أبو زكريا
_16 _June _2013هـ الموافق 16-06-2013م, 08:57 PM
د حج او عمرى احکام
په ټول عمرکښى يو ځل حج او عمره کول فرض دى.
او د فرضيت شرطونه يى په ﻻندى ډول دى.
1) اسلام.
2) عقل.
3) بلوغ.
4) ازادى.
5) دﻻرى د سورلى او توښى طاقت.
6) او دښځى لپاره شپږم شرط دميړه يا محرم موجوديت دى، او محرم هغه چاته ويلى کيږى، چه ټول عمر ورسره نکاح جائز نه وى، او که په غير د محرم نه حج وکړى حجيىصحيح دى ليکن سره د ګناه نه، اوکه څوک د حج او عمرى په ادا کولو کښى نقصان او کوتاهى وکړى، اومړ شى (اوحج ونه کړى)، نو د هغه دمال نه به د حج اوعمرى لپاره نفقه جدا کړى، اوبل څوک به ورله په هغى باندى حج اوعمره کوى، د کافر اوليونى حج اوعمره صحيح نه ده، اود مرئى اوماشوم حج صحيح دى، ليکن په فرضى حج کښى نه حسابيږى او د هغه چا حج صحيح دى چه طاقتيىنه وى، او که څوک د بل چا نه حج وکړى اوپه خپلهيىحج نه وى کړى نودغه حجيىد خپل ځان نه حسابيږى.
د حج او عمرى احکام
د احرام مسايل :
څوک چه د احرام اراده وکړى، د هغه لپاره مستحب دى، چه غسل وکړى، او خپل ځان صفا او خوشبويه کړى، او سپين لنگ او څادربه واغوندى، اوبيابه د لمانځه نهوروسته د حج يا دعمرى او يا د دواړو نيت وکړى، اوداسى به وائى: لبيك اللهم عمرة، أو حجًا، أو حجًا وعمرة.
ترجمه : اى الله زما دعمرى او يا د حج اويا د عمرى اوحج دواړو اراده ده، که چيرته ويريده نو دا شرط به ذکر کړى :فإنحبسني حابس فمَحِلّيْ حيث حبستني. ترجمه : که چيرته دڅه مانع په وجه بند شوم، نوزما د حلاليدو ځاى به همدغه د بند يدو ځاى وى.
او مسلمان په درى قسمه حجونو کښى اختيارمند دى :
تمتع، قران، او افراد، او غوره په کښى تمتع دى.
او حج تمتع ديته وائى: چه اول د حج په مياشتو کښى دعمرى نيت وکړى، او بيا د هغى نه ځان حلال کړى او بيا د ذوالحجى په اتم تاريخ باندى دحج نيت وکړى.
او حج افراد هغى ته وائى: چه د ميقات نه صرف د حج نيت وکړى.
او حج قران هغى ته وائى: چه د ميقات نه د حج او عمرى دواړو نيت وکړى، او هرکله چه د حج اراده کونکى په سورلۍ باندى برابر شى، نو لبيك به و وائى: لبيك اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك، إن الحمد والنعمة لك والملك، لا شريكلك. ترجمه :اى الله زه ستا حكم مَنَلو ته تيار يم، تا لره شريك نشته، زه ستا حكم مَنَلو ته تيار يم، په رښتيا سره چي ټوله ستاينه او د نعمت (شكر) او پادشاهي تا لره دي، تا لره شريك نشته.
او په ټوله ﻻر د لبيك ويل مستحب دى، او د نارينه لپاره مستحب دا دى چه په اوچت اواز به لبيك ووائى.
د احرام په حالت کښى ممنوع او ناروا کارونه :
1) د ويښتو خرول او تراشل.
2) د نوکونو غوڅول.
3) د نارينه لپاره د گنډلو جامو اغوستل. مگر په هغه وخت کښى چه لنگ ورته پيدا نشى، نو بيا پرتوگ اغوستلى شى او که پيزار ورته پيدا نه شى نو بيا موزى په ښپوکولى شى او دبجلكو لاندي نه به يى پريكوى، اوپه دغه وخت کښى پرى بيا فديه نه ﻻزميږى.
4) دنارينه لپاره د سر پټول.
5) په جامو او يا په بدن باندى د خوشبوئى اوعطرو لگول.
