المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : (د عبدالله او د عبد النبي) آرامه مناظره او سوال او جواب(ترجمه الشيخ محمد نعيم المدني)


أبو زكريا
_9 _June _2013هـ الموافق 9-06-2013م, 03:09 PM
(د عبدالله او د عبد النبي) په مينځ کښى آرامه مناظره او سوال او جواب

د عبدالله په نوم يو سړى ديو بل سړى سره چه نوميىعبد النبى وو مخامخ شو، نو عبدالله په زړه کښى دا نوم بد وگڼه او ويىويل، چه ولى يو کس بيله الله نه بل چا ته د بندگى (عبوديت) نسبت کوى، بيا يى د عبد النبى نه تپوس وکړه، آيا ته بيله الله نه بل چا عبادت کوى؟ عبد النبى جواب ورکړه چه نه، زه د بيله الله نه بل چا عبادت نه کوم، ځکه زه مسلمان يم فقط د الله تعالى عبادت او بندگى کوم.
عبدالله ترى تپوس وکړ نو بيا دى ولى داسى نوم ايښى دى، چه د عيسايانو د نومونو سره مشابهت لرى، ځکه هغوى وائى عبد المسيح، او د هغوى سره دا خبره نا اشنا نه ده ځکه چه هغوى د عيسى ؛ بندگى کوى، څوک چه ستا نوم اورى نو د هغه په ذهن کښى دا خبره راځى، چه ته د محمدصبندگى کوى، او مسلمان د رسول اللهص په حق کښى داسى عقيده نه لرى، بلکه د مسلمان عقيده دا ده چه نبىصد الله بنده او پيغمبر دى.
عبد النبي وويل : ځکه چه نبىصپه ټولو انسانانو کښى غوره او بهتر دى، او د انبياء عليهم السلام سردار دى، نو ما دا نوم د برکت حاصلولو، او الله ته د نزديکت په خاطر غوره کړى دى، د رسول اللهصپه جاه او مرتبه باندى، پس مونږ به د رسول اللهصنه شفاعت طلب کوو، ځکه چه د الله تعالى په نزد د هغه مقام او مرتبه ډيره لويه د ه، او ته دا خبره نا اشنا مه گڼه، ځکه چه زما د ورور نوم هم عبد الحسين دى، او زما د پلار نوم هم عبد الرسول دى، او دا نومونه زمونږ په معاشره کښى د مخکى زمانى نه مشهور او مروج دى، او مونږ خپل پلرونه په دى طريقه باندى موندلى دى، نو ته په دى مسئله کښى تشدد او سختى مه کوه، او دا وړه خبره ده او دين اسان دى.
عبدالله ورته وويل :دا بل جرم او نا روا خبره ده، چه د مخکښى نه لويه ده، چه بيله الله نه دبل چا نه د هغه څه طلب وکړى شى، چه طاقتيىنه لرى، برابره خبره ده که دغه غوښتنه د نبىص نه وى، او که دبل چا نه وى، لکه حسين او يا نور نيکان خلک، او دغه خبره د توحيد او لا ٳله ٳلا الله د معنى خلاف ده.
زه به ځنى سوالونه تا ته پيش کړم چه تاته د دى مسئلى خطر معلوم شى، او په دى خبره زما مقصد د حق پيژندل او بيا پرى عمل کول دى، او همدا راز د باطل بيانول او بيا ترى اجتناب کول، او امر بالمعروف او نهى عن المنکر دى، او مدد صرف د الله نه غوښتلى کيږى، او توکل هم په الله تعالى باندى کيداى شى، ولا حول ولاقوة ٳلا بالله، لکن زه تاته د الله تعالى په دى قول باندى يادونه درکوم چه هغه فرمائى:ﱹ ﯥ ﯦ ﯧ ﯨ ﯩ ﯪ ﯫ ﯬ ﯭ ﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﱸ سورة النور٥١ ،
ترجمه: د مسلمانانو وينا، كله چه د الله او د هغه د پيغمبر خوا ته وبلل شي چه د دوى تر مينځ حكم وكړى، پرته د دى څخه (بل څه) نه ويچه ووايي: موږ واوريدل او اطاعت مو وكړ.
او همدا راز دا قول دالله تعالى:ﱹ ﰀ ﰁ ﰂ ﰃ ﰄ ﰅ ﰆ ﰇ ﰈ ﰉ ﰊﰋ ﰌ ﰍ ﱸ سورة النساء ٥٩ ،
ترجمه: كله چي مو په كوم شي كښى اختلاف راغى نو هغه الله او پيغمبر ته راجع كړئ، كه په خداى او داّخرت په ورځ ايمان لرئ.
عبدالله تپوس وکړ: تا سو وويل چه زه د الله توحيد منم، او په كلمه د لا ٳله ٳلا الله سره گواهى وركوم، نو آيا تاسو د دى معنى بيانولى شئ؟
نو عبد النبي جواب ورکړ: توحيد ديته وائى چه ته دا عقيده وساتى چه الله تعالى موجود دى، او صرف هغه اسمانونه او زمکى پيدا کړى، او هغه ژوندى کول او مړه کول کوى،
او په مخلوقاتو کښى تصرف کونکى صرف هغه دى، او رزق هم هغه ورکوى.
عبدالله :که چيرته توحيد صرف هم دغه وى، نو بيا خو فرعون او د هغه قوم، ابوجهل او نور هم موحدين شول، ځکه چه د دغى قسم توحيد نه هيڅ چا انکار نه دى کړى، فرعون چه د خدائى دعوهيىهم کړى وه، ليکن اقراريىکوه، او زړه کښىيىدا ايمان هم لره چه الله تعالى موجود دى، او هغه په دى عالم کښى متصرف دى، او دليل پرى د الله تعالى دا قول او وينا ده: ﱹ ﭑﭒ ﭓ ﭔ ﭕ ﭖ ﱸ سورة النمل ١٤.
ترجمه: دوى انکار وکړه د معجزاتو نه او په زړونو کښىيىيقين لره په هغى باندى.
او د فرعون دغه اقرار د غرق کيدو په وخت کښى بيا ښکاره شو.
ليکن توحيد: د الله تعالى يو والى ته وائى په عبادت کښى، او عبادت د ټولو هغى ښكاره او پټو ويناګانو او کارونو يو جامع نوم دى چه د الله تعالى خوښ وى،
او د (الله) معنى ده: برحق معبود، هغه ذات چه صرف هغه د عبادت او بندګۍ حقدار (وړ) دى.
عبدالله :آيا ته پوهيږى چه پيغمبران عليهم السلام د څه لپاره دنيا ته راليږل شوى دى، چه اولنى رسول په کښى نوح ؛ دى؟
عبدالنبى: دى لپاره راليږلى شوى دى، چه مشرکان يواځى د الله تعالى عبادت ته دعوت کړى، او د شرک نه يى وويروى.
عبدالله :د نوح ؛ د قوم د شرک سبب څه وو؟
عبدالنبي : نه پوهيږم.
عبدالله :الله تعالى نوح ؛ خپل قوم ته هله راوليږه چهكله هغوى د نيکانو خلکو په شان او مرتبه کښى د خپل حد نه تجاوز او مبالغه وکړه، چه هغه ود، سواع، يغوث، يعوق، او نسر وو.
عبدالنبي : آيا ستا مطلب دا دى چه ود، سواع، يغوث، يعوق، او نسر، د نيکانو خلکو نومونهوو، او د ظالمانو او کافرانو نومونه نهوو؟
عبدالله:هو دا د نيکانو خلکو نومونهوو چه د نوح ؛ قوم ترى خدايان جوړ کړىوو، او عربو بيا د هغوى تابعدارى وکړه، او دليل پرى د بخارى شريف حديث دى، چه د عبدالله بن عباس م نه روايت دى چه فرمائى : ( هغه بتان چه د نوح ؛ په قوم کښىوو، د هغى نه روسته بيا په عربو کښى هم د هغى عبادت شروع شو، (ود)د کلب قبيلى په برخه رسيدلىوو، چه په دومة الجندل کښى اوسيدل، او هذيل قبيلى د (سواع) تعظيم کولو، او(يغوث) نومى بوت د مراد قبيلى سرهوو، او بيا د هغى نه روسته بنى غطيف قبيلى ته پاتى شو، چه د سبا سره نږدى په جوف نومى ځاى کښىوو، او(نسر) د حمير د ذى الکلاع کورنۍ سرهوو، دا د نوح ؛ په قوم کى د نيکانو خلکو نومونهوو، چه کله وفات شوه، نو شيطان دهغوى قوم ته وويل چه دا په مجلسونو کښى ودروئ، او بيايىپه همغه نومونو باندى مسمى کړئ، نو د نوح ؛ قوم دغه کار وکړه، نو هر کله چه بيا دغه موجوده خلک مړه شوه، او علم ختم شو نو د دغى بتانو عبادت او بندګى شروع شوه.
عبدالنبي : دا خو عجيبه خبره ده.
عبدالله :آيا د دى نه درته ډيره زياته د تعجب وړ خبره وښايم؟ ته پوهه شه چه الله تعالى محمد ؛، يو داسى قوم ته راليږلىوو، چه هغوى عبادتونه او حجونه کول، او خيراتونه بهيىورکول، ليکن هغوى به نيکان خلک، لکه ملايکى، عيسى ؛، او نور صالحين خلک الله ته واسطه کول، او دا بهيىويل چه مونږ د دوى نه شفاعت غواړو، چه مونږ الله تعالى ته نږدى کړى نو الله تعالى محمد ؛ دى لپاره راوليږه، چه د دوى د پلار ابراهيم ؛ د دين تجديد وکړى، او د دى نهيىخبر کړى، چه دغه نزديکت تقرب او عقيده، صرف د الله تعالى حق دى، او بيله الله نه دبل چا لپاره مناسب نه دى، پس هم دا الله تعالى يوازى خالق او رازق دى، او څوک ورسره شريک نشته، او ټول اسمانونه زمکى، او هغه مخلوقات چه په دى کښى اوسيږى، ټول د الله تعالى مخلوق دى، او د الله تعالى په اختيار او تصرف کښى دى، بلکه هغه خدايان چه دوى ورله بندګى او عبادت کوو، هم د الله تعالى په اختيار کښى دى، لکه څرنګه چه دوى په خپله هم د دى خبرى اقرار کوى.
