أبو زكريا
_9 _June _2013هـ الموافق 9-06-2013م, 04:12 PM
داسلام اركان اوبناگاني
دشهادت كلمه (لاإله إلا الله)
دا کلمه په دوه ارکانو باندى مشتمله ده :
اول : (لا إله)چه په هغى د مخلوق نه د عبادت نفى شوى ده ،
دوهم : (إلاَّ الله)چه په هغى کښى فقط د يوالله تعالى لپاره په حقيقيى معنى سره د ټولو عبادتونو اثبات دى اللهI فرمائى: ﱹﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﱸ
ترجمه: او په هغى وخت کښى چه وويلى ابراهيم علي ا لسلام خپل پلار او قوم ته يقينا زه بيزاره يم د هغى معبودانو نه چه تاسو ئى عبادت کوى مګر هغه ذات چه زه ئى پيدا کړى يم نو يقينا هغه به ماته لار ښائى . نو يواځى د الله تعالى بندګى کول نه کافى کيږى بلکه دا پکښى ضِرورى ده چه هغه عبادت به يواځى د الله تعالى لپاره خاص وى ، او توحيد تر هغى پورى نه صحيح کيږى چه تر څو پورى د الله تعالى د وحدانيت او د شرک او د مشرکانو نه د برائت په منځ کښى جمعوالى نه وى راغلى .
په يوه روايت كښى راغلى چه دجنت كنجى او چابى (كيلى) دتوحيد كلمه (لاإله إلاالله) ده، ليكن آيا هرڅوك چه داكلمه ووائى نوهغه د دى حقدار دى چه د جنت دروازه ورته بيرته او خلاصه شى؟
وهب ابن منبه ته وويلى شوه: آيا د (لاإله إلا الله) كلمه دجنت كيلى نده؟
هغه وويلى: هو ده, ليكن دهرى كنجى لپاره غاښونه وى، كه چيرى داسى كنجى اوكيلى دى راوړه چه غاښونه ورله وى نو د جنت دروازه به درته خلاصه شى، اوكه چيرى دغسى چابى نه وى نوبيا به درته خلاصه نشى.
اودرسول الله صه ډير احاديث ثابت شويدى، چه د دغى كنجى دغاښونو وضاحتيىكړى، لكه دا حديث درسول الله ص: (من قال: لاإله إلاالله مخلصاً …..)
ترجمه : (يعني څوك چه په إخلا ص سره دا كلمه ووائى)، كله فرمائى : (…مستيقناً بها قلبه ….)
ترجمه : چه په زړه كښىيىپرى يقين وى، اوپه بعضو رواياتو كښى داسى دى: (…يقولها حقا من قلبه ….)
ترجمه : چه په حقه او دزړه له كومى دا كلمه ووائى، اوداسى نور احاديث هم، يعنى په احاديثو كښى جنت ته ننوتلو شرط دادى چه د دى كلمى په معنى پوه شى او تر مرګه پورى په دى هغى باندى په ثابت قدمه پاتى شى، اوپه بعضى احاديثو كښى راغلى، چه دكلمى طيبى تابعدارى به کوى. نو د مخکنى ذکرشوو احاديثو نه بعضو علماء د کلمى طيبى دشرطونو استنباط كړى، چه عملى كوليىلازم اوضرورى دى، دى لپاره چه داكلمه دجنت كنجى او كيلى شى، اودغه شرطونهيىدغاښونو په شان وگرځى، اودغه شرطونه په لاندى ډول دى:
u د كلمى طيبى په معنى باندى پوهيدل:دا چه د هرى خبرى لپاره معنى وى نو دا لازمه اوضرورى خبره ده، چه دتوحيد دكلمى په معنى باندى داسى پوهه راشى، چه د جهالت منافى او مقابل وى، نو دا كلمه بيله الله نه دبل چا نه الوهيت نفى كوى، او الله تعالى لپارهيىثابتوى، نو ما سوا د الله تعالى نه بل معبود برحق نشته، او دليل يى دالله تعالى دا قول دى:ﱹﯩﯪﯫ ﯬ ﯭ ﯮ ﱸسورة الزخرف ٨٦ ،
ترجمه : مگرهغه څوك چه په حق باندى گواهى وكړى اوهغوى پوهيږى، د حق نه مراد په دى ايت كښى كلمه د توحيد يعنى ﻻإله إﻻ الله ده، اورسول اللهص فرمائى « مَنْ مَاتَ وَهُوَيَعْلَمُأَنَّهُ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ دَخَلَ الْجَنَّةَ » مسلم.
ترجمه :څوک چه مړشى په داسى حال کښى چه هغه دﻻ إله إﻻ الله په معنى باندى پوهيږى هغه به جنت ته داخل شى، مسلم روايت کوى.
v يقين چه د شک مقابل اومنافى وى: يعنى دکلمى طيبى په مراد اومقصد باندى مضبوط اوقوى يقين کول، ځکه چه کلمه طيبه يوه داسى کلمه ده چه شک، گمان او تردد نه قبلوى، بلکه د مضبوط يقين اوعقيدى تقاضا کوى، لکه څرنگه چه الله تعالى دمؤمنانو په صفت کښى فرمائى : ﱹﮬﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝﯞ ﯟ ﱸ سورة الحجرات 15 ،
ترجمه : بيشكه ( رښتيني ) موْمنان هغه كسان دي چې په الله او په پيغمبر يې ايمان راوړاو بيا په شك كښې ونه لويدل،او په خپلو مالونو او ځانونو يې د الله په لياره كښې جهاد وكړ،همدوې دي رښتيني ( او پرهيز گاران ).
نو يواځى په ژبه باندى ويل کافى ندى، بلکه دزړه يقين ورسره ضرورى دى، بلکه که چيرته ورسره يقين نه وى نو دا خو بيا منا فقت دى، او رسول الله ص فرمائى :« أَشْهَدُ أَنْ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَأَنِّي رَسُولُ اللَّهِ لا يَلْقَى اللَّهَ بِهِمَا عَبْدٌ غَيْرَ شَاكٍّ فِيهِمَا إِلا دَخَلَ الجَنَّةَ »مسلم.
ترجمه : زه گواهى وركوم چه بيله يو الله نه بل دعبادت وړ (حقدار) نشته، او زه د الله پيغمبر يم، هيڅ يو بنده به نه وى چه دا گواهى ووايى او شك پكښى ونلرى او بيا دالله سره ملا قات سره ملاقات وكړى مگر دا چه جنت ته به داخل شى.
w قبلول چه د ردولو مقابل وى:ي نو کله چه ستا پوهه او يقين راغى نو بيا پکار ده چه د دغى يقينى علم لپاره اثر هم وى ، او هغه د غى کلمى چه کومه تقاضا او غوښتنه ده د هغى قبلول دى يعنى په زړه اوژبه باندى دهغه څه قبلول چه دا کلمهيىتقاضا کوى، نو څوک چه د توحيد دعوت قبول نه کړى بلکه رديىکړى، نو دغه انسان کافر شو، فرق نلرى چه دا ردول په سبب دکبر سره وى، او که په سبب دعناد اوحسد سره وى، الله تعالى دهغه کافرانو په باره کښى فرمائى چه دتکبر په وجهيىدتوحيد د کلمى نه انکار کړى دى: ﱹﮒﮓﮔﮕﮖﮗﮘﮙﮚﮛﱸسورة الصافات 35 ،ترجمه : دوى همداسې وو، كله به چې دوى ته وويل شو، پرته له الله څخه بل دعبادت وړ معبود نشته، دوى به تكبر كاوه.
x انقياد اوتابعدارى: او دا د ايمان يو عملى مظهر دى، او دا د الله تعالى د شريعت په عملى کولواو د ناروا اوحرامو کارونو په پريښودلو باندى حاصليږى، لکه څرنگه چه الله فرمائى :ﱹﮉﮊﮋﮌﮍﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒﮓﮕﮖﮗﮘﱸسورة لقمان 22 ،
ترجمه : او هر څوك چي خپل ځان الله ته وسپاري او دنيك عمل خاوند وي، بيشكه چي په ټينگه كړۍ يي لاس لگولى دى او د ټولو كارونو انجام خاص الله لره دى.
(او رسول الله ص فرمائى : (يوکس په تاسو کښى ترهغى پورى مؤمن نه شى کيدلى، ترڅو چه خپل خواهشات زما دراوړى دين تابع نه کړى) اودا پوره او كامله تابعدارى ده).
y دکلمى طيبى په ويلو کښى رشتينوالى او صداقت: داسى صداقت چه د دروغو او منافقت خلاف وى، ځکه چه څوک دا کلمه په ژبه باندى وائى او په زړه کښىيىدروغ گڼى نو دغه انسان بيا منافق بللى کيږى، او دليل پرى دالله تعالى دا قول دى:
ﱹﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭾﱸسورة الفتح 11 ،
ترجمه : دوى په خپلو ژبو هغه څه وايى چه په زړونوکښى يى نشته.
z دکلمى طيبى سره محبت: مؤمن بايد د کلمى طيبى سره مينه او محبت ولرى او دکلمى طيبى په غو ښتنه اوتقا ضا باندى بايد ډ ير په مينه او شوق سره عمل وكړى، او د کلمى طيبى د هغى ويونکو سره به مينه او محبت کوى چه پدى کلمه باندى عمل کوى، او دبنده د محبت علامه د خپل رب سره دا ده، چه يو انسان هغه څه چه اللهيىخوښوى غوره او مقدم وبولى، اگر که د ده د خواهشاتو مخالف هم وى، او دالله تعالى او د پيغمبر ص د دوستانو سره دوستى کول، او دهغوى د دشمنانو سره دشمنى کول، او د الله تعالى دنبى صتابعدارى کول، او دهغه دهدايت قبلول.
{ په اخلاص سره دکلمى طيبى ويل: چه مقصديىپه دى کلمه سره صرف د الله تعالى رضا وى، لکه څرنگ چه الله تعالى فرمائى : ﱹﮘﮙﮚﮛﮜﮝ ﮞ ﮟ ﮠ ﱸسورة البينة 5 ،
ترجمه : او دوى ته حكم ندى شوى مگر ددى چه په زښت اخلاص سره د الله عبادت وكړي او په عين حال كښې له شرك څخه توحيد راگرځيدونكى وي.
اورسول اللهص فرمائى : « فَإِنَّ اللَّهَ قَدْ حَرَّمَ عَلَى النَّارِ مَنْ قَالَ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُيَبْتَغِي بِذَلِكَ وَجْهَ اللَّهِ »البخاري.
ترجمه : يقيناَ الله تعالى په اور باندى حرام کړى هغه څوک چه وائى: پرته يو الله نه بل دعبادت وړ معبود نشته، پداسى حال كى چه په هغى سره دالله مخ (او رضامندى) غواړى.
د دى ټو لو شرطونو د عملى کولو سره، ترمرگه پورى په دى کلمه باندى ثابت قدمى اوثبات هم ضرورى او ﻻزم دى.
شهادة أن محمداً رسول الله
د رسالت کلمه
(دا ګواهى او شاهدى کول چه محمد ص د الله تعالى پيغمبر دى)
دخلکو نه په قبرونو کښى امتحان اخيستل کيږى، اود درى خبرو پو ښتنه به ترى کيږى، چا چه جواب ورکړه کامياب به شى، او چا چه جواب ورنه کړه نو هلاک او تباه به شى، او پدى سوالونو کښى يو دا دى، چه نبى دى څوک دى؟ اوجواب به نه شى ورکولى مگر هغه څوک چه الله تعالىيىثابت قدمه کړى، او په دنيا کښى ورته الله تعالى د کلمى طيبى په شرطونو باندى د عمل کولو توفيق ورکړى وى، او د دى شهادت او گواهۍ لپاره چه (محمد رسول الله) دى څلور شرطونه دى يعنى د دى لپاره چه دا شهادت او گواهى په ورځ دقيامت کښى ويونکى ته فايده ورکړى، او هغه په ﻻندى ډول دى:
u د رسول الله ص تابعدارى کول په هغه څه کښى چه حکم پرى کوى: لکه څرنگه چه الله تعالى مونږ ته دهغى په تابعدارۍ حکم کړيدى، لکه چه فرمائى:ﱹﭑﭒﭓﭔ ﭕ ﭖﭗﱸسورة النساء 80 ،
ترجمه : څوک چه د رسول الله ص تابعدارى کوى، نو هغه دالله تعالى تابعدارى وکړه، پس جنت ته ننوتل دنبى ص په تابعدارى او اطاعت پورى تړلى دى، لکه چه رسول الله ص فرمائى : « كُلُّ أُمَّتِي يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ إِلا مَنْ أَبَى. قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ: وَمَنْ يَأْبَى؟ قَالَ: مَنْ أَطَاعَنِي دَخَلَ الْجَنَّةَ وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ أَبَى »البخاري،
ترجمه: زما ټول امتيان به جنت ته ننوځى، مگر هغه څوک چه انکار وکړى، صحابه و عرض وکړه اى رسول الله: څوک دى چه انکار به وکړى، هغه وفرمائل: څوک چه زما اطاعت کوى هغه به جنت ته ننوځى، اوڅوک چه زما نا فرمانى کوى، نوهغه انکار وکړو. پس څوک چه د رسول الله ص سره محبت کونکى وى نودهغه اطاعت به کوى، ځکه چه دا د محبت ثمره او نتيجه ده، څوک چه د نبى ص د محبت دعوه کوى په غير داطاعت نه نو هغه دروغجن دى.
v په هغه څه کښى د رسول الله ص تصديق کول چه د هغى خبر يى ورکړى: نو څوک چه د خپل خواهش او شهوت د وجى نه د رسول الله ص صحيح حديث دروغ وگڼى، نو هغى د الله تعالى او د نبىص دواړو تکذيب وکړه، ځکه چه رسول الله r د دروغ او خطا نه معصوم دى، لکه چه الله تعالى فرمائى : ﱹ+ﭜﭝﭞ ﱸسورة النجم 3 ،ترجمه : او (محمد ص) خبرى نه کوى دخپلو خواهشاتو نه .
w دهغه څه نه ځان ساتل چه رسول الله ص ترى منع کړى: دشرک نه نيولى چه په ټولو کښى لويه گناه ده، او د نورو لويو تباه كونكو گناهونو، او همدارنگه د وړو گناهونو اومکروهه شيانو پورى، د دى ټولو نه ځان ساتلو په اندازه، او د نبى ؛ سره د محبت په اندازه په ايمان کښى زيادت راځى، او کله چه ايمان زيات شى نو الله تعالى نيک عملونه په نظر كى ورته ښايسته کوى، کفر، فسق او نور گناهونه ورته ناکاره ښکاره کوى کوى.
x دالله تعالى بندگى به د رسول الله صپه طريقه او نقشه باندى کيداى شى: د الله تعالى عبادت توقيفى دى، په هغى کښى اجتهاد کول جايز نه دى، بلکه په عبادت کښى د رسول الله صتابعدارى واجب او فرض ده، اوپه دين كى دهيڅ يو كار ايجادول جايز نه دى تر څو پورى چه د رسول الله صنه ثابت شوى نه وى. رسول الله صفرمائى : « مَنْ عَمِلَ عَمَلاً لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُو رَدٌّ » مسلم،
ترجمه: چا چه يو داسى عمل وکړ چه زمونږ امر پرى نه وى شوى نو هغه مردود دى.
فائده:په دى پوه شه چه د رسول الله صسره محبت کول فرض دى او يواځى محبت کول کافى نه دى بلکه دا ضرورى خبره چه هغه به تا ته د ټولو خلکو نه بلکه د خپل ځان نه هم زيات محبوب وى، ځکه چه څوک د چا سره محبت کوى نو هغه غوره ګڼى او د هغه سره موافقه کول غوره کوى، د نبى ص سره په محبت کښى رشتينى انسان هغه دى چه د محبت علامى پکښى ښکاره شى لکه هغه پسى اقتدا کول او د هغه د قولى او فعلى سنتو تابعدارى کول، او د هغه حکمونه منل او د نهى نهيىځان ژغورل او په سختۍ او اسانتيا كښى او خوښۍ او نا خوښۍ کښى د هغه په اخلاقو باندى ځان سمبالول، ځکه چه تابعدارى د محبت علامه او ثمره ده او په غير د اطاعت نه د محبت تصديق نه شى کيداى.
د نبى ص سره د محبت ډيرى علامى دى چه ځنى يي دادى:
د هغه ډير يادول او درود پرى ويل، ځکه چه څوک د چا سره محبت کوى نو هغه ډير يادوى، د هغه د ملاقات سره شوق ساتل، ځکه چه هر دوست د خپل محبوب د ملاقات سره مينه لرى، د رسول الله ص د ذکر په وخت کښى د هغه تعظيم او احترام کول، إسحاق / فرمائى / د نبى ص صحابۀ کرامو د هغه د وفات نهوروسته چه کله بهيىهغه ذکر کولو نو دوى به عاجزى کوله، او د بدن ويښتهبه يى ځيږه (شخ) ودريدل، او ژړل به ئى.
د هغه چا سره بغض او دشمنى کول چه د رسول ص سره دشمنى کوى، او د هغه چا نه جدا کيدل چه د رسول الله صد سنتو خلاف کوى، او د هغه په دين کښى بدعتونه پيداكوى چه هغه منافقين مبتدعين دى، د هغه چا سره محبت کول چه رسول الله ص ورسره محبت کاوه، لکه د رسول الله r خاندان، د هغه بيبيانى، او د هغه د مهاجرو او انصارو صحابۀ کرامو سره مينه، او د هغه چا سره دشمنى کول چه څوک د پيغمبر ص د خاندان (آل بيت) او صحابه و سره دشمنى کوى او يا ورته کنځلى کوى، د نبى صد ښايسته اخلاقو پسى اقتدا کول ځکه چه رسول الله ص په ټولو مخلوقاتو کښى ښايسته اخلاقو والا انسانوو تر دى چه عائشة رضى الله عنها فرمائى : د نبى ص اخلاق قرآن کريموو يعنى هغه په خپل ځان باندى دا خبره لازمه کړى وه چه هغه کار به کوى چه قران کريم ورته په هغى باندى حکم کړى دى.
د رسول الله ص صفتونه دادى:
د ټولو خلکو نه ډير زيات بهادر او زړور انسانوو، او ډيرشجاعت او بهادرى بهيىپه سخت جنګ کښى معلوميدله، او د ټولو نه ډير زيات سخىوو، او ډيره سخا او کرم بهيىد رمضان په مياشت کښى کوله، او د مخلوقاتو لپاره د ټولو نه زيات خير خواوو، ډير صبر ناکوو، هيڅ کلهيىد خپل نفس لپاره د چا نه انتقام نه دى اخستى، د الله تعالى په حکمونو کښى ډير سختوو، ډيرى عاجزى او درنښت (وقار) خاوند وو، د پيغلى جنۍ نه په حيا کښى ډير زياتوو، او د خپل اهل بيت په هكله د ټولو خلکو نه ډير خيرخواهوو، او د ټولو مخلوقاتو نه په رحم کښى ډير زياتوو، ... او داسى نور صفتونه هم.
اللهم صَلِّ وسلم على نبينا وآله وزوجاته وصحابته وتابعيهم ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين.
دطهارت(د اودس غسل او تيمم مسائل)
لمونځ د اسلام دوهم رکن دى، او بيله اودس نه نه صحيح کيږى، او پاکى په اوبو او يا خاورو باندى حاصليږى.
د اوبو قسمونه:
١) طاهر يعنى پاکى اوبه: چه دا په خپله هم پاکى وى او بل څيز لره هم پاکونکى وى، او دغه قسم او به بى اودسى ليرى کوى او نجاست صفا کوى.
٢) پليتى اوبه: دا هغه اوبه دى چه لږى وى او پليتى يا نجاست ورسره ګډ شوى وى، او يا ډيرى وى خو په خوند رنګ او يا بوى کښىيىتغير راغلى وى.
يادونه: ډيرى اوبه په هغه وخت کښى پليتيږى چه ګندګى ورله د درى صفتونو نه په يو صفت کښى تغير راولى، رنګ، خوند، آو بوى، او لږى اوبه چه مجرد ګندګى ورسره ګډه شى نو پليتيږى، او د ډيرو اوبو حد چه د دوو چاټو (قلتينو) نه زياتى شى چه تقريبا هغه (٢١٠) ليټره اوبه دى.
لوښى او سامان:لوښى ټولپاک دى چه استعمالوليىجايز دى، مګر د سرو او سپينو زرو په لوښوکښى خوراک کول جآيز نه دى، او په دغه لوښوکښى اودس کول صحيح کيږى ليکن سره د ګناه، او د کافرانو د لوښواو جامو استعماول جايز دى، مګر كله چه مونږ تهيىنجاست معلوم شى نو بيا د هغى استعمال جايز نه دى.
د مړوحيواناتو څرمنى: نجسى دى، او مړه حيوانات په دوه قسمه دى:
١) چه غوښه يىحرامه وى
٢) چه غوښهيىپاکه وى ليکن حلاله شوى نه وى، او هغه مړ حيوان چه غوښه يى پاکه وى ليکن حلال شوى نه وى نو کله چه د هغى څرمن رنګ کړى شى (وچ شى او پوخ شى) نو بيا د هغى استعمالول په وچو او جامدو شيانو کښى جايز دى ليکن په مايع شيانو کښىيىاستعمالول جايز نه دى .