6) په ځنګل او وچه کښى د يو وحشى او حلال حيوان ښکار کول.
7) د نکاح تړل، دا کار حرام دى ليکن فديه پکښى نشته.
8)د شهوت د وجه نه د ښځى سره په غير د شرمګاه نه مباشرت او لوبى کول، او د هغى فديه ګډ حلالول، او يا درى ورځى روژه نيول، او يا شپږو مسکينانو ته طعام ورکول دى.
٩) جماع کول، که چيرته د اول ځل د حلاليدونه مخکى وى، نوحجيىفاسد دى، ليکن د حج مراسم به پوره کوى، او راروان کال به د دغى حج قضائى راوړى، او د جرمانى په طور به اوښ حلالوى، او د مکى په مسکينانو به يى تقسيم کړى.
او که چيرته د اول ځل د حلاليدو نهوروسته جماع (کوروالى) وکړى نو حج يى فاسد نه دى ليکن يو اوښ به حلالوى،
او که چيرته په عمره کښى جماع وکړى نوعمره يى باطله شوه او په ده باندى ګډ لازم شو او د عمرى قضائى به راوړى،
حج او عمره په غير د جماع نه په نورو شيانو باندى نه فاسديږى
، او زنانه دنارينه په شان ده مگر د زنانه احرام په مخ کښى دى، او همداراز زنانه گنډلى جامى اغوستلى شى، ليکن برقه، نقاب او دست کشى يعنى دستانى به نه اغوندى.
د فديى مسائل :
فديه په دوه قسمه ده :
١) هغه فديه چه هغى كى ترتيب لازم نه دى، لکه د ويښتو خرول خوشبوئى استعمالول، د نوکونوپرى کول، د سر پټول، او يا د نارينه لپاره د جامواغوستل، نو د ده لپاره پدى صورت کښى په مابين د دريو شيانو کښى اختيار دى: درى ورځى روژه نيول، يا شپږو مسکينانو ته طعام (خواړه) ورکول، چه مقداريىيو نيم کيلو طعام دى، او يا د گډ (پسه) حلالول.
او د ښکار قتلولو په بدل کښى به د کورنى څاروو نه دهغه په شان څاروى ورکوى، په دى شرط چه مثل ولرى، او هغى سره ورته او مشابه وى، او که چيرته ورله مثل نهوو، نو بيا به دهغى ښکارشوى حيوان قيمت ورکوى، چه انصاف دار كس به دهغى اندازه لگوى.
٢) هغه فديه چه په هغى کښى ترتيب ﻻزم دى، لکه د متمتع او قارن حاجى حال شوه، ځکه چه په دوى باندى د گډ ذبحه کول ﻻزم دى، که چيرته گډ پيدا نه کړى، نوبيا به د حج په ورځو کښى درى ورځى روژى نيسى، او اوه ورځى چه کله کورته واپس شى، او د جماع کولو فديه اوښ دى، ليکن که اوښ پيدا نکړى نوبيا به د متمتع حاجى په شان روژه نيسى، د ويښتو اود نوکونوغوڅول، او ښکار کول، که په نسيان يعنى په هيره سره وى، او که قصدا وى، دواړه برابر دى، او نور محظورات د احرام چه کله په هيره سره وى، نو په هغى کښى فديه نشته، فديى گډ او دفديى طعام (خواړه) به يوازى د حرم په مسکينانو تقسيميږى.
مکى ته د ننوتلو آداب :
چه کله يو حاجى بيت الله شريف ته داخل شو نو د جمات د ننوتلو دعاء به ووائى، که چيرته عمره کونکى وو نو د عمرى په طواف باندى به شروع وکړى، اوکه د حج افراد او يا د حج قران نيتيىکړى وى، نو بيا به په طواف قدوم باندى شروع وکړى، او اضطباع به وکړى، يعنى ښى اوږه به ښکاره کړى او چپه اوږه به پټه کړى، او د حجراسود نه به طواف شروع کړى، او که چا ته د ضرر رسيدلو خطره نه وى نو ﻻس به پرى کيږدى او ښکل بهيىکړى، او (بسم الله والله اکبر) به ووائى، او په هر چکر کښى به داسى عمل کوى، او بيت الله به چپ طرف ته وګرځوى او اوه طوافه به وکړى، اوکه چيرته امکان وى نو په اولنى درى طوافونو کښى به په نژدى گامونو سره تيز تيز ځى، او په نورو کښى به په دمه دمه (ورو ورو) ځى، او کله چه رکن يمانى ته ورسيږى نوهغه به په ﻻس باندى مسحه کوى او الله اکبر به وائى، او د رکن يمانى او حجر اسود په مابين کښى به ( ربنا آتنا في الدنيا حسنة وفي الآخرة حسنة وقنا عذاب النار) وائي.
