المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : مسائل الآذان والطهارة والصلاة (بشتو) ترجمة الشيخ أبي الطيب محمد نعيم المدني


أبو زكريا
_16 _June _2013هـ الموافق 16-06-2013م, 08:22 PM
اذان او اقامت : د نارينه وو لپاره په محل د اقامت کښى اذان او اقامت فرض کفائى د ى، او د مسافر او ځانله لمونځ کونکى لپاره سنت دى، او د زنانه و لپاره مکروه دى. او د وخت د داخليدو نه مخکى اذان کول صحيح نه دى، مګر د سهار اول اذان د نيمى شپى نهوروسته صحيح کيږى.
لومړې : لمونځ
د لمانځه شرطونه :
١) اسلام
٢) عقل
٣) تميز
٤) اودس او پاکوالى سره د طاقته
٥) دوقت داخليدل، د ماسپښين وخت د زوال نه شروع کيږى تر دى چه د هر شى سورى د هغى په اندازه شى، او د مازديگر وخت د ماسپيخين د اخر وخت نه شروع کيږى، تردى چه لمر زيړ شى، ليکن دا غوره وخت دى، او د ضرورت وخت د لمر د پناه کيدو (لويدو) پورى دى، او د ماښام وخت د لمر د پناه کيدو نه نيولى تردى چه د اسمان په کنارو کښى سوروالى ختم شى، او د ماخوستن لمونځ د دغه وخت نه شروع کيږى ترنيمى شپى پورى، او د ضرورت وخت د صبح صادقه پورى دوام لرى، او په اول وخت کښى لمونځ کول بهتر دى، مگر د ماخوستن لمونځ او د گرمى په موسم کى د ماسپښين لمونځ.او د سهار وخت د لمر د راختلو پورى دوام لرى.
٦) په داسى جامه باندى دعورت پټول چه پوستکى پکښى نه ښکارى .[1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn1)
٧) د نجاست او گندگى نه د بدن جامو اود ځاى پاکوالى، اوکه پداسى حال کښىيىلمونځ وکړو چه په بدن باندىيىنجاست اوگندگى وى ليکن ده ته معلومه نه وى، اويا ورته معلومه وى ليکن بيا ترى هير شى نو لمونځيىصحيح دى، او که په لمانځه کښى ورته معلومه شى نو صفا دى کړى او لمونځ دى پوره کړى، او په ټوله زمکه باندى لمونځ کول جائزدى، مگر مقبره او قبرستان، حمامونه، د اوښانو په اندړ او غوجل کښى، اوپه عامه ﻻره کښى.
٨) قبلى ته مخ گرځول سره د طاقته.
٩) په زړه کښى نيت کول (ليکن په خولهيىويل بدعت دى).
دلمانځه ارکان څوارلس دى:
١) په فرضى لمانځه کښى قيام کول (ودريدل)، چه کله د هغى طاقت لرى .
٢) تکبير تحريمه.
٣) د سورة فاتحى لوستل.
٤) په هر رکعت کښى رکوع کول.
٥) د رکوع نهوروسته پورته کيدل.
٦) د رکوع نهوروسته په اطمنان او اعتدال سره ودريدل .
٧) په اوو اندامونو باندى سجده کول.
٨) د دوه و سجدو په مينځ کى کښيناستل.
٩) په اطمنان او سکون سره د دغى فرضونو ادا کول.
10)پهوروستنۍ قاعده کښى د التحيات لله ويل.
1١)وروستنى قاعده (ناسته).
12)پهوروستنى قاعده (ناسته) کښى په نبى ص باندى درود ويل.
13)سلام گرځول.
14)په ترتيب سره د دغى فرضونو او ارکانو ادا کول.
اولمونځ په غير د دى فرضونو نه نه پوره کيږى، او د يو رکن په پريښودو سره رکعت باطليږى، په قصد سره وى اوکه په سهوه سره.
دلمانځه واجبات اته دى :
١) د تکبير تحريمه نه علاوه نور ټول تکبيرونه.
٢) د امام او منفرد يعنى يواځى لمونځ کونکى لپاره د (سمع الله لمن حمده) ويل. ٣) د رکوع نه د پورته کيدو په وخت کښى د (ربنا ولک الحمد) ويل.
٤) په رکوع کښى يو کرت (ځلى)سبحان ربى العظيم ويل.
٥) په سجده کښىيو کرت (ځلى)سبحان ربى الأعلى ويل.
٦) د دوه و سجدو په مينځ کښى د (رب اغفرلى) ويل.
٧) په اوله قاعده کښى د (التحيات لله) ويل.
٨) اوله قاعده او هغى ته کښيناستل.
او که څوک دغه واجبات قصدا پريږدى نو لمونځيىفاسد شو، او که په سهوه سره پاتى شى نو بيا به سجده سهوه کوى.