استنجاء: د مخى او يا د شا د دوو لارونه د ګندګۍ صفا کولو ته استنجا ويل کيږى، که چيرته دغه صفائى په اوبو سره وى نو استنجا ورته وائى او که په کاڼو کاغذ او يا په نورو شيانو سره وى نو استجمار ورته وائى، او د استجمار (استنجا) لپاره شرط دا دى چه په پاکو، مباحو، پاکونکوشيانو باندى وى، او په خوراکى شيانو باندى استنجا کول جايز نه دى، په درى کاڼو يا په زياتو باندى استنجا کول مستحب دى، ليکن د غټو او وړو بولو د خارجيدلو په وخت کښى استنجا کول فرض دى.
کله چه يو انسان قضاء حاجت وکړى نو په غير د ضرورت نه ورته په همدغى حالت پاتى کيدل جايز نه دى، په ګدرونو، لارو، په سيورو، د ميوه دارو و نو لاندى، قضاء حاجت کول او يا په خلاصه فضا کښى قبلى ته مخ کول ناروا دى.
د هغه چا لپاره چه د قضاء حاجت اراده لرى جايز نه دى چه داسى شيان د ځان سره بيت الخلا ته ننباسى چه د الله تعالى ذکر په کښى وى، او د قضاء حاجت په وخت کښى خبرى کول، په ښى لاس د شرمګاه مسه کول، او په ابادۍ کښى قبلى ته مخ کول هم ناروا دى، او په پريمنځلو او صفائى کولو کښى د شمير طاقوالى، او همدا راز په اوبو او کاڼو دواړو باندى استنجا کول مستحب دى.
مسواک: په نرم مسواک سره لکه د (اراک) د ونى په لرگى سره دخولى صفائى کول مستحب دى، او د لمانځه، تلاوت، اودس، د خوب نه د راپورته کيدو په وخت کښى، مسجد يا کور ته د ننوتلو په وخت کښى، او يا د خولى د صفا کولو لپاره د مسواک استعمالول بيا سنت مؤکد دى، د مسواک د استعمال په وخت په اوداسه کښى په ښى طرف باندى شروع کول مستحب دى، او د هغى شيانو په صفا کولو کښى چه مستحب نه وى د چپ لاس استعمالول ښه کار دى.
داودس فرضونه:
داودس فرضونه شپږ دى:
1) دمخ پريمنځل چه خوله او پوزى ته پکښى اوبه اچول هم شامل دى.
2) د ګوتو نه تر څنګلو پورى دﻻسونو پريمنځل.
3) دسر مسحه کول سره د غوږونو.
4) د گټيو (بجلكو) پورى د ښپو پريمنځل.
5) په ترتيب سره د اندامونو پريمنځل.
6)متصل او په پرله پسى توگه د اندامونو پريمنځل، يعنى چه دومره تأخير پکښى رانه شى چه مخکى اندام پکښى وچ شى.
داودس سنت طريقى: د مسواک استعمالول، د ورغوو پريمنځل، خولى اوپوزى ته په اوبو اچولوکښى مبالغه او زيادت کول، مگر په هغه وخت کښى چه روژه وى، د ږيرى او گوتو خلالول، دغوږونو مسحه کول، دښى اندام پريمنځل مخکښى د چپ نه، او درى کرتى د هر اندام پريمنځل، په ښى لاس باندى خولى ته اوبه اچول او په چپ لاس باندى پوزى ته او به اچول، د اندامونو سولول (مښل)، پوره اودس کول، او د اودس نهوروسته دعاء ويل.
د اوداسه واجبات:د اودس په ابتداء کښى بسم الله ويل، او د هغه چا لپاره درى کرتى د لاسونو پريمنځل د ورغوو پورى چه د شپى د خوب نه راپاڅى، او دا په هغى وخت کښى چه کله خپل لاسونه د اوبو په لوښىکښى داخلوى.
د اوداسه مکروهات: په ډيرو يخو او يا ډيرو ګرمو اوبو باندى اودس کول، د درى کرتى نه زيات د يو اندام پريمنځل، د اندامونو نه د اوبو څنډل، او د اندامونو وچول جايز دى، د چينى په مينځ کښى غسل کول.
يادونه: په خوله کښى د اوبو د اچولو په وخت کښى د اوبو ښورول ضِرورى دى، او د پوزى منځ ته د تنفس د لارى د اوبو داخلول هم ضرورى دى.
د اوداسه شرعى طريقة: اودس او نور عبادتونه بيله نيت څخه نه صحيح کيږى، لکه څرنگه چه رسول الله ص فرمائى : يقينا دار او مدار دعملونو په نيت سره دى، او يقينا دهر سړى لپاره هغه څه دى چه نيتيىورله کړى وى، بخارى روايت کوى، او د نيت کولو ځاى زړه دى او په ژبه باندى بهيىنه وائى: (ځکه چه دابدعت دى)بيا به بسم الله ووائى، او درى کرتى به ﻻسونه پريمنځى، بيا به په يو ﻻس درى کرتى خولى او پوزى ته اوبه واچوى، بيا به مخ درى کرتى پريمنځى، اندازه يى: د سرد ويختو د شنو کيدو د ځاى نه نيولى دزنى د ﻻندى حصى پورى په اعتبار داوږدوالى سره، اود يو غوږ نه نيولى تر بل غوږه پورى په اعتبارد عرض سره، او خپلى ږيرى ته به اوبه رسوى که چيرته گڼه وى، او که رنگۍ (سپكه) وى نوبيائى وينځل ﻻزم او ضرورى دى، بيابه خپل ﻻسونه تر څنگلو پورى درى کرتى پريمنځى، بيا به سر د مخ د حد نه نيولى تر څټ پورى مسحه کړى، اودواړه سبابى ګوتى به د غوږونو په سورو کښى داخلى کړى، او په لويو ګوتو به د غوږونو ظاهرى طرف مسحه کړى، بيا به خپلى ښپىدرى وارى د گټو (بجلكو) سره پريمنځى.
يادونه: ږيره که چيرته رنگۍ (سپكه) وى نوبيا د ږيرى لاندى د پوستکى پريمنځل واجب دى، او که گڼه وى نو بيا به د ږيرى ظاهرى طرف پريمنځى.
او بيا به دا دعاء ووائى: ( أشهد أن ﻻ إله إﻻالله وحده ﻻ شريک له وأشهد أن محمداَ عبده ورسوله)،زه گواهى کوم چه پرته يو الله نه بل دعبادت وړ مبعود نشته، چه واحد ﻻشريک
ذات دى، او گواهى کوم چه محمد ص دالله تعالى بنده او پيغمبر دى.
په موزو باندى مسحه کول: موزى د ښپو لباس دى چه د څرمن يا د بل شى نه جوړيږى، او که چيرته دغه لباس د وړيو نه جوړ شوى وى نو بيا ورته جورابى ويل کيږى، او په موزو باندى مسح کول صرف د وړوکى بى اودسۍ په حالت کښى جايز دى.
اود مسحى کولو شرطونه دا دى:
١) چه د کامل طهارت په حالت کښى بهيىموزى اغوستى وى (چه د دوهمى ښپى د پريمنځلو نه ئىوروسته موزى په ښپو کړى وى).
٢) چه دغه طهارت په اوبو سره حاصل شوى وى.
٣)چه د ښپو د کومو ځايونو پريمنځل فرض وى هغهيىپټ کړى وى
٤) مباحى يعنى حلالى وى.
٥)چه د دغى موزو اصلى ماده پاکه وى.
په پټکى باندى مسحه کول: په پټکى باندى دلاندى شرطونو موافق هم مسحه کول جائز دى:
١) چه دغه پټکى د سړى لپاره وى.
٢) چه ټول سر يى پټ کړى وى
٣) چه مسحه د وړوکى بى اودسۍ له امله وى.
٤) چه دغه طهارت په اوبو سره حاصل شوى وى.
په پوړنى او لوپټه باندى مسحه کول: په پوړنى او لوپټه باندى مسحه کول دلاندى شرطونو موافق جائز دى:
١) چه دغه پوړنى د ښځى لپاره وى.
٢) چه د مرۍ يا غاړى د لاندى طرف نه چاپير (راتاو) شوى وى.
٣) چه دغه مسحه د وړوکى بى اودسۍ له امله وى.

٥) چه ټول سريىپټ کړى وى.
د مسحى موده: د مقيم لپاره يوه شپه او ورځ، او د مسافر لپاره دقصر موده يعنى (85) كيلومتره مسافه ده، چى درى ورځى او درى شپى دى.
د مسحى ابتداء: اومودهيىد مسحى د کولو نه شروع کيږى د سبا ورځى د همدغى وخت پورى (٢٤) ساعته.
د موزو هغه مقدار چه مسح پرى کيداى شى:د ښپو د ګوتو نه نيولى تر پنډو پورى او د موزو اکثره حصه بايد مسحه شى، او د دواړو لاسونو په ګوتو باندى به مسحه کوى په داسى حال کښى چه ګوتى بهيىخورى کړى وى.
فائده: که چيرته دسفر په وخت کښى څوک مسحه وکړى، اوبيا مقيم شى، اويا په کور کښى مسحه وکړى ليکن بيا مسافر شى، او يا د مسحى په ابتداء کښى شکى وى، نوپدى ټولو حاﻻتو کښىيىحکم د مقيم دى.
په پټۍ باندى مسحه کول: پټۍ په اصل کښى د هغى دوه و لرګو نه عبارت ده چه د هډوکى د تړلو لپاره ترى کار اخستلى کيږى، چه په هغى باندى مسحه کول دلاندى شرطونو موافق جائز ده:
١) چه انسان ورته ضرورت او حاجت ولرى.
٢) چه د حاجت د ځاى نه پکښى بايد تجاوز ونه کړى.
٣) چه د دغه ځاى په مسحه کولو او د اوداسه د نورو اندامونو په پريمنځلو کښى موالات (پرله پسى والى) وکړى، که چيرته دغه پټى د زخمى ځاى نه تجاوز کړى وى نو بيا د دغى ځاى نه د پټى لرى کول ضرورى دى، او که چيرته د ضرر نه ويريده نو بيا پرى مسحه کول جايز دى، نارينه او ښځه پدى حکم کښى برابر دى.
څو فايدى: غوره دا ده چه په دواړو موزو باندى غبرګ مسحه وکړى شى په غير د تقديم د ښى ښپى نه
د موزو په لاندى اووروستنى برخى مسحه کول جائز نه ده
د مسحى په ځاى د موزو پريمنځل او يا د مسحى تکرارول مکروهه کار دى
د پټکى او لوپټى (پوړنى) په اکثره برخه مسحه کول فرض دى.
داودس ماتونکى شيا ن:
داودس ماتونکى شيا ن په درى قسمه دى:
1) هغه څه چه دانسان د دوه وو ﻻرو نه خارج شي، لکه دهواء يا باد، منى، تشى اوډکى بولى، اود مذى (سپينو اوبو) خارجيدل.
2) دعقل دسره تلل، په خوب سره وى او که په بى هوشۍ سره وى، مگر په ناستى يا په ولاړه باندى معمولى پرکاره کيدل، کوم ضرر نه لرى.
٣) ددوو لارو نه بغير دبدن دبلى حصى نه د تشو او ډکو بولو خارجيدل.
٤) د بدن نه د يو نجس شى په كثرت سره خارجيدل (په غير د تشو او ډکو بولو نه) لکه وينه شوه او يا داسى بل شى.
٥) د اوښ د غوښى خوړل.
٦) او ځينى شيان داسى دى چه دعلماء په کښى اختلاف دى، لکه قى کول، اود وينى خارجيدل، په ﻻس باندى د عورت بيله كوم حائل مسحه کول، او په شهوت سره او بيله كوم حائل سره دښځى يا سړى مسحه کول، د اسلام نه مرتد کيدل، او مړى له غسل ورکول، ليکن په دى حاﻻتو کښى اودس کول غوره دى چه د اختلاف نه پرى ووځى.
که د يوه سړى په طهارت کښى يقين وى، او په بى اودسۍ کښىيىشک وى، اويا د دى په عکس باندى وى، نو عمل به په يقين باندى کوى، چه هغه مخکى والى دى، که بى اودسى مخکى وى نوحکميىدبى اودسۍ دى، او که طهارت مخکى وى نوحکميىد طهارت دى.
غسل او هغه شيان چه غسل فرضوى:
هغه شيان چه غسل پرى فرضيږى:
1)په ويښه باندى او يا په خوب کښى په خوند سره د بدن نه د منى وتل.
2)دزنانه سره جماع کول اگرکه انزاليىهم ونه شى.
٣) چه کله يو کافريا يو مرتد اسلام راوړى.
٤) دحيض د وينى وتل.
٥) د نفاس د وينى وتل.
٦) چه کله يو مسلمان مړ شى.
د غسل فرضونه: د ټول بدن پريمنځل دغسل په نيت، او د خولى او پوزى دننه پريمنځل.
دکامل غسل مسنونه طريقه:
1)په زړه کښى نيت کول.
2)بسم الله ويل.
3)درى کرتى دﻻسونو پريمنځل د مړوندونو پورى.
4)دجنابت نهوروسته دعورت يا شرمګاه پريمنځل يعنى استنجاء کول.
5)اودس کول.
6)په سرباندى درى کرتى په لپه اوبه اچول، چه د ويښتو بيخونه پرى ﻻنده شى اوبيا د هغى خلالول.
7)بيا په ټول بدن باندى اوبه اچول.
8)په ﻻسونو باندى د بدن مښل اوسولول.
9) په ښى طرف باندى شروع کول.
که چيرته ويښته ډير گڼ وى، نو په دغى صورت کښى د ويښتو ﻻندى پوستکى ته د اوبو رسول فرض دى، اوکه چيرتهيىکونڅۍ کړى وى نو د هغى خلاصول فرض ندى، او په غسل کښى په ښى طرف باندى شروع کول مستحب دى، او که چيرته په غسل سره د لوى او وړوکى طهارت نيت وکړى، نو د دواړو لپاره کافى کيږى.
کله چه يو انسان بى اودسه وى نو په هغى باندى درى شيان حرام دى:
1)په غير دغلاف اوپردى نه د مصحف (قران کريم) مسحه کول.
2) لمونځ کول فرِضى وى او که نفلى.
3) دبيت الله شريف طواف.
اوپه جنب باندى د دغو دريو شيانو نه علاوه:
٤) د قرآن کريم تلاوت.
٥) په جمات کښى وخت تيرول هم حرام دى. د جنب لپاره په غير د اوداسه نه خوب کول، اود غسل کولو په وخت کښى د اوبو په استعمال کښى اسراف کول مکروهه کار دى.
د تيمم مسايل:
د تيمم د روا کيدو شرطونه:
١) د اوبو نشتوالى
٢) په پاکو، حلالو، خاورو باندى تيمم وهل چه دوړه او غبار لرونکى وى، او سوى نه وى.
د تيمم ارکان:په ټول مخ باندى مسحه کول، بيا تر مړوندونو پورى په دواړو لاسونو مسحه کول، ترتيب، او په متصله توګه په مخ او لاسونو باندى مسحه کول.
د تيمم ماتونکى شيان:
١) هر هغه شى چه اودس ماتوى.
٢) د اوبو پيدا کيدل د هغه چا لپاره چه د نشتوالى له املهيىتيمم وهلى وى.
٣) د عذر زايله کيدل لکه څوک چه د مرض له امله تيمم وکړى او بيا روغ شى.
د تيمم سنت طريقى:
١) د لوئى بى اودسۍ په حالت کښى په ترتيب او پرله پسى توګه تيمم کول.
٢) په اخرى وخت کښى تيمم کول.
٣) د تيمم نهوروسته د هغى دعاء ويل چه د اوداسه نهوروسته ويل کيږى.
په تيمم کښى مکروهه کار:
د يو ځل نه زيات په زمکه پاندى د لاسونو وهل.
د تيمم مسنونه طريقه: طريقهيىداده چه اول به په زړه کښى نيت کوى او بيا به بسم الله ووائى، بيا به يو کرت (يو ځلى) په دواړو ﻻسونو باندى پاکه ځمکه ووهى، او خپل مخ به پرى مسحه کړى، او بيا به د لاسونو ورغوى مسحه کړى يعنى د ښى ورغوى شاه به د چپ ورغوى په دننه طرف باندى مسحه کړى، او همداراز د چپ ورغوى شاه به د ښى ورغوى په دننه طرف باندى مسحه کړى.
د نجاست صفا کول:
نجاست په دوه قسمه دى:
١) عينى : دا هغه دى چه پاکول ئى ممکن نه وى ، لکه خنزير که دا هر څومره پريمنځى نو نه پاکيږى .
٢) حکمى : دا هغه پليتى ده چه په عارضى طور په هغه ځاى باندى راغلى وى چه اصل ئى پاک وى لکه جامى زمکه ، او دا په لاندى ډول دى :
أعيان او دهغى حکم [M1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_msocom_1)
حيوانات
هغه بيا په دوه قسمه دى:
نجس حيوانات:
لکه سپى خنزير او هغه شيان چه د دى دواړو نه پيداكيږى، هغه مرغان چه غوښهيىنه خوړل کيږى، او يا هغه حيوانات چه غوښهيىنه خوړل کيږى او د پشوګانو نه لوى وى، او د دى قسم حيواناتو متيازى، خوشايان، لاړى، خولى، منى، شوده، بلغم او قى پليت او نجس دى.
پاک حيوانات:
أ) انسان:
د هغى خوله، لاړى، شوده، او بلغم پاک دى، همدا راز د انسان ټول اجزاء پاک دى، مګر د انسان تش او ډک بول (مذى)او (ودى) يعنى هغه اوبه چه د شهوت له امله د بدن نه وځى او همدا راز د انسان وينه دا ټول نجس او پليت دى.
2)هغه حيوانات چه غوښه يى خوړلى کيږى، نو د هغى بولى، خوشيان، شوده، خوله، لاړى، بلغم او قى پاک دى..
3)هغه حيوانات چه د هغى نه ځان ساتل ګران وى، لکه خر، پشو او مږه شوه او يا داسى نور حيوانات شوه نو د دى حيواناتو لاړى او خوله صرف پاکه ده.
مړه شيان:
ټول پليت او نجس دى مګر د انسان جثه پاکه ده او همدا راز ماهى ملخ، او هغه شيان چه وينه نه لرى لکه لړم، ميږى او ماشى شوه (دا شيان چه په کوم ځاى باندى مړه شى نو هغه ځاى پرى نه پلتيږى).
جامد شيان
جامد شيان ټول پاک دى لکه زمکه، ګټى، او داسى نور، ليکن د مخکينو شيانو عناصر ترى مستثنى دى.
ځنى فايدى: وينى، زوى، او نوونه پليت دى، ليکن د لمانځه په حالت کښى د پاکوحيواناتو لږ او معمولى وينه څه پروا نه کوى.
د دوو شيانو وينه پاکه ده
١) ماهى.
٢) کومه وينه چه د حلال شوى مال په غوښه او يا د هغى په رګونو کښى پاتى شوى وى.
هغه غوښه چه دژوندى حيوان نه غوڅه شوى وى، همدا راز علقه يعنى ټينګه وينه چه په رحم کښى وى او يا مضغه يعنى هغه حمل چه څلويښت ورځى ورباندى تيرى شوى وى دا ټول نجس او پليت دى
د نجاست لرى کول نيت ته ضرورت نه لرى که بارانيىصفا کړى نو هم پاک شوه
د پليت څيز مسه کول په لاس سره او ياپرى ګرځيدل اودس نه ماتوى، ليکن د هغى لرى کول فرض دى، او همداراز هغه نجاست چه جامو او يا بدن ته رسيدلى وى نو د هغى صفا کول هم فرض دى
نجاست او پليتى د لاندى شرطونو موافق صفا کيداى شى:
١) په پاکو اوبو باندى د هغى پريمنځل.
٢) د پريمنځل شوى څيز زبيښل که زبيښليىامکان لرى
٣) که چيرته په پريمنځلو باندى پليتى نه صفا کيږى نو بيا بهيىسولولو (مښلو) باندى صفا کوى.
٤) که چيرته د سپى نجاست او پليتى وى نو هغه به اوه کرتى پريمنځلى شى او اتم کرت بهيىپه خاورو او يا په صابون باندى پريمنځى.
ځنى لارښودنى:
که چيرته دغه نجاست مائع وى لکه تشى بولى او يا د وينى په شکل کښى وى، نو هغه به په اوبو سره صفا کولى شى، تر دى چه د نجاست بوى او رنګ ختم شى، او که جسم لرونکى پليتى وى لکه لوى بولى نو بيا به د هغى ماده او اثرات حتمى له منځه وړى. او که چيرته د پليتۍ صفا کيدل په غير د اوبو نه ممکن نهوو نو بيايىپه اوبو باندى پريمنځل فرض دى
او که چيرته د پليتۍ او نجاست ځاى ورک شى نو بيا به هغه احتمالى ځاى ټول پريمنځل کيږى تر دى چه پليتى په يقينى توګه له منځه ولاړه شى.
