أبو زكريا
_31 _May _2013هـ الموافق 31-05-2013م, 12:08 AM
د روژى مسائل
(١)سوال : د رمضان د مياشتى روژه په چا باندى فرض ده او فضيلت ئى څه دى ، او همداراز د نفلى روژو څه فضيلت دى ؟
جواب : د رمضان د مياشتى روژى په هر بالغ او مکلف انسان باندى که نارينه وى او يا زنانه فرض دى ، او د هغو نارينه او زنانه لپاره چه د روژو دنيولو طاقت لرى او عمرونه ئى اوه کالو ته رسيدلى وى د رمضان د مياشتى روژى نيول مستحب دى ، اود سرپرستو او مشرانو لپاره لازم دى چه هغوى ته د دغى روژو په نيولو باندى حکم وکړى چه کله د روژو د نيولو توان لرى ، لکه څرنګ چه هغوى ته په لمانځه باندى امر کوى ، او د دى لپاره دليل دالله تعالى دا قول دى چه فرمائى : } يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ # أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ { سورة البقرة ١٨٣ــ١٨٤ ] ، اى د ايمان والاو په تاسو باندى روژه فرض شوى ده لکه څرنګ چه په هغو خلکو باندى فرض شوى وه چه ستاسو نه مخکى تير شوى ؤ ښائى چه تاسو وويريږۍ ، په داسى حال کښى چه يو څو ورځى دى شمار کړى شوى نو که څوک ستاسو نه مريض وى او يا په سفر کښى وى نو په نورو ورځو کښى دى روژه ونيسى . د الله تعالى د دى وينا پورى چه فرمائى : }شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآَنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ { سورة البقرة [ ١٨٥) مياشت د رمضان هغه ده چه الله تعالى پکښى قران کريم نازل کړى دى د پاره د هدايت د خلکو او په هغى کښى دلايل د هدايت دى او جدا کونکى د حق او د باطل دى نو چا چه وليدله ستاسو نه مياشت نو هغه دى د دغى مياشتى روژه ونيسى نو که څوک ستاسو نه مريض وى او يا په سفر کښى وى نو په نورو ورځو کښى دى روژه ونيسى .
او پيغمبر r فرمائى : « بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ وَحَجِّ الْبَيْتِ وَصَوْمِ رَمَضَانَ » متفق على صحته . جوړ شوى دى اسلام د پنځه بناګانو نه دا ګواهى کول چه نشته بل حقدار د عبادت مګر يو الله دى او يقينا محمد r د الله پيغمبر دى ، د لمانځه پابندى کول ، د زکات ورکول ، او د رمضان د مياشتى روژى نيول ، او د بيت الله شريف حج کول . عبدالله بن عمر رضي الله عنهما دا حديث نقل کړى دى . همدا راز پيغمبر r فرمائى چه کله ترى جبرئيل عليه السلام د اسلام په هکله پوښتنه وکړه نو هغه ورته وفرمايل : « الْإِسْلَامُ أَنْ تَشْهَدَ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَتُقِيمَ الصَّلَاةَ وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ وَتَصُومَ رَمَضَانَ وَتَحُجَّ الْبَيْتَ إِنْ اسْتَطَعْتَ إِلَيْهِ سَبِيلًا» صحيح مسلم - (ج 1 / ص 87) اسلام ديته وائى چه ته دا ګواهى وکړى چه نشته بل حقدار د عبادت مګر يو الله دى او يقينا محمد r د الله پيغمبر دى ، او د لمانځه پابندى وکړى ، او زکات ورکړى ، او د رمضان د مياشتى روژى ونيسى ، او د بيت الله شريف حج وکړى که چيرته هغى ته درسيدلو توان لرى . دا حديث امام مسلم د عمر بن الخطاب رضى الله عنه نه روايت کړى ، ليکن د معنى په اعتبار سره بخارى او مسلم دواړو نقل کړى د ابوهريرة رضي الله عنه په روايت سره .
په بخارى او مسلم کښى د ابوهريرة رضي الله عنه په روايت سره حديث راغلى چه پيغمبر r فرمائى : « مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ » ، څوک چه د رمضان د مياشتى روژه ونيسى د ا يمان له امله او د ثواب حاصلولو په خاطر نو مخکنى ګناهونه به ئى ټول معاف کړى شى . او پيغمبر r فرمايلى : « كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ يُضَاعَفُ الْحَسَنَةُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعمِائَة ضِعْفٍ قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ إِلَّا الصَّوْمَ فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ يَدَعُ شَهْوَتَهُ وَطَعَامَهُ مِنْ أَجْلِي لِلصَّائِمِ فَرْحَتَانِ فَرْحَةٌ عِنْدَ فِطْرِهِ وَفَرْحَةٌ عِنْدَ لِقَاءِ رَبِّهِ وَلَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ » متفق على صحته صحيح البخاري - (ج 6 / ص 457) ، الله تعالى فرمائى هر عمل چه انسان کوى هغه د هغى لپاره دى ، چه په يوه نيکۍ ورته د لس چنده اجر نه نيولى تر اوه سوه چنده پورى اجر ورکول کيږى ، مګر روژه زما لپاره ده او زه په خپله د روژى ثواب او اجر ورکوم ، ځکه چه دغه انسان شهوت خوراک او سکل زما د ويرى له امله پريخى دى ، او د روژه دار لپاره دوه خوشحاليانى دى يوه خوشحالى د روژه ماتى په وخت کښى وى ، او بله خوشحالى به د الله تعالى سره د ملاقات په وخت کښى وى ، او يقينا د روژه دار انسان د خولى بوى الله تعالى ته د مشکو او د عنبرو د بوى نه ډير غوره دى . او د رمضان د مياشتى د روژى او همدا راز د عامو روژو د فضيلت په هکله ډير احاديث راغلى دى . والله ولي التوفيق .
(٢)سوال : ايا هغه ماشوم چه د ښو اوبدو فرق کولى شى نو هغى ته به په روژو نيولو باندى حکم کيداى شى .... او که چيرته د روژى نيولو په دوران کښى بالغه شى نو دغه روژه د ده لپاره کافى کيږى ؟
جواب : د مخکنى سوال په جواب کښى تير شو چه کله هلکان او جنکۍ اوه کالو او يا د دى نه زيات عمر ته ورسيږى نو هغوى ته به د روژو په نيولو باندى حکم کيداى شى تر څو چه د روژو نيولو سره اشنا شى ، او د دوى په سرپستواو مشرانو باندى واجب دى چه دوى ته د روژو په نيولو د لمانځه په شان توصيه وکړى ، نو کله چه دوى بلوغ ته ورسيږى نو د روژى نيول پرى فرضيږى ، او که چيرته د ورځى په مينځ کښى بالغه شى نو دغه روژه ورله کافى ده ، بالفرض که چيرته د زوال (ماسپښين ) په مهال د يو ماشوم پنځلس کلونه پوره شى او هغه روژه وى نو دغه روژه ورله پوره ده ، نو د ده په هکله د ورځى اولنى وخت نفل شوه او د ورځى اخرى وخت ورله په فرضى روژه کښى حساب شو، او د بلوغ علامات ئى دا دى چه يا په شرمګاه باندى ويخته راوټوکيږى ، او يا په شهوت سره د ده نه د مني وتل شروع شى ، او همدا راز جنۍ هم ده ليکن د جنۍ لپاره يوه بله علامه هم شته چه هغه حيض دى .
(٣) سوال : د مسافر انسان لپاره د روژى نيول غوره دى او که ماتول ؟ او بيا په خاصه توګه په داسى سفر کښى چه هيڅ مشقت او تکليف پکښى نه وى لکه په طياره کښى او يا د سفر په نورو عصرى وسايلو کښى سفر کول ؟
جواب : په سفر کښى د روژه دار لپاره ماتول غوره دى مطلقا ، او که څوک روژه ونيسى نو څه پروا نه لرى ، ځکه چه د پيغمبر r نه او همدا راز د صحابه کرامو رضي الله عنهم نه دواړه قسمه عملونه ثابت دي .
ليکن چه کله ګرمى زياته وى او تکليف وى نو ماتول بيا ضرورى دى ، او د روژى نيول مکروهه دى ، ځکه چه کله پيغمبر r هغه يو روژه دار سړى وليده چه خلکو پرى د سختى ګرمۍ له امله سورى جوړ کړى ؤ نو پيغمبر r وفرمايل: « لَيْسَ مِنْ الْبِرِّ الصِّيَامُ فِي السَّفَرِ» ، سنن أبي داود - (ج 6 / ص 374)
يعنى په سفر کښى روژه نيول نيکى نه ده . او همداراز د پيغمبر r نه ثابت دى چه هغه فرمائى : « إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى رُخَصُهُ كَمَا يَكْرَهُ أَنْ تُؤْتَى مَعْصِيَتُه » مسند أحمد - (ج 12 / ص 137) ُوفي لفظ (مصنف ابن أبي شيبة - (ج 6 / ص 234) كما يحب أن تؤتى عزائمه) ، الله تعالى دا خبره خوښوى چه د هغى په رخصتى شيانو باندى عمل وشى لکه څرنګ چه بده ګڼى چه د هغى نافرمانى وکړى شى . او په بل روايت کښى راغلى ، لکه څرنګ چه خوښوى چه د هغى په حکمونو باندى عمل وکړى شى .
