تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : د مسلمان په ژوند کی مهم سوالونه/ ترجمة الشيخ أبي الطيب محمد نعيم


أبو زكريا
_9 _June _2013هـ الموافق 9-06-2013م, 03:13 PM
0 آيا دالله په نومونو او صفتونو کښى څه فرق دى؟ د الله تعالى نومونه او صفتونه په دى کښى مشترک دى، چه په دواړو باندى پناه نيول او قسم کول جائز دى، ليکن فرقونه پکښى ډير دى چه اهم يى دا دى:
1 اول: دبندگى او دعا كولو په اعتبار کښى سره مختلف دى، د الله تعالى نومونو ته، نسبت د بندگى کولى شى، لکه عبد الکريم ليکن صفت ته يى نه شى کولى، نو داسى نه شى ويلى عبد الکرم، لکه څرنگه چه د الله رابلل په نومونو باندى جايز دي لکه يا کريم، ليکن په صفتونو باندى يى رابلل جايز نه دى لکه يا کرم الله.
دوهم: د الله تعالى د نومونو او اسماوو نه صفتونه مشتق (اخيستل) کيږى، لکه رحمن چه د رحمت صفت ترى مشتق کيږى، او دصفتونو څخه نومونه نه مشتق کيږى، لکه استواء، داسى څوک نه شى ويلى چه د الله په نومونوکى يو نوم (مستو‌ى) دى.
دريم: د الله تعالى د افعالو (کارونو) څخه داسى نومونه نه اخيستل (مشتق) کيږى چى قران او حديث كي نه وي راغلى، لكه د الله تعالى په فعلونو کښى يو فعل غضب دى نو څوک داسى نه شى ويلى، چه د الله يو نوم غاضب دى. او صفتونه دافعالو څخه مشتق كيداى شى، نو د الله تعالى لپاره صفت د غضب شته، ځکه چه غضب د الله دافعالو څخه دى.
١٤په ملايکو باندى د ايمان څه مقصد دى؟
د دوى په وجود باندى مضبوط ايمان او عقيده ساتل، چه ملايکى د الله مخلوق او بنده گان دى، لکه څرنگه چهالله تعالى فرمائى:ﱹﭡ ﭢﭣﭤﭥﭦﭧﭨﭩﭪﭫ ﭬﭭﭮ ﭯ ﭰ ﭱﱸ. سورة الأنبياء (٢٦-٢٧) ترجمه: او وايى دوى: چه مهربان ذات (ځان لره) زوى نيولى دى، خداى (له دغو نسبتونو څخه) پاك دى، بلكه دغه (كسان چه ورته د معبودانو حيثيت وركول كيږي) د خداى عزتمند (او مقرب) بندگان دى. هيڅكله دوى د هغه له دستور څخه مخكښى خبرى نه كوي او يواځى د هغه په حكم عمل كوي.
او په ملايکو باندى د ايمان څلور مقصده دى:
١) د هغوى په وجود باندى ايمان راوړل
٢) د هغوى په نومونو باندى ايمان راوړل
٣) دهغوى په صفتونو باندى ايمان راوړل
٤) د هغوى په کارونو باندى ايمان راوړل، کوم چه هغوى ته سپارلى شوى دى، لکه ملک الموت (هغه پرښته چه روحونه قبضوى).
١٥د قرآن کريم تعريف څه دى؟ قران د الله تعالى کلام دى چه تلاوت يى عبادت بللى کيږى، د الله نه شروع شوى، او الله ته به واپس کيږى، چه الله پرى په حقيقى توګه په حرفونو او اواز (صوت) سره خبرى کړى، او جبرئيل ؛ د الله تعالى نه دا قرآن اوريديلى، او بيا يى نبى ص ته رسولى، او ټول اسمانى کتابونه همداسى دى.
١٦آيا مونږ د نبي ص د احاديثو څخه بغير يواځى په قرآن باندى کفايت کولى شو؟
ځواب: نه، الله تعالى په سنت باندى د عمل کولو حکم کى دى، د دى دواړو نه په يو باندى اکتفاء کول جائز نه دى الله تعالى فرمائى : ﱹ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧﮨ ﱸترجمه : او هغه څيز چه درکړى دى تاسو ته پيغمبر ص نو هغه واخلئ او هغه څيز چه تاسو يى ترى منع کړى ياست نو د هغى نه منع شئ.
بلکه سنت د قرآن عظيم الشان تفسير او وضاحت کوى، رسول الله ص فرمايلى:« أَلا إِنِّي أُوتِيتُ الْكِتَابَ وَمِثْلَهُ مَعَهُ، أَلا يُوشِكُ رَجُلٌ شَبْعَان عَلَى أَرِيكَتِهِ يَقُولُ: عَلَيْكُمْ بِهَذَا الْقُرْآنِ، فَمَا وَجَدْتُمْ فِيهِ مِنْ حَلالٍ فَأَحِلُّوهُ، وَمَا وَجَدْتُمْ فِيهِ مِنْ حَرَامٍ فَحَرِّمُوهُ »أحمد وأبو داود.
بيشكه ماته قرآن راکړى شوى او د هغه په شان ورسره بل هم چه هغه سنت دى، او خبردار نږدى ده چه يو موړ سړى چه په تخت باندى به ناست وى، او وائى به: تاسو يواځى دا قرآن مضبوط ونيسئ، چه کله مو پکښي حلال وموندل هغه حلال وگڼئ، او چه کوم څه مو پکښى حرام وموندل هغه حرام وگڼئ. امام احمد او ابوداود روايت كړيدى.
١٧ په رسولانو (پيغمبرانو) باندى د ايمان څه مقصد دى؟ مضبوط تصديق کول چه الله تعالى په هرامت کښى پيغمبران راليږلى، چه خلک يواځى د الله عبادت ته راوبلى، اود نورو معبودانو د عبادت نه انکار وکړى، او دا عقيده ساتل چه انبياء عليهم السلام ټول رښتينى، نيکان، رشد والا، عزتمند، متقيان، امانت گر، هدايت کونکى، او هدايت والا دى، او دوى هغه پيغام او رسالت خلکو ته رسولى چه په کوم باندى الله تعالى راليږلى وو.
١٨د رسول الله صد شفاعت قسمونه څو دى؟ د ټولو نه لوى شفاعت د محشر په ميدان کښى د رسول ص لوى شفاعت دى، د پنځوس زره کاله انتظار نه روسته، چه د خلکو په منځ کي فيصله وشى، نو رسول الله صبه شفاعت وکړى، دى لپاره چه الله جل شانه د فيصلي کولو لپاره تشريف راوړى، او دا شفاعت په رسول الله ص پورى خاص دى، او
دغى قسم ته مقام محمود هم وائى، چه د رسول الله صسره يى وعده شوى ده.
دوهم قسم: د رسول الله صشفاعت د جنت د دروازى په خلاصولواو بيرته کولوکښى، نو اول كس چه د جنت دروازه به خلاصوى، هغه رسول الله ص دى، او په امتونو کښى به اول د رسول الله صامت جنت ته ځى.
دريم قسم: د رسول الله صشفاعت د هغه چا لپاره، چه د جهنم فيصله پرى شوى وى، او د جهنم څخه به نجات حاصل کړى.
څلورم قسم: د رسول الله صشفاعت، د هغى موحدينو ګناهګارو مؤمنانو لپاره چه جهنم ته ننوتلى وى، چه د هغى نه راووځى.
پنځم قسم: د رسول الله صشفاعت، د ځنى جنتيانو د درجو د اوچتولو لپاره، او دا وروستنى درى قسمه شفاعت يواځى په رسول الله صپورى خاص نه دى، ليکن رسول الله ص پکښى مخکى دى، بيا ورپسى انبياء عليهم السلام ملايکى او نور اولياء کرام او شهيدان دى.
شپږم قسم: د رسول الله صشفاعت د ځنى خلکو لپاره چه بى حسابه او کتابه جنت ته داخل شى.
اوم قسم: د رسول الله صشفاعت، د ځنى کافرانو لپاره چه عذاب پرى کم او سپک شى، او دا قسم شفاعت په رسول الله صپورى خاص دى، چه د خپل تره ابوطالب لپاره به يى کوى.اتم قسم : بيا به الله تعالى په خپل رحمت سره بغير د چا د شفاعت نه بى حسابه هغه كسان د اور نه را اوباسى چه په توحيد باندى وفات شوى وى چه د هغى حساب يواځى الله ته معلوم دى او جنت ته به يى داخل کړى.
١٩آيا د ژوندو خلکو نه د مدد او د شفاعت طلب کيداى شى؟ هو، ليکن د دنيا په هغه کارونو کښى چه طاقت يى لرى، په دى شرط چه حاضر وى، او شريعت د بل چا سره دمدد كولو ترغيب ورکړى دى، الله تعالى فرمائى : ﱹ ﯭ ﯮ ﯯ ﯰﱸ ترجمه : تاسو د يو بل سره په نيکۍ او تقوا کښى مدد وکړئ، او رسول الله ص فرمائى : « وَاللَّهُ فِي عَوْنِ الْعَبْدِ مَا كَانَ الْعَبْدُ فِي عَوْنِ أَخِيهِ »مسلم. الله تعالى تر هغى پورى د يو بنده سره کمک کوى تر څو پورى چه دغه بنده د خپل ورور په مدد کښى وى. او د داسى شفاعت ډير فضيلت راغلى دى کوم ته چه واسطه ويل کيږى، لکه څرنګه چه الله تعالى فرمائى : ﱹﯦ ﯧ ﯨ ﯩ ﯪ ﯫ ﯬ ﯭ ﱸسورة النساء (٨٥).
ترجمه : څوک چه نيک سفارش وكړى نو د هغى لپاره به پکښى هم برخه وى، او رسول الله ص فرمائى : « اشْفَعُوا تُؤْجَرُوا » البخاري. تاسو سفارش وکړئ اجر به درته درکړى شى.
ليکن د دغى شفاعت لپاره څو شرطونه دى:
١) د ژوندى سړى نه به مدد او شفاعت غوښتلى کيږى ځکه چه مړى خپل ځان ته فايده نشى رسولى نو بل ته به څه فايده ورسوى، او بل دا چه د مړى نه شفاعت طلب کول دعا ده او مړى د رابلونکى دعا نه اورى الله تعالى فرمائى : ﱹﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝ ﱸسورة فاطر) ١٣-١٤)
ترجمه : او هغه کسان چه رابلئ يى تاسو (په حاجتونو کښى) په غير د الله نه، هغوى د (نرۍ) پردى د هډوکى د کجورى اختيار نه لرى، که تاسو رابلى هغوى لره نو نه اورى بلنه ستاسو، او که (بالفرض) واورى بلنه ستاسو نو نه شى درکولى جواب ستاسو، او په ورځ د قيامت کښى به کفر وکړى په شرک ستاسو . او د مړو نه ولى دا خلک سوال او غوښتنه کوى، او حال دا چه هغه په خپله د ژوندى دعا ته محتاج دى، ځکه چه د مړى تعلق د دنيا نه د ده په مرگ سره ختم شوى دى، مگر چه څوک ورته دعا کوى د هغى ثواب او اجر ورته رسيږى ،لکه څرنګ چه رسول الله ص فرمائى « مَنْ مَاتَ وَهْوَ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ نِدًّا دَخَلَ النَّارَ »البخاري. څوک چه مړشى په داسى حال کښى چه د الله تعالى نه سوا بل شريک رابلى نو جهنم ته به داخل شى.
(ند): شريک ته وائى
٢) کوم څه چه ورته ويلى كيږى په هغي بايد پوه شى.
٣) د چا نه چه طلب کيداى شى هغه به حاضر وى.
٤) په هغه څه کښى به وى چه طاقت يى لرى.
٥) په دنياوى کارونو کښى به وى.
٦) په جايز روا او بى ضرره کارونو کښى به وى.
٢٠ وسيله په څو قسمه ده؟
جواب: په دوه قسمه ده:
اول: جايز او شرعى وسيله چه هغه بيا په درى قسمه ده:
١) د الله په نومونو او صفتونو باندي.
٢) په نيک عمل باندى وسيله نيول، لکه د نبى ص په محبت اويا د هغى په تابعدارى لکه څرنګه چه د غار د خاوندانو په قصه کښى راغلى.
٣) د يو نيک انسان په دعاء باندى وسيله نيول، په دى شرط چه ژوندى او حاضر وى.
دوهم قسم: ناروا او شرکى وسيله: دغه وسيله بيا په دوه قسمه ده:
١) د نبى صيا د يو ولى په مرتبه او جاه باندى وسيله نيول، لکه داسى ويل: (أي الله تعالى زه ستا نه د نبى ص د مرتبى په خاطر حاجت غواړم، او يا داسى ووائى: زه د حسين په خاطر ستا نه حاجت غواړم)، دا خبره صحيح ده، چه د الله په نزد باندى د رسول الله صمرتبه ډيره لويه ده، او همدارنګه د نورو نيکانو او بزرګانو مرتبه هم، ليکن صحابه يى کرام چه په نيکو کارونو باندى ډير حرصناک وو، چه کله به سوکړه او وچ کالى راغله، نو الله تعالى ته يى د نبى ص په جاه او مرتبه باندى چيرته هم وسيله نه ده نيولى، سره د دى نه چه قبر يى د هغوى په منځ کښى موجود وو، بلکه د حضرت عباس رضى الله عنه دعاء چه درسول الله ص تره وو په وسيله کښى پيش کوله.
٢) دا چه د الله تعالى نه يو حاجت وغواړى په داسى حال کى چه په نبى او يا په ولى باندى قسم وکړى، مثلا داسى ووائى، (اللهم ﺇنى أسالک بوليک فلان او بحق نبيک فلان) أى الله زه ستا نه د فلانى ولى او د فلانى نبى په حق باندى دا حاجت غواړم، ځکه چه په مخلوق باندى قسم کول ناروا دى، او بيا الله ته په مخلوق باندى قسم ورکول ډير زيات حرام او ناروا دى، او بل د بنده لپاره په الله تعالى باندى په مجرد نيک عمل او اطاعت کولو باندى کوم حق نشته.
٢١ په ورځ داخرت باندى د ايمان څه مطلب دى؟ د قيامت په راتلو باندى مضبوطه عقيده او ايمان ساتل، او په هغى کښى په مرگ باندى، او د هغى نه په وروستنى حالاتو باندى ايمان لرل هم شامل دى، لکه: د قبر عذاب، نعمتونه، سوال او جواب، شپيلى وهل، د الله په مخکى د خلکو ودريدل، د عملنامو تقسيميدل، پل صراط، او د تلى ودرول، حوض، او د رسول الله ص شفاعت، او بيا جهنم يا جنت ته تلل هم شامل دى.
٢٢ د قيامت لوئى علامى کومى دى؟ رسول الله ص فرمائى : «إِنَّهَا لَنْ تَقُومَ حَتَّى تَرَوْنَ قَبْلَهَا عَشْرَ آيَاتٍ فَذَكَرَ الدُّخَانَ وَالدَّجَّالَ وَالدَّابَّةَ وَطُلُوعَ الشَّمْسِ مِنْ مَغْرِبِهَا وَنُزُولَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَيَأَجُوجَ وَمَأْجُوجَ وَثَلاثَةَ خُسُوفٍ خَسْفٌ بِالْمَشْرِقِ وَخَسْفٌ بِالْمَغْرِبِ وَخَسْفٌ بجَزِيرَةِ الْعَرَبِ وَآخِرُ ذَلِكَ نَارٌ تَخْرُجُ مِنْ الْيَمَنِ تَطْرُدُ النَّاسَ إِلَى مَحْشَرِهِمْ »مسلم.
