تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : د زنانه و مسايل :(بشتو) ترجمة الشيخ محمد نعيم المدني


أبو زكريا
_16 _June _2013هـ الموافق 16-06-2013م, 07:55 PM
د ښځو د مسایلو په اړه څو لارښودنى :
­ په مستحاضه باندى (هغه ښځه چه د مرض د وجه نه ترى وينه جارى وى) فرض دى چه لمونځ وکړى، ليکن د هر لمانځه لپاره به نوى اودس کوى.
­ کله چه يوه ښځه د لمر د پناه کيدو نه مخکى د حيض او نفاس نه پاکه شى نو په هغى باندى د دغى ورځى د ماسپښين او د مازيګرد دواړه لمونځونو ادا کول فرض دى او کله چه د سهار د لمانځه نه مخکى پاکه شى نو هغه به د دغى شپى د ماښام او ماخوستن دواړه لمونځونه کوى.
­ کله چه په يوه زنانه باندى د لمانځه وخت راشى، او بيا د لمانځه د ادا کولو نه مخکى حائضه شى او يائى نفاس شروع شى نو د دغى لمانځه قضائى پرى فرض نه ده.
­ په هغه ښځه باندى چه د حيض او يا د نفاس نه پاکه شى د غسل کولو په وخت کښى د ويښتو خلاصول فرض دى، او کله چه د جنابت نه غسل کوى نو بيا پرى د کونڅو خلاصول فرض نه دى
­ د حائضى او نفاس والا زنانه سره جماع کول حرام دى، ليکن د نور بدن نهيىخوند اخستل جايز دى .
­ د مستحاضى زنانه سره جماع کول مکروه دى ليکن د سخت ضرورت په وخت کښى جايز دى.
­ د مستحاضى زنانه لپاره د هر لمانځه لپاره غسل کول مستحب دى که چيرته د هغى نه عاجزه شى نو بيادى د ماسپښين او مازديګر لمانځه لپاره يو غسل وکړى او د ماښام او ماخوستن لمونځونو لپاره دى بل غسل وکړى، او د سهار لمانځه لپاره دى ځانله غسل وکړى، نو په يوه شپه او ورځ کښى دا درى غسلونه شوه، که چيرته د دى طاقتيىهم نه وى نو بيادى په ورځ کښى يو کرت غسل وکړى او د هر لمانځه لپاره دى تازه اودس کوى، او که د دى نه هم عاجزه وى نو بيا دى د هر لمانځه لپاره تازه اودس کوى او بيا دى لمونځ کوى.
­ د ښحى لپاره د حج او يا د عمرى د ادا کولو لپاره، او يا د روژى د پوره کولو په خاطر په مؤقت طور د حيض د بندولو په خاطر د دواء استعمالول جايز دى، ليکن په دى شرط چه د دوا استعمال ورته ضرر نه رسوى.
په اسلام ک د ښځى مرتبه او درجه :
د الله تعالى په نزد باندى ښځه لکه د نارينه په اجر ثواب او فضيلت کښى د ايمان او نيک عمل په مقداربرخه لرى ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائى « إِنمَّا النِّسَاءُ شَقَائِقُ الرِّجَالِ» أبو داود
يقينا زنانه د نارينه و خويندى دى ، د هغى لپاره په اسلام کښى د خپل حق طلب کول اويا د ظلم د دفع کولو پوره حق ورکړى شوى دى ، او دا ځکه چه دينى خطاب زنانه او نارينه دواړو ته شامل دى مګر هغه چه په هغى کښى د زنانه او نارينه په مابين کښى تفرقه ذکر شوى وى ، ليکن دغسى احکام نسبتا نورو پورى ډير کم دى ، ځکه چه شريعت د زنانه او نارينه دواړو د پيدايښت د خاصيتونو او د طاقتونو ډير لحاظ ساتلى دى الله تعالى فرمائى
ﱹﭜ ﭝ ﭞ ﭟ ﭠ ﭡ ﭢ ﱸ
