تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : تحفة الإخوان < مسائل الحج (بـشـتـو)ترجمة الشيخ أبي الطيب محمد نعيم


أبو زكريا
_31 _May _2013هـ الموافق 31-05-2013م, 12:10 AM
د حج برخه او احکام

(١) سوال : حج په څو قسمه دى ، او څرنګ ادا کيږى ، او غوره حج پکښى کوم دى ؟
جواب : اهل علمو دا خبره واضح کړيده چه حج په درى قسمه دى ، چه ټول د رسول الله r په صحيح احاديثو سره ثابت دى .
اول قسم : يواځى د عمرى نيت کول ، لکه داسى ويل : « اللهم لبيک عمرة » ، او يا داسى ويل ، « لبيک عمرة » ، او يا داسى ويل ، «اللهم انى اوجبت عمرة »، اى الله تعالى زما د عمرى اراده ده، غوره او سنت طريقه دا ده چه د عمرى نيت به د غسل ، خوشبوئى او صفائى يعنى د نوکونو ، بريتونواو د تخرګ يا د زير ناف ويختانو د پرى کولو، اود لنګ او څادر د اغوستلو نه روسته وى ، او د زنانه لپاره د احرام په وخت کښى کوم خاص لباس نشته ، چه کوم لباس ئى خوښ وى په هغى کښى د عمرى احرام او نيت کولى شى ، ليکن غوره دا ده چه زنانه داسى لباس واغوندى چه نظرونه نه راجلبوى ، او که چيرته د « اللهم لبيک عمرة» نه روسته داسى ووائى : که چيرته ما کوم شى د عمرى د ادا کولو نه بند کړى نو زما د حلاليدو ځاى به همدغه وى ، او يا داسى ووائى ، زمانه عمره قبوله کړى ، او زما سره نصرت وکړى نو څه پروا نه لرى.
او که محرم انسان د نيت کولو په وخت کښى داسى ووائى : که چيرته مالره کوم شى د عمرى نه بند کړى ، نو زما د حلاليدو ځاى به همدغه وى ، او يا داسى نور عبارت ووائى ، او بيا ورته داسى څه حادثه پيښه شى چه د عمرى د ادا کولو نه ئى رابند کړى ، نو بيا د هغى لپاره حلاليدل جايز دى ، او د دى شرط له امله په ده باندى هيڅ نشته ، ځکه چه رسول الله r ته کله ضباعة بنت الزبير بن عبدالمطلب ، شکايت وکړه چه زه مريضه يم نو رسول الله r ورته وفرمايل :
«حُجِّي وَاشْتَرِطِي وَقُولِي اللَّهُمَّ مَحِلِّي حَيْثُ حَبَسْتَنِي » متفق عليه ، صحيح البخاري - (ج 16 / ص 32) صحيح مسلم - (ج 6 / ص 205) د حج نيت وکړه او دا شرط ولګوه چه اى الله زما د حلاليدو ځاى به هغه وى چه په کوم ځاى کښى دى زه رابنده کړم .
همدا راز که يوه زنانه د عمرى اراده وکړى او دا شرط ولګوى ، او بيا پرى حيض راشى ليکن د دى وجه نه د پاکيدو پورى انتظار نشى کولى چه ملګرى او قافله ورته صبر نه کوى نو دا د هغى د حلاليدو لپاره شرعى عذر کيداى شى ، او همدا راز که يو محرم انسان ته داسى مرض ورسيږى چه عمره ورسره نشى ادا کولى او يا د داسى نورو مشکلاتو او حادثو سره مخامخ شى نو دهغى لپاره هم حلاليدل جايز دى ، او دغسى حکم په حج کښى هم دى .
د دوهم قسم نسک او حج طريقه : سنت دا دى چه اول غسل وکړى بيا د هغى نه روسته خوشبوئى استعمال کړى بيا ګنډلى جامى اوباسى لنګ او څادر واغوندى ، او بيا به « اللهم لبيک حجا » او يا فقط « لبيک حجا» او يا به « اللهم قد اوجبت حجا » ووائى .
نوحاصل داشو چه په احرام کښى د حج احکام د عمرى په شان دى ، ليکن د ميقات نه نيت کول واجب دى ، او په غير د احرام او نيت نه د ميقات نه تيريدل جايز ندى ، مثلا که څوک د نجد طائف او يا د شرق له خوا راځى نو د ( سيل کبير ) نه به احرام تړى ، او د ميقات نه مخکى نيت او احرام تړل د سنت خلاف عمل دى بلکه سنت دا دى چه نيت به هله کوى چه کله ميقات ته راورسيږى ، ځکه چه رسول الله r د ميقات نه نيت کړى ؤ ، ليکن که چيرته په کور کښى او يا په لاره کښى خوشبوئى استعمال کړى ، او يا غسل وکړى ، او يا بريتان کټ کړى او يا په کور کښى د بدن نوره صفائى وکړى نو دغه بيا کفايت کوى چه کله د نيت کولو او د هغى په مابين کښى لږه زمانه تيره شوى وى .
او د جمهورو علماؤ په نزد باندى د نيت کولو نه مخکى دوه رکعته لمونځ مستحب دى ، او د رسول الله r په دى حديث ئى استدلال کړيدى چه فرمائى : « أَتَانِي آتٍ مِنْ رَبِّي وَهُوَ بِالْعَقِيقِ أَنْ صَلِّ فِي هَذَا الْوَادِي الْمُبَارَكِ وَقُلْ عُمْرَةٌ فِي حَجَّةٍ » صحيح البخاري - (ج 8 / ص 147) ، ماته د خپل رب له خوا يو راتلونکى راغى او وئى فرمايل چه په دى مبارکه وادى (دره) کښى لمونځ وکړه او ووايه چه عمره په حج کښى ده ، او په دغه وخت کښى رسول الله r په وادى عقيق نوم مقام کښى ؤ چه اوس پکښى د ذوالحليفى ميقات واقع دى ، او بل له دى امله چه رسول الله r د ماسپښين د لمانځه نه روسته نيت کړى ؤ نو معلومه شوه چه د لمانځه نه روسته نيت کول بهتر دى ، او دا قول غوره دى ، ليکن د احرام تړلو او نيت کولو د لمانځه په مشروعيت باندى کوم صريح او صحيح حديث نشته نو که چا وکړه څه پروا نه لرى ، او کله چه يو سړى د شرعى اودس نه روسته دوه رکعته لمونځ وکړى نو دغه لمونځ د احرام او نيت تړلو لپاره هم کفايت کوى.
دريم قسم حج او نسک : د حج او عمرى په مابين کښى جمع کول دى ، او داسى به وائى : « اللهم لبيک عمرة وحجا » او يا به داسى وائى : « حجا وعمرة » اى الله تعالى زما د حج او عمرى دواړو اراده ده ، او يا يواځى د عمرى لپاره تلبيه ووائى او بيا په لاره کښى د طواف د شروع کولو نه مخکى حج په عمره کښى داخل کړى ، او ديته حج قران وائى او هغه ديته وائى چه په يو ځاى باندى د عمرى او حج نيت وکړى شى ، او رسول الله r په حجة الوداع کښى د قران نيت کړى ؤ ، او د حج او عمرى غبرګه تلبيه ئى ويلى وه ، لکه څرنګ چه انس او عبدالله بن عمر رضي الله عنهما د دغى روايت کړى دى ، او رسول الله r د ځان سره هدى ( څاروى ) بولى ؤ ، او څوک چه د ځان سره څاروى بوځى نو دهغى لپاره بيا حج قران غوره دى ، او که څاروى ئى نه وى بولى نو بيا ورله حج تمتع غوره دى، او په دى باندى د رسول الله r سنت چه کله مکى ته داخل شو استقرار ونيو ، ځکه چه کله رسول الله r طواف او سعى وکړه نو هغى صحابه کرامو ته ئى امر وکړه چه د قران او يا د حج افراد نيت ئى کړى ؤ چه هغه په عمرى سره بدل کړى نو صحابه کرامو طواف او سعى وکړه او بيا ئى خپل سرونه کم کړه او ځانونه ئى حلال کړه نو د دينه دا معلومه شوه چه حج تمتع په ټولو کښى بهتر او غوره دى .
او کله چه د حج قران او يا د حج افراد والا خپل نيت په عمرى سره بدل کړى ، او د ځان سره ئى څاروى نه وى بولى نو دا بيا حج تمتع شو ، نو د دغى سړى لپاره د طواف سعى او د ويختو د کمولو نه روسته ځان حلالول جايز دى ، او په دى کار سره دغه سړى د تمتع حج والا وګرځيده ، لکه څرنګ چه د رسول الله r صحابه کرامو د هغى په امر دغسى کار کړى ؤ ، رسول الله r فرمائى : « لَوْ اسْتَقْبَلْتُ مِنْ أَمْرِي مَا اسْتَدْبَرْتُ لَمْ أَسُقْ الْهَدْيَ وَلَجَعَلْتُهَا عُمْرَةً » سنن أبي داود - (ج 5 / ص 258) ، که چيرته ماته په خپل کار کښى مخکى علم وى هغه چه روسته زه پوهه شوم نو ما به د ځان سره د قربانۍ څاروى نه وى راوستى او د حج نيت به مى عمرى ته ګرځولى وى .
