أبو زكريا
_29 _May _2013هـ الموافق 29-05-2013م, 11:26 PM
بسم الله الرحمن الرحيم
مختصرمخالفات الطهارة والصلاة
وبعض مخالفات المساجد
من کتاب فضيلة الشيخ عبد العزيزبن محمد السدحان
(بـشــتـو)
دَ اودس ځيني مخالفتونه
مترجم : أبوضياء زاهد الله توحيدي مدني .
داعية بمکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بالجبيل .
دَ اودس کولوځني مخالفتونه په لاندي ډول سره بيانيږي :
١) دَ اودس په وخت کې په جهر(اوچت اوازسره نيت) ويل : دا کار د رسول الله r د سنتوڅخه مخالفت دى .
* علاﱠمه ابن القيم رحمه الله وايى : د رسول الله صلى الله عليه وسلم او د ده د صحابه كرامو رضي الله عنهم طريقه داسي نه وه چه د اودس په اول کې به يى ويل : د بي اودسي د پورته کولو لپاره نيت کوم ، اود لمونځ په شروع کې به يي هم داسي نه ويل : د لمونځ د روا کيدلو لپاره نيت کوم ، پدي مسئله کې د دليل او حجت په توګه په صحيح او ضعيف سند سره يو حرف هم ندى ثابت .
٢) د اودس په وخت کې د ځنو اندامونو په وينځلو کې خاص دعاګاني ويل : لکه ځني خلک د ښي لاس په وينځلوکې وايي : (( اى الله تعالى ماته عمل نامه په ښي لاس راکړئ ، اود مخ د وينځلو په وخت کې داسي وايي : (( اى الله تعالى زما مخ سپين کړى په هغه ورڅ چه مخونه ورپکې سپنيږي)) .
* علاﱠمه ابن القيم رحمه الله وايى : ( د نبي r څخه د اودس په شروع کې په غيرد (بسم الله ) ويلو نه هيڅ ندي ثابت ، هرڅوک چه د رسول الله r نه پدي مسئله کې کوم حديث ثابتوى نوهغه په رسول الله r باندي دروغ او افتراء کوى ، البته د اودس په اخرکې به دا دعا وايى : (( أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ ، اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي مِنَ التَّوَّابِينَ وَاجْعَلْنِي مِنَ الْمُتَطَهِّرِينَ )) (( زه ګواهي کوم چه نشته لائق دبندګي مګر يوالله تعالى دى ، او ګواهي کوم چه محمد r د الله تعالى پيغمبر دى ، اى الله تعالى ته ما وګرځوه دتوبه ويستونکواودپاکونکوڅخه)) [ترمذي ] .
٣) اودس کامل نه کول : إمام بخاري په خپل صحيح کې د محمد بن زياد څخه روايت کوى هغه وايى : ( أبوهريرة t زمونږ په خوا کې تيريده اوپه دغه وخت کې ځنوکسانود طهارت لپاره اودسونه کول ، نوماد هغه نه داسى واوريدل چه ويى ويل : پوره اودس وکړي أبوالقاسم r داسي ويلى دى : (( هلاکت دي وي د وچوپندولپاره د اورنه)).[ بخاري ].
* خالد بن معدان درسول الله r د ځنوبيبيانوڅخه روايت کوى هغه وايى : يقينا رسول الله r يوکس وليده چه لمونځ يى کوو اودهغه په قدم کې د يودرهم (أشرفي ) په اندازه ځاي وچ وو چه پرقيده اوبه ورته نه وي رسيدلى ، نوهغه ته نبي کريم r حکم وکړ چه اودس بيا وکړى )). [إمام أحمد، أبوداود] .إمام شوکاني رحمه الله وايى : دا حديث پدي باندي دلالت کوى چا چه په اودس کې په دغه اندازه يووچ ځاي پريښود نوبيا به د اول نه ټول اودس کوى .
٤) دوړوکي او لوي قضاء حاجت په وخت کې قبلي طرف ته مخ اويا شا ګرځول : د أبوأيوب أنصاري t څخه روايت دى هغه وايى رسول الله r ويلى دى : (( کله چه يوکس تاسو نه قضاء حاجت ته ځى نوقبلي طرف ته دي مخ اويا شا نه ګرځوى ، بلکه خپل مخونه اوشاګاني دي يا لمرراختلوطرف ته او يا لمرپري وتلوطرف ته وګرځوى)). [ بخاري ،أحمد ، أصحاب سنن ] .
* پدي مسئله کې د علماوو اختلاف دى ډيري ويناګاني يى ذکرکړي دي : شيخ الإسلام ابن تيميه او ابن القيم رحمهما الله وايى : دا کارحرام دى .
