تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : صفة صوم النبي صلى الله عليه وسلم (بـشـتـو) ترجمة الشيخ أبي ضياء زاهد الله توحيدي


أبو زكريا
_29 _May _2013هـ الموافق 29-05-2013م, 05:25 PM
بسم الله الرحمن الرحيم


صفة صوم النبي r


مرکز خدمة الوسائل (دارالإسراء للنشر)


راجعهافضيلة الشيخ عبدالله بن جبرين


(بشتو)


د نبي کريم r د روژي


نيولو صفت او طريقه


مترجم : أبوضياء زاهد الله توحيدي مدني
داعية بمکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بالجبيل


الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أجمعين ، أما بعد :

*محترمو مسلمانانو وروڼو پدي راتلونکو صفحاتوکښي دنبي کريم r د روژي طريقه په مختصره توګه سره بيانيږي:
* د روژي تعريف: خاص د يو الله تعالى لپاره بندګي کول په پريښودلو د روژه ماتونکوشيانود صباح راختلوڅخه ترلمرد پناه کيدوپوري .
* د رمضان روژه: دا د اسلام د ارکانو نه يوعظيم رکن دى، نبي کريم r فرمايي : (( د اسلام پنځه بنا دى: ګواهي کول پدي خبره چه نشته معبود په حقه سره مګر يوالله تعالى دى، اومحمد r د الله تعالى پيغمبر دى، د لمونځ اداءکول، د زکاة ورکول، د رمضان دمياشتي روژه نيول، اود بيت الله شريف دحج کولوقصد چه دچا طاقت وى)). [ بخاري ، مسلم].

په روژه کې د خلکو مختلف حالت :

* روژه په هربالغ (ځلمي- پيغله)، عقلمند، توان لرونکى، اومقيم مسلمان باندي واجب ده .
* کافربه روژه نه نيسى اوکله چه په اسلام کې داخل شو نو د روژي قضائي پري واجب نده .
* ماشوم چه بلوغ ته رسيدلى نه وى نوروژه پري واجب نده ، ليکن پهنيولوبه ورته امرکيږي چه ورسره عادت شى.
* که د روژي په حالت کې ناڅاپه څوک مريض شى نود روغوالى انتظار به کوى تردى چه مرض يى ختم شي ، کچيرته پرى روژه نيول ګران وو نوبيابه روژه ماتوى ، اوکله چه روغ شونوبيا به د روژي قضائي کوى، لکه الله تعالى فرمايي :}وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْعَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ{((اوهغه څوک چه ناجوړه وي او ياپه سفرکې وى په ده باندي شمارل دي د ورځو نورو نه، (د خوړولو ورځو په شمار به روژي نيسى )) .[سورة البقرة :١٨٥].
* اوکچيرته څوک دائمي او هميشه مريض وى اود مرض د ختميدولو توقع يى نه وي ، اويا د روژي نيولونه د ډيرعمر په وجه عاجز وى ، او عقل يى فاسد شوى وى، اود خواوبدوفرق نشى کولى ، نوپدي دواړوباندي هم روژه واجب نده ، بلکي پدوي باندي هره ورځ يومسکين ته طعام ورکول واجب دي ، اود دى هريولپاره دا هم جايزده چه څوورځي يى روژي خوړلى وى مسکينانو ته د ماسپخين او يا د ماخوستن روټۍ يوځاي ورکړي .
* په ليونى باندي د روژي نيول واجب ندي ، اونه ترينه د دي په عوض کې د طعام ويستل واجب دي ، اګرکه دا لوي هم وى ، او د ده پشان د معتوه حکم دى، (چه د خواوبدوفرق نه شي کولى)، او په هغه ډير عمر والا باندي روژه واجب نده چه د بوډاوالي په وجه يي عقل فاسد شوى وى اود خو او بدوجدايي نشي کولى .
* حامله (اميدواره) ښځه ، اوماشوم ته شوده (پئ) ورکونکى ښځه ، کچيرته پدي دواړو باندي د حمل اوشودو ورکولو په وجه د روژي نيول ګران وي ، اوياد خپلوماشونود خطري په وجه ورته روژه نيول ګران وي ، نو بيا به دا دواړه قسمه ښځي روژي ماتوي اوکله چه پري اسانتيا او سهوليت راغى اوخطره او ويره ترينه ختمه شوه نو بيا به د روژو قضايي کوي .
*حائضه (مياشتني مريضه) اونفاسه (څلويښتي والا) زنانه ، دوي به د حيض اونفاس په وخت کـې روژي نه نيسي ، اوکومي روژي چه ترينه پدغه حالت کې پاتي شوي نود هغوقضايي به کوي ، البته که زنانه د څلويښت (٤٠) ورځوڅخه مخکي پاکه شوه نومونځ او روژه به اداء کوى او خاوند ورسره ميلاويدلى شى .
* که يوڅوک په اوبوکي ډوپيږي اويا يي اور سيزي نود دوي د نجات په خاطر روژه دار ته د روژي خوراک جايزدى، بيابه روسته دروژي قضائي کوى .
* د مسافر په روژو نيولواونه نيولوکې اختياردى،او کومي روژي چه وخورى نو بيا به دهغوقضايى کوى، برابره خبره ده که دا ناڅاپه سفر وى لکه د عمري سفر شواو يا هميشه اودائمي سفروي، لکه د ټيکسي اوکرايه ګاړود ډرايورانو سفرشو، د دوي کچيرته خوښه شوه نو روژه به ماتوي خو البته سفر به يى د خپل ملک (هيواد) نه خارج اوبهروي .