او په دى کښى هيڅ فرق نشته که يو سړى په طياره او جهازونو کښى سفر کوى ، او که په اوښانو ، کشتۍ او سمندرى بيړۍ کښى سفر کوى ، ځکه چه ټولو ته مسافر ويلى کيږى ، نو دوى به د الله تعالى په رخصتى شيانو باندى عمل کوى ، ځکه چه الله تعالى د پيغمبر r په زمانه کښى د خپلو بندګانو لپاره د سفر احکام روا کړى او همدا راز د هغى خلکو لپاره چه تر قيامته پورى د هغى نه روسته راځى او الله تعالى خو د حالاتو په تغيريدلو او د سفر د وسايلو په مختلف کيدلو عالم ؤ ، نو که چيرته د هغى له امله د سفر احکام بدليدى نو الله تعالى به د هغى خبردارى ورکړى وى ، لکه څرنګ چه الله تعالى په سورة نحل کښى فرمائى : }وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ { سورة النحل [ ٨٩] ، الله تعالى په تاباندى کتاب نازل کړيدى د پاره وضاحت د هر شى او هدايت رحمت او زيرى دى د مسلمانانو لپاره . او همدا راز په سورة النحل کښى فرمائى : } وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ.{ سورة النحل [٨] ، او اسونه او قچرى او خره د دى لپاره چه تاسو پرى سپاره شى او د پاره د خايست او پيدا کوى هغه څه چه تاسو پرى نه پوهيږى .
(٤) سوال : د رمضان د مياشتى داخليدل او وتل په څه باندى ثابتيږى ، او هغه څوک چه يواځى او تنها د رمضان د راتلو په وخت کښى او يا د رمضان په انتهاء کښى مياشت ووينى نو د هغى څه حکم دى ؟
جواب : د رمضان د مياشتى راتلل او وتل د دوه عادلانو شاهدانو په شهادت سره ثابتيږى .. ليکن فقط داخليدل ئى د يو شاهد په شهادت هم ثابتيږى ، ځکه چه د پيغمبر r نه دا خبره ثابته ده چه هغه فرمايلى : « فَإِنْ شَهِدَ شَاهِدَانِ فَصُومُوا وَأَفْطِرُوا » سنن النسائي - (ج 7 / ص 267) ، که چيرته دوه شاهدان ګواهى وکړى نو روژه ونيسۍ او بيا ئى ماته کړۍ . او همدا راز د پيغمبر r نه ثابته ده چه هغى خلکو ته د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما ، او د يو اعرابى په شهادت سره د روژى په نيولو امر وکړه ، او بل ګواه ئى طلب نه کړه ، او په دى کښى حکمت په دين کښى د مياشت په داخليدو او وتلو کښى د احتياط نه کار اخستل دى لکه څرنګ چه علماء د دى خبرى وضاحت کړى دى ، او هغه څوک چه يواځى د راتلو او يا د وتلو په وخت کښى مياشت ووينى او په شهادت ئى څوک عمل ونکړى نو هغه به د خلکو سره سم روژه نيسى او بيا به د خلکو سره سم اختر کوى ، او د علماؤ د صحيح او راجح قول موافق ده لره په خپل شهادت باندى عمل کول نه دى پکار ، ځکه چه پيغمبر r فرمائى : « الصَّوْمُ يَوْمَ تَصُومُونَ وَالْفِطْرُ يَوْمَ تُفْطِرُونَ وَالْأَضْحَى يَوْمَ تُضَحُّونَ» سنن الترمذي - (ج 3 / ص 128)، روژه هغه ده چه په کومه ورځ تاسو روژه کيږئ او وړوکى اختر هغه دى چه په کومه ورځ تاسو اختر کوئ ، او لوى اختر هغه دى چه په کومه ورځ تاسو قربانى کوئ . والله ولي التوفيق .
(٥) سوال : کله چه د لمر د راختلو ځايونه ( مطالع ) مختلف شى نو خلک به څرنګ روژه نيسى ؟ ايا د جدا او ليرى پرتو سيمو او ملکونو د خلکو لپاره جايز دى لکه امريکا او استرليا چه د سعودى عربستان د خلکو په ليدلو باندى روژه ونيسى ؟ ځکه چه هغوى مياشت نه شى ليدلى ؟
جواب : حقه خبره دا ده چه دغى ليدلو له اعتبار ورکړى شى ، او د لمر د راختلو د ځايونو اختلاف ته کوم اهميت بايد ورنکړى شى ، ځکه چه پيغمبر r ليدلو او رؤيت ته په اعتبار ورکولو باندى امر کړى دى او په هغى کښى ئى تفصيل او تقسيم نه دى کړى ، لکه څرنګ چه پيغمبر r فرمايلى : « صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا الْعِدَّةَ ثَلَاثِينَ » متفق على صحته واللفظ للنسائى ، تاسو د مياشت په ليدلو باندى روژه ونيسۍ او د مياشت په ليدلو باندى روژه ماته کړۍ ، که چيرته په تاسو باندى وريځ راغله نو تاسو پوره کړۍ حساب ديرش ورځى . او همدا راز پيغمبر r فرمائى : « لَا تَصُومُوا حَتَّى تَرَوْا الْهِلَالَ أَوْ تُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلَا تُفْطِرُوا حَتَّى تَرَوْا الْهِلَالَ أَوْ تُكْمِلُوا الْعِدَّةَ »، تاسو تر هغى پورى روژه مه نيسۍ چه تر څو مو مياشت نه وى ليدلى او يا مو حساب نه وى پوره کړى ، او تر هغى وخت پورى روژه مه ماتوۍ چه تر څو مو مياشت نه وى ليدلى او يا مو حساب نه وى پوره کړى . او په دى معنى باندى ډير احاديث شته .
پيغمبر r د مطالعو( د لمر د راختلو ځايونو ) اختلاف ته کومه اشاره نده کړى سره له دينه چه هغه په دغه خبره پوهه ؤ ، او ځنى عالمانو دى خبرى ته ترجيح ورکوى چه کله د لمر د راختلو ځايونه مختلف شى نو بيا د هر ملک ولاو لپاره جدا جدا ليدل او رؤيت دى ، او دوى د عبدالله بن عباس رضي الله عنه په حديث باندى دليل نيولى دى چه هغه د شام د خلکو په رؤيت او ليدلو باندى عمل ونکړه . او هغه په مدينه منوره کښى ؤ ، چه د شام خلکو د معاوية رضي الله عنه په زمانه کښى د جمعى په شپه مياشت وليدله او د هغى له امله بيا هغوى روژه ونيوله ، او د مدينى منورى خلکو د خالى په شپه مياشت وليدله ، نو هر کله چه کريب رحمه الله ، عبدالله بن عباس رضي الله عنهما د شام د خلکو د مياشت په ليدلو او روژه کيدلو باندى خبر کړه نو هغه وفرمايل چه مونږ خو مياشت د خالى په شپه باندى ليدلى ده نو مونږ به هميشه روژه نيسو تر هغى پورى چه يا مو مياشت نه وى ليدلى او يا مو حساب نه وى پوره کړى ، او د پيغمبر r په دى حديث مبارک باندى ئى دليل ونيو چه هغه فرمايلى : « صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ... » ، او دى قول لره هم په قوت کښى حصه او برخه شته ، او د سعودى عربستان د لويو عالمانو د کميټى غړو هم په دى قول باندى فتوى ورکړى ، تر څو چه د ټولو دلايلو په مينځ کښى موافقت او جمعوالى راشى . والله ولي التوفيق .
(٦) سوال : هغه خلک به څه کوى چه د هغوى په ملک کښى ورځى تقريبا يوويشت ساعته اوږديږى نو ايا هغوى به د روژى نيولو لپاره څه اندازه او حصى مقرروى ، او همدا راز هغه خلک به څه کوى چه د هغوى په ملک کښى ورځى نهايت زياتى لنډيږى ، او همدا راز هغه خلک چه دهغوى په ملک کښى شپږو مياشتو ته ورځ رسيږى او اوږديږى ، او شپږ مياشتى شپه وى ؟
جواب : هغه څوک چه د هغوى په ملک کښى شپه او ورځ د څلرويشتو ساعتونو نه تجاوز نه کوى نو هغوى به ټوله ورځ روژه نيسى برابره خبره ده که اوږدى وى او که لنډى وى ، او الحمد لله چه د هغوى لپاره دغه کفايت کوى اګر که ورځى ډيرى لنډى هم وى .
او هغه خلک چه د هغوى په ملک کښى ورځى او شپى د څلرويشتو ساعتونو نه ډيرى اوږديږى لکه شپږ مياشتى نو هغوى به د روژى او لمانځه لپاره اندازه مقرروى لکه څرنګ چه پيغمبر r په دغى کار باندى د دجال په ورځو کښى حکم کړى هغه ورځى چه هغه به د کال په اندازه او يا به د مياشت او هفتى په اندازه اوږدى وى ، نو پيغمبر r فرمائى : چه د لمانځه لپاره به وخت او ټاکلى موده مقرره ولى شى .