* ابن القيم رحمه الله وايى : (( پدي مسئله کې دشته(صحراء) اوابادي داوړه برابردي کوم فرق پکې نشته ، پدي مسئله باندي ده د لسو(١٠) څخه زيات دلائل ذکرکړى دى)، شيخ ابن قاسم رحمه الله فرمايى: پدي مسئله کې دا صحيح مذهب دى ، اوچا چه فرق کړى دى په ابادي او دشته (بيبان) کې ، نود هغوي سره هيڅ دليل نشته .
٥) د تشومتيازود څاسکوڅخه ځان نه ساتل: څوک چه دا کارکوى نوهغه ته ډيره سخته ويره اوخطرمتوجي دى ، او نبي کريم r دي کارته لويه ګناه ويلي ده .
* إمام بخاري رحمه الله په خپل صحيح کې د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت نقل كوي هغه وايى : نبي کريم r په مدينه منوره کې او يا په مکه مکرمه کې د يوباغ په خوا تيريده نود دوه انسانانو اوازونه يى واوريدل چه په قبرونوکې ورته عذاب ورکول کيده ، بيا نبي کريم r وويل : ( دي داوړو ته عذاب ورکول کيږي او دا عذاب په کومه لويه ګناه نه ورکول کيږي ، يود دي داړونه د تشو متيازو د څاسکوڅخه ځان نه ساته ، اودوهم چغلي کوونکې وو، (دخلکوپه مينځ کې به يى د فساد لپاره خبري نقل کولى)، بيانبي کريم r يوه شنه لخته طلب کړه اوهغه يى يه مينځ دوه کړه اوپه هرقبرباندي نمايى ناله کړه ، بيارسول الله r ته وويل شوچه دا کار دي ولي وکړه ؟ نوهغه وويل : کيدلى شى چه ترڅوپوري چه دا لخته وچيږي نوالله تعالى به دَ دوينه عذاب کم کړى)).[ بخاري ، مسلم ] .
٦) دَ قضاء حاجت کولو په وخت کې د عورت نه پټول : ډيرخلک داسي دي چه د قضاء حاجت کولو په وخت کې خپل عورت په پوره توګه سره نه پټوى ، بلکي کوشش کوى چه يواځي خپل شرمګاه پټه کړى، دا طريقه د رسول الله r د سنتونه ښکاره مخالت دى ، ځکه رسول الله r به ورون په پټولو سره امر کوو اوهغه به ويل چه دا عورت دى ، نبي کريم r دجرهد په خوا باندي تيرده نوهغه ته يى داسي وويل :(( اى جرهده ! ورون دى پټ کړه ځکه ورون عورت دى )) . [ أحمد ، أبوادود ،ترمذي ،ابن حبان ، حاکم ] .
اوحاکم په مستدرک کې حديث نقل کړى دى وايى : (( د عورت حد د نامه نه لاندي تراخردزنګونوپوري دى)).[ددي حديث اسناد حسن دى ].
٧) د دوړکي قضاء حاجت اويا د لوي قضاء حاجت دفع کول اوبيا په دغه حالت کې لمونځ کول : ځني خلک داسي دي چه دوي ته ډيري تشي اوډکي متيازي ورغلي وي اوبيا په ځانونو باندي تکليف تيروي اولمونځ کوي، خودوي په دي نه پوهيږي چه په دي کارکې مونږد رسول الله r دسنتو مخالفت وکړه ، نبي کريم r فرمايى : (( لمونځ په دوه حالاتوکې جايزندى ، يوچه روټۍ حاضره شي ، اوبل دا چه چاته وړوکى اويالوي قضاءحاجت ورغلى وى اوهغه په تکليف سره ټينګوى)). [مسلم] .
* د شيخ الإسلام ابن تيميه رحمه الله څخه پوښتنه وشوه چه يوڅوک وړوکى اويا لوي قضاء حاجت ته ډيرسخت ضرورت لرى او اوبه نه وي ، نو پدي حالت کې د ده لمونځ غوره دى او که اودس مات کړى اوبيا په تيمم سره لمونځ وکړى ؟ .
نوشيخ الإسلام ابن تيميه رحمه الله په جواب کې وويل : د ده لمونځ په تيمم سره غوره دى د دينه چه د وړوکى اويا لوي قضاء حاجت ته د ضرورت په وخت کي لمونځ کوى، ځکه د وړوکي اويا لوي قضاء حاجت د ضرورت په وخت کې لمونځ کول مکروه دى ، اود دي په صحيح والي کې د علماوواختلاف دى ، ځني وايي : چه لمونځ يى صحيحح دى ، اوځني وايي : لمونځ يى صحيح ندى ، او په تيمم سره لمونځ کول صحيح دى په دى کې هيڅ کراهت نشته.