ترجمه: ايا نه پوهيږى هغه ذات چه پيداکول کوى او هغه باريک بين او خبر دار دى ، نو د زنانه لپاره ځانګړى وظيفى دى او د نارينه لپاره ځانګړى نو د يو لپاره د بل په وظايفو کښى هر قسم مداخلت کول د زندګۍ توازن ته سخت زيان رسوى ، بلکه زنانه ته په خپل کور کښى دننه د نارينه برابر امتيازات او ثوابونه ورکړى شوى ، لکه څرنګ چه د اسماء بنت يزيد په روايت کښى راغلى چه هغى رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تشريف راوړه چه هغه د خپلو صحابه کرامو په مابين کښى ناست ؤ ،نو وئى فرمايل : زما پلار او مور دى ستا نه قربان شى ، زه د ټولو زنانو له خوانه تاته د يو وفد په شکل کښى راغلى يم ، او خپل ځان پوهه کوم زما نفس دى ستانه قربان شى ، نشته کومه زنانه په شرق او غرب کښى زما په راتلو علم لرى او که نه مګر هغه هم زما د نظر په شان راى لرى ، يقينا ته الله تعالى په حقه سره نارينه او زنانه ټولو ته راليږلى ئى نو مونږ په تا او ستا په الله باندى ايمان راوړه ، او زمونږ د زنانو ټولنه ستاسو په کورونو کښى رابندى کړى شوى ناستى دى ، او ستاسو د شهوت پوره کونکى او ستاسو داولادونو ساتونکى دى ، ليکن ستاسو د نارينو ټولنه په مونږ باندى د جمعى اود جمع په لمونځونو ، د مريضانو په په پوښتنه ، او جنازو ته په حاضريدو ، اود حجونو په ادا کولو او په جهاد کښى د حصى په اخستلو باندى غوره شوى ده ، او کله چه په تاسو کښى يو سړى د حج عمرى او جهاد لپاره وځى نو مونږ ستاسو د مالونو حفاظت کوو او ستاسو لپاره جامى جوړوو ، او ستاسو د اولادونو تربيه کوو ، نو ايا مونږ ستاسو سره په اجر کښى شريک نه يو يا رسول الله صلی الله علیه وسلم؟ راوى وائى : نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرو ته مخ راواړو او وئى ويل : « هَلْ سَمِعْتُمْ مَقَالَةَ امْرَأَة ٍقَطُ أَحْسَنَ مِنْ مَسْأَلتِهَا في أُمْرِ دِيْنِهَا مِنْ هَذِهْْ؟ »
ايا تاسو د يوى زنانه نه چيرته هم يوه داسى وينا اوريدلى ده چه د دى زناه د سوال نه بهتره وى په باره د دين کښى ؟ نو صحابه کرامو وويل : چه زمونږ دا خيال نه ؤ چه يوه زنانه به هم داسى تپوس او سوال ته لاره پيدا کوى ، نو بيا نبي صلی الله علیه وسلم هغى ته مخ واړوه او ئى ويل : « انْصَرِفي أَيَّتُهَا المَرْأَةُ، وَأَعْلِمِيْ مَنْ خَلْفَكِ مِنَ النِّسَاءِ أَنَّ حُسْنَ تَبَعُّلِ إِحْدَاكُنَّ لِزَوْجِهَا، وَطَلَبَهَا مَرْضَاتُهُ، وَإِتْبَاعَهَا مُوَافَقَتَهُ تَعْدِلُ ذَلِكَ كُلَّهُ»
چه زه لاړه شه اى زنانه او ټولى زنانه خبرى کړه چه په تاسو کښى د يوى زناه خايسته وخت تيرول او ګذران کول د خپل خاوند سره ، او د هغى رضامندى طلب کول ، او د هغى سره موافقت کول د دغى ټولو کارونو سره برابر ثواب لرى . راوى فرمائى : چه هغه زنانه په داسى حال کښى واپس شوه چه د خوشحالۍ له کبله ئى د الله حمد او لوئى و يله ، امام بيهقى د دى حديث روايت کړى دى . او همدا راز يو ځل زنانه راغلى رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نو وئى فرمايل : نارينه د الله په لار کښى د جهاد کولو د فضيلت له امله زمونږ نه ډير مخکى شو ايا زمونږ لپاره يو داسى کار نشته چه مونږ پرى د مجاهدينو د دغى عمل ثواب حاصل کړو ؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل ::« مِهْنَةُ إحْدَاكُنَّ في بَيْتِهَا تُدْركُ عَمَلَ المجَاهِدِيْنَ في سَبيْلِ اللهِ» البيهقي.
چه په خپل کور کښى د يوى زنانه مهنت او کار کول د الله په لار کښى د مجاهدينو د عمل برابر ثواب راګيروى .