او ماسوا د دغى فرضونو او واجباتو نه دلمانځه نور ټول افعال سنت دى، کوليىپه کار دى ليکن د هغى په پريښودو سجده سهوه نه لازميږى.
د لمانځه سنت : په دوه قسمه دى:قولى، او فعلى :
قولى سنت : د افتتاحى دعاء، اعوذ بالله، او بسم الله ويل، الحمد لله نهوروسته د قرائت ويل، د امام لپاره د سهار په لمانځه کښى او دماښام او ماخوستن په اولنو دوو رکعتونو کښى په جهر سره قرائت ويل، د ربنا ولک الحمد نهوروسته د (حمدا کثيرا طيبا مبارکا فيه ملء السموات وملء الأرض...) ويل، په رکوع او سجده کښى د يو ځل نه زيات د تسبيحاتو ويل، او د سلام نه مخکى د (رب اغفرلى) او دعاء ويل.
فعلى سنت :د قيام په حالت کښى د ښى لاس ايښودل په چپ لاس باندى، د سجدى ځاى ته کتل، د قيام په حالت کښى د قدمونو جدا ايښودل، سجدى ته د تلو په حالت کښى په زمکه باندى اول د زنګونونو لګول بيا د لاسونو او بيا د تندى لګول، په سجده کښى د اړخونو نه د مټو جدا کول، او د خيټى جدا کول د ورنونو نه، او د ورنونو جدا کول د ليچو نه، د زنګنونو جدا کول د يو بل نه، او د قدمونو ودرول، او د ګوتو باطنى طرف په زمکه لګول، او د اوږو برابر د لاسونو ايښودل په داسى حال کښى چه ګوتى بهيىخورى کړى نه وى، او د دوو سجدو په منځ کښى او همدا راز په اوله قاعده کښى د چپى ښپىاوارول او د ښى ښپىاودرول، او د دوو سجدو په منځ کښى په ورنونو باندى د لاسونو ايښودل په داسى حال کښى چه ګوتى بهيىرا ټولى کړى وى، او همدا راز په قاعده کښى، مګر (خنصر) يعنى وړه ګوته او(بنصر) يعنى هغه ګوته چه د وړى ګوتى خواته ده هغه به راټولى کړى او د غټى او منځنۍ ګوتى نه به د حلقى شکل جوړ کړى او په سبابه گوتى (دكنځلو گوته) باندى به د الله تعالى د ذکر کولو او د دعاء کولو په وخت اشاره کوى چه مقصد پکښى د الله تعالى يووالى ته اشاره ده، او د سلام د ګرځولو په وخت کښى ښى او چپ طرف ته کتل، او د کتلو په وخت کښى په ښى طرف باندى شروع کول.
د سجده سهوى بيان :که څوک په سهوه سره په لمانځه کښى په غير د خپل ځاى نه يو روا عمل وکړى لکه په سجده کښى د قران کريم تلاوت نو د هغه لپاره سجده سهوه کول سنت ده. او په ترک د سنتو باندى سجده سهوه جايز ده. او کله چه رکوع، يا سجده، يا قيام، او يا يوه قاعده (کيناستل) زياته کړى، او يا د لمانځه د پوره کيدو نه مخکى سلام وګرځوى، او يا په قرائت کښى داسى لحن (غلطى) وکړى چه معنى بدلوى، او يا فرض ترک کړى، او يا ورته په زيادت کښى شک واقع شى نو په دى ټولو صورتونو کښى پرى سجده سهوه فرض ګرځى.
او سجده سهوه د سهوه کيدو په حالت کښى مشروع او روا شويده، او هغه په درى قسمه دى:
اول :په لمانځه کښى زيادت کول، لکه د يورکعت او يا د رکن زياتول.
دوهم :کمى او نقصان کول: لکه د يو فرضى حکم هيريدل، مثلا چه د اول تشهد نه پورته شى که نيغ اودريدلى نه وى او دا ورته ورپه ياد شى نو واپس دى شى او تشهد دى ووائى، او که چيرته نيغ ودريده او بيا ورپه ياد شى نو نه به واپس کيږى.
دريم :شک پيداکيدل : هغه څوک چه د رکن پهپريښودو کښى ورته شک پيدا شى، نو داسى ده لکه چه دغه رکنيىپريښى وى، او که چا ته د رکعتونو په شمير کښى شک پيدا شى نوعمل به په يقين باندى کوى چه هغه لږ رکعتونه دى.
که امام سهوه شى نونارينه به په (سبحان الله) ويلو سره فتحه ورکوى، او زنانه به په ﻻس پړقولو (ټكولو) سره فتحه ورکوى .