عبدالنبى: دا خو ډيره عجيبه او خطرناکه خبره ده، آيا په دى باندى څه دليل شته؟
عبدالله :په دى باندى ډير دليلونه شته، ځنىيىدا دى چه الله تعالى فرمائى : ﱹ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﯞ ﯟ ﯠ ﯡ ﯢ ﯣ ﯤﯥ ﯦ ﯧ ﯨ ﯩ ﯪ ﯫ ﯬ ﯭ ﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﯵ ﯶﱸ سورة يونس٣١ ،
ترجمه: ووايه (اى محمده): څوك تاسى ته له اّسمان او ځمكى څخه روزى دركوى؟ اّيا څوك (ستاسي) دآوريدنى او ليدنى (د پيدايښت) مالك دى؟ آيا څوكدى چه ژوندى له مړى څخه باسي او مړى له ژوندي څخه باسي؟ او څوك دى چه د كارونو تدبير كوى؟ نو دوىبه ژر ووايى: الله، ووايه: نو ولىنه ويريږئ؟
او همدا راز الله تعالى فرمائى : ﱹﮱﯓﯔﯕﯖﯗﯘﯙﯚﯛﯜﯝﯞ ﯟ ﯠ ﯡ ﯢ ﯣ ﯤ ﯥ ﯦ ﯧ ﯨ ﯩ ﯪ ﯫ ﯬ ﯭ ﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳﯴ ﯵ ﯶ ﯷ ﯸ ﯹ ﯺ ﯻ ﯼ ﯽ ﯾ ﯿ ﰀ ﰁ ﰂ ﰃ ﰄ ﰅ ﰆﱸسورة المؤمنون٨٤- ٨٩ ،
ترجمه: ووايه (اى محمده): ځمكه او هر هغه څه چى په هغه كښى دي چا لره دي، كه چيرى پوهيږئ؟ دوى به ووايي: الله لره دى، ووايه: اّيا پند نه اخلئ؟ ووايه: څوك دى د اوو اّسمانو پروردگار او د لوى عرش پروردگار؟ وايي به: الله لره دي، ووايه: اّيا نو نه ويريږئ؟ ووايه: څوك دى چى د هر شي پاچايي د هغه په لاس كښى ده، او دى پناه وركوي خو دى (په خپله) پناه وركولو ته اړتيا نه لري، كه پوهيږئ، دوى به ووايي: (دغه صفتونه) الله لره دي، ووايه: څرنگه تاسى تير ايستل كيږئ او دحق نه اوړئ؟
او د مکى مشرکانو به تلبيه هم ويله په حج کښى، (لبيک اللهم لبيک لا شريک لک، ٳلا شريکا هو لک، تملکه وما ملک) أي ربه مونږ تاته په تابعدارى سره ولاړيو، ستا شريک نشته، مگر هغه شريک چه تهيىمالکيىاو دهغه په لاس کښى اختيار نشته.
پس د مکى د مشرکان په دغه اقرار چه الله تعالى متصرف دى په مخلوقاتو کښى، يعنى په توحيد ربوبيت اقرار کولو سره دوى په اسلام کښى داخل نه شول، او د مشرکانو دغى عمل او ارادى، چه دوى د ﺃنبياء ؛، ملايکو او نيکانو خلکو نه د شفاعت طلب کوو، د دوى وينى او مالونه حلال وگرځول، د دى وجه نه د ټولو غوښتنو دعا گانو، نذرونو، قربانيو، او کومک غوښتلو، او د ټولو عبادتونو، خاص کول الله تعالى لپاره ډير ضرورى دى.
عبدالنبى: که چيرته هغه توحيد چه انبياء عليهم السلام د هغى لپاره راليږلى شوى دى، دا نه وى چه يو انسان دا اقرار کوى چه الله تعالى موجود دى، او الله تعالى متصرف دى، لکه
څرنگه چه ستا خيال دى، نو توحيد بيا څه ته وائى؟
عبدالله :هغه توحيد چه انبيا عليهم السلام د هغى د بيان لپاره راليږلى شوى دى، او د مکى مشرکانو د هغى د منلو نه انکار کړىوو، هغه د الله تعالى يووالى دى، په عبادت کښى، چه هيڅ قسم عبادت به د مخلوق او غير الله لپاره نه شى کيداى، لکه رابلل، نذر قربانى، مدد غوښتل، او داسى نور، او دا توحيد د(لا ٳله ٳلا الله) معنى ده، ځکه چه (ٳله) به د مکى د کافرانو او مشرکانو په نزد هغه چا ته ويلى کيده، چه خلکو به ترى د دغى مخکنى شيانوطلب کولو، که هغه به نبىوو او که ملايکه به وه، او که ولى او يا پيرى بهوو، او که ونى او قبر بهوو، او دا مقصد د هغوى نهوو چه ٳله صرف خالق رازق او مدبر ته وائى، پس دوى په دى پوهيدل چه دغه صفتونه صرف د الله تعالى لپاره خاص دى، نو کله چه نبىص راغى نو دوى يى دتوحيد كلمى ته دعوت كړل، چه لا ٳله ٳلا الله ده، يواځى لفظ ته نه بلکى د دى مقصد او معنى ته.
عبدالنبي : گويا چه ستا دا خيال دى، چه د مکى قريش او کافران د لا ٳله ٳلا الله په معنى باندى د موجوده مسلمانانو نه ښه پوهيدل.
عبدالله :هو، حقيقت همداسى دى، ډير افسوس دى، چه هغه جاهلان کافران په دى باندى پوهيدل، چه د نبىص مقصد په کلمى طيبى سره، د الله تعالى لپاره د ټولو عبادتونو خاص کول دى، او د نورو باطلو معبودانو د عبادت نه انکار کول او بيزاره کيدل دى، ځکه هر کله چه رسول اللهص هغوى ته حکم وکړه چه لا ٳله ٳلا الله ووائى، نو هغوى په جواب کښى وويل: ﱹﭵﭶ ﭷ ﭸ ﭹ ﭺ ﭻ ﭼ ﭽﱸ سورة ص٥ ،
ترجمه: اّيا ده ( ټول ) خدايان يوخداى ګرځولي دي ؟ په رښتيا سره چه دا دحيرانتيا خبره ده.
سره د دى نه چه هغوى په دى باندى ايمان لره، چه الله متصرف دى، ليکن تعجب د هغه مسلمان په حال دى، چه د اسلام دعوه کوى، او بيا د لا ٳله ٳلا الله هغه مقصد نه پيژنى، چه کوم باندى د مکى جاهلان هم پوهيدل، بلکه د دوى دا خيال دى، چه توحيد يواځى تلفظ کول دى په دى کلمه باندى، اگر که په معنى باندىيىنه پوهيږو، او ډير پوه انسانيىصرف دا عقيده لرى، چه د کلمى معنى دا ده چه بل رازق او تدبير کونکى نشته سوا د الله تعالى نه، نو په هغه مسلمان کښى هيڅ خير نشته چه د مکى مشرکان ترى د کلمى په معنى ښه پوهيږى.
عبدالنبي : زه خو د الله سره شرک نه کوم، بلکه دا گواهى کوم، چه خالق او رازق صرف الله دى، مالک د نفع او ضرر صرف الله تعالى دى، او محمدص د خپل ځان لپاره هم مالک د نفع او ضرر نه دى، پاتى لا علي، حسين، او عبد القادر جيلانى، ليکن زه گناهگار يم، او د نيکانو خلکو دالله په نزد باندى ډيره لويه مرتبه ده، پس زه د دوى په مرتبه او جاه باندى الله رابلم.
عبدالله :ستا د خبرى جواب مخکى تير شوى، يعنى هغه کسان چه نبىص ورسره جنگ وکړه هم د دى قايلوو، او دا اقراريىکوو، چه د دوى بتان د هيڅ شى انتظام او تدبير نه شى کولى، ليکن دوى د هغوى جاه او مرتبه الله تعالى ته په وسيله کى پيش کوله.
عبدالنبي : دغه آياتونه خو د هغه چا په حق کښى نازل شوى، چه د بتانو عبادتيىکوو، نو تاسو څرنګه نيکان خلک او انبيا عليهم السلام د بتانو په شان گڼئ؟
عبدالله :مخکى تير شوه، چه بعضى دغه بتان د نيکانو خلکو په نومونو باندى مسمى شوىوو، لکه د نوح عليهم السلام په زمانه کښى، او کافرانو به د هغوى نه صرف شفاعت طلب کوو، ځکه د هغوى دا عقيده وه چه دوى د الله په نزد باندى لوى شان او مرتبه لرى، او دليل پرى دا دى چه الله تعالى فرمائى : ﱹ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕﮖ ﱸ سورة الزمر3 ،
ترجمه: هغه کسان چه خلکو مدد گاران نيولى ما سوا د الله تعالى نه
دوى وائى مونږ خو د دى عبادت نه کوو مگر دى لپاره چه مونږ الله تعالى ته نږدى کړى.
او هر چه دا سوال دى ستا: چه تاسو څرنگه انبيا عليهم السلام او نيکان خلک د بتانو په شان گڼۍ؟ نو مونږ دا جواب کوو: د مکى مشرکان چه رسول اللهص ورته راليږلى شوى وو، بعضو پکښى اولياء کرام رابلل، چه الله تعالى د هغوى په حق کښى فرمائى :ﱹﯥﯦ ﯧ ﯨ ﯩ ﯪ ﯫ ﯬ ﯭ ﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﯵ ﯶ ﯷﱸسورة الاسراء٥٧ ،
ترجمه: هغه (معبودان) چې(كافران يي)عبادت كوي ، په خپله خپل پروردگار ته وسيله لټوي چې كوم يو يې (د نورو په پرتله) نژديوالى تر لاسه كړى اودهغه د رحمت هيله كوي او دهغهله عذاب څخه ويريږي بيشكه چې ستا د پروردگار عذاب د ويرې وړ دى .
