المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : مسائل النكاح والطلاق والنذر والحلف والكفارات والذبائح والأدعية والأذكار... ترجمة الشيخ محمد نعيم المدني


أبو زكريا
_16 _June _2013هـ الموافق 16-06-2013م, 09:07 PM
­د نکاح مسائل :
د هغه چا لپاره چه دشهوت خاوند وى خو د زنا كولو ويره ورسره نه وى، نو نکاح کول ورته سنت دى، او د هغه چا لپاره جايز او مباح ده چه شهوت نه لرى، او د هغه چا لپاره چه د زنا كولو ويره ورسره وى نكاح كول فرض دى، او پردۍ زنانه ته کتل حرام دى او همدا راز په شهوت سره زړى ښځى ته او يا نابالغه هلک ته کتل هم حرام دى، لک څرنګه چهد پردو ښځو سره خلوت (ځانله کيدل) هم حرام دى.
­ د نکاح شرطونه :
د لاندى شرطونو موافق د يوسړى نکاح د ښځى سره صحيح کيږى:
١) د جنۍ او د هلک تعين: نو د ولى لپاره داسى ويل جايز نه دى چه ما په خپلو لورګانو کښى تاته يوه په نکاح سره در کړه او حال دا چه د هغى ډيرى لورګانى وى.
٢) کله چه سړى مکلف وى نو د هغى رضاکيدل، او همدا راز د ازادى او عاقلى ښځى رضايت.
٣) د ښځى لپاره ولى او سرپرست: د يوى ښځى لپاره خپل ځان په نکاح سره ورکول جايز نه دى، لکه څرنګه چه د ولى (متصرف) نه په غير د بل چا لپاره د يوى ښځى په نکاح سره ورکول جايز نه دى، مګر په هغه وخت کښى چه ولى دغه جنۍ (جلكى) خپل مثل او سيال ته په نکاح سره نه ورکوى بلکه د هغى نه انکار کوى (نوبيايىبل څوک په نکاح سره ورکولى شى)، او د ښځى په ورکولو باندى ډير حقدار پلار دى بيا د پلار طرفه نيکه دى اګر که ډير بره هم وى، بيا زوى دى بيا نمسى دى اګر که ډير کوز وى، بيا سکه ورور دى، بيا د پلار د طرفه ورور دى، او بيا وراره دى...
٤) د دوه و بالغانو عاقلانو عادلانو شهادت.
٥) د نکاح د موانعو نه د ښځى او خاوند خالى کيدل، موانع لکه رضاعت، دنسب رشته دارى، او يا د مصاهرت رشته دارى.
­د نکاح محرمات
: د نکاح محرمات په دوه قسمه دى:
اول: هغه زنانه چه ابدى حرامى دى، په هغى کښى بيا قسمونه دى :
١)هغه زنانه چه د نسب له امله حرامى دى لکه مور، نيا اګر که ډيره بره هم وى، لور، نمسۍ اګر که ښکته هم وى، خور، او د خور لورګانى او يا د هغى نمسيانى، وريره او دوريرى لورګانى او يا د هغى د زوى او لور طرفه نمسيانى، اګر که ښکته هم وى، (عمه) ترور او خاله اګر که ډيرى بره هم وى.
٢)هغه زنانه چه د رضاعت له امله حرامى ګرځيدلى دى: د هغى حراموالى د نسبى حرمت په شان دى او همدارنگه په مصاهرت کښى.
٣)هغه زنانه چه د سخرولۍ له امله حرامى ګرځيدلى دى: لکه د ښځى مور او نياګانى او د ښځى لورګانى اګر که ښکته هم وى.
دوهم : هغه زنانه چه د مؤقت وخت لپاره حرامى دى: او هغه په دوه قسمه دى :
١) چه د جمع والى له امله حرامى وى، لکه دوه خويندى، او يا دښځى او دهغى عمه، او يا خاله په يو نکاح کښى جمع کول.
٢) د يو عارضى سبب له امله حرامى وى لکه دبل چا ښځه.
فائده :
­د مور او پلار لپاره دا حق نشته چه خپل زوى د هغى ښځى په نکاح باندى مجبوره کړى چه خوښهيىنه وى، او په زوى باندى په دغى کار کښى د مور او پلار اطاعت فرض نه دى، او په دغى انکار سره زوى عاق (نافرمان) نه بللى کيږى.
­ د طلاق مسائل :
په حيض نفاس او په هغى طهر کښى ښځى ته طلاق ورکول حرام دى چه جماعيىورسره کړى وى ليکن طلاق واقع کيږى، او په غير د حاجت نه طلاق ورکول مکروهه دى، او د ضرورت له امله مباح دى، او د هغه چا لپاره مستحب دى چه د نکاح په وجه ورته ضرر رسيږى، او په طلاق کښى د مور او پلار اطاعت فرض نه دى، او څوک چه خپلى ښځى ته د طلاق ورکولو اراده لرى نو د يو طلاق نه زيات ورکول پرى حرام دى، او دا ضرورى ده چه په هغى طهر کښى طلاق ورکړى چه جماعيىورسره نه وى کړى، نو يو طلاق دى ورکړى او بيا دى پريږدى تر دى چه عدتيىختم شى، او د هغى طلاق شوى ښځى لپاره د خپل کور نه وتل حرام دى چه طلاق رجعى ورته ورکړى شوى وى، او د خاوند لپاره هم جايز نه دى چه خپله ښځه د عدت د پوره کيدو نه مخکى د کور نه اوباسى، او طلاق په وينا باندى واقع کيږى او يواځى په نيت باندى نه واقع کيږى.
­قسمونه :
په قسمونو کښى د کفارى د وجوب لپاره څلور شرطونه دى:
١)د قسم د کولو اراده :
که چيرته په غير د قصد او ارادى نه څوک قسم وکړى نو دغه قسم نه واقع کيږى، او دغى ته بيا يمين لغوه (عبث قسم) وائى، لکه د خبرو په منځ کښى داسى ويل: (نه والله) او يا داسى ويل (هو والله).
٢)په راروان او ممکن شى باندى قسم کول :
په تيرشوى شى باندى په ناپوهۍ سره قسم نه واقع کيږى، او يايىدا ګمان وى چه زه خو رښتينى او صادق يم، او يا سره د علم نه په دروغه باندى قسم کوى (نو دا بيا يمين غموس دى او داسى قسم کول ګناه کبيره ده)، او يا په مستقبل باندى قسم وکړى په داسى حال کښى چه د هغى دا ګمان وى چه زه خو په دى قسم کښى رښتينى يم ليکن بيا د هغى خلاف ثابت شى.
٣) چه قسم کونکى اختيار مند وى ، او زبردستى (زور) پرى نه وى شوى.
٤)چه خپل قسم مات کړى :
يا هغه کار وکړى چه د کوم په پريښودويىقسم کړى، او يا هغه کار پريږدى چه د کوم په کولويىقسم کړى وى، او چا چه قسم وکړه او ان شاء الله يىورسره وويله نو کفاره پرى نه لازميږى ليکن په دوه و شرطونو سره:
١) چه د قسم سره متصل ان شاء الله ووائى.
٢) چه په استثناء يعنى ان شاء الله ويلو سرهيىد قسم غوټه کول او معلق کول مراد وى لکه داسى ووائى (والله ان شاء الله).
چا چه په يو شى باندى قسم وکړه او بيايىمصلحت او فايده د هغى په خلاف کښى وليده، نو سنت طريقه دا ده چه کفاره دى ورکړى او بيا دى هغه کار وکړى چه غوره وى.
­د قسم کفاره :
چه هغه لسو مسکينانو ته طعام (خواړه) ورکول دى چه هر مسکين ته به نيمه پيمانه (يونيم کيلو) طعام ورکوى، او يا لسو مسکينانو ته جامى ورکول، او يا د مرئى ازادول، ليکن که د چا طاقت نه وى نو هغه به درى ورځى پرله پسى روژه نيسى، څوک چه روژه ونيسى په داسى حال کښى چه د طعام او د جامو ورکولو توانيىوى نو دغه کفارهيىنه صحيح کيږى، او د کفارى ورکول د قسم نه مخکى اووروسته دواړه جايز دى، څوک چه په يو شى باندى ډير قسمونه وکړى نو دهغى ټولو قسمونو لپاره يو ځل کفاره ورکول کافى دى، او که په مختلفو کارونو قسمونه وکړى نو بيا به ډيرى کفارى ورکوى.
­ د نذر احکام :
د نذر قسمونه:
١) مطلق نذر: لکه داسى ويل ( که زه روغ شوم نو زه به د الله لپاره منښته او نذر ورکوم) او د يو معين شى نيتيىنه وى کړى نو کله چه دغه انسان روغ شو د قسم کفاره به ورکوى.
٢) د غضب او جنجال نذر: هغه ديته وائى چه نذر په يو شر ط پورى معلق او غوټه کړى، د يو کار نه د منع کيدو او يا ديو کار د کولو په نيت.
٣) مباح نذر: لکه داسى ووائى: (د الله تعالى لپار په ما باندى لازم دى چه زه به جامى اغوندم) د دى حکم دا دى: چه دغه انسان د جامو په اغوستلو کښى او د قسم د کفارى په ورکولو کښى اختيار مند دى.
٤) مکروه نذر: لکه داسى ووائى: (د الله تعالى لپاره په ما باندى لازم دى چه زه به خپله ښځۀ طلاقوم)، د دى حکم دا دى: چه کفاره ورکول پکښى سنت دى او طلاق دى نه ورکوى او که ښځى تهيىطلاق ورکړه نو بيا پرى کفاره نشته
. ٥) د معصيت نذر: لکه داسى ويل: (د الله تعالى لپاره په ما باندى لازم دى چه زه به غلا کوم)، د دى حکم دا دى: چه پوره کوليىناروا او حرام دى، بلکه کفاره به ورکوى، او که په نذريىوفاء وکړه نو ګناهګار شو ليکن کفاره پرى بيا نشته.
٦) د طاعت نذر: لکه الله تعالى ته د تقرب په خاطرداسى ووائى: (د الله تعالى لپاره په باندى لازم دى چه زه به لمونځ کوم)، که چيرته په شرط پورى يى دا خبره غوټه کړى وى لکه د مريض روغيدل، نو د شرط حاصليدلو په وخت کښى په دغه نذر باندى وفاء فرض ده، او که چيرتهيىشرط نه وى لګولى نو پوره کوليىپه مطلقه توګه فرض دى.
­د رضاعت مسئله :
د رضاعت په وجه هغه څوک حراميږى چه د نسب په وجه حرام وى، او دا په يو څو شرطونو سره :
١) چه د ښځى شودى د ولادت له امله راغلى وى.
٢) چه د رضاعت په موده (د دوه و کالو په دوران) کښىيىتى رودلى وى.
٣) په يقينى توګهيىپنځه کرتى (ځلى) تى رودلى وى، او مراد د رودلو نه دا دى چه ماشوم يو ځل تى راکش کړى او بيايىپريږدى، مړيدل ترى مراد نه دى، او په رضاعت سره نفقه او ميراث نه فرضيږى
­د وصيت مسئله :
د مرګ په وخت کښى په قرضدارى باندى خپل خاوند ته د قرض د ادا کولو وصيت فرض او ضرورى دى چه کله شاهدان نه وى. او د مالدار انسان لپاره د خپل مال نه په پنځمه برخه باندى د صدقى کولو وصيت مستحب دى چه خپل قريبى رشته دار تهيىورکړى، او که خپلوانيىنه وى نو بيادى مسکينانو، يا عالمانو او يا نيکانو خلکو ته ورکړى.
او د هغى فقير لپاره چه وارثان ولرى وصيت کول مکروهه دى، مګر که وارثانيىمالدار وى نو بيا ورته وصيت کول جايز او مباح دى، اود پردى سړى لپاره د مال د دريمى حصى نه زيات وصيت کول ناروا دى، او د وارث لپاره د معمولى شى وصيت هم نشى کولى، مګر په هغه وخت کښى چه نور وارثان ورته اجازت وکړى د هغه د مرګ نهوروسته. او کله چه وصيت کونکى د خپل وصيت نه رجوع وکړى نو وصيت بيا باطليږى. او د وصيت په اول کښى داسى ليکل مستحب دى: ﭑﭒﭓﭔهَذا مَا أَوْصَى بهِ فُلانٌ أَنَّهُ يَشْهَدُ أَنْ لا إلَهَ إلا اللَّهَ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَأَنَّ الْجَنَّةَ حَقٌّ، وَأَنَّ النَّارَ حَقٌّ، وَأَنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ لا رَيْبَ فِيهَا، وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَنْ فِي الْقُبُورِ. وَأُوصِي مَنْ تَرَكْتُ مِنْ أَهْلِي أَنْ يَتَّقُوا اللَّهَ وَيُصْلِحُوا ذاتَ بَيْنِهِمْ، وَيُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إنْ كَانُوا مُؤْمِنِينَ. وَأُوصِيهِمْ بمَا أَوْصَى بهِ إبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ: ﱹﮫﮬﮭﮮﮯﮰﮱﯓﯔﯕﯖ ﱸ
دا د فلانى انسان وصيت نامه ده، چه دا ګواهى کوى چه بيله يو الله نه بل دعبادت وړ معبود نشته، شريك نلرى، او يقينا محمد د الله بنده او پيغمبر دى، يقينا جنت او جهنم حق دى، او يقينا قيامت راتلونکى دى، شک پکښى نشته، او الله تعالى به راپورته کوى هغه څوک چه په قبرونو کښى دى، او زه خپلو وارثانو او کورنۍ ته وصيت کوم چه د الله تعالى نه وويريږى، او د خپلو کارونو اصلاح وکړى، د الله او د پيغمبر u اطاعت وکړى، او زه په هغه څه باندى وصيت کوم چه ابراهيم او يعقوب عليهما السلام پرى خپلو بچو ته وصيت کړىوو: اى زما بچو يقينا الله تعالى ستاسو لپاره دين غوره کړى دى نو مه مړه کيږئ تاسو مګر په داسى حال کښى چه تاسو مسلمانان يئ.
­ څوک چه په رسول الله ص باندى درود وائى نو دا ورله مستحب دى چه درود او سلام پرى دواړه و وائى، او په يو باندى به اکتفاء نه کوى، او په غير د انبياء عليهم السلام نه په نورو خلکو باندى په ابتداء کښى درود نه شى ويلى، لکه داسى ويل ابوبکر ص او يا ابوبکر u او داسى ويل مکروه تنزيهى دى، او په اجماع سره جايز دى چه د انبياء عليهم السلام د ذکر کيدو سره په نورو خلکو هم درود او سلام وويلى شى، لکه داسى: (اللهم صَلِّ على محمد وعلى آل محمد وأصحابه وأزواجه وذريَّته)، ترجمه : اى الله تعالى په محمد u باندى درود وليږى او په اولاد د محمد u او د هغه په ملګرو، بيبيانو او بچو باندى.
د صحابه کرامو ، تابعينو اويا د نورو نيکانو خلکو د ذکر کيدو سره د (رضي الله ) عنه او يا ( رحمت الله ) عليه ويل مستحب دى ، نو داسى به وائى : ابوحنيفة مالک الشافعى او احمد( رضي الله عنهم ) ، او يا به (رحمت الله عليهم ) وائى .
­د حلالکى (حلالولو) او ذبحى مسائل:
د حيوان د خوراک د جايز کيدو لپاره دهغى حلالول فرض او ضرورى دى، او په حيوان کښى لاندى شرطونه دى:
١) چه خوراک بهيىجايز او حلال وى.
٢) چه د انسان په قدرت کښى وى.
٣) د وچى حيوان به و‌ى.
او د حلالکى (حلالولو) او ذبحى لپاره څلور شرطونه دى :
١) چه حلالونکى عاقل وى.
٢) چه د حلالکى او ذبحى آله به غاښونه او نوکونه نه وى او بل شى به وى.
٣) د حلقوم مرۍ او د دواړو هغه رګونو پرى كول چه د مرۍ نه لاندى دى او يا په هغى کښى د يو رګ پرى کول.
٤) د ذبحى په وخت کښى د بسم الله ويل ، او په سهوه کيدو سره ساقطيږى، او د عربۍ نه علاوه په بله ژبهيىويل هم جايز دى ، او د بسم الله سره د الله اکبر ويل سنت دى.
­د ښکار مسائل :
د حيوان د ښکار کولو شرطونه :
١) چه خوراکيىحلال وى.
٢) چه وحشى وى.
٣) چه په قدرت او تصرف کښى نه وى، او دغسى ښکار کول جايز دى، ليکن د ساعت تيرۍ او لوبو په خاطر ښکار کول مکروه دى، او که په ښکار سره نورو خلکو ته ضرر رسيږى نو بيا حرام دى .
او د ښکار د جايزکيدو لپاره څلور شرطونه دى :
١) ښکار کونکى به هغه څوک وى چه ذبحهيىحلاله وى.
٢) د ښکار آله به هغه وى چه ذبحه کيدل پرى حلال وى، يعنى تيره به وى لکه غشى، او که چيرته څوک ښکار په حيوان سره کوى نو د هغى لپاره دا شرط دى چه تعليم يافته به وى.
٣) د ښکار کولو اراده او نيت کول، يعنى د ښکار په نيت باندى د تعليم يافته حيوان خوشى کول، او که يو حيوان د ښکار کونکى د ارادى نه په غير کوم شى ښکار کړى نو دهغى خوړل جايز نه دى.
٤) د ښکارى حيوان د ليږلو په وخت بسم الله ويل، او که بسم الله د چانه هيره شى نو بيا د دغى ښکار خوړل جايز نه دى.
تنبيه :
د حيواناتو په خاوندانو باندى فرض دى چه دغى حيواناتو ته طعام او اوبه ورکړى، که چيرته د هغى نه انکار وکړى او يا عاجزه شى نو د هغى په خرڅولو به مجبوريږى، او يا دى چاته په كرايه (ايجار) ورکړى، او يا دى حلال کړى که خوراکيىجايز وى، او حيوان باندى لعنت ويل حرام دى، او همداراز په هغى باندى داسى بار اچول ناروا دى چه طاقتيىنه لرى، او يا د هغى نه په داسى طريقه شوده راويستل چه بچى تهيىپکښى ضرر رسيږى، يايىوهل، او يا دهغى په مخ باندى داغونه لګول دا ټول حرام دى.
­د طعام (خواړو) مسائل :
دا هر هغه شى ته ويلى کيږى چه خوړل کيږى اويا څکل کيږى، او په طعام کښى اصل حلالوالى دى، نو هر طعام حلال دى ليکن په درى شرطونو سره :
١) چه طعام پاک وى.
٢) چه ضرر پکښى نه وى.
٣) چه ګنده نه وى.
هرهغه طعام چه پليت وى لکه وينه او مرداره، اويا مضر وى لکه زهر، او يا ګنده وى لکه خوشيان (خوشايى)، متيازى، سپږى، او ورږى، نو د هغى خوړل حرام دى.
د وچى (زمکى) په حيواناتو کښى: کورنى خره، او هغه حيوانات چه په تيره او نيغ غاښونو باندى خوړل کوى، لکه زمرى، پړانګ، شرمخ، سپى، خنزير، شادو (بيزو)، پشکه، ګيدړ، سنجاب ، دا ټول حرام دى، ليکن ضبع نومى حيوان (كوږ) حلال دى (سره د دى نه چه هغه تيره غاښونه هم لرى).
او په مرغانو کښى هغه حرام دى چه په پنجو باندى خوراک کوى، لکه عقاب نومى مرغه، باز، شاهين، صقر، باښه، ټپوس، او ګونګى، او يا هغه مرغان چه مردارى خورى، لکه نسر (يوه نوعه ده د باز نه) رخم، لگلگ نومى مرغان شوه دا هم حرام دى، او همدا راز هغه حيوانات چه ښاريان عربيىپليت بولى هم حرام دى، لکه خاپيرک (شوپرك)، مږه، سرى مچۍ، د شهدو مچۍ، مچان، پتنګان، ملاچرګک، غشى داره مږه (جيږگى)، او ماران شوه، او همداراز حشرات هم حرام دى، لکه چنجى، سپږۍ، کربوړى، او يا هغه شيان چه شريعت د هغه د قتلولو حکم کړى وى، لکه لړم، او يايىترى منع کړى وى، لکه ميږيان، او يا هغه حيوان چه د حلال او حرام حيواناتو د يو ځاى کيدو نه پيداشوى وى لکه (سمع) نومى حيوان چه موريىضبع (كوږ) ده او پلاريىشرمخ دى هم حرام دى او خوراکيىحرام دى. او که چيرته يو حيوان د دوه و مباحواو حلالو نوعو حيواناتو نه پيداشوى وى نو هغه بيا حلال دى، لکه قچر چه د صحرائى (وحشى) خره اود آس نه پيدا شى ، او د دى نه ماسوا حلال دى لکه په کورنى څاروو کښى اوښان، غويان او ميږى او بزى شوى، او همدا راز آس هم حلال دى، او په وحشى حيواناتو کښى : زرافه، خرګوش، وبر (خاڼى)، يربوع يا كربوړى (يو وړوکى صحرائى حيوان دى) ضب (خادمۍ) او ظبى (صحرانۍ بزى) شوى، او په مرغانو کښى، لکه شتر مرغ، چرګان، طاووس، طوطيان، کوترى، مرغۍ، هيلۍ، زاڼى، اوهمداراز د اوبو ټولى مرغى شوى دا ټولى حلالى دى، او د بحر ټول حيوانات حلال دى مګر چنګخان، ماران، او تمساح حرام دى.
او هغه فصلونه (زراعت) او ميوه جات چه په ګنده اوبو باندى خړوبيږى او يا ورته ګنده او پليتى سرى اچولى شوى وى نو د هغى خوراک جايز دى، ليکن که د ګندګۍ او نجاست خوند او يا بوى پکښى ښکاره شو نو بيا حرام دى.
او د سکرو، خاورى او خټى خوړل مکروه دى، او همدا راز د پوخوالى نه مخکى د پيازو اوږى او ګندنى خوړل هم مکروه دى، او که چيرته انسان وږى شى او د حرامو څيزونو خوړلو ته مجبوره شى نو په دغى وخت کښىورلهدومره خوراک کول فرض دى چه د مرګ نه پرى نجات حاصل کړى.
د جمات (مسجد) احکام :
د ضروت په اندازه د جمات جوړول فرض دى، او د الله تعالى په نزد بهترين ځاى جماتونه دى، او په جماتونو کښى د لوبو ويل (سندرى ويل)، لاسونه پړقول، موسيقى، ناروا شعرونه، د نارينه وو او د ښځو اختلاط، جماع کول، اخستل، خرڅول، ناروا او حرام دى، او څوک چه په جماتونو کښى تجارتونه کوى نو د دى ويل ورته سنت دى: الله دى ستا تجارت فايده مند نه کړى، او د ورک شى اعلان کول پکښى حرام دى، او څوک چه اعلان واورى نو داسى دى ورته و وائى: الله تعالى دى تا ته دغه شى پيدا نه کړى. او ماشومانو ته په جمات کښى تعليم ورکول جايز دى په دى شرط چه ضرر نه رسوى، او همدا راز د نکاح تړل، فيصلى، جايز نعتونه، د معتکف او يا د بل چا لپاره پکښى خوب کول، د ميلمه يا د مريض لپاره پکښى شپه کول، او يا پکښى قيلوله (د غرمى خوب) دا ټول جايز دى. او دعبثو خبرو، جګړى، ډيرو خبرو، او په ناکاره خبره باندى د اواز اوچتولو نه، يا په غير د ضرورته په جمات کښى د لار جوړولو نه، دجمات ساتل مستحب او سنت دى. او په جماتونو کښى دنياوى او بى فايدى خبرى مكروهدى، او همداراز په ودونو او يا د مړى په تعزيه کښى د جماتونو فرشونه، چراغونه، او يا د جمات د برق استعمالول جايز نه دى
­د وخت اهميت :
سلفو صالحينو به په هغه څه کښى د وخت بربادول چه فايده پکښى نه وى خلک منع کول. ورځى د مزرعى او کروندى په شان دى هرکله چه پکښى يوه دانه و کرى نو زر دانى به درله را اوباسى، نو آيا د يو عاقل انسان لپاره دا مناسب دى چه په خپله کرونده کښى دانى نه کرى او يا پکښى سستى کوى؟
­زنا د شرک نه وروسته ډيره لويه ګناه ده، امام احمد / فرمائى: د قتل نهوروسته ماته د زنا نه بله لويه ګناه معلومه نده. او زنا تفاوت لرى، د محصنى او د محرم (خپلوان) د ښځى سره، او يا د ګاونډى دښځى سره، او يا د رشته دارى ښځى سره زنا کول دا ډيره لويه او قبيحه ګناه ده. او لواطت ډيره بدترينه او کرکجنه ګناه ده، د دى وجه نه اکثرو علماء فرمايلى دى: چه فاعل او مفعول به دواړه قتليږى اګر که واده والا هم نه وى، شمس الدين / فرمائى : که يو امام يا حاكم ته يو لوطى انسان ته په سوزولو سره سزا ورکول مناسب ښکارى نو د هغه لپاره دغسى سزا ورکول جايز دى. ځکه چه دغسى سزا ورکول د ابوبکر t او د نورو صحابۀ کرامونه ثبوت لرى.
­کفارو ته د هغوى په اخترو باندى مبارکى ورکول او يا په هغى کښى شريکيدل، او يا پرى سلام کول ناروا دى، او که هغوى مونږ ته سلام وکړى نو په جواب کښىيىداسى ويل فرض دى: وعليکم. کافرانو او بدعتيانو ته د احترام په خاطر پورته کيدل حرام دى، او مصافحه كول (لاس ورکول) ورسره مكروهدى، او په غير د يو شرعى مصلحت او عذر نه هغوى ته تعزيه ورکول حرام دى
الله تعالى مونږ ته د دنيا د ښايست لپاره مونږ ته بچى راکړى ليکن له بله پلوه دغه زامن امتحان او فتنه ده الله تعالى فرمائى : ﱹﮝﮞﮟﮠﮡﱸ
ترجمه : يقينا مالونه او پچى ستاسو فتنه ده. نو د پلار لپاره د خپل رعيت د مصلحت او فايدى لپاره عمل کول لازم او ضرورى دى، لکه څرنګه چه الله فرمائى :ﱹﯛﯜﯝﯞﯟﯠﯡﱸ
ترجمه : اى مؤمنانو خپل ځانونه او کورنۍ د اور نه وساتئ، او رسول الله ص : «كلكم راعٍ وكلكم مسئول عن رعيته»مسلم.
تاسو ټول دمسئوليت او مشرتوب خاوندان ياست او د ټولو نه به د هغه د رعيت تپوس کيداى شى. او کله چه بچى بالغه شى نو بيا هم پلاران او مشران د مسئوليت نه معاف کيداى نه شى، بلکه که د هغوى په نصيحت کښىيىتقصير وکړه اويايىد دنياوى او اخروى ضررونو نه حمايت ونه کړى نو په امانت کښىيىخيانت وکړ او د رسول الله ص د دى وعيد مستحق شو چه فرمائى : «مَا مِنْ عَبْدٍ يَسْتَرعِيه اللهُ رَعِيَّةً يَمُوتُ يَومَ يمُوتُ وهُوَ غَاشٌّ لِرَعيَّتِهِ إلاّ حَرَّمَ اللهُ عَليْهِ الجَنَّة» البخاري.
ترجمه : نشته يو بنده چه الله تعالىيىد يو رعيت مشر کړى او بيا په داسى حال کښى مړ شى چه چه د خپل رعيت سرهيىغدر او دوکه کړى وى مګر الله تعالى به پرى جنت حرام کړى
که څوک د الله تعالى په سنت اوطريقو کښى سوچ اوغور وکړى، نوپه دى بانديى به پوه شى، چه مصيبتونه او تکليفونه د الله تعالى کونى اوتقديرى سنت دى، اوالله تعالى فرمائى : ﱹﭠ ﭡ ﭢﭣﭤﭥﭦﭧﭨﭩﭪﭫﭬﱸسورة البقرة 155ترجمه: او هرومرو (خامخا) مونږ تاسو په يوڅه ناڅه له ويري، لوږي او د مالونو او د ځانونو د تاوان او دميوو كم والي په ذريعه اّزمايو (امتحانوو) او صبر كوونكو ته زيرى وركړه.
شرعى او مسنون دمونه
اوهغه څوک خطاء کيږى چه دا خيال کوى چه نيکان خلک د مصيبتونو نه ډير ليرى او جدا دى، بلکه ابتلاء د ايمان دليل دى، د نبى ص نه چا پوښتنه وکړه چه په کومو خلکو باندى ډير سخت امتحان راځى؟ نوهغه وفرمائل : « الأَنْبِيَاءُ ثُمَّ الصَّالِحُونَ ثُمَّ الأَمْثَلُ فَالأَمْثَلُ مِن النَّاسِ، يُبْتَلَى الرَّجُلُ عَلَى حَسَبِ دِينِهِ ، فَإِنْ كَانَ فِي دِينِهِ صَلابَةٌ زِيدَ فِي بَلائِهِ ، وَإِنْ كَانَ فِي دِينِهِ رِقَّةٌ خُفِّفَ عَنْهُ»، ابن ماجه. او بيا نور نيکان خلک او بيا چه څوک غوره وى دخلکو نه، اوپه انسان باندى د هغه د دين او ايمان په مقدار ابتلا راځى، که چيرته دينيىمضبوط وى نوابتلا پرى سخته راځى، او که چيرته دينيىقوى نه وى نو اسانه ابتلا پرى راځى، ابتلا او امتحان د الله تعالى د بنده سره د محبت علامه ده، رسول الله ص فرمائى : « وَإِنَّ اللَّهَ إِذَا أَحَبَّ قَوْمًا ابْتَلاهُمْ »أحمد.
ترجمه : الله تعالى چه کله د کوم قوم سره محبت کوى، نو امتحان پرى راولى، مسند احمد او ترمذى روايت کوى.
او ابتلا د دى خبرى علامه ده، چه الله تعالى په دغه انسان باندى د خير اراده کړى ده، نبى ص فرمائى :« إِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِعَبْدِهِ الْخَيْرَ عَجَّلَ لَهُ الْعُقُوبَةَ فِي الدُّنْيَا ، وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِعَبْدِهِ الشَّرَّ أَمْسَكَ عَنْهُ بِذَنْبِهِ حَتَّى يُوَافِيَ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ »الترمذي،
ترجمه : الله تعالى چه کله يو بنده ته د خير رسولو اراده وکړى نو په دنيا کښى ورله سزا ورکړى، او کله چه ورته د شر اراده وکړى نو هغه باندى د گناه د وجى نه مصيبت نه راولى، دى لپاره چه په قيامت کښى ورله پوره سزا ورکړى، ترمذى روايت کوى، او ابتلا د گناهونو لپاره کفاره ده، اگر که ډيره معمولى هم وى، رسول الله ص فرمائى :«مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُصِيبُهُ أَذًى شَوْكَةٌ فَمَا فَوْقَهَا إِلا كَفَّرَ اللَّهُ بِهَا سَيِِّئَاتِهِ كَمَا تَحُطُّ الشَّجَرَةُ وَرَقَهَا »متفق عليه.
ترجمه : نشته يومسلمان چه هغه ته د اغزى يا دهغى نه کم ضرر ورسيږى مگر الله تعالى د هغى په وجه د دغى انسان ټول گناهونه داسى ختموى لکه ونه چه پاڼى ورژوى، متفق عليه.
