).
* اود عَلِىِّ بْنِ أَبِى طَالِبٍ t د وينا په اساس چه هغه فرمايلي : (( مِنَ السُّنَّةِ أَنْ تَخْرُجَ إِلَى الْعِيدِ مَاشِيًا، وَأَنْ تَأْكُلَ شَيْئًا قَبْلَ أَنْ تَخْرُجَ )) (( سنت دا ده چه ته د اخترلمونځ لپاره پيدل ووځي اود وتلو څخه مخکې خوراک وکړي )) ([28] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn28)) .
* د سعيد بن المسيب رحمه الله څخه روايت دى هغه فرمايلي : (( سنة الفطر ثلاث : المشي إلى المصلى، والأكل قبل الخروج ، والاغتسال )) (( فطري سنت دري دي ،عيدګاه ته پيدل تلل ، اود وتلو څخه مخکي غسل اوخوراک کول ))([29] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn29)) .
٦- د اخترونو لمونځ په عيدګاه کې اداء کول سنت دې : (( كَانَ رَسُولُ اللَّهِ - r- يَخْرُجُ يَوْمَ الْفِطْرِ، وَالأَضْحَى، إِلَى الْمُصَلَّى، فَأَوَّلُ شَىْءٍ يَبْدَأُ بِهِ الصَّلاَةُ ...)) (( رسول الله r به په وړکي او لوي اخترکې عيدګاه ته راوته ،نو اول هغه کار چه شروع به يې پري کوله لمونځ وو...)) ([30] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn30)) .
* ابن بطال ددي حديث په تشريح کي فرمايلي : د اخترونو لموځونو لپاره عيدګاه ته وتل ضروري دي ، د اخترونو لمونځونه به يواځي د ضرورت په اساس په جومات کې کيدلى شي ([31] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn31)) .
٧- عيدګاه ته په تلو او راتلو کـي د لاري بدلول سنت دي : د جَابِر بن عبدالله رضي الله عنهما د حديث په اساس هغه فرمايلي : (( كَانَ النَّبِىُّ - r- إِذَا كَانَ يَوْمُ عِيدٍ، خَالَفَ الطَّرِيقَ )) (( کله چه به داختر ورځ وه نو نبي کريم r به عيدګاه ته په تللو او راتللوکي لار بدلوله ))([32] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn32)) .
٨- د مقتدي لپاره د اختر په ورځ عيدګاه ته دسهارلمونځ نه روسته تلل مستحب دي : او د امام لپاره د لمونځ اداء کولووخت پوري روسته والى مستحب دي ،ځکه نبي کريم r به داسي کول ، د أبوسعد الخدري t د حديث په اساس هغه وايي : (( كَانَ رَسُولُ اللَّهِ - r- يَخْرُجُ يَوْمَ الْفِطْرِ ، وَالأَضْحَى ، إِلَى الْمُصَلَّى، فَأَوَّلُ شَىْءٍ يَبْدَأُ بِهِ الصَّلاَةُ ...)) (( رسول الله r به په وړکي اولوي اخترکي عيدګاه ته راوته ، دهرڅه څخه مخکي به يى په لمونځ شروع کوله...)) ([33] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn33)) .
* إمام مالک رحمه الله ويلي : (( د رسول الله r سنت پدي جاري دي چه إمام د کورنه مخکي په دومره وخت کي ووځي چه صرف عيدګاهته په کې ورسيږي ، او د لمونځ د ودريدلو وخت وي ،او د إمام نه په غير نور خلک به عيدګاه ته د سهار لمونځ نه روسته وځي ، د دي لپاره چه إمام ته نږدي ځاي ونيسي اوبياروسته دخلکو په اوګو پښي نه اړوي ، اوچا ته تکليف او ضرر ونه رسوي )) ([34] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn34)) .
* شيخ ابن عثيمين رحمه الله فرمايلي : (( د سهارلمونځ نه روسته عيدګاه ته د تللوباندي چه داکارسنت دې دليل په راتلونکي ډول ذکرکيږي :
أ- داکار به صحابوو کوو، ځکه نبي کريم r به چه عيدګاه ته وته نو لمر به راختلي وو او صحابه رضوان الله عليهم أجمعين به حاضر وو، نودا پدي دلالت کوي چه هغوي به عيدګاته مخکي تلل .
ب- عيدګاه ته په وختي تللوکې خير ته مخکي والى دى .
ج- کله چه څوک وختي جومات ته ورسيږي او د لمونځ انتظار کوي، نو هغه هميشه په لمونځ کې دى .
