المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : أسماء الله الحسنى ومعانيها بلغة الـ(بشتو) ترجمة الشيخ أبي الطيب محمد نعيم


أبو زكريا
_31 _May _2013هـ الموافق 31-05-2013م, 10:55 PM
،
په خپل ټولو مخلوقاتو باندى د عبادت حقدار دى ، او هغه داسى معبود دى چه صرف هغى ته عاجزى سجده او رکوع کيداى شى ، او صرف هغى ته ټول عبادتونه کيداى شى .
الرَحْمَنُ
دا هغه نوم دى چه د الله تعالى په پراخه رحمت باندى دلالت کوى او دا چه رحمت ئى ټولو بندګانو ته شامل دى او دا نوم په الله تعالى پورى خاص دى او په مخلوق باندى د دى اطلاق جايز نه دى .
الرَحِيمُ
په مؤمنانو باندى په دنيا او اخرت کى مهربانه دى او بخونکى دى ، زکه چه هغوى ته ئى په دنيا کى دخپل عبادت ښوونه کړى ده ، او په اخرت کى به پرى د جنتونو مهربانى وکړى .
العَفُوُّ
هغه ذات چه ګناهونه محوه کوى او تيريږى ترى او بنده ته پرى عذاب نه ورکوى اګر که هغه د عذاب مستحق هم وى.
الغَفُورُ
هغه ذات چه د بنده په ګناه باندى پرده اچوى او نه يى رسوا کوى او عذاب ورله نه ورکوى .

الغَفَّارُ
دا يو نوم دى چه د الله تعالى په ډير مغفرت باندى دلالت کوى خپل ګناهګار بنده چه استغفار غواړى .
الرّءوفُ
د رافت نه اخستل شوى دى نهايت زيات رحمت ته ويلى کيږى ، چه په دونيا کښى ټولو مخلوقاتو ته شامل دى او په اخرت کښى د ځنو لپاره چه هغه مؤمنان دى.
الحَلِيمُ
هغى ذات ته وائى چه چه په عذاب ورکولو کښى تلوار نه کوى سره د قدرت نه بلکه مخ ترى اړوى او کله چه مخلوق بښنه وغواړى نو معافى ورته کوى.


التَّوابُ
دهغى ذات ته وائى چه په بندګانو کښى چاته وغواړى نو د توبى توفيق ورته ورکوى او بيا ئى ترى قبلوى .

السِّتيرُ
هغه ذات چه په بنده باندى پرده اچوى او په مخلوقاتو کښى يى نه رسوا کوى ، او هغه ذات چه د خپل بنده لپاره دا خوښوى چه په خپل ځان او په بل انسان باندى پرده واچوى او چه خپل شرمګاه پټ کړى.

الغَنِيُّ
هغه ذات چه د خپل ذات او د خپلو صفاتو دپوره کامل والى له امله چيرته هم په مخلوقاتو کښى چا ته نه محتاجيږى ، او نور ټول مخلوقات د ده انعاماتو ته محتاج وى .

الكَرِيمُ
د ډير خير احسان او ورکولو والا ذات ، چه څه وغواړى هغه ورکوى هغه بندګانو ته چه خوښه ئى شى په سوال سره او په غير د غوښتلو نه ئى هم ورکوى ، ګناهونه معافوى او عيبونه پټوى .

الأَكْرَمُ
هغه ذات چه په سخاوت او کرم کښى نهايت ته رسيدلى وى چه په دغى سخا کښى ورله مثال نه وى ، نو ټول خير د هغى له طرفه دى مؤمنانو ته په خپل فضل سره بدله ورکوى او اعراض کونکو ته په خپل عدل سره مهلت ورکوى او بيا ورسره محاسبه کوى .

الوَهَّابُ
ډير ورکونکى د تحفو دى په غير د عوض نه ، په غير د غرضه ورکونکى دى ، او په غير د غوښتلو نه انعام کونکى دى .