دروژي ځني احکام

١) نيت کول :په فرضي روژه کې د صباد راختلونه مخکي د شپي نيت کول واجب دي، نبي کريم r فرمايي : (( چاچه د روژي نيت د صبا راختلونه مخکي ونکړ نودده روژه صحيح نده )) . [صحيح أبوداود].
٢)د روژي بندولو وخت: الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي :} وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمْ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنْ الْخَيْطِ الأسْوَدِ مِنْ الْفَجْرِ{ (( تر هغه پوري خوراک او څښاک کوي چه تاسوته د سبا سپن تار د تور تار نه معلوم شي)) [سورة البقرة :١٨٧].
* پدي آيت کريمه کې په فجرسره مقصود فجرصادق دى، چه د دي د ښکاره کيدلوپه وجه په روژه دار باندي خوراک او سکاک حراميږي ، اومونځ ورلره جايزکيږي.
* نبي کريم r په حديث کې فرمايي: (( کله چه شپه د مشرق طرف نه راښکاره شوه او ورځي د مغرب طرف نه شاکړه، او لمرپناه شو، نو يقينا روژه دار د روژه ماتي په وخت کې داخل شو)) .[بخاري ومسلم].
٣) پيشنمى (چربانګى) :نبي کريم r فرمايي : (( زمونږاود اهل کتابو (يهوديانواونصرانيانو) جدائي اوفرق يواځي په پيشنمي سره دى)) .[رواه مسلم].
نبي کريم r پيشنمي کولوته مبارک خوراک ويلى دى، لکه په حديث کې فرمايي: (( د برکتناک طعام خوراک لپاره راشئ، مقصود پدي سره د پيشنمى طعام دى )). [صحيح أبوداود]، نبي کريم r فرمايي: (( پيشنمي مه پريږدئ ځکه د دي طعام برکتناک دى، اګرکه يو کس دتاسو نه د اوبو يو ګوټ هم وکړى، يقيناالله تعالى اود هغه ملائکي په پيشنمي کونکو باندي درود وايي)) . [رواه الإمام أحمد]، نبي کريم r فرمايي: (( د مؤمن ښايسته پيشنمى په کجورو سره دى)) . [صحيح أبوداود].
٤ ) په روژه دارباندي دراتلونکو شيانو پريښودل واجب دي :
*دروغ ويل: نبي کريم r فرمايي: (( څوک چه دروغ اوپه دروغو عمل پري نږدى نو الله تعالى ته د ده په طعام اوسکاک پريښودلوکې کوم حاجت نشته )) .[رواه البخاري].
* د بي فايدواو شهوت خبرو څخه ځان ساتل: نبي کريم r فرمايي: (( روژه نيول دخوراک اوسکاک پريښودلوڅخه عبارت نده، يقينا روژه دبي فايدي اوشهوت خبرودپريښودلوڅخه عبارت ده، کچيرته تا ته يو کس کنځلي وکړى اويايى تاته دکوم کار او وينا په وجه تکليف اوضرر ورسوو، نو ته هغه ته ووايه: يقينازه روژه داريم )). [صحيح ابن خزيمه].
٥) د روژه دار لپاره جايز شيان:
* د روژه دارلپاره د روژي په حالت کې جنابت ضرر نه رسوى : د عائشي رضي الله عنهانه روايت دى هغه وايي: (( يقينا په نبي کريم r باندي به صبا راوښتلواوهغه به د خپل اهل نه جنب وو، بيابه يي روسته غسل وکړ اوروژه به يى نيوله )) .[متفق عليه].
* د مسواک استعمالول : نبي کريم r فرمايلى دي : (( کچيرته زما په امت باندي تکليف کيدلى نه نو مابه ورته د هر اودس کولو لپاره د مسواک استعمالولوامرکړى وى )) . [متفق عليه].
پدي مبارک حديث کې نبي کريم r د روژه دار تخصيص د غير روژه دار څخه ندى کړى نو پدي کې په څرګند ډول سره پدي دلالت دى چه د مسواک استعمالول په هر اودس اومونځ کې د روژه دار اوغير روژه دار دواړو لپاره دى، اود لمر زوال نه مخکې او وروسته يى استعمال په ټولو وختونوکې جايزدى .