بلکه د يوى خپلوانى زنانه سره احسان کول ډير لوى اجر او ثواب لرى ، لکه څرنګ چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائى:« مَنْ أَنْفَقَ عَلَى ابْنَتَيْنِ أَوْ أُخْتَيْنِ أَوْ ذَوَاتَيْ قَرَابَةٍ يَحْتَسِبُ النَّفَقَةَ عَلَيْهِمَا حَتَّى يَكْفِيَهُمَا اللَّهُ أَوْ يُغْنِيهُمَا مِنْ فَضْلِهِ كَانَتَا لَهُ سِتْرًا مِنَ النَّارِ » أحمد والطبراني. ،
څوک چه په خپلو دوه لورګانو او يا په خويندو او يا په نورو خپلوانو زنانه و باندى صدقه وکړى او په هغى باندى د صدقى کولو ثواب طلب کړى تر هغى پورى چه الله ورله کافى شى او يا ئى په خپل فضل باندى مالداره کړى نو هغه به ورله د جهنم د اورنه سپر او پرده وګرځوى امام احمد او طبرانى روايت کړى دى .
د ښځو ځنى احکام ­د هغى نارينه لپاره جايز نه دى چه د داسى زنانه سره ځانله شى چه محرم ئى نه وى لکه څرنګ چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائى : لاَ يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بامْرَأَةٍ إِلاَّ مَعَ ذِي مَحْرَمٍ»متفق عليه.
هيڅکله دى نه ځانله کيږى نارينه د يوى ښځى سره مګر په داسى حال کښى چه محرم ورسره وى­دزنانه لپاره په جمات کښى لمونځ کول جايز دى ، ليکن که چيرته د فتنى ويره وى نو بيا ورله په جمات کښى لمونځ کول مکروهه دى ، عائشة رضي الله عنها فرمائى : که چيرته رسول الله هغه کارونه ليدلى وى چه دى زنانه و پيدا کړيدى نو د جماتونو نه به ئى داسى منع کړى وى لکه څرنګ چه د بنى اسرائلو زنانه د جماتونو نه منع شوى وى . متفق عليه . او لکه څرنګ چه د نارينه لمونځ په جمات کښى ډير لوى اجر لرى نو همدا راز د ښځو لمونځونه په کور کښى ډير لوى اجر لرى ،« رسول الله ص ته يوه ښځه راغله او هغه ته ئى وويل: اى د الله تعالى پيغمبره زه ستا سره لمونځ کول خوښوم، نو هغه ورته وويل چه زه خبر يم چه ته زما سره لمونځ کول خوښ ګڼى ليکن ستا لپاره په خپله کوټه کښى لمونځ کول د حجرى نه ډير غوره دى، او په خپله حجره کښى درله لمونځ کول د کور د ساحى نه ډير بهتر دى، او په خپل کور کښى درله لمونځ کول د قوم (کلى) د جمات نه ډير غوره دى، وَصَلاتُكِ فِي مَسْجِدِ قَوْمِكِ خَيْرٌ لَكِ مِنْ صَلاتِكِ فِي مَسْجِدِي »
او د قوم په جمات کښى درله لمونځ کول زما د جمات نه ډير غوره دى­ په زنانه باندى تر هغه وخت پورى حج او عمره نه فرض کيږى چه تر څو پورى محرم پيدا نکړى ، او په غير د محرم نه ورله سفر کول جايز نه دى ، لکه څرنګ چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائى : « لاَ تُسَافِرِ امْرَأَةٌ فَوْقَ ثَلاَثِ لَيَالٍ إِلاَّ مَعَ ذِي مَحْرَمٍ»متفق عليه. زنانه به د درى وځونه زيات سفر نه کوى مګر د خپل محرم سره .­د ښځو لپاره د قبرونو زيارت کول او د جنازو رخصتول ناروا دى لکه څرنګ چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائى ::« لَعَنَ اللَّه زَوَّارَات الْقُبُور »، « قالت أم عطية ل: نُهِينَا عَنْ اتِّبَاعِ الْجَنَائِزِ وَلَمْ يُعْزَمْ عَلَيْنَا »مسلم.