څوک چه د نفلى لمونځ لپاره اودس وکړى نو فرضى لمونځ پرى هم کولاى شى.
څوک چه اوده شى او يا ترى باد خارج شى نو استنجاء کول پرى فرض نه دى ځکه چه هوا پليته نه ده، ليکن که د لمانځه اراده لرى نو صرف اودس کول پرى فرض دى.
د هغى وينى أحكام چه په طبيعى طور د ښځو نه خارجيږى
(حيض اواستحاضه)
مسـألــــــــه
حــــــــــــكــــــــم
د حيض لږ اوډير عمر
کم عمر چه حيض پکښى شروع کيږى نه (9) کاله دى او که د دى نه مخکى وينه شروع شى نو هغه استحاضه ده او ډير عمر لهيىحد نشته
د حيض لږه موده
د حيض لږه موده يوه ورځ او شپه (٢٤) ساعته دى که د دى نه کمه شى نو هغه بيا استحاضه ده
د حيض ډيره موده
پنځلس ورځى دى او که د دى نه زياتى شى نو هغه بيا استحاضه ده
د دوو حيضونو منځ کښى د طهر موده
ديارلس ورځى دى که د ديارلسو ورځو د پوره کيدو نه مخکښى وينه وينى نو هغه بيا استحاضه ده ([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn1)).
د ښځو غالبه موده د حيض
شپږ او يا اوه ورځى دى.
د ښځو غالبه موده د طهر
درويشت او يا څلرويشت ورځى دى.
ايا د حمل په دوران کښى چه کومه وينه ده هغه د حيض وينه ده؟
کله چه د حامله زنا نه نه خړه وينه او يا زيړه وينه خارج شى نو هغه حيض نه دى بلکه استحاضه ده.
ښځى په خپل طهر باندى څنګه پوهيږى ؟
ښځى په دوه قسمه دى: 1) په څريښناکى اود سپينو اوبو په وتلو سره چه د طهر په وخت کښىيىوينى2) د شرمګاه په وچيدو سره چه وينه بنده شى
هغه سريښناکى او سپين رنګى ټنګى اوبه چه د ښځى د شرمګاه نه وځى
که چيرته شفافى سپين رنګى او څريښناکى اوبه وى نو هغه پاکى دى، او که چيرته سره يا خړ رنګى او يا زيړ رنګى وينه وى نو هغه پليته ده، او په دى ټولو سره اودس ماتيږى، او که په دوامداره توګه بهيږى نو دا بيا استحاضه ده.
هغه خړه او زيړه وينه چه د ښځى د شرمګاه نه خارجيږى
که چيرته د حيض سره متصل وى مخکى او ياوروسته نو دا بيا حيض دى او که د حيض سره متصل نه وى نو هغه بيا استحاضهدى.
هغه زنانه چه د حيض ورځى يى معلومى وى او بيا د حيض د ورځو د پوره کيدو نه مخکى پاکه شى
کله چه وينه بنده شى او طهريىوليده نو دغه زنانه بيا پاکه ده اګر که د دغى زنانه د عادت ورځى پوره شوى هم نه وى
د خپلى معلومى مودى نه د حيض مخکى کيدل او ياوروسته کيدل
هغه وينه چه د حيض صفت پکښى وى نو هغه حيض دى، که په هر وخت کښى وى ليکن په دى شرط چه د دواړو وينو په منځ کښى د ديارلسو ورځونه زياتى وى چه د طهر لږه موده ده، او که د هغى نه کمى وى نو هغه بيا استحاضه ده.
کله چه د حيض وينه د خپل معلوم عادت نه زياته او يا کمه شى
هغه د حيض وينه ده ليکن په دى شرط چه د پنځلسو ورځو نه زياته نشى چه د حيض اکثره موده ده .
کله چه د يوى ښځى نه ډيره موده وينه بهيږى لکه مياشت او يا د دينه زيات
د هغى څلور حالاته دى:
1) هغه زنانه چه په هره مياشت کښى د حيض وخت او د ورځو شمير پيژنى، نو دغه زنانه به د حيض د ورځو د شمير او وخت موافق کښينى، برابره خبره ده كه وينه يى معلومه وى او كه نه وى.
2) هغه زنانه چه په هره مياشت کښى ورته د حيض وخت معلوم وى ليکن د ورځو شمير ورته معلوم نه وى، نو دغه زنانه به په همغو ورځو کښى شپږ او يا اوه ورځى کښينى چه د حيض غالبه موده ده.
3) هغه زنانه چه چه د حيض د ورځو حساب ورته معلوم وى ليکن په مياشت کښى ورته د حيض د راتلو وخت معلوم نه وى، نو هغه به د هرى اسلامى هجرى مياشت په ابتداء کښى د حيض د ورځو په مقدار کښينى.
د هغى وينى أحكام چه په طبيعى توگه د ښځو نه خارجيږى (نفاس)
مسألـــــــــــــــــه
حكــــــــــــــــــــــــــــــــــــم
کله چه يوه ښځه بچى و زيږوى او وينه ونه وينى
نو دغه ښځه نفاسه نه ده، نه پرى غسل فرض دى، او نهيىروژه ماتيږى.
کله چه ښځه د ولادت علامى ووينى
هغه وينه او اوبه چه ښځهيىد ولادت نه څه موده مخکى وينى هغى باندى د نفاس احکام نه جارى کيږى بلکه هغه استحاضه ده.
هغه وينه چه د ولادت په دوران کښى د ښځى نه خارجيږى
دغه د نفاس وينه ده اګر که ماشوم لا پيدا شوى نه وى، او يا د ماشوم څه برخه خارج شوى وى، نو په دغى زنانه باندى هغه لمونځ فرض نه دى چه د ولادت په دوران کښى پرى راغلى وى.
د نفاس ورځى به د کوم وخت نه حسابيږى؟
کله چه ماشوم د مور د خيټى نه په کامله توګه خارج شى.
د نفاس کمه موده څومره ده ؟
د لږى مودى لپارهيىحد نشته که چيرته بچى وزيږوى او بيا سمدستى وينه بنده شى غسل پرى فرض دى او لمونځ به کوى او د څلويښتو ورځو پوره کيدو ته به انتظار نه کوى.
د نفاس ډيره موده څومره ده؟
د نفاس ډيره موده څلويښت ورځى دى که د دى نه زياته شى نو څه اعتبار ورله نشته، ليکن غسل پرى فرض دى او لمونځ به کوى مګر که د حيِض د هغى زمانى سره موافق شى چه د حمل نه مخکى وه نو بيا دغه وينه د حيض ده.
که چيرته يوه ښځه دوه بچى وزيږوى او يا د هغى نه زيات
نو د اول بچى د پيدا کيو نه بهوروسته د نفاس ورځى حسابيږى.
هغه وينه چه د ماشوم د غورځيدونه وروسته خارجيږى
که چيرته د دغى ضائع شوى ماشوم عمر (٨٠) ورځى وى او يا دهغى نه کمى نو دغه بيا داستحاضهوينه ده، او که چيرته (٩٠) ورځى وى نو دغه بيا د نفاس وينه ده، او که د (٨٠) او (٩٠) ورځو په منځ کښى وى نو حکم بيا د ماشوم د خلقت سره تعلق لرى، که چيرته د انسان شکل او خلقت پکښى پوره شوى وى نو دغه بيا د نفاس وينه ده او که پوره شوى نه وى نو هغه بيا داستحاضه وينه ده.
کله چه يوه ښځه د څلويښتوورځو په منځ کښى پاکه شى او بيا د څلويښتو ورځو د پوره کيدو نه مخکښى دوباره وينه جارى شى
هغه طهر چه ښځهيىد څلويښتو ورځو په منځ کښى وينى نو هغه طهر (پاکوالى) دى غسل به کوى او لمونځ به کوى که چيرته د څلويښتو ورځو د پوره کيدو نه مخکى بيا وينه جارى شى نو د هغى حکم د نفاس دى، او همدا حکم دى تر څو چه څلويښت ورځى پوره شوى نه وى.
څو لارښودنى:
په مستحاضه باندى (هغه ښځه چه د مرض د وجه نه ترى وينه جارى وى) فرض دى چه لمونځ وکړى، ليکن د هر لمانځه لپاره به نوى اودس کوى.
کله چه يوه ښځه د لمر د پناه کيدو نه مخکى د حيض او نفاس نه پاکه شى نو په هغى باندى د دغى ورځى د ماسپښين او د مازيګرد دواړه لمونځونو ادا کول فرض دى او کله چه د سهار د لمانځه نه مخکى پاکه شى نو هغه به د دغى شپى د ماښام او ماخوستن دواړه لمونځونه کوى.
کله چه په يوه زنانه باندى د لمانځه وخت راشى، او بيا د لمانځه د ادا کولو نه مخکى حائضه شى او يائى نفاس شروع شى نو د دغى لمانځه قضائى پرى فرض نه ده.
په هغه ښځه باندى چه د حيض او يا د نفاس نه پاکه شى د غسل کولو په وخت کښى د ويښتو خلاصول فرض دى، او کله چه د جنابت نه غسل کوى نو بيا پرى د کونڅو خلاصول فرض نه دى
د حائضى او نفاس والا زنانه سره جماع کول حرام دى، ليکن د نور بدن نهيىخوند اخستل جايز دى .
د مستحاضى زنانه سره جماع کول مکروه دى ليکن د سخت ضرورت په وخت کښى جايز دى.
د مستحاضى زنانه لپاره د هر لمانځه لپاره غسل کول مستحب دى که چيرته د هغى نه عاجزه شى نو بيادى د ماسپښين او مازديګر لمانځه لپاره يو غسل وکړى او د ماښام او ماخوستن لمونځونو لپاره دى بل غسل وکړى، او د سهار لمانځه لپاره دى ځانله غسل وکړى، نو په يوه شپه او ورځ کښى دا درى غسلونه شوه، که چيرته د دى طاقتيىهم نه وى نو بيادى په ورځ کښى يو کرت غسل وکړى او د هر لمانځه لپاره دى تازه اودس کوى، او که د دى نه هم عاجزه وى نو بيا دى د هر لمانځه لپاره تازه اودس کوى او بيا دى لمونځ کوى.
د ښحى لپاره د حج او يا د عمرى د ادا کولو لپاره، او يا د روژى د پوره کولو په خاطر په مؤقت طور د حيض د بندولو په خاطر د دواء استعمالول جايز دى، ليکن په دى شرط چه د دوا استعمال ورته ضرر نه رسوى.
په اسلام ک د ښځى مرتبه او درجه :
د الله تعالى په نزد باندى ښځه لکه د نارينه په اجر ثواب او فضيلت کښى د ايمان او نيک عمل په مقداربرخه لرى ، رسول الله فرمائى «إِنمَّا النِّسَاءُ شَقَائِقُ الرِّجَالِ» أبو داودr يقينا زنانه د نارينه و خويندى دى ، د هغى لپاره په اسلام کښى د خپل حق طلب کول اويا د ظلم د دفع کولو پوره حق ورکړى شوى دى ، او دا ځکه چه دينى خطاب زنانه او نارينه دواړو ته شامل دى مګر هغه چه په هغى کښى د زنانه او نارينه په مابين کښى تفرقه ذکر شوى وى ، ليکن دغسى احکام نسبتا نورو پورى ډير کم دى ، ځکه چه شريعت د زنانه او نارينه دواړو د پيدايښت د خاصيتونو او د طاقتونو ډير لحاظ ساتلى دى الله تعالى فرمائىU:ﱹﭜ ﭝ ﭞ ﭟ ﭠ ﭡ ﭢ ﱸ.
ترجمه: ايا نه پوهيږى هغه ذات چه پيداکول کوى او هغه باريک بين او خبر دار دى ، نو د زنانه لپاره ځانګړى وظيفى دى او د نارينه لپاره ځانګړى نو د يو لپاره د بل په وظايفو کښى هر قسم مداخلت کول د زندګۍ توازن ته سخت زيان رسوى ، بلکه زنانه ته په خپل کور کښى دننه د نارينه برابر امتيازات او ثوابونه ورکړى شوى ، لکه څرنګ چه د اسماء بنت يزيد په روايت کښى راغلى چه هغى رسول الله r ته تشريف راوړه چه هغه د خپلو صحابه کرامو په مابين کښى ناست ؤ ،نو وئى فرمايل : زما پلار او مور دى ستا نه قربان شى ، زه د ټولو زنانو له خوانه تاته د يو وفد په شکل کښى راغلى يم ، او خپل ځان پوهه کوم زما نفس دى ستانه قربان شى ، نشته کومه زنانه په شرق او غرب کښى زما په راتلو علم لرى او که نه مګر هغه هم زما د نظر په شان راى لرى ، يقينا ته الله تعالى په حقه سره نارينه او زنانه ټولو ته راليږلى ئى نو مونږ په تا او ستا په الله باندى ايمان راوړه ، او زمونږ د زنانو ټولنه ستاسو په کورونو کښى رابندى کړى شوى ناستى دى ، او ستاسو د شهوت پوره کونکى او ستاسو داولادونو ساتونکى دى ، ليکن ستاسو د نارينو ټولنه په مونږ باندى د جمعى اود جمع په لمونځونو ، د مريضانو په په پوښتنه ، او جنازو ته په حاضريدو ، اود حجونو په ادا کولو او په جهاد کښى د حصى په اخستلو باندى غوره شوى ده ، او کله چه په تاسو کښى يو سړى د حج عمرى او جهاد لپاره وځى نو مونږ ستاسو د مالونو حفاظت کوو او ستاسو لپاره جامى جوړوو ، او ستاسو د اولادونو تربيه کوو ، نو ايا مونږ ستاسو سره په اجر کښى شريک نه يو يا رسول الله r ؟ راوى وائى : نو رسول الله r ملګرو ته مخ راواړو او وئى ويل : « هَلْ سَمِعْتُمْ مَقَالَةَ امْرَأَة ٍقَطُ أَحْسَنَ مِنْ مَسْأَلتِهَا في أُمْرِ دِيْنِهَا مِنْ هَذِهْْ؟ »
ترجمه:ايا تاسو د يوى زنانه نه چيرته هم يوه داسى وينا اوريدلى ده چه د دى زناه د سوال نه بهتره وى په باره د دين کښى ؟ نو صحابه کرامو وويل : چه زمونږ دا خيال نه ؤ چه يوه زنانه به هم داسى تپوس او سوال ته لاره پيدا کوى ، نو بيا نبي r هغى ته مخ واړوه او ئى ويل : « انْصَرِفي أَيَّتُهَا المَرْأَةُ، وَأَعْلِمِيْ مَنْ خَلْفَكِ مِنَ النِّسَاءِ أَنَّ حُسْنَ تَبَعُّلِ إِحْدَاكُنَّ لِزَوْجِهَا، وَطَلَبَهَا مَرْضَاتُهُ، وَإِتْبَاعَهَا مُوَافَقَتَهُ تَعْدِلُ ذَلِكَ كُلَّهُ»
چه زه لاړه شه اى زنانه او ټولى زنانه خبرى کړه چه په تاسو کښى د يوى زناه خايسته وخت تيرول او ګذران کول د خپل خاوند سره ، او د هغى رضامندى طلب کول ، او د هغى سره موافقت کول د دغى ټولو کارونو سره برابر ثواب لرى . راوى فرمائى : چه هغه زنانه په داسى حال کښى واپس شوه چه د خوشحالۍ له کبله ئى د الله حمد او لوئى و يله ، امام بيهقى د دى حديث روايت کړى دى . او همدا راز يو ځل زنانه راغلى رسول الله r ته نو وئى فرمايل : نارينه د الله په لار کښى د جهاد کولو د فضيلت له امله زمونږ نه ډير مخکى شو ايا زمونږ لپاره يو داسى کار نشته چه مونږ پرى د مجاهدينو د دغى عمل ثواب حاصل کړو ؟ نو رسول الله r وفرمايل ::« مِهْنَةُ إحْدَاكُنَّ في بَيْتِهَا تُدْركُ عَمَلَ المجَاهِدِيْنَ في سَبيْلِ اللهِ» البيهقي.چه په خپل کور کښى د يوى زنانه مهنت او کار کول د الله په لار کښى د مجاهدينو د عمل برابر ثواب راګيروى . بلکه د يوى خپلوانى زنانه سره احسان کول ډير لوى اجر او ثواب لرى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى:« مَنْ أَنْفَقَ عَلَى ابْنَتَيْنِ أَوْ أُخْتَيْنِ أَوْ ذَوَاتَيْ قَرَابَةٍ يَحْتَسِبُ النَّفَقَةَ عَلَيْهِمَا حَتَّى يَكْفِيَهُمَا اللَّهُ أَوْ يُغْنِيهُمَا مِنْ فَضْلِهِ كَانَتَا لَهُ سِتْرًا مِنَ النَّارِ » أحمد والطبراني. ، څوک چه په خپلو دوه لورګانو او يا په خويندو او يا په نورو خپلوانو زنانه و باندى صدقه وکړى او په هغى باندى د صدقى کولو ثواب طلب کړى تر هغى پورى چه الله ورله کافى شى او يا ئى په خپل فضل باندى مالداره کړى نو هغه به ورله د جهنم د اورنه سپر او پرده وګرځوى امام احمد او طبرانى روايت کړى دى .
د ښځو ځنى احکام:
د هغى نارينه لپاره جايز نه دى چه د داسى زنانه سره ځانله شى چه محرم ئى نه وى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : لاَ يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بامْرَأَةٍ إِلاَّ مَعَ ذِي مَحْرَمٍ»متفق عليه. هيڅکله دى نه ځانله کيږى نارينه د يوى ښځى سره مګر په داسى حال کښى چه محرم ورسره وى
دزنانه لپاره په جمات کښى لمونځ کول جايز دى ، ليکن که چيرته د فتنى ويره وى نو بيا ورله په جمات کښى لمونځ کول مکروهه دى ، عائشة رضي الله عنها فرمائى : که چيرته رسول الله هغه کارونه ليدلى وى چه دى زنانه و پيدا کړيدى نو د جماتونو نه به ئى داسى منع کړى وى لکه څرنګ چه د بنى اسرائلو زنانه د جماتونو نه منع شوى وى . متفق عليه . او لکه څرنګ چه د نارينه لمونځ په جمات کښى ډير لوى اجر لرى نو همدا راز د ښځو لمونځونه په کور کښى ډير لوى اجر لرى ،« رسول الله ص ته يوه ښځه راغله او هغه ته ئى وويل: اى د الله تعالى پيغمبره زه ستا سره لمونځ کول خوښوم، نو هغه ورته وويل چه زه خبر يم چه ته زما سره لمونځ کول خوښ ګڼى ليکن ستا لپاره په خپله کوټه کښى لمونځ کول د حجرى نه ډير غوره دى، او په خپله حجره کښى درله لمونځ کول د کور د ساحى نه ډير بهتر دى، او په خپل کور کښى درله لمونځ کول د قوم (کلى) د جمات نه ډير غوره دى، وَصَلاتُكِ فِي مَسْجِدِ قَوْمِكِ خَيْرٌ لَكِ مِنْ صَلاتِكِ فِي مَسْجِدِي »
او د قوم په جمات کښى درله لمونځ کول زما د جمات نه ډير غوره دى
په زنانه باندى تر هغه وخت پورى حج او عمره نه فرض کيږى چه تر څو پورى محرم پيدا نکړى ، او په غير د محرم نه ورله سفر کول جايز نه دى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « لاَ تُسَافِرِ امْرَأَةٌ فَوْقَ ثَلاَثِ لَيَالٍ إِلاَّ مَعَ ذِي مَحْرَمٍ»متفق عليه. زنانه به د درى وځونه زيات سفر نه کوى مګر د خپل محرم سره .
د ښځو لپاره د قبرونو زيارت کول او د جنازو رخصتول ناروا دى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى ::« لَعَنَ اللَّه زَوَّارَات الْقُبُور »، « قالت أم عطية ل: نُهِينَا عَنْ اتِّبَاعِ الْجَنَائِزِ وَلَمْ يُعْزَمْ عَلَيْنَا » مسلم.
« الله تعالى دى د قبرونو په زيارت کونکو ښځو باندى لعنت وکړى »، « ام عطية رضى الله عنها فرمائى : چه مونږ د جنازو نه منع شوى يو، ليکن تاکيد ئى راباندى نه دى کړى »
د زنانه لپاره په غير د تور رنګ نه د خپل د سر ويښته رنګول جايز دى په دى شرط چه د غوښتونکى لپاره پکښى دوکه نه وى .
په زنانه باندى د خپلى هغى حصى او جايداد نه ميراث ورکول واجب دى چه الله تعالى ورله مقرر کړى دى ، او د هغى نه ورکول پرى حرام دى ، لکه څرنګ چه د رسول الله r نه راغلى چه چه هغه فرمائى : « مَنْ قَطَعَ مِيراثَ وَارِثِهِ؛ قَطَعَ اللهُ مِيرَاثَهُ مِنَ الجنَّةِ يَومَ القِيَامَةِ » ابن ماجه.« څوک چه خپل وارث د ميراث نه محروم کړى نو الله تعالى به ئى په ورځ د قيامت کښى د جنت د ميراث نه محروم کړى ».