الجَوَادُ
ډير ورکونکى (دنعمتونو ) او د ډيرى مهربانۍ والا ذات دى ، او خصوصا د هغى په سخا او مهربانۍ کښى د مؤمنانو لپاره ډيره لويه برخه ده.

الوَدودُ
مينه لرى د خپلو دوستانو سره او د هغوى سره په مغفرت کولو او نعمتونو ورکورکولو باندى مينه کوى ، نو د هغوى نه راضى کيږى عملونه ورله قبلوى او په زمکه کښى ورله مقبوليت نصيب کوى .

المُعْطي
ورکوى چاله چه وغواړى د خپلو خزانو نه ، ليکن د ده د دوستانو لپاره د ده په خزانو کښى ډيره لويه برخه ده او صرف همدغه ذات دى چه هر هغه شى چه ده پيدا کړى دى هغى ته ئى شکل ورکړى دى.

الوَاسِعُ
د ډيرو صفتونو والا ذات دى هيڅوک د ده په ثنااو صفت باندى کما حقه احاطه نه شى کولى ، د ډير لوى عظمت او قدرت والا ذات دى ، د پراخه مغفرت رحمت ، مهربانۍ او احسان والا ذات دى .

المُحْسِنُ
هغه ذات دى چه په خپل ذات نومونو ، صفتونو او کارونو کښى د کامل حسن او خايست والا ذات دى ، او خپل مخلوق يى په خايسته انداز پيدا کړى دى ، او د خپلو مخلوقاتو سره ډير احسان کونکى دى .

الرَّازِقُ
الرَّزَّاقُ
هغه ذات چه ټولو مخلوقاتو ته رزق ورکوى ، او د مخلوقاتو د پيدايښت نه ئى مخکى د دوى رزق مقرر کړى دى ، او د هغوى د رزق د تکميلولو کفالت ئى کړى اګر که ډيره موده روسته هم وى .
دا نوم دلالت کوى چه الله تعالى خپل مخلوق ته ډير په کثرت سره رزق ورکوى ، نو الله تعالى خپل مخلوق ته د هغوى د غوښتلو نه مخکى رزق ورکوى ، بلکه خپل مخلوق ته د هغوى د ګناهونو باوجود هم رزق ورکوى


اللَّطِيفُ
هغه ذات چه په ډيرو وړو او دقيقو شيانو باندى علم لرى ، هيڅ شى ترى پناه کيداى نشى ، او په ډير خفيه طريقى سره خپل مخلوق ته خير او فايده رسوى د هغه ځاى نه چه د هغوى پرى ګمان نه وى .

الخَبِيرُ
هغه ذات چه د ټولو شيانو په باطن او ظاهر دواړو باندى د هغى علم احاطه کړى ده.

الفَتَّاحُ
هغه ذات دى چه د خپلى بادشاهى رحمتونو او رزق خزانى ئى د خپل حکمت د تقاضا موافق د( مخلوق ) پر مخ خلاصى کړيدى .

العَلِيمُ
هغه ذات چه علم ئى په ظاهرى باطنى پټو او ښکاره ، ماضى حال آو مستقبل ،او په ټولو شيانو باندى احاطه کړى ده ، او هيڅ شى ترى پناه کيداى نه شى .

البَرُّ
هغه ذات چه په خپل مخلوق باندى ډير پراخه احسانات کوى ، دومره نعمتونه ئى کړى پرى چه څوک ئى حسابولى نشى او نه پرى ګيره اچولى شى ، هغه په خپله وعده کښى صادق دى ، هغه ذات دى چه دخپلو بندګانو د ( ګناهونو نه ) تيريږى ، نصرت ورسره کوى او حفاظت يى کوى ، لږعمل ورله هم قبلوى او بيا ئى ډيروى .

الحَكِيمُ
هغه ذات چه په ډير مناسب ځايونو کښى شيان وضع کوى ، او په تدبير کښى ئى هيڅ خلل او نقصان نشى راتلاى .

الحَكَمُ
هغه ذات چه د خپلو مخلوقاتو په مينځ کښى په انصاف سره فيصله کوى ، په چا ظلم نه کوى ، او هغه ذات دى چه خپل عزت مند کتاب ئى د خلکو په مابين کښى د فيصلو لپاره راليږلى دى .