« الله تعالى دى د قبرونو په زيارت کونکو ښځو باندى لعنت وکړى »،
« ام عطية رضى الله عنها فرمائى : چه مونږ د جنازو نه منع شوى يو، ليکن تاکيد ئى راباندى نه دى کړى » ­د زنانه لپاره په غير د تور رنګ نه د خپل د سر ويښته رنګول جايز دى په دى شرط چه د غوښتونکى لپاره پکښى دوکه نه وى .­په زنانه باندى د خپلى هغى حصى او جايداد نه ميراث ورکول واجب دى چه الله تعالى ورله مقرر کړى دى ، او د هغى نه ورکول پرى حرام دى ، لکه څرنګ چه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه راغلى چه چه هغه فرمائى : « مَنْ قَطَعَ مِيراثَ وَارِثِهِ؛ قَطَعَ اللهُ مِيرَاثَهُ مِنَ الجنَّةِ يَومَ القِيَامَةِ »ابن ماجه.
« څوک چه خپل وارث د ميراث نه محروم کړى نو الله تعالى به ئى په ورځ د قيامت کښى د جنت د ميراث نه محروم کړى ». ­ په خاوند باندى د خپلى ښځى نفقه واجب ده چه هغه د هغى شيانو نه عبارت ده چه استغنا ترى نشى کيدلاى لکه خوراک څښل لباس(جامی) د اوسيدو ځاى الله تعالى فرمائى:
ﱹﭶ ﭷ ﭸ ﭹ ﭺﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃﮄﱸ
خرچ دى وکړى خاوند د پراختيا د طاقت (مال) خپل نه هغه څوک چه تنګه وى په هغى باندى روزى نو خرچ دى وکړى د هغى مال نه چه ورکړى دى ده ته الله تعالى . او که چيرته د خاوند والا نه وى نو بيا د هغى په پلار ورور او اولاد باندى نفقه فرض او واجب ده ، او که رشته دار ورله نه وى نو بيا په نورو عامو خلکو باندى د هغى نفقه فرض ده لکه څرنګ چه په حديث کښى راغلى : «السَّاعِي عَلَى الأَرْمَلَةِ وَالمِسْكِينِ كَالمُجَاهِدِ فِي سَبيلِ اللَّهِ أَوْ كالذيْ يَقُوْمُ اللَّيْلَ ويصوْمُ النَّهَارَ » متفق عليهد بى خاونده زنانه او د مسکنانو کفالت کونکى او مددګار د الله په لار کښى د جهاد کونکى او يا دهغى انسان په شان فضيلت او اجر لرى چه د شپى عبادت کوى او د ورځى له خوا روژه وى .­ښځه د کوچنى بچى په تربيت ډيره حقداره ده چه تر څو پورى ئى واده نه وى کړى ، او چه تر څو پورى دغه ماشوم د مور په تربيت کښى وى نو پلار به ورته نفقه ورکوى .­ د زنانه لپاره په سلام باندى مخکى والى مستحب عمل نه دى او خاصکر په هغه وخت کښى چه ځوانه وى او يا د فتنى خطره وى .­د هغى لپاره د شرمګاه د ويختو تراشول او د ترخګونود ويختو خيژول او د هرى جمعى په ورځ ورله د نوکونو غوڅول مستحب او غوره دى ، او د څلويښتو ورځو نه زيات د هغى پريخودل مکروهه عمل دى . ­ او د زنانو لپاره نمص يعنى د وروځو ويخته خيژول ناروا او حرام دى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى :«لَعَنَ اللهُ النَّامِصَة والمتَنَمِّصَة» أبو داود. د الله تعالى لعنت دى په هغى زناه چه د وروځو ويخته خيژوى او يا ئى د بل نه طلب کوى .
­ غمرازى او ماتم کول : د ښځى لپاره په غير د خپل خاوند نه په بل چا باندى د درى ورځو نه زيات غمرازى او ماتم کول ناروا دى، او په خپل خاوند باندى به څلور مياشتى او لس ورځى د غم اظهار کوى، او د احداد يعنى د غمرازۍ په موده کښى په ښځه باندى فرض دى چه د ښايست او خوشبوئى نه ډډه وکړى، لکه زعفران، د سرو زرو کالى اچول اګر که ګوته (انگشترى) هم وى، او ډولى جامى به نه اغوندى لکه سرى او يا زيړى، همدا راز نکريزى، رنګونه (مکياج) او رانجه به هم نه استعمالوى، او همدا راز خوشبودار تيل به هم نه استعمالوى، او د نوکونو غوڅول او يا د ويښتو لرى کول ورله جايز دى، او په هغى کور کښى به عدت تيروى چه خاونديىپکښى وفات شوى وى، د کور بدلول او يا د کور نه وتل ورله په غير د عذر نه جايز نه دى ، او د خپل کورنه به په غير د ضرورته نه اوځى او که ضرورت پيښ شى نو د ورځى به خپل حاجت پوره کوى .