او په دى مسئله کښى د سعودى عربستان د لويو او مشرانو علماؤ کميټى او مجلس تحقيق کړى دى او بيا ئى د ١٣٩٨هـــ کال د ٤ مياشتى په ١٢ تاريخ ٦١ نمبر قرار صادر کړه چه مضمون ئى په لاندى ډول ذکر کيږى :
الحمد لله والصلاة والسلام على رسوله و اله وصحبه و بعد :ــ
د ١٣٩٨هــ کال د ربيع الثانى د مياشتى په اولنو ورځو کښى په مکه مکرمه کښى د سعودى عربستان د مشرانو علماؤ هيئت او مجلس ته د رابطة العالم الاسلامى د رئيس له خوا ( ٥٥٥) نمبر مکتوب او کتاب چه د (١٣٩٨) هــ کال د (١) مياشتى په (١٦) تاريخ باندى صادر شوى ؤپيش کړى شو چه په ( سويد ) نومى ملک کښى د ( مالو ) نومى په ښارګوټى کښى د اسلامى تعاونى کميټو د رئيس خطاب او مکتوب باندى مشتمل ؤ ، هغه خطاب چه په هغى کښى دا مضمون راغلى چه د ( اسکندنافيه ) په ملکونو کښى د جغرافيائى وضعى له امله په اوړى کښى ورځى ډيرى زياتى اوږديږى او په ژمى کښى لنډيږى ، تر دى پورى چه د دغى ملکونو په شمالى علاقو کښى د اوړى په موسم کښى لمر د سره پناه کيږى نه ، او په ژمى کښى د سره لمر راخيژى نه ، نو له دى امله د دغى ملکونو خلک دا سوال کوى چه هغوى به څرنګ د رمضان د مياشتى روژى نيسى او په څه ډول به ئى ماتوى ، او همدا راز هغوى به د لمونځونو وختونه په څه ډول معلوموى ، او د هغوى د ( رابطة الجمعيات الاسلامية ) مشر او رئيس په دى هکله فتوى غواړى چه هغوى پرى پوهه کړى شى .
او همدا راز دغى نوموړى مجلس ته هغه بحث او تقرير هم پيش شو چه د علمى بحثونو او افتاء د دائمى کميټى له خوا تيار شوى ؤ ، او يا د دغى موضوع په اړه د نورو فقهاؤ نه نقل شوى ؤ ، نو د ډيرو څيړونو لوستلو او مباحثى نه روسته دغى نوموړى د علماء کميسون او هيئت لاندى قراداد او فيصله صادر کړه : ـــ
اول : که څوک په هغو ملکونو کښى اوسيږى چه د لمر په راختلو او پناه کيدلو سره پکښى شپه د ورځ نه جلا کيږى ليکن د اوړى په موسم کښى ورځى ډيرى اوږديږى او په ژمى کښى لنډيږى ، نو د دغى ملک په خلکو باندى دا فرض دى چه په خپلو هغو ټاکلو وختونو کښى لمونځ وکړى چه اسلامى شريعت ټاکلى او تعين کړى دى ، د الله تعالى د دى قول د عموم له امله چه فرمائى : } أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآَنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآَنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا { سورة الاسراء [٧٨] ، پابندى کوه د لمانځه په وخت د پناه کيدلو د لمر کښى د تيارى د شپى پورى او د لوستلو (د قران په لمانځه ) د سبا کښى يقينا تلاوت د سهار دى چه حاضرى ورته کيداى شى . او الله تعالى فرمائى : } إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا { سورة النساء [ ١٠٣] ، يقينا لمونځ دى په مؤمنانو باندى فرض کړى شوى په خپل وخت باندى .
عَنْ بُرَيْدَةَ عَنْ أَبِيهِ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّ رَجُلًا سَأَلَهُ عَنْ وَقْتِ الصَّلَاةِ فَقَالَ لَهُ : « صَلِّ مَعَنَا هَذَيْنِ » يَعْنِي الْيَوْمَيْنِ فَلَمَّا زَالَتْ الشَّمْسُ أَمَرَ بِلَالًا فَأَذَّنَ ثُمَّ أَمَرَهُ فَأَقَامَ الظُّهْرَ ثُمَّ أَمَرَهُ فَأَقَامَ الْعَصْرَ وَالشَّمْسُ مُرْتَفِعَةٌ بَيْضَاءُ نَقِيَّةٌ ثُمَّ أَمَرَهُ فَأَقَامَ الْمَغْرِبَ حِينَ غَابَتْ الشَّمْسُ ثُمَّ أَمَرَهُ فَأَقَامَ الْعِشَاءَ حِينَ غَابَ الشَّفَقُ ثُمَّ أَمَرَهُ فَأَقَامَ الْفَجْرَ حِينَ طَلَعَ الْفَجْرُ فَلَمَّا أَنْ كَانَ الْيَوْمُ الثَّانِي أَمَرَهُ فَأَبْرَدَ بِالظُّهْرِ فَأَبْرَدَ بِهَا فَأَنْعَمَ أَنْ يُبْرِدَ بِهَا وَصَلَّى الْعَصْرَ وَالشَّمْسُ مُرْتَفِعَةٌ أَخَّرَهَا فَوْقَ الَّذِي كَانَ وَصَلَّى الْمَغْرِبَ قَبْلَ أَنْ يَغِيبَ الشَّفَقُ وَصَلَّى الْعِشَاءَ بَعْدَمَا ذَهَبَ ثُلُثُ اللَّيْلِ وَصَلَّى الْفَجْرَ فَأَسْفَرَ بِهَا ثُمَّ قَالَ : « أَيْنَ السَّائِلُ عَنْ وَقْتِ الصَّلَاةِ » فَقَالَ الرَّجُلُ أَنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ : « وَقْتُ صَلَاتِكُمْ بَيْنَ مَا رَأَيْتُمْ » رواه البخارى و صحيح مسلم - (ج 3 / ص 297) ، او د هغى حديث له امله چه د بريدة رضي الله عنه نه نقل شوى چه يو سړى د پيغمبر r نه د لمونځونو د وختونو په هکله پوښتنه وکړه نو هغى ورته وفرمايل : ته زمونږ سره په دى دوه ورځو کښى لمونځونه وکړه ، نو هر کله چه لمر زايله شو نو بلال رضي الله عنه ته ئى امر وکړه چه بانګ ووائى نو هغى اذان وکړه ، بيائى ورته حکم وکړه نو هغى د ماسپښين د لمانځه لپاره اقامت وکړه ، نو بيائى ورته امر وکړه نو هغى د مازديګر لمانځه لپاره اقامت وکړه په داسى حال کښى چه لمر اوچت ولاړ ؤ سپين پړق ئى کوو او ډير صفا ؤ ، نو بيا ئى ورته حکم وکړه نو د ماښام لمانځه لپاره ئى اقامت وکړه کله چه لمر پناه شو ، نو بيا چه کله د ماښام سوروالى ختم شو نو حکم ئى ورته وکړه نو د ماخوستن لمانځه لپاره ئى اقامت وکړه ، نو بيائى ورته حکم وکړه نو د سهار لمانځه لپاره ئى اقامت وکړه کله چه سبا راوختلو ، بيا هرکله چه دوهمه ورځ داخله شوه نو حکم ئى ورته وکړه نو د ماسپښين لمونځ ئى په سوړ وخت کښى ادا کړه ، نو احسان ئى وکړه چه لمونځ ئى په سوړ وخت کښى ادا کړه ، ، او د ماذديګر لمونځ ئى وکړه په داسى حال کښى چه لمر اوچت ولاړ ؤ ليکن د اولى ورځ نه ئى لږ روسته کړه ، او د ماښام لونځ ئى د شفق ( سوروالى) د پناه کيدو نه مخکى ادا کړه ، او د ماخوستن لمونځ ئى د شپى د دريمى حصى د تيريدو نه روسته وکړه ، او بيا ئى د سهار لمونځ وکړه ليکن د رڼائى په وخت کښى ئى وکړه ، بيا ئى وفرمايل : ، د وختونو په هکله تپوس کونکى چيرته دى ؟ نو هغى سړى ورته وفرمايل چه هغه زه يم اى د الله پيغمبر r ، نو پيغمبر r وفرمايل : ستاسو د لمونځونو وختونه د هغى وختونو په مابين کښى دى چه تاسو وليدل .
او د عبدالله بن عمروبن العاص رضي الله عنه نه روايت دى چه پيغمبر r فرمايلى : « وَقْتُ الظُّهْرِ إِذَا زَالَتْ الشَّمْسُ وَكَانَ ظِلُّ الرَّجُلِ كَطُولِهِ مَا لَمْ يَحْضُرْ الْعَصْرُ وَوَقْتُ الْعَصْرِ مَا لَمْ تَصْفَرَّ الشَّمْسُ وَوَقْتُ صَلَاةِ الْمَغْرِبِ مَا لَمْ يَغِبْ الشَّفَقُ وَوَقْتُ صَلَاةِ الْعِشَاءِ إِلَى نِصْفِ اللَّيْلِ الْأَوْسَطِ وَوَقْتُ صَلَاةِ الصُّبْحِ مِنْ طُلُوعِ الْفَجْرِ مَا لَمْ تَطْلُعْ الشَّمْسُ فَإِذَا طَلَعَتْ الشَّمْسُ فَأَمْسِكْ عَنْ الصَّلَاةِ فَإِنَّهَا تَطْلُعُ بَيْنَ قَرْنَيْ شَيْطَانٍ » اخرجه مسلم في صحيحه (ج 3 / ص 294) . د ماسپښين وخت هغه دى کله چه لمر زايله شى او د سړى سيورى د هغى د اوږدوالى په اندازه وى تر څو چه مازديګر شوى نه وى ، او د مازديګر وخت تر هغى پورى دوام لرى چه تر څو پورى لمر زيړ شوى نه وى ، او د ماښام وخت تر هغى پورى دوام لرى تر څو چه شفق ( سوروالى ) ختم شوى نه وى ، او د ماخوستن وخت د نيمى شپى پورى دوام لرى ، او د سهار وخت د سبا د راختلو نه نيولى د لمر تر راښکاره کيدو پورى دوام لرى ، نو کله چه لمر راوخيژى نو بيا د لمونځ کولو نه ځان وساته ، ځکه چه لمر د شيطان د دوه ښکرو په مابين کښى راخيژى . د حديث روايت امام مسلم کړى دى .