دلمانځه طريقه : کله چه څوک په لمانځه اودريږى په داسى حال کښى چه مخيىقبلى طرف ته وى، نو الله اکبر به ووائى، او امام به تکبير تحريمه او نور ټول تکبيرونه هم په جهر باندى وائى، دي لپاره چهوروستنى خلکيىواورى، او مقتديان بهيىپه پټه باندى وائى، او د تکبير په وخت کښى به ﻻسونه داوږو برابر اوچت کړى، اوښى ﻻس به په چپ ﻻس باندى کيږدى، او د سينى لاندى بهيىبرابر کړى، او دسجدى ځاى ته به گورى، او بيا به د هغى دعاگانو نه يوه دعاء ووائى چه په حديثوکښى راغلى لکه:سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبحَمْدِكَ وَتَبَارَك اسْمُكَ وَتَعَالَى جَدُّكَ وَلا إِلَهَ غَيْرُكَ. ترجمه : پاکى ده تالره اى خدايه او حمدونه دى تا لره او مبارک دى نوم ستا او اوچت دى شان ستا او بيله تا نه بل دعبادت وړ او مستحق معبود نشته، او يا دبلى دعاء ويل لکه: (اللهم باعد بيني وبين خطاياي...) بيا به اعوذ بالله او بسم الله وائى، او دغه ټول به په پټه باندى وائى، لکه څرنگه چه انس رضى الله تعالى عنه روايت کوى: چه ما د رسول الله ص ابو بکر، عمر، او عثمان، t نهوروسته لمونځ وکړه، ما د يوه نه هم ندى اوريدلى چه بسم اللهيىپه جهر ويله، بيا به سورة فاتحه ووائى، ځکه چه څوک سورة فاتحه ونه وائى نولمونځيىصحيح ندى، او د مقتدى لپاره دا غوره ده چه د امام په سکتو او وقفو کښى سورة فاتحه ووائى او په خفيه لمانځه کښىيىويل فرض دى، بيا به بل سورة ووائى او بيا دا مستحب دى چه د سحار په لمانځه کښى د (طوال المفصل) سورتونو نه يو سورة ووائى چه هغه دسورة (ق) نه نيولى تر سورة (نباء) پورى دى، او د ماښام په لمانځه کښى به د (قصار المفصل) سورتونو نه يو سورة وائى، چه هغه دسورة (والضحى) نه نيولى تر سورة (والنا س) پورى دى، او په نورو لمونځونو کښى به د (اوسط المفصل) سورتونو نه يو سورة وائى، چه هغه دسورة (عم يتسائلون) نه نيولى تر سورة (والضحى) پورى دى، او امام به د سحر لمونځ او همدارنگه د ماښام او ماخوستن اولنى دوه رکعته په جهر سره کوى، او ماسوا د دى نه به نور ټول لمونځونه په خفيه او پټه کوى، او بيا به الله اکبر وائى او رکوع ته به ځى او دواړه ﻻ سونه به د تکبير تحريمه په شان اوچت کړى، او د رکوع په حالت کښى به دواړه لاسونه په زنگننو باندى ږدى، او گوتى به پراخه کوى، او شا به هواره کړى، او سر به ورسره برابر کړى، بيا به درى کرتى (ځلى) سبحان ربي العظيم وائى، بيا به سر اوچت کړى، او سمع الله لمن حمده به وائى، او بيا به دواړه ﻻسونه د اوږو برابراوچت کړى، او کله چه د رکوع نهوروسته په اعتدال سره ودريده، نو دا دعاء به ووائى: ربنا ولك الحمد حمدًا كثيرًا طيبًا مباركًا فيه ملء السموات وملء الأرض وملء ما شئت من شيء بعد.
ترجمه : اى زموإ پروردگاره! تا لره پوره ستاينه ده، زياته، پاكه، او مباركه ستاينه، (تا لره پوره ستاينه ده) د اّسمانونو او ځمكي او د هغوى تر مينځ د مخلوقاتو د ډكوالي په اندازه، او په اندازه د ډكوالي د هغه شيانو چي تا غوښتي وي، اى د ستايني او لويي خاونده.
بيا به سجدى ته ﻻړ شى، او الله اکبر به ورسره ووائى، او د سجدى په وخت کښى به خپلى مټى د اړخونو نه، اوخيټه به د ورنونو نه جدا کړى، او د ښپواوﻻسونو گوتى به قبلى ته مخامخ کړى او بيا به سبحان ربي الأعلىدرى کرتى ووائى، او که چيرته دا دعائى ورسره وويله (سبوح قدوس رب الملائکة والروح)، او دا دعاء (سبحانک اللهم وبحمدک اللهم اغفرلي) نو دا به ډيره غوره وى، بيا به سر راپورته کړى او الله اکبر به ووائى، او چپه ښپه به خوره کړى، او په هغى به کښينى، او ښى ښپه به ودروى او گوتى به ورله قبلى ته برابرى کړى، اودا دعاء به دوه کرتى ووائى: ربِّ اغفر لي اوکه دا دعاء ورسره ووايى نودا به بهتره وى وَارْحَمْنِي واجبرنِي وَارْفَعْنِي وَارْزُقْنِي وَانْصُرْنِي وَاهْدِنِي وَعَافَنِي وَاعْفُ عَنِّي.