٨) په څټ باندي مسحه کول: علاﱠمه ابن القيم رحمه الله وايى : د رسول الله r څخه د څټ په مسحه کې کوم صحيح حديث ندى نقل شوى . [ زاد المعاد١/١٩٥] .
٩) د هراودس نه مخکې شرمګاه وينځل : د ځني خلکو دا عقيده وي چه د هراودس څخه مخکي د شرمګاه وينځل ضروري دي ، يعني( استنجاء کوى اګرکه اودس يې مات شوى هم نه وى)، او نه قضاء حاجت ته تللى وى، دا خطا په خلکوکې ډيره عامه ده ، صحيح خبره دا ده په چا باندي چه د لمونځ وخت راشى او دى مخکې خوب کړى وى اويا ترينه هوا(باد) وتلى وى ، نو دا به يواځى اودس کوى او استنجاء کولوته ېى هيڅ ضرورت نشته، څوک چه د دنيه خلاف عقيده لرى نوده په دين کې بدعت وکړ، اودا د وسوسي يوقسم هم دى ، البته که يومسلمان دلمونځ کولوڅخه مخکې دقضاء حاجت اراده وکړى نوبيا پدى باندي استنجاء کول واجب ده، بيا به د قضاء حاجت ځايونه په پوره توګه صفا کوى .
پدي مسئله باندي راتلونکي دلائل په څرګند ډول دلالت کوي :
* د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دى هغه وايى ، زما د خپلي ترورميموني رضي الله عنها سره يوه شپه وه ، ( اود نبي کريم r هم هلته شپه وه) نوکله چه د شپي يوه برخه تيره شوه نونبي کريم r د شپى را پاڅيده، اوهلته د اوبو يو مشک ځوړند وو د هغي نه يى په لږ او لنډ وخت کې اودس وکړه ...)) [بخاري ]، پدي حديث کې ابن عباس رضي الله عنهما داستنجاء يادونه نده کړي .
* اوهمدارنګه إمام بخاري حديث نقل کړى دى وايى : يو سړى عبدالله بن يزيد t ته وويل : ايا ته طاقت لرى چه ته مونږ ته د رسول الله r د اودس کولو طريقه څرګنده کړى؟ ، نوعبدالله بن يزيد t ورته وويل : هو، نوبيا هغه اوبه طلب کړى اوپه خپلو لاسونويى راتوى کړى اوبيايى لاسونه دوه کرتي ووينځل)) .
* پدي حديث کې د دي ذکر نشته چه هغه خپله شرمګاه ووينځله،يعني ( استنجا يى وکړه)،اونه يى ديته کومه اشاره وکړه.
* محترم سماحة الشيخ عبد الله بن عبد العزيزرحمه لله فرمايلي : په يقيني توګه استنجاء اواستجمارد وړوکي او لوي قضاء حاجت په وجه واجب دي ، اوياهغه څه چه ددي قائم مقام اوديته شامل دي لکه لوټۍ اويا د صفائي کاغذ ، اويا نوهغه څه چه په هغي سره هم صفائى راځي .
١٠) د خوب راپا څيدلوڅخه روسته خپل لاسونه نه وينځل: ډيرناپوهه خلک داسي دي کله د خوب څخه راپاڅيږي نو سمدستي دلاسونووينځلونه مخکې په اودس شروع کوى ، او يا خپل لاسونه د وينځلوڅخه مخکې په لوښي کې داخلوي ، او په حديث کې د لاسونو د وينځلو ذکر راغلى دى مخکي د دينه چه په لوښي کي داخل شي ، د أبوهريرة t څخه روايت دى هغه وايى : کله په چه يوکس په تاسوکې دخوب نه راپاڅيږى نوخپل لاسونه دي په لوښي کې نه داخلوى ترڅوپوري چه يى دري کرتي وينځلى نه وى ، ځکه د تاسونه يوکس پدي نه پوهيږى چه دده لاس چيرته شپه تيره کړى ده )).[ بخاري ومسلم ] .
وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه أجمعين .
ترجمه: أبو ضياء زاهد الله توحيدي مدني الداعية بالمکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد وتوعية الجاليات بمحافظة الجبيل
قسم البحث والترجمة
تيليفون نمبر : ١٠٢٠ ت ٣٦٢٥٥٠٠
دموبائل نمبر : ٠٥٠٨٠٤٥٤٩٧ ، فاکس ٣٦٢٦٦٠٠
ص ـ ب : ١٥٨٠ الجبيل : ٣١٩٥١ ، سعودي عربستان .