المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : فضائل صيام الست من شوال (بـشـتـو) ترجمة الشيخ أبي ضياء زاهد الله توحيدي مدني


أبو زكريا
_30 _May _2013هـ الموافق 30-05-2013م, 05:28 PM
بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله المتفضل بالنعم ، وکاشف الضراء والنقم ، والصلاة والسلام على النبي الأمين ، وآله وأصحابه أنصارالدين ، أما بعد :
* دا يوڅرګند حقيقت دى چه مسلمان د الله تعالى په اطاعت او د هغه د رسول په تابعداري او د نفس په پاکوالي د هميش لپاره مکلف دى . * دپاکوالي د نفس په وجه عبادات او ديني احکام جايز شو، د بنده د اطاعت په اندازه د نفس د پاکوالى برخه وي ، او په اطاعت کي چه څومره نقصان کوى نو په همغه اندازه د نفس دپاکوالي څخه لري وي ، نو پدي وجه عبادت کونکى بنده د ډير نرم زړه خاوند او اصلاح کونکى وى ، او د ګنهګار زړه ډير سخت او فساد کونکى وى .
* روژه د هغه عبادتونوڅخه شميرل کيږي چه زړونه دهر قسم مرضونونه پاکوي ، نوپدي وجه رمضان داسي يو وخت دى چه مسلمان ورپکي په خپلو کارونو باندي دوباره نظر اچوي ، اود دي مياشت ورځي د زړونو لپاره پاکونکي دي ، نودا يوه عظيمه فايده شوه چه مسلمان يي د روژي په وجه لاس ته حاصلوى، اوددي په وجه يي زړه صفا کيږي اوعملونوکي يى تجديد راځي .
* د رمضان نه روسته د شوال د مياشتي شپږ (٦) روژي د سرو زرو يوه بهترينه موقع ده ، چه د فرضي روژي څخه روسته په دغه ميدان کي د عبادت لپاره ودريږي ، نبي کريم r د شوال د شپږ روژو ډير فضيلت اوغوره والى بيان کړى دى او امت ته يي د دي په نيولوسره حکم کړى دى ، فرمايي : (( څوک چه د رمضان د مياشتي روژه ونيسى اوبياد شوال شپږ(٦) روژي ورپسي کړى ، ګويه که دي ټول کال روژي ونيولى )). [مسلم ].
* امام نووي رحمه الله د علماوو په روايت وايي : دا ټوله زمانه ځکه روژه شوه،چه يوه نيکۍ په لس نيکيانو سره حسابيږي ، نو د رمضان روژي لس (١٠) مياشتي شوي، اود شوال شپږ(٦) ورځي دوه مياشتي شوي ، چه ددي ټولو څخه يو کال وخت جوړيږي .

* حافظ ابن رجب رحمه الله د مبارک رحمه الله څخه نقل کړى دى وايي : د شوال روژو ثواب د رمضان د روژي ثواب سره برابردى ځکه په هغي پسي پيوسته او پرله پسي ذکر شوي دي پدي وجه ددى روژه نيونکى لره د يوکال د فرضي روژو اجر دى .
* مسلمانه وروه: د شوال شپږ (٦) روژو نيول درمضان د فرضي روژو څخه روسته دا د روژه دار لپاره د خپل رب شکر اداء کول دي چه ديته يي د رمضان د روژو نيولو طاقت ورکړو، اودا د خير په کارونوکي زيادت دى ، ددي ورځو روژي د تابعداري کارونو په کولو باندي دليل دى، اوپه نيکو کارونو کي هميشوالى دى .
* حافظ ابن رجب رحمه الله وايي : د رمضان د روژو څخه روسته چه يو څوک ګناهونه کوى دا داسي دى لکه د الله تعالى په نعموتو باندي چه کفر او ناشکري کوى .
* د خيرکارونولپاره څه معلوم وخت نشته چه په کوم وخت کښي دغه خاص وخت تير شو نو مسلمان به بيا بيرته ګناهونو ته واپس کيږي، بلکي د مسلمان لپاره د خيرکارونو وخت دده په ټول عمرکي دى ، دا د خيرکارونو وخت يواځي په مرګ سره پاي ته رسيږي .
* بشرحافي رحمه الله ته يو چا وويل : چه يو قوم د رمضان په مياشت کي په عبادت کولوکي ډيرکوشش کوى،(اوپه نورو وختونو کي يى نه کوي)نوبيا هغه وويل :(( هغه ډير ناکاره اوبدترين قوم دى چه الله تعالى په صحيح حقيقت سره يواځي د رمضان په مياشت کي پيژنى، (اوپه بل وخت کي يي نه پيژنى)، يقينا هغه سړى نيک دى چه هغه د الله تعالى عبادت په ټول کال کي کوى )) .
* حافظ ابن رجب رحمه الله د شوال د شپږ (٦) روژو بعضي فايدي په راتلونکي ډول سره ذکرکړي دي :
*د شوال په شپږو(٦) روژنيولو سره د ټول کال ثواب پوره کيږي .
* د شوال او شعبان روژي د فرضي لمونځ نه مخکي او روسته سنتو پشان دي، د بنده په فرضي لمونځ کي چه کوم نقصان واقع شوى وى نو په ورځ د قيامت کي به هغه په نفلي عبادت سره کامل شي ، د ډيرو خلکو په فرضي روژوکي نقصان او کمى وي نو هغوي ته ضرورت دى چه په نورو عملونو يي پوره کړئ .

