المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : د قبر حالات ، بشتو، ترجمة الشیخ أبي الطيب محمد نعيم المدني


أبو زكريا
_16 _June _2013هـ الموافق 16-06-2013م, 07:18 PM
­د قبر حالات:
قبر د اخرت اولنى منزل او پړاو دى، د کافرانو او منافقانو لپاره د اور يوه کنده ده، او د مؤمنانو لپاره د جنت يوه باغچه ده، په قبر کښى په ځنو ګناهونو باندى عذاب ورکول کيږى، لکه: د متيازو نه ځان نه ساتل، چغلى، د غنيمت په مال کښى خيانت کول، دروغ ويل، د لمانځه نه اوده کيدل، د قران پريښودل، زنا، لواطت، سود، د قرض نه اداکول، او يا داسى نور ګناهونه، او د قبر د عذاب نه ځينى نيک عملونه انسان ته نجات ورکوى، لکه: هغه نيک عمل چه خالص د الله لپاره وى، د قبر د عذاب نه پناه غوښتل، د سورة الملک لوستل، او د قبر د عذاب نه به ځنى خلک محفوظ وى، لکه: شهيد، د الله په لار کښى څوکيدار، هغه څوک چه د جمعى په ورځ مړ شى، او يا د خيټى په مرض مړ شى او يا داسى نور.
ابدى سفر

­ په شپيلۍ کښى پوکى کول: دا يو لوى ښکر دى چه اسرافيل تيار په خوله کښى نيولى او د انتظار په حالت کښى دى چه کله به ورته د شپيلۍ د وهلو حکم کيږى : د هلاکولو شپيلۍ: الله تعالى فرمائى : ﴿ وَيَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ فَفَزِعَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الأَرْضِ إِلاَّ مَن شَاء اللَّهُ ﴾سورة النمل87 .
ترجمه : او ( كله چې ) په شپيلۍكښې پو كړى شي ټول هغه ( شيان ) به چې په اّسمانونو او په ځمكه كښې دي بيخوده شي، پرته د هغه چا چې الله يې اراده وكړي.
نو ټول عالم به دړى وړى شى او بيا به څلويښت کاله وروسته د مخلوقاتو د راپورته کولو لپاره دوهمه شپيلۍ وهلى کيږى چه الله تعالى فرمائى : ﴿ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُونََ ﴾سورة الزمر ٦٨ .
ترجمه : بيا به په شپيلۍكښې بل ځلې پو كړى شي، نو په دغه وخت كښې به ټول ودريږي او په انتظار كښې به وي.
­ دوباره ژوندون: بيا به الله تعالى باران راښکته کړى نود شا د اخرنى بند (عجب الذنب نومى هډوکى) نه به جسدونه راشنه شى، او دا هغه نوى ژوند دى چه وروسته ترى بيا مرګ نشته، او خلک بغير د پايزار نه او برمنډ لغړ راپورته کيږى، ملايکى او پيريان به وينى، او د خپلو عملونو موافق به راپورته کيږى.
حشر: الله تعالى به ټول مخلوقات د حساب لپاره په هغه لويه ورځ کښى راجمع کوى چه پنځوس زره کاله اوږده ده، دوى ته به د دنيا ژوند يو ساعت ښکاره شى، او لمر به د يو ميل په اندازه نږدى وى، او خلک به د خپلو عملونو موافق په خپلو خولو کښى ډوب وى، په دغه ورځ کښى به ضعيفان او متکبران خلک جګړى کوى، او کافران به د خپلو ملګرو شيطانانو او اندامونو سره لاس په ګريوان وى، او ځنى کافران به په نورو باندى لعنت وائى، او ظالمان خلک به په خپلو لاسونو باندى چک لګوى (خولى لګوى)، او جهنم به په اويا زره ځنځيرونو باندى راښکلى کيږى، چه په هر ځنځير او واګى پورى به ئى اويا زره ملايکى نښتى وى او راکش کوى به ئى، کله چه کافران دغه جهنم ووينى نو د خپل نفس نه د فديه ورکولو او يا د خاورى کيدو ارمان به وکړى، او ګناهګاران: لکه زکات خور، نو د دوى مالونه به د جهنم په اور باندى ګرميږى او دوى به پرى داغلى کيږى، او تکبر کونکى خلک به الله تعالى د ميږانو په شکل کښى راپورته کړى، او دوکه کونکى، دغنيمت په مال کښى خيانت کونکى او غصب کونکى خلک به رسوا کړى شى، غل به خپله غلا راوړى، او پټ رازونه به ښکاره شى، او متقيان خلک به د ويرى نه محفوظ وى بلکه دوى باندى به دغه ورځ د ماسپښين د لمانځه په اندازه تيره شى.
