أبو زكريا
_29 _May _2013هـ الموافق 29-05-2013م, 11:14 PM
بسم الله الرحمن الرحيم
صفة الحج
بشتو
دَ حج کولواسانه طريقه
پدي موضوع کې د فضيلة الشيخ محمد بن صالح العثيمين رحمه الله
کتاب ( صفة الحج ) نه استفاده شوي ده .
ترتيب کونکى : عيد ندى العنزي
ترجمه: أبوضياء زاهد الله توحيدي مدني .
داعية بمکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بالجبيل .
الحمد لله والصلاة والسلام على نبينا محمد صلى الله عليه وسلم وعلى آله وصحبه أجمعين ، وبعد :
محترمومسلمانانو وروڼو : تاسوته د حج کولو اسانه طريقه په لاندي ډول سره بيانيږي :
د ذوالحجي داتمي ورځ نه مخکې اعمال :
١) کله چه حج کونکى ميقات (دَ احرام تړلوځاي ) ته ورسيږي نودَ هغه حج نيت به وکړى چي اراده يى لرى ، کچيرته څوک حج افراد کوى نوداسي به وايى : ( لبيک حَجًّا ) ، کچيرته څوک حج قران کوى ، نو داسي به وايى : ( لبيک عُمْرَةً و حَجًّا) او کچيرته څوک حج تمتع کوى نو داسى به وايى : ( لبيک عمرة متمتعا بها إلى الحَجﱢ)، او د دي حج کول غوره هم دي .
٢) بيا به حج کونکى مسجدحرام ته لاړ شى او د بيت الله شريف نه به اوو(٧) طوافونه وکړى ، بيا به د مقام إبراهيم نه روسته دوه رکعته لمونځ وکړى ، بيا به د صفا اومروه په مينځ کې اوو(٧) کرتي لاړاوراشى ، د منډو په ځاي کې به منډي وهي او دعادي مزل کولوپه ځاي کې به عادي مزل کوي ، د سعي نه روسته کچيرته حج تمتع کوى نوخپل ويښتان دى وخروى اويا دى واړه کړى ، او خرول يى غوره دي ، اوکچيرته د حج وخت نږدي وي نوبيا دي ويښتان واړه کړى اودا غوره کاردى ، بيا دي خپل احرام لري کړى او دا حلال شو.
نوټ : اوکه څوک حج قران او يا حج افراد کوى نو بيا دي د خپل احرام سره پاتي شى .
دَ ذوالحجي دَ اتمي ورځ اعمال :
١) کچيرته څوک حج تمتع کوى نود خپل اوسيدلوځاي نه دي احرام(څادراولنګ) وتړى ، اوکه غسل يى وکړه اوخوشبوي يى استعمال کړه نو دا مستحب ده ، نو بيا دي د حج نيت وکړي او داسي دى ووايى : ( لَبيکَ حَجا ) .
٢) بيا به حج کونکى منى ته ځى اوهلته به دَ ماسپخين ، مازيګر، ماښام ، ماخوستن اود سهار لمونځونه کوى ، او هر لمونځ به په خپل وخت سره کوى ، صرف څلور رکعتيز لمونځونه به دوه رکعته کوى .
دَ ذوالحجي دَ نهمي ورځ اعمال :
پدي ورځ چه لمررواخيژي نوحج کونکى به د منى نه د عرفي په طرف روان شى ، او په عرفه کې به د مازيګر لمونځ د ماسپخين لمونځ سره يوځاي دوه دوه رکعته وکړى په يواذان اودوه اقامتونو، ديته (جمع تقديم) وايي ، بيا به د الله تعالى ډيرذکر کوى او دعا به ترينه غواړى .
١) کله چه په عرفه کې لمرپناه شو، نوبيا به حج کونکى د عرفي نه مزدلفي طرف ته روان شى اوهلته ته به د ماښام لمونځ د ماخوستن لمونځ سره يوځاي وکړى په يواذان اودوو اقامتونو،( او ديته جمع تأخيروايى ) اوڅلوررکعتيزلمونځ به دوه رکعته وکړى .
٢) بيا به په مزدلفه کې شپه تيره کړى ، او د سهار لمونځ به په اولني وخت کې وکړى ، بيا به د رڼايى پوري په مشعر کې ودريږى (چه دا هلته د يوغرنوم دى ) او د الله تعالى به ډير ذکرکوى اودعابه ترينه هم غواړى ، اوبيا به حاجي دلوي جمري لپاره اوو(٧) کاڼي رواخلى ، کچيرته يى داکاڼي د منى نه رواخستل نوهم جايزدي ، بيا به د مزدلفي نه د منى په طرف روان شى مخکى د دينه چه لمرراوخيژي ، او ښځواو ضعيفه خلکوته اجازت دى چه د نمايى شپي څخه روسته روان شي .
دَ ذُوالحجي دَ لسمي ورځ اعمال :
١) بياچه حج کونکى منى ته ورسيده نوهلته به لويه جمره په اوو(٧) کاڼو سره ولى ، او دَ هرکاڼي سره به (الله أکبر) وايى ، اود ويشتلو کاڼى به د چڼي داني نه لږغټ وي .
د جمري ويشتلوڅخه روسته کچيرته څوک د حج قران او يا تمتع والا وى نوقرباني به وکړى .
٣) بيا به حج کونکى د سرويښتان وخروى او يا به يى واړه کړى، اوهرچه ښځه ده نوهغه به دخپلوکوڅو ويښتانو څخه د يوي ګوتي د بند په اندازه ويښتان پري کړى .