ترجمه : اى زموږ پروردگاره، موږ ته په دنيا كي توفيق دنيكى راكړى، او په اّخرت كي ثواب دنيكى راكړى، او د دوږخ له عذاب نه مو وساتى.
اوپه نورو طوافونو کښىيىچه کومه دعاء خوښه وى هغه ويلى شى، او بيا به په مقام ابراهيم کښى دوه رکعته لمونځ وکړى، که چيرته ځاى وى، په اول رکعت کښى به ( قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ) ووائى، او په دوهم رکعت کښى به ( ُقلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) ووائى، او بيا به د زمزم اوبه وڅښى، بيا به د حجر اسود ښکلولو لپاره دوباره راشى که امکانوو او د ملتزم (د حجر اسود او د دروازى په منځ) کښى به دعاء وکړى، بيا به د صفاء غونډۍ ته وخيژى او دا ايت به ووائى: ﱹﮅﮆﮇﮈﮉﮊﮋﮌﮍﮎﮏﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕﮖﮗﮘﮙﮚﮛﮜﮝﮞﱸسورةالبقرة 158.
ترجمه : بيشكه چي صفا او مروه د الله له نخښو څخه دي، نو هر هغه څوك چي د الله دكور حج وكړي يا عمره وكړي پر هغه باندي كومه گناه نشته چي په د غو دواړو كى سعيه وكړي، او هغه كسان چي په خپله خوښه څه ښه كار وكړي نو بيشكه چي الله شكر قبلوونكى او ښه پوه دى.
او بيا به (الله اکبر) او (لا اله الا الله) ووائى، ﻻسونه به اوچت کړى، قبلى ته به مخامخ اودريږى، اودعا به اوکړى، اوکله چه شنو (زرغونو) څراغونو (راډونو) ته ورسيږى نو د هغى په مينځ کښى به په نژدى گامونو سره تيز تيز ځى، اوهرکله چه مروهته ورسيږى نو هلته به هم د صفا په څيرعمل کوى، بيا به د صفا په طرف روان شى، په دمه به ځى او کله چه شنو (زرغونو) نښو يا څراغونو ته ورسيږى، نوهلته به په نژدى گامونو سره تيز تيز ځى، په دغه طريقه به اوه ځلى (كرتى) ځى راځى، اوبيا به ويښته کم کړى او يا بهيىوخروى او خروليىغوره دى مګر د حج تمتع په عمره کښى کمول غوره دى ځکه چه د هغى نه بهوروسته بيا حج کوى، اودمفرد اوقارن حاجى لپاره د ويښتواغستل (كمول) جايز نه دى، ترڅو پورى چهيىداختر په ورځ لوى شيطان (جمرة العقبة) نه وى ويشتلى، او زنانه هم د نارينه په شان ده دحج په مراسموکښى، مگرپه طواف اوسعى کښى به منډى نه وهى.
دحج شرعي طريقه :
کله چه د (د ذوالحجى اتمه) ورځ شى چه هغى ته د ترويه ورځ وائى نو هغه څوک چه ځانيىحلال کړى وى د خپل ځاى نه به نيت وکړى، او د منى په طرف به روان شى، نهمه شپه به په منى کښى وکړى، کله چه لمر راوخيژى نو عرفات ته به ﻻړشى، کله چه زوال وشى نو د ماسپښين او مازديگر لمونځونه به په يو ځاى او په قصر سره کوى، او عرفات ټول موقف يعنى د اودريدو ځاى دى، مگر (وادى عرنه نومى ځاى) دعرفات نه بهر دى، او لا إله إلا الله وحده لا شريك لـه، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير، به ډير وائى.