­ د ښځى لپاره په غير د عذر نه د سر ويخته تراشول ناروا او حرام دى ، کمول ورله جايز دى په دى شرط چه د نارينه سره پکښى مشابهت نه راځى ، لکه څرنګ چه په حديث کښى راغلى : «لَعَنَ رَسُولُ اللَّه صلی الله علیه وسلم الْمُتَشَبِّهَاتِ بالرِّجَالِ مِنْ النِّسَاءِ» الترمذي.رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغو زنانو باندى لعنت ويلى دى چه خپل ځان د نارينو سره مشابه کوى ، او يا پک د کافرانو ښځو سره ماشابهت نه راځى لکه څرنګ چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائى : « ومَنْ تَشَبَّهَ بقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ» أبو داود.څوک چه د کوم قوم سره ځان مشابه کوى نو هغه د هغوى د جملى څخه دى .
­د يوى زنانه لپاره دا واجب دى چه کله د خپل کور نه وځى چه خپل ټول ځان په داسى چادرى او بورقه باندى پټ کړى چه لاندى شرطونه پکښى وى :
١) چه ټول بدن ئى پټ کړى وى
٢) چه هغه په خپله زينت او خايست نه وى
٣) ډبله وى اوبايد چه شفافه نه وى
٤) پراخه او ازاده وى بايد تنګه نه وى
٥) خوشبوئى او عطر پرى نه وى استعمال شوى
٦) د نارينه د جامو او لباس سره بايد مشابهت ونه لرى
٧) د کافرانو ښځو د لباس سره مشابه نه وى
٨) د شهرت لباس نه وى ، او د هغى لباس اغوستل حرام او ناروا دى چه په هغى کښى د انسان يا د بل حيوان عکس وى ، لکه څرنګ چه په ديوال باندى د هغى ځړول ، يا پرى د ديوال پناه کول او خرڅول هم حرام دى .
او د يوى زنانه عورت د بل چا سره په درى قسمه دى :
١) خاوند : چه هغى ته د خپلى ښځى ټول بدن ته کتل جايز دى
٢) زنانه او محرم نارينه : د هغوى لپاره د ښځى هغى ځايونو ته کتل جايز دى چه غالبا ښکاره وى لکه مخ ، ويخته ، ورميږ او غړۍ ، لاسونه ، پنډۍ ، ښپى ، او يا داسى نور .
٣) نور عام پردى نارينه : د هغوى لپاره د زنانه هيڅ يو اندام ته کتل جايز نه دى ، مګر د ضرورت په وخت کښى ورته کتل جايز دى ، لکه د هغى سره د نکاح د طلب کولو او يا د علاج په وخت کښى او يا داسى نور ځايونه .
ځکه چه د زنانو فتنه په مخ کښى ده لکه څرنګ چه فاطمة بنت المنذر رضي الله عنها فرمائى : مونږ به خپل مخونه پټول . حاکم د دى حديث روايت کړى دى . او عائشة رضي الله عنها فرمائى : كَانَ الرُّكْبَانُ يَمُرُّونَ بنَا وَنَحْنُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ ص مُحْرِمَاتٌ فَإِذا حَاذوْنَا سَدَلَتْ إِحْدَانَا جِلْبَابَهَا مِنْ رَأْسِهَا إِلَى وَجْهِهَا فَإِذَا جَاوَزُونَا كَشَفْنَاهُ. أبو داود
.سپاره خلک به زمونږ په خوا کښـى تيريدل په داسى حال کښى چه مونږ به د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د احرام په حالت کښى ؤنو کله چه به مونږ ته نږدى شو نو په مونږ کښى به هرى زنانه خپله چادرى د سر نه په مخ باندى را زوړنده کړه نو کله چه به زمونږ نه تير شو نو مونږ به بيا خپل مخونه ښکاره کړه .
­ د عدت قسمونه :
١)حامله زنانه : د حاملى زنانه عدت که د طلاق له امله وى او که د خاوند دوفات له امله وى هغه د بچى زيږول دى.