د- کله چه څوک مخکې لمونځ ته لاړ شي نوإمام ته به نږدي ځاي ونيسي، نو دا ټول علتونه په شريعت کې مقصود دي )) ([35] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn35)) .
٩- د اخترپه ورځ عيدګاه ته د تللو په وخت کي په اوچت اوازسره تکبيرونه ويل : لکه الله تعالى په قرآن کريم کي فرمايي : } وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ { ([36] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn36)) (( او ددي لپاره چه پوره کړي شماراو لپاره د دي چه لوي ووايي دالله تعالى په هغه طريقه سره چه ښودلي يي ده تاسو ته او لپاره ددي چه شکراداء کړي دالله تعالى )) .
* او د إمام زهري رحمه الله نه په مرسل حديث سره چه سند يې صحيح دى نقل شوي هغه ويلي : (( كان يخرج يوم الفطر فيكبر حتى يأتي المصلى ، وحتى يقضي الصلاة ، فإذا قضى الصلاة ، قطع التكبير)) (( هغه به د وړوکې اختر په ورځ عيدګاه ته تر رسيدلو پوري تکبيرات ويل تردي چه لمونځ پوره کړى ،کله چه به يي لمونځ پوره کړونو بيا به يي تکبيرات ختم کړو ))([37] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn37)) .
* او د ابن عمر رضي الله عنهما نه په صحيح موقوف روايت سره ثابت دي : (( كان يجهر بالتكبير يوم الفطر، إذا غدا إلى المصلى ، حتى يخرج الإمام ، فيكبر )) (( هغه به چه کله سهار وختي د وړوکي اختر په ورځ راووته نو په اوچت اواز به يي تکبيرونه ويل ، تردي چه إمام راووځي او تکبير وکړي )) ([38] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn38)) .
١٠- د اختر لمونځ څخه مخکر اويا روسته لمونځ کول نشته : د عبدالله بن عَبَّاس رضي الله عنهما د حديث په اساس چه هغه فرمايلي : (( أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -r- خَرَجَ يَوْمَ أَضْحَى ، أَوْ فِطْرٍ، فَصَلَّى رَكْعَتَيْنِ ، لَمْ يُصَلِّ قَبْلَهَا وَلاَ بَعْدَهَا)) (( بيشکه رسول الله r د لوي اويا وړکې اختر په ورځ عيدګاه ته ووته ، دوه رکعته لمونځ يي وکړو، د دي څخه مخکي اويا روسته يي کوم لمونځ ونه کړو)) ([39] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn39)) .
* إمام ابن القيم رحمه الله فرمايلي : (( نبي کريم r اود هغه ملګري چه به کله عيدګاه ته ورسيدل نو هغوي به د اخترلمونځ نه مخکي اويا روسته کوم لمونځ نه کوو)) ([40] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn40)) .
١١- د اخترلمونځ لپاره اذان او اقامت نشته : د جابر t د حديث په اساس چه هغه فرمايلي : (( صَلَّيْتُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْعِيدَيْنِ غَيْرَ مَرَّةٍ وَلاَ مَرَّتَيْنِ ، بِغَيْرِ أَذَانٍ ، وَلاَ إِقَامَةٍ )) (( ماد رسول الله r سره د اختر لمونځ د يو ځل اود دوه ځل نه زيات په غير د اقامت اواذان څخه وکړو))([41] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn41)) .
* إمام صنعاني رحمه الله دهغو حديثونو په شرحه کې فرمايې چه د اذان او اقامت د نفي په هکله وارددي ، نوهغه ويلي : (( دا پدي دليل دى چه اذان او اقامت د اخترونو په لمونځ کي جايز ندي اوکول يي بدعت دى ))([42] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn42)) .