الشَّاكِرُ
هغه ذات چه څوک ورله اطاعت کوى نو د هغى صفت کوى ، او د عملونو بدلى ورکوى اګر که ډير کم هم وى ، چه څوک ورله د نعمتونو شکر ادا کوى نو په دونيا کښى ورله نعمتونه نور هم زياتوى ، او په اخرت کښى ورله بدله ورکوى .

الشَّكُورُ
هغه ذات چه د بندګانو لږ عمل ورسره زياتيږى ، نو د هغى بدله ورله څو چنده زياته ورکوى ، نو الله تعالى هغى انسان ته ثواب ورکوى چه د الله تعالى د نعمتونو شکر ادا کوى ، او عملونه ورله قبلوى .

الجَمِيلُ
هغه ذات چه په خپل ذات نومونو او صفتونو کښى د کامل خايست خاوند دى ، او په مخلوق کښى چه کوم خايست دى هغه هم د الله تعالى له خوانه دى .

المَجيدُ
هغه ذات چه په اسمانونو او زمکه کښى ورله لوئى عزت او اوچتوالى دى .

الوَلِيُّ
هغه ذات دى چه دمخلوقاتو په کارونو او د خپلى بادشاهۍ په تدبير باندى قائم دى ، او د خپلو دوستانو امداد کونکى دى .

الحَميدُ
هغه ذات دى چه په خپلو خايسته نومونو صفتونو او کارونو باندى ستايلى شوى د ى ، هغه ذات دى چه په خوشحالۍ تکليف ، په سختۍ او راحت کښى ستايلى کيږى ، او يواځى همدغه ذات مطلقا د حمدونو او ستاينى حقدار دى ځکه چه په صفتونو د کمال سره موصوف دى .

المَوْلَى
رب دى بادشاه دى سيد دى او دخپلو دوستانو لپاره امدادى او معين دى .

النَّصِيرُ
هغه ذات دى چه په خپل نصرت سره مضبوطوى هغه چا لره چه وغواړى ، د چا سره چه امداد وکړى نو په هغى باندى څوک زورور نشته ، او څوک چه ذليله کړى نو د هغى لپاره څوک امدادى نشته .

السَّمِيعُ
هغه ذات دى چه په هر پټ څيز، مشوره ، په جهر او اعلان باندى د هغى اوريدلو احاطه کړى ، بلکه په ټولو اوازونو که هغه ډير باريکه وى او که لوى وى هم احاطه کړيده ، او څوک چه ترى غواړى نو د هغى دعا قبلوى .

البَصِيرُ
هغه ذات دى چه ليدلو ئى په غيبى او ښکاره عالم کښى په ټولو موجوداتو باندى احاطه کړيده ، که هغه پټ وى او که ښکاره ، که ډير کوچنى وى او يا ډير لوى .

الشَّهيدُ
په خپلو مخلوقاتو باندى څارونکى دى ، په خپل وحدانيت او عدل باندى ئى شهادت کړى دى ، او د موحدينو مؤمنانو پغمبرانو عليهم السلام او د ملايکو په صداقت باندى هم ګواه دى .

الرَّقيبُ
د خپل مخلوق په حال باندى اګاه دى ، په خپل علم کښى يي د هغوى عملونه راګير کړى ، د يو کتونکى معمولى کتل ترى هم نه فوت کيږى ، او نه ترى د زړونو وسوسى فوتيږى .

الرِّفيقُ
په خپلو کارونو کښى ډير نرمى کونکى دى ، په پيداکولو او اوامرو کښى عجله او تلوار نه کوى ، او دخپلو بنګانو سره داسانتيا او نرمۍ معامله کوى ، په غير د طاقته هغوى ته تکليف نه ورکوى ، او نرمى کونکى بنده ئى خوښ دى

القَرِيبُ
ټولو مخلوقاتو ته د علم او قدرت په لحاظ سره ، او مؤمنانو بندګانو ته د مدد کولو او لطف په اعتبار سره ډير نږدى دى ، او هغه سره د دغى نزديکت نه د عرش د پاسه دى ليکن په اعتبار د ذات سره د مخلوق سره اختلاط نه لرى .