ترجمه : اى الله ما ته بخښنه وكړى، او په ما رحم وكړى، او نقصان مي جبيره كړى، او (زما مقام) اوچت كړى، او روزي را ته راكړى، او مدد مى وكړى، او هدايت را ته وكړى، او عافيت را ته راكړى، او عفو راته وكړى.
بيابه دوهمه سجده وکړى د اولى سجدى په شان، بيا به سراوچت کړى، او الله اکبر به ووائى، بيا به دوهم رکعت ته اوچت شى اوهغه به هم د اول رکعت په شان وکړى، چه کلهيىدوه رکعتونه وکړه نو د تشهد لپاره به کښينى، ښى ﻻس به په ښى ورون او چپ ﻻس به په چپ ورون باندى کيږدى، او کچه گوته او ورسره بله متصله گوته به قط کړى، او دمينځ او غټى گوتى نه به دحلقى شکل جوړ کړى، اوسبابه (دكنځلو) گوتى باندى به اشاره کوى، او التحيات لله به تر اخره پورى وائى: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، السَّلامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ السَّلامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ.
ترجمه : : ژبني او بدني او مالي عبادتونه ټول الله لره دي، سلام او د الله رحمت او بركتونه دي وي پر تا اى پيغمبره! سلام دي وي پر موږ او د الله پر نيكو بندگانو، زه گواهى وركوم چي بيله الله نه بل د عبادت وړ او مستحق معبود نشته، او گواهى وركوم چي محمد د الله بنده او پيغمبر دى.
بيا به په درى رکعتيز، او څلورکعتيز لمونځونو کښى، دريم رکعت ته پورته کيږى، الله اکبر به وائى، او ﻻسونه به د اوږو برابر اوچت کړى، او باقى لمونځ به په همدغه طريقه باندى کوى، مگر قراءت به په جهر سره نه وائى، او فقط سورة فاتحه به وائى او بيا به د تورک په شکل کينى، يعنى چپه ښپه به خوره کړى، او ښى طرف ته بهيىاوباسى او ښى ښپهبه نيغه ودروى، او کناټى به زمکى ته ورسوى، او تورک به په اخيره قاعده کښى کوى، ليکن په هغه لمونځ کښى چه په هغى کښى دوه قاعدى او کښيناستل وى، بيا به التحيات لله ووائى، او ورپسى به درود شريف ووائى:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى محَمَّدٍ وَعَلَى آلِ محَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حمِيدٌ مجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى محَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
ترجمه : اى الله پر محمد او د محمد پر اهل وعيال درود وليږه، لكه څنگه چي دي پر ابراهيم u او د ابراهيم u پر اهل و عيال درود ليږلى دى، او بركت نازل كړه پر محمد او د هغه پر اهل وعيال باندي، لكه څنگه چي دي بركت نازل كړى دى پر ابراهيم u او د هغه پر اهل وعيال باندي، په رښتيا سره ته ستايلى شوى، د لويي خاوند يى.
او بيا به دا دعاء ووائى: أعوذ بالله من عَذَابِ النَّارِ وَعَذَابِ الْقَبْرِ، وَفِتْنَةِ الْمَحْيَا وَالمَمَاتِ، وَفِتْنَةِ المَسِيحِ الدَّجَّالِ.
ترجمه : زه په الله سره پناه غواړم د دوږخ (جهنم) له عذاب نه، او د قبر له عذاب نه، او د ژوند او مرگ له فتنى نه، او د مسيح دجال د فتنى نه.
بيا به دوه کرتى سلام وگرځوى، ښى اوچپ طرف ته او د سلام ويلو سره به ښى اوچپ طرف ته مخ وگرځوى، او هر کله چهيىسلام وگرځوه، نو بيا به د لمانځه په ځاى کښى مسنونى دعاگانى ووائى . ([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn2))
د مريض انسان د لمانځه طريقه : کله چه قيام او ودريدل د مريض او بيمار په مرض کښى زياتوالى راولى او يائى د قيام طاقت نه وى، نو په دغه صورت کښى به په ناستى لمونځ کوى، او که په ناستهيىطاقت نه وى نوبيا بهيىپه اړخ باندى کوى، او که د دى طاقت هم نه لرى، نو بيا به ملا يعنى په شا پروت وى اولمونځ به کوى، او که د دى نه هم عاجزه شى، نو بيا به په اشاره لمونځ کوى، اوهغه لمونځونه چه د بى هوشۍ په وخت کښى ترى پاتى شوى وى، د هغى به قضائى راوړى، او که د هرلمونځ ادا کول ورته په خپل وخت باندى مشکل او ګران وى، نو بيا ده لپاره جائز دى چه دوه لمونځونه يو ځاى (جمع بين الصلاتين) وکړى، يعنى دماسپيښين او مازديگر لمونځونه به په يو ځاى ادا کړى، او د ماښام او ماخوستن لمونځونه دى هم په يو ځاى ادا کړى.