­ شفاعت: لوى شفاعت په نبى ص پورى خاص دى، چه د خلکو نه د محشر لوى مصيبت لرى شى او حساب شروع شى، او بل قسم عام شفاعت دى چه نبى ص او نور انبياء عليهم السلام ټول پکښى شريک دى، لکه: د جهنم نه د مؤمنانو راويستل او يا د هغوى ددرجو اوچتول.
­حساب: خلک به ټول الله تعالى ته صفونه صفونه پيش کيږى، نو دوى ته به خپل عملونه ښائى او د عملونو، عمر، ځوانۍ، مال، علم، وعدى، نعمتونو، غوږونو، سترګو، او د زړه تپوس به ترى کوى، نود کافرانو او منافقانو سره به د ټولو مخلوقاتو په مخکى د رسوا كولو په خاطر او د حجت قائمولو په خاطر حساب كيږى، او په دوى باندى به دثبوت او د اقرار کولو لپاره خلک زمکه، ورځى، شپى، مالونه، ملايکى او اندامونه ګواهان کړى، او مؤمن به د الله تعالى سره ځانله شى او په خپلو ګناهونو به اقرار وکړى، تر هغى پورى چه هغه په خپل ځان باندى د هلاکت ګمان وکړى نو الله تعالى به ورته ووائى: (چه ما درباندى په دنيا کښى پرده اچولى وه او اوس درته مغفرت کوم) او اول به د رسول الله ص امت سره حساب کيږى، او په عملونو کښى به اول د لمانځه متعلق حساب کيږى، او بيا به د وينو په باره کښى حساب کيږى.
­د عملنامو تقسيم : بيا به عملنامى تقسيم شى نو خلک به د کتاب په شکل کښى عملنامى واخلى ، الله تعالى فرمائى :﴿ لا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلاَ كَبِيرَةً إِلاّ أَحْصَاهَا ﴾سورة الكهف 49 .
ترجمه : نه پريږدى وړى ګناه لره او نه لوى ګناه لره مګر ټول ئى راګير کړى دى، ليکن مؤمن به په ښى لاس عملنامه اخلى کافر او منافق ته به د شا له خوا نه په چپ لاس ورکولى کيږى.
­د عملونو تلل: بيا به د خلکو عملونه په حقيقى تله باندى چه دوه طرفونه لرى، تللى کيږى دى لپاره چه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکړى شى، او په نيکو عملونو به دغه تله درنيږى کوم چه خالص د الله لپاره شوى وى، او بعضى هغه عملونه چه تله پرى درنيږى: کلمه طيبه، ښايسته اخلاق، ذکر، لکه: الحمد لله، سبحان الله وبحمده، سبحان الله العظيم، او د خلکو سره به د هغوى د نيکو عملونو او ګناهونو موافق فيصله كيږى.
­حوض : بيا به مؤمنان حوض ته ورځى او چا چه د هغى نه اوبه وڅكلى نو چيرته به بيا تږى نشى، او د هر نبى لپاره به حوض وى ليکن د رسول الله ص حوض پکښى د ټولو نه لوى دى، چه د دغى حوض اوبه به د شيدو نه سپينى وى، اود شهدو نه به خوږى وى، او د مشکو او عنبر نه به ډيرى خوشبويه وى، او ګلاسونه به ئى د ستورو په حساب د سرو او سپينو زرو نه جوړ شوى وى، او د دغى حوض اوږد والى به د اردن د (ايله) نومى ځاى نه نيولى تر (عدن) پورى وى او اوبه به ورته د کوثر د نهر نه راځى.