٤) بيا به حج کونکى د منى نه بيت الله شريف ته لاړشى او طواف افاضه به وکړى، اودا طواف رکن دى او دي طواف ته طواف زيارت هم وايى .
٥) بيا به سعي وکړى په مابين د صفا او مروه کښي ، البته کچيرته حج کونکى د قران او يا افراد حج والا وى اوپه طواف قدوم کښي ئى سعي کړي وى نوبيا دوهم کرتي سعي کولو ته ضرورت نشته .
وړوکى حلالوالى ددي راتلونکوکارونونه روسته راځي :
[د لوي جمري (شيطان) ويشتل ، دَ سر ويښتانو خرول او يا يى وړوکي کول] .
لوي حلالوالى ددي راتلونکوکارونونه روسته راځي :
[دلوي جمري ويشتل ، د سرويښتانو خرول او يا يى وړوکي کول، طواف افاضه کول ، سعي کول کچيرته په چا باندي سعي پاتي وى ].
پدي حلالوالي سره حج کونکى ته هرشى حلال شو تردي چه خپلي ښځي سره نږدي کت هم کولى شى .
د ذوالحجي د يولسمي ورځ اعمال :
١) يولسمه شپه په منى کې تيرول .
٢) د زوال څخه روسته دري واڼه جمري په کاڼوسره په ترتيب ويشتل ، چه شروع به په وړوکي جمري (شيطان) کيږي کومه چه مسجد خَيف طرف ته نږدي ده ، بيا د درميانه جمره (شيطان) ويشتل کيږي، بيا لويه جمره ويشتل کيږي ، اوداولني اودوهمي جمري څخه روسته لږ ودريدل او دعا کول ، او د دريمي جمري نه روسته دعا نشته .
دَ ذوالحجي دَدُولسمي ورځ اعمال :
١) په منى کې دولسمه شپه تيرول .
٢) دَ زوال څڅه روسته په ترتيب سره د دري واڼو جمرو (شيطانانو) ويشتل ، چه هره جمره به په اوو(٧) کاڼو سره ولى ، او د هرکاڼي په ويشتلو کې دَ (الله أکبر) ويل ، لکه څرنګه چه يى په يولسمه ورځ باندي ويشتلي وى ، چه د وړوکي جمري نه څخه به شروع کيږي اوپه لويه جمره سره به ختميږي، اود اولني اودوهمي جمري ويشتلونه روسته دعاکول، او دَ لوي جمري ويشتلو څخه روسته دعا نشته .
که حج کونکى په دولسمه ورځ د دري واڼو جمرو ويشتلو نه روسته غواړى چه تعجيل وکړى نو جايز ده ، يعني (په دولسم د ذوالحجي باندي دجمورود ويشتلونه ځان ختمول) بيا به په دولسمه ورځ د نمرپريوتلونه مخکي د منى نه وځى .
دَ ذوالحجي دَ يارلسمي ورځ اعمال :
١) په منى کې د ديارلسمي شپي تيرول .
١) د زوال څخه روسته د دري واڼوجمرو ويشتل ، چه هره جمره به په اوو(٧) کاڼو سره ولى ، او د هر کاڼي په ويشتلو کې به (الله أکبر) وايى ، لکه څرنګه چه يى په دولسمي ورځ باندي ويشتلي وو، چه شروع به د وړوکي جمري څخه کيږي اوپه لويه جمره باندي به خيميږي ، او حج کونکى به د اولني اودوهمي جمري ويشتلو نه روسته دعا کوى ، او د لوي جمري ويشتلوڅخه به روسته دعا نه کوى .
٣) بيا به حج کونکى منى پريږدى اومکي معظمي ته به ځى ، که د مکي نه خپل وطن (هيواد) ته سفرکوى نو بيا به طواف وداع کوى، او کچيرته په مکه معظمه کې وخت تيروى نو بيا به د تللو په وخت کې طواف وداع کوى ، اودا طواف د حيض اونفاس والاوو ښځوباندي نشته.
يادونه : حج کوونکى بايد د حج په ورځو کې د الله تعالى ډيره بندګي وکړى ، لکه د الله تعالى ذکراو د هغه نه دعاغوښتل او عاجزي ورته کول ، اود قرآن کريم تلاوت کول ، او په کومو کارونو کې چه ورته فائده نه وي نو د هغونه ځان لري ساتل ، الله تعالى په قرآنکريم کې فرمايى : }الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلاَرَفَثَ وَلاَفُسُوقَ وَلاَ جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّه ُ{ .[ سورة بقره : ١٩٧]. (( وخت د احرام دحج مياشتي معلومي دي ، پس چا چه فرض کړو په ځان باندي دي مياشتو کښي حج ، پس د ښځو خبري دي نه کوى ، اوندي ګناه کوى ، اوندي جګړه کوى په حج کښي ، او هغه چه کوي تاسو نيک کار پوهه دى په هغي باندي الله تعالى )) .وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه أجمعين .
أبوضياء زاهد الله توحيدي مدني .داعية بمکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بالجبيل .
تيليفون نمبر : ١٠٣٣ ت ٣٦٢٥٥٠٠ .
دموبائل نمبر : ٠٥٠٨٠٤٥٤٩٧ ، فاکس ٣٦٢٦٦٠٠ .
ص ـ ب : ١٥٨٠ الجبيل ٣١٩٥١، سعودي عربستان .