دمسافر لمونځ : کله چه د سفر مسافه د اتيا (٨٠) کيلو متره نه زياته وى، او روا او مباح سفر وى نوڅلوررکعتيز لمونځ به دوه رکعته کوى، او که چيرته يو مسافر سړى په مقيم امام پسى اقتدا وکړى، نوبيا به پوره لمونځ کوى، او همدا راز که چيرته د يو مقيم سړى نه لمونځ هيرشى، او بيا ورته په سفر کښى ياد شى، او يا د يو مسافرنه د سفر په وخت کښى لمونځ هير شى او بيا ورته په کور کښى ياد شى، نو په دى ټولو صورتونو کښى به پوره لمونځ کوى، او د مسافر لپاره پوره لمونځ جائز دى، ليکن قصر غوره دى، او څوک چه د څلورو ورځو (20 لمونځو) نه زياته اراده وکړى، نو لمونځ به پوره کوى.
د جمى لمونځ :د جمعى لمونځ د ماسپښين د لمانځه څخه غوره دى، او دا مستقل لمونځ دى
او د ماسپښين لمونځ څخه قصر شوى نه دى، څلورو رکعتو تهيىزياتول جايز نه دى، او د ماسپښين د لمانځه په نيتيىکول جايز نه دى، او د جمعى لمونځ د مازديگر د لمانځه
سره نشى جمع کيداى اګر که سببيىهم موجود شى.
وتر: سنت دى او وختيىد ماخوستن د لمانځه نه نيولى تر سبا د راختلو پورى دوام لرى، کميىيو رکعت دى او ډيريىيوولس رکعته دى، او په هر دوو رکعتونو کښى به سلام ګرځوى او دا غوره طريقه ده، او د ادنى کمال درجهيىدرى رکعته دى چه په دوه وو سلامونو باندى ادا شى.او د وترو په اولنى رکعت کښى د سورة الاعلى او په دوهم رکعت کښى د قل يا ايهالکفرون او په دريم رکعت کښى د قل هو الله احد سورتونو ويل سنت دى . او د رکوع نه روسته پکښى د قنوت دعا ويل او د دعا په وخت کښى د لاسونو اوچتول مستحب دى ، او دعا به په جهر سره کوى اګر که يو کس هم وى .
دجنازى مسائل : مسلمان ته غسل او کفن ورکول، او د هغى دفن کول او په هغى باندى د جنازى لمونځ کول فرض کفائى دى، چه بعضى خلک په دى کارونو کښى شريک شى، نو ټول د گناه نه بچ کيږى، او که هيڅوک په کښى شريک نه شى نو بيا ټول خلک گناهګار بللى شى، مگر د جهاد شهيد ته به غسل نه ورکوى، او نه به ورته کفن ورکولى شى، او په هغوى باندى د جنازى لمونځ کول جايز دى، او په خپل مخکنى حالت کښى به دفن (ښخ) كيږى، او د نارينه په کفن کښى سنت طريقه دا ده چه د دريو سپينو خلتو يا ټوكرانو نه کفن ورکړى شى، او د زنانه (ښځو) لپاره سنت طريقه دا ده چه د پنځوو سپينو جامو نه دى کفن ورکړى شى، يعنى لنگ، پړونى، قميص، او دوه خلتى (ساده ټوټى)، او امام به د جنازى دلمانځه په وخت کښى د نارينه سينى او د زنانه مينځ طرف ته مخامخ ودريږى، او بيابه څلور تکبيرونه کوى، او د هر تکبير سره به ﻻسونه اوچتوى، د اول تکبير نه بهوروسته سبحانک اللهم نه وائى، بلکه اعوذ بالله او بسم الله به وائى، او بيابه سورة فاتحه په پټه باندى وائى، بيا به دوهم تکبير وکړى، او په نبى ص به درود ووائى، او بيابه دريم تکبير وکړى، او د مړى لپاره به مسنونى دعاگانى ووائى، نوبيا به څلورم تکبير وکړى او د لږ انتظار نهوروسته ته سلام وگرځوى .
او د قبرونو اوچتول ديوى لويشت نه زيات مکروهه دى، او همدارنگه د قبر پخول، ښکلول، او خوش بويه کول، او يا په قبر باندى ليکل کول، او يا ورباندى کيناستل، او يا ورباندى گرځيدل، دا ټول مکروهه او ناروا کارونه دى، اوپه قبر باندى د چراغونو بلول او يا دهغى نه طوافونه کول، او يا پرى جماتونه جوړول، او يا په جمات کښى د مړى دفن کول دا ټول حرام اوناروا دى. او د هغى گمبدو او درگاهونو ورانول فرض دى چه په قبرونو باندى جوړى شويدى.