او کله چه يو سړى مکى ته د رمضان ، شوال او يا د ذالقعدى په مياشت کښى لاړ شى او فقط د عمرى نيت لرى او هلته بيا د حج لپاره پاتى نشى بلکه بيرته خپل کلى ته واپس شى او د حج نيت ورسره نه لرى نو ديته د فقهاؤ په اصطلاح کښى ( معتمر) عمره کونکى وائى ،او عمره د بيت الله شريف ملاقات ته وائى ، ليکن د صحابه کرامو په وينا کښى ورته متمتع هم ويلى شو دى ، او که چيرته په مکه کښى د حج لپاره پاتى شى نو ديته بيا متمتع حاجى وائى ، مګر هغى حاجى ته متمتع وائى چه کله د حج په مياشتو کښى د عمرى په ارده راشى او بيا ئى حج ته د پاتى کيدو اراده وى ، او همدا راز چا چه د حج قران نيت کړى وى او بيا حج ته پاتى شى او د قران نيت ئى فسخه کړى نه وى نو هغى ته هم متمتع وائى او د الله تعالى په دى قول کښى داخل دى چه فرمائى :
} فَمَنْ تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ { البقرة [١٩٦] ، نو چاچه فايده واخسته په عمرى کولو د حج سره نو ( لازم دى په ده باندى ) هغه چه اسان وى د قربانۍ کولو نه ، نو د صحابه کرامو په زمانه کښى به حاجى قارن ته متمتع ويلى کيده او دا خبره په هغوى کښى مشهوره وه ، عبدالله بن عمر فرمائى : رسول الله r په عمرى کولو باندى فايده واخسته سره د حج نه او حال دا چه رسول الله r د حج قران نيت کړى ؤ ، ليکن د اکثرو فقهاؤ په نزد باندى متمتع حاجى هغى ته وائى چه د عمرى نه روسته خپل ځان حلال کړى ، او بيا د اتمى ورځى پورى د حلالوالى په حالت کښى وخت تير کړى او بيا د حج نيت وکړى ، نو دغى ته د فقهاؤ په نزد حج تمتع وائى ، او که چيرته د حج او عمرى دواړو نيت وکړى او په منځ کښى ځان حلال نه کړى نو هغى ته بيا حج قران وائى ، نو له دى امله په اصطلاح کښى څه مشکل نشته چه کله معنى او حکم وپيژندلى شى .
نو متمتع او قارن حاجى د حج په احکامو کښى برابر دى په دى دواړو باندى قربانى کول لازم ده ، او که د قربانۍ نه عاجزه شى نو درى روژى به په حج کښى نيسى او چه کله کورته راستون شى نو بيا به اوه روژى هلته نيسى ، او دى دواړو ته متمتع ويلى شى ، ليکن د سعى په اعتبار سره متفاوت دى ، ځکه چه په حج تمتع کښى د جمهورو عالمانو په نزد دوه کرتى صفا او مروه (سعى ) ده ، يوه سعى د عمرى د طواف سره او دوهمه سعى د حج د طواف سره ، ځکه چه د عبدالله بن عباس په حديث کښى داسى راغلى چه هغى کسانو چه د عمرى نه فارغه شو او د تمتع حج نيت ئى کړى ؤ نو هغوى دوه سعى وکړى يو د عمرى د طواف سره او دوهمه د حج د طواف سره ، او دا د جمهورو اهل علمو راى ده . او هر چه قارن حاجى دى نو په هغى باندى صرف يو ځل سعى ده که چيرته دغه سعى د طواف قدوم سره يو ځاى وکړى نو کفايت کوى او که د طواف قدوم سره ادا نه شى نو بيا به ئى د زيارت ( افاضى) د طواف سره ادا کوى ، او دا د جمهورو اهل علمو قول دى ، او رسول الله r هم د طواف قدوم سره سعى کړى وه ځکه چه رسول الله r طواف وکړه او بيا ئى سعى وکړه او دغه طواف قدوم ؤ ځکه چه رسول الله r د حج قران نيت کړى ؤ ، او دا د الله تعالى له خوا په خپلو بندګانو باندى يو رحمت او پراختيا ده ، والحمد لله تعالى .
او په دى مقام کښى يوه بله ضرورى مسئله ده چه خلک د هغى په هکله تپوس کوى ، چه کله يو متمتع حاجى عمره وکړى او بيا روسته سفر وکړى نو ايا د هغى نه قربانى ساقطيږى ؟ په دى مسئله کښى د علماء اختلاف دى ، ليکن د عبدالله بن عباس نه دا مشهوره ده چه قربانى مطلقا نه ساقطيږى که خپل کورته سفر وکړى اويا بل ځاى ته ځکه چه د دلايلو عموم پرى دلالت کوى . او ځنى اهل علم وائى که دومره مسافه سفر وکړى چه قصر لمونځ پکښى جايز ګرځى او بيا د احرام په حالت کښى واپس راشى نو دا بيا مفرد حاجى شو نو قربانى ترى ساقطيږى .
او ځنى نور اهل علم لکه عمر t او د هغه ځوى عبدالله بن عمرt دا سى وائى که چيرته د عمرى نه روسته خپل اهل او کور ته سفر وکړى او بيا د احرام په حالت کښى د حج په اراده واپس راشى نو بيا مفرد حاجى وګرځيده نو قربانى پرى نشته ، او که چيرته بل ځاى ته سفر وکړى لکه د عمرى او حج په مابين کښى مدينى منورى ته او يا جدى او طائف ته سفر کول نو دا بيا د تمتع حج نه نه اوځى ، او دا نظر او وينا د دليل له نګاه نه حق ته نږدى او قوى ده ، او د عمرى او حج په مابين کښى په دغسى سفر کولو باندى څوک د تمتع د حج نه نه وځى لکه مدينى منورى جدى او طائف ته سفر کول ليکن که خپل کورته ئى سفر وکړه او بيا د ميقات نه د احرام په حالت کښى د حج لپاره واپس راشى نو دغى ته بيا حاجى مفرد وائى ځکه چه د عمرى او حج په مابين کښى ارتباط په دغى قسم سفر سره قطع شو.
ليکن د مسلمان لپاره احتياط او بهتر والى په دى کښى دى چه قربانى وکړى اګر که خپل اهل او کورته ئى سفر کړى وى ، او همدا راز که مسافه د قصر پوره وى او که نه ، تر څو چه د اختلاف نه پرى سړى ووځى او په کامله توګه په سنت باندى عمل راشى ، او که طاقت ولرى نو دا غوره او بهتره خبره ده او که چيرته د قربانۍ توان او طاقت ونه لرى نو درى روژى به په حج کښى نيسى او اوه روژى به چه کله کورته واپس شو ونيسى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : }فَمَنْ تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ { [سورة البقرة: 196] ، نو چاچه فايده واخسته په عمرى کولو د حج سره نو ( لازم دى په ده باندى ) هغه چه اسان وى د قربانۍ کولو نه ، او دا ايت د حج تمتع والا او قران دواړو ته شامل دى ځکه چه قران ته هم تمتع ويلى شوى دى لکه څرنګ چه مخکى تير شو. والله ولي التوفيق .
(٢) سوال : که چيرته يو سړى د حج په مياشتو کښى عمره ادا کړى لکه د ذي القعدة مياشت شوه ، او بيا د مکى نه مدينى ته سفر وکړى او هلته د حج د وخت پورى پاتى شى نو ايا په دغى سړى باندى د تمتع حج لازم او فرض ګرځى او که هغه په درى قسمه حجونو کښى اختيار مند دى ؟
جواب : په دغى سړى باندى د تمتع حج لازم نه ګرځى ، که چيرته ئى خوښه وى نو بله عمره دى وکړى چه په هغى سره متمع حاجى وګرځى د هغى علماء په نزد چه هغوى وائى چه په سفر سره تمتع حج ختميږى نو په دى بله عمره باندى به متمتع وګرځى نو د حج قربانى پرى لازمه ده ، او که خوښه ئى وى نو صرف حج دى وکړى نو د علماء په دى صورت کښى اختلاف دى چه قربانى پرى لازميږى او که نه ؟ ليکن راجح او صحيح خبره دا ده چه هدي او قربانى پرى لازمه ده ځکه چه د علماؤ د صحيح او راجح قول موافق د مدينى په سفر باندى د ده د تمتع حج نه ختميږى .
(٣) سوال : کله چه يو سړى د حج او يا دعمرى نيت وکړى او د ميقات نه په داسى حال کښى تير شى چه شرط ئى نه وى لګولى ، او بيا ورته څه مشکل پيښ شى لکه مرض او يا بل شى چه د حج او عمرى نه ئى را بند کړى نو په دغى سړى باندى څه لازميږى چه تر سره ئى کړى ؟
جواب : دغى سړى ته محصر ( بند کړى شوى ) وائى ، که چيرته صبر کول ورته ممکن ؤ چه کيداى شى دغه مشکل او عارض به ختم او زايله شى نو بيا به خپل عبادت مکمل کړى نو په دى حالت کښى به صبر کوى ، او که چيرته صبر کول ممکن نه وى نو دغى ته د صحيح قول موافق محصر ويلى کيږى او الله تعالى د محصر سړى په هکله فرمائى : } فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ { البقرة : ١٩٦) که چيرته بند کړى شوى تاسو نو( لازم دى په تاسو ) هغه چه اسان وى د قربانۍ نه ، او حقه خبره دا ده چه احصار د دشمن له امله هم وى او په غير د دشمن نه په نورو شيانو سره هم حاصليږى ، نو له دى امله به قربانى کوى او بيا به خپل سر تراش او يا کم کړى او خپل ځان به حلال کړى ، نو دا د محصر انسان حکم دى چه په کوم ځاى کښى بند کړى شو نو هلته به حلالکه کوى . برابره خبره ده که په حرم کښى وى او يا د حرم نه بهر وى ليکن فقيرانو ته به ئى ورکوى اګر که د حرم د حدودو نه بهر هم وى ، او که چيرته په دغى ځاى کښى مسکينان پيدا نکړى نو بيا دى د حرم فقيرانو ته وليږى او يا د بل ځاى فقيرانو ته ، او بيا دى خپل سر تراش او يا کم کړى او خپل ځان دى حلال کړى، او که د قربانۍ طاقت نه لرى نو لس ورځى روژى دى ونيسى او بيا دى خپل سر تراش او يا کم کړى او خپل ځان دى حلال کړى .
