تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : تحفة الإخوان < مسائل الزكاة (بـشـتـو)ترجمة الشيخ أبي الطيب محمد نعيم


أبو زكريا
_31 _May _2013هـ الموافق 31-05-2013م, 12:00 AM
د زکاة مسئلى
(١) سوال : هغه خلک چه زکات نه ورکوى د هغوى حکم څه دى ؟ او ايا په دى کښى څه فرق شته چه څوک ئى د نه منلو له امله نه ورکوى او څوک ئى د شومتيا او بخيلتيا له امله نه ورکوى ؟
جواب : بسم الله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله واصحابه اجمعين :
د تارک زکات ( د زکات نه ورکونکى ) په حکم کښى تفصيل دى .. که چيرته له دى امله زکات نه ورکوى چه نه ئى منى ، سره د دينه چه د زکاة د فرضيت شرطونه پوره شوى وى نو په دى صورت کښى په اجماع د امت سره دغه سړى کافر بللى کيږى اګر که يو سړى زکاة هم ورکوى ليکن چه د زکاة د فرضيت نه انکار کوى نو بيا هم دغه سړى کافر دى .
او که چيرته د شومتيا او سستۍ له امله زکاة نه ورکوى نو دغه سړى بيا فاسق بللى کيږى ځکه چه لويه ګناه ئى وکړه ، او که چيرته په دغى حالت کښى مړ شوه نو هغه د الله تعالى په مشيت کښى دى ،لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : } إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ { سورة النساء [ ٤٨] ، يقينا الله تعالى مغفرت نه کوى چه شرک ورسره وکړى شى او بښى هغه ګناهونه چه د شرک نه ماسوا دى هغه چاته چه خوښه ئى شى .
همداراز په قران کريم او په متواترو احاديثو کښى راغلى ، چه تارک زکاة ته به په ورځ د قيامت کښى د هغى مالونو په سبب چه زکاة ئى ترى نه ورکوه سخت عذابونه ورکول کيږى ، او د هغى نه به روسته يا جنت ته ځى او يا به په اور کښى پاتى کيږى . او دا تخويف او ويره د هغه چا په هکله ده چه د زکاة د فرضيت نه منکر نه وى ، الله تعالى فرمائى : }وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ # يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُونَ { سورة التوبة [ ٣٤،٣٥] ، او هغه کسان چه خزانه کوى سره او سپين زر او نه ئى خرچ کوى په لار دالله تعالى کښى نو زيرى ورکړه هغوى ته په عذاب دردونکى سره ، هغه ورځ چه ګرميږى به (دغه سره او سپين زر ) په اور د جهنم کښى نو بيا به پرى داغلى کيږى تندى اړخونه او شاګانى د هغوى ( او دا به ورته ويلى کيږى ) دا ستاسو هغه خزانى دى چه تاسو به جمع کولى نو وڅکۍ هغه څه چه تاسو جمع کول .
او صحيح احاديث هم د هغه چا په عذابونو باندى دلالت کوى چه کوم خلک د سرو او سپينو زرو زکاة نه ورکوى چه په کوم باندى قرآن کريم دلالت کوى ، لکه څرنګ چه په احاديثوکښى راغلى چه څوک په څارويو يعنى اوښانو غوايانو ګډو او بزو ( چيلو) کښى زکاة نه ورکوى نو هغوى ته به سخت عذاب ورکول کيږى ، او دغه انسان به په خپله ځان ته په دغى څارويو باندى عذاب ورکوى . او که څوک په نقدى روپو او پيسو کښى زکاة نه ورکوى نو د هغى حکم هم د سرو او سپينو زرو په شان دى ، ځکه چه دغه نقدى روپۍ د سرو او سپينو زرو په ځاى قائم مقام دى .
او هر چه هغه خلک چه د زکاة د فرضيت نه منکر دى نو د هغوى حکم د عامو کفارو په شان دى ، او په قيامت کښى به د هغوى سره په يوځاى باندى جهنم ته ننوځى ، او د نورو کافرانو په شان به ابدى ابدى په جهنم کښى اوسيږى ، لکه څرنګ چه الله تعالى د هغوى په هکله فرمايلى دى : }كَذَلِكَ يُرِيهِمُ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ { سورة البقرة [ ١٦٧] همدغه شان خائى به دوئ ته الله تعالى عملونه د دوئ د پاره د افسوسونو په دوى باندى او نه به وى دوى وتونکى د اور نه . او همدا راز الله تعالى په سورة المائدة کښى فرمائى : }يُرِيدُونَ أَنْ يَخْرُجُوا مِنَ النَّارِ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنْهَا وَلَهُمْ عَذَابٌ مُقِيمٌ { سورة المائدة [ ٣٧] ، غواړى دوئ چه اوځى د اور نه او نه به وى دوى وتونکى د اور نه او د دوى لپاره عذاب دى هميشه ، او په قران او حديث کښى په دى خبره نور هم بى شماره دلايل موجود دى .
(٢) سوال : که چيرته د يو سړى سره مختلف قسم څاروى وى ليکن هر يو قسم جدا جدا نصاب ته نه رسيږى ، نو ايا په دغى مالونو کښى زکاة شته دى ؟ او که چيرته پکښى زکاة وى نو په څه ډول به د هغى نه زکاة ورکوى ؟
جواب : د څارويو يعنى اوښانو غوايانو او ميږو لپاره يو معلوم نصاب دى چه تر څوپورى هغى ته نه وى رسيدلى او شرطونه ئى پوره شوى نه وى نو تر هغى پورى پکښى زکاة نشته ، چه د هغى نه ځنى شرطونه دا دى چه دغه اوښان غوايان او ميږى ټول کال او يا د کال په اکثره برخه کښى په چراګاه کښى څريدونکى وى ، او همدا راز که د اوښانو غوايانو او ميږو نصاب پوره شوى نه وى نو زکاة پکښى نه واجبيږى ، او دغه مالونه او څاروى به ځنى د نورو سره ضم کيدلاى ( يوځاى کيداى ) نه شى ، که چيرته مثلا د يو انسان سره د ساتلو لپاره درى عدده اوښان شل عدده ميږى ، او شل عدده غوايان وى نو په دغى صورت کښى به دغه اوښان ګډى او غوايان يو د بل سره نه شى ضميمه کيداى ځکه چه هر يو جنس او نوعه پکښى خپل نصاب ته نه دى رسيدلى .