او ځنو پکښى عيسى او مريم عليهم السلام رابلل، لکه څرنگه چه الله تعالى فرمائى : ﱹ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋﱸ سورة المائدة ١١٦ ،
ترجمه : او كله چې الله وويل: اى د مريم زوى عيسى: اّيا تا خلكو ته ويلي وو چې ما او زما مور بې له الله څخه خدايان ونيسئ؟
او ځنو پکښى د ملايکو عبادت کولو، لکه چه الله تعالى فرمائى : ﱹ ﭑ ﭒ ﭓ ﭔ ﭕ ﭖ ﭗ ﭘ ﭙ ﭚﱸ سورة سباء٤٠ ،
ترجمه: او هغه ورځ چې ( خداى ) دوى ټول سره راټول كړي نو پرښتو ته به ووايي : اّيا دوى به ستاسې عبادت كاوه؟
پس په دى آياتونو کښى سوچ وکړه چه الله تعالى پکښى هغه چا ته هم کافر ويلى دى چه د بتانو عبادت کوى، او هغه چا ته يى هم کافر ويلى دى چه د ملايکو، پيغمبرانو، او د نيکانو خلکو عباد تونه يى کول، او رسول اللهص د ټولو سره په غير د کوم فرق نه يوشان جهاد کړى دى.
عبدالنبي : مشرکان خو د دغى خلکو نه مدد غواړى، او زه خو دا گواهى کوم، چه الله تعالى مالک د نفع او ضرر دى، زه خو صرف د الله تعالى نه دغه غواړم، او د نيکانو خلکو په لاس کښى خو څه نشته، ليکن زه دوى واسطه کوم کيداشى چه الله تعالى يى شفاعت قبول کړى.
عبدالله :ستا دا وينا بعينه د کفارو د وينا په شان ده او دليل پرى دا دى ﱹﮢ ﮣ ﮤ ﮥﮦﮧﮨ ﮩﮪﮫﮬﮭﮮﮯ ﮰﱸ سورة يونس ١٨ ،
ترجمه: او دوى پرته له خداى څخه د (داسي) نوروشيانو عبادت كوي چې دوى ته نه كوم نقصان رسولى شي او نه (هم) كومه گټه او وايي: دغه شيان د خداى په نزد زمونږ شفاعت كوونكى دي.
عبدالنبي : زه خو عبادت صرف د الله تعالى کوم، او دوى ته پناه وړل، او يا د دوى رابلل خو عبادت نه دى.
عبدالله :ليکن زه ستا نه تپوس کوم، آيا ته په دى باندى اقرار کوى، چه الله تعالى په تا باندى د خپل ځان لپاره د عبادت خالص کول فرض کړى دى، او دا اخلاص د هغه حق دى په تا باندى، لکه چه په دى آيت کښى ذکر دى:ﱹ ﮘﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝ ﮞ ﮟ ﮠ ﱸ سورة البينه٥ ،
ترجمه: او ( په داسې حال كښې ) چې دوى حكم نه دى شوى مگر دا چې په زښت اخلاص سره د الله عبادت وكړي ( او عقيده ولري ) چې دين د هغه ( له خوا ) دى او په عين حال كښې له شرك نه توحيد راگرځيدونكى وى.
عبدالنبي : هو، الله په ما باندى دغه کار فرض کړى.
عبدالله :ته ماته وضاحت وکړه چه د عبادت خالص کول څه ته وائى؟
عبدالنبي :زه نه پوهيږم.
عبدالله :زه به تاته د هغى وضاحت وکړم غوږ ورته کيږده، الله تعالى فرمائى ﱹ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﱸسورة الاعراف 55 ،
ترجمه :خپل پروردگار په عاجزى او په پټه سره وبولئ، بيشكه چي الله تيري كوونكي نه خوښوي.
پس دعا عبادت دى او که نه؟
عبدالنبي : بلى دعا عبادت دى، بلکه د عبادت مغز دى لکه څرنگه چه په حديث کښى راغلى: « الدُّعَاءُ هُوَ الْعِبَادَةُ » أبو داود. دعاء بعينه عبادت دى.
عبدالله :هر کله چه ته په دى اقرار کوى چه دعا عبادت دى، او ته شپه او ورځ، د ويرى او اميد په خاطر په يو حاجت کښى الله تعالى رابلى، او بيا ته په همدغى حاجت کښى يو نبى، يا يوه فرشته، او يا يو نيک انسان راوبلى، نو آيا تا د الله تعالى سره په دغه عبادت کښى شرک وکړه او که نه؟
عبدالنبي : هو، ما خو بيا شرک وکړه، او دا خو ډيره صحيح او ښکاره خبره ده.
عبدالله :يو بل مثال واوره، کله چه ته د الله تعالى په دى وينا باندى پوه شوى: ﱹﮊ ﮋ ﮌ ﱸسورة الکوثر 2 ،
ترجمه :نوخپل پروردگارلرهلمونځوكړهاوقربانيوكړه.
او بيا ته د الله اطاعت وکړى، او قربانى هم هغه لره وکړى، نو آيا دا د الله تعالى عبادت دى او که نه؟
عبدالنبي : هو، دا خو بلکل عبادت دى.
عبدالله :اوس که ته د مخلوق لپاره قربانى وکړى، نبى وى او که پيرى، نو آيا تا د الله تعالى سره بل څوک شريک کړه او که نه؟
عبدالنبي : هو، دا خو يقينى شرک دى.
عبدالله :ما تاته په مثال کى دعا او قربانى ذکر کړه، ځکه چه دعا په قولى عبادت کى ډير اهم عبادت دى، او په فعلى عبادت کى قربانى اهمه ده، او عبادت يواځى په دى دواړو قسمونو پورى خاص نه دى، بلکه نور قسمونه هم لرى لکه نذر، قسم کول، پناه غوښتل، ليکن د مکى مشرکانو چه د هغوى په حق کښى قرآن کريم نازل شوى دى ايا د ملايکو، نيکانو خلکو، لات، او د نورو خلکو عبادت کوه او که نه؟
عبدالنبي : هو، هغوى د دغى شيانو عبادت کوو.
عبدالله :آيا ددوى عبادت بيله دعاء، قربانى، پناه، او مدد غوښتلو بل څه وو، ځكه دوى خو پدى اقرار کولو چه د الله تعالى بندگان يو، او د هغه په قدرت کښى يو، او خاص الله تعالى د ټولو کارونو انتظام چلونکى دى، ليکن دوى د مرتبى د وجه نه، او د شفاعت د طلب کولو په خاطر هغوى رابلل او هغوى تهيىپناه ور وړه او دا خبره هر چاته ښکاره ده .
عبدالنبي : آيا ته د رسول الله ص شفاعت نه منى؟
عبدالله :زه د رسول الله ص شفاعت منم او انکار ترى نه کوم، بلکه هغه شفاعت کونکى دى، او شفاعت بهيىالله تعالى قبلوى، او زه هم د هغه د شفاعت اميد لرم، ليکن اختيار د شفاعت د الله تعالى په لاس کښى دى، لکه څرنگه چه الله تعالى فرمائى :ﱹ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﮘ ﱸسورة الزمر٤٤ ،
ترجمه : ووايه (اى محمده): چه شفاعت ټول لره دى، او شفاعت به د الله تعالى د اجازى نه روسته کيداى شى، لکه څرنگه چه الله تعالى فرمائى : ﱹ ﯚﯛﯜﯝﯞﯟﯠﱸسورة البقره٢٥٥ ،
ترجمه :څوك دى هغه كس چي دده په حضورشفاعت وكړي مگر دده په اجازې سره؟
او د هغه چا لپاره به شفاعت کيداى شى، چه الله تعالى ترى راضى وى، لکه څرنگه چه الله تعالى فرمائى : ﱹ ﭹ ﭺ ﭻ ﭼ ﭽ ﱸ سورة الأنبياء٢٨ ،
ترجمه : دوى به شفاعت نه شى کولى مگر د هغه چا لپاره چه الله تعالى غوره کړى وى، اوالله نه غوره کوى مگر موحد، لکه څرنگه چه الله تعالى فرمائى : ﱹﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﭷ ﭸ ﭹ ﭺ ﭻﱸ سورة العمران٨٥ ،
ترجمه :او هرڅوك چي پرته له اسلام څخه بل دين ولټوى نو له ده نه به هيڅكله ونه منل شي. اوهغه به په اّخرت كښي له زيانكارانو څخه وى.
نو هر کله چه ټول شفاعت د الله په اختيار کښى دى، او شفاعت به نه شى کيدى مګروروسته د اجازى د الله تعالى نه، نبى ص او نور نيکان خلک د چا لپاره شفاعت نه شى کولى مگر د هغه چا لپاره چه دالله تعالى خوښه شى، اوالله تعالى صرف د موحدينو بندگانو لپاره د شفاعت اجازت ورکوى، نو دا خبره معلومه شوه چه ټول شفاعت خاص د الله تعالى لپاره دى، نو زه د الله تعالى نه شفاعت غواړم: اى الله د رسول اللهص د شفاعت نه مى مه محروموى، او هغه زما لپاره شفاعت کونکى وګرځوى.
عبدالنبي : په دى باندى مونږ متفق يو، چه د چا نه داسى غوښتل چه طاقتيىنه لرى جايز نه دى، ليکن نبىص ته الله تعالى د شفاعت اختيار ورکړى، نو هغه خو د شفاعت مالک دى، نو بنا په دى باندى زما لپاره جايزدى چه زه ترى هغه شى طلب کړم چه قدرتيىلرى، او دا بيا شرک نه دى.