(٤) سوال : که چيرته يو حاجى د ميقات نه احرام ( نيت ) وتړى ليکن په تلبية کښى د « لبيک عمرة متمتعا بها حجا » ويل هير کړى نو ايا دغه د تمتع حج به مکملوى ( پوره کوى ) ، ايا که چيرته دغه سړى عمره وکړى او بيا د عمرى نه فارغه شى او بيا د مکي نه د حج نيت وکړى نو ايا په هغى باندى څه شى لازميږى ؟
جواب : که چيرته دغه سړى د احرام په وخت کښى د عمرى نيت کړى وى ليکن د تلبيى ويل ترى هير شوى وى نو د دغى سړى حکم داسى دى لکه چه تلبيه ئى ويلى وى ، طواف او سعى دى وکړى او بيا دى ځان حلال کړى ، او د سفر په حالت کښى ورله د تلبيى ويل روا دى ليکن که تلبيه ونه وائى نو څه پروا نه لرى ، ځکه چه د تلبيى ويل موکد سنت دى ، نو طواف او سعى دى وکړى او خپل ويخته دى کم کړى او دغه عمل دى عمره کړى ځکه چه ده د عمرى نيت کړى ؤ ، او که د احرام په وخت کښى ئى د حج نيت کړى وى ليکن وخت پراخه وى نو غوره ورله دا ده چه د حج نيت عمرى ته فسخه کړى ، نو طواف او سعى دى وکړى او بيا دى سر کم کړى او ځان دى حلال کړى نو د ده حکم د متمتع حاجى شو ، والحمد لله .
(٥) سوال : د هغى سړى څه حکم دى چه د خپلى مور لپاره حج کوى او په ميقات کښى د حج تلبيه ووائى ليکن د خپلى والدى له خوا نه تلبيه ونه وائى ؟
جواب : هرکله چه دغى سړى د خپلى والدى د حج نيت او قصد کړى ؤ ليکن بيا ترى تلبيه هيره شوى وه ، نو حج ئى د والدى لپاره شو ځکه چه نيت قوى دى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ » صحيح البخاري (ج 1 / ص 3) ، يقينا دار او مدار د عملونو په نيت سره دى .
چه کله د دغى سړى د راتلو قصد د مور د حج لپاره ؤ او يا د پلار لپاره وى ليکن بيا ترى د احرام په وخت کښى هير شى ، نو حج ئى د هغه چا لپاره شو چه نيت ئى ورله کړى دى که هغه مور اوپلار وى او يا بل څوک وى .
(٦) سوال : د هغى ښځى څه حکم دى چه په جورابو او دست کشو کښى احرام او نيت وتړى او آيا هغه شيان ويستلى شى چه احرام ئى پکښى تړلى وى ؟
جواب : د ښځى لپاره په جورابو او يا د ښپو په بل پايزار کښى احرام تړل غوره دى ، ځکه چه دا ورله بهتر دى او په هغى کښى ورله ښه ستر دى ، ليکن که چيرته په اوږدو جامو کښى احرام وتړى نو دا ورله کافى کيږى ، او که په جورابو کښى احرام وتړى او بيا ئى اوباسى نو هيڅ پروا نه لرى لکه يو سړى چه په پيزار کښى احرام وتړى او بيا ئى اوباسى نو دغه کار ورته هيڅ ضرر نه لرى ، ليکن په دستانو او دستکشو کښى احرام نشى تړلى ، ځکه چه محرمه زنانه د دستانو نه منع شوى ده ، او همدا راز د نقاب ( د مخ کپړه ) او د برقع نه منع شوى ده ، ليکن چه کله د پردو او غير محرمه نارينه و سره مخامخ کيږى نو خپل مخ به په لوپټه او يا په لوى څادر باندى پټوى ، لکه څرنګ چه د عائشي t په حديث کښى راغلى چه فرمائى : « كَانَ الرُّكْبَانُ يَمُرُّونَ بِنَا وَنَحْنُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مُحْرِمَاتٌ فَإِذَا حَاذَوْا بِنَا سَدَلَتْ إِحْدَانَا جِلْبَابَهَا مِنْ رَأْسِهَا عَلَى وَجْهِهَا فَإِذَا جَاوَزُونَا كَشَفْنَاهُ » سنن أبي داود - (ج 5 / ص 169) ابن ماجة ، سپاره خلک به زمونږ په خوا تيريدل په داسى حال کښى چه مونږ به د رسول الله r سره د احرام په حالت کښى ؤ چه کله به زمونږ سره مخامخ کيدل نو مونږ به خپل څادر او لوپټه د سر له خوا په خپل مخ باندى راواچوله ، او کله چه به زمونږ نه تير شو نو مونږ به خپل مخونه ښکاره کړه .
او د نارينه لپاره د اهل علمو د صحيح قول موافق د موزو اغوستل جايز دى اګر که غوڅى کړى ئى هم نه وى ، ليکن جمهور علماء وائى چه پرى کوى به ئى ، ليکن صحيح قول دا دى چه کله بوټان پيدا نکړى نو د موزو غوڅول پرى لازم ندى ، ځکه چه رسول الله r په عرفات کښى بيان وکړه او وئى ويل : « مَنْ لَمْ يَجِدْ إِزَارًا فَلْيَلْبَسْ سَرَاوِيلَ وَمَنْ لَمْ يَجِدْ نَعْلَيْنِ فَلْيَلْبَسْ خُفَّيْنِ » متفق عليه ، صحيح البخاري - (ج 18 / ص 115) ، څوک چه لنګ پيدا نکړى نو پرتوګ دى واغوندى او که بوټان پيدا نکړى نو موزى دى واغوندى ، ليکن رسول الله د موزو په پرى کولو باندى حکم ونکړه نو دا دليل شو په دى باندى چه کوم حديث کښى حکم راغلى د موزو په غوڅولو نو هغه په دى حديث سره منسوخ شو ، والله ولي التوفيق .
(٧) سوال : آيا د احرام نيت به د ژبى په تلفظ سره کيداى شى ، او چه کله يو انسان د بل چانه د حج اراده لرى نو هغه به څرنګ نيت کوى ؟
جواب : د نيت محل او ځاى زړه دى ، او طريقه داه ده چه په زړه کښى به دا اراده وکړى چه زه د فلانى انسان نه حج کوم ، ليکن د تلبيى ويل ورله مستحب دى چه داسى ووائى : ( اللهم لبيک حجا عن فلان او لبيک عمرة عن فلان ) ، ترڅو چه په دغى تلفظ سره د زړه اراده نوره هم مضبوطه شى ، ځکه چه رسول الله r او د هغى صحابه کرامود حج او عمرى په تلبيه او نيت باندى تلفظ کړيدى ، بلکه په اوچت اواز به ئى تلبيه ويله ، نو دا دليل شو چه د حج او عمرى په نيت او تلبيه باندى تلفظ روا دى تر څو چه د رسول الله r اقتدا راشى ، ليکن که چيرته په نيت باندى تلفظ ونکړى او صرف د زړه په اراده باندى اکتفا وکړى نو هغه هم کفايت کوى ، او نور د حج اعمال به په هغى طريقى باندى ادا کوى لکه يو سړى چه د خپل ځان لپاره حج کوى ، فقط تلبيه به وائى او نوم ذکر کولو ته ضرورت نشته لکه څرنګ چه يو حاجى د خپل ځان نه تلبيه وائى ، ليکن که چيرته په حج کښى د شخص تعين وکړى نو دا بهتره ده ، بيا به د نورو حاجيانو او عمرى والاو په شان په استمرار سره داسى تلبيه وائى : « لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ » (صحيح البخاري - (ج 5 / ص 445) ، مطلب دا دى چه داسى تلبيه به وائى لکه يو سړى چه د خپل ځان نه وائى ، ليکن صرف په ابتدا کښى به داسى وائى : ( لبيک حجا عن فلان ، او عمرة عن فلان ، او حجا وعمرة عن فلان ) د دى ويل په ابتدا کښى د احرام تړلو په وخت کښى غوره دى .
(٨) سوال : د هغى انسان څه حکم دى چه مکى ته د کار او يا د بل مقصد لپاره راشى ، او بيا ورته د حج فرصت ميلاو شى نو آيا دغه سړى به د خپل ځاى نه احرام تړى او که د حرم نه به حل ته اوځى ؟
جواب : کله چه يو شخص مکى ته راشى او د حج او د عمرى نيت ئى نه وى ليکن د بل مقصد لپاره راغلى وى لکه د رشته دار د ملاقات لپاره يا د مريض د پوښتنى لپاره او يا د تجارت لپاره راغلى وى ، ليکن بيا ورسره د حج او يا د عمرى فکر پيدا شى نو دغه انسان به د حج نيت د خپل ځاى نه کوى که په داخل د مکه کښى وى او يا په اطرافو کښى وى ، او که د عمرى اراده وکړى نو هغه به بيا حل ته اوځى که د تنعيم او جعرانى طرف وى او يا بل طرف وى ، ځکه چه په عمره کښى د حرم نه حل ته وتل واجب دى ، لکه څرنګ چه رسول الله r عائشى ته په هغى مهال حکم وکړه چه کله يى د عمرى اراده وکړه چه د خپل ورور عبدالرحمن سره د حرم نه حل ته اوځى تنعيم وى او که بل طرف وى ، او که د حج اراده لرى نو د خپل ځاى نه به تلبيه ووائى او د حج نيت به وکړى که په حرم کښى وى او يا د حرم نه بهر وى .