١٢- ښځي به په غير د خوشبوئي د استعمال نه او په پرده کې عيدګاه ته ځي : د أُمِّ عَطِيّه رضي الله عنها د حديث په اساس چه هغي ويلي دي : (( أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ -r - أَنْ نُخْرِجَهُنَّ فِى الْفِطْرِ ، وَالأَضْحَى،الْعَوَاتِقَ ، وَالْحُيَّضَ ، وَذَوَاتِ الْخُدُورِ، فَأَمَّا الْحُيَّضُ ، فَيَعْتَزِلْنَ الصَّلاَةَ ، وَيَشْهَدْنَ الْخَيْرَ، وَدَعْوَةَ الْمُسْلِمِينَ،قُلْتُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، إِحْدَانَا لاَ يَكُونُ لَهَا جِلْبَابٌ ، قَالَ : « لِتُلْبِسْهَا أُخْتُهَا مِنْ جِلْبَابِهَا » (( مونږ ته رسول الله r حکم وکړو چه نوي ځواني (پيغلي)، حائضه ، پرده داري زنانه په وړوکي او لوي اخترکي عيدګاه ته وباسو، کومي چه حيض والا دي نو هغوي به د لمونځ د ځاي څخه جدا شي، او د مسلمانانو په خير او دعاکښي به برخه واخلي ، راوي د حديث وايي : ما وويل : اى د الله تعالى پيغمبره !، چه زمونږ څخه ديوي زنانه حجاب ( زړوکې) نه وي،نو رسول الله r وويل : دهغي خوردي هغي ته خپل حجاب ورکړى )) ([43] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn43)) .
* د اختر لمونځ به په عيدګاه کښي کيږي ، په مدينه منوره کي عيدګاه نږدي وه رسول الله r به هغي ته د د اخترونو لموځونو لپاره وته ، او د هغه سره به ماشومان ، ښځي او ځواني (پيغلي) زنانه هم وتلي، تر دي چه د کومو زنانو به حيض وونو هغوي به هم عيدګاه ته وتلي .
١٥- عيدګاه ته دماشومانو وتل : إمام بخاري رحمه الله په يو باب کي ويلي : (( باب خروج الصبيان إلى المصلى )) (( باب دى په بيان ددي کي چه ماشومان به عيدګاه ته ځي)) ، بيا يي د ابن عباس رضي الله عنهما حديث پيش کړى دى : (( خَرَجْتُ مَعَ النَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم - يَوْمَ فِطْرٍ أَوْ أَضْحَى ، فَصَلَّى ثُمَّ خَطَبَ ، ثُمَّ أَتَى النِّسَاءَ فَوَعَظَهُنَّ وَذَكَّرَهُنَّ ، وَأَمَرَهُنَّ بِالصَّدَقَةِ )) (( زه د نبي کريم r سره دوړوکي او لوي اختر په ورځ (عيدګاه) ته ووتلم، نو هغه لمونځ وکړ بيا يي خطبه پيش کړه، بيا ښځو ته راغى اوهغوي ته يي وعظ او نصيحت وکړه ، او په صدقه کولويي ورته حکم وکړو)) ([44] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn44)) . دماشومانو عيدګاه ته دوتلو لپاره بل حديث ؟؟؟
١٦- د اختر په ورځ يو بل ته مبارکي ويل : صحابوو رضوان الله عليهم أجمعين به د اختر په ورځ يو بل ته د مخامخ کيدو په وخت کي داسي ويل : (( تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنْكَ )) (( الله تعالى دي زمونږ او ستاسي عمل قبول کړي ))، د جبير بن نفير رحمه الله څخه روايت دى هغه فرمايلي : (( كان أصحاب النبي r إذا التقوا يوم العيد،يقول بعضهم لبعض : (( تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنْكَ)) (( د رسول الله r ملګري چه به د اختر په ورځ يود بل سره مخامخ شو نو په خپل مينځونو کـې به يي يو بل ته ويل : (( تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنْكَ )) ([45] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn45)) .
* د عمربن عبدالعزير رحمه الله ، غلام أدهم رحمه الله، څخه روايت دى هغه فرمايلى : (( كنا نقول لعمر بن عبد العزيز في العيدين ، تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنْكَ ، يا أمير المؤمنين ، فيرد علينا، و لا ينكر ذلك علينا )) (( مونږ به عمر بن عبدالعزيز ته د وړوکي او لوي اختر په ورځ ويل : اى د مسلمانانواميره : الله تعالى دي زمونږ او ستاسي عمل قبول کړي ، نو هغه به هم مونږ ته دا الفاظ بيرته وويل : او زمونږ پدي الفاظو باندي به هغه رد نه کوو)) ([46] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn46)) .