ترجمه : بيله يو الله نه بل دعبادت وړ معبود نشته، په داسى حال کښى چه يو دى شريك نه لرى، خاص هغه لره بادشاهى ده، او هغه لره غوره ستاينه ده، او هغه په هرڅه قادر دى.
او د لمر د پناه کيدو پورى به په دعاء، توبه او عبادت کښى کوښښ او زيار باسى، او بيا به د مزدلفى په لورپه وقار او سکون سره روان شى او لبيك (تلبيه) به وائى، او کله چه مزدلفى ته ورسيږى نو هلته به د ماښام او ماخوستن لمونځونه په يو ځاى او قصر سره وکړى، او بيا به په مزدلفه کښى شپه وکړى، او د سحر لمونځ به وکړى، او درڼا کيدو پورى به دعاگانى کوى، بيا به د منى طرف ته روان شى، کله چه وادى محسر ته ورسيږى که طاقتيىوو نو په منډه به ځى، کله چه منى ته ورسيږى نو لوى شيطان (جمرة العقبة) به په اوو کاڼو ولى، چه د نخود د دانى په مقداروى، او د ويشتلو په وخت کښى به دهر کاڼى سره الله اکبر وائى او لاس به د ويشتلو په وخت کښى اوچتوى، او په حوض کښى دكاڼى غورځيدل شرط دىاگر که عمود يعنى ستن نه وى لگيدلى، او د جمرى په ويشتلو باندى به د لبيك ويل بند کړى، او بيا به قربانى وکړى، او بيا به ويښته وخروى، او يا بهيىکم کړى، ليکن خرول غوره دى، او دشيطان په ويشتلو او د ويښتو په خريولو (تراشلو) باندى هرشى ده ته حلال شو چه د احرام په وجه ورباندى بند شوىوو، مگر زنانه ورباندى حرامه ده، او دى ته اول حلاليدل وائى. بيا به مکى ته ځى، او طواف زيارت به کوى، او دا هغه فرضى طواف دى چه حج پرى پوره کيږى، بيا به د صفا او مروهپه مينځ کښى سعى کوى که چيرته حاجى متمتع وى او يايىد طواف قدوم سره سعى نه وى کړى. او په فرضى طواف ورته هر څه حلال شوه تردى چه زنانه ورته هم حلاله شوه، او ديته دوهم حلاليدل وائى. بيا به منى ته واپس ﻻړشى او هلته د دغى شپو تيرول فرض دى، او هره ورځ به د زوال نهوروسته جمرات يعنى شيطانان په کاڼو (تيگو) ولى، چه د وړى جمرى (اول شيطان) نه به شروع کوى، او په اوو کاڼو بهيىولى، او بيا به لږ مخکى شى قبلى ته به مخ کړى، او دعاء به کوى، او بيا به درميانه جمرى (دوهم شيطان) ته راشى هغه به هم په دغى طريقى سره وولى، او بيا به دعا کوى، بيا بهلويه جمره (دريم شيطان) ولى، او په دغه ځاى کښى به د دعاء لپاره نه ودريږى، بيا به په دوهمه ورځ هم په دغه ترتيب سره شيطانان وولى، بيا که غواړى چه تلوار (تعجيل) وکړى، نو د دوولسمى ورځ دلمر پريوتونه مخکى بايد د منى د حدودو نه ووځى، او که چيرته په ده باندى د منى په حدودو کښى ماښام شى، نو بيا په ده باندى په منى کښى شپه تيرول او په ديارلسم تاريخ باندى دشيطانانو ويشتل فرض دى، ليکن که چيرته ده د منى نه د وتلو اراده کړى وى ليکن د بيروبار له وجى په منى کښى حصار شى نوڅه پروا نه کوى، اگر که د ماښام نهوروسته ووځى. او په حج قران او افراد کښى کوم فرق نشته ليکن په حج قران او تمتع کښى قربانى کول ﻻزم دى، او په افراد کښى نشته او کله چه د مکى نه دوتلو اراده وکړى، نو بيا به طواف وداع کوى، مگر په حائضه او نفاس واله زنانه باندى طواف وداع نشته، او که يو انسان طواف وداع وکړى ليکنوروسته بيا د تجارت په خاطر حصارشى نو دوباره به بل طواف وداع کوى او که څوک په غير د طواف قدوم نه د مکى نه ووځى که نږدىوو نو بيرته دى واپس شى او که جدا وى نو بيا پرى دم فرض شوه.