(٩) سوال : آيا د احرام تړلو لپاره دوه رکعته لمونځ کول شرط دى او که نا ؟
جواب : دغه لمونځ کول واجب او شرط نه دى ، ليکن د اهل علمو د هغى په استحباب کښى اختلاف دى ، د جمهورو عالمانو راى او قول دا دى چه دغه دوه رکعته مستحب دى ، اودس دى وکړى بيا به دوه رکعته لمونځ کوى او بيا به تلبيه ووائى ، او د دى لپاره يى د رسول الله r په عمل باندى استدلال کړى دى ، چه هغى د لمانځه نه روسته احرام تړلى دى ، يعنى په حجة الوداع کښى رسول الله r د ماسپښين لمونځ وکړه او بيا ئى احرام وتړه ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « أَتَانِي آتٍ مِنْ رَبِّي وَهُوَ بِالْعَقِيقِ أَنْ صَلِّ فِي هَذَا الْوَادِي الْمُبَارَكِ وَقُلْ عُمْرَةٌ فِي حَجَّةٍ » صحيح البخاري - (ج 8 / ص 147) ، ماته د خپل رب له طرفه يو راتلونکى راغى په داسى حال کښى چه هغه عقيق کښى ؤ چه په دى مبارکه وادى کښى لمونځ وکړه او وايه چه زما د حج سره د عمرى اراده هم ده .
نو جمهور عالمان وائى : چه دا حديث د دوه رکعته لمونځ په استحباب باندى دلالت کوى .
او ځنى نور علماء وائى : چه په دى کښى کوم صريح نص او حديث نشته ځکه چه د رسول الله r دا حديث « أَتَانِي آتٍ مِنْ رَبِّي وَهُوَ بِالْعَقِيقِ أَنْ صَلِّ فِي هَذَا الْوَادِي الْمُبَارَكِ » دا احتمال لرى چه مراد ترى د پنځه فرضى لمونځونو نه يو لمونځ وى ، او د احرام د لمانځه په هکله کوم صريح نص او دليل نشى کيدلى ، او دا چه رسول الله r د فرضى لمونځ نه روسته احرام او نيت تړلى ؤ نو دا د دوه رکعته لمونځ په استحباب باندى دليل نشى کيدلى چه په احرام پورى خاص وى ، ليکن په دى باندى دلالت کوى که چيرته دا خبره ميسره شى چه د عمرى او حج نيت او احرام د لمانځه نه روسته وى نو دا به ډيره غوره خبره وى .
(١٠) سوال : د هغى انسان څه حکم دى چه د احرام په حالت کښى د مذى او يا د تشو بولو( متيازو ) د څاڅکو وتل احساسوى ، او همداراز لمانځه ته د وتلو په وخت کښى ؟
جواب : چه کله يو مسلمان په دى باندى پوهه شى که چيرته د لمانځه وخت وى نو اودس کول پرى واجب دى ليکن د بولو او مذى وتلو له امله به استنجا کوى ، مګر د مذى وتلو په وخت کښى د (شرمګاه او هګو) پريمنځل واجب دى ، او د تشو بولو په وخت کښى به صرف خپل شرمګاه پريمنځى ، بيا که چيرته د لمانځه وخت داخل شوى وى نو د لمانځه د اودس په شان اودس به کوى ، او که چيرته د لمانځه وخت نه وى نو د لمانځه پورى د پريمنځلو تاخيرول څه پروا نه لرى ، ليکن پکار ده چه دغه عمل د وسوسو له امله نه وى بلکه يقين ضرورى دى ، او که چيرته د وسوسى له امله وى نو د دغى وسوسى ختمول پکار دى او اعراض ترى پکار دى تر څو چه انسان د وسوسو په مرض باندى مبتلا نشى ، ځکه کله يو انسان د وسوسى له امله ګمان کوى چه د ده د بدن نه څه شى خارج شو ليکن په حقيقت کښى ترى هيڅ شى نه وى خارج شوى ، نو وسوسو ته تسليميدل نه دى پکار ، بلکه د هغى پريښودل ، ختمول او هيرول پکار دى ، تر څو چه انسان په هغى باندى مبتلا نشى ، ليکن که چيرته د هغى نه ويريږى نو د اودس نه دى روسته د خپل شرمګاه ماحول ( شاوخوا ) په اوبه باندى لوند کړى ، تر څو چه د وسوسى د پيدا کيدو په وخت کښى دغه شى په اوبو باندى حمل کړى تر څو چه د وسوسى د شر نه په امان کښى پاتى شى .
(١١) سوال : ايا د پريمنځلو په خاطر د احرام د لباس بدلول جايز دى ؟
جواب: د احرام پريمنځل ، اويا ئى په نوى احرام باندى بدلول ، څه پروا نه لرى .
(١٢) سوال : ايا د نيت کولو او تلبيى ويلو نه مخکى د احرام په لباس باندى د عطرو او خوشبوئى استعمالول څه حکم لرى ؟
جواب : په لنګ او څادر باندى عطر لګول جايز ندى ، بلکه په بدن باندى د خوشبوئى لګول سنت دى ، لکه سر ، ږيره ، ترخګونه ، او داسى نور ځايونه ، هر چه د احرام لباس دى نو په هغى باندى د عطرو استعمال جايز ندى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « وَلَا ثَوْبًا مَسَّهُ الْوَرْسُ أَوْ الزَّعْفَرَانُ » صحيح البخاري - (ج 1 / ص 228) ( هغه جامى به نه اغوندى چه د زعفران او يا د ورس ( زيړګل ) خوشبوئى ورته رسيدلى وى » . ليکن که چيرته د احرام په لباس باندى خوشبوئى لګيدلى وى نو هغه به نه اغوندى تر څو چه هغه ئى پريمنځلى نه وى او يا به ئى بدلوى .
(١٣) سوال : د هغى انسان څه حکم دى چه د ترويى د ورځى نه مخکى په منى کښى وى آيا هغه به د مکى نه احرام تړى او که د منى نه ؟
جواب : څوک چه په منى کښى اوسيږى نو د هغى لپاره د منى نه احرام تړل جايز دى ، او مکى تللو ته کوم ضرورت نشته ، بلکه کله چه د حج وخت راغى نو د خپل ځاى نه به د حج نيت وکړى او تلبيه به ووائى . والحمدلله .
(١٤) سوال : آيا د متمتع حاجى لپاره څه معين وخت شته چه د حج تمتع نيت پکښى وکړى ، او آيا د هغى لپاره د ترويى د ورځ نه مخکښى د حج نيت او احرام تړل جايز دى ؟
جواب : هو د تمتع حج د نيت لپاره معين وخت شته دى ، چه هغه شوال ذوالقعدة او د ذوالحجة لس ورځى دى ، دغه د حج مياشتى دى ، نو دهغى لپاره د شوال نه مخکښى او د لوى اختر د شپى نه روسته د تمتع حج نيت کول جايز ندى ، ليکن غوره او بهتره خبره دا ده چه اول فقط د عمرى نيت وکړى ، او بيا چه کله د عمرى نه فارغه شى نويواځى د حج نيت وکړى ، نو دا کامل تمتع شو ،او که د دواړونيت وکړى نو ديته تمتع هم وائى او قارن ورته هم وائى ، او په دى دواړو حالتونو کښى په دغه حاجى باندى قربانى کول لازم دى ، چه هغى ته د تمتع قربانى وائى ، چه هغه يو داسى مال دى چه د لوى اختر قربانى پرى کيږى ، او يا د اوښ او غوائى اومه برخه ده ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : } فَمَنْ تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ { [سورة البقرة: 196] ، نو چاچه فايده واخسته په عمرى کولو د حج سره نو ( لازم دى په ده باندى ) هغه چه اسان وى د قربانۍ کولو نه ، او که د قربانۍ توان ئى نه وى نو لس ورځى روژى به نيسى درى ورځى په حج کښى او اوه ورځى چه کله خپل کورته واپس شى .
او که چيرته د شوال په اول وخت کښى د عمرى نيت وکړى او بيا د هغى نه روسته ځان حلال کړى او بيا د عمرى او د حج د احرام او نيت په مابين کښى تر اتم د ذوالحجى پورى دغه موده اوږده شى ، نو غوره دا ده چه د ذوالحجى په اتم تاريخ باندى د حج احرام او نيت وکړى ، لکه څرنګ چه د رسول الله r په حکم د هغى صحابه کرامو دغسى احرام او نيت کړى ؤ ، ځکه چه رسول الله r هغى صحابه کرامو ته چه د حج افراد او يا د حج قران نيت کړيؤ حکم وکړه چه خپل ځانونه حلال کړى مګر هغه حاجيان چه د ځان سره ئى د قربانۍ څاروى راوستلى وو ( نو هغوى په خپل حال پاتى شو) نو هغوى طواف او سعى وکړه او خپل سرونه ئى کم کړه او بيا ئى ځانونه حلال کړه ، نو دوى د تمتع حج والا وګرځيده ، بيا چه د ذوالحجى اتمه ورځ راغله نو رسول الله r صحابه کرامو ته حکم وکړه چه د خپلو کورونو نه د حج نيت او احرام وکړى ، او داسى طريقه ډيره غوره ده ، او که چيرته د ذوالحجى په اول کښى د حج احرام او نيت وکړى نو هغه کفايت کوى ليکن غوره دا ده چه په اتمه ورځ نيت او احرام وکړى ، لکه څرنګ چه د رسول الله r په حکم د هغى ملګرو دغسى کار وکړه .
