المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : مسائل الزكاة (بشتو) ترجمة الشيخ أبي الطيب محمد نعيم المدني


أبو زكريا
_16 _June _2013هـ الموافق 16-06-2013م, 08:36 PM
هغه شيان چه زکات ورکول پکښى فرض دى څلور قسمه دى:
اول: څريدونکى څاروى.
دوهم: هغه فصلونه چه د زمکى نه راوځى يعنى د زمکو حاصلات.
دريم: سره او سپين زر.
څلورم: د تجارت سامانونه.
د زکات مسائل

د زکات د فرض کيدو شرطونه پنځه دى:
اول: اسلام
دوهم: ازادى.
دريم: د نصاب پوره کيدل.
څلورم: پوره ملکيت.
پنځم: دکال تيريدل.
دڅاروو د زکات تفصيل :
څاروى په درى قسمه دى: اوښان، غوائى، گډين او بزين څاروى (پسونه او بزى)، اود دى د زکات ورکولو لپاره دوه شرطونه دى:
اول : چه پوره کال او يا د کال په اکثره برخه کښى څريدلى وى.
دوهم : چه د شيدو پيو او نسل د ډيريدو لپاره ساتلى شوى وى نه د کار لپاره.
د اوښانو د زکات تفصيل په ﻻندى ډول سره دى.
ديوه (١) نه نيولى تر څلورو (٤) اوښانو پورى پکښى زکات نشته،
او د پنځه و (٥) نه نيولى تر نهه (٩) اوښانو پورى يو گډ يا پسه دى،
د لسو(١٠) نه نيولى تر څورلسو (١٤) اوښانو پورى دوه گډان يا پسونه دى،
او دپنځلسو(١٥) نه نيولى تر نولسو(١٩) پورى درى گډان دى،
او د شلو(٢٠) نه نيولى تر څلرويشتو(٢٤) پورى څلور گډان دى، او د پنځه ويشتو(٢٥) نه نيولى تر پنځه ديرشو (٣٥) پورى يو دانه بنت مخاض اوښ دى، او د شپږديرشو(٣٦) نه نيولى تر پنځه څلويښتو(٤٥) پورى يو دانه بنت لبون اوښ دى،
اود شپږ څلويښتو (٤٦) نه نيولى تر شپيتو (٦٠) پورى يوه حقه اوښه ده،
او د يوشپيتو(٦١) نه نيولى تر پنځه اويا (٧٥) پورى يوه جذعه اوښه ده،
او د شپږ اوياوو(٧٦) نه نيولى تر نوى (٩٠) پورى دوه دانى بنت لبون اوښان دى،
او د يو نوى (٩١) نه نيولى تر يو سلوشلو (١٢٠) پورى دوه دانى حقى او ښى دى.
بنت مخاض: هغى اوښى ته وائى چه يو کال ورباندى تير شوى وى، او بنت لبون: هغه اوښى ته ويلى کيږى چه دوه کاله ورباندى تير شوى وى، حقه: هغى اوښى ته وائى چه درى کلنه وى، جذعه: هغى اوښى ته وائى چه څلور کلنه وى.
نو هر کله چه د دى نه زياتى شى نو په پنځوسو اوښانو کښى يوه (حقه) يعنى درى کلنه اوښه ده، او په څلويښتو کښى يوه (بنت لبون) يعنى دوه کلنه اوښه ده.
او دغوايانو زکات په ﻻندى ډول دى :
ديوه (١) نه نيولى ترنهه ويشتو (٢٩) پورى زکات نشته،
او د ديرشو(٣٠) نه نيولى ترنهه ديرشو(٣٩) پورى يو کلن خوسى (گلگى) دى او يا يوه کلنه خوسکۍ (گلگۍ) ده،
او د څلويښتو (٤٠) نه نيولى ترنهه پنځوسو(٥٩) پورى، دوه کلن غوائى اويا دوه کلنه غواه ده،
او د شپيتو (٦٠) و نه نيولى ترنهه شپيته (٦٩) پورى دوه دانى يوکلن خوسکى دى،
او د اوياوو (٧٠) نه نيولى ترنهه اوياوو (٧٩) پورى يوه دوه کلنه خوسکۍ او يو دانه يوکلن خوسکى دى، او د اتياو (٨٠) نه نيولى ترنهه اتياوو پورى دوه دانى دوه کلنى خوسکۍ دى،
او د نوى (90) څخه نيولي تر نهه نوى (٩٩) پورى درى دانى يوکلن خوسکى دى، او د سلو (١٠٠) نه نيولى تريوسلو نهو (١٠٩) پورى يودانه يوکلن خوسکى، اويوه دانه دوه کلنه خوسکۍ ده،
او د يوسلو لسو (١١٠) نه نيولى تر يوسلو نولسو (١١٩) پورى دوه دانى دوه کلنى خوسکۍ او يودانه يوکلن خوسکى دى،
اوچه کله د يوسلوشلو(١٢٠) نه زيات شى نو بيا په هر ديرشو مالونوکى يودانه يو کلن مال دى، اوپه هرو څلويښتو کښى يوه دانه دوه کلنه خوسکۍ ده.