او همدا راز په دى هکله نور هم ډير قولى ( زبانى) او عملى احاديث راغلى چه د پنځه لمونځونو د وختونو تعين ئى کړى دى ، ليکن د ورځو د اوږدوالى او لنډوالى هيڅ توفير ئى ندى کړى ، او نه ئى د شپو د اوږدوالى او لنډوالى توفير کړى ، تر څو پورى چه د لمونځونو وختونه په هغى علاماتو سره پيژندلى کيږى چه پيغمبر r بيان کړى دى.
دا جواب د هغوى د لمونځونو د وختونو په هکله ؤ ، او هر چه د رمضان د مياشتى د وخت د پيژندلو په هکله جواب دى نو په ټولو مکلفو او بالغانو خلکو باندى دا فرض دى چه هغوى په خپلو ملکونو کښى د رمضان د مياشتى په هره ورځ کښى د خوراک سکلو او نورو ماتونکو څيزونو نه د سبا د راختلو نه نيولى د لمر تر پناه کيدلو پورى خپل ځان وژغورى ، تر څو پورى چه په دغو ملکونو کښى ورځ خورا د شپى نه جلا کيږى ، او د شپى او د ورځى ټوله زمانه د څلرويشتو ساعتو نه نه زياتيږى .
او د هغوى لپاره فقط د شپى له خوا خوراکونه سکل او جماع کول جايز دى اګر که دغه شپى ډيرى لنډى هم وى ، ځکه چه اسلامى شريعت په ټوله نړۍ کښى د ټولو خلکو لپاره عام دى . او الله تعالى فرمائى :}وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ { سورة البقرة [ ١٨٧] ،او خورۍ او سکۍ تر هغى پورى چه سپين تار د تور تار نه جلا شى د سهار نه او بيا پوره کړۍ روژه تر شپى پورى .
او که څوک د ورځى د اوږدوالى له امله د روژى د پوره کولو نه عاجزه شى ، او يا د ځنو علامو ، يا د تجربى ، او يا د امانت دار او هوشيار ډاکټر په وينا ورته معلومه شى او يا يى غالبه ګمان راشى چه د روژى نيول ده لره هلاکوى او يا ئى د سخت مرض سره مخ کوى او يا ئى په مرض کښى زياتوالى راولى او يا ئى د روغوالى د تاخير او روستوالى سبب ګرځى نو دغه روژه دى ماته کړى او چه په کومه مياشت کښى ئى خوښه وى نو دهغى قضائى دى راوړى ، الله تعالى فرمائى : } فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ { سورة [١٨٥] ، نو چا چه وليده ستاسو نه مياشت نو هغه د ى پکښى روژه ونيسى او که مريض وى او يا په سفر کښى وى نو حساب دى وکړى د نورو ورځو نه .
او الله تعالى فرمائى : } لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا { سورة البقرة : ٢٨٦] تکليف نه ورکوى الله تعالى هيڅ يو نفس ته مګر د هغى د طاقت موافق ،او همدا راز الله تعالى فرمائى : } وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ { او نه دى ګرځولى (الله تعالى ) په تاسو باندى په دين کښى هيڅ مشقت .
دوهم : هغه څوک چه په داسى ملکونو کښى اوسيږى چه په اوړى کښى ترى لمر نه پناه کيږى او د ژمى په موسم کښى پرى لمر نه راخيژى ، او يا په داسى ملکونو کښى اوسى چه ورځ پکښى شپږ مياشتى دوامداره وى او شپږ مياشتى پکښى شپه وى ، نو په دوى باندى په څلرويشتو ساعتونو کښى پنځه لمونځونه کول فرض دى ، ليکن د دغى لمونځونو لپاره به مناسب وختونه ټاکى ( تعينوى ) ، او چه کوم ورته ډير نږدى ملک دى نو د لمونځونو د وختونو په تعينولو کښى به په هغى باندى اعتماد کوى هغه ملک چه د لمونځونو وختونه پکښى خورا د يو بل نه سره جلا کيږى ، لکه څرنګ چه د اسراء او معراج په واقعه کښى راغلى چه الله تعالى په دى امت باندى په هره شپه او ورځ کښى پنځوس لمونځونه فرض کړى ؤ ليکن پيغمبر r د خپل رب نه باربار تخفيف او اسانتيا غوښتله تر دى چه الله تعالى ورته وويل : « يَا مُحَمَّدُ إِنَّهُنَّ خَمْسُ صَلَوَاتٍ كُلَّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ لِكُلِّ صَلَاةٍ عَشْرٌ فَذَلِكَ خَمْسُونَ صَلَاةً » صحيح مسلم - (ج 1 / ص 385) اى محمد r دغه پنځه لمونځونه دى په هره ورځ او شپه کښى ليکن د هر لمانځه لپاره لس نيکۍ دى نو دغه په حقيقت کښى پنځوس لمونځونه شو، او همدا راز د طلحه بن عبيد الله په حديث کښى راغلى هغه فرمائى : چه پيغمبر r ته د نجد د منطقى نه يو سړى راغى چه ببر سر ئى ؤ چه مونږ ورله څه ګنګوسى اوريده ليکن د هغى د خبرو په مطلب نه پوهيدلو تر دى پورى چه پيغمبر r ته ښه رانږدى شو نو د هغى نه ئى د اسلام په هکله تپوس وکړه نو پيغمبر r ورته وويل : « خَمْسُ صَلَوَاتٍ فِي الْيَوْمِ وَاللَّيْلَةِ » صحيح البخاري - (ج 1 / ص 80) په يوه ورځ او شپه کښى پنځه لمونځونه کولو ته اسلام وائى ، نو هغى تپوس کونکى ورته وويل چه په ما باندى په غير د دغى لمونځونو نه نور شته نو پيغمبر r ورته وويل چه نا ليکن که ته نفلى لمونځ کوى نو خير دى .
او همدا راز د انس بن مالک په حديث کښى راغلى چه فرمائى : « عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ نُهِينَا أَنْ نَسْأَلَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ شَيْءٍ فَكَانَ يُعْجِبُنَا أَنْ يَجِيءَ الرَّجُلُ مِنْ أَهْلِ الْبَادِيَةِ الْعَاقِلُ فَيَسْأَلَهُ وَنَحْنُ نَسْمَعُ فَجَاءَ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ الْبَادِيَةِ فَقَالَ يَا مُحَمَّدُ أَتَانَا رَسُولُكَ فَزَعَمَ لَنَا أَنَّكَ تَزْعُمُ أَنَّ اللَّهَ أَرْسَلَكَ قَالَ صَدَقَ قَالَ فَمَنْ خَلَقَ السَّمَاءَ قَالَ اللَّهُ قَالَ فَمَنْ خَلَقَ الْأَرْضَ قَالَ اللَّهُ قَالَ فَمَنْ نَصَبَ هَذِهِ الْجِبَالَ وَجَعَلَ فِيهَا مَا جَعَلَ قَالَ اللَّهُ قَالَ فَبِالَّذِي خَلَقَ السَّمَاءَ وَخَلَقَ الْأَرْضَ وَنَصَبَ هَذِهِ الْجِبَالَ آللَّهُ أَرْسَلَكَ قَالَ نَعَمْ قَالَ وَزَعَمَ رَسُولُكَ أَنَّ عَلَيْنَا خَمْسَ صَلَوَاتٍ فِي يَوْمِنَا وَلَيْلَتِنَا قَالَ صَدَقَ قَالَ فَبِالَّذِي أَرْسَلَكَ آللَّهُ أَمَرَكَ بِهَذَا قَالَ نَعَمْ» صحيح مسلم - (ج 1 / ص 93)
مونږ د دى نه منع کړى شوى ؤ چه د پيغمبر r نه د کومى مسئلى په هکله تپوس وکړو نو مونږ به په دى خوشحاليدو چه د صحرايانو نه يو هوښيار سړى راشى چه د پيغمبر r نه تپوس وکړى او مونږ ئى واورو نو په دغى دوران کښى يو صحرائى سړى راغى نو وئى ويل : اى پيغمبر r مونږ ته ستا استاذى راغى نو هغه دا عقيده لرى چه ته دا دعوه کوى چه ته الله تعالى را ليږلى ئى نو پيغمبر r وويل : چه رښتيا ئى ويلى دى ، تر دى پورى ئى ورته وويل : چه ستا استاذى دا ګمان کوى چه په مونږ باندى په هره شپه او ورځ کښى پنځه لمونځونه فرض دى نو پيغمبر r ورته وويل چه رښتا ئى ويلى دى ، نو بيا ئى وويل : چه ستا دى په هغى ذات باندى قسم وى چه ته ئى راليږلى ئى ايا الله تعالى درته په دغى باندى حکم کړى دى نو پيغمبر r ورته وويل چه هو .
