تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : صيام عاشوراء تنبيهات وأحكام (بـشتو) ترجمة الشيخ أبي ضياء زاهد الله توحيدي مدني


أبو زكريا
_30 _May _2013هـ الموافق 30-05-2013م, 12:08 AM
بسم الله الرحمن الرحيم



صيام عاشوراء تنبيهات وأحکام

إعداد : سالم بن محمد الجهني


(بشتو)


د عاشوراء روژي په هکله

مسائل او احکام


ترجمه : أبوضياء زاهد الله توحيدي مدني .
داعية بمکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بالجبيل .




الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على رسول الله نبينا محمد r وعلى آله وصحبه أجمعين، أما بعد :

د عاشوراء روژه

* زين بن مغيره رحمه الله ويلي دي : د ډيروعلماوو نظر دا دى چه د محرم لسمي ورځ ته عاشوراء وايي .
* د عاشوراء روژي حکم: د علماوو په اتفاقي توګه سره د دي روژي حکم سنت دى، ليکن د اسلام په اول کې د رمضان د روژي د فرض کيدلونه مخکي د دي په حکم کې د علماوو اختلاف دى:
امام أبوحنيفه رحمه الله وايي : د دي روژي حکم واجب دى، بيا روسته دا حکم منسوخ شو.
امام أحمد رحمه الله اوجمهورعلماء وايي : د دي روژي حکم سنت دى ، نود عاشوراء روژه مستحب شوه ، ځکه نبي کريم r په عامه توګه سره خلکوته د دي روژي حکم نه ووکړى ، بلکي داسي به يي ويل : (( دا د عاشوراء ورځ ده زه په دي کې روژه يم ، که د چا خوښه شي نود دي ورځي روژه دي ونيسى اوکه د چا خوښه نه وى نوهغه دي نه نيسى )) .
* شيخ الإسلام ابن تيميه رحمه الله وايي : صحيح وينا دا ده چه دعاشوراء سره د نهمي ورځ روژي نيول مستحب ده ، ځکه دا د نبي کريم r اخرنى حکم دى .
د محرم د مياشتي د نهمي اولسمي ورځي دروژي نيولو حکمت:د محرم د مياشتي نهمي ورځ روژي نيولوحکمت دا دى چه د دي مياشتي د لسمي ورځ روژي ساتنه اورعايت وشي ، اوهمداراز د هغو يهوديانو د عمل نه مخالفت راشي چه هغوي په دغه مياشت کي يواځي د لسمي ورځ روژه نيوله ، د محرم د مياشتي نهمه او لسمه روژه چه دواړه يو ځاي ونيول شي نودا د يهوديانو د شريعت نه يو مستقل اوجُدا شريعت شو، اود محرم د مياشتي د لسمي ورځ روژي نيولوحکمت دا دى : په دغه ورځ الله تعالى خپل پيغمبر موسى u اودهغه تابعدارانوته ښکلي خصوصيتونه ښکاره کړي وو، هغه دا چه الله تعالى خپل دشمن فرعون اوده هغه قوم په سمندرکې ډوب کړو، اوهمدارنګه الله تعالى خپلو بندګانو ته د خپل قدرت نښي اوعلامي ښکاره کړي وي ، اود دي خصوصيتونو ورکولو په وجه الله تعالى د شکراداء کولو مستحق دى .
د عاشوراء روژي غوره والى : په صحيح مسلم کې د أبوقتاده t څخه روايت دى يو سړى د نبي کريم r نه د عاشوراء د روژي د ثواب پوښتنه وکړه ، بيا نبي کريم r وويل : (( زه د الله تعالى څخه اميد کوم چه د يو کال مخکني ګناهونه ختم کړى )) .
د عاشوراء روژي دري مرتبي لري :
* لومړني مرتبه : چه په دري مرتبوکي ډيره کامله او پوره ده : ( چه د محرم د مياشتي لسمي ورځي نه يوه ورځ مخکي او يوه ورځ روسته روژه ونيول شي ) .
* دوهمه مرتبه : چه د محرم د مياشتي نهمه او لسمه روژه ونيول شي ، په صحيح مسلم کې دعبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دى هغه وايي نبي کريم r وويل : (( کچيرته زه راتلونکى کال ته پاتي شوم نو د محرم د مياشتي لسمي روژي سره به نهمه روژه ونيسم )) ، د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت هغه وايي : (( د محرم د مياشتي نهمه اولسمه روژه ونيسئ او د يهوديانو مخالفت وکړئ )) .