تبيع : يوکلن غوائى ته وائى،
او تبيعة : يوکلنى غواته وائى،
مسن:دوه کلن غوائى ته وائى،
او مسنة: دوه کلنى غوا ته وائى .
کله چه شمار يو سلوشلو (١٢٠) ته ورسيږى نو په هر ديرشو(٣٠) مالونو کښى يو کلن غوائى، او په هر څلويښتو(٤٠) مالونو کښى يوه دوه کلنه غوا ورکول فرض دى.
د گډو (پسونو) او بزو زکات په ﻻندى ډول دى:
د يوه (١) نه نيولى تر نهه ديرشو (٣٩) پورى پکښى زکات نشته،
او د څلويښتو (٤٠) نه نيولى تر يو سلوشلو (١٢٠) پورى يوگډ دى،
او ديو سلو يويشتو (١٢١) نه نيولى تر دوه سوه (٢٠٠) پورى دوه مالونه دى،
او کله چه د دوه سوه (٢٠٠) نه يو مال هم زيات شى نو بيا په هر سلو مالونو کښى يو گډ دى،
او په زکات کښى به غټ سيرلى نه اخيستل کيږى، او همداراز زوړ، يو سترگى مال، اويا هغه مال چه بچى ورسره وى، اويا بلاربه، اويا قيمتى مال هم نشى اخستلى کيداى.
شاة: په ګډين مالونو کښى هغى ته وائى چه شپږ مياشتىيىشوى وى او هغى ته (جذعة)هم وائى، او په بزين مالونو کښى (شاة) هغى ته وائى چه يوکاليىشوى وى او(ثني) ورته هم وائى.
د زمکى د حاصلاتو زکات په ﻻندى ډول دى : په دانو اوميوه جاتو کښى زکات په درى شرطونو سره فرض دى :
1) چه دغه دانى اوميوى دهغى قسم نه وى چه پيمانه کيږى اويا ذخيره کيږى، لکه په دانو کښى وربشى او غنم، اوپه ميوه جاتو کښى کجورى او انگور، اوهغه شيان چه پيمانه کيږى هم نه، اوذخيره کيږى هم نه لکه سبزى جات نوبيا په هغى کښى زکات نشته.
2) د نصاب پوره کيدل، چه هغه (653) کيلو گرامه دى، او يا دهغى نه زيات وى.
٣) چه دغه حاصلات د زکات د فرضيت په وخت کښى د ده په ملکيت اوتصرف کښى وى، که چيرته ميوه جات وى نو بايد چه پخى شوى وى يعنى رنگيىسوروالى يا زيړوالى ته مايله شوى وى، او که چيرته نور زراعت وى، لکه دانى نو هغه بايد کلکى او پخى شى، او په هغه فصلونو کښى چه په باران او يا په نهرونو باندى اوبه کيږى، په غير د مشقت او مصرف څخه، نو په هغى کښى عشر يعنى لسمه برخه فرض ده، او کوم فصلونه چه په مشقت او تکليف سره خړوبيږى، لکه په ارټونو، څاگانو، بوکو، او فوارو، سره نو په هغى کښى شلمه برخه فرض ده، او کله چه په ميوو کښى پوخوالى ولگيږى، او دانى کلکى شى، نو په هغى کښى بيا زکات فرض دى. او کوم فصلونه چه د کال په ځنو ورځو کښى په مشقت سره اوبه کيږى، او په ځنو ورځو کښى په غير د مشقت نه اوبه کيږى نو اعتبار اکثريت لره دى، او حساب به د مشقت او نه مشقت په تناسب سره کيداى شى.
دسرو اوسپينو زرو زکات په ﻻندى ډول دى:
١) دسرو زرو نصاب (85) گرامه دى
٢)د سپينو زرو نصاب (595) گرامه دى .