عبدالله :دا خبره به هله صحيح وى چه الله تعالى ترى ته منع کړى نه وى، الله تعالى فرمائى :ﱹﭺﭻ ﭼ ﭽﭾﱸسورة الجن ١٨ ،
ترجمه : نو له الله سره بل هيڅوك مه بولئ، او د شفاعت طلب کول خو دعا ده، او رسول اللهص ته خو شفاعت الله تعالى ور کړى، او هغه په خپله ته د دى نه منع کړى ئى، چه د بل چا نه شفاعت طلب کړى، او همدا راز د نبىص نه ما سوا بل چاته هم شفاعت ور کړى شوى دى، يعنى ملايکى به شفاعت کوى، ماشومان چه د بلوغ او ځوانۍ نه مخکى وفات شوى وى شفاعت کوى، لکه څرنگه چه په صحيح احاديثو کښى راغلى اولياء کرام به شفاعت کوى، نو که ته داسى وايى چه الله تعالى دوى ته د شفاعت اختيار ور کړى نو زهيىترى ځکه غواړم؟ که داسى وائى نو ته خو بيا د نيکانو خلکو د عبادت قايل شوى، او که داسى نه وائى نو دا خبره دى باطله شوه، چه الله تعالى دوى ته شفاعت ور کړى زهيىترى غواړم.
عبدالنبي : ليکن زه خو د الله تعالى سره شرک نه کوم، او نيکانو خلکو ته پناه وړل شرک نه دى.
عبدالله :آيا ته پو هيږى چه الله تعالى شرک د زنا نه ډير زيات حرام کړى دى، او الله تعالى شرک نه بخښى؟
عبدالنبي : هو، زه په دى باندى اقرار کوم، او دا خبره په قرآن کښى په وضاحت سره ذکر شوى.
عبدالله :تا خو اوس د ځان نه هغه شرک نفى کړه چه الله تعالى حرام کړى، نو ته ما ته دا خبره واضح كړه چه هغه شرک كوم دى چه ته په کښى نهيىواقع شوى؟
عبدالنبي : شرک د بتانو عبادت ته ويلى کيږى، او هغوى ته د حاجت په وخت کښى رجوع کول، او يا د هغوى نه ويريدل.
عبدالله :د بتانو د عبادت څه مطلب دى؟ آيا ستا دا خيال دى چه د مکى مشرکانو دا عقيده
لرله، چه دغه لرگى او گټى پيداکونکى دى، او رزق ورکونکى دى، او چه څوکيىرابلى نو د هغه د حاجت تدبير کونکى دى؟ بلکه هغوى داسى عقيده نه درلوده لکه څرنگه چه مخکى ذکر شوه.
عبدالنبي : زه دغه عقيده نه لرم بلکه څوک چه ګټو او لرگو يا قبرونو ته ورځى، او د هغى نه خپل حاجتونه غواړى، او يا د هغوى په نوم حلاله کوى، او يا دا عقيده ساتى چه دغه شيان، مونږ الله تعالى ته نږدى کوى، او يا الله تعالى د دوى په برکت زمونږ نه مصيبتونه لرى کوى، پس دا د بتانو عبادت دى.
عبدالله :رشتيا دى وويلى، ليکن د قبرونو او گټو او مزارونو په خواکښى ستاسو طريقه هم داسى ده، او همدارنگه تاسو چه وائى شرک د بتانو عبادت ته وائى، آيا ستا مطلب دا دى، چه شرک دغى شيانو پورى خاص دى، او په نيکانو خلکو باندى اعتماد کول، او د هغوى رابلل په شرک کښى داخل نه دى؟
عبدالنبي : هو، زما همدا مطلبوو.
عبدالله :نو آيا ته د هغى آياتونو نه، کوم خواته تښتى چه په هغى کښى ذکر شوى چه په نيکانوخلکو توکل کول حرام دى، او يا د ملايکو سره دغسى تعلق پيدا کول، او که چا دا کار وکړه نو کفريىوکړه، او مخکى مى درته آياتونه هم ذکر کړه.
عبدالنبي : ليکن هغه خلک چه ملايکى او پيغمبرانيىرابلل، په دى وجه باندى کافر شوى نهوو، ليکن هغوى د دى وجه نه کافر شوىوو، چه ويل بهيىچه ملايکى د الله تعالى لور ګانى دى، او عيسى ؛ د الله تعالى زوى دى، او موږ خو داسى نه وايو: چه شيخ عبد القادر جيلانى د الله تعالى زوى دى، او نه دا وايو چه زينب د الله تعالى لور ده.
عبدالله :الله تعالى ته د اولاد نسبت کول، دا خو مستقل بل کفر دى، الله تعالى فرمائى ﱹ ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗ ﭘ ﭙﭚﭛﭜﱸسورة الاخلاص ١-٣ ،
ترجمه : ووايه: دى يو الله دى، (دى) بې نيازه الله دى، نه ده ( څوك ) زيږولي او نه دى ( له چا نه ) زيږيدلى دى.
ﺃحد: هغه چاته وائى چه مثاليىنه وى، او صمد هغه چا ته وائى، چه حاجتونو کښى ورته خلک رجوع کوى، که څوک د دى نه انکار وکړى نو هغه کافر شو، كه څه هم د سورة وروستنۍ برخه ومنى، بيا الله تعالى فرمائى : ﱹﭗ ﭘ ﭙ ﭚ ﭛ ﭜ ﭝﭞ ﭟ ﭠ ﭡ ﭢ ﭣ ﭤ ﭥ ﭦ ﭧ ﭨ ﭩ ﭪ ﭫ ﭬ ﱸ سورة المؤمنون٩١ ،
ترجمه : الله هيڅكله اولاد نه دى نيولى او نه له هغه سره بل خداى شته، كه داسې واى نو هر خداى به هغه څه چې يې پيدا كړي وو بيولى (او بيل كړى) واى او يو پر بل باندې به يې د برلاسي او غالبه كيدو هڅه كوله.
نو معلومه شوه چه د دواړو کفرونو په مينځ کښى فرق شته، او دليل ورباندى دا دى چه هغه کسان چه د دى وجه نه کافر شوىوو چه لاتيىرابله سره د دى نه چه هغه نيک انسانوو، دوى هغى ته د الله تعالى زوى نه ويلى، او هغه کسان چه د پيريانو په رابللو باندى کافر شوىوو، دوى هم هغى ته د الله تعالى زامن نه ويلى، او همدا راز څلور مذهبونه په دى باندى متفق دى، چه څوک دا عقيده ساتى چه د الله تعالى لپاره اولاد شته نو هغه مرتد دى، او که څوک د الله تعالى سره شرک وکړى نو هغه هم مرتد دى، نو فقهاء د دواړو شرکونو په مينځ کښى فرق کوى.
عبدالنبي : الله تعالى فرمائي: ﱹ ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗﭘﭙﭚ ﱸ سورة يونس٦٢ ،
ترجمه : خبرداراوسئ،بيشكه چې د خداىپه دوستانوكومهويرهنشته او نه به (هم) دوىغمجن كېږي.
عبدالله :مونږ هم دا عقيده لرو چه دا خبره حقه ده، ليکن د دوى عبادت باطل دى، پس مونږ د الله تعالى سره دوى په عبادت کښى نه شريکوو، او نور په تا باندى د دوى سره محبت کول او د هغى اطاعت واجب دى، او د دوى په کرامت به اقرار کوى، او د اولياء کرامو د کرامت نه صرف بدعتيان انکار کوى، او د الله تعالى دين وسط او درميانه دى په مابين د دوو طرفونو د افراط او د تفريط (زياتى او کمى کولو) کښى دى، هدايت او سمه لار هم د افراط او د تفريط په منځ کښى ده، اوحق هم همداسى دى.
عبدالنبى: هغه کسان چه قرآن د هغوى په رد کښى نازل شوى دى، په لا إله إلا الله باندى ګواهى نه کوله، او د رسول اللهص تکذيبيىکوو، او د قيامت نه منکروو، او قرآنيىدروغجن ګڼه، او جادو بهيىورته ويلى، او مونږ خو دا ګواهى کوو چه لا إله إلا الله و ﺃن محمدا رسول الله، او د قرآن تصديق کوو، په قيامت ايمان لرو، لمونځونه کوو، او روژى نيسو، پس تاسو څرنګه مونږ د هغوى په شان گڼئ؟
عبدالله :د عالمانو د هغه انسان په کفر کښى هيڅ اختلاف نشته، چه څوک د دين په څه حصه کښى د رسول الله ص تصديق کوى، او په څه حصه کښىيىتکذيب کوى، او همدا راز هغه څوک چه د قرآن څه حصه منى او د ځنى حصى نه انکار کوى، لکه يو سړى چه توحيد منى او د لمانځه نه انکار کوى، او يا تو حيد او لمونځ منى ليکن د زکات د فرضيت نه انکار کوى، او يا دا ټول منى ليکن روژه نه منى، او يا دا هم مني ليکن د حج د فرضيت نه انکار کوى، د دى وجه نه کله چه څه خلکو د نبى ص په زمانه کښى د حج کولو ته تيار نه شو، نو الله تعالى د هغوى په حق کښى دا آياتونه نازل کړه: ﱹ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﱸ سورة العمران٩٧ ،
ترجمه : د الله تعالى لپاره په خلکو باندى د بيت الله شريف حج کول فرض دى، هغه چا لپاره چه هغى ته دتللو طاقت لرى، اوهر هغه څوك چي كافرشي نو بيشكه چي خداى له ټولو عالميانو څخه بې پروا دى.
د دى وجه نه الله تعالى د هغه انسان په کفر باندى صراحت کړى چه بعضى قرآن منى او د بعضى نه انکار کوى، او الله تعالى دا حکم کړى، چه اسلام به ټول منئ، که څوک د اسلام ځنى برخه قبلوى او ځنى نه قبلوى نو کافر شو، نوايا ته دا منى چه څوک په څه حصه د قرآن باندى ايمان لرى او د څه حصى نه انکار کوى هغه کافر دى؟
عبدالنبي : هو زه دا منم او اقرار پرى کوم، او دا خبره په قران کريم کښى واضحه ده.
