المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : د مسلمان په ژوند کی مهم سوالونه(بشتو) ترجمة الشيخ أبي الطيب محمد نعيم


أبو زكريا
_31 _May _2013هـ الموافق 31-05-2013م, 11:35 PM
د مسلمان د ژوند په ارتباط


مهم او ضرورى سوالونه

مسلمان به د کوم ځاى نه عقيده اخلى؟دالله تعالى د کتاب او د رسولص د صحيح احاديثو نه، هغه نبى ص چه د خپلو خواهشاتو نه خبرى نه کوى لكه څرنگ چى الله تعالى فرمايى: ﱹ ﭠ ﭡ ﭢ ﭣ ﭤ ﱸسورة النجم ٤ ،ترجمه: نه دى خبرى د هغى مگر وحى چه ورته كيږى، او دابه د صحابۀ کرامو او د نورو سلفو صالحينو د فهم او پوهى موافق وى.

٢کله چه زمونږ په يو څيز کښى اختلاف پيدا شى نو کوم شى ته به رجوع کوو؟سپيڅلى شريعت ته به رجوع کوو، او د اختلاف په وخت کى به په قرآن او حديث باندى فيصله کوو، لکه څرنګه چه الله تعالى فرمائى :ﱹﰀﰁ ﰂ ﰃ ﰄ ﰅ ﰆ ﰇﱸسورة النساء ١٥٩ ،ترجمه : که چيرته اختلاف پيدا شى ستاسو په يو څيز کى، نو الله تعالى او پيغمبرص تهيىواپس کړئ، اورسول اللهص فرمائى : « تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا: كِتَابَ اللَّهِ، وَسُنَّةَ نَبِيِّهِ »الموطا.. په تاسو کښى ما دوه شيان پريښى دى چيرته به تاسو ګمراه نه شئ که تاسو په هغى باندي منګولى ولګولى، يو د الله تعالى کتاب دى او بل د هغه د نبىص سنت دى.
٣په قيامت کښى به کومه ډله د نجات او فلاح حقداره وى؟ رسول اللهص فرمايلى: « وَتَفْتَرِقُ أُمَّتِي عَلَىثَلاثٍ وَسَبْعِينَ مِلَّةً كُلُّهُمْ فِي النَّارِ إِلا مِلَّةً وَاحِدَةً.قَالُوا: وَمَنْ هِيَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ:مَا أَنَا عَلَيْهِ وَأَصْحَابِي »الترمذي. ترجمه : زما ٲمت به په درى اويا ډلو باندى تقسميږى، ټولى به په اور کښى وى مگر يوه ډله، صحابه وو عرض وکړ: چه دا به کومه ډله وى يا رسول الله؟ نو رسول الله ص وفرمايل: دا هغه ډله ده چه په هغى مسلک او منهج باندى روانه وى، کوم باندى چه زه او زما صحابۀ کرام دى. امام احمد او ترمذى روايت كړيدى.
نو حق مسلک هغه دى چه رسول اللهص او د هغه صحابۀ کرام پرى روان وو، که ته نجات غواړى او د الله تعالى په دربار کښى د خپل عمل د قبليدو اميد لرى، نو د هغوى تابعدارى وکړه، او د بدعتونو نه ځان محفوظ وساته.
٤ د نيک عمل د قبليدو شرطونه کوم دى؟ ١) په الله تعالى باندى ايمان راوړل، او وحدانيتيىمنل ځکه چه د مشرک عمل الله تعالى نه قبلوى. ٢) اخلاص: چه عمل خالص د الله تعالى لپاره وى. ٣) د رسول اللهص تابعدارى، چه د هغه د شريعت موافق وى، پس د الله تعالى عبادت او بندګى به په هغه طريقه باندى کيدلى شى، چه هغه روا او مشروع کړى ده، او که په دى کښى يو شرط هم کم شى نو بيا عمل مردود او برباد دى.
الله تعالى فرمائى : ﱹﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﭷ ﭸ ﭹ ﭺﱸسورة الفرقان ٢٣ ،ترجمه: او قصد کړى دى مونږ هغه عمل ته چه دوى کړى دى پس وبه ګرځوو هغى دوړه خوره (الوځولى شوى).
٥ د اسلام ددين څو مرتبى دى؟درى مرتبى دى، اسلام، ﺇيمان، او احسان .