المُجيبُ
هغه ذات دى چه د خپل علم او دحکمت د تقاضا موافق د دعاکونکو دعا او د سوال کونکو سوالونه قبلوى.

الْمُقِيتُ
هغه ذات دى چه رزق ئى پيدا کړى دى او بيا ئى مخلوق ته د رزق د رسولو کفالت په غاړه اخستى دى ، او هغه په دغى رزق او د خپلو مخلوقاتو په عملونو باندى په غير د کوم نقصان نه نګاهبان دى .

الحَسيبُ
هغه ذات دى چه د خپلو بندګانو لپاره په دنيوى او دينى کارونو کښى چه د دوى لپاره اهميت لرى کافى دى ، او د مؤمنانو لپاره په دغى کفايت کښى پوره برخه ده ، او الله تعالى به د هغوى سره د دنيا په عملونو کښى حساب کوى .

المُؤْمِنُ
د خپلو رسولانو او پيغمبرانو او د هغوى د پيروانو تصديق کونکى دى ، ځکه چه د هغوى په صداقت باندى شهادت کونکى دى ، او بيا ئى پرى دلايل قايم کړى ، په دونيا او اخرت کښى چه هر امن دى د هغى ورکونکى الله تعالى دى ، او هغه په سبب د خپل امن باندى مؤمنانو ته د ظلم عذابونو او د قيامت د لويى ويرى نه امان ورکړى دى .

المَنانَّ
د ډيرى ورکړى ، او د لوى انعام خاوند دى ، او په خپلو مخلوقاتو باندى يى ډير زيات احسانات کړى دى .

الطَّيِّبُ
د هر قسم عيبونو او نقصان نه پاک دى ، او صرف الله تعالى هغه ذات دى چه د هغى لپاره مطلق کمال او خايست دى ، او په خپل مخلوق باندى د ډير خير خاوند دى ، او الله تعالى هغه عملونه او صدقات قبلوى چه پاک او حلال وى او خالص د الله تعالى لپاره وى .

الشَّافِي
هغه ذآت دى چه زړونو آو بدنونو ته د مرضونو نه شفا ورکوى ، او د مخلوق په لاس کښى صرف هغه دوا ده چه الله الله تعالى ورله ميسره کړى ده او هر چه علاج او شفا ده هغه صرف د الله تعالى په لاس کښى ده .

الحَفيظُ
هغه ذات دى چه په خپل فضل سره د بندګانو او د هغوى د عملونو حفاظت او ساتنه کوى ، او په خپل قدرت سره د ټولو مخلوقاتو خاص رعايت او ساتنه کوى .

الوَكيلُ
هغه ذات دى چه د مخلوقاتو زموار او وکيل دى او د هغوى د پيدايښت او تدبير انتظام ئى کړى دى ، او هغه د خپلو مخلوقاتو د ايجاد او مدد لپاره کافى دى ، او هغه د هغى مؤمنانو لپاره ښه پوره دى چه د عمل کولو نه ورته مخکى خپل کارونه سپارى ، او يا د عمل په دوران کښى ترى مرسته غواړى ، او کله چه ورته الله تعالى توفيق ورکړى نو دوى د الله تعالى حمد او شکر ادا کوى ، او د ابتلا نه روسته په خپله برخه او تقسيم باندى راضى وى .

الخَلاَّقُ
دا هغه نوم دى چه د الله په ډيرو پيدا کولو باندى دلالت کوى ، الله تعالى د هميشه لپاره پيداکونکى دى او په دى لوى وصف باندى ترابده پورى موصوف دى .

الخَالِقُ
هغه ذات دى چه په غير د مثال نه نا اشنا پيداکونکى دى د ټولو مخلوقاتو .