* إمام أحمد رحمه الله ويلي : (( ولا بأس أن يقول الرجل للرجل يوم العيد : (( تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنْكَ )) (( که د اختر په ورځ يو سړى بل ته داسي ووايي : (( تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنْكَ ))، نو کومه پروا نشته ))([47] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn47)) .
١٧- داختر دلمانځه قضائي راوړل : پدي کې دعلماوو نظرونه دي چه په لاندي ډول ذکرکيږي :
أ) إمام بخاري وايې : قضائي به يې راوړى : دليل يې دا دى : (( باب إِذَا فَاتَهُ الْعِيدُ يُصَلِّى رَكْعَتَيْنِ ))، وَكَذَلِكَ النِّسَاءُ ، وَمَنْ كَانَ فِى الْبُيُوتِ ، وَالْقُرَى ، لِقَوْلِ النَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم : - « هَذَا عِيدُنَا أَهْلَ الإِسْلاَمِ » ، وَأَمَرَ أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ ، مَوْلاَهُمُ ابْنَ أَبِى عُتْبَةَ، بِالزَّاوِيَةِ ، فَجَمَعَ أَهْلَهُ وَبَنِيهِ ، وَصَلَّى كَصَلاَةِ أَهْلِ الْمِصْرِ، وَتَكْبِيرِهِمْ ، وَقَالَ عِكْرِمَةُ أَهْلُ السَّوَادِ يَجْتَمِعُونَ فِى الْعِيدِ، يُصَلُّونَ رَكْعَتَيْنِ ، كَمَا يَصْنَعُ الإِمَامُ ، وَقَالَ عَطَاءٌ : إِذَا فَاتَهُ الْعِيدُصَلَّى رَكْعَتَيْنِ )) (( باب دى په بيان د دي کي چه کله دچانه د اخترلمونځ فوت شي نو دوه رکعته به کوي ))، او همداراز ښځي او هغه څوک چه په کورونو اوکلوکي دي ، د نبي کريم r د دي وينا په اساس چه هغه فرمايلي : (( زمونږ دمسلمانانو دا اختردى ، هغه (r) أنس بن مالک اود هغه ازاد غلام ابن أبي عتبه ته د زاويه په مقام کي د لمونځ کولو حکم وکړو، نو هغه خپل اهل او اولاد راجمع کړو او د کلو والا پشان يي لمونځ او تکبير وکړو، عکرمه رحمه الله ويلي : د کلو والا به په اختر کي راجمع کيږي نو هغوي به د إمام په شان دوه رکعته لمونځ کوي ، عطاء رحمه الله ويلي : که دچا نه د اخترلمونځ فوت شي نو دوه رکعته لمونځ به کوي )) ([48] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn48)) .
ب) إمام ابن قدامه اوشيخ الإسلام ابن تيميه وايي : قضائي يي سنت نده ، ددوي دلائل په په لاندي ډول ذکرکيږي :
* إمام ابن قدامه رحمه الله فرمايلي : (( د ټولو ويناګانو خلاصه دا ده کله که د چانه د اختر لمونځ فوت شي نو په هغه يې قضايي نشته )) ([49] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn49)) .
* شيخ ابن عثيمين رحمه الله ، دشيخ الإسلام ابن تيميه رحمه الله څخه نقل کړى هغه فرمايلي : (( وأن من فاتته صلاة العيد، لايسن له أن يقضيها، لأن ذلک لم يرد عن النبي r ، ولأنها صلاة ذات اجتماع معين ، فلا تشرع إلا على هذاالوجه )) (( کچيرته د چا نه د اختر لمونځ فوت شونو د هغي قضاء اداء کول سنت ندى ، ځکه دا د رسول الله r څخه وارد ندى ، ځکه د دي لمونځ لپاره په يوه معلومه توګه راجمع کيدل دي نود دي معلومه طريقي نه په غير يي اداء کول جايز ندى )) ([50] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn50)) .
د اختر د لمانځه ځني مسئلي