٦ اسلام څه ته وائى، اوڅو بناگانى لرى؟ اسلام د الله د توحيد منل، او هغى ته په اطاعت سره عاجزى او انقياد کول، او د شرک او مشرکانو نه بيزاره کيدلو ته وايى.
او بناګانىيىپنځه دى چه د رسول اللهص پدى حديث کښى ذکر شوى دى: «بُنِيَ الإسْلامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لا إِلَهَ إلا الله وَأَنَّ محمدًا رَسُولُ اللهِ، وَإِقَامِ الصَّلاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ »متفق عليه.ترجمه: اسلام د پنځو شيانو نه جوړ شوى دى: دا ګواهى کول چه بغير د يو الله تعالى بل څوك دعبادت حقدار او وړ نشته، او محمد ص د الله استازى دى، د لمانځه پابندى کول، زکات ورکول، د بيت الله شريفي حج کول، اود رمضان د مياشتى روژه نيول.
٧ايمان څه ته وا‌ئى، فرضونه او ارکان يى څو دى؟ايمان اقرار دى په ژبه، تصديق دى په زړه کښى، او عمل دى په اندامونو باندى، چه په نيک عمل سره زياتيږى، او په گناه او معصيت سره کميږى، الله تعالى فرمائى : ﱹ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﱸ ترجمه : ترڅو چه له خپل ايمان سره يي ( نور ) ايمان زيات شى ، او رسول اللهص فرمائى: « الإيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ شُعْبَةً، أَعْلاهَا قُوْلُ لا إِلَهَ إِلا اللهُ وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الأَذَى عَنِ الطَّريِْقِ وَالحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإيمَانِ »مسلم ترجمه : ايمان څه د پاسه اويا څانگى او شعبى لرى، چه اوچتهيىکلمه طيبه ده او ټيټهيىد لارى نه ضررى شى لرى کول دى، حيا هم د ايمان يوه څانگه ده. امام مسلم روايت کړيدى.
لکه څرنګه چه يو مسلمان په خپل نفس کښى، د نيکو عملونو د موسم نهوروسته، د عبادت او نيکو عملونو سره، په قوت او نشاط سره مينه او شوق محسوسوى، او د ګناهونو نهوروسته سستى او ټنبلى محسوسوى، او دا د ايمان د زيادت او کمى له امله وى، الله تعالى فرمائى: ﱹﮩﮪﮫﮬﮭﮮﮯﮰﮱ ﯓ ﯔ ﯕﱸسورة هود ١١٤ ، ترجمه : مونځد ورځى په دواړو خواو كښىاو د شپىپه ځينو ساعتونو كښىاداءكړه، بيشكه چه نيككارونهبد كارونهله منځه وړي.
او ايمان شپږ فرضونه او ارکان لري: کوم چه د رسول اللهصپه دى مبارک حديث کښى ذکر شوى چه جبرائيل؛ تهيىجواب ورکولو:« أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ، وَمَلائِكَتِهِ، وَكُتُبهِ، وَرُسُلِهِ، واليوْم الآخر، والْقَدَرِ خَيْره وَشَرِّهِ »البخاري.ترجمه : چه ته ايمان ولرى په الله تعالى باندى، د هغى په ملايکو، او کتابونو باندى، او د الله تعالى په پيغمبرانو باندى، او ايمان ولرى په دوباره ژوند، او په تقدير د شر او خير باندى. ، او په بعضو رواياتوکښى ورسره ملاقات د الله تعالى هم ذکر شوى.
٨د (لاﺇله ﺇلا الله) څه معنى ده؟ د غير الله نه د عبادت نفى کول، او يواځى الله تعالى لره د هغى ثابتول.
٩ آيا الله تعالى زمونږ سره دى؟هو، الله تعالى د علم، حفاظت، او احاطى په اعتبار زمونږ سره دى، ليکن د ذات په اعتبار الله تعالى دعرش دپاسه دى، او هيڅ مخلوق په هغه باندى احاطه نه شى کولى، او ذات د الله تعالى د مخلوق د ذات سره هيڅ قسم اختلاط نه لرى او د نزديکت سره سره هغه اوچت دى، او د اوچتوالى سره سره هغه نږدى دى ( ليکن په اعتبار د علم او قدرت سره)..
١٠ آيا الله تعالى په سترګو ليدلى کيږى؟ټول امت په دى متفق دى، چه په دنيا کښى څوک الله تعالى ليدلى نه شى، ليکن اهل سنت وجماعت په دى متفق دى، چه مؤمنان به په محشر او جنت کښى د الله تعالى ملاقات کوى، لکه څرنګه چه الله تعالى فرمائى : ﱹﭙ ﭚ ﭛ ﭜﭝ ﭞ ﭟﱸسورة القيامة (٢٢- ٢٣) ترجمه : ځنى مخونه به په دغى ورځ تر او تازه وى، او خپل رب ته بهکتونکى وى.
١١ د الله تعالى د نومونو او صفتونو د پيژندلو فائده څه ده؟ اولنى فرضى حکم چه الله تعالى په خپلو بندګانو باندى فرض کړى دى هغه دالله تعالى معرفت دى، کله چه خلک الله تعالى وپيژنى نو بيا به ورله صحيح عبادت وکړى، الله تعالى فرمائى : ﱹﰊ ﰋ ﰌ ﰍ ﰎ ﰏ ﰐ ﰑ ﱸسورة محمد 19 ،ترجمه :نو پوه شه چه بيشكه له الله څخه پرته بل برحق معبود نشته او له خپلى گناه څخه بخښنه وغواړه.
نو په پراخه نعمت باندى د الله تعالى ستاينه کول سبب د اميد دى، او په سخت عذاب سرهيىستايل سبب د خوف او ويرى دى، او دنعمت وركول خاص الله لره گرځول دشكر سبب ګرځى.
د الله تعالى په نومونو او صفتونو باندى د عبادت مقصد:د هغى په نومونو او صفتونو باندى علم راوستل دى، او په معنى باندىيىپوهيدل او عمل کول دى، نو د الله تعالى ځنى نومونه او صفتونه داسى دى چه کوم بنده ګان پرى وستايلى شى نو هغه د ستاينى وړ وى لکه صفت د علم، رحمت، او عدل، او څه داسى دى چه په هغى باندى د بنده ستايل عيب او ګناه ده لکه صفت د الوهيت، جبروت، او تکبر، او د بنده لپاره هم داسى صفتونه شته چه هغه ورسره مناسب او لايق دى او په هغى باندى ورته امر شوى لکه صفت د بندگى (عبديت)، فقر، حاجت، ذلت، او سؤال کول، ليکن په دغى صفتونو باندى الله تعالى موصوفول ناروا دى.او الله تعالى ته بهترين بندګان هغه دى چه هغه صفتونو سمبال وى چه د الله تعالى خوښ وى،
او بد ترين بندګان ورته هغه دى چه داسى صفتونه ولرى چه د الله تعالى خوښ نه وى.