* دريمه مرتبه : د محرم د مياشتي په لسم تاريخ يواځي روژه نيول ، د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دى هغه ويلى دي : (( نبي کريم r مونږته د محرم د مياشتي په لسمه ورځ د روژي نيولو حکم وکړو)) .
س/ په دي دري مرتبو کې کومه مرتبه غوره ده؟
* ج/ پدي دري مرتبوکي غوره مرتبه لومړني ده ، ځکه د روژي لپاره ډيري فائدي دي چه ځني په راتلونکي ډول سره ذکرکيږي :
١) د دي دري روژو ثواب د يوي مياشتي د روژود ثواب سره برابردى ، لکه په حديث د عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما کي راغلى دى هغه وايي نبي کريم r فرمايلي دي : (( په هره مياشت کې دري روژي نيول د يوي مياشتي د روژي ثواب سره برابري دي)) .
٢) د رمضان د مياشتي د رژوڅخه روسته د روژو په ثواب کي غوره مياشت محرم ده ، د ابن عباس رضي الله عنهما د حديث په اساس هغه فرمايلي : (( نبي کريم r به دعاشوراء د ورځي او د رمضان د مياشتي د روژو ډيرغوروالى بيانوو اود دي روژو په نيولو کي به يي نهايت زيات کوشش کوو)) .
٣) په دي دري روژونيولوکې د يهوديانوڅخه مخالفت دى ، د ابن عباس رضي الله عنهما د حديث په اساس چه هغه فرمايلي : (( د عاشوراء روژي څخه يوه ورځ مخکي او يا يوه ورځ روسته روژه ونيسئ )) .
٤) د وجي د اقتداء کولونه په نبي کريم r پسي ، دا طريقه سنت ده او په دي باندي عمل کول ، اوديته دعوت کول ، او د دي نشرکول د الله تعالى په نزد باندي غوره نږدي والى دى .
٥) د عاشوراء روژي نيول د يوکال مخکني ګناهونه ختموي ، د أبو قتاده t د حديث په اساس ، هغه وايي نبي کريم r ويلى : (( د عاشوراء روژي نيول ديوکال مخکني ګناهونه ختموي)) .
* مسلمانه وروره: کوم ذکرشوي احاديث چه ستا په حضورکې پيش شواوتاپه سترګو وليدل نو زه تا ته د نصيحت په توګه وايم کچيرته د رمضان د مياشتي فرضي روژو وخت ختم شو نو د نيک عمل کولو وخت د مرګ څخه په غير په بل شي نه ختميږي، د الله تعالى په مهربانۍ سره روژي په هروخت کې جايزدي ، نبي کريم r دعاشوراء روژي حکم سنت ګرځولى دى اوپخپله يې هم دا روژه نيوله ده ، پدي باندي عمل کول اوپه قول او فعل سره ديته دعوت ورکول دا د هغوکارونوڅخه شميرل کيږي چه بنده پري الله تعالى ته نږدي کت حاصلوى ، چاچه يو سنت ژوندى کړو اوپه هغي باندي يى د عمل کولو نيت وکړو، اوبيا يى د خلکو په وړاندي وکړونود دى لپاره دوه ثوابونه دي ، يود عمل کولو ثواب اوبل د سنت ژوندي کولو ثواب ،ټولو مسلمانانوته پکاردي چه پدي باندي عمل وکړئ .
* دا ذکر شوي کارونه الله تعالى اسان کړي دي او مونږته يى د دي دروازي پرانستلي دي ، اوپدي کي يي مونږته د داخليدلو حکم کړى دى اود دي ثواب يى مونږته څرګند کړي دى .
* مسلمانه وروره: تاته ضروري ده چه د دي کارونوکولو لپاره ځان تيارکړئ ، عقلمندهغه څوک دى چه د خيرپه کارونو کې نقصان نه کوى ، بلکي دزيات کوشش به کوي .
* په حقيقي توګه عمرهغه دى چه انسان يي د الله تعالى په اطاعت کې تيرکړى اود دينه په غيرعمرتيرول تاوان او هلاکت دى ، په قيامت کې به انسان بيا د دي بهترين وخت ضائع کولو په وجه پښيمانتيا ښکاره کوى خو البته کومه فايده به ورته نه ورکوي .