په خاوند باندى د خپلى ښځى نفقه واجب ده چه هغه د هغى شيانو نه عبارت ده چه استغنا ترى نشى کيدلاى لکه خوراک سکل لباس د اوسيدو ځاى الله تعالى U فرمائى : ﱹﭶ ﭷ ﭸ ﭹ ﭺﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃﮄﱸ
ترجمه: خرچ دى وکړى خاوند د پراختيا د طاقت (مال) خپل نه هغه څوک چه تنګه وى په هغى باندى روزى نو خرچ دى وکړى د هغى مال نه چه ورکړى دى ده ته الله تعالى . او که چيرته د خاوند والا نه وى نو بيا د هغى په پلار ورور او اولاد باندى نفقه فرض او واجب ده ، او که رشته دار ورله نه وى نو بيا په نورو عامو خلکو باندى د هغى نفقه فرض ده لکه څرنګ چه په حديث کښى راغلى : «السَّاعِي عَلَى الأَرْمَلَةِ وَالمِسْكِينِ كَالمُجَاهِدِ فِي سَبيلِ اللَّهِ أَوْ كالذيْ يَقُوْمُ اللَّيْلَ ويصوْمُ النَّهَارَ » متفق عليه
د بى خاونده زنانه او د مسکنانو کفالت کونکى او مددګار د الله په لار کښى د جهاد کونکى او يا دهغى انسان په شان فضيلت او اجر لرى چه د شپى عبادت کوى او د ورځى له خوا روژه وى .
ښځه د کوچنى بچى په تربيت ډيره حقداره ده چه تر څو پورى ئى واده نه وى کړى ، او چه تر څو پورى دغه ماشوم د مور په تربيت کښى وى نو پلار به ورته نفقه ورکوى .
د زنانه لپاره په سلام باندى مخکى والى مستحب عمل نه دى او خاصکر په هغه وخت کښى چه ځوانه وى او يا د فتنى خطره وى .
د هغى لپاره د شرمګاه د ويختو تراشول او د ترخګونود ويختو خيژول او د هرى جمعى په ورځ ورله د نوکونو غوڅول مستحب او غوره دى ، او د څلويښتو ورځو نه زيات د هغى پريخودل مکروهه عمل دى .
او د زنانو لپاره نمص يعنى د وروځو ويخته خيژول ناروا او حرام دى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى :«لَعَنَ اللهُ النَّامِصَة والمتَنَمِّصَة» أبو داود.
د الله تعالى لعنت دى په هغى زناه چه د وروځو ويخته خيژوى او يا ئى د بل نه طلب کوى .
غمرازى او ماتم کول: د ښځى لپاره په غير د خپل خاوند نه په بل چا باندى د درى ورځو نه زيات غمرازى او ماتم کول ناروا دى، او په خپل خاوند باندى به څلور مياشتى او لس ورځى د غم اظهار کوى، او د احداد يعنى د غمرازۍ په موده کښى په ښځه باندى فرض دى چه د ښايست او خوشبوئى نه ډډه وکړى، لکه زعفران، د سرو زرو کالى اچول اګر که ګوته (انگشترى) هم وى، او ډولى جامى به نه اغوندى لکه سرى او يا زيړى، همدا راز نکريزى، رنګونه (مکياج) او رانجه به هم نه استعمالوى، او همدا راز خوشبودار تيل به هم نه استعمالوى، او د نوکونو غوڅول او يا د ويښتو لرى کول ورله جايز دى، او په هغى کور کښى به عدت تيروى چه خاونديىپکښى وفات شوى وى، د کور بدلول او يا د کور نه وتل ورله په غير د عذر نه جايز نه دى ، او د خپل کورنه به په غير د ضرورته نه اوځى او که ضرورت پيښ شى نو د ورځى به خپل حاجت پوره کوى .
د ښځى لپاره په غير د عذر نه د سر ويخته تراشول ناروا او حرام دى ، کمول ورله جايز دى په دى شرط چه د نارينه سره پکښى مشابهت نه راځى ، لکه څرنګ چه په حديث کښى راغلى : «لَعَنَ رَسُولُ اللَّهص الْمُتَشَبِّهَاتِ بالرِّجَالِ مِنْ النِّسَاءِ» الترمذي.
رسول الله r په هغو زنانو باندى لعنت ويلى دى چه خپل ځان د نارينو سره مشابه کوى ، او يا پکښى د کافرانو ښځو سره ماشابهت نه راځى لکه څرنګ چه رسول الله r م فرمائى : « ومَنْ تَشَبَّهَ بقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ» أبو داود.
څوک چه د کوم قوم سره ځان مشابه کوى نو هغه د هغوى د جملى څخه دى .
د يوى زنانه لپاره دا واجب دى چه کله د خپل کور نه وځى چه خپل ټول ځان په داسى چادرى او بورقه باندى پټ کړى چه لاندى شرطونه پکښى وى :
١) چه ټول بدن ئى پټ کړى وى
٢) چه هغه په خپله زينت او خايست نه وى
٣) ډبله وى اوبايد چه شفافه نه وى
٤) پراخه او ازاده وى بايد تنګه نه وى
٥) خوشبوئى او عطر پرى نه وى استع
مال شوى
٦) د نارينه د جامو او لباس سره بايد مشابهت ونه لرى
٧) د کافرانو ښځو د لباس سره مشابه نه وى
٨) د شهرت لباس نه وى ، او د هغى لباس اغوستل حرام او ناروا دى چه په هغى کښى د انسان يا د بل حيوان عکس وى ، لکه څرنګ چه په ديوال باندى د هغى ځړول ، يا پرى د ديوال پناه کول او خرڅول هم حرام دى .
او د يوى زنانه عورت د بل چا سره په درى قسمه دى :
١) خاوند : چه هغى ته د خپلى ښځى ټول بدن ته کتل جايز دى
٢) زنانه او محرم نارينه : د هغوى لپاره د ښځى هغى ځايونو ته کتل جايز دى چه غالبا ښکاره وى لکه مخ ، ويخته ، ورميږ او غړۍ ، لاسونه ، پنډۍ ، ښپى ، او يا داسى نور .
٣) نور عام پردى نارينه : د هغوى لپاره د زنانه هيڅ يو اندام ته کتل جايز نه دى ، مګر د ضرورت په وخت کښى ورته کتل جايز دى ، لکه د هغى سره د نکاح د طلب کولو او يا د علاج په وخت کښى او يا داسى نور ځايونه .
ځکه چه د زنانو فتنه په مخ کښى ده لکه څرنګ چه فاطمة بنت المنذر رضي الله عنها فرمائى : مونږ به خپل مخونه پټول . حاکم د دى حديث روايت کړى دى . او عائشة رضي الله عنها فرمائى : كَانَ الرُّكْبَانُ يَمُرُّونَ بنَا وَنَحْنُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ ص مُحْرِمَاتٌ فَإِذا حَاذوْنَا سَدَلَتْ إِحْدَانَا جِلْبَابَهَا مِنْ رَأْسِهَا إِلَى وَجْهِهَا فَإِذَا جَاوَزُونَا كَشَفْنَاهُ. أبو داود.سپاره خلک به زمونږ په خوا کښـى تيريدل په داسى حال کښى چه مونږ به د رسول الله r سره د احرام په حالت کښى ؤنو کله چه به مونږ ته نږدى شو نو په مونږ کښى به هرى زنانه خپله چادرى د سر نه په مخ باندى را زوړنده کړه نو کله چه به زمونږ نه تير شو نو مونږ به بيا خپل مخونه ښکاره کړه .
د عدت قسمونه:
١)حامله زنانه: د حاملى زنانه عدت که د طلاق له امله وى او که د خاوند دوفات له امله وى هغه د بچى زيږول دى.
٢)هغه ښځه چه خاونديىوفات شوى وى: نو د هغى عدت څلور مياشتى او لس ورځى دى.
٣)هغه ښځه چه طلاقه شوى وى ليکن حيض پرى راځى: نو د هغى عدت درى حيضه دى، او د دغى ښځى عدت د دريم حيض نه په پاکيدو سره پوره کيږى.
٤)هغه مطلقه ښځه چه حيض پرى نه راځى: نو د دغى ښځى عدت درى مياشتى دى.
او هغه ښځه چه رجعى طلاق ورکړى شوى وى نو د عدت په حالت کښى ورله ضرورى دى چه د خپل خاوند سره پاتى شى او د خاوند لپاره جايز دى چه د دغى ښځى هغه ځايونه ووينى چه کوميىخوښ وى، او خلوت (ځانله کيدل) ورسره هم جايز دى کيداى شى چه الله تعالى د دواړو په منځ کښى اتفاق راولى.
اوښځى ته رجوع کول په وينا باندى هم حاصليږى لکه ښځى ته داسى ووائى: ما تاته رجوع وکړه، او په جماع کولو سره هم حاصليږى: او په رجوع کولو کښى د ښځى رضايت شرط نه دى.
ښځه په خپل اختيار نکاح نشى کولى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « أَيُّمَا امْرَأَةٍ نَكَحَتْ بغَيْرِ إِذنِ وَلِيِّهَا فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ » أبو داود.
يعني هره زناه چه په غير د ولى ( سرپرست ) د اجازى نه نکاح وکړى نو نکاح ئى فاسد او باطل دى . په ښځى باندى د جعلى ويختو لګول حرام او ناروا دى ، لکه څرنګ چه په بدن کښى ورله د خالونو لګول حرام دى ، او دا دواړه کارونه د کبيره ګناهونو له جملى څخه دى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « لَعَنَ اللَّهُ الْوَاصِلَةَ وَالْمُسْتَوْصِلَةَ، وَالْوَاشِمَةَ وَالْمُسْتَوْشِمَةَ »متفق عليه.
يعني الله تعالى دى لعنت وکړى په هغى زنانه باندى چه په خپله ويخته وصلوى او يا ئى د وصلولو طلب کوى او يا خالونه لګوى او يا د خالونو د لګولو طلب کوى .
په ښځى باندى په غير د يو سبب نه د خپل خاوند نه د طلاق طلب کول حرام دى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : :« أَيُّمَا امْرَأَةٍ سَأَلَتْ زَوْجَهَا الطَّلاقَ مِنْ غَيْرِ مَا بَأْسٍ فَحَرَامٌ عَلَيْهَا رَائِحَةُ الْجَنَّةِ »أبو داود.
« هره ښځه چه په غير د کوم جنجال نه د خپل خاوند نه طلاق وغواړى نو د جنت بوى پرى حرام دى »
په ښځى باندى په نيکۍ کښى د خپل خاوند تابعدارى واجب او فرض ده او بيا په خاصه توګه چه کله ئى خپلى بشترى ته راوبلى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى «إذَا دَعَا الرَّجُلُ امْرَأَتَهُ إلَى فِرَاشِهِ فَأَبَتْ أَنْ تَجِيءَ، فَبَاتَ غَضْبَانَ؛ لَعَنَتْهَا الْمَلائِكَةُ حَتَّى تُصْبحَ» متفق عليه.
« کله چه يو سړى خپله ښځه خپلى بشترى (بستر) ته راوبلى او هغه د راتلو نه انکار وکړى تر سهاره پورى پرى ملايکى لعنت وائى »
دښځو لپاره د عطرو استعمالول حرام دى چه کله پوهيږى چه په لاره کښى ورسره پردى سړى مخامخ کيږى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى ::« إِنَّ المرْأَةَ إِذَا اسْتَعْطَرَتْ ، فَمَرَّتْ عَلَى القَوْمِ لِيَجِدُوا رِيحهَا، فَهِيَ كَذَا وَكَذَا؛ يَعْنِي زَانِيَةً » أبو داود.يقينا کله چه يوه زنانه عطر استعمال کړى او بيا په خلکو باندى تيريږى نو هغه زناکاره ده .
اذان او اقامت:
د نارينه وو لپاره په محل د اقامت کښى اذان او اقامت فرض کفائى د ى، او د مسافر او ځانله لمونځ کونکى لپاره سنت دى، او د زنانه و لپاره مکروه دى. او د وخت د داخليدو نه مخکى اذان کول صحيح نه دى، مګر د سهار اول اذان د نيمى شپى نهوروسته صحيح کيږى.
لمونځ
د لمانځه شرطونه:
١) اسلام
٢)عقل
٣) تميز
٤)اودس او پاکوالى سره د طاقته
٥) دوقت داخليدل، د ماسپښين وخت د زوال نه شروع کيږى تر دى چه د هر شى سورى د هغى په اندازه شى، او د مازديگر وخت د ماسپيخين د اخر وخت نه شروع کيږى، تردى چه لمر زيړ شى، ليکن دا غوره وخت دى، او د ضرورت وخت د لمر د پناه کيدو (لويدو) پورى دى، او د ماښام وخت د لمر د پناه کيدو نه نيولى تردى چه د اسمان په کنارو کښى سوروالى ختم شى، او د ماخوستن لمونځ د دغه وخت نه شروع کيږى ترنيمى شپى پورى، او د ضرورت وخت د صبح صادقه پورى دوام لرى، او په اول وخت کښى لمونځ کول بهتر دى، مگر د ماخوستن لمونځ او د گرمى په موسم کى د ماسپښين لمونځ.او د سهار وخت د لمر د راختلو پورى دوام لرى.
٦) په داسى جامه باندى دعورت پټول چه پوستکى پکښى نه ښکارى .[2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn2)
٧) د نجاست او گندگى نه د بدن جامو اود ځاى پاکوالى، اوکه پداسى حال کښىيىلمونځ وکړو چه په بدن باندىيىنجاست اوگندگى وى ليکن ده ته معلومه نه وى، اويا ورته معلومه وى ليکن بيا ترى هير شى نو لمونځيىصحيح دى، او که په لمانځه کښى ورته معلومه شى نو صفا دى کړى او لمونځ دى پوره کړى، او په ټوله زمکه باندى لمونځ کول جائزدى، مگر مقبره او قبرستان، حمامونه، د اوښانو په اندړ او غوجل کښى، اوپه عامه ﻻره کښى.٨) قبلى ته مخ گرځول سره د طاقته.
٩) په زړه کښى نيت کول (ليکن په خولهيىويل بدعت دى).
دلمانځه ارکان څوارلس دى:
١) په فرضى لمانځه کښى قيام کول (ودريدل)، چه کله د هغى طاقت لرى .
٢) تکبير تحريمه.
٣) د سورة فاتحى لوستل.
٤) په هر رکعت کښى رکوع کول.
٥) د رکوع نهوروسته پورته کيدل.
٦) د رکوع نهوروسته په اطمنان او اعتدال سره ودريدل .
٧) په اوو اندامونو باندى سجده کول.
٨) د دوه و سجدو په مينځ کى کښيناستل.
٩) په اطمنان او سکون سره د دغى فرضونو ادا کول.
10)پهوروستنۍ قاعده کښى د التحيات لله ويل.
1١)وروستنى قاعده (ناسته).
12)پهوروستنى قاعده (ناسته) کښى په نبى ص باندى درود ويل.
13)سلام گرځول.
14)په ترتيب سره د دغى فرضونو او ارکانو ادا کول.
اولمونځ په غير د دى فرضونو نه نه پوره کيږى، او د يو رکن په پريښودو سره رکعت باطليږى، په قصد سره وى اوکه په سهوه سره.
دلمانځه واجبات اته دى:
١) د تکبير تحريمه نه علاوه نور ټول تکبيرونه.
٢) د امام او منفرد يعنى يواځى لمونځ کونکى لپاره د (سمع الله لمن حمده) ويل. ٣) د رکوع نه د پورته کيدو په وخت کښى د (ربنا ولک الحمد) ويل.
٤) په رکوع کښى يو کرت (ځلى)سبحان ربى العظيم ويل.
٥) په سجده کښىيو کرت (ځلى)سبحان ربى الأعلى ويل.
٦) د دوه و سجدو په مينځ کښى د (رب اغفرلى) ويل.
٧) په اوله قاعده کښى د (التحيات لله) ويل.
٨) اوله قاعده او هغى ته کښيناستل.
او که څوک دغه واجبات قصدا پريږدى نو لمونځيىفاسد شو، او که په سهوه سره پاتى شى نو بيا به سجده سهوه کوى.
او ماسوا د دغى فرضونو او واجباتو نه دلمانځه نور ټول افعال سنت دى، کوليىپه کار دى ليکن د هغى په پريښودو سجده سهوه نه لازميږى.
د لمانځه سنت : په دوه قسمه دى:قولى، او فعلى:
قولى سنت: د افتتاحى دعاء، اعوذ بالله، او بسم الله ويل، الحمد لله نهوروسته د قرائت ويل، د امام لپاره د سهار په لمانځه کښى او دماښام او ماخوستن په اولنو دوو رکعتونو کښى په جهر سره قرائت ويل، د ربنا ولک الحمد نهوروسته د (حمدا کثيرا طيبا مبارکا فيه ملء السموات وملء الأرض...) ويل، په رکوع او سجده کښى د يو ځل نه زيات د تسبيحاتو ويل، او د سلام نه مخکى د (رب اغفرلى) او دعاء ويل.
فعلى سنت:د قيام په حالت کښى د ښى لاس ايښودل په چپ لاس باندى، د سجدى ځاى ته کتل، د قيام په حالت کښى د قدمونو جدا ايښودل، سجدى ته د تلو په حالت کښى په زمکه باندى اول د زنګونونو لګول بيا د لاسونو او بيا د تندى لګول، په سجده کښى د اړخونو نه د مټو جدا کول، او د خيټى جدا کول د ورنونو نه، او د ورنونو جدا کول د ليچو نه، د زنګنونو جدا کول د يو بل نه، او د قدمونو ودرول، او د ګوتو باطنى طرف په زمکه لګول، او د اوږو برابر د لاسونو ايښودل په داسى حال کښى چه ګوتى بهيىخورى کړى نه وى، او د دوو سجدو په منځ کښى او همدا راز په اوله قاعده کښى د چپى ښپىاوارول او د ښى ښپىاودرول، او د دوو سجدو په منځ کښى په ورنونو باندى د لاسونو ايښودل په داسى حال کښى چه ګوتى بهيىرا ټولى کړى وى، او همدا راز په قاعده کښى، مګر (خنصر) يعنى وړه ګوته او(بنصر) يعنى هغه ګوته چه د وړى ګوتى خواته ده هغه به راټولى کړى او د غټى او منځنۍ ګوتى نه به د حلقى شکل جوړ کړى او په سبابه گوتى (دكنځلو گوته) باندى به د الله تعالى د ذکر کولو او د دعاء کولو په وخت اشاره کوى چه مقصد پکښى د الله تعالى يووالى ته اشاره ده، او د سلام د ګرځولو په وخت کښى ښى او چپ طرف ته کتل، او د کتلو په وخت کښى په ښى طرف باندى شروع کول.
د سجده سهوى بيان:که څوک په سهوه سره په لمانځه کښى په غير د خپل ځاى نه يو روا عمل وکړى لکه په سجده کښى د قران کريم تلاوت نو د هغه لپاره سجده سهوه کول سنت ده. او په ترک د سنتو باندى سجده سهوه جايز ده. او کله چه رکوع، يا سجده، يا قيام، او يا يوه قاعده (کيناستل) زياته کړى، او يا د لمانځه د پوره کيدو نه مخکى سلام وګرځوى، او يا په قرائت کښى داسى لحن (غلطى) وکړى چه معنى بدلوى، او يا فرض ترک کړى، او يا ورته په زيادت کښى شک واقع شى نو په دى ټولو صورتونو کښى پرى سجده سهوه فرض ګرځى.
او سجده سهوه د سهوه کيدو په حالت کښى مشروع او روا شويده، او هغه په درى قسمه دى:
اول:په لمانځه کښى زيادت کول، لکه د يورکعت او يا د رکن زياتول.
دوهم:کمى او نقصان کول: لکه د يو فرضى حکم هيريدل، مثلا چه د اول تشهد نه پورته شى که نيغ اودريدلى نه وى او دا ورته ورپه ياد شى نو واپس دى شى او تشهد دى ووائى، او که چيرته نيغ ودريده او بيا ورپه ياد شى نو نه به واپس کيږى.
دريم:شک پيداکيدل: هغه څوک چه د رکن پهپريښودو کښى ورته شک پيدا شى، نو داسى ده لکه چه دغه رکنيىپريښى وى، او که چا ته د رکعتونو په شمير کښى شک پيدا شى نوعمل به په يقين باندى کوى چه هغه لږ رکعتونه دى.
که امام سهوه شى نونارينه به په (سبحان الله) ويلو سره فتحه ورکوى، او زنانه به په ﻻس پړقولو (ټكولو) سره فتحه ورکوى .
دلمانځه طريقه: کله چه څوک په لمانځه اودريږى په داسى حال کښى چه مخيىقبلى طرف ته وى، نو الله اکبر به ووائى، او امام به تکبير تحريمه او نور ټول تکبيرونه هم په جهر باندى وائى، دي لپاره چهوروستنى خلکيىواورى، او مقتديان بهيىپه پټه باندى وائى، او د تکبير په وخت کښى به ﻻسونه داوږو برابر اوچت کړى، اوښى ﻻس به په چپ ﻻس باندى کيږدى، او د سينى لاندى بهيىبرابر کړى، او دسجدى ځاى ته به گورى، او بيا به د هغى دعاگانو نه يوه دعاء ووائى چه په حديثوکښى راغلى لکه:سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبحَمْدِكَ وَتَبَارَك اسْمُكَ وَتَعَالَى جَدُّكَ وَلا إِلَهَ غَيْرُكَ.