* د اختر په لمونځونوکې دولس تکبيرونه سنت دي : په لومړني رکعت کې به د قراءت څخه مخکې اوو (٧) تکبيرونه او په دوهم رکعت کې به د قراءت څخه مخکې پنځه (٥) تکبيرونه ويل کيږي : د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما غلام نافع t څخه روايت دى هغه فرمايلي : (( شَهِدْتُ الْأَضْحَى ، وَالْفِطْرَ، مَعَ أَبِي هُرَيْرَةَ، فَكَبَّرَ فِي الرَّكْعَةِ الْأُولَى ، سَبْعَ تَكْبِيرَاتٍ ، قَبْلَ الْقِرَاءَةِ ، وَفِي الْآخِرَةِ، خَمْسَ تَكْبِيرَاتٍ ، قَبْلَ الْقِرَاءَةِ )) (( زه د أبوهريره t سره د لوي اختراو وړکي اختر په لمونځونو کـې حاضر شوم، د قراءت څخه مخکې يي په لومړني رکعت کې اووه (٧) تکبيرونه وويل ، او په دوهم رکعت کې يى د قراءت څخه مخکى پنځه (٥) تکبيرونه وويل )) ([51] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn51)) .
* د عَبْدِ اللَّهِ بن عَمْرو بن الْعَاص t څخه روايت دى هغه وايي نبي کريم r قرمايلي : « التَّكْبِيرُ فِى الْفِطْرِ سَبْعٌ فِى الأُولَى ، وَخَمْسٌ فِى الآخِرَةِ ، وَالْقِرَاءَةُ بَعْدَهُمَاكِلْتَيْهِمَا » (( د اختر په لمونځ کي په لومړني رکعت کې اووه (٧) تکبيرونه دي ، او په دوهم رکعت کې پنځه (٥) تکبيرونه دي ، په دواړورکعتونوکې به قراءت د تکبيرونو څخه روسته شروع کيږي )) (([52] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn52))).
* د لوي او وړکي اختر لمونځ دوه دوه رکعته دي ، په لومړني رکعت کې به لمونځ کوونکى د قراءت شروع څخه مخکي اووه (٧) تکبيره وايي، او په دوهم رکعت کې به د قراءت څخه مخکې پنځه (٥) تکبيرونه وايي، بيا به إمام سورت فاتحه او سورت وايي ، د وړوکي او لوي اخترلمونځ به په جمع اوجماعت سره اداء کيږي .
* د اختر په لمونځونو کې به د تکبيرونوسره لاسونه اوچتوى .
* د دوړوکي او لوي اختر په لمونځونو په اول رکعت کې (سورت الأعلى) او په دوهم رکعت کې (سورت الغاشيه) ويل مستحب دي : د نُعْمَان بن بَشِير t څخه روايت دى هغه فرمايلي : (( كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -r- يَقْرَأُ فِى الْعِيدَيْنِ، وَفِى الْجُمُعَةِ ، بِ (سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الأَعْلَى ) ، وَ (( هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ )) (( رسول الله r به د اخترو او جمعو لمونځ لومړنو رکعتونو کې (سورت الأعلى) وايه او په دوهم رکعتونوکې به يي (سورت الغاشيه) وايه )) ([53] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn53)).
* کچيرته د جُمعي په ورځ اختر راشي نود اختر اوجمعي لمونځ دواړه اداء کول سنت دي ، او کچيرته د اختر لمونځ څخه روسته د جمعي لمونځ په ځاي د ماسپخين لمونځ وشي نو هم صحيح دى،دأَبوهُرَيْره t څخه روايت دى چه نبي کريم r فرمايلي : « قَدِ اجْتَمَعَ فِى يَوْمِكُمْ هَذَا عِيدَانِ، فَمَنْ شَاءَ أَجْزَأَهُ مِنَ الْجُمُعَةِ ، وَإِنَّا مُجَمِّعُونَ » (( نن ورځ ستاسو دوه اختري يو ځاي شوي دي (جمعه اواختر)که څوک غواړى نو د هغه لپاره د جُمعي لمونځ په بدل کې د اختر لمونځ کافي دى ، ليکن مونږ دواړه (جُمعه اواختر) اداء کوو )) ([54] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn54)) .
وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه أجمعين .
[/URL]([1]) [ سورة البقرة /185] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref1)([2]) [ روايت يي سنن دارقطنى – په (ج 4 / ص 453) او ابن أبي شيبة – په خپل کتاب / مصنف په (ج 1 / ص 488) ، کي کړى دى ].