* مضمضه او استنشاق :نبي کريم r به په روژه کې خوله کنګالوله اوپوزي کې به يى اوبه کش کولى، ليکن پدي دواړو کې يى د روژه دار لپاره د مبالغي (زياتى کولو) څخه منع کړي ده ، نبي کريم r فرمايلي دي: (( په استنشاق کې مبالغه وکړه مګر په داسي حال کې چه ته روژه يى)) . [صحيح أبوداود].
*د خپلي زنانه سره ځان لګول اوچپه ترينه اخستل : د عائشي رضي الله عنها څخه روايت دى هغه وايى : (( نبي کريم r به د خپلو بيبيانو سره يو ځاي کيدو اود هغوي نه به يى چپي اخستلي ، او هغه به روژه وو،ليکن هغه په تاسوکې د خپل شهوت ډيرکنټرول والا وو )) .[متفق عليه ]، داکاردځوانانو لپاره مکروه دى اود بوډاګانو لپاره ورپکې کوم باک نشته ، نبي کريمr فرمايلى دي: ((... يقينا بوډا د خپل نفس په شهوت باندي قادر وي )) .[ صحيح رواه ابن خزيمة].
* د ويني ټيسټ، اود انجکشن وهل چه بدن ته غذاء او مړوخه نه ورکوي، پدي دواړوباندي روژه نه ماتيږي .
*د غاښ ويستل روژه نه ماتوي .
*د طعام څکنه روژه نه ماتوي ،ليکن پدي کېدا ضروري ده چه طعام به مري ته نه وي رسيدلى، اوهمداراز د غاښونود برش اوکريم استعمالولو حکم دى ، ابن عباس رضي الله عنهما وايي : (( د سرکي په څکنه کې کوم باک نشته او يا هر هغه شى چه هغه مري ته نه وي رسيدلى ))[رواه البخاري].
* د رنجو او چکک په سترګه کې د استعمال په وجه روژه نه ماتيږي : که ددي خوند مري ته رسيدلى وي اوکه نه وي ، إمام بخاري په خپل صحيح کې فرمايى : (( أنس t، حسن t ، او إبراهيم رحمه الله وايي : د روژه دارلپاره د رنجو په استعمال کې کومه پروا او باک نشته)) .
٦) په روژه ماتي کې تلوار کول :نبي کريم r فرمايلي دي : ((خلک به هميشه په خيرسره وي چه په روژه ماتي کې مخکې والى کوي)). [متفق عليه]. پدي طريقه کې د يهودواو نصرانيانوڅخه هم مخالفت دى .
* د ماښام مونځ نه مخکې روژه ماتول :د أنس t څخه روايت دى هغه وايي : (( نبي کريم r به د ماښام مونځ نه مخکې روژه ماتوله )).[حسن رواه أبوداود].
*روژه دار به روژه په څه باندي ماتوى ؟ : د أنس بن مالک t څخه روايت دى هغه وايي : (( نبي کريم r به روژه په تازه کجوروسره ماتوله ، کچيرته به تازه کجوري نه وي نوبيابه يى په وچوکجورو سره ماتوله ، اوکچيرته دا به نه وي نوبيابه يى د اوبويوڅوګوټه کول )) .[ صحيح أبوداود].
* روژدار به د روژي ماتولو په وخت کې څه وايي؟ :نبي کريم r فرمايي : (( دروژه دارلپاره دروژي ماتولوپه وخت کې د دعا قبولوالى دى چه نه واپس کيږي )). [صحيح ابن ماجة] ، نبي کريم r به د روژه ماتي په وخت کې دعا کوله ، اود روژه ماتي نه به يى روسته بيادا دعا ويله : (( ذَهَبَ الظَّمَأُ، وَابْتَلَّتِ الْعُرُوقُ، وَثَبَتَ الأَجْرُإِنْ شَاءَ اللَّهُ)) (( تنده ختمه شوه، رګونه لانده شو، اوکه د الله تعالى خوښه شي نواجرثابت شو)). [صحيح أبوداود] .
٧) د روژي فاسدونکي شيان :
* په قصد سره خوارک او سکاک کول :برابره خبره ده که فايده مند شيان وي لکه خوراک او سکاک اويا د دينه سيوا نورشو،اوکه ضرري شيان وي لکه سيګرټ او نسوار اوياد دي پشان نور، اوکچيرته يي د هيري ، خطا، اود اکراه (زور) په وجه کوم کار وکړنو بيا پدى باندي کومه پروا نشته ، نبي کريم r فرمايي : (( که روژه دار په هيره سره خوراک اوسکاک وکړى نو خپله روژه دى پوره کړى ، يقينا پدي باندي الله تعالى خوراک اوسکاک وکړ )) .[متفق عليه].