ترجمه : پاکى ده تالره اى خدايه او حمدونه دى تا لره او مبارک دى نوم ستا او اوچت دى شان ستا او بيله تا نه بل دعبادت وړ او مستحق معبود نشته، او يا دبلى دعاء ويل لکه: (اللهم باعد بيني وبين خطاياي...) بيا به اعوذ بالله او بسم الله وائى، او دغه ټول به په پټه باندى وائى، لکه څرنگه چه انس رضى الله تعالى عنه روايت کوى: چه ما د رسول الله ص ابو بکر، عمر، او عثمان، t نهوروسته لمونځ وکړه، ما د يوه نه هم ندى اوريدلى چه بسم اللهيىپه جهر ويله، بيا به سورة فاتحه ووائى، ځکه چه څوک سورة فاتحه ونه وائى نولمونځيىصحيح ندى، او د مقتدى لپاره دا غوره ده چه د امام په سکتو او وقفو کښى سورة فاتحه ووائى او په خفيه لمانځه کښىيىويل فرض دى، بيا به بل سورة ووائى او بيا دا مستحب دى چه د سحار په لمانځه کښى د (طوال المفصل) سورتونو نه يو سورة ووائى چه هغه دسورة (ق) نه نيولى تر سورة (نباء) پورى دى، او د ماښام په لمانځه کښى به د (قصار المفصل) سورتونو نه يو سورة وائى، چه هغه دسورة (والضحى) نه نيولى تر سورة (والنا س) پورى دى، او په نورو لمونځونو کښى به د (اوسط المفصل) سورتونو نه يو سورة وائى، چه هغه دسورة (عم يتسائلون) نه نيولى تر سورة (والضحى) پورى دى، او امام به د سحر لمونځ او همدارنگه د ماښام او ماخوستن اولنى دوه رکعته په جهر سره کوى، او ماسوا د دى نه به نور ټول لمونځونه په خفيه او پټه کوى، او بيا به الله اکبر وائى او رکوع ته به ځى او دواړه ﻻ سونه به د تکبير تحريمه په شان اوچت کړى، او د رکوع په حالت کښى به دواړه لاسونه په زنگننو باندى ږدى، او گوتى به پراخه کوى، او شا به هواره کړى، او سر به ورسره برابر کړى، بيا به درى کرتى (ځلى) سبحان ربي العظيم وائى، بيا به سر اوچت کړى، او سمع الله لمن حمده به وائى، او بيا به دواړه ﻻسونه د اوږو برابراوچت کړى، او کله چه د رکوع نهوروسته په اعتدال سره ودريده، نو دا دعاء به ووائى: ربنا ولك الحمد حمدًا كثيرًا طيبًا مباركًا فيه ملء السموات وملء الأرض وملء ما شئت من شيء بعد. ترجمه : اى زموإ پروردگاره! تا لره پوره ستاينه ده، زياته، پاكه، او مباركه ستاينه، (تا لره پوره ستاينه ده) د اّسمانونو او ځمكي او د هغوى تر مينځ د مخلوقاتو د ډكوالي په اندازه، او په اندازه د ډكوالي د هغه شيانو چي تا غوښتي وي، اى د ستايني او لويي خاونده.
بيا به سجدى ته ﻻړ شى، او الله اکبر به ورسره ووائى، او د سجدى په وخت کښى به خپلى مټى د اړخونو نه، اوخيټه به د ورنونو نه جدا کړى، او د ښپواوﻻسونو گوتى به قبلى ته مخامخ کړى او بيا به سبحان ربي الأعلىدرى کرتى ووائى، او که چيرته دا دعائى ورسره وويله (سبوح قدوس رب الملائکة والروح)، او دا دعاء (سبحانک اللهم وبحمدک اللهم اغفرلي) نو دا به ډيره غوره وى، بيا به سر راپورته کړى او الله اکبر به ووائى، او چپه ښپه به خوره کړى، او په هغى به کښينى، او ښى ښپه به ودروى او گوتى به ورله قبلى ته برابرى کړى، اودا دعاء به دوه کرتى ووائى: ربِّ اغفر لي اوکه دا دعاء ورسره ووايى نودا به بهتره وى وَارْحَمْنِي واجبرنِي وَارْفَعْنِي وَارْزُقْنِي وَانْصُرْنِي وَاهْدِنِي وَعَافَنِي وَاعْفُ عَنِّي.
ترجمه : اى الله ما ته بخښنه وكړى، او په ما رحم وكړى، او نقصان مي جبيره كړى، او (زما مقام) اوچت كړى، او روزي را ته راكړى، او مدد مى وكړى، او هدايت را ته وكړى، او عافيت را ته راكړى، او عفو راته وكړى.
بيابه دوهمه سجده وکړى د اولى سجدى په شان، بيا به سراوچت کړى، او الله اکبر به ووائى، بيا به دوهم رکعت ته اوچت شى اوهغه به هم د اول رکعت په شان وکړى، چه کلهيىدوه رکعتونه وکړه نو د تشهد لپاره به کښينى، ښى ﻻس به په ښى ورون او چپ ﻻس به په چپ ورون باندى کيږدى، او کچه گوته او ورسره بله متصله گوته به قط کړى، او دمينځ او غټى گوتى نه به دحلقى شکل جوړ کړى، اوسبابه (دكنځلو) گوتى باندى به اشاره کوى، او التحيات لله به تر اخره پورى وائى: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، السَّلامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ السَّلامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ. ترجمه : : ژبني او بدني او مالي عبادتونه ټول الله لره دي، سلام او د الله رحمت او بركتونه دي وي پر تا اى پيغمبره! سلام دي وي پر موږ او د الله پر نيكو بندگانو، زه گواهى وركوم چي بيله الله نه بل د عبادت وړ او مستحق معبود نشته، او گواهى وركوم چي محمد د الله بنده او پيغمبر دى.
بيا به په درى رکعتيز، او څلورکعتيز لمونځونو کښى، دريم رکعت ته پورته کيږى، الله اکبر به وائى، او ﻻسونه به د اوږو برابر اوچت کړى، او باقى لمونځ به په همدغه طريقه باندى کوى، مگر قراءت به په جهر سره نه وائى، او فقط سورة فاتحه به وائى او بيا به د تورک په شکل کينى، يعنى چپه ښپه به خوره کړى، او ښى طرف ته بهيىاوباسى او ښى ښپهبه نيغه ودروى، او کناټى به زمکى ته ورسوى، او تورک به په اخيره قاعده کښى کوى، ليکن په هغه لمونځ کښى چه په هغى کښى دوه قاعدى او کښيناستل وى، بيا به التحيات لله ووائى، او ورپسى به درود شريف ووائى:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى محَمَّدٍ وَعَلَى آلِ محَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حمِيدٌ مجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى محَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
ترجمه : اى الله پر محمد او د محمد پر اهل وعيال درود وليږه، لكه څنگه چي دي پر ابراهيم u او د ابراهيم u پر اهل و عيال درود ليږلى دى، او بركت نازل كړه پر محمد او د هغه پر اهل وعيال باندي، لكه څنگه چي دي بركت نازل كړى دى پر ابراهيم u او د هغه پر اهل وعيال باندي، په رښتيا سره ته ستايلى شوى، د لويي خاوند يى.
او بيا به دا دعاء ووائى: أعوذ بالله من عَذَابِ النَّارِ وَعَذَابِ الْقَبْرِ، وَفِتْنَةِ الْمَحْيَا وَالمَمَاتِ، وَفِتْنَةِ المَسِيحِ الدَّجَّالِ. ترجمه : زه په الله سره پناه غواړم د دوږخ (جهنم) له عذاب نه، او د قبر له عذاب نه، او د ژوند او مرگ له فتنى نه، او د مسيح دجال د فتنى نه.
بيا به دوه کرتى سلام وگرځوى، ښى اوچپ طرف ته او د سلام ويلو سره به ښى اوچپ طرف ته مخ وگرځوى، او هر کله چهيىسلام وگرځوه، نو بيا به د لمانځه په ځاى کښى مسنونى دعاگانى ووائى . ([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn3))
د مريض انسان د لمانځه طريقه: کله چه قيام او ودريدل د مريض او بيمار په مرض کښى زياتوالى راولى او يائى د قيام طاقت نه وى، نو په دغه صورت کښى به په ناستى لمونځ کوى، او که په ناستهيىطاقت نه وى نوبيا بهيىپه اړخ باندى کوى، او که د دى طاقت هم نه لرى، نو بيا به ملا يعنى په شا پروت وى اولمونځ به کوى، او که د دى نه هم عاجزه شى، نو بيا به په اشاره لمونځ کوى، اوهغه لمونځونه چه د بى هوشۍ په وخت کښى ترى پاتى شوى وى، د هغى به قضائى راوړى، او که د هرلمونځ ادا کول ورته په خپل وخت باندى مشکل او ګران وى، نو بيا ده لپاره جائز دى چه دوه لمونځونه يو ځاى (جمع بين الصلاتين) وکړى، يعنى دماسپيښين او مازديگر لمونځونه به په يو ځاى ادا کړى، او د ماښام او ماخوستن لمونځونه دى هم په يو ځاى ادا کړى.
دمسافر لمونځ: کله چه د سفر مسافه د اتيا (٨٠) کيلو متره نه زياته وى، او روا او مباح سفر وى نوڅلوررکعتيز لمونځ به دوه رکعته کوى، او که چيرته يو مسافر سړى په مقيم امام پسى اقتدا وکړى، نوبيا به پوره لمونځ کوى، او همدا راز که چيرته د يو مقيم سړى نه لمونځ هيرشى، او بيا ورته په سفر کښى ياد شى، او يا د يو مسافرنه د سفر په وخت کښى لمونځ هير شى او بيا ورته په کور کښى ياد شى، نو په دى ټولو صورتونو کښى به پوره لمونځ کوى، او د مسافر لپاره پوره لمونځ جائز دى، ليکن قصر غوره دى، او څوک چه د څلورو ورځو (20 لمونځو) نه زياته اراده وکړى، نو لمونځ به پوره کوى.
د جمى لمونځ:د جمعى لمونځ د ماسپښين د لمانځه څخه غوره دى، او دا مستقل لمونځ دى
او د ماسپښين لمونځ څخه قصر شوى نه دى، څلورو رکعتو تهيىزياتول جايز نه دى، او د ماسپښين د لمانځه په نيتيىکول جايز نه دى، او د جمعى لمونځ د مازديگر د لمانځه
سره نشى جمع کيداى اګر که سببيىهم موجود شى.
وتر: سنت دى او وختيىد ماخوستن د لمانځه نه نيولى تر سبا د راختلو پورى دوام لرى، کميىيو رکعت دى او ډيريىيوولس رکعته دى، او په هر دوو رکعتونو کښى به سلام ګرځوى او دا غوره طريقه ده،او د ادنى کمال درجهيىدرى رکعته دى چه په دوه وو سلامونو باندى ادا شى.او د وترو په اولنى رکعت کښى د سورة الاعلى او په دوهم رکعت کښى د قل يا ايهالکفرون او په دريم رکعت کښى د قل هو الله احد سورتونو ويل سنت دى . او د رکوع نه روسته پکښى د قنوت دعا ويل او د دعا په وخت کښى د لاسونو اوچتول مستحب دى ، او دعا به په جهر سره کوى اګر که يو کس هم وى .
دجنازى مسائل: مسلمان ته غسل او کفن ورکول، او د هغى دفن کول او په هغى باندى د جنازى لمونځ کول فرض کفائى دى، چه بعضى خلک په دى کارونو کښى شريک شى، نو ټول د گناه نه بچ کيږى، او که هيڅوک په کښى شريک نه شى نو بيا ټول خلک گناهګار بللى شى، مگر د جهاد شهيد ته به غسل نه ورکوى، او نه به ورته کفن ورکولى شى، او په هغوى باندى د جنازى لمونځ کول جايز دى، او په خپل مخکنى حالت کښى به دفن (ښخ) كيږى، او د نارينه په کفن کښى سنت طريقه دا ده چه د دريو سپينو خلتو يا ټوكرانو نه کفن ورکړى شى، او د زنانه (ښځو) لپاره سنت طريقه دا ده چه د پنځوو سپينو جامو نه دى کفن ورکړى شى، يعنى لنگ، پړونى، قميص، او دوه خلتى (ساده ټوټى)، او امام به د جنازى دلمانځه په وخت کښى د نارينه سينى او د زنانه مينځ طرف ته مخامخ ودريږى، او بيابه څلور تکبيرونه کوى، او د هر تکبير سره به ﻻسونه اوچتوى، د اول تکبير نه بهوروسته سبحانک اللهم نه وائى، بلکه اعوذ بالله او بسم الله به وائى، او بيابه سورة فاتحه په پټه باندى وائى، بيا به دوهم تکبير وکړى، او په نبى ص به درود ووائى، او بيابه دريم تکبير وکړى، او د مړى لپاره به مسنونى دعاگانى ووائى، نوبيا به څلورم تکبير وکړى او د لږ انتظار نهوروسته ته سلام وگرځوى.
او د قبرونو اوچتول ديوى لويشت نه زيات مکروهه دى، او همدارنگه د قبر پخول، ښکلول، او خوش بويه کول، او يا په قبر باندى ليکل کول، او يا ورباندى کيناستل، او يا ورباندى گرځيدل، دا ټول مکروهه او ناروا کارونه دى، اوپه قبر باندى د چراغونو بلول او يا دهغى نه طوافونه کول، او يا پرى جماتونه جوړول، او يا په جمات کښى د مړى دفن کول دا ټول حرام اوناروا دى. او د هغى گمبدو او درگاهونو ورانول فرض دى چه په قبرونو باندى جوړى شويدى.
د تعزيه لپاره کوم خاص الفاظ نشته په مناسبو الفاظو باندى بايد تعزيه وشى، لکه د اسى ويل: الله دى لوى اجر درکړى او الله تعالى دى ښايسته تسلى درکړى او الله دى ستاسو مړى وبخښى، او مسلمان ته په کافر باندى تعزيه کول: الله دى لوى اجر درکړى او الله تعالى دى ښايسته تسلى درکړى. او کافر ته تسلى او تعزيه ورکول ناروا دى، ولو كه مړى مسلمان هم وى.
څوک چه په دى پوهيږى چه د ده کورنۍ به د ده د مرګ نهوروسته په ده باندى ژړا کوى نوپه ده باندى فرض دى چه د ژړا په ترک باندى ورته وصيت وکړى، که وصيت ونه کړى نو بيا به د هغوى په ژړا ورته عذاب رسيږى.
امام شافعى / فرمائى : چه د تعزيه اخستلو لپاره کيناستل مکروهه کار دى، چه هغه په کور کښى د مړى د وارثانو را جمع کيدل دى په دى غرض چه خلک ورته د تعزيه لپاره ورشى، بلکه د دوى لپاره كه نارينه وى او که زنانه پکار دى چه خپلو کارونو پسى لاړ شى او تيت او خپاره شى.
د مړى د کورنۍ لپاره د طعام (خواړه) تيارول سنت طريقه ده، ليکن د مړى د کورنۍ نه طعام خوړل، او يا د هغه چا لپاره طعام تيارول چه د مړى په کور کښى راجمع شوى وى مکروهه دى.
په غير د سفر نه د مسلمان د قبر زيارت کول سنت طريقه ده، د کافر قبر ته ورتګ مباح دى، او همدا راز يو کافر کولى شى چه د مسلمان د قبر زيارت وکړى.
څوک چه مقبرى ته ورشى نو د دى دعاء ويل ورله سنت دى: السلام عليكم دار قومٍ مُؤمنين ــ أو:أهل الديار من المؤمنين ــ وإنا إن شاء الله بكم للاحقون، يرحم الله المستقدِمِين منَّا والمستأخرين، نسأل الله لنا ولكم العافية، اللهم لا تحرمنا أجرهم، ولا تفتِنَّا بعدهم، واغفر لنا ولهم. سلامتيا دى وى په تاسو باندى اى مؤمنانو، او ان شاء الله موږ هم تاسو پسى دروان يو، الله تعالى دى زمونږ په مخکنو اووروستنو باندى رحم وکړى، مونږ د خپل ځان او ستاسو لپاره سلامتيا غواړو، اى الله مونږ د دوى د اجر نه مه محروموه، او د دوى نهوروسته مونږ په فتنه کښى مه اخته کوه، مونږ او دوى ټولو ته مغفرت وکړى.
په کفن باندى د قرآن کريم د آياتونو ليکل حرام او ناروا دى، ځکه چه په دغه کار کښى له يوى خوا د اياتونو د ګنده کيدو (نجس كيدو) ويره ده، او له بله پلوه د قرآن عظيم الشان اهانت او سپکاوى دى، او په ليكلو باندى څه دليل هم نشته.
د وړوکى او لوى اختر لمونځونه: دغه لمونځونه فرض کفائى دى، او وختيىد څاښت د لمانځه په شان دى، که چيرته د زوال نهوروسته د اختر ورځ معلومه شى نو بيا به د هغى په سبا د دغى لمانځه قضائى راوړى. او شرطونهيىد جمعى د لمانځه په شان دى په غير د خطبو نه، او د اختر د لمانځه نه مخکى اووروسته په جومات کښى نفل کول مکروهه دى.
د اختر د لمانځه طريقه: دا دوه رکعته لمونځ دى په اول رکعت کښى د تکبير تحريمه نهوروسته او د اعوذ بالله د ويلو نه مخکى شپږ تکبيرونه دى، او په دوهم رکعت کښى د قراءت د شروع کولو نه مخکښى پنځه تکبيرونه دى، او د هر تکبير سره به لاسونه اوچتوى، بيا به اعوذ بالله ووائى او په جهر باندى به الحمدلله ووائى، او بيا به په اول رکعت کښى (سبح اسم ربک الاعلى) سورة ووائى او په دوهم رکعت کښى به سورة (الغاشية) و وائى، کله چه سلام وګرځوى نو د جمعى په شان خطبه به ووائى ليکن په کثرت سره د تکبيرونو ويل پکښى سنت طريقه ده، او که د نفلى لمونځ په شان لمونځيىوکړه نو صحيح دى ځکه چه زيات تکبيرونه او د هغى په منځ کښى ذکر کول دا ټول سنت دى.
د کسوف لمونځ: سنت دى او وقتيىد لمر او سپوږمۍ د توروالى نه نيولى د توروالى د ختميدو پورى دوام لرى، او که د دغى لمونځ سبب ختم شى نو بيا ورله قضائى نشى راوړى، او دا دوه رکعته لمونځ دى چه په اول رکعت کښى به په جهر سره سورة فاتحه او يو بل اوږد سورة وائى، بيا به اوږده رکوع وکړى، بيا به د رکوع نه سر اوچت کړى سمع الله لمن حمده او ربنا ولک الحمد به ووائى، بيا به د سجدى نه مخکى دوباره سورة فاتحه او يو بل اوږد سورة ولولى، او بيا به اوږده رکوع وکړى، بيا به سر اوچت کړى، بيا به دوه اوږدى سجدى وکړى، بيا به دوهم رکعت هم د اول رکعت په شان وکړى، بيا به تشهد ووايى او سلام به وګرځوى، او که چيرته مقتدى د اولى رکوع نهوروسته راغى نو رکعتيىنه دى ګير کړى (نه دى نيولى).
د استسقاء لمونځ: کله چه زمکه وچه شى او بارانونه کم شى نو په دغى وخت کښى د استسقاء لمونځ سنت دى، او د استسقاء د لمانځه وخت، طريقه او احکام هماغه د اختر دلمانځه په شان دى، مګر دومره خبره ده چه د استسقاء په لمونځ کښى د لمانځه نهوروسته يوه خطبه لوستلى كيږى، او د لمانځه نهوروسته بيا د څادر سرچپه کول سنت دى چه الله تعالى په حالاتو کښى هم دغسى بدلون راولى.
نفلى لمونځونه:په حديث کښى راغلى چه رسول الله صبه هره ورځ په غير د فرضى لمونځ نه دوولس رکعته لمونځ کوو، دوه رکعته د سهار د لمانځه نه مخکى، څلور رکعته د ماسپښين نه مخکى او دوه رکعتهوروسته، او دوه رکعته د ماښام نهوروسته او دوه رکعته د ماخوستن نهوروسته، او دوه رکعته د ماښام د اذان نهوروسته او د نورو نفلى لمونځونو ثبوت ترى هم شته .
ممنوعه وختونه: په ممنوعه وختونو کښى د نفلى لمونځ کول منع دى چه هغه درى وختونه دى:
١) د سبا د راختلو نه نيولى د لمر د راختلو پورى.
٢) کله چه لمر د اسمان منځ ته ورسيږى تر څو پورى چه زايله شوى نه وى.
٣) د مازديګر د لمانځه نهوروسته د لمر د پريوتو پورى. او د ذوات الاسباب لمونځونو كول (هغه لمونځونه چه سبب ورله وى) په دى وختونو کښى جايز دى لکه تحية المسجد لمونځ، د طواف دوه رکعته، د سهار سنت، د جنازى لمونځ، د اودس نهوروسته دوه رکعته لمونځ، د تلاوت او دشکر سجده.