٢)هغه ښځه چه خاونديىوفات شوى وى : نو د هغى عدت څلور مياشتى او لس ورځى دى.
٣)هغه ښځه چه طلاقه شوى وى ليکن حيض پرى راځى : نو د هغى عدت درى حيضه دى، او د دغى ښځى عدت د دريم حيض نه په پاکيدو سره پوره کيږى.
٤)هغه مطلقه ښځه چه حيض پرى نه راځى : نو د دغى ښځى عدت درى مياشتى دى.
او هغه ښځه چه رجعى طلاق ورکړى شوى وى نو د عدت په حالت کښى ورله ضرورى دى چه د خپل خاوند سره پاتى شى او د خاوند لپاره جايز دى چه د دغى ښځى هغه ځايونه ووينى چه کوميىخوښ وى، او خلوت (ځانله کيدل) ورسره هم جايز دى کيداى شى چه الله تعالى د دواړو په منځ کښى اتفاق راولى.
اوښځى ته رجوع کول په وينا باندى هم حاصليږى لکه ښځى ته داسى ووائى: ما تاته رجوع وکړه، او په جماع کولو سره هم حاصليږى: او په رجوع کولو کښى د ښځى رضايت شرط نه دى.
­ ښځه په خپل اختيار نکاح نشى کولى لکه څرنګ چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائى : « أَيُّمَا امْرَأَةٍ نَكَحَتْ بغَيْرِ إِذنِ وَلِيِّهَا فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ » أبو داود.
هره زناه چه په غير د ولى ( سرپرست ) د اجازى نه نکاح وکړى نو نکاح ئى فاسد او باطل دى . ­ په ښځى باندى د جعلى ويختو لګول حرام او ناروا دى ، لکه څرنګ چه په بدن کښى ورله د خالونو لګول حرام دى ، او دا دواړه کارونه د کبيره ګناهونو له جملى څخه دى لکه څرنګ چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائى : « لَعَنَ اللَّهُ الْوَاصِلَةَ وَالْمُسْتَوْصِلَةَ، وَالْوَاشِمَةَ وَالْمُسْتَوْشِمَةَ »متفق عليه.
الله تعالى دى لعنت وکړى په هغى زنانه باندى چه په خپله ويخته وصلوى او يا ئى د وصلولو طلب کوى او يا خالونه لګوى او يا د خالونو د لګولو طلب کوى .
­ په ښځى باندى په غير د يو سبب نه د خپل خاوند نه د طلاق طلب کول حرام دى لکه څرنګ چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائى : :« أَيُّمَا امْرَأَةٍ سَأَلَتْ زَوْجَهَا الطَّلاقَ مِنْ غَيْرِ مَا بَأْسٍ فَحَرَامٌ عَلَيْهَا رَائِحَةُ الْجَنَّةِ »أبو داود.
« هره ښځه چه په غير د کوم جنجال نه د خپل خاوند نه طلاق وغواړى نو د جنت بوى پرى حرام دى »
­ په ښځى باندى په نيکۍ کښى د خپل خاوند تابعدارى واجب او فرض ده او بيا په خاصه توګه چه کله ئى خپلى بشترى ته راوبلى لکه څرنګ چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائى «إذَا دَعَا الرَّجُلُ امْرَأَتَهُ إلَى فِرَاشِهِ فَأَبَتْ أَنْ تَجِيءَ، فَبَاتَ غَضْبَانَ؛ لَعَنَتْهَا الْمَلائِكَةُ حَتَّى تُصْبحَ» متفق عليه.
« کله چه يو سړى خپله ښځه خپلى بشترى (بستر) ته راوبلى او هغه د راتلو نه انکار وکړى تر سهاره پورى پرى ملايکى لعنت وائى »
­ دښځو لپاره د عطرو استعمالول حرام دى چه کله پوهيږى چه په لاره کښى ورسره پردى سړى مخامخ کيږى ، لکه څرنګ چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائى ::« إِنَّ المرْأَةَ إِذَا اسْتَعْطَرَتْ ، فَمَرَّتْ عَلَى القَوْمِ لِيَجِدُوا رِيحهَا، فَهِيَ كَذَا وَكَذَا؛ يَعْنِي زَانِيَةً » أبو داود.
يقينا کله چه يوه زنانه عطر استعمال کړى او بيا په خلکو باندى تيريږى نو هغه زناکاره ده .