المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : تحفة الإخوان <أحكام الجمع بين الصلاتين والقصر (بـشـتـو)ترجمة الشيخ أبي الطيب محمد نعيم


أبو زكريا
_30 _May _2013هـ الموافق 30-05-2013م, 11:53 PM
د جمع بين الصلاتين او د قصر احکام
( د دوو لمونځونو په يو ځاى باندى د کولو او د قصر کولو ځنى احکام )
(٦٢)سوال : د ځنو خلکو دا تصور او فکر دى چه جمع بين صلاتين او قصر کول سره لازم او ملزوم دى يعنى په غير د قصر کولو نه د دوو لمونځونو جمع کول جايز نه دى او نه په غير د جمع بين صلاتين نه قصر کول جايز دى ستاسو په دى مسئله کښى څه راى ده ؟
جواب : چا ته چه الله تعالى قصر کول جايز کړى دى چه هغه مسافر سړى دى نو د هغى لپاره د دوه لمونځونو يو ځاى کول هم جايز دى ، ليکن دواړه د يو بل سره لازم او ملزوم نه دى ، نو د هغى لپاره په غير د جمع بين صلاتين نه قصر کول جايز دى بلکه په هغه وخت کښى چه مسافر خپل منزل ته رسيدلى وى او د سفر په حالت کښى نه وى نو د هغى لپاره دا غوره ده چه دوه لمونځونه سره په يو ځاى ادا نه کړى لکه څرنګ چه رسول الله په منى کښى د حجة الوداع په مهال جمع ترک کړى وه يعنى هر لمونځ ئى په قصر سره کړى ؤاو جمع بين صلاتين ئى نه و کړى ، او د تبوک په غزا کښى ئى دوه لمونځونه په يو ځاى باندى کړى ؤ او هم ئى قصر کړى ؤ نو د دى نه معلومه شوه چه په دى مسئله کښى وسعت دى . او رسول الله r به د سفر په حالت کښى قصر او د دوو لمونځو په مابين کښى جمع والى هم کولو او دا په هغى وخت کښى چه کله به په يو ځاى کښى قرارى نه و نيولى .
او هرچه د دوو لمونځونو يو ځاى کول دى نو په دى کښى وسعت دى ځکه چه د مريض لپاره هم دا عمل جايز دى او هم دا راز د ټولو مسلمانانو لپاره د باران په وخت کښى د ماښام او ماخوستن د لمونځونو په مابين کښى جمع کول جايز دى او همداراز د ماسپښين او مازديګر لمونځونه په يو ځاى باندى ادا کول جايز دى ، ليکن د دوى لپاره قصر کول جايز نه دى ځکه چه قصر کول په سفر پورى خاص دى . والله ولى التوفيق .
(٦٣) سوال : کله چه په حضريعنى کور کښى د لمانځه وخت داخل شى او بيا دغه سړى سفر وکړى نو ايا دغه سړى لره قصر او جمع بين صلاتين جايز دى ؟ او همدا راز که يو سړى په سفر کښى د ماسپښين او مازديګر لمونځونه په قصر او په يو ځاى باندى ادا کړى او بيا د مازديګر په وخت کښى خپل کلى ته ورسيږى نو ايا د دغى سړى دغه عمل جايز دى ؟ اوحال دا چه هغه پوهيږى چه مازديګر ته به زه خپل کلى ته رسيږم .
جواب : کله چه په هغى انسان باندى چه د سفر اراده لرى په خپل کلى کښى د لمانځه وخت داخل شى او بيا د لمونځ کولو نه مخکى سفر وکړى نو د هغى لپاره چه کله د خپل کلى د ابادى نه تير شى دا جايز دى چه لمونځ په قصر سره وکړى او دا دجمهورو عالمانو راى ده .
او که چيرته يو سړى په سفر کښى دوه لمونځونه په يو ځاى او په قصر سره ادا کړى او بيا خپل کلى ته د دوهم لمانځه د وخت د داخليدو نه مخکى او يا د هغى په وقت کښى راورسيږى نو په ده باندى دوباره د دغى لمونځ اعاده کول واجب نه دى ځکه چه هغى په شرعى طريقى سره دغه لمونځ ادا کړى دى ليکن که دوباره ئى لمونځ وکړه نو هغه د ده لپاره نفل وګرځيده . والله ولى التوفيق .