او د پيغمبر r نه دا خبره ثابته ده چه هغى يو ځل صحابه کرامو ته د مسيح دجال په هکله بيان وکړه نو هغوى ورته وويل چه په زمکه کښى به څومره وخت تيروى ؟ نو پيغمبر r وفرمايل : « أَرْبَعُونَ يَوْمًا يَوْمٌ كَسَنَةٍ وَيَوْمٌ كَشَهْرٍ وَيَوْمٌ كَجُمُعَةٍ وَسَائِرُ أَيَّامِهِ كَأَيَّامِكُمْ » صحيح مسلم - (ج 14 / ص 167)
څلويښت ورځى به تيروى يوه ورځ به د کال په شان وى بله ورځ به د مياشت قدرى وى او بله ورځ به د هفتى په اندازه وى او نورى ورځى به ستاسو د ورځو په شان وى ، نو چا وويل : اى پيغمبر r هغه ورځ چه د کال قدرى اوږده ده نو په هغى کښى زمونږ لپاره د يوى ورځى لمونځ کافى دى ؟ نو پيغمبر r وفرمايل : « لَا اقْدُرُوا لَهُ قَدْرَهُ » صحيح مسلم - (ج 14 / ص 167) ، نا بلکه د ورځو لپاره پکښى اندازه معلومه کړۍ . نو رسول الله r هغى ورځى له چه د کال په اندازه به اوږده وى د يوى ورځى اعتبار ورنکړه چه فقط پنځه لمونځونه به پکښى ادا کيږى، بلکه د دغى ورځى په هر څلرويشتو ساعتونو کښى ئى پنځه لمونځونه فرض وبلل ، او دا حکم ئى ورته وکړه چه په داسى وقتونو يى تقسيم کړى چه د دوى په ملکونو کښى په نورو عادى ورځو کښى وى ، نو د هغى ملکونو په مسلمانانو باندى دا لازم دى چه د لمونځونو د وخت د معلومولو په هکله پکښى تپوس شوى دى ، چه د لمونځونو وختونه پکښى دوى ته د نږدى پرتو ملکونو د وختونو په څير وټاکى چه په هغى کښى شپه خورا د ورځى نه جلا کيږى ، او په دغى ملکونو کښى په هر څلرويشتو ساعتونو کښى د پنځه لمونځونو وختونه په خپلو شرعى علامو سره پيژندلى کيږى .
همداراز د دغى ملکونو په خلکو باندى د روژى نيول هم فرض دى ، ليکن دوى به د روژى لپاره اندازه او وخت وټاکى نو د رمضان د مياشتى ابتدا او انتها به معلومه کړى ، او همدا راز د مياشت د ټاکلو نه روسته به د هرى ورځى لپاره د روژى د نيولو او ماتولو لپاره معين وخت وټاکى ، او دوى بايد د خپلو وختونو او ورځو د تعين په معلومولو کښى د هغى نږدى پرتو ملکونو د وختونو او د ورځو نه استفاده وکړى ، چه هره ورځ پکښى لمر راخيژى او پناه کيږى ، او شپه پکښى خورا د ورځ نه جلا کيږى ، او د شپى او د ورځى ټول مجموعى وخت بايد چه څلرويشت ساعته وى ، لکه څرنګ چه په هغى حديث کښى تير شو چه رسول الله r د دجال په هکله ذکر کړى ؤ ، او رسول الله r پکښى خپلو صحابه کرامو ته د لمانځه د وختونو معلومولو په هکله ارشاد کړى ؤ ، ځکه چه په هغى کښى د روژى او د لمانځه په مابين کښى کوم توپير نشته . والله ولي التوفيق وصلى الله على نبينا محمد واله وصحبه .
د سعودى عربستان د لويو عالمانو هيئت او کميټى .
(٧) سوال : ايا په مونږ باندى د سحار د اذان د شروع کيدو سره د خوراک نه ځان بندول لازم او واجب دى ، او که د اذان تر ختميدو پورى زمونږ لپاره خوراک او سکل جايز دى ؟
جواب : که چيرته مؤذن داسى يو معلوم شخص وى چه د سبا د راختلو نه مخکى اذان نه کوى نو په دغى صورت کښى د خوراک سکلو او د نورو ماتونکو شيانو نه د اذان د شروع کيدو په وخت کښى ځان بندول فرض او واجب دى . او که چيرته اذان د جنتريانو او کلنډر موافق په غالب ګمان سره وى نو بيا خوراک او سکل جايز دى . لکه څرنګ چه د رسول الله r نه په حديث کښى ثابت دى چه فرمائى : « إِنَّ بِلَالًا يُؤَذِّنُ بِلَيْلٍ فَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يُنَادِيَ ابْنُ أُمِّ مَكْتُومٍ » ثُمَّ قَالَ وَكَانَ رَجُلًا أَعْمَى لَا يُنَادِي حَتَّى يُقَالَ لَهُ أَصْبَحْتَ أَصْبَحْتَ » متفق على صحته صحيح البخاري - (ج 2 / ص 487)
. يقينا بلال به د شپى اذان کوى نو تاسو خوراک او سکل کوۍ تر هغى پورى چه ابن ام مکتوم اذان وکړى ، او بيا راوى وائى چه ابن ام مکتوم ړوند صحابى ؤ تر هغى پورى به ئى اذان نه کولو چه ورته وبه ويل شو سهار دى کړه سهار دى کړه .
ليکن د مسلمان لپاره احتياط په دى کښى دى چه د سبا کيدو نه مخکى خوراک او سکل بند کړى ، تر څو چه د رسول الله r په دى حديث باندى عمل راشى چه فرمائى :
« فَدَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لَا يَرِيبُكَ» سنن النسائي - (ج 16 / ص 236، هغه څه پريږده چه په شک کښى دى اچوى او هغه څه ته رجوع وکړه چه په شک کښى دى نه اچوى . او همدا راز رسول الله r فرمائى : « فَمَنْ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ اسْتَبْرَأَ لِدِينِهِ وَعِرْضِهِ » صحيح مسلم - (ج 8 / ص 290) چا چه د مشتبه شيانو نه ځان وژغوره نو خپل دين او عزت ئى پاک وساته . او که چيرته دا خبره واضحه شى چه مؤذن د شپى له خوا له دى امله اذان کوى چه خلکوته معلومه شى چه سبا نږدى دى ، لکه د بلال رضي الله عنه دعمل په شان ، نو بيا په خوراک او سکلو کښى څه پروا نشته تر څو چه نور عام اذان کونکى د سهار بانګ وکړى ، او په دى طريقه به په ذکر شوى حديث باندى عمل هم راشى .
(٨)سوال : ايا د اميدوارى (حاملى ) او تى ورکونکى زنانه لپاره د روژى ماتول جايزدى ؟ او که ماتول ورله جايز وى نو ايا په هغى باندى د دغى روژى قضائى واجب ده ، او که کفاره به ورکوى ؟
جواب : د حاملى او تى ورکونکى زنانه حکم د مريض په شان دى ، چه کله ورته د روژى نيول ګران وى نو ماتول ورله جايز دى ، ليکن چه کله بيا روسته د روژو په نيولو وتوانيږى نو د هغى قضائى پرى واجب ده ، اود ځنو عالمانو راى دا ده چه د هغوى لپاره د طعام ورکول کافى دى چه د هرى روژى په مقابل کښى به يو مسکين ته طعام ورکوى ، ليکن د ا ډير کمزورى قول دى ، او صحيح او راجح قول دا دى چه د هغى قضائى به راوړى لکه د مسافر اويا د مريض په شان ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : ] فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَر [البقرة : ١٨٤) که څوک ستاسو نه مريض وى او يا په سفر کښى وى (نو په ده باندى شمارل دى ) د ورځو نورو نه ، او په دغى خبره باندى د انس بن مالک الکعبي حديث هم دلالت کوى چه رسول الله r فرمائى : « إِنَّ اللَّهَ تَعَالَى وَضَعَ شَطْرَ الصَّلَاةِ أَوْ نِصْفَ الصَّلَاةِ وَالصَّوْمَ عَنْ الْمُسَافِرِ وَعَنْ الْمُرْضِعِ أَوْ الْحُبْلَى » رواه الخمسة ، سنن أبي داود - (ج 6 / ص 375) يقينا الله تعالى مسافر انسان ته نيم لمونځ او روژه معاف کړيده ،او همدا راز تى ورکونکى او اميد وارى زنانه ته .
(٩) سوال : ستاسو د هغى خلکو په هکله څه نظر دى چه د روژى ماتول ورته جايز وى لکه شيخ فانى ، زړه زنانه ( بوډۍ )، او هغه مريض انسان چه د روغتيا اميد ئى نه وى ، نو آيا په هغوى باندى د روژى د خوړلو په مقابل کښى فديه ورکول فرض او لازم ده ؟
جواب : هغه څوک چه د روژى د نيولو نه د بوډاوالى او يا د هغى مرض له امله عاجزه شى چه د ښه کيدو اميد ئى نه وى ، نو په هغى باندى د هرى ورځى په مقابل کښى يو مسکين ته طعام ورکول چه توان ئى ولرى واجب دى ، لکه څرنګ چه په دى باندى گڼو صحابه کرامو رضي الله عنهم چه عبدالله بن عباس پکښى هم شامل دى فتوى ورکړيده .
(١٠) سوال : د حائضى او نفاس والا زنانه لپاره د روژى د نيولو څه حکم دى ، او که چيرته د بل رمضان د مياشتى پورى قضائى رانوړى نو ايا څه پرى لازميږى ؟
جواب : د حائضى او نفاس والا زنانه لپاره د حيض او نفاس په وخت کښى د روژى ماتول لازم دى ، او په دغى حالت کښى ورله روژه او لمونځ کول جايز نه دى ، او نه ترى صحيح کيږى ، ليکن په هغوى باندى د روژى قضائى واجب ده او د لمونځ قضائى پرى واجب نده ، لکه څرنګ چه د عائشى رضي الله عنها نه ثابت دى چه د هغى نه تپوس وشو چه حائضه زنانه به د روژى او لمونځ قضائى راوړى ؟نو هغى وويل :
« كَانَ يُصِيبُنَا ذَلِكَ فَنُؤْمَرُ بِقَضَاءِ الصَّوْمِ وَلَا نُؤْمَرُ بِقَضَاءِ الصَّلَاةِ » متفق عليه صحيح مسلم - (ج 2 / ص 232) مونږ ته به حيض رسيده نو د روژى په قضائى به مونږ ته حکم کيده او د لمانځه په قضائى به راته حکم نه کيده . او د عائشى رضي الله عنها په فتوى باندى د علماء اجماع ده ، او دا په حائضى او نفاس والا زنانه باندى د الله تعالى رحمت او اسانتيا ده ، ځکه چه لمونځ په يوه ورځ کښى پنځه کرتى تکراريږى نو په قضائى راوړلو کښى پوره مشقت او تکليف ؤ ، او هر چه روژه ده نو هغه صرف په کال کښى يو ځل واجب ده نو په قضائى راوړلو کښى ئى څه مشقت نشته .