ترجمه: يقينا قيامت به تر هغى پورى نه قائميږى چه تر څو پورى تاسو د هغى نه مخکى لس علامى نه وى ليدلى، نو رسول اللهصبيا دا علامى ذكر كړى: د لوګى (دود)، دجال، دحيوان راوتل، او د مغرب نه د لمر راختل، د عيسى ؛ راکوزيدل، ياجوج ماجوج، درى کرتى د زمکى کيناستل، يو ځل په مشرق کښى يو ځل په مغرب کښى او يو ځل په جزيرة العرب کښى، او په اخر کښى به د يمن نه اور راووځى چه خلک به محشر ته راجمع کوى.
٢٣په ټولو کښى لويه فتنه کومه ده چه په خلکو به راځى؟ رسول الله ص فرمائى « مَا بَيْنَ خَلْقِ آدَمَ إِلَى قِيَامِ السَّاعَةِ أَمْرٌ أَكْبَرُ مِنْ الدَّجَّالِ »مسلم،
ترجمه: د ادم ؛ د پيدايښت نه نيولى تر قيامت پورى د دجال نه بله لويه فتنه نشته.او دجال د انسانانو نه يو سړى دى چه په اخرى زمانه کښى به راځى د دواړو سترګو په مينځ کښى به يى (ک ف ر) ليکل شوى وى چه هر مؤمن به يى لولى، او د ده ښى سترګه شيړۍ (پوچه) ده لکه د انګورو د وچى دانى په څير، او کله چه راشى نو اول به د نيکى دعوه کوى بيا به د نبوت دعوه وکړى او بيا به د خدائى دعوه وکړى. خلکو ته به دعوت ورکړى نو خلک به يى دروغجن وبولى او خبره به ورله رد کړى، نو د خلکو نه به لاړ شى په داسى حال کښى چه دخلكو مالونه به دجال پسى لاړ شى، کله چه دا خلک سبا کړى نو هيڅ به ورسره نه وى، بيا به راشى خلکو ته به دعوت ورکړى نو خلک به يى خبره ومنى او تصديق به يى وکړى، نو اسمان ته به حکم وکړى نو باران به ووريږى، زمکى ته به حکم وکړى چه زرغونه شه نو هغه به رازرغونه شى. خلکو ته به راشى په داسى حال کښى چه اوبه او اور به ورسره وى نو د هغه اور به يخى اوبه وى او دغه اوبه به په حقيقت کښى اور وى. نو د مؤمن لپاره پکار دى چه د هر لمانځه په اخير کښى د دجال د فتنى نه په الله تعالى پورى پناه وغواړى، او که دجال ورسره مخامخ شى نو د سورة کهف اولنى اياتونه دى پرى ووائى، او د فتنى د ويرى له امله دى د هغه د مخامخ کيدو نه اجتناب وکړى، رسول الله ص فرمائى « مَنْ سَمِعَ بِالدَّجَّالِ فَلْيَنْأَ عَنْهُ، فَوَ اللَّهِ إِنَّ الرَّجُلَ لَيَأْتِيهِ وَهُوَ يَحْسِبُ أَنَّهُ مُؤْمِنٌ فَيَتَّبعَهُ مِمَّا يَبْعَثُ بِهِ مِنْ الشُّبُهَاتِ »أبو داود.چا چه د دجال خبر واوريده نو هغه دى ترى په ډډه شى، زما دى په الله تعالى باندى قسم وى يو سړى به دجال ته راشى د هغه به دا خيال وى چه زه خو مؤمن يم ليکن د دجال دشبهاتو له وجى به دهغى تابعدارى وکړى. او په زمکه کښى به څلويښت ورځى تيروى يوه ورځ به د کال په شان وى، او بله ورځ به د مياشت په شان وى، او بله ورځ به د هفتى په شان تيريږى، او نورى ورځى به زمونږد عامو ورځو په شان تيريږى. او بغير دمكى او مدينى نه به هرى زمکى او ښار ته ننوځى، بيا به عيسى ؛ راکوز شى او دجال به قتل کړى.
٢٤ آيا جنت او جهنم اوس موجود دى؟
جواب: الله تعالى جنت او جهنم د خلکو د پيدايش نه مخکى پيدا کړى دى، او نابود كيږى نه، او د جنت لپاره يى خلک پيدا کړى په خپل رحمت او فضل سره، او د جهنم لپاره يى خلک پيدا کړى چه د هغى د عدل تقاضى ده، او ټولو ته هغه کار اسان کړى شوى دى د کوم لپاره چه پيدا شوى دى.
٢٥په تقدير باندى د ايمان څه مطلب د ى؟
جواب: دا مضبوطه عقيده او ايمان ساتل چه هر خير او شر د الله تعالى په فيصله او اندازه باندى واقع کيږى، او يقينا الله تعالى خامخا دهغه کارکونکى دى چه اراده ورته وکړ ى، رسول الله ص فرمائى : « لَوْ أَنَّ اللَّهَ عَذَّبَ أَهْلَ سَمَاوَاتِهِ وَأَهْلَ أَرْضِهِ عَذَّبَهُمْ وَهُوَ غَيْرُ ظَالِمٍ لَهُمْ، وَلَوْ رَحِمَهُمْ كَانَتْ رَحْمَتُهُ خَيْرًا لَهُمْ مِنْ أَعْمَالِهِمْ، وَلَوْ أَنْفَقْتَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ مَا قَبِلَهُ اللَّهُ مِنْكَ حَتَّى تُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ وَتَعْلَمَ أَنَّ مَا أَصَابَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُخْطِئَكَ، وَأَنَّ مَا أَخْطَأَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُصِيبَكَ وَلَوْ مُتَّ عَلَى غَيْرِ هَذَا لَدَخَلْتَ النَّارَ ». أحمد.
ترجمه: که چيرته الله تعالى ټولو د اسمانونو او ځمکو والاو ته عذاب ورکړى، نو الله تعالى به پرى ظلم نه وى کړى، او که الله تعالى پرى رحم وکړى، نو هغه ورله د دوى د عملونو نه ډير بهتر دى، او که چيرته د احد د غره قدرى سره زر د الله په لار کښى خرچ کړئ، نو الله تعالى يى درنه تر هغى پورى نه قبلوى، تر څو پورى مو په تقدير باندى ايمان نه وى را وړى، او په دى باندى پوهه شه چه کوم څه تا ته رسيږى، نو هغه هيڅکله ستا نه چپيدلاى نه شى، او کوم څه چه ستا نه چپ شى، هغه چيرته هم تا ته رسيدلاى نه شى، او که چيرته د دى نه بغير په بله عقيده باندى وفات شى، نو اور او جهنم ته به داخل شى . امام احمد او ابوداود روايت کړيدى.
او په تقدير باندي په ايمان کښى څلور خبرى دى:
١) دا ايمان او عقيده ساتل چه الله تعالى په هر څه باندى اجمالى او تفصيلى علم لرى.
٢) دا ايمان ساتل چه الله تعالى دا هر څه په لوح محفوظ کى ليکلى دى، رسول الله ص فرمائى : « كَتَبَ اللَّهُ مَقَادِيرَ الْخَلائِقِ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضَ بخَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ »مسلم. الله تعالى د ټولو مخلوقاتو تقدير او اندازه د اسمانونو او ځمکو د پيدايش نه پنځوس زره کاله وړاندى ليکلى ده. امام مسلم روايت کړيدى.
٣) د الله تعالى په نافذونکى اراده او مشيت باندى ايمان لرل، هغه اراده چه هيڅ څوک يى ردولى نه شى، او د الله تعالى په هغه قدرت باندى ايمان چه څوک يى کمزورى کولى نه شى، او هغه څه چه الله تعالى يى وغواړى کيږى، او چه کوم څه ونه غواړى هغه نه شى کيداى.
٤) دا عقيده ساتل چه الله تعالى د ټولو مخلوقاتو موجودونکى دى، او نور ټول شيان د الله تعالى پيدايش او مخلوق دى.
٢٦آيا انسان د دين او دنيا په کارونو کښى اختيار مند دى او حقيقى قدرت او اراده لرى؟
جواب: انسان په دى ژوند کښى د اختيار او ارادى خاوند دى، ليکن د الله تعالى د مشيت او ارادى نه وتلى نه شى الله تعالى فرمائى : ﱹﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭾﱸسورة التکوير٢٩ ،
ترجمه : او تاسونه شئ غوښتلى يوڅيز مگرهغه چه وغواړى الله تعالى چه هغه رب د ټولو مخلوقاتو دى، او رسول الله ص فرمائى : «اعْمَلُوا فَكُلٌّ مُيَسَّرٌ لِمَا خُلِقَ لَهُ»متفق عليه، عمل وکړئ هر چاته هغه عمل اسان کړى شوى چه د کوم لپاره پيدا شوى دى .
يقينا الله تعالى مونږ ته عقل غوږونه او سترگى راکړى، چه د ښو او بدو کارونو په مينځ کښى پرى تميز وکړو، پس آيا داسى يو عاقل انسان به وى چه غلا کوى او بيا وائى، چه دا کار الله تعالى زما لپاره مقررکړى وو، او که چيرته داسى ووائى نو خلک ورله دغه عذر نه قبلوى، او ورته وايى به چه دا سزا ستا لپاره مقرر شويده، پس يو گناهگار انسان که په تقدير باندى عذر پيش کړى نو دا عذر يى مقبول نه دى ﱹﭟ ﭠﭡ ﭢ ﭣ ﭤﭥ ﭦ ﭧﭨﭩﭪﭫﭬﭭ ﭮﭯﭰﭱﭲﱸ. سورة الانعام ١٤٨
ترجمه: زر دى چه وائى به مشرکان که خوښه وى د الله تعالى نو شرک به نه وى کړى مونږ او نه پلارانو زمونږ او نه به حرام کړى وى مونږ څه شى، دغسى نسبت د دروغو کړى هغه کسانو چه د دوى نه مخکى وو.
٢٧احسان څه ته وائى؟ نبى ص د هغى صحابى په جواب کښى فرمايلى وو، چه د احسان تپوس يى ترى کړى وو: « أَنْ تَعبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنَّكَ إِنْ لا تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ »مسلم، چه ته د الله تعالى داسى عبادت وکړى لکه ته چه هغه مخامخ وينى، او که ته يى نه وينى نو الله تعالى خو تا وينى، دا حديث متفق عليه دى ليکن لفظ د حديث د مسلم دى.
٢٨ توحيد په څو قسمه دى؟ په درى قسمه دى:
١) دربوبيت توحيد: چه هغه د الله تعالى د يووالى نه عبارت دى د هغى په کارونو کښى، لکه: پيدا کول، رزق ورکول، ژوندى کول، او مړه کول، او د مکى کافرانو دا قسم توحيد د رسول الله ص د بعثت او پيغمبرۍ نه مخکى هم منه.
٢) د الوهيت توحيد : چه هغه د الله يو والى دى په عبادت کښى، لکه: لمونځ نذر قربانى رکوع سجده او داسى نور، او د ټولو پيغمبرانو د راليږلو او د کتابونو د نازليدلو مقصد صرف دا دى، چه خلک بندگى او عبادت يواځى د الله لپاره خاص کړى.
٣) داسماء او صفاتو توحيد: يعنى د الله لپاره هغه نومونه او صفتونه ثابتول چه الله تعالى د خپل ځان لپاره ثا بت کړى، او يا ورله نبى ص ثابت کړى وى، په غير د تحريف، تعطيل، کيفيت او مشابهت بيانولو نه.
٢٩ ولي (د الله دوست) څوک کيدلاى شى؟ هغه مؤمن چه نيک او تقواداره وى، لکه څرنګه چه الله تعالى فرمائى : U: ﱹ ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗﭘﭙ ﭚ ﭛ ﭜ ﭝ ﭞ ﭟ ﱸسورة يونس (٦٢..٦٣)
ترجمه : خبردار د الله تعالى په دوستانو به ويره نه وى او نه به دوى غمجن وى، دا هغه کسان دى چه ايمان يى راوړى او پرهيز گاران وو، او رسول الله ص فرمائى، « إِنَّمَا وَلِيِّيَ اللَّهُ وَصَالِحُ المُؤْمِنِينَ »متفق عليه. يقينا زما دوست الله تعالى دى او نيکان مؤمنان دى.
٣٠ په مونږ باندى د رسول الله ص د صحابه کرامو y په هکله څه کول لازم دى؟
د هغوى سره محبت، د هغوى د ذکرکيدو په وخت کښى (رضى الله عنهم) ويل، د زړه او ژبى سلامتيا، د هغوى د فضيلتو او خوبيانو نشرول، د هغوى د بدى ويلو اود هغه څه نه ځان ساتل چه د هغوى په مينځ کښى واقع شوى، هغوى د خطاګانو نه معصوم نه دى، ليکن مجتهدين وو، څوک چه د اجتهاد په وجه حق ته رسيدلى وى، نو د هغه لپاره دوه اجرونه دى، او که څوک په اجتهاد کښى خطا شوى وى نو د هغه لپاره يو اجردى، او ٳن شاء الله خطا يى معاف کړى شوى ده، او د هغوى دومره فضيلتونه او خوبيانى دى چه ګناهونه او خطاګانى ورله محوه کوى که چيرته ترى صادر شوى هم وى، آيا سمندر په معمولى نجاست باندى ګنده کيږى، چه کله پکښى پريوځى؟ او صحابه کرام ځنى په ځنو باندى فضيلت لرى نو په ټولو کښى غوره صحابه عشره مبشره دى يعنى هغه لس صحابه چه په يوځاى ورته د جنت زيرى راغلى دى : چه نومونه يى دا دى : نو غوره پکښى ابوبکر دى بيا عمر بيا عثمان بن عفان بيا على بيا طلحة ، زبير عبدالرحمن بن عوف سعد بن ابى وقاص ، سعيد ، ابوعبيدة بن الجراح ، بيا ټول مهاجرين صحابه غوره دى ، بيا چه څوک د مهاجرينو او انصارو نه د بدر په غزا کښى شريک شوى وى ، بيا نور ټول انصار صحابه او بيا باقى ټول صحابه کرام رضي الله عنهم اجمعين ، رسول الله ص فرمائى : « لا تَسُبُّوا أَصْحَابِي فَوَالذِي نَفْسِيْ بيَدِه لَوْ أن أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًَا مَا أَدْرَكَ مُدَّ أَحَدِهِمْ وَلا نَصِيْفَهُ»متفق عليه. (زما صحابه وو ته کنځلي (رد بد) مه وائى زما دى په هغه ذات باندى قسم وى چه زما نفس د هغه په لاس کښى دى که په تاسو کښى يو تن د احد د غره په اندازه سره زر خرڅ کړى نو د هغوى د يو(مد) يعنى پيمانى په اندازه ثواب هم نه شى حاصلولى او نه هم د نيم (مد) په اندازه، الله تعالى دى د هغوى نه راضي شى. او رسول الله ص فرمائى«مَنْ سَبَّ أَصْحَابي فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللهِ وَالمَلائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِيْنَ»الطبراني ، څوک چه زما صحابه کرامو ته کنځلى کوى نو په هغى د ى د الله تعالى ملايکو او د ټولو مخلوقاتو لعنت وى .