­د مؤمنانو امتحان: د حشر په اخرى وخت کښى به کفار خپلو خدايانو پسى روان شى چه په دنيا کښى ئى ورله عبادت کولو، نود ګډو او بزو د رمو په شان به ئى ډلى ډلى په خپلو ښپو او يا پړمخ جهنم ته داخل کړى، نو محشر کښى به صرف مؤمنان او منافقان پاتى شى، نو الله تعالى به ورته ووائى چه د څه شى انتظار کوئ تاسو، نو دوى به ووائى چه مونږ د خپل رب انتظار کوو، نو دوى به خپل رب د ساق ( پنډۍ ) نه وپيژنى کله چه الله تعالى خپله پنډۍ ښکاره کړى (لکه څرنګه چه د هغى د شان سره لايق وى) نو ټول به سجده باندى پريوځى ماسوا د منافقينو نه لکه څرنګه چه الله تعالى فرمائى : ﴿ يَوْمَ يُكْشَفُ عَن سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلاَ يَسْتَطِيعُونَ ﴾سورة القلم 42 .
ترجمه : هغه ورځ چه ښکاره به کړى شى پنډۍ او رابللى کيږى به دوى سجدى ته نو طاقت به نه لرى دوى. بيا به دوى الله پسى روان شى نو پل صراط به جوړ شى نو مؤمنانو ته به رڼا ورکړى شى اود منافقانو رڼا به مړه شى.
­ پل صراط: دا به په جهنم باندى لګيږى او مؤمنان به پرى جنت ته تيريږى، رسول الله ص د هغى ډير صفتونه ذکر کړى دى، (مدحضة مزلة، عليه خطاطيف و کلاليب کشوک السعدان،...أدقّ من الشعر وأحدّ من من السيف)مسلم ، دغه پل به ډير ښويونکى وى په هغى به د کږى اوسپنى په شکل غشى نصب شوى وى ( چه انسان به ځان ته راکش کوى ) ، او د ( سعدان ) د بوټى د اغزو په شان د اوسپنى اغزى به پرى لګيدلى وى د ويښته نه به ډير نرى وى او د تورى نه به ډير تيره وى.
په دغه ځاى کښى به مؤمنانو ته د دوى د عملونو موافق رڼا ورکړى شى چه ټولو نه زياته رڼا به د غرونو په اندازه وى او کمه رڼا به د ښپى د لوئى ګوتى پورى وى، نو دغه رڼا به دوى ته پل صراط روښانه کړى نو دوى به د خپلو عملونو په اندازه په پل صراط باندى تيريږى، نو څه مؤمنان به د سترګو د رف په شان تيريږى، او څه به د بريښنا په شان تيريږى، او څه به د باد په شان تيريږى، او څه به د مرغانو په شان تيريږى، څه به د تيزو اسونو په شان تيريږى، څه به د اوښانو په شان تيريږى ، ( فناج مسلم ومخدوش مرسل ومکدوس فى جهنم )متفق عليه ، نو ځنى به په سلامتيا سره نجات حاصل کړى ، ځنى به زخمى کيږى او بيا به پريښودلى شى، او ځنى به د جهنم اور ته پړمخى غورځولى کيږى.
او دمنافقانو لپاره به رڼا نه وى، دوى به واپس شى نو د دوى او د مؤمنانو په منځ کښى به ديوال جوړ شى، بيا به دوى په پل صراط باندى د تيريدلو اراده وکړى نو جهنم ته به وغورځيږى.