(١٥) سوال : څوک چه د ميقات نه په غير د احرام او نيت نه تير شى نو د هغى څه حکم دى برابره خبره ده که د حج لپاره ځى يا د عمرى لپاره ځى او يا د بل غرض لپاره ځى ؟
جواب : څوک چه د حج او د عمرى اراده لرى او بيا په غير د احرام او نيت نه د ميقات نه تير شى نو په هغى باندى ميقات ته واپس کيدل او بيا د ميقات نه د حج او يا دعمرى احرام او نيت کول واجب دى ، ځکه چه رسول الله r په دى باندى حکم کړيدى ، لکه څرنګ چه فرمائى : « يُهِلُّ أَهْلُ الْمَدِينَةِ مِنْ ذِي الْحُلَيْفَةِ وَيُهِلُّ أَهْلُ الشَّأْمِ مِنْ الْجُحْفَةِ وَيُهِلُّ أَهْلُ نَجْدٍ مِنْ قَرْنٍ وَقَالَ ابْنُ عُمَرَ وَيَزْعُمُونَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ وَيُهِلُّ أَهْلُ الْيَمَنِ مِنْ يَلَمْلَمَ » صحيح البخاري - (ج 1 / ص 226) ، مدينى والا به د مدينى نه احرام تړى او شام والا به د جحفى نومى مقام نه احرام تړى او د نجد والا به د قرن منازل نومى ځاى نه احرام تړى ، او عبدالله بن عمر فرمائى چه هغوى دا ګمان کوى چه رسول الله r بيا وويل د يمن والا به د يلملم نوم مقام نه احرام تړى ، او داسى په صحيح حديث کښى راغلى دى ، او همدا راز عبدالله بن عباس فرمائى : « وَقَّتَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِأَهْلِ الْمَدِينَةِ ذَا الْحُلَيْفَةِ وَلِأَهْلِ الشَّأْمِ الْجُحْفَةَ وَلِأَهْلِ نَجْدٍ قَرْنَ الْمَنَازِلِ وَلِأَهْلِ الْيَمَنِ يَلَمْلَمَ فَهُنَّ لَهُنَّ وَلِمَنْ أَتَى عَلَيْهِنَّ مِنْ غَيْرِ أَهْلِهِنَّ لِمَنْ كَانَ يُرِيدُ الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ » صحيح البخاري - (ج 5 / ص 410) ، رسول الله r د مدينى والا لپاره ذوالحليفة ميقات ګرځولى دى او د شام والا لپاره ئى جحفة ، او د نجد والا لپاره ئى قرن منازل ، او د يمن والا لپاره ئى يلملم ، دغه ميقاتونه د دغى ذکرشوو خلکو لپاره دى او د هغى چا لپاره هم دى چه په دغى ميقاتونو تيريږى ، اګر چه د هغى په خوا کښى نه اوسيږى ليکن د هغى چا لپاره دا حکم دى چه د حج او عمرى اراده لرى ، نو که چيرته د حج او عمرى اراده لرى نو د هغى مياقت نه پرى احرام او نيت کول واجب دى چه تيريږى پرى ، که چيرته د مدينى له خوا راځى نو د ذوالخليفى نه به نيت کوى ، او که چيرته د شام مصر او د مغرب له خوا راځى نو د جحفى نه چه اوس په رابغ سره شهرت لرى احرام او نيت کوى ، او که د يمن له خوا راځى نو د يلملم نه به احرام تړى ، او که د نجد او طائف له خوا راځى نو د قرن منازل نه چه اوس په سيل کبير سره شهرت لرى احرام تړى ، ليکن غوره خبره دا ده که چيرته د حج په مياشتو کښى وى نو د عمرى نيت او احرام وکړى بيا طواف سعى وکړى ، ويخته کم کړى ، او بيا خپل ځان حلال کړى ، او بيا د حج په وخت کښى د حج نيت وکړى ، او که چيرته د حج د مياشتو نه علاوه په نورو مياشتو کښى په ميقات باندى تيريږى ، لکه د رمضان او يا د شعبان مياشت شوه نو صرف د عمرى نيت به کوى ، او که چيرته د بل مقصد لپاره مکى ته راځى لکه تجارت د خپلوانو او دوستانو ملاقات ليکن د حج او عمرى اراده نه لرى ، نو په دى باندى د اهل علمو د صحيح قول موافق احرام او نيت کول لازم ندى او په غير د احرام تړلو نه مکى ته داخليدى شى ، او د علماؤ په اقوالو کښى دا صحيح او راجح قول دى ليکن غوره دا ده چه د عمرى نيت وکړى او د فرصت نه استفاده وکړى .
(١٦) سوال : کله چه يو محرم انسان سره د مرض او يا د ويرى له امله دا شک وى چه د حج او د عمرى په ادا کولو به ونه توانيږى نو څه به کوى ؟
جواب : د احرام په وخت کښى دى داسى ووائى : « اللَّهُمَّ مَحِلِّي حَيْثُ حَبَسْتَنِي» صحيح البخاري - (ج 16 / ص 32) ، ( که ما لره کوم څيز رابند کړى نو زما د حلالکى ځاى به هم هغه ځاى وى ) ليکن دا په هغى وخت کښى چه د ځنى موانعو نه ويره لرى لکه مرض شو ، نو بيا شرط لګول سنت دى لکه څرنګ رسول الله r ضباعة بنت الزبير بن عبدالمطلب ته په دغى شرط لګولو حکم کړى وو هر کله چه ئى هغى ته د مرض شکايت وکړه .
(١٧)سوال : آيا د زنانو لپاره چه په هر قسم جامو او لباس کښى وغواړى احرام او نيت کول جايز دى ؟
جواب : هو د زنانه لپاره په هر قسم جامو کښى چه وغواړى احرام تړل جايز دى ، د هغى د احرام لپاره څه خاص قسم کپړى نشته ، لکه څرنګ چه د ځنى عوامو خلکو ګمان دى ، ليکن د زنانه لپاره په داسى جامو او کپړو کښى احرام تړل پکار دى چه خايسته نه وى او د خلکو نظر نه راجلبوى ، ځکه چه په حج کښى زنانه کله د پردو نارينه سره مخامخ کيږى ، نو پکار ده چه په ساده جامو کښى احرام وتړى چه نظرونه نه راجلبوى او سبب د فتنى ونه ګرځى، ليکن که په خايسته او ډولى جامو کښى احرام هم وتړى نو نيت ئى صحيح دى ليکن غوره عمل ئى ترک کړه .
او هر چه نارينه دى نو هغه به په دوه سپينو جامو يعنى لنګ او څادر کښى احرام تړى ، او که چيرته سپين نه وى نو هم څه پروا نه لرى . ځکه چه د رسول الله r نه ثابت شوى چه هغى په شين څادر کښى طواف کړى ؤ ، او د هغى نه دا هم ثبوت لرى چه تور پټکى ئى په سر کړى ؤ ، حاصل دا شو چه په غير د سپين رنګى جامى نه په نورو رنګونو کښى هم احرام تړل جايز دى .
(١٨) سوال : هغه حاجى يا د عمرى والا چه د هوا له لارى راځى نو هغه به د کوم ځاى نه احرام تړى ؟
جواب : هغه څوک چه د هوا او يا د سمندر له لارى راځى نو هغه به د ميقات د محاذاتو ( سمخت ) نه احرام تړى لکه څوک چه په زمکه باندى ځى او د ميقات سره برابر شى نو احرام وتړى ، ليکن د طيارى او کشتۍ د سرعت له امله که د احتياط نه کار واخلى او د ميقات نه لږ وړاندى احرام وتړى نو څه پروا نه لرى .
(١٩) سوال : هغه څوک چه د هغى سکن د ميقات نه مکى طرف ته نږدى وى نو د کوم ځاى نه به احرام تړى ؟
جواب : څوک چه د ميقات نه مکى طرف ته نږدى وى نو هغه به د خپل ځاى نه احرام تړى لکه ، د ( ام سلم ) نومى مقام اوسيدونکى ، او يا د ( بحرى ) نومى ځاى اوسيدونکى ، او يا د جدى اوسيدونکى نو دوى به د خپل کلى نه احرام تړى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى د عبدالله بن عباس په روايت سره : « فَمَنْ كَانَ دُونَ ذَلِكَ فَمِنْ حَيْثُ أَنْشَأَ حَتَّى أَهْلُ مَكَّةَ مِنْ مَكَّةَ » صحيح البخاري - (ج 5 / ص 416) ، څوک چه د دغى ميقات نه نږدى وى نو د هغوى د احرام ځاى هغه دى چه د کوم ځاى نه هغوى شروع کړى وى . په بل روايت کښى راغلى دى چه د خپل کورنه به احرام تړى تر دى چه د مکى اوسيدونکى به د مکى نه احرام تړى .
(٢٠) سوال : د ترويى په ورځ به حاجيان د کوم ځاى نه احرام تړى ؟
جواب : د خپل کورنه به احرام تړى لکه څرنګ چه د رسول الله r صحابه کرامو په حجة الوداع کښى په ( ابطح ) نومى مقام کښى د هغى په حکم سره د خپلو کورونو نه احرام تړلى ؤ ، او همدا راز څوک چه په مکه کښى داخل وى نو هغه به هم د خپل کورنه احرام تړى ، لکه څرنګ چه د عبدالله بن عباس په حديث کښى مخکى تير شو ، چه رسول الله r فرمائى : « مَنْ كَانَ دُونَهُنَّ فَمُهَلُّهُ مِنْ أَهْلِهِ وَكَذَاكَ حَتَّى أَهْلُ مَكَّةَ يُهِلُّونَ مِنْهَا » متفق عليه ، صحيح البخاري - (ج 5 / ص 410) څوک چه د ميقات نه نږدى وى نو د هغوى د احرام ځاى خپل کور دى تر دى چه د مکى اوسيدونکى به د مکى نه احرام تړى .
