المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : مسائل الصيام (بشتو) ترجمة الشيخ محمد نعيم المدني


أبو زكريا
_16 _June _2013هـ الموافق 16-06-2013م, 08:47 PM
دروژى مسائل


درمضان د مياشتى د پيژندلو لپاره درى طريقى دى:
١) د مياشت په ليدو سره، چه يو عادل او مکلف مسلمان پرى ګواهى وکړى اګر که ښځه هم وى.
٢) د شعبان د مياشتى ديرش ورځى پوره کول.
او د فرضى روژى وخت د سبا صادق (فجر صادق) نه نيولى د لمر دپريوتو پورى دوام لرى، او د روژى د نيولو نيت د سحر نه مخکى ضرورى دى.
هغه شيان چه روژه پرى فاسديږى:
١) جماع (کوروالى کول)، اوپه دغه انسان باندى د دغى روژى قضائى فرض ده، اوکفاره پرى هم ﻻزميږى، چه ترتيبيىدا دى، دمرئى ازادول، که دهغى طاقت ونه لرى نو دوه مياشتى مسلسل روژى به نيسى، اوکه د هغى طاقتيىهم نه وى نوبيا به شپيته مسکينانوته طعام ورکوى.
٢) د بدن نه د منى وتل، که په بوسه (ښکلولو يا مچولو سره وى)، او يا دﻻس په استعمال سره وى، او د خوب په ليدلو باندى روژه نه ماتيږى.
٣) په قصد سره خوراک او څښاک کول، که چيرته په هيره سره وى، نوروژهيىصحيح ده.
٤) دوينى ويستل د بدن نه که په ښکر لگولو سره وى، اويا يو مريض ته د وينى ورکول، او که چيرته لږه وينه وى لکه د ټيسټ او تحليل (معايناتو) لپاره، اويا هغه وينه چه په غير د ارادى نه ووځى، لکه دپوزى وينه نوبيا په هغى باندى روژه نه ماتيږى.
٥) په قصد سره قى او ولټى کول، که چيرته په هيره وى، اويا په زبردستى او زورسره وى، نوبيا پرى روژه نه ماتيږى، او که چيرته دچا حلق (ستونى) ته گرد او غبار (دوړى) داخل شى، او يا خولى او پوزى ته د اوبو اچولو په وخت کښى د ده حلق (ستونى) ته اوبه داخلى شى، او يا په فکر او سوچ سره انزال وشى، اويا په خوب کښى په ده باندى اودس واوړى، او يا غيرى اختيارى قى (ولټئ) وکړى، نو پدى ټولو حالتونو کښى د ده روژه نه ماتيږى، او د دغى مخکنى ماتونکو شيانو په وجه په ده باندى فقط د دغى يوى ورځى د روژى قضائى فرضيږى، او کفاره پرى نشته، لکن صرف په جماع کولو باندى کفاره ﻻزميږى، چه مخکى ذکرشوه.
او که څوک خوراک وکړى، او خياليىدا وى چه دا شپه ده او بيا هغه ورځ ثابته شى، نوپه ده باندى قضائى فرض اوﻻزم ده، او که څوک خوراک وکړى، او دائى خيال وى چه سبا شوى ندى، نو روژهيىنه ماتيږى، او که څوک په شک سره روژه ماته کړى، او خياليىدا وى چه ماښام شوى به وى، نوپه ده باندى قضائى فرض ده.
دهغو كسانو احكام چه روژه ماتول او خوړل ورته روا دى :
د هغه چا لپاره چه عذريىنه وى د روژى خوړل حرام دى.او د حائضى نفاس واله زنانه لپاره د روژى ماتول فرض دى، او همدا راز د هغه چا لپاره هم دا حکم دى چه د يو انسان د نجات لپاره د روژى ماتولو ته ضرورت لرى. هغه مسافرچه د لمونځ قصر ورته جائز وى او د روژى نيول ورته ګران وى، اويا هغه مريض چه د روژى نيول ورته ضرر رسوى د روژى ماتول سنت دى، او د هغه مقيم سړى لپاره چه د روژى په ورځ کښى مسافر شى، او يا د هغى حاملى او تى ورکونکى زنانه لپاره چه په خپل ځان او يا په خپل ماشوم باندى ويريږى، د روژى ماتول جايز دى، او په دى ټولو باندى صرف د دغى ورځى قضائى راوړل فرض دى، او په هغى حاملى او تى ورکونکى زنانه باندى چه په خپل ماشوم باندى ويريږى د هرى ورځى په بدل کښى يو مسکين ته طعام ورکول هم لازم دى.
هغه انسان چه د بوډاوالى د وجى نه اويا د دوامداره مرض له امله د روژى د نيولو توان نه لرى، نو هغه به دهرى روژى په بدل کښى يو مسکين ته فديه او طعام ورکوى، او د روژى قضائى ورباندى نشته.