­ جهنم(دوزخ) : کفار به جهنم ته داخل شى بيا به نافرمان مؤمنان ورته داخل شى او بيا به منافقين، او په ١٠٠٠ کښى به ٩٩٩ کسان جهنم ته ننوځى، او د هغى به اوه دروازى وى، او د جهنم اور د دنيا د اور نه ٧٠ چنده زيات ګرم دى، د کافرانو جسدونه به پکښى دومره لوى شى چه د يوى اوږى نه به د بلى اوږى پورى پرى درى ورځى رفتار کيداى شى او دا په دى خاطر چه پوره عذاب وڅښى، او غاښونه به ئى د احد دغره په اندازه لوى وى، پوستکى به ئى کلکيږى ليکن بيا به ورته د عذاب ورکولو په خاطر نور تازه پوستکى ورکړى شى، څكل به ئى د جهنم ګرمى اوبه وى چه کولمى به ورله تکړى تکړى کوى، او خوراک به ئى زقوم، وينى او زوى وى، په دوى کښى به ډير کم عذاب والا هغه انسان وى چه د ښپو لاندى به ئى سکروټى ايښودلى کيږى چه د هغى نه به ئى ماغزه خوټيږى، په دغى جهنم کښى به پوستکى وريتيږى او ويلى کيږى به، او يا به پړسيږى، او په جهنم کښى به پړمخى راښکل وى، ځنځيرونه او ځلونى به وى، بيخ ئى ډير ژور دى که يو ماشوم ورته وغورځيږى نو کله چه د جهنم بيخ ته رسيږى نو په هغى به ٧٠ کلونه تير شوى وى، د هغى خشاک او لرګى به کافران او ګټى وى، او هوا به ئى ډيره ګرمه وى، او سيورى به ئى د لوګى وى، لباس به ئى د اور وى، هر شى به خورى او هيڅ شى به نه پريږدى، ډير زيات غصه به وى او هڼارى به کوى پوستکى به سوزى، هډوکو او زړونو ته به اور رسيږى.
­ پل (قنطرة): رسول الله ص فرمائى : مؤمنان به د جهنم نه نجات حاصل کړى نو د جنت او جهنم په منځ کښى به په پل باندى رابند کړى شى، نو د ځنو لپاره به د ‌ځنو نه د ظلم بدلى واخستلى شى چه په دنيا کښى ئى يو په بل باندى کړى وو، کله چه ښه صفا او پاک شى نو بيا به ورته د جنت د ننوتلو اجازت وشى، زما دى په هغه ذات قسم وى چه زما روح د هغى په لاس کښى دى هر يوکس ته به په جنت کښى خپل کور د دنيا د کور نه ښه معلوم وى. بخارى روايت کوى.
­جنت : د مؤمنانو د اوسيدو ځاى دى، آبادى ئى د سپينو او سرو زرو ده، پلستر ئى د مشکو دى، کاڼى او شګه ئى ملغلرى او ياقوت دى، او خاوره ئى زعفران دى، اته ٨ دروازى لرى، چه سور به ئى د درى ورځو د مزل په اندازه وى، ليکن دغه دروازى به د خلکو نه ډکى وى، په هغى کښى سل درجى دى چه د دوو درجو په منځ کښى د زمکى او د اسمان په اندازه فاصله ده، او په ټولو کښى بهترين جنت فردوس دى، چه د هغى نه نورو جنتونو ته نهرونه بهيږى، او د هغى چت د الله تعالى عرش دى، د شهدو، شدو، شرابو او اوبو نهرونه به پکښى بهيږى، مؤمن چه څرنګه غواړى هغى طرف ته به ئى روانوى، خوراکونه به ئى هميشه او نږدى وى، په هغى کښى به د ملغلرى نه د خيمى په شکل کښى يو ماڼى (بنګله) وى چه شپيته ميله پراختيا به لرى چه د هغى په هر طرف کښى به بيبيانى او حورى وى ، بى ږيرى او تورو سترګو والا به وى، ځوانى او جامى به ئى نه ختميږى، تشى او ډکى متيازى او نوره ګندګى به پکښى نه وى، ږمنځى به ئى د سرو زرو وى، او خولى به ئى د مشکو په شان وى، ښځى ئى ډيرى ښايسته باکرى د نسب خاوندانى او همزولى وى، اول به ورته رسول الله ص او بيا نور انبياء عليهم السلام ننوځى، ډيره کمه اندازه چه څوک د يو شى طلب وکړى نود هغى شى لس چنده نعمت به ورکړى شى، د هغوى خدمت ګاران به د اسى ښايسته هلکان وى لکه د خورو ملغلرو په شان، او په ټولو کښى لوى نعمت د الله تعالى ديدار، رضامندى، او هميشوالى دى.