د دى وجى نه دغه مصيبت زده مسلمان که چيرته نيک وى، نو دغه ابتلا د هغه د مخکنيو گناهونو لپاره کفاره ده، اويا د هغه د درجو لپاره او چتوالى دى، او که چيرته گناهګار وى نو بيا د هغه د ګناهونو لپاره کفاره ده، او د ګناهونو په خطر باندى ورته ياداشت دى، الله تعالى فرمائى : ﱹﯾﯿﰀ ﰁ ﰂﰃﰄﰅﰆﰇﰈﰉﰊ ﰋ ﰌﱸسورة الروم ٤١ ،
ترجمه : دهغو كړنو له امله فساد ظاهر شو چي خلك يي كوى په وچه او لنده (بر او بحر) كښي، ددي دپاره جي (الله) دوى لره ددوى دځينو كړنو جزاء وڅكوي، ددي دپاره جي دوى ( له خپلو ګناهونو څخه دالله طاعت ته) راوګرځى.
د ابتلاء او امتحان قسمونه : په نعمتونو باندى امتحان او ابتلاء لکه د مال زياتوالى ، په مصيبتونو باندى ابتلاء او امتحان لکه ويره ، ولږه ، د مالونو کميدل ، الله تعالى فرمائى: ﱹ ﯿﰀﰁﰂ ﱸسورة الانبياء ٣٥ ،
ترجمه: او مونږ په تاسې د خير او شر ازميښت
كوو دپاره دامتحان.
ځنى د ابتلاء نه په مرض او مرګ سره ازمايښت دى چه د هغى لوى سبب نظر او جادو دى چه د حسد نه پيدا کيږى، رسول الله ص فرمائى : « أكثَرُ مَنْ يَمُوتُ مِنْ أُمَّتِيْ بَعْدَ قَضَاءِ اللهِ وقَدَرِهِ بالعَيْن »الطيالسي.
ترجمه : زما په امت کښى ډير خلک د الله تعالى د قضاء او تقدير نهوروسته د نظر له امله مرى.
د نظر او جادو نه دحفاظت او پرهيز ځنى شرعى اسباب : زمونږ لپاره دا پکاردى چه د حفاظت او پرهيز اسباب وپيژنو، کوم چه نظراو جادو د واقع کيدلو نه مخکى دفع کوى او بيايىعملى کړو، لکه څرنگه چه ويلى شوى (چه پرهيز دعلاج نه غوره دى) او پرهيز يعنى حفاظت په ډيرو شيانو سره حاصليداى شى، چه ځنىيىپه ﻻندى ډول دى:
­ په توحيد باندى خپل نفس کلکول، او دا ايمان ساتل چه په ټولو کائناتو کښى تصرف کونکى صرف الله دى، او نيکو عملونو ته توجه کول. په الله تعالى باندى ښايسته ګمان او توکل کول، د هر عارضى شى په پيښيدو باندى دى د مرض او نظر ګمان او وهم نه کوى ځکه چه وهم پخپله يو قسم مرض دى.
­ کله چه يو انسان په نظر او جادو کولو باندى مشهور شى، د هغى نه بايد نور خلک ځان وساتى، او دا صرف د اسبابو د استعمال په خاطر ليکن ويره به ترى نه کوى.
­ کله چه څوک هغه شى ووينى چه انسان پرى خوشحاليږى بايد الله تعالى ياد کړى او مبارکى پرى و وائى، رسول الله ص فرمائى : «إِذَا رَأى أَحَدُكُمْ مِنْ نَفْسِه أَو مَاله، أَوْ أَخِيْه مَا يُحِبّ، فَلْيُبَرِّك، فَإنَّ العَيْن حَقٌّ»الحاكم .
ترجمه : کله چه څوک په خپل نفس او مال کښى، او يا په خپل ورور کښى داسى څه ووينى چه هغه خوښوى نو تبريکى (بارک الله لک) دى ووائى، ځکه چه نظر حق دى. او تبارک الله ويل صحيح نه دى.
­ دسحر او جادونه د حفاظت او وقائى لپاره دا هم يو سبب ى، چه يو انسان د مدينى منورى د (عجوه) نوعى کجورى نه هر سحر اوه دانى وخورى.
­ د جادو او سحر نه الله تعالى پورى پناه نيول، په الله تعالى باندى توکل او ښايسته ګمان کول، دسبا او بيگاه په وختونوکښى د شرعى اذکارو او دعاگانو پابندى کول، او د دغى اذکارو او دعاگانو لپاره تاثير شته، چه هغه د دوو شيانو موافق زياتيږى او کميږى:
١) دا ايمان ساتل چه دغه شرعى اذکارو او دعاگانو کښى نفع او فائده شته ليکن د الله په حکم باندى، او د ايمان په مقدار په هغى کښى تاثير وى.
٢) چه په ژبه باندى دغه اذکار په داسى حالت کښى ووائى، چه د زړه توجه ورسره هم وى، ځکه چه دغه اذکار په حقيقت کښى دعاگانى دى، او الله تعالى دغافل زړه دعاگانى نه قبلوى، لکه څرنگه چه په صحيح حديث کښى راغلى دى او د زړه د توجه او حضور په اندازه په دغى اذکارو کښى تاثير وى ان شاء الله .
د اذکارو او دعاګانو وختونه :
دسبا اذکار به د سهار د لمانځه نهوروسته ويلى کيږى، او دبيگاه اذکار به د مازديگر د لمانځه نهوروسته ويلى کيږى، او کله چه د يو مسلمان نه دغه دعاگانى هيرى شى، نو کله چه ورته په ياد شى نوپه هغه وخت کښىيىبايد ووائى.
دسترگود لگيدواويا د نظر ځنى علامى :
اول بايد په دى باندى انسان پوه شى چه د علم
طب اود شرعى د مونو په مابين کښى هيڅ قسم تضاد او تعارض نشته، نو په قرآن عظيم الشان کښى د ظاهرى مرضونو اود هغى مرضونوچه تعلقيىد روح سره دى شفاء اوعلاج دى، نو کله چه انسان د ظاهرى مرضونو نه سالم وى، نو سلبى اعراض او اثرات اکثريا د درد په شکل کښى وى، چه د يوځاى نه بل ځاى ته نقل کيږى، چه په مخ کښى زيړوالى پيداشى، خوله او متيازى (بولى) زياتى وى، اشتها کمزورى وى، اود بدن په اندامونو کښى گرموالى اويا يخوالى پيداشى، د زړه ټکان پيداشى، په شاه او اوږو کښى داسى دردونه پيدا شى چه د يو ځاى نه بل ځاى ته نقليږى، غم اود سينى تنگوالى شروع شى، د خوب په حال كى ناقرارى، د ويرى په وخت کښى ډير زيات متاثره کيدل، غير طبيعى غصه کيدل، د قى زياتيدل، ګوښه ژوند خوښول، تنبلى او کسالت، د خوب خوښول، او داسى نور مرضونه چه د طب په لحاظ سره د هغى لپاره کوم سبب نه وى، او کله دا علامى د مرض د زياتوالى او کموالى په مقدار پيدا کيږى.
ليکن د مسلمان لپاره پکار دى چه د قوى ايمان او قوى زړه خاوند وى، چه وسوسى پکښى داخلى نشى، او بايد د مجرد يو مشکل او مرض له امله دا وهم او خيال ونکړى چه زه خو په مصيبت باندى مبتلا يم، ځکه چه وهم يو داسى سخت مرض دى چه علاجيىپه اسانتيا سره نشى کيداى، کله دا علامى په روغو خلکو کښى هم وى، او کله دغه اثرات د يو اندام د مرض له امله وى، او کله د ايمان د کمزورتيا له امله راځى، لکه د سينى تنګيدل، غم، تنبلى، او يا نور، په کار ده چه انسان د الله تعالى سره خپله علاقه جوړه کړى.
که چيرته دا مرض د نظر([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/editpost.php?do=editpost&p=107193#_ftn1)) له امله وى : نوعلاج به يى د الله تعالى په اذن سره په دوه و طريقو سره وى:
١) که چيرته نظرباز (نظركونكى) معلوم وى، نوهغه ته به حکم وکړى چه غسل وکړى، بيا به په هغى مستعملو اوبو باندى غسل وکړى او يا دى وڅکى
٢) اوکه چيرته معلوم نه وى، نوبيا به علاج په شرعى دمونو سره کوى، اويا په دعا سره چه الله تعالى ورنه مصيبت لرى کړى، او يا په ښکر لګولو سره.
اوکه د مرض سبب جادو اوسحر([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/editpost.php?do=editpost&p=107193#_ftn2)) وى :
نوپه لاندى طريقوسره به د الله تعالى په اذن دهغى علاج کيداى شى.
١)که د جادو اوکوډو ځاى معلوم وى، نوکله چه دى پيدا کړه، هغه به خلاص کړى اوغوټى به ورله خلاصى کړى، اوقل اعوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس دوه سورتونه به پرى ولولى او بيا بهيىوسوزوى.
٢)شرعى دمونه، دقران کريم په اياتونو باندى اوخاصکر په سورة بقره، سورة فلق او سورة الناس، او نورو مسنونه دعاګانو باندى.
٣)نشره (دجادو او كوډو خلاصول) ،
اوداپه دوه قسمه ده:
أ) حرام اوناروا: چه هغه دجادو د تاثير ختمول دى په جادو اوسحرسره، او جادوگرو اوساحرانو ته تلل چه د ده د سحر اثر ختم کړى.
ب) جايزاو روا: چه ځنىيىدا دى، د بيرى اوه پاڼى به په گټه باندى وټکوى، اوبيا به پرى درى کرتى سورة الکافرون، اخلاص، فلق، او الناس، ولولى، بيابهيىپه اوبه کښى گډى کړى، بيابهيىوڅکى اويا به پرى غسل وکړى، اوباربار به دغه طريقه وکړى ترڅو چه الله تعالى ورله شفاء ورکړى، په مصنف دعبدالرزاق کښى داسى طريقه ذکرشوى.
٤)که چيرته د جادو او سحراثرپه خيټه کښى دننه وى نوقى دى وکړى، اوکه چيرته په بل ځاى کښى وي نوبيا به ښکر ولگوى.
د دمونو شرطونه:
١) چه د قران کريم په اياتونو او يا په مسنونه دعاګانو باندى وى.
٢) چه په عربى ژبه وى او يا په هغه ژبه چه معنىيىمعلومه وى.
٣) دا عقيده ساتل چه دا دم په خپله مؤثر ندى بلکه شفاء اوعلاج د الله تعالى د طرف نه دى. او پکار دا ده چه د قران تلاوت د پيريانو او انسانانو د هدايت په نيت ولوستل شى، ځکه چه قران د هدايت او شفا لپاره نازل شوى دى، او د پيريانو د قتلولو په نيت بهيىنه لولى مګر په هغى وخت کښى چه د پيريانو ويستل سخت شى.
د دمونکى انسان شرطونه:
١) غوره دا ده چه دمونکى بايد نيک او تقوى دار مؤمن وى، ځکه چه څومره دمونکى په خپله نيک وى، نو په هغى اندازه به د دمونو اثر قوى وى.
٢) الله ته په اخلاص سره متوجه کيدل، په دى شان سره چه د زړه توجهيىد ژبى سره يو ځاى شى، اوبيا غوره طريقه دا ده چه انسان خپل ځان په خپله دم کړى، ځکه چه څومره دا دخپل حاجت او مصيبت احساس کوى، دغومره احساس دبل چا سره نه وى، او الله تعالى دمحتا جانو او مصيبت زده وو خلکو سره د دعاء د قبليدو وعده کړيده، او بل دا چه دمونکى انسان اکثر غافل وى.
د هغى مريض شرطونه چه دم پرى کيداى شى:
١) دا به ډيره ښه وى چه دغه مريض نيک مؤمن وى، ځکه چه د دمونو تاثير دايمان په مقدار باندى وى، الله تعالى فرمائى : ﱹﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱﱸسورة الإسراء 82 ،،
او مونږ دقراّن نه هغه آياتونه نازلوو چي د مسلمانانو د پاره شفا او رحمت دى او د ظالمانو لپاره پرته له ضرر څخه (بل څه) نه زياتوي.
٢) الله ته په صداقت سره متوجه کيدل، چه شفاء ورله ورکړى.
٣) په شفاء کښى به تلوار نه کوى، ځکه چه دمونه په حقيقت کښى دعاء ده، نو کله چه سوال کونکى په تلوار سره اجابت غواړى نوالله ورله دعاء نه قبلوى، لکه څرنگه چه په حديث کښى راغلى دى، رسول الله ص فرمائى: «يُسْتَجَابُ لأَحَدِكُمْ مَا لَمْ يَعْجَلْ يَقُولُ : دَعَوْتُ فَلَمْ يُسْتَجَبْ لِي »متفق عليه.،
په تاسو کښى د يو کس دعاء ترهغى پورى قبليږى تر څو پورى چه تلوار ونه کړى، او دادى چه ووائى: زه دعاگانى کوم خو نه قبليږى، متفق عليه.
د دمونو شرعى طريقه:
١) په مريض باندى د دمونو لوستل، ليکن سره د چوپ کولو نه يعنى چه لږى لاړى ورسره وى.
٢) صرف د دمونو لوستل په غير د چوپ کولو نه.
٣) دﻻړو گډون د خاورو سره او بيا پرى د دردمند ځاى مسه کول.
٤) د دمونو لوستل او د هغه ځاى مسحه کول چه درد کوى.
هغه ايتونه او احاديث چه مريض ورباندى دمولى شى:
د سورة فاتحى، اية الکرسى، د سورة بقرى د اخرى دوو اياتونو لوستل، او همدا راز د، الکافرون، اخلاص، فلق، الناس، د سورتونو لوستل
ﱹ ﮓ ﮔ ﮕﮖ ﮗ ﮘﱸسورة البقرة ١٣٧،
ترجمه: نو الله به ژر ددوى شر له تا څخه دفع كړي او همغه دى ښه اّ وريدونكى او ښه عالم.
ﱹﭹ ﭺ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﱸسورةالاحقاف ٣١
ترجمه: اى زمونږ قومه دالله دغه دعوت كوونكى ومنئ، پرې ايمان راوړئ، تر څو چې (الله) ستاسې گناهونه وبخښي او تاسې له دردناك عذاب څخه وژغوري.
ﱹﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪﮫ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱﱸسورةالإسراء 82 .
ترجمه: او مونږ دقراّن نه هغه آياتونه نازلوو چي د مسلمانانو د پاره شفا او رحمت دى او د ظالمانو لپاره پرته له ضرر څخه (بل څه) نه زياتوي.
ﱹﭩ ﭪ ﭫ ﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱﭲ ﱸسورة النساء ٥٤.
ترجمه:آيا خلكو سره دهغه څه له كبله چي خداى دويته له خپل فضل څخه وركړى دى حسد كوي.
ﱹﯰ ﯱ ﯲ ﯳﱸسورة الشعراء ٨٠ ،
ترجمه: او کله چه زه مريض شم نو هغه شفا راکوى ماته.
ﱹﭘﭙ ﭚ ﭛﱸسورة التوبة ١٤ ،
ترجمه: او دمسلمانانو سينو ته به شفاء وركړي.
ﱹﯢ ﯣ ﯤﯥﯦﯧﯨﱸسورة فصلت 44 ،
ترجمه: او ووايه دا د مؤمنانو لپاره هدايت او شفاء ده.
ﱹﮉﮊ ﮋﮌﮍﮎﮏﮐﮑ ﮒ ﮓ ﮔﮕﱸسورة الحشر 21 ،
ترجمه: كه دغه قراّن مونږ پر يوه غره باندې نازل كړى واى، بيشكه تا به هغه دالله دويرى له كبله زارۍ كونكى (او) ټوټې ټوټې كيدونكى ليدلى واى.
ﱹ ﭶ ﭷ ﭸ ﭹ ﭺ ﭻﱸسورة الملک 3 ،
ترجمه: نو يو بل ځل وگوره، اّيا كوم سورى (يا كوم خلل په اّسمانو كښې) وينې؟
ﱹﮜ ﮝ ﮞ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥﮦﮧﱸ سورة القلم 51 ،
ترجمه : بيشكه چې نژدى وو كافران تاته په خپلو سترگو سره زيان ورسوي، كله چې دوى قراّن واوريده ( چې تا هغه لوسته ) او دوى وايي چې دى په رښتيا سره ليونى دى.
ﱹﯫﯬﯭﯮﯯﯰﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﯵﯶﯷﯸﯹﯺ ﯻ ﯼ ﯽ ﯾﯿ ﰀ ﰁ ﰂﱸ سورة اﻻعراف 117- 119 ،ت
ترجمه: او موسى ته مو وحې وكړه چي ته خپله امسا وغورځوه، (دموسى امسا) سمدستي دهغوى ټول چل ول يې ( په خپل ستوني ) ښوې تيرول، نو ( پدې توگه ) حق ثابت او هر هغه څه چي دوى (برابر ) كړي وو ټول باطل شول، نو (فرعونيان) په هغه ځاى كښي مغلوب شول او خوار او سپك وگرځيدل.
ﱹ ﭑ ﭒ ﭓﭔ ﭕ ﭖ ﭗ ﭘ ﭙ ﭚ ﭛ ﭜﭝﭞ ﭟ ﭠ ﭡ ﭢ ﭣ ﭤ ﭥ ﭦ ﭧ ﭨ ﭩ ﭪ ﭫ ﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﭷ ﭸﭹﭺﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮅﮆ ﮇ ﮈ ﮉﱸسورة طه 65- 69 .
ترجمه : دوى وويل: اى موسى، يا به ته (خپله لكړه ميدان ته) اچوې يابه مونږ هغه كسان شو چې لومړى اچوى، (موسى) وويل: خو تاسې (لومړى) واچوئ، نو ناڅاپه د دوى پړي او لكړى (امساوى) د دوى په خيال كښې د دوى د جادو په وجه داسې راتللې چې منډې وهې، نو موسى په خپل زړه كښې يو څه ويره حس كړه، نو مونږ (ورته) وويل: مه ويريږه، بيشكه چې همدا ته (دوى بانه دى) برلاس او غالب يئ، او هغه څه (ميدان ته) واچوه چې ستا په ښى لاس كښې دى ترڅو هغه شيان چې (جادوگرانو) جوړ كړي دي له ستوني څخه تير كړي، بيشكه څه چې دوى جوړ كړي دي (يواځې) د جادوگرچل ول دى، جادوگر هر چيرته چې راشي نه بريالى كيږي.
ﱹﯙﯚﯛﯜﯝﯞﯟﯠﱸسورة التوبة ٢٦ ،
ترجمه : بيا الله خپل اّرامښت (ډاډينه) پرخپل پيغمبر اوپر مؤمنانوباندې راوليږه.
ﱹﯞ ﯟﯜ ﯡﯢﯣ ﯤﯥﱸ سورة التوبة ٤٠ ،
ترجمه : نو الله خپله اّرامښت (ډاډينه) پرده باندې نازله كړه اوهغه سره يې په داسې لښكروسره مرسته وكړه چې تاسې هغه نه ليدل.
ﱹﮛ ﮜ ﮝ ﮞ ﮟ ﮠ ﮡﮢ ﮣ ﮤﱸسورة الفتح ٢٦ ،
ترجمه: خداى خپله ډاډينه پر خپل پيغمبر او پر مؤمنانو باندې راواستوله او پر دوى باندې يې د توحيد كلمه لازمه وګرځول.
ﱹﮏ ﮐﮑﮒﮓﮔﮕﮖﮗﮘ ﮙﮚﮛ ﮜ ﮝ ﮞ ﮟ ﮠ ﮡﱸسورة الفتح ١٨ ،
ترجمه: بيشكه الله له مسلمانانو نه راضى شو كله چې دوى تر ونې لاندې تا سره بيعت كاوه او هغه څه چې د دوى په زړونو كښې وو الله ته معلوم وو، نو له همدې كبله يې پر دوى باندې ډاډينه (او اّرامتيا) راوليږله او دوى ته يې په نژدى برياليتوب او فتح بدله وركړه.
ﱹﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶﱸسورة الفتح ٤.
ترجمه: همدغه (الله) دى چې د مؤمنانو په زړونو كښې يې ډاډ واچوه ترڅو چې له خپل ايمان سره يى (نور) ايمان زيات شى.
د نبوى احاديثو نه ځنى دعاګانى :
(أَسْأَلُ اللهَ العَظِيْمَ رَبَّ العَرْشِ العَظِيْمِ أَنْ يَشْفِِيَكَ) .
ترجمه: له هغى لوى او عظيم الشان الله نه سوال کوم چه خاوند د لوى عرش دى، چه تا لره شفاء او روغتيا درکړى. دا بايد اوه کرتى (ځلى) وويل شى.
اود دى دعاء ويل درى کرتى : (أُعِيْذُكَ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَةِ مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ وَمِنْ كُلِّ عَيْنٍ لامَّةٍ)
ترجمه : زه ستا لپاره د الله په پوره او کاملو کلماتو باندى پناه غواړم، د هر شيطان او زهرناک مخلوق نه، او دهرى ضرر رسونکى سترگى نه.
او درى کرتى (ځلى) د دى دعاء ويل : (الَّلهُمَّ رَبَّ النَّاسِ أَذْهِبِ البَأسِ اِشْفِ أَنْتَ الشَّافِيْ لا شِفَاءَ إِلا شِفَاؤُكَ شِفَاءً لايُغَادِرُ سَقَمًَا)
ترجمه : أى د خلکو پروردگاره، ته مرض ختم کړى، صرف ته شفاء ورکونکى ئى، نشته شفاء مگر ستا شفاء او علاج، داسى شفاء چه مرض نه پريږدى .
او يوکرتى (ځلى) د دى دعاء ويل (الَّلهُمَّ أَذْهِبْ عَنْهُ حَرَّهَا وَبَرْدَهَا وَوَصَبَهَا)
ترجمه : أى الله د دى نفس نه گرمى يخنى مرض او تکليف لرى کړى.
اوه کرتى (ځلى) د دى دعاء ويل (حَسْبِيَ اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوْ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ العَرْشِ العَظِيْمِ).
ترجمه : ښه پوره دى مالره هغه الله چه بيله هغى نه دعبادت وړ او حقدار نشته، خاص په هغه باندى ما توکل کړى دى، او هغه د لوى عرش خاوند دى.
او درى کرتى (ځلى) د دى دعاء ويل (بِسْمِ اللهِ أَرْقِيْكَِ مِنْ كُلِّ دَاءٍ يُؤْذِيْكَِ وَمِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ أَوْ عَيْنِ حَاسِدٍ، اللهُ يَشْفِيْكَِ بِسْمِ اللهِ أَرْقِِيْكَِ)
ترجمه : د الله تعالى په نوم دى دموم، د هر مرض نه چه تاته تکليف رسوى، د هر نفس او د حسد کونکى سترګى د شر نه، الله تعالى دى تاته شفاء درکړى، او د الله په نوم دى زه دموم.
ﻻ س به په درد مند ځاى باندى کيږدى او درى کرتى (ځلى) به (بِسْمِ اللهِ) ووائى او اوه کرتى (ځلى) به (أَعُوْذُ بِعِزَّةِ اللهِ وَقُدْرَتهِِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ )
ترجمه : زه دالله په عزت اوقدرت باندى پناه غواړم د شر دهغه څه نه چه ماته رسيدلى دى، او زه ترى ويريږم.
ځنى ضرورى هدايات :
١) دهغى دروغو او خرافاتو تصديق کول جائز ندى، چه د خلکو په مابين کښى شهرت لرى، چه مريض به د نظر باز (نظر كونكى) متيازى څکى، او يا دا خبره چه کله هغه خبر شى نو بيا د هغى اثر (د اوداسه اوبه) فايده نه ورکوى .
٢) د نظر دويريدو دوجى نه د څرمنو تعويذونه، بنگړى، او د اميلونو، زوړندول جائز نه دى، رسول الله ص فرمائى : ( څوک چه د نظر ماتى تعويذ په غاړه کښى اچوى نو الله تعالى دى ورله حاجت پوره نه کړى ) . احمد روايت کوى.
او رسول الله ص فرمائى : «مَنْ تَعَلَّقَ شَيْئًا وُكِلَ إِلَيْهِ» الترمذي،
ترجمه : څوک چه کوم څيز په غاړه کښى واچوى هغى ته به وسپارلى شى. ترمذى روايت کوى. که چيرته د قران اياتونه وى نو په هغى کښى اختلاف دى ليکن نه اچوليىغوره او بهتر دى.
٣) د (ماشاء الله تبارک الله) ليکل، او يا د تورى، چاقو، او د سترگى رسمول، او يا د (نظر نه د ځان ساتلو په خاطر) په موټر کښى د قران ايښودل، اويا په کورونوکښى د بعضى اياتونو زوړندول، دا هم جايز نه دى، ځکه چه په دى شيانو سره نظر نه شى دفع کيدلى، بلکى دا هم د ناروا تعويذونو په شان دى.
٤) د مريض لپاره دا خبره ضرورى ده، چه د دعا د قبليدو يقينيىپه زړه کښى راشى، او د شفاء او علاج نه نا اميده نه شى، مثلا که چيرته ورته وويلى شى چه ته به ټول عمر گولى (دوا) خورى، الله به درله شفاء درکړى، نو په دغه صورت کښى خو شکايت او فرياد نه کوى، ليکن کله چه په شرعى دمونو سره د ده په علاج او شفاء کښى لږ تاخير واقع کيږى، نو بيا فورا فرياد اوشکا يت کوى، سره د دى نه چه ده لپاره په هر حرف باندى چه په دعاگانو او دمونو کښى لولى اجر او نيکى شته، نو ده لپاره پکاردى چه ډيرى دعاگانى او استغفار ولولى او خيراتونه وکړى، ځكه دا دشفا حاصلولو سبب گرځى.
٥) په اجتماعى صورت سره د دمونو لوستل د سنت مخالف عمل دى، او د دى تاثير ضعيف دى، همداراز د ټيپونو نه په دمونو کښى استفاده کول، ځکه چه د دمونکى لپاره نيت شرط دى، او د دغى اﻻتو لپاره نيت نشى کيدلاى، اگر چه د هغى په اوريدلو کښى ډيرى فائدى شته ليکن د دمونو لپاره به يى نه استعمالوى، او د مريض د جوړيدلو پورى د دمونو تکرارول سنت دى، مګر که دغه دمونه مريض ستړى کوى نو بيا دى په کمه اندازه باندى ووائى، او د يو ايت او يا د يوى دعاء تکرارول په يو خاص مقدار باندى په غير د دليل نه جايز نه دى.
٦) بعضى هغه علامى اونخښى چه دهغى نه دامعلوميږى چه دا دمونکى ساحر دى، اگر چه په ظاهره به تاته ديندار ښکارى، او ابتدا کښى به د قران بعضى ايتونه لولى، ليکن په دى باندى بايد انسان دوکه نشى او توجه او تحقيق پکاردى، او کله به د خلکو د دوکه کولو په خاطر جماتونو ته هم ځى، او ستا په مخکى به ذکر هم کوى نوخبردار چه په دى شيانو باندى دوکه نه شى.
د جادو گرو او کوډگرانو ځنى علامى :
­ دمريض نه د نوم او د مورنوم معلومول، ځكه چه د نوم پيژندل او يا نه پيژندل په علاج کښى کوم تاثير نشى کولى. ­ د مريض نه د جامو طلب کول، لکه بنين (انگيا يا زيرپيراهنى) او يانورى داخلى جامى. ­ د مريض نه د يو معين اومشخص حيوان طلب کول، چه د پيريانوپه نوميىقربانى کړى، او کله داسى هم کيږى چه د دغى څاروى په وينو باندى مريض رنگ کړى. ­ د داسى منترو لوستل او يا د هغى ليکل چه په معنىيىڅوک نه پوهيږى. ­ مريض ته د داسى ورقى ورکول، چه په هغى کښى خط کشى، او مربعات، او خانه کشى وى، چه په داخل د دغى خانو کښى حرفونه او حساب وى. ­ مريض ته حکم کول چه څه زمانه د خلکو نه جدا شى، او په تورتم (تياره) ځاى کښى وخت تير کړى، او دغى ته (حجبه) يعنى تنهايىوائى. ­ مريض ته حکم کول چه تر څه مودى پورى به داوبو د استعمال نه ځان ساتى. ­ کله مريض ته يو شى ورکړى چه په زمکه کښىيىدفن کړه. ­ کله مريض ته يوه ورقه ورکړى چه وئى سوزوى، او دهغى لوگى بوى کړى. ­ کله مريض په بعضى خصوصى خبرو باندى خبر کړى، چه ماسوا دهغى نه پرى بل څوک نه پوهيږى، او يا د خبرو نه مخکى مريض ته خپل نوم، ملک، او مرض ور وښائى. ­ په کوم وخت کښى چه مريض ورشى نو فورايىمرض معلوم کړى، او يايىد تليفون او ډاکخانى په واسطه خبرکړى.
٧) داهل سنت وجماعت مذهب دا دى ، چه پيريان په انسان باندى راتلاى شى، او په انسان کښى چلند کوى، او دليل پرى د قرآن عظيم الشان دا ايت دى : ﱹ ﭑﭒﭓﭔ ﭕ ﭖﭗﭘﭙﭚﭛﭜﭝﭞﱸسورة البقرة 275 .
ترجمه : هغه كسان چي سود خوري په قيامت كښي نه پاڅيږي مگر دهغه چا د پاڅيدو په شان چي شيطان دهغه حواس دليونتوب له كبله ګډ وډ كړى وى.
او دا د ټولو مفسرينو اجماع او اتفاق دى، چه مراد د مس نه پدى ايت کښى، هغه شيطانى ليونتوب دى، چه انسان ته د پيريانو د ننوتلو له امله رسيږى.
د جادو او سحر د بيان تکمله :
جادو شته ليکن د هغى حقيقت يو خيالى شى دى، لکه څرنګه چه الله تعالى فرمائى ﱹﭤ ﭥ ﭦ ﭧ ﭨ ﭩﱸسورة طه ٦٦
،ترجمه : په خيال کښى راتله ده ته د وجى د جادو د هغوى نه چه هغه مڼډى وهى، او تاثيريىپه قران او حديث سره ثابت دى، او جادو ناروا او حرام عمل دى او ډيره لويه ګناه ده، او دليل پرى دا حديث دى چه رسول اللهص فرمائى : « اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ قَالُوا:يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا هُنَّ؟ قَالَ:الشِّرْكُ بِاللَّهِ، وَالسِّحْرُ... »متفق عليه،
ځان وساتى د اوو تباه کونکو څيزونو نه، صحابه وو وفرمايل چه هغه کوم دى اى د الله نبى ص نو رسو ل الله ص وفرمايل: د الله سره شرک کول، جادو، او د يو پاک نفس قتلول چه اللهيىوژل حرام کړى وى، او د سود خوړل، متفق عليه، او الله تعالى فرمائى : ﱹﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﮘﱸ. سورة البقرة ١٠٢
،او يقينا دوى پوهيدل چا چه واخسته جادو نو نشته د هغى لپاره په اخرت کښى څه حصه . او جادو بيا په دوه قسمه دى :
١) غوټى اچول اود منترو ويل تر څو چه پرى جادوګر د يو انسان د ضرر په خاطر د شيطانانو د استعمالولو مرحلى ته ورسيږى
٢) هغه دوايانى چه د مسحور انسان په بدن عقل ارادى ، او ميلان باندى تاثير کوى ، او ديته (صرف) يعنى د يوشى نه اړول ، او ( عطف) يعنى ديو شى سره محبت پيدا کول وائى . نو د مسحور انسان په خيال کښى داسى راځى چه دا شى واوړيده او يا وښوريده او يا لاړ ، او يا د دى په شان نور خيالات . نو په دى کښى اول قسم شرک دى ځکه چه شيطانان تر هغى پورى د جادوګر خبره نه منى چه تر څو ئى کفر نه وى کړى ، او دوهم قسم د هلا کونکو او لويو ګناهونو له جملى څخه دى . او دا ټول د الله تعالى د تقدير له امله حاصليږى .
دايو حقيقت دى چه مخلوق ټول الله تعالى ته محتاج د ى، او يو الله رب العلمين دخپل مخلوق نه بى پروا دى، په مونږ ئى دعاء او سوال فرض کړى دى، الله فرمائى: ﱹ ﭟﭠ ﭡﭢﭣﭤ ﭥ ﭦ ﭧﭨﭩﭪﱸسورة غافر ٦٠، أي عن دعائى.
ترجمه : او ستاسې پروردگار وويل: يوازى ما ته دعاء وكړئ ترڅو چې ستاسې دعاء قبوله كړم، بيشكه هغه كسان چې زما له عبادت څخه تكبر كوي هرو مرو به په خوارۍ (او سپكتيا) سره دوزخ ته ننوځي.