او که څوک په غير د شرعى عذر نه د روژى قضائى د بل رمضان نه روسته کړى ، نو په هغى باندى د قضائى راوړلو سره د توبى ويستل او هم د هرى روژى په مقابل کښى يو مسکين ته طعام ورکول هم واجب دى. او همدا راز حکم د مريض او مسافر سړى هم دى . او که چيرته مريضتيا او سفر د بلى روژى پورى دوامداره شى نو بيا په هغوى باندى چه کله روغ شى او يا د سفر نه واپس شى صرف د دغو روژو قضائى واجب ده او فديه يعنى د طعام ورکول پرى نشته .
(١١) سوال : د هغى انسان لپاره د نفلى روژو نيول څه حکم لرى چه د رمضان د مياشتى څه ورځى فرضى روژى ورباندى پاتى وى ، لکه د شوال شپږ ورځى ، د ذى الحجى لس ورځى ، او يا د عاشورى په ورځ روژه کيدل ؟
جواب : په هغى انسان باندى چه د رمضان فرضى روژى ورباندى پاتى وى نو د نفلى روژو نه مخکى ورباندى د دغو ورځو قضائى راوړل واجب او فرض دى ، ځکه چه فرض د نفلو نه ډير اهم او ضرورى دى او دا د اهل علمو په اقوالو کښى راجح او صحيح قول دى .
@ @ @
(١٢) سوال : د هغى مريض انسان څه حکم دى چه د رمضان مياشت پرى داخل شى او روژه پکښى ونه نيسى او بيا د رمضان نه روسته وفات شى نو ايا د دغى انسان نه به قضائى روژى نيولى کيږى او که فديه به ترى ورکولى کيږى ؟ الى هنا
جواب : کله چه يو مسلمان د رمضان نه روسته په خپل مرض کښى وفات شى نو په هغى باندى نه قضائى شته او نه پرى فديه او طعام ، ځکه چه هغه د شريعت په نګاه کښى معذور بللى کيږى ، او همدا راز مسافر سړى چه کله د سفر په دوران کښى او يا د سفر نه د راستنيدلو په وخت کښى فورا وفات شى نو په هغى باندى هم د روژى قضائى او فديه دواړه نشته ځکه چه دا معذوره دى ، مګر هغه مريض انسان چه د مريضتيا نه روسته روغ شى ، او يا مسافر د سفر نه راستون شى او بيا د روژو په قضائى کښى سستى وکړى تر دى چه مړ شى ، نو د هغوى د خپلوانو لپاره روا دى چه د روژو قضائى ترى راوړى . لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « مَنْ مَاتَ وَعَلَيْهِ صِيَامٌ صَامَ عَنْهُ وَلِيُّهُ » متفق عليه ، صحيح البخاري - (ج 7 / ص 51) صحيح مسلم - (ج 6 / ص 5) ، څوک چه په داسى حال کښى وفات شى چه روژى پرى پاتى وى نو د هغى ولى يعنى نږدى خپلوان دى ترى روژه ونيسى .
او که داسى څوک پيدا نشى چه روژى ترى ونيسى نو د هغوى د مال او ميراث نه دى د هرى ورځى په مقابل کښى يو مسکين ته نيمه پيمانه طعام چه مقدار ئى تقريبا يونيم کيلو دى ورکړى ، لکه څرنګ حکم چه د شيخ فانى او د هغى مريض ؤ چه د روغتيا اميد ئى نه وى . لکه څرنګ چه دا خبره د نهم نمبر د سوال په جواب کښى تيره شوه ، او همدا راز حکم د حائضى او د نفاس والا زنانه هم دى چه کله د روژو په قضائى کښى تنبلى او سستى وکړى تر دى چه وفات شى او داسى څوک پيدا نشى چه روژى ترى ونيسى ، نو د هغوى نه به د هرى روژى په مقابل کښى يو مسکين ته طعام ورکولى کيږى . او که د چا لپاره دومره ترکه او ميراث نه وى چه د طعام ورکول ترى امکان ولرى نو بيا په هغى باندى څه نشته ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى :
]لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا [ سورة البقرة : ٢٨٦) ، الله تعالى هيڅ نفس ته تکليف نه ورکوى مګر د هغى د توان موافق . او همدا راز الله تعالى فرمائى : ] فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ [ سورة التغابن : ١٦) د الله تعالى نه وويريږۍ چه څومره مو توان وى .
@ @ @
(١٣)سوال : د روژه دار انسان لپاره د ستن کولو څه حکم دى برابره خبره ده که په رګونو کښى وى او يا په غوښه کښى وى ، او د دواړو په مابين کښى څه فرق شته ؟
جواب : صحيح او قوى خبره دا ده چه په دواړو نوعه ستنو باندى روژه نه ماتيږى ، مګر صرف په هغى ستنى باندى روژه ماتيږى چه د غذا او طعام کار کوى . او همدا راز د تحليل اود ټيست په خاطر چه کومه وينه د بدن نه واخستل شى نو په هغى هم روژه نه خرابيږى ، ځکه چه دا د ښکر دلګولو د وينى په څير نده ، ليکن د ښکر د لګولو له امله چه کومه وينه د بدن نه ووځى نو په هغى باندى روژه خرابيږى ، او دا د اهل علمو په وينا کښى صحيح او راجح قول دى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « أَفْطَرَ الْحَاجِمُ وَالْمَحْجُومُ » صحيح البخاري - (ج 7 / ص 27) ، د ښکر لګونکى او چا لپاره چه ښکر لګولى شى د هغوى دواړو روژه ماتيږى .
@ @ @
(١٤) سوال : د روژه دار لپاره د غاښونو د کريم ، په غوږونو ، پوزه ، او سترګو کښى د چکک (دوا ) استعمالول څه حکم لرى ، او که چيرته روژه دار انسان په خپله مرۍ او حلق کښى د دغى شيانو خوند محسوس کړى نو څه به کوى ؟
جواب : په کريم او معجونو باندى د غاښونو صفا کول روژه نه ماتوى لکه د مسواک په شان ، ليکن په دغى انسان باندى احتياط کول لازم دى چه کوم شى د دى خيټى ته تير نشى ، او که کوم شى په غير د قصد نه تير شى نو قضائى پرى نشته . او همدا راز د سترګو او د غوږونوپه چکک باندى روژه نه ماتيږى او دا د اهل علمو په اقوالو کښى صحيح قول دى . ليکن که چيرته په حلق کښى د دغى چکک او دوا خوند محسوس کړى نو بيا ورله د روژى په قضائى راوړلو کښى احتياط دى او واجب پرى نده ، ځکه چه سترګى اوغوږونه د خوراک لاره نده ، مګر په پوزه کښى د چکک استعمالول جايز ندى ځکه چه پوزه ( د خوراک او سکلو ) مدخل او لار ده ، له دى امله رسول الله r يو صحابى ته فرمائى : « وَبَالِغْ فِي الِاسْتِنْشَاقِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ صَائِمًا » سنن أبي داود - (ج 1 / ص 179) د پوزى په اوبو اچولو کښى زياتوالى کوه مګر که ته روژه ئى .
نو د دى حديث په رڼا کښى که څوک په پوزه کښى دغه دوا استعمال کړى او بيا د هغى خوند په خپل حلق کښى محسوس کړى نو د دغى روژى قضائى به راوړى ، والله ولي التوفيق .
@ @ @
(١٥) سوال : که چيرته يو انسان د غاښ د درد له امله ډاکټر ته مراجعه وکړى ، او طبيب ورله غاښونه صفا کړى او يا ورله غاښ ډک کړى او يائى ترى اوباسى ، نو ايا دغه عمل د دى په روژه باندى څه اثر کوى او که نا ؟ او که چيرته طبيب ورله د غاښ د نشه کولو په خاطر ستن وکړى ، نو ايا دغه کار په روژه باندى څه اثر لرى ؟
جواب : په پوښتنه کښى چه کوم شيان ذکر شو هغه ټول د روژى په صحت باندى کوم اثر نه کوى ، بلکه دغه شيان معاف کړى شويدى ، ليکن د روژه دار لپاره ضرورى ده چه د دغى دوا او يا د وينى د تيرولو نه اجتناب وکړى ، او همدا راز ستنى لګول په روژه باندى کوم اثر نه لرى ځکه چه هغه د طعام او سکلو کار نشى کولى ، او اصل صحيح والى او سلامتيا د روژى ده .
@ @ @
(١٦) سوال : څوک چه په هيره سره د روژى په ورځ کښى خوراک او يا سکل وکړى د هغى څه حکم دى ؟
جواب : هيڅ پروا نه لرى او روژه ئى صحيح ده ، لکه څرنګ چه الله تعالى د سورة بقرى په اخر کښى فرمائى : ]رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا [ البقرة : ٢٨٦) ، أي ربه زمونږ ته مه نيسه مونږ که چيرته مونږ هير کړو او يا خطا شو مونږ . او د رسول الله r نه په صحيح روايت سره ثابت دى چه الله تعالى ورته وفرمايل : چه دا کار مى وکړه .