(٢١) سوال : د هغى حاجى څه حکم دى چه د بل ملک نه په طياره کښى د حج په اراده راشى او بيا دغه طياره د جدى په هوائى ميدان کښى کښينى او د حج نيت ئى نه وى کړى نو بيا د جدى نه احرام وتړى نو آيا په دغى حاجى باندى څه شى شته ؟
جواب : چه کله طياره په جده کښى ښکته شى او دغه حاجى د شام او يا د مصر اوسيدونکى وى ، نو هغه به رابغ ته ځى او د هغى ځاى نه به احرام تړى او د جدى نه احرام نشى تړلى ، او همدا راز که د نجد نه راغلى وى او احرام ئى نه وى تړلى نو هغه به قرن منازل يعنى سيل کبير ته ځى او د هغى ځاى نه به احرام تړى ، ليکن که د جدى نه احرام وتړى او خپل ميقات ته لاړ نشى نو بيا پرى دم لازميږى چه په مکه کښى به يو داسى گډ حلالوى چه اضحيه يعنى د اختر قربانى پرى کيږى او يا به د اوښ او غوائى اومه حصه کښى شريکيږى بيا به ئى د مکى په مسکينانو تقسيموى لکه څرنګ چه دا خبره مخکى تيره شوه تر څو چه د حج او عمرى لپاره دا جبرانه وګرځى .
(٢٢) سوال : د هغى سړى څه حکم دى چه د حج افراد نيت ئى کړى وى بيا چه کله مکى ته ورسيږى نو خپل نيت په تمتع حج سره بدل کړى ، نو عمره وکړى او بيا خپل ځان حلال کړى آيا په دغى سړى باندى څه شى لازميږى ، او د حج نيت به کله کوى ، او د کوم ځاى نه به احرام تړى ؟
جواب : دا کار ډير غوره دى ، کله چه هغه حاجى چه د حج نيت يى کړى وى او يا ئى د حج او عمرى دواړو نيت کړى وى نو د هغى لپاره غوره خبره دا ده چه هغه د عمرى په نيت باندى بدل کړى ، ځکه چه په دغى کار باندى رسول الله r خپلو صحابه کرامو ته حکم کړى ؤ ، کله چه هغوى مکى ته راورسيده نو ځنو پکښى د حج قران نيت کړى ؤ او ځنو پکښى د حج افراد ، نو هغه کسان چه قربانى ورسره نه وه ، نو هغوى ته ئى امر وکړه چه خپل نيت په عمره باندى بدل کړى ، نو هغوى بيا د عمرى طواف او سعى وکړه او خپل ځانونه ئى حلال کړه ، مګر هغه کسان چه د ځان سره ئى د قربانۍ څاروى راوستى ؤ نو هغوى په خپل احرام او نيت باندى د اختر تر ورځى پورى پاتى شو تر څو چه د حج او عمرى نه فارغه شو او چا چه د حج نيت کړى ؤ نو هغوى صرف د حج نه فارغه شو.
حاصل دا شو چه کله څوک مکى ته راشى په داسى حال کښى چه يا ئى د حج افراد نيت کړى وى او يا ئى د حج قران او د قربانۍ څاروى ئى د ځان سره نه وى راوستى نو دهغى لپاره په عمرى سره د خپل احرام او نيت بدلول سنت دى نو طواف او سعى به وکړى خپل ويښتان به کم کړى او ځان به حلال کړى بيا به د حج په وخت کښى د حج نيت وکړى نو د هغى حج به تمتع شى او قربانى به کوى .
(٢٣) سوال : څوک چه د حج تمتع نيت وکړى او بيا چه کله ميقات ته ورسيږى نو هلته خپله راى بدله کړى او د حج افراد تلبيه ووائى نو د دغى حاجى څه حکم دى ، آيا په دغى حاجى باندى قربانى شته ؟
جواب : که چيرته دغى سړى د ميقات د رسيدلو نه مخکى د حج افراد نيت کړى وى ، او بيا چه کله ميقات ته ورسيږى نيت بدل کړى او د حج افراد نيت وکړى نو دا څه پروا نه لرى او فديه پرى هم نشته ، او که چيرته د ميقات نه او يا د ميقات نه ئى وړاندى د حج او عمرى دواړو تلبيه او نيت کړى وى او بيا هغه په حج افراد سره بدلوى نو دا کار ورله جايز ندى ، ليکن که خپل نيت په عمرى سره بدلوى نو دا ورله جايز دى ، حاصل دا شو چه حج قران په حج افراد سره نه شى بدلولى ، ليکن عمرى ته ئى فسخه کولى شى ، ځکه چه دا کار ډير اسان دى مسلمان ته ، او بل له دى امله چه رسول الله r پرى خپلو صحابه کرامو ته امر کړى ؤ ، نو طواف او سعى به وکړى خپل ويښته به کم کړى ځان به حلال کړى بيا د حج په وخت کښى د حج تلبيه او نيت وکړى نو په دى کار سره به هغه متمتع حاجى شى .
(٢٤) سوال : د هغى انسان څه حکم دى چه د حج او عمرى دواړو نيت ئى کړى وى او بيا چه کله مکى ته ورسيږى نو خرچه ترى ضائع شى نو د قربانۍ کولو توان ورسره پاتى نشى ، نو له دى امله دغه سړى خپل نيت حج افراد ته بدل کړى نو آيا دا کار صحيح دى ، او که چيرته د بل چالپاره حج کوى او هغى پرى د تمتع حج شرط کړى وى نو څه به کوى ؟
جواب : داسى کار ورله جايز ندى اګر که خرچه ترى ورکه هم شى نو کله چه د قربانۍ نه عاجزه شى نو لس ورځى روژى دى ونيسى درى ورځى په حج کښى او اوه ورځى چه کله خپل کورته واپس شى ، نو د تمتع حج په نيت به پاتى کيږى ، او په دغى سړى باندى د شرط پوره کول واجب دى يعنى اول به د عمرى نيت وکړى طواف او سعى دى وکړى او بيا دى خپل ويخته کم کړى او ځان دى حلال کړى ، او بيا به د حج تلبيه او نيت کوى قربانى به هم کوى ، ليکن که د قربانئ کولو نه عاجزه شى نو لس ورځى روژى به نيسى درى ورځى په حج کښى او اوه ورځى چه کله خپل کور ته راستون شى ، ځکه چه د حاجى لپاره غوره دا دى چه د عرفات په ورځ روژه نه وى تر څو چه د رسول الله r تابعدارى راشى ځکه چه هغه د عرفات په ورځ روژه نه ؤ .
(٢٥) سوال : د هغى انسان څه حکم دى چه د حج او عمرى دواړو ( د حج قران ) نيت ئى کړى وى او بيا د عمرى ادا کولو نه روسته خپل احرام خلاص کړى نو آيا دغه سړى متمتع حاجى بللى کيږى ؟
جواب : هو چه کله د حج قران نيت وکړى او بيا طواف او سعى وکړى او بيا خپل ويخته واړه کړى ، او دغه عمل ئى د عمرى په نيت وکړه نو دغى ته متمتع وائى او د تمتع حج قربانى پرى واجب ده .
(٢٦) سوال : د هغى انسان څه حکم دى چه حج ادا کوى په داسى حال کښى چه هغه لمونځونه پريږدى برابره خبره ده که قصدا ئى ترکوى او که د سستۍ او تنبلۍ له امله ئى ترکوى ، او آيا دغه حج ئى د اسلام د حج لپاره کافى کيږى ؟
جواب : څوک چه په داسى حال کښى حج کوى چه هغه بيلمازه ( تارک صلاة ) وى که چيرته د لمانځه د فرضيت نه منکر وى نو په اجماع د امت سره دغه سړى کافر دى حج ئى نه صحيح کيږى ، او که چيرته د تنبلۍ او سستۍ له امله لمونځ ترکوى نو په دى کښى د علماؤ اختلاف دى ، د ځنى عالمانو په نزد د هغى حج صحيح دى او ځنى وائى چه حج ئى فاسد دى ، ليکن صحيح او حقه خبره دا ده چه حج ئى صحيح ندى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « الْعَهْدُ الَّذِي بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ الصَّلَاةُ فَمَنْ تَرَكَهَا فَقَدْ كَفَرَ» سنن الترمذي - (ج 9 / ص 207)
زمونږ او د هغوى په مابين کښى عهد د لمانځه دى چا چه لمونځ ترک کړه نو يقينا کفر ئى وکړ ، او همدا راز رسول الله r فرمائى : « بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلَاةِ » صحيح مسلم - (ج 1 / ص 229) د سړى او د شرک او کفر په مينځ کښى پريښودل د لمانځه دى ، دا حکم عام دى هغه چاته چه لمونځ قصدا ترکوى لکه څرنګ چه هغى چاته هم شامل دى چه د سستۍ له امله لمونځ ترکوى ، والله ولي التوفيق .
(٢٧) سوال : د حج په ورځو کښى د زنانو لپاره د هغى دوا استعمالول څه حکم لرى چه ماهانه بيمارى ( حيض) بندوى ؟
جواب : په دغى کار کښى څه ګناه نشته ځکه چه په هغى کښى فائده او مصلحت دى تر څو چه د خلکو سره په يو ځاى طواف وکړى او ملګرى ئى د دى له امله حصار نشى .
(٢٨) سوال : کله چه يوه زنانه د احرام او نيت کولو نه روسته حائضه شى او يا پرى د نفاس ( ولادت ) بيمارى راشى نو آيا د هغى لپاره د بيت الله طواف کول صحيح کيږى ، او څه به کوى او آيا طواف وداع ( درخصتئ طواف ) پرى شته ؟
جواب : چه کله د عمرى لپاره راشى د روغيدو او پاکيدو پورى به انتظار کوى چه کله پاکه شى طواف به وکړى او سعى به وکړى او ويښته به کم کړى نو عمره به ئى کامله شى .
او که چيرته دا د عمرى او يا د حج د نيت او احرام تړلو نه روسته وى نو هغه به د حج ټول کارونه کوى لکه په عرفات باندى ودريدل ، مزدلفى ته راتلل ، د جمراتو ويشتل ، او نور اعمال د حج لکه تلبيه او ذکر شو ، چه کله پاکه شى نو د حج طواف او سعى به کوى ، او که چيرته پرى د فرضى طواف او سعى نه روسته او د رخصتۍ طواف نه مخکى حيض راشى نو طواف وداع ترى ساقطيږى ، ځکه چه په حائضه او نفاس والا زنانو باندى د رخصتئ طواف واجب ندى . والحمدلله .