([3]) [ سورة الكوثر/2] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref3)([4]) [ دابن قدامه ،کتاب / المغني ،٣/٢٥٣، ته مراجعه وکړه ].

([5]) [ دابن قدامه ،کتاب / المغني ،٣/٢٥٣، ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref5)([6]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 113)،کي کړى دى ].

([7]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 114)،کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref7)([8]) [ د ابن قدامه ،کتاب/ المغني ،٣ /٢٥٣، ته مراجعه وکړه ].

([9]) [ د ابن قدامه ،کتاب / المغني ،٣/ ٢٥٣-٢٥٤، الشرح الکبير،٥/٣١٦، د ابن القاسم ، کتاب / حاشيه په على الروض المربع،٢/٤٩٣، د ابن الملقين ،کتاب / الإعلام بفوائد عمدة الأحکام،٤/١٩٤، او صحيح مسلم باندي د إمام نووي شرح ،٦/٤٢٨، وګوره ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref9)([10]) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 1 / ص 124)، کي کړى دى ] .

([11]) [ سورة الكوثر/2] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref11)([12]) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 5 / ص 460)، کي کړى دى ].

(([13])) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 20) ، کي کړى دى ]

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref13)([14]) د ابن قدامه رحمه الله کتاب / المغني ،٣/ ٢٥٤، د ابن القاسم ، کتاب/ حاشيه په الروض المربع ،٢/٤٩٣، اود شيخ ابن عثيمين ، کتاب/الشرح الممتع ،٥/ ١٥١-١٥٢، وګوره ].

([15]) [ د علامه سعدي رحمه الله،کتاب / المختارات الجلية من المسائل الفقهية ،٢٧، صفحي ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref15)([16]) [ روايت يي إمام مالک په موطأ - (ج 2 / ص 248)،کي کړى دى ].

([17]) [ روايت يي سنن بيهقى – په (ج 2 / ص 85) او شيخ ألباني په إرواء الغليل - (ج 1 / ص 177)،کي کړى دى ، اوهغه ويلي : سند يي صحيح دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref17)([18]) [ روايت يي شيخ ألباني په ،إرواء الغليل – په (ج 3 / ص 104)،کي کړى دى ،اودي سند ته صحيح ويلى دى ] .

([19]) [ دابن قدامه ،کتاب / المغني ،٣/ ٢٥٦، ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref19) ([20]) [ روايت يي سنن ابن ماجه – په (ج 3 / ص 465، کى کړى دى ].

([21]) [ روايت يي سنن ابن ماجه – په (ج 3 / ص 465، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref21)([22]) [ روايت يي سنن بيهقى – په (ج 2 / ص 100)،کي کړى دى ].

([23]) [ روايت يي سنن بيهقى – په (ج 2 / ص 108)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref23)([24]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 100، کى کړى دى ].

([25]) [ د ابن القيم رحمه الله ،کتاب / زاد المعاد ،١/١٤٤،ته رجوع وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref25)([26]) [ روايت يى سنن ترمذى – په (ج 2 / ص 437، کى کړى دى ].