(٦٤)سوال : محترم سماحة الشيخ ستاسو په هغى سفر کښى څه راى ده چه قصر کول پکښى جايز وى ايا د هغى لپاره څه محدوده مسافه شته ؟ او ستاسو د هغى انسان په هکله څه راى ده چه په سفر کښى د څلورو ورځو نه زيات د پاتى کيدلو اراده لرى نو ايا د هغى لپاره قصر کول جايز دى ؟
جواب : د جمهورو اهل علمو دا راى ده چه هغه سفر چه قصر کول پکښى جايز دى د هغى لپاره معينه مسافه ده چه هغه په اوښانو او يا پياده يوه شپه او يوه ورځ مزل دى تقريبا چه اتياکلو متره ته رسيږى ځکه چه په عرف او رواج کښى دغى مسافى ته سفر ويلى کيږى او چه د هغى نه کمه وى څوک ورته د سفر اعتبار نه ورکوى .
او د جمهورو اهل علمو دا راى ده چه څوک د څلورو ورځو نه زيات د سفر اراده لرى نو هغه به پوره لمونځ کوى او د رمضان د مياشتى روژى به هم نيسى . او که د څلورو ورځو نه کمه اراده لرى نو د هغى لپاره قصر کول جمع بين صلاتين او د روژى ماتول جايز دى ځکه چه د مقيم سړى لپاره اصل د لمونځ پوره کول دى ليکن چه کله په سفر باندى شروع وکړى نو بيا ورله قصر کول جايز شى او درسول الله r نه دا ثابت دى (( چه هغه په حجة الوداع کښى څلور ورځى اقامت کړى ؤ او لمونځ به ئى په قصر سره کوه او بيا ئى منى او عرفات ته تشريف ويوړه )) نو دا دليل دى په دى خبره چه څوک د څلورو ورځو او يا د هغى نه کم د سفر اراده لرى نو د هغى لپاره قصر کول جايز دى ، او هر چه د مکى د فتح کيدلو په کال کښى د رسول الله r ١٩ ورځى اقامت ؤ او په تبوک کښى شل ورځى وى نو هغه په دى باندى حمل دى چه هغه د اوسيدلو او اقامت کولو اراده نه لرله او هغه هلته د يو داسى سبب له امله پاتى شوى ؤ چه نه پوهيده چه کله به دغه سبب ختميږى جمهورو اهل علمو د رسول الله r پاتى کيدل په مکه کښى د فتح په کال او په تبوک کښى په دى باندى حمل کړى ؤ او په دى طريقه کښى احتياط دى او هم په اصل باندى عمل کول دى .
چه هغه د مقيم په هکله څلور رکعته لمونځ کول دى د ماسپښين مازديګر او د ماخوستن په وختونو کښى په طريقه د وجوب سره ، او که د اقامت اراده نه لرى بلکه په دى نه پوهيږى چه کله به سفر کوى نو د ده لپاره قصر جمع بين صلاتين او د روژى ماتول جايز دى تر هغه پورى چه د څلورو ورځو د اقامت او اوسيدلو نيت ئى نه وى کړى او يا خپل وطن ته واپس شوى نه وى . والله ولي التوفيق .
(٦٥) سوال : محترم سماحة الشيخ صاحب په موجوده زمانه کښى ستاسو د باران له امله د ماښام او د ماخوستن د لمونځونو په يوځاى باندى د ادا کولو په هکله څه راى ده سره د دينه چه سرکونه ټول پاښه او روښانه دى او غاړى ئى اوچتى کړى شو دى او هيڅ قسم مشقت او خټى پکښى نشته ؟
جواب : دا خبره هيڅ پروا او حرج نه لرى چه يو انسان د هغى باران له امله چه په هغى کښى جماتونو ته تلل مشقت لرى او يا د خټواو د هغى سيلابونو له امله چه په سرکونو باندى روان وى چه د ماښام او ماخوستن لمونځونه او يا د ماسپښين او مازديګر دوه لومنځونه په يو ځاى باندى ادا کړى ځکه چه په دى کښى مشقت او تکليف دى .
او په دى باندى دليل د عبدالله بن عباس حديث دى چه بخارى او مسلم نقل کړى دى « قَالَ صَلَّى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الظُّهْرَ وَالْعَصْرَ جَمِيعًا وَالْمَغْرِبَ وَالْعِشَاءَ جَمِيعًا فِي غَيْرِ خَوْفٍ وَلَا سَفَرٍ » چه رسول الله r په مدينه کښى په غير د خوف او باران نه د ماسپښين او مازديګر او همدا راز د ماښام او ماخوستن لمونځونه په يو وخت باندى ادا کړه . او د مسلم په روايت کښى زيات شوى چه په غير د خوف باران او د سفر نه .