اوهمداراز د ابوهريرة رضي الله عنه په حديث کښى راغلى چه رسول الله r فرمائى : « مَنْ نَسِيَ وَهُوَ صَائِمٌ فَأَكَلَ أَوْ شَرِبَ فَلْيُتِمَّ صَوْمَهُ فَإِنَّمَا أَطْعَمَهُ اللَّهُ وَسَقَاهُ » متفق عليه ، صحيح البخاري - (ج 20 / ص 360) ، صحيح مسلم - (ج 6 / ص 28) ، د چا نه چه هير شى په داسى حال کښى چه هغه روژه وى نو خوراک وکړى او يا اوبه وسکى نو خپله روژه دى پوره کړى ځکه چه ده ته الله تعالى خوراک او اوبه ورکړى . او همدا راز که روژه دار په نسيان سره د خپلى بي بي سره جماع وکړى نو روژه ئى صحيح ده او دا د اهل علمو صحيح قول دى ، د مخکنى ذکر شوى ايت او حديث له امله ، او لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « من أفطر في رمضان ناسيا فلا قضاء عليه ولا كفارة » المستدرك على الصحيحين للحاكم - (ج 4 / ص 110) ، چا چه په هيره سره د رمضان په مياشت کښى روژه ماته کړه نو په هغى باندى قضائى او کفاره نشته . دا لفظ ټولو ماتونکو شيانو ته شامل دى که هغه جماع وى او که نور مفطرات ( ماتونکى ) د روژى وى ، په دى شرط چه روژه دار په هيره سره کړى وى ، او دا د الله تعالى لوى رحمت فضل او احسان دى ، نو د الله تعالى لپاره ډير حمدونه او شکر دى .
@ @ @
(١٧) سوال : د هغى انسان څه حکم دى چه بل رمضان پرى راشى او ده په غير د شرعى عذر نه د روژى قضائى نه وى راوړى ، ايا د ده لپاره د قضائى راوړو سره صرف توبه کفايت کوى او که نا کفاره پرى لازميږى ؟
جواب : په ده باندى د الله تعالى لپاره توبه ويستل او هم پرى د قضائى راوړو سره د هرى ورځ په مقابل کښى يو مسکين ته طعام ورکول لازم دى چه هغه د رسول الله r د پيمانى نيمه برخه ده او هغه طعام به ورکوى چه د ملک عام خوراک وى ، لکه خرما ، غنم ، وريجى او يا داسى نور شيان ، او دهغى نيمى پيمانى مقدار يونيم کلو دى تقريبا ، او په ده باندى نوره کفاره نشته ، لکه څرنګ چه په دى باندى گڼو صحابه کرامو فتوى ورکړى چه عبدالله بن عباس رضي الله عنه پکښى هم شامل دى ، او که چيرته دغه انسان معذوره وى لکه مريض وى او يا د سفر په حال کښى وى ، او يا زنانه د حمل او يا د رضاعت (تي ورکولو ) عذر ولرى چه د روژى نيول ئى په مشقت کښى اچوى ، نو بيا پرى په غير د قضائى راوړلو نه بل څه نشته .
@ @ @
(١٨) سوال : د هغى انسان څه حکم دى چه روژه نيسى په داسى حال کښى چه هغه لمونځ ترکوى ، نو ايا د هغى روژه صحيح ده ؟
جواب : صحيح خبره دا ده چه د لمانځه په ترکولو باندى دغه انسان په لوى کفر باندى مبتلا کيږى نو لهذا د ده روژه او نور عبادات تر هغى وخته پورى نه صحيح کيږى چه تر څو ئى الله تعالى ته په اخلاص سره توبه نوى ويستلى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : ] وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ [ الانعام(88)، که دوى شرک وکړه نو خامخا برباد به شى د دوى نه هغه عملونه چه دوى کول ، او همدا راز نور هغه اياتونه او احاديث چه د دى ايت په معنى باندى وارد شوى دى ، او ځنى اهل علم وائى چه کله يو سړى د لمانځه په فرضيت باندى ايمان لرى نو بيا د لمانځه په ترکولو باندى نه کافر کيږى ، او روژه او يا نورعبادات ئى هم نه برباديږى ، ځکه چه د سستۍ له امله ئى لمونځ ترک کړيدى ، ليکن اولنى قول صحيح او راجح دى چه انسان د لمانځه په ترکولو باندى کافر کيږى اګر که د لمانځه په فرضيت باندى قايل هم وى ، ځکه چه په دى باندى ډير دليلونه شته ، چه ځنى ئى دا دى : رسول الله r فرمائى : « بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلَاةِ » صحيح مسلم - (ج 1 / ص 229) ، د يو سړى او د شرک او کفر په مابين کښى ( فاصله ) د لمونځ پريښودل دى . د دى حديث روايت جابر بن عبدالله رضي الله عنه کړيدى .
او همدا راز رسول الله r فرمائى : « الْعَهْدُ الَّذِي بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ الصَّلَاةُ فَمَنْ تَرَكَهَا فَقَدْ كَفَرَ» سنن الترمذي - (ج 9 / ص 207) زمونږ او د هغوى (منافقينو ) په مابين کښى عهد ( د نه وژلو ) لمونځ دى که چا لمونځ ترک کړه نو يقينا کفر يى وکړه . او دا حديث امام احمد او د سننو نورو کتابونو د بريدة بن الحصين الاسلمى رضي الله عنه نه نقل کړيدى ، او امام ابن القيم رحمه الله د تارک الصلاة مسئله په خپل کتاب (احکام الصلاة وترکها ) کښى ډير په تفصيل او وضاحت سره بيان کړيده ، چه دغه ډير مفيد کتاب دى نو هيله ده چه د استفادى په خاطر ورته مراجعه وشى .
(١٩) سوال : هغه څوک چه د رمضان په مياشت کښى روژه وخورى په داسى حال کښى چه د فرضيت نه ئى منکر نه وى نو د هغى څه حکم دى ، ايا د سستۍ او تنبلۍ له امله د روژى په خوړلو باندى چه د يو ځل نه زيات وى يو انسان د اسلام نه خارجيږى ؟
جواب : څوک چه د رمضان په مياشت کښى په غير د شرعى عذر نه روژه وخورى نو يقينا دغى انسان ډيره لويه ګناه وکړه ، ليکن د اهل علمو د صحيح او راجح قول موافق دغه انسان نه کافر کيږى ، بلکه د قضائى راوړو سره به الله تعالى ته په اخلاص سره توبه اوباسى . او ډير دليلونه په دى دلالت کوى چه د روژى ترکول په داسى حال کښى چه د فرضيت نه ئى منکر نه وى کفر ندى ، خو د سستۍ او تنبلۍ له امله يى ماته کړى وى ، او که چيرته دغه انسان د دغى روژى قضائى په غير د شرعى عذر نه د بل رمضان پورى روسته کړى نو د هرى ورځى په مقابل کښى به يو مسکين ته طعام ورکوى، لکه څرنګ چه د (١٧) سوال په جواب کښى مخکى تير شو . او همدا راز د طاقت سره د زکات او حج ترکول چه په فرضيت ئى قائل وى انسان نه کافر کيږى ، ليکن د تيرو شوو هغو کلونو زکات به ورکوى چه په هغى کښى ئى کوتاهى او کمى کړيدى ، او همدا راز په دى باندى حج هم فرض دى او د تاخير کولو له امله به توبه هم اوباسى ، او د دوى په نه کافر کيدو باندى چه د فرضيت نه ئى انکار نه کوى د شرعى دلايلو عموم دلالت کوى ، چه د هغى له جملى څخه يو هغه حديث دى چه په هغى کښى راغلى چه د زکات ترکونکى به په خپل مال باندى په ورځ د قيامت کښى عذابيږى ، بيا به يا جنت ته ځى او يا جهنم ته .
@ @ @
(٢٠)سوال : چه کله يوه حائضه زنانه په روژه کښى د ورځى له خوا پاکه شى نو دهغى څه حکم دى ؟
جواب : په دغى زنانه باندى د اهل علمو د صحيح قول موافق د شرعى عذر د ختميدو له امله فورا د روژى د ماتونکو شيانونه ځان بندول لازم دى ، او د دغى ورځى قضائى به راوړى لکه څرنګ که چيرته د رمضان د مياشتى ليدل د ورځى له خوا ثابت شى نو مسلمانان به په پاتى ورځ کښى ځان بندوى ، او د جمهورو عالمانو د نظر موافق به د دغى ورځى قضائى هم راوړى ، او که چيرته يومسافر خپل کورته د رمضان په مياشت کښى د ورځى له خوا راورسيږى نو په هغى باندى د اهل علمو د صحيح قول موافق هم په باقى پاتى ورځى کښى د طعام نه ځان بندول لازم دى ځکه چه حکم د سفر اوس زايله شو لکه څرنګ چه په هغى باندى د دغى ورځى قضائى راوړل هم لازم دى . والله ولي التوفيق .
@ @ @
(٢١) سوال : کله چه د روژه دار انسان نه وينه جارى شى لکه د پوزى او يانوره وينه نو د هغى څه حکم دى ، او ايا د روژه دار لپاره د اجر په خاطر ، او يا د ټيست لپاره د خپل بدن نه وينه ورکول جايز دى ؟
جواب : د روژه دار د بدن نه د وينى وتل لکه د پوزى وينه او يا د استحاض او يا داسى نوره وينه روژه نه خرابوى ، ليکن د حيض نفاس او د ښکر لګولو وينه روژه فاسدوى . او د روژه دار لپاره د ضرورت په وخت کښى د ټيست په خاطر د وينى ورکول څه پروا نه لرى ، ليکن احتياط په دى کښى دى چه د افطار نه روسته ثوابى وينه ورکړى، ځکه چه دغه وينه اکثره ډيره وى نو د ښکر د وينى سره مشابهت لرى ، والله ولي التوفيق .