اوکه څوک د عذر د وجى نه د روژى قضائىوروسته کړى، تردى چه بل رمضان پرى راشى، نو په هغه باندى صرف قضائى ده، اوکه چيرتهيىپه غير د عذر نهوروسته کړى وى، نو بيا به د قضائى سره سره دهرى روژى په بدل کښى يومسکين ته طعام هم ورکوى، او که چيرته دعذر په وجه د روژى قضائى رانه وړى تردى چه مړ شى نو په هغى باندى فديه نشته او که په غير دعذر نهيىقضائى نه وى راوړى تردى چه مړ شى نو د هغه نه به د هرى روژى په مقابل کښى يو مسکين ته طعام ورکولى شى، د مړى وارثانو لپاره سنت دى چه د خپل رشته دار لپاره د رمضان د هغى روژى قضائى راوړى چه تفريط يعنى کمىيىپکښى کړى دى، او يائى نذر منلى وى، او همدا راز د هغى نذر پوره کول ورله سنت دى چه په نيکۍ کښى يى منلى وى.
او که څوک دعذرپه وجه روژه ماته کړى، او بيا دغه عذر د ورځى په مينځ کښى ختم (زائله) شى نو د باقى ورځى روژه پرى لازم ده. او که چيرته يو کافر د روژى په ورځ کښى مسلمان شى، او يا يوه حائضه زنانه پاکه شى، او يا يو مريض روغ شى، او يا يومسافر کور ته راشى، او يا يو ماشوم بالغ شى، او يا يو ليونى انسان عقلمند شى په داسى حال کښى چه دوى روژه ماته کړى وى، نو په دى ټولو باندى د دغى ورځى قضائى فرض ده اګر که دوى د پاتى ورځى روژه هم ساتلى وى. او د هغه چا لپاره چه د رمضان په مياشت کښى ورله د روژى ماتول جايز وى نو بل څوک ورله په هغى کښى روژه نشى نيولى.
نفلى روژى :
غوره طريقه پکښى يوه ورځ روژه کيدل او يوه ورځ بوزه کيدل دى، بيا د دوشنبى او پنچشنبى په ورځ روژه نيول، او بيا په هره مياشت کښى درى ورځى روژه نيول، او غوره دا ده چه دغه روژى د هرى هجرى قمرى مياشتى، ديارلسم، څوارلسم، او پنځلسم تاريخ باندى وى، او همدا راز دمحرم او شعبان د مياشتى د اکثرو ورځو روژه نيول، او د عاشورا او د عرفات د ورځى روژى نيول هم سنت دى، لکه څرنگه چه د شوال د مياشتى شپږ ورځى روژى نيول مستحب دى، او د رجب مياشت په روژى سره خاص کول مکروهه دى، او همدارنگه دخالى او د جمعى په ورځ روژه نيول مکروهه دى، او همدا راز شکى روژه نيول چه هغه د شعبان د ديرشمى ورځى روژه ده چه کله هوا صافه وى، او د وړوکى اولوى اختر په ورځ او يا د تشريق په ورځو کښى روژه نيول حرام دى مګر هغه څوک چه په هغى باندى د حج قران او يا د حج تمتع دم اوښتى وى.
لارښودنى:
*که څوک د لوئى بى اودسى په حالت کښى وى، لکه جنابت او يا حائضه اونفاسه زنانه وى چه کله د سبا کيدونه مخکى پاکه شى، نوهغوى لپاره دغسلوروسته کول د سحر د بانگ (اذان) پورى جائز دى، او په دغى حالت کښى ورته خوراک کول هم جائز دى، ځکه چه نبى ص به کله کله دغسى عمل کولو.؟
­ د زنانه لپاره د رمضان په مياشت کښى د حيض د بندولو د دوا استعمال جايز دى، پدى غرض چه د مسلمانانو سره په نيکو اعمالو او عبادت کښى شريکه شى، ليکن په دى شرط چه د دوا استعمال ورته ضرر نه رسوى.
­ دروژه دار لپاره د ﻻړو او همدارنگه دهغى بلغمو تيرول جائز دى چه کوم دستونى نه دننه وى.
­ رسول الله ص فرمائى : « لا تَزَالُ أُمَّتِي بِخَيْرٍ مَا عَجَّلُوا الإِفْطَارَ وَأَخَّرُوا السُّحُورَ »أحمد.
ترجمه : زما امت به ترهغى پورى په خيرکښى وى چه ترڅو پورى په روژه ماتى کښى تلوار کوى، او په پيشمنى کښى تاخير کوى.
او د ابو داود په روايت کښى راغلى: « لا يَزَالُ الدِّينُ ظَاهِرًا مَا عَجَّلَ النَّاسُ الْفِطْرَ لأَنَّ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى يُؤَخِّرُونَ »أبو داود.
ترجمه : دين به هميشه لپاره غالب وى چه تر څو پورى خلک په افطارى (روژه ماتى) کښى تلوارکوى، ځکه چه يهوديان او نصارىيىوروسته کوى.