دحج فرضونه څلور دى :
١) احرام يعنى د حج په مراسمو کښى د داخليدو نيت او اراده.
٢) په عرفات باندى ودريد ل.
٣) طواف زيارت.
٤) د صفا او مروهپه مينځ کښى سعى کول.
دحج واجبات اوه دي :
١) د ميقات نه احرام تړل يعنى نيت کول.
٢) تر ماښامه پورى دعرفات په ميدان کښى ودريدل
.٣) په مزدلفه کښى شپه تيرول.
٤) په منى کښى د تشريق دورځو شپى تيرول.
٥) دجمراتو ويشتل.
٦) دويښتو خرييل (تراشل) او لنډول
. ٧) د رخصتى طواف کول.
دعمرى فرضونه درى دى :
1) احرام يعنى نيت کول.
2) طواف
3) سعى کول.
دعمري واجبات دوه دى :
1) د ميقات نه احرام او نيت کول.
2) د ويښتو خرييل (تراشل) او يا کمول.
که څوک رکن او فرضى حکم ترک کړى، ترڅوپورى چه د هغى قضائى اداء نه کړى نو حجيىناقص دى، او که څوک فرض پريږدى نو قربانى او دم پرى ﻻزميږى، او که څوک سنت پريږدى نوهيڅ پرى نشته.
د طواف د صحيح کيدو شرطونه ديارلس دى :
١)اسلام
٢) عقل.
٣) معين او خاص نيت.
٤)د طواف د وخت داخليدل.
٥)د توان او قدرت په اندازه د عورت پټول.
٦)طهارت او پاکى، ليکن ماشوم ترى مستثنى دى.
٧) په يقين سره د اوو طوافونو پوره کول.
٨)کعبه چپ طرف ته ګرځول.
٩)په تلو کښىنه واپس کيدل.
١٠) د طاقت لرونکى انسان لپاره پياده تلل
. ١١)پرله پسى طواف کول.
١٢) د مسجد حرام په منځ کښى طواف کول.
١٣) د حجر اسود نه د طواف شروع کول.
د طواف سنتونه :
د حجر اسود ښکلول ، د هغى په خوا کښى الله اکبر ويل، په لاس باندى د رکن يمانى مسه کول، په خپلو مناسبو وختونو کښى د ښى اوږى ښکاره کول، تيز تلل او يا په دمه تلل، د طواف په دوران کښى دعاء او د الله تعالى ذکر کول، کعبى ته نږدى ګرځيدل، او په مقام ابراهيم کښى د طواف نهوروسته دوه رکعته لمونځ کول.
د صفا او مروه د سعى شرطونه نهه دى :
١)اسلام
٢) عقل.
٣) نيت کول.
٤) پرله پسى سعى کول.
٥)د طاقت لرونکى انسان لپاره پياده تلل.
٦) اوه کرتى (ځلى) تلل او راتلل
.٧) د صفا او مروهټول حدود راګيرول.
٨) د صحيح طواف نه ئىوروسته کول.
٩) د صفا نهيىشروع کول او په مروهيىختمول.
دسعى سنتونه
: د بى اودسۍ او د نور خباثت نه طهارت حاصلول، د عورت پټول، د سعى په دوران کښى دعاء او ذکر کول، په خپل مناسب وخت سره تيز او په دمه تلل، په صفا او مروه باندى ختل، په طواف پسى متصل سعى کول.
پاملرنه : غوره دا ده چه په خپله معينه ورځ کښى شيطانان وويشتلى شى، ليکن که چيرته د يوى ورځى جمرات بلى ورځى تهوروسته کړى شى، او يا ټول جمرات د تشريق اخيرى ورځ تهوروسته کړى شى نو صحيح کيږى.
قربانى : سنت مؤکد ده، کله چه د ذى الحجه مياشت شروع شى نو د قربانۍ کونکى لپاره په دغى لسو ورځو کښى د نوکونو او يا د ويښتو غوڅول جايز نه دى.