د دعاء آداب او فضيلت

اورسول الله ص فرمائى : « مَنْ لَمْ يَسْأَلِ اللَّهَ يَغْضَبْ عَلَيْهِ » څوک چه الله تعالى ته سوال نه کوى هغه ورته په غضب کيږى، سره د دى نه چه الله تعالى د خپلو بندګانو په سوال باندى ډير خوشحاليږى، او څوک چه په دعاء کښى ډيراصرار (باربار طلب) کوى الله ته ډير محبوب وى، او ځان ته ئى نږدى کوى، او د رسول الله ص صحابه وو دغه خبره محسوسه کړى وه، نو هغوى به د الله تعالى نه په غوښتلوکښى هيڅ يو شى حقير او معمولى نه ګڼه، او خپل حاجتونه به ئى مخلوق ته نه پيش کول، او دا ځکه چه د هغوى علاقه او ارتباط د خپل رب سره وو، او هغى ته نږدى وو او الله هم دوى ته نږدى وو، لکه څرنګه چه الله تعالى فرمائى : ﱹﯩﯪﯫﯬﯭﯮﯵﱸسورة البقرة ١٨٦.
ترجمه : او كله چي له تا څخه ز ما بندگان زما په باره كښى پوښتنه وكړي بيشكه زه(دويته) نژدي يم.
او دعاء د الله تعالى په نزد ډير لوى اهميت او فضليت لرى، او الله تعالى ته په ټولو عبادتونوکښى عزتمند او غوره عبادت دعاء ده، او دعاء کله تقدير ووروسته کوى، او د مسلمان دعاء قبوله وى، ليکن چه کله د قبليدو اسباب موجود شى، او موانع ئى ختم شى، او په دعاء باندى مسلمان ته د دريو شيانو نه يو حاصليږى، رسول الله ص فرمائى : « مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَدْعُو بدَعْوَةٍ لَيْسَ فِيهَا إِثْمٌ وَلا قَطِيعَةُ رَحِمٍ إِلا أَعْطَاهُ اللَّهُ بِهَا إِحْدَى ثَلاثٍ: إِمَّا أَنْ تُعَجَّلَ لَهُ دَعْوَتُهُ، وَإِمَّا أَنْ يَدَّخِرَهَا لَهُ فِي الآخِرَةِ، وَإِمَّا أَنْ يَصْرِفَ عَنْهُ مِنْ السُّوءِ مِثْلَهَا. قَالُوا إِذًا نُكْثِرُ؟ قَالَ: اللَّهُ أَكْثَرُ »أحمد.
ترجمه : هيڅ يو مسلمان دعاء نه کوى داسى دعاء چه گناه او د صله رحمى قطع کول پکښى نه وى، مگر الله تعالى ورته په هغى سره په دريو نعمتونو کښى يو ورکوى، يا به ورله په عاجله توګه دعاء قبوله کړى، اويا به ئى ورله اخرت ته ووروسته کړى، اويا به ترى بل مصيبت چه د هغى په شان وى دفع کړى، صحابه وو وويلى نو مونږ اوس په دعاګانو کښى زياتوالى راولو؟ نو هغه وويلى: نو الله تعالى همپهد غسى ډيرو کارونو باندى امر کوى، احمد او ترمذى روايت کوى.
د دعاء قسمونه: دعاء په دوه قسمه ده :
١) د عبادت په طور دعاء، لکه لمونځ اوروژه.
٢) د سوال په طور دعاء.
د عملونو په يو بل باندى غوره والى :
آيا د قران عظيم الشان تلاوت غوره دى، او که ذکر او يا دعاء غوره ده؟ جواب: په عام طور د قرآن عظيم الشان تلاوت په ټولوعملونو کښى بهتر عمل دى، او بيا ورپسى ذکر او بيا دعاء، ليکن کله د وختونو د تقاضا په خاطر دعاء د تلاوت نه غوره وى، لکه دعرفات په ورځ دعاء کول، او همدا رنگه د فرضى لمونځونو نه وروسته ذکر د تلاوت نه ډير غوره دى.
د دعا د قبليدو ځنى اسباب : هغه په دوه قسمه دى : ظاهرى اسباب، او باطنى اسباب.
١) ظاهرى اسباب : د نيکوعملونوپه کولوسره حاصليږى، لکه صدقه، اودس، لمونځ، قبلى ته مخ کول، دلاسونو اوچتول، او د الله تعالى ثناء اوصفت ذکرکول، اود الله تعالى هغه نومونه ذکرکول چه د دعاء سره مناسبت لرى، لکه د جنت د غوښتلو په وخت کښى بايد انسان د الله تعالى په فضل او رحمت سره عاجزى او زارى وکړى، او که يو ظالم ته ښيرى کوى نو بايد رحمن او رحيم ذکر نه کړى، بلکه د هغى په نومونو کښى به جبار او قهار ذکر کوى، اوهمدا راز د دعاء په اول، مينځ او اخره کښى په رسول الله ص باندى درود ويل، او په خپلو ګناهونو اقرار کول، او د الله تعالى د نعمتونو شکر ادا کول، اوپه غوره وختونو کښى دعاء کول چه په فضيلت باندى ئى شرعى دليل وارد شوى وى، چه په دغه وختونو کښى د دعاء د قبليدو ډير اميد دى داسى وختونه ډير زيات دى:
­ په شپه او ورځ کښى : لکه د شپى په دريمه حصه کښى کله چه الله تعالى نږدى اسمان ته راکوزيږى، د باران په وخت کښى، د اودس نه روسته، د اذان او اقامت په مينځ کښى، د سجدى په حالت کښى، د فرضى لمونځونو په اخير کښى، د قران د ختم په وخت کښى، د بانګى د اذان په وخت کښى، د سفرپه وخت کښى، د مظلوم مصيبت زده او د محتاج دعاء، د پلار دعاء خپلو بچو ته، يو مسلمان ته د هغى په غياب کښى دعاء کول، په جنګ کښى د دشمن سره د مخامخ کيدو په وخت کښى دعاء کول.
­ او په هفته کښى بهترين وختونه : د جمى په ورځ او خاصکر (په خاصه توگه) د ورځى په اخرى لحظاتو کښى.
­ په مياشتو کښى بهترين وختونه : د روژه ماتى په وخت کښى، د پيشنمى په وخت کښى، په شب قدر کښى، دعرفات په ورځ.
­ او په بهترينو او مقدسو مقاماتو او ځايونو کښى : لکه بيت الله شريف اومسجد نبوى او يا په نورو عامو جماتونو کښى دعاء کول، د کعبى شريفى د ملتزم په خواکښى دعاء، مقام ابراهيم، په صفا او مروا باندى دعاء، او د حج په ورځو کښى په عرفات مزدلفه او منى کښى دعا کول، او د زمزم د اوبو د څکلو په وخت کښى دعاء.
٢)باطنى اسباب : د دعاکولو نه مخکښى په صداقت سره توبه ويستل، خپلو خاوندانو ته حقونه ورکول، د خوراك، څکاك، لباس، او د اوسيدلو دځاى پاکوالى، د نيکو عملونو ډيرول، د حرامو نه ځان ساتل، د خواهشاتو اومشتبه شيانو نه اجتناب کول، د زړه په توجه سره دعاء کول، په الله تعالى باندى باور لرل، قوى اميد لرل، الله ته عاجزى کول، په دعاء کښى اصرار کول، الله ته د خپل کار سپارل، او د مخلوق نه نظر قطع کول.
د دعاگانو د اجابت اوقبليدوځني موانع : کله يوانسان دعاء کوى ليکن قبليږى نه ، او يا په قبليدوکى تاخير واقع کيږى، د هغى ډيراسباب دى : چه ځنى ئى په لاندى ډول دى :
­ دالله تعالى سره په رابللو کى شرک کول.­ په دعاء کښى تجاوز کول لکه يوسړى و وائى: چه زه د جهنم د گرمۍ، تنگوالى، او د تورتمونو نه پناه غواړم، سره د دينه چه دومره ويل کافى وو چه اى الله زه تا پورى د جهنم د اور نه پناه غواړم. ­ خپل ځان يا يومسلمان ته په ناحقه ښيرى کول. ­ يا د گناه د کولولپاره دعاء کول. ­ اويا د صله رحمۍ د قطع کولو په خاطردعاء کول. ­ اويا دعاء د الله تعالى په مشيئت پورى معلق (غوټه) کول لکه داسى ويل : اى الله ماته مغفرت وکړى که ستا خوښه شى. ­ اويا په دعاء کښى تلوارکول. ­او يا دستړى والى د وجى نه دعا پريښودل. ­ اويا په غافل زړه سره دعاء کول. ­ اويا د دعاء د ادابو نه خلاف کول، رسول الله ص يوځل د يوکس نه واوريدل چه په لمانځه کښى ئى دعاء کوله، ليکن په رسول الله ص ئى درود ونه ويلى، نونبى ص وويل: چه دى انسان په دعاء کښى تلوار (استعجال) وکړ، اوبيا ئى ورته وويل : « إِذا صَلَّى أَحَدُكُمْ فَلْيَبْدَأْ بِتَحْمِيدِ اللَّهِ وَالثَّنَاءِ عَلَيْهِ، ثُمَّ لْيُصَلِّ عَلَى النَّبِيِّ ص ثُمَّ ليَدْعُ بَعْدُ بمَا شَاءَ »أبوداود والترمذي .
ترجمه : کله چه يوکس لمونځ کوى په تاسوکښى، نو د الله تعالى په حمد اوثنا ويلو دى شروع وکړى، بيا دى په رسول الله صباندى درود ووائى، اوبيا دى دهغى نه وروسته هغه دعاء وکړى چه خوښه ئى شى، ترمذى روايت کوى.­ د داسى شى غوښتل چه د هغى د نه کيدو فيصله شوى وى لکه په دنيا کښى دهميشوالى سوال کول.­ په دعاء کښى په تکلف سره قافيه برابرول، الله تعالى فرمائى : ﱹﮨﮩﮪﮫﮬﮭﮮﮯ ﮰﱸ
ترجمه : راوبلئ رب خپل په عاجزۍ سره اوپه پټه باندى، يقينا الله تعالى نه خوښوى تجاوزکونکى، عبدالله بن عباس فرمائى : « فَانْظُر السَّجْعَ مِنَ الدُّعَاءِ فَاجْتَنِبْهُ فَإِنِّي عَهِدْتُ رَسُولَ اللَّهِ ص وَأَصْحَابَهُ لا يَفْعَلُونَ إِلا ذَلِكَ، يَعْنِي: لا يَفْعَلُونَ إِلا ذَلِكَ الاجْتِنَابَ » البخاري.
ترجمه : په دعاء کښى سجع يعنى قافيه برابرول اوتکلف پريږدئ ځکه چه ما رسول الله ص اود هغه صحابه ليدلى وو چه د دغى کارنه به ئى ځان ساته، امام بخارى روايت کوى ­ اوهمدا رازد دعاء په وخت کښى په اواز اوچتولوکښى افراط (زياتى) کول د اجابت او قبليدو مانع دى، الله تعالى فرمائى : ﱹ ﮘﮙ ﮚﮛﮜﮝﮞﮟﮠ ﮡﱸ
ترجمه : او خپل لمونځ (او دعاء) نه په لوړ اّواز سره ولوله او نه (هم) په (ډير) ټيټ اّواز سره او د دغو (دواړو) په منځ كښې (مينځنۍ) لياره غوره كړه.
د دعاکونکى انسان لپاره په لاندى ترتيب باندى دعاکول مستحب ده :
اول : د الله تعالى حمد اوثنا بيا نول.
دوهم : په رسول الله ص باندى درود ويل.
دريم : توبه او په خپلو گناهونو با ندى اقرارکول.
څلورم :د الله تعالى د نعمتونو شکرادا کول.
پنځم :په دعا باندى شروع کول، اوپه هغى جامع دعا گانو باندى اهتمام کول، چه د رسول الله ص او د سلفو صالحينو نه نقل شوى دى.
شپږم :د دعاګانو ختمول په درود باندى.
ځنى ضرورى دعاګانى چه يادول يى په کار دى