٣١آيا زمونږ لپاره د رسول الله ص په مدح صفت او ستاينى بيانولو کښى مبالغه او د خپل حد نه تجاوز کول جايز دى، د هغى اندازى او مقام نه زيات چه الله تعالى ورته ورکړى دى؟ په دى کښى هيڅ شک نشته چه زمونږ پيغمبر ص په ټولو مخلوقاتو کښى اشرف، افضل او بهتر دى، ليکن مونږ به دهغه په مدح، صفت، او شان کښى د خپل حد نه زياتى نه کوو، لکه څرنګه چه نصاراوو د عيسى ؛ په ستاينه کښى زياتى کړى ؤ، ځکه چه رسول الله ص په خپله مونږ د افراط او د خپل حد نه د تجاوز کولو نه منع کړى يو، لکه څرنګه چه هغه فرمائى : « لا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ، فَقُولُوا: عَبْدُ اللَّهِ وَرَسُولُهُ » البخاري. تاسو زما په شان کښى افراط او زياتى مه کوئ، لکه څرنګه چه عيسايانو د مريم عليها السلام په ځوى کښى مبالغه او د خپل حد نه تجاوز کړى وو، يقينا زه د هغه بنده يم، نو ووائى چه زه د الله تعالى بنده او پيغمبر يم . امام بخارى روايت کړيدى.او ( اطراء ) د چا په صفت او ستاينه کښى د خپل حد نه زياتى او مبالغى ته ويلى کيږى .
٣٢ آيا اهل کتاب مؤمنان دى؟
جواب: يهود نصارى او د نورو دينونو والا ټول کافران دى، اګرکه دوى په خپل اصلى دين باندى ايمان هم لرى، ليکن که د رسول الله ص د راتلو نه روسته دوى خپل دين پرى نږدى نو دوى بيا مسلمانان نشى کيداى لکه څرنګه چه الله تعالى فرمائى : ﱹ ﭴ ﭵ ﭶﭷﭸﭹﭺ ﭻﱸسورة العمران ٨٥
ترجمه : نو هيڅ کله به قبول نه کړيشى د هغه نه، او هغه به په اخرت کښى د تاوانيانو (زيان كارانو) نه وى.
او که مسلمان د هغوى په کفر باندى عقيده ونه ساتى او يا د هغوى د دين په باطلوالى کښى شک کوى نو دا انسان بيا کافر دى، ځکه چه دى انسان د الله تعالى او د پيغمبر ص د حکم خلاف كار وكړو الله تعالى فرمائى : ﱹ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﱸسورة هود ١٧ ،
ترجمه : او چا چه د مختلفو ډلو نه په دى كتاب کفر وکړه نو د وعدى ځاى يى جهنم دى.او رسول الله صفرمائى : « وَالذِيْ نَفسُ محمدٍ بيَدِهِ لا يَسْمَعُ بيْ أَحَدٌ مِنَ هَذِهِ الأُمَّةِ يَهُوْدِيٌّ وَلا نَصْرَانِيٌّ ثُمَّ لا يُؤْمِنُ بيْ إِلا دَخَلَ النَّارَ »مسلم. زما دىپههغه ذات قسم وى چه زما ژوند د هغه په لاس کښى ده نه خبريږى زما نه په دى امت کښى کوم يهودى او نه کوم نصرانى او بيا په ما باندى ايمان نه راوړى مګر اور ته به داخل شى.
٣٣ايا په کافر باندى ظلم کول جايز دى؟
جواب: عدل او انصاف کول واجب دى لکه څرنګ چه الله تعالى I:ﱹ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿﱸ
تجمه: يقينا الله تعالى حکم کړيدى په انصاف کولو او نيکۍ باندىاو ظلم کول ناروا عمل دى لکه څرنگه چه الله تعالى په حديث قدسى کښى فرمائى : « إِنِّيْ حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِيْ وَجَعَلْتُهُ بَيْنَكُمْ مُحَرَّمًَا فَلا تَظَالَمُوا »مسلم. يقينا ما په خپل ځان باندى ظلم حرام کړى دى او ستاسو په مينځ کښى مو حرام کړى دى نو يو په بل باندى ظلم مه کوئ.او مظلوم انسان به په ورځ د قيامت کښى د ظالم نه خپله بدله اخلى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « أَتَدْرُونَ مَنِ الْمُفْلِسُ » قَالُوا: الْمُفْلِسُ فِينَا مَنْ لاَ دِرْهَمَ لَهُ وَلاَ مَتَاعَ، فَقَالَ: «إِنَّ الْمُفْلِسَ مِنْ أُمَّتِي يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِصَلاَةٍ وَصِيَامٍ وَزَكَاةٍ وَيَأْتِي قَدْ شَتَمَ هَذَا وَقَذَفَ هَذَا وأَكَلَ مَالَ هَذَا وَسَفَكَ دَمَ هَذَا وَضَرَبَ هَذَا فَيُعْطَى هَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ وَهَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ فَإِنْ فَنِيَتْ حَسَنَاتُهُ قَبْلَ أَنْ يُقْضَى مَا عَلَيْهِ أُخِذَ مِنْ خَطَايَاهُمْ فَطُرِحَتْ عَلَيْهِ ثُمَّ طُرِحَ في النَّارِ » مسلم.
ترجمه: ايا تاسو پوهيږئ چه مفلس څوک دى نو دوى وويل چه په مونږ کښى مفلس او مسکين هغه څوک دى چه درهم او سامان نه لرى ، نو رسول الله r وفرمايل : زما په امت کښى مفلس انسان هغه دى چه په ورځ د قيامت کښى په لمونځونو روژواو زکاتونو باندى راتګ وکړى ، ليکن په داسى حال کښى راشى چه يو انسان ته ئى کنځلى کړى وى ،په بل باندى ئى بهتان لګولى وى ، او د بل انسان ئى مال خوړلى وى ، او څوک ئى قتل کړى وى او بل ئى وهلى وى ، نو د ده د نيکو عملونو نه به دى انسان او هغى بل ته ورکړى شى ، که چيرته د ده نيک عملونه ختم شى مخکى د هغى نه چه د ده ظلم او پور پرى خلاص نشى نو د هغى مظلومانو ګناهونه به په دى باندى بار شى نو بيا به په اور کښى واچولى شى . بلکه لار قصاص او بدله اخستل دى تر دى چه د حيواناتو په مابين کښى به هم وى .
(( او کافران د معاملى په اعتبار سره په دوه قسمه دى:
اول: د عهد خاوندان، او هغه بيا په درى قسمه دى:
أ) اهل ذمه (ذميان): او دا هغه کسان دى چه جزيه (دپيسو بدله) ورکوى، او د دوى لپاره به ابدى حفاظت وى، ځکه چه دوى د مسلمانانو سره عهد کړى چه په دوى به د الله تعالى او د رسول الله ص حکم تطبيقيږى، ځکه چه دوى د مسلمانانو په ملک کښى اوسيږى او د وى به د نورو اوسيدونکو په شان ګڼلى کيږى.
ب) د صلح والا: دا هغه کسان دى چه د مسلمانانو سره يى د دوى په ملک کښى په اوسيدلو باندى صلحه او اتفاق کړى وى، او په دوىباندى به اسلامى احکام نه تطبيقيږى کوم چه په ذميانو باندى جارى کيږى، ليکن دوى به د مسلمانانو د جنګ نه ځان ساتى لکه د نبى ص په زمانه کښى چه کوم يهود وو.
ج) امان والا (مستامن): دا هغه کفار دى چه د مسلمانانو ملک ته د يو حاجت لپاره راغلى وى او د اوسيدلو اراده پکښى نه لرى، لکه استازى (قاصدان)، تاجران، پناه غوښتونكى، او نور زائرين او يا داسى نور. د دوى حکم دا دى چه نه به قتليږى او نه به ترى څوک مال اخلى، او نه به ترى جزيه طلب کيږى، او پناه غوښتونكى ته به د اسلام دعوت ورکړى شى، که چيرته يى اسلام قبول کړه خو ډيره ښه ده، او که چيرته خپل ملک ته د واپس کيدو طلب وکړى نو واپس به کړى شى، او ضرر به ورته نه رسوى.
دوهم: حربى کافران: او دا هغه کسان دى چه دهغوى سره د ذميانو تړون او پيمان نه وي شوى، او نه د مسلمانانو سره د امان او عهد تړون ورسره وى. او دوى هم ډير قسمونه لرى: يو هغه کسان دى چه د مسلمانانو سره د جنګ په حالت کښى دى، او د دوى په مقابل کښى دسيسى او تدبيرونه جوړوى، او هغه كسان چه د مسلمانانو سره يى د جنګ اعلان کړى دى، او يا د دوى د دښمنانو سره مرسته کوى، نود داسى کافرانو سره به جنګ کيداى شى او قتل كيږي به)).
٣٤بدعت څه ته وائى؟
جواب: حافظ ابن رجب فرمائى : دبدعت څخه مراد هغه عمل دى چه نوى پيدا شوى وى، او په دين او شريعت کښى پرى کوم دليل وجود نه لرى، او هغه کار چه شريعت کښى ورله اصل او دليل وى هغى ته بدعت نه ويلى کيږى، اگر که هغه لغوى بدعت هم وى.
٣٥آيا په دين کښى نيك بدعت او ناکاره بدعت شته؟
جواب: ډير آياتونه او احاديث وارد شوى، چه په شرعى مفهوم سره د بدعت مذمت په کښى بيان شوى دى، يعنى هغه: عمل چه نوى پيدا شوى وى، او په شريعت کښى ورله دليل نه وى، لکه څرنګه چه رسول الله ص فرمائى : « وَمَنْ عَمِلَ عَمَلا لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ »متفق عليه، چاچه داسى عمل وکړه چه مونږ پرى حکم نه وى کړى نو هغه مردود دى .
او رسول الله ص فرمائى : « فَإِنَّ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلالَةٌ »أحمد.
ترجمه: يقينا هر نوى کار په دين کى بدعت دى، او هر بدعت گمراهى ده، مسلم روايت کوى، او امام مالک / د شرعى بدعت په معنى کى فرمائى : من ابتدع في الإسلام بدعة يراها حسنة فقد زعم أن محمدًا ص خان الرسالة، لأن الله U يقول: ﱹﭻﭼﭽﭾﭿ ﮀﮁﮆ ﱸسورۀ المائدة 3 ،. چاچه په دين کښى بدعت ايجاد کړه او هغى ته ښه کار وائى نو يقينا ده گمان وکړه چه رسول الله صپه خپل رسالت کښى خيانت کړى دى، ځکه چه الله تعالى فرمائى : نن ورځ ما ستاسو دين کامل کړه او خپل نعمت مى درباندى پوره کړه.
او د لغوى بدعت په مدح او صفت کښى ځينى احاديث راغلى، او دا هغه عمل دى، چه شريعت د هغى د کولو ترغيب ور کړى وى، خو بيا پريښودلى شوى وى، نو نبى ص دى ته ترغيب ورکړى چى نورو ته دهغه يادونه وشى، رسول الله ص فرمائى :« مَنْ سَنَّ فِي الإسْلامِ سُنَّةً حَسَنَةً فَلَهُ أَجْرُهَا وَأَجْرُ مَنْ عَمِلَ بهَا بَعْدَهُ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَنْقُصَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْءٌ »مسلم.
ترجمه: چاچه په اسلام كښي نيكه او غوره لاره پرانيسته، نو دهغه لپاره ددى عمل اجر، او دهغو كسانو اجر وركول كيږى چى پرى عمل كوى، بيله دى ډي دهغوى داجر نه څه كم شى. امام مسلم روايت كړيدى.
او دعمر رضى الله عنه وينا هم په دى معنى سره ده « نِعْمَتُ البِدْعَةُ هَذِهِ » دا خو ډيره ښه طريقة ده، يعنى د تراويح لمونځ ته يى اشاره وکړه، چه هغه خو روا وو، ځکه چه رسول الله ص خلکو ته د هغى ترغيب ور کړى وو، او خپله يى هم درى شپى وکړه، بيا يى د دى ويرى نه پريښوده چه فرض نه شى، نو عمربن الخطاب رضى الله عنه د تراويح لمونځ وکړه، او خلک يى پرى را جمع کړه، ځکه چه د تشريع زمانه ختمه شوى وه، او وحى خو د رسول الله ص په وفات سره بنده شوى وه.
٣٦منافقت په څو قسمه دى؟
جواب: منافقت په دوه قسمه دى:
١) اعتقادى اولوى منافقت: هغه ديته وائى چه يو كس اسلام ښکاره کړى او کفر يى پټ کړى وى، او دا قسم منافقت انسان د اسلام نه خارجوى، او چه کله په همدى منافقت حالت كى وفات شى نو په کفر باندى مړشو، الله تعالى فرمائى: ﱹﮱﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘﱸسورة نساء ١٤٥ ،
ترجمه: يقينا منافقين به په لاندى طبقه د اور کښى وى. دمنافقانو دصفاتو دادى: چه دوى د الله او د مؤمنانو سره دوکه کوى، او مؤمنانو پورى مسخرى کوى، او کله چه ځانته شى د الله تعالى احكام پيمالوى، او د مسلمانانو په مقابل کښى د کفارو سره مرسته او نصرت کوى، او په خپلو نيکو عملونو سره ددنيا ناڅيزه گټه لاس ته راوړى.
٢) عملى او وړوکى منافقت: چه په دغى منافقت باندى څوک د اسلام څخه نه خارجيږى، ليکن دغه انسان په خطر کښى دى که توبه ترى ونه باسى، نو کيداى شى چه په لوى منافقات باندى اخته شى، او دى قسم منافقت لپاره هم ډيرى علامى دى: کله چه خبرى کوى نو دروغ وائى، او چه وعده وکړى په هغى کښى خلاف کوى، او چه جگړه کوى نو کنځلى کوى، او چه کله عهد وکړى نو په هغى کښى دوکه کوى، او چه څوک ورسره امانت کيږدى نو خيانت پکښى کوى، له دى امله صحابه کرام به د عملى منافقت نه ويريدل، لکه ابن ابى مليکه وايى: ما ديرش صحابه کرام موندلى وو چه هغوى به په خپل ځان باندى د منافقت نه ويريدل، او ابراهيم التيمي وايى: چه ما كله خپله وينا دعمل سره نده مقايسه كړى مگر دا چه زه به ويريدم چه عمل به مى دوينا خلاف وى، حسن بصرى فرمائى : دمنافقت خخه يواځى مومن ويره لرى، او دهغه څخه يواځى منافق په امن كى وى او پروا يى نه لرى، او حضرت عمر رضى الله عنه حذيفه رضى الله عنه ته وويل: زه تاته په الله باندى قسم درکوم، آيا رسول الله ص زه په منافقينو کښى حساب کړى يم، هغه ورته فرمائى چه نه، او ستا نه روسته زه د بل چا تزکيه نه كوم .
نو اى مسلمانه وروره! د دى منافقانه صفاتونه خپل ځان وژغوره، او د خپل ځان سره دخپلو اعمالو محاسبه وکړه.