عبدالله :هر کله چه ته په دى اقرار کوى، چه څوک رسول ص په بعضى شيانو کښى منى، او د لمونځ نه انکار کوى نو هغهپه اجماع سره کافر دى، او همدا راز چه ټول دين منى ليکن قيامت نه منى، نو هغه هم کافر دى،او په دى کښى د مذهبونو هم اختلاف نشته،او داخبره په قرآن كي هم په وضاحت سره راغلى ده، پس دا خبره معلومه شوه چه توحيد په ټولو کښى لوى او اهم رکن دى، پس دا څرنګه کيداى شى، چه څوک په دغى شيانو کښى د يو نه انکار وکړى نو هغه کافر دى، اگر چه د رسول الله ص په نور ټول شريعت باندى ايمان لرى، او کله چه د هغى توحيد نه انکار کوى چه هغه د ټولو پيغمبرانو مشترک دين دى، نو بيا نه کافر کيږى، سبحان الله دا څومره لوى او عجيبه جهالت دى، او همدارنگه په دى کښى هم سوچ او فکر وکړه چه د نبى ص صحابه و چه کله د بنو حنيفه قبيلى سره جنگ کولو، نو هغوى اسلام قبول کړىوو، او کلمه د توحيد او رسالتيىمنله، او لمونځونه او اذانونهيىهم کول.
عبدالنبي : هغوى خو دا عقيده لرله چه مسيلمه پيغمبر دى، او مونږخو دا عقيده لرو چه محمد ص نهوروسته بل نبى نشته.
عبدالله :ليکن تاسو على رضى الله عنه، عبد القادر جيلانى او نور پيغمبران او نيکان خلک، د الله تعالى درجى ته رسولى دى، نو هر کله چه څوک يو سړى د پيغمبر مرتبى ته ورسوى نو هغه کافر شو، وينه او ماليىحلال شو، او بيا ورته کلمه د شهادت، او لمونځ فايده نه كوى، پس څوک چه هغه ته د خدائى مرتبه ورکړى، نو هغه خو په طريق اولى سره کافر شوه، او همدا راز هغه کسان چه على سپه اور باندى وسوزول، ټولو داسلام دعوه کوله، او هغوى د حضرت على رضى الله عنه ملگرىوو، او علميىد صحابهيىکرامو نه حاصل کړىوو، ليکن د حضرت على س په شان کښىيىداسى عقيده لرله، لکه تاسو چه د عبد القادر جيلانى په شان کښى کومه عقيده لرۍ، نو ولى صحابه وو د هغوى سره په جنګ كولو او او دهغوى پهکفر باندى اجماع وکړه، آيا ستاسو دا خيال دى، چه صحابۀ کرامو مسلمانان کافر گڼل؟
او که ستاسو دا خيال دى چه د سيد په شان کښى داسى عقيده ساتل ضرر نه لرى، او دعلى س په شان کښى دغه عقيده کفر دى؟ او که څوک داسى ووائى چه مخکنى خلک خو ځکه کافر شوه، چه هغوى له يوى خوا شرک کړىوو، اوله بله پلوهيىد قرآن کريم او د نبى ص تکذيب کړىوو، يعنى د شرک او تکذيب په مينځ کښىيىجمع والى کړىوو، او قيامتيىهم نه منه، نو بيا دهغه باب څه مطلب دى چه ټولو علماء ذکر کړى په هر مذهب کښى: (باب حکم المرتد)، چه دا هغه مسلمان دى چه د اسلام نهيىوروسته کفر کړى وى، او بيايىډير شيان ذکر کړى، چه په هر يو قسم يى مسلمان داسلام نه وځى، تر دى چه ډيرى وړى خبرى ييى خبرىيىذکر کړى، لکه ټوقى او مسخرى كول په ژبه باندى، لکه څرنگه چه الله تعالى فرمائى : ﱹ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐﮑﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﮘ ﱸ سورة التوبه٦٥ – ٦٦ ،
ترجمه :ووايه (اى محمده): اّيا پر الله، دهغه پر اّيتونو ا و د هغه پر پيغمبر باندې مو ټوقى كولى اوملنډې مو وهلې؟ پلمې (او عذرونه) مه كوئ، بېشكهوروسته له ايمان (راوړلو) څخه كافران شوى يئ.
نو هغه کسان چه الله تعالى د هغوى په کفر باندى صراحت وکړه، دوى د رسول الله ص سره د تبوک په غزا کښى ملگرىوو، دوى صرف يوه خبره کړى وه، چه دوى بيا وويل دا خو مونږ د ټوقو او ساعت تيرۍ په خاطر کړى وه، ليکن الله تعالى پرى د کفر حکم وکړه، پس څرنګه کيداى شى، چه يو انسان توحيد نه منى او هغه دى مسلمان وى.
او همدا راز هغه چه د بنى اسرائيلو نه سره د پوهى نقل شوى، چه د موسى ؛ نهيىطلب وکړه، چه زمونږ لپاره خداى جوړ کړه لکه څرنگه چه د دوى لپاره دى، او د بعضى صحابه وو هغه وينا چه دوى وويل زمونږ لپاره د (ذات انواط) په شان ونه وگرځوه لکه څرنگه چه د دوى لپاره ده، نو نبى ص قسم وکړه چه تاسو د بنى اسرائيلو په شان وينا وکړه، ﱹ ﭟ ﭠﭡ ﭢ ﭣ ﭤ ﭥ ﱸسورة الأعراف١٣٨ ،
ترجمه : زمونږ لپاره خداى وگرځوه لکه څرنگه چه د هغوى لپاره خدايان دى.
عبدالنبي : ليکن بنى اسرائيل او هغه کسان چه د نبى ص نهيىطلب کړىوو چه زمونږ لپاره (ذات انواط) ونه وگرځوه په دى خبره کافر نه شوه.
عبدالله :بنى اسرائيلو او هغى کسانو چه د نبى ص نهيىسوال کړىوو، هغوى دغه عمل نهوو کړى او که کړىيىوى نو بيا خو کافر کيدل، او هغه کسان چه رسول الله ص منع کړه که د پيغمبر ص تابعدارىيىنه وى کړى، اود (ذات انواط) ونهيىپه تعظيم سره نيولى وى نو دوى به کافر شوى وى.
عبدالنبي : ليکن زما سره بل اشکال او شبهه ده، چه هغه د اسامه رضى الله عنه واقعه ده، چه کلهيىهغه سړى قتل کړه چه (لا ٳله ٳلا الله) يى وويلى، او بيا رسول الله ص دا كار بد وگڼه او ويى فرمايل:«يَا أُسَامَةُ: أَقَتَلْتَهُ بَعْدَمَا قَالَ: لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ»؟بخارى.
اى اسامه!تا دا سړى قتل کړهوروسته د هغى نه چه لا ٳله ٳلا الله يى ويلى وه، او همدارنگه د رسول الله ص دا حديث مبارک: « أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَقُولُوا لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ»مسلم.
ماته حکم شوى چه زه د خلکو سره جنگ وکړم تر هغى پورى چه لا ٳله ٳلا الله و وائى، نو زه څرنگه ستا د وينا او په دى حديثونو کښى جمع وکړم، ما ته لار وښيه الله تعالى دى تاته هم سمه لار وښئى.
عبدالله :دا خبره هر چا ته معلومه ده چه رسول الله ص د يهوديانو سره په قتال او جنګ كى وو، او هغوىيىد غلامانو او وينځو په شکل بنديوان کول، سره د دى نه چه هغوى لا ٳله ٳلا الله ويل، او همدا راز صحابۀ کرامو بنو حنيفه قتلول، او دجنګ اعلانيىورته کړىوو، سره د دى نه چه هغوى د شهادت کلمه ويله، چه لا ٳله ٳلا الله محمد رسول الله ده، او لمونځونهيىکول، او اسلام تهيىدعوت هم ورکولو، او همدا راز حال د هغى کسانو هموو، چه حضرت على رضى الله عنه په اور باندى قتل کړه.
او ته دا اقرار کوى چه څوک د قيامت نه منکر شى، کافر شو او قتليږى به، اگر چه لا ٳله ٳلا الله وائى، او که څوک د اسلام د يو رکن نه انکار وکړى، نو کافر شو او قتليږى به، اگر که لا ٳله ٳلا الله وائى، نو بيا ولى دا کلمه هغه چا ته فايده نه کوى چه کله د فرعى مسايلو نه انکار وکړى، او چه کله د توحيد نه انکار وکړى چه هغه اساس او بنياد دى، او د انبياء عليهم السلام مشترک دين دى، نو بيا ورته فايده کوى؟ او شايد ته د دى احاديثو په مطلب پوهه شوى نه ئى.
­ د اسامه حديث: چه هغه يو داسى سړى قتل کړه چه داسلام دعوه يى کړى وه، د هغه دا خيالوو چه دغه سړى د ويرى او د مال د حفاظت په خاطر دا کلمه وويله، ليکن حکم دا دى چه کله څوک د اسلام اظهار وکړى، نوبيا د هغه د ضررنه ځان ساتل فرض او لازم دى، تر هغه پورى چه د دغى انسان نه د اسلام مخالفت معلوم شوى نه وى، او الله تعالى په دغه هکله دا آيت نازل کړى: ﱹﮤ ﮥﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬﱸسورة النساء ٩٤ ،
ترجمه : أى مؤمنانو کله چه د الله په لار کښى سفر کوئ نو ښه زير شئ او تحقيق کوئ. نو آيت دليل دى په دى خبره چه د دغسى انسان د ضرر نه به ځان ساتى، او لټون تلاش او تحقيق به کوى، که چيرتهوروسته بيا د دغى انسان نه د اسلام مخالف عمل ثابت شو، بيا به قتليږى، ځکه که چيرته په قتل نه رسيداى، نو بيا خو د الله له طرفه په تحقيق كولو د امر هيڅ ضرورت نهوو.