د دعاء مناسبت


دعاء: رسول اللهص فرمائى :


د خوب نه مخکى او ووروسته دعاء

« بِاسْمِكَ اللَّهُمَّ أَمُوتُ وَأَحْيَا »، ترجمة : ستا په نوم سره مرم او ژوندى کيږم. او کله چه بيدار شى نو دا دعا به وائى : « الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَحْيَانَا بَعْدَمَا أَمَاتَنَا وَإِلَيْهِ النُّشُورُ »
ترجمة : ټول حمدونه خاص هغى الله لره دى چه مونږ ئى د مرګ نه وروسته ژوندى کړو او هغه ته جمع کيدل دى.


په خوب کښى د ويريدودعاء


« أَعُوذُ بكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّاتِ مِنْ غَضَبِهِ، وَمن شَرِّ عِبَادِهِ، وَمِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ، وَأَنْ يَحْضُرُونِ »د الله په پوره کلمو باندى د هغه دغضب اود بندګانو دشر او د شيطان د وسوسو او حاضريدو نه پناه غواړم.


د خوب د ليدو دعاء



« کله چه څوک ښه خوب ووينى نو هغه د الله له طرفه وى، نو(الحمد لله) دى ووائى، او خلک دى پرى خبر کړى، او که ناکاره خوب و وينى، هغه د شيطان له طرفه دى دهغى د شر نه دى پناه وغواړى او چا ته دى نه وائى ضرربه ورته و نه رسيږى. »



د کور نه د وتلو دعاء


« اللَّهُمَّ إنيْ أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَضِلَّ أَوْ أُضَلَّ، أَوْ أَزِلَّ أَوْ أُزَلَّ، أَوْ أَظْلِمَ أَوْ أُظْلَمَ، أَوْ أَجْهَلَ أَوْ يُجْهَلَ عَلَيَّ »
ترجمة : اى الله زه تا پورى پناه غواړم، له دينه چه ګمراه شم او يا مى بل څوک ګمراه کړى يا وښويږم يا مى بل څوک وښويوى يا ظلم وکړم او يا راسره بل څوک ظلم وکړى او يا چاته ضرر ورسوم او يا را ته د بل چا نه ضرر ورسيږى.
« بسْمِ اللهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللهِ لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إلا باللهِ » د الله په نامه سره (د کور نه وځم) په الله باندى توکل کوم هيڅ طاقت او قوت نشته مګر د الله تعالى (په توفيق) سره.


جمات ته د ننوتلو دعاء


ښى ښپه به مخکى کړى او دا دعاء به و وائى: بسْمِ اللَّهِ وَالسَّلامُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ذُنُوبِي وَافْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ.
ترجمة : د الله په نوم سره ننوځم،او سلام دى وى په پيغمبر ص ، اى الله ته راته مغفرت وکړى او د رحمت دروازى راته خلاصى کړى.


د مسجد نه د وتلو دعاء


چپه ښپه به مخکى کړى او دا دعاء به و وائى : بِسْمِ اللَّهِ وَالسَّلامُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ذُنُوبِي وَافْتَحْ لِي أَبْوَابَ فَضْلِكَ. د الله په نوم سره وځم، او سلام دى وى په پيغمبر ص ، اى الله ته راته مغفرت وکړى او د خپلى مهربانئ دروازى راته خلاصى کړى.


نوى واده کونکى ته دعاء


« بَارَكَ اللَّهُ لَكَ، وَبَارَكَ عَلَيْكَ ، وَجَمَعَ بَيْنَكُمَا فِي خَيْرٍ »
ترجمة : الله دى تا له برکت در کړى، او په تا دى برکت نازل کړى، او تاسى دواړه دى په خير سره جمع کړى.


څوک چه د چرګ اذان او د خر هڼارى (هنگارى) واورى


کله چه مو د خر هڼارى (هنگارى) واوريده نو ﺃعوذ بالله من الشيطان الرجيم ووائى ځکه چه هغه شيطان وينى، او کله چه مو د چرګ اذان واوريده، نو د الله نه د هغه فضل وغواړئ، ځکه چه هغه په دغه وخت کښى ملک (پرښته) وينى، او چه کله مو په شپه کښى د خره هڼيدل او د سپى غپيدل واوريده نو الله پورى د شيطان نه پناه وغواړئ.


چا چه درته وويل چه زما درسره د الله لپاره مينه ده


د أَنَسِ t روايت دى، چه د نبى  صسره يو سړى موجود وو، نو يو بل سړى په لاره روان وو، نو هغه وويل: اى د الله پيغمبره زما د دى سړى سره مينه ده، نو پيغمبر  صورته و ويل چه تا دغه سړى خبر کړى دى، هغه وويل نا، نو پيغمبر ص ورته و ويل چه خبر ئى کړه، نو هغه ورپسى ورغى، وئى ويل ورته: إِنِّي أُحِبُّكَ فِي اللَّهِ ، يعنى زما درسره د الله لپاره مينه ده، نو هغه ورته وويل : أَحَبَّكَ الَّذِي أَحْبَبْتَنِي لَهُ. هغه الله دى له تاسره مينه وکړى چه تا دهغه لپاره زما سره مينه كړيده.


د پرنجى (ترچديدو) دعاء


کله چه يو کس ستاسى نه پرنجى وکړى (وترچيږى) : نو هغه دى : الْحَمْدُ لِلَّهِ ، و وائى او د هغه ملګرى دى ورته يَرْحَمُكَ اللَّهُ و وائى، يعنى الله دى په تا رحم وکړى: نو پرنجى کونکى دى ورته و وا‌ئى :« يَهْدِيكُمُ اللَّهُ وَيُصْلِحُ بَالَكُمْ »، الله دى تاسى ته هدايت وکړى او الله دى ستاسى احوال او کار سم کړى او کافر ته به د « يرحمک الله » په ځاى يهد يکم الله وائى.


د بى قرارۍ دعاء


« لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ الْعَظِيمُ الْحَلِيمُ، لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَرَبُّ الأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ»
ترجمه : بيله يو الله نه بل دعبادت حقدار نشته چه لوى او حلم لرونکى ذات دى، بيله يو الله نه بل دعبادت حقدار نشته چه د لوى عرش څښتن دى، بيله يو الله نه بل دعبادت حقدار نشته چه د اسمانونو او ځمکى پروردګار دى، اود عزتمند عرش پروردګار دى، « اللَّهُ اللَّهُ رَبِّي، لا أُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا » الله زما رب دى له هغه سره هيڅ شى نه شريکوم. « يَاحَيُّ يا قَيْومُ برحمتكَ أسْتَغِيثُ » اى د هميشه لپاره ژوندى او انتظام کونکى ذاته زه ستا نه ستا رحمت پورى مدد غواړم«سبحَان الله الَعَظِيم» پاک دى الله تعالى چه لوى ذات دى.


دښمنانو ته ښيرى کول


« اللَّهُمَّ مُجْرِيَ السَّحَابِ مُنْزِلَ الْكِتَابِ سَرِيعَ الْحِسَابِ اهْزِمْ الأَحْزَابَ، اللَّهُمَّ اهْزِمْهُمْ وَزَلْزِلْهُمْ » الهى اى د وريځو چلونکى، اى د کتاب نازلونکى، اى زر حساب کونکى، د (دشمنانو) ډلو ته ماتى ورکړى، او (زمکه ئى) د پښو لاندى ولړزوى.


چاته چه يوکار مشکل شى



« اللهمَّ لا سَهْلَ إلا مَا جَعَلْتَهُ سَهْلا وَأَنتَ تَجَْعلُ الحزن إذا شِئْتَ سَهْلاً » اى الله هيڅ شى اسان نشته مګر هغه چه ته ئى اسان کړى، او ته چه وغواړى نو سخت او ګران شي اسانوى.



د قرض د اداء كَولو دعاء


« اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ، وَالْعَجْزِ وَالْكَسَلِ، وَالْجُبْنِ وَالْبُخْلِ، وَضَلَعِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الرِّجَالِ » اى الله تعالى زه له پريشانۍ او غم نه او له کمزورتيا (سستۍ) او لټۍ نه، او بى زړه توب او شومتيا نه، د قرض د زياتيدو او د خلکو د غلبى نه په تا سره پناه غواړم.


حمام ته د ننوتلو دعاء


څوک چه بيت الخلاء (حمام) ته د ننوتلو اراده وکړى نو د دى دعاء ويل ورله مستحب دى :
« اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْخُبُثِ وَالْخَبَائِثِ ». اى الله زه پناه غواړم په تا پورى د نر اوښځى شيطان نه ، او کله چه دحمام نه اوځى نودا دعاء به وائى : « غُفْرَانَكَ »مغفرت راته وکړى أى الله.


په لمونځ کښى د وسوسو دعاء



دغه شيطان دى چه (خنزب) ورته ويلى کيږى نو کله چه دى وسوسه محسوس کړه نو ( أعوذ بالله) و وايه، او بيا چپ طرف ته لاړى تف کړى.




د سجدى



دعاء


« اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي كُلَّهُ دِقَّهُ وَجِلَّهُ وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ وَعَلانِيَتَهُ وَسِرَّهُ »اى الله زما ټول واړه او لوى، مخکنى او روستنى، ښکاره او پټ ګناهونه و بخښى. « سُبْحَانَكَ رَبِّي وَبحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي »اى زما ربه ته پاک ذات ئى او ستا لپاره حمدونه دى اى الله ماته مغفرت وکړه.« اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ وَبمُعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ لا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ »
اى الله زه ستا په رضا باندى ستا د غضب نه، او ستا په عافيت سره ستا له عذاب نه، او په تا سره (ستا د قهر) نه پناه غواړم، زه ستا پوره ستاينه نه شم کولاى، ته هماغسى ئى لکه څرنګه چه تا د ځان ستاينه کړيده.


د تلاوت د سجدى دعاء


« اللَّهُمَّ لَكَ سَجَدْتُ وَبِكَ آمَنْتُ وَلَكَ أَسْلَمْتُ سَجَدَ وَجْهِي لِلَّذِي خَلَقَهُ وَصَوَّرَهُ وَشَقَّ سَمْعَهُ وَبَصَرَهُ تَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الخَالِقِينَ »اى الله خاص تا ته سجده کوم او په تا ايمان لرم او تا ته تابعدار يم، زما مخ هغى ذات ته سجده وکړه چه هغه ئى پيدا کړى دى، او غوږونه او سترګى ئى ورکړى دى ( په خپل قدرت او طاقت سره) نو برکت والا ذات دى الله تعالى چه ښه پيدا کونکى دى.


د لمانځه د شروع کولو دعاء


« اللَّهُمَّ بَاعِدْ بينيْ وَبَيْنَ خَطايَايَ كَمَا بَاعَدتَّ بينَ المَشْرِقِ والمغْربِ، اللَّهُمَّ نَقِّنِيْ مِنْ خَطَايَايَ كَمَا يُنَقَّى الثَّوْبُ الأَبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ، اللَّهُمَّ اغْسِلْنِيْ بالْمَاءِ وَالثلْجِ وَالبَرَد »
اى الله ته زما او د ګناهونو په مابين کى جدا والى راولى، لکه څرنګه چه تا د مشرق او مغرب په مابين کښى جدا والى راوستى دى، اى الله ما د ګناهونو نه داسى پاک کړه، لکه څرنګه چه سپينه جامه د خيرو نه پاکيږى، او ما په اوبو، واورى،او ږلئ باندى پريمنځى.


د لمونځ په اخرکښى دعا‌ء


« اللَّهُمَّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي ظُلْمًا كَثِيرًا وَلا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلا أَنْتَ فَاغْفِرْ لِي مَغْفِرَةً مِنْ عِنْدِكَ وَارْحَمْنِي إِنَّك أَنْتَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ »
اى الله ما په خپل ځان ډير ظلم کړى دى، او ستا نه ماسوا بل څوک ګناهونه نه شى بښلى، نو ته ما ته د خپل طرف نه بخښنه وکړى، او رحم راباندى وکړى ځکه چه ته بښونکى او مهربان ذات ئى.


د لمانځه نه وروسته دعاګانى


« اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ ».
أى الله ته زما سره امداد وکړى په ذکرستا سره، په شکرويستلواو ښايسته عبادت ستا سره.
« اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْكُفْرِ وَالْفَقْرِ وَعَذَابِ الْقَبْرِ »
اى الله زه په تاسره د کفر، غريبئ، او د قبر د عذاب نه پناه غواړم.


دچا سره چه احسان وشى



چا سره چه احسان وشى او احسان کونکى ته ئى :« جزاک الله خيرا »وويلى ، يعنى الله تعالى دى تا له خير درکړى ، نو ده ښايسته ثنا ادا کړه.او هغه بل به ورته وائى :« جزاک، أو ﺇياک » يعنى الله دى تا ته هم خير درکړى.



دباران د وريدو دعاء


« اللَّهُمَّ صَيِّبًا نَافِعًا » اى الله د خير او فائدى بارن ئى (کړى) دا دعاء به درى کرتى وائى، « مُطِرْنَا بفَضْلِ الله وَرَحْمَتِهِ »، د الله په فضل او رحمت سره پر مونږ باران وه وريده. او بيا دى هغه دعاء وکړى چه خوښه ئى وى ځکه چه د باران په وخت کښى دعاء قبليږى.


د بادونو د الوتلو دعاء


« اللهمَّ إني أسألك خَيْرَهَا وخير مَا فيْها وخير ما أرسلت به، وأعوذُ بكَ مِنْ شَرِّهَا وَشَرِّ مَا فيها وشَرِّ ما أُرسلت به »
اى الله زه له تانه د دى باد د خير سوال کوم، او د هغه څه د خير سوال درنه کوم چه په هغى کښى دى، او د هغى خير سوال درنه کوم چه باد پرى راليږلى شوى دى، او په تا پورى پناه غواړم د هغى له شر نه، او د هغه څه د شرنه چه په هغى کښى دى، او د هغه شر نه چه باد پرى راليږلى شوى دى.


د مياشت د ليدلو دعا‌ء


« اللهمَّ أَهلَّه عَلَيْنَا باليمنِ والإيمَانِ والسَّلامَةِ وَالإسْلامِ، هِلالُ خيْرٍ ورُشدٍ، رَبيْ وَرَبُّكَ اللهُ » اى الله ته په مونږ باندى په برکت او ايمان سره، او په سلامتيا او اسلام سره دغه مياشت راوخيژوه، د خير او هدايت مياشت ئى کړى، زما او ستا پروردګار الله تعالى دى.


د مسافر د رخصتولو دعاء



« أسْتَوْدِعْ اللَّهَ دِينَكَ وَأَمَانَتَكَ وَخَواتيمَ عَمَلِكَ » ، زه ستا دين امانت او ستا د کارونو خاتمه او انجامالله ته سپارم. او مسافر به ورته په جواب کښى داسى وائى : « أسْتُوْدِعُكُمُ الله الَّذيْ لا تَضيْعُ وَدَائعُهُ » هغى الله تعالى ته دى سپارم چه هغه ته سپارل شوى(شيان) نه ضائع کيږى.



د سفردعاء


« اللهُ أَكْبَر، اللهُ أَكْبَر، اللهُ أَكْبَر) سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ _وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ (اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ فِي سَفَرِنَا هَذَا الْبِرَّ وَالتَّقْوَى، وَمِنْ الْعَمَلِ مَا تَرْضَى، اللَّهُمَّ هَوِّنْ عَلَيْنَا سَفَرَنَا هَذَا وَاطْوِ عَنَّا بُعْدَهُ، اللَّهُمَّ أَنْتَ الصَّاحِبُ فِي السَّفَرِ وَالْخَلِيفَةُ فِي الأَهْلِ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ وَعْثَاءِ السَّفَرِ وَكَآبَةِ الْمَنْظَرِ وَسُوءِ الْمُنْقَلَبِ فِي الْمَالِ وَالأَهْلِ. وَإِذَا رَجَعَ قَالَهُنَّ وَزَادَ فِيهِنَّ : آيِبُونَ تَائِبُونَ عَابِدُونَ لِرَبِّنَا حَامِدُونَ »
پاک دى هغه ذات چه مونږ ته ئى دا سورلۍ تابع کړيده او نه وو مونږ هغى لره حصارونکى، او مونږ خاص خپل پروردګار ته راګرځيدونکى يو. اى الله تعالى مونږ په دى سفر کى له تانه د نيکۍ او پرهيزګارۍ او د داسى عمل کولو سوال کوو چه ستا خوښ وى، اى الله تعالى ته مونږ ته دا سفر اسان کړى، او اوږدوالى ئى راته لنډ کړى، اى الله خاص ته په سفر کى ملګرى ئى، او په کور کښى سرپرست ئى، اى الله زه په تا پورى پناه غواړم د سفر د سختۍ نه، او د ناکاره حالت نه، او د ناکاره ستنيدو نه خپل اهل او مال ته. او کله چه بيرته راستونيدونکى وى نوهمدا دعاء به وائى او دا به ورسره هم وايى: ((بيرته راتلونکى، توبه ويستونکى، عبادت کونکى، د خپل پروردګار ستايونکى يو.


دخوب دعاء


« اللَّهُمَّ أَسْلَمْتُ نَفْسِي إِلَيْكَ وَفَوَّضْتُ أَمْرِي إِلَيْكَ وَأَلجَأْتُ ظَهْرِي إِلَيْكَ رَهْبَةً وَرَغْبَةً إِلَيْكَ لا مَلْجَأَ وَلا مَنْجَا مِنْكَ إِلا إِلَيْكَ آمَنْتُ بِكِتَابِكَ الَّذِي أَنْزَلْتَ وَبِنَبِيِّكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ »اى الله ما خپل ځان تاته تسليم کړى دى، او خپل کار مى تاته سپارلى دى، او خپله شاه مى تا ته تکيه کړى، په داسى حال کى چه ستا د رحمت اميد لرم او سات د عذاب نه ويره لرم، بيله تانه بل هيڅ د نجات او د پناه ځاى نشته، او ايمان مى راوړى ستا په هغى کتاب چه تا نازل کړى دى،او ستا په هغى پيغمبر چه تا مونږ ته راليږلى دى.
« الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا وَكَفَانَا وَآوَانَا فَكَمْ مِمَّنْ لا كَافِيَ لَهُ وَلا مُوووِيَ »ټول صفتونه د خدائى خاص الله لپاره دى هغه ذات چه مونږ له ئى رزق راکړى دى، او اوبه ئى راکړى، او زمونږ لپاره پوره دى (د شر د مخلوق نه)، او مونږ له ئى ځاى راکړى دى، پس څومره ډير مخلوق شته چه هغوى لره دشرنه ساتونکى اود ځاى ورکونکى نشته.« اللَّهُمَّ قِنيْ عَذَابك يَوْمَ تَبْعَثُ عبَادكَ »اى الله تعالى ته مونږ په هغى ورځ ستا د عذاب نه وساتى چه ته په کښي خپل بندګان راپورته کوى.« سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبِّي بِكَ وَضَعْتُ جَنْبِي وَبِكَ أَرْفَعُهُ إِنْ أَمْسَكْتَ نَفْسِي فَاغْفِرْ لَهَا وَإِنْ أَرْسَلْتَهَا فَاحْفَظْهَا بمَا تحْفَظُ بِهِ عِبَادَكَ الصَّالِحِينَ »
پاک ئى ته اى الله او زما پروردګاره ستا په (طاقت) سره مى ډډه ولګوله او ستا په قدرت سره ئى راپورته کوم، که دى زما روح قبض کړه نو مغفرت ورته وکړه، او که دى بيرته واپس راوليږه نو ساتنه ئى وکړه په هغه څه سره چه ته پرى د خپلو نيکانو بندګانو ساتنه کوى.نبي ص به دا دعاګانى په خپلو لاسونو باندى چوپ کولى او بيا به ئى (قل اعوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس) ولوسته او خپل بدن به ئى پرى مسحه کړه. او هره شپه به ئى د خوب نه مخکښى سورة (الم) سجده او سورة ملک (تبارک الذي) لوسته.


