المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : نواقض الإسلام (بـشـتـو) ترجمة الشيخ أبي ضياء زاهد الله توحيدي مدني


أبو زكريا
_30 _May _2013هـ الموافق 30-05-2013م, 05:08 PM
نـواقـض الإسـلام

لسماحة الشيخ عبدالعزيزبن عبدالله بن باز رحمه الله

مفتي عام المملکة العربية السعودية


(بـشـتـو)


د اسلام ماتونکي څيزونه


مترجم : أبوضياء زاهد الله توحيدي مدني
داعية بالمکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بالجبيل






بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله وحده والصلاة والسلام على من لانبى بعده، وعلى آله وأصحابه ومن اهتدى بهداه .
أما بعد :
* الله تعالى په ټولو بندګانو باندي په اسلام کي داخليدل واجب کړى دى ، اودوي ته يي د دين اسلام د تابعداري او په هغه باندي د منګولو لګولو امرکړى دى، او هغه څيزونه چه د اسلام څخه مخالف دي د هغوڅخه يى ويره ورکړى ده، اومحمد r يى د اسلامي دين د دعوت لپاره راليږلى دى ، چا چه د ده تابعداري وکړه نو د هدايت والا شو اوچا چه د ده څخه مخ واړوه نو هغه ګمراه شو، الله تعالى د قرآن کريم په ډيرو آياتونو کې د مرتد کيدو د اسبابو، لکه کفر اوشرک څخه ويره ورکړى ده ، علما‌وو د مرتد په احکامو کې ليکلى دي چه مسلمان په ځينو وختونوکي دخپل دين څخه په ډيروڅيزونو مرتد کيږى، په کومو څيزونه چه دده وينه اومال د مسلمانانو لپاره حلاليږي ،اوپدي اسلام ماتونکي څيزونوباندي د اسلامي دائري څخه خارجيږي ،د اسلام ماتونکى څيزونوکې چه په معاشره اوټولنه کي ډير واقع کيږي او خطري هم دي ، دا ټول لس(١٠) دي ، شيخ الإسلام محمد بن عبدالوهاب رحمه الله او نورو علماوو ذکرکړي دي، چه ددي تفصيل په راتلونکى توګه سره کيږي :
١) دالله تعالى سره په عبادت کې شرک کول، الله تعالى په قرآن کريم فرمايي : }إِنَّ اللَّهَ لاَيَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُمَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ {. [النسا‌ء :١١٦].
ترجمه: (( يقينا د الله تعالى سره چه شرک وکړى شي د هغي بښنه نه کوي ،اوچاته چه يى خوښه شي د شرک څخه چه کم ګناهونه وي د هغومعافي ورته کوي )) .
* همدارنګ الله تعالى فرمايي : }إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُوَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَار{ .[ سورة المائدة : ٧٢].
ترجمه: (( بيشکه چا چه د الله تعالى سره شرک وکړ، پس يقينا الله تعالى په هغه باندى جنت حرام کړى دى ، او د ده ځاي اور دى ، او ظالمانو(مشرکانو) لره هيڅ مددګارنشته )) .
* د الله تعالى سره په عبادت کې د شرک ځني مثالونه : د مړونه نه دعاغوښتل ، د مدد طلب ترينه کول ، دهغوي په نوم ذبحي(حلالکي) او نذرنياز کول، لکه د پيريانو او د قبرونو په نوم ذبحي کول .
٢) څوک چه د خپل ځان اود الله تعالى په مابين کې واسطي ګرځوى ،چه د هغوي څخه بلنه اود سفارش غوښتنه کوي او په هغوي باندي اعتماد او بروسه کوى ، نودا په اتفاقي توګه کافر دى .
٣) څوک چه مشرکانوته کافر نه وايي ، اويا د هغوي په کفرکې شک کوى ، اويا د هغوي مذهب او دين ته صحيح وايى ، نودا کافر دى .
٤) څوک چه دا عقيده ساتى چه رسول الله r د طريقي څخه په غير د بل چا طريقه کامله اوپوره ده ، او يا د بل چا فيصله دده د فيصلي څخه غوره او خايسته ده ، لکه د طاغوتانو حکم چه د رسول الله r د حکم څخه غوره ګڼى ، نودا کافر دى .
٥) چاچه بغض اوکينه وکړه د هغه شريعت او دين سره چه رسول الله r پري راتګ کړى دى اګرکه عمل پري وکړى ، نودا کافردى ، لکه الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي :}ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَاأَنزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ{.[سورة محمد :٩].
ترجمه: (( دغه (هلاکوالى اود دوي د اعمالوتخريب په سبب ددى دى چه) بيشکه هغوي بد ګڼلى دى هغه (قرآن) چه نازل کړى دى الله تعالى ( پر محمدr) باندي، پس الله تعالى عبث کړل (نيک) عملونه د دوي )) .
٦) چاچه د رسول الله r د دين څخه په يو شي پسي ټوقي وکړى ، اويا يي د يوشي په سزا او ثواب پوري ټوقي وکړى، نو دى سړى په الله تعالى باندي کفر وکړ، لکه الله تعالى په قرآن کريم کي فرمايي :}قُلْ أَبِاللَّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ*ﻻَتَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَإِيمَانِكُمْ{. [ التوبة :٦٥-٦٦].