البَارِئُ
هغه ذات چه ټول هغه مخلوقات چه د هغى د پيدا کولو اراده ئى کړى ده هغه ئى موجود کړى دى او وجود ته ئى راوستلى دى.

المُصَوِّرُ
هغه ذات دى چه خپل مخلوق ئى په هغى شکل او صورت باندى پيدا کړى چه الله تعالى ورله د خپل حکمت د تقاضا موافق غوره کړى ؤ .

الرَّبُّ
هغه ذات دى چه په خپلو نعمتونو باندى د مخلوقاتو تربيت کوى او په تدريج سره ئى لويوى ، او هغه ذات دى چه د خپلو دوستانو داسى تربيت کوى چه په هغى سره د هغوى زړونه اصلاح کيږى ، او هغه پيداکونکى اختيار مند او سيد دى .

العَظِيمُ
هغه ذات دى چه په ذات نومونو او صفتونو کښى ورله کامله لوئى او عظمت دى ، له دى امله ئى په خلکو باندى واجب کړى چه د الله تعالى لوئى ته قايل شى او د هغى د اوامرو احکامو او نهى پوره تعظيم وکړى .

القَهَّارُ
القَاهِرُ
هغه ذات چه خپل بندګان ورته ذلت ښکاره کوى ، او ټول بندګان ئى عبيد او مريان ګرځولى دى ، په خپلو بندګانو اوچت او زورور دى ، ټول خلک ورته عاجزى کوى ، او ټول مخونه ورته تابعدار دى ، او قهار د قاهر مبالغه ده .


المُهَيْمِنُ
هغه ذات چه په نورو شيانو باندى قايم دى حفاظت ئى کوى او په هغى باندى شاهد دى ، او احاطه ئى پرى کړى ده

العَزِيزُ
هغه ذات دى چه ټول اقسام د عزت ورله ثابت دى ، د هغى لپاره د قوت عزت دى څوک پرى غالبه نشته ، د دفاع عزت ورله هم ثابت دى هيچا ته ئى حاجت نشته ، د قهر او غلبى عزت ورله هم دى نو هيڅ شى په غير د هغى د حکم نه حرکت نشى کولى .

الجَبَّارُ
هغه ذات دى چه د نافذونکى ارادى خاوند دى ، او نور ټول مخلوقات ورته مغلوبه دى ، د ده لوئى ته عاجزى کونکى دى ، حکم ته ئى تابع دى ، مات شوى څيز روغوى ، فقير مالداره کوى ، ګران شى اسانوى ، او مريض روغوى .

المُتَكَبِّرُ
لوى ذات دى د هر قسم ناکاره صفت او عيب نه پاک دى ، د بندګانو د ظلم نه بالاتر دى ، په سرکشانو مخلوقاتو باندى زورور دى ، موصوف دى په صفت د کبرياء او لوئى باندى که څوک ورسره په هغى کښى جګړه کوى نو هلاک به ئى کړى او عذاب به ورله ورکړى .

الكَبِيرُ
په ذات صفتونو او کارونو کښى ډير لوى دى ، د هغى نه بل هيڅوک لوى نشته ، بلکه ټول مخلوقات د هغى لويوالى او د جلاليت په مقابل کښى ډير کوچنى دى .

الحَيِيُّ
هغه ذات دى چه په صفت د حياء باندى موصوف دى چه د هغى د جلاليت او لوئى سره مناسب وى ، او د الله تعالى حياء د کرم سخا نيکۍ او لوئى نه عبارت ده .

الحَيُّ
هغه ذات دى چه د هغى لپاره کامل او ابدى ژوند دى ، او داسى بقا ده ورله چه د هغى لپاره نه اول شته او نه ورله اخير شته ، او په وجود کښى هر قسم ژوند د الله تعالى له طرفه دى .

القَيُّومُ
هغه ذات دى چه په خپله قائم دى او د مخلوقاتو نه بى پروا دى ، او د ټولو هغو مخلوقاتو لپاره چه په اسمانونو او زمکه کښى موجود دى د هغى لپاره قايمونکى دى ، نو ټول مخلوقات ورته محتاج دى .