لما نځه ته د تللو دعاء


« اللَّهُمَّ اجْعَلْ فِي قَلْبِي نُورًا، وَفِي لِسَانيْ نُورًا، وَفِي سَمْعِي نُورًا، وَفِي بَصَرِي نُورًا، وَمن فَوْقِي نُورًا، وَمن تحْتِي نُورًا، وَعَنْ يَمِينِي نُورًا، وَعَنْ شِمَاليْ نُورًا، وَمن أَمَامِي نُورًا، وَمن خَلْفِي نُورًا، وَاجْعَلْ في نَفسيْ نُورًا، وَأعْظمْ لِيْ نورًا، وَعَظِّمِ ليْ نُوْرًَا، وَاجْعَلْ ليْ نوْرًَا، وَاجْعَلْنيْ نُوْرًَا، اللَّهُمَّ أَعْطِنيْ نُوْرًَا، وَاجْعَلْ فيْ عَصَبِي نُورًَا، وَفيْ لَحْمِي نُوْرًَا، وَفيْ دَمِي نُورًَا، وَفي شَعَرِي نُوْرًَا، وَفيْ بَشَرِي نُوْرًَا » اى الله تعالى ته زما په زړه، ژبه، غوږونو، سترګو، زما د پاسه او لاندى، زما ښى او چپ طرف ته، مخى او شاته، رڼا وګرځوى، او زما په نفس کښى رڼا وګرځوى، او لويه ئى کړى راته، رڼا راته وګرځوى، او ما هم رڼا وګرځوى، او رڼا راته راکړى، او زما په پلو، غوښه، وينه، ويختو، او په بدن کښى هم رڼا وګرځوه.


داستخارى دعاء


« رسول الله ص فرمائى : کله چه يو کس ستاسو نه د يو کار اراده او قصد وکړى نو دوه رکعته لمونځ دى وکړى په غير د فرضى لمانځه نه او بيا دى دا دعاء و وائى : اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعِلْمِكَ، وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلا أَقْدِرُ، وَتَعْلَمُ وَلا أَعْلَمُ، وَأَنْتَ عَلامُ الْغُيُوبِ، اللَّهُمَّ فَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ هَذَا الأمْرَ(ثمَّ تسَمِّيهِ بعَيْنِهِ) خَيْرًا لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي ـ أو قال: عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ ـ فَاقْدُرْهُ لِي وَيَسِّرْهُ لِي ثُمَّ بَارِكْ لِي فِيهِ، وَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأمر شَرٌّ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي ـ أَوْ قَالَ فِي عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ ـ فَاصْرفهُ عني واصْرِفْنِي عَنْهُ وَاقْدُرْ لِي الْخَيْرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ رَضِّنِي بِهِ »
أى الله زه ستا د علم په سبب ستا نه خير غواړم، او ستا په قدرت سره ستا نه طاقت او قدرت غواړم، يقينا ته قدرت لرى او زما طاقت نشته، او ته پوه ذات ئى او زه نه پوهيږم، او خاص ته په غيبو باندى ډيرپوه ذات ئى، اى الله که چيرته ستا په علم کښى دا کار، زما لپاره اوس او روسته، اويا زما په دين او ژوند کښى، او زما د کار په انجام او عاقبت کښى ښه او غوره وى، نو ما ته ئى نصيب کړى، او اسان ئى کړى راته، او بيا ئى زما لپاره مبارک او فائده مند کړى، او که چيرته ستا په علم کښى دا کار زما لپاره، زما په دين، ژوند، او زما د کار په عاقبت او انجام کښى بد وى، او يا اوس، نو ما نه ئى واړوى، او ما ترى هم واړوى، او ماته خير نصيب کړه هر ځاى چه وى، او بيا مى پرى خوشحاله کړه.


د رسولالله ص جامع دعاګانى


« اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ سُوءِ الْقَضَاءِ وَمِنْ دَرَكِ الشَّقَاءِ وَمِنْ شَمَاتَةِ الأَعْدَاءِ وَمِنْ جَهْدِ الْبَلاءِ »
اى الله تعالى زه په تاسره د ناکاره فيصلى نه ، د بدبختئ د راګيرولو، او د دشمنانو د خوشحاله کيدو نه ، او د ازمايش د ستړى کيدو نه پناه غواړم .
« اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي وَجَهْلِي وَإِسْرَافِي فِي أَمْرِي وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي جِدِّي وَهَزْلِي وَخَطَئِي وَعَمْدِي وَكُلُّ ذَلِكَ عِنْدِي اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي أَنْتَ الْمُقَدِّمُ وَأَنْتَ الْمُؤخِّرُ وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ»
أى الله ته ماته زما خطائى ناپوهى، او زما په ټولو کارونو کښى اسراف کول او هغه ګناه چه ته په هغى باندى زما نه ښه پوهيږى وبخښى، أى الله ته ماته په رشتيا سره ګناه او يا په ټوقو سره ګناه په خطا سره ګناه او يا په قصد سره ګناه او يا په ناپوهى سره ګناه معاف کړى او دغه ټولى زما له طرفهدى أى الله ته ماته هغه ګناه وبخښى، چه مخکى مى کړيده، او هغه ګناه چه وروسته کړى مى ده، او هغه ګناه چه ما پټه کړى، او يا مى ښکاره کړى ده، او هغه ګناه چه ته په هغى باندى زما نه ښه پوهيږى، خاص ته مخکى کونکى ئى، او ته وروسته کونکى ئى، او ته په هر څه باندى قدرت لرى.
« اللَّهُمَّ أَصْلِحْ لِي دِينِي الَّذِي هُوَ عِصْمَةُ أَمْرِي وَأَصْلِحْ لِي دُنْيَايَ الَّتِي فِيهَا مَعَاشِي وَأَصْلِحْ لِي آخِرَتِي الَّتِي فِيهَا مَعَادِي وَاجْعَلْ الْحَيَاةَ زِيَادَةً لِي فِي كُلِّ خَيْرٍ وَاجْعَلْ الْمَوْتَ رَاحَةً لِي مِنْ كُلِّ شَرٍّ »
اى الله تعالى زما دهغه دين اصلاحوکړى چه زما د ژوند او کارونو د حفاظت (سبب) دى، او زما هغه دنيا ښه کړى چه زما په کښى ګذران دى، او اخرت راته ښايسته کړى چه زه ورپکښى راپورته کيږم، او ژوند راته د هر خير د زياتوالى سبب وګرځوى، او مرګ راته د هر شر نه د راحت لپاره سبب وګرځوى.
« اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْهُدَى وَالتُّقَى وَالْعَفَافَ وَالْغِنَى »
أى الله زه له تانه تقوا (پرهيزگارى) هدايت، پاکدامنى، اومالدارى غواړم.
« اللَّهُمَّ آتِ نَفْسِي تَقْوَاهَا وَزَكِّهَا أَنْتَ خَيْرُ مَنْ زَكَّاهَا أَنْتَ وَلِيُّهَا وَمَوْلاهَا اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عِلْمٍ لا يَنْفَعُ وَمِنْ قَلْبٍ لا يَخْشَعُ وَمِنْ نَفْسٍ لا تَشْبَعُ وَمِنْ دَعْوَةٍ لا يُسْتَجَابُ لَهَا »
اى الله زما نفس ته تقوا په برخه کړى، اوپاکوالى ئى نصيب کړى، ځکه چه په ټولو کښى ته بهترين پاکونکى د نفس ئى، ته د هغى سرپرست او واکدار ئى، أى الله زه پناه غواړم په تا پورى، د هغى علم نه چه فايده نه رسوى، او د هغى زړه نه چه نه ويريږى، او د هغى نفس نه چه نه مړيږى، او د هغى دعاء نه چه نه قبليږى.
« اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ زَوَالِ نِعْمَتِكَ وَتَحَوُّلِ عَافِيَتِكَ وَفُجَاءَةِ نِقْمَتِكَ وَجَمِيعِ سَخَطِكَ » اى الله تعالى زه په تا سره ستا د نعمت د محروميدو نه، او ستا د روغتيا د بدليدو نه، او ستا د ناڅاپى عذاب نه، او ستا د ټولو عذابونو نه، پناه غواړم.


32څوک چه د شپى بيدار شى او بيا دعاء وکړى


« رسول الله ص فرمائى : څوک چه د شپى بيدارشى او بيا دا دعاء و وائى : لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَلا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَاللَّهُ أَكْبَرُ وَلا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إِلا بِاللَّهِ، د دى ترجمه مخکى شوى ده. او بيا و وائى چه اى الله تعالى ماته مغفرت وکړه، او يا بله دعا وکړى نو هغه به قبوله شى، او که اودس وکړى او بيا لمونځ وکړى نو قبول به شى »

کله چه هغه څه ووينى چه ستا خوښ او يا بدى شى


کله چه به رسول الله هغه خه وليدل چه خوښ به ئى ؤ نو دا دعا به ئى ويله: «الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذي بِنِعْمَتِهِ تَتِمُّ الصَّالحاتُ»
ټول حمدونه د هغى الله لپاره دى چه د هغى د نعمت له امله ټول نيک کارونه تر سره کيږى او کله به چه ئى بد شى وليده نو ويل به ئى :
«الحَمْدُ لِلَّهِ على كلّ حالٍ»[M1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/editpost.php?do=editpost&p=107193#_msocom_1)
د الله تعالى لپاره په هر حالت کښى حمدونه او شکر دى


د مړى لپاره جامع دعاګانى


نبى صفرمائى: « اللَّهُمَّ اغْفِرْ لَهُ وَارْحَمْهُ، وَعَافِهِ وَاعْفُ عَنْهُ، وَأَكْرِمْ نُزُلَهُ، وَوَسِّعْ مُدْخَلَهُ، وَاغْسِلْهُ بِالْمَاءِ وَالثَّلْجِ وَالْبَرَدِ، وَنَقِّهِ مِنْ الْخَطَايَا كَمَا نَقَّيْتَ الثَّوْبَ الأَبْيَضَ مِنْ الدَّنَسِ، وَأَبْدِلْهُ دَارًا خَيْرًا مِنْ دَارِهِ، وَأَهْلاً خَيْرًا مِنْ أَهْلِهِ، وَزَوْجًا خَيْرًا مِنْ زَوْجِهِ، وَأَدْخِلْهُ الْجَنَّةَ، وَأَعِذْهُ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ ومِنْ عَذَابِ النَّارِ »مسلم.
اى الله ده ته بخښنه وکړى او رحم پرى وکړى، عافيتيىنصيب کړى، او عفوه ورته وکړى، او غوره ميلمستيايىوکړى، او د داخليدو ځاىيىپراخه کړى، او په اوبو، واوره او ږلۍ سرهيىپريمنځى، او له ګناهونو نهيىداسى پاک کړى لکه څرنګه چه دى سپينه جامه له خيرو نه پاکه کړى ده، اود (دنيا) د کور نه غوره کور، او د کورنۍ نهيىغوره کورنۍ، او له ښځى نهيىغوره ښځه ورکړى، او جنت تهيىداخل کړى، او د قبر او د دوزخ د عذاب نهيىوساتى.


الله تعالى په ټولو مخلوقاتو باندى انسان غوره کړى دى او د خبروکولو په نعمت باندى ئى خاص کړى دى، او ژبه ئى د خبرو لپاره يوه اله او سبب جوړ کړى دى، او دا يو داسى نعمت دى چه په خير او شر دواړو کښى استعماليدى شى، ليکن که چا په خير کښى استعمال کړه نو د دنيا سعادت او د جنت اوچتو درجو ته به ئى ورسوى، او که چا په شر کښى استعمال کړه نو په دنيا او اخرت دواړو کښى به ئى د هلاکت کندو ته ورسوى، او د قران کريم د تلاوت نه وروسته بهترين عبادت چه د وخت نه پرى بايد استفاده وشى نو هغه د الله تعالى ذکر دى :


فايده مند تجارت

د الله تعالى د ذکر فضيلت : د ذکر په فضيلت کښى ډير احاديث راغلى دى چه ځنى ئى دا دى، رسول ص فرمائى : «ألاَ أنبِئُكُمْ بخيْرِ أَعْمَالِكُمْ، وَأَزْكَاهَا عِنْدَ مَليْككُم وَأَرْفَعِهَا فِيْ دَرَجَاتِكُمْ، وَخَيْرٍ لَكُمْ مِنْ إِنْفَاقِ الذَّهَبِ وَالوَرِقِ، وَخَيْرٍ لَكُمْ مِنْ أَنْ تَلْقَوْا عَدُوّّكُمْ فَتَضْرِبُوْا أَعْنَاقَهُمْ وَيَضْرِبُوْا أَعْنَاقَكُمْ؟ قَالوْا: بَلَىْ يَا رَسُولَ اللهِ. قَالَ: ذِكْرُ اللهِ »الترمذي، ايا زه تاسو په غوره کارونو باندى خبر نه کړم، چه ستاسى د بادشاه په نزد ډير پاک وى، او ستاسو د درجو لپاره اوچتونکى وى، او ستاسو لپاره د سرو او سپينو زرو د انفاق نه ډير غوره وى، او ستاسو لپاره د دى نه هم غوره وى چه دشمن سره مخامخ شۍ نو تاسو د هغوى څټونه ووهۍ او هغوى ستاسى څټونه ووهى؟ نو صحابه کرامو وويل: بلى يا رسول الله ص مونږ پرى خبر کړه، نو رسول الله ص وفرمايل: چه هغه د الله تعالى ذکر دى.
او همداراز رسول الله ص فرمائى : « مَثَلُ الَّذِي يَذْكُرُ رَبَّهُ وَالَّذِي لا يَذْكُرُ رَبَّهُ مَثَلُ الْحَيِّ وَالْمَيِّتِ »البخاري.
مثال د هغى کس چه د الله تعالى ذکر کوى او د هغى کس چه ذکر نه کوى په شان د ژوندى او مړى دى. او همدار ازالله تعالى په حديث قدسى کښى فرمائى : « أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي، وَأَنَا مَعَهُ إِذَا ذَكَرَنِي فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلأ ذَكَرْتُهُ فِي مَلأ خَيْرٍ مِنْهُمْ، وَإِنْ تَقَرَّبَ إِلَيَّ بشِبْرٍ تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ ذِرَاعًا »البخاري ،
زه د بنده سره د هغه د ګمان مطابق چلند کوم، زه د هغه سره يم کله چه ما ياد کړى، که ما په زړه کښى ياد کړى نو زه ئى هم په خپل نفس کښى يادوم، او که ما په يو مجلس کښى ياد کړى نو زه ئى هم د داسى ټولى په مخ کښى يادوم چه د هغى د ټولى نه غوره وى، او که چيرته هغه ماته د يوى لويشت په اندازه رانږدى کيږى نو زه ورته د يو ذراع (متر) په اندازه نږدى کيږم.
او همدا راز رسول الله ص : « سَبَقَ الْمُفَرِّدُونَ، قَالُوا: وَمَا الْمُفَرِّدُونَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: الذَّاكِرُونَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتُ »مسلم ،
مفردون (موحدين) خلک مخکى لاړل، نو صحابه کرامو عرض وکړه چه (مفردون) څوک دى اى د الله تعالى پيغمبر ص نو هغه وويل: چه دا هغه نارينه او ښځى دى چه الله تعالى ډير يادوى. او همدا راز رسول الله ص يو صحابى ته وصيت کوى او ورته فرمائى : « لا يَزَالُ لِسَانُكَ رَطْبًا مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ »الترمذي وغيرها.
چه ستا ژبه دى هميشه لپاره د الله تعالى په ذکر لنده وى.
د ثوا بونو زياتيدل او دوچنده کيدل:نيک عملونه هم د قران د تلاوت په شان دوچنده کيږى، او دا د دوو شيانو له امله:
١) د زړه د ايمان او د اخلاص په مقدار، او د الله تعالى سره د محبت او د هغى د تقاضى موافق.
٢) په ذکر کښى د زړه د سوچ فکر، تدبر او مشغوليدو په اندازه اجر زياتيږى او ذکر بايد يواځى په ژبه باندى نه وى. که چيرته ذکر په دغى طريقه کامل شى نو الله تعالى ورته ټول ګناهونه معاف کوى او پوره اجر او ثواب به ورله ورکړى، او که ناقص وى نو ثواب به هم د هغى په اندازه حاصليږى.
د ذکر فايدى :شيخ الاسلام ابن تيمية / فرمائى : ذکر د زړه لپاره داسى حيثيت لرى لکه څرنګه چه اوبه د ماهيانو لپاره دى، نو کله چه ماهى د اوبو نه جدا شى نو د هغى به څه حالت وى؟
­ ذکر د الله تعالى محبت پيدا کوى، او د الله تعالى د نزديکت، رضاء، مراقبى، او د هغه نه د ويريدلو، اوهغه ته د انابت، لپاره يو لوى سبب دى، او انسان سره د الله تعالى په اطاعت کښى مدد او مرسته کوى.
­د زړه نه پريشانى او غمونه لرى کوى او خوشحالى پيداکوى، او په زړه کښى ښايسته ژوند، قوت، او صفائى پيدا کوى.
­په زړه کښى يوخاليګاه او ولږهدهچه په غير د ذکر نه په بل څيز باندى نه بنديږى، او همدا راز په زړه کښى چه کوم قسوت او سختى ده هغه هم په غير د ذکر نه په بل څيز باندى نه ختميږى.
­ ذکر د زړه شفاء دوا او طعام دى، او دا د زړه هغه مزه او خوند دى چه نور خوندونو ورسره نه شى برابريدى.
­ د ذکر کموالى د منافقت علامه ده او ډيروالى ئى د ايمان د قوت اود الله تعالى سره د رښتينى محبت علامه ده ، ځکه څوک چه د کوم شى سره محبت لرى نو د هغى ذکر ډير کوى.
­کله چه يو بنده د راحت په وخت کښى الله تعالى په ذکر سره يادوى نو الله تعالى به ئى د سختۍ په وخت کښى ياد کړى، او خاصکر (په خاصه توگه) د زنکدن د سخت حالت په وخت کښى.
­ ذکر د الله تعالى د نجات، سکون، د رحمت د نازليدو، او د ملايکو د استغفار لپاره يو لوى سبب دى.
­ژبه د ذکر په وجه د عبث خبرو غيبت چغلى، دروغو، او دنورو مکروهه او ناروا کارونو نه بنديږى.
­ ذکر ډير اسان، لوى او جليل القدر عبادت دى، او د جنت نالګىاو بوټى دى.
­ذکر کونکى ته هيبت مزى، او د مخ تازګى حاصليږى، چه دا په دنياقبر او اخرت کښىيوه رڼااو نورانيت دى.
­ ذاکر بنده باندى الله تعالى رحمتونه راليږى، ملايکى ورله استغفار او رحمت غواړى او الله تعالى پرى د ملايکو په مخکى فخر کوى.
­ د بهترينو عملونو والا بندګان هغه دى چه په دغى عملونو کښى د الله تعالى ذکر ډير کوى، نو بهترين روژه دار هغه خلک دى چه په روژه کښى د الله تعالى ډير ذکر کوى.
­ د ذکر په وجه ګران سخت او مشقت لرونکى شياناسانيږى، رزق ډيروى، او بدن قوى کوى.
­شيطان شړى او له منځه يى وړى، رسوا کوى ئى او د ذلت سره ئى مخامخ کوى.

دسهار او د ماښام اذکار
روزمره اذکار چه ويلى کيږى


شمير او دهغى وخت



د ذکر أثر او فضيلت



1آية الكرسيﱹﮣﮤﮥﮦﮧ ﮨﮩ ﮪ ﮫﮬﮭﮮﮯﮰﮱﯓﯔﯕﯖﯗﯘﯙ ﯚﯛﯜ ﯝ ﯞ ﯟﯠﯡﯢ ﯣﯤ ﯥﯦﯧ ﯨ ﯩﯪ ﯫﯬﯭﯮﯯﯰﯱﯲ ﯳ ﯴ ﯵ ﯶ ﯷﯸ ﯹ ﯺﯻﯼﯽﱸ



سهار او ماښام، د خوب نه مخکى او د فرضى لمونځونو نه وروسته .



شيطان ورته نږدى کيداى نشى، او د جنت د ننوتلو سبب دى



2دسورة بقرى د آخرى دوه و اياتونو ويلﱹﮗ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝ ﮞ ﮟﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥﮦﮧﮨ ﮩﮪ ﮫﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ¦ § ¨ © ª ﯛ ¬ ﯞ ﯟ ﯠ ﯡ ﯢ ﯣ ﯤ ﯥ ﯦ ﯧ ﯨ ﯩ ﯪ ﯫ ﯬ ﯭ ﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﯵ ﯶ ﯷ ﯹ ﯺ ﯻ ﯼ ﯽ ﯾ ﯿ ﰀ ﰁ ﰂ ﰃ ﰄ ﰅ ﰆ ﰇ ﰈ ﰉ ﰊﰋ ﰌﰍﱸ



بيګاه او د خوب نه مخکى



د هر شي د ضرر نه ا نسان محفوظ ساتى



3سورة (الإخلاص) او سورة (الفلق) او سورة (الناس).



3 ځلى سهار ، او3 ځلى ماښام



د ټولو کارونو لپاره



کفايت کوى



4بسم الله الذي لا يضر مع اسمه شيء في الأرض ولا في السماء وهو السميع العليم.د الله تعالى په نوم چه دهغه دنوم سره ضررنه شى رسولى کوم شى په زمکه کى اونه په اسمانونوکښى، اوهغه ښه اوريدونکى اوښه پوهه دى.


3 ځلى سهار، او3 ځلى ماښام



نودهرقسم ضررنه به ئى الله تعالى محفوظ وساتى، اوناڅاپى به ورته کوم مصيبت نه رسيږى ، اوهيڅ شى به ورته ضررنه شى رسولى.



5أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق.
دالله تعالى په کامل اوپوره صفتونو باندى پناه غواړم، دشردهغه مخلوق نه چه الله پيداکړى دى.



3 ځلى به ئى ماښام وائى، او يا چه څوک يو ځاى ته ورشى.



په دى سره به دغه ځاى د هر قسم ضرر نه محفوظ شى .



6حسبي الله لا إله إلا هو عليه توكلت وهو رب العرش العظيم .
ښه پوره دى زما لپاره الله هغه ذات چه نشته بل حقدار دبندگى مگرهغه، خاص په هغى باندى زه توکل کوم او هغه خاوند دعرش عظيم دى



7 ځلى سهار، او7 ځلى ماښام



الله تعالى به ورله د د دنيا او د اخرت د هغه کارونو لپاره کافى شى چه د هغى قصد او اراده ئى کړى ده



7رضيت بالله ربًا، وبالاسلام دينًا، وبمحمدصنبيًا.



زه د الله تعالى په خدائى توب او ربوبيت، او د اسلام په دين، اود محمد ص په پغمبرۍ باندى راضى شوم


3 ځلى سهار، او3 ځلى ماښام



الله تعالى به خامخا دغه انسان راضى کوى.



8اللهم بك أصبحنا وبك أمسينا وبك نحيا وبك نموت وإليك النشور. أى الله ستاپه حکم مونږ سبا کوو، او ستا په حکم مونږ بيګاه کوو او ستا په حکم او امر مونږ ژوند کوو، او ستا په امر مونږ مرو، اوخاص تاته بيا راپورته کيدل دى.او په ماښام کښى به داسى وائى :اللهم بك أمسينا وبك أصبحنا وبك نحيا وبك نموت وإليك المصير.
أى الله ستاپه حکم مونږ بيګاه کوو، او ستا په حکم مونږ سبا کوو، او ستا په حکم او امر مونږ ژوند کوو، او ستا په امر مونږ مرو، اوخاص تاته بيا راگرځيدل دى.


سهار او ماښام



په دى باندى رسول الله ص تيزى ورکړى ده



9أصبحنا على فطرة الإسلام، وكلمة الإخلاص، ودين نبينا محمدصوملة أبينا إبراهيمuحنيفًا مسلمًا وما كان من المشركين .
مونږ په فطرت د اسلام او په کلمه داخلاص، او په دين د محمد ص او په ملت د ابراهيم u چه زمونږ پلار دى سهار کړه، په داسى حال کښى چه حق ته مايله وو او له مشرکانو څخه نه وو.



سهار



نبى ص به د سهار په وخت کښى دا دعا ويله.