([27]) [ روايت يي سنن ابن ماجه – په (ج 4 / ص 245)،کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref27)([28]) [ روايت يي سنن ترمذى – په (ج 2 / ص 417)،کي کړى دى ].

([29]) [ روايت يي شيخ ألباني په ،إرواء الغليل – په (ج 3 / ص 104)،کي کړى دى ،اودي سند ته صحيح ويلى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref29)([30]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 105) ، کي کړى دى ]

([31]) [ په بخاري باندي د ابن بطال شرح – (ج 4 / ص 176)، ته مراجعه وکړه ] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref31)([32]) [ روايت يى صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 153، کى کړى دى ].

([33]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 105) ، کي کړى دى ] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref33)([34]) [ د ابن قدامه ،کتاب / المغني ،٣/٢١٦، اود إمام بغوي ،کتاب / شرح السنة،٤/ ٣٠٢-٣٠٣، ته مراجعه وکړه ] .

([35]) [ د شيخ ابن عثيمين، کتاب / الشرح الممتع ، ٥/١٦٣- ١٦٤، ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref35)([36]) [ سورة البقرة /185] .

([37]) [ ابن أبي شيبة – په خپل کتاب، المصنف ،(ج 1 / ص 487) ، اومحاملي په خپل کتاب / صلاة العيدان ،٢/١٤٢، کي نقل کړى دى ، دا حديث په مرسل روايت د زهري څخه په صحيح سند ذکردى، اوعلامه ألباني رحمه الله ، ورلره نور شواهدذکرکړي دي چه په هغو سره قوي ګرځي ، اوبيا هغه روسته د شواهدوذکرکولو څخه ويلي : (( وبذلک يصير الحديث صحيحا کما تقتضيه قواعد هذا العلم الشريف )) (( نوپدي سره دا حديث صحيح ګرځي لکه څرنګه چه ددي شريف علم قواعددا تقاضا کوي )) (( السلسلة الأحاديث الصحيحة، نمبر: ١٧٠،١/١٢٠، ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref37)([38]) [ روايت يي شيخ ألباني په ،السلسلة الصحيحة -(ج 1 / ص 170)،کي کړى دى ].

([39]) [ روايت يى صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 21، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref39)([40]) [ د ابن القيم رحمه الله ،کتاب/ زاد المعاد،١/٤٤٣، ته مراجعه وکړه ].

([41]) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 19)، کي کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref41)([42]) [ د صنعاني مشهور،کتاب / بلوغ المرام،٣/٢٢٩، ته مراجعه وکړه ].

(([43])) [ روايت يي صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 20) ، کي کړى ] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref43)([44]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 134)،کي کړى دى ].

([45]) [ إمام ألباني په تمام المنة - (ج 1 / ص 354)، او حافظ ابن حجرپه فتح الباري ،٢/٤٤٦، کي ذکرکړى دى ، او حافظ ابن حجر يى سند ته حسن ويلى دى ] .

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref45)([46]) [ روايت يى إمام بيهقي په شعب الإيمان – (ج 3 / ص 345)، کى کړى دى ].

([47]) [ د ابن قدامه،کتاب / المغني ،٣/٢٩٤، ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref47)([48]) [ روايت يي صحيح بخارى – په (ج 4 / ص 154)، کي کړى دى ].

([49]) [ د ابن قدامه ،کتاب / المغني ،٣/٢٨٤، ته مراجعه وکړه ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref49)([50]) [ د شيخ ابن عثيمين رحمه الله ،کتاب / شرح الممتع ، ٥/٢٠٨، ته مراجعه وکړه ].

([51]) [ روايت يى إمام مالک په موطأ - (ج 2 / ص 251، کى کړى دى ].

(http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref51)(([52])) [ حديث حسن دى ، روايت يى سنن أبوداود – په (ج 4 / ص 52) ، کي کړى دى ]

([53]) [ روايت يى صحيح مسلم – په (ج 3 / ص 15 ، کى کړى دى ] .

[URL="http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref54"] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref53)([54]) [ روايت يى سنن أبوداود – په (ج 3 / ص 440، اوسنن ابن ماجه – په (ج 4 / ص 267، کى کړى دى ].