او په نغدو روپو کښى هله زکات فرضيږى چه د زکات د ورکولو په وخت کښى د هغى قيمت د سرو زرو او يا سپينو زرو کم نصاب ته ورسيږى، او کله چه دغه مقدار پوره شى، نوبيا به د لسمى برخى څلورمه حصه يعنى څلويښتمه حصه په زکات کښى ورکوى.
او د ښځو په جايزو، گاڼو اوکالو کښى زکات نشته چه کوم د ښايست لپاره استعمالوى، خو هغه کالى او گاڼه چه د تجارت لپاره تيار شوى وى اويا د ذخيره کولو لپاره نو په هغى کښى زکات ورکول فرض دى.
اود ښځو لپاره د ټولو سرو زرو اوسپينو زرو استعمال جائزدى، کوم چه عرف اورواج کښى استعماليږى، او د لوښوسره لږ او معمولى سپين زر ګډول جايز دى، او د نارينه وو لپاره فقط د سپينو زرو د گوتى اوچشمو استعمالول جائزدى. او د سرو زرو ګډول د لوښوسره حرام دى، او د نارينه لپاره د هغى مستقل استعمالول جايز نه دى، ليکن که د بل شى تابع وى نو بيا په کمه اندازه د هغى استعمالول جايز دى، لکه تڼۍ شوى او يا پرى د غاښونو کلکول شوه، ليکن په دى شرط چه د ښځو سره پکښى مشابهت نه وى.
که د چا سره داسى مال وى چه کميږى او زياتيږى، او په ده باندى د ټول مال زکات ويستل د کال په پوره کيدو کښى ګران وى: نو بيا دى په کال کښى يوه ورځ د زکات د ويستلو لپاره انتخاب کړى، او کله چه هغه ورځ راورسيږى نو ودى ګورى چه څومره مال ورسره دى؟ نو په سلو کښى دى دونيمى روپۍ په زکات کښى ورکړى اګر که په ځنى ماليىکال نه وى تيرشوى. او څوک چه تنخوا اخلى او يايىزمکه او کور په كرايه (ايجار) ورکړى وى، که د هغى نه څه مال نه ذخيره کوى او نه يى ساتى نو زکات پرى نشته اګر که ډير هم وى، او که ذخيره کوىيىنو په هغه پيسو کښى به زکات ورکوى چه ذخيره كړى يى وى، اوکله چه پرى کال تير شى، او که په دى کښى ورته مشقت وى نو بيا دى د زکات لپاره په کال کښى يوه ورځ انتخاب کړى.
که چيرته ديو انسان په مالدارسړى باندى قرض وى، چه د ادا کولو اميديىوى، نوپه ده باندى بيا په هغه وخت کښى زکات ﻻزميږى، چه کله ورته خپل قرض لاس ته ور شى، ليکن د مخکنى ټولو کلونو زکات به ورکوى اگرکه ډيروى، او که چيرته دغه قرضدار مفلس يعنى غريب وى، او د ادا کولو توان ونه لرى، نوبيا په کښى زکات نشته تر څو چه خپل قرضيىپه ﻻس نه وى ورغلى، او که چيرته خپل قرض په ﻻس ورشى نو بيا به د يو کال زکات ورکوى، اگرکه ډير کلونه پرى هم تير شوى وى.
د تجارت په سامانونو کښى د زکات بيان :
په دى کښى زکات هله فرض گرځى چه کله په کښى څلورشرطونه پوره شى:
١) چه د ده په ملکيت کى راشى.
٢) چه تملک يعنى ملکيت کى راوستل د تجارت په نيت وى.
٣) چه د هغى قيمت د نصاب حد ته ورسيږى، چه کوم په سرو زرو او سپينوزرو کښى کم نصاب دى.
٤) د کال تيريدل.
چه کله دا څلور شرطونه پوره شي، نو بيا به د هغى د قيمت نه زکات اوباسى، او که چيرته ورسره سره اوسپين زر موجود وى، نوهغه به هم د دغى سامانونو د قيمت سره جمع کړى، چه د نصاب تکميل ورباندى راشى، او که چيرتهيىدغه سامانونه او اسباب د استعمال لپاره ساتلى وى، لکه جامى، کورونه، موټرى، او يا داسى نور نو بيا په هغى کښى زکات نشته.
صدقۀ فطر (سرسايه) :
داپه هرهغه مسلمان باندى فرض ده، چه د اختر د يوى شپى او ورځى د طعام (خوړو) نه زيات طعام (خواړه) ولرى، چه د ده او د هغى د کورنۍ دخوراک نه زيات وى. او د صدقۀ فطر مقدار دوه کيلو اودوه سوه پنځوس گرامه طعام دى، چه کوم د ملک عام خوراک وى.