نو دا دليل دى په دى باندى چه د صحابه کرامو په زمانه کښى باران او ويره د جمع بين صلاتين لپاره عذر ؤ لکه څرنګ چه په سفر کښى د دوو لمونځونو جمع کول جايز دى ليکن په دى حالت کښى قصر کول جايز نه دى ځکه چه دوى د اقامت په حالت کښى دى او قصر صرف په سفر کښى د مسافرو لپاره جايز دى . والله ولي التوفيق .
(٦٦) سوال : ايا د جمع بين صلاتين د جايز کيدو لپاره نيت کول شرط دى ؟ ځکه چه ډير خلک د جمع بين صلاتين د ارادى نه په غير د ماښام لمونځ وکړى بيا د خپلو ملګرو سره مشوره وکړى چه اتفاق ئى راشى نو بيا د ماخوستن لمونځ هم د ماښام سره جمع کړى ؟
جواب : د عالمانو په دى مسئله کښى اختلاف دى ليکن راجح قول دا دى چه د اول لمانځه په ابتدا کښى نيت شرط نه دى بلکه د اول لمانځه د فراغت نه روسته هم جمع بين صلاتين جايز ده ، دا په هغى وخت کښى چه د جمع بين صلاتين شرط موجود وى لکه ويره مرض او يا باران .
(٦٧ ) سوال: ايا د دوه لمونځونو په مابين کښى موالات يعنى پرله پسى والى څه حکم لرى ځکه کله ځنى خلک دومره موده ځنډ کوى چه د دواړو لمونځونو په مابين کښى جداولى راولى او بيا دواړه لمونځونه جمع کوى ؟
جواب : په جمع تقديمه کښى موالات يعنى پرله پسى والى واجب دى ليکن لږ ځنډ کول څه پروا نه لرى چه په عرف کښى لږ بللى شى ،لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي » صحيح البخاري - (ج 3 / ص 7)
لمونځ وکړۍ په هغه طريقه چه ما وينۍ تاسو لمونځ کونکى . او هر چه جمع تاخيره ده په هغى کښى وسعت او پراختيا ده ځکه چه دوهم لمونځ که روسته هم شى نو په خپل وخت به ادا کړى شى ليکن غوره دا چه په متصله او پرله پسى توګه دواړه لمونځونه ادا کړى شى تر څو چه په رسول الله r پسى اقتدا راشى . والله ولي التوفيق .
(٦٨) سوال : کله چه مونږ مسافر يو او د ماسپښين په وخت کښى په يو جمات باندى تيريږو نو ايا زمونږ لپاره غوره دا ده چه د ماسپښين لمونځ د نورو خلکو سره په جمع باندى وکړو او بيا د مازديګر لمونځ په قصر سره وکړو او که ځانله لمونځ کول زمونږ لپاره غوره دى ؟ او ايا چه کله مونږ په جماعت سره د ماسپښين لمونځ ادا کړه او بيا ورسره د مازديګر د لمانځه اراده لرو نو د سلام نه به روسته سمدست پاڅيږو او د مازديګر لمونځ به کوو تر څو چه موالات راشى ، او که د الله تعالى ذکر پاکى او حمد ادا کړو بيا د مازديګر لمانځه ته پاڅيږو ؟
جواب : ستاسو لپاره غوره او بهتر دا دى چه تاسو ځانله په قصر سره لمونځ وکړۍ ځکه د مسافرو لپاره قصر کول سنت دى او که د مقيمو خلکو سره مو لمونځ وکړه نو بيا په تاسو باندى پوره لمونځ کول واجب دى لکه څرنګ چه په دى باندى د رسول الله r صحيح احاديث دلالت کوى ، او که تاسو د جمع بين صلاتين اراده لرۍ نو ښه طريقه دا ده چه په تلوار سره بل لمونځ وکړۍ تر څو چه د رسول الله r په حديث باندى عمل راشى لکه څرنګ چه دا مسئله د ٦٧ سوال په جواب کښى تيره شوى ده يعنى درى کرتى به استغفار ووائى او بيا به « اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ وَمِنْكَ السَّلَامُ تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ » صحيح مسلم - (ج 3 / ص 254) ووائى او د هغى نه به روسته فورا بل لمانځه ته پاڅيږى .
ليکن که چيرته مسافر يو تن وى نو بيا پرى واجب دى چه د مقيمو خلکو سره په جمع باندى پوره لمونځ وکړى ځکه چه دجمع لمونځ واجب دى او قصر کول مستحب دى او د واجبو مخکى کول په مستحب کار باندى واجب دى . والله ولي التوفيق .