او که چيرته د تجارت لپاره وى نو بيا ځنى د نورو سره جمع کيږى ، ځکه چه د دى حکم بيا د تجارت د ټوکو (سامان) په څير دى ، نو بيا به د نقدو روپو په شان زکاة ورکوى . لکه څرنګ چه اهل علمو په دى باندى تصريح کړى ده ، او که څوک د غور او فکر نه کار واخلى نو په دى مسئله کښى دلايل بيخى روښانه او ښکاره دى .
(٣) سوال : ايا د دوه کسانو او يا د درى کسانو لپاره د زکاة له امله د مالونو جمع کول ځنى د ځنو سره جايز دى ؟
جواب : هغه مالونه چه زکاة پکښى ورکول کيږى د زکاة د ورکولو نه د تيښتى له امله او يا له دى امله چه زکاة پکښى کم شى نو په دى غرض د هغى جمع کول ځنى د ځنو سره او يا ئى جدا جدا کول جايز نه دى ،لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « لَا يُجْمَعُ بَيْنَ مُفْتَرِقٍ وَلَا يُفَرَّقُ بَيْنَ مُجْتَمِعٍ خَشْيَةَ الصَّدَقَةِ » خرجه البخارى في صحيحه . يعنى د زکاة د ويرى له امله به د جدا جدا مالونو په مابين کښى جمعوالى نه شى کيداى او نه به د يوى رمى او ټولى په مابين کښى جدا ولى کيداى شى ، که چيرته د يو انسان سره څلويښت ميږى وى او هغه له دى امله جدا جدا کړى چه زکاة پرى لازم نه شى نو په دغى صورت کښى د دغى سړى نه زکاة نه ساقطيږى ، بلکه په دغى کار باندى انسان ګناهګاريږى ځکه چه په دى کار سره دغه انسان د زکاة د ساقطولو لپاره حيله او چل جوړ کړيدى .
او همدا راز د زکاة د ويرى له امله د جدا جدا مالونو يو ځاى کول هم جايز نه دى ، مثلا که چيرته يو سړى دومره اوښان غوايان او ميږى ولرى چه هر يو قسم ئى نصاب ته رسيږى ليکن دغه مالونه او څاروى د بل انسان د اوښانو يا غوايانو او يا د ميږو سره يو ځاى کړى تر څو چه د دغى اختلاط او ضم کيدلو له امله چه هيڅ جواز نه لرى د زکاة د اخيستونکى د راتلو په مهال په دوى باندى زکاة کم شى نو بيا هم د دوى نه زکاة نه ساقطيږى او دغه دواړه په دى کار باندى ګناهګار دى او په دوى باندى د باقى زکاة ورکول واجب دى .
که چيرته د يو کس څلويښت ميږى وى او د بل شپيته وى نو دوى خپلى ميږى د زکات اخستونکى د راتلو په مهال سره يو ځاى کړى تر څو چه په دوى باندى د يوى ميږى ورکول واجب شى نو دغه ګډون او جمع کول دوى ته فايده نه ورکوى نو دوى به يو بل ګډ هم په زکات کښى ورکوى . نو د څلويښتو ګډو خاوند به دوه حصى تاوان ورکوى او د شپيتو ګډو خاوند به درى حصى تاوان ورکوى او په همدى تناسب به مخکنى گډ هم تقسيموى . او په دوى باندى توبه ويستل لازم ده او بيا بايد د دغسى حيلو کولو نه ځان وژغورى .
او که چيرته د غه اختلاط او يو ځاى کول د مالونو د يو بل سره د تعاون په خاطر وى او د زکات د ساقطولو او يا د زکات د کمولو په هدف نه وى او هغه شرطونه پکښى پوره شى چه علماء په خپلو کتابونو کښى بيان کړى نو بيا جايز دى لکه چه رسول الله r فرمايى : « ومَا كَانَ مِنْ خَلِيطَيْنِ فَإِنَّهُمَا يَتَرَاجَعَانِ بَيْنَهُمَا بِالسَّوِيَّةِ » صحيح البخاري - (ج 5 / ص 285) او هغه مالونه چه د دوه شريکانو وى نو هغوى به په مساوى توګه زکات ورکوى .
(٤) سوال : يو سړى دى چه سل اوښان لرى ليکن د کال په اکثره برخه کښى ورته واښه ورکوى نو ايا په دغى اوښانو کښى زکات شته ؟
جواب : کله چه څاروى يعنى اوښان غوايان او ميږى ټول کال او يا د کال په زياته برخه کښى څريدونکى نه وى نو بيا په هغى کښى زکات نشته ، ځکه چه رسول الله r د څاروو د زکات د فرضيت لپاره دا شرط ذکر کړى چه هغه به په ورشو ګانو او يا صحراګانو کښى څريدونکى وى ، ليکن که چيرته د دغى څاروو مالک ټول کال يا نمائى کال خپلو څاروو ته واښه او ګياګانى ورکوى نو بيا پکښى زکات نشته ، مګر په هغى وخت کښى چه دغه څاروى د تجارت لپاره وى نو بيا پکښى زکات ورکول د نورو تجارتى سامانونو په څير واجب دى ، لکه هغه زمکى او موټرى چه د تجارت لپاره تيار شوى وى ، ليکن زکات ورکول پرى هله واجبيږى چه د هغى قيمت د سرو او سپينو زرو نصاب ته ورسيږى کوم چه مخکى تير شوى ؤ .
(٥) سوال : د هغى فقيرانو او مسکينانو د پيژندلو معيار چه د زکات مستحقين دى د يوى زمانى نه د بلى زمانى سره خورا توپير لرى نو ايا د هغى لپاره کومه ضابطه او قاعده شته ؟ او کله چه د زکات ورکونکى ته معلومه شى چه ده زکات خپلو مستحقينو ته نه دى ورکړى نو ايا بيا به دوباره زکات ورکوى ؟
جواب : مسکينانو ته به د زکات نه دومره مال ورکول کيږى چه د هغى د ټول کال لپاره کفايت وکړى ، او کله چه د زکات ورکونکى ته معلومه شى چه د زکات اخستونکى فقير نه دى نو په ده باندى د زکات قضايى نشته دا په هغى وخت کښى چه ظاهر کښى دغه اخستونکى فقير معلوميږى ، لکه څرنګ چه په صحيح حديث کښى راغلى ، چه په مخکنو امتونو کښى يو سړى يو انسان ته زکات ورکړه چه د فقير ګمان ئى پرى کړى ؤ نو په خوب کښى ئى وليدل چه دغه سړى مالداره دى نو ويى ويل « اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ عَلَى غَنِيٍّ » صحيح البخاري - (ج 5 / ص 238) اى پروردګاره ستا لپاره د مالداره په زکات ورکولو سره حمد دى . او رسول الله r د هغى تاييد وکړه او د دى خبر يى ورکړه چه صدقه ئى قبوله شوه .
او د اصول فقه په کتابونو کښى دا خبره منلى شوى ده چه مخکنى شرائع ( شريعتونه ) زمونږ لپاره شريعت دى په دى شرط چه زمونږ د شريعت خلاف نه وى ، او همدا راز رسول الله r ته دوه کسان راغله چه صدقه يى غوښتله نو رسول الله r پرى د قوى کسانو ګمان وکړه نو ورته ويى ويل : « إِنَّ شِئْتُمَا أَعْطَيْتُكُمَا وَلَا حَظَّ فِيهَا لِغَنِيٍّ وَلَا لِقَوِيٍّ مُكْتَسِبٍ » سنن أبي داود - (ج 4 / ص 439) يعنى که ستاسى خوښه وى زه به درله صدقه درکړم ليکن په دى کښى د مالداره انسان او د قوى انسان چه په کـسب کولو باندى قادره وى څه حصه نشته . او بل له دى امله چه په ټولو وجوهو سره د فقير حاجت معلومول ډيره ګرانه خبره ده نو د زکات غوختونکى په ظاهرى حال باندى به اکتفا کيداى شى او د هغى په دى دعوه باندى به اکتفا کيداى شى چه زه فقير او حاجت مند يم ، ليکن د زکات ورکونکى ته دا پکار ده چه کله ورته د ظاهرى حال نه معلومه شى چه دا په کسب کولو باندى طاقت لرى د شريعت حکم ورته ذکر کړى چه کوم په مخکښى حديث کښى تير شو .
(٦)سوال : کله چه يو سړى بل ملک او ښار ته سفر وکړى او هلته ترى پيسى غلا شى ، نو ايا هغى ته د زکات ورکول جايز دى سره د دى نه چه په موجوده زمانه کښى مالى معاملات ډير اسان شوى دى ؟
جواب : دغه سړى چه په هکله يى تپوس شوى دى مسافر بللى کيږى ، چه کله د خپل حاجت او يا ددى اظهار وکړى چه پيسى رانه غلا شوى دى او يا ورکى شوى دى ، نو هغى ته به دومره زکات ورکول کيږى چه خپل کلى ته پرى رسيږى اګر که په خپل وطن کښى مالداره هم وى .
(٧) سوال : ځنى خلک د بوسنيا او هرسک او يا نورو مجاهدينو ته په زکات ورکولو کښى شکونه پيدا کوى ، نو ستاسو په دغى مسئله کښى څه نظر دى ؟ ايا په دى زمانه کښى دغى مجاهدينو او د نړۍ د اسلامى مرکزونو مسئولينو ته زکات ورکول غوره دى او که د خپل ملک فقيرانو او مسکينانو ته يى ورکول غوره دى اګر که د مخکنى قسم خلکو ضرورت ورته زيات هم وى ؟
جواب : د بوسنيا او هرسک مسلمانان د زکات مستحقين دى ځکه چه له يوى خوا هغوى فقيران دى او له بله پلوه هغوى د جهاد په دوران کښى دى او مظلومان دى ، نو هغوى نصرت تاليف القلب ته ضرورت لرى ، نو هغوى له دى امله په ټولو خلکو کښى د زکات ډير حقدار دى .. او همدا راز د هغوى په شان نور حلک هم .
او همدا راز د اسلامى مرکزونو هغه مسئولين او کار کونکى چه په تعليم او دعوت الى الله باندى مشغول دى کله چه هغوى مسکينان وى ، او همدا راز د نړۍ مسلمانان مسکينان او فقيران په خپلو مالدارانو ورونو باندى هم دا حق لرى چه د هغوى سره نصرت وکړى او مهربانى پرى وکړى ، د هغوى د زړونو د مايله کولو په خاطر او بل د دى لپاره چه په اسلام باندى ثابت قدمه پاتى شى ، ليکن هغوى ته به زکات د اعتمادى او امانت دارو خلکو په واسطه ورکولى شى ، او همداراز هغوى د دغى اسبابوله امله د زکات نه علاوه د نورو کومکونو او د مالى مرستو هم حقدار دى ، ليکن د خپل وطن مسکينان او فقيران د نورو مسکينانو نه ډير حقدار دى کله چه داسى څوک نه وى چه د هغوى حاجتونه پوره کړى ، لکه څرنګ چه رسول الله r په حديث د معاذ کښى فرمائى کله چه ئى يمن ته ليږه : « ادْعُهُمْ إِلَى شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنِّي رَسُولُ اللَّهِ فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لِذَلِكَ فَأَعْلِمْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ افْتَرَضَ عَلَيْهِمْ خَمْسَ صَلَوَاتٍ فِي كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لِذَلِكَ فَأَعْلِمْهُمْ أَنَّ اللَّهَ افْتَرَضَ عَلَيْهِمْ صَدَقَةً فِي أَمْوَالِهِمْ تُؤْخَذُ مِنْ أَغْنِيَائِهِمْ وَتُرَدُّ عَلَى فُقَرَائِهِمْ » متفق عليه صحيح البخاري - (ج 5 / ص 201) ، ته خلک دى شهادت ته راوبله چه نشته بل د عبادت حقدار مګر يو الله دى او زه د الله تعالى پيغمبر يم ، که چيرته دوى دغه خبره ومنله نو بيا ئى له دى نه خبر کړه چه الله تعالى په دوى باندى په هره شپه او ورځ کښى پنځه لمونځونه فرض کړى دى ، او که دغه خبره ئى ومنله نو بيا ئى پوهه کړه چه الله تعالى په دوى باندى زکات فرض کړى دى چه د دوى د مالدارانو نه به اخستل کيږى او د دوى په فقيرانو ورونو به تقسيميږى .
(٨) سوال : دا خبره هر چاته معلومه ده چه د زيوراتو او ګاڼو په زکات کښى چه د استعمال لپاره او يا د سوالى ورکولو لپاره تيار شوى وى د علماؤ په مابين کښى اختلافى ده نو ستاسو په دغى مسئله کښى څه نظر دى ؟ او بالفرض والتقدير که زکات ورکول پکښى واجب وى نو د هغى لپاره نصاب شته ؟ او که چيرته نصاب ورله وى نو د هغى احاديثو نه خو معلوميږى چه د زيوراتو د زکات د ورکولو په وجوب باندى دلالت کوى هغه زيورات چه په هغى باندى رسول الله r د جهنم په عذاب تخويف او ويره ورکړى ده نو هغه خو نصاب ته نه رسيدل ، نو د دى به څرنګ جواب کيدلاى شى ؟
جواب : د سرو او سپينو زرو په کالو او زيوراتوکښى برابره خبره ده که د استعمال لپاره تيار شوى وى او يا د سوالى ورکولو په غرض تيار شوى وى نو د هغى په زکات کښى د علماؤ په مينځ کښى مشهور اختلاف دى ، ليکن راجح او غوره قول دا دى چه زکات پکښى فرض دى ، يو خو د هغى دلايلو د عموم له امله چه د سرو او سپينو زرو د زکات په فرضيت باندى دلالت کوى ، او بل د عبدالله بن عمرو بن العاص رضى الله عنه د حديث له امله چه فرمائى : « أَنَّ امْرَأَةً أَتَتْ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَمَعَهَا ابْنَةٌ لَهَا وَفِي يَدِ ابْنَتِهَا مَسَكَتَانِ غَلِيظَتَانِ مِنْ ذَهَبٍ فَقَالَ لَهَا أَتُعْطِينَ زَكَاةَ هَذَا قَالَتْ لَا قَالَ أَيَسُرُّكِ أَنْ يُسَوِّرَكِ اللَّهُ بِهِمَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ سِوَارَيْنِ مِنْ نَارٍ قَالَ فَخَلَعَتْهُمَا فَأَلْقَتْهُمَا إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَقَالَتْ هُمَا لِلَّهِ عَزَّ وَجَلَّ وَلِرَسُولِهِ » سنن أبي داود - (ج 4 / ص 364) ، يوه ښځه رسول الله r ته راغله چه د هغى سره يوه لور وه چه د هغى په لاس کښى د سرو زرو دوه بنګړى ؤ نو رسول الله r ورته وويل ايا ته د دى زکات ورکوى هغى زنانه ورته وويل چه نا ، نو رسول الله r ورته وويل ايا ته په دى خوشحاليږى چه الله تعالى درته د هغى په سبب د اور بنګړى په لاس کښى واچوى ؟ نو هغى هغه بنګړى وغورځول او وئى ويل چه دغه دواړه بنګړى د الله تعالى او د هغى د پيغمبر r لپاره شول .
او لکه څرنګ چه د ام سلمة رضى الله عنها دا حديث ثابت دى چه هغى به د سرو زرو پانزيبونه اچول نو د رسول الله r نه ئى تپوس وکړه چه ايا دا په کنز يعنى خزانه کښى داخل دى ؟ نو رسول الله r وفرمايل : « مَا بَلَغَ أَنْ تُؤَدَّى زَكَاتُهُ فَزُكِّيَ فَلَيْسَ بِكَنْزٍ» سنن ابوداود (٤/٣٦٥ ) يعنى هغه سره زر چه نصاب ته ورسيږى او زکات ترى ورکړى شى نو هغه کنز نه دى . نو داسى ئى ورته ونه ويل چه په زيوراتو کښى زکات نشته .
او دا ټول احاديث په هغى زيوراتو باندى حمل دى چه نصاب ته رسيدلى وى تر څو چه د دى احاديثو او د نورو احاديثو په مينځ کښى توفيق او جمع والى راشى ، ځکه چه ځنى احاديث د ځنو داسى تفسير او وضاحت کوى لکه د قران کريم ځنى اياتونه چه د ځنو تفسير کوى ، او همدا راز احاديث د قران کريم د اياتونو تفسير کوى ، او عام اياتونه خاص کوى ، او مطلق اياتونه مقيد کوى ، ځکه چه دا ټول د الله تعالى له خوا راغلى نو په هغى کښى تناقض او اختلاف نشى راتلاى ، بلکه ځنى د ځنو تصديق او تفسير کوى .
او همداراز د زيوراتو په زکات ورکولو کښى د کال تيريدل هم شرط دى لکه د زکات په نورو مالونو کښى چه شرط ؤ چه هغه پيسى د تجارت سامانونه او څاروى دى .. والله ولى التوفيق .
(٩) سوال : ځنى فقهاء او عالمان د هغى زيوراتو چه د استعمال لپاره تيار شوى وى د هغى د زکات وجوب له دى امله ردوى چه د صحابه کرامو او تابعينو په زمانه کښى دغى مسئلى ( د زکات وجوب ) شهرت نه درلوده سره له دينه چه هيڅ يو کور تقريبا د زيوراتو نه خالى نه ؤ ، سره له دينه چه د زيوراتو د زکات وجوب خو د لمانځه د فرضيت او يا د هغى د وختونو د تعين په شان حيثيت لرى ، او همدا راز يا د عام زکات د فرضيت او د هغى د نصاب د پيژندلو په شان حيثيت لرى .... او سره د دغى د ځنو صحابه کرامو نه لکه عائشة رضى الله عنها عبدالله بن عمر او د نورو نه دا ثابته ده چه هغوى د زيوراتو د زکات په وجوب باندى فتوى نه ورکوى نو د غى نه به څرنګ جواب کيداى شى ؟
جواب : دا مسئله د نورو اختلافى مسئلو په شان حيثيت لرى چه په دغى او يا نورو مسائلو کښى اعتبار دليل لره دى ، نو کله چه داسى دليل موجود شو چه په اختلاف او نزاع کښى فيصله کوى نو عمل پرى پکار دى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى :
﴿( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا ﴾ سورة النساء (59) ، اى مؤمنانو اطاعت د الله وکړئ او اطاعت د پيغمبر r وکړئ او د خپلو مشرانو که چيرته په يو شى کښى ستاسو اختلاف راغى نو واپس ئى کړئ الله تعالى ته او پيغمبر r ته که چيرته ايمان لرۍ تاسو په الله او ورځ روستنۍ باندى دغه کار غوره دى او ډير ښه دى د انجام په لحاظ سره .
او همدا راز الله تعالى فرمائى : ﴿ وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ﴾ سورة الشورى [ ١٠] او هغه چه اختلاف وکړئ تاسو په کوم شى کښى نو فيصله د هغى
( وګرځوئ ) الله تعالى ته .
او دا خبره هغه چاته ضرر نه رسوى چه شرعى حکم وپيژنى او بيا پرى عمل وکړى ، او په شريعت کښى دا خبره ثابته ده چه هغه مجتهدين چه اهليت پکښى موجود وى چه کله اجتهاد وکړى او حق ته ورسيږى د هغى لپاره دوه اجره دى ، او که څوک خطا شى نو د اجتهاد اجر ئى شته ليکن هغه اجر چه انسان ته حق ته د رسيدلو له امله حاصليږى نو د هغى نه محروم شو ، او د پيغمبر r نه په دى هکله صحيح احاديث ثابت دى چه کله يو حاکم او يا د علماء نه نور مجتهدين اجتهاد وکړى نو د هغى حکم د مجتهد حاکم په شان حيثيت لرى . او په دى مسئله کښى صحابه کرامو او د هغى نه روستنى علماؤ اختلاف کړى لکه څرنګ اختلاف چه په نورو مسائلو کښى واقع کيږى ، نو په دى اختلافى مسئلو کښى د عالمانو ذموارى دا ده چه په دليل سره د حق په پيژندلو کښى خپل وس او طاقت استعمال کړى ، او پديکښى هغه چاته ضرر نشته چه حق ته ورسيږى د هغه چانه چه په دغى مسئله کښى د ده مخالف وى . او د عالمانو لپاره ضرورى ده چه په خپل ورور باندى ښه ګمان وکړى او د هغى راى په ښه احتمال
( محمل ) باندى حمل کړى اګر چه د ده د نظر مخالف هم وى تر څو چه د مخالفت کونکى نه په قصد سره د حق مخالفت ثابت شوى نه وى ، والله ولي التوفيق .
(١٠ ) سوال : يو سړى چه د لباس ( تيارى جامى ) او د لوښو په تجارت باندى بوخت وى نو هغه به څرنګ زکات ورکوى ؟
جواب : د تجارت هغه سامانونه چه د ده سره دى او د هغى قيمت د سرو او سپينو زرو نصاب ته رسيږى چه کله پرى کال تير شى نو د هغى زکات پرى واجبيږى د هغى احاديثو له امله چه په دغى هکله راغلى دى ، چه د هغى له جملى څخه د سمرة بن جندب او د ابوذر الغفاري رضى الله عنهما حديث هم دى .
(١١) سوال : په موجوده دور کښى په لويو شرکتونو کښى د سهمونو له لارى د برخى اخستل او د ځان شاملولو ډير لوى انتشار او شهرت موندلى ، نو ايا په دغى حصو او سهمونو کښى زکات شته او څرنګ به ويستلى کيږى ؟
جواب : د هغى سهمونو خاوندان چه د تجارت لپاره تيار شوى وى چه کله ورباندى کال تير شى نو د تجارت د نورو سامانونو په څير به زکات ورکوى لکه هغه زمکى او موټرى چه د تجارت لپاره تيار شوى وى ... او که چيرته دغه سهمونه په هغى مالونو کښى وى چه هغه د ايجار او کرائى لپاره تيار شوى وى او د خرڅولو لپاره نه وى لکه زمکى او موټرى نو بيا په دغى کښى زکات نشته بلکه د هغى په امدنئ او ګټه کښى زکات ورکول فرض دى په دى شرط چه کال ورباندى تير شى ، او نصاب ته رسيدلى وى لکه نورى پيسى او نقديات ، والله ولي التوفيق .
(١٢)سوال : که چيرته د يوسړى اعتماد په خپل دخل او امدنئ کښى په ماهانه تنخوا باندى وى چه ځنى له هغى څخه مصرفوى او څه برخه ئى جمع کوى نو د دغى پيسو زکات به په څه طريقه ورکوى ؟
جواب : د ده لپاره ضرورى دى چه هره مياشت کومى پيسى جمع کوى چه هغه په دقت سره وليکى چه بيا کله ورباندى کال تير شى نو د هرى مياشتى د جمع کړى شوو پيسو زکات به ورکوى ، او که چيرته د ټولو مياشتو د جمع کړى شوو پيسو زکات په يو ځاى ورکوى چه کله په اوله مياشت باندى کال تيرشوى وى او په نورو لا نوى تير شوى نو د ده لپاره ډير لوى اجر دى او دغه زکات ئى مقدم او عاجل بللى کيږى په هغى پيسو کښى چه لا تر اوسه پورى پرى کال نه دى پوره شوى ، او که چيرته يوسړى يوه فايده او مصلحت ووينى نو د زکات په مخکى کولو کښى کوم ممانعت نشته ، ليکن چه کله کال پوره شى نو بيا په غير د شرعى عذر نه د زکات روسته کول جايز نه دى ، لکه د پيسو غايبيدل او يا د فقيرانو او مسکينانو نه موندل .
(١٣)سوال : که چيرته يو سړى مړشى مال او يتيمانان بچى ترى پاتى شى نو ايا په دغى پيسو کښى زکات شته ؟ او که چيرته پکښى زکات واجب وى نو څوک به ئى ورکوى ؟
جواب : د يتيمانانو په جايداد او سرمايه کښى لکه پيسى د تجارت سامانونه ، او په څريدونکو څاروو ، او په غلو دانو او ميوه جاتو کښى د زکات ورکول فرض دى ، او د يتيمانانو د سرپرست لپاره لازم دى چه په خپل ټاکلى وخت باندى دغه زکات اوباسى ، که چيرته د دوى لپاره د پلار له طرفه نږدى رشته دار او سرپرست نه وى ، نو پکار ده چه بيا محکمى ته اطلاع ورکړى شى تر څو چه د دوى د سرپرستئ لپاره څوک وټاکى چه د دوى او د هغوى د مالونو سرپرستى وکړى ، او د دغى سرپرست لپاره پکار دى چه په دغى مسؤليت کښى د الله تعالى نه وويريږى ، او داسى کار وکړى چه په هغى کښى د دغى يتيمانانو او د هغوى د مالونو فايده او مصلحت وى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : ﴿ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْيَتَامَى قُلْ إِصْلَاحٌ لَهُمْ خَيْرٌ ﴾ سورة البقرة [٢٢٠] ، او تپوس کوئ دوى ستا نه په باره د يتيمانو کښى ووايه خير خواهى د دوى لپاره غوره ده . او همدا راز الله تعالى فرمائى : ﴿ وَلا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ﴾ سورة الانعام [ ١٥٢] ، او تاسو مه نږدى کيږئ مال د يتيم ته مګر په هغى طريقى سره چه هغه غوره وى تر هغى پورى چه ورسيږى خپلى ځوانئ ته . او په دى هکله نور هم ډير اياتونه راغلى ، ليکن د يتيمانو په مالونو کښى به کال د دوى د پلار د مرګ د وخت نه حسابيږى ځکه چه دغه مالونه د دوى په ملکيت کښى د پلار په وفات سره داخل شوى دى . والله ولي التوفيق .
(١٤)سوال : په دى زمانه کښى د استعمال او يا د بل غرض په هدف د مختلفو شيانو نه زيورات او د خايست کالى جوړيږى لکه الماس بلاتين او يا داسى نور شيان ، نو ايا په دغى شيانو کښى زکات ورکول واجب دى ؟ اوکه چيرته د ډول او يا د استعمال لپاره د لوخو په شکل جوړ شوى وى نو په هغى کښى زکات شته او که نا ؟ نو مونږ ته په دى هکله معلومات راکړئ الله تعالى دى تاسو ته اجر درکړى ؟
جواب : کله چه زيورات او ګاڼه د سرو او سپينو زرو نه جوړه شوى وى او خپل ټاکلى نصاب ته ورسيږى او کال پرى تير شى نو زکات پکښى فرض دى اګر که د استعمال او يا د عارية ( سوالى ورکولو ) په غرض جوړ شوى وى ، او دا د علماء صحيح او راجح قول دى ، ځکه چه په دى هکله صحيح احاديث راغلى دى ، او که چيرته د سرو او سپينو زرو نه نه وى جوړ شوى لکه الماس او يا عقيق او يا نور شيان نو بيا پکښى زکات نشته مګر که د تجارت په غرض جوړ شوى وى نو بيا د دغى حکم د تجارت د سامانونو په شان دى نو بيا پکښى زکات ورکول فرض دى ، او د سرو او سپينو زرو نه لوخى جوړول حرام دى اګر که د خايست او ډول لپاره هم وى ، ځکه چه د خايست لپاره د هغى استعمالول د خوراک او سکلو لپاره يو سبب دى ، او د پيغمبر r نه صحيح حديث نقل شوى دى چه فرمائى : « وَلَا تَشْرَبُوا فِي آنِيَةِ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَلَا تَأْكُلُوا فِي صِحَافِهَا فَإِنَّهَا لَهُمْ فِي الدُّنْيَا وَلَنَا فِي الْآخِرَةِ» متفق على صحته ، تاسو د سرو او سپينو زرو په لوښو کښى سکل مه کوئ او په دغى لوښو کښى خوراک مه کوۍ ځکه چه په دغى لوښو کښى سکل او خوراکونه کول په دونيا کښى د کافرانو لپاره دى او په اخرت کښى ستاسو لپاره دى .
او که چا ترى دغه شيان جوړ کړى وى نو د هغى زکات به هم ورکوى ، او الله ته به په اخلاص سره توبه هم اوباسى ، او فورا دى هغى ته تغير ورکړى يعنى د لوښو د شکل نه دى دبل څيز شکل جوړ کړى لکه زيورات او يا نور شيان .
(١٥)سوال : ځنى زراعتى زمکى داسى دى چه د هغى مالکان په کرلو او زراعت کښى د بارانونو نه استفاده کوى نو ايا د دغى زمکى په حاصلاتو کښى زکات شته ؟ او ايا د دغى زمکى زکات د هغى زمکو د زکات نه توفير لرى چه کوم د برقى ماشينونو او واټر پمپونو په ذريعه اوبه کيږى ؟
جواب : هغه زمکى دانى او ميوه جات لکه خرما، مئيز ، غنم ، وربشى ، چه په بارانونو نهرونو او روانوچينو باندى او به کيږى نو په هغى کښى لسمه برخه عشر او زکات دى ، او کوم چه په برقى ماشين آلاتو باندى اوبه کيږى نو په هغى کښى شلمه برخه عشر او زکات دى ، لکه څرنګ چه د پيغمبر r نه په حديث کښى راغلى ، چه هغه فرمائى : « فِيمَا سَقَتْ السَّمَاءُ، ... الْعُشْرُ. ( وفيما سقي بالسواقى ) وَمَا سُقِيَ بِالنَّضْحِ نِصْفُ الْعُشْرِ» . رواه البخاري في صحيحه (ج 5 / ص 335) من حديث ابن عمر رضي الله عنهما .
هغه فصلونه چه په بارانونو باندى اوبه کيږى نو په هغى کښى لسمه برخه زکات دى ، او کوم چه په ارټونو او فوارو باندى خړوبيږى نو په هغى کښى شلمه برخه زکات دى . ( په بخارى کښى ورسره د دغي قوسونو په مابين کښى عبارت نشته )
(١٦) سوال : ځنى دهقانان او بزګران مختلف قسم ميوه جات او ترکاريانى کرى نو ايا په هغى کښى زکات شته ؟ او په کومو زراعتى شيانو کښى زکات ورکول واجب او فرض دى ؟
جواب : په ميوه جاتو سبزى جاتو او ترکاريانو کښى زکات نشته هغه چه نه پيمانه کيږى او نه ذخيره کيږى لکه خربوزى انار او نور شيان شو ، مګر که د تجارت لپاره وى نو کله چه ورباندى کال تير شى او نصاب ته ورسيږى نو د هغى د قيمت نه به زکات ورکوى ، لکه د تجارت د نورو ټوکو او سامانونو په شان .
ليکن په هغى دانو او ميوه جاتو کښى چه پيمانه کيږى او يا ذخيره کيداى شى لکه مئيز ، غنم ، وربشى ، او يا نور شيان ، نو په هغى کښى زکات ورکول فرض دى ، د الله تعالى د دى ايات د عموم له امله چه فرمائى : } وَآَتُوا حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ { الانعام [١٤١] ، د لو کولو په ورځ د هغى ( حاصلاتو ) حق ورکړۍ ، او همدا راز الله تعالى فرمائى : } وَأَقِيمُوا الصَّلاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ {البقرة [ ٤٣] د لمونځونو پابندى کوۍ او زکات ورکړۍ ، او همدا راز پيغمبر r فرمائى : « لَيْسَ فِيمَا دُونَ خَمْسَةِ أَوْسُقٍ مِنْ تَمْرٍ وَلَا حَبٍّ صَدَقَةٌ» صحيح البخاري - (ج 5 / ص 300)متفق على صحته صحيح البخاري - (ج 5 / ص 300 ، د پنځه پيمانو کجورو دانو او غلى نه چه کله کم وى نو بيا پکښى زکات نشته . نو دا حديث دليل د ى چه کله هغه ميوه جات او دانى چه تللى کيږى او يا ذخيره کيږى پنځه پيمانو ته ورسيږى نو بيا پکښى زکات ورکول واجب دى . او همدا راز په غنمو او وربشو کښى د پيغمبر r د زکات اخستل په دى خبره دلالت کوى چه هغه شيان چه د غنمو او وربشو په شان وى نو په هغى کښى زکات فرض دى ، والله ولي التوفيق .
(١٧) سوال : هغه پيمانى چه د زکات نصاب پرى پيژندل کيږى نو په هغى کښى ډير لوى اختلاف موجود دى نو د هغى د پيژندلو لپاره به په نن زمانه کښى په څه باندى اعتماد کيدلى شى ځکه چه د هغى په تحديد او معرفت کښى د موجوده عالمانو په مابين کښى هم اختلاف روان دى ؟
جواب : د هغى د معلومولو او پيژندلو لپاره به د پيغمبرr په پيمانه او صاع باندى اعتماد کيدلى شى ، چه هغه تقريبا پنځه رطله او دريمه برخه د عراقى رطل تشکيلوى ، اوڅلورمتوسطى لپى چه بلکل ډکى وى . لکه څرنګ چه عالمانو او د لغت امامانو په دغى خبرى تصريح کړى ده ، والله ولي التوفيق .
(١٨) سوال : ډير خلک په بينکونو کښى کار کوى ، او کله کله په دغى معاملاتو کښى حرامه معامله هم واقع کيږى لکه سود شو ، نو ايا په دغى پيسو کښى زکات شته ؟ او که وى نو څرنګ به ورکول کيږى ؟
جواب : د بينکونو سره او يا د نورو شرکتونو سره سودى معاملات کول په قطعى ډول حرام دى ، او دا د خپل مالک لپاره په جايداد کښى نه حسابيږى ، بلکه که چيرته ئى دغه پيسى اخستى وى او ده ته د الله تعالى حکم معلوم وى ، نو په خيرى کارونو کښى د هغى مصرفول لازم دى ، او که چيرته ئى نه وى قبض کړى نو بيا د ده لپاره صرف د خپل راس المال اخستل پکار دى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : } يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ # فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ { سورة البقرى ٢٧٨-٢٧٩] اى مؤمنانو د الله تعالى نه وويريږۍ او پريږدئ هغه چه باقى دى د سود نه که چيرته ئى تاسو مؤمنان ، که چيرته دغه کار ونکړه تاسو نو بيا د الله تعالى او د هغى د پيغمبر r جنګ ته تيار شۍ او که تاسو توبه ويستله نو ستاسو لپاره ستاسو د مالونو سر دى تاسو به ظلم نه کوۍ نو په تاسو به هم ظلم نشى کيداى .