عقيقه : سنت ده د هلک نه به دوه ګډين مالونه (پسونه) حلاليږى، او د جنۍ نه به يو حلاليږى، او عقيقه به په اومه ورځ کيږى، او په اومه ورځ باندى د هلک د سر خرول او بيا د دغى ويښتو په مقدار سپين زر صدقه کول سنت دى، او په اومه ورځ به ورته نوم ږدى، او الله تعالى ته غوره نومونه عبدالله او عبدالرحمن دى، او په عبد النبى او عبد الرسول باندى نوم ايښودل حرام دى، او که چيرته د عقيقى او د قربانۍ وخت برابر شى نو ددواړو لپاره يو مال حلالول كافى دى.
*څوک چه د نبى ص جمات ته داخل شىنو اول به دوه رکعته تحية المسجد لمونځ کوى، بيا به د نبى ص قبر ته راشى د هغى مخ ته به مخامخ ودريږى او سلام به پرى وکړى: السلام عليك يا رسول اللهاو که په سلام ويلو كى زيادت وکړى نو ډيره به ښه وى، بيا به ښى طرف ته د يو متر په اندازه وړاندى شى او داسى به وائى: السلام عليك يا أبا بكر الصديق ،السلام عليك يا عمر الفاروق.
سلام دى وى په تا باندى اى ابوبکر صديق، او سلامتيا دى وى په تا باندى اى عمر فاروقه. اى الله دى دواړو ته د نبى ص او د اسلام په عوض کښى ښايسته بدله ورکړى، بيا به قبلى ته مخ کړى او حجره به چپ لاس ته وګرځوى او دعا به وکړى
ګناه : په يو څو شيانو باندى ختميږى: په ريشتينى توبى سره، په استغفار سره، په نيکو عملونو باندى، او يا د يو مصيبت په مبتلا کيدو سره، د مؤمنانو په دعا سره، په صدقى سره، درسول اللهص په شفاعت سره، که چيرته څه ګناهونه پاتى شى او الله تعالى ورته مغفرت ونه کړى نو هغه ته به د قبراو يا د قيامت په عذاب سره سزا ورکړى شى تر دى چه د ګناهونو نه پاک شى، بيا به جنت ته ننوځى که په توحيد باندى وفات شوى وى، او که په شرک کفر او يا په نفاق باندى مړ شوى وى نو په جهنم کښى به هميشه لپاره اوسيږى .
او ګناهونه ډير اثرات لرى، د انسان په زړه باندى يى اثر دا دى ، چه وحشت تورتم، ذلت رسوائى، او بيمارى پيدا کوى، او دالله تعالى نه انسان جدا کوى. او په دين باندىيىتاثير دا دى، چه انسان د نيک عمل نه محرومه کوى، او د نبىص ملايکو او د مؤمنانود دعا نه انسان محرومه کوى، او په رزق باندىيىاثر دادى، چه رزق نه انسان محروموى، برکتونه او نعمتونه له منځه وړى. او په فرد اوشخص باندى يى دا اثر دى، چه په عمر کښى برکت ختموى، او د انسان ژوند تنگوى، او په کارونو کښى به ورته مشکلات او تکليف پيښبږى.
او په عملونو باندى دا اثر کوى چه قبليږى به نه، او په معاشره او ټولنه باندىيىدا اثر دى، چه امن به له منځه لاړ شى، قيمتى به راشى، دوشمنان به خلكو مسلط شى، باران به نه کيږى، او داسى نور اثرات. فايده : ابن الجوزى / فرمائى : دا ډيره لويه سزا ده چه انسان د سزا او عقاب هيڅ احساس نه کوى، او ډيره سخته سزا بيا دا ده چه انسان په هغه څه باندى خوشحاله شى چه الله تعالى ورته د عقوبت په طور ورکړى وى، لکه په حرام مال، او يا د ګناه په کولو باندى خوشحالى کول.
غمونه او پريشانى : د زړه خوشحالى او د غمونو لرى کيدل د هر چا اساسى هدف دى، او په دى سره ښايسته ژوند حاصليږى، او د دغى مقصد د حاصلولو لپاره دينى طبيعى او عملى اسباب دى چه په غير د مؤمنانو نه چا ته نه شى حاصليدى، چه ځنىيىپه لاندى ډول دى :
و ١) په الله تعالى باندى ايمان.