٣٧د الله تعالى په نزد د ټولو نه لويه ګناه کومه ده؟
جواب: لويه ګناه د الله تعالى سره شرک کول دى، لکه څرنګه چه الله تعالى فرمائى : ﱹﭱﭲ ﭳ ﭴ ﱸسورة لقمان 13 ،
ترجمه : يقينا شرک خامخا لوى ظلم دى. اود رسول الله r نه تپوس وشو چه کومه ګناه ډيره لويه ده نو هغه وفرمايل: « أَنْ تَجْعَلَ للهِ نِدًَّا وَهُوَ خَلَقَكَ »متفق عليه. چه ته د الله تعالى لپاره شريک جوړ کړى او حال دا دى چه ته الله تعالى پيدا کړى ئى.
٣٨ شرک په څو قسمه دى؟ شرک په دوه قسمه دى:
١) لوى شرک: دا هغه شرک دى چه انسان پرى د اسلام نه خارجيږى، او الله داسى مشرک ته مغفرت نه کوى، لکه څرنگه چه الله تعالى فرمائى ﱹﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﱸسورة النساء١١٦ ،
ترجمه: يقينا الله تعالى بخښنه نه کوى چه شريک ونيولى شى د ده سره، او چا ته چه وغواړى هغه دشرك نه ما سوا نور گناهونه بخښى.
او بيا لوى شرک په څلور قسمه دى:
ا) په دعاء او رابللو کښى شرک،
ب) په اراده او قصد کښى شرک،
ج) په اطاعت کښى شرک کول، لکه د عالمانو اطاعت کول په حرامولو د هغه شيانو کښى چه الله تعالى حلال کړى وى، او يا د هغوى اطاعت کول په حلالولو د هغه شيانو کښى چه الله تعالى حرام کړى وى
د) په محبت کښى شرک کول لکه د يو چا سره دالله په شان محبت او مينه کول،
٢) وړوکى شرک: چه څوک پرى د اسلام نه نه خارجيږى، او وړوکى شركپه دوه قسمه دى :
١) ښکاره شرك ، برابره خبره ده که د وينا سر تعلق لرى لکه په مخلوق باندى قسم کول ، او يا د (ماشاء الله و شئت ) ويل ، يعنى که د الله خوښه شى او ستا خوښه وى او يا (لولا الله وفلان ) ويل يعنى که الله تعالى او فلانى سړى نه وى ، او که د عمل سره تعلق لرى ، لکه د دفع کولو او يا د لرى کولو په خاطر د کړۍ او د بندونو اچول ، او يا د نظرد ويرى له امله په غاړه کښى د تعويذونو اچول ، او يا په مرغانو نومونو ، الفاظو ځايونو باندى بدفالى نيول .
٢) پټ شرك ، لکه په نيتونو ارادو او مقصدونو کښى شرک کول شو ، لکه ريا کارى او شهرت .
٣٩د لوى او وړوکى شرک په مينځ کښى څه فرق دى؟
جواب: لوى شرک انسان د اسلام څخه خارجوى، او هميشه لپاره به په جهنم کښى وى، او وړوکى شرک انسان د اسلام څخه نه محروموى، او په جهنم کښى به هميشه لپاره نه پاتى کيږى، او لوى شرک د انسان ټول عملونه بربادوى، او وړوکى شرک ټول عملونه نه بربادوى، ليکن هغه عمل بربادوى چه وړوکى شرک ورسره ملګرى شى. ليکن دا مسئله اختلافى ده چه وړوکى شرک بغير د توبى څخه لکه د لوى شرک په څير نه معاف كيږى، او که د لويو ګناهونو په شان د الله تعالى د ارادى او مشيت دلاندى دى؟ په هر حال وړوكى شرك ډير خطرناك دى.
٤٠آيا د وړوکى شرک د دفع کيدو لپاره څه علاج او اسباب شته، او که واقع شى نو بيا د هغى لپاره څه کفاره شته؟
جواب: هو په خپل عمل سره د الله تعالى رضامندى طلب کول، او که چيرته لږه وى نو هغه به په دعا سره معاف کيږى، لکه څرنګه چه رسول الله ص فرمائى: « أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا هَذَا الشِّرْكَ، فَإِنَّهُ أَخْفَى مِنْ دَبيْبِ النَّمْلِ. فَقِيْلَ لَهُ:وَكَيْفَ نَتَّقِيْهِ وَهُوَ أَخْفَى مِنْ دَبيْبِ النَّمْلِ يَا رَسُوْلَ الله؟ قَالَ: قُوْلُوْا: الَّلهُمَّ إِنَّا نَعُوْذُ بكَ منْ أَنْ نُشْرِكَ بكَ شَيْئًَا نَعْلَمُهُ وَنَسْتَغْفِرُكَ لِمَا لا نَعْلَمُهُ »أحمد.
ترجمه: اى خلکو دشرک نه ځان وساتئ ځکه چه شرک د ميږى د مزل نه هم پټ دى، نو چا ورته وويل: نو مونږ ترى څرنګه ځان وساتو حال دا چه هغه د ميږى د رفتار نه هم پټ دى؟ نو رسول الله ص وفرمايل: داسى ووائى: اى الله مونږ په تاسره پناه غواړو د هغى شرک نه چه مونږ پرى پوهيږو او له تا نه بخښنه غواړو دهغى شرک نه چه مونږ پرى نه پوهيږو.
او د قسم کفاره د لاإِله إِلا الله ويل دى لکه څرنګه چه رسول الله ص فرمائى:« مَنْ حَلَفَ بالَّلاتِ وَالعُزَّى فَلْيَقُلْ:لا إِلَهَ إِلا الله»متفق عليه.
ترجمه: چا چه په لات او عزى باندى قسم وکړه نو لا إِلَه إِلا الله دى ووائى، او د بدفالى کفاره په دى حديث کښى ذکر ده چه رسول الله ص فرمائى: « مَنْ رَدَّتْهُ الطِّيَرَةُ منْ حَاجَة فَقَدْ أَشْرَكْ». قَالُوْا:فَمَا كَفَّارَةُ ذَلِكْ؟ قَالَ: «أَنْ تَقُوْلَ:الَّلهُمَّ لا خَيْرَ إِلا خَيْرُكَ، وَلا طَيِْرَ إِلا طَيْرُكَ، وَلا إِلَهَ غَيْرُكَ »أحمد.
ترجمه: رسول الله ص فرمائى څوک چه بدفالى نيول د خپل حاجت نه منع کړى نو ده شرک وکړه، ا صحابو وويل: د هغى کفاره څه ده؟ نو رسول ص وفرمايل: داسى ويل: اى الله ستا د خير نه بل خير نشته، او بدفالى يواځى ستا په امر ده، او ستا نه سوا بل معبود برحق نشته.
٤١کفر په څو قسمه دى؟
حواب: کفر په دوه قسمه دى:
١) لوى کفر: چه انسان پرى د اسلام نه خارجيږى، او دغه بيا پنځه قسمونه لرى:
الف ): د تکذيب کفر .
ب ) : داستکبار کفر (يعنى د لوئى کولو د وجى نه کفرکول) .
ج) د شک کولو کفر .
د) او د اعراض کولو کفر .
هـ) او د منافقت کفر.
٢) وړوکي کفر: اودا هغه دګناه کفر دى چه انسان پرى د اسلام څخه نه وځى، لكه دمسلمان قتل كول او وژل.
٤٢د نذر (منښتى) څه حکم دى؟
جواب: رسول الله ص نذر بد ګڼلى دى لکه چه فرمائى : « إِنَّهُ لا يَأْتِي بِخَيْرٍ »البخاري. نذر په خيرباندىراتګ نه کوى ، امام بخارى روايت کړيدى، دا په هغه صورت کښى چه نذر دالله تعالى لپاره وى، او که چيرته د الله تعالى لپاره نه وى، نو هغه خو بيا حرام دى، پوره کول يى جايز نه دى.
٥٠ ايا فالبين او کاهن(ترويتى يا كوډگر) ته تلل جايز دى؟
جواب: هغه ته تلل جايز نه دى، او که څوک ورته د نفع طلب کولو په خاطرورشى، ليکن د هغوى د علم غيب ددعوا تصديق نه کوى، نو څلويښت ورځى لمونځ يى نه قبليږى، لکه چه رسول الله صفرمايلى: « مَنْ أَتَى عَرَّافًا فَسَأَلَهُ عَنْ شَيْءٍ لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلاةٌ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً »مسلم،
ترجمه: چه څوک فالبين ته ورغى او د يو څيز طلب يى ترى وکړه، نو څلويښت ورځى لمونځ يى نه قبليږى، مسلم روايت کوى، او که څوک کاهن او فالبين ته ورشى او په غيب دانۍ کښى د هغى د خبرو تصديق وکړى، نو په هغه کتاب او دين باندى چه په محمد ص نازل شوى دى كافر شو، لکه چه رسول الله ص فرمايلى دى: « مَنْ أَتَى عَرَّافًا أَوْ كَاهِنًا فَصَدَّقَهُ بمَا يَقُول فَقَدْ كَفَرَ بِمَا أُنْزِلَ عَلَى محَمَّد »أبو داود،
ترجمه: څوک چه کاهن او يا عراف (فالبين) ته ورشى او د هغى د خبرو تصديق وکړى نو په هغى کتاب چه په محمد ص باندى نازل شوى دى كافر شو، ابوداود روايت کوى.
٤٤په کوم وخت کښى د ستورو نه د باران طلب کول لوى شرک ګرځى، او په کوم وخت کښى وړوکى شرک ګرځى؟
جواب: کله چه څوک دا عقيده ولرى، چه د ستورو لپاره د باران په ورولو کښى تاثير دى، په غير د ارادى د الله تعالى نه، او همداراز د باران د پيدا کولو او ورولو نسبت ستورو ته کوى، نو دا لوى شرک دى.او کله چه څوک دا عقيده ولرى چه په دى ستورى کښى تاثير دى ليکن د الله تعالى په حکم باندى، او الله تعالى دا ستورى د باران د ورولو لپاره يو سبب ګرځولى دى، او الله تعالى دا عادت جارى کړى دى، چه باران د دغى ستورى د ښکاره کيدو په وخت کښى راوريږى، نو دا عقيده حرامه ده اودا وړوکى شرک دى، ځکه چه دغى انسان دا ستورى په غير د شرعى او حسى دليل نه او په غير د صحيح عقل نه يو سبب وګرځوو. او که څوک پرى د کال مختلف موسمونه او يا پرى د باران د وريدلو وختونه معلوموى نو دا کار جايز دى.
٤٥د حاکمانو او اميرانو په خپل رعيت باندى څه حق دى؟
جواب: په راحت او سختى کښى د هغوى اطاعت کول، او د هغوى د خبرو منل، او په هغوى باندى بغاوت او خروج نه كول، اگر که ظلم هم وکړى، او ښيرى به ورته نه کوى، او د هغوى د اطاعت نه به لاس نه اخلى، او د هغوى اطاعت به د الله تعالى اطاعت گڼو، تر هغه پورى چه په گناه باندى يى حکم نه وى کړى، او د هغوى لپاره به د نيك عمل، خير، او عافيت دعا گانى کوو، او که په گناه باندى حکم وکړى نو بيا په گناه كولو کښى د هغوى تابعدارى ناروا ده، اوپه نيکو کارونو کښى يى تابعدارى کول واجب او لازم ده، لکه څرنګه چه رسول الله ص فرمائى: « تَسْمَعُ وَتُطِيعُ لِلأَمِيرِ وَإِنْ ضُرِبَ ظَهْرُكَ وَأُخِذَ مَالُكَ فَاسْمَعْ وَأَطِعْ »مسلم. د امير خبره به منى او تابعدارى به ورله کوى اګر که ملا دى ووهلى شى او مال درنه هم واخستل شى، نو خبره ورله منه او اطاعت يى کوه.
٤٦آيا په شريعت ( احکامو او نواهى ) کښى د الله تعالى د حکمت په باب تپوس کول جايز دى؟
ځواب: هو ليکن په دى شرط چه ايمان او عمل به د حکمت او علت په معرفت پورى نه غوټه کوى، بلکه د دى لپاره به وى چه د مؤمن د زياتى ثابت قدمۍ لپاره سبب وګرځى، ليکن پوره تسليميدل او د علت نه معلومول د عبوديت په کمال، او په الله تعالى او د هغى په کامل حکمت باندى د ايمان دليل دى، لکه څرنګه شان او حال چه د صحابه کراموtؤ.
٤٧د الله تعالى د دى وينا څه مطلب دىﱹﰅﰆﰇﰈﰉﰊﰋﰌﰍﰎﰏﰐ ﰑﰒﱸ؟ سورة النساء٧٩ ،
ترجمه: هر هغه څه چي تاته له ښيگڼى او نعمت رسيدلى دى هغه د الله له طرفه دى او هر هغه څه چي تاته له بدى يا مصيبت څخه رسيدلى دى هغه ستا دخپل ځان له طرفه دى.
مراد د (حسنة) څخه نعمتونه دى، او د (سيئة) څخه بدى مصيبت مراد دى، او دا ټول د الله له طرفه مقدر او مقرر دى، نو د حسنة اضافت الله ته وشو ځکه چه الله تعالى پرى احسان کړى دى، او سيئة (بدى او مصيبت) دى، نو هغه الله تعالى د يوه حکمت لپاره پيدا کړى ده، نو په اعتبار د دغى حکمت سره د غه مصيبت هم د الله تعالى د احساناتو څخه دى، ځکه چه الله تعالى کله هم بدى نه کوى، بلکه د الله تعالى ټول کارونه ښايسته دى، رسول الله ص فرمائى :« وَالْخَيْرُ كُلُّهُ فِي يَدَيْكَ وَالشَّرُّ لَيْسَ إِلَيْكَ »مسلم ، خير ټول ستاپه لاس کښى دى، او شر تاته نه رسيږى. امام مسلم روايت کړيدى، نو د بند گانو کارونه د الله تعالى مخلوق دى، او په عين وقت کښى هغه د بند گانو کسب دى، الله تعالى فرمائى: ﱹ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜ ﱸسورة الليل،
ترجمه: نو چا چه حق ادا كړى او پرهيزگارى يى وكړه، او په نيكه ( خبره ) يى تصديق وكړ، نو زر ده چه اسانه به كړو هغه ته لياره دهوسايى، خو چا چه بخيلي وكړه او ځان يى بى نيازه او بى پروا وبله، او نيكه خبره يى درواغ وبلله، نو د هغه لپاره به د سختى لياره اسانه كړو .
٤٨آيا داسى ويل جايز دى چه فلانى شهيد دى؟
جواب: په يو معين انسان باندى د شهادت حکم کول داسى دى، لکه په انسان باندى د جنتى حکم کول، او د اهل سنت والجماعت مذهب دا دى: چه يو معين مسلمان ته نه شو ويلى چه دا جنتى دى اويا جهنمى دى، مگر هغه څوک چه رسول الله ص پرى د جنتى او يا د جهنمى حکم کړى وى، ليکن مونږ به په دى حکم کښى توقف کوو، نو د چا لپاره به په جنت او جهنم باندى حکم او شهادت نه کوو مگر چه كله پوه شو، ځکه چه حقيقت زمونږ نه پټ دى، او زمونږ په هغه حالت باندى علم نشته چه په کوم باندى دغه انسان وفات شوى، او اعتبار د عملونو په اخرى خاتمى سره دى، ليکن مونږ د نيک انسان لپاره د جنت اميد ساتو، او گناهگار باندى د جهنم د عذاب نه ويريږو.