د جمات (مسجد) احکام:
د ضروت په اندازه د جمات جوړول فرض دى، او د الله تعالى په نزد بهترين ځاى جماتونه دى، او په جماتونو کښى د لوبو ويل (سندرى ويل)، لاسونه پړقول، موسيقى، ناروا شعرونه، د نارينه وو او د ښځو اختلاط، جماع کول، اخستل، خرڅول، ناروا او حرام دى، او څوک چه په جماتونو کښى تجارتونه کوى نو د دى ويل ورته سنت دى: الله دى ستا تجارت فايده مند نه کړى، او د ورک شى اعلان کول پکښى حرام دى، او څوک چه اعلان واورى نو داسى دى ورته و وائى: الله تعالى دى تا ته دغه شى پيدا نه کړى. او ماشومانو ته په جمات کښى تعليم ورکول جايز دى په دى شرط چه ضرر نه رسوى، او همدا راز د نکاح تړل، فيصلى، جايز نعتونه، د معتکف او يا د بل چا لپاره پکښى خوب کول، د ميلمه يا د مريض لپاره پکښى شپه کول، او يا پکښى قيلوله (د غرمى خوب) دا ټول جايز دى. او دعبثو خبرو، جګړى، ډيرو خبرو، او په ناکره خبره باندى د اواز اوچتولو نه، يا په غير د ضرورته په جمات کښى د لار جوړولو نه، دجمات ساتل مستحب او سنت دى. او په جماتونو کښى دنياوى او بى فايدى خبرى مكروهدى، او همداراز په ودونو او يا د مړى په تعزيه کښى د جماتونو فرشونه، چراغونه، او يا د جمات د برق استعمالول جايز نه دى.
ځنى لارښودنى:
په لمونځونو کښى د صف په برابرولو باندىنبى صامر کړى دى، لکه څرنګه چه هغه فرمائى :« لَتُسَوُّنَّ صُفُوفَكُمْ أَوْ لَيُخَالِفَنَّ اللَّهُ بَيْنَ وُجُوهِكُمْ »
ترجمه : خپل صفونه خامخا برابر كړئ، كه نه نو الله تعالى به ستاسو مخونه مسخ كړى. نعمان بن بشير فرمائى : ما به سړى ليده چه خپله اوږه بهيىد ملګرى د اوږى سره، زنګون بهيىد زنګون سره، او ګټۍ (بجلكه يا ښنگرى) بهيىد ملګرى د ګټۍ سره برابرولى.
په نارينه وو باندى د جمع (جماعت) لمونځ: فرض دى تر دى چه که په سفر کښىيىتوان ولرى نو هم پرى فرض دى، او تارک الجماعت ته به تعزيرى سزا ورکولى شى، او د جمع لمونځ د مؤمنانو شعار او علامه ده، او د هغى پريښودلد منافقينو علامه ده، نبى ص فرمائى : « وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ آمُرَ بحَطَبٍ فَيُحْطَبَ ثُمَّ آمُرَ بالصَّلاةِ فَيُؤَذَّنَ لَهَا ثُمَّ آمُرَ رَجُلاً فَيَؤُمَّ النَّاسَ ثُمَّ أُخَالِفَ إِلَى رِجَالٍ فَأُحَرِّقَ عَلَيْهِمْ بُيُوتَهُمْ » متفق عليه.
ترجمه : زما دى په هغه ذات باندى قسم وى چه زما نفس د هغى په لاس کښى دى زما دا اراده ده چه د لرګو په راجمع کولو امر وکړم، او بيا په لمانځه باندى حکم وکړم نو اذان وويل شى، او بيا يو سړى ته حکم وکړم چه امامت وکړى، او بيا هغه كسانو پسى ورشم (چى جمعى ته نه دى راغلى) او کورونه پرى وسوځوم.
هغه شيان چه زکات ورکول پکښى فرض دى څلور قسمه دى:
اول: څريدونکى څاروى.
دوهم: هغه فصلونه چه د زمکى نه راوځى يعنى د زمکو حاصلات.
دريم: سره او سپين زر.
څلورم: د تجارت سامانونه.
د زکات مسائل
د زکات د فرض کيدو شرطونه پنځه دى:
اول: اسلام
دوهم: ازادى.
دريم: د نصاب پوره کيدل.
څلورم: پوره ملکيت.
پنځم: دکال تيريدل.
دڅاروو د زکات تفصيل:
څاروى په درى قسمه دى: اوښان، غوائى، گډين او بزين څاروى (پسونه او بزى)، اود دى د زکات ورکولو لپاره دوه شرطونه دى:
اول: چه پوره کال او يا د کال په اکثره برخه کښى څريدلى وى.
دوهم: چه د شيدو پيو او نسل د ډيريدو لپاره ساتلى شوى وى نه د کار لپاره.
د اوښانو د زکات تفصيلپه ﻻندى ډول سره دى.
ديوه (١) نه نيولى تر څلورو (٤) اوښانو پورى پکښى زکات نشته، او د پنځه و(٥) نه نيولى تر نهه (٩) اوښانو پورى يو گډ يا پسه دى، د لسو(١٠) نه نيولى تر څورلسو (١٤) اوښانو پورى دوه گډان يا پسونه دى، او دپنځلسو(١٥) نه نيولى تر نولسو(١٩) پورى درى گډان دى، او د شلو(٢٠) نه نيولى تر څلرويشتو(٢٤) پورى څلور گډان دى، او د پنځه ويشتو(٢٥) نه نيولى تر پنځه ديرشو (٣٥) پورى يو دانه بنت مخاض اوښ دى، او د شپږديرشو(٣٦) نه نيولى تر پنځه څلويښتو(٤٥) پورى يو دانه بنت لبون اوښ دى، اود شپږ څلويښتو (٤٦) نه نيولى تر شپيتو (٦٠) پورى يوه حقه اوښه ده، او د يوشپيتو(٦١) نه نيولى تر پنځه اويا (٧٥) پورى يوه جذعه اوښه ده، او د شپږ اوياوو(٧٦) نه نيولى تر نوى (٩٠) پورى دوه دانى بنت لبون اوښان دى، او د يو نوى (٩١) نه نيولى تر يو سلوشلو (١٢٠) پورى دوه دانى حقى او ښى دى.
شميره
1 - 4
5-9
10- 14
15- 19
20- 24
25- 35
36- 45
46-60
61- 75
76 -90
91- 120
زکات
نشته
يوګډ (پسه)
دوه ګډان (پسونه)
درى ګډان (پسونه)
څلور ګډان
يو(بنت مخاض) اوښه
يو (بنت لبون) اوښه
يوه (حقه) اوښه
يوه (جذعه) اوښه
دوه (بنت لبون) اوښى
دوه (حقى) اوښى
دوضاحت لپاره په مختصر توگه دﻻندى جدول څخه استفاده وکړى
بنت مخاض: هغى اوښى ته وائى چه يو کال ورباندى تير شوى وى، او بنت لبون: هغه اوښى ته ويلى کيږى چه دوه کاله ورباندى تير شوى وى، حقه: هغى اوښى ته وائى چه درى کلنه وى، جذعه: هغى اوښى ته وائى چه څلور کلنه وى.
نو هر کله چه د دى نه زياتى شى نو په پنځوسو اوښانو کښى يوه (حقه) يعنى درى کلنه اوښه ده، او په څلويښتو کښى يوه (بنت لبون) يعنى دوه کلنه اوښه ده.
او دغوايانو زکات په ﻻندى ډول دى:
ديوه (١) نه نيولى ترنهه ويشتو (٢٩) پورى زکات نشته، او د ديرشو(٣٠) نه نيولى ترنهه ديرشو(٣٩) پورى يو کلن خوسى (گلگى) دى او يا يوه کلنه خوسکۍ (گلگۍ) ده، او د څلويښتو (٤٠) نه نيولى ترنهه پنځوسو(٥٩) پورى، دوه کلن غوائى اويا دوه کلنه غواه ده، او د شپيتو (٦٠) و نه نيولى ترنهه شپيته (٦٩) پورى دوه دانى يوکلن خوسکى دى، او د اوياوو (٧٠) نه نيولى ترنهه اوياوو (٧٩) پورى يوه دوه کلنه خوسکۍ او يو دانه يوکلن خوسکى دى، او د اتياو (٨٠) نه نيولى ترنهه اتياوو پورى دوه دانى دوه کلنى خوسکۍ دى، او د نوى (90) څخه نيولي تر نهه نوى (٩٩) پورى درى دانى يوکلن خوسکى دى، او د سلو (١٠٠) نه نيولى تريوسلو نهو (١٠٩) پورى يودانه يوکلن خوسکى، اويوه دانه دوه کلنه خوسکۍ ده، او د يوسلو لسو (١١٠) نه نيولى تر يوسلو نولسو (١١٩) پورى دوه دانى دوه کلنى خوسکۍ او يودانه يوکلن خوسکى دى، اوچه کله د يوسلوشلو(١٢٠) نه زيات شى نو بيا په هر ديرشو مالونوکى يودانه يو کلن مال دى، اوپه هرو څلويښتو کښى يوه دانه دوه کلنه خوسکۍ ده.
د وضاحت لپاره لاندى جدول ته مراجعة وکړئ
شميره
1 - 29
30-39
40-59
زکات
نشته
يوکلن خوسى يا خوسکۍ
دوه کلن غوائى يا غوا
تبيع: يوکلن غوائى ته وائى، او تبيعة: يوکلنى غواته وائى، مسن:دوه کلن غوائى ته وائى، او مسنة: دوه کلنى غوا ته وائى .
کله چه شماريوسلوشلو (١٢٠) ته ورسيږى نو په هر ديرشو(٣٠) مالونو کښى يو کلن غوائى، او په هر څلويښتو(٤٠) مالونو کښى يوه دوه کلنه غوا ورکول فرض دى.
د گډو (پسونو) او بزو زکات په ﻻندى ډول دى:
د يوه (١) نه نيولى تر نهه ديرشو (٣٩) پورى پکښى زکات نشته، او د څلويښتو (٤٠) نه نيولى تر يو سلوشلو (١٢٠) پورى يوگډ دى، او ديو سلو يويشتو (١٢١) نه نيولى تر دوه سوه (٢٠٠) پورى دوه مالونه دى، او کله چه د دوه سوه (٢٠٠) نه يو مال هم زيات شى نو بيا په هر سلو مالونو کښى يو گډ دى، او په زکات کښى به غټ سيرلى نه اخيستل کيږى، او همداراز زوړ، يو سترگى مال، اويا هغه مال چه بچى ورسره وى، اويا بلاربه، اويا قيمتى مال هم نشى اخستلى کيداى.
او د وضاحت لپاره لاندى جدول وګورئ
شميره
١-٣٩
٤٠ــ ١٢٠
١٢١-٢٠٠
٢٠١-٣٩٩
زکات
نشته
يوګډ (پسه)
دوه ګډان (پسونه)
درى ګډان (پسونه)
شاة: په ګډين مالونو کښى هغى ته وائى چه شپږ مياشتىيىشوى وى او هغى ته (جذعة)هم وائى، او په بزين مالونو کښى (شاة) هغى ته وائى چه يوکاليىشوى وى او(ثني) ورته هم وائى.
د زمکى د حاصلاتو زکات په ﻻندى ډول دى:په دانو اوميوه جاتو کښى زکات په درى شرطونو سره فرض دى:
1) چه دغه دانى اوميوى دهغى قسم نه وى چه پيمانه کيږى اويا ذخيره کيږى، لکه په دانو کښى وربشى او غنم، اوپه ميوه جاتو کښى کجورى او انگور، اوهغه شيان چه پيمانه کيږى هم نه، اوذخيره کيږى هم نه لکه سبزى جات نوبيا په هغى کښى زکات نشته.
2) د نصاب پوره کيدل، چه هغه (653) کيلو گرامه دى، او يا دهغى نه زيات وى.
٣) چه دغه حاصلات د زکات د فرضيت په وخت کښى د ده په ملکيت اوتصرف کښى وى، که چيرته ميوه جات وى نو بايد چه پخى شوى وى يعنى رنگيىسوروالى يا زيړوالى ته مايله شوى وى، او که چيرته نور زراعت وى، لکه دانى نو هغه بايد کلکى او پخى شى، او په هغه فصلونو کښى چه په باران او يا په نهرونو باندى اوبه کيږى، په غير د مشقت او مصرف څخه، نو په هغى کښى عشر يعنى لسمه برخه فرض ده، او کوم فصلونه چه په مشقت او تکليف سره خړوبيږى، لکه په ارټونو، څاگانو، بوکو، او فوارو، سره نو په هغى کښى شلمه برخه فرض ده، او کله چه په ميوو کښى پوخوالى ولگيږى، او دانى کلکى شى، نو په هغى کښى بيا زکات فرض دى. او کوم فصلونه چه د کال په ځنو ورځو کښى په مشقت سره اوبه کيږى، او په ځنو ورځو کښى په غير د مشقت نه اوبه کيږى نو اعتبار اکثريت لره دى، او حساب به د مشقت او نه مشقت په تناسب سره کيداى شى.
دسرو اوسپينو زرو زکات په ﻻندى ډول دى:
١) دسرو زرو نصاب (85) گرامه دى
٢)د سپينو زرو نصاب (595) گرامه دى . او په نغدو روپو کښى هله زکات فرضيږى چه د زکات د ورکولو په وخت کښى د هغى قيمت د سرو زرو او يا سپينو زرو کم نصاب ته ورسيږى، او کله چه دغه مقدار پوره شى، نوبيا به د لسمى برخى څلورمه حصه يعنى څلويښتمه حصه په زکات کښى ورکوى. او د ښځو په جايزو، گاڼو اوکالو کښى زکات نشته چه کوم د ښايست لپاره استعمالوى، او هغه کالى او گاڼه چه د تجارت لپاره تيار شوى وى اويا د ذخيره کولو لپاره نو په هغى کښى زکات ورکول فرض دى. اود ښځو لپاره د ټولو سرو زرو اوسپينو زرو استعمال جائزدى، کوم چه عرف اورواج کښى استعماليږى، او د لوښوسره لږ او معمولى سپين زر ګډول جايز دى، او د نارينه وو لپاره فقط د سپينو زرو د گوتى اوچشمو استعمالول جائزدى. او د سرو زرو ګډول د لوښوسره حرام دى، او د نارينه لپاره د هغى مستقل استعمالول جايز نه دى، ليکن که د بل شى تابع وى نو بيا په کمه اندازه د هغى استعمالول جايز دى، لکه تڼۍ شوى او يا پرى د غاښونو کلکول شوه، ليکن په دى شرط چه د ښځو سره پکښى مشابهت نه وى.
که د چا سره داسى مال وى چه کميږى او زياتيږى، او په ده باندى د ټول مال زکات ويستل د کال په پوره کيدو کښى ګران وى: نو بيا دى په کال کښى يوه ورځ د زکات د ويستلو لپاره انتخاب کړى، او کله چه هغه ورځ راورسيږى نو ودى ګورى چه څومره مال ورسره دى؟ نو په سلو کښى دى دونيمى روپۍ په زکات کښى ورکړى اګر که په ځنى ماليىکال نه وى تيرشوى. او څوک چه تنخوا اخلى او يايىزمکه او کور په كرايه (ايجار) ورکړى وى، که د هغى نه څه مال نه ذخيره کوى او نه يى ساتى نو زکات پرى نشته اګر که ډير هم وى، او که ذخيره کوىيىنو په هغه پيسو کښى به زکات ورکوى چه ذخيره كړى يى وى، اوکله چه پرى کال تير شى، او که په دى کښى ورته مشقت وى نو بيا دى د زکات لپاره په کال کښى يوه ورځ انتخاب کړى.
که چيرته ديو انسان په مالدارسړى باندى قرض وى، چه د ادا کولو اميديىوى، نوپه ده باندى بيا په هغه وخت کښى زکات ﻻزميږى، چه کله ورته خپل قرض لاس ته ور شى، ليکن د مخکنى ټولو کلونو زکات به ورکوى اگرکه ډيروى، او که چيرته دغه قرضدار مفلس يعنى غريب وى، او د ادا کولو توان ونه لرى، نوبيا په کښى زکات نشته تر څو چه خپل قرضيىپه ﻻس نه وى ورغلى، او که چيرته خپل قرض په ﻻس ورشى نو بيا به د يو کال زکات ورکوى، اگرکه ډير کلونه پرى هم تير شوى وى.
د تجارت په سامانونو کښى د زکات بيان:په دى کښى زکات هله فرض گرځى چه کله په کښى څلورشرطونه پوره شى:
١) چه د ده په ملکيت کى راشى.
٢) چه تملک يعنى ملکيت کى راوستل د تجارت په نيت وى.
٣) چه د هغى قيمت د نصاب حد ته ورسيږى، چه کوم په سرو زرو او سپينوزرو کښى کم نصاب دى.
٤) د کال تيريدل.
چه کله دا څلور شرطونه پوره شي، نو بيا به د هغى د قيمت نه زکات اوباسى، او که چيرته ورسره سره اوسپين زر موجود وى، نوهغه به هم د دغى سامانونو د قيمت سره جمع کړى، چه د نصاب تکميل ورباندى راشى، او که چيرتهيىدغه سامانونه او اسباب د استعمال لپاره ساتلى وى، لکه جامى، کورونه، موټرى، او يا داسى نور نو بيا په هغى کښى زکات نشته.
صدقۀ فطر (سرسايه):
داپه هرهغه مسلمان باندى فرض ده، چه د اختر د يوى شپى او ورځى د طعام (خوړو) نه زيات طعام (خواړه) ولرى، چه د ده او د هغى د کورنۍ دخوراک نه زيات وى. او د صدقۀ فطر مقدار دوه کيلو اودوه سوه پنځوس گرامه طعام دى، چه کوم د ملک عام خوراک وى.
او دا په هر مسلمان باندى فرض ده نارينه وى او که زنانه، او انسان به د خپل ځان او د هغه چا صدقۀ فطر ورکوى، چه په ده باندى د هغى خرچ اوخوراک (نفقه) ﻻزم وى، او د صدقۀ فطر ورکول داختر د لمانځه نه مخکى مستحب دى، او د اختر د ورځى نه ئىوروسته کول جائز نه دى، او د اختر نه يوه ورځ او يا دوه ورځى مخکى د هغى ورکول جائز دى، او که ډير خلک يومسکين ته صدقۀ فطر ورکوى نو جائز دى، او دا هم جائز دى چه يو انسان خپله صدقۀ فطر په ډيرو خلکو تقسيم کړى.
دزکات مستحقين او حقداران اته دى:
١) فقيران.
٢) مسکينان
٣) دزکات راجمع کونکى.
٤) مؤلفة القلوب يعنى كوم كسان چه اسلام ته يى زړونه مايل وى، دهغوى د راجلبولو په خاطر.
٥) د مريانو او غلامانو د ازادولو په خاطر.
٦) قرضدارى .
٧) في سبيل الله يعنى د الله په ﻻر کښى.
٨) مسافر.
دى ټولو ته به د حاجت په اندازه زکات ورکول کيږى، مګر د زکات عامل (جمع کونکى) ته د هغه د اجرت په اندازه زکات ورکول کيږى اګر که مالدار هم وى، کله چه باغيان او خوارج په يو کلى باندى قبضه وکړى نو هغوى ته هم د زکات ورکول جايز دى، کله چه يو حاکم په زور سره او يا په اختيار سره زکات واخلى نو دغه زکات صحيح کيږى عدل پکښى کوى او که ظلم.
او کافرانو، غلامانو، مالدارانو، بنى هاشمو، او هغه چاته د زکات ورکول جايز نه دى چه په دى سړىيىنفقه فرض ده، او که چيرته په ناپوهۍ سره غير مستحقينو ته زکات ورکړى او بيا ورته معلومه شى نو دغه زکات نه صحيح کيږى، مګر که يو سړى ته زکات ورکړى چه د ده په ګمان مسکينوو او هغه بيا مالداره ثابت شى نو دغه زکات صحيح دى.
نفلى صدقه: رسول الله ص فرمائى: « إِنَّ مِمَّا يَلْحَقُ الْمُؤْمِنَ مِنْ عَمَلِهِ وَحَسَنَاتِهِ بَعْدَ مَوْتِهِ عِلْمًا عَلَّمَهُ وَنَشَرَهُ، وَوَلَدًا صَالِحًا تَرَكَهُ، وَمُصْحَفًا وَرَّثَهُ، أَوْ مَسْجِدًا بَنَاهُ، أَوْ بَيْتًا لابْنِ السَّبِيلِ بَنَاهُ، أَوْ نَهْرًا أَجْرَاهُ، أَوْ صَدَقَةً أَخْرَجَهَا مِنْ مَالِهِ فِي صِحَّتِهِ وَحَيَاتِهِ يَلْحَقُهُ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهِ » ابن ماجه.
ترجمه : ځنى هغه نيک عملونه چه مسلمان تهيىد مرګ نهوروسته ثواب رسيږى علم دى چه خلکو تهيىښودلى دى او نشر کړىيىدى، او يايىنيک بچى پريښى وى، او يايىپه ميراث کښى قرآن کريم پريښى وى، او يايىجمات جوړ کړى وى، او يايىمسافر خانه جوړه کړى وى، او يايىد اوبو نهر (وياله) روان کړى وى، او يايىپه خپل ژوند کښى په روغ والى کښى صدقه ورکړى وى، نو د هغى ثواب به ورته د مرګ نهوروسته رسيږى.