10اللَّهُمَّ مَا أَصْبَحَ بِي مِنْ نِعْمَةٍ أو بأَحَدٍ مِنْ خَلْقِكَ فَمِنْكَ وَحْدَكَ لا شَرِيكَ لَكَ فَلَكَ الْحَمْدُ وَلَكَ الشُّكْرُ.
اى الله کوم نعمت چه ماته او يا ستا بل مخلوق ته د سهار په وخت کښى رسيدلى نو هغه يواځى ستا له طرفه دى، تا لره شريک نشته نو تالره ستاينه او شکر دى. او په ماښام کښى به وائى: ما أمسى بي أو.... ، کوم نعمت چه ماته د ماښام په وخت کښى رسيدلى دى..



سهار او ماښام



دغى انسان د الله تعالى د دغى ورځى او شپى شکر ادا کړه



11اللهُمّ إنّيْ أصْبَحْتُ أُشْهِدُكَ وَأُشْهِدُ حَمَلَةَ عَرْشِكَ وَمَلاَئِكَتِكَ وَأنْبِيَائَكَ وَجَمِيْعِ خَلْقِكَ بِأنّكَ أنتَ اللهُ لاَ إلهَ إلاّ أنتَ وَأنّ مُحَمَّدًا عَبْدُكَ وَرَسُوْلُكَ.
اى الله تعالى ما سهار کړه په داسى حال کښى چه زه تا او ستا د عرش پورته کونکى او ستا ملايکى او پيغمبران عليهم السلام او ستا ټول مخلوق په دى ګواه کوم چه بيشکه ته الله ئى بى له تانه بل د عبادت حقدار نشته، او بيشکه محمد ص ستا بنده دى او ستا رسول دى. او ماښام به داسى وائى: إنّيْ أمْسَيْتُ... يعنى ما بيګاه کړه...



4 ځلى سهار، او ٤ ځلى ماښام



چا چه څلور کرتى (ځلى) دا وويلى نو الله تعالى به ئى د اور نه ازاد کړى.



12اللهم فاطر السموات والأرض عالم الغيب والشهادة رب كل شيء ومليكه أشهد أن لا إله إلا أنت، أعوذ بك من شر نفسي ومن شر الشيطان وشركه وأن أقترف على نفسي سوءًا أو أجرَّه إلى مسلم.
أى الله د زمکى او اسمانونو پيداکونکى، په پټوا و ښکاره وباندى پوهه، د هرشى رب أو پالونکى، اواختيارمنده، زه گواهى کوم چه نشته بل حقدارد بندگى مگرته ئى، زه پناه غواړم په تاپورى، د ضررد نفس خپل نه، اود شيطان د ضرراوشرک نه پناه غواړم، اوله دى نه پناه غواړم چه زه د خپل نفس سره بدى وکړم اويا بل مسلمان ته بدى ورسوم



سهار او ماښام او د خوب په وخت کښى



انسان په دى سره د شيطان د وسوسو نه ساتلى کيږى.



13اللهم إني أعوذ بك من الهم والحزن وأعوذ بك من العجز والكسل وأعوذ بك من الجبن والبخل وأعوذ بك من غلبة الدين وقهر الرجال.
أى الله زه پناه غواړم په تا پورى، د پريشانى اوغم نه، اوزه پناه غواړم په تاپورى، د کمزورتيا اوسستى نه، اوزه پناه غواړم په تاپورى د بزدلى اوشومتيا کولونه، اوزه پناه غواړم په تا پورى دقرض د ډيريدو اود غالبه کيدو د خلکونه.



يو کرت سهار او يو کرت ماښام



د انسان غم او پريشانى له منځه وړى، او قرض ورله ختموى.



14اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لا إِلَهَ إِلا أَنْتَ خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي فَإِنَّهُ لا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلا أَنْتَ.
الهى ته زما پروردګار ئى، په غير ستا نه بل د عبادت حقدار نشته، تا زه پيدا کړى يم، او زه ستا بنده يم، او زه د خپل طاقت او توان مطابق ستا په عهد او وعده ولاړ يم، زه پناه غواړم په تا پورى، د شر د هغه څه نه چه ما کړى دى، زه ستا په هغى نعمت اقرار کوم چه ماته دى راکړى دى، او په خپله ګناه هم اقرار کوم، نو ماته بخښنه وکړى، ځکه چه په غير ستا نه بل څوک بخښنه نه شى کولى.


ديته



(سيد الاستغفار)



وائى، سهار او ماښام به ويلى کيږى



چا چه دا دعاء د ورځى له خوا وويله په داسى حال کښى چه يقين کونکى وى ورباندى او بيا په دغى ورځ کښى مړ شى، او يا ئى د شپى له خوا ولولى او بيا په دغه شپه کښى مړ شى نو دغه انسان جنتى دى.



15يا حي يا قيوم برحمتك أستغيث أصلح لي شأني كله ولا تكِلني إلى نفسي طرفة عين.
اى د کامل ژوند څښتنه اى (د ټول عالم) تدبير کونکى ستا په رحمت سره مدد غواړم، زما ټول کارونه برابر کړى، او ما خپل نفس ته د سترګى د رپ په اندازه هم مه سپاره.



سهار او ماښام



نبىr حضرت فاطمه رضي الله عنها ته د دى د ويلو وصيت کړى وو.



16اللهم عافني في بدني، اللهم عافني في سمعي، اللهم عافني في بصري، اللهم إني أعوذ بك من الكفر والفقر، اللهم إني أعوذ بك من عذاب القبر لا إله إلا أنت.
اى الله ماته په بدن کښى روغتيا راکړى، اى الله ماته په غوږونو کښى روغتيا راکړى، اى الله ماته په سترګو کښى روغتيا را کړى، اى الله زه په تاسره د کفر او فقر نه پناه غواړم، او په تا سره د قبر د عذاب نه پناه غواړم، بى له تانه بل د عبادت وړ معبود نشته.



3ځلى سهار، او3 ځلى ماښام



رسول الله rبه دا دعاء ويله.



17اللهُمَّ إني أَسأَلكَ العَافيةَ في ديني ودنيايَ وأَهْلي ومالي، اللهمَّ اسْترْ عوْراتي وآمِنْ رَوْعاتي، اللهُمَّ احْفظني منْ بين يديَّ ومن خَلْفي وعن يميني وعن شمالي ومنْ فوْقي وَأَعوذُ بعظمتك أن أُغتالَ منْ تَحْتي.
اى الله زه له تانه په خپل دين او دنيا کښى او په خپل اهل او مال کښى د سلامتيا سوال کوم، اى الله ته زما عيبونه پت کړى او ويره رانه لرى کړى، اى الله ما د مخى نه، او شا نه، او د ښى خوانه، او د چپى خوانه، او د پورته خوا نه محفوظ کړى، او زه ستا په لوئى باندى له دى نه پناه غواړم چه د لاندى خوانه نا څاپه هلاک شم.


سهار او ماښام



رسول الله r به سهار او ماښام دا دعاء ويله او چيرته ئى نه ده پريښى.



18سبحان الله وبحمده عدد خلقه، ورضا نفسه، وزنة عرشه، ومداد كلماته
پاک دى الله تعالى، او هغه لره غوره ستاينه ده، د ده د مخلوقاتو د شمير په اندازه، او د ده د نفس د رضا (په اندازه)، او د ده د عرش د وزن (په اندازه) او د ده د کلماتو د سياهى (په اندازه)



3 ځلى سهار



د دى ويل د سهار دلمانځه نه نيولى تر غرمى پورى د ذکر د کيناستو نه غوره دى




هغه دعاګانى او کارونه چه لوى اجراو ثواب لرى


غوره وينا او عمل




په احاديثو کښى د هغى اجر او ثواب : رسول الله ص فرمائى :


1لا إله إلا الله وحده لا شريك لـه لـه الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير


څوک چه دغه کلمة په يوه ورځ کښى سل (١٠٠) ځله و وائى، نو د لسو غلامانو د ازادولو برابر ثواب به ئى وشى، او سل (١٠٠) نيکيانى به ئى په عملنامه کى وليکل شى، او سل (١٠٠) ګاهونه به ورته معاف شى، او تر ماښامه پورى به دغه دعاء د ده لپاره د شيطان نه د حفاظت سبب وګرځى، او د ده په شان بهترين عمل کونکى هيڅ څوک نشته، مګر هغه څوک چه د ده نه زيات عمل وکړى.

2سبحان الله العظيم وبحمده


« چا چه دا کلمات وويل: پاک دى الله تعالى چه لوى ذات دى او حمدونه دى هغى لره. نو په جنت کښى به ورله د خرما ونه ولګيږى.»

3( سبحان الله وبحمده ،


سبحان الله العظيم )


څوک چه (سُبْحَانَ اللَّهِ وَبحَمْدِهِ) د سهار او بيګاه په وخت کښى سل (١٠٠) ځلى و وايى، نو ګناهونه به ئى ټول ورژيږى اګر که د سمندر د زګ په اندازه وى، او څوک به په ورځ د قيامت کښى د ده نه په غوره عمل سره راتګ ونه کړى مګر هغه څوک چه د ده په شان او يا ئى د ده نه زيات ذکر کړى وى » ، رسول الله ص فرمائى : « دوه کلمى او جملى دى چه په ژبه ئى ويل اسان دى، په تللو کښى درنى دى، الله تعالى ته ډيرى محبوبى دى ، سُبْحَانَ اللَّهِ وَبحَمْدِهِ سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيمِ »، پاک دى الله تعالى سره د حمدونو خپلو، پاک دى الله تعالى چه لوى ذات دى

4لا حول ولا قوة إلا بالله




. « آيا تا ته د جنت د خزانو نه يوه خزانه ونه ښايم؟ نو ما ورته وويل: چه هو، نو رسول الله ص وفرمائل : لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إِلا بِاللَّهِ » نشته دى طاقت او قوت مګر په امداد د الله تعالى سره.

5د جنت غوختل او د اورنه پناه طلب کول


چا چه د الله تعالى نه درى کرتى جنت وغوخته نو جنت عرض وکړى چه اى الله تعالى جنت ته ئى داخل کړى ، او څوک چه الله تعالى پورى د اور نه پناه وغواړى نو اور عرض وکړى چه اى الله تعالى د اور نه ورته نجات ورکړه .

6د مجلس د کفارى دعاء


« څوک چه په يو مجلس کښى کښينى، او خبرى ئى پکښى ډيرى شى او د پاڅيدو نه ئى مخکى دا دعاء و ويلى : سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبحَمْدِكَ أَشْهَدُ أَنْ لا إِلَهَ إِلا أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ ،
پاکى ده تا لره اى الله او حمدونه دى تالره، ګواهى کوم چه نشته بل د عبادت حقدار مګر ته ئى، ستانه بخښنه غواړم او تا ته توبه اوباسم. نو په دغه مجلس کښى چه کوم ګناهونه د ده نه شوى دى هغه به ورته معاف شى.

7د سورة کهف د اولنو لسو اياتونو د يادولو فضيلت


« چا چه د سورة کهف اولنى لس اياتونه حفظ کړه ، نو د دجال د فتنى نه به وساتلى شى ».

8په نبى ص باندى درود ويل


« څوک چه په ما باندى يو ځل درود و وائى نو الله تعالى به ورته لس رحمتونه ورکړى، او لس ګناهونه ورته معاف کيږى، او لس درجى ئى اوچتيږى » او په بل روايت کښى راغلى چه د هغى په وجه ورته لس نيکيانى ليکل کيږى.

9د قرآن کريم د ايتونو د لوستلو ثواب او فضيلت


چا چه په يوه ورځ او شپه کښى پنځوس (٥٠) اياتونه ولوستل نو د غفلت کونکو په قطار کښى به ونه ليکل شى، او چا چه سل (١٠٠) اياتونه ولوستل نو هغه به د تابعدارو (نيکانو) خلکو په جمله کښى وليکلى شى، او چا چه دوه سوه (٢٠٠) اياتونه ولوستل نو قران به ئى په ورځ د قيامت کښى نه ملامته کوى، او که چا پنځه سوه (٥٠٠) اياتونه ولوستل نو د ثوابونو خزانى به ورله وليکلى شى. او « قل هوالله احد د قرآن کريم د دريمى برخى سره برابر ثواب لرى »

10د اذان ثواب


« هغه پيريان او انسانان او يا نور مخلوق چه د مؤذن اذان اورى نو هغه به په ورځ د قيامت کښى د ده لپاره ګواهى کوى » ، « په ورځ د قيامت کښى به اذان کونکى د ټولو خلکو نه اوږده وى په اعتبار د غړو سره »

11د اذان جواب ورکول او د اذان نه وروسته دعا کول


« چا چه د اذان د اوريدلو په وخت کښى دا دعاء وويله : اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاةِ الْقَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ ، اى الله تعالى او د دى مکملى بلنى او د دى کيدونکى لمونځ خاونده، محمد ص ته په جنت کښى خاصه درجة او فضيلة ورکړى، او هغى ستايلى شوى مقام ته ئى ورسوى چه تا ورسره د هغى وعده کړ يده » نو د هغى لپاره په ورځ د قيامت کښى زما شفاعت ثابت شوه »

12صحيح او پوره اودس کول


« څوک چه ښايسته اودس وکړى، نو د بدن نه ئى ټول ګناهونه اوځى تر دى چه د نوکونو لاندى نه هم ګناهونه اوځى ».

13د اودس نه وروسته دعاء


« په تاسوکښى چه کله يو شخص ښايسته او پوره اودس وکړى او بيا دا دعاء ووائى : أَشْهَدُ أَنْ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللَّهِ وَرَسُولُهُ ، دا ګواهى کوم چه د الله تعالى نه په غير بل څوک د عبادت حقدار نشته او محمد ص د الله تعالى بنده او پيغمبر دى. نو ده ته به د جنت اته دروازى خلاصى شى، چه کومه دروازه ئى خوښه وى په هغى به ننوزى.

14د اودس نه وروسته دوه رکعته لمونځ کول


« کله چه يو مسلمان اودس وکړى او خپل اودس ښايسته کړى، او بيا دوه رکعته لمونځ وکړى، په داسى حال کښى چه د زړه او اندامونو توجه ئى لمانځه ته راګرځولى وى نو د دغى مسلمان لپاره جنت فرض شوه ».


15جمات ته د ډيرو قدمونو اخستلو اجر او ثواب


« څوک چه د جمع لمانځه لپاره جمات ته لاړ شى نو په يو قدم اخستلو سره د ده ګناه معاف کيږى، او په بل قدم ورته نيکى ليکلى کيږى ».

16د جمى لمونځ لپاره تيارى نيول او هغى ته وختى تلل


« څوک چه د جمى په ورځ غسل وکړى او بيا وختى جمات ته پياده لاړ شى، او امام ته نږدى د خطبى اوريدلو لپاره کښينى او عبث کار ونه کړى، نو ده ته به په يو قدم باندى د يوکال د تهجدو او د روژى برابر ثواب وليکلى شى »، « کله چه يو سړى د جمى په ورځ غسل وکړى، او خپل ځان پاک او صفا کړى، او بيا د کورخوشبوئى استعمال کړى ، او بيا جمات ته لاړ شى په داسىحال کښى چه د دوه و کسانو په مينځ کښى جداوالى را نه ولى، او بيا لمونځ وکړى چه کوم ورته ليکلى شوى وى، او بيا د امام خبرو ته غوږ کيږدى، نو ده ته به د دغى جمى نه نيولى تر بلى جمى پورى ټول ګناهونه معاف شى »

17د اولنى تکبير راګيرول


« څوک چه د الله تعالى لپاره په جماعت سره څلويښت ورځى لمونځ وکړى په داسى حال کښى چه تکبير تحريمه (اولنى تکبير) راګير کړى نو د ده لپاره دوه قسمه خلاصون وليکلى شى : د جهنم د اور نه خلاصيدل، او بل د منافقت نه خلاصون او برى كيدل».

18په جمع باندى د فرضى لمونځ ادا کول


« د جمع لمونځ په ځانله لمانځه باندى يو په اوه ويشتو (٢٧) درجو زيات ثواب لرى ».

19د ماخوستن او د سهار لمونځ په جمع باندى کول


« څوک چه د ماخوستن لمونځ په جمع سره ادا کړى ګويا چه دغى انسان نيمائى شپه عبادت وکړه، او څوک چه د سهار لمونځ هم په جمع سره ادا کړى ګويا چه ده ټوله شپه عبادت وکړه »

20په اول صف کښى لمونځ کول


« که چيرته خلکو د اذان او د اول صف فضيلت پيژندلى، او بيا ئى په غير د خسڼى اچولو نه نه موندلى نو په هغى به ئى د يو بل سره قرعه اندازى کړى وى»

21د مووکدو سنتو پابندى کول


« څوک چه په يوه شپه او ورځ کښى دولس رکعته (سنت) وکړى نو الله تعالى به ورله په جنت کښى کور جوړ کړى، څلور رکعته د ماسپښين نه مخکى او دوه رکعته روسته، او دماښام او ماخوستن نه وروسته دوه رکعته، او دوه رکعته د سهار نه مخکى»

22په کثرت سره د نفلى لمونځونو ادا کول او په خفيه ادا کولو باندى ئى کوشش


« الله تعالى ته ډيرى سجدى کوه، ځکه چه ته الله تعالى ته سجده نه کوى مګر الله تعالى دى يوه درجه اوچتوى، او يوه ګناه درته معاف کوى»« د يو سړى نفلى لمونځ په داسى حال کښى ادا کول چه خلک ئى نه وينى دا د هغى پنځه ويشتو لمونځونو برابر ثواب لرى چه د خلکو په مخکى ادا کښى »

23د سهارد سنتو مووکدو او د فرضى لمونځ اجر


« د سهار دوه رکعته (سنت) د دنيا او دهغه څه نه ډير غوره دى چه په دى دنيا کښى دى »، « څوک چه د سهار (فرضى) لمونځ وکړى نو دغه انسان د الله تعالى په ذمه (حفاطت) کښى دى »

24د څاښت لمونځ


« کله چه په تاسو کښى يو شخص سبا کړى نو د بدن په هر اندام باندى پرى صدقة ورکول هم ضرورى شى، نو هر ځل تسبيح ويل صدقه ده، او همدا راز هر ځل د الله حمد، لا اله الا الله، او الله اکبر ويل هم صدقه ده، او په نيکۍ باندى امر کول، او د ناروا نه منع کول هم صدقه ده، او د څاښتلمونځ د هغى ټولو نه کافى دى»

25څوک چه د الله تعالى د ذکر په خاطر د لمانځه په ځاى کښى کښينى


.« په تاسو کښى د يو شخص لپاره ملايکى تر هغه وخت پورى د رحمت سوال کوى چه تر څو پورى هغه د لمانځه په ځاى کښى د اوداسه په حالت کښى ناست وى، او هغوى وائى : اى الله تعالى مغفرت ورته وکړى او رحم پرى وکړه »

26د سهار د فرضى لمانځه نه وروسته د لمر ختلو پورى د الله ذکر کول او بيا دوه رکعته لمونځ کول


« څوک چه د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړى او بيا د لمر ختلو پورى د الله تعالى د ذکر لپاره کښينى، او بيا دوه رکعته لمونځ وکړى نو د ده لپاره د پوره حج او عمرى په مقدار اجر او ثواب دى»

27څوک چه د شپى دتهجدو لپاره پاڅيږى او بيا خپله ښځه راپاڅوى


« څوک چه دشپى راپورته شى او بيا خپله بى بى (ښځه) هم راپاڅوى او بيا دوه رکعته لمونځ وکړى نو دوى به په هغى خلکو کښى وليکلى شى چه د الله تعالى ډيرذکر کونکى وى »

28څوک چه د تهجدو نيت لرى او بيا اوده پاتى شى


« هغه څوک چه دشپى له خوا لمونځ کوى او بيا په هغه باندى خوب غالبه شى نو الله تعالى به ورله د لمانځه اجر وليکى، او دغه خوب به ئى صدقه وګرځى»

29ښارته د ننوتلو دعاء


« لا إِلهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَريكَ لَهُ لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ يُحْيِي ويُمِيتُ وَهُوَ حَيٌّ لا يَمُوتُ بِيَدِهِ الخَيْرُ وَهُوَ على كُلّ شَيْءٍ قَدِيرٌ »: څوک چه دغه دعاء ووائى نو الله تعالى به ورله يو ميلون نيکى وليکى ، او يو ميلون ګناهونه به ورله معاف کړى ، او يو ميلون درجى به ورله اوچتى کړى .

30د فرضى لمانځه نه روسته (٣٣) ځله د سبحان الله، الحمدلله ، او الله اکبر ويل، او په لا اله الا الله باندى ئى ختمول


« څوک چه د فرضى لمانځه نه وروسته (٣٣) کرتى سبحان الله و وائى او (٣٣) کرتى الحمدلله و وائى او (٣٣) کرتى الله اکبر و وائى چه دا ټول (٩٩) شوه او بيا په اخر کښى : لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ» ووائى، نو ټول ګناهونه به ورته معاف شى اګر که د سمندر د زګونو په اندازه هم وى ».

31د فرضى لمانځه نه وروسته د آية الکرسى ويل


« څوک چه د هرفرضى لمانځه نه وروسته اية الکرسى ووائى نو دجنت نه به ئى هيڅ شى منع نه کړى مګر مرګ (يعنى چه مړ شى نو جنت ته به ننوځى »

32د مريض پوښتنه کول


«هر مسلمان چه د سهار په وخت کښى د بل ( بيمار مسلمان) تپوس (پوښتنه) وکړى، نو تر بيګا پورى به ورله (٧٠٠٠٠) ملايکى د رحمت سوال کوى، او که د شپى له خوا ئى پوښتنه وکړى نو تر سهاره پورى به ورله (٧٠٠٠٠) ملايکى د رحمت سوال کوى، او ده ته به په جنت کښى د کجورو باغ (خريف) ورکړى شى».

33د مصيبت زده انسان د ليدلو په وخت کښى دعاء


څوک چه يو مصيبت زده انسان ووينى او بيا دا دعاء ووائى : « الحَمْدُ للهِ الَّذِيْ عَافَانِي ممَا ابْتَلاكَ بهِ وَفَضَّلَنِي عَلَى كَثِيْرٍ ممَّنْ خَلَقَ تَفْضِيْلا؛،ټول حمدونه د هغى الله لپاره دى چه ماته ئى د هغى مصيبت نه امان او عافيت راکړى چه ته ئى پرى مبتلا کړى ئى او په ډيرو مخلوقاتو چه هغى پيدا کړى ماته غوره والى راکړى .

34څوک چه مصيبت زده ته تسلى ورکړى


« څوک چه مصيبت زده ته تسلى ورکړى نو ده لپاره به هم د هغى په شان اجر وى » او همداراز فرمائى : « هيڅ يو مسلمان خپل ورور ته د مصيبت په وخت کښى تسلى نه ورکوى مګر الله تعالى به ورته د عزت او کرامت جامى واغوندى»

35د جنازى لمونځ او بيا د هغى دفن کول


« څوک چه جنازى ته حاضر شى نو د هغى لپاره د يو قيراط په اندازه اجر دى، او څوک چه جنازه کښى شريک شى تر دى چه دفن شى نو د هغى لپاره دوه قيراطه اجر دى، چا ورته وويل چه قيراط څه شى دى؟ نو هغه و ويل د دوو لويو غرونو په شان، نو عبدالله بن عمر و ويل: چه مونږ خو ډير قيراطونه ضائع کړى دى»

36څوک چه د الله لپاره جمات جوړ کړى


« څوک چه د الله تعالى لپاره جمات جوړ کړى اګر که د (قطات نومى) مرغى د جالى په اندازه هم وى نو الله تعالى به ورله په جنت کښى کور جوړ کړى »

37د الله په لار کښى مال او پيسى لگول


« نشته هيڅ يوه داسى ورځ چه بندګان ورپکښى سبا کوى مګر دوه ملايکى راکوزيږى يوه ملايکه وائى: اى الله تعالى مال او پيسى لگونكى ته بدله ورکړه او دوهمه ملايکه وائى اى الله تعالى بخيل ته تاوان ورکړه »

38د صدقى او خيرات فضيلت


« صدقه او خيرات ورکول مال نه کموى، او الله تعالى بنده لره د عفوى په وجه عزت زياتوى، څوک چه الله تعالى ته عاجزى کوى نو الله تعالى ئى اوچتوى »، « کله يو روپى (درهم) د يولاک روپيو (درهمو) نه مخکى کيږى، چا و ويل اى د الله تعالى پيغمبره دا په څه طريقه؟ نو هغه وفرمائل: چه يوسړى دوه روپى لرى نو يو روپى باندى صدقه وکړى، او بل سړى سره ډيرى روپى وى نو د خپل مال نه سل زره روپى په صدقه کښى ورکړى» هرمسلمان چه يو بوټى نهال کړى او يا فصل وکرى ، نو بيا د هغى مرغان يا انسانان او حيوانات خوراک وکړى نو د دغى سړى لپاره به صدقه شى .