٢)د الله تعالى د حکمونو عملى کول او د نارواوو نه ځان ساتل.
٣) د مخلوق سره په وينا، عمل او نيکو کارونو کښى احسان کول
. ٤) په کارونو او فايده مندو دينى او دنيوى علمونو باندى ځان مشغولول.
٥) په راروانو او تيرشوو کارونو کښى سوچ نه کول بلکه په روزمره کارونو کښى خپل ځان مصروفول.
٦) په کثرت سره د الله تعالى ذکر کول.
٧) د الله تعالى د باطنى او ښکاره نعمتونو يادول.
٨) د دنيا په کارونو کښى هغه چا ته کتل چه زمونږ نه په مرتبه کښى کم وى او هغه چاته به نظر نه کوو چه زمونږ نه په دنيا کښى غوره وى.
٩) د هغى اسبابو له منځه وړل چه غمونه راجلبوى، او د داسى اسبابو حاصلول چه خوشحالى راجلبوى.
١٠) الله تعالى ته په هغى دعاء ګانو باندى پناه وړل چه نبى ص به پرى د خپل رب نه د غمونو په ختمولو کښى مدد غوښته لکه څرنګه چه نبى ص فرمائى کله چه چاته غم او پريشانى ورسيږى او دا دعاء ووائى نو الله تعالى به يى غم او پريشانى ختمه کړى او خوشحالى به ورله نصيب کړى : « اللَّهُمَّ إِنِّي عَبْدُكَ وَابْنُ عَبْدِكَ وَابْنُ أَمَتِكَ نَاصِيَتِي بِيَدِكَ مَاضٍ فِيَّ حُكْمُكَ عَدْلٌ فِيَّ قَضَاؤُكَ أَسْأَلُكَ بِكُلِّ اسْمٍ هُوَ لَكَ سَمَّيْتَ بِهِ نَفْسَكَ أَوْ عَلَّمْتَهُ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ أَوْ أَنْزَلْتَهُ فِي كِتَابِكَ أَوْ اسْتَأْثَرْتَ بِهِ فِي عِلْمِ الْغَيْبِ عِنْدَكَ أَنْ تَجْعَلَ الْقُرْآنَ رَبِيعَ قَلْبِي وَنُورَ صَدْرِي وَجِلاءَ حُزْنِي وَذَهَابَ هَمِّي. »أحمد.
ترجمه : الهي! زه ستا بنده يم، ستا د بنده زوى يم، ستا د وينځى زوى يم، زما تندى ستا په لاس كي دى، ستا حکم پر ما جارى دى، ستا فيصله زما په حق کښى د عدل ده، ستا په ټولو هغه نومونو سره له تا نه سوال کوم، چه تا پرى خپل ځان نومولى دى، او يا دى په خپل کتاب کښى نازل کړى دى، او يا دى په خپل مخلوق کښى چاته ښودلى دى، او يا دى په خپل غيبى علم کښى له ځان سره ساتلى دى، (پدي ټولو در نه سوال كوم) چه ته قران زما د زړه پسرلى، اود سينى رڼا، او د غمونو ورکونکى اود پريشانيو ختمونکى وګرځوى.
فائده :ابراهيم الخواص / فرمائى : په پنځو شيانو سره د زړه علاج کيږى، په تدبر او سوچ سره د قرآن کريم تلاوت، د خيټى خالى کول، د شپى عبادت (قيام الليل)، د چربانګى (دسهار كيدو) په وخت کښى الله ته تضرع کول، او د نيکانو خلکو سره کيناستل.
د قرآن کريم تلاوت :کله چه دقرآن قارى ته دخپل حفظ او ياد نه تلاوت كولو كى تدبر سوچ او د زړه توجه لدى نه زياته وى چه قرآن دمصحف درويه تلاوت كړى، نو بيا د ده لپاره د حفظ نه تلاوت غوره دى، او که چيرته دواړه برابر وى نو بيا ورله د مصحف نه تلاوت غوره دى.
فائده : د الله ذکر که په لمانځه کښى وى او که د لمانځه نه بهر وى تر هغه پورى ورله اعتبار نشته چه تر څو پورى پرى تلفظ ونه کړى چه خپلهيىواورى، ليکن بل چاته به تکليف نه ورکوى.