آيا د عاشوراء ورځ په نورو ورځو باندي کوم خصوصيت شته ؟
* محترم فضيلة الشيخ دکتورصالح سدلان ويلى دي: د دي ورځي د روژي نيولوڅخه په غيربل کوم خصوصيت نشته ، بعضي کتابونواوفقهاووچه ځني خبري ليکلي دي ، چه دا په رزق کي زيادت راولي او د اخترسره مشابهت لري ، د دي خبرو لپاره په اسلامي شريعت کې کوم اصل او بنياد نشته .
* د عاشوراء په ورځ کې ځني بدعات : د عاشوراء ورځ ته په دقيقه توګه سره کتل دا يوه ضروري خبره ده ، دا هغه ورځ ده چه الله تعالى په دغه ورځ موسى u اود هغه تابعدارانو ته د فرعون اود هغه لښکروڅخه نجات ورکړي وو، او فرعون او د هغه تابعدارن يي په سمندر(درياب) کې تباه اوهلاک کړو.
* بعضواسلامي دولتونود عاشوراء ورځ د خفګان او ماتم ورځ کرځولى ده ، د دي کارکولوپه هکله علماووپه څرګندډول سره ويلي دي چه بدعت دى ، اود اسلامي دين څخه نه شميرل کيږي بلکي دا کار جاهليت طرف ته نږدي دى ، بعضي خلک دحسين بن علي رضي الله عنهما د وژني په مناسبت د خايست، خوشحالۍ ، اود هرقسم فايدي اخستلوڅخه ځانونه محروموي ، دا خبره صحيح ده چه د حسين بن علي رضي الله عنهما وژنه د مسلمانانولپاره يوعظيم مصيبت او خفګان وو او په دي کارباندي نهايت زيات خفه وو، ليکن دا مناسب نده چه مونږدوباره په زړوزخمونوباندي بيا مالګي واچوو، اوهغه تيرشوي مصيبتونه اوخفګانونه بيا راتازه کړو، دا کار په مسلمانانوکې جدائي اوعصبيت پيدا کوي ، اوکافرانو ته د مسلمانانو د ذلت لپاره موقع په لاس ورکوي .
* بدعتيانو دعاشوراء په ورځ هغه بدعات راپيدا کړل چه الله تعالى اودهغه پيغمبر صلى الله عليه وسلم پري هيڅ قسم حکم ندى کړى، چه ځني د دي بدعاتوڅخه په راتلونکي ډول سره ذکرکيږي : د طعام په خرچ کولو کي دهري ورځ دعادت څخه اسراف اوزياتى کول ، د نوى لباس اغوستل ، دعاموحاجتونوپوره کول اود ضروري شيانوپوره اخستل ، د يوعبادت خاص کول ، د ذبحي اوقرباني اراده کول ، رانجه استعمال ، د نکريزواستعمالول ، غسل کول ، خلکوسره ملاقاتونه اولاسونه ملاوول ، د جوماتونو اوزيارتونوملاقات کول ، د مخونووهل اود ګريوانونوشکول اود جاهليت زماني چغي او اوازونه کول ، اوياددي ذکرشوي بدعاتوپه شان نوربدعات کول، دا هغه بدعات دي چه نبي کريم r اودهغه نه روسته دهغه خلفاووراشيدينو، اود مسلمانانوپه امامانو کي هيڅ چاهم سنت ندي ګرځولي ، په اسلام کې ډيرسخت مبغوض ترين اوحرام د غمونواومصيبتونوتجديد او نوى کول دي نو دا مبتدعين څرنګه دا کارونه کوي؟ ، په هرمسلمان باندي واجب ده چه دهرقسم بدعاتواوپه اسلامي دين کې د جديدواونووشيانو پيدا کولوڅخه په کامله توګه سره ځان وساتئ ، د نبي کريم r په تابعداري کي پورهخيردى اود نبي کريم r د طريقي څخه په مخ اړونه اولري والي کي په کامله توګه شردى ، ځکه هريوبدعت ګمراهي ده اوهره ګمراهي د جهنم د داخليدلو لپاره سبب دى .

وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه أجمعين




قام بالترجمة من العربية إلى بــشـتـو
أبوضياء زاهد الله توحيدي مدني الداعية بـ:

المکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بمحافظة الجبيل
قسم البحث والترجمة
تيليفون نمبر: ١٠٢٠ ت ٣٦٢٥٥٠٠
دموبائل نمبر:٠٥٠٨٠٤٥٤٩٧،
فاکس ٣٦٢٦٦٠٠
ص ـ ب : ١٥٨٠ الجبيل : ٣١٩٥١
سعودي عربستان.