٤٩آيا يو معين مسلمان ته کافر ويل جايز دى؟
جواب: نه، يو مسلمان ته کافر يا منافق او يا مشرک ويل تر هغه وخت پورى جايز نه دى، چه ترڅو پورى د هغه نه داسى يو کار صادر شوى نه وى، چه د هغى په کفر باندى دلالت کوى، او د هغى دزړه حال الله ته حواله کوو.
٥٠ آيا په غير د کعبى نه د بل ځاى نه طواف کول جايزدى؟
جواب: نه، بل داسى ځاى په ځمکه کښى نشته چه د هغى نه طواف کول جايز وى، او د بل هيڅ شريف ځاى مشابه کول د کعبى سره جايز نه دى، او که څوک د بل ځاى نه د تعظيم په خاطر طواف کوى نو لويه گناه يى كړيده.
٥١ الله تعالى چيرته دى؟
جوب: په عرش باندى د پاسه دى، لکه څرنګه چه رسول الله ص د وينځى نه تپوس وکړه، چه الله تعالى چيرته دى، هغى ورته جواب ورکړ چه بره (اوچت) دى، نو رسول الله ص د هغى مالک ته حکم وکړه: چه دغه وينځه ازاده کړه ځکه چه هغه ايمانداره ده. امام مسلم روايت کړيدى.
نو الله تعالى اوچت دى، او په عرش باندى يى استواء کړيده، څرنګه چه د هغه د شان سره مناسب وى، او د استواء معنى ده اوچتوالى او بره کيدل او استقرار (ځاى په ځاى كيدل) لکه څرنګه چه الله تعالى فرمائى : ﱹﭡﭢﭣﭤﭥﭦﭧ ﱸ سورة الشورى ١١،
ترجمه : د الله تعالى په شان هيڅ څوک نشته او هغه اوريدونکى او ليدونکى دى.
٥٢د توبى حکم څه دى؟ او څرنګه قبليږى؟
جواب: د توبى ويستل سمدستي واجب دى، او په ګناه کښى واقع کيدل د انسان په طبيعت کښى شته ځکه چه انسان معصوم نه دى، رسول الله ص فرمائى « كُلُّ ابْنِ آدَمَ خَطَّاءٌ وَخَيْرُ الْخَطَّائِينَ التَّوَّابُونَ »الترمذي.
ترجمه: هر بنى ادم گناهگار دى ليکن غوره گنهگاران هغه دى چه توبه او باسى، ترمذى روايت کوى، او همدا راز رسول الله ص فرمائى: « لَوْ لَمْ تُذْنِبُوا لَذَهَبَ اللَّهُ بِكُمْ وَلَجَاءَ بِقَوْمٍ يُذْنِبُونَ فَيَسْتَغْفِرُونَ اللَّهَ فَيَغْفِرُ لَهُمْ »مسلم.
ترجمه: که تاسو گناه ونه کړۍ الله به تاسو بوځى، او بل قوم به راولى، چه ګناهونه وکړى، او بيا بخښنه وغواړى د الله تعالى نه، تر څو چه الله ورته بخښنه و کړى. مسلم روايت کوى، ليکن مشکل دا دى چه انسان په خپله گناه باندى هميشوالى کوى، او په توبه کښى روسته والى کوى، الله تعالى فرمائى: ﱹﭺ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈﮉﱸ سورة النساء ١٧ ،
ترجمه : بيشكه چي پر الله باندى د هغو كسانو لپاره دتوبى قبولول دي چي دناپوهى له امله بد كارونه كوي بيا ژرتوبه كوي نو الله ددوى توبه قبلوي.
٥٣آيا د ټولو گناهونو نه د توبى ويستل صحيح کيږى؟ او د کوم وخت پورى د توبي ويستل قبليږى؟ او توبه کونکى له څه بدله او اجر دى ؟
جواب: د توبى ويستل د ټولو گناهونو نه صحيح دى، او توبه تر هغى وخت پورى قبليږى چه تر څو لمر د مغرب نه نه وى راختلى، او د زنکدن حالت نه وى شروع شوى، او د توبى ويستونکى اجر او بدله دا ده، چه گناهونه به يى په نيکۍ باندى بدل شى که هر څومره زيات هم وى.

د زړه عْمَلُونه (آعمال القلوبِ)
الله تعالى زړه پيداکړ او بيا ئى د جسم لپاره بادشاه وګرځولو او ټول اندامونه ئى د هغى لپاره د فوج په شان وګرځول ، کله چه بادشاه ښه شى نو ټول رعيت هم ښه شى لکه څرنګ چه رسول الله rفرمائى: « وَإنَّ في الجَسَدِ مُضْغَة إذا صَلَحَتْ صَلَحَ الجسَدُ كُلهُ، وَإذا فَسَدَتْ فَسَدَ الجَسَدُ كُلُّهُ ألا وَهِيَ القَلْبُ» متفق عليه
ترجمه: په بدن کښى يوه تکړه ده که چيرته هغه ښه شى نو ټول بدن ورسره ښه شى او که چيرته هغه خراب شى نو ټول بدن ورسره خراب شى چه هغه زړه دى ، او دغه زړه مسلمان كي د ايمان تقوا ، او منافق او كافر كي د کفر او د نفاق ځاى دى ، لکه څرنګ چه هغه فرمائى: « التَّقْوَى هَاهُنَا ـ وَيُشِيرُ إِلَى صَدْرِهِ ثَلاثَ مَرَّاتٍ ـ»مسلم.
ترجمه: تقوا دي ځاي کښی ده، او دری ځله يي خپلی سينی ته اشاره وکړه.
* او ایمان د عقیدی وینا او عمل نه جوړ شوې دې، يعنی د زړه عقيده، د ژبي وينا او همدا راز د زړه او د اندامونو د عمل نه جوړ شوې څیز دې، نو په زړه کښی ایمان اطمینان او تصدیق او باور راشي، نو په نتیجه کښی يي په ژبه اقرار راشي، او بیا زړه عمل شروع کړي، چه محبت، ویره او امید دې، نو په ژبه باندي ذکر د قرآنکریم تلاوت شروع شي، او اندامونه عمل شروع کړي، لکه سجده، رکوع او یا نور نیک عملونه چه الله تعالی ته پری انسان نژدي کیږي، نو جسد د زړه تابع او پیرو دې، هیڅ شې په زړه کښی قرارې نه پیدا کوي مګر د هغی اثر په بدن باندی شروع شي.
* او د زړه د عملونو نه مراد : هغه دى چه دهغى ځاى زړه دى او د هغى سره تعلق لرى ، چه په ټولو کښى لوى عمل په الله تعالى باندى ايمان راوړل ، په خپل اختيار سره د هغى تصديق کول او بيا پرى اقرار کول ، او همدا راز د هغى سره په زړه کښى د الله تعالى سره محبت ساتل ، د هغى نه ويريدل ، اميد ساتل ، الله تعالى ته راګرځيدل ، توکل پرى کول ، صبر يقين ، او ويره کول او يا داسى نور .
* او د زړه د عملونو ِضد ته د زړه مرض وائى ، د اخلاص ِضد ريا کارى ده ، د يقين ضد شک دى ، د محبت ضد بغض کول دى ، کله چه مونږ د زړونو د اصلاح کولو نه غافله شو نو ګناهونه پرى انبار شى نو د هلاکت کندى ته ئى ورسوى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى: « إنَّ العَبْدَ إذا أخْطَأَ خَطِيْئَةً نُكِتَ في قَلْبهِ نُكْتَةٌ فَإنْ هُوَ نَزَعَ وَاسْتَغْفَرَ وَتَابَ صُقِلَتْ فِإنْ عَادَ زيْدَ فِيْهَا وَإنْ عَادَ زيْدَ فِيْهَا حَتَّى تَعْلو فِيْهِ فَهُوَ الرَّانُ الذَّيْ ذكَرَ الله: ﱹﭹﭺ ﭻﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﱸ » الترمذي.
ترجمه: يقينا کله چه بنده يوه ګناه وکړى نو په زړه يى يو تور داغ ولګيږى که چيرته دغه بنده دغه ګناه لرى کړى او يا مغفرت وغواړى او توبه اوباسى نو زړه يى صفا شى او که چيرته بيا ګناه ته واپس شى نو په هغى داغ کښى زياتوالى پيداشى تر دى چه په زړه باندى غالبه شى نو دغه هغه زنګ دى چه الله تعالى په قران کښى ذکر کړى دى (( هيچرى داسى نده بلکه زنګ جوړ کړى په زړونو د دوى باندى هغى عملونو چه دوى کړيدى )).
او رسول الله r فرمائى: « تُعْرَضُ الْفِتَنُ عَلَى الْقُلُوبِ كَالْحَصِيرِ عُودًا عُودًا فَأَيُّ قَلْبٍ أُشْرِبَهَا نُكِتَ فِيهِ نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ وَأَيُّ قَلْبٍ أَنْكَرَهَا نُكِتَ فِيهِ نُكْتَةٌ بَيْضَاءُ حَتَّى تَصِيرَ عَلَى قَلْبَيْنِ عَلَى أَبْيَضَ مِثْلِ الصَّفَا فَلاَ تَضُرُّهُ فِتْنَةٌ مَا دَامَتِ السَّمَوَاتُ وَالأَرْضُ وَالآخَرُ أَسْوَدُ مُرْبَادًّا كَالْكُوزِ مُجَخِّيًا لاَ يَعْرِفُ مَعْرُوفًا وَلاَ يُنْكِرُ مُنْكَرًا إِلاَّ مَا أُشْرِبَ مِنْ هَوَاهُ » مسلم.
ترجمه: (( په زړه باندى فتنى داسى راځى لکه پزکى چه بند په بند اودلى کيږى نو هر زړه چه دغه فتنى پکښى داخلى شى نو تور داغ پکښى پيدا شى ، او هر زړه چه د دغو فتنو نه انکار وکړى نو په هغى کښى سپين داغ پيدا شى ، تر دى چه د دوو زړونو په شان شى ، يا د صفا کاڼى په څير ډير زيات سپين شى چه بيا ورته هيڅ فتنه ضرر نشى رسولى تر څو چه اسمانونه او زمکه موجود وى ، او بل ډير زيات تور دنسکورى کوزى په شان چه نه نيک عمل پيژنى او نه د ناروا عمل نه انکار کوى مګر هغه چه د خپلو خواهشاتو له امله يى نه منى ))
* هغه عبادت چه د زړه سره تعلق لرى د هغى پيژندل د نورو اندامونو د عبادت نه ډير ضرورى او واجب دى ، ځکه چه د زړه عبادت اصل دى او د نورو اندامونو عبادت د هغى يو شاخ دى ، او د يو مکملونکى او پوره کونکى څيز حيثيت لرى بلکه د هغى يوه ثمره ده ، رسول الله r فرمايى: « إنَّ اللهَ لا يَنْظُر ُإلى صُوَركُمْ وَأمْوَالِكُمْ، وَلَكِنْ ينْظُرُ إلى قُلُوْبكُمْ وَأعْمَالِكُمْ »مسلم. الله تعالى ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګورى ليکن ستاسو زړونو او عملونو ته نظر کوى . نو زړه د تدبر او فکرکولو ځاى دى ، له دى امله الله ته غوره والى په اعتبار د هغى ايمان يقين اواخلاص سره دى چه په زړه کښى يى ځاى نيولى دى ، حسن بصرى رحمه الله فرمائى : زما دى په الله تعالى قسم وى چه ابوبکر رضى الله عنه په نورو صحابه کرامو باندى د ډيرو لمونځونو او روژو له امله نه دى مخکى شوى ، ليکن د هغى ايمان له امله په نورو باندى مخکى شو چه کوم د هغى په زړه کى قرار نيولى ؤ .
* د زړه عملونه د اندامونو په عملونو باندى د يو څو وجو له امله فضيلت او غوره والى لرى:
1)چه کله د زړه عمل خراب شى نو بيا د اندامونو عمل هم برباد شى لکه په يو عمل کښى رياکارى کول
2) د زړه عمل اساس او بنياد دى له دى امله که د زړه د قصد او ارادى نه په غير يو لفظ يا يو حرکت صادر شى نو په هغى باندى څوک نه نيولى کيږى .
3) د زړه عملونه د جنت د لويو مرتبو او درجو لپاره يو لوى سبب دى لکه زهد.
4) د زړه عملونه د بدن د عملونو نه ډير سخت دى ، ابن المنکدر رحمه الله فرمائى : څلويښت کاله مى خپل نفس په مشقت باندى اخته کړ تر څو چه د استقامت والا شو .
5) د تاثير په اعتبار سره ډير غوره دى لکه د الله تعالى لپاره محبت کول .
6) د زړه عملونه په اعتبار د اجر سره ډير لوى دى ، ابودرداء رضي الله عنه فرمايى : يو ساعت فکر او تدبر کول د ټولى شپى د عبادت نه غوره دى .
7) د زړه عملونه اندامونه په حرکت سره راولى .
8) د زړه عملونه د اندامونو د عبادت اجر يا زياتوى او يا يى کموى ، لکه په لمانځه کښى خشوع کول.
9) د زړه عمل د اندامونو د عمل په ځاى باندى قايميږى ، لکه د مال د نشتوالى په وخت کښى د صدقى نيت کول .
10) د زړه د عبادت د اجراو ثوابونو څه حد نشته لکه صبر کول .
11) کله چه اندا مونه د عبادت نه منقطع شى او يا ترى عاجزه شى نو د زړه د عبادت اجر نه منقطع کيږى.
12) د زړه عمل د اندامونو د عمل نه مخکى او روسته دواړه وى.
او په زړه باندى د عمل نه مخکى مختلف حالات راځى :
1) هاجس (سوچ) : دا هغه اولنى سوچ دى چه په زړه کښى راځى.
2)خاطرة: دا هغه فکر دى چه په زړه کښى مضبوط شى.
3) دنفس خبرى: دا د هغى تردد نه عبارت دى چه د کار دکولو او ترکولو په مابين کښى واقع کيږى.
4) هم: هغى ته ويلى کيږى چه په زړه کښى د کار دکولو جانب راجحه شى.
5) عزم: دا قوى قصد ته وائى او په کار باندى عزم کولو ته وايى. په دغى درى اولنو حالتونو کښى د نيکۍ په اراده کولو کښى اجر نشته ، او د نافرمانۍ په اراده کښى ګناه نشته . او هر چه د نيکۍ هم دى نو يوه نيکۍ پرى ميلاويږى، ليکن که چيرته هم د عزم درجى ته ورسيږى نو بيا په نيکۍ کښى اجر دى لکه څرنګ چه په نافرمانۍ کښى ګناه ده. ځکه چه د طاقت سره اراده کول مستلزم ده د وجود د هغى کار چه اراده ئى شوى ده الله تعالى فرمايى:ﱹﯳ ﯴ ﯵ ﯶ ﯷ ﯸ ﯹ ﯺ ﯻ ﯼ ﯽ ﯾ ﱸ،
ترجمه: يقينا هغه کسان چه خوښوى خپريدل د بى حيايى په هغو کسانو کښى چه مؤمنان دى نو د هغوى لپاره دردونکى عذاب دى ، او رسول اللهr ي فرمايى:« إذا التقَى المسلمَانِ بسَيفَيهِما فالقَاتلُ والمقتُولُ في النَّار ِ، فقلت: يا رسول الله، هذَا القاتلُ فمَا بَالُ المقتُولِ ؟ قالَ : إنهُ كانَ حَرِيصًَا علَى قتلِ صَاحِبِهِ »البخاري .