39د قرض حسن ثواب


« کله چه يو مسلمان چاته دوه کرتى قرض ورکړى نو هغه داسى ده لکه څوک چه يو ځل صدقه وکړى »

40تنګ لاسى قرضدار سره اسانى کول


« يو سړى به خلکو ته قرض ورکولو نو خپل خادم ته به ئى ويل چه کله يو بى وسه قرضدار ته ورغلى نو اسانتيا ورسره وکړه، کيداى شى چه الله تعالى مونږ سره اسانتيا وکړى نو هغه وفرمائل : چه دغه سړى د الله تعالى سره ملاقات وکړ نو الله تعالى معاف کړ»

41د الله لپاره روژه نيول


« څوک چه د الله په لار کښى يوه ورځ روژه شى نو الله تعالى به ئى د جهنم د اورنه د اويا کاله په اندازه لرى کړى »

42په مياشت کښى درى روژى نيول، او همدا راز د عرفى او د عاشورى په ورځ روژه کيدل


«په هره مياشت کښى درى ورځى روژى نيول د ټول عمر روژى سره برابر دى »، « او د هغه نه د عرفى د روژى په هکله تپوس وشوه نو وئى فرمائل چه د يوکال مخکنى اود راروان کال ګناهونه رژوى او بخښى» ، « او د عاشورى د روژى په هکله ترى تپوس وشوه نو وئى فرمائل چه د مخکنى يو کال ګناهونه ختموى»

43د شوال د مياشتى شپږ روژى


« څوک چه د رمضان د مياشتى روژه ونيسى او بيا ورپسى د شوال د مياشتى شپږ روژى ونيسى داسى شوه لکه د ټول عمر روژى »

44د امام سره تر اخره پورى تراويح کول


« يقينا کله چه يو سړى د امام سره د تراويح لمونځ وکړى تر دى چه امام د لمانځه نه راوګرځى نو ده لپاره به د ټولى شپى عبادت (قيام الليل) وليکلى شى

45د رمضان په مياشت کښى عمره کول


« د رمضان په مياشت کښى عمره د حج برابر، او يا زما سره د حج کولو برابر ثواب لرى »

46نيک حج کول


« څوک چه د الله لپاره حج وکړى، او د جماع کولو او د ګناه نه ځان وساتى، نو داسى واپس شى د حج نه لکه په کومه ورځ چه د مور نه پيدا شوى وى » او هغه فرمائى : « چه د نيک حج بدله جنت دى »

47د ذى الحجه په لسو ورځو کښى نيک عملونه


« نشته دى هيڅ داسى ورځى چه الله تعالى ته پکښى د ذىالحجة د لسو ورځو نه نيک عمل ډير محبوب و‌ى » صحابه کرامو وويل اى د الله پيغمبر ص د الله په لار کښى جهاد هم د هغى نه ډير محبوب نه دى الله ته؟ نو رسول الله ص وويل: چه جهاد هم د هغى سره برابر نه دى، مګر هغه څوک چه خپل ځان او مال سره د الله په لار کښى اوځى او بيا هيڅ شى واپس نه کړى »

48د لوى اختر قربانى


« د رسول الله ص ملګرو وويل اى د الله پيغمبره دا قربانى څه شى دى؟ نو هغه وويل چه دا ستاسو د پلار ابراهيم ؛ سنت دى، نو هغوى وويل چه مونږ له پکښى څه اجر دى؟ رسول الله ص وفرمائل چه دهر ويخته په مقابل کښى يوه نيکى ده، نو هغوى وفرمائل چه د وژغونو (وړى) هم دا حکم دى؟ نو رسول الله ص وفرمائل چه په هر ويښته باندى د وژغونو نه يوه نيکى ده »

49د عالم فضيلت او ثواب


« د عالم فضيلت په عابد انسان باندى داسى دى لکه په يو ادنى امتى باندى زما فضيلت » او بيا رسول الله ص وفرمائل: « يقينا الله تعالى په هغه انسان باندى رحمت کوى چه خلکو ته خير ښائى، ملايکى، د اسمانونو، او دزمکو اوسيدونکى، تر دى چه ميږان په خپلو غارونو کښى او ماهيان ورله هم د رحمت سوال کوى ».

50څوک چه د الله نه په رښتيا سره شهادت وغواړى


« څوک چه د الله تعالى نه د شهادت سوال وکړى نو الله تعالى به ئى د شهيدانو مقام ته ورسوى اګر که په خپله بشتره (بستر) هم مړشى »

51د الله تعالى له ويرى نه ژړل او د هغه په لار کښى څوکيدارى کول


« دوه سترګى دى چه اور به ورته نه رسيږى، يوه هغه سترګه چه د الله د ويرى ژاړى ، او دوهمه هغه سترګه ده چه د الله په لار کښى څوکيدارى کوى »

52په الله باندى توکل کول او د داغونو او د دمونو طلب کولو او بدفالى نه ځان ژغورل


« رسول الله ص ته په خوب کښى امتونه وښودل شوه نو خپل امت ئى وليده چه په هغى کښى به اويا زره کسان په غير د حساب او عذاب نه جنت ته داخليږى، او دا هغه خلک دى : چه داغونه نه لګوى، او د خلکو نه د دمونو طلب نه کوى، او بدفالى نه نيسى، او په خپل رب باندى توکل کوى »

53د چا چه واړه بچى مړه شى


« په خلکو کښى چه کله د يو مسلمان درى بچى مړه شى چه بلوغ ته نه وى رسيدلى نو الله تعالى به ئى جنت ته داخل کړى »

54د نظر ختميدل او بيا پرى صبر کول.


« الله تعالى فرمائى : چا نه چه زه سترگى واخلم او بيا صبر وکړى نو په عوض کښى به ورته جنت ورکړم »

55څوک چه د الله له ويرى يو کار پريږدى


رسول الله ص فرمائى : « يقينا ته د الله د ويرى کوم شى نه پريږدى مګر الله تعالى به د هغى نه بهتر درکړى »

56د ژبى او شرمګاه حفاظت کول


« څوک چه ما ته د هغى شى ضمانت راکړى چه د دوو جامو او ښپو په مابين کښى دى (يعنى د ژبى او شرمګاه) نو زه به ورله د جنت د ننوتلو ضمانت وکړم»

57کورته د ننوتلو او د طعام په وخت کښى د (بسم الله) ويل


« کله چه يو کس کور ته داخل شى او د ننوتلو او د طعام په وخت کښى د الله ذکر وکړى نو شيطان و وائى: چه ستاسو لپاره د شپى ځاى او طعام نشته، او کله چه داخل شى او د الله ذکر ونه کړى نو شيطان و وائى: چه د شپى ځاى مو پيدا کړه، او کله چه د طعام په وخت کښى الله ياد نه کړى نو شيطان و وائى چه د شپى ځاى او طعام مو پيدا کړه »

58د خوراک څکلو او د نوى جامو د اغوستلو نه وروسته د الله حمد ادا کول


« چا چه طعام وخوړه او بيا ئى وويل: الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزقَنِيهُِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلا قُوَّةٍ غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ »
ټول حمدونه خاص الله تعالى لپاره دى چه ما له ئى دا طعام راکړه، او رزق ئى راکړه په غير د طاقت او قدرت زما نه ، نو مخکنى ګناهونه به ورته معاف شى ، او کله چه جامى واغوندى او دا دعاء ووائى: « الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي كَسَاني هَذَا..»
ټول حمدونه الله تعالى لپاره دى چه ماته ئى دا جامى راکړى...

59که څوک غواړى چه الله تعالى ورته په کار کښى سختى اسانه کړى


يوه ورځ فاطمة رضى الله عنها د نبى ص نه خادم طلب کړه نو رسول الله ص حضرت على او فاطمة رضى الله عنهما دواړو ته وويل:« ايا تاسو ته د هغه څه نه ډير بهتر شى در وښايم چه تاسو ئى زما نه غواړى؟ کله چه مو په خپله بشتره کښى اړخونه ولګول نو (٣٤) کرتى الله اکبر و وائى، او درى ديرش (٣٣) کرتى سبحان الله او الحمدلله ووائى، دا ستاسو لپاره د خادم نه بهتر دى »

60د جماع کولو نه مخکښى دعاء


« که چيرته يو کس ستاسو نه په هغه وخت کښى چه خپل اهل ته د نږدى کيدو اراده وکړى او دا دعاء ووائى : بِسْمِ اللَّهِ ، اللَّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ وَجَنِّبِ الشَّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا» د الله تعالى په نوم، اى الله تعالى مونږ د شيطان نه لرى کړى او شيطان دهغه څه نه لرى کړى چه مونږ ته ئى راکوى، نوکه چيرته دواړو ته په دغى وخت کښى بچى مقرر شوى وى نو شيطان به ورته هر ګيز ضرر ونه رسوى »

61د خاوند خوشحاله کول


« کله چه يوه ښځه پنځه وخته لمونځونه کوى، او د رمضان د مياشتى روژى نيسى، او د خپل شرمګاه حفاظت وکړى، او د خپل خاوند تابعدارى وکړى، نو هغى ته به وويلى شى چه جنت ته ننوځه چه هره دروازه دى خوښه وى، او همدا راز فرمائى : هره ښځه چه مړه شى په داسى حال کښى چه خاوند ترى خوشحاله وى نو جنت ته به داخله شى »

62د مور او پلار سره احسان او صله رحمى کول


د الله تعالى رضامندى د پلار په رضايت کښى ده « که څوک دا خبره خوښوى چه په رزق کښى ورته پراختيا پيدا شى او په عمر کښى ئى زياتوالى راشى نو صله رحمى دى کوى ».

63د يتيم سرپرستى کول


« زه او ديتيم سرپست به په ورځ د قيامت کښى داسى يو، او په خپله سبابة او منځنى ګوته باندى ئى اشاره وکړه »

64ښه اخلاق او خوى


« يقينا مؤمن سړى په ښايسته اخلاقو باندى د روژه دار او عابد انسان مرتبه او مقام مومى » او همدا راز فرمائى : « د ښايسته اخلاقو والاوو لپاره د جنت په اوچت طرف کښى يو کور دى »

65په مخلوق باندى رحم او شفقت کول


« يقينا الله تعالى په خپلو بندګانو کښى په رحمکونکو باندى رحم کوى، تاسو په هغه چا رحم وکړى چه په ځمکه کښى دى نو هغه ذات به په تاسو رحم وکړى چه په اسمان کښى دى »

66د مسلمانانو لپاره د فائدو خوښول


« تر هغه وخت پورى يو کس په تاسو کښى مؤمن کيداى نه شى چه د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړى چه کوم د ځان لپاره خوښ ګڼى »

٦٧حياء کول


« حيا‌ء راتګ نه کوى مګر په خير باندى » او بل ځاى کښى فرمائى : « حياء د ايمان نه ده » او همداراز فرمائى : « څلور څيزونه دى چه هغه د پيغمبرانو سنت دى، حياء، خوشبوئى (عطر)، مسواک استعمالول، او نکاح کول »

٦٨په سلام باندى مخکى والى کول


يو سړى رسول الله ص ته راغى و ئى ويل : « السلام عليکم، نو رسول الله ص وفرمايل: (د دى لپاره) لس (نيکيانى) دى، بيا بل يو کس راغى نو هغه وويل: السلام عليکم ورحمت الله، نو رسول الله ص وفرمايل: (چه د دى لپاره) شل (نيکيانى دى) نو بيا بل يو کس راغى نو هغه وويل: السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته ، نو رسول الله ص وفرمايل: (چه د دى لپاره) ديرش (نيکيانى دى.

٦٩د ملاقات په وخت کښى مصافحه کول (لاس ورکول)


« نشته دوه مسلمانان چه د ملاقات په وخت کښى يوبل ته لاسونه ورکړى مګر د جدا کيدونه به ورته مخکښى مغفرت وشى »

٧٠څوک چه د يو مسلمان ورور د عزت دفاع وکړى


« څوک چه د خپل ورور د عزت دفاع وکړى نو الله تعالى به د ده د مخ نه د جهنم اور ليرى کړى »

٧١د نيکانو خلکو سره محبت کول او د هغوى سره کيناستل


« ته به د هغه چا سره ئى چه ستا ورسره محبت دى » انس رضى الله عنه فرمائى : چه صحابه کرام په دى حديث باندى ډير خوشحاله شوه

٧٢د الله دلوئى لپاره د يوبل سره محبت کونکى


« الله تعالى فرمائلى: زما د لوئى په خاطر د يوبل سره د محبت کونکو لپاره به په ورځ د قيامت کښى د رڼا منبرونه وى چه انبياء عليهم السلام او شهيدان به د هغوى سره پکښى غبطه (د دغى مقام تمنى) کوى »

٧٣مسلمانانو ته په غياب کښى دعاء کول


«د خپل مسلمان ورور لپاره په غياب کښى د يو سړى دعاء کول مستجابه ده ، د ده د سر په خوا کښى يو مقرره پرښته ده چه هر کله دا دخپل ورور لپاره د خير دعاء کوى نو هغه مقرره پرښته فرمائى : امين اوستا لپاره دى د هم د هغى په شان وى »

٧٤د مؤمنانو سړو او ښځو لپاره دگناه بخښنه غوښتل


« څوک چه مؤمنانو سړو او ښځو لپاره مغفرت وغواړى، نو الله تعالى به ورته د هر يو مؤمن سړى او مؤمنى ښځى په مقابل کښى يوه نيکى وليکى»
٧٥د لارى نه د مضر شى ليرى کول

« ما يو سړى وليده چه په جنت کښى ګرځيده چه د يوى ونى د غوڅولو په وجه جنت ته ننوتلى وو داسى ونه چه په لاره کښى ولاړه وه او خلکو ته ئى ضرر رسولو »

٧٦د جدال او دروغو پريښودل


« زه د جنت په کنارو کښى ديو کور زموار يم د هغه چا لپاره چه جدال (جنګ) پريږ دى اګر که په حقه هم وى، او همدارنګ د هغه چالپاره د جنت په منځ کښ د يو کور زموار يم چه دروغ پريږدى اګر که د ټوقو په شکل کښى هم وى »

٧٧څوک چه خپل قهر او غوصه قابو (كنټرول) کړى


« څوک چه خپل قهر او غوصه کنټرول کړى په داسى حال کښى چه هغه ئى د نافذولو توان لرى، نو الله تعالى به ئى د ټولو مخلوقاتو په مخکښى راو بلى چه کومى حورى ئى خوښى وى دهغو اختيار به وركړى»

٧٨ديو چا په نيكو او يا په بدو يادول


« څوك چه تاسو په نيكو ياد كړ، نو جنت ورله فرض شو، او څوك چه مو په بدو ياد كړ، نو هغه لپاره د جهنم اور فرض شوه تاسو د الله تعالى ګواهان ئى په زمکه کښى...»

٧٩څوک چه د يو مسلمان نه مصيبت ليرى کړى، اسانتيا پرى وکړى او عيب ورله پټ کړى.


« څوک چه د مؤمن نه يو دنياوى مصيبت لرى کړى نو الله تعالى به ترى يو اخروى مصيبت ليرى کړى، او څوک چه يو تنګ لاسى (انسان) سره اسانتيا وکړى نو الله تعالى به د هغه سره په دنيا او اخرت دواړو کښى د اسانتيا معامله وکړى، څوک چه په يو مسلمان باندى پرده واچوى نو الله تعالى به په ده باندى په دنيا او اخرت دواړو کښى پرده واچوى، الله تعالى تر هغى وخت پورى د بنده په نصرت او مدد کښى وى تر څو پورى چه بنده د خپل مسلمان ورور په مرسته کښى وى... »

٨٠د اخرت په ياد ساتل


« څوک چه د اخرت په غم او فکر کښى شى نو الله تعالى به په زړه كى قناعت ورله وركړى، او اتفاق به ئى نصيب کړى، او دنيا به ورته په خپله راځى »

٨١د بادشاه عدل، د ځوان تقوى، جماتونو سره مينه ساتل، د الله لپاره محبت کول


« اوه کسان دى چه الله تعالى به پرى سيورى وکړى په هغه ورځ چه په غير د الله تعالى د سيورى نه به بل سيورى نه وى، عادل امام، يو نوجوان (ځوان) چه د الله په عبادت کښى لوى شوى وى، بل هغه سړى چه زړه ئى جماتونو پورى تړلى وى، او دوه هغه کسان چه د الله لپاره د يو بل سره محبت کوى او په دغه محبت باندى راجمع کيږى او جداکيږى، او بل هغه سړى چه د منصب او ښايست خاونده ښځه ورنه دزنا خواهش وكړى، او هغه ورته ووائى چه زه د الله تعالى نه ويريږم، او بل هغه سړى چه داسى پټه صدقه او خيرات ورکړى چه چپ لاس ترى هم خبر نه شى چه ښى لاس څه شى ورکړى دى، او بل هغه سړى چه په يو ځانله ځاى کښى الله ياد کړى او د سترګو نه ئى اوښکى وبهيږى »

٨٢د استغفار فضيلت


« څوک چه په پابندۍ سره استغفار غواړى نو الله تعالى به ورله د هرى تنګستيا نه لار د وتلو پيدا کړى ، او د هر غم نه به ورله خوشحالى پيدا کړى ، او د داسى ځاى نه به ورله رزق نصيب کړى چه د ده به پرى ګمان نه وى »

٨٣څوک چه په کلمه د توحيد باندى وفات شى


« هر څوک چه لا اله الا الله (کلمه د توحيد) و وائى او بيا په هغى باندى وفات شى نو جنت ته به داخل شى »

٨٤څوک چه مړى ته غسل ورکړى او عيب يى پټ كړى


« څوک چه مړى ته غسل ورکړى او عيب يى پټ كړى نو الله تعالى به ورته څلويښت (٤٠) کرتى مغفرت وکړى »

٨٥تنګ لاسى قرضدار سره اسانى کول


« يو سړى به خلکو ته قرض ورکولو نو خپل خادم ته به ئى ويل چه کله يو بى وسه قرضدار ته ورغلى نو اسانتيا ورسره وکړه، کيداى شى چه الله تعالى مونږ سره اسانتيا وکړى نو هغه وفرمائل : چه دغه سړى د الله تعالى سره ملاقات وکړ نو الله تعالى معاف کړ»

٨٦د شهيد فضيلت


« د شهيد لپاره د الله تعالى په نزد شپږ خصلتونه (نعمتونه) دى، په اول ځل ورته مغفرت کيږى، او په جنت کښى خپل ځاى وينى او د قبر د عذاب نه به په امن وى او د قيامت د لوى ويرى نه به په امن کښى وى، او د عزت تاج به ورته په سر کيښودلى شى چه د هغى يو ياقوت به د دنيا او د هغه څه نه چه په دنيا کښى دى غوره وى، او دوه اويا (٧٢) حورى به ورته په نکاح کښى ورکړى شى، او د (٧٠) خپلوانو سفارش به کوى »

٨٧د الله په لار کښى زخمى کيدل


« زما دى په هغه ذات قسم وى چه زما نفس د هغه په لاس کښى دى يو کس د الله په لار کښى زخمى کيږى نه او الله تعالى پوهه دى په هغه چا چه د الله په لار کښى زخمى شوى وى، مګر په ورځ د قيامت کښى به په داسى حال کښى راشى چه رنګ به ئى د وينو وى او بوى به ئى د مسکو او عنبرو وى »

٨٨د الله په لار کښى څوکيدارى کول


« د الله په لار کښى يوه ورځ څوکيدارى کول د دنيا او هغه څه نه ډير بهتر دى چه په زمکه باندى دى او په جنت کښى د يوى قمچينى (همسا) ځاى ستاسو لپاره د دنيا او د هغه څه نه چه په دنيا کښى دى ډير بهتر دى »

٨٩د الله په لار کښى د يو غازى تيارول


« چا چه غازى مجهز (تيار) کړه نو هغه غزا وکړه، او څوک چه د مجاهد د کورنۍ سر پرستى وکړى نو هغه جهاد وکړه »

٩٠د لورګانو سره احسان کول


« څوک چه د لورګانو نه په کوم شى باندى مبتلا شى او احسان ورسره وکړى نو د جهنم د اورنه به ورته پرده شى »

٩١په رمضان کښى د عمرى فضيلت


د رمضان په مياشت کښى عمره کول د حج برابر او يا زما په ملګرتوب کښى د حج کولو ثواب لرى

٩٢د مور او پلار سره صله رحمى کول


د الله تعالى رضامندى د پلار په رضايت کښى ده )) څوک چه دا خبره خوشحاله کوى چه په رزق کښى ئى پراخى او په عمر کښى ئى زيادت راشى نو صله رحمى دى وکړى .

٩٣د خير ښودنه کول


«څوک چه په ښه کار باندى ښودنه وکړى نو د هغه لپاره به د کونکى په شان اجر وى »

٩٤په نيکۍ باندى هميشوالى کول


« يقينا الله تعالى نه ستړى کيږى تر څو چه تاسو ستړى نه شئ، او يقينا ډير غوره او محبوب عمل الله تعالى ته هغه کار دى چه هميشه وى اګر که کم وى»

٩٥انصاف دار خلک


« يقينا انصاف کونکى خلک به د الله په نزد په ورځ د قيامت کښى د رڼا (نور) په منبرونو باندى ناست وى، او د رحمن ذات ښى طرف ته به وى او د الله تعالى دواړه لاسونه ښى دى »

هغه کارونه چه منع ترى شوى ده

ناروا کارونه



رسول اللهص فرمائى :


1په يو کار باندى دونيا طلب کول

« الله تعالى فرمائى : زه د شريکانو د شرک نه ډير بى پروا يم څوک چه يو عمل وکړى او بل څوک پکښى زما سره شريک کړى زه به هغه او د هغى شرک پريږدم »

2په ظاهر کښى د خير او تقوى ښکاره کول او په باطن کښى فساد


« يقينا زه ډير خلک پيژنم چه په ورځ د قيامت کښى به د تهامه د غرونو په شان په ډيرو نيکو اعمالو چه خالص به وى راتګ وکړى ليکن الله تعالى به ورله دغه عملونه وګرځوى دوړه الوځولى شوى ، ثوبان رضي الله عنه عرض وکړه چه اى رسول الله مونږ ته د هغى صفت بيان کړه او ښکاره ئى کړه راته ، هسى نه چه مونږ د هغوى د جملى څخه شو او مونږ ته به علم نه وى ، نو رسول الله r عرض وکړه چه هغوى ستاسى ورونه دى او ستاسو د جنسه دى او د شپى عبادت کوى لکه څرنګ چه تاسو د شبى عبادت کوۍ ، ليکن هغوى داسى قوم دى چه کله د الله تعالى د محرماتو سره ځانله شى نو بربادوى ئى »

3تکبر


« هغه سړى جنت ته نه شى ننوتلى چه په زړه کښى ئى د ذرى په اندازه تکبر وى » او تکبر : حق ردولو، او د خلکو اهانت کولو ته وائى.