ترجمه: (( ووايه : ايا په الله تعالى پوري او په آيتونود هغه پوري اوپه رسول د هغه پوري تاسوټوقي کوي ، بهاني مه کوي يقينا تاسوکفر ښکاره کړى دى روسته د ايمان ښکاره کولوستاسونه )) .
٧) جادوکول ددي لپاره چه دخاوند اوښځي په مينځ کي جُدائى راولى ، اويا د خاوند او ښځي په مينځ کې مينه او محبت پيدا کړى ، چاچه دا کاروکړ اوپدي راضي شو، نودي سړى کفر وکړ په الله تعالى باندي ، ځکه الله تعالى په قرآن کريم کي فرمايي : } وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُوﻻَ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلاَ ﻻتَكْفُرْ { .[ البقرة : ١٠٢]
ترجمه: (( اوښودنه نه کوله دي دواړو هيڅ چاته تردي پوري چه دوي به وويل (په طريقه دنصيحت) يقينا مونږد امتحان لپاره يو، پس کفرمه کوه په ( جادوسره )) .
٨) د مشرکانوسره د مسلمانانو په مقابل کې مدد کول ، لکه الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي :} وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ ﻻَيَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ {. [ سورة المائدة : ٥١].
ترجمه: (( اوچاچه ستاسوڅخه د هغوي سره دوستانه وکړه پس يقينا دى د هغوي څخه دي ، يقينا الله تعالى عناديانو قوم ته توفيق نه ورکوى )) .
٩) چا چه دا عقيده وساتله چه د ځيني خلکو لپاره جايز دي چه د رسول الله r د شريعت څخه ووځي، لکه څرنګه چه خضرد موسى u دشريعت څخه وتلى وو، او ياځني صوفيان دا عقيده ساتي چه شرعي تکاليف تري معاف دي ، چاچه داعقيده وساتله نو هغه سړى کافر دى ، لکه الله تعالى په قران کريم کي فرمايي : }وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الإسْلاَمِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَفِي الآخِرَةِ مِنْ الْخَاسِرِينَ{. [سورة آل عمران : ٨٥ ].
ترجمه:(( اوچاچه د اسلام څخه په غير بل دين طلب کړو، پس هيڅ چيري به د هغه څخه قبول نکړى شى، اوپه آخرت کې به دا د زيان والاو څخه وى )) .
١٠) دالله تعالى ددين څخه مخ اړول ، چه نه يى زده کړى وى اونه پرى عمل کوى ، لکه الله تعالى په قرآن کريم کي فرمايي : }وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَبِآيَاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَا إِنَّامِنْ الْمُجْرِمِينَ مُنتَقِمُونَ{. [السجدة : ٢٢] .
ترجمه:(( اوڅوک ډير لوئ ظالم دى د هغه چانه چه بيان کړى شي هغه ته آياتونه د رب د هغه بيامخ اړوى د هغو نه يقينا مونږ د مجرمانونه بدله اخستونکي يو)) .
* راتلونکي شيان اسلام هم ماتوي :
* چاچه دا عقيده وساتله چه وضعي قانون (خودساخته قانون) کوم چه خلکوجوړکړى دى دا د اسلامي شريعت نه غوره دى ، او ياد هغه سره برابر دى ، او ياورته د فيصلى پيش کول جايز دي ،اګرکه بيا دا عقيده هم لرى چه په اسلامي شريعت فيصله کول غوره دي ، او يا داسي ووايي : چه اسلامي نظام د موجوده زماني د عملي کولو لپاره مناسب ندى ، اويا دا د مسلمانانو د روسته پاتي کيدلو لپاره سبب دى ، او يا دا بنده د هرقسم دنيوي کارونوڅخه يواځي د يوالله تعالى لپاره خاص کوى .
* چاچه دا عقيده وساتله چه د غل نه لاس پري کول ،اود محصن (چه واده يي کړى وى ) رجم کول ، د موجوده زماني سره مناسب ندي .
* چا چه دا عقيده وساتله چه په معاملاتو اوپه حدودوکې د الله تعالى د شريعت څخه په غيرفيصله هم جايز ده ، اګرکه بيا د ده عقيده دا هم وى چه د اسلامي شريعت څخه په غيرفيصله غوره نده ، کيدلى شي پدي سره دى هغه څه حلال کړى وى چه هغه الله تعالى حرام کړى دي ،اوچا چه هغه څيز حرام کړچه د هغه حراموالى په اسلامي دين کي څرګند او ډيرواضحه وى، لکه زنا کول ، د شرابوسکل ، سود کول ، داسلامي شريعت څخه په غير په بل څه فيصله کول ، نودا دټولو مسلمانانو په نزد په اتفاقي توګه کافر دى .
وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه أجمعين .



المکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بمحافظة الجبيل
قسم البحث والترجمة
تيليفون نمبر : ١٠٢٠ ت ٣٦٢٥٥٠٠
دموبائل نمبر : ٠٥٠٨٠٤٥٤٩٧ ، فاکس ٣٦٢٦٦٠٠
ص ـ ب : ١٥٨٠ الجبيل : ٣١٩٥١
سعودي عربستان .