ترجمه: کله چه دوه مسلمانان د خپلو تورو سره يو د بل سره مخامخ شى نو قاتل او مقتول به دواړه په اور کښى وى ، نو ما ورته وويل ( راوى ) : اى د الله تعالى پيغمبره دا يو خو قاتل دى نو مقتول ولى جهنم ته ځى ؟ نو پيغمبر r ورته وويل : چه هغه د خپل ملګرى په قتل باندى حريص ؤ .
که چيرته معصيت او ګناه پريږدى نو هغه بيا په څلور قسمه دى : 1) چه د الله تعالى د ويرى له امله يى پريخى وى نو په دى باندى ورته اجر ورکول کيږى.
2) چه د خلکو د ويرى له امله يى پريخى وى نو دا بيا ګناه ده ځکه چه د ګناه پريخودل عبادت دى نو دا د الله تعالى لپاره پکار وى ...
3) چه د عاجزه کيدو له امله يى پريخى وى پرته د اسبابو د استعمال نه نو دا هم د قوى ارادى له امله ګناه ده.
4) چه د اسبابو د استعمال سره بيا هم د عاجزه کيدو له امله ګناه ونه کړى نو په دى حالت کښى دا بيا هم پوره ګناهګار دى ، ځکه چه د قوى ارادى او عزم سره چه کله څوک د يو ممکنه کار کوشش وکړى نو د هغى مثال د هغه چا دى چه په پوره کار باندى ئى راتلل کړى وى ، لکه څرنګ چه په حديث کښى تير شو ، او کله چه د عمل سره عزم ملګرى شى نو د هغى له امله دغى کار کونکى ته پوره سزا ورکول کيږى برابره خبر ه ده که دغه عمل روسته وى او که مخکى ، نو که څوک يو ناروا کار وکړى او بيا د توان موندلو په وخت کښى د هغى قوى اراده او عزم لرى نو دغه انسان د ګناه پوره عزم لرونکى بلل کيږى نو په دغى اراده ورته پوره سزا ورکول کيږى اګر که دغه عمل بيا ونکړى .
* د زړه ځنى عملونه:
* نيت : نيت ارادى او قصد ته وائى او په غير د نيت نه هيڅ عمل نه قبليږى ، پيغمبر r فرمائى : « إِنَّمَا الأعْمَالُ بالنِّياتِ وإنَّمَا لِكُلِّ امْريءٍ مَا نَوَى » متفق عليه،
ترجمه: دار او مدار د عملو په نيت سره دى او د هر سړى لپاره هغه عمل دى چه نيت يى ورله کړى دى . عبد الله بن مبارک فرمائى/: ډير کرتى يو کوچنى عمل به وى ليکن د نيت له امله ډير زيات شى او ډير کرتى يو لوى عمل به وى ليکن د نيت له امله ډير کوچنى وګرځى او فضيل بن عیاض رحمه الله فرمائى : الله تعالى له تاسو څخه صحيح نيت او اراده غواړى ، نو که عمل د الله تعالى لپاره وى نو هغى ته بيا اخلاص وايى ، او اخلاص دى ته وائى چه عمل خالص د الله تعالى لپاره وى او د مخلوق حصه پکښى نه وى ، او که عمل د مخلوق لپاره وى نو هغى ته بيا ريا او منافقت وائى .
فائدة:ټول خلک تباه دى مګر عالمان ، او ټول عالمان هم هلاک د ى مګر هغه چه په خپل علم عمل کوى ، عمل کونکى هم ټول هلاک دى مګر د اخلاص والا، د هغى بنده اولنۍ وظيفه چه د الله تعالى د اطاعت اراده لرى د نيت زده کول دى ،بيا د صدق او د اخلاص د حقيقت د پيژندلو نه روسته په عمل سره د هغى صحيح کول دى ،نو هر عمل په غير د صحيح نيت نه ستړى والى دى ، او په غير د اخلاص نه نيت بيا رياکارى ده ، او اخلاص په غير د ايمان راوړلو نه برباد دى .
عملونه په درى قسمه دى:
1) ګناهونه او معصيت: په ښه نيت او ارادى سره ګناهونه کول نيکى نشى کيداى ليکن که د ناکاره او پليت نيت سره ګناه دوچنده کيږى
2) مباح کارونه : په مباح کارونو کښى نيت ډير لوى اثر لرى او که څوک وغواړى نو په عبادت باندى ئى بدلولى شى.
3) نيک عملونه:
نيک عملونه په صحيح کيدلو او د اجر په زياتيدلو کښى په نيت پورى ارتباط لرى ،که چيرته د رياکارۍ اراده پکښى وکړى نو دا بيا نافرمانى او وړوکى شرک ګرځى او کله لوى شرک ته هم رسيږى ، نو دا بيا په درى قسمه دى ([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn1))،:
1)چه په عبادت باندى باعث په اصل کښى خلکو ته ځان ښودنه او رياکارى وى نو دا بيا شرک دى او عبادت باطل دى .
٢) چه په ابتدا کښى عمل د الله تعالى لپاره وى ليکن روسته پکښى رياکارى داخل شى، نو که چيرته په دى حالت کښى د عبادت اخر په اول باندى مرتب نه وى لکه صدقه نو د عبادت اول صحيح دى او اخر ئى باطل دى ،او که د عبادت اخرى حصه په اول باندى مرتب وى لکه لمونځ نو د دى لپاره دوه حالته دى : أ) چه د رياکارى د ختمولو کوشش وکړى نو په دغه صورت کښى ريا کارى ضرر نشى رسولى . ب)چه په رياکارى باندى مطمئن شى نو بيا ټول عبادت باطل دى.
٣) چه رياکارى د عمل کولو نه روسته راشى نو دا بيا وسوسه ده په عبادت او عمل کونکى باندى څه اثر نه لرى ، او د ريا نور پټ اقسام هم شته چه پيژندل او بيا دهغى نه ځان ژغورل ډير ضرورى دى .
او که چيرته د نيک عمل کول د دونيا د حاصلولو په نيت او قصد سره وى ، نو د هغى اجر او ګناه د نيت کولو په مقدار باندى ده چه د هغى لپاره درى حالته دى .
١) چه د نيک عمل لپاره باعث صرف دونيا وى ، لکه يو سړى د مال دحاصلولو لپاره د خلکو امامت کوى نو دغه سړى ګناهګار دى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « مَنْ تَعَلَّمَ عِلْمًا ممَّا يُبْتَغَى بِهِ وَجْهُ اللَّهِ U لا يَتَعَلَّمُهُ إِلا لِيُصِيبَ بِهِ عَرَضًا مِنْ الدُّنْيَا لمْ يجِدْ عَرْفَ الجَنَّةِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ » أبو داود .
ترجمه: څو ک چه علم زده کړى هغه چه د الله تعالى رضا پرى حاصليږى ليکن هغه ئى نه زده کوى مګر د دونيا د حاصلولو په خاطر نو دغه سړى به د جنت بوى هم ونه مومى .
2)چه د الله تعالى او د دنيا دواړو لپاره يو عمل کوى نو دغه انسان د ناقص ايمان او اخلاص والا دى لکه يو انسان د تجارت او دحج د ادا کولو په غرض حج کوى نو ثواب ئى د اخلاص په اندازه دى .
3) چه عمل خالص د الله لپاره وى ليکن د نيک عمل د کولو د استعانت په خاطر عوض واخلى نو د دغى انسان اجر کامل دى د عوض د اخستلو له امله د ده ثواب نه کميږى رسول الله r فرمائى : « إِنَّ أَحَقَّ مَا أَخَذْتُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا كِتَابُ اللَّهِ » البخاري.
ترجمه: ډير حقدار هغه چه تاسو پرى بدله اخلۍ د الله تعالى کتاب دى . پوهه شه چه مخلص عمل کونکى يو څو مرتبى دى :
١) ښکته مرتبه : چه د ثواب د حاصلولو او د عذاب نه د ويريدلو په خاطر يو نيک عمل کوى .
٢) درميانه مرتبه : چه د الله د شکر د ويستلو او د هغى د امر د عملى کولو په خاطر عمل کوى .
٣) اوچته مرتبه : چه د الله تعالى د محبت تعظيم لويوالى او د هيبت له امله يو نيک عمل کوى او دغه د صديقينتو خلکو مرتبه ده .
* توبة: دتوبى ويستل په دوامداره توګه په انسان باندى فرض ده ، او په ګناه کښى واقع کيدل د انسان طبيعت دى رسول الله r فرمائى: « كُلُّ ابْنِ آدَمَ خَطَّاءٌ وَخَيْرُ الْخَطَّائِينَ التَّوَّابُونَ » الترمذي، و ټول انسانان ګناهګاران او غوره ګناهګاران توبه ويستونکى خلک دى . او رسول الله r فرمائى : « لَوْ لَمْ تُذْنِبُوا لَذَهَبَ اللَّهُ بِكُمْ وَلَجَاءَ بِقَوْمٍ يُذْنِبُونَ فَيَسْتَغْفِرُونَ اللَّهَ فَيَغْفِرُ لَهُمْ » مسلم،
که تاسو ګناهونه نه کولى نو الله تعالى به تاسو ختم کړى وى او داسى قوم به ئى راوستى وى چه ګناهونه وکړى او بيا د الله تعالى نه مغفرت وغواړى تر څو چه الله تعالى ورته مغفرت وکړى . او د توبى روسته کول او په يوه ګناه باندى هميشوالى کول دا ډيره لويه غلطى ده ، اوشيطان دا غواړى چه د اوو دامونو نه په يوه دام کښى په انسان باندى غالبه شى، او که چيرته په يوه کښى عاجزه شى نو بيا بل ته انتقال کوى،چه هغه په راتلونکى‌ ډول دى:
1) د شرک او کفر دام دى.
2) که په دى کښى پرى غالب نه شى، نو په عقيدوى بدعاتو کښى يى اخته کوى، او د رسول الله r او د صحابه کرامو د اطاعت او تابعدارى نه يى بندوى
3) او که د دى وس يى و نه شى نو په کبيره يعنى لويو گناهونو باندى يى اخته کړى
4) او که د هغى وس يى ونه شى، نو په وړو گناهونو باندى يى اخته کړى
5) او که د هغى وس يى هم ونه شى نو بيا يى په مباحو يعنى بى ثوابه کارونو باندى مبتلا کړى او د نيکو کارونو نه يى مشغوله کړى.
6) او که د هغى وس يى پرى ونه شى نو دلږ ثواب والا په كارونو يى اخته کړىاو د نورو اهمو نيکو کارونو نه يى غافله کړى
٧) او که په دى ټولو کښى يى پرى وس ونه شى، نو بيا خپلى لښکرى او فوج د انسانانو نه وى او که د پيريانو نه وى، په متقيانو او نيکانو خلکو باندى مسلط کړى.
ګناهونه په دوه قسمه دى :
1) كبائر( لوى ګناهونه ) :
دا هغه ګناهونه دى چه حد پکښى مقرر شوى وى ، او يا پرى اخروى وعيد او ويره راغلى وى ، او يا پرى د غضب لعنت ذکر شوى وى او ياپرى د ايمان دنفى کيدو تخويف راغلى وى .
2) صغائر ( واړه ګناهونه ) : دا د دغى ذکر شوو ګناهونو نه سوى نور ګناهونه دى . او ځنى داسى اسباب شته چه واړه ګناهونه پرى کبيره ګرځى چه اهم ئى دا دى : په وړو ګناهونو باندى هميشوالى کول او د هغى تکرارول ، يا ئى معمولى ګڼل او يا د هغى په کولو باندى افتخار کول او يا په مجالسو کښى د هغى يادول او ښکاره کول .
د توبى د قبليدو لپاره ځنى شرطونه دى :
1) د ګناه نه بندول.
2) په تيرو ګناهونو باندى خپيمانه کيدل .
3) مضبوط عزم او اراده کول چه په اينده کښى به ګناه نه کوى ، او که چيرته ګناه د چا د حق سره تعلق لرى نو خپل خاوند ته حق ورکول ډير ضرورى دى . ([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn2)).
د توبى په اعتبارسره خلک څلور طبقى دى :
1) هغه توبه ويستونکى انسان چه د اخرى عمر پورى په خپله توبه مضبوط ولاړ وى ، او بيا ګناه ته د واپس کيدلو اراده نه لرى ، مګر هغه خطاګانى چه بشر ترى ځان نشى ساتلى ، او دغه په توبه کښى استقامت دى ، او د دغسى توبى خاوند نيکو کارونو ته مخکى کيدونکى وى ، او دغسى توبى ته نصوح ( اخلاص منده ) توبه ويله کيږى ، او دا مطمئنه نفس دى .
2) هغه توبه ويستونکى چه په اساسى او بنيادى نيکو عملونو کښى د استقامت والا وى ، ليکن د ځنو ګناهونو نه ځان نه شى ساتلى قصدا ئى نه کوى ليکن غير اختيارى او په غير د ارادى نه چه پرى کله مبتلا شى نو صادريږى ترى ، او چه هر کله ترى دغه ګناهونه وشى نو نفس ئى ملامته کوى ، او خپيمانه شى او د دغى ګناهونو د اسبابو نه د ځان د ساتلو مضبوطه اراده او عزم وکړى ، نو دغى ته نفس لوامه يعنى ملامته کونکى نفس وائى .
3) هغه انسان چه توبه اوباسى ليکن د څه وخته پورى په خپله توبه کلک وى بيا پرى په ځنو ګناهونو کښى خواهشات غالبه شى نو اقدام پرى وکړى ، ليکن د دغى ګناهونو سره د نيکو عملونو پابند هم وى ، او د ځنو ګناهونو نه د قدرت او رغبت باوجود هم ځان ساتى ، ليکن ځنى خواهشاتو مجبوره کړى وى چه کله هغه پوره شى نو بيا خپيمانه وى ، ليکن د خپل ځان سره د دغى ګناه نه د توبى ويستلو وعده کوى ، نو دغى ته مسئول نفس وائى ، او د تاخير له امله د دغى نفس عاقبت ډير خطر ناک دى ځکه چه کيداى شى چه د توبى د ويستلو نه مخکى مړ شى او اعتبار خاتمى لره دى .
4) چه توبه اوباسى او تر څه وخته پورى په خپله توبه کلک وى ليکن بيا ګناهونو ته په داسى حال کښى واپس شى چه پکښى ننوتلى وى چه نه ئى بيا د توبى د ويستلو اراده وى او نه په خپلو ګناهونو خفګان ښکاره کوى ، او دغى ته نفس امارة باسوء وائى يعنى هغه نفس چه په ګناهونو باندى امر کوى ، او په دغى نفس باندى د غلطى خاتمى ويره وى .
* صدق ( رشتيا): صدق د زړه د ټولو عملونو اساس او بنياد دى او دا په شپږو معناګانو استعماليږى:
1) په وينا کښى صداقت.
2) په اراده او قصد کښى صداقت
3) په عزم کولو کښى صداقت .
4) د عزم په پوره کولو کښى صداقت.