او دا په هر مسلمان باندى فرض ده نارينه وى او که زنانه، او انسان به د خپل ځان او د هغه چا صدقۀ فطر ورکوى، چه په ده باندى د هغى خرچ اوخوراک (نفقه) ﻻزم وى، او د صدقۀ فطر ورکول داختر د لمانځه نه مخکى مستحب دى، او د اختر د ورځى نه ئىوروسته کول جائز نه دى، او د اختر نه يوه ورځ او يا دوه ورځى مخکى د هغى ورکول جائز دى، او که ډير خلک يومسکين ته صدقۀ فطر ورکوى نو جائز دى، او دا هم جائز دى چه يو انسان خپله صدقۀ فطر په ډيرو خلکو تقسيم کړى.
دزکات مستحقين او حقداران اته دى :
١) فقيران.
٢) مسکينان.
٣) دزکات راجمع کونکى.
٤) مؤلفة القلوب يعنى كوم كسان چه اسلام ته يى زړونه مايل وى، دهغوى د راجلبولو په خاطر.
٥) د مريانو او غلامانو د ازادولو په خاطر.
٦) قرضدارى .
٧) في سبيل الله يعنى د الله په ﻻر کښى.
٨) مسافر.
دى ټولو ته به د حاجت په اندازه زکات ورکول کيږى، مګر د زکات عامل (جمع کونکى) ته د هغه د اجرت په اندازه زکات ورکول کيږى اګر که مالدار هم وى، کله چه باغيان او خوارج په يو کلى باندى قبضه وکړى نو هغوى ته هم د زکات ورکول جايز دى، کله چه يو حاکم په زور سره او يا په اختيار سره زکات واخلى نو دغه زکات صحيح کيږى عدل پکښى کوى او که ظلم.
او کافرانو، غلامانو، مالدارانو، بنى هاشمو، او هغه چاته د زکات ورکول جايز نه دى چه په دى سړىيىنفقه فرض ده، او که چيرته په ناپوهۍ سره غير مستحقينو ته زکات ورکړى او بيا ورته معلومه شى نو دغه زکات نه صحيح کيږى، مګر که يو سړى ته زکات ورکړى چه د ده په ګمان مسکينوو او هغه بيا مالداره ثابت شى نو دغه زکات صحيح دى.
نفلى صدقه : رسول الله ص فرمائى : « إِنَّ مِمَّا يَلْحَقُ الْمُؤْمِنَ مِنْ عَمَلِهِ وَحَسَنَاتِهِ بَعْدَ مَوْتِهِ عِلْمًا عَلَّمَهُ وَنَشَرَهُ، وَوَلَدًا صَالِحًا تَرَكَهُ، وَمُصْحَفًا وَرَّثَهُ، أَوْ مَسْجِدًا بَنَاهُ، أَوْ بَيْتًا لابْنِ السَّبِيلِ بَنَاهُ، أَوْ نَهْرًا أَجْرَاهُ، أَوْ صَدَقَةً أَخْرَجَهَا مِنْ مَالِهِ فِي صِحَّتِهِ وَحَيَاتِهِ يَلْحَقُهُ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهِ » ابن ماجه.
ترجمه : ځنى هغه نيک عملونه چه مسلمان تهيىد مرګ نهوروسته ثواب رسيږى علم دى چه خلکو تهيىښودلى دى او نشر کړىيىدى، او يايىنيک بچى پريښى وى، او يايىپه ميراث کښى قرآن کريم پريښى وى، او يايىجمات جوړ کړى وى، او يايىمسافر خانه جوړه کړى وى، او يايىد اوبو نهر (وياله) روان کړى وى، او يايىپه خپل ژوند کښى په روغ والى کښى صدقه ورکړى وى، نو د هغى ثواب به ورته د مرګ نهوروسته رسيږى.
د رمضان د مبارکى مياشتى روژه نيول، په هر مسلمان، عاقل، بالغ، او په هغه چا باندى چه د روژى طاقت لرى فرض ده، ليکن په حائضه او نفاس واله زنانه باندى د دغى روژى نيول فرض او فرض نه دى، او هغه ماشوم چه د روژى د نيولو طاقت لرى، هغى ته به دروژى په نيولو باندى حکم کيداى شى، دى لپاره چه د روژو سره اشنا شى.