(٦٩)سوال : د مقيم انسان لمونځ په مسافر پسى او يا د مسافر لمونځ په مقيم پسى څه حکم لرى ، او ايا په دغى وخت کښى د مسافر له لپاره قصر کول جايز دى برابره خبره ده که هغه امام وى او که مقتدى ؟
جواب : د مسافر لمونځ په مقيم پسى او يا د مقيم لمونځ په مسافر پسى څه پروا نه لرى ليکن که مسافر مقتدى وى او امام مقيم وى نو په دغى وخت کښى په مسافر باندى د امام د متابعت له امله پوره لمونځ کول واجب دى لکه څرنګ چه د امام احمد رحمه الله په مسند او په صحيح مسلم کښى د عبدالله بن عباس په روايت سره حديث راغلى (چه د هغى نه د مسافر سړى د لمانځه په هکله تپوس وشوه چه په مقيم امام پسى څلور رکعته لمونځ کوى نو هغى وفرمايل چه دغه سنت طريقه ده ) .
او که يو مقيم سړى په مسافر امام پسى څلور رکعتيز لمونځ کوى نو کله چه امام سلام وګرځوى نو مقتدى به خپل لمونځ پوره کړى .
(٧٠)سوال : کله د باران په وخت کښى خلکوته د ماښام او ماخوستن د لمونځونو په جمع کولو کښى دا مشکل پيدا کيږى چه ځنى خلک جمات ته راشى نو امام د ماخوستن لمونځ کوى او خلک دا خيال کوى چه دا دماښام لمونځ دى نو د ماښام د لمانځه په نيت ورپسى ودريږى نو ايا په دوى باندى څه حرج شته ؟
جواب : دوى به په دريم رکعت باندى کښينى تشهد او دعا به تر پايه پورى ووائى بيا به د امام سره په يو ځاى سلام وګرځوى . بيا به د ماخوستن لمونځ وکړى د دى لپاره چه له يو پلوه د جمع ثواب حاصل شى او له بله پلوه ترتيب چه هغه واجب دى هم خراب نشى او که چيرته امام يو رکعت کړى وى نو دوى به د امام سره باقى پاتى لمونځ د ماښام په نيت وکړى نو دغه لمونځ ئى د ماښام لپاره کافى دى .
او که چيرته امام د يو رکعت نه زيات لمونځ کړى وى نو دوى به د امام سره هغه لمونځ کوى چه کوم ئى د هغى سره ګير کړى دى ليکن بيا خپل لمونځ ( چه هغه درى رکعته دى ) پوره کړى . او که دوى ته پته وى چه امام د ماخوستن لمونځ کوى نو دوى به د ماښام په نيت په امام پسى ودريږى او په هغى کښى به هم همدا راز عمل کوى بيا به روسته د ماخوستن لمونځ وکړى او دا د علماء په اقوالو کښى صحيح وينا او راى ده .
(٧١)سوال : د ځنى خلکو په سفر کښى د قصر لمانځه سره د سنتو مؤکدو په ادا کولو کښى اختلاف دى څوک وائى چه کول ئى غوره دى او څوک وائى چه نه کول ئى بهتر دى ځکه چه فرضى لمونځ کښى کموالى راغلى دى نو ستاسو په دى مسئله کښى څه راى ده ؟ او همدا راز په سفر کښى د عامو نفلى لمونځونو څه حکم دى لکه د شپى لمونځ ؟
جواب : د مسافر لپاره په سفر کښى د مؤکدو سنتو پريخودل سنت دى لکه د ماسپښين ماښام او د ماخوستن مؤکد سنت شو ليکن د سهار دوه رکعته سنت مؤکد به نه پريږدى تر څو چه د رسول الله r تابعدارى تر سره شى ، او همدا راز د مسافر لپاره د شپى له خوا تهجد کول او وتر کول هم روا دى ځکه چه رسول الله r په سفر کښى دغه لمونځونه کړى دى ، او همدا راز د مسافر لپاره عام نفلى لمونځونه او يا هغه لمونځونه چه د هغى لپاره سبب وجود لرى هم جايز دى لکه د څاښت لمونځ تحية الوضوء او د کسوف لمونځ ، او همدا راز د مسافر لپاره د تلاوت سجده تحية المسجد چه کله جمات ته د لمانځه او يا د بل غرض لپاره ننوځى هم جايز دى .