12 دالله تعالى اسماء الحسنى کوم دى ؟ الله تعالىy فرمائى : ﱹﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﭷﱸاو د الله تعالى لپاره ښايسته نومونه دى نو په هغى باندىيىراوبلۍ. او رسول ص فرمائى: « إِنَّ لِلَّهِ تِسْعَةً وَتِسْعِينَ اسْمًا مِائَةٌ إلا وَاحِدًا مَنْ أَحْصَاهَا دَخَلَ الْجَنَّةَ »متفق عليه. يقينا د الله تعالى لپاره يوکم سل (٩٩) نومونه دى چا چه زده کړه (او عمليىپرى وکړ) نو جنت ته به داخل شى.
او دإحصامعنى :1)د هغى الفاظ زده کول او شميرل ئى 2)د هغى په معنى او مراد باندىځان پوهه کول او بيا پرى ايمان راوړل ، نو کله چه (ç) نوم ذکر کړى نو خپل ټول کارونه بايد الله ته وسپارى ځکه چه ټول کارونه د الله د حکمت موافق کيږى، او کله چه ( ﯖ) ذکر کړى نو هغه په خپل ذهن کښى دا راولى چه الله تعالى د هر عيب او نقصان نه پاک دى.
3)په هغى باندى د الله تعالى رابلل او هغه بيا په دوه قسمه دى :
أ)د ستاينى او عبادت په طور دعا.
ب)دسؤال او د غوختلو په طور دعا. او که څوک په غور سره په قرآن کريم او په صحيح احاديثو کښى نظر وکړى نو کولى شى چه د دغى نومونو شمير ترى معلوم کړى، چه هغه په لاندى ډول دي: