أبو زكريا
_30 _May _2013هـ الموافق 30-05-2013م, 11:56 PM
مختلفى مسئلى
(٧٢) سوال : ايا دتلاوت د سجدى لپاره اودس کول شرط دى ؟ او کله چه سجدى ته ځى او يا ترى پاڅيږى که په لمانځه کښى وى او يا د لمانځه نه بهر وى نو الله اکبر به وائى ؟ او که يو سړى د لمانځه نه بهر وى نو ايا د سجدى نه به روسته سلام ګرځوى ؟
جواب : د اهل علمو په وينا ګانو کښى صحيح قول او راى دا ده چه د تلاوت د سجدى لپاره طهارت شرط نه دى او کله چه د سجدى نه پورته کيږى نه به تکبير کوى او نه به سلام ګرځوى ، او دا د اهل علمو صحيح قول دى . ليکن سجدى ته دتللو په وخت کښى تکبير کول سنت دى لکه څرنګ چه د عبدالله بن عمر t په حديث کښى راغلى .
او که چيرته په لمانځه کښى څوک د تلاوت سجده کوى نو بيا سجدى ته د تللو او د هغى نه د اوچتيدلو په وخت کښى تکبير کول واجب دى ځکه چه رسول الله r به په لمانځه کښى د هر ځل ښکته کيدو او اوچتيدو په وخت کښى تکبير کولو او په صحيح حديث کښى راغلى چه رسول الله r فرمائى : « صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي » صحيح البخاري - (ج 3 / ص 7) ، يعنى په هغه طريقه لمونځ وکړۍ لکه څرنگ چه ما وينى تاسو لمونځ کونکى ، او د احاديثو د عموم له امله د تلاوت په سجده کښى هغه ذکر او دعاګانى سنت دى چه کومى د لمانځه په سجدو کښى ويلى کيږى چه ځنى ئى دا دى : « اللَّهُمَّ لَكَ سَجَدْتُ وَبِكَ آمَنْتُ وَلَكَ أَسْلَمْتُ سَجَدَ وَجْهِي لِلَّذِي خَلَقَهُ وَصَوَّرَهُ وَشَقَّ سَمْعَهُ وَبَصَرَهُ تَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ » صحيح مسلم - (ج 4 / ص 169)، اى الله تعالى زه تا ته سجده کوم او په تا باندى ايمان لرم او خاص ستا تابعدار يم زما مخ هغى ذات ته سجده وکړه چه هغى پيدا کړى دى او شکل ئى ورکړى دى او په خپل قوت او طاقت سره ئى د هغى غوږونه او سترګى چولى ( جوړى کړى دى ) نو د برکتونو والا ذات دى الله تعالى چه خايسته پيدا کونکى دى . د دى حديث روايت امام مسلم کړى دى د على رضى الله عنه نه . نو رسول الله r به د لمانځه په عامو سجدو کښى دا ذکر کولو ، او همدا راز د رسول الله r نه ثابت دى چه هغى به د تلاوت په سجده کښى دا دعا ويله :
« اللَّهُمَّ اكْتُبْ لِي بِهَا عِنْدَكَ أَجْرًا وَضَعْ عَنِّي بِهَا وِزْرًا وَاجْعَلْهَا لِي عِنْدَكَ ذُخْرًا وَتَقَبَّلْهَا مِنِّي كَمَا تَقَبَّلْتَهَا مِنْ عَبْدِكَ دَاوُدَعليه السلام ». سنن الترمذي - (ج 2 / ص 445) اى الله تعالى زما لپاره په خپل دربار کښى په دغى سجدى سره اجر وليکى او په دغى سجدى سره زما ګناهونه ختم کړى ، او زما لپاره ئى د خپل ځان سره ذخيره کړى او زما نه ئى داسى قبوله کړى لکه چه تا د خپل بنده داود عليه السلام نه قبوله کړى وه .
او د تلاوت په سجده کښى د سبحان ربي الاعلى ويل واجب دى لکه څرنګ چه د لمانځه په سجدو کښى د هغى ويل واجب دى او د هغى نه علاوه نور ذکر او دعاګانى مستحب دى .
او دتلاوت سجده که په لمانځه کښى وى او که د لمانځه نه بهر وى سنت ده او واجب نه ده ځکه چه د رسول الله r نه د زيد بن ثابت په روايت سره او همدا راز د عمر رضي الله عنه نه داسى حديث نقل شوى چه د دغى سجدى په سنت والى دلالت کوى . والله ولى التوفيق .
(٧٣) سوال : کله د مازديګر نه روسته لمر تور شى چه هغى ته کسوف شمس وائى نو ايا په دغى وخت کښى د کسوف لمونځ کيداى شى سره د دينه چه په دغى وخت کښى د نفلى لمونځونو د کولو نه منع راغلى ده ؟ او همدا راز په دغى وخت کښى تحية المسجد کيداى شى ؟
جواب : په دغى مسئله کښى د علماؤ اختلاف دى ليکن صحيح او حق خبره د دغى لمونځونو روا والى دى ځکه چه د لمر د توريدلو په مهال لمونځ او تحية المسجد دا هغه لمونځونه دى چه د هغى لپاره اسباب دى کله چه دغه سبب موجود شى نو دغه لمونځونه بيا جايز ګرځى نو له دى امله په ممنوع وختونو کښى لکه د مازديګر او سهار نه روسته د دغى لمونځونو کول مشروع او روا دى لکه څرنګ چه په نورو وختونو کښى د هغى کول جايز دى ، د رسول الله r د دى حديث د عموم له امله چه فرمائى : « إِنَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ آيَتَانِ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَإِنَّهُمَا لَا يَخْسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ وَإِذَا كَانَ ذَاكَ فَصَلُّوا وَادْعُوا حَتَّى يُكْشَفَ مَا بِكُمْ » متفق عليه . يقينا لمر او سپوږمۍ د الله تعالى په نښو کښى دوه نښى دى د چا د مرګ او ژوند له امله نه توريږى کله چه تاسو د هغى ( توروالى ) ووينۍ نو تر هغى پورى لمونځ او دعا وکړۍ چه هغه مصيبت او غم لرى شى چه په تاسو راغلى دى . دا حديث متفق عليه دى .
او همدا راز رسول الله r فرمائى : « إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمْ الْمَسْجِدَ فَلَا يَجْلِسْ حَتَّى يُصَلِّيَ رَكْعَتَيْنِ » متفق عليه . کله چه ستاسو نه يو تن جمات ته ننوځى ترهغى پورى چه دوه رکعته لمونځ ئى نه وى کړى نو نه دى کښينى . او همدا راز که يو مسلمان د مازديګر او سهار نه روسته طواف وکړى نو په دغى وختونو کښى دوه رکعته لمونځ کول جايز دى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « يَا بَنِي عَبْدِ مَنَافٍ لَا تَمْنَعُوا أَحَدًا طَافَ بِهَذَا الْبَيْتِ وَصَلَّى أَيَّةَ سَاعَةٍ شَاءَ مِنْ لَيْلٍ أَوْ نَهَارٍ » رواه الامام احمد واهل السنن الاربع باسناد صحيح عن جبير بن مطعم رضي الله عنه .
اى د عبد مناف اولاده ( بچيانو) تاسو مه منع کوۍ هيڅ يو تن چه د دى کور نه طواف کوى او يا ( پکښى ) لمونځ کوى په هر وخت کښى چه غواړى که د شپى له خوانه وى او که د ورځى . د دى حديث روايت امام احمد ابوداود ترمذى نسائى او ابن ماجة کړى دى په صحيح سند سره د جبير بن مطعم په روايت سره . والله ولي التوفيق .
(٧٤)سوال : ايا په هغى احاديثو کښى چه د لمانځه نه روسته پکښى دعاګانو او ذکر ته ترغيب ورکړى شوى چه په هغى کښى د ( دبر کل صلاة ) لفظ راغلى دى نو د دغى لفظ څه مقصد دى ؟ ايا د هغى نه مراد د لمانځه اخرنۍ حصه مراد ده او که د سلام ګرځولو نه روسته وخت مراد دى ؟
جواب : د ( دبر الصلاة ) اطلاق د سلام نه مخکى د لمانځه په روستنۍ حصه باندى هم کيږى او د سلام ګرځولو نه روسته فورا په دغى وخت باندى هم کيږى ، او د هغى په هکله ډير احاديث راغلى چه اکثر ئى په دى دلالت کوى چه مراد د دبر الصلاة نه د سلام نه مخکښى د لمانځه روستنۍ برخه ده ، چه په هغى کښى د دعا ويل ډير غوره دى لکه څرنګ چه د عبدالله بن مسعود t په حديث کښى راغلى چه رسول الله r ورته تشهد وښوده او بيا ئى ورته وويل : « ثُمَّ يَتَخَيَّرُ مِنْ الدُّعَاءِ أَعْجَبَهُ إِلَيْهِ فَيَدْعُو» وفي لفظ « ثم ليختر من المسئلة ما شاء » متفق على صحته . يعنى بيادى هغه دعاګانى ووائى چه خوښى ئى وى ، او په بل لفظ کښى راغلى چه بيا دى هغه سوال وکړى چه د ده خوښه وى .
همدا راز د معاذبن جبل t نه روايت دى چه رسول الله r ده ته وويل: « لَا تَدَعَنَّ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ تَقُولُ اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ » اخرجه ابوداود والترمذي والنسائي باسناد صحيح . يعنى ته د هر لمانځه نه روسته د دى دعاويل مه پريږده ، اى الله تعالى ته زما سره ستا په ذکر شکر ويستلو او په خايسته عبادت کولو سره مدد وکړى .
او همدا راز د سعد بن ابي وقاص t نه روايت دى چه رسول الله r به د هر لمانځه په اخير کښى دا دعا ويله : « اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْبُخْلِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْجُبْنِ وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ أُرَدَّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الدُّنْيَا وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ » . صحيح البخاري - (ج 19 / ص 463)
. اى الله تعالى زه په تا سره د شومتيا نه پناه غواړم ، او زه په تاسره د بزدلۍ نه پناه غواړم ، او زه په تاسره ناکاره عمر ته د واپس کيدلو نه پناه غواړم ، او زه په تاسره د دنيوى فتنو او د قبر د عذاب نه پناه غواړم .
او هر چه په دغى وخت کښى د ذکر کول دى نو صحيح احاديث په دى دلالت کوى چه هغه به د لمانځه په اخير کښى د سلام ګرځولو نه روسته ويلى کيږى چه ځنى ئى دا دى چه د سلام ګرځولو نه روسته ويلى کيږى : درى واره ، أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ، ، او يو ځل ، اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ وَمِنْكَ السَّلَامُ تَبَارَكْتَ يا ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ ، او ټول به دا ذکر کوى که امام وى که مقتدى وى او که منفرد يعنى ځانله لمونځ کونکى ، ليکن امام به د دى ذکر د کولو نه روسته مقتديانو ته مخ وګرځوى او بيا به امام مقتدى او منفرد د دى ذکر او استغفار نه روسته دا سى وائى : « لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَلَا نَعْبُدُ إِلَّا إِيَّاهُ لَهُ النِّعْمَةُ وَلَهُ الْفَضْلُ وَلَهُ الثَّنَاءُ الْحَسَنُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدّ» .
او د هر مسلمان او مسلمانى زنانه لپاره د پنځو لمونځونو نه روسته د دى ذکر ويل مستحب دى ، بيا به ٣٣ ځله : سبحان الله ، الحمد لله ، اوالله أكبر ووائى او د سلو د پوره کولو لپاره به دا ووائى : « لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ » . او د دى په هکله د رسول اللهrنه ډير احاديث نقل شوى ، او د دينه روسته بيا د آية الكرسي ويل يو ځل مستحب دى ، بيا به : (قل هو الله أحد)، و (قل أعوذ برب الفلق)، و (قل أعوذ برب الناس) په پټه سره يو ځل ولولى ،مګر د ماښام او د سهار لمانځه نه روسته درى کرتى ويل مستحب دى ، او همدا راز د هر مسلمان سړى او ښځى لپاره د ماښام او سهار د لمونځونو نه روسته د مخکنى اذکارو سره د اية الکرسى او د هغى درى سورتونو نه مخکى د دى دعا ويل مستحب دى ، « لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ يحي ويميت وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ» تر څو چه په هغى صحيح احاديثو باندى عمل وشى چه د دغى اذکارو په هکله نقل شوى دى . والله ولى التوفيق .
( ٧٥) سوال : د لمانځه نه روسته په هيئت اجتماعى او په يو شکل باندى د ذکر کولو څه حکم دى لکه څرنګ چه ځنى خلک دغسى عمل کوى او ايا ذکر کول په پټه باندى سنت دى او که په جهر سره ؟
جواب : د پنځه لمونځونو نه روسته او همدا راز د جمعى د لمانځه نه روسته په جهر سره د ذکر کول سنت دى لکه څرنګ چه په بخارى او مسلم کښى د عبدالله بن عباس رضي الله عنه نه روايت راغلى : چه د رسول الله r په زمانه کښى به د فرضى لمانځه نه روسته ذکر په اوچت اواز ؤ ، او عبدالله بن عباس فرمائى : زه به له دغى ( په اوچت اواز سره د ذکر د ادا کولو ) امله پوهيدلم چه دوى سلام ګرځولى دى .
ليکن په هيئت اجتماعى باندى د ذکر ادا کول چه هر يو کس دا کوشش کوى چه د اول نه تر اخره پورى د بل تن په شان نطق او ادا وکړى او په دغى کار بيا د هغى تقليد کوى د دغسى عملونو لپاره کوم دليل نشته بلکه دا يو بدعت عمل دى ، او يقينا سنت طريقه دا ده چه ټول به د الله ذکر کوى ليکن دا قصد به نه لرى چه په يو اواز باندى شروع کوى او په يو اواز ئى ختموى . والله ولى التوفيق .
(٧٦)سوال : کله چه يو سړى په هيره سره په لمانځه کښى خبرى وکړى نو ايا لمونځ ئى فاسديږى او که نا ؟
جواب : کله چه يو سړى په هيره سره او يا د ناپوهۍ له امله په لمانځه کښى خبرى وکړى نو لمونځ ئى نه خرابيږى برابره خبره ده که فرضى لمونځ وى او که نفلى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : }رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا {سورة البقرة [ ٢٨٦) اى الله تعالى ته مه نيسى مونږ لره که هيرشى زمونږنه او يا خطائى وکړو ، او د رسول الله r نه په صحيح حديث کښى راغلى چه الله تعالى فرمايلى : چه ما دغه کار وکړه ( دغه دعا مى درله قبوله کړه ) .
او همدا راز په صحيح مسلم کښى د معاوية بن حکم السلمى رضي الله عنه روايت راغلى ــ چه هغه د جهالت او ناپوهۍ له امله په لمانځه کښى پرنجى کونکى ته جواب ورکړه نو د ده د څنګ ملګرو د ده دغه عمل په اشاره باندى رد کړه ، نو ده د رسول الله r نه په دغه هکله پوښتنه وکړه نو هغه ورته د لمانځه په اعاده کولو باندى حکم ونکړه او د هيرونکى حکم هم د ناپوهه انسان په شان دى او يا د هغى نه ډير حقدار دى چه لمونځ ئى فاسد نه شى ، او همدا راز رسول الله r په لمانځه کښى په هيره سره خبرى وکړى او دوباره ئى بيا لمونځ ونه کړه بلکه همغه لمونځ ئى پوره کړه لکه څرنګ چه په بخارى او مسلم کښى د ابوهريرة رضي الله عنه نه د ذي اليدين په واقعه کښى حديث راغلى ، او همدا راز په صحيح مسلم کښى د عبدالله بن مسعود او عمران بن حصين رضي الله عنهما نه هم دغسى روايت راغلى دى . او په لمانځه کښى اشاره کول څه پروا نه کوى . والله ولى التوفيق .