او که چيرته هغى د سود پيسى قبض کړى وى او ده ته د الله تعالى حکم نه وى معلوم نو بيا په دى باندى د خپل مال نه د دغو پيسو ويستل واجب ندى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : } وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَنْ جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّهِ فَانْتَهَى فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ { سورة البقرة ٢٧٥] ، او الله تعالى بيعه ( خرڅول او اخستل ) روا کړى او سود ، ئى حرام کړى دى چا ته چه د خپل رب له خوا نصيحت راغى او دا منع شو نو د ده لپاره هغه څه دى چه مخکى ئى کړى دى ، او کار ئى الله تعالى ته حواله دى او که څوک بيا راوګرځيده دغى کار ته نو دغه کسان خاوندان د اور دى او په هغى کښى به هميشه اوسيږى .
او د ده لپاره د هغى پيسو او مال نه زکات ورکول واجب او ضِرورى دى چه د سود له فايدى څخه نه وى لکه نور هغه جايداد چه زکات پکښى فرض وى ، او په دغى مالونو او پيسو کښى هغه پيسى هم داخل دى چه د سود په واسطه لاس ته راغلى وى ليکن دغى انسان ته د سود حراموالى معلوم نه وى ، نو دغه پيسى هم د ده په ملکيت اوجايداد کښى داخل دى لکه څرنګ چه په مخکنى اياتونو کښى ذکر شو، والله ولي التوفيق .
( ١٩) سوال : د صدقه فطر او سرسايى د ويستلو څه حکم دى ؟ او ايا په هغى کښى نصاب ته رسيدل شرط دى ؟ او ايا هغه شيان چه په سرسايه کښى ورکول کيږى هغه معين او خاص شيان دى ؟ او که چيرته خاص شيان وى نو هغه کوم څيزونه دى ؟ او ايا په سړى باندى دا لازم دى چه هغه به د خپلى ټولى کورنۍ د غړو نه چه ښځه او خادم پکښى هم دى سرسايه ورکوى ؟
جواب : سرسايه په هر مسلمان باندى که هغه وړوکى وى او که لوى ، نارينه وى او که زنانه ، ازاد وى او که غلام ، په ټولو باندى فرض ده ، لکه څرنګ چه د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما په حديث کښى راغلى چه فرمائى : « فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ زَكَاةَ الْفِطْرِ صَاعًا مِنْ تَمْرٍ أَوْ صَاعًا مِنْ شَعِيرٍ عَلَى الْعَبْدِ وَالْحُرِّ وَالذَّكَرِ وَالْأُنْثَى وَالصَّغِيرِ وَالْكَبِيرِ مِنْ الْمُسْلِمِينَ وَأَمَرَ بِهَا أَنْ تُؤَدَّى قَبْلَ خُرُوجِ النَّاسِ إِلَى الصَّلَاةِ.... » پيغمبر r په هرمسلمان باندى که هغه ازاد وى او که غلام نارينه وى او که زنانه ، کوچنى وى او که لوى ، د فطر زکات ( سرسايه ) فرض کړى ده ، چه هغه به يوه پيمانه خرما او يا يوه پيمانه وربشى وى ، او حکم ئى کړى دى چه د اختر لمانځه ته د خلکو د وتلو نه به مخکى ورکول کيږى . متفق على صحته .
او د صدقه فطر لپاره خاص نصاب نشته ، بلکه د مسلمان لپاره واجب دى چه د خپل ځان او د خپلى کورنۍ د افرادو له خوا نه لکه بچى ، ښځى ، غلامان ، صدقه فطر ( سرسايه ) ورکړى که چيرته دومره طعام ولرى چه د دوى د دغى ورځى او شپى د خوراک نه زيات وى .
او هر چه هغه خادم دى چه تنخوا اخلى د هغى سرسايه په هغه باندى ده مګر که د هغى مالک ثواب ګټى او يا پرى د سرسايى ورکول شرط شوى ؤ نو هغه ئى بيا ورکولى شى ، او هر چه غلام دى نو د هغى سرسايه د هغى په مالک باندى ده ، لکه څرنګ چه په حديث کښى تير شو .
او په صدقه فطر او سرسايه کښى دا واجب دى چه هغه به د ملک عام خوراک او طعام وى ، لکه کجورى (خرما) ، وربشى ، غنم ، جوار ، او يا داسى نور شيان ، او دا د علماء صحيح او راجح قول دى ، او بل له دى امله چه پيغمبر r په سرسايه کښى کوم خاص قسم طعام نه دى شرط کړى ، او له دى امله چه دا سرسايه يو همکارى ده ، نو د مسلمان لپاره پکار دى چه په هغى طعام سره د غريبانو مرسته وکړى چه کوم د ملک خوراک وى .
(٢٠)سوال : د بوسنيا او هرسک يا د نورى دنيا مجاهدينو ته صدقه فطر ورکول څه حکم لرى ، که چيرته هغوى ته ورکول جايز وى ، نو په هغى کښى غوره طريقه څه ده ؟
جواب : په صدقه فطر کښى مشروع او روا طريقه د خپل وطن او ملک فقيرانو مسلمانانو ته ورکول دى ځکه چه هغوى غالبا دغى سرسايى ته احتياج لرى ، او بل د دى وجه نه چه دغه سرسايه د هغوى سره مرسته ده تر څو چه د اختر په ورځو کښى د سوال نه ځان وساتى ، او که چيرته د بل ملک فقيرانو او مسکينانو ته وليږلى شى نو دا هم جايز دى ، او دا دعلماؤ صحيح قول دى ، ځکه چه په خپل مناسب ځاى کښى مصرف شو ، ليکن د خپل کلى محتاجانو او فقيرانو ته ئى ورکول غوره دى او په هغى کښى احتياط دى .
او د هغى لپاره د يو اعتمادى او امانت دار وکيل نيول هم جايز دى چه تر څو دغه صدقه فطر په داخل کښى او يا په خارج کښى فقيرانو ته ورکړى ، او همدا راز د طعام په خريدارى کولو ، او بيا په فقيرانو باندى د هغى په تقسيمولو کښى هم د وکيلانو نيول جايز دى ، والله ولي التوفيق .