5) په عمل کښى صداقت په دى شان سره چه ظاهر د باطن سره موافق وى لکه په لمانځه کښى خشوع او عاجزى کول
6) د دين په ټولو مقاماتو کښى صداقت ، او دا په ټولو کښى اوچته او عزتمنده درجه ده ، لکه په خوف طمع تعظيم زهد رضا توکل مينه او همدا راز د زړه په ټولو عملونو کښى صداقت او رشتياوالى . څوک چه په دغى ټولو ذکر شوو کارونو کښى په صداقت باندى موصوف شى نو هغى ته بيا صديق ويلى کيږى ځکه چه ده په صداقت کښى د مبالغى څخه کار واخسته رسول الله r فرمائى : « عَلَيْكُمْ بِالصِّدْقِ فَإِنَّ الصِّدْقَ يَهْدِى إِلَى الْبِرِّ وَإِنَّ الْبِرَّ يَهْدِى إِلَى الجَنَّةِ وَمَا يَزَالُ الرَّجُلُ يَصْدُقُ وَيَتَحَرَّى الصِّدْقَ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللَّهِ صِدِّيقًا » متفق عليه.
ترجمه: د صداقت نه کار واخلۍ ځکه چه صداقت او رښتيا انسان نيکۍ ته رسوى او نيکى انسان جنت ته رسوى او انسان د هميشه لپاره رشتيا وائى او لټوى ئى تر څو چه د الله تعالى په نزد بآندى صديق وليکلى شى . او په چا باندى چه حق ګډوډ شى او بيا دا د الله تعالى سره د حق په طلبولو کښى رشتينى وى او د خواهشاتو نفسانى نه پکښى ځآن ساتى او ده ته به د حق د پيدا کولو توفيق ورکړى شى او که پيدائى نه کړى نو دا بيا معذوره دى .
او د صداقت ضد درواغ دى او په انسان کښى اول درواغ په ژبه کښى سرايت کوى نو هغه فاسده کړى ، نو بيا د بدن نورو اندامونو ته سرايت کوى نو عمل ورله برباد کړى ، لکه څرنګ چه د ژبى وينا بربادوى ، نو په نتيجه کښى درواغ د انسان ويناګانو عملونو او ټولو احوالو ته شامل شى نو فساد پرى غالبه شى .
* محبت: د الله تعالى پيغمبر r او عامو مؤمنانو په محبت باندى د ايمان خوند حاصليږى رسول الله r فرمائى:« ثَلاثٌ مَنْ كُنَّ فِيْهِ وَجَدَ بهِنَّ حَلاوَةَ الإيمانِ: أنْ يَكُوْنَ اللهُ وَرَسُوْلُهُ أَحَبَّ إليْهِ مما سِوَاهُمَا، وَأنْ يحبَّ المرْءَ لا يحبُّهُ إلا لله، وَأنْ يَكْرِهَ أنْ يَرْجِعَ إلى الكُفْر بَعَدَ إذ أنقَذَهُ اللهُ مِنْهُ كَمَا يَكْرَهُ أنْ يُلْقَى في النَّار » متفق عليه.
ترجمه: درى صفتونه دى چه په چا کښى پيدا شى نو د هغى په سبب د ايمان په مزه او خوند باندى پوهه شى : چه الله تعالى او د هغى رسول الله r ورته د نورو ټولو مخلوقاتو نه ډير غوره شى ، او د يو انسان سره محبت کوى ليکن مينه ورسره نه کوى مګر صرف د الله تعالى لپاره ، او کفر ته واپس کيدل روسته د هغى نه چه الله ورته د هغى نه نجات ورکړى دى داسى بد ګڼى لکه اورته داخليدل . کله چه په زړه کښى د محبت ونه ښخه شى او بيا د اخلاص او د رسول الله r د متابعت په اوبو خړوب شى نو دغه ونه بيا مختلفى ميوى ورکوى او د الله تعالى په اذن په هر وخت کښى فايدى رسوى .
او دغه محبت بيا په څلور قسمه دى:
1) د الله تعالى سره محبت : چه هغه د ايمان اساس او بنياد دى .
2) د الله تعالى لپاره محبت او دوشمنى کول او دا واجپ او لازم دى([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn3)).
3) د الله تعالى سره په محبت کښى څوک شريکول ؛ چه دا د الله تعالى سره په واجبى محبت کښى څوک شريکول دى لکه د باطلو معبودانو سره د مشرکانو محبت او دا د شرک اساس او بنياد دى . 4) طبيعى محبت؛ لکه د مور پلاراولاد او طعام سره مينه کول او دا جايز محبت دى ... د دى لپاره چه الله تعالى درسره محبت وکړى نو د دنيا سره مينه مه کوه لکه څرنګ چه رسول اللهr: «ازْهَدْ في الدُّنْيَا يحبكَ اللهُ » ابن ماجه.
ترجمه: په دونيا کښى د بى رغبته له جملى څخه شه نو الله تعالى به درسره محبت وکړى .
* توكل: د يو مقصد په حاصلولو کښى او د شر په دفع کولو کښى د خپل زړه سپارل الله تعالى ته او په هغى باندى د زړه اعتماد په داسى حال کښى چه په الله تعالى به کامل اعتماد کوى او د شرعى اسبابو نه به کار اخلى . نو په الله تعالى باندى د خپل زړه نه سپارل په توحيد کښى عيب دى ، او د اسبابو پريخودل بى همتى او په عقل کښى نقصان دى ، او د توکل ځاى د کار نه مخکى دى او دا ديقين ثمره ده ، او دا بيا په درى قسمه دى :
١) واجب: په هغه څه کښى په الله تعالى باندى توکل کول چه ما سوى د الله تعالى نه پرى بل څوک قدرت نه لرى ، لکه د مريضانو روغول .
2)حرام: دا بيا په دوه قسمه دى:
أ) شرك أكبر (لوى شرک):
چه هغه په اسبابو باندى په کلى توګه باندى اعتماد کول دى، او دا عقيده ساتل چه دغه اسباب د فايدى په راجلبولو او د ضرر په دفع کولو کښى مستقل تاثير لرى . ([4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn4)).
ب) شرك أصغر ( وړوکى شرک ) ، لکه په يو انسان باندى د رزق په طلبولو کښى اعتماد کول ليکن دا عقيده پرى نه لرى چه هغه مستقل مؤثر دى ، ليکن د سببيت نه پرى اوچت اعتماد کوى .
3) جائز: لکه په اخستلو او خرڅولو کښى يو څوک وکيل جوړول او په هغى څه کښى پرى اعتماد کول چه قدرت ئى لرى ، ليکن داسى ويل جايز نه دى : چه زه په الله تعالى باندى توکل کوم او بيا په تا باندى ، بلکهداسى به وائى چه ما تاته وکالت درکړى دى .
* شكر:چه هغه د بنده په زړه کښى په اعتبار د ايمان سره، او په ژبه باندى په اعتبار د حمد سره ، او اندامونو باندى په اعتبار د عبادت سره ، د الله تعالى د نعمتونو د اثر ښکاره والى او اظهار دى .او شکر ګذارى يو مقصود لذاته صفت دى ، لکه څرنګ چه صبر د نورو څيزونو لپاره يوه وسيله ده ، او شکر په زړه ژبه او د بدن په نورو ټولو اندامونو باندى ادا کيږى ، او د شکر مطلب د الله تعالى په بندګۍ کښى د نعمتونو استعمالول دى .
* صبر: د الله تعالى نه ماسوى بل چاته د دغى مصيبت د درد له امله شکايت نه کول او د هغى خاص کول الله تعالى لپاره د صبر مقصد دى لکه څرنګ چه الله U فرمائى: ﱹ ﰓ ﰔ ﰕ ﰖ ﰗ ﰘﱸ،
ترجمه: يقينا صبر کونکو ته به بدله ورکړى شى بى حسابه.
او رسول الله r فرمائى: « وَمَنْ يَتَصَبَّرْ يُصبّرهُ اللهُ وَمَا أُعْطِيَ أحَدٌ عَطَاءً خيرٌ وأوسعُ من الصَّبْر » متفق عليه.
ترجمه: څوک چه د صبر کولو کوشش وکړى نو الله تعالى به ئى صابره کړى او د صبر نه بله لويه او پراخه تحفه چاته نه ده ورکړى شوى . او عمر رضى الله عنه فرمائى : زه په يو مصيبت باندى نه مبتلا کيږم مګر زما لپاره پکښى څلور نعمتونه وى ، ځکه چه دغه ابتلا زما په دين کښى نه ده ، بل دا چه ډيره لويه ابتلا نه ده ، بل دا چه زه پرى د رضاتوب نه محروم نشم ، بل دا چه زه پرى د ثواب او اجر اراده لرم .
اودصبر څه درجى او مرتبى دى :
ادنى درجه:چه هغه د شکايت پريخودل دى ليکن سره د بد ګڼلو نه . درميانه درجه: چه هغه د شکايت پريخودل دى سره د رضايت نه . اوچته درجه : چه هغه په مصيبت باندى د الله حمد ادا کول دى . او کله چه په يو شخص باندى ظلم وشى او هغه ظالم ته بد دعائى (ښيرى) وکړى نو ده د خپل ځان انتقام او حق واخسته او صبر ئى ونکړ .
اوصبر په دوه قسمه دى :
1) بدني: چه هغه په دى ځاى کښى زمونږ مراد نه دى .
2) نفساني : چه هغه د طبيعت او خواهشاتو د غوښتلو او تقاضى نه صبر کول دى([5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftn5)).
او ټول هغه شيان چه انسان ورسره په دونيا کښى مخامخ کيږى :
أ) يا به د خواهشاتو سره موافق وى نو انسان پکښى د الله د حق په ادا کولو کښى صبر ته محتاجيږى چه هغه شکر ويستل دى ، او د الله تعالى په معصيت کښى به يو شى هم نه صرف کوى.
ب) چه د خواهشاتو مخالف وى نو دا بيا په درى قسمه دى :
1) د الله تعالى په اطاعت باندى صبر کول : چه واجبى صبر پکښى د فرضى عباداتو کول دى ، او د نفلى عبادت ادا کول پکښى مستحب دى .
2) د الله تعالى د معصيت نه صبر کول : چه په دى کښى د حرامو نه ځان ساتل واجب دى ، او د مکروهو شيانو پک‌ ځان ساتل مستحب دى .
3) د الله تعالى په تقدير او فيصلو باندى صبر کول : چه واجبى صبر پکښى د شکايت نه ځان ساتل دى ، د اعتراض او د الله تعالى په تقدير باندى د غصه کيدو نه د زړه ساتل ، او د داسى عمل او تصرف نه د اندامونو ساتل چه الله تعالى پرى غصه کيږى لکه په زوره ژړاګانى او چغى وهل د ګريوانونو څيرى کول او مخونو وهل او يا داسى نور . . او مستحب صبر پکښى د الله تعالى په تقدير باندى د زړه راضى کيدل دى.
شاکر مالداره انسان غوره دى او که صابر مسکين او فقير سړى غوره دى؟
جواب : کله چه مالداره انسان خپل مال د الله تعالى په اطاعت کښى مصرف کړى او يا ئى د دغى لپاره جمع کوى نو بيا دغه مالداره د فقير نه غوره دى ، او که چيرته اکثر مال په مباحو څيزونو کښى مصرفوى نو بيا فقير غوره دى ، لکه څرنګ چه رسول الله rفرمائى : « الطَّاعِمُ الشاَّكِرُ بمنزلَةِ الصَّائِم الصَّابِرِ» أحمد.
ترجمه: شکر ګذار خوراک کونکى د صبر کونکى روژه دار په شان دى .
* رضا: چه هغه په يو څيز باندى قناعت او اکتفا کولو ته وائى ، او د رضا ځاى د کار د کولو نه روسته وى، او د الله تعالى په قضا باندى رضا د نيکانو خلکو د اوچتو مرتبو څخه ده ، او دا د محبت او توکل نتيجه او ثمره ده ، او د شر او مصيبت د لرى کولو په خاطر الله تعالى ته دعا کول د رضا سره تضاد نه لرى .
* خشوع: چه هغه تعظيم عاجزى او ذلت کولو ته ويلى کيږى ، حذيفة فرمائى : چه د منفاقت د خشوع نه ځان وساتۍ : چا ورته وويل چه د نفاق خشوع څه ته وائى ؟ چه ته بدن عاجزى کونکى ووينى په داسى حال کښى چه په زړه کښى عاجزى نه وى ؟ او حذيفة رضى الله عنه فرمائى : اول هغه څه چه تاسو به ئى په دين کښى ورک کړۍ هغه خشوع او عاجزى ده . او هر هغه عبادت چه خشوع پکښى روا شوى نو د دغى عبادت اجر او ثواب د دغى خشوع او عاجزۍ په اندازه دى ، لکه لمونځ ، رسول الله r لمونځ کونکى په هکله فرمائى : نشته د لمونځ کونکى لپاره مګر نيم اجر د لمونځ څلورمه برخه پنځمه برخه .... او لسمه برخه ، بلکه کله لمونځ کونکى ته د دغى لمونځ هيڅ ثواب نه رسيږى ځکه چه په کلى توګه ئى پکښى خشوع او عاجزى نه وى کړى .
*رجاء (اميد): چه هغه د الله تعالى پراخه رحمت ته کتل دى او د هغى ضد ته نا اميدى وائى ، او د الله تعالى د نعمتونو د اميد په خاطر يو عمل کول د ويرى او د خوف نه غوره دى ، ځکه چه دغه عمل (د انسان په زړه کښى ) په تعالى باندى خايسته ګمان پيدا کوى ، او الله تعالى فرمائى«أنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بي» مسلم.
ترجمه: زه د بنده سره د هغه ګمان موافق چلند کوم:
او اميد په دوه قسمه دى :لويه مرتبه: چه څوک يو نيکى کوى او د الله تعالى نه پرى اجر او ثواب طلب کوى ؛ عائشة رضي الله عنها فرمائى:اى رسول الله ( د دى ايات نه (څوک مراد دى ): ﱹﭑ ﭒ ﭓ ﭔ ﭕ ﭖﱸ
ترجمه: او هغه کسان چه کوى هغه عملونه چه دوى ئى کوى په داسى حال کښى چه زړونه ئى وريدونکښى وى ، ايا دا هغه کسان دى چه غلا او زنا کوى او شراب سکى ، او بيا د الله تعالى نه ويريږى ؟ نو رسول الله r وفرمايل: لا يَا بنْتَ الصِّدِيْقِ، وَلَكِنَّهُمْ الذَّيْنَ يُصَلُّوْنَ وَيَصُوْمُوْنَ وَيَتَصَدَّقُوْنَ، وَهُمْ يخَافُوْنَ أَلا يُقْبَلَ مِنْهُمْ، ﱹﭜ ﭝ ﭞ ﭟﱸالترمذي
ترجمه: اى د صديق لورى ليکن د ا هغه کسان دى چه لمونځونه کوى روژى نيسى او خيراتونه ورکوى ، او بيا ويريږى چه زمونږ نه به قبول نشى ، نو دغه کسان په نيکو کارونو مخکى والى کوى .
ادنى درجه :ګناهګار انسان چه توبه اوباسى او د الله تعالى د مغفرت اميد وار وى . او هر چه هغه ګناهګار انسان چه په خپله ګناه باندى هميشوالى کوى او توبه نه اوباسى او بيا هم د الله تعالى د رحمت اميد ساتى ، نو ديته تمنى وائى دا اميد نه دى ، او دا روستنى قسم ناکاره صفت دى ليکن اولنى قسم د اميد ښه دى ، نو مؤمن احسان او ويره دواړه راجمع کوى ، او د منافق په زړه کښى ګناه او بى ويرى کيدل دواړه راجمع شو .