د رمضان د مبارکى مياشتى روژه نيول، په هر مسلمان، عاقل، بالغ، او په هغه چا باندى چه د روژى طاقت لرى فرض ده، ليکن په حائضه او نفاس واله زنانه باندى د دغى روژى نيول فرض او فرض نه دى، او هغه ماشوم چه د روژى د نيولو طاقت لرى، هغى ته به دروژى په نيولو باندى حکم کيداى شى، دى لپاره چه د روژو سره اشنا شى.
دروژى مسائل
درمضان د مياشتى د پيژندلو لپاره درى طريقى دى:
١) د مياشت په ليدو سره، چه يو عادل او مکلف مسلمان پرى ګواهى وکړى اګر که ښځه هم وى.
٢) د شعبان د مياشتى ديرش ورځى پوره کول.
او د فرضى روژى وخت د سبا صادق (فجر صادق) نه نيولى د لمر دپريوتو پورى دوام لرى، او د روژى د نيولو نيت د سحر نه مخکى ضرورى دى.
هغه شيان چه روژه پرى فاسديږى:
١) جماع (کوروالى کول)، اوپه دغه انسان باندى د دغى روژى قضائى فرض ده، اوکفاره پرى هم ﻻزميږى، چه ترتيبيىدا دى، دمرئى ازادول، که دهغى طاقت ونه لرى نو دوه مياشتى مسلسل روژى به نيسى، اوکه د هغى طاقتيىهم نه وى نوبيا به شپيته مسکينانوته طعام ورکوى.
٢) د بدن نه د منى وتل، که په بوسه (ښکلولو يا مچولو سره وى)، او يا دﻻس په استعمال سره وى، او د خوب په ليدلو باندى روژه نه ماتيږى.
٣) په قصد سره خوراک او څښاک کول، که چيرته په هيره سره وى، نوروژهيىصحيح ده.
٤) دوينى ويستل د بدن نه که په ښکر لگولو سره وى، اويا يو مريض ته د وينى ورکول، او که چيرته لږه وينه وى لکه د ټيسټ او تحليل (معايناتو) لپاره، اويا هغه وينه چه په غير د ارادى نه ووځى، لکه دپوزى وينه نوبيا په هغى باندى روژه نه ماتيږى.
٥) په قصد سره قى او ولټى کول، که چيرته په هيره وى، اويا په زبردستى او زورسره وى، نوبيا پرى روژه نه ماتيږى، او که چيرته دچا حلق (ستونى) ته گرد او غبار (دوړى) داخل شى، او يا خولى او پوزى ته د اوبو اچولو په وخت کښى د ده حلق (ستونى) ته اوبه داخلى شى، او يا په فکر او سوچ سره انزال وشى، اويا په خوب کښى په ده باندى اودس واوړى، او يا غيرى اختيارى قى (ولټئ) وکړى، نو پدى ټولو حالتونو کښى د ده روژه نه ماتيږى، او د دغى مخکنى ماتونکو شيانو په وجه په ده باندى فقط د دغى يوى ورځى د روژى قضائى فرضيږى، او کفاره پرى نشته، لکن صرف په جماع کولو باندى کفاره ﻻزميږى، چه مخکى ذکرشوه.
او که څوک خوراک وکړى، او خياليىدا وى چه دا شپه ده او بيا هغه ورځ ثابته شى، نوپه ده باندى قضائى فرض اوﻻزم ده، او که څوک خوراک وکړى، او دائى خيال وى چه سبا شوى ندى، نو روژهيىنه ماتيږى، او که څوک په شک سره روژه ماته کړى، او خياليىدا وى چه ماښام شوى به وى، نوپه ده باندى قضائى فرض ده.
دهغو كسانو احكام چه روژه ماتول او خوړل ورته روا دى:د هغه چا لپاره چه عذريىنه وى د روژى خوړل حرام دى.او د حائضى نفاس واله زنانه لپاره د روژى ماتول فرض دى، او همدا راز د هغه چا لپاره هم دا حکم دى چه د يو انسان د نجات لپاره د روژى ماتولو ته ضرورت لرى. هغه مسافرچه د لمونځ قصر ورته جائز وى او د روژى نيول ورته ګران وى، اويا هغه مريض چه د روژى نيول ورته ضرر رسوى د روژى ماتول سنت دى، او د هغه مقيم سړى لپاره چه د روژى په ورځ کښى مسافر شى، او يا د هغى حاملى او تى ورکونکى زنانه لپاره چه په خپل ځان او يا په خپل ماشوم باندى ويريږى، د روژى ماتول جايز دى، او په دى ټولو باندى صرف د دغى ورځى قضائى راوړل فرض دى، او په هغى حاملى او تى ورکونکى زنانه باندى چه په خپل ماشوم باندى ويريږى د هرى ورځى په بدل کښى يو مسکين ته طعام ورکول هم لازم دى.
هغه انسان چه د بوډاوالى د وجى نه اويا د دوامداره مرض له امله د روژى د نيولو توان نه لرى، نو هغه به دهرى روژى په بدل کښى يو مسکين ته فديه او طعام ورکوى، او د روژى قضائى ورباندى نشته.
اوکه څوک د عذر د وجى نه د روژى قضائىوروسته کړى، تردى چه بل رمضان پرى راشى، نو په هغه باندى صرف قضائى ده، اوکه چيرتهيىپه غير د عذر نهوروسته کړى وى، نو بيا به د قضائى سره سره دهرى روژى په بدل کښى يومسکين ته طعام هم ورکوى، او که چيرته دعذر په وجه د روژى قضائى رانه وړى تردى چه مړ شى نو په هغى باندى فديه نشته او که په غير دعذر نهيىقضائى نه وى راوړى تردى چه مړ شى نو د هغه نه به د هرى روژى په مقابل کښى يو مسکين ته طعام ورکولى شى، د مړى وارثانو لپاره سنت دى چه د خپل رشته دار لپاره د رمضان د هغى روژى قضائى راوړى چه تفريط يعنى کمىيىپکښى کړى دى، او يائى نذر منلى وى، او همدا راز د هغى نذر پوره کول ورله سنت دى چه په نيکۍ کښىيىمنلى وى.
او که څوک دعذرپه وجه روژه ماته کړى، او بيا دغه عذر د ورځى په مينځ کښى ختم (زائله) شى نو د باقى ورځى روژه پرى لازم ده. او که چيرته يو کافر د روژى په ورځ کښى مسلمان شى، او يا يوه حائضه زنانه پاکه شى، او يا يو مريض روغ شى، او يا يومسافر کور ته راشى، او يا يو ماشوم بالغ شى، او يا يو ليونى انسان عقلمند شى په داسى حال کښى چه دوى روژه ماته کړى وى، نو په دى ټولو باندى د دغى ورځى قضائى فرض ده اګر که دوى د پاتى ورځى روژه هم ساتلى وى. او د هغه چا لپاره چه د رمضان په مياشت کښى ورله د روژى ماتول جايز وى نو بل څوک ورله په هغى کښى روژه نشى نيولى.
نفلى روژى: غوره طريقه پکښى يوه ورځ روژه کيدل او يوه ورځ بوزه کيدل دى، بيا د دوشنبى او پنچشنبى په ورځ روژه نيول، او بيا په هره مياشت کښى درى ورځى روژه نيول، او غوره دا ده چه دغه روژى د هرى هجرى قمرى مياشتى، ديارلسم، څوارلسم، او پنځلسم تاريخ باندى وى، او همدا راز دمحرم او شعبان د مياشتى د اکثرو ورځو روژه نيول، او د عاشورا او د عرفات د ورځى روژى نيول هم سنت دى، لکه څرنگه چه د شوال د مياشتى شپږ ورځى روژى نيول مستحب دى، او د رجب مياشت په روژى سره خاص کول مکروهه دى، او همدارنگه دخالى او د جمعى په ورځ روژه نيول مکروهه دى، او همدا راز شکى روژه نيول چه هغه د شعبان د ديرشمى ورځى روژه ده چه کله هوا صافه وى، او د وړوکى اولوى اختر په ورځ او يا د تشريق په ورځو کښى روژه نيول حرام دى مګر هغه څوک چه په هغى باندى د حج قران او يا د حج تمتع دم اوښتى وى.
لارښودنى:
که څوک د لوئى بى اودسى په حالت کښى وى، لکه جنابت او يا حائضه اونفاسه زنانه وى چه کله د سبا کيدونه مخکى پاکه شى، نوهغوى لپاره دغسلوروسته کول د سحر د بانگ (اذان) پورى جائز دى، او په دغى حالت کښى ورته خوراک کول هم جائز دى، ځکه چه نبى ص به کله کله دغسى عمل کولو.
د زنانه لپاره د رمضان په مياشت کښى د حيض د بندولو د دوا استعمال جايز دى، پدى غرض چه د مسلمانانو سره په نيکو اعمالو او عبادت کښى شريکه شى، ليکن په دى شرط چه د دوا استعمال ورته ضرر نه رسوى.
دروژه دار لپاره د ﻻړو او همدارنگه دهغى بلغمو تيرول جائز دى چه کوم دستونى نه دننه وى.
رسول الله صفرمائى : « لا تَزَالُ أُمَّتِي بِخَيْرٍ مَا عَجَّلُوا الإِفْطَارَ وَأَخَّرُوا السُّحُورَ » أحمد.
ترجمه : زما امت به ترهغى پورى په خيرکښى وى چه ترڅو پورى په روژه ماتى کښى تلوار کوى، او په پيشمنى کښى تاخير کوى.
او د ابو داود په روايت کښى راغلى: « لا يَزَالُ الدِّينُ ظَاهِرًا مَا عَجَّلَ النَّاسُ الْفِطْرَ لأَنَّ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى يُؤَخِّرُونَ » أبو داود.
ترجمه : دين به هميشه لپاره غالب وى چه تر څو پورى خلک په افطارى (روژه ماتى) کښى تلوارکوى، ځکه چه يهوديان او نصارىيىوروسته کوى.
دروژه ماتى په وخت کښى دعاء کول سنت ده، رسول الله صفرمائى : « إن للصَّائِمِ عِنْدَ فِطْرِهِ دَعْوَةً لا تُرَدُّ » ابن ماجه.
ترجمه : دروژه دار دعاء د روژه ماتى په وخت کى نه مسترد کيږى، او د روژه ماتى په وخت د دى دعاء ويل مستحب دى: « ذَهَبَ الظَّمَأُ وَابْتَلَّتْ الْعُرُوقُ وَثَبَتَ الأَجْرُ إِنْ شَاءَ اللَّهُ » أبو داود.
ترجمه : تنده ختمه شوه او رګونه لانده شوه او ثواب حاصل شو ان شاء الله.
په تازه کجورو باندى روژه ماتول سنت طريقه ده، که چيرته تازه کجورى نه وى، نو په وچو کجورو باندى دى ماته کړى، او که چيرته هغه هم نه وى، نو بيا دى په اوبو باندى ماته کړى.
روژه دار به د ورځى له خوا رانجه نه استعمالوى، اونه به په سترگو او غوږونو کښى دوا اچوى، او دا علماوو داختلاف نه دوتلو له وجى، او که چيرته ورته محتاج وى، لکه دعلاج په خاطر نوبيا د هغى استعمالول جائز دى پروا نه کوى، اګر که خونديىحلق (ستونى) ته هم ورسيږى، او روژهيىصحيح ده.
دروژى په ټولو اوقاتو او وختونو کښى د مسواک استعمالول جائز دى، په غير د کراهت نه او دا صحيح قول دى.
دروژه دار لپاره په کاردى چه غيبت، چغلى، دروغ او يا نور گناهونه پريږدى، اوکه څوک ورته کنځلى کوى، نوهغه دى ورته ووائى چه زه روژه يم، د ګناهونو نه د ژبى او د نورو اندامونو په حفاظت سره د روژى حفاظت کيږى، لکه څرنګه چه رسول الله صفرمائى: «مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالْعَمَلَ بِهِ فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ » أحمد.
ترجمه : څوک چه د درغو وينا او په هغى باندى عمل کول پرى نږدى نو الله تعالى دى محتاج نه دى چه بنده خوراك او څښاك پريږدى.
څوک چه طعام ته وبللى شى که هغه روژه وى نو هغه لپاره سنت دى چه د طعام خاوند ته دعاء وکړى، او که بوزه وى نو خوراک دى وکړى.
دقدر شپه (ليلة القدر) په ټول کال کښى بهترينه شپه ده، او د دى واقع کيدل د رمضان دمباركى مياشتى په اخيرى لسو شپو پورى خاص دى، او اوويشتمه شپه پکښى ډيره تاکيدى ده، او په دغه شپه کښى نيک عمل کول د زرو مياشتو د عبادت نه غوره دى، او د دغى شپى ځنى علامى دادى: چه کله د هغى په سبا له لمر راخيژى نو هغه سپين وى او پلوشى (شعاع)يىکمى وى، هوا معتدله وى، کله پکښى د يو مسلمان نصيب وشى ليکن هغى ته پرى علم نه وى، او د دغى شپى اصلى هدف دا دى چه خلک د رمضان په مياشت کښى د الله په عبادت کښى محنت او كوشش وکړى، او په خاصه توگه په اخيرنۍ لسو شپو کښى، او مسلمان دا کوشش وکړى چه په دغو شپو کښى ترى عبادت پاتى نشى، کله چه په جمع باندى تراويح کوى نو بايد د امام سره جمع (جماعت) په نيمه پرى نږدى، دى لپاره چه الله تعالى ورته د ټولى شپى د عبادت او قيام ثواب ورکړى.
اعتکاف: په جمات کښى د عبادت لپاره وخت تيرولو ته اعتکاف وائى، او د اعتکاف کونکى لپاره د لوئى بى اودسۍ (جنابت) نه پاکوالى شرط دى. او د معتکف لپاره په غير د ضرورته د جمات نه وتل ناروا دى، ضرورت لکه طعام قضاء حاجت، فرضى غسل، او په غير د ضرورته په وتلو باندى، او يا په جماع کولو باندى اعتکاف باطليږى، او په هر وخت کښى اعتکاف کول سنت دى ليکن د رمضان په مياشت کښى سنت مؤکد دى، او بيا د رمضان په اخيرى لسو ورځو کښى پرى ډير زيات تاکيد شوى دى. او د اعتکاف لږه موده يو ساعت دى، ليکن دا مستحب دى چه د يوى ورځى او شپى نه کم نه وى، او ښځه به د خاوند د اجازت نه په غير اعتکاف نه کوى.
د معتکف لپاره سنت طريقه دا ده چه په عبادت طاعت باندى مشغول وى، او مباح (بى ثوابه روا) کارونه پريږدى، او د بى فايدى شيانو نه ځان وژغورى.
په ټول عمرکښى يو ځل حج او عمره کول فرض دى، او د فرضيت شرطونهيىپه ﻻندى ډول دى.1) اسلام.2) عقل.3) بلوغ.4) ازادى.5) دﻻرى د سورلى او توښى طاقت.6) او دښځى لپاره شپږم شرط دميړه يا محرم موجوديت دى، او محرم هغه چاته ويلى کيږى، چه ټول عمر ورسره نکاح جائز نه وى، او که په غير د محرم نه حج وکړى حجيىصحيح دى ليکن سره د ګناه نه، اوکه څوک د حج او عمرى په ادا کولو کښى نقصان او کوتاهى وکړى، اومړ شى (اوحج ونه کړى)، نو د هغه دمال نه به د حج اوعمرى لپاره نفقه جدا کړى، اوبل څوک به ورله په هغى باندى حج اوعمره کوى، د کافر اوليونى حج اوعمره صحيح نه ده، اود مرئى اوماشوم حج صحيح دى، ليکن په فرضى حج کښى نه حسابيږى او د هغه چا حج صحيح دى چه طاقتيىنه وى، او که څوک د بل چا نه حج وکړى اوپه خپلهيىحج نه وى کړى نودغه حجيىد خپل ځان نه حسابيږى.
د حج او عمرى احکام
د احرام مسايل: څوک چه د احرام اراده وکړى، د هغه لپاره مستحب دى، چه غسل وکړى، او خپل ځان صفا او خوشبويه کړى، او سپين لنگ او څادربه واغوندى، اوبيابه د لمانځه نهوروسته د حج يا دعمرى او يا د دواړو نيت وکړى، اوداسى به وائى: لبيك اللهم عمرة، أو حجًا، أو حجًا وعمرة. ترجمه : اى الله زما دعمرى او يا د حج اويا د عمرى اوحج دواړو اراده ده، که چيرته ويريده نو دا شرط به ذکر کړى:فإنحبسني حابس فمَحِلّيْ حيث حبستني. ترجمه : که چيرته دڅه مانع په وجه بند شوم، نوزما د حلاليدو ځاى به همدغه د بند يدو ځاى وى.
او مسلمان په درى قسمه حجونو کښى اختيارمند دى: تمتع، قران، او افراد، او غوره په کښىتمتع دى. او حج تمتع ديته وائى: چه اول د حج په مياشتو کښى دعمرى نيت وکړى، او بيا د هغى نه ځان حلال کړى او بيا د ذوالحجى په اتم تاريخ باندى دحج نيت وکړى، او حج افراد هغى ته وائى: چه د ميقات نه صرف د حج نيت وکړى، او حج قران هغى ته وائى: چه د ميقات نه د حج او عمرى دواړو نيت وکړى، او هرکله چه د حج اراده کونکى په سورلۍ باندى برابر شى، نو لبيك به و وائى: لبيك اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك، إن الحمد والنعمة لك والملك، لا شريكلك. ترجمه :اى الله زه ستا حكم مَنَلو ته تيار يم، تا لره شريك نشته، زه ستا حكم مَنَلو ته تيار يم، په رښتيا سره چي ټوله ستاينه او د نعمت (شكر) او پادشاهي تا لره دي، تا لره شريك نشته.
او په ټوله ﻻر د لبيك ويل مستحب دى، او د نارينه لپاره مستحب دا دى چه په اوچت اواز به لبيك ووائى.
د احرام په حالت کښى ممنوع او ناروا کارونه:
1) د ويښتو خرول او تراشل.
2) د نوکونو غوڅول.
3) د نارينه لپاره د گنډلو جامو اغوستل. مگر په هغه وخت کښى چه لنگ ورته پيدا نشى، نو بيا پرتوگ اغوستلى شى او که پيزار ورته پيدا نه شى نو بيا موزى په ښپوکولى شى او دبجلكو لاندي نه به يى پريكوى، اوپه دغه وخت کښى پرى بيا فديه نه ﻻزميږى.
4) دنارينه لپاره د سر پټول.
5) په جامو او يا په بدن باندى د خوشبوئى اوعطرو لگول.
6) په ځنګل او وچه کښى د يو وحشى او حلال حيوان ښکار کول.
7) د نکاح تړل، دا کار حرام دى ليکن فديه پکښى نشته.
8)د شهوت د وجه نه د ښځى سره په غير د شرمګاه نه مباشرت او لوبى کول، او د هغى فديه ګډ حلالول، او يا درى ورځى روژه نيول، او يا شپږو مسکينانو ته طعام ورکول دى.
٩) جماع کول، که چيرته د اول ځل د حلاليدونه مخکى وى، نوحجيىفاسد دى، ليکن د حج مراسم به پوره کوى، او راروان کال به د دغى حج قضائى راوړى، او د جرمانى په طور به اوښ حلالوى، او د مکى په مسکينانو بهيىتقسيم کړى، او که چيرته د اول ځل د حلاليدو نهوروسته جماع (کوروالى) وکړى نو حجيىفاسد نه دى ليکن يو اوښ به حلالوى، او که چيرته په عمره کښى جماع وکړى نوعمرهيىباطله شوه او په ده باندى ګډ لازم شو او د عمرى قضائى به راوړى، حج او عمره په غير د جماع نه په نورو شيانو باندى نه فاسديږى، او زنانه دنارينه په شان ده مگر د زنانه احرام په مخ کښى دى، او همداراز زنانه گنډلى جامى اغوستلى شى، ليکن برقه، نقاب او دست کشى يعنى دستانى به نه اغوندى.
د فديى مسائل:
فديه په دوه قسمه ده:
١) هغه فديه چه هغى كى ترتيب لازم نه دى، لکه د ويښتو خرول خوشبوئى استعمالول، د نوکونوپرى کول، د سر پټول، او يا د نارينه لپاره د جامواغوستل، نو د ده لپاره پدى صورت کښى په مابين د دريو شيانو کښى اختيار دى: درى ورځى روژه نيول، يا شپږو مسکينانو ته طعام (خواړه) ورکول، چه مقداريىيو نيم کيلو طعام دى، او يا د گډ (پسه) حلالول.
او د ښکار قتلولو په بدل کښى به د کورنى څاروو نه دهغه په شان څاروى ورکوى، په دى شرط چه مثل ولرى، او هغى سره ورته او مشابه وى، او که چيرته ورله مثل نهوو، نو بيا به دهغى ښکارشوى حيوان قيمت ورکوى، چه انصاف دار كس به دهغى اندازه لگوى.