­ د تعزيه لپاره کوم خاص الفاظ نشته په مناسبو الفاظو باندى بايد تعزيه وشى، لکه د اسى ويل: الله دى لوى اجر درکړى او الله تعالى دى ښايسته تسلى درکړى او الله دى ستاسو مړى وبخښى، او مسلمان ته په کافر باندى تعزيه کول: الله دى لوى اجر درکړى او الله تعالى دى ښايسته تسلى درکړى. او کافر ته تسلى او تعزيه ورکول ناروا دى، ولو كه مړى مسلمان هم وى.
­څوک چه په دى پوهيږى چه د ده کورنۍ به د ده د مرګ نهوروسته په ده باندى ژړا کوى نوپه ده باندى فرض دى چه د ژړا په ترک باندى ورته وصيت وکړى، که وصيت ونه کړى نو بيا به د هغوى په ژړا ورته عذاب رسيږى.
­ امام شافعى / فرمائى : چه د تعزيه اخستلو لپاره کيناستل مکروهه کار دى، چه هغه په کور کښى د مړى د وارثانو را جمع کيدل دى په دى غرض چه خلک ورته د تعزيه لپاره ورشى، بلکه د دوى لپاره كه نارينه وى او که زنانه پکار دى چه خپلو کارونو پسى لاړ شى او تيت او خپاره شى.
­ د مړى د کورنۍ لپاره د طعام (خواړه) تيارول سنت طريقه ده، ليکن د مړى د کورنۍ نه طعام خوړل، او يا د هغه چا لپاره طعام تيارول چه د مړى په کور کښى راجمع شوى وى مکروهه دى.
­ په غير د سفر نه د مسلمان د قبر زيارت کول سنت طريقه ده، د کافر قبر ته ورتګ مباح دى، او همدا راز يو کافر کولى شى چه د مسلمان د قبر زيارت وکړى.
­څوک چه مقبرى ته ورشى نو د دى دعاء ويل ورله سنت دى : السلام عليكم دار قومٍ مُؤمنين ــ أو: أهل الديار من المؤمنين ــ وإنا إن شاء الله بكم للاحقون، يرحم الله المستقدِمِين منَّا والمستأخرين، نسأل الله لنا ولكم العافية، اللهم لا تحرمنا أجرهم، ولا تفتِنَّا بعدهم، واغفر لنا ولهم. سلامتيا دى وى په تاسو باندى اى مؤمنانو، او ان شاء الله موږ هم تاسو پسى دروان يو، الله تعالى دى زمونږ په مخکنو اووروستنو باندى رحم وکړى، مونږ د خپل ځان او ستاسو لپاره سلامتيا غواړو، اى الله مونږ د دوى د اجر نه مه محروموه، او د دوى نهوروسته مونږ په فتنه کښى مه اخته کوه، مونږ او دوى ټولو ته مغفرت وکړى.
­په کفن باندى د قرآن کريم د آياتونو ليکل حرام او ناروا دى، ځکه چه په دغه کار کښى له يوى خوا د اياتونو د ګنده کيدو (نجس كيدو) ويره ده، او له بله پلوه د قرآن عظيم الشان اهانت او سپکاوى دى، او په ليكلو باندى څه دليل هم نشته.
د وړوکى او لوى اختر لمونځونه : دغه لمونځونه فرض کفائى دى، او وختيىد څاښت د لمانځه په شان دى، که چيرته د زوال نهوروسته د اختر ورځ معلومه شى نو بيا به د هغى په سبا د دغى لمانځه قضائى راوړى. او شرطونهيىد جمعى د لمانځه په شان دى په غير د خطبو نه، او د اختر د لمانځه نه مخکى اووروسته په جومات کښى نفل کول مکروهه دى.
د اختر د لمانځه طريقه : دا دوه رکعته لمونځ دى په اول رکعت کښى د تکبير تحريمه نهوروسته او د اعوذ بالله د ويلو نه مخکى شپږ تکبيرونه دى، او په دوهم رکعت کښى د قراءت د شروع کولو نه مخکښى پنځه تکبيرونه دى، او د هر تکبير سره به لاسونه اوچتوى، بيا به اعوذ بالله ووائى او په جهر باندى به الحمدلله ووائى، او بيا به په اول رکعت کښى (سبح اسم ربک الاعلى) سورة ووائى او په دوهم رکعت کښى به سورة (الغاشية) و وائى، کله چه سلام وګرځوى نو د جمعى په شان خطبه به ووائى ليکن په کثرت سره د تکبيرونو ويل پکښى سنت طريقه ده، او که د نفلى لمونځ په شان لمونځيىوکړه نو صحيح دى ځکه چه زيات تکبيرونه او د هغى په منځ کښى ذکر کول دا ټول سنت دى.