* خوف (ويره):دا هغه غم دى چه په نفس کښى د احتمالى مصيبت له امله پيدا شى ، که چيرته د دغى مصيبت واقع کيدل متيقن شى نو هغى ته بيا خشيت وائى او د هغى ضد ته امن وائى ، او دا د اميد مقابل او ضد نه دى ، بلکه دا د رعب له امله پيدا کيږى ، او د رجا(اميد) لپاره باعث مينه او رغبت دى ، او د محبت خوف او اميد په مابين کښى جمعوالى ډير ضرورى دى ، امام ابن القيم رحمه الله فرمائى : د زړه مثال په رفتار کښى الله تعالى ته د مرغه په شان دى ، محبت ئى سر دى ، خوف او اميد ئى دوه وزرى دى ، کله چه په زړه کښى خوف او ويره قرارى ونيسى نو د شهواتو او خواهشاتو ځايونه ټول وسوزوى ، او دنيا وشړى .
واجبى خوف : دا هغه ويره او خوف دى چه د واجبى کارونو د ادا کولو او د محرماتو د ترکولو لپاره يو لوى باعث ګرځى.
او استحبابى خوف : دا هغه دى چه د نفلى عباداتو د اداکولو او د مکروهاتو د ترکولو لپاره باعث ګرځى. او هغه په يو څو قسمه دى :
1) پټه او د عبادت ويره نو دا لازمى خبره ده چه دغه ويره بايد صرف د الله تعالى لپاره شى ، او د هغى نه کوم شى د مخلوقاتو لپاره راګرځول شرک اکبر دى ، لکه د مشرکانو د باطلو معبودانو نه ويره کول چه کوم ضرر او مصيبت به راورسوى .
2) ناروا او حرام خوف : چه هغه د خلکو د ويرى له امله د يو فرضى حکم پريخودل او ياد يو حرام کار کول دى .
3) جائزاو روا خوف او ويره: لکه د يو ليوه او شرمخ نه ويريدل .
* زهد: چه هغه د يوشى نه د محبت او مينى اړول دى هغه څه ته چه د هغى نه بهتر وى ، نو د دونيا سره د مينى او محبت نه کول زړه او بدن ته راحت ورکوى ، او د هغى سره مينه او محبت غم او خفګان زياتوى ، او د دنيا محبت د ټولو ګناهونو سر دى او د هغى سره بغض کول د ټولو عبادتونو سبب دى ، او په دنيا کښى د زهد مطلب دا دى چه ستا د زړه نه د هغى محبت وځى نه دا چه ته ئى د لاسه وباسى سره د دى نه چه ستا زړه ورپورى نښتى وى ،نو دا د جاهلانو خلکو زهد دى ، رسول اللهَ الْمَالُ الصَّالِحُ لِلْمَرْءِ الصَّالِحِ »أحمد.
ډير ښه دى نيک مال د نيک سړى لپاره .
او مسکين سړى د مال سره پنځه حالته دى :
1) چه د مال د اخستو نه له دى امله تيخته کوى چه بدى ئى شى او يا د هغى د شر او مشغوله کولو له امله تيخته کوى ، نو د دى حالت خاوند ته زاهد وائى .
2) چه په حاصلولو ئى خوشحالى نه کوى ليکن داسى بده ئى هم نه ګڼى چه ضرر ورته پرى ورسيږى نو د دى حالت خاوند ته راضى وائى ً.
3) چه د مال حاصليدل ورته د نه حاصليدو نه غوره وى ځکه چه مينه ورسره لرى ، ليکن دنياوى مينه يى دى حد ته نه رسيږى چه د مال په طلبولو ئى مجبوره کړى ، بلکه که په غير د ستړى والى نه ورته حاصل شى نو هغه اخلى او خوشحالى پرى کوى ، او که چيرته د هغى طلبولو کښى ستړيوالى ته ضرورت وى نو ځان پرى نه مشغولوى ؛ او د دى حالت خاوند ته قانع وائى.
4) چه د عاجزه کيدو له امله ئى طلب نه کوى ليکن په حقيقت کښى ورسره مينه لرى ، که چيرته د هغى طلبولو ته سره د مشقته هم لار پيدا کړى نو دهغى طلب کوى نو د دى حالت خاوند ته حريص وائى.
5) چه د کوم مال طلب کوى نو هغى ته مجبوره وى لکه وږى انسان ، برمنډ ، او يا هغه سړى چه مال ترى ورک شوى وى ، نو ددى حالت والا ته مجبور او مضطر ويلى کيږى
[1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref1))قال ص: «« څوک چه د نيک کار اراده وکړى او بيا ئى عملى نه کړى نو الله تعالى به ورله يوه پوره نيکى وليکى، او که څوک د نيک کار اراده وکړى او بيا پرى عمل وکړى نو الله تعالى به ورله د لسو نه نيولى تر اوه سوه پورى نيکى وليکى او يا د هغى نه نور هم زيات، او که څوک د ګناه اراده وکړى او بيا ئى ونه کړى نو الله تعالى به ورله يوه کامله نيکى وليکى، او که چيرته د ګناه اراده وکړى او بيا ئى وکړى نو الله تعالى به ورله يوه ګناه وليکى »»متفق عليه.
وقال ص: « د دى امت مثال د څلورو کسانو په شان دى: يو هغه سړى چه الله تعالى ورته مال او علم ورکړى وى، او د مال په لګولو کښى په خپل علم باندى عمل کوى په صحيح او مناسب ځاى کښى مال خرچ کوى، او يوسړى چه الله تعالى ورته علم ورکړى وى او مال ئى ورله نه وى ورکړى، نو هغه دا ارمان کوى که الله تعالى ماته مال راکړى وى نو ما به هم د دغى سړى په شان مصرف کړى وى، نو رسول الله ص وفرمائل: چه دا دواړه په ثواب او اجر کښى برابر دى، او يو هغه سړى دى چه الله تعالى ورته مال ورکړى وى ليکن علم ئى ورته نه وى ورکړى، نو هغه ګډ وډ شوى وى په خپل مال کښى او په صحيح ځاى کښى ئى نه مصرفوى، او بل هغه سړى دى چه الله تعالى ورته نه مال ورکړى وى او نه علم، نو هغه دا ارمان کوى: که چيرته ماته مال راکړى شوى وى نو ما به هم د دى سړى په شان مصرف کړى وى، نو رسول الله ص وفرمائل: « دا دواړه په ګناه کښى برابر دى».»الترمذي.
فقول الثاني والرابع في الحديث أُوتي به بالمستطاع وهو النية مع التمني وظهر ذلك بقولهما: « لَوْ كَانَ لِي مِثْلُ هَذَا عَمِلْتُ فِيهِ مِثْلَ الَّذِي يَعْمَلُ»فأُلحق كلُ واحدٍ بصاحبه في الأجر أو الوزر.
قال ابن رجب: قوله في الحديث: «فَهُمَا فِي الأَجْرِ سَوَاءٌ » يدل على استوائهما في أصل أجر العمل دون مضاعفته فالمضاعفة يختص بها من عمل العمل دون من نواه ولم يعمله فإنهما لو استويا من كل وجه لكتب لمن هم بحسنة ولم يعملها عشر حسنات وهو خلاف النصوص كلها.
[2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref2))روي أنه ص قال:« الدَّوَاوِينُ عِنْدَ اللَّهِ Uثَلاَثَةٌ: دِيوَانٌ لاَ يَعْبَأُ اللَّهُ بِهِ شَيْئًا، وَدِيوَانٌ لاَ يَتْرُكُ اللَّهُ مِنْهُ شَيْئًا، وَدِيوَانٌ لاَ يَغْفِرُهُ اللَّهُ. فَأَمَّا الدِّيوَانُ الَّذِي لاَ يَغْفِرُهُ اللَّهُ، فَالشِّرْكُ بِاللَّهِ, قال اللَّهُ U:ﱹﭺ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄﮅﱸ، وَأَمَّا الدِّيوَانُ الَّذِي لاَ يَعْبَأُ اللَّهُ بِهِ شَيْئًا، فَظُلْمُ الْعَبْدِ نَفْسَهُ فِيمَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ رَبِّهِ... فَإِنَّ اللَّهَ U يَغْفِرُ ذَلِكَ وَيَتَجَاوَزُ إِنْ شَاءَ، وَأَمَّا الدِّيوَانُ الَّذِي لاَ يَتْرُكُ اللَّهُ مِنْهُ شَيْئًا، فَظُلْمُ الْعِبَادِ بَعْضِهِمْ بَعْضا، الْقِصَاصُ لاَ مَحَالَةَ ». أحمد وفيه ضعف .
[3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref3)) خلک د ولاء او براء يعنى دوستى او دښمنى په اعتبار په درى قسمه دى:
١) هغه څوک چه دهغى سره به خالصه مينه او محبت کيداى شى، داسى مينه او محبت، چه دښمنى او بغض ورسره نه وى، چه هغه خالص مؤمنان دى، لکه انبياء عليهم السلام، او نور
صديقين، شهداء، او نيکان خلک، چه په سرکښىيىزمونږ محبوب پيغمبر محمد ص دى، اوبيا دهغى بيبيانى، او صحابۀ کرام دى.
٢) هغه څوک چه خالصه دښمنى او بغض به ورسره کيداى شى، داسى دښمنى، چه مينه او دوستانه پکښى نه وى، چه هغه کافران دى، اهل کتاب وى او که مشرکان، ليکن د هغوى سره عدل کول د دغى کار سره منافات او تضاد نه لرى.
٣) هغه څوک چه په يو اعتبار به ورسره مينه او محبت کيداى شى، اوپه بل اعتبار به ورسره دښمنى او بغض کيداى شى، چه هغه گناهگاران مؤمنان او مسلمانان دى، نو د هغوى سره به د ايمان په وجه محبت کيداى شى، او د گناهونو او معصيت په وجه به ورسره دښمنى کيداى شى، ليکن د هغوى سره به د هغوى دايمان اوگناهونوپه مقدار دوستانه او دوښمنى کيداى شى.
د کفارو نه برائت: سلام به پرى نه کوى، ځان به ورته نه ذليله کوى، او نه به پرى خوشحالى کوى او نه به د هغوى ملک ته هجرت کوى.
د مؤمنانو د دوستانى علامات: ځنى د هغى نه د مسلمانانو ملک ته هجرت کول دى چه کله د هغى قدرت او طاقت ولرى، او د مسلمانانو نصرت او تعاون کول په مال او نفس سره، او د هغوى په خو شحالۍ او غم کښى شريکيدل، او دهغوى لپاره د فايدو خوښول.
د کفارو سره دوستانه په دوه قسمه ده:
١) هغه دوستى چه انسان پرى د اسلام نه مرتد کيږى، لکه د مسلمانانو په مقابل کښى د هغوى سره نصرت او کومک کول، او يا د هغوى کفر ته کفر نه ويل، او يا د هغوى په کفر کښى شک کول.
٢) هغه دوستى چه انسان پرى نه مرتد کيږى ليکن ګناه کبيره او حرامه وى لکه د هغوى په اخترو کښى برخه اخستل او يا ورته په هغى باندى مبارکى ويل، او يا د هغوى سره خپل ځان مشابه کول.
ليکن کله په مسلمانانو باندى د غير حربى کافرانو سره د ښى معاملى کولو او د هغوى سره د دښمنى کولو په مينځ کښى اشتباه واقع کيږى، نو د دى وجه نه د دى دواړو په مينځ کښى فرق پيژندل لازم او ضرورى دى، نو د کافرانو سره ښايسته معامله او اخلاق کول په غير د باطنى محبت نه لکه د هغوى د ميلمنو سره نرمى کول، ليکن د رحمت او شفقت د وجى نه، په غير د ويرى او د ذلت نه هغوى ته نرمه خبره کول جايز او روا دى لکه څرنګه چه الله فرمائى : ﱹﭹ ﭺ ﭻﭼﭽﭾﭿﮀﮁﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊﱸ سورة الممتحنة 8 ،
ترجمه : نه منع کوى الله تعالى تاسو د هغى کسانو نه چه جنګيىنه دى کړى تاسو سره په دين کښى، او نهيىويستلى تاسو د خپلو کورونو نه چه نيکى وکړى تاسو د هغوى سره او انصاف وکړى تاسو د هغوى سره.
او هر چه د هغوى سره دښمنى کول او يا ورسره بغض ساتل دا جدا خبره ده په هغى باندى الله تعالى هم امر کړى دى لکه څرنګه چه هغه فرمائى : ﱹﭑﭒﭓ ﭔﭕ ﭖﭗﭘﭙ ﭚ ﭛ ﱸ سورة الممتحنة ١ ،
ترجمه : اى مؤمنانو مه نيسئ دښمن زما او دښمن ستاسو دوستان چه وړاندى کوئ تاسو هغوى ته (خبرى) د محبت.
[4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref4)) هل يتناقض فعل الأسباب مع التوكل؟ له أوجه:
1) جلب نفع مفقود: وهو ثلاثة أقسام:
أ) سبب متيقن كالنكاح لطلب الولد، فترك فعل هذا السبب جنون وليس من التوكل في شيء.
ب) أسباب ليست متيقنة: لكن الغالب أن المسببات لا تحصل دونها. كالمسافر في صحراء من غير زاد، ففعله ليس من التوكل، وحمله للزاد مأمور به، فإن رسول الله ص لما سافر تزود واستأجر دليلاً إلى المدينة.
ج) أسباب يتوهم إفضاؤها إلى المسببات من غير ثقة ظاهرة: كالذي يستقصي في التدبيرات الدقيقة في طلب الاكتساب ووجوهه، فإنه لا يخرج عن التوكل، بل ترك التكسب ليس من التوكل في شيء. قال عمر س: المتوكل الذي يلقى حبه في الأرض ويتوكل على الله .
2)حفظ موجود: فمن وجد قوتاً حلالاً فادخاره إياه لا يخرجه عن التوكل، خصوصاً إذا كان له عائلة فأن النبي ص كان يبيع نخل بني النضير، ويحبس لأهله قوت سنتهم. متفق عليه.
3) دفع ضرر لم ينزل: ليس من شرط التوكل ترك الأسباب الدافعة للضرر، كلبس الدرع، وشد البعير بالعقال. ويتوكل في ذلك كله على المسبب لا على السبب، ويكون راضيا بكل ما يقضى الله عليه.
4) إزالة ضرر قد نزل: وهو ثلاثة أقسام:
أ) أن يكون مقطوع به: كالماء المزيل للعطش، فهذا تركه ليس من التوكل في شيء.
ب) أن يكون مظنوناً: كالحجامة ونحوها ففعلها لا يناقض التوكل، فإن الرسول ص قد تداوى وأمر بالتداوي.
ج) أن يكون السبب موهوماً: كالكي زمن العافية لئلا يمرض؛ ففعلها ينافي كمال التوكل.
[5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=737#_ftnref5))وهذا الضرب إن كان صبراً عن شهوة البطن والفرج سمي: عفة، وإن كان في قتال سمي: شجاعة، وإن كان في كظم غيظ سمي: حلماً، وإن كان في إخفاء أمر سمي: كتمان سر، وإن كان في فضول عيش سمي: زهداً، وإن كان على قَدْرٍ يسير من حظوظ الدنيا سمي: قناعة .