الوَارِثُ
د خلکو د پناه کيدو نه روسته موجود دى ، او ټول مخلوقات ورته د مرګ نه روسته را ګرځيدونکى دى ، او ټول هغه څه چه زمونږ سره دى هغه يو امانت دى يوه ورځ به خپل اصلى مالک ته واپس کيږى .

الديَّانُ
هغه ذات دى چه ټول مخلوقات ورته تابع دى ، چه خپلو بندګانو ته د هغو کارونو بدله ورکوى چه کوى ئى ، که نيک عملونه وى دوچنده بدله ورکوى ، او که ګناهونه وى نو د هغى سزا ورکوى او يا ئى ورته معاف کوى .

المَلِكُ
هغه ذات دى چه امر منع کول او غلبه صرف د هغى لپاره ده ، په خپل حکم سره په مخلوقاتو کښى تصرف کونکى دى ، د الله تعالى د بادشاهۍ په قايمولو کښى په هغى باندى د هيچا احسان نشته .

الْمَالِكُ
دهغى بادشاهى اصلى ده او د حقدارۍ له امله ده ، چه کله ئى مخلوق پيدا کولو نو دهغه لپاره هم بادشاهى وه او ما سوا د هغه نه هيڅوک موجود نه و ، او چه کله ټول مخلوقات پناه کيږى نو بيا به بادشاهى د الله تعالى لپاره وى .

المَلِيكُ
دا هغه نوم دى چه په مطلقه بادشاهى باندى دلالت کوى او دا د ملک نه ډير بليغ دى .

السُّبوحُ
د هر قسم عيب او نقصان نه پاک دى ځکه چه دا هغه ذات دى چه د هغى لپاره کامل صفتونه دى او د مطلق جمال خاوند دى .

القُدُّوسُ
د هر قسم عيب او نقصان نه پاک دى ځکه چه د مطلق کمال په صفتونو باندى يواځى ستايلى شوى دى نو د هغى لپاره مثالونه نه شى بيانيدى.

السَّلامُ
په ذات صفتونو نومونو او کارونو کښى د هر قسم عيب او نقصان نه سالم دى او په دونيا او اخرت کښى هرقسم سلامتيا د الله تعالى له خوا ده .

الحَقُّ
هغه ذات چه د هغى په وجود نومونو صفتونو په الوهيت او خدائى کښى هيڅ قسم شک نشته ، حق معبود دى او د هغى نه په غير بل معبود برحق نشته.

المُبِينُ
هغه ذات دى چه په وحدانيت حکمتونو او رحمت کښى ئى امر واضح دى ، او خپلو بندګانو ته ئى د هدايت لار روښانه کړى تر څوچه پرى روان شى ، او د ګمراهۍ لار ئى ښودلى تر څو چه خلک ترى ځان وساتى .

القَوِيُِّ
هغه ذات چه د پوره قدرت او کاملى ارادى څښتن دى .

المَتِينُ
د ډير سخت قدرت او قوت خاوند دى ، هغى ته په خپلو کارونو کښى مشقت تکليف ستړي والى نه پيښيږى

القَادِرُ
په هر شى باندى قدرت لرى په زمکه او اسمانونو کښى ئى څوک نشى کمزورى کولى ، او د هر شى تقدير او اندازه ئى لګولى ده .

القَدِيرُُ
د ا په معنى کښى د القادر په شان دى ليکن په دى صفت کښى د الله په مدح کښى مبالغه ده .

المُقْتَدِرْ
دا يو نوم دى چه د الله تعالى د قدرت په مپالغه باندى دلالت کوى په نافذولو د تقديرونو او پيداکولو کښى په هغه طريقه او کيفيت چه د الله تعالى په مخکنى علم کښى موجود ؤ .

العَلِيُّ
هغه ذات چه د هغى لپاره د شان قهر او د ذات اوچتوالى دى ، او هر څيز د هغى د قهر او د بادشاهى لاندى دى او هيڅوک پرى اوچت نشته .