د کسوف لمونځ : سنت دى او وقتيىد لمر او سپوږمۍ د توروالى نه نيولى د توروالى د ختميدو پورى دوام لرى، او که د دغى لمونځ سبب ختم شى نو بيا ورله قضائى نشى راوړى، او دا دوه رکعته لمونځ دى چه په اول رکعت کښى به په جهر سره سورة فاتحه او يو بل اوږد سورة وائى، بيا به اوږده رکوع وکړى، بيا به د رکوع نه سر اوچت کړى سمع الله لمن حمده او ربنا ولک الحمد به ووائى، بيا به د سجدى نه مخکى دوباره سورة فاتحه او يو بل اوږد سورة ولولى، او بيا به اوږده رکوع وکړى، بيا به سر اوچت کړى، بيا به دوه اوږدى سجدى وکړى، بيا به دوهم رکعت هم د اول رکعت په شان وکړى، بيا به تشهد ووايى او سلام به وګرځوى، او که چيرته مقتدى د اولى رکوع نهوروسته راغى نو رکعتيىنه دى ګير کړى (نه دى نيولى).
د استسقاء لمونځ : کله چه زمکه وچه شى او بارانونه کم شى نو په دغى وخت کښى د استسقاء لمونځ سنت دى، او د استسقاء د لمانځه وخت، طريقه او احکام هماغه د اختر دلمانځه په شان دى، مګر دومره خبره ده چه د استسقاء په لمونځ کښى د لمانځه نهوروسته يوه خطبه لوستلى كيږى، او د لمانځه نهوروسته بيا د څادر سرچپه کول سنت دى چه الله تعالى په حالاتو کښى هم دغسى بدلون راولى.
­نفلى لمونځونه :په حديث کښى راغلى چه رسول الله صبه هره ورځ په غير د فرضى لمونځ نه دوولس رکعته لمونځ کوو، دوه رکعته د سهار د لمانځه نه مخکى، څلور رکعته د ماسپښين نه مخکى او دوه رکعتهوروسته، او دوه رکعته د ماښام نهوروسته او دوه رکعته د ماخوستن نهوروسته، او دوه رکعته د ماښام د اذان نهوروسته او د نورو نفلى لمونځونو ثبوت ترى هم شته .
­ممنوعه وختونه : په ممنوعه وختونو کښى د نفلى لمونځ کول منع دى چه هغه درى وختونه دى : ١) د سبا د راختلو نه نيولى د لمر د راختلو پورى. ٢) کله چه لمر د اسمان منځ ته ورسيږى تر څو پورى چه زايله شوى نه وى. ٣) د مازديګر د لمانځه نهوروسته د لمر د پريوتو پورى. او د ذوات الاسباب لمونځونو كول (هغه لمونځونه چه سبب ورله وى) په دى وختونو کښى جايز دى لکه تحية المسجد لمونځ، د طواف دوه رکعته، د سهار سنت، د جنازى لمونځ، د اودس نهوروسته دوه رکعته لمونځ، د تلاوت او دشکر سجده.
­د جمات (مسجد) احکام : د ضروت په اندازه د جمات جوړول فرض دى، او د الله تعالى په نزد بهترين ځاى جماتونه دى، او په جماتونو کښى د لوبو ويل (سندرى ويل)، لاسونه پړقول، موسيقى، ناروا شعرونه، د نارينه وو او د ښځو اختلاط، جماع کول، اخستل، خرڅول، ناروا او حرام دى، او څوک چه په جماتونو کښى تجارتونه کوى نو د دى ويل ورته سنت دى: الله دى ستا تجارت فايده مند نه کړى، او د ورک شى اعلان کول پکښى حرام دى، او څوک چه اعلان واورى نو داسى دى ورته و وائى: الله تعالى دى تا ته دغه شى پيدا نه کړى. او ماشومانو ته په جمات کښى تعليم ورکول جايز دى په دى شرط چه ضرر نه رسوى، او همدا راز د نکاح تړل، فيصلى، جايز نعتونه، د معتکف او يا د بل چا لپاره پکښى خوب کول، د ميلمه يا د مريض لپاره پکښى شپه کول، او يا پکښى قيلوله (د غرمى خوب) دا ټول جايز دى. او دعبثو خبرو، جګړى، ډيرو خبرو، او په ناکره خبره باندى د اواز اوچتولو نه، يا په غير د ضرورته په جمات کښى د لار جوړولو نه، دجمات ساتل مستحب او سنت دى. او په جماتونو کښى دنياوى او بى فايدى خبرى مكروهدى، او همداراز په ودونو او يا د مړى په تعزيه کښى د جماتونو فرشونه، چراغونه، او يا د جمات د برق استعمالول جايز نه دى.