* د رمضان فرضي روژو څخه روسته د شوال روژو نيول دا د رمضان روژو د قبولوالي لپاره نښه ده ، کله چه الله تعالى د انسان عمل قبول کړي نو د هغي نه روسته بيا دنيک عمل کولوتوفيق ورکړى ، لکه ځني علماء وايي : د نيکۍ ثواب د دينه روسته بله نيکۍ ده ، چاچه يوه نيکۍ وکړه اوبيا يى دهغي نه روسته بله نيکۍ ورپسي کړه نو دا د ړومبني نيکۍ د قبولوالي لپاره نښه ده ، لکه يوڅوک چه يوه نيکۍ وکړى او بيا ورپسي روسته ګناه وکړى نودا د نيکۍ د نه قبوالى لپاره يوه علامه اونښه ده .
* د رمضان روژي مخکني ګناهونه ختموي ، د رمضان روژي نيونکو لپاره د اختر په ورځ اجر او ثواب پوره کيږي ، نو دغه ورځ د انعامونو ورځ ده ، د اختر ورځ څخه روسته دشوال روژي نيول دا دغه نعمت شکر اداء کول شو، د ګناهونو د معاف کولوڅخه بل لوي نعمت نشته ، نبي کريم r به دومره ډير عبادت کوو تر دي چه قدمونه به يي وپړسيدل ، نو هغه ته به وويل شو: ته دومره ډير عبادت کوى او الله تعالى تاته مخکني او روستني ګناهونه ټول معاف کړي دي ، نبي کريم r وويل :(( آيا زه د الله تعالى شکر زار بنده جوړنه شم ؟)) .
* الله تعالى د خپل شکر اداءکولولپاره بندګانو ته د ښکاره يادوني حکم کړى دى ، الله تعالى په خپل مبارک کتاب کي فرمايي: } وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَاهَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ {.[البقرة :١٨٥].
ترجمه: (( اوله پاره ددي چه پوره کړئ (تاسي په قضاءسره) شمار(دروژي د مياشتي) او چه په لوي سره ياد کړئ الله تعالى په دي چه هدايت يى کړى دى تاسي ته اود پاره ددي چه تاسي شکر وباسئ (درخصت، اساني او ثواب په نعمتونوباندي )).
* بعضي سلفوصالحينو ته چه به الله تعالى د شپي د تهجد لمونځ طاقت ورکړو نو بيا به يي د ورځي روژه نيوله، دا روژه به يي د دي لپاره نيوله چه د الله تعالى شکر اداء کړ‌ى چه د شپي يي د تهجد لمونځ طاقت ورکړو .
* وهيب بن ورد رحمه الله ، نه به د ځنوکارونو د ثواب پوښتنه کيدله لکه طواف او ياداسي نورشو، نوهغه به وويل : ددي د ثواب پوښتنه مه کوئ ، ليکن د هغه شي پوښتنه وکړئ چه ديته يى د شکراداء کولو توفيق ورکړي دى .

* الله تعالى چه په چاباندي په دنيا اودين دواړوکي کوم نعمت وکړى نو د هغي شکراداء کول ضروري دي ، بياچه الله تعالى د شکر اداء کولو طاقت ورکړو نو دا بيابل نعمت دى ، ددي دوهم شکر اداء کول ضروري دي ، بيا چه الله تعالى د دوهم شکر اداء کولو طاقت ورکړو نودا بل نعمت دى ، نودا بل شکراداء کولو ته ضرورت لري .
* په رمضان کي چه بنده الله تعالى ته په کومو کارونو نږدي کت حاصلوى نو هغه درمضان په ختميدلوسره نه ختميږي، بلکي دا عملونه به ترهغي پوري باقي وي چه ترڅو پوري انسان ژوندى وي .
* د نبي کريم r عبادت او نيک عمل هميشه وو، د حضرت عائشي رضي الله عنهاڅخه پوښتنه وشوه نبي کريم r د عبادت لپاره کومه ورځ خاص کوى؟، نوهغي وويل: (( د هغه عبادت او نيک عمل هميشه وو، بيا حضرت عائشي رضي الله عنها وويل : نبي کريم r به په رمضان اودرمضان څخه سيوا په بل وخت کي د يولس(١١) رکعته نه زيات لمونځ نه کوو)).[بخاري ومسلم ].
* د نبي کريم r څخه به چه په رمضان کي کوم عبادت پاتي شونو د هغي قضائي به يى په شوال کي کوله ، يو ځل د نبي کريم r څخه د رمضان د روژو په اخرني لس (١٠) ورځوکي اعتکاف پاتي شو نو بيايي د هغي قضائي د شوال په لومړنو لس (١٠) ورځوکي وکړه .
د شوال د روژو په هکله د علماوو ځني فتوى ګاني :
* س/ د محترم سماحة الشيخ عبدالعزيزبن بازرحمه الله څخه پوښتنه وشوه ، ايا د رمضان د فرضي روژوقضائي نه مخکي د شوال روژونيول جائزدي ؟ .