او همدا راز د نورو احاديثو معنى او مطلب هم دغه دى، چه کوم ذکر شوه، او دليل پرى د رسول اللهr دا حديث دى:« أَقَتَلْتَهُ بَعْدَ مَا قَالَ:لا إله إلا الله »، آيا تا قتل کړوروسته د هغى نه چه لا ٳله ٳلا الله يى و ويلى، او رسول الله r فرمائى :« أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَقُولُوا: لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ » ما ته په دى باندى حکم شوى، چه د خلکو سره جنگ وکړم تر هغى پورى چه لا ٳله ٳلا الله ووائى، او د خوارجو (باغيانو) په حق کښىيىفرمايلى دى:« أَيْنَمَا لَقِيْتُمُوْهُمْ فَاقتُلُوْهُمْ » بخارى. چه په کوم ځاى کښى ورسره مخامخ شوى نو قتليىکړئ، سره د دى نه چه هغوى په عبادت او ذکر کښى د ټولو نه زياتوو، تر دى چه صحابۀ کرامو به خپل ځانونو د هغوى په مقابل کښى حقير گڼل، او علميىد صحابه وو نه حاصل کړىوو، ليکن دغى کلمى ورته هيڅ فايده ونه کړه، او نه ورته ډيرو عبادتونو فايده وکړه، او نه ورته د اسلام دعوى فايده وکړه، او نه د قتل نه په دغى دعوى باندى بچ شوه، چه کله ترى د اسلام ضد او مخالف عمل صادر شو.
عبدالنبي : ته د رسول الله ص د دي حديث څه جواب کوى : چه خلک به په قيامت کى دآدم ؛ نه امداد وغواړى، بيا دنوح ؛ نه، بيا د ابراهيم ؛ نه، او بيا د موسى ؛ نه، او بيا د عيسى ؛ نه، او ټول به عذرونه پيش کړى، تر دى چه رسول الله ص ته به راشى، نو دا دليل دى چه بيله الله دبل چا نه امداد غوښتل شرک نه دى؟
عبدالله :ته د مسئلى په حقيقت باندى پوه شوى نه ئى، او په اشتباه کښى غورځيدلى ئى، ځکه چه د ژوندى انسان نه مدد غوښتل په داسى کار کښى چه قدرتيىپرى رسيږى مونږ د هغى نه انکار نه کوو، لکه څرنگه چه الله تعالى فرمائى : ﱹ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﱸسورة القصص١٥ ،
ترجمه : پس امداد وغوښته د ده نه هغى کس چه د ده د ډلى نهوو، په هغه کس باندى چه دښمنيىوو، او لکه څرنگه چه يو انسان په جنگ کښى د خپلو ملگرو نه په هغه څه کښى کومک غواړى، چه د مخلوق په طاقت کښى وى، ليکن مونږ خو د هغى استغاثى او امداد غوښتلو نه انکار کوو، چه خلکيىد قبرونو والاو نه غواړى، او يا د خلکو نه په داسى شيانو کښى غيبانه امداد غوښتل چه وسيىنه لرى، پس خلک به په قيامت کښى دانبياء عليهم السلام نه مدد غواړى، ليکن دا به ترى غواړى چه الله ته سوال وکړى چه حساب کتاب شروع کړى، او جنتيان د ميدان محشر دويرى نه په امان کښى شى، او دا کار پهدنيااو آخرت دواړو کښى جايز دى، چه يو نيک سړى چه ته ورسره کينى او خبره دى منى او ورته و وائى چه زمالپاره د الله تعالى نه دعا وغواړه لکه څرنگه چه د رسول اللهص ملگرو، د نبى ص نه د هغه په ژوند کښى دا مطالبه کوله، ليکن د وفات نهوروسته هيڅ کله صحابه وو د هغه نه دعا نه ده طلب کړى حاشا وکلا.
هغوى د نبى ص نه هيڅ کله د قبر په خواکښى دعا نه ده طلب کړى، بلکه سلفو صالحينو او د دين مخکنيو عالمانو په هغه انسان باندى رد کړى، چه د قبر په خوا کښى الله تعالى رابلى.
عبدالنبي : ستا د ابراهيم ؛ په واقعه کښى څه نظر دى، کله چه اور ته وغورځيده جبرائيل ؛ ورته په هوا کښى ښکاره شو، ورته وائى: آيا ته څه حاجت غواړى؟ نو هغه ورته جواب ورکوى، چه ستا نه هيڅ حاجت او کومک نه غواړم، که چيرته د جبرائيل ؛ نه امداد غوښتل او استغاثه شرک وى، نو جبرائيل ؛ به ابراهيم ؛ ته نه پيش کولى.
عبدالله :دا شبهه د مخکنۍ شبهى په شان ده، او دا قصه صحيح نه ده، او که چيرته صحيح هم شى، نو جبرائيل ؛ ورته په هغه څه کښى پيشنهاد وکړه، چه قدرتيىلره، ځکه د جبرائيل ؛ په حق کښى الله تعالى فرمائى : ﱹﭦﭧﭨﱸسورة النجم٥ ،
ترجمه : ښودلى دى ده ته (دا قران) سخت قوت والا. که چيرته ورته الله تعالى اجازت کړى وى، چه دا اور واخله مشرق او يا مغرب تهيىغوځار کړه، نو د هغى نه به هم عاجزه شوى نه وى، دا د يو ما لدار انسان مثال لرى، چه ډير مال ورسره وى، او يو محتاج سړى ته د قرض ور کولو پيشکش وکړى، چه خپل حاجت پرى پوره کړى، پس دغه محتاج سړى د ده قرض قبول نه کړى، او صبر وکړى تر دى چه الله تعالى ورته رزق ورکړى چه د هيڅ چا احسان پرى نه وى، پس آيا دا کارد هغى شرکى استغاثى او امداد غوښتلو په شان کيداى شى چه اوس يى خلک کوى؟
او په دى باندى هم پوه شه چه د مشرکانو شرک د موجوده وخلکو د شرک نه کم وو، د درى وجو نه:
اول: دا چه هغوى به د راحت او خوشحالۍ په وخت کښى د الله سره شرک کولو، او د مصيبت او د غم په وخت کښى بهيىخالص الله تعالى ته چغى او فرياد کوو، لکه څرنګه چه الله تعالى فرمائى: ﱹﭣ ﭤ ﭥ ﭦ ﭧ ﭨ ﭩ ﭪ ﭫ ﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﱸ سورة العنکبوت٦٥ ،
ترجمه : كله چي پر بيړۍ (كشتۍ) باندي سپاره شى په ( پوره ) اخلاص الله را بولي، خو كله چي ( الله ) دوى وژغوري او وچي ته يي ورسوي ناڅاپه ورته شريكان نيسي.
او الله تعالى فرمائى : ﱹﮑﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﮘ ﮙ ﮚ ﮛ ﮜ ﮝ ﮞ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧﱸسورة لقمان٣٢ ،
ترجمه : او كله چي دوى (دسمندر) يوه څپه لكه چترونو (يا وريځو) غوندي وپيچي (او پټ كړى) ( نو ) دوى الله رابولي او په پوره اخلاص سره دهغه عبادت كوي، خوهمدا چي دوى وچي ته وژغوري نو يوازي ددوى يوه برخه په سمي لاري پاتي كيږي او زمونږ نښاني درواغ نه بولي پرته له نا شكر كوونكي ژمني (وعده) ماتوونكي څخه.
نو هغه مشرکان چه رسول الله ص ورسره جهاد او قتال کړىوو، هغوى به د خوشحالۍ په وخت کښى الله او غير الله دواړه رابلل، او د مصيبت په وخت کښى بهيىصرف الله رابله، او زمونږ د زمانى مشرکان په سختى او خوشحالۍ دواړو کښى مخلوق رابلى، کله چه يو کس تنګ شى نود يا رسول الله او يا حسين چغى وهى. خو چيرته دى هغه كسان چه په دى مسٲله باندى په صحيح توگه پوه شى؟
دوهمه وجه: هغى زړو مشرکانو به د الله تعالى سره په رابللو کښى نيکان او د الله تعالى مقربين خلک شريکول، يا بهيىانبياء عليهم السلام رابلل، يا اولياء کرام، او يا ملايکى، او يا گټى او ونى، چه هغه هم د الله تابعدار مخلوق دى، د الله تعالى نافرمانى نه کوى، او د دى زمانى خلک د الله تعالى سره هغه کسان رابلى چه هغه اشد او سخت فاسقان وى، نو څوک چه په نيک انسان باندى او يا په ونو او گټو باندى داسى عقيده ساتى دا ډيره معمولى خبره ده، په نسبت دهغه چا ته چه فاسق فاجر باندى د الوهيت عقيده لرى.
دريمه وجه: دزړو مشرکانو شرک صرف په توحيد الوهيت کښىوو، او په توحيد ربوبيت کښى هغوى شرک نه کوو، ليکن موجوده مشرکين په توحيد الوهيت او ربوبيت دواړه کښى شرک کوى، دمثال په توگه کله وائى چه طبيعت په دى كائناتو کښى تصرف کوى.
زه په اخير کښى خپله وينا په يوه ضرورى خبره او مسٲله باندى ختموم، هغه دا چه په دى کښى هيڅ خلاف نشته چه توحيد بايد د زړه په اعتقاد سره وى او د ژبى په وينا سره وى، اود اندامونو په عمل سره، که په دى کښى يو کم شى نو بيا دغه سړى مسلمان نه شى کيداى، که چيرته توحيد وپيژنى او عمل پرى ونه کړى نو هغه ضدى کافر دى، لکه فرعون، او ابليس، او په دى مسئله کښى ډير خلک خطا کيږى، او وائى: دا خبره خو حقه ده ليکن مونږ پرى قدرت نه لرو، او زمونږ په ملک کښى د هغى کول جايز نه دى، بلکه د ټولو خلکو موافقت په کار دى، چه د شر نهيىبچ شوه، ليکن دغه مسکين بيچاره ته پته نشته، چه اکثر د کفر مشران او امامان، حق پيژنى ليکن د يو عذر د وجى نهيىپريږدى، لکه څرنگه چه الله تعالى فرمائى ﱹﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﱸ سورة التوبه٩ ،
ترجمه : دوى دالله داّيتونو په بدل كښي ډيره لږه بيه واخيستله او (ډير خلك يې) دهغه له ليارې څخه منع كړي دي، بيشكه چي هغه څه چي دوى كوى بد دى.