٤په لنګ کميص او پټکى کښى اسبال (د بجلکو نه د هغى ښکته کول )


« چاچه کومه جامه د تکبر له امله په زمکه راښکله نو الله تعالى به ورته په قيامت کښى نظر ونکړى »

5حسد کول


« د حسد نه ځان وساتۍ ځکه چه حسد نيک عملونه داسى خورى لکه څنګ چه اور لرګى خورى، او يا ئى وويل : لکه څنګ چه اور واښه خورى »

6سود


. « رسول الله ص دسود په خوړونکى او ورکونکى دواړو باندى لعنت ويلى دى » « يو سړى چه د سود يوه روپۍ خورى او هغه ته معلومه وى (چه دا سود دى) هغه د شپږ ديرش (٣٦) کرتى زنا نه ډيره ګناه لرى »

7د شرابو څكل


« جنت ته به پنځه قسم خلک داخل نه شى: د شرابو څښونکى، په جادو باندى ايمان لرونکى، د صله رحمۍ ختمونکى» « چا چه شراب وسکل نو څلويښت ورځى لمونځ به ئى قبول نشى »

8دروغ ويل


« هلاکت دى هغه کس لره چه د خلکو د خندولو په خاطر خبرى کوى او بيا پکښى دروغ وائى، هغه لپاره هلاکت دى، هغه لپاره هلاکت دى »

9جاسوسى کول


« څوک چه د خلکو خبرو ته غوږ ږدى، په داسى حال کښى چه هغوى دا سړى بد ګڼى، او يا ترى ځان ساتى نو په ورځ د قيامت کښى به د داسى سړى په غوږونو کښى ويلى شوى اوسپنه واچولى شى.

10د تصويرونو جوړول


« په ورځ د قيامت کښى ډير سخت عذاب والا خلک هغه دى چه تصويرونه جوړوى » « او ملايکى هغه کورته نه داخليږى چه په هغى کښى تصوير او يا سپى وى »

11چغلى او نمامت


« جنت ته جغلى خور سړى نه شى ننوتلى » او نمامت ديته وائى : چه څوک د فساد پيداکولو په خاطر د خلکو خبرى وړى راوړى.

12غيبت کول


« ايا تاسى پوهيږى چه غيبت څه ته وائى؟ خلکو وويل چه الله او د هغه پيغمبر ښه پوهيږى نو رسول الله ص وفرمائل: ستا يادول خپل ورور لره په هغه څه باندى چه هغه ئى بد ګڼى، نو هغه ته وويلى شوه: که چيرته په هغه کښى هغه څه وى چه زه ئى وايم؟ نو هغه وويل: که چيرته په هغى کښى هغه څه وى چه ته ئى وائى نو غيبت دى وکړه او که چيرته پکښى نه وى نو بيادى پرى بهتان ولګولو »

13لعنت ويل


« په مؤمن باندى لعنت ويل د هغه د قتل په شان (ګناه) ده»، « لعنت ويونکى خلک په ورځ د قيامت کښى سفارشيان او گواهان نشى کيداى »

14د رازونو افشا کول


« ډير د ناکاره خلکو نه په اعتبار د مرتبى سره په ورځ د قيامت کښى د الله تعالى په نزد هغه سړى دى چه خپل اهل ته نږدى کيږى او بيا د هغى رازونه نشروى »

15سپکى خبرى


« ډير ناکاره خلک د الله تعالى په نزد په ورځ د قيامت کښى په اعتبار د مرتبى سره هغه دى چه خلکو د فحش (ناکاره) وينا د ويرى نه پريښى وى »

16مسلمان باندىد کفر تهمت لګول


« هر سړى چه خپل مسلمان ورور ته کافر وويلى نو يو پرى اخته کيږى، که چيرته هغه سړى همدغسى وى (نو صحيح ده) او که (کافر نه وى) نو کلمة د کفر ويونکى ته واپس کيږى »

17څوک چه خپل ځان په غير د پلار نه بل چا ته منسوبوى


« څوک چه د خپل پلار نه په غير بل چاته د خپل ځان نسبت کوى او حال دا چه هغه پوهه وى نو په دغسى سړى باندى جنت حرام دى »، « او څوک چه د خپل پلار (د نسب نه) انكار کوى نو دا کفر دى »

18د يو مسلمان ويرول


« د مسلمان لپاره جايز نه دى چه بل مسلمان وويروى »، « څوک چه خپل ورور ته په اوسپنه باندى اشاره وکړى نو ملايکى پرى تر هغى وخت پورى لعنت وائى چه تر څو ئى پريښى نه وى »

١٩په اسلامى ملک کښى د يو ذمى انسان وژل


« څوک چه يو ذمى انسان په غير د حق نه قتل کړى نو د جنت بوى به بيا نه مومى، او يقينا د جنت بوى به په انسان باندى د سلو کالو د مزل په اندازه لګيږى »

٢٠د الله تعالى د دوستانو سره دشمنى کول


«الله تعالى فرمائى : څوک چه زما د دوست سره دشمنى وکړى نو ما ورته د جنګ اعلان کړى دى »

21منافق او فاسق ته سردار (سيد) ويل


« تاسو منافق ته سيد (سردار) مه وائى ځکه که هغه (د خپل قوم سردار) هم وى نو تاسو بيا په دى وينا سره خپل رب ناراضه کړه »

٢٢د خپل رعيت سره دوکه کول


« کله چه الله تعالى يو بنده د رعيت مشر کړى او بيا په داسى حال کښى مړ شى چه د خپل قوم او رعيت سره ئى دوکه کړى وى نو الله تعالى به پرى جنت حرام کړى »

2٣بغير د علم نه فتوى ورکول


« چا ته چه په غير د علم نه فتوى ورکړى شى نو ګناه ئى په فتوى ورکونکى باندى ده »

2٤د سستۍ په وجه د جمعى او مازديګر لمونځ پريښودل


« څوک چه په غير د عذر نه درى کرتى د جمعى لمونځ ترک کړى نو الله تعالى به ورله په زړه باندى مهر ولګوى » « څوک چه د مازديګر لمونځ پريږدى نو عمل به ئى برباد شى »

٢٥په لمانځه کښى سستى کول


« زمونږ او د کافرانو په منځ کښى چه کوم عهد او وعده ده نو هغه لمونځ دى چا چه لمونځ ترک کړه نو هغه کفر وکړه » ، « د سړى او د شرک او کفر په منځ کښى فرق د لمانځه په پريښودو سره دى »

٢٦د لمونځ کونکى مخى ته تيريدل


« د لمونځ کونکى مخکى تيريدونکى ته که معلومه وى چه په دى کښى څومره ګناه ده ، نو څلويښت (ورځى يا مياشتى يا کاله) اودريدل به ورته د لمونځ کونکى مخکى د تيريدو نه غوره ښکاره شوى وى »

٢٧لمونځ کونکو ته ضرر رسول


« چا چه پياز، اوږه، او ګندنه، خوړلى وى نو زمونږ جمات ته دى نه نږدى کيږى ځکه چه ملايکى د هغه څه نه تنګيږى چه د کوم څيز نه انسان په عذابيږى »

2٨د زمکى غصب کول


« څوک چه په ظلم سره د يوى لويشت په اندازه د چا زمکه غصب کړى نو الله تعالى به ورته په ورځ د قيامت کښى اوه زمکى د(طوق په شکل کښى) په غاړه کښى واچوى »

٢٩هغه خبرى چه الله تعالى پرى غصه کيږى


« يقينا يو بنده کله دالله د غصه کولو لپاره يوه داسى خبره وکړى چه هغه ورته څه اهميت نه ورکوى چه د هغى په وجه باندى به اويا کاله په جهنم کښى لاندى روان وى »

٣٠بغير د الله د ذکر نه د خبرو ډيرول


« تاسو په غير د الله تعالى د ذکر نه زياتى خبرى مه کوى ځکه چه زياتى خبرى د انسان زړه سختوى »

٣١ډيرى اوبى احتياطه خبرى کول


« د قيامت په ورځ به ماته په تاسو کښى ډير مبغوض ترين او زما د مجلس نه ډير لرى انسان هغه وى چه زر زر او ډيرى زياتى او په تکبر او لوئى باندى خبرى کوى»

٣٢د الله تعالى د ذکرنه غافله کيدل


« نه کين يو قوم په يو داسى مجلس کښى چه نه پکښى د الله وکړى او نه پکښى په پيغمبر r باندى درود ووائى مګر وى په دغى مجلس باندى ملامتيا او افسوس که د الله تعالى خوښه شى نو عذاب به ورکړى او که خوښه ئى شى مغفرت به ورته وکړى »

٣٣د مسلمان په مصيبت باندى خوشحالى کول


«د خپل ورور په (مصيبت ) باندى د خوشحالۍ اظهار مه کوه هسى نه چه الله تعالى په هغى باندى رحم وکړى او تا په دغى مصيبت باندى مبتلا کړى» « چا چه خپل ورور ته په يو ګناه باندى پيغور ورکړه نو تر هغى پورى به ورته مرګ نه راځى چه تر څو ئى دغه ګناه نه وى کړى »

٣٤د مسلمانانو په منيځ کښى د يو بل سره مقاطعه کول


« د مسلمان لپاره جايز نه دى چه خپل ورور د درى ورځو نه زيات پريږدى » ، « که څوک خپل مسلمان ورور د يو کال په اندازه پريږدى نو داسى ده لکه د هغى وينه چه توى کړى ».

٣٥د ګناهونو ښکاره کول


« زما ټول امت د عافيت والا دى مګر هغه کسان چه خپل ګناهونه افشا او شکاره کوى ».

٣٦ناکاره اخلاق


« ناکاره اخلاق عملونه داسى بربادوى لکه سرکه (خل) چه شهد او ګبين خرابوى ».

3٧څوک چه هديه يا تحفه بيرته واپس کوى


رسول الله ص فرمائى : « هغه څوک چه هديه يا تحفه بيرته واپس اخلى نو مثال ئى د سپى دى چه قى کوى او بيا ئى بيرته خورى » ، « د يو سړى لپاره دا جايز نه دى چه يو شى هديه ورکړى او بيا ئى بير ته واپس اخلى »

٣٨په ګاونډى باندى ظلم کول


« که چيرته يو سړى د لسو ښځو سره زنا وکړى نو دا د ده په هکله کمه ګناه ده د دى نه چه د ګاونډى د ښځى سره زنا وکړى، او که چيرته د لسو کورونو نه غلا وکړى دا په دى باندى ډيره اسانه ده چه د ګاونډى د کور نه غلا وکړى ».

3٩پردو زنانه وو ته کتل


« په بنى ادم باندى په زنا کښى خپله برخه اخستل مقرر شوى، چه هغه به خامخا کوى، نو د سترګو زنا نظر دى، د غوږونو زنا اوريدل دى، او د ژبى زنا خبرى دى او دلاس زنا نيول دى،اود خپو زنا د قدمونو اخستل دى، او زړه د هغى خواهش او تمنا کوى اوشرمګاه د هغى يا تصديق کوى او يا ئى تکذيب کوى »

٤٠د پردي ( نامحرمى ) زنانه سره د يو سړى لاس لګول


«دا چه د يو سړى سر د اوسپنى په ستن او ميخ باندى ووهلى شى نو دا ورله د پردۍ زنانه سره د لاس لګولو نه ډير بهتر دى چه ديته د هغى مسه کول جايز نه وى » زه د پردو زنانو سره مصافحه نه کوم ( لاس ورسره نه لګوم )

٤١د بدل (مخۍ) نکاح


« رسول الله ص د بدل (مخۍ) نكاح نه منع کړى ده » او شغار يا بدل نكاح : ديته وائى چه يو سړى خپله لور چاته په نکاح سره ورکوى ليکن په دى شرط باندى چه هغه بل سړى به هم ده ته خپله لور په نکاح سره ورکوى، او په مينځ کښى ئى مهر نه وى مقرر کړى.

٤٢په مړى باندى په اوچت اواز ژړا کول


« چا باندى چه په اوچت اواز ژړا وشى نو هغه ته په ورځ د قيامت کښى په سبب د هغى ژړا باندى عذاب ورکول کيږى »،«رسول الله ص په اوچت اواز ژړاکونکى زنانه او د هغى په اوريدونکى دواړو باندى لعنت ويلى دى »

4٣په مخلوق باندى قسم کول


« چا چه د الله تعالى نه په غير په بل چا باندى قسم وکړه نو هغه کفر او يا شرک وکړه » ، « که څوک قسم کونکى وى نو په الله تعالى دى قسم وکړى او يا دى سکوت وکړى »

4٤په دروغه باندى قسم کول


« څوک چه قسم وکړى دى لپاره چه د مسلمان مال پرى قبضه کړى او هغه دروغجن وى نو الله تعالى سره به په داسى حال کښى ملاقات وکړى چه هغه به پرى غصه وى »

4٥په اخستلو او خرڅولو کښى قسم کول


« په خرڅولو کښى د ډيرو قسمونو نه ځان وساتۍ ځکه چه په قسم باندى مال ډير خرڅيږى ليکن بيا برکت ختموى » ، « قسم سودا خرڅوى او بيا برکت له منځه وړى »

4٦د کافرانو سره ځان مشابه کول


« څوک چه خپل ځان د کوم قوم سره مشابه کړى نو دا دهغوى نه دى »، « هغه سړى زمونږ د جملى نه نه دى چه خپل ځان د نورو خلکو سره مشابه کوى»

4٧په قبر باندى ابادى جوړول


« رسول الله ص د قبر د پخولو او په قبر باندى د کښيناستو نه او په قبر باندى د ابادى جوړولو نه منع کړى ده »

4٨دوکه او خيانت کول


« کله چه الله تعالى په ورځ د قيامت کښى مخکنى او روستنى مخلوقات راجمع کړى د هر دوکه باز لپاره به بيرغ اوچت کړى شى او وبه ويل شى : چه دا د فلانى د فلانى د زوىغدر او دوکه ده »

4٩په قبر باندى کښيناستل


« چه يو سړى په (ګرمو) سکروټو باندى کښينى او جامى ئى اوسوزى او پوستکى ته ئى اور ورسيږى دا ورله په قبر باندى د کښيناستو نه ډير غوره دى »

٥٠څوک چه دا خوښوى چه خلک ورته ودريږى


« څوک چه دا خوښوى چه خلک ورته (د راتلو په وخت کښى ) قيام وکړى نو د ځان لپاره ئى په جهنم کښى ځاى جوړ کړه »
٥١بغير د ضرورت نهسوال كول

« درى کسان دى چه زه د هغى په حق کښى قسم خورم او يو حديث درته بيانوم ياد يى کړۍ... يو بنده د سوال دروازه نه خلاصوى مګر الله تعالى ورته د فقر دروازه بيرته کړى » « څوک چه د مال د ډيرولو لپاره سوا کوى نو هغه په حقيقت کښى د سکروټوسوال کوى نو يا دى کم کړى او يا دى زيات کړى »

5٢په يوبل باندى نرخ زياتول


« رسول الله ص د دى نه منع کړى چه د ښار سړى (شهرى) د بانډچى (صحرائى) لپاره شى خرڅ کړى، او په يو بل باندى نرخونه مه زياتوئ ، او يو سړى دى د خپل ورور په خرڅولو باندى خرڅيدل نه کوى »

5٣په جمات کښى د ورک شوى څيز اعلان کول


« چا چه د يو سړى نه د ورک شوى څيز په هکله اعلان واوريده نو هغه ته دى ووائى : چه الله تعالى دى تا ته دغه شى پيدا نه کړى، ځکه چه جماتونه د دغى لپاره نه دى جوړ شوى »

٥٤شيطان ته کنځلى کول


« شيطان ته کنځلى مه کوۍ ليکن د شر نه ئى پناه وغواړۍ » « يو صحابى فرمائى : زه د رسول الله r سره سپور وم نو د هغى سورلۍ وخويدله نو ما وويل : شيطان دى هلاک شى ، نو رسول الله r وفرمايل : داسى مه وايه چه شيطان دى هلاک شى ، ځکه که ته داسى ووائى نو هغه په دى سره لويى وګرځى تر دى چه د يو کور قدرى شى ، او وائى : دا زما په قوت سره ( حاصل شو) ليکن بسم الله ووايه ، ځکه که ته دا ووائى نو هغه ډير کوچنى او ذليل شى تردى چه د مچ قدرى شى » د (تعس) معنى ده هلاک دى شى ، او چا ويلى : چه ودى غورځيږى ، او چا ويلى چه ودى خويږى ، او چا ويلى : چه هميشه دى په شر باندى مبتلا وى .

٥٥تبى ته کنځلى کول


« تبى ته کنځل مه کوه ځکه چه تبى د بنى ادمو ګناهونه داسى ختموى لکه څرنګ چه د بادو بنۍ د اوسپنى زنګونه ختموى ».

5٦څوک چه ګمراهۍ ته خلک رابلى


« څوک چه ګمراهۍ ته بلنه کوى په ده باندى به د ده د تابعدارو د ګناهونو په اندازه ګناه بار وى او دا به د هغوى د ګناهونو نه څه شى نه کموى »

5٧د اوبو په څکلو کښى ځنى منکرات


« رسول الله ص د ګوډى او يا د غړکۍ د خولى نه اوبه څكل منع کړى دى» « رسول الله ص د اودريدو په حالت کښى د اوبو د څكلو نه منع کړى ده »

5٨د سرو او سپينو زرو په لوښو کښى اوبه څكل


« تاسو د سرو او سپينو زر و په لوښو کښى اوبه مه څښئ، او وريښم مه اغوندئ ځکه چه دغه شيان په دنيا کښى د هغوى (کافرانو) لپاره دى او ستاسو لپاره په اخرت کښى دى »

5٩په ګس لاس باندى اوبه څكل


« په تاسو کښى دى يو کس په چپ لاس خوراک نه کوى او نه دى پرى اوبه څښى ځکه چه شيطان په چپ لاس خوراک کوى او په چپ لاس اوبه څښى»

٦٠د صله رحمى قطع کونکى


« صله رحمى ختمونکى جنت ته نه شى ننوتلاى ».

6١په نبى ص باندى درود نه ويل


« د هغه سړى پوزه دى په خاورو ککړه شى چه زه د هغه په مخکښى ذکر شم او درود راباندى ونه وائى »، «بخيل هغه انسان دى چه زه د هغه په مخکښى ذکر شم او درود راباندى ونه وائى »

62د سپو ساتل


« چا چه بغير د ښکار او د مالونو د څوکيدارۍ لپاره نور سپى وساتل نو هره ورځ به ئى دوه قيراطه اجراو ثواب کميږى ». قيراط: د احد د غره په اندازه ثواب ته ويلى کيږى »

63حيواناتو ته ضرر رسول


« يوه ښځه د پشو په وجه جهنم ته ننوتله چه هغه ئى تړلى وه تر دى چه مړه شوه »، « تاسو هغه شى چه روح پکښى وى په نښه کوئ مه »

٦٤د څاروو په غاړه کى زنګ (جرس) اچول


« ملايکى د هغى قافلى سره نه ملګرى کيږى چه په هغى کښى سپى او يا زنګ وى ».
٦٥فاسق او ګناهګار ته چه کله نعمتونه ورکړى شى
« کله چه د وليده چه الله تعالى يو ګناهګار او فاسق انسان ته سره د ګناهونو هغه نعمتونه ورکول چه خوښ ئى وى ، نو دغه بيا استدراج ( درجه په درجه ګرفتارول ) دى او بيا ئى دا ايات ولوسته : ]ﯸ ﯹ ﯺ ﯻ ﯼ ﯽ ﯾ ﯿ ﰀ ﰁ ﰂ ﰃ ﰄ ﰅ ﰆ ﰇ ﰈ ﰉ ﰊ ﰋ[
پس هر کله چه هير کړه دوى هغه خبره چه بيان شوى وه دويته نو راپرانستلى مونږ په دوى باندى دروازى د هر څه تر هغى پورى چه دوى خوشحاله شوه په هغى څه چه دويته ورکړى شوى ؤ نو اونيول مونږ دوى لره ناګاه نو په دغى وخت کښى دوى نا اميده ؤ (د هر خير نه ) ».

6٦د دنيا سره محبت كول


« دهغه چا چه مقصد او هدف دنيا وى نو الله تعالى به ورله فقر او غريبى د سترګو په وړاندى ورته وګرځوى، ډله او جماعت به ورله ختم کړى او صرف هغه دنيا به ورله په لاس ورشى چه الله تعالى ورله مقرر کړى ده »


هذه الاسئلة اضافية


من رقم (١) الى رقم (٩) اسئلة مهمة جدا يا حبذا لو تطبع
١په عمل کښى ريا کارى کول

« الله تعالى فرمائلى دى: زه د شريکانو د شرک نه بى پروا يم چا چه داسى عمل وکړه چه په هغى کښى ئى زما سره بل څوک شريک کړه نو زه به هغه پريږدم او د هغه شرک هم »
2رياکارى او شهرت

« څوک چه شهرت غواړى نو الله تعالى به ئى په (قيامت) کښى رسواکړى، او څوک چه رياکارى کوى نو الله تعالى به ئى په ( قيامت) کښى پټ رازونه ښکاره کړى ».

٣هغه ښځه چه جعلى (مصنوعى) ويښته نښلوى، اويا هغه ښځه چه د بل چا نه د ويښتو د نښلولو طلب کوى

« الله تعالى دى لعنت وکړى په هغه ښځه چه ويښته نښلوى، او يا ئى د بل چا نه د نښلولو طلب کوى، او يا خالونه لگوى او يا د بل چا نه د خالونو لگولو طلب کوى »

٤څوک چه د بل جنس سره ځان مشابه کوى


« رسول الله ص په هغه زنانه و باندى لعنت ويلى دى چه خپل ځان د نارينه و سره مشابه کوى، او په هغى نارينه و باندى ئى لعنت ويلى دى چه خپل ځان د زنانه و سره مشابه کوى »

٥د دنيا لپاره علم کول


« څوک چه علم کوى داسى علم چه هغه د الله تعالى د رضا لپاره په کار وى ، مګر هغه ئى د دنيا د حاصلولو لپاره کوى نو دغه انسان به په ورځ د قيامت کښى د جنت بوى هم نه مومى »

٦د پردۍ زنانه سره ځانله کيدل


« په تاسو کښى يو کس د پردۍ زنانه سره نه ځانله کيږى (خلوت نه كوى) مګر دريم به ئى شيطان وى »

٧د ولى د اجازت نه بغير د ښځى لپاره نکاح کول


« هره ښځه چه د ولى د اجازت نه بغير نکاح وکړى نو نکاح ئى باطله ده، نکاح ئى باطله ده، نکاح ئى باطله ده »

٨د محرم نه په غير د ښځى سفر


« د يوى ښځى لپاره چه په الله او په ورځ د قيامت باندى ايمان لرى دا جايز نه دى چه ديوى ورځى په اندازه سفر وکړى مګر د خپل محرم سره »

٩په مړى باندى غمرازى (ماتم) کول


« د يوى ښځى لپاره چه په الله تعالى او په ورځ د قيامت ايمان لرى دا جايز نه دى چه په يو مړى باندى د درى ورځو نه زيات غمرازى (ماتم) وکړى مګر په خپل خاوند باندى »
([1]) نظر: د شيطان ضرر دى چه انسان ته د صفت او تعجب کولو له امله رسيږى ، چه کله ورسره د الله تعالى ذکر درود نه وى او په دى باندى دا حديث دليل دى (العين حق) البخاري يعنى نظر حق دى ، او په بل روايت کښى راغلى چه شيطان اود بنى ادم حسد ورته حاضريږى) رواه أحمد وصححه الهيثمي وله شواهد، او نظر نه په عين سره تعبير شوى : ځکه چه دا نظر كولو وسيله ده ، او داسى نده چى همدا سترګى په خپله ضرر رسولى شى، ځکه چه کله د ړوند انسان نظر هم لګيږى.
([2]) السحر: دا په غوټو، دمونو او خبرو سره وى ، او يا داسى عمل وى چه د مسحور انسان په بدن زړه او يا د هغى په عقل باندى فورا تاثير کوى ، او سحر حقيقت لرى ، څه قسم داسى سحر دى چه انسان وژنى ، ځنى ئى د مرض سبب ګرځى ، او ځنى ئى انسان د جماع کولو نه بندوى ، آو ځنى ئى د خاوند او ښځى په منځ کښى جداوالى راولى ، ځنى شرک او کفر دى ، او ځنى ئى ګناه کبيره ده.
[M1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/editpost.php?do=editpost&p=107193#_msoanchor_1)