* ج/ محترم سماحة الشيخ په جواب کي وويل : پدي مسئله کي دعلماوو اختلاف دى ، صحيح اوغوره وينادا ده چه د رمضان د فرضي روژوقضائي د شوال د روژو او د دينه سيوا د نورونفلي روژونيولو څخه مخکي اداء شي ، د دي حديث په اساس چه نبي کريم r فرمايلي :(( څوک چه درمضان د مياشتي روژي ونيسى اوبياد شوال شپږ(٦) روژي ورپسي کړى ،ګويه که دي ټول کال روژي ونيولى )). [مسلم]، څوک چه د شوال شپږ (٦) روژو قضائي د رمضان په فرضي روژومخکي کوى نوبيايى د شوال روژي په رمضان پسي پرله پسي نه کړى ، بلکي په بعضي رمضان کي يى پرله پسي کړى ، ځکه د رمضان فرضي روژوقضائي فرض ده ، اود شوال شپږ(٦) روژي نفلي دي ، اود فرضي روژود قضائي مخکي والى په نفلي روژو باندي ډير لائق اومستحق دى . [مجموع فتاوى ٥/٢٧٣] .
* د دائمي کميټي علماوو نه چه فتوي ګاني ورکوي پوښتنه وشوه : چه د شوال شپږ(٦) روژونيول د اختر د ورځ څخه روسته پرله پسي شروع کيږي او که د اخترد ورځ نه يو څو ورځي روسته د شوال په مياشت کي پرله پسي شروع کيږي ؟.
* نو هغوي په جواب کي وويل : د شوال د روژو نيول د اختر د ورځي څخه روسته پرله پسي نيول ضروري ندي ، بلکي د اخترد ورځي نه يي يوه ورځ اويا ډيري ورځي روسته کول جايز دي ، اود روژه دارلپاره دا اختياردى چه دا پرله پسي يوځل نيسى اوکه جدا جدا يى نيسي، پدي مسئله کي وسعت اوپراخي ده ځکه دا روژي سنت دي فرض ندي .
* س/ د محترم سماحة الشيخ عبدالعزيزبن بازرحمه الله نه يو چا پوښتنه وکړه ، چه ماد شوال شپږ(٦) روژونيول شروع کړو بياد بعضي مصروفيت او کارونو په خاطر راته دوه روژي باقي پاتي شوي ، ايا په ماباندي د دي ورځو قضائي شته ؟، ايا د دي په نه پوره کولوزه ګنهګاريم ؟.
*ج/ د شوال شپږ روژونيول سنت دي واجب ندي ، تاچه ترينه کومي نيولي دي په هغوکي انشاء الله تعالى ستالپاره اجر اوثواب دى ،که ستا پريښودل د شرعي عذرپه وجه وي ، دنبي کريم r د دي حديث په اساس چه فرمايلى يي دى : (( کله چه بنده مريض وي او يا سفروکړى، نوالله تعالى ورته دصحت مندي او مقيم ثواب او اجر ورکو ى)) . [بخاري ] .
* د شوال کومي دوه روژي چه د تاڅخه پاتي شوي دي د هغي په تا باندي قضائي نشته . [مجموع فتاوى٥/٢٧].
*مسلمانه وروه : دا ذکرشوي ځني فتوى ګاني د شوال د مياشتي دشپږ (٦) روژوپه هکله ستاپه وړاندي ذکرشوي ، د مسلمان لپاره د نيکو کارونو کول ضروري دي کوم چه يي الله تعالى ته نږدي کوى ، اود الله تعالى په دربارکي ورته د رضامندي سبب ګرځي .
* د عبادتونو چه کوم وختونه دي د مسلمان لپاره پکاردي چه په پوره توګه د هغوڅخه استفاده وکړي چه د ثواب مستحق شي، ځکه دا په تلوار سره تيريږي .

وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه أجمعين .




المکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بمحافظة الجبيل
قسم البحث والترجمة

تيليفون نمبر : ١٠٢٠ ت ٣٦٢٥٥٠٠
دموبائل نمبر : ٠٥٠٨٠٤٥٤٩٧ ، فاکس ٣٦٢٦٦٠٠
ص ـ ب : ١٥٨٠ الجبيل :٣١٩٥١، سعودي عربستان .