(٢٩) سوال : ايا په مقام ابراهيم کښى د هر طواف نه روسته دوه رکعته لمونځ کول لازم دى او که د چانه هير شى نو د هغى څه حکم دى ؟
جواب : په مقام ابراهيم کښى د هغى ادا کول لازم ندى ، د حرم په هر ځاى کښى چه دوه رکعته لمونځ وکړى کفايت کوى ، او که د چانه هير شى څه ګناه پرى نشته ځکه چه هغه سنت دى واجب ندى .
(٣٠) سوال : د هغه چا څه حکم دى چه د افاضي طواف د رخصتۍ طواف ته روسته کړى او د دواړو لپاره يو طواف وکړى يعنى يوطواف وکړى ليکن په نيت د افاضى او رخصتئ دواړو سره ، او آيا د شپى له خوا فرضى طواف ادا کيداى شى ؟
جواب : دغه کار څه پروا نه لرى چه کله د حج د اعمالو نه روسته د سفر په وخت کښى فرضى طواف وکړى ، ځکه چه دغه فرضى طواف ئى د طواف وداع لپاره هم کفايت کوى ، برابره خبره ده چه د فرضى طواف سره يى د طواف وداع نيت کړى وى او که نه ، حاصل دا دى چه د تللو په وخت کښى يواځى فرضى طواف د طواف وداع نه هم کفايت کوى ، او که چيرته د دواړو نيت وکړى نو هم څه پروا نه لرى ، او طواف افاضه او د رخصتۍ طواف د شپى او ورځى له خوا په هر وخت کښى کيداى شى .
(٣١) سوال : د دى څه حکم دى چه د لمانځه لپاره اقامت وشى او حاجى او عمرى والا طواف او سعى نه وى کامله کړى ؟
جواب : د خلکو سره دى لمونځ وکړى او بيا دى خپل طواف او سعى مکمل کړى او د هغى ځاى نه به شروع کوى چه کوم ځاى ته رسيدلى وى .
(٣٢) سوال : ايا د طواف او سعى لپاره طهارت او اودس شرط دى ؟
جواب : فقط په طواف کښى طهارت او اودس شرط دى ، او هر چه سعى ده نو طهارت پکښى غوره دى او که په غير د اودس نه سعى وکړى نو جايز ده .
(٣٣) سوال : آيا په عمره کښى طواف وداع واجب دى ، او آيا د وداعى طواف نه روسته د مکى نه د يو شى رانيول جايز دى او که نا ، برابره خبره ده که حج وى او يا عمره ؟
جواب : په عمره کښى د رخصتئ طواف واجب ندى ليکن کول ئى غوره دى ، که چيرته په غير د طواف وداع نه يو سړى اوځى نو څه پروا نه لرى ، ليکن په حج کښى واجب دى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « لَا يَنْفِرَنَّ أَحَدٌ حَتَّى يَكُونَ آخِرُ عَهْدِهِ بِالْبَيْتِ » سنن ابن ماجه - (ج 9 / ص 194) ، يو کس دى هيڅ کله نه ځى تر څو چه شى اخرى عهد او زمانه د ده (طواف ) د بيت الله شريف ، او دا خطاب حاجيانو ته ؤ .
او د دغى سړى لپاره د رخصتۍ د طواف نه روسته د ټولو هغى شيانو رانيول چه ضرورت ورته لرى جايز دى ، اګر که د تجارت لپاره هم وى تر څو چه د طواف نه روسته ډير نه حصاريږى ، او که چيرته د وداعى طواف نه روسته ډيره موده حصارشى نو بيا به دوباره طواف کوى ، او که د عرف په اعتبار سره ئى ډير زنډ نه وى کړى نو بيا پرى مطلقا د طواف اعاده نشته .
(٣٤) سوال :آيا په حج او عمره کښى په طواف باندى د سعى مخکى کول جايز دى ؟
جواب : سنت دا دى چه اول طواف وکړى او بيا سعى ليکن که د ناپوهۍ له امله سعى په طواف مخکى کړى نو څه پروا نه لرى لکه څرنګ چه د رسول الله r نه دا ثابته ده چه يو سړى ترى پوښتنه وکړه نو وئى ويل : « سَعَيْتُ قَبْلَ أَنْ أَطُوفَ » سنن أبي داود - (ج 5 / ص 384)
چه ما اول سعى وکړه او بيا مى طواف وکړه نو هغى ورته وفرمايل : « لَا حَرَجَ » ( چه څه پروا نه لرى ) نو دا په دى خبره دلالت کوى که چيرته سعى په طواف باندى مخکى کړى نو دا جايز ده ، ليکن سنت دا دى چه اول طواف وکړى او بيا سعى وکړى ، نو دا په عمره او حج دواړو کښى سنت دى .
(٣٥) سوال : د سعى شرعى طريقه څه ده ، اود کوم ځاى نه به سړى سعى شروع کوى ، او د سعى د تلو راتلو شمير څومره دى ؟
جواب : د صفا نه به ئى شروع کوى او په مروه به ئى ختموى ، او اوه ځلى به ځى راځى چه اول ګردش به د صفا نه شروع کوى او اخرى ګردش به په مروه باندى ختموى . او په هغى کښى به د الله تعالى ذکر او پاکى بيانوى دعاګانى به کوى او په صفا او مروه دواړو باندى به درى کرتى په داسى حال کښى ذکر دعاګانى او تکبيرونه تکراروى چه لاسونه به ئى د قبلى په طرف اوچت کړى وى لکه څرنګ چه رسول الله r داسى عمل کړى ؤ .
(٣٦) سوال : په عمره او حج کښى د مناسکو د ادا کولو نه روسته د ويختو تراشول غوره دى او که کمول ؟ او آيا د سر د ځنو ويختو کمول کفايت کوى او که نا ؟
جواب : په عمره او حج دواړو کښى د ويختو تراشول غوره دى ځکه چه رسول الله r د سر تراشونکو( خروونکو ) ته په مغفرت او رحمت سره درى کرتى دعا کړى او کمونکو ته ئى يو ځل ، نو غوره عمل د ويختو تراشول دى ليکن که چيرته عمره د حج نه لږه زمانه مخکى وى نو بيا ئى کمول بهتر دى ، تر څو چه په حج کښى بيا د ويختو خرول متوفر شى ، ځکه چه حج د عمرى نه ډير کامل دى نو اکمل عمل به د اکمل لپاره شى ، او که چيرته عمره د حج نه ډيره موده مخکى وى لکه د شوال په مياشت کښى چه ويخته پکښى دوباره اوږده کيداى شى نو بيا خرول بهتر دى . او د علماؤ د صحيح قول موافق د سر د ويختو د ځنى حصى کمول او يا ئى خرول جايز ندى ، بلکه د ټول سر کمول او يا ئى خرول واجب دى . او غوره دا ده چه د کمولو او يا د خرولو په مهال په ښى طرف باندى شروع وکړى .
(٣٧) سوال : حاجيان به کله عرفات ته ځى او څه وخت به بيرته راستنيږى ؟
جواب : د عرفى په ورځ د لمر ختلو نه روسته عرفات ته تلل سنت دى چه هغه د ذوالحجى د نهمى ورځ سره سمون خورى ، هلته به د ماسپښين او مازديګر لمونځونه په يوځاى باندى او په يو اذان او دوه اقامتونو سره د قصر په حالت کښى ادا کوى يعنى جمع تقديم به کوى ، او دا د رسول الله r او د هغى د صحابه کرامو د اقتدا له امله ، او بيا به هلته د لمر د پناه کيدو پورى په داسى حالت کښى وخت تيروى چه د الله تعالى په ذکر دعاګانو د قران په تلاوت او د تلبيى په ويلو به مشغول وى ، او په کثرت سره د
« لَاإِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ، سُبْحَانَ اللَّهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ » ويل سنت دى ، او د دعا په حالت کښى به قبلى ته مخ کړى او خپل لاسونه به اوچتوى ، او د دعا نه به مخکى د الله تعالى حمد او په رسول الله r باندى درود وائى ، او عرفات ټول د اودريدلو ځاى دى ، او کله چه لمر پناه شى نو د حاجيانو لپاره په طرف د مزدلفى تلل روا شو ليکن په سکون او وقار سره به ځى تلبيه به وائى ، کله چه مزدلفى ته ورسيږى نو هلته به د ماښام او ماخوستن لمونځونه په يو ځاى باندى او په يو اذان او دوه اقامتونو سره ادا کوى يعنى درى رکعته د ماښام او دوه رکعته د ماخوستن لمونځ به کوى .
(٣٨) سوال : په مزدلفه کښى شپه تيرول څه حکم لرى ، او اندازه ئى څومره ده ، او حاجى به کله د هغى نه روانيږى ؟
جواب : د علماؤ د صحيح قول موافق په مزدلفه کښى شپه تيرول واجب ده ، او ځنى علماء وائى چه فرض او رکن دى ، او ځنى وائى چه مستحب ده ، ليکن حق او صحيح قول دا دى چه دغه شپه په مزدلفه کښى واجب ده چه په پريخودو ئى دم لازميږى ، سنت دا دى چه د سهار د لمانځه نه روسته چه کله ښه رڼا شى بايد سړى د منى په لور د تلبيي ويلو په حال کښى روان شى ، او دا هم سنت دى چه د لمانځه نه روسته سړى ذکر او دعاګانى وکړى ، چه کله ښه رڼا شى بيا به منى ته ځى .