@ @ @
(٢٢) سوال : کله چه د روژه داردا ګمان وى چه لمر به پريوتلى وى ، او يا ئى دا ګمان وى چه سهار شوى به نه وى ، او بيا په دغى وخت کښى خوراک وکړى او يا اوبه وسکى او يا جماع وکړى نو د دغى خبرى څه حکم دى ؟
جواب : په ده باندى د دغى ورځى قضائى راوړل لازم دى ليکن که جماع ئى کړى وى نو بيا پرى د جمهورو اهل علمو په نزد د ظهار په شان کفاره لازميږى ، تر څو چه د تساهل دروازه بنده شى او په روژه کښى د احتياط نه کار واخستل شى .
@ @ @
(٢٣) سوال : د هغى روژه دار انسان څه حکم دى چه د رمضان د مياشتى په ورځ کښى جماع وکړى ، او ايا د هغى مسافر سړى لپاره چه روژه ئى ماته کړى وى د خپلى ښځى سره جماع کول جايز دى ؟
جواب : په هغى روژه دار انسان باندى چه فرضى روژه ئى نيولى وى او بيا د ورځى له خوا جماع وکړى نو په هغى باندى د ظهار په شان کفاره لازم ده ، لکه څرنګ چه په هغى باندى د دغى ورځى قضائى راوړل او الله تعالى ته په اخلاص سره توبه ويستل د دغى ګناه له امله هم لازم او واجب دى ، ليکن که چيرته دغه انسان مسافر وى او يا داسى مرض ولرى چه د روژى ماتول ورله روا کوى نو بيا په ده باندى کفاره نشته او نه څه پروا لرى ، او په ده باندى د هغى ورځى قضائى راوړل چه جماع ئى پکښى کړيده لازم ده ، ځکه چه د مسافر او مريض انسان لپاره د روژى ماتول جايز دى که هغه په جماع سره وى او يا په بل شى سره وى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى :
] فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ [ سورة البقرة : ١٨٤] . که څوک ستاسو نه مريض وى او يا په سفر کښى وى (نو په ده باندى شمارل دى ) د ورځو نورو نه . او زنانه هم په دى حکم کښى د نارينه په شان ده که چيرته روژه ئى فرضى وى نو بيا پرى د دغى ورځى د قضائى راوړلو سره سره کفاره هم لازم ده ، او که چيرته مسافره وى او يا داسى مريضه وى چه د روژى نيول ورته ګران وى نو بيا پرى کفاره نشته .
@ @ @
(٢٤) سوال : د مريض روژه دار انسان لپاره چه سينه ئى خرابه وى د روژى په ورځ کښى د خولى له لارى د بخاخ ( سپرى ) استعمالول څه حکم لرى ؟
جواب : د ضرورت او احتياج په وخت کښى ورله د هغى استعمالول جايز دى ، ځکه چه الله تعالى فرمائى : ] وَقَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ [ سورة الانعام : ١١٩] او يقينا الله تعالى په تفصيل سره بيان کړى هغه شيان چه په تاسو ئى حرام کړى مګر هغه چه تاسو ورته محتاجه ئى . او بل له دى امله چه د خوراک او سکلو سره مشابهت نه لرى نو داسى شو لکه د ټيسټ وينه او يا هغه ستنه چه د طعام او سکلو کار نه کوى .
@ @ @
(٢٥) سوال : د روژه دار انسان لپاره د ضروروت په وخت کښى د هغى ستنى چه د شا د لارى ( دبر) نه انسان ته وهلى کيږى څه حکم لرى ؟
جواب : چه کله مريض دغسى ستنى ته مجبوره شى نو بيا دهغى په استعمال کښى څه ګناه او حرج نشته او دغه د اهل علمو صحيح قول دى ، او شيخ الاسلام بن تيمية او نورو ګڼو اهل علمورحمهم الله هم دغه قول له دى امله غوره کړيدى چه د طعام او سکلو سره هيڅ مشابهت نه لرى .
@ @ @
(٢٦) سوال : که چيرته يو روژه دار سړى ته بى اختياره قي ( الټى ) راشى نو ايا د دغى ورځى قضائى به راوړى ؟
جواب : په دغى سړى باندى قضائى نشته ، ليکن که چيرته قصدا قي وکړى يعنى داسى اسباب استعمال کړى چه قي راجلبوى نو بيا پرى قضاء شته ، ځکه چه رسول الله r فرمائى : « مَنْ ذَرَعَهُ الْقَيْءُ فَلَا قَضَاءَ عَلَيْهِ وَمَنْ اسْتَقَاءَ فَعَلَيْهِ الْقَضَاءُ » سنن ابن ماجه - (ج 5 / ص 186) ، چاته چه بي اختياره قي او کانګى راشى نو په هغى باندى قضائى نشته ، او که څوک قصدا قي وکړى نو په هغى باندى قضائى لازم ده . دا حديث امام احمد او د سننو څلورو کتابونو د ابو هريرة رضي الله عنه په روايت سره نقل کړى دى
@ @ @
(٢٧) سوال : د ګوردو د مريض لپاره د روژى په حالت کښى د وينى بدلول څه حکم لرى ، ايا قضائى پرى لازميږى ؟
جواب : د پاکى او تازه وينى نه د استفادى له امله په هغى باندى قضائى واجبيږى ، او که چيرته د هغى سره د بل ماتونکى مادى نه هم استفاده وکړى نو هغه بيا بل ماتونکى شو .
@ @ @
(٢٨) سوال : ايا د نارينه او ښځي لپاره د اعتکاف کولو څه حکم دى ، او ايا د اعتکاف لپاره روژه کيدل شرط دى ، اعتکاف کونکى به په څه باندى خپل وخت تيروى ، روژه دار اعتکاف کونکى به څه وخت داخليږى ، او څه وخت به ترى راوځى ؟
جواب : دنارينو او ښځو دواړو لپاره اعتکاف کول سنت دى ، لکه څرنګ چه د رسول الله r نه دا ثابت دى چه هغه به د رمضان په مياشت کښى اعتکاف کولو ، ليکن په اخيره کښى ئى د رمضان په اخرنۍ لسو ورځو کښى اعتکاف کولو ، او د هغى سره به ځنى بيبيانى هم چيله کيدلى ، او د رسول الله r د وفات نه به روسته بيا د هغى بيبيانى چيله کيدلى ، او د اعتکاف ځاى جماتونه دى ، ليکن که چيرته د يو انسان اعتکاف ته د جمعى لمونځ خلل واقع کوى نو بيا که چيرته ممکن وى نو غوره دا ده چه په هغى جمات کښى اعتکاف ادا شى چه د جمعى لمونځ پکښى کيږى ، او د اعتکاف لپاره د اهل علمو د صحيح قول موافق خاص او معين وخت نشته ، او نه ورله روژه شرط ده ليکن د روژى سره اعتکاف کول غوره دى ، او د اعتکاف کونکى لپاره سنت دا دى چه کله نيت وکړى نو جمات ته داخل شى او د هغى مودى د تيريدو نه به روسته راوځى چه نيت ئى ورله کړيدى ، او که چيرته ورته شرعى عذر پيدا شى نو بيا اعتکاف قطع کولى شى ، ځکه چه اعتکاف سنت دى په شروع کولو باندى واجبيږى نه ، مګر که نذر ئى منلى وى نو بيا ئى پوره کول فرض دى ، او اعتکاف کول د رمضان په اخرى لسو ورځو کښى سنت دى تر څو چه د رسول الله r اطاعت پکښى راشى ، او که څوک په دغى ورځو کښى د اعتکاف نيت لرى نو د هغى لپاره د يوويشتمى ورځى د سهار نه روسته جمات ته ننوتل مستحب دى تر څو چه د رسول الله r تابعدارى وشى او چه کله دغه لس ورځى ختمى شى نو بيا به راوځى . او که چيرته اعتکاف قطع کړى او مخکى راوځى نو څه پروا نه لرى په دى شرط چه نذر يى نه وى منلى . او که چيرته ورته اسانه وى نو په جمات کښى ورله د استراحت لپاره د يو ځاى انتخابول غوره دى ، او د اعتکاف کونکى لپاره په کثرت سره ذکر کول ، د قران کريم تلاوت ، استغفار ، دعاء ، د ممنوعه وختونو نه علاوه په نورو وختونو کښى نفلى لمونځونه کول سنت او مستحب دى ، او که ځنى ملګرى ورله د ملاقات او خبرو لپاره راځى نو څه پروا نه لرى ، لکه څرنګ چه د رسول الله r بيبيانى د هغى ملاقات ته راتلى او خبرى به ئى ورسره کولى ، او يو ځل صفية رضي الله عنها د رمضان په مياشت کښى د هغى ملاقات ته راغله او هغه د اعتکاف په حال کښى ؤ نو کله چه پاڅيده نو رسول الله r ورسره د جمات د دروازى پورى لاړ ، نو د دينه دا خبره معلومه شوه چه په دغى کار کښى ګناه نشته . او دا کار د رسول الله r په نهايت ډيرى تواضع عاجزۍ او د خپلو بيبيانو سره په خايسته سيرت او اخلاقو باندى دلالت کوى ، په هغى دى د خپل رب د طرف نه خايسته ثناء او سلامتيا وى .
وصلى الله وسلم على نبينا محمد وآله و صحبه واتباعهم باحسان .