­ دروژه ماتى په وخت کښى دعاء کول سنت ده، رسول الله ص فرمائى : « إن للصَّائِمِ عِنْدَ فِطْرِهِ دَعْوَةً لا تُرَدُّ » ابن ماجه.
ترجمه : دروژه دار دعاء د روژه ماتى په وخت کى نه مسترد کيږى، او د روژه ماتى په وخت د دى دعاء ويل مستحب دى:
« ذَهَبَ الظَّمَأُ وَابْتَلَّتْ الْعُرُوقُ وَثَبَتَ الأَجْرُ إِنْ شَاءَ اللَّهُ » أبو داود. ترجمه : تنده ختمه شوه او رګونه لانده شوه او ثواب حاصل شو ان شاء الله.
­ په تازه کجورو باندى روژه ماتول سنت طريقه ده، که چيرته تازه کجورى نه وى، نو په وچو کجورو باندى دى ماته کړى، او که چيرته هغه هم نه وى، نو بيا دى په اوبو باندى ماته کړى.
­ روژه دار به د ورځى له خوا رانجه نه استعمالوى، اونه به په سترگو او غوږونو کښى دوا اچوى، او دا علماوو داختلاف نه دوتلو له وجى، او که چيرته ورته محتاج وى، لکه دعلاج په خاطر نوبيا د هغى استعمالول جائز دى پروا نه کوى، اګر که خونديىحلق (ستونى) ته هم ورسيږى، او روژهيىصحيح ده.
­دروژى په ټولو اوقاتو او وختونو کښى د مسواک استعمالول جائز دى، په غير د کراهت نه او دا صحيح قول دى.
­دروژه دار لپاره په کاردى چه غيبت، چغلى، دروغ او يا نور گناهونه پريږدى، اوکه څوک ورته کنځلى کوى، نوهغه دى ورته ووائى چه زه روژه يم، د ګناهونو نه د ژبى او د نورو اندامونو په حفاظت سره د روژى حفاظت کيږى، لکه څرنګه چه رسول الله صفرمائى : «مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالْعَمَلَ بِهِ فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ » أحمد.
ترجمه : څوک چه د درغو وينا او په هغى باندى عمل کول پرى نږدى نو الله تعالى دى محتاج نه دى چه بنده خوراك او څښاك پريږدى.
­ څوک چه طعام ته وبللى شى که هغه روژه وى نو هغه لپاره سنت دى چه د طعام خاوند ته دعاء وکړى، او که بوزه وى نو خوراک دى وکړى.
­ دقدر شپه (ليلة القدر) په ټول کال کښى بهترينه شپه ده، او د دى واقع کيدل د رمضان دمباركى مياشتى په اخيرى لسو شپو پورى خاص دى، او اوويشتمه شپه پکښى ډيره تاکيدى ده، او په دغه شپه کښى نيک عمل کول د زرو مياشتو د عبادت نه غوره دى، او د دغى شپى ځنى علامى دادى: چه کله د هغى په سبا له لمر راخيژى نو هغه سپين وى او پلوشى (شعاع)يى کمى وى، هوا معتدله وى، کله پکښى د يو مسلمان نصيب وشى ليکن هغى ته پرى علم نه وى، او د دغى شپى اصلى هدف دا دى چه خلک د رمضان په مياشت کښى د الله په عبادت کښى محنت او كوشش وکړى، او په خاصه توگه په اخيرنۍ لسو شپو کښى، او مسلمان دا کوشش وکړى چه په دغو شپو کښى ترى عبادت پاتى نشى، کله چه په جمع باندى تراويح کوى نو بايد د امام سره جمع (جماعت) په نيمه پرى نږدى، دى لپاره چه الله تعالى ورته د ټولى شپى د عبادت او قيام ثواب ورکړى
اعتکاف : په جمات کښى د عبادت لپاره وخت تيرولو ته اعتکاف وائى، او د اعتکاف کونکى لپاره د لوئى بى اودسۍ (جنابت) نه پاکوالى شرط دى. او د معتکف لپاره په غير د ضرورته د جمات نه وتل ناروا دى، ضرورت لکه طعام قضاء حاجت، فرضى غسل، او په غير د ضرورته په وتلو باندى، او يا په جماع کولو باندى اعتکاف باطليږى، او په هر وخت کښى اعتکاف کول سنت دى ليکن د رمضان په مياشت کښى سنت مؤکد دى، او بيا د رمضان په اخيرى لسو ورځو کښى پرى ډير زيات تاکيد شوى دى. او د اعتکاف لږه موده يو ساعت دى، ليکن دا مستحب دى چه د يوى ورځى او شپى نه کم نه وى، او ښځه به د خاوند د اجازت نه په غير اعتکاف نه کوى.
د معتکف لپاره سنت طريقه دا ده چه په عبادت طاعت باندى مشغول وى، او مباح (بى ثوابه روا) کارونه پريږدى، او د بى فايدى شيانو نه ځان وژغورى.