او د کمزورو زنانو نارينو او بوډاګانو لپاره د نيمى شپى نه روسته د مزدلفى نه تلل جايز دى ، ځکه چه رسول الله r دغسى خلکو ته رخصت ورکړيدى ، او د طاقتمندو ( طاقت لرونکو ) خلکو لپاره سنت دا دى چه د سهار لمونځ وکړى او بيا په کثرت سره د الله تعالى ذکر وکړى ، او بيا د لمر ختلو نه مخکى روان شى ، او په مزدلفه کښى هم لکه د عرفات په شان په دعاګانو کښى د لاسونو اوچتول او قبلى ته مخ کول سنت دى ، او مزدلفه هم ټوله د ودريدلو ځاى دى .
(٣٩) سوال : د تشريق په ورځو کښى د منى نه بهر شپى تيرول څه حکم لرى ، برابره خبره ده که په قصد سره وى او يا په منى کښى د ځاى د نه پيدا کيدو له امله وى ، او حاجيان به کله د منى نه روانيږى ؟
جواب : د صحيح قول موافق په منى کښى يولسمه او دولسمه شپه تيرول واجب دى ، او محققينو عالمانو دى قول ته ترجيح ورکړيده ، چه په ټولو حاجيانو نارينو او زنانه ؤ باندى په منى کښى شپه تيرول واجب دى ، ليکن که چيرته ځاى پيدا نکړى نو بيا ترى دغه حکم ساقطيږى او هيڅ پرى نشته ، او که څوک په غير د عذر نه په منى کښى شپه ونکړى نو دم پرى لازميږى .
او حاجيان د دولسمى ورځى د زوال نه روسته د جمراتو د ويشتلو نه روسته تللى شى ، او که چيرته ديارلسمى ورځ ته پاتى شى او بيا په دغى ورځ کښى د زوال نه روسته جمرات وولى نو دا ډيره غوره او بهتره خبره ده .
(٤٠) سوال : د حاجيانو لپاره د اختر د ورځى په کارونو کښى بهترينه طريقه څه ده ، او آيا په دغى کارونو کښى تقديم او تاخير (مخکى کول او روسته کول ) جايز دى ؟
جواب : د اختر په ورځ سنت طريقه دا ده چه اول به جمرة العقبة ( لوى شيطان ) چه دا دمکى خواته نږدى ده په اوه کاڼو باندى وولى او د هر کاڼى د ويشتلو سره به الله اکبر وائى ، او بيا به قربانى کوى که چيرته ورسره وى ، او بيا به خپل سر تراش کړى ( وخروى ) او يا دى کم کړى ليکن تراشول ئى غوره دى ، بيا به طواف او سعى وکړى که چيرته پرى سعى وى ، او دا غوره طريقه ده لکه څرنګ چه رسول الله r دغسى کار کړى ؤ ، ځکه چه هغى اول جمرة العقبه وويشتله بيا ئى قربانى وکړه ، بيا ئى سر تراش کړه بيا مکى ته لاړو او طواف ئى وکړه . نو دا ترتيب غوره دى د جمرى ويشتل بيا قربانى کول بيا سر تراشول او يا ئى کمول بيا طواف او سعى کول که چيرته پرى سعى وى ، او که په دغى کارونو کښى ځنى په ځنو نورو مخکى کړى نو څه پروا نه لرى ، نو که چيرته د جمرى د ويشتلو نه مخکى قربانى وکړى ، او يا اول طواف وکړى او بيا روسته شيطان وولى ، او يا د جمرى د ويشتلو نه مخکى سر تراش کړى ، او يا د قربانۍ کولو نه مخکى سر وخروى ، نو په دى ټولو حالتونو کښى څه پروا نه لرى ، ځکه چه په دغى ورځ د رسول الله r نه د هغى چا په هکله تپوس وشو چه تقديم او تاخير ئى کړى وى نو رسول الله r وفرمائل : « لَا حَرَجَ لَا حَرَجَ » سنن أبي داود - (ج 5 / ص 384) يعنى څه پروا نه لرى څه پروا نه لرى .
(٤١) سوال : د جمراتو په ويشتلو کښى د مريض انسان زنانه او د ماشوم وکالت کول څه حکم لرى ؟
جواب : د مريض انسان او يا د کمزورى زنانه نه لکه اميدواره او يا ډيره درنه وى ( څاربه ) او يا ډيره ضعيفه وى چه جمرات نه شى ويشتلى نو د هغى نه وکالت کول څه پروا نه لرى ، او هرچه قوى او چالاکه زنانه ده نو هغه به په خپله جمرى ولى ، او که څوک د ورځى له خوا د زوال نه روسته د جمراتو د ويشتلو نه عاجزه شى نو هغه به د شپى له خوا جمرى ولى ، او که څوک د اختر په ورځ د جمرى د ويشتلو نه عاجزه شى نو هغه به بيا په يولسمه شپه جمره ولى ، او که څوک په يولسمه ورځ د جمراتو د ويشتلو نه عاجزه شى نو هغه به بيا په دولسمه شپه جمرات ولى ، او که څوک په دولسمه ورځ د زوال نه روسته د شيطانانو د ويشتلو نه عاجزه شى نو هغه به بيا په ديارلسمه شپه دغه شيطانان ولى ، او چه کله سهار شى نو بيا د جمراتو د ويشتلو وخت ختم شو ، او د تشريق په ورځو کښى به د زوال کيدو نه روسته جمرات ( شيطانان ) ولى .
(٤٢) سوال : آيا د تشريق په ورځو کښى د هغه چا لپاره چه عذر نه لرى د شپى له خوا جمرات ويشتلى شى ، او همداراز هغه خلک چه د ښځو او د ضعيفانو( کمزورو ) خلکو په ملګرتوب کښى د مزدلفى څخه د نيمى شپى نه روسته منى ته لاړ شى د هغوى لپاره د جمرة العقبة ( لوى شيطان ) ويشتل جايز دى او که نه ؟
جواب : صحيح او راجح قول دا دى چه د لمر د پريوتو (غروب ) نه روسته د جمراتو ويشتل جايز دى ، ليکن که چيرته ممکنه وى نو سنت او غوره دا ده چه د زوال نه روسته او د لمر پريوتلو نه مخکى جمرات وويشتلى شى ، اوکه چيرته ميسر نه شى نو د لمر د پريوتو (غروب ) نه روسته هم د هغى ويشتل جايز دى .
او کوم خلک چه د ضعيفانو او ښځو په ملګرتوب کښى د مزدلفى څخه منى ته لاړ شى لکه د محرم په صفت او يا د ډرايورپه صفت اګر که دوى توان هم لرى نو د دوى حکم هم د هغى کمزورو خلکو په شان دى نو د دوى لپاره د ښځو په ملګرتوب کښى د شپى په اخرى حصه کښى د جمراتو ويشتل جايز دى .
(٤٣) سوال : حاجيان به څه وخت د جمراتو په ويشتلو شروع کوى ؟ او په څه طريقه به ئى ولى ؟ او څو کاڼى به وى ؟ او په کومه جمره ( شيطان ) به شروع کوى ؟ او څه وخت به ختميږى ؟
جواب : د اختر په ورځ به په جمرة العقبه چه کومه مکى ته نږدى ده شروع کوى ، او که چيرته ئى د اختر د نيمى شپى نه روسته وولى نو هم جايز ده ، ليکن غوره دا ده چه د اختر په ورځ د څاښت نه نيولى د لمر تر پريوتلو پورى ئى وولى ، او که چيرته ئى د ورځى له خوا ونه ولى نو بيا ئى د لمر د پريوتو نه روسته د شپى په هره حصه کښى ويشتلى شى ، په يو يو کاڼى به شيطان ولى او د هر کاڼى سره به الله اکبر وائى ، ليکن د تشريق په ورځو کښى به د زوال نه روسته شيطانان ولى ، ليکن د ( وړى ) جمرى نه چه کوم مسجد خيف ته نږدى ده شروع کوى هغه به په اوه کاڼو وولى او د هر کاڼى سره به الله اکبر وائى ، بيا به منځنى جمره ( شيطان ) په اوه کاڼو ولى ، بيا به اخرى جمرة العقبه په اوه کاڼو ولى ، او جمرات به په يولسمه او دولسمه ورځ ولى او همداراز هغه څوک چه تلوار نه کوى نو په ديارلسمه به هم درى سره جمرات ولى .
او سنت طريقه دا ده چه کله وړوکى شيطان ولى نو قبلى ته به مخ کړى او دغه جمره به چپ طرف ته وګرځوى او اوږده دعا به وکړى ، او کله چه دوهم شيطان ولى نو بيا به هم دغه طريقه وکړى ليکن منځنى جمره به ښى طرف ته وګرځوى او اوږده دعا به وکړى ، او هر چه اخرنۍ جمره ده چه کومه مکى ته نږدى ده نو د هغى د ويشتلو نه به روسته دعا نه کوى ، ځکه چه رسول الله r کله دغه جمره وويشته نو د دعا لپاره نه ؤ دريدلى .
(٤٤) سوال : د هغى چا څه حکم دى چه دا شک کوى چه کيداى شى ځنى کاڼى به په حوض کښى نه وى لګيدلى ؟
جواب : چه څوک په شک کښى وى نو هغه دى اوه کاڼى مکمل کړى د منى د ځمکى نه دى اوه کاڼى پوره کړى .
(٤٥) سوال : آيا د حاجيانو لپاره په هغى کاڼو باندى د جمرو ويشتل جايز دى چه د جمراتو شا او خوا پراته وى ؟
جواب : د حاجيانو لپاره دغه کار جايز دى ځکه غالبه او اصلى خبره دا ده چه په دغو کاڼو باندى جمرى ندى ويشتلى شوى ليکن هغه کاڼى چه په حوض کښى پراته دى په هغى باندى د جمراتو ويشتل جايز ندى .
والحمد لله رب العلمين على الاکمال الذي بنعمته تتم الصالحات ، د ترجمى د پاى تاريخ : ٢٨/٣/١٤٣١هـــ الموافق يوم الاحد تمام الساعة ١١ و ٢٠ دقيقة في مدينة حائل في مکتب توعية الجاليات .