او که چيرته ظاهرا توحيد عملى کوى ليکن پوهيږى پرى نه، او عقيده پرى نه ساتى نو دغه انسان بيا منافق دى، دغه بيا د خالص کافر نه ډير نا کاره دى، لکه څرنگه چه الله تعالى فرمائى : ﱹﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘﱸسورة النساء١٤٥ ،
ترجمه : يقينا منافقين به په لاندى طبقه د اور کښى دى.
او دا مسئله به تا ته په هغى وخت کښى ښکاره شى، کله چه ته د خلکو په خبرو کښى سوچ او فکر وکړى، پس څه خلک داسى دى چه حق پيژنى ليکن د دنيا د حرص دوجى نه پرى عمل نه کوى، لکه قارون، او يا د منصب د وجى نه لکه هامان، او يا د بادشاهۍ د وجى نه لکه فرعون، او يو شمير خلک داسى دى چه په ظاهرکښى پرى عمل کوى، ليکن په پټه پرى عمل نه کوى لکه منافقين، کله چه ترى تپوس وکړى چه ته په زړه کښى څه عقيده لرى، نو معلومات ورته نه وى.
ليکن د دى دوه وو آياتونو په مطلب باندى ځان ښه پوه کړه:
­اولنى آيات: ﱹﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﮘ ﱸسورة التوبه٦٦ ،
ترجمه :پلمې (او عذرونه) مه كوئ، بېشكهوروسته له ايمان (راوړلو) څخه كافران شوى يئ.
کله چه تا ته دا خبره معلومه شوه، چه بعضى هغه کسان چه د رسول اللهr په ملگرتوب کښى د روميانو غزا ته تللىوو، د يوى خبرى په سبب کافران شول چه هغهيىهم د ټوقو او ساعت تيرۍ په شکل کړى وه، نو هغه کسان چه ددنياد حرص د وجى نه او ياد منصب د وجى نه، او يا د چا د لحاظ د دوجى نه، د کفر خبرى کوى او يا پرى عمل کوى، دا د هغه چا نه په کفر کښى ډير لوى دى، چه په ټوقو او ساعت تيرۍ سره د کفر خبرى کوى. ځکه چه مسخرى کونکى غالبا په زړه کښى هغه عقيده نه لرى چه کوم څه د خلکو خندولو لپاره په خوله باندى وائى، او هغه کسان چه د کفر خبرى کوى او يا پرى د خلکو د ويرى او د طمع په خاطر عمل کوى، نو دشيطان وعده يى په ځاى کړه لکه څرنګه چه الله تعالى فرمائى : ﱹﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﱸسورة البقرة ٢٦٨ ،
ترجمه : شيطان تاسي ته د فقر او خوارى وعده دركوي او په ناوړو كارونو (او بى حيائى) درته امر كوي.
او همدا راز د هغه ويرول (او وعيد) يى په ځاى كړ الله فرمائى : ﱹﭢ ﭣ ﭤ ﭥ ﭦﱸ سورة العمران ١٧٥ ،
ترجمه :بيشكه دا شيطان دى چي تاسو د خپل ملگرو څخه ويروي.
او دغى انسان د الله تعالى د وعدى تصديق ونه کړ الله تعالى فرمائى : ﱹﯚ ﯛﯜ ﯝ ﯞ ﯟﱸ سورة البقرة ٢٦٨ ،
ترجمه :او الله تاسې ته د خپلې بخښنې او فضل وعده كوي.
او د الله تعالى د ويرولو (وعيد) خيال يى ونه ساتى، الله تعالى فرمائى :ﱹﭧﭨ ﭩ ﭪ ﭫ ﭬﱸسورة العمران ١٧٥ ،
ترجمه :نو ددوى څخه مه ويريږئ او زما څخه وويريږئ كه ايمان لرئ.
ايا د چا چه دا حال وى نو هغه د الله تعالى د دوستى حقدار دى او که د شيطان؟
­دوهم آيت: الله تعالى فرمائى : ﱹﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﱸ سورة النحل١٠٦ ،
ترجمه : هر څوك چې دخپل ايمان راوړلو څخهوروسته كافر شو ( د خداى غضب ورباندې دى ) مگر هغه څوك چې زورپرې وكړ شو خو زړه يې په ايمان باندى مطمئن وو، خو هغه څوك چې سينه يې كفر ته پرانيسته، نو پردوى باندې د الله غضب دى او دوى ته لوى عذاب شته.
پس الله تعالى په دى کسانو کښى هيڅ څوک معذوره نه دى گڼلى، مگر هغه څوک چه مجبوره کړى شى، او زړهيىپه ايمان باندى مطمئن وى، او نور ټول هغه کسان چه د ويرى د وجى نه کفر کوى، يا د طمع او ﻻلچ د وجى نه کفر کوى، او يا د ملک وطن قبيلى او مال د وجى نه کفر کوى، او يا د ټوقى په خاطر کفر کوى، نو الله تعالى د دوى عذرونه نه قبلوى، او آيت په دى باندى هم دلالت کوى، چه اکراه او زور (زبردستى) صرف د انسان په عمل او وينا کښى راتلاى شى، او د زړه په عقيده کښى اکراه او زبر دستى نه شى راتلاى، او الله تعالى فرمائى : ﱹ ﮖﮗﮘﮙﮚ ﮛ ﮜ ﮝ ﮞ ﮟ ﮠﮡﮢ ﱸسورة النحل ١٠٧ ،
ترجمه : دغه ( عذاب ) له دې كبله دى چې دوى د دنيا ژوند په اّخرت باندې غوره كړى دى، او بيشكه خداى كافرانو خلكو ته لياره نه ښيي.
نو دا خبره واضحه شوه چه عذاب د دوى د عقيدى په وجه نهوو، او نه د جهالت او د دين نه د نفرت په وجهۤ، بلکه سبب د عذاب ددنيادمحبت دوجى وو چه دوى په آخرت باندى هغى ته ترجيح ورکړى وه.
آيا د دي ټولو خبرو نهوروسته دا وخت اوس نه دى را رسيدلى چه ته الله ته راوگرځى، او هغه عقيده پريږدى چه ته پرى مبتلا شوى يى، ځکه چه خبره ډيره خطر ناکه ده لکه چه تا واوريده، او دا ډيره مهمه او عظيمه مسئله ده.
عبدالنبي : زه د الله تعالى نه بخشش او معافى غواړم، او الله ته راگرځم، او گواهى کوم، چه د عبادت حقدار صرف الله تعالى دى، او محمد ص د الله پيغمبر دى، او زه په ټولو هغى باطلو معبودانو باندى كافر كيږم چه ما يى عبادت او بندگى کوله، او د الله نه خواست کوم چه ما په هغى کښى معذوره وگڼى، او معافى راته وکړى، او د رحمت مغفرت او لطف معامله راسره وکړى، او ما په توحيد او صحيح عقيده باندى ثابت قدمه کړى، او الله تعالى دى تا له په نصيحت باندى اجر د رکړى، ځکه چه دين نصيحت دى، او الله دى په دى هم اجر درکړى چه په هغه منکراتو او غلطو عقايدو دى رد وکړه، چه په کوم باندى زه اخته شوى وم، که چيرته په دغه حالت کښى زه د الله تعالى سره مخامخ شوى وى، نو کامياب شوى به نه وى، هغه دا چه زما نوم عبد النبىوو، اوس زيرى درکوم چه خپل نوم مى په عبد الرحمن باندى بدل کړه.
ليکن اوس زه دا هيله لرم چه ماته بعضى هغه شيان بيان کړى چه خلک پکښى زيات غلطيږى.
عبدالله :صحيح ده، غوږ راته کيږده.
­ د قرآن او سنت په هكله چه كله اختلاف راشى، نو ستا شعار او تگلاره بايد دا نه وى چه پهاختلافى مسائلو پسى لاړ شى، او د فتنى او د غلط تاويل په لټه كى شى، بلكه ته بايد د رشتينو عالمانو شعار او تگلاره ځانه اختيار كړى، هغه کسان چه په متشابه مسائلو کښى فرمائى : ﱹﯞﯟﯠﯡﯢﯣﯤﱸ، مونږ په دى باندى ايمان لرو دا ټول زمونږ د رب له طرفه دى، او په اختلافى شيانو کښى د رسول الله ص په دى حديث باندى عمل کوى:« دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لا يَرِيبُكَ » أحمد والترمذي،
ترجمه : هغه څه پريږده چه په تا په شک کښى غورځوى، او په هغه څه عمل وكړه چه ته پكښى شك نلرى، او په د ى حديث باندى عمل وکړه: « فَمَنِ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ اسْتَبْرَأَ لِدِينِهِ وَعِرْضِهِ، وَمَنْ وَقَعَ فِي الشُّبُهَاتِ وَقَعَ فِي الْحَرَامِ » متفق عليه
ترجمه : څوک چه د شبهاتو او شكمنو شيانو نه ځان وساتى نو ده خپل دين او عزت پاک او خوندى وساته، او څوک چه په شبهو کښى واقع شى، نو هغه په حرامو كى واقع شو. او د رسول الله ص په دى حديث چه فرمائى : « وَالإثْمُ مَا حَاكَ فِي صَدْرِكَ وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ » مسلم.
ترجمه : گناه هغه ده چه ستا زړه يى بده گڼى، او نه غواړى چه خلک پرى خبر شى. مسلم روايت کوى. او د رسول الله ص په دى حديث چه فرمائى :« اسْتَفْتِ قَلْبَكَ وَاسْتَفْتِ نَفْسَكَ ـ ثَلاثَ مَرَّاتٍ ـ الْبِرُّ مَا اطْمَأَنَّتْ إِلَيْهِ النَّفْسُ وَالإثْمُ مَا حَاكَ فِي النَّفْسِ وَتَرَدَّدَ فِي الصَّدْرِ وَإِنْ أَفْتَاكَ النَّاسُ وَأَفْتَوْكَ»أحمد.
د خپل زړه او ځان نه تپوس وکړه (درى ځلىيىدا وفرمائل)نيکى هغه ده چه زړه پرى مطمئن کيږى او ګناه هغه ده چه زړه ورته مطمئن نه وى، او دهغى په هكله دځان سره شك ولرى، اګر که خلک درله د هغى په حلال والى فتوى هم درکړى.