الأعْلى
المُتَعَالُ
هغه ذات چه د هغى د لويى په مقابل کښى هر شى ذليل دى ، هيڅ شى د هغى نه بالا تر نشته ، بلکه هر شى د هغى نه لاندى دى ، او د هغى د قهر او د بادشاهۍ نه لاندى دى .

المُقَدِّمُ
هغه ذات دى چه ځنى شيان مخکى کوى او د خپل مشيت او د حکمت موافق ئى په يو مناسب ځاى کښى ځاى کوى ، او ځنى مخلوق په ځنو باندى د خپل علم موافق مخکى کوى .

المُؤخِّرُ
هغه ذات دى چه ټول شيان په خپلو مناسبو ځايونو کښى ځاى په ځاى کوى ، او د خپل حکمت د تقاضا موافق ځنى څيزونه مخکى کوى او ځنى روسته کوى ، او کله د خپلو بندګانو نه عذاب روسته کوى تر څو چه توبه اوباسى او الله تعالى ته راوګرځى .

المُسَعِّرُ
هغه ذات دى چه د څيزونو په قيمت تاثير او اهميت کښى زياتوالى راولى او يا ئي‌ کموى ، نو د الله تعالى د حکمت او علم د تقاضا موافق شيان کله قيمته کيږى او کله ارزانيږى .

القَابِضُ
هغه ذات دى چه روحونه اخلى ، او د ځنو بندګانو نه د ابتلا او امتحان په خاطر د خپل حکمت او قدرت د تقاضا موافق رزق بندوى .

البَاسِطُ
هغه ذات دى چه د خپلو بندګانو لپاره د خپلى سخا او کرم موافق رزق پراخه کوى ، نو په دغى سره هغوىد خپل حکمت موافق ازمائى ، او لاسونه د توبى د قبلولو لپاره اوږدوى .

الأَوَّلُ
هغه ذات دى چه مخکى ترى هيڅوک نشته ، بلکه ټول مخلوقات د الله په پيدايښت باندى وجود ته راغلى دى ، او د الله تعالى د وجود لپاره ابتدا نشته .

الآخِرُ
هغه ذات دى چه روسته ترى هيڅ شى نشته ، صرف د الله تعالى ذات به باقى وى او نور ټول هغه مخلوقات چه په زمکه کښى دى هغه به فانى کيږى ، بيا به ټول مخلوق الله ته واپس کيږى ، او د الله تعالى د وجود انتهاء نشته .

الظَّاهِرُ
د هر شى د پاسه دى ، هيڅ شى ترى اوچت نشته ، او په هر شى باندى زورور دى او احاطه ئى پرى کړى ده .

البَاطِنُ
هغه ذات دى چه د هغى نه بل څوک نږدى نشته ، نو دغه الله تعالى ډير نږدى او راګيرونکى دى او په دونيا کښى د خلکو د نظر نه پناه دى .

الوِتْرُ
واحد ذات دى هيڅ شريک ورله نشته ، او داسى يو ذات دى چه هيڅ مثال ورله نشته .

السَّيِّدُ
هغه ذات دى چه په خلکو يى کامل اختيار او سيادت دى او د هغوى مالک او تربيت کونکى دى او ټول مخلوقات ئى بندګان دى .

الصَّمَدُ
هغه ذات دى چه په سيد والى کښى کامل دى ، هغه ذات چه ټول مخلوقات ورته د خپل لوى احتياج له امله په خپلو حاجتونو کښى رجوع کوى ، او هغه ذات دى چه خلکو ته طعام ورکوى او هغه د چا طعام ته ضرورته لرى .

الوَاحِدُ الأَحَدُ
هغه ذات دى چه په ټولو اقسامو د کمال کښى واحد دى څوک ورسره شريک نشته ، او د هغى په شان څوک نشته ، او دا د دى خبرى تقاضا کوى چه الله تعالى يواځى د عبادت حقدار دى او شريک ورله نشته .
الإِلَهُ
معبود برحق دى ، يواځى هغه د عبادت حقدار دى او څوک ورسره په عبادت کښى شريک نشته .