*په زوره سره قى (اُلټۍ) کول:په ګيډه کې چه کوم شى وي هغه د خولي دلاري نه بهرته راويستل ، نبي کريم r فرمايي : (( چا چه په غير د قصد او ارادى نه اُلټي وکړى نو پدى باندي د روژي قضائي نشته، ليکن کچيرته يي په زوره ځان ته وروستى نو بيا به د روژي قضايي کوى )) .[صحيح أبوداود].
*جِماع (د خپلي ښځي سره يوځاي کيدل) :روژه دارکه د روژي په ورځ کې د خپلي ښځي سره کور والى وکړى، نو پدى باندي د دغه روژي قضايي اومغلظه (لويه) کفاره ده : اول به غلام ازادوى، کچيرته د دى توان يى نه وى نوبيا به دوه مياشتي (پرله پسي)روژي نيسى، اوکچيرته د دى توان يى نه وى نوبيا به شپيته (٦٠) مسکينانوته طعام ورکوى .
* بدن ته د غذاء حاصلولو لپاره انجکشن کول:چه ددي غذائي شيانو د استعمال په وجه معدي ته مړوښه حاصله شي ،اوياد مريض لپاره د ويني استعمالول چه هغي ته پري مړوخه اوطاقت حاصل شي ، دا ذکر شوي شيان روژه ماتوي ځکه دا معدي ته داخليږي او د دي په وجه ورته مړوښه اوطاقت حاصليږي.
* د حيض او نفاس په وجه : چه ددي دوه سببونوپه وجه دروژي په ورځ کې د زنانه نه وينه خارج شي نوروژه يي ماتيږي ، برابره خبره که دا وينا په اول د ورځ کې ترينه خارج شي اوکه په اخرد ورځ کې ترينه خارج شي ، نوبيا به روژه ماتوى اوروسته به يي قضائي کوى .
*د منو وتل :په غيرد خوب نه د لاس نه په استفادي سره، يا د خپلي ښځي سره په يوځاي کيدوسره، ياپه چپه سره، اويا دبدن په جوخت کيدلوسره، اوکه د چانه د احتلام په وجه مني ووتل نو بيا به دا روژه نه ماتوى ځکه ددى اختياراو واک د روژه دارسره نشته .
* د ويني په انجکشن (پيچ کاري) :لکه د روژه دارنه وينه د يوڅه په وجه خارج شى او هغه ته په عوض کې نوره وينه د انجکشن په وجه داخله شي .
٨)د روژو قضائي :په قضايي روژوکې تلوار په غيرد کوم روسته والي نه مستحب دى، د قضايي روژو په نيولوکې پرله پسي والى واجب ندى ، علماء پدي خبره متفق دي کچيرته يوڅوک وفات شى او په هغه باندي فرضي مونځونه پاتي وي نود هغه نه قضايي مونځونه څوک نشي اداء کولى،که يوڅوک په خپل ژوند کې د روژونيولو څخه عاجز شي نود دينهڅوک په عوض کې روژه نشى نيولى ، بلکي د هري ورځ په عوض کې به يو مسکين ته طعام ورکوى، البته که يوڅوک وفات شو او په هغه باندي روژي پاتي وي نو بيا ترينه خپل ولي روژي نيولى شي ، لکه نبي کريم r فرمايي : (( څوک چه وفات شو او په هغه باندي روژي وى نو ولي دي ترينه ونيسى)). [متفق عليه ]، د ځنوعلماوو نظردا دى چه مراد پدي روژو سره د نذر روژي دي فرضي روژي ندي .
٩) څوک چه روژي نيسى او مونځ پريږدي :څوک چه روژه نيسى او لمونځ نه کوى نودى د توحيد د اقرار څخه روسته د اسلام د ارکانو نه يو مهم رکن پريښود، ددى روژه کومه فايده نه لرى تر څو پوري چه دا لمونځ پريږدى ، ځکه لمونځ د دين ستن ده او پدي باندي ولاړ دى، د مونځ په پريښودونکي باندي د کفر فيصله شوي ده ، اود کافر عمل نه قبليږي ، نبي کريم r فرمايى : (( زمونږ اودکافرانو په مينځ کې عهد او پيمان لمونځ دى چا چه دا پريښود نو کافر دى )) . [صحيح رواه أحمد].