­ د خواهشاتو د تابعدارۍ نه ځان وساته ځکه چه الله تعالى ترينه بندگان ويرولى دى، لکه څرنگه چه الله فرمائى : ﱹﯮﯯﯰﯱﯲ ﱸسورة الفرقان٤٣ ،
ترجمه : اّيا هغه څوك دې وليد، چې د خپل نفس هوس يې خپل معبود جوړ كړ؟
­ د خلکو او د هغوى د رايو او نظرياتو د تعصب نه ځان وساته، او د مشرانو د غلطو عقيدو او رسمونو د تعصب او تابعدارى نه هم ځان وساته، ځکه چه دغه تعصب انسان د حق نه گرځوى، او حق د مؤمن لپاره د ورک شوى څيز مثال لرى هر ځاى کښى چهيىپيدا کړى نو هغهيىډير حقدار دى، الله تعالى فرمائى :ﱹﭑ ﭒ ﭓ ﭔ ﭕ ﭖ ﭗ ﭘ ﭙ ﭚ ﭛ ﭜ ﭝ ﭞ ﭟ ﭠ ﭡ ﭢ ﭣ ﭤ ﭥ ﭦ ﭧﱸسورة البقرة١٧٠ ،
ترجمه :او كله چي مشركانو ته وويل شي د هغه حكم پيروى وكړئ چي الله نازل كړى دى دوى وايي: نه، بلكه مونږ به د هغه څه پيروي كوو چي خپل پلرونه مونږ په هغه باندي موندلي دي، اّيا كه څه هم ددوى پلرونه په څه نه پوهيدل او سمه لاره يي نه وه موندلي؟
­ د کفارو سره مشابهت مه کوه، ځکه چه دغه کار د ټولو مصيبتونو سر دى، لکه چه رسول الله ص فرمائى : « مَنْ تَشَبَّهَ بقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ » أبو داود.
ترجمه : څوک چه د کوم قوم سره ځان مشابه کوى نو هغه د هغه قوم د جملى نه دى، ابو داود روايت کوى.
­ په مخلوق او غير الله باندى توکل او پروسه مه کوه، ځکه چه الله تعالى فرمائى : ﱹﮧ ﮨ ﮩﮪﮫﮬﮭﱸسورة الطلاق٣ ،
ترجمه : څوک چه په الله باندى توکل وكړى نو الله ورله ښه پوره دى.
­ د الله په نافرمانۍ او معصيت کښى د مخلوق تابعدارى مه کوه، ځکه چه دالله په معصيت کښى د مخلوق تابعدارى شرک دى، لکه څرنګه چه رسول الله ص فرمائى : « لاَ طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ الخَالِقْ »الترمذي.
ترجمه : د مخلوق داطاعت له وجي دخالق گناه كول روا ندى.
­ په الله تعالى باندى غلط گمان مه کوه، ځکه چه الله تعالى په حديث قدسى کښى فرمائى : « أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي » متفق عليه.
ترجمه : زه دبنده دگمان په وړاندى يم.
­ د مصيبت د دفع کولو او يا د لرى کولو په خاطر، کړۍ او بندونه په غاړه کښى مه اچوه.
­ د نظر د دفع کولو په خاطر تعويذونه په غاړه کښى مه اچوه، ځکه چه دغه کار شرک دى، لکه څرنګه چه رسول الله ص فرمائى : « مَنْ تَعَلَّقَ شَيْئًا وُكِلَ إِلَيْهِ » الترمذي. چا چه تعويذ يا بل څيز په غاړه کښى واچوه نو هغى ته به وسپارلى شى، امام احمد او ترمذى روايت کوى.
­ دکاڼو ونو او د زړو اثارو او د نورو اباديو د تبرک نه ځان وساته، ځکه چه دا شرک دى.
­ دبد پالۍ نيولو اود شومتيا د عقيدى نه ځان وساته، ځکه چه دا شرک دى، عبدالله بن مسعود رضى الله عنه فرمائى :« الطِّيَرَةُ شِرْكٌ، الطِّيَرَةُ شِرْكٌ » ثَلاثًا. أحمد وأبوداود.
ترجمه : شومتيا او بد فالى نيول شرک دى، درى ځلىيىوفرمايل امام احمد او ابو داود روايت کوى.
­ د هغو نجوميانو تصديق مه کوه چه دعلم غيب، او دخلکو د خوشحالۍ او شومتيا (سپيره والى) د علم دعوه کوى، په دى خبرو کښى د دوى تصديق کول شرک دى، ځکه چه په غيبو باندى په غير د الله تعالى نه هيڅوک نه پوهيږى.
­ د باران نسبت ستورو او موسمى فصلونو ته مه کوه، ځکه دا کار شرک دى، بلکه د باران نسبت صرف الله ته په کار دى.
­ په غير الله يعنى مخلوق باندى قسمونه مه کوه، اگر چه ډير لوى شان والا هم وى، لکه په پيغمبرانو يا په امانت، اويا په عزت او عهد باندى قسم کول، ځکه چه دا شرک دى، لکه څرنگه چه په حديث کښى راغلى:« مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللَّهِ فَقَدْ كَفَرَ أَوْ أَشْرَكَ » أحمد وأبو داود.
ترجمه : چا چه بيله الله نه په بل چا يعنى مخلوق باندى قسم وکړه نو هغه كافر شو، او يا مشرك شو، امام احمد او ابو داود روايت کوى.
­ زماني هواگانو، لمر، گرمۍ او يخنۍ ته کنځلى مه کوه، ځکه چه دا په حقيقت کښى الله تعالى ته کنځلى دى.
­ چه کله درته تکليف ورسيده نو د (كه چيرى يا كاشكى) كلمه مه وايه، ځکه چه هغه د شيطان وسوسو او عمل ته دروازه خلاصوى، او همدارنگه دا د الله تعالى په تقدير باندى اعتراض دى، ليکن د مصيبت په وخت کښى داسى وايه: (قدر الله وما شاء فعل)، يعنى الله تعالى د دى فيصله کړى وه او الله تعالى چه څه وغواړى هغه کوى.
­ او داسى مه وايه چه (په الله دى سلام وى) ځکه چه الله تعالى په خپله سلام دى.
­ او په قبرونو باندى جماتونه مه جوړوه، ځکه په هغه جمات کښى چه قبر په کښى وي لمونځ کول جايز نه دى، په بخاري او مسلم کښى حديث دى چه عائشه رضى الله تعالى عنها فرمائى : چه رسول الله ص د ځكندن په سخته مرحله کښى وفرمايل:« لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى اتَّخَذُوا قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ مَسَاجِدَ يُحَذِّرُ مَا صَنَعُوا ».
د الله لعنت دى وى په يهودو او عيسايانو باندى، ځکه چه د خپلو پيغمبرانو په قبرونو بهيىجماتونه جوړول، او پدى وينا سره رسول الله ص خپل امت د هغى کارونو نه ويروى چه يهوديانو به کول. او عائشة رضى الله عنها فرمائى : که د رسول الله ص دغه وينا نه وى نو خلکو به د هغه قبر ښکاره کړى او اوچت كړى وى. متفق عليه، او همدا راز رسول الله صفرمائى : « إِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ كَانُوْا يَتْخِذُوِنَ قُبُوْرَ أَنْبيَائِهِمْ وَصَالِحِيْهِمْ مَسَاجِدَ، فَلا تَتَّخِذُوْا القُبُوْرِ مَسَاجِدَ فِإنِّيْ أَنْهَاكُمْ عَنْ ذَلِكْ » أخرجه أبوعوانة. يقينا هغه کسان چه ستاسى نه مخکىوو هغوى به د خپلو پيغمبرانو اود نيکانو خلکو په قبرونو باندى جماتونه جوړول، نو تاسى په قبرونو باندى جماتونه مه جوړوۍ يقينا زه تاسو د دغى کار نه منع کوم. ابو عوانه روايت کوى.
­ د هغى موضوعى او دروغو رواياتو او احاديثو تصديق مه کوه چه دروغجنو خلکو رسول الله ص ته منسوب کړى، او خلك دى ته رابلى چه رسول الله r يا د نورو نيکانو خلکو په ذات باندى وسيله ونيسى، ځکه چه دغه روايات او احاديث باطل موضوعى او دروغ دى، بعضى د هغى نه په لاندى ډول دى:
١) « توسلوا بجاهي، فإن جاهي عند الله عظيم» زما په جاه او مرتبه باندى وسيله ونيسۍ ځکه چه زما شان او مرتبه د الله په نزد ډيره لويه ده.
٢)« إذا أعيتكم الأمور فعليكم بأهل القبور »، کله چه ستاسو كارونه بند شى، نو تاسى د قبرونو والاؤ نه مدد وغواړى .
٣) « إن الله يوكل ملكًا على قبر كل وليّ يقضي حوائج الناس »، يقينا الله تعالى د هر ولى په قبرباندى پرشته مقرر کړى چه د خلکو حاجتونه پوره کوى.
٤) « لو أحسن أحدكم ظنه بحجر نفعه »، که چيرته يو انسان په کمر يا تيگه باندى هم ښه گمان وکړى نو فايده به ورته ورکړى . (نو دا ټول باطل، موضوعى او دروغجن روايتونه دى ځان ترى وساتئ).
­ د هغى بدعى اجتماعګانو او محفلونو نه ځان وساته، چه خلکو ورته د دينى مناسبتونو لقب ورکړى دى، لکه د رسول الله ص د ميلاد، او يا د اسراء او معراج په نوم، او يا د شب برات په نوم، غوڼډىجوړول، ځکه چه دا په دين کښى بدعت او نوى پيداشوى کارونه دى، او د رسول الله ص نه پرى هيڅ دليل نشته، او نه صحابۀ کرامو دغه عمل کړى چه د نبى صسرهيىمينه او محبت زمونږ نه ډير زياتوو، او په نيکو عملونو باندى زمونږ نه ډير زيات حرص ناکوو، او که چيرته په دغى عمل کښى ثواب وى، نو هغوى به ورته زمونږ نه مخکى پرى عمل کړى وى.