ځنى لارښودنى : په لمونځونو کښى د صف په برابرولو باندىنبى صامر کړى دى، لکه څرنګه چه هغه فرمائى :« لَتُسَوُّنَّ صُفُوفَكُمْ أَوْ لَيُخَالِفَنَّ اللَّهُ بَيْنَ وُجُوهِكُمْ »ترجمه : خپل صفونه خامخا برابر كړئ، كه نه نو الله تعالى به ستاسو مخونه مسخ كړى. نعمان بن بشير فرمائى : ما به سړى ليده چه خپله اوږه بهيىد ملګرى د اوږى سره، زنګون بهيىد زنګون سره، او ګټۍ (بجلكه يا ښنگرى) بهيىد ملګرى د ګټۍ سره برابرولى.
په نارينه وو باندى د جمع (جماعت) لمونځ : فرض دى تر دى چه که په سفر کښىيىتوان ولرى نو هم پرى فرض دى، او تارک الجماعت ته به تعزيرى سزا ورکولى شى، او د جمع لمونځ د مؤمنانو شعار او علامه ده، او د هغى پريښودلد منافقينو علامه ده، نبى ص فرمائى : « وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ آمُرَ بحَطَبٍ فَيُحْطَبَ ثُمَّ آمُرَ بالصَّلاةِ فَيُؤَذَّنَ لَهَا ثُمَّ آمُرَ رَجُلاً فَيَؤُمَّ النَّاسَ ثُمَّ أُخَالِفَ إِلَى رِجَالٍ فَأُحَرِّقَ عَلَيْهِمْ بُيُوتَهُمْ »متفق عليه. ترجمه : زما دى په هغه ذات باندى قسم وى چه زما نفس د هغى په لاس کښى دى زما دا اراده ده چه د لرګو په راجمع کولو امر وکړم، او بيا په لمانځه باندى حکم وکړم نو اذان وويل شى، او بيا يو سړى ته حکم وکړم چه امامت وکړى، او بيا هغه كسانو پسى ورشم (چى جمعى ته نه دى راغلى) او کورونه پرى وسوځوم.
[1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref1)­د عورت بيان : د انسان شرمګاه او هغى شى ته عورت ويلى کيږى چه انسان له ترى حيا ورځى، ليکن په دى ځاى کښى د هغى عورت بيان کيږى چه د هغى د پټولو نه په غير لمونځ او طواف نه صحيح کيږى، نو د هغى نارينه عورت چه اوه کلنۍ ته رسيدلى وى صرف دوه شرمګاهونه دى، او د هغى نارينه عورت چه لس کلنۍ ته ورسيږى د نامه نه نيولى تر زنګنانو پورى دى، او په لمانځه کښى د ازادى او بالغى ښځى ټول بدن عورت دى ما سوا د مخ، لاسونو او ښپونه چه د هغى پټول ورله مكروهدى مګر په هغه وخت کښى چه پردى او نامحرمه سړى موجود وى، نو بيا ورله د هغى پټول هم فرض دى، کله چه يوه ښځه په داسى حال کښى لمونځ او يا طواف کوى چه مټىيىښکاره وى نو عبادتيىصحيح نه دى بلکه باطل دى، او مغلظه عورت صرف د انسان مخکنى اووروستنى شرمګاه ته ويلى کيږى او د هغى پټول په هر حالت کښى فرض دى که لمونځ وى او که بل حالت وى، او په غير د ضرورتهيىښکاره کول مكروهدى اګر که انسان ځانله او يا په تورتم (تياره) ځاى کښى هم وى، او خپل خاوند ته او يا د ضرورت په وخت کښى لکه علاج او ختنه (سنتګرى) په وخت كى د عورت ښکاره کول جايز دى.
(١) دا اذکار به وائى: أستغفر الله، درى واره، اللهم أنت السلام ومنك السلام تباركت يا ذا الجلال والإكرام، لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير، لا حول ولا قوة إلا بالله، لا إله إلا الله ولا نعبد إلا إياه له النعمة وله الفضل وله الثناء الحسن، لا إله إلا الله مخلصين له الدين ولو كره الكافرون، اللهم لا مانع لما أعطيت، ولا معطي لما منعت، ولا ينفع ذا الجد منك الجد. او د سهار او ماښام لمانځه نه به روسته د مخکنۍ دعاګانو سره دا هم وائى: لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، يحيي ويميت، وهو على كل شيء قدير(لس واره)، بيا به دا ووائى : سبحان الله (درى ديرش واره)، الحمد لله (درى ديرش واره)، اوالله أكبر (درى ديرش واره)، او د سلو د پوره کولو لپاره به دا ووائى : لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير. بيا به آية الكرسي ووائى، بيا به : (قل هو الله أحد)، و (قل أعوذ برب الفلق)، و (قل أعوذ برب الناس) ولولى ، اود سهار او ماښام لمانځه نه به روستهسورة فلق والناس او سورة اخلاص درى واره ولولى.