١٠) قيام الليل ( تروايح ) :په رمضان کې د تراويح مونځ په جماعت سره کول د دى طريقي بنيادکيښودونکى نبي کريم r دى ، بيا يي بيرته دا طريقه پدي وجه پريښودله چه په امت باندي فرض نشي ، اوبيا به يي توان نه لري ، د تراويح د لمونځ د رکعتونوشميراته (٨) دى د وتروڅخه په غير، دعائشي رضي الله عنها دحديث په اساس چه هغي فرمايلي دي : (( نبي کريم r به په رمضان او غيررمضان کې د يولس (١١) رکعتونو څخه د قيام الليل (تهجد) زيات لمونځ نه کوو )) . [متفق عليه].
* عمر فاروق t په خپل خلافت کې د نبي کريم r دغه طريقه (يولس (١١) رکعته تراويح مونځ په جماعت سره کوو) هغه په خپل خلافت کې دا طريقه بيا يى راژوندي کړه ، د اسلامي امت لپاره غوره دا ده چه ټول پدي باندي عمل وکړئ .
* په موجوده زماني کې چه په ځني ملکونو(هيوادونو) کې د تراويح لمونځ په کوم تلوار سره کيږي ، لکه په قراءت ، رکوع، اوسجدو کې تلوارکول، دا په لمونځ کې نقصان اوکمى واقع کوي ، اوخشوع او عاجزۍ ختموي ، اوپه ځنوحالاتو کې مونځ هم باطلوى .
١١) زکاة فطر (سرسايه) :زکاة فطرفرض دى دابن عمررضي الله عنهما دحديث په اساس هغه وايي : (( نبي کريم r به رمضان کې په خلکو باندي زکاة فطرفرض کوو)) . [ متفق عليه].
* زکاة فطرد مسلمانانوڅخه په وړوکي، لوي، نر، ښځي ، ازاد ، او غلام باندي فرض دى ، د زکاة فطر اندازه يوه پيمانه ده چه د دي وزن (دوه کيلو (٢) اوڅلويښت(٤٠) ګرامهبرابريږي) ، په کوم ښاراو علاقه کې چه کوم قسم (طعام) حاصليږى نو هغه به ورکولى کيږي ، زکاة فطر په هغه چا فرض دى چه د يوي شپي او ورځي د رزق نه يى د بچورزق زيات وي ،اود هغه قسم (طعام‌) ويستل غوره دي چه کوم مسکين اوفقير ته فايده ورکوى .
* د صدقه فطر (سرسايه) ويستلو وخت : په سرسايه ويستلو کې غوره دا ده چه د اختر لمونځ څخه مخکي ووځي ، اود اخترڅخه يي يوه ورځ او يا دوه ورځي مخکي هم ويستل جايزدي ، او داختر مونځ نه يى روسته کول جايزندى .

وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه أجمعين



صفة صوم النبي r


مرکز خدمة الوسائل (دارالإسراء للنشر)


راجعهافضيلة الشيخ عبدالله بن جبرين


(بشتو)


د نبي کريم r د روژي


نيولو صفت او طريقه


مترجم : أبوضياء زاهد الله توحيدي مدني .
داعية بمکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بالجبيل .
تيليفون نمبر : ١٠٢٠ ت ٣٦٢٥٥٠٠
دموبائل نمبر : ٠٥٠٨٠٤٥٤٩٧ ، فاکس ٣٦٢٦٦٠٠
ص ـ ب : ١٥٨٠ الجبيل ٣١٩٥١،سعودي عربستان .