٢) هغه فديه چه په هغى کښى ترتيب ﻻزم دى، لکه د متمتع او قارن حاجى حال شوه، ځکه چه په دوى باندى د گډ ذبحه کول ﻻزم دى، که چيرته گډ پيدا نه کړى، نوبيا به د حج په ورځو کښى درى ورځى روژى نيسى، او اوه ورځى چه کله کورته واپس شى، او د جماع کولو فديه اوښ دى، ليکن که اوښ پيدا نکړى نوبيا به د متمتع حاجى په شان روژه نيسى، د ويښتو اود نوکونوغوڅول، او ښکار کول، که په نسيان يعنى په هيره سره وى، او که قصدا وى، دواړه برابر دى، او نور محظورات د احرام چه کله په هيره سره وى، نو په هغى کښى فديه نشته، فديى گډ او دفديى طعام (خواړه) به يوازى د حرم په مسکينانو تقسيميږى.
مکى ته د ننوتلو آداب: چه کله يو حاجى بيت الله شريف ته داخل شو نو د جمات د ننوتلو دعاء به ووائى، که چيرته عمره کونکى وو نو د عمرى په طواف باندى به شروع وکړى، اوکه د حج افراد او يا د حج قران نيتيىکړى وى، نو بيا به په طواف قدوم باندى شروع وکړى، او اضطباع به وکړى، يعنى ښى اوږه به ښکاره کړى او چپه اوږه به پټه کړى، او د حجراسود نه به طواف شروع کړى، او که چا ته د ضرر رسيدلو خطره نه وى نو ﻻس به پرى کيږدى او ښکل بهيىکړى، او (بسم الله والله اکبر) به ووائى، او په هر چکر کښى به داسى عمل کوى، او بيت الله به چپ طرف ته وګرځوى او اوه طوافه به وکړى، اوکه چيرته امکان وى نو په اولنى درى طوافونو کښى به په نژدى گامونو سره تيز تيز ځى، او په نورو کښى به په دمه دمه (ورو ورو) ځى، او کله چه رکن يمانى ته ورسيږى نوهغه به په ﻻس باندى مسحه کوى او الله اکبر به وائى، او د رکن يمانى او حجر اسود په مابين کښى به ( ربنا آتنا في الدنيا حسنة وفي الآخرة حسنة وقنا عذاب النار) وائي. ترجمه : اى زموږ پروردگاره، موږ ته په دنيا كي توفيق دنيكى راكړى، او په اّخرت كي ثواب دنيكى راكړى، او د دوږخ له عذاب نه مو وساتى.
اوپه نورو طوافونو کښىيىچه کومه دعاء خوښه وى هغه ويلى شى، او بيا به په مقام ابراهيم کښى دوه رکعته لمونځ وکړى، که چيرته ځاى وى، په اول رکعت کښى به ( قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ) ووائى، او په دوهم رکعت کښى به ( ُقلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) ووائى، او بيا به د زمزم اوبه وڅښى، بيا به د حجر اسود ښکلولو لپاره دوباره راشى که امکانوو او د ملتزم (د حجر اسود او د دروازى په منځ) کښى به دعاء وکړى، بيا به د صفاء غونډۍ ته وخيژى او دا ايت به ووائى: ﱹﮅﮆﮇﮈﮉﮊﮋﮌﮍﮎﮏﮐﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕﮖﮗﮘﮙﮚﮛﮜﮝﮞ ﱸسورةالبقرة 158.
ترجمه : بيشكه چي صفا او مروه د الله له نخښو څخه دي، نو هر هغه څوك چي د الله دكور حج وكړي يا عمره وكړي پر هغه باندي كومه گناه نشته چي په د غو دواړو كى سعيه وكړي، او هغه كسان چي په خپله خوښه څه ښه كار وكړي نو بيشكه چي الله شكر قبلوونكى او ښه پوه دى.
او بيا به (الله اکبر) او (لا اله الا الله) ووائى، ﻻسونه به اوچت کړى، قبلى ته به مخامخ اودريږى، اودعا به اوکړى، اوکله چه شنو (زرغونو) څراغونو (راډونو) ته ورسيږى نو د هغى په مينځ کښى به په نژدى گامونو سره تيز تيز ځى، اوهرکله چه مروهته ورسيږى نو هلته به هم د صفا په څيرعمل کوى، بيا به د صفا په طرف روان شى، په دمه به ځى او کله چه شنو (زرغونو) نښو يا څراغونو ته ورسيږى، نوهلته به په نژدى گامونو سره تيز تيز ځى، په دغه طريقه به اوه ځلى (كرتى) ځى راځى، اوبيا به ويښته کم کړى او يا بهيىوخروى او خروليىغوره دى مګر د حج تمتع په عمره کښى کمول غوره دى ځکه چه د هغى نه بهوروسته بيا حج کوى، اودمفرد اوقارن حاجى لپاره د ويښتواغستل (كمول) جايز نه دى، ترڅو پورى چهيىداختر په ورځ لوى شيطان (جمرة العقبة) نه وى ويشتلى، او زنانه هم د نارينه په شان ده دحج په مراسموکښى، مگرپه طواف اوسعى کښى به منډى نه وهى.
دحج شرعي طريقه: کله چه د (د ذوالحجى اتمه) ورځ شى چه هغى ته د ترويه ورځ وائى نو هغه څوک چه ځانيىحلال کړى وى د خپل ځاى نه به نيت وکړى، او د منى په طرف به روان شى، نهمه شپه به په منى کښى وکړى، کله چه لمر راوخيژى نو عرفات ته به ﻻړشى، کله چه زوال وشى نو د ماسپښين او مازديگر لمونځونه به په يو ځاى او په قصر سره کوى، او عرفات ټول موقف يعنى د اودريدو ځاى دى، مگر (وادى عرنه نومى ځاى) دعرفات نه بهر دى، او لا إله إلا الله وحده لا شريك لـه، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير، به ډير وائى. ترجمه : بيله يو الله نه بل دعبادت وړ معبود نشته، په داسى حال کښى چه يو دى شريك نه لرى، خاص هغه لره بادشاهى ده، او هغه لره غوره ستاينه ده، او هغه په هرڅه قادر دى.
او د لمر د پناه کيدو پورى به په دعاء، توبه او عبادت کښى کوښښ او زيار باسى، او بيا به د مزدلفى په لورپه وقار او سکون سره روان شى او لبيك (تلبيه) به وائى، او کله چه مزدلفى ته ورسيږى نو هلته به د ماښام او ماخوستن لمونځونه په يو ځاى او قصر سره وکړى، او بيا به په مزدلفه کښى شپه وکړى، او د سحر لمونځ به وکړى، او درڼا کيدو پورى به دعاگانى کوى، بيا به د منى طرف ته روان شى، کله چه وادى محسر ته ورسيږى که طاقتيىوو نو په منډه به ځى، کله چه منى ته ورسيږى نو لوى شيطان (جمرة العقبة) به په اوو کاڼو ولى، چه د نخود د دانى په مقداروى، او د ويشتلو په وخت کښى به دهر کاڼى سره الله اکبر وائى او لاس به د ويشتلو په وخت کښى اوچتوى، او په حوض کښى دكاڼى غورځيدل شرط دىاگر که عمود يعنى ستن نه وى لگيدلى، او د جمرى په ويشتلو باندى به د لبيك ويل بند کړى، او بيا به قربانى وکړى، او بيا به ويښته وخروى، او يا بهيىکم کړى، ليکن خرول غوره دى، او دشيطان په ويشتلو او د ويښتو په خريولو (تراشلو) باندى هرشى ده ته حلال شو چه د احرام په وجه ورباندى بند شوىوو، مگر زنانه ورباندى حرامه ده، او دى ته اول حلاليدل وائى. بيا به مکى ته ځى، او طواف زيارت به کوى، او دا هغه فرضى طواف دى چه حج پرى پوره کيږى، بيا به د صفا او مروهپه مينځ کښى سعى کوى که چيرته حاجى متمتع وى او يايىد طواف قدوم سره سعى نه وى کړى. او په فرضى طواف ورته هر څه حلال شوه تردى چه زنانه ورته هم حلاله شوه، او ديته دوهم حلاليدل وائى. بيا به منى ته واپس ﻻړشى او هلته د دغى شپو تيرول فرض دى، او هره ورځ به د زوال نهوروسته جمرات يعنى شيطانان په کاڼو (تيگو) ولى، چه د وړى جمرى (اول شيطان) نه به شروع کوى، او په اوو کاڼو بهيىولى، او بيا به لږ مخکى شى قبلى ته به مخ کړى، او دعاء به کوى، او بيا به درميانه جمرى (دوهم شيطان) ته راشى هغه به هم په دغى طريقى سره وولى، او بيا به دعا کوى، بيا بهلويه جمره (دريم شيطان) ولى، او په دغه ځاى کښى به د دعاء لپاره نه ودريږى، بيا به په دوهمه ورځ هم په دغه ترتيب سره شيطانان وولى، بيا که غواړى چه تلوار (تعجيل) وکړى، نو د دوولسمى ورځ دلمر پريوتونه مخکى بايد د منى د حدودو نه ووځى، او که چيرته په ده باندى د منى په حدودو کښى ماښام شى، نو بيا په ده باندى په منى کښى شپه تيرول او په ديارلسم تاريخ باندى دشيطانانو ويشتل فرض دى، ليکن که چيرته ده د منى نه د وتلو اراده کړى وى ليکن د بيروبار له وجى په منى کښى حصار شى نوڅه پروا نه کوى، اگر که د ماښام نهوروسته ووځى. او په حج قران او افراد کښى کوم فرق نشته ليکن په حج قران او تمتع کښى قربانى کول ﻻزم دى، او په افراد کښى نشته او کله چه د مکى نه دوتلو اراده وکړى، نو بيا به طواف وداع کوى، مگر په حائضه او نفاس واله زنانه باندى طواف وداع نشته، او که يو انسان طواف وداع وکړى ليکنوروسته بيا د تجارت په خاطر حصارشى نو دوباره به بل طواف وداع کوى او که څوک په غير د طواف قدوم نه د مکى نه ووځى که نږدىوو نو بيرته دى واپس شى او که جدا وى نو بيا پرى دم فرض شوه.
دحج فرضونه څلور دى:
١) احرام يعنى د حج په مراسمو کښى د داخليدو نيت او اراده.
٢) په عرفات باندى ودريد ل.
٣) طواف زيارت.
٤) د صفا او مروهپه مينځ کښى سعى کول.
دحج واجبات اوه دي:
١) د ميقات نه احرام تړل يعنى نيت کول.
٢) تر ماښامه پورى دعرفات په ميدان کښى ودريدل.
٣) په مزدلفه کښى شپه تيرول.
٤) په منى کښى د تشريق دورځو شپى تيرول.
٥) دجمراتو ويشتل.
٦) دويښتو خرييل (تراشل) او لنډول.
٧) د رخصتى طواف کول.
دعمرى فرضونه درى دى:
1) احرام يعنى نيت کول.
2) طواف
3) سعى کول.
دعمري واجبات دوه دى:
1) د ميقات نه احرام او نيت کول.
2) د ويښتو خرييل (تراشل) او يا کمول.
که څوک رکن او فرضى حکم ترک کړى، ترڅوپورى چه د هغى قضائى اداء نه کړى نو حجيىناقص دى، او که څوک فرض پريږدى نو قربانى او دم پرى ﻻزميږى، او که څوک سنت پريږدى نوهيڅ پرى نشته.
د طواف د صحيح کيدو شرطونه ديارلس دى: ١)اسلام ٢) عقل. ٣) معين او خاص نيت.٤)د طواف د وخت داخليدل.٥)د توان او قدرت په اندازه د عورت پټول.٦)طهارت او پاکى، ليکن ماشوم ترى مستثنى دى. ٧) په يقين سره د اوو طوافونو پوره کول.٨)کعبه چپ طرف ته ګرځول.٩)په تلو کښىنه واپس کيدل. ١٠) د طاقت لرونکى انسان لپاره پياده تلل. ١١)پرله پسى طواف کول. ١٢) د مسجد حرام په منځ کښى طواف کول. ١٣) د حجر اسود نه د طواف شروع کول.
د طواف سنتونه: د حجر اسود ښکلول، د هغى په خوا کښى الله اکبر ويل، په لاس باندى د رکن يمانى مسه کول، په خپلو مناسبو وختونو کښى د ښى اوږى ښکاره کول، تيز تلل او يا په دمه تلل، د طواف په دوران کښى دعاء او د الله تعالى ذکر کول، کعبى ته نږدى ګرځيدل، او په مقام ابراهيم کښى د طواف نهوروسته دوه رکعته لمونځ کول.
د صفا او مروه د سعى شرطونه نهه دى: ١)اسلام ٢) عقل. ٣) نيت کول.٤) پرله پسى سعى کول.٥)د طاقت لرونکى انسان لپاره پياده تلل.٦) اوه کرتى (ځلى) تلل او راتلل.٧) د صفا او مروهټول حدود راګيرول.٨) د صحيح طواف نه ئىوروسته کول.٩) د صفا نهيىشروع کول او په مروهيىختمول.
دسعى سنتونه: د بى اودسۍ او د نور خباثت نه طهارت حاصلول، د عورت پټول، د سعى په دوران کښى دعاء او ذکر کول، په خپل مناسب وخت سره تيز او په دمه تلل، په صفا او مروه باندى ختل، په طواف پسى متصل سعى کول.
پاملرنه: غوره دا ده چه په خپله معينه ورځ کښى شيطانان وويشتلى شى، ليکن که چيرته د يوى ورځى جمرات بلى ورځى تهوروسته کړى شى، او يا ټول جمرات د تشريق اخيرى ورځ تهوروسته کړى شى نو صحيح کيږى.
قربانى: سنت مؤکد ده، کله چه د ذى الحجه مياشت شروع شى نو د قربانۍ کونکى لپاره په دغى لسو ورځو کښى د نوکونو او يا د ويښتو غوڅول جايز نه دى.
عقيقه: سنت ده د هلک نه به دوه ګډين مالونه (پسونه) حلاليږى، او د جنۍ نه به يو حلاليږى، او عقيقه به په اومه ورځ کيږى، او په اومه ورځ باندى د هلک د سر خرول او بيا د دغى ويښتو په مقدار سپين زر صدقه کول سنت دى، او په اومه ورځ به ورته نوم ږدى، او الله تعالى ته غوره نومونه عبدالله او عبدالرحمن دى، او په عبد النبى او عبد الرسول باندى نوم ايښودل حرام دى، او که چيرته د عقيقى او د قربانۍ وخت برابر شى نو ددواړو لپاره يو مال حلالول كافى دى.
د حج د اعمالو خلاصة :
النسك
ابتدا کښى: إحرام اوتلبية
بيا
بيا
بيا
٨ ورځ د زوال نه مخکښى
٩ ورځ د لمر ختلو نه روسته
د لمر پناه کيدونه روسته
10 (د اختر ) ورځ د سهار نه روسته او لمر دختلو نه مخکى
11/12 او 13
ورځ د تاخير کونکى لپاره
د تللو په وخت کښى
التمتع
لبيك عمرةً متمتعًا بها إلى الحج
د عمرى طواف
د عمرى سعى
د
ويختو کمول (كامل تحلل)
الإحرام بالحج من مكة ثم الذهاب لمنى
عرفات ته تلل او د ماسپښين او مازيګر لمونځونه په يوځاى کول په جمع تقديمى سره او بيا دعا ته ځان فارغه کول
مزدلفى ته تلل او هلته د ماښام او ماخوستن لمونځونه په يو ځاى کول او بيا هلته د نيمى شپى پورى وخت تيرول ليکن د سهاره پورى پاتى کيدل سنت دى
منى ته تلل اوبيا د لوى جمرى (شيطان ) ويشتل
قربانى کول
د ويختو تراشول او يا ئى کمول ، بيا د طواف إفاضة کول. او د دى کارونو نه چه دوه ادا شى نو اول تحلل حاصل شو او په درى و باندى لوى تحلل حاصليږى
د حج سعي
د زوال نه روسته د جمرو ( شيطانانو ) ويشتل اول وړوکى بيا درميانه او بيا لوى
د رخصتى طواف ليکن حائضى زنانه ته معاف دى
القران
لبيك عمرة وحجًا
طوافقدوم
د حج سعي
په احرام کښى اوسيدل
منى ته تلل
-
--
الإفراد
لبيك حجًا
طواف قدوم
د حج سعي
په احرام کښى اوسيدل
منى ته تلل
-
-
څوک چه د نبى ص جمات ته داخل شىنو اول به دوه رکعته تحية المسجد لمونځ کوى، بيا به د نبى ص قبر ته راشى د هغى مخ ته به مخامخ ودريږى او سلام به پرى وکړى: السلام عليك يا رسول اللهاو که په سلام ويلو كى زيادت وکړى نو ډيره به ښه وى، بيا به ښى طرف ته د يو متر په اندازه وړاندى شى او داسى به وائى: السلام عليك يا أبا بكر الصديق ،السلام عليك يا عمر الفاروق. سلام دى وى په تا باندى اى ابوبکر صديق، او سلامتيا دى وى په تا باندى اى عمر فاروقه. اى الله دى دواړو ته د نبى ص او د اسلام په عوض کښى ښايسته بدله ورکړى، بيا به قبلى ته مخ کړى او حجره به چپ لاس ته وګرځوى او دعا به وکړى.
1) حيض : هغه طبيعي وينه ده چى دصحت او روغتيا په حال كى دولادت څخه بغير وځى.
استحاضه : هغه وينه ده چه د مرض د وجى نه رابهيږى.
د حيض او استحاضه په منځ کښى فرق .
1) د حيض وينه ټنګه وى چه تور والى ته مايله وى او د استحاضه وينه خالصه سره وى لکه د پوزى د وينى په شان .
2) د حيض وينه ټنګه وى چه قطرى پکښى وى او د استحاضه وينه نرۍ وى لکه د زخم نه چه وينه بهيږى.
3) د حيض وينه غالبا بد بويه وى ، او د استحاضه وينه د نورو عادى وينو په شان بوى لرى.
او په حائضه زنانه باندى دا شيان حرام دى : په فرج كى جماع كول، طلاق وركول، لمونځ کول ، په جمات کښى وخت تيرول ، د قرآن تلاوت ، روژه، طواف، او داسى نور.
[2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref2)دعورت بيان: د انسان شرمګاه او هغى شى ته عورت ويلى کيږى چه انسان له ترى حيا ورځى، ليکن په دى ځاى کښى د هغى عورت بيان کيږى چه د هغى د پټولو نه په غير لمونځ او طواف نه صحيح کيږى، نو د هغى نارينه عورت چه اوه کلنۍ ته رسيدلى وى صرف دوه شرمګاهونه دى، او د هغى نارينه عورت چه لس کلنۍ ته ورسيږى د نامه نه نيولى تر زنګنانو پورى دى، او په لمانځه کښى د ازادى او بالغى ښځى ټول بدن عورت دى ما سوا د مخ، لاسونو او ښپونه چه د هغى پټول ورله مكروهدى مګر په هغه وخت کښى چه پردى او نامحرمه سړى موجود وى، نو بيا ورله د هغى پټول هم فرض دى، کله چه يوه ښځه په داسى حال کښى لمونځ او يا طواف کوى چه مټىيىښکاره وى نو عبادتيىصحيح نه دى بلکه باطل دى، او مغلظه عورت صرف د انسان مخکنى اووروستنى شرمګاه ته ويلى کيږى او د هغى پټول په هر حالت کښى فرض دى که لمونځ وى او که بل حالت وى، او په غير د ضرورتهيىښکاره کول مكروهدى اګر که انسان ځانله او يا په تورتم (تياره) ځاى کښى هم وى، او خپل خاوند ته او يا د ضرورت په وخت کښى لکه علاج او ختنه (سنتګرى) په وخت كى د عورت ښکاره کول جايز دى.
(١) دا اذکار به وائى: أستغفر الله، درى واره، اللهم أنت السلام ومنك السلام تباركت يا ذا الجلال والإكرام، لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير، لا حول ولا قوة إلا بالله، لا إله إلا الله ولا نعبد إلا إياه له النعمة وله الفضل وله الثناء الحسن، لا إله إلا الله مخلصين له الدين ولو كره الكافرون، اللهم لا مانع لما أعطيت، ولا معطي لما منعت، ولا ينفع ذا الجد منك الجد. او د سهار او ماښام لمانځه نه به روسته د مخکنۍ دعاګانو سره دا هم وائى: لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، يحيي ويميت، وهو على كل شيء قدير(لس واره)، بيا به دا ووائى : سبحان الله (درى ديرش واره)، الحمد لله (درى ديرش واره)، اوالله أكبر (درى ديرش واره)، او د سلو د پوره کولو لپاره به دا ووائى : لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير. بيا به آية الكرسي ووائى، بيا به : (قل هو الله أحد)، و (قل أعوذ برب الفلق)، و (قل أعوذ برب الناس) ولولى ، اود سهار او ماښام لمانځه نه به روستهسورة فلق والناس او سورة اخلاص درى واره ولولى.
[M1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_msoanchor_1)إزالة النجاسة تجعل في جدول